«اوسنۍ څلورعمده ستونزي اودرسنیوږغونه»
«اوسنۍ څلورعمده ستونزي اودرسنیوږغونه»
اوس چي د۲۰۲۲م کال راپیل اودهمدغه کال لومړۍ میاشت ده،کال په تاوتریخوالي راپیل سوی دی.هیله لرم چي په سولیزه توګه دغه ستونزي حل کړل سي.اودطالبانودارزښت وړلاسته راوړني بربادنه سي. ددې ستونزولړلیک په لندي ډول دی:
لومړی : د ډ یورنډ خیالي کرښه .
دوهم : داستادفیض الله جلال دږغ خاموشه کیدل.
دریم : دښځوپرآزادۍ پاندئ لګول.
څلورم : دافغانانودفکرآزادي خاموشه کول .
پورته موضوعات خوراغټ بیان غواړي،پرهرمسئله کتاب لیکل کیدای سي،پرځینوخوئې کتابونه هم لیکل سوی دي.خودلته زه غواړم چي په ډیره لنډه توګه بې طرفانه دغه موضو عات ستاسوسره شریک کړم،ځکه هرموضوع ئې په اوسنی وخت کښي ډیره مهمه ده.
لومړی:دډیورنډخیالي کرښه : دافغانستان په ټوله تاریخ کښي دافغانستان ددواړوخواو خلکوته دغه کرښه یوه خیالي کرښه ده.خودافغانستان حکومتونوبیاه دتاریخ په اوږدوکښي یوافغانستان داموڅخه تراټکه متحد افغانستان بللی دی.په ۱۸۹۳م کښي دافغانستان جغرافیه پاشلې وه.دډیورنډ په مشري هیئت چي کابل ته راورسیدی اوپه چهلستون کښي هغوی ته ځای ورکړل سؤ،دغه معاهده دنوامبرپر۱۲نیټه دیوې نقشې په رسامۍ سره وښودل سوه.مرکزي حکومت موجودنه ؤ.مدبیرامیرعبدالرحمان خان دانګریزانوسره دهغوی دامنیت سیمه دځینوشرایطوسره سمه وټاکل،په شرایطوکښې مهم ټکي داسي یادسوي دي چي ددغه امنیت دسیمي د معلومولوپه بدل کښي به دانګریزانوحکومت دکاله ۱۲لکه روپۍ لومړی کال اوبیابه۶لکه روپۍ نوري هم په نوروخت کښي پرډیریږي.دهندحکومت به امیرته دفاعي سلاحوي ورکوي،دسیمي قبایل به په آزادانه توګه تګ اوراتګ سره کولای سي،ځکه دغه سیمه سرحد نه بلکي؛دآزادوقبایلوسیمه وګڼل سوه،د لته به دهند برتانوي اوافغانستان حکومت نظامي فعالیتونه نه کوي،آزادقبایل کولای سي چي دځانونودساتلودپاره سلاکوي ولري.دغه ټوله خبري دیوې نقشې په وسیله اودځینولیکل سوماد وپه وسیله دآزادوقبایلو سیمه ښودل سوې ده.
ولي؛هغه وخت چي په ۱۹۴۶م کال کښي پاکستان دافغانستان اوهند پرخاوره دمختلفو قومونوپرسرجوړسؤ.چي په هغه کښې یوه قوم هم دبل قوم سره کلتوري،ژبني،اقتصادي اوسیمیزي اړیکي نه درلودلې.اودغه نوی هیواددانګریزي چارواکوپه زوراودیوه نظامي ژاندام په جوړولوسره دخلکوپرسرونواوتنونووترپل سؤ.اونوم ئې دپښتوکلمه د(پاک) او دفارسي ورستاړي (ستان) څخه ئې پاکستان جوړکړ.
