«د۲۰۲۱میلادي کال پيښلیک»

دافغانستان دتاریخ یودستونزوډک کال

«د۲۰۲۱میلادي کال پيښلیک»

دافغانستان دتاریخ یودستونزوډک کال

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

که څه هم دافغانستان ټوله تاریخ دحماسواوپيښوڅخه ډک د ترخوخاطراتوډک تاریخ دی.خو۲۰۲۱م کال زموږ دسترګولیدلی حال اویوروښانه تاریخ دی. چي موږئې په باره کښي دسترګولیدلی حال بیانو.

ددغه تاریخي بیبلوګرافۍ یاپيښلیکونوخبري خوراډيري دي،خوموږئې دهغه غمیزي څخه تیریږوکوم چي په ۲۰۰۱م کال کښي امریکاېيانوپرافغانستان باندي دناټود۴۹هیوادونوپه شمول یوناکامه اودغمیزوپيښوډک برید ترسره کړی ؤ،راځوودې ته چي په د۲۰۲۱م کال کښي ناټوخپله ماته په افغانستان کښي ومنل.اودفبرورۍ په میاشت کښې په رسمی توګه دوتلو خبري په دوحه کښې دطالبانو سره را پیل کړې.دخبروپه راپيل کولو سره دافغانستان ټول ولس خوشحاله سوه، چی ګوندي سوله اوامنیت دیوه ښه پرمختګ سره مل را منځته سي. خوهغه دانه چي امنیت اوسولي مخ راښکاره کړی،دجنګ تورمخ په یوه شدت سره په کرغیړن شکل راڅرګنده سو.اوډیري بدي ویني تویونکي پيښي ئې دځانه سره راوړې.

مخکي ددوحې ترخبرواتروامریکائيانوتلفات ورکول،خوامریکائیانودطالبانودډلی سره پر امریکائيانودحملې نه کولولاس لیکونه واخیستل.اوهمدغسي ئې دغه هم پرطالبانوباندي وپتیل چي امریکاېیان به د(می) د میاشتي پرلومړئ نیټه په مسؤنه توګه دافغانستان څخه وزي..خوامریکا ئیانودخپلوژمنوسره عمل ونه کړی.اودوتلووخت ئې د می دمیاشتي څخه داګسټ ۳۱ ته وځنداوه.خوبیا هم دطالبانودژمني سره سم په مسؤنه توګه دافغانستان څخه ووتل.او په افغانستان کښي شل کلن اشغال پایته ورسیدی.

داسي معلومیده چي دطالبانواوناټو،دامریکائيانوپه شمول دپاکستان په منځګړي توب دغه پریکړه وختي لاسوې وه چي په افغانستان کښي به مذهبي تند روه ګروپونوته دحکومت واګی په لاس کښي ورکوي.که ددې خبري څخه تیرسوچي امریکا ئیانو ۷۰ کاله مخکی هم دتندروه ایخوانیانوملاتړکاوه اوپه پاکستان کښې لوی نړیوال اسلامي مرکزپرانیستی.داټوله حقیقتونه دي.خوپه دې چي بحث اوږدنه سي نوبیرته را ګرځود۲۰۲۱م کال پيښوته.دهمدغه دوحې دکنفرانس په لومړي سرکښي .

لومړنۍ پيښه : په نړۍ کښي خودغه تعمل دی چي لومړی سوله کیږي اوبیا خبري را پيل کیږي،په افغانستان کښي سرچپه د جنګ په شدت کښي خبري په دوحه کښي راپیل سوې،مینه،محبت اودوستي دطرفینودخواڅخه وجودنه درلودی.اودیوه منلي قراردادپه څیرتحمیلي خبري دطالبانواوحکومت ترمنځ راپیل سوې،چي په پایله کښې لومړنۍ پيښه د۲۰۲۱م کال دجنورۍ په میاشت کښي دنامتو ژورنالیست (شهید بسم الله عادل) بې رحمانه وژنه وه دطالبانودلوري.خدای بخښلی بسم الله عادل دغورپه مرکزکامدیش کښي ووژل سؤ. حکومتي چارواکودغه پيښه پرمطبعاتو اورسانیوباندي یوبریدوګاڼه.

