داحمدشاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه په مورنۍ ژبه ښووني اوروزني ته دلومړي توب حق ور کوي

سرليکـ

داحمد شاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولنه ښووني اوروزني ته

 د لومړيتوب  حق ورکوي

٢ ـ دحل مناسبه لاره څه ده ؟ .

٣ ـ دافغانانو په منځ کي ټولنيزکارګران کاردی خو؛ناممکن نه دی .

٤ ـ داحمد شاه بابا علمي ادبي ټولنه ولي ژوندۍ پا ته ده ؟ .

٥ ـ داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني تاريخي جوړښت .

٦ ـ ديوې ټولني مؤخۀ .

٧ ـ داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني ښوونيزکارپه هالينډ کي .

داحمد شاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه ښووني اوروزني ته دلومړي توب حق ورکوي

ولي ښوونه اوروزنه ضروري ده ؟:

 دا په دې چي دافغانستان ددغه څلویښتوکلونوپه جريان کي په پرله پسې توګه دښووني اوروزني بهيرياپه ټپه دريد لی دی اويا هم ترسختو بريدونو لاندي راغلی دی .زموږ يولړ ځوانان يا په جنګونو کي بوخت دي اويا هم دنړۍ پر ګوټ ، ګوټ با ندي ويشل سوي دي. اود هيواد دکلتور څخه ليري په پرديوهيوادونو کي شپې او ورځي تيروي . ځيني يې دغـربته د سواد اوزده کړي څخه محرومه پاته سوي دي او ځيني خو بيا چي په پرديو هيوادونو کي اوسيږي،په ډيره بيا په اروپا او امريکاکي ژوند کوي ، دنه امکاناتو په لرلو سره دخپلي مورنۍ ژبي دسواد څخه محرومه پاته دي .دبله پلوه دجنګ او جګړې وخت هم خورا اوږد سو ، چي موږ يې په اوسني وخت کي دغه څلویښت کاله اوږد وخت وينو ، څلویښت کاله هغه وخت دی چي يوانسان هم په کښي زيږي او هم هغه په کښي لويږي او دومره ستر کيږي چي حتا دځوانی تازه دوران يې هم مخ په وړاندي اوزوړتياوخواته روانيږي.يعني که ځوانه طبقه موږ ٢٥کلن هلکان اونجوني ونيسو نو ددوی دوران په جنګ او ديوه ځای څخه وبل ځای ته دمهاجرت ژوند ګڼل کيږي .اونو دزده کړي لازم شرايط نه دي ورته برابرسوي او ډيرځوانانو مو دزده کړي څخه محرومه پاته سوي دي .چي په خپله مورنۍ ژبه نه داچي ليکنه نه سي کولای بلکي ؛ دخبرو کولوتوان هم نه لري . او که يو لړهغه هلکان يا نجوني دکورنۍ په پاملرنه سره هم دخپلي مورنۍ ژبي وزده کړي ته هڅول سوی هم وي ، خو د محيط تراغيزي لاندي دومره په زياته تو ګه را غلی وي چي بشپړه جملې هم نه سي جوړولای ، حتا ځيني خو لاداسي هم وي چي که يې دخپلي کورنۍ غړي په يواو بل هيواد کي ژوند کوي هغوی د خپلو نژدو دوستانو سره يوه ګډه ژبه نه لري . دبيلګي په توګه : که داحمد کورنۍ په سويډن کي ژوند کوي او داحمد دورورمحمود کورنۍ په جرمني کي ژوند کوي . که يو وخت ددواړو اولادونه سره يو ځای سي نو ددوی په منځ  يوه ګډه ژبه نه سته او داحمد کوچنيان چي په سويدن کي لوی سوي او پالل سوي دي هغه به سويډني ژبه ګړوي او دمحمود کورنۍ او اولادونه به بيا په جرمني ژبه خبري کوي ، نوکه احمد او محمود په خپل منځ کي په پښتو او يا دري ژبه خبري سره کوي؛خو کولای سي چي په خپله مورنۍ ژبه سره وږغيږي  ليکن! څنګه چي واولادوته يې خپله مورنۍ ژبه نه ده ور ښودلې، نو هغه په خپل منځ کي  سره بيګانه دي او نه سي کولا ی چي دوی هم په خپلو منځو کي په يوه مشترکه يا ګډه ژبه خبري سره وکړي  ، دا يو ه ستره لانجه ګڼل کيږي ، زموږ مسافر وروڼه چي دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي سره پا شل سوي دي دهمدغه ستونزي او لانجې سره مخامخ دي،دا لانجه نسبت ونورو هيوادونو ته افغانان ډيره لري . نو په دغه صورت کي چي ديوې کورنۍ راتلونکی نسل دهغه دکورنۍ په مورنۍ ژبه ونه پوهيږي دايوه غميزه ده ، هغه اولادونه يې نور بيا چي تر اتلسوکلونو لوی اوستر سوه ، نو نه بيا دهغه قوم په ښه ورځي او نه بيا دخپلي کورنۍ دپاره ګټور تماميدای سي اونه بيا دخپل هيواد دپاره دخدمت مصدر ګرځیدای سي . ډيرداسي کسان چي اولادونه اونوی نسل يې دپردي هيواد، کلتورتراغيزي لاندي را سي هغه بيا په هم هغه بيګانه هيوادکي دهغه دکلتور، اقتصاد او سياست په چوکاټ کي دخدمت مصدر کيدای سي ، چي په همدغه سبب دهم هغه محيط او خپلي فرهنګي سيکولوژۍ په بنسټ واده ياماينه (ماندينه) کوي، نورنودهمدغه چاپيريال انسان ځيني جوړيږي. چي هم دخپلو دوستانو څخه بيګانه وي او هم دهيواد دخلکو څخه بيګانه وي او هم به څولسيزي ورسته وايي: پلار مي افغان وو. زه داستونزه يوازي په يوه فرد پوري نه تړم، نه يې يوازي ديوې کورنۍ ستونزه بولم بلکي؛ دايوه ملي ستونزه ده ،دايوه بين الافغاني ستونزه ده اوداستونزه بايد ټوله افغانان که دهيوادنه بهر دي او که په هيواد کي دننه دي ودې غميزي ته دي دپای ټکی کښيږدي. يا خودي لږترلږه په دې لاره کي مبارزه وکړي.نوپه همدغه دليل داحمدشاه بابا علمي ـ ادبي ټولني دخپل درک پر بنسټ دنوروفرهنګي اوعلمي کارونو په څنګ کي وښووني اوروزني ته په ځانګړې توګه پاملرنه کړې ده اوترنوروټولو پروګرامويې ودې ته په عملي توګه دلومړي توب حق هم ور کړې دی.

