په کندهارکي دمذهبي تندروه سقاویانوسقوط دمحمد انورخان اڅکزي دمبارزوپایله

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

»تاریخ خلک جوړوي خو راهبران خلک ټاکي«

« په کندهارکي دمذهبي تندروه سقاویانوسقوط دمحمد انورخان اڅکزي دمبارزوپایله»

   په دې کي شک نسته چي دکندهارقومونوهم په کندهارکي دسقاودحکومت په سقوط کي برخه درلودله،خوددوی غته برخه هغه وخت ښکاره سوه چي کندهارته اڅکزي دحاجی محمدانورخان په مشرتابه راورسیدل.ددغه نهضت مشرپه ډیرمهارت سره دغه ولس دانګریزانواوسقاوپه مقابل کښي سره متحد کړی.دغه وخت ددوی مؤخه په دغه څوټکو کي یادولای سؤ.

لومړی:ترهرڅه دمخه په افغانستان کي دغه وخت مذهبي تندروي باید دډموکراټیکوفعالیتونو مخه ونه نیسي.چي حبیب الله دسقاوزوی دامان الله خان دوختوقانون لغوه اعلان کی.

دوهم :دښځوونډه په ښوونه اوروزنه کي.همدغسي دکارپه مختلیفوبرخوکي .

دریم: داکلیت حکومت پراکثریت خلکوباندي.اودیوه مرکزي ټوله شمول حکومت جوړیدل په افغانستان کي،ددغه غورځنګ مؤخه وه.

څلورم :امیرامان الله خان  بایدبیرته دیوه مسقیل پا چاه په توګه پرتخت کښيني.اودیوه قانوني حکومت رامنځته کیده.

دلته ډیره مهمه خبره داده چي دغه ملي،ډموکراټیک غورځنګ څنګه راپیل سؤ.اوبیاپه یوه بریالي غورځنګ تبدیل سؤ. دیادولووړخبره داده چي راهبري په سالمه توګه وسوه.

دموضوع نورعملي ټکي په لاندي مضمون کي کتلای سی.

خدای بخښلی محمد علم بڅرکی چي دحاجی محمدانورخان زوی دی، هغه دخپل کتاب (دمحمد انورخان اڅکزی خاطرات) کې هغه حقیقتونه بیان کړي دي چي په ډیرو تاریخونو کښي نه دي راغلي، که چیري راغلي هم وي هغه په لنډه توګه بیان کړی دي لکه : ښاغلی میرغلام محمد غبار، صدیق فرهنګ ،عطائي صاحب اوداسي نورچی نامتوئې دغه تاریخ پوهان دي،خو!خدای بخښلی محمد علم بڅرکی چي خپله هم یو لیکوال اوڅیړونکی دی،هغه دخپلولیدنواودخپل خدای بخښلي پلاراودهغه وخت دنوروسپين ږیرودلیدلي حال بیان دلته په نوموړی کتاب کښي لیکلي دي، چی په تاریخي لحاظ ئې ارزښت خوراډیردی.چي زه ئې هم ددغه کتاب په حواله ستاسوسرشریکوم.دډیرومعلوماتودپاره دپورته کتاب ۸۴څخه تر۱۰۰صفحو پوري لیکنه اوترهغه وروسته نورمعلومات :

تقریبأ د۱۹۲۹ م کال په سرکښي حاجي محمد انورخان دجرګې ممبردی.اڅکزي کوښښ کوي چي دی دشاهي جرګې غړی سي.دقوم اڅکزواوحکومت ترمنځ پردغه موضوع چی اڅکزی سردارنه لري.اونورقومونه سرداران لري.اختلاف نظرشتون لري،دحاجی محمدانورخان مشرتابه تثبت دی.اوقوم هم ورسره متفق دی.

