دطالبانوراتګ ضرورت نه ؤ،خودتیروچارواکوبې کفایتي وه

«دشلوکالو ډرامه داشرف غني دتللوسره پایته ورسیدل»

په دې مقاله کښي دغه سرلیکونه شامل دي.

نوی سریال را پیل سؤ.

لومړی: طالبان باید څه وکړي.

دوهم : دفساد کولوسره باید حساب وکول سي.

دریم : دملي ارزښتونو ساتل .

څلورم : درشوت اواختلاس(چور) مخه نیول.

پنځم : عمومي عفي ته احترام کول.

شپږم : دخلکواودولت شتمنیوته احترام کول:

اووم : دمسلکي خلکوپرکارګمارل.

اتم : ښځوته په ټولنیزو کارونو کښي ونډه ورکول.

نهم : دخارجي مداخلې مخه نیول.

لسم : دفکرآزادۍ ته احترام کول .

یوولسم :دقومونوترمنځ دباورفضأرامنځته کول.

دولسم : دوټیزپرمختګ دپاره ملي ګټي سمي استعمالول.

دیرلسم : دغلواوغیری مسؤلومسلح کسانومخه نیول.

څورلسم:دهیروئینواونړیواله قاچاق مخه نیول .

نوی سریال راپیل سو:طالبان پرافغانستان باندي بیله پنجشیره نورټوله افغانستان په ۲۰۲۱م کال داګسټ پر شپاړسمه دیکشنبې په ورځ ونیوی،که طالبان غواړی چي خپلي لاسته را وړنی وساتي.اوپه افغانستان کي دیوه تاریخي اوملي غورځنګ په ډول نوم او نښان پریږدي. نولازمه ده چی خپلوتاریخی اوملي ارزښتونوته پاملرنه وکړي،طالبانودجنګسالارانوڅخه حکومت خلاص کړی،دهری ورځي دډیروافغانانووژنه خودغه اوس خلاصه سوه.او همدغسي دهیواد پرډیره مځکه ئې دواک لاس بری سته، خوودې ته دي ډیره پا ملرنه وکړی چي ددولتي ماشین ترلاسه کول،دقدرت نیول اوانقلاب کول داهدف نه دی بلکي ؛یوه لاسته راوړنه ده دهد ف ته درسید ود پاره،کیدای سي چي ددغه وسیلې څخه (انقلابه) څخه تاسودهیوادوالودپاره خد مت وکړی،کیداسي چي تاسو دملي ګټو دخوندی کولو دپاره دهمدغه کیفی تحول څخه ډیره ښه ګټه ترلاسه کړی، کیداسی چی تا سو دافغان ولس هغه تاریخي غروروساتی کوم چي دتاریخ په اوږدوکښې دوینوپه تویولوسره ګټلی دی، کیدای سي چی تاسودافغانستان استقلال وساتی چی اخیرن تجاوزئې دامریکا ئیانواوناټوداشغالګرفوځ دخواڅخه وو.

په دې کښی شک نسته چی طالبانوپه دې لاره کښي قربانۍ ورکړې،په افغانستان کښې ناټواوامریکائیانوته ماته ورکړه،خوددغولاسته راوړنودساتلودپاره خوراډیراحتیاط په کاردی.اوهوښیاري په کارده،دالوړاوعظیم کاراولاسته راوړنه دیوه ګوند،یوې ډلي اویو طرزتفکرتروس اوتوان ډیره لوړه خبره ده، افغانستان یوه ټولنه ده یولوی تاریخی هیواددی،دلته مختلیف قومونه،ژبي اونظریات،ایډیالوژیګاني دهیواددسمسورتیادپاره کار کوي.اوحق هم لري چی باید کاروکړي.او خپل نظریات په سولیزه توګه دقانوني لارودهیواد ددولتي حاکمواورګانونوسره شریک کړي.داځکه په یوه ګوندی حاکمیت سره آزادي، ډیموکراسۍ او دخلک ازادې نه سي څرګندیدای،دټولنیزوفعالیتونومخه بایدونه نیول سي،ټول شموله حکومت خپله دطالبانودواک سره مرسته کوي.هیوادبایددهمدغه وسیلې څخه (طالباني انقلاب) څخه چي داګسټ پرشپاړسمه ئې خپله آزادي ترلاسه کړه ګټه واخلي.او یوټول شموله حکومت بایدجوړکړي، چی په هغه حکومت کښي مذهبي ډلي، ډموکراټان، آزادی خواهان اونوردهیوادپه ګټه ګوندونه باید سره راټول کړل سي اودغه هیواددپرمختګ پرلوری رهنمائی کړي.په هیوادکښي باید مدني قانون اوجودولري اودهغه په چوکاټ کښی خلکوته په سیاسي چارو، دولتي چارواو ټولنیزوچاروکښی دګډون حق ورکړل سي.

طالبان باید دافغانستان دآزادوخلکودفکرآزادۍ ته احترام ولري،خپرونی آزادي کړي، شخصي آزادۍ باید دخپلو ایډیالوژیکوتند رو قوانینوترفشارلاندي رانه ولي.ددین اومذهب په نامه بایداسلام بدنامه نه سي.دطالبانوکړنه باید دنړیوالواسلامي هیوادونوپه څیردافغانستان دپرمختګ په فکرکښي سي.داسلامي هیوادونو،ګاونډوهیوادونواودنړۍ دلوړوتحنیکي ، سیاسي هیوادونواوابرقدرتونوسره بایددمتقابلوګټو،دنیکومناسباتوپربنسټ جوړجاړی وکړي.  دهمزیستي مسا لمت امیزاصل باید دافغاني ګټوپربنسټ ولاړي وی.دخلکوشخصي شتمنۍ باید وساتل سي.او داسي یوحکومت رامنځته کړي.چي قانون په کښي برلاسی وي.اوقانون باید دهیوادپرټولواتباعویوشانته وي. دښوونځیو،پوهنتونونوپه مجموع کښي دتعلیم اوتربیې دروازې باید دنارینواوښځودپاره خلاصی سي.داچي زموږدهیوادلویه ستونزه دښووني اوروزني سطحه ډیره ټیټه ده،نو بایددغه نقطې ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړل سي.ښوونه اروزنه باید دښارونواوولسوالیوڅخه کلیواولیري سیموته هم وغزول سي، ترڅودهیواد ډیره برخه خلک دسیواد دنعمت څخه برخه مند سي.خو بیا هم په لنډه توګه دخوشحالۍ ځای دی چي هیوادآزادکړل سؤ.اودافغانستان څخه جنګ کوچ وکړ،دافغانستان شریف خلک ټول عمردآزادۍ په خاطردسخت امتحان څخه دمیلنونوکسانو په شهادت او قربانیوسره تیرسوي دي.امید واریم چي نوربیا دغه ازمایښت په افغانانوونه سي.اوافغانان دخیراوسولي په فضأ کښي دهیواد دپرمختګ دپاره کاروکړي.

نود پورته بیان په ادامه سره دطالبانوڅخه دغه امید لرم چی طالبان باید دغه لاندي ټکوته بیاهم پا ملرنه وکړي، ترڅویوآزاد ،منلی اواباد افغانستان زموږ په ژوند کښي ولیدل سي.

طالبان باید څه وکړي؟.

