داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني بنسټیزاصول

داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني بنسټز اصول

داحمدشاه باباعلمي ـ ادبي ټولنه،دټولنیزوبنسټونوپربنسټ د افغانانودزده کړي اودفرهنګ دمینه والودپاره دیوه عیني ضرورت په څیرپه کال ۱۳۷۳هـ ش کی پرانیستل سوې ده.چي دتاریخ په دې پړاو کې دقدروړخدمتونه هم دافغانانو دپاره ترسره کړي دي.اونوربه لاهم خدمت ته په دوامداره توګه ادامه ورکړي.

  ددې ټولني دخدمت کولوځای ځانګړی،مشخص،معلوم او معین  نه دی، په هرځای کی چی افغانان دمسافرت شپې او ورځي سباکوي،په هم هغه ځای کې ددې ټولني دایجاد ضرورت څرګندیدای سي.

داحمدشاه بابا علمي – ادبي ټولنه یوه خپلواکه ټولنه ده ،په یوه فرد،کورنۍ،قوم ،قبیله ،سیمه ،مذهب او یوه ګوندپوري تړلې نه ده.بلکي؛دادټولو هغه افغانانو په خد مت ولاړه ټولنه ده چی دهمدغه څلویښت کلنۍ جګړې په سبب ئې هیواد پرې ایښی دی.اودهیوادڅخه بهردخپل فرهنګ،کلتورڅخه لیري پراته دی.داټولنه اودټولنی غړي ځانونه مجبورګڼي،چی اینده نسلونه په افغاني ،اسلامي دویاړه ډک کلتورباندي باخبره وساتي، څو په اینده کي هم دخپلو هیوادوالودخدمت مصدروګرځي. داحمدشاه باباعلمی ـ ادبی ټولنه دټولنیزپرمخ تګ،اجتماعي تکامل،عمومی پيشرفت پلوۍ اوملګرې ده.چی دهمدغه روحې سره سم هرډول ارتجاعي عمل دهیوادپه دننه او دهیوادنه بهرغندي.

داحمدشاه بابا علمي – ادبي ټولنه چی یوه فرهنګی ټو لنه ده، دهیواددټولوبافرهنګه،پوهوخلکواودفرهنګ مینوالوته بلنه ورکوي،چی په نوموړی ټولنه کی ځانونه دخپل توان او استعداد سره سم شامل کي.څو دغه فرهنګی مسؤلیت په ګډه سره تر سره سي.

 داحمدشاه باباعلمي ـ ادبي ټولنه دجنسي،نژادي،ژبنیو،مذ هبي اختلافاتواوبرتریوپرضدمبارزه کوی.نوموړې ټولنه بیله تعصب څخه خپل علمی او فرهنګی فعالیتونه مخ په وړاندی بیا ئي. او په نوموړی ټولنه کی داستعداد پر بنسټ هرڅوک دشمول حق تر لاسه کولای سي.

داحمدشاه بابا په علمی ـ ادبي ټولنه کي را هبري دسته جمعي اوټولنیزه ده،چي همیشه ئې پریکړی داوږده بحث څخه وروسته په اکثریت سره فیصله کیږي.

په پریکړوکی بایددجلسې ګډون کونکي بایدطاق وي، څو اکثریت ئې څرګندسي.

  په اوسنیو شرایطو کی چی داحمد شاه بابا دعلمي – ادبي ټولني مرکزیت په هالینډ کي دی.دخپلو نورو برخو سره چي دباندي ترهالینډفعالیت کوي،یادهیوادپه دننه کی فرهنګی فعالیتونه سرته رسوي.دهغوی سره ټینګي اړیکی ساتي .او دهرډول همکاریواونژدې اړیکوهیله ئې لري.نوموړې ټو لنه دخپل فرهنګي فعالیت په لړکي نوري فرهنګي ټولني هم دپام څخه نه غورځوي.او دهرډول همکارۍ او اړیکو ملا تړئې کوي.

  داحمدشاه بابا علمي – ادبي ټولنه پرلاندي منظمو تشکیلاتوولاړه ده.او هم دغه لاندی مادې خپله کړنلاره ګڼي .

