د معلم محمد رفیق شهادت اوپه کندهارکښي دلوی اختردغم ورځ

«د معلم محمد رفیق شهادت اوپه کندهارکښي دلوی اختردغم ورځ»

دغه لیکنه تر دغه سرلیکنو لاندی ولولی :

لومړی : شهیدمحمد رفیق څوک وو؟.

دوهم : دشهید محمدرفیق دشهادت یو لنډ یاد.

دریم : دشهید محمدرفیق دشهادت درند ږغ .

څلورم : شهید محمدرفیق په کومه ګناه ارغستان ته جزأئي واستول سؤ.

پنځم : دشهید محمد رفیق دژوند ځانګړني.

شپږم : دایران او جرمني پر لور دخدای بخښلي محمدرفیق سفرونه.

نتیجه :

شهید محمد رفیق څوک وو؟ :ـ

شهید محمدرفیق دمحمداکرم خان مجبورزوی دحاجي محمدانور خان اڅکزی لمسی دسعادت ملوک کړوسی دسربلند خان کوسۍ دیارمحمد خان کودی اودروشندل خان (نامتوپه عرض بیګي ) چی داحمدشاه پروخت دسلطنت عرض بیګی وو،دهغه پردی کیده.

شهید محمد رفیق دپلارمنځنۍ زوی وو،چی ترخدای بخښلي محمد ظاهرافق دعلومو داکاډمۍ سرمحقق اوکاندید اکاډمیسن کشرورورؤ، خو ترده نورکشران وروڼه هم وه . لکه محمد داوداڅکزی ـ محمد سعید ( پتیالی) .

خدای بخښلی محمد رفیق دحاجي محمد انورخان اڅکزی دویښ زلمیانودیوه مخکښ غړي لمسی اودیوې منوري کورنۍ فعاله سیاسي شخصیت ؤ.چي دغه دهیوادپالنی روحیه ئې دپلاراونیکه یا خپلي کورنۍ څخه په میراث ورپاته سوې وه، همدغسي پلرونواونیکه ګانوئې دهیواد په آزادۍ اواستقلال کښي دتاریخ په بیلا بیلوپړاونوکښی برخه اخیستې وه. محمد رفیق یوعلمي شخصیت وو، دهیواد په سیاسي اوټولنیزودند وکښې فعاله رول درلودی ،خدای بخښلی محمد رفیق تر ۱۳۵۳هـ ش کال پوری دخلق دډیموکراټیک ګوند فعاله غړی وو.خووروسته دیوه انتقادی نظرپربنسټ دګوند څخه دلسهاوفعاله کسانوپه شمول اخراج کړل سؤ.تردغه وروسته په یوه ګوند کښی هم شامل نه ؤ.خو فعاله مثبته بې طرفی ئې ساتلې وه،او دوخت ګوندونه ئې دهغوی دعمل اوکړني پراختلافاتوباندي انتقادول،د خلقیانو مشرتابه دهغوی انتقادونه نه منل نوځکه ئې محمد رفیق دداخلی اختلافاتوپه سلسله کښي تحمل نه کړای سوای او دګونددلیکوڅخه ئې اخراج کړی.خوبرسیره پردې هم محمدرفیق دآزادۍ او ډموکراسۍ دپاره خپله مبارزه جاري وساتل، محمدرفیق دسیاست په میدان کښی یوه پاکه څیره وه ، چی دوخت ځوانان پرراټول اودځوانانودروزلودپاره ئې ځانګړی کورسونه فعاله کړی وه،هغه په دغه لږعمرکښي ډیرځوانان په اقتصادي اوسیاسي اصلاحاتووپوهول.اوخپله هم دډیری مطالعې څښتن وو.اودهمدغه اختلافاتوپه درشل کښي چي دانتقادینواودګوند دغړوترمنځ راغلی ؤ، دثوردناکامه انقلاب په نتیجه کښی دخلقیانودعقد وڅخه دډک زړه په نتیجه کښې یولړدانتقاد دنظرخاوندان ددښمن وپلوته ورټیل وهل سؤ.چی ددغه منورینودجملې څخه یوهم محمد رفیق ښوونکی ؤ.چي خلقیانودهیواددښمنانوته وروسپاره چي پا کستانی اوجهادي قاضیانودښوونکی په ګناه په مرګ محکوم کړی.«روح دې ښادوي».دشهیدمحمدرفیق څخه دڅلویښتو شپولومړنۍ لورپاته سوه،چی خپله ده (څانګه ) نوم پرایښی دی.

یادونه نورمطلب په دغه ویب پاڼه کښي وګوری : www.babacenter.nl

دمحمدرفیق دشهادت یو لنډ یاد:ـ

  زه(ننګیالی بڅرکی) اوزماملګری محمدرفیق(دقیق) د محمدرفیق معلم صاحب سره وارغستان ته دتلوپلویان نه ؤ.اوډیرکوښښ مووکړی چي محمد رفیق وارغستان ته دتګ څخه راوګرځو،نوموپه هغه شپه چي په سبا به محمدرفیق ارغستان ته تلی، دهرات دروازې څخه بیازموږترکوره پوري چی دمنزل باغ په جاده کښي وو.زما اودښاغلي محمدرفیق (دقیق صاحب) یوازنی دخبروبرخه همدغه وه چی دغه ستا دپاره یوه لویه دسیسه ده (دخلقیانو) ته باید ولاړنه سې ارغستان ته؛ځکه چی دیوه پلوه دی خلقیان دیوه مخالفه په توګه جزائي ارغستان ته استوی،دبله پلوه دغه مجاهدین چی هغه وخت داشراروپه نوم یادیدل، هغوی ستا په شان منورځوانان او ښوونکی هدف ګرځوي ،نوځکه موږ وایو ستا ژوندپه هرطرف کښی په خطر کښی دی، مااودقیق صاحب خپل مثالونه ورته راوړل ، چی وګوره موږهم په دغه دسیسه کښي را ښکیل یو، لیکن تصمیم مودغه دی، چی نه دخلقیانوددسیسې قربانی کیږو او نه هم دوخت داشراروهدف ګرځو. کوښښ کوو، چی ځانونه دیوه فرض په حیث وساتو.خوخدای بخښلي دوه پرا بلمه یادول،لومړی اقتصادی پرابلم اودوهم که چیري دی ولاړسي بیا به ئې دترخیض مسئله هم حل کړل سي.خوبیا هم موږ دغه دواړه پرابلمونه ورسره ونه منل:ځکه دغه دته دمرګ جوړه سوې دسیسه وه. دیادولووړده، مخکی تردغه چی موږ ملګرو وشهید محمدرفیق ته اجازا ورنه کړه، تردغه دمخه زما پلار(محمد علم بڅرکی)هم په دغه خبرسوی وو،چی محمد رفیق وارغستان ته ځي، خوهغه هم زه ورواستولم اومحمد رفیق می راوستی زما پلار(محمدعلم بڅرکی ) ته، هغه هم په داسی حال کښی چي دچرګانو دکفس مخی ته ولاړوو.اوچرګانو ته ئې دانه وراچول دغه ټولی خبري ئې دخدای بخښلي سره وکړې، خوهغه په اصطلاح دعاجل ورځ نه اوړی،محمد رفیق ارغستان ته وولاړی، پسله هغه چي څوشپې ئې هلته په بدوشرایطوکښي تیري کړې،نودلوی اختر په مناسبات درخصتۍ په خاطر ټوله مامورین اوښوونکی دکندهاردښارخواته راروان سول.او دڅومیاشتو پاته معاش ئې هم اخیستی وو.جیب کښې پیسې وې ، دواده دکالو هغه ښایسته غاړه ئې هم اغوستې وه اودیوعالم امیدونو سره دکوروخواته په داسي حال کښی په لینی موټرسرویس کښي دنورومامورینوسره راسپورسؤ،دخپلی څلویښت ورځنۍ لوردلیدوپه امید.اودخپل نوی کورداختردپروګرامونوپه هیله او چورتو کښي راروان اوموټرحرکت وکړ،څه وخت چی موټردارغستان پرهغه کنډ اوګپرسړک مخته ولاړی یوې تنګۍ ته راورسیدل.چی مخه ئې دوخت جهادیانوتوپکیانونیولې وه ،ټوله مامورین ئې دموټره څخه را کښته کړه،یوځای ته ئې راوستل چی هلته یوصوفي هغه کسان چي دخلق دګوند غړی وه او دوی ئې لیست درلود.هغه ئې چي تعداد ئې شپږوکسانوته رسیده، هغه ئې را وګرځول، خو؛ دمحمدرفیق نوم په دغه ګوندیانو کښي ځکه نه ؤ، چی محمدرفیق ګوندی غړی یا خلقی نه ؤ،نو محمدرفیق اونوروغیري ګوندي کسانوته ئې دبیرته تلواجازه ورکړه، خدای بخښلی محمد رفیق بیرته دموټرخواته دنوروکسانو سره را ستون سؤ.او بیرته په سرویس کښي پرهغه خپل سیټ یا چوکۍ کښیناستی،موټروان هم دیوڅه ځنډه څخه غوښتل چی حرکت وکړي، چی یوصوفی په موټرپسي را ځغلي او نارې وهي، کلاشنکوف توپک ئې هم په لاس کښی دی، نارې وهي موټرودروه، موټروان هم موټرودروی، صوفی موټر ته راوختی او وې ویل : محمد رفیق څوک دی؟ کوم یو دی؟. خدای بخښلی محمدرفیق ورته وویل زه یم : مجاهد صوفي وویل : ته قاضی صاحب غوښتی ئې یوڅو بري درسره کوي.خدای بخښلی محمدرفیق هم خپلي توري عینکی پرخپل سیټ یاچوکۍ کښيښودلې،خپل ملګری ته ئې وویل،زه بیرته راځم،هغه هم دښه سرورسره وښوروی، قیصه دغسی ده چی محمد رفیق ئې دغه ځل یوه ډیرلیري غرونو ته وځغلوی، چي نژدې دښاري صفاه غروته نژدې سوی وو. چی هلته بیا یولوی قاضي د پاکستانی مشاویرنوسره په سپینوکالوکښی ناست ؤ.قاضي وویل ته خوغټ خلقی ئې ، محمدرفیق ورته وویل : چی زه دګوند غړی نه یم او خلقی هم نه یم، زه دلته یو معلم یم، چي جزائي را استول سوی یم. قاضي ورته په خښم سره وویل : زه ستا ټوله کورنۍ حتا ښځی اونارینه ټوله پيژنم، تاسی ټوله کورنۍ مو خلقیان یاست، خومحمدرفیق خپل لازم دلایل ورته بیان کړه، داسی معلومیده چی قاضي په ریښتیاهم زموږ ټوله کورنی پيژندل، ځکه هغه دښځودتعلیم په باب هم زموږکورنۍ محکومه کړه. اوقاضي دغه هم شهید محمد رفیق ته وویل : چی ستاسو کورنۍ په کندهارکښي مکتبونه فعاله کړي دي، دښځوښوونځی تاسورواج کړیده،ښځي موپه لڅ مخ ښوونځی ته ځي، پوهنتونونه مولوستي دی، دغه ټوله هغه خبري وې چی محمد رفیق ئې په مړیني محکوم کړی. که څه هم خدای بخښلی محمد رفیق ورته وویل: چی ښوونځی ته خو دکندهار ټوله او اکثریت خلک ځي، نودغه خو زما کناه نه ده ، قاضی سخت په قهرسواودکافرنوم ئې وخدای بخښلي ته ورکړی(چي ته کافر ئې )ویل: چی خبري لاهم ته کوې.دغه وخت قاضي وپاکستانی ته مخ ورواړوی،هغه ته ئې دپاکستان په حواله زموږدمشرانواو دپښتونخوا ددوستانونومونه هم ورواخیستل، پا کستاني ها،ها،ها وکړی . وی ویل : دوی هم دپاکستان خلقیان دي. هغه متل دی چي وائي 🙁 دظالم دزوره دي خدای وساته) دلته ظالمان پرخدای بخښلي راپيښ سوه.