دوهم پيښه : پرنهمه دجنورۍ دنیمروزدخاش رودپرکلي دتیاروبمباردمان وسو،چی په سبب ئې ۱۸کسان ووژل سوه، چي ددغو کسانو دجملې څخه ۴ښځي او۸ئې کوچنیان وه.

دریمه پيښه : دهمدغه کال دجنورۍ پر ۱۶نیټه دوې قاضیاني ښځي هر یوه خدای بخښلې ذکیه هیروي اوخدای بخښلې قدریه یاسیني دکابل په تایمنی کښی په سپنه ورځ پرسړک په شهاد ت ورسیدلې.چي دغه غمیزي هم دافغانستان پرتعلیمي بهیراودښځوپرآزادۍ سخت اغیزه وښندله. اودښځوتګ اوراتګ ئې ټکنی کړی.

څلورمه پيښه : دجنورۍ پر ۱۹ نیټه دهلمند د واشېرولسوالی ولسوال دطالبانوتر برید لاندي راغلی اوووژل سؤ.خودوه ساتونکې هم سخت ټپیان سوه.

دفبرورۍ میاشت

پنځمه پيښه : دفبرورۍ پردوهمه نیټه محمدهاتف دسولي دمرکزي شوراریس دڅلورکسوپه شمول په کابل کښي ووژل سوه.

شپږمه پيښه : دفبرورۍ پر۱۳دهمدغه ۲۰۲۱م کال دایران پرسرحداسلام قلعه کښي دتجارانواوحکومتي شتمنیو ۱۰۰۰دتیلوډک ټانکونه اودنوروتجارتی مالونوډک موټران وسوځل سوه، چي په ټوله کښي۵۰زره میلونه ډالره تاوان ورسیدی.چي په وروسته کښي نوموړی تاوان ترسلومیلونوهم واوښتی.دپيښي مسؤل معلوم نه سؤ.ویل کیږي چي داور قدرت دومره قوي ؤ، چی ټول مالونه اوموټران وسوځل سوه.اوایرانیانوهم مرسته ونه کړه.

اوومه پيښه : د۲۰۲۱م کال دفبرورۍ پر۱۰ نیټه په کابل کښي څلور بمونه وچاودیدل، چی په نتیجه کښې پنځه کسان ووژل سوه چي په دغه وکسانوکښي نامتوکس (محمد زی کوچی دوردګودولایت دانکشاف ریس ؤ) چي ترریاسته لوړپوړی چارواکی ؤ.دخدای بخښلي سره دغه کسان وه لکه:بریالی موټرچلونکی،ریاض انجنیر،احمدخلیل دکلیودپراختیاسرپرست، عزیزالله(عزیز) دټولنیزوخدمتونومدیر.په همدغه نیټه دکابل په څلورمه حوزه کښي دامنیتي چاروپرموټربریدوسو،چي په نتیجه کښې دامنیتي حوزې امراوپنځه کسان ورسره ووژل سوه.

اتمه پيښه : دفبروری پر۶نیټه په کابل کښي ددوچاودونوپه پایله کښي ۵کسان ووژل سوه.چي په همدغه پيښه کښي دوه کسان هندواڼ هم وه.

نهمه پيښه : د۲۰۲۱م کال پر۸د فبرورۍ دشریعاتودپوهنځۍ استاد (بشیرمسلیمیار) دیوه چسپکي بم په وسیله ووژل سؤ.همدغسی دفبرورۍ پر ۹ نیټه په مختلفو پيښو کښي اته کسان نورپه کابل کښي ووژل سوه. چي دوژلو ډولونه ئې بیلا،بیل وه.

دمی میاشت

لسمه پيښه : دمی پرلومړۍ نیټه دروژې په مبارکه میاشت کښي دیوه مازدا موټرپه وسیله موټربم په لوګر کښي تر ۲۰۰ کسانوډیرووژل اوتر۱۰۰ئې ډیرزخمیان کړه،ویل کیږي چي ممکن د وژل سو کسانوتعداد تردغه لاهم ډیروي.