 لومړی : ترهرڅه نه مخکي باید ځانونه دالقاعده ،داعیش اودپا کستان د افرطي ډلوڅخه راجلاکړي.ترڅودنړیوالودباوروړوګرځي.اونړیوال اعتبارترلاسه کړي.نړیوال وهڅوی چي دافغانستان سره خپلومرستوته دوام ورکړي.اوافغانستان په اقتصادی لحاظ پرخپلو تولیدي ګټوتکیه کړي اوپرپښوئې ودروي. افغانستان چي داسیا په زړه کښي دلوی وچي یوتجارتي اوارزښتناکه هیواددی.باید دګاونډیانوسره دښه ګاونډیتوب (همزیستي مسالمت امیز) په روحیه ښه ګاونډیتوب دبرابروګټوپربنسټ ترسره کړي.په دې کښی شک نسته چي دهرهیوادچارواکي دخپل هیواداوخلکوګټوته ژمنددي، خودنورهیوادوسره هم دخپلوداخلي ګټوپربنسټ نیک روابط اواړیکي ساتي.دبیلګې په توګه:سعودی عرب،قطر،سوریه ،الجزایرمصر به اختلافات هم دغربي نړۍ اوروسې سره لری،خوداقتصادي اوملی ګټوپر سربیا دسازش اومبارزې دلاری کړنه ورسره کوي،همدغسي دلویوقدرتونوترمنځ تضادونه دیادولای سو.لکه دامریکا اوچین ترمنځ خپل منځي اختلافات،دروسې اوامریکاترمنځ اختلافات اوهمدغسي دچین اوروسې ترمنخ اختلافات شته ،خو دملی ګټواو دنړیوالوقوانینو دپه نظرکي نیولوسره ئې هغه اختلافات پرې ایښي دی اودهیواددابادولولاره ئې خپله کړې ده ،چی افغانستان هم بایددګاونډیوهیوادوسره نیک مناسبات ولري.خوپه ډیره اوځانګړې توګه  بیادپاکستان اوایران سره دملی ګټواودسیاسی استقلال په خوندی کولوسره دپاکستان اوایران سره دمتقابل احترام په رڼا کښي راکړه ورکړه وکړي . تراوسه خوموږ دپاکستان اوایران سره اړیکي دیوه مجبورهیوادپه څیرساتلې اودا دافغانستان په ګټه نه وه.ګیله موهم نه کوله ځکه زموږهیوادتراشغال لاندي یوهیواد وو.نو که موږاوس یوآزادافغانستان لرو نوپه دغه صورت کښي بایدپه سیاسي اوټولنیزوچاروکښې آزد وه اوسیږو.چی دغه  دافغانستان پرسیاسي اواقتصادي استقلال اوازادۍ باندي مثبته اغیزه لري. 

دوهم : دپخوانیومنفروڅهروسره باید دحساب ورکولو دروحې پربنسټ کړنه ترسره سي، څودملت باورنورهم دطالبانوپرکړنوباندی راسي.هغه چاه چي په تیروحکومتونوکښي غضب،ناوړه ګټه دملت دشتمنیوڅخه کړې ده، یا ئې دولتي مؤسیسې ،دولتی ملکیتونه ،دبیت المال،مال ئې چورکړی دی، دټولني دوګړوڅخه ئې ددولتي قدرت په وخت کښي بډي یا رشوت اخیستی دی،یا ئې هم نورناوړه کارونه کړی دي،اوخپله سرمایه ئې ډیره کړیده ، دهغوی سره بایددباورپه فضأ کښي حساب اوحسابداري وکړل سی.چی دغه کارډیرساده او اسانه دی، ځکه دهرچاه کورني جوړښتونه ښکاره دي.هغه چاه ته چي دپلرنواونیکه ګانو ورپاته سوې وه هغه هم معلومیږي اوهغه چاه چی دخپل قدرت څخه په ګټه اخیستلوسره سرسامونکې ډیره سرمایه دملت دګټوڅخه ترلاسه کړې وي هغه هم په دغه شل کاله کښي ډیرروښانه لیدل کیدای سي.زه فکرکوم چي دغه مهم کارکه څه هم ګران کاربه وي خو ډیر مهم هم دی.اوپه دې کار به ملت او خدای (ج) هم خوښ سي.

دریم : ملی ارزښتونه ساتل : ـ داهغه ارزښتونه دي چي دیوه ملت خلکو دتاریخ په اوږدو کښي دخپل هویت دساتلو دپاره په لاس را وړي دي.اوزموږهیوادپه همدغه ارزښتونوسره پیژندل کیږي.اوپه نړۍ کښي دیوه وتلی آزادهیوادپه ښه نوم سره یادول کیږي، دسیمي خلک دنړۍ مختلیف هیوادونه ئې په همدغه ملي ارزښتونواوسمبولونوسره پيژني. که دیوه ملت سره خپل ضروري نخښي نښانې اویا سمبولونه نه وي هغه هیوادملت آزادنه ګڼل کیږی اوپه نړۍ کښی دیوه آزادملت نوم هم نه ورکول کيږي.نوهرملت کوښښ کوی چی خپل سمبولونه، افتخارات اولاسته راوړني وساتي.په هرهیوادکښي سیاسي،ټولنیزتغیرات را ځي، انقلابونه کیږي، چي کیفي تغیرات دبیخ اوریښې سره تغیرخوري.اوهغه څه چی تغیر نه خوري هغه دهغه ټولني ملی ارزښتونه اوتاریخی کارنامې دي،تاریخي شخصیتونه او ټولنیز افتخارات دي چي ساتل کیږي.

موږددغه ملی ارزښتونوڅخه یادونه کولای سو، چی زموږ په هیوادکښي احمدشاه بابا، میرویس نیکه غازي امان الله خان دتاریخ اوآزادۍ سمبولونه دي،باید هیڅ یوحکومت ئې ددرناوی څخه سترګي پټي نه کړي.زموږتور،شین،سوردرې رنګه بیرغ او په هغه کښي زموږدمسلمانۍ نخښه لکه مهراب ممبراوملي شتمنی لکه دغنمو وږی چي زموږ داقتصادی ژوند یوه برخه ده. ددې ملي ارزښت څخه باید څوک انکارونه کوي.او تر نن ورځي پوري دنیکه مرغه زموږ دغه تاریخي ، ملی هویت ساتل سوی دی.او همدغسی په ملي ارزښتونو کښي زموږجغرافیه ده،چي زموږملي شتمنی، ملی هویت اوزموږ دبابا را پاته سوې خاوره اومیراث دی، چي باید په امانت دارۍ ئې دیوه نسل څخه وبل نسل ته وروسپارو.دښمن ته اجازه ورنه کړوچی زموږپرملی هویت یاخاوره تیری وکړي.داځکه چی دهیواد مینه دایمان سره مینه ده.اوهمدغسي تاریخي موزیمونه اوعبدا ت،ابدات اوهغه ملي شتمني چي زموږ دتاریخ برخه جوړوي.دهرحکومت د نده ده چی وئې ساتي.

