«دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»

هغه وخت چي په افغانستان کښي دامیرشیرعلي خان په زمان کښي سخته بې امنیتي دانګریزانو اومحمد افضل خان دلوري په جنګوکې را منځته سوه،انګریزانو دغه وخت غنیمت وګاڼه،چي دافغانستان بشپړه ،سیاسي او ټولنیزه آزادی د منځه یوسي.اوافغانستان هم دهند برتانوي دقلمرویوه برخه وګرځوي.اودامیرشیرعلي خان دهیوادپالني پلانونه دخنډ سره مخامخ کړي.

دغه وخت امیرشیرعلی خان دهیواد پرډیروبرخوواک درلودی. انګریزانو نه سوای کولای چي یوازی دانګریزي قواوپه زورافغانستان تهد یداواشغال کړي ،نوځکه ئې دمحمد افضل خان چی دامیرشیرعلی خان ورورکیده او په دغه وخت کښي دپاچهئ دنیولوپه خاطر لیواله ؤ.او دافضل خان زوی امیرعبدالرحمان خان چي هم دپلاره سره دامیرشیرعلي خان دحکومت په چپه کولو کښي ملګری ؤ.دانګریزانو سره ئې لاسونه یوکړي وه.خو!دغه وخت دامیرشیرعلي خان حکومت غښتلی اودپوهانو،مشروطه خواهانومنورینومرسته ورسره وه.چي دغه پرمختګونه دانګریزانونه خوښیدل.نوئې په دسیسو،ډیپلوماټیکواودجنګ دلاري دافغانستان دحکومت سره مداخلې را پیل کړې.دغه وخت دافغانستان دخواڅخه دافغانستان یوپوه وزیرسیدنومحمد شاه چي صدراعظم اودخارجه چارووزیرهم ؤ.هغه په دغه ډیپلوماټیکوخبرو کښي دانګریزانودنماینده (پیلي) سره په مختلیفوکنفرانسونو کښي برخه واخیستل. خوسیدنورمحمد شاه په انګریزي ژبه هم پوهیدی. یوغښتلی ډیپلوماټ ؤ. چي دانګریزانودسیسې نه پرچلیدلې.نوئې دیوه پلوپرحکومت دجنګ دلاري فشارواچوی،دبله پلوه ئې دامیرشیرعلي خان اودهغه دجنګیالیوزامنوپه مقابل کښي دهغه ددښمنانوسره لاس یوکړی.دغه وخت ئې سید نورمحمد شاه هم په یوه نامعلومه ډول سره په کال ۱۸۷۹م کي دمارچ پر۲۶نیټه مړکړی.روح دې ښادوي.انګریزانوپرکویټې حمله وکړه،اوکویټه ئې په کال ۱۸۷۶م کي ونیول. نوکندهارته هم را نژدې سول.دغه وخت بد حالات ځکه پرافغانستان باندي را غلی ؤ. چي دیوه پلو امیر شیرعلي خان هم ناروغه ؤ. اوهمدغسی په کورنۍ کې هم اختلافات ورته پیداسول.دبله پلودهیواد حالات هم دداخلي اختلافاتوپربنسټ ګډو،وډوه. ،چي بیاامیرشیرعلي خان هم په کال ۱۸۷۹م کي دفبروری پر۲۱نیټه وفات سؤ.نو دغه وخت انګریزانو اوافضل خان اودهغه زوی عبدالرحمان خان ته ښه موقع برابره سوه.انګریزانوسمدلاسه په عبدالرحمان خان پسي تلاښ وکړی.دوارخطائي حالت ؤ.هغه ئې پیدا نه کړی ،خو دهغه دخورڅخه ئې مرسته وغوښتل چی شاه ببوجانه نومیده اوپه کابل کې ژوندد رلودی،‎.اواوس ئې هم دوزارت داخلې څنګ ته یومسجد اباددي.هغې لاره ورته خلاصه کړه.اوامیرعبدالرحمان ته ئې یولیک ور ولیږی.ځکه هغه دغه وخت دافغانستان په شمالي برخه مروه کښي ؤ.دغه وخت انګریزانودخاکریزدلاري پرکندهارباندي دحملې او نیول په نیت رادمخه سوه.خوڅه وخت چي غازی محمد ایوب خان ددغه تیري څخه خبر سؤ، نوسمدلاسه دهراته څخه ګرشک اوبیا موازي دانګریزاونوسره دخاکریزدلاري،چي انګریزي لښکري ئې تعقیبولې.راروان سوه. دلته په میوندکښي جنګ دانګریزانواوافغانانو ترمنځ په کال ۱۸۸۰م کال کي دکندهار په سخته ګرمي کي دجولای پر ۲۷ نیټه ونښتئ.دغه جګړه کښي دانګریزانو قومندان (جنرال بروزي)  brrowsi ؤ. دافغانانوقومندان اومشر سردارمحمد ایوب خان ؤ.دغه یوه ورځنۍ جګړه ،نه یوازي په افغانستان کښي دخلکو په کړنواومورال کښې ډیري اغیزي وکړې،خلک ئې دانګریزانو دماتي منلودپاره چمتواودهغوی دغیرت ،ماتي څخه اګاه کړه. دبله پلوه ئې په سیمه کښي دانګریزانوپر ضد ملي جنبشونه راژوندي کړه.په دغه جنګ کښي دښځورول هم جوت دی.ځکه چي دمیوند دجنګ سره دمیرمن ملالي نوم حتمی یادسوی دی.دلته په میوند کښي دجنګ په میدان کښي ښځوهم دنارینوپه څیرجنګونه وکړه اوهم ئې دغذا دپخولواودناروغانواوزخمیانودپاره ئې داوبوبرابرولو دنده هم ترسره کول. ملا لي د ملي بیرغ په ساتلوکښي خپل ځان دقربانۍ پرمیدان ثابت کی.