یولسمه پيښه : پر۲د می دهمدغه ۲۰۲۱م کال کښي یو بله خونړې پيښه دکابل په شمالي برخه کښی دخیرخانې پرسردقلعه مرابیګ په سیمه کښي دتیلوپرموټرانوباندی بمي حمله وسوه، چي ترسلوډیرموټران ئې دتیلوڅخه ډک وسوځل چي دپلټونوپه ترځ کښی تراوسه اوه تنه مړي پيداسوي دي، ممکن دوژل سوکسانو تعداد تردغه لاهم ډیرسي.

دولسمه پيښه : پرهمدغه ۲دمی دکلات پرقصریا ماڼۍ حمل وسوه،چي تلفات ئې هم درلودله خودقیق معلومات دتلفاتومعلوم نه سوه.

دیرلسمه پيښه : پر۵دمی د۲۰۲۱م کال بده پيښه چي ځوان ژورنالیست خدای بخښلی نعمت روان ئې په شهادت ورساوه دافغانستان پرژونالیستي بهیراودبیان پرآزادۍ یولوی ګذارؤ. نوموړې پيښه دکندهارپه ۱۴ناحیه کښی را منځته سوه.دپيښي عاملین معلوم نه سوه، خودغسي پيښي دوخت حکومت پرطالبانواچولې.

څورلسمه پيښه : دمی پر۷نیټه دسیدالشهدا پرښوونځی په دښت برچې کښي دیوه بمي حملې اوهوان دراکیټونوپه فیرولو سره دښوونځی تر۷۰زده کونکوډیر.چي دهمدغه ښوونځی زده کونکی اوکارکونکی وه ووژل سوه،ویل کیږي چي دپيښي سره سم دهغه محل نژدې کورونوته هم ځاني اومالي تاوانونه ورورسیدل.خودپيښي پړه کوم یوه جنګی ډلي پرځان نه ده منلې.خونړیوالورسانیودغه پيښه په کلکوټکووغندل.اودائې دښووني اوروزني پربهیر یوه نه بخښونکې پيښه وګڼل.

دجولای میاشت

په نومړي میاشت کښی هم خوراډیري پيښي را منځته سوي دي چي دافغانستان په تاریخ کښی به ددغه کال اودغه میاشتي پيښي ترنورهروخت دارزښت وړوګڼي.داځکه چي دناټو اوامریکا په موجودیت کښي دافغانستان ولسوالي اوکلي اوبنډونه یوپه بل برسیره سقوط کوي،خوهغه اردوچي درې سوه زره ته ئې تعداد رسیده ددې توانمندي نه درلودله چي دنوموړوولسوالۍ څخه دفاع وکړي، نوڅه وخت چي طالبانودغه دخلکواوولسونوډکی سیمي په لاس راوړلې نوپه ډیرژرسره ئې لومړی شمالي ولایتونه سقوط کړه اوبیا ئې خپل مؤقیعت په نظامي لحاظ هم ثابت کړی.راسی چي تردغه وروسته څه پيښيږي.؟

پنځه لسمه پيښه : د۲۰۲۱م کال دجولای پر۲نیټه میناخیري داریانا ټلویژون اوآریانارا ډیو خبریاله دتروریستانودخواڅخه تروراوشهیده کړل سوه.چي دغه پيښه دافغانستان د ژور نالیستانوټولني اودهیوادرسانیودخواپه کلکوټکو سره وغندل،خوعاملین ئې معلوم نه سوه.

