دامریکا ئیانو شل کلن اشغال اوپا یله ئې
دامریکا ئيانوشل کلن اشغال اوپایله ئې
امریکائیانوپه دوزره یوکال کې دسپټمبرد۱۱نیټې څخه وروسته افغانستان اشغال کړی. اوهمدغسي ئې دطالبانومرکزکندهارهم ونیوی اودملامحمد عمرکورئې ورونړوی. ملامحمد عمردغه وخت دخپل کوره وتلی وو.اسمامه بن لادین هم دافغانستان څخه وپاکستان ته ولاړی.دهمدغه ۲۰۰۱ کال په جګړه کښي ۱۲ امریکائي عسکرووژل سوه.
امریکائیانوپه درواغوسره پرافغانستان د۱۱سپټمبرپيښه تاوان کړه.او د طالبانودنظام دړنګولووروسته ئې دالمان دبن په ښارکښې دالمان دیوه ډیرسترهوټل چي د(پترزبورګ) په نوم نومول سوی وو، هم هلته دجهادي قومندانانواوجنګ سالارانودپاره زمینه دمؤقت حکومت یامؤقتي ادارې برابره کړه،په نوموړي کنفرانس کښي تردوزره ډیروخبریالانوبرخه اخیستې وه،نوموړی کنفرانس چي دروژې په میاشت کښي دسپټمبرپر دوهمه نیټه په کال ۲۰۰۱م کښي داحضرابراهیمي په مشرتابه چي دملل متحد نماینده ؤ دافغانستان په چاروکښي.جوړسو.دغه کنفرانس دامریکا او ملل متحد په یوه بیکاره سازش سره دافغانانوپرسرسوداوکړل.اویولړ ایخواني ګروپونه ، ګوندونه اوډ لي ئې قد رت ته ورسول.دغه وخت دروم حکومت اویولړ کسانوستارسیرت دیني پوهه ته دمؤقت اداري نماینده ګي ورکوله، خوداکارداحضرابراهیمي په تلاښ سره ونه سو.اودغه وخت حامدکرزی چي دروزګان په غرنوکښي ؤ، پرهغه داحضرابراهیمي په مشوره صلاح وسوه.اود مخابري دلاري سره ئې حامد کرزی او احضرابراهیمي خبري وه کړې. اودهغه وروسته ویل کیږي چی په اتفاق اراسره دمؤقت ادارې مشرښاغلی حامد کرزی وټاکل سؤ.که څه هم دجمیعت اسلامي کسانورباني په نظرکښي نیولی ؤ.اویونس قانوني هم ټینګارپررباني کاوه.حامد کرزي کنفرانس ته خپله وینا دبې سیم مخابري دلاري په پښتو،فارسي اوانګلیسی ژبو واورول.
دبن په کنفرانس کښي دافغانستان پرایخواني ګوندنوبرسیره دغرب څخه دتکنوکراتانونماینده ګان هم چي ترډیره ئې هغه کسان وه چي دامریکا دحکومت سره ئې په یوډول اوبل ډول اړیکي درلودلې اوزیاته برخه ئې هغه کسان وه چي دامریکا ئې پوهنتونو څخه فارغه سوی وه، چی په دې پوهنتونوکښي دلبنان څخه دفارغینو تعداد ډیرمعلومیده.
دبن دکنفرانس څخه وروسته دناټواوامریکائیانواشغال په افغانستان کښي نړیوال حیران کړه، که څه هم دنړیوالو سره دامریکا ئیانواوناټومؤخه او تعهد داسی ؤ، چی په افغانستان کښي به دغه درې ستر اهداف سرته رسوی ، چی نړۍ ئې تهدیدکړیده.اودسمي هیوادونه هم ددغه هدف په خاطر دناټواوامریکائیانوسره موافقې ته تریوه حده رسیدلي وه.او په دې سره ژمن وه چي په افغانستان کښي به سولیزدقانون سره برابرانتخابات کوی.او دخلکودارادي حکومت به را منځته کوي،پسله مؤقت حکومته څخه انتخابات سرته ورسیدل اوپه انتخاباتو کښي دغلااودغلګرۍ نارې خپرې سوې،ددغه دغلګرۍ سره بیا هم حامدکرزی بریالی اعلان کړل سو،په حکومت کښي لویه برخه دجمیعت اسلامي اودشورائي نظار په برخه سوه.چي پخوا ئې لادامریکا ئیانوپه مرسته طالبان وژلي وه.اودوی کابل ته په زوره ور ننوتلي وه،په دوهمه درجه هغه ایخواني ګروپونه چي دشورای نظارسره تر ډیره وخته همکاره وه هغوی ته هم دجمیعت او شورای نظارخیرات اویوه برخه په دولت کښي ورورسیدل.دریمه هغه ایخواني ګوندونه په دولت کښي ځای ونیوی چي هغوی په پاکستان اوایران کښي دامریکا ئې جهاد ملا تړي وه.
