حاجي محمد انور خان اڅکزی د حاجي داروخان اونورو اڅکزوپه منځ کي

حاجي محمد انور خان اڅکزی د حاجي داروخان اونورو اڅکزوپه منځ کي

« د حا جي محمد انورخان اڅکزی لنډه پیژندنه »

حاجي محمد انورخان اڅکزی دحاجي سعادت الملوک خان زوی ، دسربلند خان لمسی ،دیارمحمد خان کړوسۍ اودروشندل خان کوسی دی.

دی دګلیستان په کلی کي چي دپښتونخوا سیمه وه ، په ۱۸۷۶م کال کي زیږیدلی دی.او په ۱۹۷۱م پر ۲۹دمی دمیاشتي دکندهارپه ده خواجه کی حق ته ورسیدی «روح دې ښادوي».

په ۱۸۹۶م کال حاجي محمد انورخان په ګلیستان کې ده ابتدائیه ښوونځی څخه فارغ سو.ترهغه ورسته یې متوسطه یا منځنۍ ښوونځی هم خلاصه کړه.او بیا یې په مسجد کي فارسي اوعربي درسونه وویل.که څه هم دغه وخت یې واده هم کړی وو، خو! بیا یې هم دښوونی لمن ټینګه کړې وه.

تردرسونوویلوورسته یې په مختلیفودولتي مؤسیسو کي هم دنده ترسره کړې ده ،خودانګریزانوسره داختلاف په سبب دیوه ځایه بل ځای ته تبدل سوی دی. او اخیرنۍ دنده یې دحقوقي د مسایلوپه برخه کی دتوبي په سیمه کي وه،چي ډیر وخت به یې د قوم دخلکو حقوقي پرابلمونه ورحلول.هغه دخپل وخت په مروجه علوموباندي پوه وو،په پښتو،اردو ،فارسي ، انګلیسي ژبوئې لیک لوست کولای سو.خو په عربي ژبه هم پوهیده.

حاجي محمدانورخان اڅکزی ۹۵کاله ژوند کړی دی.اوپه خپل وخت کې ځانته په پښتني اوافغاني تاریخ کې ځانګړی ځای درلود.که څه هم پښتنوخوهمیشه دآزادۍ دپاره ځانونه داورولمبوته ورکړي دي اوآزادي يې هم په په ډیرو زحمتونودډیروغټوقوتونوڅخه ترلاسه کړې ده اوبیا یې دآزادۍ څخه دفاع کړیده اوهغه یې دخپلووینوپه قیمت ساتلې هم ده،خو!! دبده مرغه،چي ترنن ورځي پوري یې دآزادۍ اواستقلال څخه خوندهم نه دی اخیستی. تنها دبورا په څیرئې پر شمع همیشه ځانونه ستي کړي دي.

دحاجي محمد انور خان اڅکزی دمبارزو درې اړخه :

لومړی اړخ: دانګریزانوسره  دډیپلوماسۍ دلاري مبارزه : په دې کي شک نه ؤ چی انګریزان په سیمه کي دداخلي خائینانوپه وسیله دپښتنوپرسیمه کی د قد م ځای پیداکی.خودانګریزانوپه مقابل کی مسلاحانه جنګونه هم روان وه.اوسیاسي مبارزوهم دګوندنو په سطحه داستعمارپرضد جریان درلود.

حاجي محمدانورخان اڅکزی چی دخپل وخت یومنوراوښوونیزځوان ؤ، د سیاست سره ئې د قوم اوپلاراونیکه په څیرمینه هم درلودله.داوخت په کوټه کي دغورځنګونومرکزاودځوانانودناستي ولاړي،ټاټوبی دعبدالعلي اخوندزاده پر هټۍ باندی وو، داوخت حاجي محمد انورخان اڅکزی دکانګریس سره هم خپلي اړیکي ساتلې وې.اوځوانان به ئې دکانګریس ګوند ته هڅول،چي داکارپه دې وخت کي دانګریزانودخواڅخه منعه بلل سوی وو.خوداکارحاجي کاکا یا حاجي محمد انورخان اومرحوم عبدالعلي اخونزاده په پټه ترسره کاوه.او په ډیر تعداد ځوانان ئې په سیاسي ډګرکې دانګریزانوپه مقابل کي ودرول.

همدغسي دپښتنوپه منځ کی دبې اتفاقۍ اچول دانګریزانومؤخه وه،خوبیاهیڅ قومي مشرته دهغه دجوړي اجازه هم نه ورکول کیده.داځکه چی انګریزانو غوښتل چي په خپلوګوډاګیانوباندي مسائیل حل وفصل کي،ترڅوخپل ګوډاګیان په قوم اوسیمه کي مطرحه کي.اویوځانګړی اعتبارورکړي،خودهغه وخت سیاست پوهانودغه عمل دانګریزانوسره نه مانه.اوخپله قومی،ملي مشرانو دقومونوجوړه سره کوله، وخارجي کسانو ته ئې دمداخلې حق نه ورکاوه.

دحاجي محمدانورخان اڅکزی دځوانۍ عمردوخت په ډیروحساسو،څپاندواو دتاوتریخوا لي په یوه ډیره خطرناکه مرحله کي را پیل سوی دی.

دده دځوانۍ وخت د۱۹۲۵کلونوڅخه راپیل کیږي،په دې وخت کي حاجي کاکا د۲۹ کلونوپه شاه وخوا کي دی.داهغه وخت دی چی انګریزانودیوه پلوه په سیمه کی دپښتنواوافغانانودلاسه ماته خوړلې ده،حالات ناآرامه دي اوانګریزان دپښتنو په سیمه کي لاس وهني کوي.اوپه غازي امان الله خان پسي دانګریزانو دخوا پروپا ګنډې راپیل سوي دي اوپه دننه دافغانستان کي هم ددولت اومذهبي حلقوترمنځ کشمکشونه جریان لري، دیوې خوادولت دآزادۍ اوډموکراسۍ دپاره تلاښ کوي اوامیرآمان الله خان په هیوادکی دنوښتګرۍ،دښځودآزادۍ اودیوه مستقیل،آزادافغانستان خوبونه وینی،خودبله پلوه دځینوملایانومخالفتونه اود همدغه مخالفتوڅخه دبهرنیانوپه ډیربیا برطانوي رژیم  ګټه پورته کړل،په امیرامان الله خان اودهغه دډموکراسۍ پلوه دوستانوپسي ډنډوری د کفراواسلام ووهلې… په پای کی ددې سبب کیږي چي هیوادده داخلي جنګ وخواته را کش کي.او په کابل کي هم دپښتنو حکومت سکوت وکی.

  مرحوم حاجی محمدانورخان اڅکزی چي په همدغه وخت کی په قوم اوسیمه کي یومطرحه اونامداره وتلی شخصیت وو.دانګریزانوپه مقابل کې خپلي سیاسي اوملي مبارزه روښانه اوڅرګندي وې.په ۱۹۲۹م کال کي دمی دمیاشتي پر۲۳نیټه داهغه وخت دی، چي شاه امان الله خان دشپې له خوا دکندهار دلاري وانګریزي سیمي ته ورداخلیږي اوخپله کورنۍ یې وختي لاهم دافغانستان څخه راایستلې ده. اوبیا دهمدغه ځایه څخه دایټالیا پرلوری ځي.