دحل مناسبه لارڅه ده ؟ : داچي اينده نسل دسواد دضروري نعمت څخه بې برخي پاته کيږي ، يا دکورنۍ ، قوم او هيواد څخه بې ګانه پاته کيږي ؛ نو دا په واقيعت کي يوه ټولنيزه ستونزه ده او پا ملرنه با يد ورته وسي او په دې باب با يد اړين ګامونه او چت سي . دنيکه مرغه زموږ دهيواد يوه لويه برخه روښان اندي په ډول ، ډول هيوادو کي سره تيت او پاشانده دي ، چي په بشپړه توګه دپوره استعداد لرونکي اودعلمي ، فرهنګي صلا حيت څخه برخورداره هم دي . خو هغوی با يد دا خپله پوه او انرژي سره يوه او متحده کړي، داسي ټولني را منځته کړي چي په عملي ډګر کي دهيواد درا تلونکي په درديا خوږ خبرسي او داينده نسل دپاره يو ښه بيلګه وګرځي . يعني په يوه اتحاد سره په خپلو سيمو کي لاسونه سره ورکړي اوپرټولوکورنيوباندي دادنده  په عملي ډګرکي وسپاري چي هرڅوک دخپل توان او طاقت سره سم دښوونځيو په جوړولو کي مرسته وکړي . که موږ ودې درنې دندي ته ښه متوجه سو، نو دابه راته جوته سي چي دښووني اوروزني بهير يو ځان ځاني بهير نه دی اونه په يوازي توګه څوک کولای سي چي نوموړ بهير پرمخ بوزي . اونه يوه کورنۍ نوموړی بهيرپه تنهايي پرمخ بيولای سي ، حتا اجتماعي ټولني هم په تنها يي سره نه سي کولای چي دسواددزده کړي بهيردي پرمخ بوزي.بلکي؛ديوې سيمي اوسيدونکي جمع داجتماعي ټولنواستازي جمع دزده کونکو کورنۍ په ګډه سره کولای سي چي په خپله سيمه کي ودې غميزي (بې سوادي) ته دپای ټکی کښيږوي.

 زه چي اوس په آروپاه کي ژوند کوم او داروپاه په يو کونج (هالينډ ) کي اوسیږم ، زه وينم چي يوازي په اروپاه کي ترلسهاؤډيري ټولنيزي ټولني سته او دپوره نوم او نښان خاوندان هم دي ، خو نومونه يې هم په ډيرو رسانيو کي راځي او ثبت سوي دي ، او ځانونه هم ډير لوړروښن انده بولي ، ليکن دغه ستونزي ته پاملرنه نه کوي، چي په خپله ساحه کي دي دراتلونکي نسل دپاره ښوونځی پرانيزي او يو څواستاذان دي په دې سره وګوماري چي په خپله سيمه کي دسواد دزده کړي او دراتلونکي نسل دروزلو مرکزونه دي جوړکړي. ډيرټولنيز بنسټونه زه ګورم چي دټولنيزو ټولنو په مرسته يوازي دخپلو نومونو دنامتو کولو دپاره يا خپل ليکلي اثارخپروي اويا په رسانيوکي دخپل نوم اونښان دپارهلي ځلي کوي .هغه هم ديوې مؤقتي زماني په تيريدوسره ياپه خپل منځ کي داختلافاتو په وجه سره وپاشل سي او يا خوداسي عملونه سرته ورسوي چي،دټولني غړي خولاڅه کوې ، چي دټولني نه بهر خلک لاهم دټولنيزو فعاليتونو څخه خواشيني کړي . يا داسي ټولني چي يو لنډوخت په خورا ښو احساساتو سره په ډير ښه صداقت سره ټولنيزي دندي هم تر سره کوي ولي ډيرلږ وخت وروسته دخپلومنځي اختلافاتو په وجه سره وپاشل سي اويواوبل ته سپکي سپوري کوي . چي دا ډول بلګې په افغانانو کي خورا ډيري ليدل کيږي .دلته ماته دغه کيسه را پياديږي( څو عمرمخکي دهالينډ په هيوادکي دروتردام په يوسترښارکي يونوی ښاروال چي دمراکش دهيوادڅخه په هالينډکې تذکره ترلاسه کړې وه دښاروالۍ په ستره دنده وګومارل سو، دهغه سره يوه مرکه وسوه اودهغه څخه وپوښتل سوه؛چي ستا دنورو هغه کسانو سره چي هالينډ ته يې سياسي پناه راوړيده او اوس دلته په هالينډ کي قبول سوي دي دهغوی سره دي ستونزه څه ده؟ هغه دهر هيواد په باب ځانګړي پرابلمونه ياد کړه ، خو دافغانستان په باب يې دغه يوه ستونزه ياده کړه چي دافغانانو سره مي دغه ستونزه ده چي افغانان په خپلو منځو کي نه سره جوړيږي ).نو زما له نظره دحل مناسبه لار داده : چي افغانان با يد يواو بل سره تحمل کي او په ټولو کارونوکي يوازي دراتلونکي نسل ګټي په پام کي ونيسي نه خپلي ځانګړي ګټي ، ټولنيزي ټولني دي برسيره پردې چي دخپلو ځانونو اونومونودپاره لازم تبلغات کوي دا يو ښه کار دی زه دا کارته بد نه وايم، چي ولي يو څوک دځان اونامه دپاره کارکوي.يا تبلغ کوي، دغه څوک چي دځان دشهرت دپاره کارکوي ترهغه چاه چي هيڅ هم نه کوي ډير بهتره او ښه تره دی . خو زما مراد دادی چي لږتر لږه دي دځانګړو ګټوپه څنګ کي ټولنيزي ګټي هم په پام کي ونيسي.نوبياهم ديادولو وړيې بولم چي،اوسني مناسبات که په هيواد کي دننه دي او که دهيوادنه دباندي دي په هراړخيزه توګه ستونزمن دي او موږ با يد ودې ته کښينه نو؛ چي موږته لازم شرايط نسته، موږلازم شرايط جوړولای سواودځان په ګټه يې څرخولای سو ، دبيلګي په توګه غواړو چي دلومړۍ ټولګۍ څخه بيا تر لوړو ټولګيو پوري هلکان او نجوني وروزو، زه فکرکوم چي دا دهر افغان آرزو ده په ځانګړې توګه بيا دمسافرۍ په شرا يطوکي ؛ نو موږ په خپل محيط کي بکلوريا ليسانس ، ماسټران او حتا ډا کټران هم لرو . نودلومړۍ ټولګۍ کتاب ليکل خو بيا ستونزي نه لري ، همدغسي ددوهم ، دريم او څلورم ټولګۍ او يا تر دغه هم لوړ. موږ په اروپاه کي دپوتو کاپۍ ډيرښه ماشينونه لرواودکمپيوټرپه مرسته ښه خپروني کولای سو، نو دنصاب تعليمي لازم کتابونه هم موږ دلته ايجادولای سو بيله دې چي ودې ته کښينو چي دافغانستان دخوادې موږته راوا ستول سي.يادي موږ له دې څخه وويريږو چي زموږ کتابونه به دمعياره سره برا بر نه وي ، مهمه خبره داده چي موږ څومره کولای سو چي دسواد دزده کړي دپاره کاروکړويا دښووني بهيرپه کومه کچه پرمخ بوزو.اوموږ څومره نجوني اوهلکان په يوه کال کي وزده کړي ته چمتو کولای سو. نوموړی فکر بايد دهرافغان سره وي اوهره ټولنه بايد دخپلو پروګرامونو په سرکي دښووني اوروزني بهيرته پا ملرنه وکي . نن که موږ يوازي پر انتقادونو خپل نظرونه سريوځای کړونو اصلي کار به موهيرکړی وي.که موږ پاملرنه وکړو دافغانستان په دننه کي هم دښووني اوروزني بهيروروسته پاته دی او دښووني او روزني وزارت په دې نه دی توانيدلی ، چي يو معياري تعليمي نصاب را منځته کړي ، چي دټولو دپاره دي منل سوی وي ؛ ولي بيا هم په دغه شرا يطوکي يې کارونه دتائيد وړ دي او په دغه شرايطوکې هم زماله نظره دښووني اوروزني په برخه کي دقدروړخدمتونه کړي دي .نو موږ هم چي نن ورځ دهيواد څخه ليري يو کولای سو چي په دې بر خه کي دښووني او روزني دپاره پوره خدمت وکړو .لکه څنګه چي داحمد شاه بابا علمي ـ ادبي ټولني دمسافرۍ په دې اوږد تاريخ کي دخپل وسه سره سم ګامونه پورته کړي دي .