په دغه عین وخت کښي امان الله خان دسقاودزوی څخه ماته خوري.دکابل څخه وکندهار ته وخپلوماماخیلو ته را ځي.خوماما خیل ئې بارکزي خپله وسلطنت ته غلی دي.برسیره پر دغه علت په کندهارکي انګریزانوهم ودغه اختلاف ته پیک واهه.اوامان الله خان ددرانیت په سبب غندل کیدی.اومخالفت ورسره کیدی،سربیره پردغه ټولوکړاونودکندهارڅخه یولښکري فوځ تیارسؤ.چي ترغزني ئې دامان الله خان سره ملګري وکړه،ترکابله ونه رسیدی اوپه غزنی کې ماته وخوړل.دلښکرسره بیرته کندهارته راغلل اودکندهاردبدنامۍ اوپيغورسبب سوه.امان الله خان سره دخپلي کورنۍ فراراختیارکړی.چي دچمن دلاري اروپاه ته ولاړی.سقاؤ حبیب الله پرټول افغانستان واکمن سو چی دغه دپښتنو ننګ هم سؤ.

حاجی صاحب محمد انورخان وائي :دغازي امان الله خان په دغه ډول وتل دپښتونخواټوله پښتانه خوراخواشینی کړل.په دغوشپو کي به ډیروخت دعبدالعلي خان اخوندزاده ( کاکړ) پردکان دغه مسئله مطرحه کیده.اودکوزي پښتونخوایا سویلی پښتونخوامنورین خوراډیرپه خوابدی وه.یوخودپښتنو دلاسه پا چهي وتلې وه،بل دکندهارعزت په خاورولړل سوی ؤ.

بیا هم حاجی محمد انورخان اڅکزی وائي: ـ زه په خپله یوورځ دموټرپه مخکي سیټ کښي ناست وم.چي دبازارګي څخه کوټي ته تلم،ترشاه می په موټرکښي ډول،ډول خلک ناست وه.یوهندودغه نوروخلکو ته ګډوو،هغه نوروخلک پرهندوباندی خندل،زه هم ورته ځیر سوم هندووویل : ( یوخوددرانوعورته څه و څه کوم ترکابله پوري.اوبل داخباروالاؤعورته څه وڅه کوم ترلندنه پوري).خلکوورته وویل ولي؟،هندووویل:په دې سبب چي ددرانو څخه پاچهی ولاړه،دیوه نامرده پزه نه سوه سره په وینو. نه ! یومړسؤ.اواخباروالاخوتش درواغ را بارکړی دي.

بیا هم محمد انورخان اڅکزی وائي :ما دشرمنده ګۍ څخه ځان ناګمانه واچوی،خو تکاني ئې ډیرکړم.دسقاوی په وخت کي دغه اودغسي نورپيغورونه وپښتنواودپښتنومشرانوته متوجې وه.نوځکه حاجی محمد انورخان اڅکزي پریکړه وکړه چي دپښتني لمن څخه دغه تورداغ پاک کړي.اودکندهاردوریندارګانوپوړنی ورپرسرکړي.ده ددې پریکړي دسرته رسیدودپاره لومړی یوه سرحدی دوره وکړه،چي یوه تفریحي دوره وه،چي په ضمن کې دخلکوعام فکرونه هم معلومول.بیله دې چي دخپل تصمیم اظهاروکړي،حاجي صاحب لومړی توبې ته ولاړدتوبې او چمن دخلکو سره ئې ولیدل،بیا دخواجه مران (خواجه عمران) په غره کې چي کوم اڅکزي وه هغوی ته ولاړی.دهغوی افکارئې ځانته معلوم کړه.په دغه دوروکي یاسفرونوکي دته معلومه سوه،چي قوم اودسیمي خلک ټول دسقاودحکومت په راتلو باندي خواشنی دی.خودسرسړی غواړي چی بسم الله کړی اوبیرغ راوچت کړي.