حبیب الله دسقاوزوی چی پرغلانیول سوی وو،هغه هم دبنديخانې څخه را خوشي سو.اوپه افغانستان کې په چټکۍ سره دانګریزانوپه ملاتړدقدرت واک ترلاسه کړ.نه(۹) میاشتې دانګریزانوپه مرسته حکومتي چارې په داسي حال کی سمبالي کړې چی دافغانستان ټول دپرمختګ چارې دسکون اونابودۍ سره مخامخ کړې.

دحاجي محمدانورخان اڅکزي مبارزه دپښتنو دراټولولوپه ډګرکي :

داوخت حاجي محمدانورخان اڅکزي ته برسیره پرهغه سیمه چي دی ژوند په کښي کوي،په افغانستان کي هم دسقاوی پرضدبله مبارزه اودپښتنودستونزو د هوارولواود فاع په خاطر دنده ورپه غاړه سوه. هلته څه وخت چي سقاویان پر کندهاراندي برلاسي سوه.انګریزي دولت امروکی،چي دسرحدهغه لوري ته باید دډیورنډدکرښي دیخوایعني کوټي اوپيښورپښتانه وروانه وړي اودسقاوپه مقابل کي مرسته ونه کي.خوحاجی کاکا( محمد انورخان اڅکزي) داڅکزوتوکم یا کوم اونورپښتانه سره وهڅول اودعبدالعلي خان اخوندزاده چی دکاکړوپه پښتي ښاخ پوري ئې اړه درلودله،په سیمه کی یو منل سوی پوهه اوعلم شخصیت وو، دهغه په مشوره اوپيژندلګلوۍ ئې د قاضي بهرام خان سره شناخت پيداکی اودقاضي صاحب د فتواه په سبب ئې زقوم خان چي اڅکزوته منلی، پيژندل سوی مشروو، هغه هم دځانه سره مل کی او دسقاوحکومت ئې دښارد کلابندۍ سره وردړي وړي کی.موږدلته دموضوعودډیراوږدولوڅخه ډه،ډه وکړه.خودغه غورځنګ دانګریزانودقانون خلاف ؤ.چي دموضوعونوره توضیح به دحاجي محمد انور خان اڅکزي خاطرات کتاب کي وګوری.

دوهم : دافغانستان دډمو کراسۍ د پاره مبارزه :

دلته هم دپورته یادونی سره سم په ګوټه اوچمن کي انګریزانو دحاجي محمد انور خان اڅکزي پر ضد تبلغا ت را پیل کړي دی.اوپر حاجي صاحب ئې دبند ، جایداد ضبط او غیري قانوني کړنوپه تورسازګاني پيشنهاد کړي دي.حاجي کاکادغه وخت په افغانستان کی ډیرسرګردانه دی.ځکه هغه امتیازات چي دحکومت دخوا څخه ودته ورکول سوی دي .لکه : فرقه مشري ملکي، دمیاشتي درې زره کابلۍ اوجایداد،هغه دعبدالغنی خان په امرودته نه ورکول کیږي. اویوازي ئې وخت ور ضایع کوي. خو بیا حاجي محمدانور خان کابل ته ولاړی او په کابل کي دسردار محمد هاشم سره دتفاهم په نتیجه کی هغه جایداد ددغه فرمان په اساس (۴۲۸۶) نیټه ۱۳۰۹دقوس ۱۳باندي بیرته پسله یوه لوی جنجاله څخه تر لاسه کی. ( هغه هم په دې وخت کی غنی خان دحاجي صاحب اونورو قومی مشرانو په پيشنهاد سره تبدیل سو.اوپرځای ئې وزیرصاحب محمد ګل خان راغلی ). پسله هغه چي دافغانستان ستونزې هواری کړې نومخ پرهندی برطانوی باندي بیرته ورروان سو.څو هغه تورونه چي پر حاجي کاکا لګیدلي دي هغه دفاع کړي.اوهم دغسي پرخپله موقعې باندي محکمې ته حاضرسو….. محکمه دده دورتګ سره را پیل سوه. اوپرحاجی محمد انور خان اڅکزی باندی دغه لاندي تورونه وه.چي پوښتنه او ځواب په ئې زه په لنډه توګه ولیکم.

دانګریزي حکومت د قاضي لومړۍ پوښتنه :

تاحاجي محمد انور خان اڅکزي دانګریزانودقانون خلاف دسقاوۍ په جنګ کي ګډون کړی دی.اودادانګریزانودقانون تؤهین دی،په داسي حال کی چي ته دانګریزي حکومت تبعه ئې. داولي؟

ځواب:که پریوه سړي قانوني امروسی چی اعدام دي سی .او هغه سړی کولای سي چی ځان خلاص کړي،نوایاداسړی به دځان خلاصون وکي او که به د قانون مراعت کوي.؟

دوهمه پو ښتنه :دلته خو دغه نور قومونه هم پراته وه او هم پښتانه وه.نو داستا وینه ولی تر دغه نور قومونو توده وه چی ته دقانون خلاف تر سرحد ورواوښتې؟ .

ځواب : هر قوم ځانته تاریخي ځانګړني لري.داڅکزي قوم په تیره بیا دحمیدزي قبیله دا ځانګړنه لري چي دمشر په پیل سره دوی په کار پیل کوي.کله چي ما پیل وکی ، نوهغه وو، چي داڅکزوټولوکورنیانوزما ملاتړ وکی.او په میړانه ئې دپښتنو دآزادۍ مبارزه را سره تر سره کړه.

دریمه پوښتنه :

تا داسنجولې وه که دی شکست خوړلی وای ، نو به هم دبرطانوي حکومت مجرم وای.او هم به دسقاودحکومت مجرم وای.نو تا به څه کولای؟

ځواب:

هو! ما داسنجولې وه او ما فرض کړې وه چي زه به خامخایا مرمه او یابه فتح کوم.که مړسوم مسؤلیت نه لرم.او که بریالی یا فاتح سوم نو مسؤلیت به یوازي ستاسو قانون ته ولرم .او ستاسو قانون ته به مجرم یم .دقانون خلاف دټوله قوم دژغورني په بدل کي ډیر لږ او معمولي تصوردی.

دوهمه فقره ، څلورمه پوښتنه :

ستا نفرولکه محمدافضل ادوزی او نور ملګري ئې دسپیني تیږي تاڼه ستا په دستوراو تحریک سوځوولې ده.ددې تاڼې په سوځولو کي ستا مؤخه یا غرض څه وو؟

ځواب :

تاسو یو څه موده تر مخه محمدافضل خان اودزی پردغه تاڼه دجمعدارپه توګه مقررکړی ؤ.او بیا مودی ایسته کی،داپه خپله دده شخصي اوځاني کړنه ده او زما ده تحریک سره هیڅ اړه نه لري.

دریمه فقره پنځمه پو ښتنه :

دګلیستان په ځوانانو کي تا تحریکات کړی دی.او ځوانان مو دکانګریس ګوند ته تشویق کړي دي.په داسي حال کی چی ته ښه پوهیږې ، چي کانګریس تحریک په بلو چستان کي دانګریزي قانون له مخي ممنوع دی. داسي دي ولي کړي دي؟ .

ځواب : د ګلیستان ځوانانو چي دا تحریک را پیل کړی دی هغوی ټوله تعلیم یافته دي،په قانون پوهه اوزده کړي خلک(تعلیم یافته ) دي.دوی ته خپل مسؤلیت دقوم اوهیوادپه مقابل کي ښه معلوم دی.زما ددوی سره په مستقیم ډول څه اړیکی نه سته.او نه په ما اړه لري.او که قانون ما په دې مجرم بولي ، چي ما دنوموړي تحریک مخه ولي نه ده را ګرځولې؟ نوپه دې جرم کی ټوله بلوچستان را سره شریک دی.نو که موټوله بلوچستان ته جزأ ورکوله هغه ماته هم را کړی.

