په نیامار یا برما کښي څه تیریږي
دنن ورځي نړیواله موضوع دهغوکسانودپاره چي دنړیواله سیاست سره مینه لري.
) یا برما کي څه تیریږي MYANMAR( په میانمار
یوهفته مخکې په برما کی یوه فوځي کودتا ترسره سوه اودبرما فوځ دښاغلي جنرال (مین اک) په مشرۍ دغه فوځي کودتا ترسره کړه.چي دادبرمادهیوادیوفوځي حکومتي تغیردی په دغه وخت کي دبرما په هیوادکي را منځته سو.
داچي ولي ددې شرایط را منځته سول چي دمیانمار(MYANMAR) یا(برما) په هیوادکی دغه تغیراونوی حکومت دهغه ځای دفوځ په مداخله رامنځته سؤ.دغه خپله دځان دپاره علت اوانګیزه درلودلای سی.چي البته علتونه ئې واضیح دي،دبرما په فساداخته اوپه نژادي،هذهبي تعصوب ککړهیوادهمدغسي دبودائي مذهب دافراطینو په خپل سري ظلمونوسره چي د(ارکان)په ولایت کې دروهینګیاقبیلې په مقابل کي وکړه دنړې دنه بخښونکوپيښوڅخه شمیرل کیږي.دډیموکراسۍ په نوم متعاصیبه مشره اودهیوادصدراعظمه اونګ سان سوچي(AUNG SAN SOCHI) دبرما دمسلمانانودبدبختۍ سبب سول.چي فوځ مداخلې ته ورودانګل نن دبرمادغه مشره دخپلونورو لوړپوړوچارواکوسره یوځای دفوځ په لاس کي ده.
دهمدې اونګ سان سوچي دصدارت په وخت کې اوددې په وسیله دمسلمانانو کورونه لوټ سوه.اودعبادت ځایونه(مسجدونه) ئې ونړیدل اودکانونه اومالکیتونه ئې هم چورکړل سوه.که څه هم داخبره خپله داراکان دایالت وزیر(ګوالیواین) کړیده چی دبرما مسلمانان باید تردغه شرایطولاندي ژوند وکړي:دبرمامسلمانان دتابعیت تذکره نه سي درلودلای، اودلادونه تردوه ډیرنه سی زیږولای،که ئی دوه اولاده وزیږیدل باید ښځه داولاد دزیږیدوځای عملیات کړي. که سفرکوی یا روغتون ته ځي نوباید دسیمي دمسؤلوکسانواجازه دځانه سره ولري، دمځکی مالکیت نه سي ترلاسه کولای .دغه ټوله هغه کړنی وې چی دبشردحقوقوادارې هم په روڼوسترګوورته کاته اوغوږونه ئې هم کاڼه اچولی وه،امریکاهم په دې باب هغه وخت چوپه ناسته وه.اواونګ سان سوچي دسولي جایزه هم ترلاسه کړې وه.اودامریکاداقتصادي ګټودپاره ئې دامریکااونړیواله امپرالیستي سازمانونوخوله ورتړلې وه.که څه دملګرو ملتونواستازي (پرامیلا پاټن)هغه وخت ویلي وه چي:دبرماپه هیوادکي دارکان په ولایت کي دروهینګا دمسلمانانوپرقبیلې سخت ظلمونه کیږي اودهغوی دښځوپرعزت تعروضونه جریان لري.خودغه تش په نامه یادول څه ګټه لري؟.ولی دغه وخت چي دبودائي افراطینودخواڅخه دغه قیودات رامنځته کیده بایدمخه ئې نیول سوې وای. او دروهینګاه مسلمانانوته باید دامن ځای اوپه هغه حکومت کي چي اونګ سان سوچي ئې مشرتابه درلودل فشار اچول سوی وای چي دیوه غټ تعداد مسلمانانو سره چي په وختونووختون ئې هلته ژوند کړی وي،دهغوی دپاره دژوندهغه شرایط رامنځته کړی وای.کوم چي دهغه ځای نوروانسانانواوبودائیانودرلودله.همدغسي اسلامي هیوادونوچي داسلام په نوم ،دجهادپه نوم اوداسي نورونومونو باندي ئې نغارې وهلي دوی ولې دروهینګادمسلمانانوسره مرسته ونه کړه؟اوهغه ۸ لکه(اته لکه) مسلمانان چي دبنګله دیش په هیوادکي ترسختوشرایطولاندي ژوندکوي،ولي په سعودي ،قطراو نوروهیوادونوکي دهغوی دژوند دتأمین دپاره لازم شرایط په خپلوهیوادوکي برابر نه کړه، ددې څخه داسی معلومیږي، چي د ملل متحد دبشر دحقوقوسازمانونه دنړۍ دخلکوسره په درواغوکړنه کوی.اوپه ښکرورودرواغوئې راولاړه کړیده.همدغسي اسلامی هیوادونه هم په درواغوسره دمسلمانۍ شعارونه ورکوي، خوپه عمل کي هیڅ هم دبیوزلومسلمانانو سره مرسته نه کوي اونه ئې کړي ده.