په تیرووختونوکښي چي په ۱۹۲۶م کال کښي چي طالبان افغانستان ته راداخل سوه او دافغانستان تاریخي عبداتوته سخت زیان واړاوه،دبودا د۳۰۰۰کاله تاریخي مجسمه ئې دمنځه یووړل،دغه بدعمل ئې دټوله جهان خلکووغندی،په افغانستان کښې هم ډیرخلک دځانه څخه خوابدي کړه،همدغه بد عمل ددې سبب سو چی طالبانودافغانستان دخلکوحمایه دځانه سره ونه درلودلای سوای.نودرژیم په چپه کولوئې خلک خوشحاله سوه،که څه هم په تیروخت کښې دخرابیوپه څنګ کښي طالبانو ډیري ښې لاسته راوړني هم درلودلې.خودمجسموپه ماتولواودموزیمونوپه خرابولوسره ئې دافغانستان تاریخ ته سخته صد مه ورسول.امیدچي نن ورځ چي طالبان لاسته راوړني هم لري اوهیوادئې دلوی امپریالیستي هیواددظلمه څخه خلاص کړی،بیا هغه څه تکرارنه کړل سي چی دافغانستان ملی شتمنیوته دي تاوان ور سیږي.او طالبان باید خپلوملي ارزښتونو ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړي.    

څلورم :درشوت اواختلاس مخه نیول :ـ دادهرهیواددحکومتونودنده ده چی قانون باید په بشپړه توګه تطبیق کړل سي، غیري قانوني کړني چی ملت ته سخته صدمه رسولای سي، دشخصي ګټوپربنسټ دقانونه تطبیق دواسیطې اوروابطوپربنسټ درشوت اخیستلوپربنسټ دهیوادایندې، نوم اونښان ته خوراډیرزیان رسولای سي. لکه څنګه چی په تیرحکومت کښي دفاسداورشوت سطحه دومره ډیره سوه چی زموږهیوادئې دنړۍ دفسادپه لومړنیوقطار کښي راوستی اوپه نړیواله کچه ئې دومره بد نامه کړی چی دنړۍ خلکو،حکومتونومرستي هم پرلږکړې اوپه دغه لړکښې په تورلیست کښی هم راوستی،پوهیږوچي دغه یوه سخته بدنامی وه زموږدباغروره خلکواوهیواددپاره.که چيري دهیواد شتمني دخلکو په شخصي جیبوکښي ولویږي نوپه دې کښي شک نسته چي دهیوادخلک به دلوږي بیچارګۍ اوبدبختۍ سره مخامخ سي.لکه څنګه چی موږپه تیررژیم کښي ولیدل چي افغانستان برسیره پردې چي دزراعت اومالدارۍ له مخی یو شتمن هیواددی.او همدغسی دقیمتی ډبرو،او معدنیاتو له مخي یو وټیز هیواددی، خوبیاهم دنړۍ دخوارځواکوهیوادوپه قطارکښي راغلی.چی دغه شل کاله بدبخته دوره زموږدهیوادترټولو نورودورودرشوت اوفساد بده دوره وه. چی موږته بایدهمدغه تیره دوره راته تجریبه سي.که څه هم مخکی تر دغه شل کاله هم څه ناڅه رشوت اوفساد موجود وو،خو دومره ډیرنه ؤ. اودومره ډیرزموږولس اوهیواد هم نه وخواځواکۍ سوی.نودطالبانو اوراتلونکی حکومت څخه زمااودهیوادوالوغوښتنه داده چي دفساد اورشوت مخه راوګر ځوی په ډیره بیا په وزارت مالیه،ګمرکاتواووزارت عد لیه په څارنوالیواومحکموکښي.

پنځم عمومي عفي ته احترام کول: ـ عفه کول دانساني ژوند یو مهم اړخ دی،انسان دسهوی څخه خالي نه دی، دقدرت په وخت کښی زورازمایښت کول دمیړنوکارهم نه دی،هغه څوک چی تسلیم سی اوقدرت دلاسه ورکړي، لازمه نه ده چی قصاددی ځینی واخیستل سي.قصاد اخیستل بیا بله ستونزه را منځته کوي.داځکه چي هر ظلم کول بیا بیرته قصاد ځینی اخیستل کیږي. نوقصادپرقصادبیا دجنګ ادامه اودجنګ بیرته پیل کیده دي.نوپه دې چي دافغانانو دشریفوخلک وینه نوره توی نه کړل سي، لازمه ده چي یوه عمومی عفه په عمل کښی را منځته سي. تر څوزموږغیرتي ولس بیرته کاراوروزمره ژوندته راوګرځي.عفه کول دمړوهنردی،دسولی پیل دی،دجنګ ختمیدل دي اوپه عفه باندي خدای (ج ) هم خوشحالیږي. دا ځکه چی دخلکو اوهیوادوالوترمنځ دباورفضأ را منځته کیږي. نوطالبان چی نن ورځ په قدرت کښي دي ،واکداره دي دافغانستان دخلکوتقاضا دغه ده چی خپلوژمنوته په پوره اسلامی اوافغاني روحیه سره ټیګ ودریږي،هغه څه چی وائی هغه په عمل کښي هم پلي کړي.چي ددوی دکارونوڅخه یوهم دعفي غوره تصمیم دی. اوزه چي وینم دافغانستان خلک دطالبانو دغه دعفي هوډ ستائي. که چیري طالبانودخپلوژمنوڅخه سرغړونه وکړه،زه په دې سره یقین لرم چي ددوی په مقابل کښی به جبهه جوړیږي .اوبیا به دجنګ اغازاو دخارجی مداخلې دپاره زمینه برابره سي. چي دغه کاردهیوادپه ګټه نه دی.قصاداخیستل دبیري اوبیرندوکۍ معنا لري. نوطالبان باید دغه نوم دځانه څخه ایسته کړي.اوتل پرځان باوری،غښتلي واوسیږي.دعفی په عملي کولوسره به ئې انشأالله بری هم په نصیب سي.

شپږم دخلکوشتمنیوته بایداحترام ولري:هرحکومت بایددخلکوشتمنیوته احترام وکړي،دغه شتمنۍ پردوبرخوویشل کیږي.الف: یوخودخلکوهغه شخصي شتمنۍ دي چي شخصأ ئې خلک مالکین دي اویا ئې دخپل زحمت او کارپه نتیجه کښي په لاس راوړې ده اویاهم ئې دپلاراونیکه دخواڅخه په میراث ورپاته سوې ده.خومالیک ئې خپله میراث خوردی، دانوکه باغونه ، کورونه، موټران یا دهغه خپلي پیسې وي دده شخصی دارائي حسابل کیږي، ساتنه ئې دحکومتونوفرض دی چی هغه باید وساتي اومالیک باید په ارامه خپل دژوند چاری پرمخ بوزي،دانوهغه وخت کیدای سی چی واک پرهیواددیوه قانونی حکومت په لاس کښي وی.اوقانون حاکم وي نوبه دهرچاه شخصي ژوند اودارئي هم ساتلې وي،خلک به دحکومت سره مرستند ویه اودخپلوګټواوکاروبارڅخه به مالیه حکومت ته ورکوی اوحکومت به بیا په هغه پيسو دملت ستونزی حلوي.

بې : دعامه ګټویاټولیزوګټوشتمنی ده : چی په دغه شتمنۍ کښي دهیواد ټوله خلک شریک دي اوپه ټولوګډي ګټي ځیني اخلي.چی دغه ته دولتی شتمني هم وائي.چي ساتنه ئې دهیواد پرچارواکوباندي ضروري ده.هرڅومره چی دغه عمومی دولتی شتمنی غني وي په هغه اندازه به دهیوادخلک هوسا اوارام ژوند ولري.اوداقتصادی ستونزوڅخه به خلاص وي، چی ددغه شتمنیو مهمه برخه دهیوادلوئي پروژې جوړوي،لکه فابریکې ،بانکونه مؤسیسې، سړکونه ، داوبو بندونه اوداسی نورچی ددولت زیربنا جوړوي.چي په ټولوکښي دبیت المال نوم هم ورکولای سو.نوکه دغه شخصي اودولتي شتمنۍ وساتل سي دهیواد دخلکو اودولت تر منځ به بشپړه باوراواتحاد هم را منځته سي.