اګسټ میاشت

پنځه لسمه پيښه : داګسټ پر۳نیټه د۲۰۲۱م کال دهلمند ولایت دریم ولایت وو.چی دطالبانو دسرتیرودخواڅخه ونیول سؤ.که څه هم پرهمدغه ولایت پرله پسې جنګونه سوي وه. حکومتي چارواکوحتا دناټوقوتونوهم ددوحې دپریکړي خلاف بمباردومانونه وکړه،دښار خلک په ټوله کښي بې کوره سول. اودیوه مؤقتي وخت دپاره ئې طالبان یوازي دښارڅخه څنډوته مجبورکړه،داځکه چي دښارخلک دبمباردومانونودلاسه دسختوستونزوسره مخامخ وه.خودغه وخت دهلمند شاه وخوادپاکستان اوایران ترسرحداتوپوري دطالبانوپه لاس کښي وه، خوپه همدغه دریمه داګسټ  ئې ټوله هلمند اودهلمند راډیوهم ونیول.په نوموړي میاشت کښی خورالوئي پيښي رامنځته سوې،چي داسلامي تند روه طالبانودانقلاب دپیل میاشت بایدوګڼل سي،داهغه میاشت ده چی طالبان دناټوپرګوډا ګي حکومت خپل واک راڅرګنده وي،حکومت خپل واک دلاسه ورکوي.اوپه هیواد کښی یوازي دوې ډلي یودبله سره مخامخ کیږي، چی یوه برخه ئې دپخواني حکومت چارواکي چي ډیره برخه ئې شمالي تلوالي هغه کسان دي کوم چی دطالبانودلومړي انقلاب په مقابل کښي ئې دناټودقواوسره مرسته درلودله اوناټوبیاهغوی ترخپل اشغال لاندي واک ته ورسول. دنوموړی ډلي مشرتابه داحمدمسعودچی دلوی جنګسالاراحمدشاه مسعود زوی وو،هغه ددوهم مقاومت په نوم دطالبانوسره جنګیده .خوڅرنګه چی نړیواله حمایه ئې په خانګړې توګه دامریکائيان نه درلودله دامریکائيانواوپاکستانیانوملاتړدغه وخت دطالب چارواکو سره وو.نوپه همدغه دلیل ددوهم مقاومت زورپه طالبانوونه رسیدی،په داسي حال کښی چي دافغانستان ددفاع وزیرهم دغه وخت جنرال بسم الله خان پخوانۍ جهادي قومندان ؤ.خوهغه په تیښته دکابل څخه په همدغه میاشت کښي پښې سپکي کړې اوبهرته وتښتیده.

شپاړسمه پيښه:پر۱۱داګسټ(اتمه میاشت) دهرات ښارطالبانوونیوی.داهغه ښارؤ،چي دمقاومت اوجمیعت اسلامي لوړپوړي کسان هم دلته ددوهم مقاومت په نوم سره راټول سوی وه.خو مقاومت ئې ونه کړای سوای.اودتسلیمۍ لاسونه ئې طالبانوته پورته کړه،داځکه چي هغوی په دې پوهیدل چي نورناټواوامریکائيان دجنګ دمیدانه بګیل سوی دي.نورنه په افغاني عسکرولګښت کوی اونه هم خپل عسکردجنګ میدان ته دچارواکودساتلودپاره لیږي.دهرات په تاریخي ښارکښي دغه مهم کسان دطالبانوپه لاس ورغله،لکه تورن اسماعیل خان پخوانۍ جهادي قومندان اودبریښنا دوزارت وزیر،دهرات والی،دداخله وزارت معین اونوردهرات لوړ پوړی چارواکی طالبانوته تسلیم اوونیول سوه.پسله جنګه په پای کښي دتفاهم دلاري خوشي کړل سوه،داځکه چي طالبانو ددوحې په مؤفقه کښی دغه یوشرط دامریکائیانوسره ایښی وو،چي عمومی عفه به اعلانیږي،هیڅوک به نه وژل کیږي، نوځکه ئې توراسماعیل هم په عزت سره خوشي کړی.پسله هغه چي توراسماعیل خوشي کړل سؤ. سمدلاسه ئې ایران ته فناه یووړل.

اوولسمه پيښه : پر۱۲داګسټ دمیاشتي پرهمدغه ۲۰۲۱م کال لوی کندهاردطالبانولاس ته ورغلی،هم هلته ئې یولړکسان هم ووژل چي دیوه کمیډي هنرمندچي دخاشه په نوم ئې شهرت درلودهغه ئې پسله شکنجې څخه ووژی، پيښه په رسانیوکښي ډیره خپره سوه حتا دنړۍ ډیرومعتبروخپرونولکه اخبار،ټلویژنونه اوراډیوګانوکښي دغه موضوع دیوه جنایت په ډول یاده سوه.مادغه خبرپه هالینډ کښي دټلویژون دلاري واوریدی.

همدغسي څه وخت چي کندهارسقوط وکړ،سمدلاسه دکندهاراړوند ، دلوی کندهاراړوند ولایتونه لکه زا بل، هلمند،روزګان هم سقوط وکړ،دطالبانواسلامي انقلاب مخ پروړاندي په همدغه داګسټ په میاشت کښي روان وو.چی توله نړۍ ئې حیرانه کړې وه.