لومړۍ ماده : ددې علمي ادبي ټولنی نوم داحمدشاه بابا دعلمي – ادبی ټولنی په نوم نومول سوی دی.؛داځکه چی احمدشاه بابادافغانستان دنوي تاریخ خښته ایښونکی اود افغانستان دنوم ایښونکی مبتکراو منتخب پاچاه وو.احمدشاه بابانه یوازي مبتکرپاچاه ؤ،بلکي شاعر،دوخت په مروجه علومو پوه او دتوري دمیدان میړنی افغان وو، هیوادپرګران ؤ.

دوهمه ماده:په نوموړې ټولنه کي به دهیوادوالودپاره دفرهنګ ، کلتوراوعلمی زده کړودپاره ترلوړی کچی پوري دتعلیمي درجو زمینه برابره کیږي. دلاندي معیارونو پربنسټ .

الف:دښووني اوروزني دمعیاري تعلیمی نصاب پربنسټ به ښوونیزکتابونه دزده کونکو دسوې سره برابر تهیه کیږي .

بې:نوموړې ټولنه دفرهنګ،ښووني،روزني مختلیف ډیپارټمنټونه پرانیزي،چی هرډیپارټمنټ به دافغانستان دتاریخي،علمي شخصیتونوپه نوم ونومول سي.

جیم:دټولني دتوان مندۍ په صورت کی به دنشراتو دبرخي (ډيپارټمنټ)یا نشراتي کمیسون دخوابه یوه جریده یاورځپاڼه ، مجله دویب پاڼی ترحده خپریږي.اوکه ئې امکان ؤ،دهالینډ دچارواکوڅخه دیوه یاڅوساعته تلویژوني خپرونوغوښتنه هم دپا مه څخه نه غورځوی.

دریمه ماده : داحمدشاه باباپه علمی – ادبی ټولنی کی ترټولو لوړمقام ددې ټولنی دمشرتابه هیئت پریکړی دي.اومشرتابه هیئت غړی به دعمومی غونډي له خواټاکل کيږي.اودټولنی هره پریکړه تصمیم به دټولنی ټولوغړوته پرخپل وخت په صادقا نه توګه رسیږي.

څلورمه ماده:دمشرتابه هیئت غونډه به دتاسیس یا بنسټ دورځي څخه وروسته په هروشپږومیاشتو کی یو ځل دشرایطو پر بنسټ جوړیږي.

البته نوموړې غونډه دکاردکمیټې یااجرائیه کمیتي دغړو دټاکلو او دهغوی دکاردجریان دارزیابی دنده اوصلاحیت هم لري.

پنځمه ماده: پسله مشرتابه هیئت دغونډی څخه اجرائیه کمیټه دوهم لوړمقام دی چي ددریمي اوڅلورمی مادې دپام کي نیولوسره به دعمومی غوندي یامشرتابه هیئت ددوغونډوتر منځ اجرائیه کمیټه پریکړی کوي.البته داجرائیه کمیټي صلاحیتونه په لاندي ډول سره توضیح کیدای سي.

الف : مشرتابه هیئت چی څه وخت اجرائیه کمیټه انتخاب کړه نو بیا اجرئیه کمیټه صلا حیت لري،چي ددو عمومی غونډو تر منځ دواک چاری په لاس کی واخلي.

 بې: اجرا ئیه کمیټه حداقل پنځه کسه او حد اکثر اووه کسوته رسیږي.

جیم : داجرائیه کمیټې هرغړی دیوه کمیسون په رأس کي وي او دخپل کمیسون رپورټ داجرئیه کمیټې وغړو ته وړاندي کوي.

نوټ:ددې کمیسون عادي غونډي به په پنځلسو ورځوکي یوځل جوړیږي.کیدای سي چي دلزوم په وخت کي ژریاناوخته هم غونډي جوړي کړل سي.

شپږمه ماده:داحمدشاه بابا دعلمي – ادبي ټولني کمیسونونه په لاندي ډول سره دي.

۱ – دتبلغاتو او خپرونو کمیسون

۲ – دمالیاتو کمیسون

۳ – داداري چارو دسمون کمیسون

۴ – دجلب ا وجذ ب کمیسون

۵ – دښووني او روزي دچارو کمیسون

۶ دښځو دانسجام کمیسون او کمیټه

۷ – دتفتش او نظارت دچارو دسمبا ل کمیسون

نوټ:هم دغسي دبهرنیوچاروداړیکواړوندمسایل هم داداری چاروپه کمیسون پوری تړلی دي.اوداداري چارومسؤل دټولني منشي اولومړی مرستیال دی.