اووم دمسلکی کسانوپرکارګمارل :ـ تیروتجریبووښودل چی په تیروحکومتونوکښي دسردار محمد داود خان شهید مړیني څخه وروسته حکومت یوه ګوندي ډلی ته دنظامی لاری څخه په لاس ورغلی.دوی حکومت تریوه وخته وچلوی،خوناکامه سوه.دنوروعلتونوپرڅنګ ئې یولوی علت دغه وو،چی کاراهل کارته نه و سپارل سوی.ډیرمعلمین ولسوالان سوه، ډیر ولسوالان بې کاره سوه، ډیرانجیران بې کاره سوه اودندي ئې وغیري مسلکی کسانوته وسپارل سوې،همدغسي څه وخت چي دمجاهدینوپه نوم حکومت رامنځته سو.همدغه پروسه دغیري مسلکی کسانوپرکارګمارل وه،چی هغه لازمه اودکارمؤسیسه ورسره ناکامه اووتړل سوه. نو که دطالبانو په وخت کښي هم دغه غلت سیاست اوغلت برخورد وسي، نوپه دې کښي شک نسته چي دناکاره کارمندانو په وسیله به سم کارونه خراب سي. نولازمه ده چي دحقوق پيژندونکو څخه په خپله برخه کښي کارواخیستل سي، دانجنیرانوڅخه هم دمسلک پربنسټ کارواخیستل سي، ښوونه اوروزنه،روغتیاپالنه،څارندوی په امنیتی برخه کښي، عسکري نظامي مسلکی خلک.اوداسی نورمسلکونه په افغانستان کښي دافغانستان ملي سرمایه ده .چي ددغه ملي سرمائي څخه باید دمسلک په برخه کښي ګټه ترلاسه سي.اوپه دې باندي ګرم نه کړل سي،چی دپخوانی حکومت سره ئې کارکړی دی،دا ځکه چي سیاست دټولنی سیاسي ګوندونه پر مخ بیا ئي اودهیوادابادي بیا په مسلکی خلکوپوري اړه لري. نو که یوحکومت دمنځه ځي اوځای ئې بل حکومت نیسي،نوددې معنا دانه ده چي دزاړه دولت ټوله لاس ته راوړني اوعلمی معنوی ارزښتونه دي هم په ټولیزلحاظ دمنځه یووړل سي. یوازي باید دټولنی سیاسي کړنلاره بدله سي، نه دټولنی معنوي ارزښتونه، که دغه کارهر دولت وکړچی خپل معنوي ارزښتونه ئې دخپلوسیاسي خیالاتوپه خاطرمحوه اونابود کړه ، نوبیابه ورته سخته وی،چی دټولني روبنااوزیربنا دي جوړه کړای سي.

اتم د ښځوحقوق په ټولنیزوکارونوکښي :ـ په هره ټولنه کښي ښځي دټولني نیمائې برخه جوړوي،دتولیدپه ټولوبرخوکښي فعاله ونډه اخیستلای سي.دنارینوسره دژوند په ټولو چارو کښي ملګری کولای سي.همدغسي دهربریالي نارینه وشاه ته یوه بریالی میرمن فعاله رول لري.ښځوته باید په ټولنیزوکارونوکښي رول اوارزښت ورکړل سي.په ټوله نړۍ کښی دغه اصل منل سوی دی،یوازي په وروسته پاته هیوادونوکښي وښځوته پا ملرنه نه ده سوې او دضعیفه،عجزې په نامه نومول سوې ده.چي دغه غیري علمي اصلاحات دوروسته پاته ټولنودځانګړنوڅخه ګڼل کیږي،هغه ټولني چي پرمختللي ټولنی دي هلته دښځواونارینو حقوق تامین دي اوپه قانون کښي دنارینوپه څیردټولني په هره برخه کښي فعاله ونډه درلودلای شۍ.په اسلام کښي هم ښځوته داسلامي قانون سره سم ۱۴۰۰ کاله مخکی حق ورکړل سوی وو. خوزموږ په ټولنه کښي هم اسلامي حق داسلام دقانون په رڼاه کښي نه دی ورکړل سوی اودتمدن په اوسني ۲۱قرن کښي دښځوحقوق ترپښولاندي سوي دي. دطالبانوڅخه امید کوو،چي دښځووآزادۍ،پرمختګ اوپه ټولنیزو کارونو کښي برخه ورکړل سي.څودټولني دغه نیم نفوس دتولید،معنوي زده کړوڅخه مهرومه نه سي.اوټولنه دنراو ښځودفعاله کاراو فعالیت په نتیجه کښي پرمخ ولاړه سي.اوزموږهیواددنوروهیوادوسره په هره برخه کښي سیالي وکولای سي.

نهم دخارجي مداخلی مخه باید طالبان ونیسي:ـ په تیروکلونوکښي زموږپرهیواددناټواو امریکا ئیانودیرغل څخه وروسته دنړۍ ډیروهیوادونودلته ددښمنۍ لاسونه راوغځول،هر هیواددخپلوګټودلاسته راوړلودپاره دلته جاسوسان اودهیواددورانولوپروګرامونه په مختلیفو نومونوسره وکړه،سیاسي اونظامي ډلي ئې تربیه کړې اودخپلوګټو دپاره ئې استعمال کړه. خو هغه ټوله داشرف غني دحکومت سره به خلاص وګڼوتیرپرتیرهیرپرهیر،نن چي افغانستان دطالبانودغورځنګ دخوا څخه اداره کیږي اونوی حکومت رامنځته سو.توقع دغه ده چي دخارجي مداخلې څخه هیواد په امان وساتي اودټولوهیوادونوسره دورورولۍ په فضأ کښي راکړه ورکړه اودښه نیت په روحیه چاري پرمخ بوزي.نورهیوادونه په دې کښی شک نسته چي خپلي ګټي په افغانستان کښي غواړي، خودایوه قانون منده خبره ده، په دې کښي شک نسته چي هرهیواددبل کوم هیواد سره دخپلو ګټوپربنسټ دوستی کوي. خو موږ افغانان هم دټولوهیوادوسره دوستی غواړوخو! دمقابلو ګټوپربنسټ.موږبه هغوی ته ګټه رسو، هغوی به موږته دنړیوالوقوانینو پربنسټ به افغانستان دټولوهیوادونوسره ددوستۍ لاس ور کړي ، چی دغه کاردهیوادپه ګټه تمامیږي. نن په نړۍ کښي علم اوتخنیک ډیرپرمختګ کړی دی، نړۍ دګلوبلیزم وپړاوته ورنژدې سوې ده.ټوله اروپاپه خپل منځوکښي دومره سره نژدې سوې ده چي حتا په منځ کښې نه سرحد سته اونه کنترول.نه هم دویزې ترینګلي شرایط.نوهمدغسي په آسیااوزموږدهیوادپه ګاونډوهیوادوکښی هم بایدهم دغه ورورولي داقتصادي ګټوپر بنسټ را منځته سی، اوهغه هیوادونه چي غواړي افغانستان دخپلو سیاسي ګټواواقتصادی ګټودپاره استعمال کړي هغه هیوادونوته باید دناوړه ګټو دتر لاسه کولو چانس ورنه کړل سي، دانوکه هرهیوادوی،بایدافغانان ورته افغانان سي اودخپلولاسته راوړنوڅخه دفاع وکړي،ترخپلوملي ګټوبایدتیرنه سی.دوستي اوښه ګاونډیتوب به پرځای وي، خو د افغانستان ددغه حالاتوڅخه دي ناوړه ګټه نه اخلي.ټوله هیوادونه که غواړي دافغانستان سره دوستي وکړي،ترهرڅه نه مخکی دي دافغانستان خارجي پالیسي، نظامي هویت ، دافغانستان جغرافې ته دي په درنه سترګه وکتل سي.کوم هیوادچي زموږداخلي آزادي، دخاوری تمامیت سیاسي استقلال په رسمیت نه پيژنې اواحترام ورته ونه لري،هغه هیوادبه دافغانانودقهرسره مخامخ سي.اوزموږ دافغانستان ددوستۍ څخه به مهرومه کړل سي.طالبانو ته په کارده چي دخارجي مداخلې څخه ځانونه وساتي، په ډیربیادګاونډوهیوادون دمداخلې څخه. په دې کښی شک نسته چي دګاونډوهیوادونوجاسوسان په دې هیواد کښي دشل کلن اشغال په وخت کښي په پراخه اندازه موجودوه.اواوس هم سته.خو په مخه نیولوکښي ئې دطالبانودغورځنګ دنده ده چي افغانستان دګاونډیانوددغه شوم اوبدعمل څخه په امان کړي.