دافغانانوپه منځ کي ټولنيزخدمت ګران کاردی؛خوناممکن نه دی :

دهغه تجريبې له مخي چي زه يې دټولنيزو کارونو سره لرم او يا مي له همدې دندي له مخي دولسونوسره چوپړ ته ليڅي را نغښتي دي ، زه يې وينم او ما ليدلي دي چي دافغانانو په منځ کي ټولنيز کارونه ډير ستونزمند دي . په پيل کي کارونه په ډيره ښه جزبه اواحساس سره ځيلږي اوپرمخ ځي ؛ خو څه وخت چي يوه ټولنيزه مؤسيسه دثمر وحد ته رسيږي يا يوه ټولنه دثمر او ميوې وحد ته رسيږي او مشهوره سي نو په دې وخت کي دپاملرني وړ وګرځي او ډير داسي کسان په يوه او بل رنګ ونوموړي ټولنيز فعاليت ته ځانونه په يوه ډول اوبل ډول را ورسوي او يا په دننه کي يې وپا شي اويا که يې زور ورسيږي ددباندي دخوا څخه يې په تخريب کولو لاس پوري کي ، تر څو دجوړي کړي ټولني ستونزي ور ډيري کړي او حتا دهمدغه شوم فعاليت دپاره نا مقدسه وحدتونه سره کوي تر څو په لومړي سرکي ټولنه خپله کړي اودغه جوړسوی فعاليت په خپل نوم ونوموي او په دوهمه مر حله کي بيا په خپلو منځو کي دټولني او بل کوم ټولنيز کار پرسر خپل منځي اختلا فونه سره را وسپړي او بيا يو جوړ سوی کار داسي خراب کړي ، چي هم يې دولسونو په نظرکي سپک کړي او هم يې داسي منحل کي چي بيا څوک وداسي يو ټولنيز فعاليت ته نور زړه هم ښه نه کړي . په همدغه دليل زه ډير خلک پيژنم چي هيڅ ډول سيا سي او ټولنيز کار نه خوښوي او نفرت هم ځيني لري او تل يې دليل او استيدلا ل هم داوي چي دافغانانو په منځ کي کارکول ګران او حتا ناممکن کار دی . او په همدغه روحيه زه ډيري ټولني پيژنم چي يو ځل يې خورا ښه روښنا ئي کړې وي او ښه ځليدلې وي خو بيا چي دځوانۍ ومرحلې ته رسيږي نو په دننه او دباندي کي د خود خوا غړو دلاسه نا مرا ده سوې وي .

نودغه ځای دی چي موږ وايو چي افغانانو پر بې اتفاقۍ باندي اتفاق کړی دی. او يا هغه څه چي ځينو شاعرانو او ليکوالانو ويلي دي هغه زموږ په دې زمان کي پوره منل سوي او ثقه سوي دي . زموږ ګران هيوادوال با يد نوموړی تريخ حقيقت په ډير ورين تندي سره ومني او  ځانوته پاملرنه وکړي ؛ او ياهم دنړۍ نور قومونه وګوري اودهغوی د تجر يبو  څخه ګټه واخلي او نور ودې غميزي ته دپای ټکی کښيږدي .په فارسي کي يو متل دی چي وايي ((حقيقت تلخ است ولي بر شيرين دارد)) يا همدغسي خوشحال خان هم دافغانانو څخه سر ټکوي او داسي وايي: ((که په نورو خلکو کي ښه خلک پيداسي ولي؛ ښه خلک به لږ وي افغانان ))نو همدغسي که نوربيان په دې باب په تاريخي لحاظ وکړم . يوازي به دمايوسۍ څخه ډک بيان ځيني جوړسي خو زه نه غواړم چي په دې باب ځان مايوسه کړم او يا نورو ته دمايوسۍ دلايل او درس وړاندي کړم .يوازي غواړم چي افغانان که په هر ځای کي دنړۍ سره تيت اوپاشلي هم وي . با يد په خپلو منځونو کي سره يو موټي سي او بيله سيميزي ، ژبني اونوروتفاوتونو با يد سره هم غاړي سي او دپراخي حوصلې په لرلو سره يواوبل بايد سره ومني ،يودبل په څنګ کي دهر نوع ټولنيز فعاليت قدر بايد وکړي ، دبل چاه جوړسوی کاراو فعاليت بايد خراب نه کړي حتا مرسته بايد يودبله سره وکړي تر څو دهغه ټولنيز فعاليت پر پښوودريږي . داکاريوازي دګذشت په روحيه کيدای سي ؛ نه دتعصب او نه دځان ځانی په خرابه روحيه .