اتلسمه پيښه : دهمدغه کال پر۱۴داګسټ دافغانستان په شمالی ولایتونوکښي دپام وړ تغیرات دطالبانودمبارزوراڅرګنده سو،دشمالي ولایت مزارشریف ښارچي ټول وخت دمقاومت دجبهې پوخ مرکزګڼل کیده.اوچارواکوبه ئې ټول وخت دغه خبره په تقرارسره یادول، چي ترورستي څاڅکی پوري به مزارشریف اوشمالي ولایتونه طالبانوته ورایله نه کړم،خو دعمل په میدان کښي طالبانوداګسټ پر ۱۴ نیټه مزارشریف ونیوی.دبلخ ښارته ورننوتل.دغه وخت دمهموچارواکوځای لانه ؤمعلوم خو! وروسته بیاعبدالرشیددوستم،عطامحمد نوراو دهغوی سره په لسهاونورپخواني چارواکي دحیرتان دبندردلاري تاجکیستان اوازبکستان ته وتښتیدل.

نولسمه پيښه : دولایتونودپرله پسې سقوط اونیول کیدوسره دننګرهارښارهم داګست پر ۱۵ نیټه طالبانوته تسلیم کړل سؤ.همدغسي دکابل ښارهم پرپنځلسمه اګسټ خالي کړل سؤ.

خودورځي په اوږدوکښي لاطالبان ښارته نه وه ننوتلي،او په کابل کښي په ډیره بیا په ارګ کښی لاتراوسه ددولت چارواکي وه، خو! دوتلودتصمیم په لاره کښې فکرکاوه،ارګ لاتر اوسه هم په دغه فکرکښی ؤ.چي امریکائيان اوناټوبه ددوی څخه دفاع وکړي،خوپه عمل کښي داسي نه وه.اشرف غني هم دغه وخت په ارګ کښي دخطرساهوي کښلې.اوترسختي محافظې لاندي هم وو.په همدغه پنځلسم (۱۵) داګسټ چي ټوله دکابل شاه وخوادطالبانوتر سخت کنترول لاندي ؤ،دافغانستان دعمومي ټلویژنودلاري خبرونه خپاره سوه چي.نن لغمان،ډایکونډي ،بامیان ولایتونه هم طالبانوته تسلیم سوه اودطالبانولاس ته ورغله.په د طالبانوپه دغه پرله پسې لاسته راوړنوسره د کابل په چارواکواودولتي سربازانوپه روحیه کښي دماتي ډول خوراډیره سوه.کابل هم دسقوط حالت نیولی ؤ،

شلمه پيښه : دکابل سقوط پرشپاړسمه (۱۶) داګسټ دافغانستان دتاریخ یوه نوي صفحه را واوښتل سوه.زوړرژیم شل کلن امریکائي یرغل پایته ورسیدی،پسله شل کاله څخه طالبان ارګ ته ننوتل،ملي ټلویژون ئې ونیوی.دغه وخت ۱۵۰۰۰طالبان کابل ته راننوتل،دکابل پرهوا ئي ډ ګردمهاجرینوډله یزه تګ اوځغاستي راپيل سوې.چي دالوتکو دلاري ځانونه خارج ته ورسوي.ددغه ډله یزه ځغاستو،ګڼه ګوڼه په نتیجه کښي ۵ کسان ووژل سوه.همدغه شپاړسمه داګست لومړۍ ورځ ده چي طالبانوکابل ونیوی.چي ددغه سره سم ئې دپنجشیر ښارهم دطالبانولاسته ورغلی،په پنجشیرکښي ددولتي چارواداري کارونه دطالبانولاسته ورغله.دغه وخت اشرف غني لومړی تاجیکستان اوبیاعمان ته ورسیدی خواستفأ ئې هم نه وه کړې.ځکه چي پرڅورلسمه داګسټ دهوائي ډګردلاري په الوتکه کښي ولاړی.پرهمدغه نیټه شهزاده سرای هم وتړل سؤ.خلک ناارامه وه اوتشویش ئې درلودی،دنوروپيښوپه انتظارکښي وه، خوځینوبیا ئې هم ترهوائي ډګره ځانونه په ډیربدحالت کښي رسولي وه.

