دترکیې هیوادارتغل غازي اوعثمان جوړکی،خو!کمال اتاترک روح ورکړه
دسږکال ددوبي درخصتۍ څخه په ګټه اخیسلتو سره دتر کیې دانتالیااو الونیا ښاروته ولاړم نومي ددې اسلامي هیوادپرمختګونه ولیدل،ددې علاقه مندسوم چي ددوی پردغه مختګونوباندي څه ناڅه ځان وپوهوم،ځکه چی نوموړی هیواددنورواسلامی هیوادو په پرتله پرمختللی او هلته دفکر آزادي،په تقریبي ډول داروپاه ئي هیوادو سره یوشانته ده،خلک ئې ښوونیزاوهیواد ئې پرخپلووټیزوګټوولاړیوهیواددی،دغه معلومات ستاسو دوستانو سره هم شریکوم. دمضمون ټوله برخه په ویب پاڼه کښي هم لیدلای سی.که تاسو هم غواړی خپل معلومات دهیوادوالوسره شریک کړی زموږ پردغه ادرس مومضمونونه،کتابونه اونوري لیکني هم را واستوی.info@babacernter.nl
همدغسي دویب پاڼي ادرس : babacenter.nl مننه .
دترکیې هیوادارتغل غازي اوعثمان جوړکی،خو!کمال اتاترک روح ورکړه.
قسطنطنیه : constantin ople ، ۲۷کاله دمیلادڅخه مخکي دادروم لرغونې امپراطوري وه.چي مساحت ئې ترافریقا پوري رسیدی،خوداسیا ځیني برخي هم په کښي شاملی وې.نوموړې دوخت لویه امپراطوري وه،چي داقتصاددمخي ئې هم نړیواله ارزښت درلودی.او قسطنطنیه دنړۍ دلویواو مهمو ښارونو دجملې څخه شمیرل کیده.دمیلاد څخه وروسته د۳۳۰څخه بیا تر ۱۴۵۳م کال پوري دروم نامتو پلازمینه یا پایتخت وو.
او ترهغه وروسته بیا درومیانویا ایټالیا څخه ترکي عثماني حکومت ونیول،نوموړی ښار لومړی دلومړي کستانتین په افتخارئې قیصروم باله.اودکنستانتین په تخلص یادیده.دغه وخت درومیانو ټینګ پایتخت وو.اوبیا دمسیحانو ټینګ مرکزهم دلته جوړسؤ.دغه ځای ته په ۳۳۰ م کښي لومړي روم قیصرخپل پایتخت هم دلته را نقل کړی. دهغه څخه وروسته په ۱۴۵۳م کښي عثماني ترکانو دسلطان محمد فاتح په زمانه کښي ددې ښارنوم دقسطنطنې څخه په(اسلام بول) چي معنا ئې ده اسلام ښاردغه ښارداسلام غټ مرکز وګرځیدی.او نومئې هم واوښتی، په دې نوم کښي لومړی (س) تلفظ په استامبل سره کیږي. اوس دترکیې یوښکلی او اباد ښار ګڼل کیږي،چی دبحر پرغاړه پروت او دتوریسټانو دسیل لوی مرکزهم دی.عثمانی امپراطوري چي پیل ئې دسلیمان شاه اودهغه دزوی ارتغل څخه بیا دسلیمان شاه دلمسي عثمان څخه را پیل سوې مبارزه وه،دترکیې تاریخ ته ئې یولوی تغیرراووست اوتیت او پاشانده تر کان ئې دهیواد خاوندان کړه،مخکي ترهغه ترکان نه یوازي دمغلوچنګیزخان،هلاکواودروم دصلیبیانواو سلجوکیانوتر سلطنت لاندي دعزاب ورځي اوشپې تیرولې خووروسته دخپل همت او ښه تدبیر،اتحاد په سبب چي ارتغل سره متحد کړه بیائې شپږسوه کاله یعني شپږپیړۍ پردروبراعظموحکومت وکړی.خوپه وروسته کښي په ترکیه کښي دعثمانی پاته شؤنودخواڅخه اسلامي افراطیت دوخت تقاضأنه وه.چي دترکیې هیواد ئې دنړۍ څخه تجریدداوه اووټیز حالت ئې هم دخرابیدو پر خواروان وو. چي په ۱۹۲۳م کال کښي فیلډمارشال کمال اتاترک دې هیواد ته یوه نوی روح ورکړه،هیواد ئې دافراطیت څخه را وګرځوی،دفکرآزادي ئې دټولوخلکو قانوني حق وګاڼه، دکار په ساحه کښې نراوښځو،ته زمینه برابره کړه او مذهبي تعصبات ته ئې هم دپای ټکی کښيښودی. هیواد ئې دارو پاه ئې هیوادوپه کچه سیال کړی.اودیادولووړده چي دغه وخت چي په افغانستان کښي هم نوی استقلال په۱۹۱۹م کال کښی واخیستل سو. ترکیې دافغانستان استقلال په رسمیت وپیژندی اودامیرامان الله خان سره ئې دورڼوترکچي دوستي پالل.یووخت امیرامان الله خان داتاترک څخه پوښتنه وکړه،چي تاولی ملایان ووژل؟: اتارک په ځواب کښي ورته وویل :ما ملایان نه دي وژلي،مامفسیدین وژلي دي هغه کسان چي مکتب ته ئې کفرویلی اودپردیوپه دستورئې دټولني دپرمختګ مخه داسلام دغلط تعبیراتوپه وسیله راکرځول،علم او پوهي ته ئې ګناه ویل ښځوته ئې په ټولنه کښي دنارینوپه څیرحق نه ورکاوه.همدغسی ددوهمی عمومی جګړې څخه وروسته ترکیه د۵۳آزاد سوهیوادونویو ترټولوښه ملاتړکونکی هیوادوو.دترکیې اتاترک یا هغه نابغه انسان چی خدای تعلی دترکانو په نصیب کښي پر خپل وخت را نازل کړی، په کال ۱۸۸۱م کال دنومبر پر ۱۰دسالونیک په ښار کښي زیږیدلی دی،اوپه ۱۹۰۰م کال کښي استامبول ته ولاړی،په ۱۹۰۵کال کې په فوځ کښي شامل سؤ. او په ۱۹۲۳م کال کښې عثماني خلافت لغوه کړی.او تر ټولو تر مخه داخلی اصلاحاتو ته ئې پاملرنه وکړه، دوخت اوزمان سره ئې خلکوته آزادي ګاني ورپه برخه کړې اودنړیوالی ټولني سره ئې دنړیوالوقاونینوپه درشل کښي دوستي ټینګه کړه،په هیوادکښې دښځواونارینوحقوق مساوی اعلان کړه، دهرډول تعصباتومخه ئې راوګرځول.او په داخل کښې لږکیومذهبونوته هم مذهبي آزادۍ ورکړې،دعربي الفبأپرځای ئې نړیواله الفبأ یا لاتین الفبأ رواج کړه.داتارک په وخت کښي ترکیې هیواد ډیرپرمخ تګ وکړاوداروپاه ئې هیوادو سره ئې ترکیه سیاله کړه،په میراث کښې ښځواونارینوته مساوي حق ورکړ،دښځوپرحجاب ئې دخپلي خوښي قانون وضع کړ،دسوادزده کړه ئې پرنراوښځوباندی جبري کړ.اودهنراوادب په برخه کښې دیر مختګونو دپاره لاره هواره کړه.نن ترټولواسلامی هیوادونوترکیه یوآزاداوسوکاله هیواددی.فیلډمارشال اتاترک په کال ۱۹۳۸م کښي وفات سؤ.«روح دې ښادوي».