دپاکستان دجوړیدوسره سم دسیمومنورینو،هیوادپالوپښتنودسیمي دواړوخواوته د محکومیت ږغ راپورته کړئ،نوموړی ږغ په پښتنو،بلوڅوکښي یوشانته دآزادۍ ږغ وو.دوخت پاکستاني استخباراتودیوه ظالمانه کړنوڅخه کارواخیستی.اودپښتنواوبلوڅومشران ئې ډیر وبد وزندانونوته ورټیل وهل.خان عبدالصمد خان اڅکزی،خان عبدالغفارخان،محمدایوب خان اڅکزی،نواب بکټی بلوڅ،جعفرخان اڅکزی ئې هم هریودلسوکلنوڅخه تر۲۵کلنوپوري په مختلیفوزندانو، زندانیان کړه.خولنډه داچي سیمي خاردارزموږ پرخاوره داشرف غني په جمهریت کښي تیریږي،دایوسخت ظالمانه کړنه ده.پسله۱۰۰کلونوڅخه بایددآزادوقبایلو یاډیورنډ دخیالی کرښي موضوع حل سوي وای.خواوسنی پاکستانی دولت چي دانګریزانو دحکومت ځای ناستی دی،هغوی نه پخواني امیتازات افغانستان ته ورکوي،نه هم قبایل آزاد پریږدي حتاخارداره سیم هم دقانون اونړیواله مقرراتوخلاف تیره وي.ددې معناداده چي زموږدولتونه ضعیفه دي چي خپل حقه حقوق نه سي ترلاسه کولای.په شللمه پيړۍ کښی ډیرسرحدونه مات سوه،ډیرهغه سرحدونه چي انګریزانوپه زوراوجبرجوړکړي وه،بیرته خپلوهیوادنوته وروسپارل سوه.نوپه پای کښي چي دغه بحث رالنډکړم دعاکوم چي افغانستان ته یوداسي غښتلی حکومت راولې چي دافغانانوحقه حقوق دآموڅخه تراټکه یومتحد افغانستان جوړکړل سي. امین
دوهم داستاد جلال دږغ خاموشه کیده :
ښه حکومتونه هغه حکومتونه دي،چي دخلکوانتقادونواودآزادۍ وبیان ته پابنده واوسیږي، دانتقادونودپاره حوصله ولري،دمعقولواونامعقول پیښواوانتقادنودپاره دمعقولودلایلواوریدلو منطق باید موجودوي.نوکه دغه انتقادونه په خپرونو،ټلويژنونویاراډیوګانوکښي وسي، معقوله لاره ئې داده چي دخلکوږغ باید خاموشه نه کړل سي،حکومتونه دانتقادونودلاري کولای سي، چي خپلوکړنلاروته متوجې سي.په ځان کښي اصلاحات را ولي،دخلکودانتقادپر بنسټ حکومتونه حق نه لري چي دهیواداستادان اومنورین دي وزندان ته ورټیل وهي، تر څوچي نوربیا دانتقاد جرئت ونه کړي.
استاد جلال: ترهغه ځایه چي زه ئې پيژنم اوما په څوځله لیدنه کتنه ورسره کړیده. هغه یو منطقي،اخلاقي اوپه قانون پوه اوپرقانوبرابرشخصیت دی.داځکه چي فیض الله جلال دحقوقوډاکتر،پوهاند دی.استاد مسلحانه عمل نه دی کړی،هغه که څه ویلي دي؟، هغه دخپل فکرڅخه دهیوادپه ګټه څه ویلي دي.که چیري طالبان دا فکرکوي چي استادغیري قانونی خبري کړي دي،دهغه سره کیدای سي چي دسولي په فضأ کښي خبري وکړي اویا ئې درسانیودلاري په خبروورځواب کړي.دطالبانودغه ادعاچی وائي استاد تعصب لري؟؟؟.لومړی خوهغه تعصب نه لري،دوهم که یوڅوک د لږکیوقومونوڅخه انتقادولري چي زموږدلږکیوحق خوړل سوی دی؛نوداخوډیره ښه پوښتنه ده،یا ئې حق ورکړی اویائې قانع کړی.داستادبندي کول مسئله نه حلوي،بلکي خپله دطالبانو پرحکومت بدګماني رامنځته کوي،چي داکارداوسني حکومت په تاوان بولم.دوهمه خبره چي زه په رسنیو کښي اورم هغه داچي ویل کیږي:چي استاد ویلي دي چي ډیورنډیوسرحد دی،سمه ده څوک چې سرحد بولي؟ نو دسنددمخي دي خبره وکړي. څوداستاداونوروشکاکانو دقناعت سبب هم سي. نه داچي هغه په ملي خیانت محکوم کړل سي،یازندان ته ولیږل سي، زندان ته هغه څوک لیږدول کیږي چي هغه منطق نه لري اومسلحانه جنګ کوی.اویا هم خپل ږغ دتوپک دمیلې څخه راباسي.په پای کښي خبره رالنډه ومه،استادبایدژرترژره دزندان څخه را ووزي.دطالبانوڅخه مي خواست دی چي : رسانیو ته اجازه ورکړل سي، چی داستاد سره لیدنه کتنه وکړي،داستادکورنۍ بایدداستاد سره لید نوته ورپریښودل سي، ځکه چي هرزنداني حق لري،دهغوی حق په زندان کښي هم سته چي دکورنۍ په حال هم دی خبرسي اوهم ئې کورني دده په حال خبره سي.دیوه ملي حکومت په هیله .