یوویشتمه پيښه : پر۱۷داګسټ دهندوستان ددولت په امرپه افغانستان کښي دهندوستان دسفارت کارکونکي دافغانستان څخه راووتل.طالبانوسمدلاسه عمومي عفه اعلان کړه،په داسی حال کښي چي ټوله هیواد دطالبانوپه لاس کښي دي،بیله پنجشیره چي په شاه وخوا کښې جنګونه وه،په همدغه وخت کښي دافغانستان دشریعت راډیوهم خپل ږغ پورته کړی.خودنړۍ هیڅ هیواددافغانستان دطالبانودولت ته درسمیت پيژندني دپاره زړه نه ښکوي.اودافغانستان بانک شتمني دلسوملیارډوپه شاه وخوا کښي دامریکا دخوا څخه کنګل کړل سوې.نن چي د۲۰۲۲کال دجنوري څلورمه نیټه ده لاهم طالبان هیڅ هیوادپه رسمیت نه پيژني.

دوویشتمه پيښه : داګسټ پر۱۹نیټه دکابل پرهوائي ډګردزرهاوهغه مهاجرینوډله یزه ګڼه ګوڼه راپيل سوه،چي دافغانستان په تاریخ کښې ساری نه درلود.چي ددغه ګڼي ګوڼي په پایله کښي ډیرکسان ترپښولاندي سوه،زخمیان اوووژل سوه، پردغه برسیره دابودنیستیوپه وجه هم ډیرکسان دتندي څخه ناروغه یامړه سوّ.خوبرسیره پردغه طبعي ستونزي ددوی په منځ کښي یوځانمرګی بریدهم ترسره سؤ.چي تر۱۷۰کسانوډیرپه دغه پيښه کښي ووژل سوه او تردوسوډیرکسان په دغه پيښه کښي زخمیان سوه،په نوموړې پيښه کښي خارجیان هم زخمیان اووژل سوه،چي ۱۳کسان امریکان اودوه کسان انګریزان هم په دغه پیښه کښي ووژل سوه.چي په پيښه کښي دانګریزانویووړماشوم هم ووژل سؤ.اوځیني ترکان هم ووژل سوه.پيښه داعیش پرغاړه واخیسته.ویل کیږي:چي وروسته ددغه پيښې طرحه ګرهم ونیول سؤ.همدغسي دکابل په هوائي میدان کښي دخلکوختل تیاروته دمعقولواوصحیح لارونه کیدل،ځینی خلکوپه الوتکه باندی ځانونه ټینګ ونیول،ځیني بیاپروزردالوتکي ځړیدل،داځکه چی دننه په الوتکه کښي ځای نه پيدا کیده،یولړکسان دالوتکي دالوتلو په وخت کښي دالو تکي څخه لاندي راولویدل اومړه سوه.ددغه څخه هرڅوک فکرکولای سي چي خلک څومره مجبوره وه.

دورویشتمه پيښه:پر۲۸نیټه داګسټ امریکائیانواعلان وکړچي تراوسه ئې۱۲۰زره تنه د افغانستان څخه ایستلي دي،نوموړي کسان دافغانستان دهوائي ډکردلاري امریکائیانووایستل.

څلورویشتمه پيښه : پردیرشمه داګسټ امریکائیانویولوی جنایت دافغانستان دخلکوسره تر سره کړی،دبې پيلوټه الوتکي په وسیله ئې پریوه ملکي کورباندي بریدوکړ،چي په نتیجه کښې ۱۰کسان دیوې کورنۍ شهیدان کړه اودوه کسان هم ټپیان سوه،چی امریکا ئیانودغه پيښه داسی څرګنده کړه چی دلته داعیشان په نښه سوي دي،خودغه خبره ئې غلته ثابته سوه.نوموړې پيښه دخیرخانې په ۱۲نا حیه کښي ترسره سوه.چي دغه دامریکائيانودوتلو اخیرنی دشرمه ډک سوغات وودافغانانودپاره.په دغه اخیرنیووختونوکښې دامریکائيانو دفوځ مشر(فرانک میکنزي)ؤ.جنرال میکنزي وویل:په افغانستان کي ۲۵۰۰کسان امریکائي سرتیري ووژل سوه اوتر ۲۰۰۰۰شل زره ډیرخمیان سوه.