څلورمه فقره ،شپږمه پو ښتنه :

تا د ملک تاجو اڅکزی پر کلي باندي خلاف دمقرراتولښکرکشي کړیده.اوپه علاقه کي دي هنګامه جوړه کړې وه،په داسي حال کي چي حکومتي دفترونه،افسران موجود وه،هغوی ته دي مرا جعه نه ده کړې.داولي؟

ځواب :

په حقیقت کي ګلیستان ته خبر راغلی،چي دملک تاجو پرکلي باندي ترکو قوم ډلیزه حمله کړیده ، نو ځوانان سره را وغورځیده،لښکر ئې اماده کی روان سوه.زه ددې دپاره چی ځوانان چیري بې ځایه عمل ونه کړي . او دپښتنو قومونوپه منځ کي شخړي او بې اتفاقي را منځته نه سي،نوداړدوړ دمخه نیوي به خاطر ورسره ملګری سوم.

اوومه پو ښتنه :

 ته چی دومره خیرخواه وې نو دي ولي حکومت ته خبرنه ورکاوه؟ . چي حکومت دفساد مخه را ګرځولې وای.؟

ځواب :

زه دافغانستان سړی وم،ماداخپله دنده نه بلله،خوبیامي هم د ګلستان رسالدار حاجي حفیظ الله خان ته خبرورکی،ممکن هغه به هم دپښين و(ای – ای – سی) ته خبر ورکړی وي.

پنځمه فقره اتمه پو ښتنه :

پنځمه فقره چي یوه اندازه دارزښت وړوه او انګریزي حکومت هم پر دغه فقره ډیرزوراچولی وو،هغه دیوې انګریزۍ ښځي اودوانګریزانو تښتونه وه .

دوه فرنګیان میجرفار (Major Farlays)اوکپټڼ (Captain)اویوه میرمن ئې فریر(Mrs Frere)دمحمد انورخان اڅکزی په تحریک دملا خیرمحمد اڅکزی په ذریعه دچمن پر لاري وریګ ته وتښتول سوه.څرنګه چي ملا خیر محمددحاجي محمد انور خان اڅکزی دسړوڅخه دی،نو ځکه دغه کارهم دمحمد انور خان په لمسون او تحریک سره سوی دی.

ځواب : زه په دې موضوعو هیڅ هم نه یمه خبراونه هم زما لاس په دې موضوعو کي سته.ددې موضوعو لنډدلایل یا سببونه لري،چي لنډیزداسي دی: دکندهار نائب الحکومه عبدالغني خان ،نوراحمدخان ، ای – ای – سی دچمن بازګل خان، بازګل خان دپولیسوانسپکټراو حاجي ابراهیم دچمن دلیویزو جمعدار، په دې معماله یا کړنه کي لاس لري.دلاندي دلایلو پر بنسټ :کله چي سقاوي اړدوړپه افغانستان کي را پیل سو،نو عبدالغني خان هڅه وکړه،چي تر سرحد دې خواته په انګریزي علاقه کي اڅکزي دسقاو ضد را وپاروي.او په خپله وچمن ته را واوښتی.خو! انګریزي حکومت دی مجبورکی،چي بیرته افغانستان ته ولاړسي.او چمن ترک وهي.

دا په سیمه کي هغه توطې وې چي:(  اوبه خړی که او ماهیان ونیسه)خو حاجي محمد انور خان په پوره زړور توب سره دانګریزانو دغه تورونه رد کړه . که څه هم خپله دقوم خلک هغه کسان چي دانګریزانو په خدمت کي وه. خو ! حاجي صاحب دیوه وکیل په څير خپل ثوقه دلایل وویل.او انګریزانو بله لاره نه درلودله چی دحاجي صاحب دبندی کیدودلایل دي سي. نو ئط بیا پر حاجي محمد انور خان اڅکزی باندي دنغدو ضمانت او دجایداد ضمانت کښيښود، څو بیا په اینده کی دانګریزانو دحکومت خلاف عمل ونه سي. په دې وخت کی حاجي محمدانورخان اڅکزی دسختو ستونزوسره مخامخ هم وو.خو بیا ئې هم جایداد په ضمانت کي کښيښود، خود نغدو دجریمې ورکول چي لس زره روپۍ وې دا په هغه وخت کي خورا ډیري پیسې کیدې ، چی حاجي صاحب نه درلودلې.او نه ئې ور کولای سو. خو دغه وخت چي دی باید پښين ته دضمانت ورکولوورسي، دلته لویه جرګه هم په پښين کی روانه وه، چي دجرګې پښتانه خبرسوه چي حاجي محمد انور خان را غلی دی او وه انګریزي حکومت ته با ید لسزره روپۍ په ضمانت کي ور کي، خو دغه روپۍ دحقیقت له مخي دحاجي محمد انور خان سره نه وې.نو کله چی دجرګې مشران په دې خبرسوه نو هغوی هریوه زر،زر روپۍ سره را ټولي کړې او دپښین وحکومت ته ئې په ضمانت سره ورکړې ، دجرګي دغه مشران یا سیدان وه ، کاکړوه اڅکزي وه او نور قومونه وه،نه یوازي داچي دغه پيسې ئې په ضمانت وحکومت ته ورکړه ، برسیره پر دې ئې وحاجي محمد انور خان ته اتمنان هم ورکی، چي موږ دغه پیۍې بیا ستا څخه نه اخلو او موږ دغه پیسې په لګښت یا مصرف کي حسابلي دي.په همدغه ډول دحاجي صاحب دضمانت او بندی کیدو کیسه هم دلته پا یته ور سیدل. او قوم دحاجي صاحب سره په دغه سیمه کی دکوټي څخه تر کندهار ټوله ولاړ وو. او حاجي صاحب محمدانور خان اڅکزی په پښتني سیمو کی ځانته محبوبیت او صداقت درلود.لکه څنګه چي محمد انور خان اڅکزي دپښتنو دقوم په خاطر هرډول قربني پرځان منلې وه همدغسي قوم یا پښتنوهم دی هروخت تائید کړی او ملا تړ ئې کړی دی. نو ورسته تر هغه بیا حاجی محمد انور خان اڅکزی بیرته کندهار ته را ستون سو.او په افغانستان کې خپل ژوند را پیل کی.او په افغانستان کې ددموکراسۍ دپلویانوسره یو ځای دویښ زلمیانو غور ځنګ راپیل کی.حاجي محمد انور خان اڅکزی ، که څه هم دسیمي هغه لور یعني دکوږ دغره څخه هغه خواته زیږیدلی او تاریخ لري، خودپښتني سیمو داړیکو پربنسټ دحاجي محمد انورخان اڅکزی سیمه ټوله پښتانه اولروبر کې خپل تاریخي کړني تر سره کړي دي .چي نور تاریخ ئې په لاندي ډول دی .