دآحمد شاه بابا علمي ــ ادبي ټولنه ولي ژوندۍ پاته سوې ده؟ 

په دې کي شک نه سته چي داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه هم دنورو اتحاديويا ټولنو په څيرپه خپل اوږد تاريخ کي ، ډيري ستونزي او پيچلي حالاتونه تيرکړي دي ،حتا دمرګ وکندي ته هم نژدې سوې ده ،خو بيا دادب پوهانواودادب دمينه والودخوايې ملا تړ سوی دی او دمرګ دکندي څخه يې نجات پيدا کړی دی. په نوموړې ټولنه کي هم دټولني دغړوتر منځ خوابدی اوناخوالي را پيداسوي دي ، دا قتصا دي يا وټيزوستونزو سره مخامخ سوې دي ، دژبنيوکړاونواوانتقادونولاندي دټولني غړي را غلي دي ، دمهاجرتونواوافغانانو ديوه ځای څخه وبل ځای ته دتګ او را تګ په اساس يې په کميټواوحتا راهبريوکي تغيراوتبديل راغلی دی ، دسيميزولهجوترانتقادونولاندي دستونزوسره ټولنه مخامخ سوې ده اوداسي نوري ستونزي يې هم ليدلي دي. خوبيا يې هم خپل هدفونه نه دي حير کړي .او په قرار واو چټکو قدمونو يې خپل ملي او ټولنيزي دندي تر سره کړي دي. او په خپل دې اوږد تاريخ کي يې دقدروړ خدمتونه کړي دي. داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني دغړو تر منځ که هر وخت اختلاف هم را غلی دی خو يواوبل يې نه دي سره زخمي کړي او خپلي نيکي اړيکي يې نه دي سره شلولي ، يواوبل ته ددرناوي. په عنوان يې احترام هم ساتلی دی.ددې معنا داده چي دټولني دبنسټ څخه بيا تر اوسني جريانه پوري داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني غړي دافغانستان وکلتور ، فرهنګ او خلکو ته وفاداره وه اودي . ځيني داسي عناصر هم ټولني ته را داخل سوي دي ، چي مؤخه يې دټولني منحلول او په ټولنه کي ستونزي پيدا کول وه ، او ځينو بيا هم ددې ټولني دلاري غوښتل چي دنوموړي ټولني دنوم څخه ناوړه ګټه تر لاسه کړي ، خو څه وخت چي يې نوموړي شوم هدفونه تر سره نه کړای سو نويې هغه څه دټولني سره کړي دي کوم چي په توان اوطاقت کې وه ، خونه دومره چي دټولني بنسټ دي له منځه يوسي ؛ دا په دې چي په بنسټ کي دټولني هغه کسان سره يو موټي سوي دي چي يوازي يې هدف او مؤخه هيوادوالو ته خدمت کول دي . نو په همدغه دليل زه ويلای سم چي هغه ټولنه ژوندۍ پاته کيدای سي چي دټولني دغړو تر منځ يې ايډيالوژيک ارتباط او اړيکي موجودي وي ،يوه ماعين هدف ته وفاداره وي، په خپلو منځونو کي کلکه دوستي او صميميت سره ولري ، دستونزو په وخت کي قرباني او ستونزو ته د حل لاره ولټوي ، نه داچي دستونزو عاملان يواوبل سره په ګوته کړي . يو اوبل ته ګوت نيوکه وکي .  بلکي؛دوی با يد په خپلو منځونو کي پر مشکيلاتو بحث وکړي دحل لاره يې ولټوي. اوداسي نورو نازک خيالونو ته که پا ملرنه وسي ، نو خامخا به ور سپارل سوي دندي هم په ښه توګه تر سره کړای سي. نو نتيجه داچي تر بيځايه انتقادونو دټولني دخدمت لاره با يد خپله او تعقيب کړي .او بل عامل دټولني دپرځای پاته کيدو هم په ټولنه کي پاک او شفاف حسابونه دي . خو پردغه ټولو خبرو برسيره زه په دې اعتراف کوم چي ټولنيز کارونه ډير زورغواړي او پراخه حوصله هم غواړي .

داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولني تاريخي جوړښت : 

هغه وخت چي په افغانستان کي ددکتورنجيب الله حکومت سکوت وکړاو پرځای يې دمجاهد ينواوه ډلي دپاکستانه افغانستان ته دسياسي قدرت په مؤخه راغلې اواته ډلي دايران دلوري هيواد ته را داخلي سوې . نو په دې وخت کي دجنګ رقم اوډول په ټوله معنا تغير وکړ ،هغه وخت چي جنګ ايډيالوژيکي بڼه درلودله ورسته ددکتور نجيب دحکومت نه يې رنګ واوښت او يوازي دمذهبي ډلو تر منځ دقدرت پرسرخپل سري جنګونه را منځته سوه .مسلحو ګروپونواو تنظيمونو دخپل نفوذ او قدرت په سيمه کي دخپل زور ځينځرونه وا چول اودعامه وسايلو،ترانسپورټي وسايلو او دخلکو دمالو نوپر تګ اورا تګ باندې کنترول دخپل ګوند او تنظيم په ګټه ولګاوه. په دې وخت کي هري جنګ سالاري ډلي کوښښ کاوه چي ډيري سيمي په لاس را وړي او ډير غنيمت مالونه د خلکو، شاه وخوا سيمي اودولتي شتمنۍ په لاس را وړي . حتا ددغه ځينځيرونوڅخه دخلکوپر مالو نو برسيره دعام ولس ژوند او نا موس هم په امن کي نه ؤ.جنګ او جګړې ، په شد ت سره زور پيدا کړ، برسيره پر خپلو وسلو ددولت وسلي هم د جنګي ډلو او تنظيمونو لاس ته ورغلې ، برسيره پر دې چي ډيري مډرني وسلې يې سره استعالولې ، بلکي دډير نژدې واټن څخه يې يواو بل سره ويشتل او په ډيرو خطرناکه ځايونو کي لکه دکورنو په منځ او يا دښارنوپه منځ کې يواوبل ته مورچلونه ونيول ، دجنګ او جګړې بل ډير خطر ناکه عامل په دې کي هم ؤ ، چي هغه پخواني ګونديان ، چي په خلک يا پر چم کې سياسي مبارزه کوله په دې وخت کي دخپلو ځانونو دساتني په خا طر يې د جنګسالارانو په صفونو کي ځانونه خوندي کړه او هغوی هم دخپل نفوذ دساتلو په خاطر دخپلو سکتاريستي تفکر پر بنا پخواني ګونديان مخ او شاه ته ودرول ، چي په ټولنيز ډول ، پښتانه وګلبدين حکمتيار ته، سياف ، مولوي خالص او مولوي محمدنبي محمدي ته پناه يوړه او فارسي ژبي په ډيره بيا تاجک واحمد شاه مسعود چي شورای نظار يې پرمخ بيوه او جميعت اسلامي ګونددپروفيسررباني په مشرتابه جوړسوی ؤهغه ته پناه وروړل ، همدغسي هزاره ګان وواحدت ګوند ته وفا داره سوه .

       لنډه يې دا چي په افغانستان کي نور د ژوند کولو شرايط پر عامو خلکو باندي کم سو او هغه چاه چي وس او توان درلود نو دګران افغانستان څخه را ووتل چي ځينو يې دايران وخواته مخه وکړه او ځيني بيا پا کستان ته ولا ړه ، خو ځينو چي بيا وټيزه يا اقتصادي توانمندي يې درلودله هغه بيا داروپا او امريکا پر لوري يا دپخواني شوروي پر جمهوريتونو سره وويشل وه.افغان ټولنه دمنورينو او روڼ اندو څخه خالي سوه ، ښارونه په کنډوالو واوښتل ، دهيواد لويه فرهنګي شتمني دمنځه ولا ړه ، ملي ارشيفونه په کابل او دهيواد په نورو ولايتونو کي چور او تالا سوه ، موزيمونه دهيواد په ګوټ ، ګوټ کي چور او چپا ول سوه ، دهيواد په پايتخت او نورو غټو ښارونو کي چي څه نا څه ښوونځی او دښووني او رو زني مر کزونه پاته وه هغه هم لوټ اوتالا سوه . په ډير بيا دښځو دزده کړي بهير خو په ټپه ودريدی ، پر هيواد دپرديو اغيزي او نفوذ ورځ تر بلي ډير سو ، ګاونډوهيوادونودخپلو جنګسالارانو په وسيله خپل زبيښاک لاره وموندل ايران او پاکستان دواړو خپل شوم فعاليتونه کول او پرملک يې پوره برلاسی وموند .