دترکیې لنډتاریخ په لاندی ډول دی.
دترکیې لرغونی تاریخ :
تر ۱۲۸۰م کاله پوري ترکان قبایل داوسنۍ ترکیې پرسیمه اوشاه وخواباندی دقبیلوپه شان تیت اوپاشانده پراته وه.سلیمان شاه دخپلي قبیلې مشرغښتلی اوپراسلامی قوانینوټینګ او منلی شخصیت وو.سلیمان شاه دمظلوم په مقابل کښي ډیردرحم خاوندؤ.خو! دظالمانوپه مقابل کښي بې رحمه جنګجویه سربازه وو. سلیمان شاه په خپل وخت کښي دشاه وخوا تر کانو،مغلواوداروپاه څخه راغلي عیسویانو(صلیبیانو)په منځ کښي نوم او نښان ساتلی وو.خو دغه وخت ترکان په خپلومنځنوکښي دقومونوپرښاخونوسره ویشل سوی وه،هرښاخ یوه جلاقبیله وه.اوخپل مشریا سردارئې درلود،چي سرداربیاخپل تشکیلات دقبیلې په منځ کښي درلودله.لکه:ددفاعي چارومسؤل،داقتصادی چارومسؤل،داداري کارونومسؤل،دطبابت اوښووني اوروزني دچارومسؤلین،دپټورازونومسؤلین اودعسکرودتربیې دپاره لازم جنګجویان،دپیرې او ګزمې دپاره دشپې نومونه،دپیردارانو او ګزمه کونکوټاکنه اودتربیې میدانونه ئې هم درلودله.چي هغه قبیلې ته وفاه داره وه.اوهري قبیلې ځانته بیرغ اونښان درلود.لکه:دکائي قبیله،اوز(OZ) قبیله،جاندارقبیله اونور…دلته موږد(کائي) قبیلې تاریخ لیکوځکه چی دترکيې په تاریخ کښې قاطع اوټاکونکی رول ئې لوبولی دی.اوسنۍ ترکیه هم ددوی دزحمتونولاسته راوړنه ده.دکائي قبیلې لوی سردارسلیمان شاه وو،چی هغه بیا څلورزامن درلودله:لکه ارتغل (ERTUGRUL)غازي، کندک،سنګل،(دوندار)کشرزوی ئې کیده.دغه وخت دسلیمان شاه په زامنوکښی یوازي کندک چي ترټولومشروو،هغه خانمه درلودله چي سجادخانم وه.سجاد خانم که څه هم دسلیمان شاه مږوروه، خوپه زړه کښی ئې دسلیمان شاه څخه ښه ځکه نه را تلل چی ددې په فکرسلیمان شاه دهغه پلاروروژلی دی، نوځکه به ئې ټول وخت دهغه چاه سره سازش کاوه کوم چی به هغه دسلیمان شاه دښمنان وه، دغه وخت دسلیمان شاه دښمنان یاعیسویان(صلیبیان) وه یادمغلوقومندانان،همدغسی دترک ټباروقبیلوځیني کسان وه. خوارتغل(ارطغرل) غازی غوښتل چي ځانته یوه سیمه پیداکړي اوترکان هلته دایمی ژوندولري.نوځکه په سیمه کښي دپرمختګ دپاره دژوندپه قیمت هلی ځلي کولې، دغه وخت که دیوه پلوه صلیبیان پرسیمه دحاکم قوت په څیردایمي ښکلی کلاوي درلودلې،پاخه سنګرونه اومډرن وسلې ئې درلودلې،دسیمي هغه ښې مځکی ئې په اختیارکښی وې.دخپلوضرورتونودپاره ئې دتجارت بازارونه،دضرورت لباسونه اودایټالیا،قسطنتنې ،یونان څخه ئې اړین موادهم دخپلوځانونواو دشاه وخوااوسیدونکو دپاره درلودله. ترکانودغه وخت هیڅ هم نه درلودله اودصلبیانو سره لاس په ګریوان ځکه وه، چی هغوی دترکانواومسلماناوسره دتعصب برخوردکاوه.نوځکه دغه وخت دصلیبي جنګونوپیل هم ددغه وخته راشروع سو.اودکائي قبیلې هم دځان دساتلو دپاره مقابلې ته اماده سوه،خو!دمقابلې دپاره ترټولودمخه دترکانوویوالی اویوځای کیدوته ضرورت موجودوو. نوځکه ارطغرل (ارتغل) لومړی کوښښ وکړچي دجانداردقبیلې سره یواځای سي اودهمدغه ځایه څخه دصلب ښارشاه وخواته پرهوارومځکوباندی واړوي.نودغه وخت دصلب دښار دمشرسلطان عبدالعزیز سره مؤافقې ته پسله ډیره وخته ورسیدی، څوعبدالعزیزمځکه اوځای ورته ورکړی.
