راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

اوس دمستعارو نومو وخت تېرسوی هرڅوک بايد افغان پخپل نامه ږغ وکړي

يوزيات شمېر دوستان زمانه غوښتنه کړې چې دويب پاڼو درانه مسؤلينو پام دې ټکې ته راواړوم چي دهرې ورځي په تېرېدوسره زموږ دهيواد سياسي، او پوځي حالت نازکومرحلوته رسېږي ډيره عادې ډکه ورکول هر څه له دردونکو حوادثواوملي ناخوالوسره مخامخ کوي،پدې خاطر بايددډله يزورسنيو مسؤلين تربل هروخت خپل رسالت اومسؤليت ته متوجه وي.دغه دوستانو غوښتنه کړې چي پدې هکله زه يوه لنډه ليکنه وکړم ترڅوله يوې خواهغه درانه ليکوال چي په رښتيادخپل هوادپه ناخوالو زورېږي دمسلې حساسيت ته متوجه اوسي او پخپل نامه ليکنې خپرې کړي ، دبلې خوادويب پاڼومسؤلين په ځانگړې توه هغه چي ځانونه افغان ولس ته په رښتاژمن بولې دې ټکې ته متوجه وي چي دهرليکوال نه وغواړي دخپلې ليکنې سره خپل عکس ورولېږي ،ترڅوهرڅوک په خپل هويت اوشهرت راڅرگند سي.داډار پسله هغه له يوزيات شمېرلوستو نکو سره پيداسوی،کله چي يوشمير کسان په پښتو اودری ژبو ويب پاڼوکي په يوه اوبل نامه بې مسوليته ليکنې خپرې کړې او دالړئ همدا اوس هم دوام لري؛دوي داسي لکنې خپروي چي ياديوه قوم اوژبې سپکاوی پکښي سوی وي او يادقومونو اوژبوترمنځ اختلاف رازېږېدېدو ته لمن وهی .

داسي هم ښکاری چي زموږ ځني گاونډ استخباراتی شبکې هم داسي ليکنې دافغان په نوم خپروي چي زموږ دولس له ملي گټو اوملي هويت سره په ټکر کښي وي .

په هرحال زه دادځان مسوليت بولم ترڅو دخپلو هيوادوالوغوښتنې ته چي په رشتيا سره تر ډيره بريده پر حق اومثبته غوښتنه بلل کيږي جواب ووايم .

زموږدهيوادوا لو ددې وړانديز دليل دادی چي زموږ هيوادنه يوازي دواسکټو نوپه جگړه کي ښکيل دی بلکي دهوایی غونډارو اوتبلغاتي جگړې هم قرباني دی.موږ پدې پوهيږواوباورلروچې موږ دگاونډيانو په ځانگړې توگه پاکستان او ايران دکلتوری يرغل قربانيان هم يو . دوي موپه دي قرباني هم نه پرېږدي، بلکي زموږ په ملي ژبوپښتو اودرې هم په مستعارونومونو داسي ليکنې کوي چي دلوستونکو ترمنځ ددوي پلاس بل سوی اورباندي په روښانه ورځ د انتر نټ پاڼوپه مټ تيل شندي اوزموږ دعام ولس ،په ځانگړې توگه دزلموله احسا ساتونه بده استفاده کوي.داسي ليکنې خپروي اوليکنې داسي په مهارت ليکی ته به وايې چي داديو زورېدلی افغان ليکنه ده.خوکله چي يوڅوک ئې ترلو ستلو وروسته په رېښه پسې وگرځي بيائې دليکوال سردگاونډيانو داستخبا را تو اويازموږ دولس دبهرنيو دښمنانواوياهم دهغوي دکورنيو نوکرانوله گرېوان څخه راووزي .

دغه ټکی ته په پام کي لرلوسره زموږ ټولو افغانانو جدي غوښتنه دافغاني ويب پا‌ڼوله مسؤلينونه داده چي د مسلې دغه باريکی اوملي گټو اوتاوان ته جدي پاملرنه وکړي .

غوښتنه مو داده چي دهرې ليکنې دليکوال عکس لکه په نورونړيوالوډله ايزو رسنيو کي دليکنې سره يوځاي خپورسي. دعکس دخپرېدوپه مټ کېداي سي ،دټولوهغوکسانولاسونه زموږ دولس له گرېوان څخه لنډ سي کوم چي دقلم له پاک اومقدس نامه څخه په استفادې سره زموږ زوريدلی اوسپېڅلې ولس پرخلاف خپلې کرغېړنې موخې سرته رسوی اوخپل بهرنۍ بادارخوشحاله سا تي.دبلې خوابه که کوم څوک وغواړي يوچاپرخپره سوې ليکنه اوڅېړنې تبصره وکړې ،هغه ته به دامعلومه وي چې داليکنه ديوه افغان ليکنه ده ،نه دکوم استخباراتي سازمان اويازموږ دولس دقومی اوژبني جوړښت دښمنان چي غواړي خپلو نامقدسو ارمانو ته ځان ورسوي،دې ټکې ته په تکرارځکه اشاره کوم اوگوته نيسم چي ددې ناشولټه ډلې يوشميرغواړي په خپله بې مسوليته ليکنه ميدان تودکړي اوياهغه متل دی غواړي اوبه خړې کړي او ماهيان پکښي ونيسي .