محمد انورخان اڅکزی دخپل کارپیل داسي وکی:څرنګه چی ملک ایوب،حاجي ایوب اوملک ولات چی مخکې په کتاب کي ذکرسوی دی، دحاجي محمد انورخان ټینګ ملګري وه.چی هم ئې رازورسره شریک ؤ.نوده ترټولودمخه خپل رازپه ده شریک کړی.او ددوی څخه ئې وغوښتل : چی تاسو هم هریو دخپل قوم مشران یاست،زما سره ملګری او دا قومي ننګه تر سره کی.دوی هریوه واعده ورسره وکړه،خو بیا پر وخت دغه ملګری پښیمانه سوه.په هر صورت دده صلاح ورکونکی عبدالعلي اخوندزاده ؤ.محمد انور خان واخوند زاده صا حب ته وویل: چي په دې حرکت کي یومترقی ملا ته هم ضرورت دی.خوزه داسي څوک نه پيژنم،چی هم دي ملا وي او هم دی مترقي وي او همدی سنګرپه وساتل سي.عبدالعلی اخوند زاده مؤلوي بهرام خان ور ته معرفي کی.تردغه وخت لاحاجی محمدانورخان اومؤلوی بهرام خان اڅکزی نه سره پيژندل.دعبدالعلي اخوند زاده په پيژندلګلوي مؤلوی بهرام خان او محمد انور خان سره وپيژندل.نو دعبدالعلي اخوند زاده په پيژندلګلوي محمد انور خان اڅکزی دپيرعلي زو وکلی ته ورغلی،هلته مؤلوی صاحب دمسجد ملائي درلودله،هلته ئې مؤلوی صاحب په حجره کښي ولیدی.او دموضوع یادونه ئې ورته وکړه.مؤلوی بهرام خان اڅکزی ورته وویل : داخو ښه خبره ده.پرعلماؤ اوخانانو فرض دی،چی دغه قومی ننګه ترسره کړي.خوزه هغه وخت ستا ملګری کوم،چی تا محاذ خلاص کی او داخل دجنګ سوې.

کله چي ده دمؤلوي صاحب څخه قول واخیستی.نوبرابرخپل کورګلیستان ته راستون سؤ.په ګلیستان کې محمد افضل اوملا قاسم ادوزی چي هم دقوم مشرؤ.هم یاغی خلک وه.چی دته ئې پناه راوړې وه.او هم دده ګاونډیان وه.ددوی څخه ئې په غیري مستقیم ډول پوښتنه وکړه چی که زه دسقاو په جنګ کي دپښتون په ننګ ورګډسم .تاسي مي ملګری کوی کنه نه؟.دوی دواړوپه خورا ځوانمردی وویل:کله چي ته دادوني عزت جائيداد او عیالدارۍ دقوم پر ننګ پریږدې. موږ څه لرو؟.موږ دی په سر کی ملګري یو،ته مو خان ئې موږ دی لښکریو.څه چی دي امر وی هغسي به کوو.نوپسله هغه ده ومحمد افضل خان ته هدایت ورکی چي ته یوازي سره دکډي ترمخه ولاړسه.هلته پنځوس شپته تنه توپنکچي،توپکوالاسره پيدا کړه.زه در پسې یم.ته دا ایله جاري جنګ (ګوریلائي ) پیل کړه.محمد افضل سم دخپل هدایت سره ولاړی.کله چې پنځوس شپیته توپکچې ددفاع او تعرض دباره تهیه کړه،نو ئې وحاجي محمدانور خان اڅکزی ته خبرورکړی،چي نفر ستاسو امر ته حاضردي.خو دحاجی صاحب دسفرلوازمات لا تراوسه نه وه برابر،نو ئې محمد افضل خان ته بیا هدایت ولیږی،چي اوس نو چی نفران موجودسوي دي،نوعملیات را پیل کړی.اویوڅه توپک اوکارتوس اونورلازم جنګي توکی لاس ته راوړی.(زه د رروان یم) . دوی هم ډاکې شروع کړې.څه اسلحه ئې نوره هم پیداکړه.چي دوه تنه سقاویان ئې هم ټپیان کړه،نوڅه وخت چي دغه خبرکندهارته ورسیدی. نوسقاویانواعلان وکی،چي هرچاه چي داڅکزی سررا وړی دوه سوه روپۍ ئې انعام دی.چي دهغه وخت دوه سوه(۲۰۰) روپۍ داوس وخت ترشل زره روپيومبلغ هم ډیریږي.

