«دطالبانو پر مختګ او دناټوماته»
« دطالبانوپر مختګ اودناټو ماته»
په افغانستان کښي دطالبانوپرمختګ یوطبعي ضرورت نه ؤ.اونه دافغانستان دخلکو بنسټیزه غوښتنه وه،خو!دچارواکوحماقت اودناټوشوم پلانونه ددې سبب سوه، چی افغانانان دطالبانواوافراطیت په لومه کښی بندکړي.
ددې خبري بشپړه دلایل په واضیح توګه په وارو،واروبیان سوی دي.اوموږئې دسرپه سترګووینوچی دبن دکنفرانس څخه بیاترنن ورځي پوري په هیواد کښي دجنګی مجریمینویاجنګسالارانو(مجاهدینو) دتوپک سالارۍ حکومت،دهیوادټوله شتمنی چوراوچپاول کړه،هیوادئې په اقتصادي،سیاسي اونظامی لحاظ دومره اړ اومحتاج کړی، چي په هره برخه کښي وپردیوته دلاس غزولواوفقردپاره چمتوسو. که موږهیواداوخلک سره یومتحدملت کړی وای، که موږدافغانستان څخه دافراطیت جرړي ایستلي وای،نوبه دغه اعظیم ملت پرپښوولاړاودډموکراسۍ په پلوشوکښي به ئې ښځواونارینودتحصیل حق ترلاسه کولای سوای.دهیوادجغرافیه به ساتلې وای.هیچاه به هم دافغانستان پرزړه دډیورنډپرکرښه اغزي لرونکي سیمونه نه سواتیرولای. دامریکا ئيانودبې پيلوټه الوتکو بمباردمانونه به زموږدهیواد ماشومان نه ایتیمان کولای، دناټوبي باکه تهاجمی حملواوپرملکی خلکوحملوبه زموږولسونه دې ته نه مجبوره کولای چي دافراطي طالبانوولیکوته دي ورشي.دناټواوامریکا شوموپلانونوپه افغانستان کښي ځکه بدبختی راوستل چي : هغوی په هیوادکښي هغه دچوراوچپاول جنګسالاران ئې بیرته قدرت ته ورسول،ډموکراسۍ ئې پردغه افراطي جهادی ګروپونوجوړول،چی داکاردطبعت دقوانینوپربنسټ امکان نه درلودی. خلکواودافغانستان منورینودرک کړه چي دخارجی امریکا ئي یرغل پایله یوازي دافغانستان استعمار،استعمال اویوښکاره استثماردی.نوځکه خودجنګ موضوع دخارجیانوموجودیت وګرځیدی.امریکایان دلته دافغانستان دګټودپاره نه وه راغلي اونه ئې هم دلته هغه څه چي ئې دبشردحقوقو په رڼا کښي ویل هغه ئې تش دافغانانودتیرایستنی دپاره ویل په عمل کښی دغه ټوله خبري دناټواوامریکائيانو درواغ وې،دهیروئینوقاچاق هم ډیرسواوهم خپله دافغانستان ځوانان په دغه شومه ناروغي اخته سوه،ډموکراسي هم ونه سوه، ملي اردوهم دمنځه ولاړی.اوپه بدل کښې کرائی اردورا منځته سؤ.برسیره پردې ملی شتمنی په شخصي مالکیت سره تبدیله سوه.دتولید سطحه کښته راغله،نرخونه ګران سوه، خلک دې ته اړسول چي یا دطالب په لیکوکښې ودریږي اویا همدحکومت سره ودریږي اووجنګیږي ، دجنګ میدان په افغانستان کښي ډیرتود سو.چی په نتیجه کښې افغانستان دومره ضعیفه کړی،چي دپاکستان اوطالبانولاس پربرسؤ.