دلته پوښتنه داده چي غربي سرمایداري هیوادونودافغانستان پرحکومت داشغال ترحده تیری وکړی، خودغه هیواودونه داقتصادي اوټولنیزو ځانګړنوله مخي دنړۍ پر مختللي هیوادونه وه،په افغانستان کښې هم یو نوی مترقي قانون تصویب کړی، چی په ریښتیاهم دغه دافغانستان اساسي قاقون دسیمي په کچه بې مثاله مترقي قانون دی،په نوموړي قانون کښي ټوله ملي اوډموکراټیک اړخونه په نظر کښی نیول سوي دي. او دستایني وړقانون دی.
خو! دبده مرغه دغه قانون اودقانون تطبق په دغه مرتجیعو،ایخوانیانو څنګه کیدای سي چي په ټولنه کښي ومنل سي.داځکه چي هغه خپله ملي او ډیموکراټیکواصولوته عقیده نه لري،هغوی ته تند روي ترهرڅه معتبره قانون کڼل کیږي،دغه اوسني مذهبي ډ لي چي دقدرت پرواک ناستي دي یوه ډیره برخه ئې دښځونړیوال حقوق نه مني،هغوی دهیوادملي ارزښتونه په اقتصادي برخه کښي،په ټولنیزوچارو کښي هیڅ نه مني اونه ئې ملاتړ کړی دی،نودغه قانون که هر څومره هم ښه قانون دی خودتطبیق کسان ئې زه په دغه ایخواني حکومت کښي نه وینم.
دبن دکنفرانس څخه وروسته درې عمده اواصلي موضوعات وه چي دامریکا تجاوزته ئې زمینه بابره کړه.دامنیت راوستل یاد نړیوال تروریزم دمنځه وړل ـ نړیواله دنشي موادوقاچاق ـ اودډموکراسۍ پلي کول نړیوال تاوتریخوالی،دښځودحقوقو په باب.
لومړی : دنړیواله تروریزم مخه نیول اودالقاعده دمنځه وړل په افغانستان کښي دایمي سوله او دقانون پولي کول دامریکا اوناټو مؤخه وه.
زموږ هغه وخت پیاددی چي په افغانستان کښي قانون پولي کیدی،دکابل کندهارلاره، دمزارکابل لاره دکابل ننګرهارلاره په مطلق سولیزه توګه دخلکوپرمخ خلاصه وه،دورځي څخه بیاترشپې پوري دموټرانوتګ اوراتګ دخلکوپرمخ خلاص ؤ.سوله موجوده وه،حکومتونه غریب وه خو ناتوانه نه وه،دفابریکوشتون اودخلکو دپاره دکارزمینه تریوه حده موجوده وه، خلک خوشحاله وه،حتادطالبانوترحکومته پوري لاهم دخلکوسوله تامین وه،ولي ترمذهبی سخت فشارلاندي.چي داوسنۍ نړۍ سره ئې برابروالی نه درلودی.خودامریکا ئیانوپه را تګ سره دغه هر څه ولاړل،هرڅه پخواني خوبونه اوخیالونه سول.هیوادپه لوی لاس دغلوپه لاس ورغلی،دهیواد شتمني په هرولایت کښی دجنګسالارانو،حکومتي غلواوچارواکوپه لاس چور اوچپاول سوه،دغه دمځکو غضب،دهیواددخلکودکورنولوټ، دلویو لاروپرسردپولیسوپه نوم،قومندانانو په نوم دخلکودمالو نولوټ، دبانکونو چوراولوټ،دشیرپوردمځکو لوټ،دخارجی کومکونولوټ اورشوت کچه په لوړه توګه ،په ښکاره توګه رامنځته کیده هغه څه وه چي په دې کښي دهیوادداخلي چارواکي اوخارجی چارواکوبرخه درلودل.