دغه ترژیدی دخدای بخښلی محمد رفیق دخاله زوی په سترګولیدلې اوپه غوږو اوریدلې وه ،دمحمد رفیق دخاله زوی چي هم په ارغستان کښی ماموروو، دغه ۷ کسانو کښي راغلی وو،خوهغه دخپل تحقیق په بیا کښی ځان دمدیر صاحب ګلو جان داحمدشاه بابا دلیسې دمدیرددوستانوپه نوم خلاص کړ،هغه دغه خبري ټوله اوری خوهیڅ قدرت نسته چی ددې ظالمانو څخه دی دغه شپږ کسان خوشي کړي. پسله حکمه څخه ئې دخدای بخښلي پیسې ، دواده چله او ښایسته خامکي کالی وکښل او دوی ئې یوې کندي ته ورشوه کړه.او دیوه ۱۳ کلن هلک په لاس ئې په پشه سلاح ورکړه، دوی ئې قطارودرول ، او ټکان ئې پروکړه ددغه ټکانو په اوریدوسره خو محاشرجوړسو، ساحه ټوله دودونیول،څه وخت چي دود خلاصیدی اوشهیدان لږ،لږ معلومیده دغه خدای بخښلي په دغه وخت کښی بعضي مړه بعضی ژوندي وه، خو بیا ئې نورټکان هم پروکړه، ترڅو دوی ټوله په شهادت ورسیدل.

تر دغه غمجنی پيښي وروسته ښاراو کورنیو ته خبرراغلی.

دشهید محمد رفیق د شهادت د رند ږغ :        

 خو!۱۳۵۸هـ ش کال دسرطان میاشت اودلوی اخترلومړۍ شپه دسهاریولس بجې چي غرمې ته نژدې وخت وو،چی موږ دکندهارخلک ورته څاښت وخت وایو،مادغه وخت دکندهارداطلاعاتواوکلتورپه مطبعه کښي دتصحیح دمامورپه توګه کار کاوه،ناببره زمایودوست اکبرجان (هوتک) مي دفترته په ډیره وارخطائي را ننوتی،زه لومړی دده ورا خطائي ته متوجې نه سوم ،اودسلام علیکم وروسته مي دچایوسط یا وړاندیز ورته وکړی، خو هغه وویل ته چای پریږده.یوه خبره درته کوم، زه یو څه سره ورخطا سوم اوحیس یادرک  می کړه چی یوڅه خوپيښه ده ؟… خدای دی خیرکوي.سم دلاسه دواړه ددفتره څخه راووتلواودباندی ئې را ته وویل: دارغستان پرلویه لاري اشراروپه اصطلا ح مجاهدینواوه کسه معلمان شهیدان کړي دي، محمدرفیق هم هلته معلم ؤ، خدای مکړه چي دی به ئې هم شهید کړی وي….دغه خبره اکبرجان په داسي حال کښي راته وکړه چي دی خومخکی لاهم په دې خبروو، چی محمدرفیق هم دشهیدانو په لیست کښي دی، دغه وخت اکبرجان دکندهاردعلی دارالماعلمین استاد ؤ.خونه ئې غوښتل چی په یود م (یوځل) ما دپيښي څخه خبرکړي.دخبرپه اوریدو زما ټوله بدن یوه اندازه ناتوانه سو، په رنګ اوڅهره کښي مي هم تغیرراغلی،چي محمدرفیق خویو نامداره سیاسي منورشخصیت وو، خدای مه کړه چی دشهیدانوپه ډله کښي دي دی هم وي.نو سمدلاسه می ددفترڅخه دتګ اجازه واخیسته، داسی معلومیده لکه ددفترمامورین چی هم دارغستان دمعلمانو په وژلوخبروي، خوماته ئې داخبره نه وه کړې. نو سمدلاسه هغوی راته وویل چی ته ولاړسه کورته اومعلومات وکړه موږخو دلې یوستاپاته کارونه به هم سرته ورسؤ.زه داکبرجانه سره یوځای رارهي سوم.کورته راغلوپه کورکښي می پلارپه چورت کښي دباغچي ومخی ته ولاړدی.اوخواشینۍ معلومیږي،زما په لیدو ئې ځان په ګلانو بوخت کړی، ما سلام ورواچوی، هغه ماته وکتل اوپه سترګوکښې رڼې اوښکي را څرګندي سوې، زه په وپوهیدم چي پيښه سته ، پيښه درنه ده،دپلاردڅهرې له مخي می هر څه معلومات تر لاسه کړه، خو بیا مي هم پو ښتنه ځیني وکړه، چي خیریت دی، دارغستان پرلاره خوبه ئې محمدرفیق نه وي شهید کړی، پلارمي په یوه نامنظم اوازراته وویل ،هوکې! محمدرفیق دارغستان پرلاره دموټره راکښته سوی دی.او بیا په شهادت رسیدلی دی. ما پوښتنه وکړه چي ته څنګه خبرسوې؟، پلارمي را ته وویل چي دسیمي اڅکزي راغلي وه،هغوی په ټوله کیسه خبروه.دغه وخت زما دلاسه غیري ارادي کیلۍ ولویدې ، ستونۍ مي ژړاونیوی،خودپلارپه خاطر مي زړا ټینکه کړه، شاه مي وپلارته وروګرځول،بیامی دزیرخانې داوبودمنګی څخه یوګیلاس اوبه هم وچیښلې،اودزیرخانې په یوه ځینه کښی په جورت کښي کښینستلم،فکرمی وکړی، چی باید زه مدیرتی معارف ته خپله ولاړسم او دموضوع هغه واقیعي حال اواحوال واورم،خوبایدزه دځانه سره زما ډیرنژدې دوست چي دمعلم صاحب محمد رفیق هم دوست وو.او دهغه نوم هم محمد رفیق خو تخلص ئې (دقیق) ؤ.هغه هم خبرکړم، چی دیوه پلوه خوبه موغم لږسي اودبله پلوه به دواړه ملګری ترمدیریته دښووني اوروزنی ولاړسؤ.زما دغه دوست چي هم محمدرفیق (دقیق) نومیدی دهغوی کوردحضرت جي بابا په سیمه کښي ؤ.زه ورته ورغلم ددروازې دټکولووروسته هغه را ووتۍ ، لومړی ئې ماته دورځنیوټوکو په کولوسره … وویل: خیریت دی څنګه راغلی ئې په دغه رسمي ورځ کاروبارنه لرې،ماورته وویل:راځه دمسخرووخت نه دی ،ته راووزه ځان تیارکړه، یوه بده پيښه ده، ژررا ووزه، هغه هم دملګرتوب په ایماندارۍ زما وڅهرې ته چی وکتل پوه سؤ. چی؛ یوڅه خبره خوسته نوسمدلاسه ئې وویل سمه ده زه اوس بیرته راځم.

ښاغلي دقیق صاحب چي دمعموله سره سم هغه په دریشي یا پتلون کښي دباندي ګرځیدی، بیا ئې هم خپل پتلون واغوستی اوزما سره رارهي سو، دټوکوڅخه ئې وروسته را ته وویل: چی څه خبره ده، ماورته وویل :دارغستان پرلاری مجاهدینو یوڅو کسه معلمان دموټره څخه را کښته کړی دي.اوبیا ئې وژلي دي، په دې خبره سره دقیق حیران پاته سو… سمدلاسه ئې نارې کړې … چی خدای مه کړه محمد رفیق خوبه ئې نه وي نیولی اووژلی،ما دموضوع بیان ټوله ورته وکړی، چي ډیر ګمان می سته چي هغه به ئې وژلی وي،نوځکه اوس موږ دښوونی اوروزنی عمومي مدیرت ته ځوچي بشپړه معلومات ترلاسه کړو،همدغسی دښووني اوروزني مدیریت ته راغلومخکي تر دې چي موږ دمدیریت مقام ته ورننوزو،یونفرموولیدی چي دهغه ئې هم ورورچی دښوونکی دنده ئې په ارغستان کښي درلودله، په همدغه پيښه کښې مجاهدینودارغستان په لاره کښي ورشهید کړی ؤ،هغه دوست زه پيژندلم اوپه سرواوښکومی مخته ودریدی په غم اوژړا ئې راته وویل: تاسو هم دمحمدرفیق شهید دپوښتني دپاره راغلي یاست، موږ وویل هو! موږهم دخپل دوست خبراخلو.