هلته په داخل کي دافغانستان دحاجي محمد انور خان اڅکزی نفر فعالیت کوي،خو دلته بیا ده خپلو اجراتوته په ډیره پټه طریقه دوام ورکړی دی.کوم وخت چي امان الله خان دکندهار څخه غزني ته لښکرکوي،دګلیستان کاریزاو عنایت الله خان کاریزځوانان درضاکارانو به توګه دامان الله خان دمرستي په غرض وافغانستان ته دتګ تیاري شروع کړې وه،انګریزي حکومت خبر سواودوی ئې بندیان کړه،څرنګه چی دقوم دمشرۍ چپنه دحاجي صاحب پراوږووه،نودی خپله وه پلټیکل ایجنټ (سیاسي نماینده) ته ورغلی،چي دوی راخلاص کړي.خوایجنټ دوی بې ضمانته نه خوشي کول.او ضمانت ځوانانونه ورکاوه.ځوانان ښه ډیرعمربندیان وه،بیا په ضمانت ورکولو راایله سوه.دغه وخت حاجي صاحب په خپله دسفر هوډکړی ؤ.اوپرسردسفر ؤ.او په ډیرپټ ډول آن تر دې چي په خپل کورکې لا هم څوک نه وه خبرکړي.او په پټه ئې یودوې جوړې کالی راواخیستل،مخ پرچمن رارهی سؤ.دسنځلي پرستيشن باندي ده دا فکروکی، چي چمن ته باید ورنه سي.ولي! په دې چی په ټرین ګاډۍ کي چاه ورته وویل:چي خان موږ په چمن کی واوریدل چي خان ته افغانستان ته تللی ئې؟.په همدغه خاطر ئې دچمن تګ بیخي ترک وهی،دغه متاسفانه وخت نه لاره ده ته معلومه ده اونه هم ده په سیمه بلد دی.خو! دی به دغه جرت کی دی چی څنګه به کوي؟،کله چي دسټیشن دروارزې ته را ورسیدی،چي ګوری حاجی غازي ادوزی په ګاډۍ کي بې ټکیټه سپورسوی دی.اوس بابو نیولی دی.اودوه چنده محصول ځینی غواړي،خودی ئې نه لري.ددې موقع په ګټه اخیستلو سره،هغه محصول(پیسې) محمد انور خان بابو ته ورکړې.او حاجي غازي ئط را خلاص کی.حاجي محمد انورخان دحاجی غازي په ملګرتیا ئې لومړۍ شپه دملیزي ګوډ نظرمحمد په کور کي تیره کړه.دوهمه شپه ئې دابراهیم خان ملیزي په کور کي وه.اودریمه شپه ئې (آبتو) ته را ورسول،چیري چي محمد افضل خان ،حیات ،شکورجان،غفورخان اونور ملګري سره را ټول وه.په دې وخت کي داوریدو له مخي محمدنادرخان په خپل محاذ کی دوه،درې واره ماته کړې وه.او نورلښکرچی ورسره ملګری وه،هغه هم دمایوسۍ په کنده کي ناست وه.خودکندهارپر محاذ حاجی محمد انور خان اڅکزی ګوریلائي جنګ را پیل کی.او هغه سقاوي سربزان چي به دکندهار څخه دنادر خان ومقابلې ته لیږدول کیده، مخه ئې را وګرځول.اودلې په کندهار کی په ځان اخته سوه.