اودهیوادامنیت دپخواڅخه په څوچنده خراب سؤ.دبله پلوه دافغانستان په دننه کښي دیولړپخواني مجاهدینودنه خلعي سلاح کول هم دهیواددبې امنیتۍ سره مرسته وکړه،چی په ښکاره ډول غیري مسؤل کسان په بازارو، کوڅو،کلیواومهمولاروپه بندولوکښي ښکاره کیده.اودهیوادنجیب خلک ئې دګواښ سره مخامخ کړي وه.نوځکه امریکائیان دامنیت په راوستلوکښی پاته اوناکامه راغلي وه.دهیوادچارواکو خوپه ښکاره توګه دډ موکراسۍ ډول واهه،خوپه عمل کښي ،غیري ډ موکراټ وه.دبیلګې په توګه ټول انتخابات په درغلیو سره و سوه.ددولت یولړتولیدي مؤسیسې اوفابریکې ړنګي سوې اودولسونو دبیکارۍ کچه نظروبل هروخت ته ډیره سوه.طالبانو او دپاکستان ای،اس ای (I . S. I) دپاره دهیوادپه دننه کښی په لوی لاس ددې زمینه برابره سوه چي دافغانستان په دننه کښي جنګ راپیل سي.او دجنګ موضوع هم داشغال موجودیت وګڼل سي، دلته ناټوپه دې ښه پوهیدل چي طالبان دپاکستان دمدرسوڅخه راوزی اودنظامي تعلیماتووروسته دپاکستاني عسکروسره یوځای دافغانستان پرولسوالیو،ښارونواو نظامي ځایونو باندي بریدونه ترسره کوي.دلته دامریکااوپاکستان دوه مخه سیاست روښانه دی. هرافغان اوهرپاکستانی ته داروښانه ده چي دطالبانودتربیې اودافغانستان دملت سره دجنګ میدانونه په پيښور،کویټه کراچي کښي دي،خولوی مرکزئې اسلام اباد دی.اودترورټوله لارښووني دهم هغه ځایه څخه بیله مسؤلیته رهنمائي کیږي.تروریزم په افغانستان کښي دناټواو امریکا ئیانو په موجودیت کښي ترفیصدۍ واوښتی اودنړۍ په هغه لومړي درجې هیوادکښي افغانستان راغلی،هرورځ بمی چاودني،ځان مرګي بمونه،پر نظامي ځایونو بریدونه ددغه تروریزم مؤخه وګرځیدل، ددغه شومو عملونو دپاره دپاکستان اوځینونورو بهرنیانو دخوا څخه طالبانواونوروتروریستي ګروپونوته سلاحوی ورکول کیدې.اوهمدغسي ئې په پاکستان کښي روغتونونه فعاله وه، چي په دې سره ناټواوامریکائیان ټوله خبروه، خودبده مرغه چي دغه حالت ناټوغوښتی هغه متل دی چی وائي : ( اوبه خړي کړه اوماهیان په کښي ونیسه ) . نوناټو ددغه جنګو څخه ګټه ترلاسه کوله.داځکه چی په نړیواله کچه ئې غو ښتل چی اسیائي میاني ته ددغه طالب اودداعیش په وسیله لاره پیدا کړي.خوخپلو مخو ته ونه رسیدل او دغه شل کاله جنګونه ئې دافغانانوپرخاوره وکړه، چی په نتیجه کښې ترڅلورمیلونوافغانان ووژل سوه، چی په دې کښي طالبان ،پا کستاني ملیشې، افغانان ټوله شامل ګڼل کیږي،همدغسی ترپنځه میلونه افغانان هم معلول اوعیبیان سوه، شپږمیلونه کسان په هیروئینو اخته سوه. چي ورسره اقتصاد ته هم په بشپړه توګه تاوان ورسیدی.