       نو ديادولو وړبولم چي په افغانستان کي دننه دهيواد پالو دپاره ژوند نه يوازي داچي نا ممکن سوه بلکي بې ګټي هم سو . زه خپله دمولوي رباني دولسمشری په دوران کي پسله شپږو مياشتو څخه دپاکستان پر لور دپيښور دلاري مسافراو مهاجر سوم او هيواد مي ترک کړ. خو نه مي کور خرڅ کړ اونه مي هم دکور سامانونه ؛ داپه دې چي زما بيرته داسي غوښتنه وه چي دجنګونو دارامۍ نه به ورسته بيرته خپل ګران هيواد ته ستون سم او په همدغه نظر چي زه دشپږو مياشتو يا تر دغه لا هم دلږ وخت دپاره هيواد پر يـږدم ،بيابه  بيرته را ځم . خو هغه داسي نه سوه زما دشپږو مياشتو سفر دوا مداره سو او تر ننه په شلو کالو سفرواوښت .

       نو بيا له همدغه لاري يعني دپيښور دلاري و کويټې ته را غلم او په کويټه کي مي پسله يوکال ريسرج او تحقيق څخه دا پريکړه وکړه چي په داسي شرايطوکي چي دهيواد دفرهنګ لويه برخه وسوځل سوه او يا هم دسوځلو په حال کي ده . نو مي دځانه سره هوډ وکړ چي په نورو ګټو،وټوپسي به نه ګرځم او ديوه پراخ بنسټه علمي ـ ادبي ټولني دپاره با يد هغه افغانان چي دهيواد پر فرهنګ يې زړه سوځي سره هم غاړي سواو يو فرهنګي ـ ادبي او دښووني او روزني مرکز با يد دخپلو بې کوره سو افغانانو او پښتنو دپاره جوړ کړل سي. او په دې ټولنه کي با يد يوازنی هدف او موخه دافغان  ماشومانو دپاره ښوونځی او بيا په دوهم قدم کي دهغه پاکستاني ورڼو دپاره کوم چي دمحيطي شرا يطو پر بنسټ دخپلي مورنۍ ژبي دزده کړي څخه محرومه پا ته سوي دي هغوی ته با يد دپښتو او خپلي مورنۍ ژبي دزده کړي کورسونه جوړ کړل سي . او پسله هغه دهغو نجونودپاره چي دلته په کورنو کي بيکاره ناستي وې هغوی ته هم دښووني اوروزني ښه زمينه برا بره کړل سي. ددې پرو ګرام دپاره هم ښځينه ښوونکي اوهم نار ينه ښوونکي وټاکل سوه . نو بيا ديو غټي غونډي په تر ځ کي چي مشري يې دغه لاندي کسانو کوله نوموړې ټولنه (داحمدشاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه پرانستل سوه) .

په غو نډه کي ښا غلی مرحوم نور محمد اڅکزی چي دټولني په جوړولو کې په بشپړه تو ګه اقتصادي ونډه اخيستې وه او ديو لک پاکستانۍ کالدارو په مر سته يې ټولنه ووياړول. خپله لومړنۍ علمي وينا واورول ـ ښاغلی جعفرخان اڅکزی ښاغلی محمدجان باوري ـ ښاغلی جنرال عبدلرشيد رشيدي ـ ننګيالی بڅرکی ـ کمالدين کمال ـ  محمد قاسم الفت ـ پو هنيار عبدالمالک او رضا محمد رضا ـ را ز محمد راز بيا هر يوه په خپل نو بت سره دښووني او روزني پر بهير با ندي خپل نظرونه څر ګند کړه او د هيواد نه بهر يې دروښن اند و مسؤليت د ښووني او روزني په

با ب  څر ګند کړ.

په غونډه کي پر دغو وينا والو بر سيره يو شمير مخور او نامداره ميلمانه هم را غلي وه چي دټولني دمؤسيسي غونډي واهميت او ارزښت ته يې نور هم قوت او رونق ورکړ . چي عبار ت دي له : دکابل پو هنتون نامتو استاز پو هند و ی امين الله امين ـ ښاغلی مرحوم جعفرخان اڅکزی ـ ښاغلی انجنيرپښتون ـ مرحوم ډګر جنرال نظر محمد خان ـ ښاغلی عبدالحميد کرزی ـ ښاغلی احمد شاه سپر ـ محترم حاجي محمد حنيف اڅکزی ـ حاجي علاوالدين اڅکزی ـ او يو شمير نور شاعران او ليکوالان راغلي وه چي غونډه ده ښاغلي عبدالحميد کرزي ديوې زرغونې پټۍ په پريکولو سره ١٣٧٣هـ ش کال چي د١٩٩٤م کال داګست د٩ياد سنبلې پر ١٩دماپښين پر څلورو بجو پيل سوه او دماښام تر اووبجوپوري يې دوام وکړ. او په پای کي په يوه ږغ سره يې دټولني دمشرتابه چاري و ښاغلي ننګيالي بڅرکي ته ور وسپارلې .او ديوې مازديګرنۍعصرې دخوړلو ورسته دغونډي کار پا يته ور سيدی .

ديوې ټولني مؤخه : ترهرڅه نه وړاندي بايد هره ټولنيزه ټولنه دځان دپاره هدف اومؤخه وټاکي اوپرهغه ليکه روان سي، نوپه همدغه روحيه داحمد شاه بابا علمي ـ ادبي ټولني هم ديوه هدف او ستراتيژۍ په څير ښوونه اوروزنه دخپلو لوړواوارزښتناکه مؤخې اوهدف په حيث نيولی اوتر نن ورځي پوري دهمدغه ټولني دنيکواهدافوپه لړکي په زرهاو واړه ما شومان او په سلهاو بيسواده ځوانان اوپه لسهاو ښځواونجونوته يې دسواد زده کړه ورکړې ده. اوهمدغسي د١٩٩٤م کال څخه چي پيل يې په کويټه کي وسو، داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولني په دوبرخوکي کار کاوه .

 لومړی : دخپرونوبرخه:چي ملي هنداري يې نشراتي اورګان ؤ،په اونی کي يوځل خپريدل .نوموړې جريده چي په څلورو مخونو کي خپريدل او دښاغلي محمد جان باوري صاحب په مشرتابه او مديريت سر يې خپل لومړني نشرات او خپروني را پيل کړې په پا کستان کي دپښتنو اودري ژبودمينه والو دځانګړي پاملرني وړ وګرځيده ، او زه فکر کوم چي داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني نشراتي ار ګان يعني ملي هنداره په پاکستان کي په معياري پښتوځانګړې اولومړنۍ خپرونه به وه،چي په همدغه وخت کي چي په پښتو اودري ژبويې خپروني کولې او دمهار جروافغانانواوځايي پاکستانيانوعلمي اوادبي تنده يې ماتول. نوموړي جريدې په هغه وخت کي خورا ډير دوستان او ګډون کوونکي پيدا کړه ، چي حتا دډنمارک څخه هم افغانانو په خپلومادي او معنوي مرستو سره توانمنده او تشويق کړه ، په خپله پاکستان کې هم ډيره برخه دکانداران ، روښن انده ، تجاران ، سياسي حلقې او ټولنيز شخصيتونه وځان ته را جذب اوويلو ته تشويق کړه . په نوموړي ملي هنداره کي پر دغه لوړعلمي شخصيت ( محمد جان باوري)برسيره محمد قاسم الفت صاحب چي دمرستيال په تو ګه يې کار کاوه ، نورو لوړ شخصيتونو هم فعاله برخه اخيستې وه چي دملي هنداري په کتونکي ډله کي يې دکتونکي په توګه نوموړې جريده اصلاح او کتل . د کتونکي ډلي غړي په لاندي توګه وه :پو هندوی امين الله امين ـ پوهنيارعبدالمالک ـ محقق ننګيالي بڅرکی ـ رضامحمد رضأ ـ وکيل عزيزالله او خطاط رازمحمد راز .په نوموړي جريده کي پر تعليم او تر بيې برسيره يو لړ علمي او ادبي مضمونونه ، د ملي شخصيتونو يادونه ، دځينو علمي اوادبي شخصيتونو دمړيني دخواشنۍ پيغامونه او يادونه ، اعلانونه اودخطاطي ځيني ميتودونه او طريقې هم خپريدې .