دښځوپرژوند پابندۍ لګول :
که دبشیري ټولني وتاریخ ته په انساني نظرسره وکتل سي، ښځه دبشري ټولني نیمه برخه ده،دژوندپه چاروکښي دنارینوپه څیرپه هغه برخو کښي چي توانمندي لري ،هم ئې په فکري لحاظ اوهم ئې په فزیکي لحاظ وړکارونه کړي دي،کوی ئې.خوځینوغلطوعقیدوښځه محکومه کړې ده.ښځه ښوونکې کیدای سي،په جنګونواوملي مسائیلوکښي برخه اخیستلای ،دهیواد دآبادولو په هربرخه کښي ښځه فعاله رول ترسره کولای سي.داسلام په تاریخ کښي په جنګونو،تجارت اودآبادولوپه کارونوکښي برخه اخیستلای سي.دحضرت محمد(ص) دوخته بیا تر نن ورځي پوري ښځوخپل همت اوغیرت ښوودلی دی.هغه وخت چي ترکانو لاعثمانی ترکیه نه وه جوړه کړې .په ۱۳ پيړۍ کښي،دترکانو ښځي دصلیبیانوسره په جنګ کښي د قومندانۍ ترکچي جنګجوئي کړیده.دمغلودامپراطورۍ سره دچنګیز اوهلاکو دامپرا طورۍ په مقابل کښي جنګیدلي دي. اوترکیه ئې دعثماني ترکیې څخه بیا ترمډرني ترکیې پوري دنارینوسره دګډي مبارزې په لړکښي مبارزه کړیده.
په افغانستان کښي هروخت ښځوبیله کوم دلیل څخه حجاب،سطردرلودلی دی.داځکه چي افغانستان ۱۴سوه کاله مخکی مسلمان هیوادؤ.لکه په نورواسلامي هیوادو کښي چي حجاب موجودوو،په افغانستان کښي هم داسلامي حجاب دخپل تاریخي اوکلتوری سوابقوپربنسټ ؤ.دهري ټولني کلتوري فکرونه،کړني دښځواونارینودا بیلي دی. چي دې ته په ټولنیز لحاظ ټولنیزقراردادونه وائي.په افغانستان کښي پوړنۍ اچول زموږاناګانو،میندوڅخه ترموږ پوري دټولنیزقرارداددمخي دښځودپاره ټاکل سوی دی.په عربي هیوادونوکښې خپل رواج سته،هم دنارینودپاره اوهم دښځودپاره،نوی ډول چي اوس په افغانستان کښي لیدل کیږي، یا چادري ده اویاهم دایرانیانواوعربوپه شان سره دښځوحجاب نوی ډول لیدل کیږي، دازموږدټولني حجاب نه دی، نوکه موږدعربوپه شان پرښځوباندي دغه ډول حجاب لازم بولواودغه بدډول غواړو چي رواج ئې کړو.نولازمه ده چي نارینه هم دعربوپه شان لونګونه ووهي،یادایرانیانوپه څیرلنډ اوتنګ کالي واغوندي.طالبانوته داپه کارنه ده چي په اوسني جنجالي حالت کښي دي،ښځي دحجاب په نوم دکوروڅخه مني کړي.اویا دې ددرس او تعلیم دحقوقوڅخه محرومه کړي.دادښځوحق دی چي دخپلومیندواواناګانوپه څیریوپوړنۍ پرسرواچوي.اودژوندپه ټولو ټولنیزو برخوکښي دټولني دخدمت مصدرسي.افغانان خپل تاریخ اولوړ فرهنګ لري، نه داچی دبیزوګانو په څیرهروخت دنوروتقلید ته مخه کړي.