دوهم دنشي موادو قاچاق په نړیواله کچه :
امریکائیان اودناټوغړی هیوادونه دطالبانوڅخه وروسته افغانستان اشغال کړی.دغه وخت په افغانستان کښي دتاریاکو کرل،صفرته راکښته سوی وو، هیڅ کښته ګردملا محمدعمر دفرمان پربنسټ تاریاک نه کرل اونه هم زموږ ځوانان په دغه بداوشومه ناروغۍ اخته وه.دملا محمد عمر تر زماني مخکي هم دګوتوپه شمارهیروئینیان اوتاریکیان چانه پيژندل دتاریکو نشایان په هیڅ کي حساب وه،دنړۍ هیڅ هیواددافغانستان دتاریاکودکرلوڅخه شکایت اوستونزه نه درلودله،خودغه بدکښت دناټودراتګ اواشغال سره سم خریداران پيداکړه، دافغانستان تالی څټي حکومت خو په خوله باندي دتاریکو ضد پروګرامونه بیانوله، خوپه عمل کښي دحکومت ترکنترول لاندی سیمو کښي تاریاک کرل کیده او دتجارت تسلسل ئې په ډاګه جریان درلود.چي په بایله کښې زموږ دهیواددځوانانویوه لویه برخه په همدغه شومه ناروغی اخته سوه، چي دځینواحسائیوپه سندشپږمیلونه ځوانان په دغه بده ناروغی اخته دي.ددې ټولوناوړو پيښومجرمین اوعامیلین دناټواوامریکا ئیانوسوغات دی زموږشریفوخلکوته،چی دداخلی خائینانواوجنګسالارانوپه مرسته ئې سرته رسوي.ډیرداسي دلایل سته چي په افغانستان کښی دي دتاریاکو دکرلواورواجولومخه ونیول سي،همدغسي ډیرداسي دلایل هم سته چي دافغانستان تاریاک څوک ترنیویارکه اوامستردامه پوری ددغه ټولو ګمرکو نوڅخه تیروي اوتراروپاه اوامریکا پوري دې په پراخه پیمانه رسوي.په داسي حال کي چي په ټوله هوائي لینونوکښی دعطرویوه کوچنۍ سیښه هم څوک دیوې تحفې په ډول نه سي وړلای.دلته ډیره ستره خبره دغه ده چي تروریزم ددغه حالت څخه داسی ګټه پورته کوي.هغه کسان چي په نشی توکواخته سوه،بیا دترورپه عملیاتوکښي ګټه ترینه اخلي اودډیرولږو پيسوپه بدل کښي ترورته اماده کیدای سي،چي دغه شومه پد یده دتروریزم سره ډیره مرسته کولای سي.هغه کسان چی په هیروئینو اخته کیږي هغه کسان بیا دکارکولو توانمندی هم نه لري،نوځکه قاچاق بران اوتروریستان ددغه ځوانانوڅخه ناوړه ګټه اخلي اواخیستلای سي.دتاریاکو اوهیروئینومرکزونه په غربي سرمایداري هیوادونوکښي دسرمایداري هیوادونودخصوصی مالکیت دحمائي یوه لویه برخه ده،خودغه شومه پدیده په سوسیالیستي هیوادونوکښی نه لیدل کیږي، داځکه چي هلته دسرمائي شوم حرص نسته اوټوله تولیدی مؤسیسې،تجارت،دولتي حاکمیت دیوه منظم حکومت اوټولنیزوشبکوپه واک کښي دی.نومخکي چي دافغانستان حکومت یوډمو کراټیک حکومت وو،دغه دتاریاکواوهیروئینوکښت هم څنګه چي دټولنیزو شرایطواو دټولنی دخلکوپه ګټه نه ؤ، نوځکه اجازه هم نه ورکول کیده، چی دهیوادوګړي دي ددغه بدبختۍ سره دیوڅوسرمایدارانودګټو پربنسټ بدبخته کړي.خو!دلته دبیان څخه مؤخه دغه ده چي ناټودیوه غټ هدف په حیث دهیروئینو دقاچاق اودهغه دکرلودمخ نیوی په خاطرقول اوتعهدسپارلی وو.خوهغه برعکس دلته قاچاق اودهیروئینو استعمال په بې ساري توګه ډیر سو،چی دافغانستان خلک ئې دامریکائیانواوناټو سوغات بولي.
دریم دډموکراسۍ اوقانون پلي کول دیوه هدف په حیث:
په دې کښی شک نسته چي دبن دکنفرانس څخه وروسته دافغانستان قانون تصویب سو،چی دسیمي په کچه مترقي اودبشري حقوقودساتلو یوډیر ښکلی قانون دی.چي که دغه قانون په یوه ټولنه کښي تطبق سي،نوهغه ټولنه به دنړۍ دډیروپرمختللواومترقي ټولنودجملې څخه وګڼل سي،دافغانستان اساسی قانون زموږ دګاونډوهیوادوپه پرتله ډیرپرمختللی قانودی. دنوموړي قانون تطبق دهرمنورځوان دنده ده چي خپل هیواد دتاریکۍ څخه دهمدغه قانوپه رڼا کښی راوباسی.په نوموړی قانون کښی په هراړخیزلحاظ دخلکواوپرګنوګټي په نظرکښي نیول سوي دي،دښوونی اوروزني دپاره پراخه زمینه سازي دښوونی اوروزني دوزارت دخواڅخه سوې ده ،دلوړو تحصیلاتودپاره زمینه برابره سوې ده دخصوصی پوهنتونورامنځته کیده نورهم دځوانانو دپاره زمینه ددرس اوتعلیم برابره کړه،دیولړآزادو اخبارونو، مجلو،دکتابونو دخپرولوډیره پراخه زمینه برابره سوې ده،چي دافغانستان دموجوده اساسي قانون لاسته راوړنه ده. دتلویژنونو موجودیت چی شمیرئې تراتیااونوي پوري رسیږي،دتحلیګرانواوشینونکودپاره دآزادۍ یوه نسبي زمینه سازي هم کړیده،په اساسي قانون کښي دمالکیت ساتنه دحکومت دنده ګڼل سوې ده،دښځوپراخ ګډون په سیاسي،ټولنیزواو اقتصادی چاروکښې قانوني حق ګڼل سوی دی،دښځوآزاد انتخاب دخپل ژوندپه چارو کښي یوقانونی حق ګڼل سوی دی،چی تریوه ځایه ګټه هم ځینی اخیستل سوې ده، دفکرآزادی تریوه چوکاټ لاندی دشرایطوسره برابردقانون یوه برخه ده.دافغانستان قانون تر ډیره ځایه دتائیدوړ ګڼل کیږي.