داچي په یوه هیواد کي دظلمونو کچه لوړه سي، نو بیا دظلمونو دپایته رسیدو دپاره بایدپه هغه هیوادکي دتغیرلازم شرایط رامنځته سي.خوداشرایط کله دخلکوپه مستقیمه لارښوونه اویاهم دانقلابونودمخی کیږي چی دانقلابونویوه لاره ئې هم دکودتا ګانو لاره ده.چي دفوځ دخواڅخه په هیوادکی دکمی تغیراتوداوج په پړاوکی کیفي تغیرات را منځته کیږي. نو داچی په برما کي دحکومت اودولت دیکتاتوري اودظلم سیاست ترهغه اندازې ورسیدی چي دخلکوزورپه ونه رسیدی نو دلته فوځ چی یوه منظمه داسلحودرلودونکې نظامي غټ قدرت دی ،نوددوی په مرسته اومداخلې ممکن دمیانمار پيښه دمثبت تغیروخواته راوستل سي.ولی؛ نن په برما کي که څه هم خال، خال مظاهرې روانی دي اوخلکو ځانونه لڅ کړی دي اودا دځانونو لڅ ول هم په دې معنا سره دي چي موږهوډلروچي دبرما هیواد ته یوه منل سوې ډموکراسي راوستل سي. او دفوځ څخه هم دغه غوښتنه کوي. چی په ریښتیا هم دبرما په هیوادکي اصلي ډموکراټیک نظام ته ضرورت سته،چی دیوه پلوه دبرما خلک په سیاسي، اقتصادي اوټولنیزوبرخوکي دښه ژوند خاوندان سي اودبله پلوه، په برماکي داقلیت مذهبونو احترام ترسره سي.اوهمدغسي داکلیت قومونوسره دیوه هیوادوال په څیرکړنه وسي.اودمیا نمارمسلمانانوته بیرته خپل مالیکیتونه وروسپارل سي او په خپل هیواد برما کي دښه ژوند دیوه هیوادوال په څیرورته وکتل سي .
میانمارچي دچین ،بنګله دیش اونژدې دهند دهیواده سره پرپوله پروت دی،دزراعت دمخي یود ځانه پوره اقتصادي هیواددی. که نوموړی فوځ دخلکووغوښتنو ته پا ملرنه وکړي اوپه هیواد کي نژادي توپيرونه دمنځه یوسي. نو په دې کي شک نسته چي دبرما دهیواد خلک به هم ورسره ملګري سي.اودلته به داستعماري هیوادونو جرړي دبیخه وباسي.اوهمدغسي غربي هیوادونوته باید ددې موقع برابره نه کړل سي چي بیا دغه هیواد دډموکراسۍ په نوم، دبشردحقوقو په نوم تیرباسي اوهیوادبیا دنژادي توپیرپه جال کي راولي.
که څه هم دبرمامشهورلیکوال ((وان شوای)) پدې اړه په یو لیکلي مضمون کې کښلي دي چې:دبنګله دیش څخه بیرته راستانه کیدونکي مهاجرینوته به په اراکان کې دخپلوړنګ شویوجوماتونواومدرسودبیا رغاونې اجازه هم ورنه کړل سي.
په کمپونوکې دننه که دولت مناسب وګڼي دوئ ته به دمحدودوجوماتونودجوړولو اجازه ورکړل سي. خود مد رسوجوړولواجازه به بیخي ونه لري.
