خپل ښوونکي به نه هېروو

طاهر اڅکزی

پاک وجدانه او د عالي اخالقو لرونکي الیق ښوونکي د آسماني
فرشتو غوندي دي چي د زده کونکو په نصیب سي. هغوی نه
یوازي د زده کونکو پر راتلونکي ژوند باندي زیاته اغیزه لري،
بلکي په عمومي توګه د هیواد د معارف په پرمختګ کي هم ګټور
نقش لوبوي.
له اوس څخه چي ۲۲۲۲م کال دی ۸۷ کاله پخوا زه خپل پالر په
شپږ کلنۍ کي د کندهار په ښار کي په ښوونځي کي شامل کړم.
هغه د توپخانې په بازار کي لومړنی ښوونځی و چي فقط څلور
ټولګي یې درلودل او د توپخانې د مکتب په نامه یادېدی. دا مکتب
په یوه پخواني زوړ کور کي و، ډېري کوټې یې درلودې، په
څلورو کوټو کي یې د څلورو ټولګیو زده کونکو هلکانو درس
وایه.
په زاړه سرای کي وې پاته څو کوټې
کندهار کي و مکتب د توپخانې
معلمان مو وو په هغه کنډواله کي
د روزني الرښوونکي فرشتې
زما د لومړي ټولګي ښوونکی نه دی پیاد چي څوک و، خو د دوهم
ټولګي، دریم ټولګي او څلورم ټولګي ښوونکی مي عبدالقدوس خان
نجیب صاحب و. لکه تخلص چي یې نجیب و، قدوس خان په
حقیقي معنی یو نجیب او دعالي اخالقو خاوند الیق ښوونکی و. په
کومي طریقې سره چي محترم نجیب صاحب موږ هلکانو ته درس
وایه زما هیڅکله نه هېریږي، ځکه مي نه هېریږي چي هغه موږ
ماشومو هلکانو ته د یوه مهربانه پالر په توګه درس وایه او موږ
ډېر ژر له هغه څخه لیک لوست زده کړ او په اصطالح د سواد
خاوندان سولو.
بېځایه به نه وي که ووایم:
و نجیب د هر شاګرد زړه کي حبیب و
قدوس خان د بېسوادو »سرطبیب« و
توپخانې مکتب کي زما هم معلم و
وم نیکبخت چي دا»طبیب« مي په نصیب و
د نورو ښو، الیقو او د عالي اخالقو لرونکو پخوانیو ښوونکو په
اړه چي د تنکیو په روزنه او زده کړه کي یې مهم نقش درلودلی
دی د دغو څو ښوونکو یادونه هم الزمه بولم:
جان محمد خان پالر:
تیر وختو کي جان محمد مشهور په پالر سو
د تنکیو په ښوونه کي سردار سو
مقدس د پالر لقب دی پښتنو کي
دی په دې لقب څراغ د کندهار سو
اختر محمد خان مشاق صاحب:
معلم د حسن خط په خوی حسین و
نیي قلم یې تل وړ د تحسین و
هم قاري و د قرآن هم ښه خطاط و
مشاق صاحب ډېر ستر او ډېر وزین و
لعل محمد خان غریب صاحب:
غریب نه و دی تر ټولو لوی » شتمن « و
سرښوونکی و مکتب کي ډېر پتمن و
ختم نه سي د ښوونکي مال دولت
لعل محمد ځکه تر هر چا دولتمن و
معلم صاحب اکرم خان:
اکرم خان د کندهار په ده خواجه کي
معلم سو د میرویس بابا لېسه کي
ښوونځي کي معلمي د وخت پېغور و
دا پېغور یې سو انعام دې وظیفه کي
انور خان ایازي صاحب:
تخلص یې ایازي نوم یې انور و
په ډېوه د معارف دی منور و
د پوهني نور یې خپور کړ کندهار کي
ډېر الیق و نوم اعمال یې برابر وو
عبدالرشید خان مومند صاحب:
و ښوونکی او مدیر میرویس لېسه کي
ګرځېدی په پاک وجدان پاکه جامه کي
رشید خان دی یو بل ستوری ځلېدونکی
کندهار د معارف په تاریخچه کي
عبدالخالق رفیقي صاحب:
هم عالم هم معلم او هم لوی خان و
رفیقي عبدالخالق صادق افغان و
په دفاع کي د وطن دی هم شهید سو
دا شهید یو هیواد پاله قهرمان و
طاهر اڅکزی

Share