دملي هنداري لومړۍ ګڼه په کال ١٣٧٣ هـ ش ددلوي پر٣٠نيټه خپره سوه او په کوټه کې وځليده . او په همدغه ډول دخپرونو دڅانګي په لړ کي يو په زړه پوري کتابخانه هم دافغانانو دپاره او په کويټه کي دځائي اوسيدونکو دپاره جوړه سوه چي ډير تعداد دکتاب لو ستونکې درلودله او خپله زده کونکو هم دنوموړي کتابتون څخه ګټه اخيستل، دښوونکو دپاره يې هم په زړه پوري سهولت را وستلی ؤ. خو دويلو وړ ګڼم چي موږ په دې برخه کي ونه توانيدو چي خپل کتابونه وساتو او يا يې داسي تنظيم کړو چي دکتاب دويونکي له کوره دې بيرته را وباسو نو په همدغه ډول مو دکتابو تعداد په لږوخت کي خورا لږ سو او کتابخانه مو دماتي سره مخامخ سوه ، که به چير يو ډير نژدې دوست هم زموږ دکتابخانې څخه کتاب تر لاسه کړ ؛ يا خو به پر کتاب دسره پښيمانه سو اويا خو به يې دورکي رنګ ورکړ،ډير داسي لږ کسان وه چي کتاب به يې بيرته وکتابخانې ته راوړۍ او تسليموی . حتا ځينو دوستانو چي به موقيع پيدا کړه دځانه سره به يې په پټه هم غنيمت وړی ، خو بيا به يې په همدغه ځان تسلي کاوه ( اګر ديدي بازي اګر نه ديدي دوزدي ). چي په پايله کې زموږ دکتابخانې برخه دماتي سره مخا مخ کړه .ولي دويلو وړ ګڼم چي داسي کسان هم وه چي موږ ته يې په وړيا توګه کتابونه دخپل کور څخه را وړل او دلته يې دويونکو دپاره ايښودل . اويا به يې په بازارکي په پيسو دکتابخانې سره مر سته هم کوله . خو پر دغه ټولو خبرو بر سيره تلفات دکتابو مو ډير ؤ .

دخپرونو په بر خه کي چي بله مهمه او دارزښت وړ موضوع وه هغه ديولړ کتابونو خپرول او يا داهتمام چاري پرغاړه اخيستل وه چي په دې لړ کي يولړ کتابونه هم زموږ دټولني په مرسته اصلاح او وخپريدو ته چمتو سوه .خو دټولني پر دغه دوو برخو برسيره دښووني اوروزني برخه ډيره فعاله وه اودهمدغي برخي په چوکاټ کي پر ښوونيز تعليمي پروګرام بر سيره ، چي دټولني دتعليمي پرو ګرام سره يې ديادولو وړ مرسته کول هغه زموږ دغه پنځه ډيپارټمنټونه يا کوټې وې،چي هريوه کوټه يې په جلا توګه دښووني اوروزني په چوکاټ کي دقدروړ خدمت کړی ؤ . نوموړي ډيپارټمنټونه يا کوټې  عبارت وې له :

لومړی : دمرحوم محمد هاشم ميوندوال کوټه؛ چي انګيسي ژبه ـ اردو ژبه او روسي په کښي ويل کيده ، چي په مجموع کي دژبو دزده کړي برخه وه.

دوهم : دمرحوم محمد ګل نوري کوټۀ ؛ چي دپښتو ژبي ادبيات او ګرامر او نور بنسټونه په همدغه برخه کي لو ستل کيده .په دې برخه کي ډير هغه کسان شامل وه چي ليک لوست يې کولای سو ، خو دپښتو ژبي په ګرامر او بنسټونو نه پو هيده .يا به يې په اردو ژبه تر ډاکټرۍ پوري درس ويلی ؤ ، خو په پښتو ژبه به يې ليک لوست نه سوای کولای .

دريم : دابو علي ابن سينا کوټه ؛ داهغه برخه وه چي په دې برخه کي ډير زده کونکي ددې دپاره داخليدل چي دساينسي دمضمونونودپاره به يې تياري نيول ،يا به په ښوونځی کي په نوموړو مضمونونو کي ضعيف او ناتوانه وه ، نو به يې دهمدغه لاري خپله توانمندي تر لاسه کولای سوه ، يا هغه کسانو چي به دکانکور دپاره تياري نيول نو به يې دهمدغه ټولني ددغي بر خي څخه ګټه تر لاسه کول .

څلورم : دګل پا چا الفت کوټه ؛ چي په دې برخه کي دليک نخښو نښانو برسيره دفونولوژۍ ډير لوړ معيارونه هم تدريس کيده او دافغانستان دپښتو ژبي لرغونی تاريخ يعني دپښتو ادبياتو تاريخ دلرغوني زمانې څخه بيا تر او سني يا معاصروادبياتو پوري تدريس کيده .

پنځم : دبهزادکوټه ؛نوموړې کوټه چي دښاغلي محمدقاسم الفت له خوا راهبري کيده ، ډير په زړه پوري او په پراخه اندازه يې زده کونکي او مينه وال درلودله . په نوموړي کوټه کي انځور ګري، ښه ليک يا خطاطي او مجسمه جوړولو پر هنر بر سيره دځينو ښکلو څيزنو جوړول هم تر سره کيده . ښا غلی قاسم الفت صاحب چي دډير ښکلي ليک داستعداد لرونکی ؤ ، په رسامۍ کې هم پوره برلا سی درلود.هغه نه يوازي داچي طبعي استعداد يې درلود په خپل هنر کې ډيره مطالعه هم درلودل ، چي په علمي ميتودونو سره يې خپل هنر دوخت او زمان دغوښتنو پر بنسټ پرمخ بيوی او دهغه ډير په زړه پوري اثار لکه داحمد شاه بابا دپيريا وخت دلوی جرګې په زړه پوري انځور ، دافغانستان دلوړو شخصيتونوانځورونه ،د سولي سمبولونه اوداسي نور شيان وه ، چي يووخت يې دمحمود مستري دهلو ځلو په وياړ هغه ته دسولي يوه په زړه پوري تابلو هم ډالۍ کړه ، چي پر نوموړي تابلو باندي دسولي کوتره اوداسي نور دپام وړ شيان انځور سوي وه .