وان شوای وړاندې لیکي:برما ته دراتلو نه پس به روهنګیا مسلمان اقلیت لکه دپخوا په څیرددې هیواددتابعیت نه بې برخې وي؛دسختې اړتیا په صورت کې به بیاهم روغتون ته دتللواودیوه ځای نه بل ځای ته دسفرکولولپاره به دوئ ته مؤقتي کارتونه ورکول کیږي.نوفوځ اونوی حکومت بایددغوټکوته پا ملرنه وکړي .اوداقلیت نژاد او مذهب ته دپاملرني وړقد مونه پورته کړی. پای
لیکوال : ننګیالی بڅرکی
حسن مومند
دمحترمولوستوالو په علم کې به وي چې په روان کال کې دوحشي بودایې فوځ او ولسي بودایانو له لورې دبرماپه اراکان ولایت کې روهنګیاقبیلې ته دمنسوبو مسلمانانو دقتل عام دنوې خورا خونړۍ لړۍ دپیل کېدو نه پس دخپلو سرونو او غزتونو دساتلو په موخه دیادولایت نه نېږدې ۸ سوه زره مسلمانان بنګله دیش ته په هجرت کولو مجبور شول ؛په بنګله دیش کې ددې مظلومو مسلمانانو ترټولوستر کمپ دنړۍ په سطحه دکډوالو ترټولو ستر او دانساني ژوند لپاره داړینو اسانتیاو نه خالي کمپ دی؛دلته ددې مهاجرینو ډېر سخت ژوند دی؛په لږ ځای کې دډېرو انسانانو دراجمع کېدو؛ دخوراکي موادو دکمښت او دصحي اسانتیاو دنشتوالي له امله دلته ډول ډول ناروغۍ خپرې شویدي.
ګڼ نور مشکلات هم دلته شتون لري خو چې ددوئ ځانونه او عزتونه خوندي دي نو نوبرما ته دتلوپه پرتله دلته په پاتې کېدو او اوسېدوډېر خوښ دي خو له بده مرغه چې دبنګله دیش دولت په خپل هېواد کې داوږدې مودې لپاره ددې مهاجرینو پرېښودو ته ندي چمتو نو ځکه یې دې هېواد ته دبرما نه دراتلونکو مهاجرینو پروړاندې ډېر زیات موانع ایجاد کړیدي او دلته دراغلو مهاجرینو دبېرته لېږلو لپاره هڅې کوي.
پدې لړ کې دبنګله دیش او برما دولتونو ترمنځ یوتازه تړون رامنځته شویدی چې له مخې به یې بنګله دیش ته راغلي ټول مهاجرین بېرته خپل هېواد او خپلو سیمو ته بوتلل کېږي.
په کوم هېواد کې چې مهاجر دمدني حقوقو نه بې برخې وي او هغه هېواد په هیڅ صورت کډوالو ته دتابعیت ورکولو په حق کې نه وي نو په داسې هېواد کې مهاجرین دسختو ستونزو سره مخامخ وي او ډېر دتکلیف نه ډک ژوند تېروي.
دبرما دمهاجرینو لپاره بنګله دیش همداسې یو هېواد دی.
دلته دبرما نه راغلي مهاجرین دټولو مدني حقوقو نه بې برخې دي ؛ بیخي ددې اجازه نه ورکول کېږي چې دکمپونو نه بېرون ووځي او دهېواد په نورو سیمو او ښارونوته دمېشت کېدو اویاتجارت په اراده ورشي نو ځکه خپل وطن ته دبېرته ستنېدو خبر ددې مظلومانو لپاره څه بدخبر ندی خو داچې خپل هېواد ته په بېرته ستنېدو کې ددوئ لپاره هیڅ خیر نشته بلکې له ځانه سره لوی تاوانونه لري نو ځکه داخبر ددوئ لپاره دغم نه ډک یووېرونکی خبر دی.
تاسې محترمولوستوالوته به معلومه وي چې ددوئ بازارونه او کورونه دلوټ کېدو نه پس ټول سوځول شوي اوپه بشپړه ډول دځمکې سره برابر شویدي او داوسېدو او کرنیزي ټولې ځمکې یې دولتي شویدي؛دولت اعلان کړیدی چې روهنګیا مسلمان اقلیت په برما کې ځمکه نه لري؛کومې ځمکې یې چې کرلې او کومو ځایونو کې چې اوسېدل داټول دبرما ددولت ملکیت دی.
خپل هېواد ته د روهنګیا مسلمانانو دراستنېدو دخبر خپرېدو نه پس داراکان ایالت دکرهڼې او مالدارۍ وزیر ((کوالیواین )) ددولتي تلویزون سره پدې اړه دځانګړې مرکې په ترڅ کې ښه په څرګندو تورو وویل چې روهنګیا مسلمان اقلیت په قانوني لحاظ دیوې لویشتې ځمکې څښتنان هم نه ندي اونه وو ځکه چې دوئ دبرمادتابعیت هیڅ ډول اسناد نه درلودل او دبرما دتابعیت پرته دلته څوک دځمکې څښتن کېدای نه شي ؛ پدې ایالت کې چې په څومره ځمکو روهنګیا مسلمانانو کورونه جوړ کړیدي او یایې دکرلپاره کاروله ټوله ناقانونه ده نو ځکه ټولې دولتي شوې.