امریکائیان دافغانستان څخه په داسی حال کښي ووتل چی افغانانودطالبانوپه مقابل کښي ځکه توان نه درلودی چي دطالبانو شاه ته پاکستان داسی ودریدی،چی د خپلوعسکروسره ئې دطالبانوپه لباس کښي افغانستان ته راننوتل اودیوه منظم پاکستانی فوځ په ذریعه ئې لومړی ولسوالۍ خپلي کړې اوبیا دغه دی، ترنن پوري ئې خوشل ولایتونه دغزنی په شمول ونیول.لابه نورهم نیسي اوافغانستان به دطالبانوپه ذریعه دپاکستان داقتصادي،سیاسی ګټومیدان وي.دغه پلان دډیره پخواڅخه دامریکائيانواوانګریزانو په سرکښي وو.چي ددې خبري پوره تصدیق هم دجوبایډن په خبروکښي دی. جوبایډن وویل:(دپاکستان ګټي ۵۰ ځله ډیري ترافغانستان امریکا ته مهمي دي). اونن موږوینو چی هم دغسی هم ده.امریکائیانودافغانانوسره امنیتي تړون لاس لیک کړ،خو!عملي ئې نه کړدافغانستان په ټوله تاریخ کښي هیڅ یوه زبرځواک هم دافغانستان پرقبایلي سیمونظامی تیری نه سو کولای .خو نن ورځ پسله امنیتی تړون څخه برسیره پردې چی پرقبایلی سیمو دومره بې رحمانه نظامي تیری وسو،چي دخلکوکورونه،باغونه اودخلکوټولنیزژوند ئې دسخت وحشت سره مخامخ کړی،ټوله ولسونه ئې دخپلوکورونوڅخه فراره کړه اوپرسیمه ئې اغزن تارپه یوه کلی کښي تیرکړ،یوورورئې دبل وروره څخه جلاکړ،چی دادپښتنوقبایلو دپاره یوه سخته بدبختی وه.امریکائیانواو پاکستانیانوپردغه بدبختۍ باندی هم قناعت ونه کړ،بیائې هم افغانستان لاس تړلی وپاکستانیانوته دغه دی دطالبانوپه ذریعه ورکړی.ددې ټولوخبروترشاه بیادانګریزانوحکومت ولاړدی. کوم چی دامریکائیانولارښوونکي دی اودافغانانوسرسخته دښمنان دي اودپاکستان پلرونه یادپاکستان جوړونکی مشران دي.
که موږددغه خبروڅخه راتیرسوچی ټوله نړۍ ته روښانه ده چی امریکائیانوچی هر ځای مداخله کړې ده هلته ئې سخته ویرانی اوبدبختی هم رامنځته کړې ده.چي ددې بیلګې په لنډه توګه لیبیا،اعراق، سوریه،مصر،تونس،لبنان،فلسطین اوداسی نور هیوادونه دي دامریکا ئیانودګاونډی هیوادونویعني منځنۍ اوجنوبی امریکا په شمول.
هغه څه چی دافغانستان دلوئي بدبختۍ سبب سول اوامریکا ئیانواوپاکستانیانوپه ډیر مهارت سره هغه ترسره کړه هغه په لاندی ډول دی.
لومړی دملی اردو دمنځه تلل :
په افغانستان کښي تر۱۹۷۹م کال پوري غښتلی فوځ په دیره منظمه توګه شتون درلود،چی دګاونډوهیوادواودسیمی په کچه ئې دهیواددګټوڅخه دفاع کولای سوای.سرحدات ددښمن دتیري څخه ساتلي وه،همدغسي دملي اردوهغه دهیوادپالني روحیه چي دمکلفیت ددورې پربنسټ رامنخته سوې وه دهیوادپرسیاسي ژوند اودهیوادپرټولنیزاواقتصادي ژوند ئې بیدریغه اغیزه درلودله. هیڅ یوهیواد زموږپر هیوادتیری نه سوای کولای چي اخیرنه بیلګه ئې دجلاابادپرښاردسي .ای .ئې ، ای .اس .ای ،القاعده،مجاهدین اونوروتوروریستانوبرید وو.خودملي اردوپه موجودیت کښی هغه په بشپړه توګه دمنځه ولاړی اوناکامه سؤ.