دمیرمن ملالي پيژندنه : میرمن ملاله دامیر شیرعلی خان دوزیرسردارمحمد رفیق خان خوروه، چی دغه وخت ئې په میوند کښي ژوند کاوه.دادیوې علمی کورنۍ څخه وه چی پلارئې په مروجه علوموپوهه شخصیت ؤ. او ملاعبیدالله نومیدی.ویل کیږي چي دکندهارپه بروبازارکې دلودیانوپه کوڅه کښي ژوند کاوه،اومیړه ئې دسردار مقصودخان زوی ؤ.چي په قوم محمد زی ؤ.څرنګه چي دملالي خسرپه میوند کاریزکښي اوسیدی نوداهم هلته په میوند کښي اوسیدل ، چی دمیوند په جنګ کښې قهرماني وښودل.همدغسي نه یوازي ملاله یوه سیاسي ښځه وه بلکي دغه وخت بي،بي هوآ هم یوه سیاسي ښځه وه چی دانګریزانوسره ئې دسیاست د لاري دافغانستان دبشپړه خپلواکۍ دلاري خبري اتري کولې اوانګریزان ئې دمیوند دجنګ څخه منعه کول.اودکندهاره څخه ئې دخبرودلاري ایستلوغو ښتونکې وه.انګریزانوچي دبي، بی هوا خبری ونه منلې نو بي ،بي هوا هم دغازیان سره دجنګ پلوی وکړه.سردارمحمد ایوب خان هم په لومړي سرکښي دبي،بي هوآدطرحي پلوی ؤ.خوانګریزانو دخبرودلاري دمسئلې حل نه غوښتی.اودجنګ په لاره کښې هم ناکامه سوه.بي،بي هوآ دسرداررحم الدین خان کونډه وه. داښځه په کندهارکښي ډیره پرولسونوګرانه وه،ځکه ئې دموریا (والدې) په نوم سره یادوله .انګریزان هم ددې دپوهي احترام درلود. ځکه دانګریزانو (جنرال پرمز) خپل ځان ددې زوی ګاڼه.دمیوند دجګړې دغه نامتوموردخلکودبشپړه احترام وړوه.چی نن هم په کندهار کښي یوه لویه سیمه دبروبازاراوشاه بازارپه منځ کښي ددې په نوم سره یادیږي چي (دبي،بي هوا) کوڅه ورته وائي.