دروهنګیا مسلمانانو ټول جایدادونه چې دولتي شویدي دبنګله دیش نه ستنېدونکي ټول روهنګیا مسلمانان به ددولت داعلان شوي پروګرام له مخې به په خپلې خوښې چرته دمېشت کېدلو حق نه لري بلکې یواځې په هغو کمپونو کې به اوسېږي کوم چې ددولت له لورې دوئ ته جوړ شویدي.
دبرما دولت اعلان کړیدی چې دروهنګیا مسلمانانولپاره له پخوانه جوړشوي دوه کمپونه به بیا ورغول شي اوڅلورستر نورکمپونه به هم ددوئ لپاره جوړشي .
دبرما رسنئ وایې چې دهرفامیل لپاره به پدې کمپونوکې یو کوچنی اطاق ځانګړی شوی وي؛دلته شته ټول وګړي به ۲۴ ساعته ددولتي امنیتي ځواکونو ترڅارنې لاندې وي؛دوئ به ددې کمپونو نه بیرون دوتلو اجازه نه لري او که په کوم بل ځای کې دخپلوانو سره څوک دملاقات لپاره تلل وغواړي نو ددې کمپونو ددولتې امنیتي مسئولینو نه به تحریري اجازه اخلي او داجازې اخستلو لپاره په لیکل شوې عریضې کې دملاقات دوجوهو ذکر کولو نه پس به که امنیتي مسئولین مناسب وګڼي دوئ ته اجازه ورکوي.
دبرما مشهور لیکوال ((وان شوای)) پدې اړه په یو لیکلي مضمون کې لیکي چې دبنګله دیش نه ستنېدونکو مهاجرینو ته په اراکان کې دخپلو ړنګ شویو جوماتونو او مدرسو دبیا رغاونې اجازه هم نه ورکول کېږي.
په کمپونو کې دننه که دولت مناسب وګڼي دوئ ته به دمحدودو جوماتونو دجوړولو اجازه ورکړل شي خو دمدرسو جوړولو اجازه به بیخي ونه لري ځکه چې دولت وایې:په مدرسو کې ځوانانو ته دجهاد په اړه معلومات ورکول کېږي.
وان شوای وړاندې لیکي:برما ته دراتلو نه پس به روهنګیا مسلمان اقلیت لکه دپخوا په څېر ددې هېواد دتابعیت نه بې برخې وي؛دسختې اړتیا پو صورت کې روغتون ته دتللو او دیو نه بل ځای ته دسفر کولو لپاره به دوئ ته عارضي کارتونه ورکول کېږي.
وان شوای زیاتوي چې برما ته راستانه شوي مسلمانانو کې به هره مېرمن یواځې ددوه بچو زېږولو اجازه ولري او ددوه کوچنیانو زېږولو نه پس به دهرې مېرمنې دخېټې نه رحم لرې کولی شي ترڅو دمسلمانانو نسل زیات نه شي.
او ددې لپاره چې دمسلمانانو دنسل راکمول یقیني کړای شي دولت پرېکړه کړیده چې دمسلمانانو دودونو لپاره به ټاکلي عمر کې زیاتوالی راولي ترڅو له دې لارې هم ددوئ په نسل کې یو څه کموالی راوستل شي او دژر ودونو کولو له امله دنسل دزیاتوالي مخه ونیول شي؛هر څوک به مکلف وي چې دواده لپاره ددولت نه اجازه واخلي او ددولت له اجازې پرته به هر واده ناقانونه ګڼل کېږي اومېرمنې اومېړه ته به ددولت له لورې ټاکل شوی سزاورکول کېږي .
که غور وشي نو دبرما او بنګله دیش ددولتونو ترمنځ رامنځته شوی تړون خورا خطرناک دی؛ددوئ دځانونو او عزتونو دساتنې په اړه دکوم تضمین او تړون پرته بېرته ددوئ برما ته لېږل خپلې قتل ګاه ته داستولو او په تمامه معنی ددوئ دنسل ختمولو دپلان پرته په بل شي نه شي تعبیرېدای.