لسم : دفکرآزادۍ ته احترام کول :ـ څه وخت چي موږنړۍ وینو په نړۍ کښي هغه هیوادونه چي ډیرپرمخ تللی هیوادونه دي هلته دانسانانوترمنځ دفکرآزدی سته.اودقانون په چوکاټ کښي هرڅوک آزادنه فکرکولای سي،په خپل شخصي ژوندکښي دځان اختیار لري، په ټولنه کښي دټولنی دپرمختګ دپاره دخپل فکرسره سم په سیاسي، ټولنیزوچاروکښی آزاددی اودخپل انتخاب له مخي سیاسی پارټیوکښي برخه اخیستلای سي.په مذهبي اودیني آزادیو کښي دخپل مذهب مراسم،انتخاب کولای سي.همدغسي دانتخاباتودلاري خپل ځان کاندیولای سي.اونوروته دخپلي خوښي کاندیدته رایه ورکولای سي.دفکرپه آزادی کښي دزور حکومتونه نه چلیږي،هرګوند،سیاسي پارټۍ یاهم ټولنیزی ټولني که غواړی خپل طرزفکرپه ټولنه کښي قدرت مند اوحاکم کړي نوباید دخلکودعمومي فکرسره سم په مسالمت امیزه توګه مبارزه وکړي اودپارلمان اودخلکودانتخاب دلاري قدرت ته ځان ورسوي اوبیاپه ټولنه کښي دخدمت وړوګرځي. دګوندونوترومنځ تضادونه وي،خودخبرواوشعارونوپه ورکولو سره هرګونددځان طرفداره پیدا کولای سی.نه دزوراو جنګ دلاري.په همدغه دلیل دسیاست په میدان کښي دخبرودلاري دګوندنوترمنځ هم دوستي اودخبرودلاري ګډتفاهم راتلای سي، توله ګوندونه په یوه اجتماع یا ټولنه کښي که پارلمان وي،که سنا مجلسونه اوکه حکومتونه وي مختلیف ګوندونه دمختلیفومیتودونودلاري دیوه هدف یعني دټولني دپرمختګ دپاره کار سره کوي. که څه هم په مرامناموکښي ئې اختلافات وي.خودستراتیژیک هدف دپاره بیا دهیوادپه چارو کښي سره یودي.نودغه ټولنه بیاپه چټکوګامونودخپلوخلکودپاره خدمت کولای سي.اوهغه هیواددژردپرمختګ ګامونه اخیستلای سي.

په دغسي ټولنوکښي چي دفکرآزادی ئې کړنلاره ګرځولې وي، هلته مذهبي دیکتاتوري وجودنه لري، خومذهبي تبلیغ اوفعالیت وجود لري.هیڅوک مجبورنه دی چي مذهب دي په زوراوجبرسره په یوچاومنل سي.خودخپرونو،کورپه کوردتبلغ په وسیله جذب کولای سي.دهالینډ په دولت کښي دفکر آزادی په ۱۷ پيړۍ په نیمائي کښي دسپینوزوافیلسوف دخوا څخه رامنځته سوه،هغه کلیسا ګاني، پاپ اودعیسوی مذهب مشران اوچارواکي دزورزیاتۍ څخه مني کړه،اکلیت مذهبونه ئې داکثریت دزورزیاتۍ څخه وساتل،داقتصادي پرمختګ په لارکښې دمذهبی فعالیت مخه راوګرځول سوه،هرڅه ئې دانتخاباتودلاري حل کړه، په نړۍ کښې لومړنی سرمایداري هیوادجوړکړل سو،په سیاسي اواقتصادي ژوند کښې ډیرپرمختګ وکړ.

په افغانستان کښي چي دنړۍ دډیروورسته پاته هیوادوپه قطارکښي راځي ترټولوغټه ستونزه ئې همدغه ده چي په دې هیوادکښي دفکرآزادي خاموشه ده.هرحکومت په زوره را منځته کيږي.اوخپل نظریات په زوره پرخلکو مني، مرګونه وژنی کوي اوبیا دهغه ظالم حکومت پرضد خلک راپاڅي او دهغه ظالم حکومت بیخ اوریښي کاږي اوخپل حکومت هم په زوره پرخلکوترپلي.اوپه نتیجه کښي بل ناتوانه ظالم حکومت را منځته کيږي، چی دټولوپه نتیجه کښي دحکومت اوخلکوتوان او طاقت دمنځه ځي اوبهرنیانوته ددې موقع برابریږي،چی دیوې لاري څخه افغانستان اشغال کړي،داځکه چي دهرحکومت سره چي دزوردلاری راغلی وي، دهغوی سره دخلکو حمایه هم نه وي. نوزموږ په هیواد کښی دپيړیوراهیسي دغسي راغلې ده، داځکه چي دفکرآزادی موږ نه لرو.