دغه وخت انګریزانوپه سیمه کښي دیوه لوی قدرت په څیرتعاروزونه،اوفتحي کولې،خودمیونددجنګ څخه وروسته ئې مورال ډیرسست اودناکامۍ رنګ ئې په مخونوکښي ښکاریده ځکه چی دغه وخت ئې هم ډیرسربازان دلاسه ورکړه اوډیرلږ کسان ئې په تیښته بریالي سوه. چی ترکویټې پوری ځان ورسوي.سردارمحمد ایوب خان غوښتل چي دکوږ دغرو ځه هم ورواوړي اودپښتونخوادسیمو څخه انګریزان  وشړي، ځکه چی انګریزانو دغه وخت ددې توان نه درلود چي دافغان ملي فوځ سره دي نوردجنګ ومیدان ته را حاضرسي.دغه ماته په خپله په انګلیستان کښي هم سخته اندیښنه ورپیدا کړه.اوهلته حکومت هم تغیروکړی،دمحافظه کارحکومت دناکامۍ یوعلت هم دغه دمیوندپه کاریزکښي دانګریزانوماته اوډیرتلفات وه. چي ترکویټې ئې تیرکړه.اودمحافظه کاره حکومت پرځای لیبرالانوته واک ورسیدی.چي ترډیره ځایه ئې،دانګریزانوپه کړنوکښي تغیرات رامنځته کړه.اودسولی دلاري ئې دنړۍ دملي ډموکراټیکوقوتونوسره دخبرولاره خوښول.چي په دغه وخت کښي دهندوستان ملی مبارزینوهم لویه روحیه واخیستل.اوانګریزان ئې یولړازادیوته دهندیانومجبوره کړه،چی په کرا،کرارئې دانګریزانوپائې ورسوستي کړې.

