«دطالبانوغونډه لکه څنګه چي توقوع وه هغه سي بې نتیجې خلاصه سوه»

که دپسونوپه رمه کي دشرمښ څخه درحم غوښتنه کیږي،داغلته غوښتنه ده،ځکه چي دشرمښ ځانګړنه هم دغه ده. تردغه ډیره غوښتنه باید څوک ځیني وه نه کړي. که څه هم شرمښ دپسه په غوښه موړهم سي، خودنوروپسونودزخمي کیدوهیله لري.

طالبان چي دپلارسالارئ اواونارینه سالاری دوختونوپه زاړه فکراوزړې ایډیالوژی دپاکستان په مدرسوکي رالوی سوي دي.هغوی ته دتاریخ په اوږدوکي دغه دښووني اوروزني پرضد تبلغ سوی دی.داځکه هغه وخت چي لومړنۍ ډلي دپاکستان څخه وافغانستان ته دجنګ اوجګړې دپاره راغله لومړنۍ حمله ئې دافغانانو پرمکتبنووه.دوی بیله زړوخبرو دتطبقولوڅخه پرنوروعلوموعقیده نه لري.

  په دې کي شک نسته چي په پاکستان کي ۴۶زره مدرسې یوازي ددې دپاره جوړی سوي دي، چي تمدنونه په خراب کي، ځني ئې په کشمیرکي دهندوستان دازاد، ډموکراټیک نظام پرضد استعمالیږي، ځیني ئې دافغانستان دمنورینو په مقابل کښي استعمالیږي.اواستعمال سوه. د۴۶زرومدرسو زده کونکی اکثریت پښتانه اودبري پښتونخوا پښتانه دي.پاکستان چي هرکال ددوی پرسرد مولا،مولوي، مفتي اونورونومونو لنګوټه ورتړي،دوی دغه ترحدډیر ملایان څه په کوي؟.ځواب ئې موږ په سترګووینوچي دغه مازادتولید دوی افغانستان ته په مسلح ډول راواستول.اوشاته ئې نړیخورامپریالیزم لندن اوواشنګټن ودریدل.کنه افغانان همیشه پردین اومذهب ولاړوه.اودافغانستان ملایان دنړۍ په کچه لوړعلمان وه،خوپنډه میټلیستان نه وه.هغوی هم دبشرحقوقو،دښځوزده کړو،ساینس اوعلم ته عقیده من خلک وه.نو ځکه افغانستان دنړۍ په کچه تر ټولوښه معتقد هیوادؤ.که موږیولنډه کتنه دافغانستان علماؤته وکړو،نودابه را ته جوته سي چي په افغانستان کي مذهبي غورځنګونه ترنوري نړۍ که پرمختللي نه وي پاته هم نه وه: دبیلګې په توګه: سیدجمالدین افغان، ملا لتاړ،مؤلوي صالح محمد هوتک (کندهاری) مولوي عبدالواسیع اخوندزاده ، ملا عبدالرب اخوندزاده ،مؤلوي بهرام خان اڅکزی.اوداسي نورپه زرهاومولویان چي نومونه ئې په نړۍ کښي خپاره دي.افغانان وهاودنړۍ ډیر ستر علمان تیرسوي دي.

لکه مخکي چي مي یادونه وکړه،طالبان به افغانان وي، خومدرسه ئې په پاکستان کي وه.اوپاکستان یوداسي شیطان هیوادزموږپرخاوره جوړسؤ.خوهیوادنه سم ورته لیکلای (جغرافیه ده) چي دپيدایښت دوخته ئې دافغانستان اوهندوستان سره دښمني پاللې ده.موږاوس دنوروحقیقتونوڅخه تیریږو.

دطالبانوپه اصطلاح دعلماؤغونډه چي پر ۳۰دجون دکال ۲۰۲۲م کي دجمعې په شپه جوړه سوه.اودرې ورځي ئې دوام وکړی.یوه ناکامه غوڼده وه.په دې غونډه کي خوراډیر انتقادونه، ضدملی کړني،دپردې شاته (پوس،پوس)،دخلکوتشویشونه نورهم ورډیرکړه،په غونډه کي منفي اړخونه خورا ډیروه؛ غونډه کي بیله مولایانواودیوه فکرخاوندانونورڅوک نه وه ور غوښتل سوي، دغونډي ګدون وال۳۵۰۰ دیوه نظرخاوندان وه.پریکړه کي یولس مادي ثبت سوې، چي ټوله هغه څه وه چي دهیوادپه ګټه نه وه. په غونډه کي انصاري ملا دافغانستان ټولوخلکوته اخطار ورکړی،چي که چیري دطالباني حکومت پرخلاف څوک خبري وکړي، نوسرئې ورپریکوو.بله مهمه خبره دملا عبدالسلام حنیفي خبره وه.دوزیرانودشورادمشر مرستیال وویل: موږدښځوزامن یونودښځونماینده ګی کوو.داعجبه خبره ده.په ښکاره دي دښځوښوونځی تړلي دي،ټوله ښځي غوښتنه کوي.او ناراضه دي ته که دښځواستازی وای، نوتابه دښوونځیوپه باب مثبته پریکړه اعلان کړې وای.بل ملاوویل:موږلاتراوسه حدودنه دی چالانه کړي،یعني لاسونه پښې اوسرونه قطع کول خولا پاته دي.داخو هغه څه وه چي ملایانونورهم دافغانانوزړونه ورمات کړه.