یوولسم دقومونوترمنځ دباورفضأرامنځته کیده :ـ افغانستان یوداسي هیواد دی چي مختلیف قومونه په کښي میشت اوګډژوندسره کوي،دقومونودپیړیو،پيړیویوځای والی ددې سبب سوی دی چي قومونه په خپلومنځنوکښي دوستی اودکورنیواړیکي یودبله سره ټینګی کړي. ،مشترک ژوندسره وکړی اوپه خپله خوښه یودبله سره ودونه وکړي،ډیروپښتنوکورنیو دتاجیکوقومونوسره ودونه کړی دی،ډیرتاجیکان بیاهم دپښتنوسره ودونه کړی دي، همدغسی نورقومونه هم یودبله سره کورني اړیکی پيداکړي دي.نفاق اچول دافغانانوغوښتنه نه ده ، دخاریجیانولاس وهنه ددې سبب سوې ده چي افغانان دی پرقومونواوسیمو،ژبوسره بیل کړي،دقومونوبیلول دافغانانوضعیفي اوکمزوری رامنځته کوی،همدغه دانګریزي استعمارشعاردی چی وائي: تفرقه واچوه اوحکومت وکړه. په ریښتیاهم دغسي ده هغه وخت چي افغانستان یومتحد افغانستان سي،نوبیادهیڅ یوهیواددپاره دمداخلې ښه شرایط هم نه پيدا کیږي.نه یوازي داچي زموږهیوادبه دبهرنیانودمداخلې څخه خلاص سي بلکي؛هیوادبه دومره پر مخ ولاړسي، چی نورهیوادونه به ئې ودوستۍ ته لیواله وي.خودغه یووالی هغه وخت ښه منځته را تلای سي، چي په هیواد کښي ترټولو دمخه اقتصادی پرمختیا ته ډیره پا ملرنه وسي.اوهیواددملت توب وخواته ولاړسي،چی دغه ملت جوړونه بیله وټیزي پر مختیاڅخه ممکنه نه ده.دقومونوترمنځ ګډ اقتصاد دیوه ملت دجوړیدوتوان رامنځته کوي، نو طالبان باید دملت جوړونی په سیاسي تفکرسره دټولنی وملی اقتصاد ته بشپړه پاملرنه وکړي.که په افغانستان کښي دشمال دخلکوګټي په جنوب کښي دافغانستان ولیدل سي.او دجنوب دخلکوګټي په شمال کښي ولیدل سي؛همدغسي ختیځ اولودیځ کښي،نوبه دوستي، ګډکار،ګډه ژبه اوګډه جغرافیه هم رامنځته سي آوافغانستان به دیوه ملت په څیریومتحد افغانستان سي.دلته ئې که زه دنومونو څخه تیرسم ۱۶ قومونه په افغانستان کي شته چي دپيړیو، پيړوراهیسی ګډ ژوند سره کوي، دبده مرغه داقتصادي نابرابریوله مخی سربیل دي،خوټوله افغانان دي،دغه هیوادئې په ګډه سره ترنن ورځي پوري ساتلی دی.ودغه قومونوته باید داقتصادي پرمختګ.فرهنګی پرمختګ اونوروټولنیزوبرخوکښی باید توجو وسي. ترڅوهرملت خپل ځانونه دهیوادپه بیا آبادولوکښي خپله آبادی وویني.نوپه دې کښی شک نسته چي افغانستان به هم په ډیرلږوخت کښي داشغاله څخه هم خلاص سي.اودفقر بیچارګۍ دستمه به هم خلاص سي.اوخپله افغانان به وکولای سي چي هیوادجوړکړي، قومونه په یوه هیواد کښي پرعقیدونه سره را ټولیږي،پرګوندونوهم نه سره یوکیږي، خو پر اقتصاد سره راټولیدلای سي،داځکه چي ګډاقتصاداو قتصادي ګټي اړیني دي.دغه ګټی نوکه دصنعت،تجارت،زراعت اومالدارۍ په برخه کښي وي.دټولني دیووالي اودخلکودیوځای والي سبب کیدای سي، چي په نتیجه کښې ملت جوړونه کیدای سي.اودهمدغه ملت جوړونی په نتیجه کښی سرمایداري ټولنه جوړیږي،چي دملت په جوړونه کښي بشپړه رول لري. نو دطالبانوڅخه هیله ده چي دقومونوپه یوځای کولوکښي یوملت په اقتصادي جوړښتونو سره را منځته کړي.

دولسم داقتصادي پرمختګ دپاره ملي ګټي سمي استعمالول:ـ په افغانستان کښي په اوسنیوشرایطوکښې دداخلي تولید په څنګ کښي بهرني کومکونه هم دحساب وړګڼل کیږي، دا ځکه چي په اوسنیوشرایطوکښي زموږ دهیواد یوه لویه برخه بهرنی مرستي اوکومکونه جوړوي.نوداخلي اوبهرنۍ ګټي اوکومکون دهیواددخلکوګډه شتمني ده، چي دغه شتمني باید دچورواکارنو،زورواکانواودهیوادخائينوعناصروڅخه راوګرځول سي اودهیواددخلکو عامه تاسیساتوپه جوړولوکښي کارځیني واځیستل سي، په تیروکلونوکښي په تربیلنوډالره هیواد ته راغله خوسمه ګته ځینی وانه خیستل سوه.اودخائینوعناصرووشخصي جیبوته دغه خارجی کومکونه او ګټي ولاړې چي دااشخاصو په شخصي ژوند کښي ئې تغیرات راوستل خودټولني په پرمختګ کښی کارځیني وانه خیستل سو.همدغسي دهیوادپه دننه کښي اوهم په مرکز پایتخت اوهم په ولایتنو کښي ډیري مځکي،کارخانې،دولتي مؤسیسې اوحتا پارکونه اودولتی مځکی زورواکانوچورکړې،غنیمت ئې وګڼل چي پرهغومځکو ئې یاکرائي ځایونه جوړکړه،یائې پرنوروخلکوباندی په لوړقیمت خرڅي کړې ،چي دهیوادورځنیوشتمنیواواینده شتمنیوته ئې سخت زیان ورساوه.اوپه دغه شل کاله داشغال په پړاوکښې هیواددیوه لوی اقتصادي بهران سره مخامخ کړ.چي بیرته جوړونه ئې ډیروخت هم غواړي، نوراتلونکی حکومت که اعتلافي حکومت وي،که دطالبانوترواک لاندی حکومت وي داقتصادي پر مختیا دپاره دي دابهرنی کومکونه په سمه توګه استعمال کړي،دهیوادهغه صنعتي پروژې چي زموږپرهیوادپه داقتصادي لحاظ اغیزي لري هغو پروژوته دي پاملرنه وکړي،چی هغه عبارت دی دتولیدي مؤسیسو،دبریښنا داوبوبندونه،دولایتونوترمنځ لوئي لاري،دسړکونو جوړونه اوهمدغسي دناتوانوخلکواوکارګرانودپاره داستوګنی کورونه بایددخپلوداخلي تولیدي لاسته راوړنواوبهرنیوپه مرسته ورغوي، ترڅوهیوادپه لومړي قد م کښي داقتصادي ستونزوڅخه په امان سي.نو ددغه اقتصادي ناتوانۍ څخه دخلاصون په لاره کښي دهیواد داخلي تولید ته باید ډیره باملرنه وسي، اوداخلي تولید باید منځ ته را سي اودبهرڅخه هغه توکي هیوادته پرې نه ښودل سي،کوم چي زموږداخلي تولید رازیان مندکوي،همدغسي دبهرنیوهیوادونوسره باید تجارت دهیواد داړتیاو پر بنسټ را منځته کړل سي، یعني په ټولنه کښي ارضه او تقاضا دواړه دټولنی دضرورت له مخي په نظرکښی ونیول سي.دګاونډیانو سره دښه ګاونډیتوب دمعیارپربنسټ بایددسیندنواواوبودلاری تجارتي مالونه تراروپا اونورو لیري هیوادو پوري ورسول سی.همدغسي هغه جایدادونه چي ددولت اوخلکومال ګڼل کيږي هغه باید بیرته دغاضیبینوڅخه واخیستل سي.اودبیت المال په شتمنیو کښي شامل کړل سي.او نورهم دفسادمخه ونیول سي په را تلونکی حکومت کښي باید درشوت،فساد مخه په ټولیز ډول ونیول سي، نوپه دې کښی شک نسته چي راتلونکی کلونه به دافغانستان دیوه ښه پر مختللي ټولنی شاهده واوسیږي.(مخ په وړاندی دیوې ښې اقتصادي ټولنی په لور‎).