وې ویل : چی هو! هغه زما دورورسره یوځای دې دهیواددښمنانو شهید کړی دی… دلته نو د د قیق صاحب سمدلاسه زړه جوش واخیستی اوسمدلاسه په عمومی مدیریت ورننوتی او په لوړاوزا ئې دمدیریت په منځ کښي نارې اوغالمغال شروع کړی …

وې ویل:آی نامردانومحمد رفیق موهغه سي دمرګي خولی ته ولیږلی،آی نامردانومحمدرفیق موپه مجاهدینوووژلی، ستاسي ظلمونه به تاریخ ثبت کړي،ستاسو سفاک دولت به ترابده پاته نه سي، تاریخ به تاسومحکوم کړي. دغه شوراو فریاد دښووني اوروزني ټولوکارکونکو ته ورسیدی او ټوله حیران پاته سوه، چي دخلقیانو په دغه وحشي وخت کښي دغه ځوان څنګه دغسي بې باکه ښکنځل اوغالمغال کوي. دلته هرخلقی سلاح لري اودوحشت پرنیلي آس سپاره دي. نودهمدغه غالمغال سره سم، دکلاشنکوف سره دوخت مدیري معارف سرددفتره را ښکاره کړی، اودتمسخر سره ئې سمه مسکا وکړه، دقیق صاحب هم ورته ددښمن په څیروکتل اوبیائې ورته وویل وحشانو محمدرفیق موپه ووژنی. دغه وخت دقیق په ځان نه پوهیدی.خوزه هم دصحنې په لیدوحیران وم،چي اوس دلته یوه بله غمیزه پيښه نه سي.مدیر معارف چی کلاشنکوف توپک ئې په لاس کښي وو.دنورومامورینوسره بیرته مدیریت ته ورننوتی.ځکه چی دمدیریت معارف اداري مدیرچي یو ښه سړی وو.اوموږ شناخت هم ورسره درلودی، دغه اداري مدیرچي اغلب ګمان کوم چي نوم ئې (عبدالاحد خان) نومیده اویو زړه سوانده او زموږ پيژنده کس ؤ، نو سمدلاسه ئې دقیق تر لاس ونیوی، چي ته راسه زه به ټوله قیصه درته وکړم، موږ دهغه سره ولاړوهغه موږ ته دشهیدانولیست را ښکاره کړی، چي په هغه کښي دخدای بخښلي محمدرفیق نوم هم وو.ښاغلي اداري مدیر صاحب موږ ته ډیره تسلي راکړه او په ترځ کښې را ته وویل: اوس وخت ددغسی احساساتونه دی،ددغوخلکو سترګي سرې دي هریو ئې ځان فرعون ګڼي،چي وخت ئې راسي قصاد اخیستل کیږي،دیوه پلوه موږ بې طرفه خلک دکاراوماموریت په ګناه اشراروژني اودبله پلوه حکومت غواړي چي بې طرفه وګړي ،منورین په مجاهدینو ووژني،دلته غټه دسیسه پرته ده، تاسو اوس ولاړسی، حکومت به دغه شهیدان راوړي.

موږدغه وخت ناتوانه ؤ،بیرته دکورپرلوري راغلوښاغلی دقیق صاحب می هم رخصت کړی زه هم خپل غمجن کورته دغمونواو چورتونوسره راغلم. په کور کښي زموږیوه برخه خوني دمیلمنودپاره جوړه سوي وې. کله چي زه راورسیدم هغه خونه دنابلدوکسانو،دوستانواو دګاونډیانوڅخه ډکه وه، اودچایو انتظام هم په پرله پسې توګه کیدۍ،خوزه چي راغلم دمیلمنوسره مي روغبړوکړی، ټوله خاموشه وه، داسي معلومیدل چي ددوی خبري جریان درلودی خوزما په راتګ سره ټوله چپ کښینستل،پسله هغه ما دښوونی اوروزني دتګ اورا تګ ټوله قیصه ورته وویل، دهغه وروسته زموږ د مسجد ملاصاحب چي یوډیرنیک سړی ؤاو ملا عبیدالله اخوند نومیده هغه وویل: چی نورنوباید پلارئې خبرسي. پيښه ده دپيښي څخه تیښته نه سته دخدای تعالا(ج) اراده به هم په دغه کښي وه… پلارمي ماته مخ راواړوی چي ته به ورسې،موږخپل اکامجبور صاحب ته (اغاجان) ویلی،خوپه بهرکښې نوم محمد اکرم مجبورصاحب وو، زه ده اغاجان کورته ورغلم هغه هم تازه رارسیدلی ؤ، هغه شنې چای په هغه شنه پیاله کښي ځان ته اچولی وې او ناست وو، زه حیران وم چي څنګه وکړم؟؟. څه ورته ووایم، هغه خاندی اوپرما ټوکی کوي، چی دغه بله ورځ اختردی… ما لس زړونه سره یوځای کړه اواغاجان ته مي وویل:زموږ کورته اڅکزي میلمانه راغلی دي اوغواړی ستا سره وویني، هغه وویل چي دغه چای وچیښم بیابه درسم، خوماورته وویل:دهغوی اوس دستي په کارئې ممکن تلوارئې وي،اغاجان هم زما سره راغلی اوزموږدمیلمنو خونی ته چی موږسراچه ورته ویل هم هلته میلمنوته ورغلی،زه د کوڅې اوزموږ دکورومخ ته پریوه ډبره کښیناستم اودخپل ډیرنژدې ملګری اودوست په فکرونواوخاطراتوکښي ډوب ناست یم ، خوددوی خبري هم اورم، چی زماپلارپه غمجنه لحجه وویل: موږاوس دغم پرکمبله ناست یو،دارغستان پرلاره مجاهدینومعلمان دموټره راکښته کړی دي.اوهغه ئې وژلي دی، چي په دې معلمینوکښي محمد رفیق هم شهید سوی دی.

دلته بیا ملا صاحب دخبرو تسلسل ته ادامه ورکړه …. اووې ویل : محمدرفیق شهید سوی دی، دخدای اراده به هم دغسي وه،هیڅوک دخپل مرګ په وخت اوزمان نه پوهیږي،هر څوک یوه ورځ نه بله ورځ مري، دده قسمت همدغسي ؤ. موږبه دعاوي ورته کوو، پلارئې (مجبورصاحب)هم سمدلاسه وویل: هو! هغه دخدای مال ؤ، موږ دخدای وارادې ته تسلیم یو، زموږ دکوردغه څراغ مړسؤ،دلته قومي خلک اڅکزي هم ناست وه، هغوی وویل: تراوسه ئې مړی دارغستان په غروکښی پروت دی، موږورځواوخپل مړی رااخلووروسته به ئې دښمن هم معلوم کړو،اغاجان دغه وخت نورنه دخبروحوصله لري اونه هم دمجلس حوصله خویوڅونازکی اوښکې پرمخ را څرګندی سوې اودمیلمنودخوني څخه دباندي راووتی زماخواته راغلی په ډیرخواشیني اوازئې را ته وویل، ننګه!! هغه ماته (ننګ ویلی) اوغټ حوسیلی ئې دخولې څخه راووت وې ویل:ننګه ! اوس به دچاه سره هوټل،بازار، چکراوساتیرۍ ته ځې… ددغه خبروپه اوریدوسره زما په زړه کښي اوربل سؤ، پرمخ می اوښکی راغلې،زړه می تکان پیداکړی.اواغاجان ته می وکتل،اغاجان هم دغه وخت په دوزړوکښي دی چي کورته ولاړسی،که دلته پاته سي،که کورته ولاړسي خوسمدلاسه ئې موراوکورنۍ، دشهید هغه دیوه کال ناوې،هغه دڅلویښتوورځونوې دنیاته راغلې لورهغه به څنګه کیږي؟، څنګه به ئې خبرومه،په دغه چورت کښی قدم وهي دکوڅې دیوه سره تر بله سره ځي اوراځي سړی په دې ښه پوهیږي، چی ددغه سپين ږیری به څه حال وي،خوپه هرصورت اوس زموږ په کور کښي دمیلمنو پر سردغه خبره روانه ده، چي دشهید مړی را وړل سي.او دکابل دوستان لکه محمد ظاهرافق ،زمری محقق اونوردوستان خبرسي اوراسي،آغاجان هم پسله یوڅه فکروهلوڅخه بیرته میلمنوته ورغلی.وې ویل: اوس خوغم زموږ دروازی ته راغلی نومجبوره یوچي چاره ئې وکړو.دغه وخت په کندهارکښي والي صاحب جان صحرائي وو. هغه دخپلوکسانو په وسیله احوال راواستوی چي دشهید مړی موږ خپله راوړواودا دحکومت پریکړه ده، تاسونفرمه ورلیږی،زموږپه کورکښي دمجلس پریکړه هم پردغه وسوه، چی حکومتی کسان ئې راوړی ښه به وي، دغه شپه پر ټولوباندي په غم تیره سوه، لاتراوسه ئې کورهم نه دی خبر،دشهید محمد رفیق میرمن هم دخپل دژونددملګری په انتظارکښي ناسته ده، په سبا بیا لوی اخترهم دی،اغاجان هم داجرئت نه سي کولای چي غم ځپلې مور،خور،میرمن ئې خبرکړي، ټوله خبري سهارته پاته دي،سبا سونارینه ټوله زموږکورته راغلی دي، چی پرلسو بجوئې دسهاریا څاښت پروخت، شهید محمد رفیق راوړی،دلته کلی او کوڅه کوچني اولوی ټوله خبرسوه، اغاجان کورته راغلی میرمن ئې چی موږکوکوبی،بی ورته ویل هغه په پخلنخۍ کښي داختر په ویاړپخت او پزکوي، چی اغا جان ورغلی اوپه ژړائې ورته وویل :ښځي ته اوس دغه پریږده ستازوی شهید سوی دی، ته بوره سوې.اودشهید میرمن کونډه سوه، دخدای اراده وه پرموږئې دغه ځوان زوی بس هم دومره پيرزوؤ. کښینه اوس شهید راوړي.