دلته نوحاجي محمد انورخان اڅکزی چي  په تاریخی لحاظ دغازي عبدالله خان اڅکزی ۱۸۴۰م کال راورسته ئې ژوند کاوه، دهغه سره په قومي لحاظ او سیمیزلحاظ رابطه لري. اوهمدغسي په همدغه ګلیستان کاریزکي نورپه قوم کی غښتلي نامداره کسان هم تیرسوی دي لکه:ګلیستان خان ،عبدالصمدخان اڅکزی ، محمد ایوب خان اڅکزی اونور… چي حاجي محمدانورخان اڅکزی هم دیوه سیاسي مبارزپه څیرپه خپله سیمه اودسیمي څخه بهردقوم په آزادي، ډموکراسۍ کی په خپل وخت کي ډیرښه ځلیدلی دی.نوترهغه ورسته چی خپل ژوندئې په کندهاراوافغانستان کي راپيل کړ،دنوروملګرومباریزینوسره لومړی دکندهار پرلوري دهیواددنجات دپاره راودانګل اوکندهاریې دسقاویانودزور زیاتی څخه وژغوره ، دمرحوم حاجي محمد انورخان اڅکزی نوموړې سیاسي مبارزه او په پاکواحساساتودهیواددخلکواوناموس څخه دفاع دکندهاردخلکوپه زړنوکي دپام وړځای وموند.حاجي محمدانورخان اڅکزی نورپه کندهارکي میشت سو.په کندهارکې خپله سیاسی مبارزه ددوهمی ستراتیژۍ په حیث راپیل کړه،ددې خبري معنا داده چی په لومړۍ مرحله یا پړاوکې افغانستان دسقاواو انګریزانوداشغال یاتیري څخه وژغورۍ،خوپه دوهم پړاوکې بیادسیاسي مبارزې  په سیاسي تشکیلاتو کي ځان بوخت کړاوپه افغانستان کې د سولي ،ډموکراسۍ ،ټولنیزعدالت او اساسي قانون ږغ وچت کړ.

مخکي له دې چی موږدحاجي محمدانورخان اڅکزي،دمبارزوپرمختلیفو برخو وږغیږو لازمه بولم چی دمرحوم محمد انورخان دمبارزو پر پیل پړاوپرپړاو څه نا څه رڼا وا چوم.

لکه مخکي چي هم یوه اندازه بحث پردغه باندی وسو ، چی دسقاودزوی راتګ افغانستان ته دانګریزانویوه درنه دسیسه وه .دانګریزانوددغي دسیسې بریالی کیده اودپاچا امان الله خان وتل دملک یا هیواد څخه پرټولوپښتنوډیره درنه تمامه سوه . خو دلته خبره داده چی څوک مخته سي؟ چي دیوه ښه مشر په حیث دې غمیزي ته دپای ټکی کښیږدي.

همدغه پیښي حاجي محمدانورخان مجبورکړچي مخته سي،ځکه!چی په قوم اوخپلوو لسوونوکې په همدغه وخت کي دیوه ښوونیزاوعلمي،قومي مشرپه حیث ارزښت درلود. چي را مخته سي.اوخپله لومړنۍ صلاح اومشوره يې دخپلودغه دوقومي مشرانوسره شریکه کړه،چی افغانستان دسقاودزوی دچپاولګرۍ څخه وساتي ملګرویې هریوه ملک ایوب اوملک ولات وه چی په لومړي سرکې هوکړه ورسره وکړه. خو!! بیا په ورسته کي دبده مرغه هغه هم پښیمانه سوه.

نو بیا حاجي محمد انورخان اڅکزی خپل ټینګ اوهغه منورملګری ته ورغی چي مرحوم عبدالعلي اخوند زاده نومیده.

مرحوم عبدالعلي اخوند زاده دخپل وخت یوډیرنامتومنورباایمانه پوه شخصیت وو.هغه دکوټي په ښارکندهاري بازارکې دطبابت دوکان درلود .اوهمیشه به یې پردوکان دخپل وخت منورین را ټولیده اوهلته به یې سیاسي اوعلمی بحثونه کول.مرحوم عبدالعلي اخوندزاده په دغه وخت کي دمنورینومشروو.مرحوم محمدانورخان اڅکزی چی همیشه یې صلاح اومشوره دمرحوم عبدالعلي اخوند زاده سره وه،دهغه سریې داموضوعوشریکه کړه .اوخپل پلان یې ورته وویلی، خودلته دمرحوم حاجی محمدانورخان سره قومي خلک یوه اندزه سته خو اصولاباید یوملاهم دځانه سره دفتواه په خاطر ولري.خوبیا هم ستونزه داده  چي دلته کله داسي ملاسته چی همدي ملاوي اوهمدي مترقي ملاوي اودآزادۍ دپاره دي دقوم ملاتړوکي،خومرحوم عبدالعلي اخوندزاده وویل : په دې مبارزه کی په رښتیا هم یوه هیوادپاله ملاته ضرورت سته.بیا هم عبدالعلي اخوندزاده وویل: چي مولوي بهرام خان داسي یوڅوک دی چی زموږ دلاري ملګری دي سي. که څه هم مولوي صاحب بهرام خان اومحمدانورخان مخکي نه سره پیژندل.خو دمرحوم عبدالعلي اخوند زاده په شناخت یې سره وپیژندل،دا وخت مرحوم مولوي صاحب بهرام خان اڅکزی دپیرعلي زوپه کلي کې د مسجد ملا ئي درلوده.هلته یې مولوي صاحب په حجره کي ولیداودموضوعو یادونه یې ورته وکړه.

مولوي صاحب بهرام خان اڅکزي ورته وویل : داخو ښه خبره ده،پرعلماواو خانانوفرض ده ،چي داقومي ننګ ترسره کړي.خوزه هغه وخت ستا ملګری کوم چي تا محا ذ خلاص کی اوداخل دجنګ سوې.

هغه وخت چي محمد انورخان دمولوی بهرام خان څخه مثبت ځواب تر لاسه کی نو سمدلاسه وخپل کلی ګلیستان ته راغی.او هلته یې پرقوم ږغ وکی؛چي که زه دننګ دساتلوپه مؤخه دسقویانو سره جنګ ته ولاړسم تاسوزماحمایت کوی.

قوم سمدلاسه ورسره ومنل اووې ویل: چی ته خان دادومره مځکي او جایدادپریږدې اودننګ اوناموس دساتلو په خاطرځې نوموږخوڅه هم نه لرو ،موږ په سرکی درسره روان یو.دلته ددونوروخانانو یادونه سوې ده چی محمدافضل اوملاقاسم ادوزی دی ،چي دوی هم دقوم مشران وه.مخکي لا واستول سوه او یوه اندازه توپونه اواوټوپکونه یې سره را غونډ کړه.

داوخت شپته تنه توپچي اوتوپکدارتریوې واحدي قومندې لاندي راغله او پر سقاویانو یې دبولدک دسیمي په شاه وخواکي بریدونه راپیل کړه دوه تنه سقاویان ټپیان سوه . دلته خبره یوه اندازه غټه سوه او کندهار ته خبر ورغلی چی سپین بولدک اوشاه وخوا سیمي داڅکزوترولکې لاندي راغلي دي،نو په دې وخت کي سقاوي دولت نماینده ګانوهم په کند هار کی اعلان وکی ، چي که هر چاه موږ ته داڅکزوسررا وړی دوه سوه روپۍ ئې انعام دی.

پردغه ټولوهلوځلوبرسیره اڅکزي وتوانیده چي په داخل کی دافغانستان ځانوته محاذ جوړکی اونورقومي مشران هم دځان ملګري کي. چي په دغه وخت کي حاجي زکوم خان دخپل زوی حاجي داروخان سره ومحاذ یا کمپ ته را ورسیدل.اوپرموضوع ئې خبري سره وکړې. اومرحوم حاجي زکوم خان هم ودې نتیجې ته ورسیدی چي په کندهارکی دسرتوروعزت په خطرکي دی اودغه جنګ دننګ اوعزت دساتلو جنګ دی، نو په دې وخت کی حاجي محمد انور خان وښاغلي زکوم خان ته وویل : نوچي داسي ده نو تر مخه سه چي موږ درپسي درسو. خوزکوم خان داخبره ونه منل او حاجي محمد انور خان ته یې وویل:چي ته دپلاراونیکه داڅکزوخان راغلی یې په تاپسي ټول اڅک پسې کیدای سي ،مصلحت دادی چی ته تر مخه سې،نودلته محمد انور خان تر مخه سو. چی دنیکه مرغه مولوي بهرام خان اڅکزی هم را ورسیدی.