دملی اردودپاره ښه تجهیزات،مهمات، قوي سلاحوي چي افغانستان درلودلې، ډیري اړینی وې.اوپه همدغوسلاحوزموږبیرغ اوچت ولاړؤ.خونن هغه په دستوری توګه دمجاهدینوپه را تګ سره دپا کستان په امراولاس بري سره دمنځه ولاړه چي البته دغه دپاکستان دغوښتنو یوه لویه برخه هم وه.اوترنن ورځي پوری موږدغه تشه احساسو.البته پټه دی پاته نه وي: چی دناټودقواودامریکا ئیانوپه پرمختللووسلوهم زموږدهیواد ملی هویت خوندي نه سؤ.داځکه چي په پردي هیوادوخپله ساتنه هیڅ وخت هم نه ده سوې. اونه کیدای سي.دپردیوپه عسکری قوت غلامی کیدای سی، خو ملت سازی نه سي کیدای. چي ښه بیلګه ئې دشلوکالوداستعمارګرانوپه موجودیت کښي دډیرنډپرکرښه داغزن تارتیرول دي.دغه ټولی ناتوانۍ زموږدکمزوري عسکری نظام کیدای سي.چی دپا کستان غوښتنه ده.پا کستان په افغانستان کښي ملي اردونه غواړي،هغه په پوهیږي چي افغانان هیوادپاله خلک دي که ئې ملي اردوجوړسي،نودپاکستان پرکرائي اردوبه ډیربرتری ولري.دافغانستان اردودبده مرغه چی دستوري منحل سو.اوکرائي ضعیفه ملشی اوعسکری نظام دپردیوتر دستورلاندي اودپردیوپه پيسورامنځته سؤ.چي نتیجه ئې دافغانستان دبشپړه بې ثباته کول وه.
دوهم : دیوه ملت نه شتون:افغانستان داقتصادي پرمختګ په رڼاکښي دملت سازۍ پرلورپه چټکۍ سره روان ؤ.دهیوادپه تولیدکښي دهیوادګډوقومونو په خپل وارسره دهیوادپه ګوټ، کوټ کښي فعاله ونډه درلودله،چی دهمدغه تولیدي کارپه نتیجه کښی قومونه سره رانژدې سوی وه.دشمال خلکوبه جنوب کښی پرتولیدي کارونو اودګټوپرکاراوبارژوند کاوه اودافغانستان دجنوب خلکوپه شمال کښي کاروبارکاوه همدغسي دختیځ اولودیځ پرلورهم ګډوافغانانوګډکاراوتولیددرلودی.چی همدغه ګډکاراوګډتولید موږ افغانان ویوه ملت اوملت سازۍ ته رسولو.اویوه اقتصادی ټولنه ئې دتولیدپرسررامنځته کوله. خوددښمن لاس بری څه وخت چی دمجاهدینوپه وسیله رامنځته سو،نو ئې سمدلاسه دغه دوه بنسټونه ( دملی اردوموجودیت اودملت سازۍ اقتصادي بنسټونه ) ئې دغه دواړه دیوه هدف په ډول دمنځه یووړل.چی په افغانستان کښې دبدبختۍ بنسټ کښيښودل سؤ.او دامریکا په مشری دپاکستان حاکمیت دمذهبي افراطینوپه وسیله را منځته سو.
دنن ورځي پيښي :
اوس به راسودنن ورځي پيښوته په اوسنی وخت کښي د سیاست میدان دزورزیاتی اوجنګ دلاری تربل هروخت ډیرګرم دی.خولوبه هغه لوبه ده فقط وخت اوزمان ئې توپيرسره لري.شکل ئې دنوروپيښوڅخه په بل ډول دی.مخکی امریکا ئیانو دپردې شاه ته ولاړوه اوپا کستان ته ئې دستورورکاوه،خو! اوس خپله په میدان کښي حاضردي اوپاکستان ته دچارودتطبیق لارښوونه کوي.دافغانستان ملی اردوئې دپا کستان په غوښتنه په کرائي اردو تبدیل کړی،هغه څه ناڅه فابریکې،تولیدي مؤسیسې چي افغانستان درلودلې هغه ئې دمنځه یووړلې،دمجاهدینو دګروپونو څخه ئې جنګی تنظیمونه جوړکړه،چی څه نا څه شخصي سلاحوی هم ولري، ددوی په منځ کښې بې اتفاقی اوپراقتصادی ګټواختلاف را منځته کی اوپرګروپونوئې سره وویشل،دبن دکنفرانس څخه ئې وروسته هغه کسانوته صلاحیت ورکړی چی پخوائې لااتحاد دمنځه وړل سوی وو.