وروسته تر یوڅوورځوحاجي زکوم خان سره دخپل زوی داروخان سره ځان دمحمد انور خان وکمپ ته ځان را ورساوه.اووې ویل ( چي زه دمحمد انور خان په رتګ خبر سوم،نوځکه راغلم،چي پرمسائيلوسره وږغیږو).وروسته وروسته ترخبرواترودواړو پردې اتفاق وکی،چي واقیعت دسقاویانوظلم وریندارګاني سرتوره کړی دي.اوسقاویانویوقومي ننګ راپيښ کړی دی.باید دامعرکه (دجنګ میدان) دپښتوپرننګ را پیل سي.

حاجي محمد انورخان وزکوم خان ته وویل:چي پر موضوع باند اتفاق دی،(نودمخه سه)،خوزکوم خان وویل: (چي ته دپلاراونیکه داڅکزوخان راغلی ئې په تاپسي ټول اڅکزي درتلای سي ،مصلحت دغه دی چي ته تر مخه ئې.)هغه وو، چی محمد انورخان ترمخه سؤ.

لومړی کار چي دوی په ټولیزه ډول وکی هغه داؤچي،سرحدي پوستواو سپین بولدک ته ئې لکونه ولیږل اوداڅکزوقیام ئې اعلان کی.ددغه ځایه څخه را وخوځیدل ،دوهمه ورځ دمیل ورباط ته راورسیدل،په دغه وخت کي مؤلوی بهرام خان اڅکزی هم را ورسیدی.اوپه همدغه ځای کی ئې ادرکزوبهیرهم خپله ملګري ورسره اعلان کړه،خوکاکوزوچي ملک ئې (مددخان ) ؤ،ملګري اوملاتړورسره ونه کی.زکوم خان، محمد افضل خان اوځیني نور کسان په مرکه ورواستول سوه.او هلته ورته ناست وه،خومددخان دسقاویانو حکومت ته خبرورکړی ؤ.چي ځیني غله را غلی دي ،عسکر را ولیږی چی یا ئې ګرفتاره کړویا ئې فراره کړو.