خو! خبره داده چي دغه مترقي قانون په چاه تطبق کولای سو.ایادغه کسان چي نه دښځوآزادیو ته ژمند دي اونه هم دبشرحقوقوته اوتریوه مذهبي دیکتاتورۍ لاندی دخلکوتسلیمول غواړی دغه قانون پلی کولای سي،هغه کسان چی په خپله په غضب،فساد اودبشردنافذ سوحقوقواو قوانینومجرمین دي دغه قانون پلی کولای سي؟، دغه اساسي قانون ته ژمند تیا لرلای سي؟، هغوی چی دخپل کورښځي ئې نالوستی پرې ایښي دي هغه دښځوآزادۍ اوحقوقوته ژمند تیادرلودلای سي؟،هغوی چی دښځوپرکالو،مخ اوبدن ئې تیزاب پاشل اودښځو دغورځنګ پرضد ئې اسلامی تندروه ګوندونه جوړول ، هغه کسانوچی دخپل جهادپه وخت کښې مکتبونه سوځول، پلونه ئې نړول، دډریورانویاموټروانانوڅخه ئې دټیپ دسند روپتې اخیستې اودموسیقۍ دهنر، دسنیما دهنر،دمجسمه جوړلودهنرضد داسلام په نوم جهاد کاوه ایاهغه کسان ددغه قانون حمیان کیدای سي؟؟؟.هغه دجهاداواسلام ټیکداران چي دای ـ اس ـ ای ترادارې لاندې ترشلو کالو ډیردرس ویلی وو،هغه چی دافغانستان دورانولوپه مؤخه ئې داسلام څخه بده ګټه اخیستل او هیوادمعلمان ئې په بیرحمه توګه ووژل،زموږدقهرمان فوځ اصیل تربیه سوی اوزده کړی منصبداران ئې په امریکائی اوپاکستانی دستورسره شهیدان کړه، هغه نن ددغه اساسی قانون اوهغه ډموکراسۍ حمیان نه سي کیدای،؟کوم چي دافغانستان اوسنی قانون ورته لاره هواره کړې ده. ډیمو کراسۍ او ډمو کراټیک حکومت یوه ډیره ښه اصطلاح ده او ډیر ښه دولتونه دډیمو کراسۍ پرلاردخپل هیواد دابادولوپه لاره کښي ملي اوډموکراټیکه مبارزه پرمخ بیائي،خوددغه لاری پیروان باید په اګاهانه اوشعوري توګه ډموکراټان وه اوسیږي، نه اسلامی تندروان،چی یوه برخه ئې په دننه دحکومت کښي ځانونه ټینګ کړی دي اودډموکراسۍ ضدعملونه تر سره کوي .او بله برخه ئې هم طالبان اودهغه په شان اسلامي تندروان دي چی دمعاصروخت انساني حقوقو ته احترام نه لري،دښځوآزادی په عمل کښي نه مني، دفکرآزادۍ ته هیڅ ډول احترام نه لري، حتا دشخصي آزادۍ پرضد هم ولاړدي.نو که امریکائيانواوناټوغوښتې وای چي په افغانستان کي یو ملي اوډموکراټیک حکومت جوړکړی،ددې دپاره په لومړي سرکښي بایدډموکراټ منورځوانان ئې راغونډ کړي وای نه هغه دجهاد دوختواسلامي تندروه.تاسوپه وارو،وارودحکمتیار،رباني ،سیاف اونوروجهادی مشرانوڅخه اوریدلی دي چي دامیرامان الله خان غازی دافغانستان داستقلال ګټونکي ته ئې دکافر خطاب کړی دی،
پوښته دا ده چی ولی امان ا الله خان کافردی ؟: ددې ایخوانی اوداسلام دټیکداردلیل به خامخا دغه وي ،چی دښځو آزادي ئې دلومړي ځل دپاره را وه ایستل اودښځوحقوق ئې دقانون په چوکاټ کښي تامین کړه،دنسوان مجله ئې راوایستل اودلومړی ځل دپاره ښځوخپل ږغ په رسنیوکښي اوچت کړی.همدغسي دمحمد ظاهر شاه خان اوسردار محمد داودپه وخت کښې هم داسلام ابادترادارې لاندي دافغانستان پرواکمنانوباندی ئې جهاداعلان کړی وو.اوداپه دې چي هلته ښځودتعلیم حق درلود.