اودپيسو په ښندلواودقدرت پرسرئې داسی سره بیل کړه، چی په منځ کښې به ئې دښمنۍ دنابودۍ ترکچی پوري دوام وکړي.ناټواوامریکا دغه ټوله شوم کارونه ترسره کړه،په مختلفووختونوکښي ئې دخلکو دذهننوپه بوخت کولو سره رنګارنګ ډرامي راوایستلې،کله به ئې دانتخاباتوخطا ایستونکی ډرامه په کلونو خلک بوخت کړی وه،کله به هم دکنفرانسونوپه نوم،په یوه اوبل هیوادکښي دخلکودوخت دضایع کولودپاره بې صلاحیته چارواکی سره راغونډول اوخلکوته به ئې اطمنان ورکاوه.چی په همدغه ډول ئې شل کاله په افغانستان کښي تیرکړل.او افغانستان ئې په نړیواله کچه غریب ترین هیواد، دنشئي توکو له مخي بد ترین هیواد، دنړیوال تروریزدمرکزپه ډول بدترین هیوادئې دافغانستان څخه جوړکړ.چی ددې ټولو بدبختیو سرچینه پاکستان اوامریکاګڼل کیږي.زموږولس اوس په دې ښه پوهیدلی دی،چی ترهغوچی په افغانستان کښي داستعمارجرړی ونه ایستل سي تر هغوبه موږدغه بدي ورځي ګالو.او دهمدغه شوموعملونوپه نتیجه کښی زموږ خلکو خورا ډیر تاوانونه وګالل. لکه دشپږمیلونوانسانانوپه هیروئینواخته کیدل،څلور میلونه انسانان وژل کیدل، فقراوداسی نوري ناخوالي.
نوځکه زموږ شریفوخلکودخلاصون دپاره ځګ ته لاس ورواچوی.اوپرطالبانو باندې باوروکړی، چی نن ورځ موږګوروچی طالبان خوراډیرپه چټکۍ سره پر مخ روان دي اودافغانستان هغه لومړی درجه ولایتونه ئې دسلاحواودولتی چارواکوپه شمول دځان په ګټه کړه ترلاسه کړی دي.اوترنن ورځي پوري ئې شل ولایتونه ونیول، ترلوګراوغزنی پوري، چی دکابل سقوط هم لیري نه معلومیږي، خودغه سریال چي دبن دکنفرانس څخه ئې پیل سوی وو،هغه اوس مخ پرختمیدودی، نوی سیاست،نوي خلک اونوې موضوع راپیدا سوه،چي هغه دطالبانوتندروه اسلامي امارت دی، چي په راتلوسره ئې لوی ولایتونه اودولایتونوخلک بې کوره کړه، خرابۍ اودړندوراکیټونواوددولت دتیارودبې هدفه بمباردمانونوپه وسیله ډیرخلک ووژل سوه. یعنی په میلنوخلک بې کوره سوه، سخته بدبختي منځته راغله. دمهاجرت لینونه داروپاه اوغربي هیوادوپرلورراروان سوه.امریکا پنځه ویشت زره مهاجر افغانان ومنل، کاناډا هم د شل زره مهاجرینودمنلو هوډ وکړ.اوهمدغسی دکابل میدان هوائي ته به درې زره نورامریکائي سرتیري بیرته راسي،همدغسي به شپږسوه انګریزان هم دخپلوسیاست پوهانواودسفارت دکارمندانودخوندي ایستلوپه نامه هیواد ته بیاراداخل سي. نوربه بیاوکتل سي چي دغه نوی سریال چی پایله ئې دامریکا ئیانو دوتلوسره دطالبانودولسوالیوپه نیولوسره راپیل سو،اودوه سوه اولسوالۍ ئې ترنن پوري نیولی دي اوپرښارونوئې رادانګلی دي،چی تردغه دمه ئې شل مهم ولایتونه دجهادی مشرانوپه شمول نیولی دي،ددغه سریال پیل بولم اونوربه راتلونکی ته پریږدوچي لادغه ناټو،امریکا،پاکستان،طالبان اوجهادی مشران پردغه ملک نورڅه تیروي.دابه راتلونکی بحث ته پيریږدو.پاته برخه :(نوی سریال نوي خبري) .