دوی حرکت وکی او دویمه ورځ دمیل ورباط ته را ورسیدل.دلته ددوی دلښکرو سره (دادرکزو) بهیرهم ملګری سو.مددخان کاکوزي ئې ملاتړونه کړ،چي داوخت دکاکوزوخان وو.

په دریمه شپه دمیل درباط له خوادسقاو لښکري دموټرانوسره را ښکاره سوې، خودوی وختي لا پنځوس کسان دجاغوري توپکواو پنجتره توپکوسره ورته درولي وه. نو څه وخت چی هغه دموټرانوڅخه را کښته کیده ،داڅکزوتربرید لاندي راغله اوښه ډیرتلفات یې ورکړه.چي په دې وخت کی اڅکزو دانګورو په جوووکي محاذ ورته نیولی وو.( دنورمعلومات دپاره دحاجي محمد انور خان خاطرات کتاب ۹۱مخ وګوری).

خوپه هرصورت جنګ دلته څوورځي اوشپې دوام پیداکی،ورسته داڅکزو مشرانودالازمه وګڼل چي په یو ډول کندهارته ځانونه ورسوی اوهلته دنورو قومونوملاتړهم ترلاسه کي، ځکه دلته که بوخت سوی وای نوممکن هم یې جباخانه اوهم یې اذوقه خلاصه سوې وای.دوی هم دغه تصمیم درلود چی آوازه خپره سوه چي مهردل خان بارکزی هم ددوی په ملاتړانقلاب اعلا ن کړی دی اوداخبرددوی دپاره په زړه پوری سو،خو بیا په دې فکرکی هم سوه چي ممکن دایوعسکري چال او تاکتیک وي.

لیکن: په واقیعت کي مهردل خان داڅکزوپه حمایه خپل غونډ سره تنظیم کړی اودسقاوپرضد ئې په بریالیتوب سره ټوله سپن بولد ک تسلیم کړ. همدغسي په دې وخت کی په تخته پول کی دسقاودعسکروپه مقابل کی چي ماشینداران هم ورسره وه ډیرسخت مقاومت وسو، دلته بیا هم یوه ډله دلته دمهمندو رباط ټنګ کړاو پر سقاویانو یې شپول ترسره کی : چی نوې قوه ورته را ونه رسیږي.

خو بله ډله بیا دحاجي محمد انور خان په مشرۍ دکندهاردزاکراو کرزپرلوري راغله څودسقاویانومخه راوګرځوي،چي مهمندورباط ته کومک ونه رسوی،لنډه داچی ښارمحاصره سو.اودکندهارنورقومونه هم داڅکزوپه ملاتړ ودریدل اوهغه کسان چی سقاویانو بندیان کړي وه هغه یې بیرته را خوشي کړه،دلته دحکومت چاری په دولتي لحاظ ومهردل خان ته ځکه وسپارل سوې چی هغه یوخودښار سړی وو،دبله پلوه په حکومت کې هم تجریبه درلودله.خودحاجي محمد انور خان دخولې خبره ده چی ماته یې کړیده .( هغه پښتانه قومونه چي په کندهار اود کندهارڅخه بهریې دسقاوملاتړکړی وو،هغوی بیرته خپلوکورنو ته ولیږدول سوه. او هغه چي د حکومت دنوروغیري پښتني سیمو څخه را لیږلی سوي وه هغوی همدلته بندیان وساتل سوه، ترڅوژوند یې دګواښ سره مخامخ نه سي.)په دې وخت کی خال ، خال جنګ هم دښار په ارګ کې روان وو، چي په پای کې دسقاویانوزورور ملګری (حاجي کرو) هم مړسواومړی یې پرمیدان پروت و دخلک دلیدودپاره، دی هغه څوک وو چی پراڅکزویې دکفرفتواورکړې وه.

ورسته ترهغه چي ښارمکمل داڅکزواو کندهاریانو په لاس کښیوت نوبیا یوه لویه غونډه پردوموضوعوګانوجوړه سوه ، چی یوپراداري تشکیلاتوخبری وسوې اودښارقاضي ئې مولوي بهرام خان اڅکزی وټاکه .او بل هم هلته دکابل حکومت دنادرخان په لاس ورغلی. خواڅکزوهمیشه دامان الله خا ن په پلوی خپله مبارزه مخته بیول اوهغه یې دپا چهی مستحق ګاڼه اوخپله نادرخان هم دامان الله خان په نامه خپل فعالیت را پیل کړی وو، خو څه وخت چي واک ته ورسیدی نو ئې تصمیم واوښت . دلته دکندهارپه غونډه کی هم نادرخان ځکه وړوګڼل سو چی یوخودامان الله خان راتګ بیرته ناممکن وو.او دبله پلوه امکان دبیا کورنی جنګ موجود وو.دکندهارخلکودغه انتخاب درست وګڼی.اوڅه وخت چي نادرخان کابل ونیوه نویې سمدلاسه په اصلاحاتولاس پوری کړ.اوکند هارته یې عبدالغني خان دوالي په حیث راواستاوه.اومحمدهاشم خان بیا په دې وخت کي دکوټي دلاري کندهارته راورسیدی.په دې وخت کي په کندهارکي حکومت دمهردل خان په لاس کی وو.اوهغه والي عبدالغني خان اومحمدهاشم خان دواړه ترنظارت لاندي نیولي وه.په دې مجلس کي مهردل خان دمحمد انور خان څخه هیله وکړه چی اڅکزي دي زما سره مرسته وکي. خو په دې مجلس کي بیا پخوانی والي ( محمد سرورخان) هم ناست وو، هغه سرسرتورکی اووې ویل : چي دخدای روی وګوری مسلمانان مه سره قتلوی. په دې وخت کي حاجي محمد انورخان اڅکزی ولاړسواوداڅکزوپه استازیتوب یې وویل:( موږ چي دلومړي سره په جنګ پیل کړی دی . غرض او غایه مودوریندارګانو پړني پرسرسمول وه،اوس شکردخدای په فضل هغه مقصد حاصیل سو.نورنوورور وژنه او بدبختي قوم ته نه را وړو.) . مهردل خان نورچپ سو.

په سبا شپه سردارعبدالعزیزخان دکندهارداڅکزوډوډی کړې وه، په دعوت کې دمحمدهاشم خان اوعبدالغني خان دقوله وویل: اڅکزو داجنګ دڅه دپاره کړی دی؟.حاجي محمد انورخان اڅکزي ځواب ورکړاووې ویل:( اڅکزودغه جنګ دقوم پرننګ کړی دی.اوپه قوم کي چي هرڅوک ددې کاردپاره موزون وي،دهغه دپاره موداجنګ کړی دی.څرنګه چي په اوس وخت کي ترمحمد نادر خان بل وړکس نه سته نومودمحمدنادرخان دپاره داجنګ کړی دی).