همدغسي په ایران کښي هم دمشروط غوښتني غورځنګونه راپورته سوه.چي دغه ټولوهغه مستعمروچی دانګریزانوپه واک کښي وې،هغوی دانګریزانوپه مقابل کښي مسلاحانه اقدامات وکړه.او په نړۍ کښي ډموکراسی پلوه غورځنګونه هم را پورته سوه.نورانګریزانونه غوښتل چی په افغانستان کښي دي فزیکي فعالیتونه وکري. نوځکه ئې دعبدالرحمان خان سره په دې شرط خبري اتري راپیل کړې چی هغه به دامیر شیرعلی خان په مقابل کي ،دهغه دزوی محمدایوب خان په مقابل کښی چي دانګریزانوسرسخته دښمن ګڼل کیده دهغه په مقابل کښي داسي حکومت جوړوي چي دیوه پلو دانګریزانو سره په خارجی پالیسیو کښی صلاح اومشوره ولري، دبله پلوه به دانګریزانوسره دښمني نه کوي.امیرعبدالرحمان دغه وخت دانګریزانوټوله شرطونه ومنل.خودایوا ب خان وه پوښتنوته ئې مثبت ځواب هم ورنکړی.ایوب خان دغه ډیرمحبوبیت په خلکوکښي ترلاسه کړی ؤ.او ترغزني پورې دا ټوله سیمه هم په خپل کنترول کښي وه.هغه امیرعبدالرحمان ته وویل: چي ته مشرزه کشر،زه بیرته هرات ته دوالي په توګه ځم، په دې شرط چي ته به دانګریزانوپرضد زماسره دانګریزانوپه شړلوکې مرسته کوې.که موانګریزان دافغانستان څخه پسي واخیستل اوافغانستان مویوآزادهیوادجوړکی،نوموږهم پرسیاسي تشکیلاتوسره جوړیدای سؤ.زه دواک دپاره جنګ ستاسره او دانګریزانوسره نه کوم.ماته دافغانستان خپلواکي تر هرڅه ترمخه مهمه ده.امیرعبدالرحمان خان دغه وړاند یزونه منی اوپه کبل کښي دانګریزانوسره یوځای سؤ.او پرکندهارباندي دانګریزی غټ فوځ سره ئې پرکندهار برید وکړی، ایوب خان په دغه خاطرچي کندهار تباه نه سي اویا دلته په ښارکي ډیرخلک ونه وژل سي نوسمدلاسه ئې دکندهارزاړه ښارنارنج قصرکښي خپل مرچل ټینګ کړی.او لښکر ئې هم دښاره څخه وایستل.خودعبدالرحمن اوانګریزانوسره ئې دجنګ توان نه درلود او هرات ته وتښتیدی اودهغه ځایه څخه بیا دانګریزانودقونسل سره په مؤافقه هنداوبیا پيښورته ولاړی اوبیا هم هلته په کال ۱۹۱۴م کال داپریل پر ۱۷ وفات سو، دخپلوټولوهیوادپالوارمانونوسره.چي پيښورکي خاوروته وسپارل سؤ.روح دې ښادوي. دده څخه وروسته په انګلیستان کي دګلیډ سټون حکومت راغلی، چی په دې سره دپښتنو قاتل لاډلیټن هم دقدرته ولویدی،پرځای ئې لارډهارټینګ وټاکل سؤ.مخکی ترهغه دمخه یوه یهودي بیکنیز حکومت په انګلیستان کښي واک درلود.چی دمیوند دتلفاتو په سبب ئې واک دلاسه ورکړی،اوپه پارلمان کښي دسختوانتقاداتوسره مخامخ سواو په نړیواله کچه دانګریزانو ماته ومنل سوه. لیکوال : ننګیالی بڅرکی

پای.

«دمیوند په جنګ کي انګریزانوخپله ماته ومنل نوځکه ئې دتښتي لاره خپله کړه»

انګریزانوغوښتل چي په محمود ابادکي تم سي، خو افغانانودغه وخت ورنه کړی ،چی انګریزان دي دلته ډډه واچوی،جنرال بورس کندهارته دتښتي تیاری وکړه،ده خپل عسکردشاه تښتی په وخت کښي ددسپرو لښکرو په وسیله وغوښتل چي وې ساتي.اوکندهارته دیوې لنډي لاري څخه وتښتي،نوئې دمیوند دلاری څخه غوښتل چی تیرسي خو هغه لاره هم دافغانانو په لاس کښي وه، نوئې دکشکي نخود دلاری وغوښتل چی کندهار ته وتښتي،په دې وخت کښي دانګریزانو۶۶م غونډ پوځیان چي دخیک کلی ته پرشاه سوی وه،هغوئ دباغوپه جوکښي مرچلونه ونیول.ددې پوځیانو۲۰۰تنه هم دلته کلابنده سوه.همدغه وخت قومندان ډګروال (ګالبریت) وو، چی هغه هم دیوه شپول په ذریعه کلابنده سوی ؤ.په همدغه باغچواوباغوکښي دمرګ ترسرحده په همت سره دافغانانوسره وجنګیدل .اوهغه کسانو چی دخیک په کلي کښي یا کلاووکې مقاومت کاوه دجنرال بوروس په امرمحمود اباد ته پر شاه سول.اودنوروتښتیدونکو سره کندهارته وتښتیدل.د۶۶م غونډپوځیانویوه بله سل کسیزه ډله دغونډ له بیرغ سره دخیک دکلی په یوه باغچه کی دغازیانو دخوا کلابنده سول او تر هغوئې دخپلومرچلوڅخه ډزی کولې چی په پای کښي ۱۱کسه دهغوی څخه ژوندي پاته سول چی وروسته دغه ۱۱کسان هم دخپلو مرچلو څخه را ووتل او په یوه ځان مرګی حملې ئې لاس پوری کړترڅو ټوله ووژل سول.دخیک دکلی په دغه ۶۶م غونډکې مقاومت اومیړانه دانګریزانو په فوځي تاریخ کې دیوې ستري فوځي حماسې په نوم ثبت سوې ده.ددغوپوځیانو مقاومت او جګړیزه دریځ افغاني عیني شاهدانو هم ستایلی دی.