خدای پوهیږی چي پردې سپین سری مور(کو،کوبي ، بي)،پلاربه اومیرمن به ئې څه تیرید ل …. خولاتراوسه ئې میرمن هم خبره نه ده،دکوکوبي،بي په نارواو ساندو ټوله کورني ، شاه وخواګاونډیان اودوستان خبرسول، ټول په دې وپوهیدل چي دشهید موراوکورنۍ دشهید په غمګینه پيښه خبرسوی دي، ځکه نو دهری خوا څخه دوستان دشهید کورته په ساندوراداخل سول، کورنه ؤ…دمعشرورځ جوړه سوه،ټول دوستان، ګاونډیان په ساندودشهید یادونه کوي.دغه حالات کې میرمن هم په داسي ډول خبره سوه چي دڅلویښتوورځولورئې چی وختی ئې لانوم څانګه برایښی وو.څانګه پیداسوې وه خبره سوه،خدای دی دهغې میرمني په دغه بده ورځ،بد حالت هم څوک نه خبروي.

اغا جان چی یوپرخدای باورمنداویوپاک مسلمان اودیني عالم وو.داسي وویل :دخدای کارونه دي،دژوندپيښي دي،ددغسی غمونوڅخه انسان چاره نه لري، غمونه دانسان دژوندیوه برخه ده،موږټوله یوه ورځ ددې بې وفاه دنیا څخه ځو.نودوستانو تاسومرګ حق وګڼی، دهمدغه خبروسره ئې سم دشهید جنازه هم راوړه اودکورپه انګړکښې کښیښودله ،دشهید تندی دوینوډک ،خومرمۍ ئې پرټټرلګید لي وې،اوداسي معلومیده چي شهید پرمخ غوځارسوی ؤ. شهید ئې پرچرپائي راوړی،څه وخت چي موشهید ولیدی، نوهغه روښانه مخ،ښایسته قوت، قوت وریښتان اوتابه ویل چي را ته خاندي،په ریښتیا ئې ویلي دي : ( هغه ورځ چی ته پيداسوې تا ژړله موږ خندله ـ نن چی ته مړسوې تا خندله موږژړله)… همدغسي ئې خندله،خودشهیدښایسته کندهارۍ خامکی غاړه، دیوه کلنۍ دواده چله اودهغه نورلباس ئې غنیمت دځانه سره غلا کړی وه، په شهید ئې توردپراشوټ لنډکالی اغوستي وه. چي ممکن دغه ته ئې دجهاد غنیمت نوم ورکړی وي.شهید محمد رفیق تریوه وخته ددوستانو په منځ کښي پروت وو،او داخیرنۍ خدای په امانۍ دپاره ئې دوستان پرراټول وه، زما سره دخبرو توانمندی په دغه وخت کښی نه وه، نومی دوستانو ته دغه محمدرفیق اخیرنه خبره وکړه چی تل به ئې ویل چی زما دتیتک مرګ خوښ نه دی، دبې غیرتۍ ژوند هم نه خوښوم. او دهغه ورځی یادونه مي وکړه چي شهید په سبا ارغستان ته تلی،ښاغلي دقیق اوما دواړودده تګ ارغستان ته ردکړی،ځکه چی محمدرفیق یونامداره هیوادپال اودیوې سیاسي کورنۍ اړونده ځوان ؤ.او دغه وخت مجاهدینو ټول هغه کسان چی زده کړی وه ،ښوونکی وه،دولتي مامورین وه، همدغسی دهیواد سرتیری وه وژله ئې، دانوکه په ګوند کښي تنظیم وه او کنه، تردغه څولنډوخبرووروسته ما هم شهید پرهغه زخمی تندي مچ یا ښکل کړی،پسله هغه ئې جنازه هم پورته سوه.

اودشاعردغه شعرچی همیشه به شهید محمد رفیق دسټیج پرسرویلی راپیاد سؤ.

تورماښام،توره تروږمۍ وه غوړید لې
لمر نه ؤد جهان په اشانه کښي

سوي چیغی دځوانانوسوې راپورته

بیرغ پورته سو دحق په مدرسه کښي

یوګړی وروسته چارپائي را تیرد له

شهید پروت ؤ دغیرت په جنازه کښي

شاه ئې نه وه ګرځولې ماشیندارته

ټول مرمۍ ئې وې خوړلی په سینه کښي

با غیرت شهید ئې را وړی و خپل کورته

 جنازه ئې کښیښودل په دروازه کښي

 لیونۍ د شهید مور سوه په خبره

په سرو ساند وه ولاړه په کوڅه کښي

 ویل شیدې به کړم در پلي زما زویکه

که دي ټپ چیرته خوړلی په سینه کښي

لکه : مخکي چي یادونه وسوه ، چی محمد رفیق به ویل : زه دمرګه نه بیریږم، خو دتیلتک مرګ مي هم نه دی خوښ،همدغسي دغیرت مړینه اوشهادت ئې هم په نصیب سؤ.اودټول عمر دپاره ئې دعزیزانو، ګا ونډیانودخپلي کورنۍ اودوستانو څخه دخدای په امانی وا خیستل.اوهغه مسجد ته ئې دشهید جنازه یووړل، کوم چی دشهید نیکه په خپل ژوند کښی دسیمي دمسلمانانو دپاره جوړکړی وو.او دغه وخت یوازي دشهید دوستان، ښوونکي،یوه اندازه دولتي چارواکي هم راغلی وه. خوماته دغه خبره تراوسه هم را یادیږي چي دلته یوګروپ دنابلده ملایانواومؤلویانوهم دجازې خواته راغلل ، بیله پو ښتنی ئې دشهید شاه وخواوکتل یواوبل ته ئې دخواشنۍ سره سم وکتل،اویولوی افسوس ئې وکړ، وې ویل : چی واقیعی شهید دی؛په خدای دی می قسم وي چي قاتلان ئې ګناه کاره دي،یوبل مؤلوی صاحب رامخته سؤ.اودخپل شهادت په ګوته ئې دشهیدپرځیګرکلمه مبارکه وکښل،ملایانو وویل:پلاریا نژدې دوست ئې څوک دی؟ خواغاجان(مجبورصاحب) ورته رامخته سؤ.ملایانومبارکي ورکړه چي ستازوی واقیعی شهید سوی دي،غوسل اوکفن ته ضرورت نه لري.همدغسي پسله څه وخته څخه حکومتی چارکووویل دشهید جنازه موږسرې میني ته وړو، چی هلته نوردولتی شهیدان هم ښخ سوی دي، خودلته دشهید اکا محمد علم بڅرکی وررد کړه اووې ویل: دافغانستان ټوله مځکه اوس سره ده موږخپله حضیره(هدیره)لرواوخپل شهید په خپله هدیره کښي خاوروته سپارو. دهمدغه سره سم دشهید یوه لویه جنازه چي دکندهارځوانان، منورین ،لیکوالان، دشاه وخوادوستان او ګاونډیان ټوله په جنازه پسې سوه.او جنازه ئې داڅکزوپه هدیره کښي کښيښودل.اوهم هلته ئې ښخ کړی، چی هم هغه ئې دایمی کورسؤ.(روح دې ښادوي).

دولتي چارواکوپسله هغه چي ملاعبیدالله اخوند خبري وکړې اودوعاوی وسوې،نو دولتی چارواکودښوونی اوروزني په اړوندوکسانودشهید دوژلو،اوراوړلولافی شافی وویشتلې،همدغسي ئې دشهید دشهادت دپيسو یادونه هم وکړه، اینده معاش اودنورو امتیازاتویادونه ئې هم وکړه.خوسمدلاسه خدای بخښلي محمد علم بڅرکی دپيسو غوښتنه ورردکړه.اوددولت دهمکارۍ څخه ئې ډه،ډه وکړه چي په دې پریکړي سره دشهید پلارخدای بخښلی محمد اکرم خان مجبورهم صلاح اوراضی ؤ.پسله هغه دکندهارنامتولیکوال اوڅیړونکی ښاغلی محمد معصوم هوتک چی دشهید محمدرفیق دډیرونژدوملګروڅخه وو.هغه خپله ویناداسی واورول:شهید محمد رفیق زما دخوږواو نژدوملګروڅخه وو،هغه دددوستانودوست اودخپلوملګرودایمی او صمیمي ملګری وو.محمد رفیق دخپل وخت دلایقوځوانانودجملې څخه ؤ.یوهیوادپاله او دهیواد په غم غمګین ؤ،چی دښووني اوروزني په لاره کښې خلکواودخلکو اولادونو ته ښوونه اوروزنه ورکوله،هغه دخپل مسلک ښوونکي سره مینه درلودله، چي دهمدغه مسلک په مینه سره دهیواددښمنانوشهید کړی. ښاغلی محمد معصوم ددولت څخه هم یوه ګیله وکړه،چی اوسني دولت ته لازمه نه وه چي دغه سي منور شخصیتونه دي نا مناسب اودعلم ،پوهي دښمنانوته په لوی لاس په لاس ورکړل سي.همدغسی ښاغلي محمد معصوم هوتک دخدای بخښلي محمد رفیق دټولنیزو خصو صیاتو په باب ډیري اوږدې خبري وکړې.

