یونظر

د طاهر اڅکزي لیکنه

یو نظر

په افغانستان کي د طالبانو د حکومت یا لکه څنګه چي دوی وایي د اسلامي امارت د منځ ته راتګ سره یو لغت په پښتو ژبه کي ډېر استعمالیږي او عام شکل یې غوره کړی دی چي هغه د « کنګل کېدو » یا « کنګلولو » لغت دی او خبره یې د اوبو له کنګلېدو څخه د پیسو تر کنګلېدو پوري رسېدلې ده. د مثال په توګه دا تل په میډیا او خبري رسنیو کي اورو چي « امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړي دي. »

د دې اصطلاح استعمال به په انګلیسي او ځینو نورو ژبو کي صحیح وي، خو په پښتو ژبه کي د هغې استعمال سم نه ښکاري او زه فکر کوم چي د افغانستان ډېر عام خلک یې لا په معنی نه پوهیږي:

اول دا چي « کنګل » د پښتو ژبي یو سیمه ایز لغت دی او د کندهار او د هغه د شاوخوا سیمو خلک لا د هغه د استعمال سره آشنا سوي نه دي.      دوهم دا چي که یې د استعمال سره آشنا سوي هم وي نو دا عجب ورته ښکاري چي « امریکا د افغانستان پیسې څنګه کنګل کړي دي.»

په کندهار او شاوخوا سیمو کي خلک د کنګل پر ځای « یخی » وایي مثلا وایي چي اوبه یخی سوي دي، شیدې یخی سوی دي. نه وایي چي اوبه یا شیدې کنګل سوي دي. په دې ډول مایعات د تودوخي په منفي درجه کي کنګل یا یخی کېدلای سي خو د جامداتو کنګل او یخی کېدل عجب ورته ښکاري. ماته هم عجب ښکاري چي که څوک ووایي یو چا د بل چا یا یوه حکومت د بل حکومت پیسې کنګل کړي دي.

دا البته یوه اقتصادي اصطلاح ده او اختیار یې زیاتره بانکونو ته ورکړه سوی دی یعني بانکونه کولای سي د یو چا پر پیسو یا بانکي حساب باندي په ځاصو حالتونو کي قیودات ولګوي.

که موږ په خپله ژبه کي بل لغت ونه لرو چي دا مفهوم افاده کړي نو بیا مجبور یو هغه په ژباړل سوي ډول چي همدا « کنګل » دی استعمال کړو. په داسي حال کي چي زموږ په ژبو ( پښتو او دري ) کي دې ته یو عام او ساده لغت موجود دی چي تل مو استعمال کړی او اورېدلی دی او هغه « قید » یا « قیدول » دي. د مثال په توګه په دې دوو جملو کي به کومه ډېره عام فهمه وي که ووایو:

« امریکا د افغانستان پیسې قید کړي دي. » یا

« امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړي دي. » زه فکر کوم چي د لومړۍ جملې په معنی د افغانستان خلک ( باسواده دي که بېسواده ) پوهیږي او دوهمه جمله عجبه ورته ښکاري.

Share
  • Related Posts

    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    اوس دمستعارو نومو وخت تېرسوی هرڅوک بايد افغان پخپل نامه ږغ وکړي يوزيات شمېر دوستان زمانه غوښتنه کړې چې دويب پاڼو درانه مسؤلينو پام دې ټکې ته راواړوم چي دهرې…

    Share

    عبدالحمید مهمند

    Share

    Share

    You Missed

    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    • Door Bacharki
    • augustus 14, 2025
    • 37 views
    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    عبدالحمید مهمند

    عبدالحمید مهمند

    اعتدال لاره

    اعتدال لاره

    پښتو لیک دود

    • Door Bacharki
    • februari 14, 2025
    • 20 views
    پښتو لیک دود

    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    • Door Bacharki
    • november 24, 2024
    • 22 views
    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»