لنډه داچی په میوندکي دانګریزانودماتیدووروسته دافغان د فوځ سپرولښکروانګریزان ترکندهاره ونه شړل،یوازی ئې تر ۶ کیلومترۍ پسي واخیستل.اوبیرته را وګرځیدل.اودبیرته را ګرځید وعلت ئې داؤ چی بیرته را وګرځیدل چي دمالونودغنیمت څخه محرومه یابې برخي پاته نه سي، دایوه تیروتنه وه، خو دلاری په اوږدو کښي چي ۶۵کیلومتر فاصیله وه،انګریزان بیله جنګه کندهارته را ورسیدل، که څه هم په لاره کي خال،خال انفرادي ټکان دخلکو پروسوه.دوی ټوله شپه پرلاره تیره کړه او دتندی دلاسه په ستونزه کي وه.دهغوی یواندازه څاروی مړه سول او ۵ توپونه ئې په لاره کي ځینی پاته سول.ځینی مات عسکر ئې دبلي ورځی تر ما پښینه کنډوکپرکندهار ته راورسیدل.

په میوندکښی افغانان هم وروسته په خپلوکارونوبوخت سول،چی دهغودجملې څخه دشهیدانو ښخول وه، دزخمیانو لیږدول وه وروغتیائي مرکزونوته،ډیروکسانو چی دبیلو،بیلوځایوڅخه غزاته راغلی وه بیرته ئې خپل شهیدان خپلوکورونواوځایونو ته ورسول.دسردار محمد ایوب خان دپوځ اصلي برخه دولس(۱۲) ورځی وروسته داګسټ پراتمه کندهارته ورسیدل.او تر هغو پوري انګریزانو دښارد کلا برجونه اومرچلونه ټینګ کړی وه.دایوب خان لښکروښارکلابندکړ،انګریزانو ته ئې درانه تلفات ورواړول، چی په ټولیز لحاظ دمیوند په جګړه کي ددانګریزانو درانه تلفات وه،چی ور واوښتل دا دانګریزانو په تاریخ کښی ډیردرانه تلفات حسابل سوي دي،که څه هم په کال ۱۸۷۹م کي په جنوبي افریقا کې هم انګریزانو دغسې درانه تلفات دجنوري په ۲۲ لیدلی وه.دمیوند په یوه ورځنۍ جګړه کې تر ماتی وروسته بیا هم دتیښتی تروخته درانه تلفات ولیدل،چي په دغه سیمه کې دانګریزانوزړونه په لړزه راوستل.دانګریزانودسر اومال تلفات اوتاوان په لاندی توګه حسابل سوي دي.

لومړی وژل سوي جنګی فوځیان : ۹۷۱ تنه،دخدمت کسان ۳۳۱تنه،دنقلیاتوافراد ۴۵۵ تنه ټول= ۱۷۶۷تنه.

دوهم: زخمیان :جنګی کسان ۱۶۸ تنه ،خدمت کاران،۷تنه دریم:دسپروغونډونوآسان مړه اوورک ۲۰۱،زخمیان ۶۸عدده.څلورم: وژل سوي اوورک باروړونکی څاروۍ:۲۴۲۵عدده او۵ دلاسه تللی وسلې ،توپونه ۷،توپک ۱۰۰۰، کارتوس ۲۷۸۲۰۰عد ده دتوپ ګولۍ ۴۴۸.