او په لڅ مخ ښوونځی او پوهنتونونو ته تلل،نن دامریکاحکومت چي په افغانستان کښي ناکامه دی یو لوی علت ئې همدغه ددولت په منځ کښي دایخواني اواسلام تندروانوشتون دی،بل عمده علت ئې هم د پاکستان او تند روانواسلامي ګوندنوترمنځ اړیکی دي. چي زموږ داساسي قانو،دفکردآزادۍ،داقتصادي پرمختګ خنډ دی.او امریکائیانوپه افغانستان کښي سوله رانه وستلای سوه،دقاچاق مخه ئې ونه نیول،ډموکراسي هم په دغه شرایطو کښي موږونه لیدل،بلکي ددغه ښیګڼوپرځای موتباهي،میلونونه انسانان وژل کیدل، په هیروئينودځوانانو اخته کیدل دهیواددآبادۍ پرځای ورانی موزموږپه دغه وخت اوزمان کښی ولیدل.نوځکه صحیح قضاوت کولای سو،چی ناټواوامریکا ئیان په افغانستان کښي ناکامه دي، ناکامه سول.
دناټواوامریکا ئیانوبې مسؤلیته وتل دافغانستان څخه :
دافغانستان دشل کلن جنګ مؤخه اودجنګ موضوع دخارجي قوتونو شتون ؤ،څه وخت چی دطالبانوحکومت ړنګ سؤ،طالبان په تیښته پاکستان ته ورغلل،پاکستان هغه دوه مخه سیاست دلته په ماهرانه توګه پلي کاوه، دیوه پلوپاکستان دناټواوامریکائیانوتیاروته دکوټي په هوائي میدان کښي ددې زمینه برابره کړې وه چي دهم هغه ځایه څخه پرطالبانواوافغانانوباندی دکروزراکیټونه واوروي،دبله پلوه هغه طالب مشران چي په پاکستان کښي وه ،هغه ئې زندانیان کړه.اوبیا ئې امریکائیانوته په لاس ورکړه اوامریکا ئيانوهغه ګواتیناموته زندانیان واستول، داخویومخ سیاست ؤ دپاکستان او ای ـ اس ـ ای چی دطالبانوپه حق کښې اداکړی.اونړیواله ټولنه ئې هم خطا ایستل، ولی په عمل کښي دطالبانودراټولولواونظامي زده کړودپاره ئې هم دپاکستان په مختلیفوسیمو کښي روزن ځایونه ورته جوړکړه چی مرکز ئې بیاهم اسلام اباد ؤ.اوهم هلته ئې دالقاعده دشبکې مشران داسما بن لادین په شمول وساتل. دطالبانوږغ دهم هغه ځایه څخه ددوهم جهادپه نوم داځل دامریکائیانوپرضدرا پورته سؤ،داږغ لومړی په سرحداتو،ځینوسترتیژکوغرونواولیري پرتوسیموکښي اوریده کیده،څنګه چي ږغ ئې دهیواددملي ګټوسره برابروو،نودخلکودتائیدوړهم وګرځیدی،چي ریشتیاهم هیواداشغال سوی دی،په تیره بیا هغه وخت چي امریکائې بمباردومانونوپه بیرحمۍ سره دافغانستان ولسوالۍ لکه:پنجوائي ولسوالي،په دهراوت کښي دواده پر مراسیموبمباردمانونه اوهمدغسی په ټوله افغانستان کښي دکښت اوحاصیل اخیستول پرموسمونودناټواوامریکابیرحمه بمباریوخلک ودې ته ژمن سوه، چی امریکائيان دلته دآبادۍ دپاره نه دی راغلی بلکی؛هغه دلته خرابی جوړه وي،نوځکه ئې دطالبانوخبري په ښی غوږواوریدلې اودطالبانولیکی نوري هم قوی سوې،دیادولووړده چی ولیکم:افغانان خارجی تیری نه منی او دتاریخ په اوږدو کښې نه دی منلی.داخبره باید امریکا ئیانو دانګریزانو څخه زده کړې وای.ځکه هغه ئې دجنګ په میدان کښي ملګری وه،دلته دطالبانو چړې لاستی پيداکړی.ادامرئیانودې تجاوزته ئې دجنګ اوجهادنوم ورکړی.اوپه افغانستان کښي دجنګ موضوع همدغه سوه.