ارتغل چي یونامي جنګجویه اود ترکانو دمرکزی حکومت په جوړولوکښې،په کورنۍ کښې جنجالونه وګالل،ځان،کورنۍ وروڼه اودقبیلې ټوله خلک ئې دخوراډیروکړاونوسرمخامخ کړه،په سیمه کښي یونامي ،هوښیاراو میړنی ترک وو،چی همیشه ئې ټوله کارونه په تد بیرسره سرته رسول،ارتغل په خپله قبیله کښي ډیرښه نوم درلود.دغه وخت چي سلیمان شاه ژوندی وو.ارتغل په سیمه کښي لوی اوستر کارونه ترسره کړه، چی یودهغو څخه دسیمي دلوی صلیبي کیلې (کلأ) نیول وه، چی پرپاخه ځای یوپوخ تعمیردخپلوټولوضرورتونو سره وه.اوهمدغسی دسلګونوسپاهیانودخواڅخه ساتل کیده.چي ددې صلیبیانولوی استاذاو مشر کاړدینرالیاس ؤ.اوکاراګډ ئې هم لوی قومندان اودارتغل دښمن وو.ارتغل ټول وخت کوښښ کاوه چی دخپلي سیمی دصلیبیانو،مغلوسره په دوستۍ کښي ژوند وکړي، خوصلیبیان چي زمینداره،مغروره اوشتمن خلک وه،ځانونه ئې ترترکانواصل اوښاغلي ګڼل.ارتغل دغه برتری نه سوای منلای.اودهغوی ظلمونه ئې هم پرمسلمانانو باندي نه وه پیرزو.
ارتغل دښکارشوقي وو.اوپه ښکارکې مهارت هم درلودی،دتوري اوجنګی میتودونو قهرمان هم وو.هغه یوه ورځ په ښکارراوتلی وو،یوه هوسۍ ئې ترنظرلاندی کړې په ځنګله کښي پرسپین نیلي آس سپوردی. چی یوغالمغال ئې ترغوږه سو،سمدلاسه ئې ځان هغه سیمی ته راورساوه،چی ګوري درې کسان چي اسلامی جامې ئې په تن کښي دي،یوپلاراویوه لورچي ښکلې نجلۍ وه.اوزوی ئې هم دلسوکالوپه شاه وخواکښي وو.ځغلي اوصلیبیان ئې تعقیبوي،دغه وخت سپین ږیری پلارپه غشي سره زخمی سوی،عیسویانوهم ځانونه را ورسول. او سمدلاسه ئې پرهغه ښکلی نجلۍ دیوه وحشي حیوان په څیرورحمله کړه،دسپین ږیري پلار په چیغواودنجلۍ په ناروهم دغه وحشان تم نه سوه.چي ارتغل راورسیدی او دتیراوکمان یاغشی اولینده په وسیله ئې څوکسه وویشتل اونورئې هم دتوری ترتیغ تیر کړه.چي په دغوصلیبیانو کښي یوهم دصلیبیانودلوی قوممندان کارا ګډ ورورؤچي ووژل سؤ..سمدلاسه ئې دسپین ږیري پښه وروتړل اوخپلي قبیلې ته ئې راوستل،په قبیله کښي دکتوردهغه اعلاج وروکړی،هغه پسله څه وخته جوړسو.دارتغل جنګجویه څخه ئې مننه وکړه.دوی دغه وخت یواوبل سره وپيژندل.ارتغل ورته معلوم سو،چی هغه دقبیلې دمشرسلیمان شاه زوی دی.اودغه درې کسان هم دوخت دپاچاه سلطان علاوالدین وروراوهغه دونوردوخت دپاچاه ورارګان کیده.دغه وخت چي ارتغل یوښایسته ځوانان وو. دهغه نجلۍ سره ئې مینه پیداسوه.چي دسلطان علاوالدین وریره کیده،نوم ئې حلیمه سلطان وه.دحلیمې سلطان هم مینه دارتغل سره پیداسوه،خودنه شناخت په سبب ډیرباورهم نه پرلري.حلیمه سلطان هم دومره ښکلې وه چي دوخت سلطان عبدالعزیزهم مینه ورسره پیدا سوه.خو دهغه مینه دحلیمې سلطان دخوا څخه ردسوه.اودارتغل سره ئې واقعي مینه درلودله، شاه ډیرکوښښ وکړی چي په هرقیمت چی وي دغه ښکلې دځان کړي.خودوفاه مینه دهغه چاه سره وی کوم چی ورته وفاه داره وي.ارتغل ددغه نجلۍ حلیمه سلطان سره واده وکړی. خو! ستونزی ئې هم ډیری وګاللې.څه وخت وروسته سلطان سلیمان شاه چي دقبیلې مشروو، هغه وفات سو.اوپرځای ئې په انتخاباتو کښي دهغه مشرزوی کندک دقبیلې په مشرۍ وټاکل سو. کند ک غښتلی ځوان وو،خو!یوازي ئې په جنګ کښي ددفاعي جنګ پلوی وو.