چي وروسته ددوستانواودده مینه والودخبرووروسته دخدای بخښلي دفاتحې مراسم دخدای بخښلي دکورني مسجد په جامع جمعت کښي ددروورځودپاره اعلان سوه.

چی دفاتحې مراسیمو ته ئې دخدای بخښلي محمدرفیق ورورخدای بخښلی محمد ظاهر افق هم راورسیدی.اوهم دغسي دهغه داکازوی او دشهیدمحمد رفیق دوړکتوب ملګری زمری محقق هم دکابله څخه راورسیدی،په دغه غمجنه فضأکښی چي دشهید دمراسموجنازه اوفاتحه خلاصه سوه، نوهمدغسي دوستانودشهید دمړیني بیانونه ئې کول اواصلی مجریمین ئې غوښتل چي وپيژني،په لومړي سر کښي خوپه دې کښي شک نسته چي دشهید محمد رفیق په څیر ډیرښوونکي دمجاهدینو دغلت دریځ په خاطرتروراو شهیدان سوه، دمحمد رفیق تر مخه هم یولړ ښوونکی دښوونکوپه ګناه نیول سوی او وژل سوې وه، خو تر ده وروسته هم ډیر ښوونکي دمجاهدینو دخوا څخه دپا کستان اودامریکاپه لارښوونه ووژل سوه،چي ددې څخه ئې مقصد دځوانانواومنورینوفرارول وه دهیواده څخه،همدغسي وحشت خپرول وه، څو خلک دحکومت او دحکومتي دندو څخه وپا کستان ته دفرارلاره خوښه کړي.او هلته دجنګ دپاره وروزل سي،بیا بیرته دجنګ دپاره افغانستان ته را ولیږل سي، دغه وخت په ۱۳۵۸هـ ش کال کښی هغه وخت دی چي نورمحمد ترکی لاهم پرسردکاراوریس جمهوردی،روسي عسکر افغانستان ته نه دي را داخل سوي،خو پاکستان اوامریکا دافغانستان دثوردانقلاب پر ضدپه پا کستان کښي دایخوان المسلیمن ډلي، القاعده اودعربو تندروه مسلمانان دافغانستان دحکومت او نظام پر ضد تر بیه کوی او دجنګ دپاره ئې دپا کستان څخه دافغانستان خاوری ته را لیږي.

شهید محمد رفیق په کومه ګناه ارغستان ته ولیږل سؤ:

په همدغه کال دکندهاریولړمنورین چي دګوند غړی نه وه.او دګوند څخه په انتقادي نظرسره اخراج سوی وه.دحکومت اودولتی چارواکو(خلقیانو) دخوا څخه دشخصي عقدواو تنګ نظری په سبب دمرګ پلو ته استول کیده، چی دغه ددولت دعمومی پالیسۍ یوه برخه وه ،برسیره پر دغه منورینو چی دګوند څخه دانتقادپه سبب اخراج سوی وه، نورمنورین هم چي دګوند غړي نه وه هغوی ته ئې هم دغسي او نورډوله سزا ګانی ورکولې، ځیني ئې مړه کړه،ځیني ئې بندیان کړه،خویوتعداد چي کوم سند ئې نه سوای پرجوړولای اوپه هیوادکښې په تیره بیا په منورینواوحتادننه دخلقیانو په صفوفوکښې مخالفین اودهیواددپرمختګ مینه وال اومعتقد کسان وه، چي هغوی هم انتقادي نظریات درلودله خو! بیا هغوی ئې هم په داسی ډول ووژل لکه شهید محمد رفیق، چې دمجاهدینو په وسیله ئې ووژی.

په دغه وخت کښي چي ئې محمدرفیق ارغستان لیږی، یولړنورکسان هغه کسان چي دګوند غړي نه وه خومترقي فکرئې درلود هغه ئې هم یا دندو څخه وشړل اویا ئې لیري صحراواوبې امنیته سیموته وا ستول،څوپه تند روه مجاهدینوئې ووژني، داهغه سیمی وې چي حکومت ئې پرشاه وخوا توان اوواک نه درلودی. په دغه کسانو کښي دغه کسان اوس زما ویاداښت ته را ځي چی عبارت وه: محمد معصوم هوتک، پنجوائي ته دښوونکی په توګه واستول سو. چي دنیکه مرغه هغه په دغه دسیسه خبرؤاونه ولاړی،یا داوضاع په لیدوسره بیرته راغلی، خالقداد دحاجی غلام شاه زوی دکندهاردښومنورینودجملې څخه ؤ،غني خان دمشرقی لیسې ښوونکی، ښاغلی اختر محمد خان ښوونکی، محمد نعیم خان ښوونکی ،دپنجوائي اوسیدونکی،برزین صاحب دپنجوائي او سیدونکی،عبدالباري خان (مولانا) محمدرفیق دقیق دیوه شرکت کارمند.اوزه (ننګیالی بڅرکی ) ئې دروزګان اړوند ولسوالۍ، چارچینوته دشرکت کودکیمیاوي په برخه کښي واستولم،داهغه وخت دی چي دولتي مامورین ئې مجاهدینویا وژلي دي اویاهم فراره سوي دي،حتا ولسوال ئې هم فراره سوی دی.خوزمااستول وچارچینوته یوازي زمادترورتوطیه وه دخلقیانودخواڅخه. چی په واقیعي توګه ظالمانه اوبې سنجشه وحشانه حمله وه دمنورینو دپاره.او همدغسي هغه کسان چي ډیري ښې مفکورې ئۍ درلودلې خو دکوندغړی نه وه یا دنوروګوندنوسره ئې اړیکي درلودلې .لکه دپرچم، شعله جاوید  افغان ملت او مساوات دګوندنو خلک ئې یا بندیان کړه او یا ئې هم ووژل چی ددې جملې څخه یوهم دکندهاردکتور محمدصدیق دکندهارپخوانۍ ښاروال ،استادعلي احمد خان دعلي دارالمعالمین استاداونورډیر کسان وه. دغه وخت خلقیان اومجاهدین پرلیوني آس سپاره وه.دغه وخت دغه پيښي یا تنګ نظرۍ نه یوازي په کندهارکښي وې بلګي؛ دافغانستان په ټولو ولایتونو کښي د خلقیانودخوا څخه کیدې، خو! څه وخت چی پرچمیانوحکومت ونیوی، هغوی هم په دغه لیونتوب اخته وه اوترخلقیانوپه کمه هم نه وه.لنډه داچي دغه وخت صاحب جان صحرائي دکندهاروالی وو.نوځکه ښاغلي افق صاحب دخپل پلاراغا جان څخه وپوښتل:هغه وخت چې محمدرفیق ارغستان ته استوی،نوتاولی دوخت والی صاحب اونوروارګانونوته وړاندیزنه کوی؟، داځکه چي صحرائي صاحب خوهغه شناخته والی ؤ. چي شپې اوورځې زموږ پرکورتیري کړي وې او زموږدکورنمک خوره هم وو. هغه وخت چي صاحب جان صحرائي دکابل پوهنتون کښي محصیل وو، کله چي به درخصتیو په شپوکښي کوراوروزګان ته تلۍ ،نوبه ئې شپه دافق صاحب پرکوروه.او په همدغه وخت کښي دافق صاحب دشاګردانو او مخلیصانوڅخه وو.اوپه اوسنیوشرایطوکښي په ۱۳۵۸هـ ش کال دکندهاروالی مقررسوی ؤ.

اغاجان (محمداکرم خان مجبورصاحب) خپله قیصه داسي ورته را پیل کړه: زه چي خبرسوم چي محمدرفیق ئې دکندهاردمحمود طرزي دښوونځی څخه دارغستان ولسوالۍ اړونده ښوونځی ته تبد یل کړی دی. نوسمدلاسه صحرائي صاحب ته ورغلم،هغه ته مي ترسلام وروسته روغبړوکی،هغه ته مي وویل:زموږدکوریوازنی ځوان اودکوردټولوکارونومسؤل زما دغه زوی دی،که هغه تاسوارغستان ته ولیږی نوموږدکور دسودا،یا نورومشکیلاتو دحلولو دپاره بل ځوان نه لرو، نومي هیله ده چي ماته امرراکړی دښووني اوروزني پرعمومی مدیریت باندی چي بیرته محمدرفیق په هم هغه یا کوم بله ښوونځی کښي پرکاروګمارل سي.صحرائي خو زما سره په خوله ښه وکړه،امرئې هم نویشته کړی، چي تبدل دی سي،زه خوشحاله سوم،خوپه سبا چي دښووني اوروزني عمومی مدیریت ته ورغلم، هلته دتعلیم او تربیې عمومي مدیرصاحب دنورمسلحوخلکوسره ناست وو،مادغه عاریضه ورکړه،یادوالي صاحب صاحب جان صحرائي امرمې مخ ته کښيښود.داسي معلومیده چي هغه دمخه لاهم په دغه موضوع خبرؤ.نوهغه ماته وویل: دلته زه دخپلی چوکۍ اودخپل د کاردساحې مسؤلیت لرم، والي صاحب دخپل کاراوساحې مسؤلیت لري، نوموږلازمه ګڼم،چي ستازوی محمدرفیق چي دګوندغړی هم نه دی، په ارغستان کښي دښووني اوروزني دپاره خدمت وکړي.

  مجبورصاحب وویل :زه داسي پوهه سوم چي والي صاحب(صاحب جان صحرائي) خوزه ترځان تیرکړی یم اودپخوانی شناخت له مخي ئې دومره شرم درلود چي مخامخ ځواب ئې نه سوای راکولای خو! دخطاایستولوچم ئې زده وو. خو! دپټي معملې له مخي ئې زه دځانه څخه رخصت کړم.ترڅوپرخپله دسیسه بریالي سي.زه په ډیرلوړګمان فکرکوم چي دغه وخت دکندهار دتعلیم او تربیې مدیر شیراقا نومیدی، خوډیرنه پوهیږم ، بیا به هم زه معلومات وکړم.