په دغه وخت کي داڅکزو (۵۰) تنه غښتلي ځوان سربازان دجاغوری توپک لرونکي،پنجتیره توپک لرونکي موجود وه.لښکر دلې دوې شپې تیري کړې،په دریم سهار دمیل درباط دخواسقاوي سرکاري موټران را ښکاره سوه،چي ګوري عسکر په کښې دي.په دې وخت کي اڅکزي دستي دهغو کسانو په لټه کي سوه ،چی دمددخان کره په مرکه ناست وه.وهغو ته ئې نوره قوه ور ولیږل،هم ددغه ځایه څخه مسلحانه جنګ را پیل سؤ.څه وخت چي سربازان دموټرانو څخه را کښته کیدل،دوی فیرونه ور باندی کول چي دیادولو وړ تاوان ئې ور واړوی.دسقاوي عسکرو څخه ډیرووژل سوه،هغه څه چي دموټرانو څخه په کښته کیدوبریالي سوی وه پرسپن میدان ئې خپور وکیښ.او اڅکزو دیوه زاړه انګوري باغ وجوته ځانونه ورسول.چي همدغه جوې ئې سنګرسوې.دلته ترماښام پروري کلک جنګ وسؤ.چی په دغه جنګ کي دسقاویانو مالي او ځانی تاوانونه بیځي ډیروه.او داڅکزویو نفر(عبدالله غبیزی ووژل سؤ.)ماښام دجنګ بندۍ اعلان هم سقاویانووکی،دغه جنګ دمددخان پرکلي ؤ.چي وکلي ته دطرفینو دخواڅخه ډیرتاوان ورسیدی.په واقیعت کي داڅکزودصلي اطاق دډرۍ درود پرغاړه په ریګ کي ؤ.نو کله چي دلته جنګ بندي وسوه نواڅکزي بیرته وریګ ته ستانه سوه.او هلته ئې خپل سنګرونه دسبا دجنګ دپاره جوړکړه،په دې سبا بیا جنګ وموښتئ.چي دنن جنګ دومره شدیدنه ؤ،لکه دپرون جنګ .دنن جنګ ددواړو خواو څخه مدافعانه جنګ ؤ.کله چي ماښام سؤ. او جنګ بندی وسوه.نو دلښکرومشرانوغوڼده وکړه.پرمسئلواوفعالیتو،واقیعاتو اوفیصلوئې غوروکی،پریکړه ئې ږکړه،څرنګه چي داڅکزوسره دومره غذائي مواد (اذوقه) نه سته او نه همدومره سلحوی او جباخانه چي په همدغه میل کي وجنګ ته دوام ورکی.نوئې دغه غوره وبلل چي دکندهار ښار ته ځانونه نژدې کړي.چي دهغه ځایه قومونه ورسره ملګری او مرسته ورسره وکي.او جنګ ته هم هلته دوام ورکړي.داځکه چی اصلي غرض او مؤخه هم دکندهار دښار نیول دي.اڅکزو چی جنګ را پیل کړی ؤ.هغه دکندهار داقوامو په ننګ ؤ.داڅکزو خیال ؤ،چی موږ ورورسیږو دوی به ښه راغلی یا لبیک را ته ووائي . خو حاجي محمد انور خان وائي: (داسي نه وه). اڅکزو تیروتنه کړې وه.خو اڅکزو په دغه شپه بیرته ومیل ته ولاړل.پرلاره باندی تر یوڅه استراحت وروسته دسپین بولدک یو نفرداڅکزو لښکرو ته ورغلی.او دغه پیغام ئې ودوی ته ورکی.چي په سپن بولدک کی هم انقلاب راپیل سؤ.او مهردل خان بارکزی ئې دخپل غونډمشر وټاکی.داوخت اڅکزو ته داخیال ور پیدا سؤ.چی ددغه سړی پيغام به خو کوم عسکري چال نه وي.چی دهغه ځای اڅکزو دحکومت به مجبورۍ دغه پیغام را لیږلی وي.دوی فکر وکی،شاید حکومت دکندهاراوسپین بولدک خواوي تقویه کوي.او غواړی چي موږغافله کړي،محاصره موکي ،نودوی داحتیاط په خاطرهغه قاصد بندی کی.او خپله دریګ وچول ته وختل.او دنورومعلوماتو به انتظارسوه.چي اصلي کیفیت او صورت حال څه دی ؟.

په دې سبا معلومه سوه چي داقوم استخباراتي او عسکري چال نه ؤ.بلکي حقیت وو.دسپین بولدک غونډدسقاویانو پرضد قیام کړی ؤ.او سقاویان ئې تښتولي وه.کله چي سقاویان ومیل ته را ورسیدل جنګ دتخت پل په غره کي را پیل سؤ.اڅکزو هم ځانونه ور ورسول.په دې وخت کې دمشرانو قومنده پردو خواو وویشل سوه.یوه برخه دکندهار ولوئي لاري ته سنګري سوه،په دې خاطرچي دښاره څخه نوري قواووي را ونه رسیږي او هم هلته ئې تم کړي بله برخه داڅکزو دلښکرو ومیل ته ورغله چي دمهردل خان دغونډ ملاتړ وکي.