دلته موږ بیا هم په لنډه توګه یادونه کو،چي مهردل خان چی حکومت یې په لاس کي وو، دیوه پلوه دخلکو په مقابل کې برخوردیوه اندازه خښمګین وو، خودبله پلوه یې حکومت ومحمدهاشم خان اوعبدالغني خان ته نه سپاره، خود حاجي محمد انور خان په ویلو یې حکومت محمد هاشم خان ته وروسپاره،اود محمدهاشم خان امنیت هم اڅکزوساته، موږ دلت ددغه موضوعوڅخه تیریږو، که یې نورهم وڅیړونوممکن تاریخ ځیني جوړسي، نوکه څوک په دې باب ډیرمعلومات غواړي نوبا یددحاجي محمدانورخان کتاب ( دمحمدانورخان اڅکزي خاطرات وګوري)چي مر حوم محمد علم بڅرکي لیکلی دی.

په کند هار کي دمحمد انور خان اڅکزي ټولنیزاوسیاسي ژوند:

ورسته ترهغه چی دسقاویانوکمبله ټوله سوه نوهغه مبارزین چی په دې لاره کې سرښندني کړي وې.ددولت له خوا په لوړومقامونو،سوغاتونو،عزتي لقبونو اونومونوسره ونومول سوه،وحاجي محمدانورخان دفرقه مشري ملکي،دقوم مشر،ښه هیوادپال اونورلقبونه ورکړل سوه اویوه اندازه مځکې هم په فرمان سره ورکړې.ترهغه ورسته حاجي محمدانورخان اڅکزی دیوه تفریحي سفر دپاره کابل ته ولاړی،هلته یې دخپلومبارزوزوړانډیوال محمد هاشم خان چي داوخت دهیواد صدراعظم وو،هم ولید ښاغلی صدراعظم د محمد انورخان په لیدو خوشحاله سو.اووې ویل ماته دخدایه پرآسمان غوښتې ته خدای پرمځکه په لاس را کړې،داندراب په ولسوالي کي خلک دولسواله څخه سرټکوي اوهلته یوه اندازه ناارامي موجوده ده، نوته ددغه ولسوالی غم وخوره اودخپل ټوله صلاحتی لرونکی ئې … خان وویل : زه دلته دتفریح دپاره راغلی یم اود کارونوڅخه ستړی سوی یم ، زه دکار دپیدا کولو دپاره نه یم راغلی، خودهاشم خان ټینګاردی ودې ته مجبوره کړ، چي داندراب حکومت یا ولسوالي ور سره ومني.داچي ده په ولسوالي کی کوم کارونه سرته ورسول لیکنه یې ډیروخت غواړي. خو بیا هم تاسو دمرحوم بڅرکي صاحب کتاب ( دحاجی محمد انور خان اڅکزي خاطرات وګوری).

پسله هغه چي داندراب امنیت په ټوله معنا سم سوه او خلک دحکومت سره همکاره سوه، نودقطغن والي دجرم وولسوالۍ ته خان داسي پیشنهاد کړی وو، چی ګواکي دی (محمدانورخان)غواړي چي دجرم ولسوال سي. نو څه وخت چي دتبدلی مکتوب دته راورسیدی نودهم دغه وخت غنیمت وګاڼه اومخامخ دکابل پرلوري راغلی اوخپل اولادونه یې کندهارته واستول.اوخپله یوځل بیا محمد هاشم خان صدراعظم ته ورغلی اوهغه داځل یوه اندازه خوابدی غوندی وو،وې ویل:ته بایددجرم ولسوالۍ ته تللی وای ، ځکه هلته سخت تاته ضرورت دی اویوه اندزه بې امنیتي ده. خوخان صاحب وویل : زه اوس په بشپړه توګه استراحت ته ضرورت لرم. زه چي افغانستان ته راغلی یم ستړی پر ستړی یم.

هاشم خان وویل : نو سمه ده زه جبر نه درباندي کوم.

نوڅه وخت چي کندهارته راستون سوزکوم خان اومحمداسحاق خان داڅکزویوه غونډه جوړه کړه.چي دیوه پلوه سرحدات وساتي او دبله پلو داڅکزو په منځ کي ده اختلافاتو مخه راوګرځوي.نواڅکزوپه خپلومنځوکي ددغودرومشرانوپریکړه وکړه. لکه : محمد انور خان – محمد اسحاق خان او زکوم خان .

 محمد انورخان دکدني داڅکزومشروټاکل سواوشپږڅلویښت کسانوبیعت ورکی ـ محمد اسحاق خان دکندهار داڅکزو مشرسواودرویشت کسانوبیعت ورکی ـ همدغسي ښاغلی زکوم خان ته شپاړسوکسانوبیعت ورکی اودبادینزومشرسو.پو رته ټاکني دځینو اڅکزو په لاس لیک ، دځینو په مهراوهم دګوتي په لګیدو سره په اسنادوکي را غلي دي.

په غونډه کي پریکړه وسوه چي موږ به یودبل په سلاح قومي چاري مخته بیایو.

نوموړې معاهده یا پریکړه په ۱۹۴۴م کال کي دحاجي محمد انورخان په کور کي سرته ورسیدل.که څه هم په دغه وخت کي محمدانورخان داڅکزودقوم په منځ کي یو نامتو اوداعتبار وړمنلی څوک وو، خودکندهارخلکولاتردغه وخته ښه نه پیژنده.په دغه وخت کي حاجی محمد انورخان دکندهاردځینوملایانو سره هم په عقایدو کي مخالفه وو.ځکه دی خپله یو مترقي ملااو پوه وو.

دکندهار دسیاست پوهانو او منورینو سره دمحمد انور خان اړیکي:

مر حوم محمد علم بڅرکی چي خپله هم دمترقي غورځنګ فعاله غړی وو.او دویښ زلمیانودمؤسیسینودجملې څخه وو، هغه په خپل یوه بیان کي داسي دویښ زلمیانودګوند دجوړیدوپه باب وائي: یوه ورځ ښاغلی محمدرسول خان (پښتون) ښاغلی فیض محمدانګارزموږ کورته راغله:په دیره یاسراچه کي دحاجي محمد انورخان سره پرعمومي اوضاع خبري کولې.

داهغه وخت دی چي تراوسه لادګوندسیاسي تشکیلات نه دي جوړسوي.اویوازي اړیکي اولیدني کتني جلب اوجذب شروع دی. داوخت کال ۱۹۴۶م دی. مر حوم محمد علم بڅرکی بیا هم لیکي : ماته میلمنو هدایت را کی چي چای به ته دکوره څخه را وړې .دازمانه په افغانستان کي داسي وخت دی چي پرسیاسي مسائیلوڅه ویل یا هم په حکومتي چاروکي څه خبرکول څوک دداروتختې ته برابروي.او که څوک په مرګ محکوم نه سونوسخته بنديخانه خو به خامخا په نظرکي نیسي.زه په پوه سوم چي دوی دویښ زلمیانو پرموضوعوږغیږي،ما ځان نا ګمانه وا چاوه او دچایو راوړلو ته ولاړم.

محمد علم بڅرکی لیکي : زه پخپله دمخه لادمحمد طاهرخان صافي سره چي دتعوني ډیپوریس وو.اودویښ زلمو سرګرمه غړی وو؛دویښ زلمیانو په ګوند کي شامل سوی وم. که څه هم ما په کور کی چای یوڅه وځنډولې په دې چي دوی په فراغت سره مجلس وکي.کله چي ورته راغلم نودوی ومؤافقې ته سره رسیدلي وه. مرحوم محمدعلم بڅرکی وویل: او چي زما سره یې خبري وکړې . زه ترمخه لادمرحوم محمدطاهرصافي صاحب سره په دې ګوند کي شامل سوی وم.دمحمد انورخان دګوند دشاملیدونیټه : ۱۶ – ۶ – ۱۹۴۶م ښودل سوې ده.