تردغه وروسته دمحمدرفیق مشرورورظاهرافق په چورت کښي ولاړی،پسله څه وخته څخه ئې وویل : بده پيښه ده ، بده راغلې ده.دغه خلک دهیواد پرسرنویشت لوبي کوي.

دغه وخت ښاغلی محمد ظاهرافق هم داپوزیسون په برخه کښي ؤ، چي بیا ئې هم ددولت دننه ، دګوند دننه اختلافات غند ل،ددولت دغه دیکتاتوري ئې غندل، چي ددولت دخواڅخه هم خپله ظاهر افق ترسخت تعقیب لاندي ؤ.

دشهید محمدرفیق دژوند ځانګړني :

محمد رفیق په یوې آزادخیاله،منوري کورنۍ کښي را لوی سوی وو.دهغه ټوله افکارمنور،آزادخیاله اوډموکراټیک وه،هغه خپلی لومړنۍ زده کړي په محمود طرزي ښوونځۍ کښي ترسره کړي وې اووروسته ترهغه دکندهارپه میرویس لیسه کښې دبکلوریا ترډیپلوم اخیستلووروسته ئې دخپلي خوښي سره سم دکیمیا اوبیالوژي په څانګه کښي خپلي لوړي زده کړي دکندهارپه علي درالمعلیمن کښي ترسره کړې، چي لومړی دکندهاردزینب دنجونومتوسطه  ښوونځی کښې دنده راپیل کړه.او بیا دخپلي خوښي سره سم دکندهاردمحمودطرزي دهلکانو ښوونځی ته ئې ځان را تبدیل کړی، هلته ئې ترهغه وخته دنده تر سره کوله چي دثورناکامه انقلاب راغلی او په ۱۳۵۸ هـ ش کال کښي دکندهاردارغستان ولسوالۍ ته په ناامنه شرایطو کښي جبري ولیږل سؤ.اوپه همدغه کال کښې دښووني اوروزني ددښمنانو دخوا څخه په شهادت ورسیدی. روح دې ښاد وي.

  خدای بخښلی محمد رفیق  دنیکواخلاقوڅښتن ،په کورنۍ، کوڅه ،شاه وخوااو دوستانواوملګروکښې یو ځانګړی محبوبیت درلودلی،محمدرفیق دهرچاه دوست او ملګری وو،دهغه پراخ نظر ددې سبب وو، چي دمختلیفو نظریاتواوراز،راز خیالونو سره شناخت اودصمیمیت ترحده ملګرتوب وکړي، هیڅوک هم دکندهارپه شاه وخوا کښي یا هغه کسانوچي دی ئې لږاوډیرپيژنده ناراضه نه وه،ټولو دخپل ورور، یا نېژدې دوست په څیرګاڼه،دغه ځانګړنه دوړکتوب څخه بیا ترهغه ځوانۍ چي د۲۸ کالوپه عمرشهید اوځواني مرګ سودساتلې وه.نوځکه ئې په شهادت سره ټولګۍ وال، ښوونکی اودده دشاه وخواپيژندونکی ټوله خوابدي اودژړا ترحده زړه شیني وه.اوجنازه ئې دوستانو په ډیره لوړه کچه ترابدي ګوره ورسول.

شهید محمد رفیق دخپل لنډ ژوندپه جریان کښي ډیري ترخی هم لیدلي وې، هغه څه وخت چي دمیرویس لیسې په نهم ټولګی کښي وو، دښوونځی څخه دراتګ په وخت کښي دخپل یوه ملګري سره چي سردار محمد رسول نومیده، دهغه سره دسړک پر غاړه دښوونځی څخه دکورپرلوري درا تګ په حال کښي وو، چی ناببره دویالې یا لښتي څخه یوتیزرفتاره موټریاغی سوی اوپیاده رو ته تریوه لوی لښتي ورواوښتی اودوی دواړه ئې زخمی کړه،د ښاغلي محمد رسول سردارپښه ئې دومره سخته زخمي کړه چي تراوسه هم عیبی اوځنګون ئې شخ پخ پاته دی.همدغسي خدای بخښلي محمدرفیق هم پرسر باندي قاري ضربه وخوړل.دواړه روغتون ته ور انتقال سوه.چي ترډیره وخته پوري محمدرفیق د سردضربې څخه شکایت درلودی، همدغسي،یوځل دسرکاریا شاهی نظام دخوا څخه یا(حکومت) دخواڅخه دسیاسي دریځ په خاطرزندان ته هم دڅوهفتو دپاره لیږل سوی دی،محمدرفیق دستیج دسرښه نطاق، دډیرومعلوماتوخاوند اودسیاست په میدان کښي وتلی ځوان وو.هغه دیوښه ښوونکی اودځوانانودتربیې دپاره ئې خپل ډیروخت تیراوه.دهوټل په مجلسونو اود تفرېح ګانوپه وخت کښي به ئې دنړیوالومسایلواوداخلي مسائیلو په باب خپل معلومات دځوانانوسره شریکول. دمحمدرفیق معلومات پرواقیعتونو،دقیقو اشنادواودکتاب پر بنسټ وه.شهید محمدرفیق دخلقیانودلیکو څخه په کال ۱۳۵۱هـ ش کښي دانتقادي نظرپربنسټ اخراج کړل سؤ.دانتقادی نظرځوانان چی دګوندپه بې راهي باندي دبنسټیزواصولواودمرامنامي پرستراتیژیوباندی دنیوکوپربنسټ، په ګوند کښي دننه د اختلافاتوپرضد اوهمدغسي دپرچمیانواوخلقیانوپربې بنسټه اختلافاتو باندي دنیوکو پربنسټ نه یوازی په کندهارکښي بلکي دټول افغانستان په کچه ډیرپوهه او نامتوکسان ځکه اخراج سوه چی په بنسټیزووصولوکښي دکنګرې غوښتنه کول. او همدغسي ئې دبنسټیزواصولوسرسم په څلورکاله کښي کنګره غوښته، خودغه کنګره جوړول اودنوی ځواني راهبرۍ تعینول،دپرچم اوخلق دراهبرانوغوښتنه نه وه، نوځکه هم نورمحمد ترکی دکنګرې مخالفت کاوه اودپرچم مشرببرک کارمل هم مخالفت کاوه.دوی ممکن ددغه څخه بیریدل چي راهبري په خطر کښی نه سي :ځکه چي ددوی سره داسي ذهنیت موجود ؤ، چی یادي زه یم یا دي هیڅ هم نه وي، نوځکه دغه خبره دنورمحمدترکۍ دخولې خبره ده ( که دګوند څخه ټوله کسان هم ووزی زه اومیرمن مي ګوند نه ایله کووو) .

هغه کسان چي دشهید محمد رفیق په شان د ګونده څخه دانتقا د یونوپه صف کښي اخراج کړل سوه دافغانستان په کچه عبارت دي : دکند ید اکاډمیسن ظاهرافق،محترم نورالله کولالي صاحب دهرات څخه، ښاغلی عبدالخالق دخوست څخه استوار دمزارڅخه،توغیان هم دبلخ دسیمی،محمدکاظم ملوان دکندوز،عبدالرزاق اسمردکند وزڅخه،محمد قاسم دهقانپوردکندوزدولایت څخه دکتورزرغون دخوست دولایت څخه، محمد معصوم هوتک دکندهاردولایت څخه،عبدالباري جهاني دکندهاردولایت څخه،احمدشاه سپردکندهاردولایت څخه،مولاناعبدالباري (دینارخیل) دکندهارڅخه زمری محقق دکندهار څخه. محمد نسیم سلیمي ،محمدرفیق معلم صاحب دکندهاره څخه.خوداسی نورهم چي هم مهم کسان وه اوهم ئې تعداد ترسلهاواوړی زما (ننګیالي بڅرکی) په شمول دګونده څخه اخراج کړل سوه.خودراهبرۍ یادخلق ددموکراټیک ګوند دیولړاپورتونیستانوپه ګټه اودخوشحالۍ سبب سوه.

دغه کسانوچي په ګوند کښي دسمون دپاره مبارزه اوهلی ځلي کولې دیولړجاسوسو عناصروچي دغه موقع ئې دخدایه غوښته دخوشحالۍ سبب سوه.خویولړهیوادپال چي دګونده څخه هم نه وه راوتلي دهغوی دسخت خواشینۍ سبب سوه. چی هغوی هم دګوندپه دننه کښی مبارزوته ادامه ورکړه.چي وروسته ترانقلاب هغوی هم ووژل سوه،څوک دمخالفه په نامه اوځیني ئې دکودتاچانوپه نوم،چي دګونداصلي مؤخه  دثورپه ناکامه انقلاب کښي خوراښه څرګنده سو.دبیلګې په توګه:دپرچمیانواو دخلقیانومبارزه دتوپ اوتوپک ترکچي روښانه سوه،دخلقیانوترمنځ دنورمحمد ترکی اوحفیظ الله امین ترمنځ اختلاف دترکي دمړینی ترکچي ورسیدل، چی په منځ کښې ډیرمستعد ځوانان هم ووژل سوه.

دغه ټوله پيښي هغه څه وې چي شهید محمدرفیق مخکي لاپيش بینی کولې اوپه دې باب ئې وختي لاویلی وه، چی دغه ګوندبه دننه دناپاکوعناصرودلاسه دتاریخ کندی ته سپارل کیږي.نوځکه محمدرفیق شهید دګوندپه هغه صف کښي ودریدی، کوم چی دغه ګوند ئې دبې لاری څخه راګرځاوه.

