امیرامان الله خان
امیر امان الله خان په کال ۱۸۹۲م کښي دجون دمیاشتي پر لومړی نیټه په پغمان کښي دې دنیا ته سرګي روڼي کړي دي.دامیر حبیب الله خان زوی او دمور نوم ئې سلطان بیګم وه.دپلار دمړیني وروسته پاچاه سو. آزادی غوښتونکی،دډموکراسۍ پلوی دهیواد دپرمختګ په لاره کښي ئې ډیر چټک ګامونه تر سره کړه.او په ډیر لږ وخت کښې افغانستان دنوي د پرمختللو هیوادو سره سیال کړ.امیرامان الله خان په کال ۱۹۱۹م کښي پاچاه سو.او سمدلاسه ئې دآزادۍ بیرغ وچت کړاوانګریزانو دافغانستان آزادی ونه منل او دجنګ لاره ئې خپله کړه امیر امان الله خان هم دجنګ اعلان دانګریزانو په مقابل کښي وکړاوپه همدغه کال کې انګریزانو ته تاریخي ماته ورکړه اوپه ۱۹۱۹م کال داګسټ پر۱۹ نیټه انګریزان مات سوه . امیرامان الله خان داخلي اصلاحاتوته متوجه سو.په داخل کې داصلاحاتوپه لړکښي،دمینځواومریانورانیول اوخرڅول منع کړه.اساسی قانون جوړسو،نوي نظام نامې راووتلې، دحکومتي دایروتشکیلات تنظیم سم سوه.ډ موکراسي دخپل وخت سره پلي سو، اخبارونه راووتل،نوي ودانۍ جوړی سوې،ښوونځۍ اودښوونی بهیردنارینواوښځوپرمخ خلاص سو.دښځوآزادي اولڅ مخی آزاداوپه خپله خوښه سو،دملک چاری مخ پرښه والی روانی سوې،سړکونه اوترانسپورټي چاروته پاملرنه وسوه.فابریکي اوتولیدي مؤسیسات په لږوخت کښي را څرګنده سوه.دزراعت په برخه کي پرمخ تګ ترهغه اندازې وسؤ، چی نوروهیوادونوته دمرستي دپاره غنم واستول سوه، چی یوه بیلګه ئې په دې وخت کي جاپان هیوادیادولای سو.
خو! دامیرامان الله خان پا چهي چي لس کاله ئې دوام وکی،دبده مرغه پسله شپږکاله ارامۍ اوپرمختګ څخه بیاهم انګریزانودنوي استعماري لارواوطریقوپه وجه دافغانستان ددغه پیشرفت مخه دیوه کوهدامني غله چی دکلکان په کلي کي دغله حبیب الله په نوم ئې شهرت درلود.اودغلویوه غټه ډله ئې هم درلودله (دسقاوزوی) وو.راپورته سو،دسقاودزوی سره دامان الله خان دوخت ناراضو،دټولني ارتجاعي مذهبي اجنټانواودانګریزهیوادهم مرسته وکړه.اودغه غل ددې توان پیداکړی چي قدرت ته ورسیږي اوامان الله خان مجبورسو چي سلطنت پریږدی .نوسلطنت ئې وخپل ورورسردارعنایت الله خان ته پریرېښود.اوخپله دکندهاردلاری غربی هیوادوته ولاړی.دغازی امان الله خان څخه وروسته،هیوادبرسیره پردې چی دبشپړه آزادۍ لرونکی وو،خوداخلي جګړې هم په کښي راپیل سوې،ترڅودغه غل هم دهیواددخلکوپه مرسته اوملی مبارزینوپه سرښند نود منځه ولاړی.
دیادولووړده: چي یادونه وسي؛ دپکتیااولوګردلاري غازي محمدنادرخان اود کندهار اوسپین بولدک دلاري حاجي محمد انورخان په سیمه اوبیا ټوله هیوادکښي دسقاوۍ اوانګریزي حکومت ملا ورماته کړه. چي بیا انګریزانودافغانستان دنیولوخیال دزړه څخه وایستی.خوپه ۲۰۰۱م کال کي دحمید کرزي دحکومت سره ئې بیا سررا ښکاره کړی، چي په ۲۰۱۴م کال کې بیرته کډه وتړل…داځکه چی تیروختونه ئې سترګوته ودریدل.
نتیجه:دافغان انګلیس جګړې چی پای ئې دانګریزانوماته اودافغانستان په استقلال اوآزادې سره ختمه سوه، یوه اوږده جګړه وه. چي په ۱۸۳۹م کال راپیل سوه اوپه ۱۹۱۹م کال داګسټ پر۱۹پای ته ورسیدل .نوموړې جګړه اوداستقلال،آزادۍ جنګ یوازي دامیرامان الله خان په پیرکی نه بلکي دغه درې جنګونه چي څه دپاسه اتیا کلونه ئې په ځان کی ونیول،سخت جنګونه،سخت کلونه اوافغانستان ئې یوقرن دپرمختګ څخه واچاوه، چی پایله ئې په ۱۹۱۹م کال داګسټ پر۱۹پایته ورسیدل.