پرهمدغه ۳۰ شمه داګست دامنیت شورا غوڼده وکړه، چی دافغانستان منورین دي دافغانستان څخه دطالبانو دحکومت څخه وایستل سي،خو دامنیت دشورا دغونډي دګډون کونکو څخه دغه طرحه درو هیوادونو ومنل لکه: امریکا،فرانسه اوانګلیستان خوپه مقابل کښې چین اوروسیې ردکړه ځکه چي هغوی ویل : چي دابه په را تلونکي وخت کښي دافغانستان دپاره ډیره خطرناکه تمامه سي،چی دهیواد څخه معنوي شتمنی ټوله وایستل سي.دامنیت دشورا په غونډه کښي دفرانسې جمهورریس ( ایمانوپل) دغه وړاندیزهم وکړ، چي په افغانستان کښي دي یو دامنیت سیمه وټاکل سي تر څودغه منورین په خوندي توګه دافغانستان څخه راوایستل سي، خودغه طرحه طالبانو سمدلاسه رد کړه.

پنځه ویشتمه پيښه : داګسټ پر ۳۱نیټه چي یوه تاریخي ورځ ګڼل کیږي دشپې پر۱۲بجو دافغانستان څخه اخیرنی سرباز(جنرال کریسن داناهیو) اخیرنی سربازؤ،دکابل دمیداني هوائي دلاري دنوروسربازانوسره یوځای دافغانستان شازدافیر(رأس ویلسن) هم ووتی افغانستان ته ئې شاه وروګرځول اووتښتیدی،دکابل دهوائي میدان بریښناوي تاریکي سوې،شل کلن تجاوزپایته ورسیدی،چي د۲۰۰۱م کال څخه راپيل سوی ؤ.اوپه ۲۰۲۱م کال کښي داګسټ پر۳۱مه پایته ورسیدی.افغانستان خپل استقلال دملاهیبت الله په مشری (امیرالمؤمینن) دطالبانوترتحریک لاندی اعلان کړ.

شپږویشتمه پيښه : پرپنځمه (۵) داګسټ دپنجشیرولایت طالبانوونیوی.اودپنجشیریانوویاند اوپوخ ژورنالیست (فریددیشتي) هم دمقاومت په جریان کښي شهید کړل سؤ.خوپنجشیریانو لادمقاومت په جبهه کښي داحمدمسعودپه مشری شتون درلوداوغرونوته وتښتیدی. او همدغسي خال، خال راکیټونه هم دپنجشیرپرولایت راروان وه.چي په وروسته کښي هغه هم ختم کړل سوه.په پنجشیرکښي طالبانوته ډيرې وسلې په لاس ورغلې داهغه وسلې وې چي دپنجشیردمقاومت ډلي ددغه ورځي دپاره ساتلي وې.

اووه ویشتمه پيښه : پر(۷)اوومه داکتوبرپه کند زکښي دجمعې دلمانځه پروخت دجمعې په ورځ دشیعه ګانوپرمسجد یو بمي چاودنه وسوه،اوپه نتیجه کښې ۱۲۰ تنه لمونځ کونکي ووژل او۱۰۰کسان هم زخمیان سوه،چي دغه دطالبانوتردغه وخته ډیرلویه غم ناکه، خطرناک اوخونړې پيښه وه.برسیره پرلمونځ کونک ئې دشاه وخواکورنوته هم تاوانونه ور پيښ کړه.

اته ویشتمه پيښه : پر ۱۵ نیټه داکتوبربیا هم دکندهاردشعیه ګانوپرمسجد دجمعې دلمانځه پرمحال دوځان وژنکوکسانوچاودنه وکړه،چي په پایله کښې ۱۵۰کسانولمونځ کونکي  ووژل سوه.اوتر ۲۰۰ډیرزخمیان سوه.ددغي حملې پړه داعیش پرخپله غاړه واخیستل،په همدغه پيښه کښي دتوپکوډزي هم وسوې.

نهه ویشتمه پيښه :  په کابل کي د سردارمحمد داود خان پرروغتون دبريدپړه داعش پرغاړه اخيستې ده. ددغي ډلي يوه وياند لنډ ويلي دي چي په کابل کي پرروغتون بريدددوی جنگياليو کړی دی.