دیرلسم دغلومخه بایدژرترژره ونیول سي:ـ افغانستان په دغه تیروشلوکلنوکښيدغلو،چورواکودیوه لوی مرکزپه حیث موجودوو.داځکه چي دلته په هیوادکښي په ټولو ولایتونو کښي جنګسالارانواودهغوی مخلیصانودغیري قانونی سلاح وي ګرځول دځان حق ګاڼه،دولت اودولتی چارواکی هم په دې برخه کښی پاته راغلی وه، چي دزورواکانوڅخه دي سلاحوي ټولي کړي اودملي اردواوڅارندویودلاري دي دخلکوامنیت تا مین کړي.نو په همدغه سبب وو،چی خودسري،غلاوي،بې امنیتي په ټولوولایتونوکښي څرګنده وه خو په پلازمینه کابل کښي بیاترټولوډیره غیري قانوني سلاح وه.داځکه چي په کابل کښي خوراډیرجنګ سالاران اوتوپکیان سره راغونډ سوی وه.اودولتي قدرت ئې هم درلود. دچور اوچپاول کچه تر دغه اندازې ډیره وه چی یو چا دجیبه موبیل ټلفون هم نه سوای را ایستلای، کور، موټراونور شخصي دارا ئي دحکومتي دارائي په شمول خوندي نه وه، خلک دماښام دلمر لویده وروسته دکورو څخه نه سوای را وتلای ، که به را ووتی نوجیب به ئې دخطر سره مخامخ وو.ویل کیده که به چیري یوغل هم ونیول سو،نوسمدلاسه به دیوه چارواکی دتلفون په وسیله خوشي کړل سو.همدغسي دغلواوفسادیانودمخ نیوی سره دخلکوعادی ژوند هم سم کیدای سي. دغلو په مخنیوی کښی برسیره پردې چي دڅارندویانودقوي کولواوحمائې ضرورت اړین دی، خو په ټولنه کښي دخوارځواکۍ رول هم اغیزي لري ، که په ټولنه کښي دکاروړشرایط را منځته سي، بیکاري لږسي، نو حتمي ده چي غلا اوفسادبه هم ورسره لږسي.او همدغسی هغه چارواکی چي دغلواو فساد سره اړیکي لري دهغوی لاسونه دفساد څخه لنډ او قطعه سي نوټولنه به دفساد خلاصه سي.اودخلکو ژوند به هم دقانون دپلي کولو وخواته ولاسي،نن ورځ په پرمختللي نړۍ کښي دغلواوفسادکچه ځکه لږ ده چي دخلکو دپاره ئې لومړني ضرورتونه برابرکړي دي،دولت دخلکوپه کارپیداکولوکښی مکلف اواړدی.خوبرسیره پرپردغه ټولوښوشرایطوئې دڅارکامرې هم دښارونوپه مهمو ځایونو کښی نصب کړي دی ترڅودغلوپیژندنه وکولای سي اومخه ئې ونیسي، په پر مختللي هیوادو کښی دغسي ناوړه پيښي دعلتونودمخي څیړل کيږي او همدغسي دپرا بلم دمخه نیولو دلاري دغلواوفساتیانومخه راګرځوي، هغه مجبوریتونه چي دانسانانو په منځ کښی شتون لری دهغه بدبختیو دمخه نیوی دپاره دهیوادخلک، ګوندونه اوحکومتونه کار کوي ترڅودفساد اوغلا ؤ.مخه راوګرځول سي.ممکن داسوال پيداسي چی پرمختللي ټولني دافغانستان داوسنیو شرایو سره نه برابریږی،زه هم دغه خبره منم چي دپرمختللو ټولنو شرایط زموږ دفیوډالي ټولني دشرایطوڅخه بیل دي، زموږ په ټولنه کښی داوسنیوشرایطوپربنسټ باید دغلو مخه را وګرځول سي، ځکه دغه کاراړین دی،کنه! دخلکودورځني ژونداوکاروباردکړاونو سره مخامخ کیږي. نوځکه دټولنی دعیني شرایطوسره سم په هرډول چی کیږي دغلومخه نیول اړین دي.دلته په افغانستان کښی دغلاکولواواداري فسادعلتونه ډیرواضیح دي،ځکه غلاد مجبورۍ پربنسټ کیږي.اواداری فساد ددولت دچارواکو دبې پروائي په سبب کیدای سي.په بهرنیوپرمختللوهیوادونوکښي دمسؤلیت احساس سته اوداګاهانه خیانت دپاره دجزاورکولو توانمندی موجوده ده. که دلته هم دمسؤلیت احساس را منځته سي نوخامخابه غلا اوفساد هم لږسي، دطالبانوحکومت بایددغه شومه پدیده په خپلوقانوني کړنوسره ورکه کړي. تر څودهیوادخلک دارامۍ ساه پسله شل کاله وباسي.

څورلسم دهیروئينو مخه بایدژرترژره ونیول سي:ـ دناټواوامریکا ئیانودیرغل څخه مخکي دهیروئینوقاچاق،کښت اوکرونده وه. خو په دغه کچه چي په دغه شل کاله کښې پرمختګ وکړی،دافغانستان په ټوله تاریخ کښې ساری نه درلود.داعلیحضرت محمد ظاهرشاه په ۴۰ کلنه پا چهي کښي کوکنارپه ډیرو محدودوساحو کښي کرل کیدل،خوترډیرکنترول لاندي او دځینوضرورتونوپه خاطرګټه ځیني اخیستل کیده،همدغسی ممکن ځیني لږبه ئې قاچاق کیدل هم .خو دهیروئینواوپوډروجوړولوفابریکې ئې په هیواد کښي په شخصي توګه نه وي. او موږپه افغانستان کښي دهیروئينوخماریان اونشیان هم نه درلودله،خو داسي هم اوریدل کیده چي په بدخشان ،نیمروزادفراه په ځینوسیمو کښي به دمسکن یادرد دکمولوپه خاطر تاریاک استعمالیده، چي خماریان به ئې هم پیدا کړه.