بله خبره چي داوس نوې اوریدل کیږي:هغه د «الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر»دریاست فرمان دی.چي افغانان ئې سرسامه کړي دي،اودښځوپرټولنیزژوند،فکري آزادي ئې تیری کړی دی.هغه دښځودراوتلولوتر۷۲کیلومتروپوري بیله نارینوڅخه اجازه نه لري،چي خپل ضرورتونه ترسره کړي اویاسفروکړي.ولي؟؟؟ عجبه خبره ده !! طالبان ددې دلیل داسي را وړي چي دنارینودخواڅخه به حمله پروسي اویادي هم فسادرا منځته سي،نوپوښتنه داده چي تاسی ولي دښځوآزادي دتګ اورا تګ زنداني کوی؟ ولي هغه نارینه نه سی کنترولولای چي پرښځوتجاوزکوي.یادبل ښځوته په بدنظرګوري،دلته دمسافري ښځي څه ګناه ده. حکومتونه بایددخپلوخلکو که نارینه وي اوکه ښځه دهغوی ژوند،آزادي اوحقه حقوق وساتي، نوکه یوه ښځه تر ۷۲ کیلومتره نه سي تلای،نویولغړزني هلک هم تردغه تیري لاندي را تلای سي،تجارهم ترحملې لاندي راتلای سي.نودغه لاره چي طالبانومخ ته نیولې ده.دغه غلته لاره ده،غلت فکراوکړنه ده.طالبان دي پریوه قوي مرکزي حکومت پرجوړیدو فکروکړي.چي په هغه کښي دنارینواوښځوحقوق وساتل سي،نه داچي پرآزادي ګانوباندي پابندۍ وضع سي.په اخیرکښي موضوع لنډوم چي ننۍ زمانه دجیپي ایس،کمپيوټر،مریخ ته دختلواو۲۱قرن دی.طالبان باید دښځومدني حقوقوته احترام ولري نه دپردیوهیوادوکړنوته .
څلورم دفکرآزادۍ خا موشه کول: دنړۍ په هغه هیوادونوکښي چي دفکرآزادي موجوده وي. هغوی په ډیره چټکۍ سره پرمخ تګ کړیدی اودنړۍ دنوروهیواد سره یا سیال هیواد ځیني جوړسوی دی،یاهم ترډیروهیوادونوپه فکري،تخنیکي اوټولنیزولحاظ پرمخ تللی دی. دنړۍ په هیوادونوکښی دفکرآزادي نسبي ده خو په مطلقه توګه هیڅ مملکت هم فکري آزادي نه لري، ددې خبري معناداده چی ځینوهیوادونوخپلوخلکوته لږدفکرآزادي ورکړې ده او ځینوبیا ډیره آزادي خلکوته ورکړې ده.دفکرآزادي پرڅوبرخوویشل کیږي،په سیاسي ژوند کښی آزادي، په مذهبي اوعقیدوي ژوند کښي آزادي،په اقتصادی ژوند کښی دفکرآزادي او حتا په شخصي ژوند کښي دفکرآزادي.
موږدنوروآزادي ګانوپرځانګړنوباندي دلته بحث نه کوو،ځکه دغه لنډه مقاله ددې توان نه لري چي موږدغه آزاديګاني وڅیړو.یوازوي راځوشخصي آزادي ګانوته چي دغه اوس زموږ دټولني ځوانه طبقه ورسره په پرابلم اوکړاونوکښی ده.
په هرټولنه کښي کلتور،فرهنګ رواجونه دوخت اوزمانې سره تغیرات کوي،ددغه تغیراتو سره لباس،سلیقه،موډاوفیشن تغیرکوي.همدغسي دځواني طبقې خلکواودزړوخلکو په لباس کښي هم دعمرپربنسټ په ټوله نړۍ کښي توپيرموجودوي.ځوانان دزړولباس نه اغوندي او زاړه هم دځوانانو لباس نه اغوندي،همدغسی ځوانان دخپلوغوښتنوسره ځانونه ښایسته کوي اوزاړه هم په خپلوځانګړنوځانونه ښه ایسوي.ښځي خپل دښکلادپاره ځانګړني لري او هلکان هم دخپل ځانونودښایسته کولواولباس اغوستلوځانګړنه لري.زموږپه هیواد کښي چي دغه اوس دفکرپرآزادي ګانوباندي پابندئ لګیدلي دي.ځوانان ئې خوابدي کړي دي.هغه متل دی چي وائي(ږیره زما اختیارئې دملاصاحب دی).دغه پابندي دفکر پرآزادي اوپرشخصي ژوند باندي بندیزونه لګول ځوانان د ټولنیزپرمختګ څخه را ګرځول دي. هغوی مجبوردي اوحق هم لري چي یا دزاړه پالوچي دفکرشخصي آزادي ئې ورزنداني کړیده یا به ئې پرضد سرسخته مبارزه کوي،یابه دهیوادڅخه فرارکوي څوداسي هیوادته ولاړسی چي هلته دده شخصي آزادي زندانی نه سي.