پښتو به نه نوې کوو چي خپله اصلي را څخه هېره نه سي

پښتو به نه نوې کوو چي خپله اصلي را څخه هېره نه سي :
زما دا خبره هغو کسانو ته متوجه ده چي یوازي او په خپل سرد پښتو
هغو لغتونو او اصطالح ګانو ته جوړېدلي دي او سره اړوي را اړوي یې
چي له پېړیو پېړیو را هیسي یې په ژبه کي ځای نیولی دی او عام خلک
یې چي د نفوسو په سلو کي څه د پاسه ۹۹یمه برخه ده په خپل اصلي ډول
کاروي، خو دغه انفرادي کسان د دې لپاره تغییر ورکوي چي د دوي په
فکر اصلي او سوچه پښتو منځ ته راوړي.
د مثال په توګه یو لغت چي په دې وختونو کي ډېر کارول کیږي او زما
په فکر په انحرافي توګه یې په پښتو ژبه کي ځای نیولی دي » ناسته « ده
چي په میډیا او مطبوعاتو کي د خبرو اترو او مجلس پر ځای
استعمالیږي. که د عامو خلکو پښتنو چي ستر اکثریت دی پښتو ته مراجعه
وسي » ناسته « بل مفهوم لري او دا لغت د غائطه موادو د رفع کولو په
وخت کي ویل کیږي، کله هم د غائطه موادو معنا هم ورکوي، خو
هیڅکله د خبرو اترو او مجلس په معنا نه دی راغلی. مګر لیکواالن یې
په خپلو لیکنو کي د مجلس، خبرو اترو او کله هم د غونډي په معنا
کاروي. وایي چي د مشرانو په ناسته کي پرېکړه وسوه چي …
که دا خبره تر عامو خلکو پوري ورسیږي نو هغوی به وایي چي دا څه
وایاست؟ ؟
اما هو! دا لغت په خپله اصلي بڼه تل د یوه بل لغت سره نښتی دی او په
دې حالت کي نو بشپړه معنا په کي ځای سوې ده آو هغه » ناسته والړه
ده « چي د دوو خواو تر منځ د اړېکو درلودلو او رابطې ساتلو مفهوم
لري.
له بلي خوا په دې وختونو کي د پښتو د یوه » و « او دوو » وونو « د
کارولو په اړه هم یو څه ابهام موجود دی. د ځینو لیکواالنو په لیکونو کي
د یو»و« استعمال چي د مفرد کس لپاره دی ډېر کم لیدل کیږي، هغوي تل
د یوه کس لپاره هم دوه » وو نه « لیکي. مثال لیکي چي » احمد راغلی
وو « په داسي حال کي چي د پخوانۍ پښتو ټولني په لیک دود او هم د
مرحوم عالمه رشاد په آثارو کي د مفرد لپاره یو » و« او د جمع لپاره
دوه»وونه« لیکل سوي دي. عالمه رشاد »د حافظ رحمت خان بړیڅي«
په عنوان د خپل یوه اثر په ۱۱م مخکي لیکلي دي : » زه )رشاد( یو
وخت په ډهلي کي د جواهر الل نهرو یونیورسیټي د یوه استاد مېلمه وم،
په دغه مېلمستیا کي د روهیل کهنډ یو پښتون پروفیسر هم راغلی و. او
یوه بله جمله یې داسي ده : » هندوان یې دوه لکه څلور اتیا زره یو سلو
دوه دېرش تنه وو. د مرحوم عالمه رشاد په آثارو کي ما د»ول« لغت
چي اوس یې استعمال ډېر عام سوی دی نه دی لیدلی، شاید دا به له دې
کبله وي چي دا لغت یو سیمه ایز لغت دی چي د کندهار د پراخي سیمي
پښتانه یې نه کاروي.
زه دې ته حیران یم چي یو څوک چي د پښتو ژبي لغت یا لغتونو ته تغییر
ورکوي او فکر کوي چي دا به نو سوچه پښتو وي، زیاتره لیکواالن بېله
دې چي د هغه صحیح والی په نظر کي ونیسي، سمدستي هغه کاپي کوي
او ډېر ژر یې عام کړي، په داسي حال کي چي دا دیوې علمي مؤسسې
دنده ده چي هغه منظور یا رد کړي او څرنګه چي داسي کومه مؤسسه په
دا اوس وخت کي په افغانستان کي نه سته چي د ټول هیواد دسیمو
نمایندګي دي وکړي نو لیکواالنو او دنظر خاوندانو ته په کار ده چي پښتو
دي پر خپل حال پرېږدي. د ژبي سوچه کول سخت کار دی او دا کار د
انفرادي کسانو په وس نه دی پوره.
طاهر اڅکزی

Share

Geef een reactie

Het e-mailadres wordt niet gepubliceerd. Vereiste velden zijn gemarkeerd met *