داخبره چي دوي دځان ساتنې په موخه په مستعارونومونوليکنې کوې رښتيا نه ده.زموږ دهيوادسياسي ، پوځی او اوپراتيفي حالت داسي دی چي دافغا نستان دروانو حالاتوپه وړاندي هرڅومره چې ښه اويابده ليکنه وي بايدد معين ادرس نه خپره سوې وي.کېداي سي داليکنه دټولودقبول وړنه وي ځکه خو کله ناکله يوبل ليکوال غواړي پر يوه ليکنه باندي تبصره وکړې. که تبصره کونکی ليکوال نه پوهېږي چي ددې ليکنې،ليکوال څوک دی؟پر نوموړې ليکنه به ئي څرگندونې نيمگړې وي ،ځکه تبصره کوونکی بايد پوه وي چي دادچا ليکنه ده اوپر ليکنه باندي دتبصرې په وخت کښي کوم ارزښتونه په نظر کي ولري،ترڅوپه هغه کچه دليکنې جواب وويل سي کوم چي زموږ ملي گټې پکښې رانغښتي وي .

پدې صورت کښي موږ ټولوافغانانوته داپه ډاگه وايو چي دمجهول هويت لرونکی ليکوال ليکنه دافغان ليکوال نه، بلکې ديوه بېگانه استخباراتی شبکې ليکنه ده چې غواړی دافغان ولس په پاکو احساساتو سوداگري وکړی اوياهغه دخپلو راتلونکو سياسي موخولپاره دخپلو بادارانوپه گټه ولوبوي .

دهيوادپه اوسنيو نازکواوحساسو شېبوکښي يوليکوال بايد بيله هر ډول تنگ نظريونه داسي ليکنې وکړې اوياد ليکنې په وړاندي دريز ولري چي په هغه کښي دټول افغانستان گټې نغښتي وي .

زه دعينی دلايلو له مخې ددې شعاره سره مخالف يم چي هرڅوک اوهرکوڅه ډبه راولاړسی اوځان دافغانستان دټولو خلکو استازی وبولي اوياخودهغوي په استازيتوب خبري اوياشعارونه ورکړي .

زماسره داډول ډيرمثالونه شته چي يوعادي سړی دخپلو خبرو دپخلی لپاره وايي: ((افغان ولس دانه منی!)) اوياداد((افغان ولس لپاره دمنلو وړنه ده.))

داښاغلی اويادښاغلو ډلگی داخبره پداسي حال کي کوي چي نه ئي افغان ولس پېژني اونه هم هغوي پري خبردی چې داښاغلی څوک دی اوڅه وايي .

ښه خبره داده که څوک سياست کوي اوکه نور ټولنيز فعاليتونه سرته رسوي دخپلې کمبلې سره دې برابرې پښې وغځوي .

دبېځايه شعارونواوبې ځايه نماينده گيو اوبېځايه گوت څنډنونه دې ډډه وکړي اوپدې بايد پوه وي چي که غرلوړ دي لار ئي پر سرتېره سوې ده ،اودبلې خوا په افغانستان کښي داشعار ورکونکی اوگوتڅنډونکي هريوزموږ ولس ډير ښه پيژني اوپخوانۍ یې ورته لمر غوندي څرگنده ده .

زه داخبره ځکه کوم چي پدې ورستيوکښي مي داسي خلک وليدل چي زموږ خلک اوهغه ډيرښه سره پوهېږي اوداهم ورته څرگنده ده چي دغه شعار ورکو نکي نه خپلې خبري اونه هم خپل شعار ته وفاداردی،خوپکول ئي پرسرکړی د مردباد اوزنده بادشعارو نه ورکوي .

پدې بايد هرڅوک پوه وي چي ددي ملت اصلي وارثين دلته پراته ټول مېشت قومونه ددې دهيواد دراتلونکي په هکله سهار اوماښام ژورفکرکوی اوله دغو بېځايه اوبې مسوليته شعار ورکوونکو څخه نفرت لري .

پرمړواوژونديوسياسي سوداگری باندي اوس يوماشوم هم پوهېږي،مشوره مي داده چي پرمړو دسياسي سوداگری اوبېلتون لټون پرځاي ملي گټو اوملي يووالي ته وفادارپاته سئ اوله دغه ناوړه سوداگريونه لاس په سرشي چي په افغان ولس کي رانيونکی نلري . ومن الله التوفيق

Share
  • Related Posts

    عبدالحمید مهمند

    Share

    Share

    اعتدال لاره

    Share

    Share

    Geef een reactie

    Uw e-mailadres wordt niet gepubliceerd. Vereiste velden zijn gemarkeerd met *

    You Missed

    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    • Door Bacharki
    • augustus 14, 2025
    • 165 views
    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    عبدالحمید مهمند

    عبدالحمید مهمند

    اعتدال لاره

    اعتدال لاره

    پښتو لیک دود

    • Door Bacharki
    • februari 14, 2025
    • 96 views
    پښتو لیک دود

    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    • Door Bacharki
    • november 24, 2024
    • 126 views
    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»