(دمحترمې مریم صا لحي لنډه پيژند نه )
موږ باید خپلي مخکښه خوندي هیري نه کړو
(دمحترمې مریم صا لحي لنډه پيژند نه )
شاعره،مبارزه اودټولنیزواخلاقوڅښتنه زموږدمعاصروخت هیوادپاله اودښځودحقونو ملاتړې محترمه صالحي دهیوادپه کچه یوه ملي لوړشخصیته ښوونیزه شاعره اوادیبه ښځينه پوهه ده. چي دنیکه مرغه موږدا دعمومی رسانیودمخي،دفیسبوک پرصفحه دیوې فعاله ادیبي په توګه پيژنو.
دمحترمي صالحي کورنۍ دتاریخ په اوږدوکښي یوه سیاسي او دادب په نړۍ کښي یوه روڼ انده کورنۍ تیره سوې ده.محترمه صالحي دخورا ډیرولیکنوڅښتنه ده اوشعري دیوان ئې هم خپورسوی دی. ممکن دغه استعداد ومحترمي ته دپلارونواونیکه ګانو دخواڅخه په میراث ورپاته سوی وي.
دمریم صالحي خدای بخښلی پلارنامتولیکوال،سیاسي مبارزاودخپل وخت ادبي ستوری ؤ.چي په مولوي صالح محمدهوتک (کندهاري)باندې شهرت درلودی.دهغه کشره لورده،همدغسي دفیض محمد هوتک لمسۍ ،دحاجي محمد اکبرهوتک کړوسۍ اودمحبت نیکه له خیله ده.دمریمي پلارنۍ برخه دخپل وخت پيژندل سوي کسان وه چي په هر وخت کښې دپوهني اوعرفان دپاره کارکړی دی.
دمحترمي مریم صالحي پلار:دافغانستان دښووني اوروزني دپلارپه نوم هم پيژندل کیږي، اودحبیبې لیسې ښوونکی ؤ.همدغسي دطلوع افغان دجریدې مسؤل اوپسله باباجان (عبدالعزیز) څخه دوهم کس ؤ،چی دکندهارطلوع افغان جریده ئې پرپښوودرول او په هفته کښې دوځله خپرول. چي دهیواددپيښواودنړیوالوپيښوڅخه ئې زموږ خلک خبرول.همدغسي دکندهاردښووني اوروزني دریاست بنسټ ایښوونکی وو.خدای بخښلی مؤلوصالح محمد دافغانستان په هرګوټ کښي محبوبیت درلودی.اودپښتوپه برخه کښې نه هیردونکي خدمتونه هم ترسره کړه، چی دغه وخت دپاچا محمدظاهرخان ځانګړی استازاو مشوره ورکونکی پوهه ؤ.مؤلوي صالح محمد دکندهاردخلکوانتخابي وکیل اودشورا معین هم وو.
خدای بخښلی صالح محمد هوتک دمثنوي شعرلومړنی نوښتګردی. که دفارسي ژبي اوادبیاتوپه پراخه ساحه کښي مولانا جامي وتلی اونوښت ګرادبي استاذبولو،نودپښتو دمثنوادب او شعرنوښتګر مؤلوي صالح محمدهوتک په افتخارسره یادولای سؤ.
ومحترمي مریم صالحي ته هم دخپل پلاراستعدادپه میراث ورپاته سوی دی.اوددې په شعري ټولګه کښي هم موږدخپل وخت هغه واقیعتونه وینوکوم چي دشعراوادب په ژبه دې محترمي خورموږته راوړاندی کړي دی.محترمه مریم په خپل یوه شعرکښې خپل ځان داسي را پيژني.
زه افغانه مسلمانه پښتنه یم ــــ زیږیدلې کندهارپرعلا قه یم
په کوڅه دبامیزوکابل بازارکې ـــ احمدشاه دکلامنځ کي پرورده یم
دبابا له خوا په اصل هوتکزۍ یم ـــ دببو له خوا کاکړاخوند زاده یم
انسان کله اصل کیږي په قوم باندي ـــ فرق مونسته زه په دغه عقیده یم
محترمه مریم صالحي دمورګنۍ دخوا څخه هم دیوه داسي نیکه ګانودخوا څخه دې دنیاته راغلې ده چي هریوه ئې دهیواددپاره په سیاسي ژوند کښي ډیري سختی قربانۍ ورکړي دي.چي دتاریخ په زرینوکرښو لیکل سوي دي.مورئې خدای بخښلې (حبیبیه واسعي)وه ،چي هغه دخدای بخښلي شهیدمؤلوي عبدالواسع لمسۍ وه،دعبدالروف اخوندزاده کړوسۍ ،دعبدالرحیم اخوندزاده کوسۍ اودعلامه حبیب الله (حبواخوندزاده) کودۍ کیږي.ددې دپلارموردشهیدعبدالواسع اخندزاده خوروه چي دخپل وخت عالمه او فاضله ښځه وه.اودمور مورئې دمیرزا حاجي جان محمد خان هوتک خوروه.چي میلمه پاله اوهوښیاره میرمن وه.محترمه صالحه په کال ۱۳۲۶هـ ش کښي دکندهارپه څلورمه ناحیه کي دې نړۍ ته سترګي روڼې کړي دي. مریم صالحه دکندهاردزرغونې لیسې څخه فارغه سوې ده اودکندهارپه علي دارالمعلمین کښې لوړي زده کړي سرته رسولي دي.همدغسي وروسته دکندهاپه زرغونه انا لیسه کښې داجتماعیاتودرس وزده کوونکو ته ورکاوه .که څه هم ددې مینه دریاضیاتو سره وه. اووائي:
سرخیلان مي له تدریس څخه راضي دي ـ مکا فا توته تیاره همیشه یم
پلارمي ډیرخدمت دی کړی معارف ته ــ هغه بحرزې څنډي یوجویچه یم
دمحترمی صالحي دمثوي فورم یوه بیلګه په دې ډول ده.