دغه غونډه زموږدبدبخته ملایانودماهیت څرګندول وه.ددغه بسټیزي غونډي څخه دافغانستان دخلک غوښتنه داوه، څرنګه چي دمولایانو حکومت څخه ۱۱میاشتي تیري سوې.نودوی به دهیوادپه وټییزوبرخو،دفرهنګ په برخه کي دټولني دښووني اوروزني په برخه کي راتلونکووختونوته دخلکوامیدونه ورکړي.خودوی دغه کارونه کړی.دطالبانوپټ مخی مشر(هیبت الله). بیا نړۍ ته داسي اخطارورکوي ( که نړۍ پرموږ اټم بم هم استعمال کړي ،موږبه بیاهم ترخپلوکړنو تیرنه سؤ.) داخبره ده دافغانانو په استازیتوب وکړه، خو!! افغانان ددوي دغه خبره په عاموخپرونوکي وائي اودا نه تائیدوي،ځکه موږټول وخت اورؤچي افغانان غواړي دنړۍ سره سازش،تعامل دلاري کړنه وکړي.نړي هم طالبان په رسمیت نه پيژني،افغانان هم اکثریت دطالبانوواکمنی زموږپرمقدسه خاوره نه مني.نوداپوښتنه به هم خامخارامنځته کیږي چي نو طالبان څنګه واک ته ورسیدل.دا ښه پوښتنه ده. ځواب: دطالبانو راتګ په دغه موجیزه امیزه توګه ،په حیرانونکې توګه،په تصادفي توګه دادامریکا ئيانواو ناټویوه ستره تیروتنه وه.چي پاکستان ئې وسیله وګرځول.دوی ته سلاحوي ورکړل سوې،دوی په نړیواله کچه سفرونه ترسره کړه،دوی ته په دوحه کي وخت ورکړل سؤ.او دنړۍ دخلکو دپاملرني وړوګرځیدل.خودبله پلوه پخوانۍ ګوډاګی حکومت ،ماشیني جنرالان اوماشیني کرایه سوې اردودامریکائیانوپه مرسته ړنګه سوه.اوخپلوګوډاګیانوته ئې امر وکړی چي نورمقاومت بند.نوئې ټوله نظامي ځایونه ددوي په خدمت کښي ورکړه.اودغه مذهبي تندروان ئې پرافغانستان باندي مسلت کړه.

دلته دغه پوښتنه هم رامنځته کیږي، چي ولي امریکا ئيانواوناټودغه هیواددغه نارینه سالارانودتمدن دښمنانوته وروسپارئ،ممکن دامریکائیانواوناټوپروګرام به دروسانوشاته کول اودهغوی دمنځه وړل وي.دناټواوامریکاخیال دغه ؤچي دروسانو دپاره په اوکراین کي دغربي اروپاه په مرسته دروسانوپردیوالوباندی به را کیټونه نصب کړواو داسیائي میاني څخه به دداعیش اوطالب پروژه پرمخ بوزو.چی په دغه ترتیب روسان په دوجبهو کښي بوخت کړل سي.نوئې په چټکۍ سره دطالبانودراتګ سره وافغانستان ته ګامونه پورته کړ. خوپه عمل کي دامریکائيانو دغه شوم عمل نه یوازي داچي روسان ضعیفه کړي، بلکي په پایله کې غربي اروپاه دسخت اقتصادي ناورین سره مخامخ کړه.اودداعیش پروژه چي په کلونوکلونوئې دپاکستان په مرسته کارپرکاوه په افغانستان کي نا کامه سوه.داځکه چي ازبکواوتاجیکانوځانونه ورته تیارکړه،روسانوهم ددوی ملاتړوکړ.اوکه طالبان په واقیعت ګي دداعیش په مقابل کښي جنګیږي.نوترهرڅه دی لومړی دغه وخلکوته وښوي، چي دداعیش ریښه چیري ده،کوم هیوادئې دجنګیالیانوکورونه ورساتي،چيري دوی تداوي کیږي،کوم هیوادسلاحوي ورکوي.پټن خایونه ئې چیري دي.خوپه دې کی شک نسته چي داعیش په پاکستان کي دعربواوامریکائيانوپه پيسواومادي مرسته په افغانستان کۍ دقومي اکلیتونواومذهبي اکلیتونوخایونه په نخښه کوي.اودافغانستان دخلکوترمنځ تفرقې رامنځته کوي.اوپاکستان لکه پروندچې مجاهداوطالبان ساتل نن په هم هغه شان داعیش ساتي.وروسته به معلومه سي چی دغه ناټو،پاکستان ددغه داعیش څخه څشي جوړوي.طالبان خوموولیدل چي په افغانستان کښې په دغه ۱۱میاشتو کي دومره خرابۍ په فرهنګي،اقتصادي اوکلتوري برخه کښي وکړې چي افغانستان ئې کلونه،کلونه شاته وغورځوی. پای

«تل دي وی افغانستان ـ کامیابه دي وي زموږدپلرواونیکه ګانوعنعنوي اسلام»

ننګیالی بڅرکی

نیټه : ۴ – ۷ – ۲۰۲۲م کال

Share
  • Related Posts

    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    اوس دمستعارو نومو وخت تېرسوی هرڅوک بايد افغان پخپل نامه ږغ وکړي يوزيات شمېر دوستان زمانه غوښتنه کړې چې دويب پاڼو درانه مسؤلينو پام دې ټکې ته راواړوم چي دهرې…

    Share

    عبدالحمید مهمند

    Share

    Share

    You Missed

    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    • Door Bacharki
    • augustus 14, 2025
    • 164 views
    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    عبدالحمید مهمند

    عبدالحمید مهمند

    اعتدال لاره

    اعتدال لاره

    پښتو لیک دود

    • Door Bacharki
    • februari 14, 2025
    • 95 views
    پښتو لیک دود

    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    • Door Bacharki
    • november 24, 2024
    • 125 views
    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»