دا وه هغه برخه چي په لومړي سرکي هغه وخت ، چي داحمدشاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه را منځته سوه ، په دې وخت کې دمهاجرو افغانانو دپاره دقدر وړ خدمتونه وکړه او تر دولسمي ټولګۍ پوري يې دعلامه حبيبي په نوم يوه په زړه پوري ښوونځی دډيرو تجريبه کارو استاذانو په وسيله جوړه کړه ، چي دښځو برخه يې هم  درلوده.اود افغانستان د پخواني وخت يعني دشاهي دوران او د داودخان  دوخت تعلمي پروګرام په کښي تدريس کيده .ولي نوموړی تعلمي پروګرام تر اوسه هم په کويټه او هالينډ کي دوام لري ، چي نجوني او هلکان په ګډه توګه تدريس په کښي کوي .په کويټه کي په هغه قوت سره ديوې علي ليسې په څير دوام لري ، چي په کويټه کې را هبري دمحترمي استاذي شيريني عطائي په غاړه ده ، او په ډيره ښه سليقه يې پرمخ بيايي ؛ څه وخت چي زه په کال ٢٠٠٤م کي يو ځل بيا دکوټي ښار ته تللي وم، نو مي وليده ، چي ښوونځی ډيره په زړه پوري اوفعاله ده نومي په وا قيعت کي دښوونځی څخه خوند  هم واخيستۍ .او په خپلو دوستانو مي فخر وکړ، چي ښوونځی يې دپخوا په څير دخلکو دخدمت دپاره ساتلې او دافغانانو دګټي دپاره يې دخدمت مصدر ګرځولې وه ، اوس هم هغه ښوونځی په هغه قوت دکوټي په ښارکي فعاله ده او نوم يې هم داحمدشاه باباژوندی ساتلی دی.

داحمدشاه بابا دعلمي اوادبي ټولني ښوونيزکارپه هالينډ کي

  اوس چي لږترلږه داحمد شاه بابا دعلمي اوادبي ټولني دکارپه پيل وپوهيد و.اودا ضرورت را ته څرګند سو چي دمهاجرت په هردوران کي با يد ټولنيزي ټولني خپل اصلي کاراودکارمؤخه پر ښوونه اوروزنه باندي بوخت کي اوداچي زما په لومړي مهاجرت کي زما دخپل احساس پر بنسټ په کوټه کي دښووني اوروززني بهير ډير دارزښت وړ ؤ . داپه داسي حالت کي وه چي دپاکستان دکوټي په ښار کي لږ تر لږه دهيواد او ژبي مسئله داروپا په څير نه وه طرحه او هلته بيا هم افغانانو لږ تر لږه په خپله مورنۍ ژبه خبري کولای سو. او هم يې خپل ورځني ضرورتونه رفع کولای سوای . خو په دولتي دندوکي نه سوای مقرره کيدای ؛ نو ځکه دايوه ستونزه وه .بيله افغاني ځينو مؤسيسو څخه يې کار هم نه سوای تر لاسه کولای ، نوداچي پلروبه يې په مختليفو انجو ګانو کي يا مؤسيسو کي کار کاوه نو به طبعي خبره ده چي دخپلو اولادونو څخه به ليري او مسافر وه خو داولادونو دښووني اورو زني بهير يې زموږ دټولني له خوا تنظيم کيده .

ولي څه وخت چي زه دځينوستونزواوسياسي پرابلمونوپربنسټ دپاکستانه څخه داروپاه پرلوري رامها جرسوم نودلته بيادهمدغه اروپاه ئي شرايطو په اساس نورکړاونه مي دافغان مهاجرينو په منځ کي په ډيره بيا دښووني او روزني په برخه کي وليدل .يو خوداچي ديوه ډير پرمختللي فرهنګ سره زموږ افغانان مخامخ وه ، چي يولړ ښيګڼې هم درلودلې او په محيط کي په پراخه پيمانه علمي او تخنيک سهولتونه او دساتيري وسايل برابر وه په ډيره بيا دځوانانو دپاره او په ښوونځی کې هم دخپلو همزلو او محيطي دوستانو سره اړيکي موجودې وې ، خو په مقابل کې بيا دمور او پلار سره دومر ډيري اړيکي نه وې لکه څنګه چي يې په دباندي سميزچاپيريال کي وې.يا دهغه هيواد دنجونو او هلکانو سره وې . نو هغه ماشومان چي به په يوه اروپايي هيواد کي وزيږيدل نو به يې خامخا ژبه او کلتوري ځانګړني هم داروپايي چاپيريال تر اغيزي لاندي راغلی ؤ ، اوهغه ځوانان چي به بيا دخپل پلارني هيواد څخه راغلی ؤاودلته به ستر سو ، خوهغه به هم دسميز چاپيريال تر اغيږي لاندي را غلی او خپل دپلارني هيواد کلتور او ژبه به يې ډيره ژر دلاسه ورکړه، نوماته بيا هم دا يوه لويه تجريبه سوه چي په وا قيعت کي ژبه يوه نا ځوانه پديده ده اوډير ژر دمحيطي اړيکو په اساس دمنځه ځي اوپه ځانګړې توګه هغه کسان چي واړه دلته را غلي دي، هغه يې په ډيره اسانۍ سره دلاسه ورکوي . نو دې ټکي ته با يد هر څوک پاملرنه وکړي څو په خپله کورنۍ کې واړه ماشومان دخپلي مورنۍ او پلارنۍ ژبي څخه بيګانه نه سي. چي په دې باب په لومړي سر کي دمور او پلار پاملرنه دارزښت وړ ده. او بيا دفرهنګيانو دنده يې بولم چي ودې غټي ستونزي ته پا ملرنه وکړي . داپه دې خاطر چي په خپلو منځونو کي دخپلوانو په منځ کي خپل دوستان سره بيګانه کوي . بيا هم ديادولووړده چي وليکل سي که يوورور په امريکا او بل ورورپه اورپا کي ژوند کوي خو داولادونو په منځ کې ګډه مورنۍ ژبه با يد ژوندۍ وساتل سي ، څو دوی په خپلو منځو کې بيا هم خپلوان پاته سي اواينده کي خپل نسل دبيګانه کيدو څخه را وګرځوي ، دا يوه ګرانه خبره هم نه ده ،چي په دې باب موږ ته دنورو هغه ملتونو او هيوادونو تجريبې دبيلګي په توګه پرتې دي، چي هغوی خپله ژبه دپيړيو په اوږدو کي ساتلې ده. او ګټه ځيني اخلي ، خو ځينو بيا نده ساتلې اودخپل قوم او هيواد څخه بيګانه سي،په اورپا يي هيوادو کي دوخت په تيريدو منحل سي ؛ خو هغه کسانو چي خپله ژبه يې ساتلې ده موږ يې دبيلګې په توګه يو لړ ترکان ، د مراکش خلک اوداسي نور مليتونه هم په يوه ټيټه اندازه سته چي اولادونه يې په خپله مورنۍ ژبه ليک لوست کولای سي . خو ډير ترکان زه دلته په هالينډ کي پيژنم چي څو نسله يې هم دلته پيدا سوي دي ، خو بيا يې هم خپله ژبه دلاسه نه دورکړې ، ولي ډيرافغانان هم زه پيژنه چي يوازي ديوې يا دولسيزو په جريان کې خپله مورنۍ ژبه دځان او کورنۍ څخه بيګانه کړې ده . دلته ررحمان بابا دغه شعر ديادولو وړ بولم :