يادونه : نوموړي کمیسونونه دضرورت په وخت کي هم ډیریدای سي او هم کمیدای سي.

اومه ماده:داحمدشاه بابا ـ علمي ادبي ټولنه څنګه چی یوه فعاله ،ټولنیزه او خیریه ټولنه ده ،نو با یدپرمالیاتي وټیزومرستو ولاړه وي.دمالې کمیسون دنده لري، چي دمرستي بهیرپه ډیر شفاف ډول وساتي اودلاندی معیارونوپربنسټ مالیاتی مرستي ټولی او سمبالي کړي.

الف:مرستی دداوطلبۍ اوخپلي خوښي پربنسټ تهیه کیږي. اوهغه به د مالي کمیسون دحساب څانګی ته رسول کیږي. همدغسي هرډول عایداومصرف باید دومره روښانه وي چي دعمومي غونډي اوهیئت ریسه د قناعت وړوګرځي.

بې:څه وخت چي مرستی اونورعایدات نوموړي کمیسون ته ورسیدې ، نو بیا ا جرائيه کمیټه صلاحیت لري ، چي نوموړی مرستي په وړځای کي مصرف کړي.اوپه حساب دارۍ کي باید دپيسو راکړه، ورکړه سره برا بره وي.

جیم:تر ډیره حده بایدکوښښ وسي چی نوموړي پيسې دیوه نفرپه شخصي حساب کی ونه ساتل سي،بایدکوښښ وسي چی دټولنی په نوم بانکي حساب پرانیستل سي.په دې شرط چی ټولنه ددې توان ولري.او که چیري ټولنه په وټیز یا اقتصادي لحاظ ناتوانه وه ؛ نو په دغه صورت کي به هم دحق العضویت او دښوونی اوروزني دغړوڅخه دفیس په ټولولوسره خپل مادی بنسټ حمایه کوي.

 اتمه ماده: داحمدشاه بابا دعلمی – ادبي ټولني کړنه ترډیره حده پروړیازحمتونوولاړه ده.اوقرباني ورکول دهیوادوالواودهیواد دفرهنګ دپاره ددې ټولني ترټولو ستر ویاړ ګڼل کیږي.دهمدغه روحې پربنسټ قرباني ورکونکوهیوادوالواوانډیوالانوته صلاحیت او مسؤلیت ورپه غاړه کیدای سي.اودهمدغه خبری په تائید دنده ترسره کول ستر ویاړ ګڼل کیږي.

 نهمه ماده : داحمدشاه باباعلمی ادبی ټولنه ځان مکلف ګڼي چي دنوروافغانانوسره په ګډه دخوشحالۍ ورځي،داستقلال ورځي،مذهبي ورځي اوهمدغسي نوري دخوښۍ اوغم ورځي په ګډه ونمانځي.اودملی شخصیتونودستاینوکلیزي ،ګډي غونډي اومشاعرې جوړی کړی څودافغانانو په منځ کی ده ښه پيوستون لاري پیداکړي.اودافغانانوسره دګډکار په نتیجه کی خد متونه تر سره کړي.

لسمه ماده : داحمدشاه بابا علمی ادبي ټولنه چی اوس ئې مرکزپه هالینډ کی دی.ځان مکلف ګڼي چی دامکان ترسرحده وافغانانوته دتفریح،سپورټي لوبوسیرعلمي اونوروعلمی فعالیتو نوزمینه په لاندی توګه برابره کړي.

الف : یوټولنیزدمجلس تالاریاځای به دافغانانودمحفلنودپاره اماده کوي.اوپه هغه کی به افغانان خپل درانه عمومي ،ټولنیز فرهنګي اوتفریحی محفلونه لکه؛دمورنړیواله ورځ،دښوونکی ورځ دنوی کال ورځ،دکاراوکارګرنړیوالي ورځي اوپه ټولنیزډول هغه ورځي چی دافغانانوپه ژوندکی دارزښت وړدي،دافغاني دوداودستوره سره برابرپر خپل وخت نمانځي اوجوړوي.