ارطغرل یاارتغل : (ERTUGRUL GAZI) : که ددې نړۍ پر مخ دډیروغښتلو او هیوادپالومبارزینو نومونه یا دیږي،یو دهغو څخه به ارتغل جنګجویه،هیوادپاله اودلویو لاسته را وړنو سیاسي او ټولنیز ملي مبارزارتغل سرداروي.که سکندرمقدني یونان ته نوم وربخښلی دی، قربانۍ ئې ورکړی دي خپل ملت ئې په نړۍ پيژندلی دی،ناپیلون دفرانسې هیواد تر مصره رسولی دی،سټالین دروسې سرحدات دنړۍ وګوټ،ګوټ ته وغزول او دوهم جنګ عمومي ئې دالمان په مقابل کښي بریالی کړی او دلومړی ځل دپاره ئې پر برلین دلور او چکش کارګری بیرغ اوچت کړ، همدغسي غازي محمد اکبرخان،غازی عبدالله خان اڅکزي په خپله ځوانی کښي دوخت لوی طاقت انګریزان په سیمه کښي پر ګونډوکړه،هیوادئې داستعمار دشره وژغوره، ماوسینګ تون چین داقتصادي فقرڅخه وزغوره،چیګواره دخپلي ایډیالوژۍ دتثبیت دپاره تر افریقاپوری خپلي مبارزې تر سره کړې او په کیوبا کښې کمونیسټي انقلاب پیرزۍ ته ورساوه، چنګیزخان دچین امپراطوری پراخه کړه او داسي نوردنړۍ وتلي شخصیتونه په تاریخي لحاظ تیرسوی دي، چي ددغه جملط څخه دارتغل مبارزې هم دډیرو لاسته را وړنو ډکي دي.او یو لوی مسلمان هیواد ئې دمځکی پر مخ را پیداکړی، چي نن دهغه هیواد (ترکیه) دنړۍ دښکلو اسلامي هیوادو څخه یو هیواددی آو دمځکی پر مخ ئې پردروبراعظمونوشپږسوه کاله حکومت وکړ.ددې مبارزو بنسټ ارتغل سردارتر ۱۲۸۰م کالوپوري وکړ، قبایل ترک ئې دمغلو،عیسویانوچي مرکزئې دقسطنتنې څخه تر عربو او مصرپوري رسیده ،سلجوقیانو په مقابل کښې هغه مبارزې وکړې چي په نتیجه کښې تر کانو ته یوغټ هیوادترانتالیا اواولونیاپوري وروګاټه،په همدغه مبارزه کښي ارتغل سردار ځان،کورنۍ،قبیله،دوستان ټوله په خطر کښي اچولي وه. تر څو دبریالیتوب وبړاوته ئې خپل ولس ورساوه.او خپله ګټلې خاوره ئې په میراث خپل زوی او تر کانو ته پریښودله او بیا دده څخه وروسته دارتغل زوی عثمان او را تلونکو نسلونو ترکیه یوه لویه امپراطوري پر جوړه کړه. ارتغل خپل ډیرقوي ،دلاوره،وفاداره جنګجویان درلودله چي په سیمه کښې ئې ډیرشهرت درلودی.هریوئې لکه زمری، پردښمن باندي بریالی وو.اوهیڅ ډول بیره ئې نه درلودله. نوموړي جنګیالیان چي دترک په تاریخ کښې نومونه په زرین خط نویشته دی عبارت دي له: ارتغل سردار،تورګوت (TURGUT0) بمسي( BAMSI) عبدالرحمان
( ABDUL RAHMAN) اودوان (DAWAN) څخه وه .
لومړی تورګوت : په دغه جنګجیویانوکښی چی تورګوت هغه جنګیالی و،چی په تبرئې جنګ کاوه.اودتبرتوان ئې په هیڅ یوه سربازکښی نه وو،همیشه ئې فتحي په برخه وې.هغه وخت دیوې هوښیاري نجلۍ سره چي هرګزنومیده.په همدغه قبیله کښې ژوندکاوه.اوددل دبیرلوروه،دهغه سره ئې دمیني واده وکړی.خوهغه وخت چي،صلیبیانوپرقبیله حمله وکړه،نودنوروترکانوپه شمول ئې داهم په اورکښي وسوځل،تورګوت دپيښي په لیدو سره سخت ناارامه سو،دقساط اخیستلودپاره ئې خوراډیرصلیبیان هم ترتیغ وپيل.وروسته ترهغه ئې دخپلوترکانودیوې قبیلې دمشري(هغه وخت دقبیلې مشري ښځوهم ترسره کولای سوای).چي اسلاحان خاتم نومیده سره ئې دخپل سردارارتغل په غوښتنه واده وکړی، ددوي ژوندډیربریالی اودواړه ډیرښه مشران اوجنګجویان وه.داسلاحان خاتم یووروردارتغل غازي پرضد هم دمغلو جاسوسي کوله او هم ئې دصلیبیان اودا په دې خاطرچي دهمدغه لاری قدرت یا سرداری ته ورسیږي،خو! داسلاحان هغه بل ورورچي (علي یار)نومیده بیالوړتحصیلات درلودله او داسلاحان خاتم شاه ته ولاړ وو، چي ددښمنانو دخوا څخه ووژل سو،دهغه په وژلو سره اسلاحان خاتم ډیره نارامه سوه اوترګوت،ارتغل اودقبیلونورو مشرانوئې په ښه شان اوشوکت سره جنازه اوفاتحه واخیستل، ددوی دوقبیلو ترمنځ ډیره ښه دوستی هغه وخت راغلل چی توګوت اواسلاحان خاتم واده سره وکړی. که څه هم په لومړی سرکښي خودقبیلې مشر یعنی داسلاحان خاتم پلار(جاندار)خپله لوردسلطان علاوالدین وزیري اعظم سعدالدین ته ورکړې وه.خودعمرتناسب ئې سره برابرنه ؤ.اوسعدالدین دغه وخت یوبدماش اوبداخلاقه شخصیت هم وو.نوځکه داسلاحان خاتم هم بدځینی راتلل.
دوهم : بمسي : هغه جنګیالی وو، چي په دوتوروئې جنګ کاوه،دجنګ په میدان کښي ئې هم ښه دفاع درلودله،هم ئې پردښمن باندي دیوې نارې سره سم.(حق دی الله) پردښمن باندي ناتارجوړوی،خوڅه وخت چی پرصلیبیانوباندي دحملې په وخت کښي دوخت دزمیندارلورچي خپله دقبیلې مشر(زمیندار) چی دغه وخت ئې دقبیلې مشرته صلیبیانو زمینداریا مشر کلمه استعمالوله. دهغه لورچي دتیښتي په وخت کښي دکلاڅخه ځکه را وتلې وه، چي زمینداردیوې توطیې دلاري دهغه دقومندان دخواڅخه ووژل سو. نو یوازنۍ میراث خوره ئې همدغه لووه چي (هفسه) نومیده.هغه دتیښتی په حالت کښي بمسي جنګجوی ته پناه وروړول، خو په لومړی سرکښي هفسه ډیره وارخطاوه ځکه دترک دقبیلې دقومندانانو ببري ږیري،غټ کالی،توری په لاس زیږه خلک وه.نوځکه ئې بیره وه.خو بمسي،ډیرمحبتی اوپه زړه پاک اوانسانی کړنو ته ژمن انسان وو.نو ځکه ئې هفسه لومړی تسلی کړه،بیا ئې دنجات دپاره دارتغل سردارمور(حائیمه)نومیده چي ډیره هوښیاره اومهربانه ښځه وه هغې ته ئې وسپارل.پسله څه وخته ئې دمینی اظهارورته وکړی،هغه هم دبمسی پراخلاقو،غیرت اودسیمی په کچه دیوه مشهورقومندان اوښکلی ځوانی باندي ده بمسي وړاندیزومنی اوپه نتیجه کې واده ورسره وکړی،چی دواده ثمره ئې یوزوی اویوه لورسول.