خو!هغه په دغه کچه نه وه.همدغسي دغه دتاریاکو کښت دډاکټرنجیب الله تروخته پوري په افغانستان کښي موږدغه شومه پدیده دیوه غټ پرابلم په توګه نه پيژندل.اونه په نړیواله کچه افغانستان دهروئينومرکزګڼل کیدی.نه چاه دغه جرئت کولای سو، چی په افغانستان کښي دي په شخصي کارخانوکښي هیروئين جوړکړي.اوزموږښکلي ځوانان دي په دغه غم ککڼ کړي.خوڅه وخت چي په افغانستان کښي دولت ملل متحد ته دډاکټر نجیب الله دخواڅخه د ملل متحداستازي لومړی محمود مستری او دوهم استازی بنسیوان ته وسپارل سو،بین سیوان دحکومت چاري دیوې خطرناکه دسیسې سره سم پاکستان اوپه پاکستان کښي تربیه سوي مجاهدینو ته وسپاره، مجاهدینو برسیره پردې چي په دولت کښې دجنګ ماشین فعاله کړی، په خپل منځوکښې دافغانستان لوی ښارونه وران کړه، په هره سیمه کښې خپل حکومتونه را منځته کړه،دولتي واک زوروروجنګسالارانوته وسپارل سو.هغوی بیا دخپل واک په ساحوکښي د تاریاکو ، چرسوکښتونه رواج کړه.او دغربي هیوادونو په مرسته ئې دهیروئینو فابریکې دننه په افغانستان کښي فعاله کړې، دنیاته ئې پاخه هیروئین قاچاق کړه.او ښې پخې پيسې په دغه تجارت کښی ترلاسه کړې،چي دلته داخلی اوخارجي دلالان سره هم غاړي سوه.اوتاریاکویا هیروئینوبازارخورا ډیرتود کړل سو.دمجاهدینوڅلورکلنه دجنګسالاری دوره یا دملک الطوافی دوره داسي یوه دوره وه چي دهیروئينودکرلوموج رامنځته سو، په ځینواسیا ئي اوغربي هیوادونوکښي دخلکوچیغي اونارې راپورته سوې. افغانستان دتاریاکو دکښت یونړیوال مرکزوګرځیدی،زماچي عمردغه اوس ترشپیتو کلنو لوړدی، ما هیروئینیان نه پیژندل،نه مي لیدلی وه،افغانستان ددې بدي ناروغی څخه خلاص ؤ.خو!! څه وخت چي دمجاهدینودجنګونواودهیواد ناارامۍ په خاطر لومړی پا کستان ته مهاجرسوم،څه وخت چی په پيښورکښي دموټرڅخه را کښته سوم. یولړلیونیان انسانان می پر شاه وخواراټول سوه، چي په ریښتیا هرڅوک ئې درنګ اوعمل څخه بیریدله،دومره خواراو زارانسانان وه چي څوک ورته حیرانید له، خلکوویل دغه هیروئینیان دي خپل مالونه ځینی وساتی.موږهم دځانه څخه لیري کړه، دومره ئې کالی خیرن او بوی ناکه وه چي دانسانیت دډول، خوی او خصلت څخه لیري وه.اودومره وږی وه چي انسانان ئې که زوررسیدای خوړله ئې. دغه هیروئینیان دعسکروپه زوردمسافروڅخه شړل کیده.ما هم هلته شکروایستی او ومی ویل:( توبه!الله شکرچي زموږافغانستان دغه ناوړه کسان اوهیروئینیان نه لري).دغه زموږ وه پاکستان ته لومړی قدم وو، چي نوری ناخوالي خوئې په دغه مضمون پوري تړلي نه دي نوځکه ئې یادونه هم نه کوم.خولنډه ئې داچي پا کستان ددغه هیروئینویو پوخ مرکزوو.څه وخت بعادیا وروسته په افغانستان کښي هم دپا کستان څخه بدتره دهیروئینوناورین را منځه سو.نړیوال دخپلو شعارونوپه څنګ کښي ،افغانستان دهیروئينودمرکزپه توګه اعلان کړی. چی دغه وخت دامپریالزم داشغال دغه شعارونه دافغانستان په باب ډنګیده،دبشرحقوق ـ ډموکراسي ـ نړیواله قاچاق اومافیا ـ چي په دغه جریان کښې افغانستان هم په دغه جال کښی رانغښتی وو. دغه وخت دافغانستان خلک هم دمجاهدینو دحکومت څخه په تنګ سوه. اوډیر لږوخت وروسته طالبان دپا کستان دمدرسو څخه راووتل اودمجاهدینوحکومت ته ئې خاتمه ورکړه، دملا محمد عمرپه فرمان دهیروئینو قاچاق ، کښت اواستعمال ئې په تقریبي ډول صفرته راکښته کړی.اوهیچاه هم دغه جرئت نه سوای کولای چي هیروئين دي جوړ کړي. دامنیت هیواد جوړسو.

خو بیا څه وخت چي دطالبانو حکومت په ۲۰۰۱ م کال کښي ړنګ سوبیا دنړیواله مافیا او داخلي مافیا داځل په لوی قوت اومضبوط اتحاد سره لاسونه سره ورکړه اویوپوخ مافیائي مرکزئې دهیروئینودقاچاق دپاره په افغانستان کښی جوړکړی.چي دغه وخت دامریکا په مشرۍ ۴۶یرغلګرهیوادونه خاوری ته راننوتل.اودافغانستان په ټوله ولایاتوکښي ئې بیدریغه تاریاک وکرل اوحاصیل ئې ځیني واخیستی.او خپلوهیوادو ته به ئې دقاچاق په ډول لیږل. چی یووخت دامریکا دسفیرپرموټر چی ځان وژونکی حمله وکړه، دموټره څخه خوراډیري سپیني خلطې هم راولویدې چي یولړژورنالیستانوهم هغه په میډیا کښی خپاره کړه.غربیانو دخلکودخطا ایستلوپه خاطر دبزګرانو سره مرسته دتاریاکو په بدل کښي اعلان کړه، بزګران دامریکائیانوپه دغه پټ چشمک ډیرښه پوهیدل اوهم به ئې تاریاک وکرل اوهم به ئې دکودکیمیاوي پيسې امریکا ئیانوورکړې.نو به په ښه کوالټي تاریکو کښت حاصیل وکړ. خوبیا هم څه وخت چی به پرګل راغله هغه وخت به بیا په ښکاره یوڅودڅارندوی پولیس راغلل اودتاریاکوبوټي به ئې په لرګیوووهل.اوپه ټولوټلویژینونوکښي به ئې دغه ننداره ښکاره کړه.داټوله خبري په شکل کښي وې خوپه عمل کښی ئې هیڅ ارزښت نه درلودی.که نه نودملامحمدعمراودنجیب تروخته ولی دغه شومه پدیده نه وه.اویوازي دمجاهدینو دمافیائي کړیوسره سم را منځته سوه.

نن چي دشل کاله وروسته افغانستان یوځل بیا دطالبانولاسته ورغلی،دنورو ستونزو په څنګ کښي دهیروئینیانوستونزه هم یوه جدي ستونزه ده چي دطالب چارواکې ورسره مخامخ دي، اوباید په ډیره جدي توګه ودې ستونزي ته پا ملرنه وکړي،هغه پنځه میلونه انسانان ښځي، نارینه زاړه اوځوانان چي په دغه ناروغي اخته کسان دي دهغوی باید جدي تداوی وکړل سي اودنوي کښت مخه ئې ونیول سي.داځکه چی دغه یوه لویه ستونزه ده، چي زموږ هیواد وال ورسره لاس اوګریوان دي،ددغه شوم تجارت ګټه یاخارجي مافیائي کړیوته ځي اویاهم داخلی مافیائي کړیوته ځي،چی نه ئې دافغانستان خلکوته ګټه رسیږي اونه هم حکومت اودولت ته.دغه پنځه میلونه کسان چی په تاریاکواخته دي دغه ټوله دټولنی باراودټولنی ورپه غاړه ناروغان دي،چي دناروغۍ تداوي ئې په حکومت اړه لري، ددوی دغه شومه ناروغي ددوی ګناه نه ده ددې ګناه هغه کسانوته ده چی دحکومت پرچوکۍ ناست او دنړیوالی مافیاسره ئې لاس یوکړی وو.داداشغال یوه لویه ګناه اوشوم عمل دی. 

دطالبانو څخه دنوروغوښتنوپه لړکښي دهیواددخلکودغه غوښتنه هم ده چي دهیروئینو داستعمال اوقاچاق مخه هم ونیسي.اودادخلکوغوښتنه ده خلک هغه وخت خوشحاله کیږي اوپردولت باورکولای سي ،چي ددوی غوښتنو ته دولت مثبت ځواب ووائي.

په درناوي

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

Share