شهید محمدرفیق دخپل وخت ډیرښه لیکوال وو،چي ډیري لیکني ئې دټولني پر واقیعي اوریالیستیکو داستانونوباندي تکیه وې،دډرامولنډوکیسواودټولني هغه طبقاتي ژونداودطبقاتوپه منځ کښي دراپیداسوناخوالوپه باب ئې ډیري ښکلي لیکني درلودلې،چی ددغه جملې څخه یوهم هغه ډرام لیکنه وه چي موږ ته (البیرونی لیسې ته) به ئې په میاشت کښي یوه ډارامه رااستول.اوممثیلانوبه هغه ډیره ښه ترسیمول. همدغسي ئې دنوروښوونځیواولیسوسره هم دداستانونواوډراموپه باب مرستی تر سره کولې.خپله شهید محمدرفیق هم دسټیج دسریوډیرښه نطاق اودموضوع ګانوپه څیړلوکښي ښه مهارت په ډیرښکلی ږغ سره دخلکوتغوږونو رساوه.

  محمدرفیق شهید یوازي په منورینو کښی محبوبیت نه ؤساتلی .بلکي؛ هغه دکندهار په عاموخلکوکښي هم ډیرښه نوم درلودی.چي تراوسه هم دپيژندونوکوپه زړونو کښی دهغه ښې خاطرې شته.دځوانانوپه مڼخ کښي خوپه ټولومیلوکښي به محمدرفیق خپل ځای درلود،که به دی په کومه میله کښي نه ؤ،نوتشه به ئې احساسیدل.همدغسي په هوټلونواوځینو کورني بانډارنوکښې به هم دشهید محمدرفیق دخبروعلاقمندان ډیر وه، په کندهارکښي دماپښين دلمرلویده سره به ځوانان په هوټلوکښي سره کښیناستل، خوهلته چي به محمدرفیق ناست وو،هلته به بیروبارهم ډیروو.ځکه چی ډیروخلکو دمحمدرفیق دښواخلاقواومعقولوخبروداوریدوشوق اوذوق درلودی.

  محمدرفیق په وړکتوب کښي دکاغذ بادسره مینه درلودله اوهمدغسي ئې مردکي اوبیجلي هم کولې،په کوڅه کښې دخپلوهمزولوسره مینه درلودله،ډیرلږوخت به داسي پیښیدل ،چی دکوم همزولي سره دي شخړه وکړي.دښوونځی په جریان کښي په وړډول ددرسونوعلاقه مند ؤ.یعنی په متوسط ډول په ازموینه کښي بریالی کیدی.

خوپه وروسته کښي د۱۸ کالو څخه په پورته عمرکښي هغه دکتاب سره ټینګه مینه پیدا کړه،ډیرکتابونه ئې ولوستل،ډیرپاخه معلومات ئې درلودله او په بهر کښي به ئې دهوټل په مجلسونواونوروبانډانوکښی به ئې دنوروملګروسره شریکول،هغه دځان په شان ځوانان مطالعې ته را بلل اوتشویقول.دهغه دخبروسبک پرمنطقوولاړوو، هغه کرار،کرارخبري کولې،خو؛هغه څه ئې ویل چی پرمنطقو ئې حاکمیت درلودی. محمدرفیق شهیدپه پښتو اوفارسي ژبه لیکني کولای سوای، خوانګلیسي ژبي ته ئې هم مخه کړې وه.اوترډیره ځایه ئې هم زده کړې وه. دهغه دانګلیسي استاذ ښاغلی رام لعل وو.چي په ښکاپوربازارکښې کوردرلودی.د محمدرفیق له نظره کارګره طبقه یوه مخکښه طبقه وه.او په تولید کښي لکه څنګه چي ارزښت درلودباید دژوندپه نوروچاروکښې هم باید مهم ګڼل سوي وای. په دې کښي شک نسته چي محمد رفق دهیواد دډیرونامداره هیوادپالو په قطارکښي نوم ترلاسه کړی وو.خوپه دغه وخت اوزمان کښې په کوم ګوند پوري اړه نه درلودله.اودیوه مثبت بې طرفه افغان په حیثت ئې ښه ته ښه ویل اوبد ته ئې بدویل،په ریښتیاویلو کښې دهیچاه څخه بیره هم نه درلودله.

محمدرفیق دخپلو دوستانو اوانډیوالانو په منځ کښي ډیرمحبوبیت درلود، هغه دخپلو انډیوالانوسره ټول عمردمجلس ځای اوپروګرام درلودی،

به کندهار کښې دوستان اودنظرملګری بې حسابه وه ،داځکه چي هغه دهرچاه سره دهغه پرطبعت کړنه کوله اوهمیشه به ئې دنوروخبروته په بشپړه توګه غوږهم نیوی، خوخپل نظربه ئې هم ورسره شریکاوه،که به دچاه نظردده سره مخالفه هم ؤ. خوددوی ترمنځ به ددوستۍ مزی نه شلیدی اوخپله دوستی اوملګرتوب به ئې دنظرداختلاف په خاطرنه خرابوی،دغه دمحمدرفیق دبریالیتوب رازګڼل کیدی، دمحمدرفیق دبانډاراومجلس ځای برسیره پردې چي په مختلفو باغونواورستورا نتونوکښي ؤ،هغه دخپل کوروبغل ته یوه دشپيشتوباغچه هم دنیکه ورپاته وه اوهلته به ډیرډول،ډول ملګری دمازدیګرپه وخت کښی ورته را تلل،دوی به هلته په ازادانه توګه دیوې جوړي سوي دوکانچې پرسرناست اوبانډاربه ئې سره کاوه،دغه باغچه په کندهارکښي دځوانانو په منځ کښی ډیره مشهوره وه، چي دهمدغه باغچې باغوان ښاغلی رحمت الله خان چی یوزده کړی سړی وو.اودډیرونیکواومنوروافکارو خاوند هم وو،هغه به په پوره همت اومیلمه پالنه سره دټولومیلمنوعزت کاوه.چي دبده مرغه دمحمدرفیق دشهادت څخه وروسته هغه مجلسونه هم کم رنګه سوه،نورنوپر کندهار باندی داسي بلابرابره سوه چي کورپه کورغمونه،دشپې بندیزونه، دپاکستان دخوا څخه دمجاهدینومسلح کیدل ،راکیټي حملې اوهغه کسان چي پخوا ئې لاهم دلوچګانو نوم درلود،که سګوانان وه،که غله وه اوکه جنګیان وه،هغوی په ښارونواو کوڅوکښي قدرت ترلاسه کړی اودښاردرنې کورنۍ ئې تهد یدولې. چی دغه وخت دحکومت هم زورنه په رسیدی، خو کله چي ئې بیا درنې امریکائي او دناټو سلاحوی ترلاسه کړې نوپه دې کښي شک نسته چي ښارنوردد رنوسلاحوتر بریدونولاندي راغلی،دځوانانوهغه جمع وجوش،مجلسونه هم دمنځه ولاړه،نه درستورانتونووه،نه سینماوي وې اودباغونومیلې هم خلاص سوې ،

چی دغه ټوله د۱۳۸۵هـ ش څخه را پیل سوه،وروسته بیا په خپله په ګوند کښي هم نه یوازي دپرچمیان اوخلقیان اختلافات دمرګونوسبب وګرځیدل.بلګي؛دحفیظالله امین اونورمحمد ترکي ترمنځ هم اختلافات ددې سبب سوه چي دهیوادملی وحدت او دخلکویووالی ته دي صد مه ورسوې.اودهیواد امنیتي سیسټم دی دنابودۍ خواته ور نژدې کړي، په ډیره بیاهغه وخت چی روسانودحفیط الله امین حکومت دمنځه یووړی اوفوځي مداخله ددې سبب سوه چي افغانستان دي دنړیوالودجنګ ډګروګرځوي. اوهمدغسي هم وسوه.

دمحمدرفیق سفرونه:محمدرفیق دخپل ژوندپه لنډدوران کښي یولړسفرونه پاکستان ،ایران اودجرمني هیواد ته هم ترسره کړي دي.

دپاکستان سفر: چي په دې سفرکښي زه (ننګیالی بڅرکی)هم ورسره ملګری وم، دغه وخت موږ دهلکانوپه قطارکښي حساب کیدلو،خو دسیاست سره موهم دکورنۍ داړیکوپه سلسله کښي څه ناڅه خبري زده وې،نوځکه مودسیاسي خلکواودهغه ځای دمشرانوسره دلیدلومینه هم درلودله. اوخپله د نامتوسیاست پوه جعفرخان اڅکزی په کورکښي میلمانه وو.داځکه چي زموږداکالوردجعفرخان اڅکزي میرمن وه.داهغه وخت ؤ،چي په افغانستان کښي دښځوآزادي اولڅ مخي په اوج سره مخ پروړاندی تلل،خودپاکستان ځیني برخی لکه دبلوڅوسیمي اودپښتنوسیمي ښځي دآزادۍ ددغه برخي څخه محرومی وې اوکه به ځینوښځوتحصیل هم کاوه یادرلودی،نوهغه به دډیروخانانواولادونه وه،خوددباندي دکارزمینه به نه وه ورته برابره.هغه وخت ډیر بحثونه دښځوپرازادۍ اوپه ټولنیزوکارونو کښي دښځوپرونډه باندي خبري کیدې چي په دې باب افغانستان دپاکستان څخه وړاندی معلومیدی.هلته په پاکستان کښي دپښتنوپه سیمه کښي خودښځودتعلیم کچه ډیره ضعیفه وه، خو! دپنجاب اوسیندپه برخه کښی بیا بل ډول وه، چی موراودمیري چلند ورسره کیده.