ورسته ترهغه چي محمد انورخان دویښ ځلمیانو په ګوندکي داخل سو، نویې بیا دمولوي صاحب بهرام خان سره هم صلاح اومشوره وکړه، خو مؤلوي صاحب بهرام خان هم خپل ګډون اعلان کی .

دګوندټولنیزي پاې ورځ تربلي مخ په وړاندي رواني دي، په ولس کې مینه ورځ تر بلي ډیریده، ولس هم خپل امیدونه ور باندي تړل.

 حاجي محمد انورخان په دې وخت کی دحکومت څخه په رسمي توګه غوښتني را پیل کړې.اویوه عرض پاڼه یې په اوومادو کي وصدراعظم شامحمود خان ته ورولیږل .

لومړی:دښوونځیودبیا پرانیستلوغوښتنه اوښووني اوروزني ته ځانګړې پاملرنه بایدوسي،د ښووني وخت باید لږسي څوښوونیزځوانان پرعلمي کارونووګمارل سي.ژر،ژر دښوونځیوڅخه فارغه سي .چي ټولنه ضرورت ورته لري.

دوهم : کومه غله ګي چي دعسکرودپاره حواله کیږي،که په نغده کي ورحواله سي ښه به وي ؛ علت یې دادی چي ترعسکرورارسیږي قیمت یې درې چنده لوړیږي .

دریم : چارواکي دبیګار څخه بده او ناوړه ګټه اخلي ، نو که بیګار بلکل بندسي نودخلکو په ګټه به وي.ځکه بیګار اوصولي نه دی.

څلورم : عسکري جلب پررشوت ولاړدی،که څوک معابروته ځي نو باید دوه یا درې زره افغانۍ رشوت ورکي،ځیني کسان ژوندي دمړوپه حساب کي حسابل سوی دي. اویاهم دورکوکسانوپه نوم دعسکرۍ څخه خلاصیږي مجلاې په غلته تیریږي.یا یې حاضرسړی فراري یا غیرحاضرښودلی وي.

پنځم : څرنګه چي دملت او حکومت تر منځ کوم ویاند نسته ، نه حکومت دملت په کړوخبریږي اونه هم ملت دحکومت په فرمانونوخبریږي،ځکه نودملي پوهاوی په خاطردوخت غوښتنه ده چي مطبوعات آزاد سي اوملي اخبارونه دي ډیرسي.

شپږم:ښځوته دعلم په ساحه کي دښووني اوروزي دپاره ښوونځی باید جوړي سي،ښځوته په کارکی ونډه ورکړل سي، ځکه بیله ښځوڅخه یوازي نارینه ټولنه نه سي پرمخ بیولای.

اووم: دهرولایت ښوونیزخلک باید دهغه ځای یا ولایت دپاره وټاکل سي، که چیرې په خپل ولایت کي دماموریت چاري ډیري وي ،نوپه هغه صورت کي دي دبل ولایت مامورین مقرره کړل سي.

په احترام

محمد انور اڅکزی

۱۵ میزان ۱۳۲۸هـ ش برابر د۱۹اکتوبر۱۹۴۹م

دپورته مکتوب ځواب سپه سالارصدراعظم پر دغه تاریخ ولیکه:

مؤرخ : ۲۰ – عقرب – ۱۳۲۸هـ ش

عزیزم محمد انورخان اڅکزی : نامه ارسالي شما که حاکي ازاحوال سلامتي وخلوصیت تان بود،واصل ومطالعه ګردید.

این جانب ازحسن نیت وصمیمیت تان.که به حکومت متبوع خوددارید مسرور شدم .مرام ومقصدحکومت مقدسه تان ازترقی وتعالی وطن وارامي ملت است،من ازخداوند کریم برای شماوعمومي مردم که درین راه نیک صرف مساعی نموده وخدمت مي نمایند، مزید خدمت ګزاري رامیخواهم.در خاتمه از صحت وخیریت ما نرا خاطرجمعی میدهم.

شا محمود لاس لیک

حاجي محمد انورخان اڅکزی دحکومتي چارواکو په نظریوسرحدي مشراود اڅکزودقوم مبارز،خان اوتعلیم یافته څوک وو،نویې په دغه حساسه مرحله کي دهغه وخبرو ته هم غوږ نیوه اوهم دیوه بشپړه اعتبارخاوندوو.

 خوداچي په ورسته کې پردولت نیوکی راپیل کړې اوپه کندهارکې دویښ زلمیانو دګوند دلاري دډموکراسۍ ږغ پورته کی په اصطلاح د (سرکارغواوې وتورولې) . نو بیا دی هم زنداني کړل سو.

دمحمد انور خان اڅکزي بندي کیده :

کله چي دویښ زلمیانو ګوند دښاغلی محمدرسول خان پښتون ترلارښوني لاندي دخپل وخت دملي شخصیتونوپربنسټ یوه داسي پړاوته ورسیدی چی دټولني دمنورینو پا ملرنه یې ځانته را وګرځول، نودولت هم ددغه ګوند دریښوځغلولو څخه چي په ټولنه کې ورځ تر بلي احساس کیده دبیري اووهم په لړزه او فکر کی سو. که څه هم دویښ زلمیانو دګوند شعارونه ددولت دکړنو څخه ډیره لیري فا صیله نه درلودله ، خودولت اوحکومت بیا په دې باندي ډیرخارخواړه ، چي نه با یده چي دغه دمنورینوغورځنګ سبا ددې جوګه نه سي ، چی دافغانستان شاهي دولت په مقابل کي یوخنډاودحساب وړونه ګرځي؟،نوڅرنګه چی په دغه وخت کی دولت تجریبه هم نه درلودله اوزموږ په هیواد افغانستان کي دسیا ست اوسیاسي مبارزې تاریخي تجریبې یاخونه وې اویاهم ډیري لږوې.نودولت دځان په مقابل کی دچا انتقاداواصلاحي طرحه نه سوای زغملای.نو همدغه علت وو، چی دویښ زلمیانوپرګوند یې حمله وکړه.او دټولني هغه مخورمنورین یې ټول کړه او زندانونوته یې ولیږل.

همدغسي دحاجي محمد انورخان اودهغه دملګرودزندانی کیدو داستان داسي را پیل کیږي؛ په ۱۹۵۱م کال غني خان نائب الحکومه کابل ته ولاړی او په کابل کې دصدراعظم څخه دویښ زلمیانو دزندانی کیدو امر وا خیستی.

ځکه داوخت بیا دولسي جرګې انتخابات هم کیدونکي وه،حکومت غوښته چی ویښ زلمیان دانتخاباتي صحنې څخه وباسي.او انتخابات دچارواکو دخوښي سره سم وسي.نوئې: حاجي محمدانورخان اڅکزی،مولوي بهرام خان اڅکزی،قاضي عبدالصمدخان،حضرت محمد یوسف،غلام جیلاني خان،عبدالهادي خان بهردیوه مجلس دپاره ولایت ته وروغوښتل .

څرنګه چي والي عبدالغني خان تازه دکابله راغلی وو،نوځلمیانوپه لومړی سر کي فکرکاوه چی په کومه موضوعوکي مشوره راسره کوي.دلته لکه مخکی چي وویل سوه انتخابات هم راروان دي، نودوی هم په هغه نازکوبهاري لباسونو او کالیوکی دسهارپر ۹ بجوورغله.