داڅه دي ؟
ټـــول جهان کي اوازه ده ـــ پــه غــوږوکي ازانګه ده
چي جهان کي انقلاب دی ـــ اوپه ډیرزوراو شتاب دی
څوک ناحقه دادعوه کړي ـــ چي زموږملک دي راایله کړي
نو را واخلی توپکــونه ـــ مـــاشیـنـداراولـــــوی بــمــونه
سراوتن سره جـــلا کړی ـــ ډ یربــــې پلاره را پیداکړی
بل واي زه مظاهره کړم ـــ څوچي ټول په نس ماړه کړم
اوهم ورکه ځان ځاني کړم ـــ ایسته هم دځان خاني کړم
دحــــاکم دا ډیرظـــلمونه ـــ بیرته کــــړمه له مظلــــومه
لاس ئې لنډکړم له رشوته ـــ او په جوړ کړم عــدالـــتـه
نـــو نارې او انـقـلاب کړم
قرباني ځان په دې باب کړم
کال : ۱۳۴۸هـ ش ،کندهار
محترمه مریم صالحي چي دموردلوري کاکړه اودمؤلوي عبدالواسع لمسی ده هم په یوه لویه کورنۍ پوري اړه لري. مؤلوي عبدالواسع دافغانستان یو سترمبارز،شهید اوعالم تیرسوی دی. چی دافغانستان په تاریخ کښې نوم په زرین لیک نویشته دی.
شهید مولوي عبدالواسع:
مولوي عبدالواسع د صرف و نحو، رياضي، فقه، اصول فقه، منطق، مبادی بلاغت، عروض اوقافيې دعلومواستاد ؤ. دی (مولوي عبدالواسع) د سراج الاخبارد لومړني موسیس مولوي عبدالرؤف کندهاري زوی دئ، چي په (۱۳۲۳هـ.ق.) کال ئې په کابل کي سراج الاخبار تاسیس کړاو په (۱۳۲۶هـ.ق.) کال د اول مشروطيت له بنديانو څخه وو. مولوي عبدالواسیع شهید په اماني عصرکي د (مرکه د پښتو) رئيس، د (حکام و قضات) د مکتب مؤسس او تر هغه وروسته د تقنین اومحاکمود ادارې رئيس سو. تمسک القضات او حکمت اسلامي د ده له تأليفاتو څخه دي [تر دغو دوو تأليفاتو برسیره علاوه نور تأليفات هم لري]. دغه سترعالم نقاداوخطيب هم وو، چي د دولت د قوانينو په ترتيب کي، چي هغه وخت ئې نظامنامه بلل، کارښه څرکند ؤ.. بالآخره په (۱۳۰۸هـ.ش.) کال کي، کله چي ارتجاعي قوتونود پرديوپه مرسته واک ونيوی، دی ئې په توپ کي والوزاوه.
مولوي عبدالواسع نه یوازي پوه اوعلمي شخصیت ؤ.بلکي؛هغه یو سیاست پوه ملي مبارزهم ؤ.اوپه هروخت کښې رښتیا ویل.نوځکه یوځل دامیرحبیب الله خان په وخت کښي په شیرپورکښي یوکال زنداني سؤ.خوبیا وروسته امیرحبیب الله خان دهغه دپلارمؤلوي عبدالروف کندهاري په مرسته دزندانه څخه را خوشي کړی.همدغسي مؤلوي عبدالواسع په کال ۱۳۰۲هـ ش کې او۱۹۲۹م کښي دسقاود زوی حبیب الله دخواڅخه په توپ کښي والوزول سؤ. «روح دې ښادوي».