په دې جهاد(ملی مبارزې) امریکائيانو ۲۳زره عسکر تلفات ورکړه.او په تربلینوډالره ئې هم مصرف کړه په نړې کښې هم دمتجاوزهیوادنوم دځان کړی،نړۍ ئې یوځل بیا دیوه سخت یخ جنګ میدان وګرځوی، خوپه وروستي تحلیل کښې ناټواوامریکا ئیانودغه جنګ بایلوی.او د۲۰۲۱م کال دمی دمیاشتی څخه ئې وروسته دعسکروایستل راپیل کړه،چی دغه وخت د جوبایډن دوران دی.اوهغه ودې ته ژمن دی چي نوربایدخپل عسکر دافغانستان څخه راوباسي.که څه هم جوبایډن مخکی هم ډونال ټرمپ ودې بې ګټي جنګ ته متوجې سوی وو،اوخپل عسکرئې په تدریج سره لږوله،همدغسي ئې دطالبانو سره دځینومهموپيښوپه باب هم هؤکړی ته رسیدلی وه،لکه دبند یانوخوشي کول، دامریکائیانودشپې بمباردمانونه بندول اوپرطالبانو باندي دبریدونولږوم اویولړطالبان دتورلیسته څخه ایستل، هغه تعهدات وه چي دزلمی خلیل زاداوطالبانوترمنځ پریکړه پروسوه.ددوحې دخبروناسته تریونیم کاله پوري دافغانی هیئت اوطالبانوترمنځ وځنډیدل اوجنګ نورهم شد ت وموند.
دجنګ په جریان کښي امریکا ئیان په دې اعتراف کوي،چی جنګ ئې بایللی دی.ددې خبري کره ثبوت دادی،چی جوبایډن دیوې مرکې په ترځ کښي دیوه ژورنالیست دپوښتني په ترځ کښي وايي: دافغانستان په باب پوښتنه مه کوه اوزه نه غواړم چی دغه ترخې اوناراحت کونکي خبري واورم،یاهم وائي:موږپه افغانستان کښي دآبادۍ اودولت سازۍ دپاره نه یوراغلي،زموږ مقصددتروریزم دمنځه وړل وه اوهغه موږداسماپه مړینه دغه هدف ترسره کړی.اویاهم هغه وخت چي امریکا ئیان دبګرام دترټولولوی هوائي سنګردخوشي کولوڅخه وروسته په توره شپه کښی دبریښنا دتاریکولوپه تیاره کښي خپل اخیرنۍ پروازوکړی اوپه تورشپه کښی په پټه ووتل دغه ټوله خبري ددې معنا درلودلای سي چي امریکا ئیانوپه افغانستان کښي ماته وخوړه.
نتیجه او اخیرنۍ خبري:
امریکائیانوپه افغانستان کښي شل کاله تیرکړه،په دغه شل کاله کښې هم ډیر سترخیانتونه وکړه اوهم ئې په دغه شل کاله کې یولړښېګڼي اولاسته راوړنی هم درلودلې.خرابۍ خوئې موږ مخکی هم یادونه وکړه، خوپه لنډه توګه ئې داسی یادولای سؤ.