دفکرپرآزادي پابندي دمستبدوحکومتونوکړنه ده.نن چي په افغانستان کښۍ اسلامي امارت دواک پرچوکۍ ناست حکومت دی،لازمه ده چي دهیواد اقتصادي چاروته توجووکړي.اودهیواداقتصادی ګټي ورته داولیت حق ولري.دښوونی اوروزني دروازې دځوانانونجنونواوهلکانوپرمخ خلاصي کړي،هنراوادب چي خوراپراخه ساحه دځانه سره لري،دهیواددپرمختګ سره مسقیمی اړیکي لري، دهیواد دخلکودزده کړي اوشعور،فکردپرمختګ سبب ګرځي زنداني نه سي.موسیقي چي دانسانانودژوندسره راپیداسوې اودژوند دپرمختګ سره ئې پرمخ تګ کړی دی.نوره هم دافغانستان داصیلي موسیقۍ په نوم پريښول سي،چي دتکامل پړاونه تی کړي.سینمائې هنردجامعي دواقیعتونو دڅرګندولواوپه هنري چوکاټ کښي دټولني دپرمخ تګ سبب ګرځي،تاریخ جوړوي اوانساني ژوندته دهیوادخلک متوجه کوي.دطالبانوهیوادبایدیوداسي هیوادنه سي،چي دنړۍ دهیوادونو څخه ځانونه بیګانه کړي،داسي یوهیوادچي بیلګه ئې په اسلامي هیوادونواودنړۍ په نوروهیوادوکښي نه وي،داسي یوتجریدهیوادباید دافغانستان څخه جوړنه کړي.هیڅ هیواد بیله نړیوال اتحاد څخه، بیله نړیوالومرستو څخه پرمخ تګ نه دی کړی.
په دې کښي شک نسته چی دطالبانوحکومت په دغه څلورومیاشتوکښي بشپړه واک ترلاسه کړی دی.اوخورالوړي لاسته راوړني هم دځانه سره لري،چي دافغانستان دنړۍ تاریخ به ئې هیڅ وخت هم هیرنه کړي،نوموړي لاسته را وړنی په لنډه توګه داسي یادوم.
لومړی : افغانستان د۲۰۰۱م کال څخه یواشغال سوی هیوادوو،چی دیوه سترقوت نړیوال امپریالیزم اودناټو۴۶هیوادونوترنظامي یرغل لاندي راغلی هیوادوو.هیچاه هم دغه فکر کولای نه سؤ.چی دغه هیواددي دناټواوامریکا دیرغل څخه خلاص سي،خودطالبانواسلامي تحریک افغانستان دناټواوامریکا داشغاله خلاص کړ،اوس یومستقیل هیوادسؤ.
دوهم: افغانستان د۲۰۰۱م کال څخه وروسته دناټواوامریکا په کومک یوفاسد،غاضیب هیواد جوړکړ.چي په نړۍ کښې خورابد نوم هم پیداکړی،دهیروهینوپه برخه کښي افغانستان لومړی درجه فاسدهیوادوو،دفساد،رشوت په برخه کښي دنړۍ لومړی درجه بدهیواد وو.غله،مافیا،دسړیوتښتونه،بدامني په هیروهینواخته ځوانان،لوږه،بیکاري اوخوراډیرنور بد کارونه په افغانستان کښي روان وه،چي دنیکه مرغه دغه طالبانوپه سرښندني سره دمنځه یووړه سوه.دتیردولت چارواکود ډ موکراسۍ ډول ټکاوه،خوهیڅ کارئې هم ډموکراټیک نه ؤ.دنیکه مرغه طالبانودغه دواړه ډیرعمده کارونه په خپل همت سره ترسره کړه،په هیواد کښې امن راوست، هیوادئې دفساداو اشغال څخه خلاص کړ.
خدای مه کړه چي طالبان په دغه تند روی سره دغه ډیرباارزښته لاسته راوړني دلاسه ور کړي.اوخدای مه کړه چي بیرته هغه فاسد خلک دجهانیانوپه مرسته اودخلکوپه ملاتړبیا دافغانستان پرحکومت را ښکارسي.اودهیوادټول نظم دبیا دپاره درهم اوبرهم سي.
یادونه: طالبان باید ملي بیرغ ، دمځکي تمامیت ،راتلونکی پرمختګ،دخلکوغوښتني،دملي ارزښتونوپربنسټ ټول شموله حکومت،دانسانانودفکرآزادۍ ته باید درناوی وکړي،ترڅو دنړیوالودپوښتنواوانتقادونوسره مخامخ نه سي. تل دوي افغانستان اوژوندي دي وي زموږ ویاړلي خلک. په درناوي .
لیکوال ننګیالی بڅرکی