که چیري د مریمي صالحي پرنیکه ګانولیکنه نوره هم اوږده کړم ممکن ترڅوکتابونوهم واوړي.خودومره ویلای سم چی دنیکونوفیزولوژیکي یامیراثي اغیزی په دې کښي په بشپړه توګه څرګندي دي.چي ددې دمقالواو شعرونو څخه داسي معلومیږي چي دهیواد او دافغانستان دخلکوسره په بې ساري توګه مینه لري.ددې مینه هغه مینه ده لکه:دهیوادنوروقهرمانانو ښځوچي دې هیوادته ورکړې ده.محترمه مریم صالحي په خپل یوشعرکښي داسي وائي:
دغه مځکه ها اسمان دی ـــ د فلک هغه دوران دئ
هغه لمرهغه سپوږمۍ ده ـــ خوافغان په کښي حیران دی
نه یو ځوان پاته نه زوړ ـــ نه ښځمني نه یوووړ
ټوله ولاړه قرباني سوه ـــ داورس ظالم په زور
هاچي پاته درپه دره ـــ ځي روان دي لروبره
دکښتۍ لنګر ئې نسته ـــ څخه چیرې دی سفره
کافر کله دچادوست دی ـــ تر هغو دچا په پوست دئ
چي ئې خپله درڅخه وکړه ـــ ترشانه ګوری په ځغوست دئ
داسلام قوت نه غواړي ـــ دافغان غیرت نه ستائي
تر لاس لاندي ئې په کاریو ـــ درمې په شان موپیایي
نو پښتونه همتناکه ـــ خپل پردي سره جلا کړه
اول لاس وغوږ ته ور وړه ـــ ناحقي مه ځغله بې باکه
خپل دي کوردی خپل دي اوردئ ـــ دښمن هري خوا هر لوردئ
هر کافر نن ستا دښمن دی ـــ پرموږباندي ئې بد زوردئ
نه ده روس دوستي رښتیا ده ـــ نه پرخوا مو امریکاده
لاس یو کړی ګمراهانو
چاتې مخ سي چا تې شاده
نوموړی شعرمحترمي صالحي په کال ۱۹۹۰م کال کښي ویلی دی. خودافغاسنتان نا خوالي ئې په دقیقه توګه په کښي څرګندی کړي دي.نورهم هرشعراوهرآوازئې دهیوادخلکو دسوکالئ په خاطردی.اودا هغه ږغونه دي چي دتاریخ په اوږدوکښې پلرونواونیکه ګانورا پورته کړي دي.خونن ئې انعکاس دهغه هیوادپاله لمسئ اولورمریم صالحي هیوادوالوته وراوروي.همدغسي دخپل وخت په پښتوکښي دمثنوشعرنوښتګردمریمی پلارمؤلوي صالح محمد هوتک هم خپل ږغ په خپل وخت کښي داسي راپورته کوي.مؤلوصالح محمدهوتک دپښتوانجمن په بنسټیزه غونډه کي دغه شعروویلی:۹ قوس۱۳۱۱هـ ش کال
نن را غلی دی دوران دپښتنو ـــ خدایه!وکاږې ارمان دپښتنو
مبارک دی وی دا څنګه ښه سوغات دی ـــ غمخوري کا نادرخان دپښتنو
هم مهمند محمد ګل خان حاضرناست دی ـــ مرکه ده دعمران دپښتنو
پښتوژبه سمبالیږي انجمن دی ـــ هم حاضردي ادیبان دپښتنو
دپښتو جنډه سوه پورته ـــ خدایه پراخ کاندې میدان دپښتنو
مؤلوی صاحب تردروکالووروسته په ۱۳۱۴هـ ش کال کي کابل ته وغوښتل سؤ.چی په کابل کښي په دغه وخت کښي پښتوټولنه جوړه سوې وه،مؤلوي صاحب ئې دمبصرپه توګه په دنده وګمارئ.وروسته ئې په کال۱۳۱۶هـ ش کښي دزیري جریده هم خپره کړه،چی مؤسیس ئې هم په خپله دی دی.مؤلوي صاحب په شاهي دربارکښي دپښتوژبي داستاددنده هم پرغاړه واخیسته.
ددې ټولو خبرو څخه دغه نتیجه ترلاسه کیدای سي چي منوره مریم صالحه دیوې نامتو کورنۍ وه.او دکورنۍ اغیزي ئې پرذهن اوژوندباندی په روښانه توګه څرګندی دي. زه وه محترمي صالحې ته دښه ژوندهیله لرم.اوددې پرذهن اوقلم دی برکت وي.اوددغه علمي شعري ټولګي مبارکي ورته وایم چي ترما پورې ئې رارسولی دی .اوما ئې دخوږوشعرونو څخه خوند او پنداخیستی دی.(ساړه آهونه) مننه.
پای لیکوال : ننګیالی بڅرکی