دریم عبدالرحمان :عبدالرحمان قومندان چي یوباانضباطه قومندان وو،دکائي قبیلې دخیمې ساتونکی اوسردارسلیمان شاه ته وفادارجنګجویه وو.هغه په ډیروجنګونو کښي دارتغل سره دیوه غښتلي جنګجوی په توګه سخت جنګونه وکړه،اودسردارارتغل دسخت باوروړ سپاهی وو.خو څه وخت چی دمغلوجاسوسان دکائي قبیلي په منځ کښي دسختوناارامیو سبب سوه. او دغه جاسوسان خپله په ترک اوکائي قبیلې اړه درلودله، نو ځکه ارتغل وعبدالرحمان ته دنده وروسپارل،چي دیوه جاسوس په توګه دمغلو په منځ کښي کاروکړي.اوهغه جاسوسان چي دترکانوپه منځ کښي شتون لری هغوی کشف اوپه سزاورسیږي،که څه هم دغه کار خویوسخت کاردی،خوعبدالرحمان په ډیره ایمانداری سره سرته ورسوی.ډیرترک جاسوسان ئې کشف کړه کوم چی دمغلودپاره ئې دنده ترسره کول.اوهغه مهارت ئې هم درلودی چي د مغلو دقومندان نویان (NOYAN) زړه وساتي خوڅه وخت وروسته چي نویان په دې پوسو،چي عبدالرحمان دجاسوسی دپاره دلته کارکوي،ديره سخته سزائې ورکړه.هغه سزاچي دانساني ژوند دزغمولووړنه وه.خوبرسیره پردې هم عبدالرحمان دترکانودغښتلوجنګجویانو دخوا لکه :تورګوت او بمسي دخوا څخه دوې لوئي حملې په ترځ کښي وژغورل سو.او خپلي محالې ته روړل سو.اوهلته پسله څه وخت داعلاج څخه وروسته روغ رمټ سو.اوبیرته هغه دنده چي پخوا ئې دسلیمان شاه دخیمې ساتنه پرغاړه درلودله خودغه وخت سلیمان شاه وفات سوی دی،پرخای ئې دهغه غښتلې میرمن (حائیمه خاتم).ناسته ده او دټوله قبیلې مشری ئې پرغاړه ده،خودخیمې ضابط ئې عبدالرحمان دی.
څلورم دوان (DWAN) :ـ دوان هغه سرتیری جنګجویه وو،چي په یوازی سر دشلوکسانوتمام وو.دتوري،سپراوغشی اولینده په مهارت کښي یولوی استاذوو.دارتغل سره په ټولو جنګوکښي ئې دمړیني تروخته برخه اخیستلې ده.اودارتغل ترقوندې لاندي،ئې په ډیرمهارت سره دصلبیانو،ترکانواوحتادمغریضوسلجوکیانوپرضدئې دویاړه ډکي کارنامې پریښودلې.دوان دقبیلې دیوه ډیري غښتلي نجلۍ اوجنګجویه سرتیري سره چي بانو جیجیه نومیده مینه پيدا سوه،هغه دخپلي میني اظهاروبانوجیجیې ته وکړی .بانو جیجیه چي مخکي لا ددوان پرښواخلاقواوغښتل توب ئې نظردرلود،دسترګو په اشاره سره ددوان غوښتنه ومنل،دوان دډیري خوشحالۍ څخه خپلوډیرونژدو دوستانواوجنګجویانوته لکه عبدالرحمان ، بمسي اوتورګوت ته په نارو،چیغواوخوشحالیو خیمې ته را ننوتی ،هغوی ددوان خوشحالۍ ته حیران پاته سوه، خووروسته دوان دخپلی خوشحالۍ کیسه ورته وکړه،دوی ټوله ددوان سره په رقص راغله،خوشحالی په ګده سوه.پسله څه وخته ارتغل غازی هم په دغه خوشحالي خبرسو.اوسمدلاسه ئې بانوجیجیه وروغوښتل او جلاخیمه ئې ورته جوړه کړه اوددوی واده هم ترسره سو. چي دواده ثمره ئې یولورسوه .خویوه ورځ دصلیبیانوسره دسخت جنګ په نتیجه کښي سخت ټپي اووژل سو.اومړی ئې قبیلې ته دډول وهلووروسته راوړی،ده شهادت په مړینه ئې نه یوازي دکائي قبیله بلکي؛ټوله ترکان خوابدي سوه.او په ځانګړومراسمو ئې خاوروته وسپاری .روح دې ښادوي.
علي یار:ـ علي یاردخپلی قبیلې دسردار(جاندار) زوی اوداسلاحان (ASLIHAN) غښتلی جنګجویه نجلۍ وروروو.علي یاریوپوهه دعلم سره بلد اودکتاب علاقه مند عالم وو.هغه دخپل وخت په مروجه علوموډیرښه پوهیدی.اوکارئې هم دکتاب سره وو.علیاردجانداردقبیلې دمشرمنځنۍ زوی وو،چي دکائي قبیلې پرضد ئې دوخت دخائین وزیري علا (سعدالدین) سره لاس یوکړی وو.اودارتغل غازي په مقابل کښي ځکه ولاړؤ.چي غوښتل ئې چي ددوقبیلو مشري ترلاسه کړي،چي په دې خائینانه مبارزه کښي دعلي یارمشرورورهم ورسره ملګری ؤ. خوعلی یاربیا دارتغل پرصداقت اودترکانو سره پروفادارۍ باندي عقیده درلودله اودراتغل هرحرکت ئې دترکانوپه ګټه بله.نوځکه بیادارنغل په جنګی سربازانوکښي دقبلیې دخائینانوپرضد ودریدی،اوخپلي خورته ئې هم قناعت ورکړ.پلارئې دجاندار دقبیلې مشردخپلوخائینوعملونوپه نتیجه کښي ووژل سؤ. همدغسی مشرزوی ئې هم دخپلو خائینانه جاسوسیوپه خاطرچی دمغلواوسعدالدین دسلجوکي درباروزیري علا دپاره ئي کول.ووژل سو.علیار خپله خوردکائي قبیلی سرقومندان تورکوټ ته په نکاح کړه،چی دغه وخت اسلاحان خانم دقبیلې مشري هم پرغاړه درلودله اودقوم په انتخاب سره دقبیلې مشره وه. علي یاربرسیره پردې چي دخپلی قبیلې جنګي قومندان وو،دکائي قبیلې سره دیوخای کیدو په صورت کښي ددواړو قبیلو یومنلی جنګجویه ؤ.خو په وروسته کښي دمغلوسره په جنګ کښي شهید کړل سو.روح دې ښادوي.