دا خو هماغه برما ده چې پکې دبودایې ولس او فوځ له لورې ددوئ ټول کلي بازارونه،مدرسې او جوماتونه وسوځول شول؛پکې دځوان،بوډا،نر،ښځې لوي او کوچني دامتیاز پرته په لسګونو زره انسانان ووژل شول؛ژوندي خلک په اور کې وسوځول شول؛په زرونو مېرمنې بې عفته کړای شوې او ګڼ مسلمانان ژوندي ورک شول ؛له بده مرغه چې همدا اوس هم دظلم او جبر دا لړۍ نده تم شوې؛په برما کې پرایسار شویو مسلمانانو اوس هم دفوځ او عامو بودایانو له لورې حملې رواني دي چې په نړیوالو رسنیو کې هم ددې حملو یادونه کېږي خو څوک پرې غوږ نه ګروي او نه دبرما دولت جورنالستان دې سیمو ته پرېږدي .
نو چې هماغه فوځ او هماغه بودایې ولس وي؛هماغه اسلام او مسلمانان دښمني وي ؛بیا ټول مسلمانان یوځای ته راجمع کړای شوي وي او ترڅنګ یې ددې اسلام دښمنو داعقیده هم وي چې ددې غریبو او مظلومو انسانانو څوک دپوښتنې کولو نشته نو څوک دا ویلی شي چې دوئ ته به دپخوانه زیات خطرونه ، نه وي متوجې ؛ددوئ دځان او عزت ساتنې په اړه دکوم تضمین او تړون درامنځته کېدو پرته دې دوئ دانسانانو په شکل کې ددې وحشي ځناورو دشر نه خوندي پاتې شي؟
دبرما او بنګله دیش ددولتونو ترمنځ ددې تړون درامنځته کېدو نه پس دملګرو ملتونو ادارې ښه په صراحت سره ویلي دي چې برما اوس دبنګله دیش نه دستنېدونکو مسلمانانو لپاره خوندي ځای ندی.
همدا راز دې هېواد ته دملګرو ملتونو ځانګړي استازی پرامیلاپاټن ویلي دي چې په برما کې دفوځ له لورې په زرونو مسلمانو مېرمنو په منظم ډول جنسي تېری شویدی او دبرما فوځ جنسي تېری دمسلمانانو دنسل ختمولو لپاره دوسلې په توګه کاروي؛نو ځه په یقین سره وایم چې برما ته ورستنېدونکې مېرمنې دفوځ دجنسي حملو دجدي خطر سره مخامخې دي.
عجیبه دا ده چې دملګرو ملتونو ادارې برما ته دستنېدونکو مسلمانانو ته دجدي خطرونو یادونه کوي خو دبنګله دیش او برما دولتونه ددې خطرناک اقدام نه،نه منع کوي او نه هم دنړۍ دترټولو مظلومو انسانانو دخوندیتوب لپاره کوم تړون او تضمین رامنځته کوي او نه هم دظلم نه دبرما دفوځ دلاس رالنډولو لپاره جدي اقدام کوي.
دامنیت شوری په نوم دملګرو ملتونو ترټولو ځواکمنې ادارې دبرما ددولت نه غوښتي دي چې دروهنګیا دمسلمانان روانه ستونزه دې حل کړي خو نور یې هیڅ اقدام کول اړین ندي ګنلي حال دا چې په کوم ځای کې دسترو زبرځواکونو خپل اهداف وي نو پرانسانانو ددې لسمه برخه ظلم نه وي شوی خو بیا هم دا اداره مداخله کوي خو دلته چې دانسانانو پرضد یو بې مثله تاریخي وحشت رامنځته شوی او دالړۍ لا روانه ده نو دا اداره ایله په داسې یوې کمزوري اعلامې جاري کولو اکتفا کوي.
نوددې خبرې اشد ضرورت دی اسلامي نړۍ پدې اړه یو نړیوال مؤثر اقدام وکړي او دملګرو ملتونو دادارې له لارې په خپل هېواد برما کې دمسلمانانو تابعیت یقین کړای شي؛خپل کورونه بازارونه او جایدادونه ورته ورواپس کړای شي؛په راتلونکي کې ددې مسلمانانو دځان،مال او عزت دساتنې لپاره دبرما دولت متعهد کړي او مسلمانانو ته دخپلو جوماتونو اومدرسو دبیا رغولو اجازه ورکړي.
که اسلامي نړۍ دا کار نه شي کولای نو لږ ترلږه برما ته دې ددوئ دلېږدولو مخه ونیسي؛که بنګله دیش نور ددوئ کوربه توب ته نه وي تیار نو لویه اسلامي دنړۍ ده، په نورو هېوادونو کې دې مېشت کړای شي او خپل دا مهم مسئولیت دې ادا کړي.