خودافغانی فوځونوتلفات په دقیقه توګه نه ده اندازه سوې یا ثبت سوې.خودسردارمحمد ایوب خان یوفوځي مامور(میزا محمد اکبر خان) وائي:چي دمنظموغونډونوڅخه ۱۲۵۰ کسه شهیدان سوی دي.اته سوه(۸۰۰) آسان ووژل سوه.خودولسی غازیانواوشهیدانواندازه نه سوه معلومه،ویل کیږي۸۰۰ به شهیدان هم وه.په کندهارکي دانګریزانودفوځ سیاسي مامور(سینت جان) دافغانانودمنظموفوځیانودشهیدانواوزخمیانوشمیر۱۳۵۰تنه ښوي.مګرنوروانګریزي منابعودغه شمیردتورن (سیلډ) په حواله چي سردارمحمد ایوب خان ورته ویلي دي .دغه ۳۲۰۰شهیدان اوزخمیان بیا ۱۸۰۰ ښوي،دغه سیلډ په میوند جګړه کې دتوپچي دیوې بطرې قومندان وو.بل انګریز (هیل) چي داستحکام له ټولۍ سره ؤ،دغازیانودخولې وائي: چی دهغوی مړی بې شمیره وه.اودی اټکل کوی چی دابه ۳یا ۴زره وه.داځکه چی غازیانواوه ورځي دغه خپل شهیدان ښخول.په کندهارکي دانګریزانو جنګی قومندان جنرال(پرایم روز) په خپل یوه خپاره سوي رپورټ کی دافغانستان دتلفاتوشمیر۵۰۰۰ ګڼلی دي.او ځینی افغانان بیا په دې عقیده دي چی دافغانانو دتلفاتوشمیر د۲۵۰۰و ۳۰۰۰په منځ کښي دی.

پایله یا نتیجه :