ارد ل (ORDAL) : ـ دکتوراردل دکائي قبیلې وفاه داره عالم،پوهه اوغیرتي با مسؤلیته شخصیت چي دطبابت په څانګه کښې ښه مهارت ترلاسه کړی اودښوتجریبوپه لرلوسره ئې دقبیلې زخمیان،ناروغان اونورمرضونه معالجه کوله،دکتوراردل دطبي بوټواوپه هغه سره دناروغانومختلف ډولونوباندی ډیرښه پوهیدی،ټول وخت به ئې دځنګله څخه دګټي وړبوټي اونباتات راټولول، په قبیله کښي به ئې دتداوي په خاطراستعمالول.هغه وخت چي ارتغل دمغلوسره اسیریا بندي سؤ،دمغلو هغه ظلمونه چي تاریخ ثبت کړي دي پروسوه،هغه جزاګانی ورته ورکړل سوې، چی دانسان اوانسانیت په تاریخ کښي به ساری هم ونه لري،که څه هم مغل خودسرونوڅخه دمنارونوجوړولوپه تاریخ کښي خپل ځانګړی نوم لري ، خو ارتغل ته ئې دسخت مرګ جزااورولې وه،چی لومړی ئې په درخته کښي داسي تړلی وو، چی پرراسته لاس او چپه لاس ئې دوه غټ میخونه ورټکوهلی وه، بیا ئې دوهلواوټکولوپه وسیله څوځله بې هوښه کړی هم وو،خو ددغه جزاوروسته چی ارتغل دخپل همت اوسر تیرو په مرسته ځان خلاص کړ،نودژوند امیدهم ورته نه ؤ.خودکتوراردل بای یوځانګړی مهارت وکړای سؤ،چی ارتغل ئې دمرګه څخه وژغوری.دکائي قبیلې سرپرستي هم ارتغل اردل بای ته په لاس ورکړې وه،ځکه چي ارتغل به ټوله وخت په غزاکښي بوخت وو.خوده دغه سرپرستي د یوه هوښیارمنورښوونکی په څیرسرته رسول.په همدغه دلیل هم ددښمنانو پام واردل بای ته وراوښتی وو،هم ئې مغل په مرګ پسي سخت تلاښ کاوه اوهم دغسي صلیبیانوئې دمړینی تلاښ کاوه.په همدغه دلیل عیسویانوخپله یوه ښایسته مینځه دجاسوسي په توګه ورولیږل چي لومړی دغه جاسوسي دقبیلې زړه اوباورترلاسه کړ،خووروسته ئې دارتغل په وړاندیزسره داردل بای سره دوستی اوواده ترسره سؤ.دغه جاسوسي قبیلې ته سخت تاوان ورساوه.اوهغه پټ رازچي دقبیلې عسکربایدسلطان علاوالدین ته پریوه پټه لارتللي وای.هغه یوازي ډیرنژدې دقبیلې باوري کسان په همدغه خبروه.چي داردل بای میرمن چي (لیلا)نومیده هغه دریم کس وو، چی په دغه رازخبره وه اوپه نتیجه کښې دوان لوی جنګجویه ووژل سو،همدغسي ارتغل غازي هم سخت زخمي سو،ډیرسرتیري هم ووژل سوه،په دغه پيښه کښي بمسی هم سخت زخمی سو. چي قبیلې ته سخت تاوان ورسیدی، په پای کښي دکائي قبیلې معلومه کړه چي لیلاداردل بای میرمن دعیسویانوجاسوه ده.او همدغسي ئې دمحکمې څخه وروسته دمرګ په سزاسره محکومه اومړه ئې کړه. اردل بای دټوله سیمي اوپه خانګړې توګه دکائي دقبیلې ارشیف ساتی،اسنادټوله دده سره وه.یعنی راز داري یوازي په ده اړه درلړدله،همدغسي هغه کیلې یاکلاوی چي به دارتغل دخوا څخه فتحه کیده دهغوی ارشیف اودهغه وخت مروجه لیکونه به اردل بای ویل اورازونه به ئې ځانته معلومول.اوبیا به ئې دکائي قبیلې دمشرسردارارتغل سره شریکول،اوپریکړي به ئې دقبیلې دنورومشرانواوجرګې دخواڅخه ترسره کیده.جرګه په دغه وخت کښي دترکانویومنلی عنعنوي دودوو،چی دغه دجرګې نوم هم له دغه ترکانوڅخه افغانانوته راغلی اوپه افغانستان کښي ئې هم ددغه جرګې په نوم دمسئلودحلولودپاره کاروي.اردل بای دځان دپاره خپله خیمه درلودله اوبرسیره پرهغه ئې یوه خیمه دروغتون،لابراتواراودارشیف دپاره درلودله، چي وروسته بیا هغه وخت چي په سیمه کښي کلاوي دصلیبیانوڅخه ونیول سوې،نوداردل بای دپاره په کلاوکښي په پاخه تعمیراتوکښي زمینه دکاربرابره سوه.
همدغسی دکائي قبیلې ډیرښه باوري اودتوری دمیدان جنګجویان درلودله چي موږ دلته پر ډیرومهمو کسانو باندي یوڅه رڼا واچول.