یو لسمه ماده:داحمدشاه باباپه علمی – ادبي ټولنه کی دځوانانو دښه تنظیم دپرو ګرامه سره سم دځوانانو دتشویق د پاره دسپورټ لوبي،علمی فعالیت اوکتابونوته دتشویق په خاطر دځوانانودکمیسون دلاری ځوانان،ټولنی ته را بلل کیږي.اوځوانانو ته ټینګه پاملرنه دټولنی دمهمو اهدافو له جملي څخه ده.او دهمدغه لاری دځوانانوکمیټي ته دنده ورسپارل کیږي،څو ځوانان په افغانی روحیه سره تر بیه او وروزل سي.

پایله

دهیوادخدمت دهرافغان دنده ده چي دخپلوهیوادوالواوهیوادته دخدمت لیڅی راونغړي اودهیوادوالو دپا ره په مختلیفو برخوکې دخدمت مصدرسي،ځیني کسان په وټیزه یااقتصادي برخه کی کولای سي،چی دهیواددبیاآبادولوپه کارونوکي خدمت وکي، ځینی کسان دامنیت او سولي په راوستولو کی دخدمت وړګر ځیدای سي،خو! ځیني دوستان بیا دعلم ،هنر،فرهنګ او دښوونی اوروزنی په به برخه کی خپله ونډه جوته والی سي. یعني هرافغان با یدیاپه مادي لحاظ خدمتګارواوسیږي اویاهم په معنوي لحاظ.

 دلته دیادولو وړبولم چي یادونه وکړم هیواددافغانانویوګډ کوردی.دهیوادخدمت دیوه نفر،یوې کورنۍ او یوه قوم کارنه دی ، بلکي:داهیواددافغانانو ګډکوردی.اوسمسورتیا ئې دهیوادوالو ګډکاردی.هیوادوال که دافغانستان دشمال،جنوب،شرق یا غرب وی. دټولو ګډټکی افغانستان دی.نودافغان پرنوم بایدسره را ټول سي،په همدغه ترتیب هرافغان دنده لري چي دهیواددښمنان که په بهرکی وي اوکه په دننه په افغانستان کی وي ،که دپردیولاس پوڅي وي اوکه دفساددلاری خیټه وران وي.داد هیوادترټولولوی دښمنان دي. اودهمدغه دښمنانوپرضدملي مبارزه دهرافغان دپاره یوه عمده او مهمه دنده ده،څو هیوادد داخلی او خارجي دښمنانو څخه وساتلاسی.داحمدشاه بابا علمی ادبي ټولنه دنده لری چی په هیوادکی دننه اوبهر داداری فساد،غضب او دبیت مال دچورمخه را ورا وګرځوی.او په دې لاره کی خپرونی وکړي، دخلکو عام ذهنونه روښانه کي.

 په اوسنیو ستونزمندو شرایطوکي چي دهیواد یوه لویه برخه منورین دهیوادڅخه بهر په مسافرۍ کي شپې اوورځي تیروي، نسي کولای چی دهمدغه بدوشرایطو څخه ځانونه خلاص کي او هیوادته بیرته ستانه سي.نوپه همدغه دلیل داحمدشاه بابا دعلمي – ادبي ټولني دنده نوره هم دوامداره،درنه او ستړې کیدونکې کیږي،چی دهیواداولادونوته په خپله مورنۍ ژبه دزده کړی زمینه برا بره کړي.او دټولني هرغړی افتخار لري چی په همدغه ستونزمندوشرایطوکې  هم هیوادنه دی هیرکړی.او دهمدغه هیوادپالنی پرروحیه ئې همدغه شل کاله دهالینډ په هیوادکي خدمت ته په دوامداره توګه پاملرنه کړې ده اونتیجه کې،په سلهاوافغانان دعلم،فرهنګ او سوادپه برخه کي روزلي دي.چي نوموړی فعالیت یوګټورعمل او دافغانانو دپوره ملاتړ وړ ګرځیدلی دی.  

داحمدشاه بابا دعلمی ادبي ټولني مشرتابه کمیټه

پای

Share

Geef een reactie

Het e-mailadres wordt niet gepubliceerd. Vereiste velden zijn gemarkeerd met *