دمیوندجګړې خپلي اغیزي په ستراتیژیک،اوپراتیفي او تکتیکي لحاظ پریښودلې.اوانګریزان ئې دې ته را وستل چي دافغانستان دتجزې څخه لاس وا خلي اوپه کندهارکي دیوه بیل انګریزي تابع حکومت څخه لاس واخلي، دمیوند جګړې په عملي توګه دانګریزانوپه ستراتیزۍ اوپوځي کړونو،عملیاتوکې دپام وړبدلون راوستی،دمیوند دجګړې نه مخکي ټاکل سوې وه، چي په کابل،ننګرهاراوپکتیا کې دانګریزانوپوځ په دووبرخوله ملک څخه وایستل سي.په دې ترځ کې جنرال ستیواټ دپوځ دیوې برخي سره دخیبردلاري اوجنرال رابر ټیس بیاله یوې فرقې سره کندهارته ولاړسي اوهلته دسردارایوب خان سره په مقابله کي دکندهاردانګریزي پوځ ملاوتړي .دبرتانوي هندپرپوځ بانديدمیونددجګړې داوږدې مودې اغیزه هم دپاملرني وړده .دمیونددجګړې داوږدې مودې په میوند کي دبمبي پوځونوجنګی کمزور تیا اوسستي دهغوانګریزي پوځي مشرانوخبره پخه کړه،چي غوښتل ئې په هندي پوځ کي ډیردشمالی هندي جنګیالیان قومونه (سیکان) پنجابیان،ګورګه اوبهارتي کړۍ راولي چي په وروسته کي دبمبي پوځ غونډونه ورو،وروله صحنې څخه ووتل اودمیونددجګړې څخه پنځلس کاله وروسته دبمبي پوځ یومخ لغوه سؤ.چی دغه ټوله دمیونددجنګ اغیزي وې پرهندي برتانوي اوپه وروسته کي خپله دانګلیستان په پارلمان کې هم شوررا پیداکړی.چی ددغه جنګ څخه وروسته انګریزانودغه ومنل چي په افغانستان کي دي یو مرکزی حکومت جوړسي. اودافغانستان دتجزې خیالونه ئې دذهنه وایستل.او پرعبدالرحمان خان ئې لاس کښيښودی ،په دې شرط چي ددوی پوځونه به مسؤن دافغانستان دخاوري څخه وزي.عبدالرحمان خان دانګریزانوسره دغه شرطونه ومنل،اودکابل څخه دکندهاردنیولوپرلوردانګریزانوسره یوځای ملګری سؤ،چی په نتیجه کښې کندهارټوله دمحمدایوب خان اودهغه دقومندانانوڅخه ونیوی.اوعبدالرحمان خان هم دکندهاردتجزې خلاف وو.هغه پرافغانستان باندي خپل واک غوښتی.عبدالرحمان خان غوښتل چي دخپل اکا امیرشیرعلي خان دزامنوواک دمنځه یوسي اوخپله دپاچهۍ پرتخت کښیني، نوئې دانګریزانوسره دهرډول شرایطو تړونونه وکړه، خویوازي ئې دکندهارپرتجزیه مؤفقه نه ورسره درلودله.حتا دتورخم ،چمن دنیمروز تر سرحداتوئې د۲۶۲۲کیلومتر اوږده پوله هم دانګریزانوپه اختیارکې دیوې معاملې دمخي ورکړه،چي په همدغه سره دمیونددجګړې هغه لاسته را وړني هم تریوې اندازې پوري کمزوري سوې.که امیرعبدالرحمان خان دانګریزانودماتي روحیه درک کړې وای اودسردارمحمد ایوب خان سره ئې تعامل کړی وای نوخامخابه انګریزانو خپله بشپړه ماته منلې وای اودلوی افغانستان څخه به ئې پښې سپکي کړي وای.اوافغانستان به بیا دامیرشیرعلی خان دواک وختونه په میړاني سره را پیل کړي وای اودښوونی اوروزني بهیربه په ډیره چټکۍ سره بیرته دپرمختګ ګامونه اخیستي وای،اوهیوادبه ئې په مستقیله توګه دنړۍ دټولوهیوادوسره دسیاسي،اقتصادي اوفرهنګی پرمختګ دپاره نوي ګامونه هم اخیستي وای.اوددې امکانات هم وه چي انګریزانوبه هم دافغانستان په ابادۍ کي دښواړیکوپه سبب ښې اړیکي پاللي وای.خوانګریزانووروسته ترهغه چي دامیر عبدالرحمان خان روحیه ئې وکتل اودافغانستان ددغه چارواکواختلافات ئې ولیدی نوئې دغه لازمه وګڼل چي دمیوند دجنګ غچ هم دافغانستان څخه واخلي.اوافغانستان هم دبهرني آزادۍ څخه محرومه کړي.اوبیرته ئې دافغانستان دنیولواوترسیاسي ،اقتصادي کنترول لاندې افغانستان راوستی.سردارمحمدایوب خان ئې فرارته اړایستی اوځینی ملي مشران ئې چي دمحمدایوب خان سره ئې ملګری کړی وو،هغه ئې ووژل.دغه ټوله افغانستان ته دخپل منځي اختلافاتو په سبب ور پيښ سوه، چی تاریخ به پردغه موضوعاتوباندي په آزادانه توګه بحث وکړي.څه وخت چي ایوب خان په ۱۸۱۸م کښي دخپلواته سوه(۸۰۰) ملګروسره اعراق ته ولاړی.نو عبدالرحمان خان هغه دده پاته دوستان اوملی شخصیتونه لکه:مؤلوي عبدالواسیع،مؤلوي عبدالرحیم خان ئې په خپله توره ووژل.عبدالرحمان خان دغه دوه کسان دخپلونورومخالفینو سره دمنځه یووړل.

Share