اوس نو داڅکزویوه لویه قوه د(حاجي محمد انور خان اڅکزي ده).پرکلي دکلي پرسړک حاکمیت لري.او بله قوه ئې دغوڼد ملګري کوي.خو کله چي مازدیګرسو،نودسقاویانوهڅه دکندهاردښار پرلوري سوه.او دماشیندارو جنګ ئې په داسي شدت را پیل کی چي حد نه لري.خو!داڅکزو عملي حکمت داوو،چي دماشیندارودمسلسلوفیرونوپه مقابل کې یوفیریا ټک لاهم نه کوی.او کوښښ ئې داکوی چي سقاویان په دې فکر کي سي چي دلته خو هیڅوک هم نسته ، نوکله چي دټوپک تر خولې لاندی سوه،هلته به برید ورباندي کیږي.همدغسي هم وسوه ، کله چي سقاویان را نژدې سوه نوټکان یا فیرونه ورباندی وسوه،سقاویان داسي (واښ و غوزی) سوه چي لاره ځینی ورکه سوه نو دقلات او مهند و لاره ئې واخیستل.تجهیزات، سامانونه ځیني پاته سوه،بری بیا هم داڅکزوپه برخه سؤ.په دې وخت کي دسپين بولدک څخه یو موټردډوډۍ راغلی او هغه داڅکزوولښکروته وروویشل سؤ.تر ډوډۍ خوړلووروسته داڅکزو مشرانو بیا غونډه وکړه چي په دې غونډه کي فیصله وسوه.چي زموږمؤخه خو دکندهارښاردی دلته باید وخت تیر نه سي،ځکه امکان لري چي سقاویان بیا راته دکندهار شاه وخوا دښورندام اودذاکر بند راته ټینګ نه کړي او هلته خپل سربازان یا قواوي وانه چوي.نو اڅکزو کوښښ وکی چی ژرترژره خپل ځانونه ترمخه لاهغه ستراتیژیکوځایوته ورسوي.نوپه همدغه شپه را کوچ سوه او سهاروختي دحاجي محمد انورخان په مشرئ ډله دذاکروبندته را ورسیدل.او نوري ډلي په دې بریالي سوې چی ښورندام ونیسي.په همدغه وخت کي پر فضأباندي دالو تکی ږغ واوریدل سؤ.او بیا ورو سته الوتکه ولیدل سوه.چي دکابل څخه رارهي سوې وه .دښورندام نفرو دستي دالوتکي خواته وروځغستل.او په تراټ ئې ځانونه ورورسول،دالوتکي پیلوټان په تیښته بریالي سوه،خودوی تیاره ماته کړه او څه عسکري سلاحوي، تجهیزات اودګټي وړشیان ئې ځینی تر لاسه کړه.دغه وخت داڅکزو لښکري هم دکندهار ښارته ورسیدې.او ښار محاصره سؤ.دروازې دښار دسقاویانو دخوا څخه بندي سوې اوکلا بندي را پیل سوه.

   پسله (۲) ورځوڅخه مهردل خان هم را ورسیدی.څرنګه چي عسکرودی په مشری منلی وو.اووخت هم ډیر باریک وو،نو اڅکزو هم دی دعسکرو په مشری قبول کی،او دښار دباندی دمهردل خان حکومت سؤ.وروسته تر پنځوورځو قلعه بندي محمد اسحاق خان اڅکزی دخپلو لسو نفرو سره دخاکریزه را ورسیدی.اوبیا داسي آوازې خپرې سوې چي معصوم خان علیزی اوعبدالعزیزخان الکوزی هم راروان دي.دغه آوازې ولښکرو ته لویه تسلي وه،لیکن کوم وخت چي معصوم خان او عبدالعزیزخان را ورسیده،دمعصوم خان یوازي دوه تنه ملګري وه،خو عبدالعزیزخان شل کسان درلودله،دغه وخت جنګ هم را پیل سوی وو.لیکن اڅکزي دکندهاربه ملګرئ هوساه نه سوه ،نه دوی جنګ کاوه.