محمدرفیق دغه وخت دخان عبدالصمد خان اڅکزی د(خان شهید ) سره اوږده بحثونه کول،دجعفرخان سره اوهم دغسي دنوروسیاسی مشرانوسره ئې دخپل وخت دمعلوماتو سره سم بحثونه درلودله،زموږیواکاپه ګلیستان کښي وو، چي محمد افضل خان نومیده، خوګلیستان بیادکوټي څخه ممکن د۶۰یا ۷۰ کیلو متره فاصیله ولري،خو هلته هم محمد رفیق داکاپه کورکښي ښې دخوشحالۍ شپې تیري کړي دي، خودکوټي په ښارکښي څنګه چي زمادپلارماماګان هم کوټی په یوه برخه (شالدره) کښي اوسیدل نوهلته موهم دڅوشپومیلمستیاوی ولیدلې، خوهغه وخت موږدریل ګاډۍ نه وه لیدلې چي ،دخدای بخښلي  غفورخان دراني په امرئې زموږدیوه همزولی سره چي دغفورخان دکورنۍ وو،فتح خان نومیدی دهغه سره سیواومچ ته دریل ګاډۍ په وسیله واستولواوبرسیره پردې چي دټکټ پيسې ئې ورکړې دنورخرڅ دپاره ئې هم پیسې ورکړې،لکه دغرمې ډوډۍ، چای اونور.دمحمدرفیق سره زماددغه سفر خاطره به هیڅ هم هیره نه سی.دلته په مچ کښي ډیره سخته ګرمی وه، خوموږ یوه هوټل ته ورغلواودغرمې دډوډۍ دپاره کښیناستلو، مسؤل کس راغلی، نوئې را ته وویل: کړوی ډوډۍ خوری اوکه میټي، زماملګری محمدرفیق فرمایش ورکړی چي کړوی؛ډوډۍ خورو، خدای بخښلي محمدرفیق داسي فکرکاوه چی دغه کړوی غورمه به زموږدهیواد کړائې وي.(چی په هغه کښي غوښه او هګۍ وی). خو! څه وخت چې هغه کړوی غورمه راوړه نوسخته تنده (ترخه) وه.چي نه ماخوړلای سوای او نه هم خدای بخښلی محمدرفیق،نوزموږ دوست فتح خان چی زموږمیلمه پال وو،هغه وویل: نوتاسي ولی دغه فرمایش ورکړی؟. نوموږته بیا پردې خبره موضوع راپیداسوه اوډیره خندا موهم پروکړه،خو! فتح چي زموږمیلمه پال وو، هغه دغه غورمه بیرته مستردکړه او په عوض کښې سم زموږ دذایقې سره برابره خواړه راوړل.اودغه ورځ دمحمدرفیق اوزموږټولوسات تیرسؤ.ریل ګاډۍ موهم ولیدل. ترڅوورځ مو تیره سوه اوبیرته کورته راستانه سؤ.دغه شپه مودفتح سره وکړه،په سبائې بیرته دجعفرخان کورته راغلو.اوبیاپسله څوهفتوڅخه بیرته کندهارته راغلو. همدغسي دغه خوزما سره یوځای دمحمدرفیق سفرؤ،خو!هغه به ددوبي په رخصتیوکښي تل یادپاکستان دوستانوته تللی اویابه ئې دکابل پرلوری سفروو، داځکه چي کوټه اوکابل دهواله نظره هم یوشانته هوادرلودله. خوکندهارګرمه هوادرلودله.

دایران او جرمني پرلوری دخدای بخښلی محمد رفیق سفر:

  څه وخت چي محمد رفیق ددولسم ټولګۍ څخه خلاص سو،نودکانکورترنتیجو پوری هغه وغوښتل چي جرمني ته یوکاري سفروکړي،همدغسي ئې پاسپورټ واخیستی اوویزه ئې هم دجرمنی دهیواد څخه ترلاسه کړه، هغه وخت ویزي او پاسپورټ دومره ډیرمشکیلات هم نه درلودله ځکه افغانان نوروهیوادوته یا نه مهاجرکیده اونه تلل، ځکه هیوادئې دهرډول امتیازاتودرلودونکی وو،خوډیرلږکسان به مهاجرکیدل،نوځکه دافغانانودپاره ویزه هم ډیره اسانه وه.محمدرفیق المان ته دغربي اروپاه دلیدلودپاره تللی وو.خو دسیل اواروپاه دلیدولوسره دځینوستونزو سره هم مخامخ سوی وو.چي هغه ممکن دده دنابلد تیااودجرمني ژبي دنه زده کړي پوري اړه درلودلای سی.په جرمني کښي ئې یوچاه پیسې ځینی غلاکړی وه.خوبیا بیرته ئې هلته دشاقه کارپه وسیله بیرته دومره پيسې وګټلي چي ترافغانستانه پوري ځان راورسوي.

طبعي خبره ده چي په داسي حال کښي چی دیوچاه دهغه مملکت ژبه هم نه وي زده،نوبیا هلته خویوعادی کارهم نه پیدا کیږي،خو دمحمد رفیق دخبري پراساس هغه دیوه ایرانی په مرسته چي هم هلته ئې څوکلونه تیرکړی وه.لومړی دمڼو په یوه باغ کښي کاروموند اوبیا دهم هغه ایراني سره ئې دشناخت پربنسټ په یوه ګدام کښي دکاراوپلنډوچلولوکارپیداکړ،چی دغه کارونه دشهید محمد رفیق دپاره ډیرغنیمت سول.په همدغه پیسوئې هم هلته دژوند عربه (اربه) وڅرخیدل اوهم ئې په دغه پیسووځان اونورودوستانوته ښکلي کالي اوسوغاتونه راوړل،ددغه سفرڅخه محمدرفیق ډیرخوند اخیستی وو،همیشه به ئې دجرمنی کیسې کولې، داځکه چی سفرئې دډیروحماسواوخاطراتوڅخه ډک وو.نوځکه دغه لاره په ښو او بدو خاطراتو سره شهید محمدرفیق بلده کړې وه . نودبیا تګ غو ښتنه ئې زما (ننګیالي بڅرکي) څخه هم کول.ماته هم دخپل ملګري شهید محمد رفیق دجرمني خاطرات په زړه پوري وه.خو دبده مرغه: په افغانستان کسي دغه پرله پسې تحولات اودحکومتونو تغیرات ددې سبب سوه، چی دافغانستان ځوانان باید په دغه هیواد کښی پاته سي.او دخپلي ټولنی دپاره دخدمت مصدروګرځي، ځکه موږ دخپل هیواد سره بیا تر جرمنی اوهریوبل هیواد ډیره مینه درلودله.موږخو داسي فکرکاوه چي په افغانستان کښي به دتحولاتوپه نتیجه کښي داسي افغانستان جوړسي،چي اروپاه ئي هیوادونه به هم سیالي نه سي ورسره کولای، موږتورشیطان پاکستان اوسوربریتی امریکا ئیان دومره غښتلي اوخطرناکه نه ګڼل چي پرافغانستان غوندی هیواد دي بری ترلاسه کړي.اوهرتحول به دافغانستان دخلکوپه بد بختس سره اوړي، حتا هغه شاهی دولت به مو بیا دیوه ارمان په توګه زموږستراتیژي اوهدف ګرځي اوپه تیرودولتوپسي به ارمان کوو.دغه منطق ددې دلیل سوه،چی موږ دلته په افغانستان کښي پاته سوو.اوپه همدغه تحولاتوکښي راګیراوشکیل سؤ.چي په نتیجه کښې محمد رفیق د۲۸ کلنۍ په عمرشهید کړل سؤ.اوما هم ددغه تحولاتوچپلاخی خوراډیري وخوړلې.اونن ورځ په میلنونوځوانانو ددغه تحولاتوقربانۍ اوشهادتونه ولیدل.

نتیجه :ـ دمحمدرفیق شهادت یوه غمیزه وه چي تراوسه لاهم زموږلویه کورنۍ د شهیدمحمدرفیق دغه غمیزه چي نن ئې د۱۴۰۰هـ ش کال په حساب دلوی اختر دشپې سرسمون خوري ۴۲کاله بشپړه سوه.لاهم زموږدکورنۍ دټولودوستانوپه زړه کښي دغه ورځ ځای لري،زموږټوله کورنۍ ترنن پوری خواشیني ده.نوپه دغه ۴۲کلونوکښي په افغانستان کښي په میلنونوځوانان شهیدان سوي دي،نوزموږپه شان ډیري کورنۍ به خامخا دخپلوځوانانوپه شهادت سره خواشیني وي اوداوسني وخت دافغانستان سترغمیزه لامعلومه نه ده چي ترکومه به دغه ستونزه نوره هم روانه وي،نتیجه دټولوخبروهمدغه ده چی زموږدهیواپه مشرانو،سیاسي ګوندنواوقومي واک دارانوکښي اتحاداودهیوادپالني درنداحساس نسته،دیووالي دپاره دتاریخ په اوږدوکښي چي زه ژوندپه کښي کوم،هیڅ کارهم نه دی سوی،هرحکومت چي راغلی دی،دخپل ګټوپربنسټ ئې دغه هیواد ته بدبختۍ راوستلی دي.چي دبدبختیوپه نتیجه کښي بې اتفاقي،دهیوادوټیزحالت خرابیدل،ورانی،زموږډیرمنورځوانان دهیوادڅخه فراره کیدل اوهیوادته دبیسوادۍ توره تیاره غوړیدل دغه ټوله د افغانا نوداخلي اختلافات دي چي زموږټولنه ئې په سلونوکلونوشاته وغورځول.اودمحمد رفیق غوندي ښایسته، اخلاقی،هیوادپاله ځوانان په کښي دتوروخاوروسره توری خاوری سوه.دمحمدرفیق اودافغانستان دټولوشهیدانواوددې خاوري دبچیانو دي شهادتونه قبول سي،ددوی په معصوموارواحوخواست کوم چی نوردې دافغانستان څخه دغه بدبختي خدای ورکه کړي.اوټولوافغانانوته داتحاداویووالي غو ښتنه کوم. په در ناوي

لیکوال : ننګیالی بڅرکی.

Share