 پسله څه وخته ږغ وسو،چی والي صاحب راووتی،دوی ئې هم ومخي ته را ووتل که ګوري چي یوه ټولی عسکرولاړدي،والي وټولی مشرته امروکی،چي دغه کسان کابل ته بوزه!! اورسیدئې راوړه.اودغسي یې محمدانورخان ته وویل:( تاسوته چی دخارجه پیسې نه راځي ؛ نوتاسودغه مدرسه په کوموپیسو چلوی؟).

  حاجي محمد انور خان په ځواب کي ور ته وویل : ( دا تهمت لګول بلکل غلط دی.اوستاسوجوړکړی الزام دی.چي پرویښ ځلمیانویې لګوی،که داخبره فرضأ موږستا دقوله رښتیا هم وبولو – نوتردې خلکوبه ښه خلک څوک وي چي دخارجه پیسې دراوړي،په خپل هیوادکې په معارف یاښووني اوروزني خرڅوي. خدای دي مودهغو کسانو په جمله کي نه شمیري،چي دخپل هیواد څخه پيسې وړي دنوروهیوادو په بانکو کې جمعه کوي).

ورسته ترهغه دوی دکندهارفرقې ته راوستل سوه.اویوه،یوه شړۍ هم دوی ته ورکړل سو.څورلس عسکره یوټولی مشراویوحواله دارسره په یوه سرخلاصي لاری موټرکي وا چول سوه اوکابل ته زنداني ولیږدول سوه.هو!هلته په ډیرپټ ډول وصدراعظم ته ورتسلیم کړل سوه.په دوهمه ورځ ددوی یوتکړه ملګری ښاغلی محمدنورخان دوی پیداکړه اوځان یې ورورساوه،په داسي حال کي چي چا دلیدواجازه هم نه درلودله.ښاغلي محمد نورخان دوی ته هغه لومړني اړتیاوي لکه سګریټ ، صابون ،خوراکي توکي اونور… دوی ته را ورسول ، خوبیا دعسکرو په زور محمد نور خان ډیرژروایستل سو.

پسله څه وخته حاجي محمد انورخان خبرسوچي مولوي بهرام خان هم دلته دده سردی.نویې کوښښ وکی چي هغه هم دلته دځانه سره یوځای کي، څوهغه هم دده سره یوځای سواوتر مخه دوی ته داسي آوازې هم راغلي وې چی ګواکي ځلمیان په اعدام اویا حبس ابد محکوم سوي دي، خوڅه وخت چی قاضي بهرام خان اومحمدانورخان یوځای خبري سره کولې نوداورته معلومه سوه چي موضوعودومره جدي اوټنګه نه ده. پسله څه وخت وعمومی محبس ته دوی یوړل سوه هلته ددوی نورملګري هم وه،خوپه دې وخت کي دسرکاریا حکومت یواستازی چي په قوم محمدزی وغلام محمد نومیده هغه ته دنده سپارل سوې وه چي دوی دیوې لاري سازش ته اماده کی.اودخپلو کړنوڅخه راوګرځي، نويې ځکه ورته وویل چی تاسودپاچا قوم یاست تاسو به موږایله کړو،خوتاسوددغه کارونوڅخه لاس واخلی.

ښاغلي محمدانورخان ورته وویل: موږ په دغه خاطر دغه ملی او ډموکرا ټیکه مبارزه را پیل کړې ده چي دپاچاه قوم یو.اوپاچهي یوازي په څوتنخاه خورو مامورینونه ساتل کیږي بلکي؛بایددملت اوخلکواستازي هم ورسره ملګري وي، څودخلکوباورپرپا چهي را سی.

تردغه ورسته چي دسازش دلاري محمدانورخان قانع کي داکارونه سو،لږوخت ورسته دضبط حوالات (استخباراتو) رئیس ورته راغلی اویوساعت یې پوښتني په دغه لاندي توګه ځیني وکړې.

 لومړی پوښتنه : تاسي څه کړي وه چی بندیان سواست؟.

ځواب : لکه ته چی په هیڅ نه ئې خبر موږ هم په څه نه یو خبر.

رئیس پوښتنه : بیا هم یوقیاس خوبه کولای سې .

حاجي صاحب محمد انورخان ځواب: زه فکرکوم؛یوه سلسه خلکو دښاروالی څخه دشکایت په کولواعتصاب را پیل کی اوپه خرقه مبارکه ننوتل،زموږ دهغوی سره هیڅ اړیکی هم نه وې، ممکن والي دغه پیښه پرموږ تاوان کړې وي.نوموړی اعتصاب دیوڅوسرمایدارانو تحریک وو، زموږ سره یې هیڅ نوع اړیکي نه درلودلې.

رئيس وویل : که دغه کار تاسو کړی هم وي دغه زما په عقیده ګناه نه ده، ځکه ږغ ترحکومته رسول دهر افغان دنده ده.

 تردغه خبرواوستونزووروسته حاجی محمد انورخان اڅکزی په کال ۱۹۵۶م کي د می ترپنځلس پوري بندي سو.چي دبند ټوله مده یې څلورکاله اویوڅو میاشتي وې.دغه ورځې تیري کړې اوپسله هغه دکابل څخه وکندهارته دتیاري په وسیله راغلی اوپه هوائې ډګرکې ډیروولسي خلکواودده دوستانوهرکلی وکی. اوپه اوله وینا کې خلکو ته وویل: «دوستانوزموږاودحکومت په منځ کی کومه روغه جوړه نه ده سوې، زموږدګوندمؤقف هم هغه دی چي وو.» که څه هم دغه وینا دحاجي صاحب بیا وبندي خانې ته دورتګ معنا درلودله،هغه وویل ؛ بندي خانه دهرچاه دپاره ښه ځای دی اودلته ښې تجریبې څوک ترلاسه کولای سي، دبنديخانې څخه باید څوک ونه بیریږي،ځکه هلته ډول، ډول ولسونه وینی اودهغوڅخه ډیرټولنیزڅه زده کیدای سي.حاجي صاحب وویل:دوستانومااو خدای په بندیخانه کي سره پیداکړه، دانسان شناخت دپيښو په مقابل کي داسي فارغه ځای غواړي لکه بندیخانه،دلته هم دانسان تجریبه ډیریږي اوهم انسان دپوخوالی ویوې مرحلې ته رسیږي.په بندیخانه کي ترتصورډیري فائیدې لیدای سی.هغه وویل؛ که څوک غواړي چي خپل انسانیت تکمیل کي نوباید په ټولنیزو خدمتونوکي د محبس زمینه وځانته برا بره کي.

 همدغسي حاجی محمدانورخان په ځانګړومراسموکورته راغلی، چی تردغه ورسته پرګوندباندې هم فشارونه ډیرسوه اوګوند نوردحکومت دخوا څخه دومره ترکنترول اوفشارلاندي راغلی چي دفعالیت زمینه نه وه ورته برابره، نوځکه په ورسته کي دانحلال وخواته تلی اوپه ټولنه کي دیوه تاریخي ګوند په څیرئې نوم پاته سو. اواینده ئې حکومت هم ودې ته متوجه کی ، چی مطلقه شاهی په مشروطه شاهي سره بدله کړي.اوپه نتیجه کي دویښ زلمیانو دمبارزوهیواد ته په ۱۳۴۳هـ ش کال کی اساسي قانون جوړسواودګوندنودپاره په قانونی توګه زمینه دفعالیت ورته برا بره سوه.پای

ننګیالی بڅرکی

نیټه :۲۰۱۳ – ۱۲ – ۱۰م کال

ادرس

Share