دکائي قبیلې دارتغل غازی په همت دصلیبیانو څخه ډیري سیمي ونیولې او دهغودارائي ئې هم تر لاسه کړه، خوکلاوي ، ئې هم دترکانو او سلجوکيا په خدمت کښي ور کولې،خزانه ئې هم خپله وعلاوالدین پاچاه ته یووړل، څودهغه باور نورهم ترلاسه کړي، خو! دعلاوالدین باورپرارتغل غازي،دهغه پر ملګرواو دهغه پرکورنۍ باند موجود وو، ځکه چي علاوالدین شاه خپله هم ددوی دقبیلې څخه لیدنه په پټه توګه وکړه،اوهمدغسی هغه جنګونه چي په مخامخ توګه دمغلو سره دارتغل دخوا څخه تر سره سول، دهغه تماشه هم خپله سلطان علاوالدين وکړه.سلطان علاوالدین وارتغل سردارته دترکانودسرداراعلالقب پیرزو کړی.خودوخت وزیري علا بیا دارتغل دنظامي،سیاسي ،ټولنیزواواقتصادي پرمخ تګ څخه په ډاکښي ؤ.اوددې څخه هم په بیره کښي ؤ، چي نه بایده سلطان علاوالدین ارتغل دسعدالدین پرځای پرکارګماري.اووزیري علاسعدالدین وسلطان علاوالدین ته دکودتانیت هم درلود، خوارتغل ددې ناوړه کارمخالیفه ؤ.سعدالدین غوښته چي دارتغل غازي اوسلطان علاوالدین تر منځ اختلافات رامنځته کړي، نوځکه هغه وخت چي یوصندوق طلائي سیکې ارتغل غازي دصلیبانو دکلا نیولو څخه وروسته ترلاسه کړې،نو هغه ئې دسوغات په توګه سلطان علاوالدین ته وسپارلې، سلطان ددې کارڅخه ډیرخوښ سؤ.اوارتغل غازی دپاره ئې یولوی دعوت جوړکړ.خودغه وخت چي دسلطان علاوالدین میرمن هم دسلطان سره په دې نه وه خوښه چي هغه دخپل ژوند په موجودیت کښي غیاث الدین ولعهد یا جای نشین نه وټاکی او دبلی میرمني زوی ئې ځای ناستي ټاکلی ؤ، نو ځکه ئې دسعدالدین سره لاس یوکړی،اوپه هغه میلمستیا کښي چي یوازي سلطان علاوالدین اوغازي ارتغل ناسته وه دسلطان میرمني دسعدالدین په مشوره داشپزپه وسیله دسلطان وډوډۍ یا غاب ته زهرورواچول،دغه زهرئې پرارتغل غازي تاوان کړه،په دې سره غیاث الدین پرتخت کښیناسته اوارتغل غازي ئې لاس تړلی بنديخانی ته ولیږی،په زندان کښي هغه عیسوی هم بندي و، کوم چي دارتغل غازي دخواڅخه مسلمان سوی.اوارتغل ته وفاه داره ؤ.ددې څخه وروسته دسلطان علاوالدين هغه زوی چي عمرئې هم کم ؤ.اوعلاوالدین دځان ځای ناستی ټاکلی ؤ.هغه هم د دراتګ په وخت کښي دسعدالدین دقواودخواڅخه په لاره کښي ووژل سؤ، که څه هم دارتغل سپاهیانوپه رارسیدوسره سخته جګړه وسوه،خونومړی شهزاده اومورئې دسعدالدین دعسکرودخواڅخه شهیدان کړل سوه.
سلطان غیاث الدین دخپلي موراوسعدالدین په دغه کودتا خبرسو،دمورڅخه سخت نارازه سؤ.ارتغل غازی ئې دخپلي بیګناهۍ په تثبت سره دترکانودسردارعلاپه رتبه بیرته خوشي کړی.اووزیري علاسعدالدین ئې هم ددندي څخه لیري کړی.څودارتغل په محکه ووژل سؤ.اودسعدالدین پرځای ئې بهاوالدین وزیري علاوټاکی.خودخپلي مورڅخه تر پایه ګیله مند و،چی هم دي پلارراووژی اوهم دی زماوروراومیره راووژل،داټوله دي سخت بدکار وکړ،خوجزا ئې فقط دومره ورکړه چی تعلقات ئې ددرباره سره ورقطعه کړه.
دترکانوسردارعلا ارتغل غازي چي دسعدالدین دخوالوڅخه ډیر په تکلیف کښي پر مختګونه کول،داځکه چي سعدالدین هم دوخت وزیري علا ؤ.اوهم ئې سلطان علاوالدین ته دسیسې کولې،څوچي هغه ئې دزهروپه وسیله ووژی، په سیمه کښې دځان لوی سیال ارتغل وو، چي هغه ته به ئې ځینی وخت هغه سازش کاره ترکان دامتیازاتو په ورکولو سره تحریکول اوځینی وختونه به دسلجویکی حکومت اوسردارارتغل غازي دسختودښمنانوسره لاس یوکړاوارتغل غازي اودهغه کائي قبیلې جنګجویانوته به ئې دسیسې کولې،همدغسي دصلبیانو سره ئې هم هغه پټ روابط ساتل کوم چي دارتغل غازي ووژني. نو ځکه سعدالدین خطرناکه اودلوړصلاحیت څښتن وو. دهغه دوژلو څخه وروسته دسلطان علاوالدین زوی سلطان غیاث الدین خپل صدراعظم بهاوالدین دارتغل غازي په مشوره وټاکی. وزیراعظم بهاالدین په لومړی سرکښي خورا ښه سړی اودټولوترکي قبایلوسره ئې ښې اړیکي درلودلې، په ډیره بیا دارتغل غازی سره.اویوځل دارتغل غازی په جنګ کښې چي دمغلوسره لاس په ګریوان وو، دمغلو دنامتو قومندان اودچنګیز خان ځانګړی استازی نویان(Noyan) سره ئې په جنګ کښي هم میړانه ښکاره کړه.خووروسته ترهغه چي ارتغل غازي دتر کانو دپاره نوري مهمي کلا ګاني ونیولې،نوپه سیمه کښې قدرت هم ډیرسؤ.اودغه وخت ئې څلورپنځه لوی تجارتی مرکزونه هم ترلاسه کړه،وزیرعلابهاوالدین دمالیاتودراټولولوپه خاطریولوی هیئت دیوې لوئي قبیلې دسردارپه مشری دبشپړه صلاحیته سره ورولیږی.دنومړي قبیلې غټان هم دمغلو دقومندانانوسره دارتغل دکمزوره کولوپه نیت هلي ځلي کولې.اودارتغل په ګټلي قبیله کښې دخپل جنګی پرسونل اوکورنۍ سره واړول.