خپل ځان به ډېر نه ستایو


دا خبره چي د خپل ځان ستاینه ښه نه ده او سړئ له سده باسي له پخوا څخه ال زموږ پوه
او مجربو مشرانو کړې ده. هغوي ته دا معلومه سوې وه چي که څوک خپل ځان ډېر ستایي
یا یې نور خلک ستایني کوي له هغه څخه یو متکبر او مغرور انسان جوړیږي. خو که
راسو د خپل ځان د ستایلو اصلي معنی ته او پر دې باندي فکر وکړو چي که یو کس خپل
ځان ډېر ستایي، آیا هغه یوازي د خپل ځان ستاینه کوي او که غواړي د خپلي کورنۍ، خپل
قوم او خپل ملک تر ستایلو پوري هم ځان ورسوي.
هغه څه چي موږ نه دي څېړلي دا دي چي آیا موږ د خپل ځان او خپل ملک او هیواد ډېري
ستایني کوو که نور خلک او نور ملکونه یې هم کوي او څوک په دې ستاینو کي مخکي
دي؟
دا څېړنه که له یوې خوا آسانه ده خو له بلي خوا د دې متل په نظر کي نیولو سره چي وایي
»رشتیا ویل ترخه دي« سخته او د یوه څېړونکي په توګه راته ترخه ده. څه وکړم د رشتیا
او حقیقت راسپړلو په خاطر به دا تریخ غوړپ تیروم.
زه چي د خپل ملک خلکو ته ګورم تل د خپل ځان او خپل هیواد ډېري ستایني کوي او که دا
حالت د نړۍ د نورو هیوادونو سره چي ستر هیوادونه هم په کي شامل دي پرتله سي، هغوي
د خپل ځان او خپل هیواد دونه ډېري ستایني نه کوي. که څوک تر حد زیات خپل ځان، خپل
کور کلی او خپل هیواد ستایي دا داسي حالت دئ چي تر ګټي یې تاوان زیات دئ او دې ته
باید یو تریخ حقیقت ووایو.
ما تقریبا څوارلس میاشتي د برتانیې په بي بي سي کي، څه کم درې کاله په چین رادیو کي
او اته ویشت کاله په امریکا غږ آشنا رادیو کي کار کړی دی. په دې ټولو کلونو کي د پښتو
خبرونو او نورو مطالبو په ژباړلو او نطاقي بوخت وم. دا درې سره د نړۍ ستر او
پرمختللي هیوادونه دي. برتانیه خو پخوانئ ستر هیواد وو، امریکا او چین اوسني ستر
هیوادونه دي. باور وکړئ چي ما په دې هیوادونو کي د خپلي هستوګني په وخت کي د
هغوي له خلکو څخه نه په لیکونوکي، نه په خبرو کي او نه په سندرو کي د خپل ځان او
خپل هیواد دومره زیاتي ستایني اورېدلي دي.
موږ تر ټولو زیات دا سندره په ډېر خوند اورو چي وایي:» اې زما وطنه د لعلونو خزانې
زما…« خو داسي کومه سندره مو وانه ورېده چي راته ووایي:» زموږ د وطن دا دلعلونو
خزانې څه سوې؟ چا لوټ کړې او څنګه یې لوټ کړې؟ پیسې یې د نړۍ په کومو بانکونو
کي وساتلې؟ او زموږ دا دلعلونو د خزانو ډک هیواد ولي د نړۍ تر ټولو نېستمن او خوار
غریب هیواد دی؟« آ یا له دغو څو جملو څخه ښه شعرونه او سندري نه سې جوړېدالی چي
وایې ورو او سندري مو پر دا بله خوا هم راواړوو؟
په دې کي شک نه سته چي زموږ هیواد له تاریخي افتخاراتو څخه ډک هیواد دئ او د دې
افتخاراتو په اړه تاریخ قضاوت کړی او کوي به یې. لکه چي سندره په دوام کي وایي:» ستا
هره دره کي دي د تورو نشانې زما…« له دې څخه هم څوک انکار نه سي کوالی چي
افغان جنګیالیو د هیواد په هر ځای حتی غرونو او درو کي ال خپلي نښانې پرې ایښي دي،
خو آیا دا نښانې په راوروسته وختونو کي د حکومتي واکمنانو او زورواکانو په السونو نه
دي پاکي سوي؟ نو ولي زموږ سندري او ترانې دا اړخ هم راونه سپړي ترڅو چي موږ
خپلو عیبونو او نیمګړتیاو ته متوجه سو، له کبر او غرور څخه الس واخلو او واقعیتونه
درک کړو

Share