لومړی:دافغانانوترمنځ خپل منځي اختلافات ددغه وخت دخربیویوه بیلګه ده. نوموړی اختلافات په مذهبي، قومی اوسیمه ایزلحاظ یادولای سو.داکلیت ستم پراکثریت،په حکومت کښي هغه چاه ته ډیره ونډه ورکول کید ل چي دناټواوامریکائیانوپه نظرقدرمن وي.په حکومت کښي یوه محدوده ډله دواک اواختیارخاوندان سوه اودغه شل کاله ئې دیوه وزارت څخه بل وزارت ته تغیراوتبدل سول اوهیچاه ئې هم دتیروخیانتونوپوښتنه هم ځیني ونه کړل. دغه تغیراوتبدل دهیڅ ډموکراسۍ اوقوانینوسره سرنه خوری، ځکه ددولت څخه خلک بیزاره اودولت یوازی دامریکائیانوپرنظامی اومادی کومکونو ودریدی اودولت په ډیره بې غیرتي هروخت دخارجی کومکونوکچکول په غاړه ګرځوي چي دافغانانوحیثیت ئې ډیرورټیټ کړی.اوهرشریف افغان ودغه فقیرانوته لعنت وائي.
دوهم : ددغه بیغیرتۍ په نتیجه کښی یولړجنګسالاران دلوړومقامونو خاوندان سوه.اوبیخی ډیري سرمائې اوپیسې ئې دملت،خلکوپه نوم غلا کړې. اوس دسولي دپروګرامونوپرسرناخیړۍ کوي اودسولی د پروسې سره هیڅ ډول مینه هم نه لري،که اوسنی حکومت په ریښتیا سره سوله غوښتې وای.نوددوحی کنفرانس اودسولي کمیټې ته چی دغه اوس ده عبدالله عبدالله په سرکردګي فعالیت کوي، کیدای سوای چي ډیرشریف،بې طرفه خلک ،سیاسي خلک ئې هم دغه دسولي پروګرام ته منلي وای، چي په هیوادکښي دسولی دپاره کارکوي اودمجاهدینودډلی څخه نه دي.ددې خلک څخه مقصد هغه دباندی ګوندونه دي چي په دولتي لحاظ هم په رسمیت پيژندل سوی دي، خوپه دولت کښي هیڅ ونډه نه ده ورکړل سوې،ددغوګوندنوتعدادچی هرڅومره دی،هغه به وي. بایددسولی په علی شوراکښې حداقل ۱۰ نفرنماینده ګان درلودلای،نوبه دډموکراسۍ اکټ هم په سوی وای.اودهغوی دنظریاتوڅخه به هم ګټه ترلاسه سوې وای.خوپه هرصورت ددغه کارتوان د سولي دعلي شوراڅخه نسته.داځکه چی هغه یوازي خپل ځانونه په ټولنه کښي مطرحه غواړي.حتاهغوی په خپل منځ کښي هم دتفاهم ژبه نه لري.نوددې شورادرا منځته کیدوڅخه به دافغانستان ولسونه څه توقوع ولري.اونومړې شورادیوه کال په جریان کښي جوړه هم نه سوه.او همدغسي ئې دطالبانودرې میاشتني مؤقت حکومت ته هم مثبت ځواب ورنه کړی، معنا داچي ددې علي شوراګټي یوازي په جنګ اوتاوتریخوالي کښي دي، نودلته آزادبحثونه، نتیجه دسولي ددغه حکومت اوشوراپه موجودیت کښي ممکن نه دي. چی موږ په ښکاره وینو چي ورځ تربلي دغه حکومت دسقوط پرلوري په چټکۍ سره روان دی، که څه هم خطاایستونکي هلي ځلي ئې کړي دي اوغواړی چي ددغه مظلوم ولس داحساساتو څخه منفی ګټه پورته کړي اوولس دپيسو په زوردطالبانو سره وجنګوي، خوداسي معلومیږي چي دغه کاراومزبوهانه هلي ځلی هم ګټه نه ورته کوي،موږ وینو چي دافغانستان د۱۸۰ولسوالیوڅخه تر۱۳۰ولسوالیوپوري دطالبان لاسته ورغلې دي،دافغانستان اقتصادي بندرونه هم طالبانوونیول، اوهمدغسي دافغانستان دمهموښارونودروازوته هم طالبان راورسیدل، دلته دیادولووړخبره داده چي : دطالبانوراتګ اووهمدغه توان اوطاقت ته رسیدل دافغانستان دخلکوغو ښتنه نه وه،بلکې؛ داوسني دولت دبیخي ډیروغلتیو، احمکتونونتیجه ده چي طالبان تر دغه اندازې قوی اوغښتلي سوه. ترنن ورځي پوري خوهمدغه دطالبانو دپرمخ تګ پروسه موږپه سترګووینو.نوداچي نوربه څه پيښېږي دغه به اینده ته پریږدو.
یادونه: نوموړی مضمون په دغه ویب پاڼه کښی هم کتلای سی. www.babacenter.nl
پای
لیکوال : ننګیالی بڅرکی