خوڅه وخت چي دارتغل دکورنې خیمې ته راغلی، بیله دځینوادبي اوکلتوری رواجونودپه نظرکښي نیولوسره ئې ،په بې احترامي اولکه په زوره دارتغل دمورخیمې ته ورداخل سوه.اوبیله اجازې دکورسرته ولاړل اوهلته پرلوړتخت کښیناستل،دارتغل غازی مورپه لومړي سره کښې دهغه دمیلمه په توګه درناوی وکړ،خووروسته ئې دده دغه بې کلتوري ونه زغمل اوسمدلاسه ئې مخالفت ورسره څرګندکړ.دقبیلې داداري چارومشردکتوراردل بای هم ددغونابلل سو میلمنو څخه خبرسواوسمدلاسه راغلی،هیئت وغوښتل چي دعایداتوحسابونه وګوري اومالیه واخلي.خو! اردل بای وویل: ترڅوچي دقبیلې مشرسرداراتغل نه وي راغلی اوموږته ئې اجازه نوي کړې، موږتاسو ته اسناد نه سودرښودلای.هیئت په زورلاس پوري کړ.خودغه وخت په خیمه کښي دارتغل غازی لوی جنګجوی بمسي او ګندوز(gunduz) دارتغل غازی مشرزوی او ارتغل وراره سلیمان هم توري دتیغه راوایستل،کیدای سوای چي ډیری وینی وبهیږي،خوسمدلاسه دارتغل ځای ناستی دکتوراردل بای،خپل جنګجویان منعه کړه،که څه هم دټولوهیئت یاراغلونابللي میلمنوپرغاړه ئې چاړه اوتوري ورایښي وې.خوجنګ په سوله واوښت اود(امروالله سرادر) راغلي قبیلې کسانوومنل چي ترارتغل غازی ترراتګه صبروکړي.اودوی بیرته هغه کیلې یا قلاته ولاړل کوم چي ارتغل غازی دترکانوپه همت سره ترلاسه کړې وه.دغه وخت دنوموړي قبیلې ډیروکسانو دامروالله دزوی په شمول دغلوسره لاس یوکړی وو.اودکائي قبیلې سره ئې جنګونه کوله. خو دکائي دقبیلې دخوا څخه هم دامرالله دقبیلې کسان ووژل سوه. خپله دقبیلې مشرهم دارتغل سردارپرغاړه چاړه ور کښيښودل.نژدې ووچي ارتغل سردارووژنيوخودارتغل دجنګی میتودونوپه هنرئې ځان خلاص کړآودغه وخت ئې دقبلیې مشرامروالله اودهغه خائین زوی ئې دواړه زندان ته ولیږل،خوامروالله ډیرسپین ږیری وو. نو ځکه ئې په کیله کښی نظربنده کړ،صلیبایانو دغه وخت غنیمت وګاڼه اودایلبیګي دجنګجویه خاتم پلاراو دقبیلې مشرامروالله ته ئې خپل سړي اوجنګجویان ورواستول اوهغه ئې په هغه خنجرمړکړکوم چی دګندوزدارتغل دمشرزوی سره وو.دغه وخت ګندزدصلیبیانو په زندان کښي بندي وو. چی دصلیبیانو قومندان دنیکیا دقبیلې مشرامروالله دګندوزپه خنجرووژی.اوددغه سردارمړینه هم دارتغل پرزوی تاوان سوه.دلته دوې قبیلې دترکانو یودبله سره دصلیبیانوپه شیطانت سره مخالیفي سوې، چی نتیجه ئې ترکان ضعیفه کړه.ارتغل هم دبیلبیګی خاتم دلاسه په اوږه کښي په خنجرزخمي سو.چي ترډیره وخته ئې زخم تکلیف ورته ورکړ.
دغه اختلاف تر ډیره وخته دوام ونه کړ،دارتغل په وسیله او مهارت سره په ډیر لږوخت کښي دمنځه ولاړی خو بیا دسلجوکی وزیرعلادخواڅخه دارتغل پرضددغه تحریک را منځته سو.ادعیسویانودیوه جاسوس چي نومئې زنګو ایښی وو،خواصلي نوم ئې دراګوز(DRAGOS) نومیده او په اصل کښي دعیسویانومشریا زمینداروو.همدغه قبیلې په وسیله ئې ارتغل ته دسیسې کولې.ارتغل دخلکواوترکانواونورومسلمانانو په منځ کښې ډیر محبوبیت درلود،ورځ تربلی ئې قدرت ډیرې ده.اودسلجوکیانو دسلطنت ترسیوری لاندي ئې ژوندکاوه.مالیات ئې هم سلجوکي پاچاغیاث الدین ته وراستول.خودوخت دچارواکي صدراعظم بهاوالدین دسیسې ئې هم خونثاکولې.
بیلبیلګي خاتم چي دقبیلې دمشرامرالله جنګجویه لوروه. دهغې مینه هم دارتغل دصداقت او میړانی سره پیداسوه.اودغه وخت ئې دقبیلې په مشرتابه دارتغل سردارحمایه کوله. چی دغه کاردارتغل دحمائې سبب هم سو.خودایلبیلګې خاتم وروربیادخپلي خورنکاح دوخت دصدراعظم بهاوالدین سره ځکه کوله چي هغه دوخت وزیري علاؤ.او دوی غو ښتل چي ار تغل غازي دمنځه یوسي، دارتغل پر ځای دترکانوسرداعلا دایلبلیګې وروروټاکل سي او بهاوالدين هم دارتغل دخطره خلاص کړي.
دوزیري علا بهاوالدین دنظره ارتغل غازي دامرالله قاتل ګڼل کیده، هغه ته ئې غوښتل چي دمرګ یا مړینی سزاواوروي. خوڅه وخت چي دارتغل نیولي کیلې یا قلاته راغلی نوئې لومړی ډیرمجلل خوراک ځانته راوغوښتی اوبیائې دقبیلې جنګجویانوته بد الفاظ استعمالول، چي په دغه وخت کښي ارتغل هم دوزیري علاومقام ته چي هلته ناست ؤ.را ورسیدی، وزیري علا دارتغل مقام ته احترام ونه کړی، خوپر دسترخوان ئې رنګارنګ خواړه دارتغل دجیبه خوړل،ارتغل څخه ئې په بې پروائي سره پوښتني راپیل کړې ، وایلبلیګي خاتم ته ئې دناستي اجازه ورکړه خوارتغل ته ئې دناستی اجازه ورنه کړه،نوځکه ارتغل سردارهم وزیري اعظم ته په بې پروائې سره وویل :لومړی باید ته درزق یا دسترخوان ادب په نظر کښي ونیسې.ستا تراوسه ادب دخوړلو هم نه دی زده،خودغه وخت صدراعظم هم په غضب سو. ددواړوترمنځ ترینګل تیا رامنځته سوه. نور بیا…
لیکوال : ننګیالی بڅرکی