افغان چارواکي اوعیني شاهدانوويلي دي چې وسله والوکسانوچې یویې دډاکټرجامې اغوستي وې په کابل کې دسردارمحمد داودخان روغتون ته ننوتي اوله امنیتي ځواکونوسره په جګړه بوخت سؤ.

    یوه امنیتي چارواکي وویل : چې د سردارمحمد داود خان روغتون دشاه دروازې په مخ کې لومړی چاودنه وسوه.اوبیا درې ترپنځو کسانوپوري چې په وسلواولاسي بمونوسمبال وه، دروغتون ودانۍ ته ننوتل اوجګړه یې پیل کړه.

نوموړي همدا رازوویل: چې بریدګردروغتون دودانۍ په دریم اوڅلورم پوړکې ځای پرځای شوي اوسیمي ته د لیږل شووځانګړوځواکونوله سرتیروسره په جګړه بوخت سول.

د وروستيوراپورونوله مخي د دغه بريد له سيمي څخه تراوسه پوري دوه مړي او ۲۵ ټپيان وزيرمحمد اکبرخان روغتون ته وروړل شوي دي.

ترسختوامنیتي تدابیرولاندي د امریکا سفارت ته څیرمه پردغه روغتون باندي برید، ددولتي چارواکودهغوخبرداریوښکارندويي کوي چې سږ کال به دداعیشانودخواښايي په کابل کي ترهگربريدونه نورهم زورواخلي.

عبدالقدیرچې د سردار محمد داود خان روغتون یوکارکوونکی دی له رویترزخبري آژانس سره په خبروکې ويلي دي:چې یووسله وال کس يې ولیدی چې د ډاکټرانوجامې یې اغوستې وې اوترجامو لاندې پټ یوکلاشنکوف یې راوویست اوډزې یې پیل کړې.نوموړي همداراز وویل:چې ددې ډزوپه پایله کې لږترلږه یوناروغ اودروغتون یوکارکونکي ژونددلاسه ورکړ.نوموړي د روغتون له نوروبرخوڅخه چې له ټول افغانستان څخه راوړل شوي ټپي امنیتي سرتیري تردرملنې لاندي دي، دډزوږغونه هم واوریدل سوه.

روغتون ته څیرمه سیمه چې له ګڼه ګوڼي ډ ک يوچوک دی، له برید سره سم د امنیتي ځواکونوله خواکلا بنده سؤ.

دغه برید یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په کابل کې پریوه امنیتي پوستې اود استخباراتوپریوه دفترپه ورته یوه هم ږغي بریدکې ترلسو ډیرکسان ووژل شول.

دیرشمه پيښه : پر۱۹نولسمه دډسمبرپه اسلام اباد کښي دسعودي عربستان په نوښت او مرسته سره دافغانستان په باب یوه غونډه اونړیواله کنفرانس جوړه سوه.په نوموړي کنفرانس کښي د۵۰ هیوادونواستازي چي تعدادئې ۲۲ استازوته رسیده په کنفرانس کښي ګډون وکړ،په نوموړې غونډه کښي دافغانستان سرپرست خارجه وزیرامیرخان متقي دافغانستان په استازي توب ګډون کړی وو.خوپه مجلس کښي دافغانستان تربیرغ لاندي رسمي چوکۍ خالي وه.خو دنوموړي خالي چوکۍ مخي ته خالي دافغانستان ملي بیرغ ولاړ وو.ودې غونډي ته دهیوادپر رسمي دولتي کسانو برسیره دګوندنواستازی هم ورغلي وه.

دافغانستان سرپرست وزیرښاغلي متقي پردروموضوعاتوخبري وکړې.

لومړی : دکنګل سوپیسو دخلاصونه په اړه ئې پرکنفرانس ږغ وکړی، تر څودغه دافغانستان دخلکوپيسې دافغانستان بانک ته ولیږدول سي . دوهم : دنړیوالي ټولني سره دهم ږغي کیدو پرموضوع خبري وسوې،دریم :دبشردحقوقو،دښځوپرآزادۍ اوحقوقو،په حکومت کښي دبیلابیلوقومونوڅخه دوړقدرونو پرتعیناتوخبري وسوې.

Share