بله ژبه زده کول که لوی کمال دی

خو خپله ژبه هيرول بې کما لي ده

دلته په ډير تعداد سته چي دبې کمالي سره مخامخ دي . اوس نو بيرته هغه خپلي خبري ته را ګرځم هغه قومونو او هيوادونو چي خپله ژبه يې ساتلې ده ، دا په تصادفي توګه نه ده بلکي ددې دپاره هم لګښت سوی دی اويا يې خلکواو فرهنګيانو پرځانونو باندي ستونزي او کړاونه را وړي دي.پرا خ  بنسټه ټولني ددې سبب سوي دي ،چي خپلو ماشومانو ته ښوونکی او ښوونځی جوړه کړي هغوی نوموړی کار دومره جدي او ضروري ګڼي ، چي حتا دهيواده څخه هم دخپلو ټولنو په بودجه ښوونکي را غواړي ، څو دغه ستونزه دخپلو ځوانانو په منځ کي حل کړي ، او موږ دبيلګې په تو ګه ترکان مثال را وړو هغوی دقرنونو په تيريدو سره دلته خپله ژبه او کلتور ساتلی دی .نو که نوموړی کلتور او دکلتور هغه غوره برخه ( ژبه ) ساتل ارزښت مند کاروي نو با يد وساتل سي ، ساتل يې ګران دی ،خو ناممکن نه دی ، زموږ ټولنه (( داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه )) په دې باب ډيري ښې تجريبې او لاسته را وړني لري، نن ورځ يعني په او سني وخت کي چي موږ په هالينډ کي ژوند کوو ، په هالينډ کي مو په ډيرو ښارونو کي ، دځوانانو په منځ کي دسواد زده کړه ، دتاريخ زده اودپښتواو فارسي ادبياتو زده کړه په هغه کچه تر سره کړې ده چي په ځوانانو کي مو بيسوادي ورکه کړې ده. په ډيره بيا دهالينډ دفينندال په ښارکي ، دلته ځوانان دخپلو عمرونو پر بنسټ تر اتم ټولګی او نهم ټولګی پوري تعلمي سويې لري . او هغه ښځي چي په افغانستان کې دښووني اوروزني ښه چانس نه درلود هغو هم ددغه اوسني چانس څخه ګټه اخيستې ده . دلته يوه خبره ديادولو وړ بولم چي په او سني وخت کي په فينندال ښار کي ښوونه اوروزنه په وړيا توګه تر سره کيږي ، خو په ځينو هيوادوکي بيا په دولتي سطحه معاش او پيسې پر تر لاسه کيږي ، د بيلګې په توګه دسويډن ښوونکي معاش لري ، خو زموږ استاذان يې نه لري . يوازي ديوې ښې افغاني روحيې پربنسټ دخپل کلتور او فرهنګ سره مرسته کوي . موږ دلته په فينندال کي کتابونه خپله ليکو او په هغه کي دپښتو ادبيات دهلکانو دذوق او علاقې سره سمي تعلمي خبري او نقلونه ، شعرونه ، مذهبي ، فرهنګي لارښووني  او په ملي روحيه سره مقالې او مضمونونه په کتابونو کي خپريږي . نو په دې کي شک نه سته چي نوموړي کتابونه اودرسي مواد زموږ ديوه ښاردزده کونکواواوسيدونکو تر مصرف او لګښت ډيريږي ، خو بيا يې په هالينډ کي دنورو ښارونو او شاوخوا سيمو دافغانانودبچيانو دزده کړي دپاره ليږو ؛ حتا نورو اروپاه يي هيوادو ته يې هم دمرستي دپاره ليږو ، چي په همدغه ډول موږ خپل کتابونه امريکا او کاناډا ته هم دسوغات په توګه ورليږلي او په اختيار کي ور کړي دي.

نودا پوښتنه خو به خامخا وهر چاه ته پيدا کيږي ، چي نو تاسي ددې دخپرولولګښتونه دکومه کوی؟؟،ياهغه ځای،چي تاسوښوونځی په کښي جوړه کړې ده ، دهغه لګښت او کرايه بيا دکومي مرجعې څخه ده ؟؟ . په وا قيعت کي داسوالونه او پوښتني دي ، خوځواب يې په لاندي ډول دی .

  لومړی داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دفینندال دمحترمواوسیدونکوپه مرسته چلیږي، که موږښوونکی ته ضرورت لرو نوزموږ په منځ کي ښوونکی سته اوپه وړیا توګه داحمدشاه بابا دعلمی ادبي ټولني ترقوانینو لاندي هرښوونکې په خپل نوبت سره ډيره مرسته کړې ده.همدغسي دهیواددټولوملي ورځو،اوکنفرانسونو، دمیلمنوپه راغوښتلوکې دټولني دغړوونډه بې ساري ده.اوترډیره ځایه موږخپله داحمدشاه بابا دعلمی ادبي ټولني پروګرامونولکه : دخپرونو برخه چي داوس خپل ویب پاڼه لرو(babaventer.nl)اوددوستانوپه مرسته چلیږي.همدغسي په میاشت کي یو ځل دمیاشتي په اخیرنۍ هفته کي یو ځل دټوله فینندال دښار دښځو او کونیومجلسونه او دکورنیودخوا څخه مختلفي ډوډیاني په خپل ذوق، شوق سره را وړل کیږي او دغه دکورنیو دیووالي دپاره ډیریوپرځای عملي کاردی.اوهم همدغسی دښووني اوروزني بهیرهم په ډیره مینه سره دغه یویشت کاله دوام لري اودکوچنیوهلکانواونجونوچی دکلونوپه تیریدوسره ځوانان سوي دي دهغوی په منځ کي موبیسوادي دمنځه وړې ده. چی دغه ټوله تردغه یوه چت لاندي (دحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه) تر نامه لاندی موږهرڅه سرته رسو.اودنیکه مرغه چي دافغانانوترمنځ یووالی اوپيوستون ډیره ښه روحیه دلته شتون لري.پټه دي پاته نه وي چي په نورواروپاه ئي هیوادوکي دافغانانوپه منځ کي داتحادیې جوړول او په موونۍ ژبه تدریس ددولت او دهغه هیواد دخوا څخه معاش ، تقاعد اونوردکارامتیازات لري،خو!په هالینډ کې دولت هیڅ نوع علاقه او دلچسپي دمورنۍ ژبي دپاره نه لري.اوهیڅ امتیازهم پردغه فرهنګي کار نه ورکوي. خو دافغانانو مینه ددې سبب سوې ده چي دښووني او روزني بهیردي په خپل توان سره ژوندی وساتي.نن چي دیوه لوړمقام ښوونکي نړیواله ورځ ده زه داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازیتوب لومړی دافغانستان ښوونکوته اوبیا دنړۍ ټولوښوونکوته مبارکي وایم. لوړدي وي دښوونکی مقام،

داحمد شاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني په استازي توب

ننګيالی بڅرکی

Share