   یوه تر ټولو لویه بده خبره چي پيښه سوه هغه داوه،چي دښار تر کلا دباندي چي کوم سقاویان وه ،هغه دمحمد نعیم بابي په سرکردګي سره را ټول سوه او ترکو ئې هم ملګری وکی،دوی خپل مرکزمهمندرباط وټاکی،ددغو قومونو چی مخالفه وه تعدادئې (۴۰۰یا ۵۰۰) تنو ته رسیدی.خو څرنګه چی هلته دمهمندوپه رباط کي داڅکزوهم یولږ شمیر خلک موجود وه نو دهغود کومک په خاطرزکوم خان او محمد خان سره دڅو تنو نورو توپچي ورولیږل سوه،همدغسي په دغه وخت کي محمد انور خان ته دنده ور کړه سوه، چي دقلعه (کلا) دکلابندئ څارنه وکي،چي سقاویانو ته ددباندي مرسته ور ونه رسیږي.

  څرنګه چی دمهمندو درباط حالات ورځ تر بلي دخرابیدو وخواته روان وه،نو مهردل خان ، معین خیرو جان او مهردل خان غونډه وکړه،مهردل خان ومحمد انور خان اڅکزی ته وویل: چي دغه کار بیله تا نه کیږي.ته دخپلو کسانو سره ورسه او موضوع چی هرډول حل کیږي هغه سې حل او فیصله کړه.په دې وخت کي محمد انور خان دښار دخلکو څخه شکایت وکی،مهردل خان ته ئې وویل: تاسي دښار خانان دښاردقلعه بندۍ ذمه داري قبوله کی.یا دمهمندو درباط شخړه فیصله کی.یوه ذمه داري (مسؤلیت) خوزموږ څخه واخلی،په دې وخت کي خیروجان پوپلزي وویل:(چي په موږ ولاکه یوه خوا لا جوړه وي).جنګ تاسي اڅکزورا پیل کړی دی تاسي ئې ختم کی .

   اخیرمحمد انور خان مجبورسؤ.دخپلو نفرو سره دمهمندو ورباط ته ورغلی ،محمد انورخان یادونه اووائي: کله چي زه ورورسیدم،هلته دوی دسولي خبري را پیل کړي وې.چي مؤخه ئې داوه چی موږ په تاسو کار نه لرو،تاسو به موږ کار مه لری.دسقاویانو حکومت هغه دي جوړوي ،نوري پریکړی به حکومت کوي چی څرنګه لازمه وي،محمد انور خان اڅکزي دغه بریکړه دستی ردکړه،مهردل خان ته ئې خبرورکړی چي دستي باید را ورسیږي.لښکرپربله خوا لغړي خو فقط زه ئې مخالیف یم،مهردل خان ته چي خبرورورسیدی هغه هم په دستي را ورسیدی.

   په دې وخت کی سقاویانو او ترکو دقلعه څخه قرانونه را ځړولی وه،چي هم ئې دسر نجات غوښتی او هم ئې ډوډۍ غوښتله.او هلته په مهمندرباطو کی دسولي غونډه او خبري رواني وې.په دې غونډه کي دکندهار ټوله شکیل قومونومشران سره را غونډسوي وه.څوپه اخیر کې داسي پریکړه وکړه:چي ټوله ترکي دي سره دخپل مشره (وکیل خدایداد خان) خوشي یا ایله سي.اوټوپک دی هم نه ځیني اخیستل کیږي،خودسقاویانوڅخه دي ټوپک ټول اودوی دی زندانیان سي.چي دغه پریکړه عملي سوه.نوددغه غونډي وروسته دمهمندو رباط هم فتحه سؤ.خوبه دغه سهار دکندهاری خانانو او اڅکزو تر منځ داتنازعه (کشمکش یا جنګ) پیداسؤ.چی کندهاري خانانو وویل:اڅکزي دي دمهمندو رباط ټینګ کړي،کندهاری خانان به دښار وحاصرې ته ورسي،خو اڅکزودکندهار دفتحی افتخاردوی ته نه ور کاوه.اوبه خبله دښارومحاصرې ته ورروان سوه،ماپښین اڅکزي وښارته ورسیدل.اوسقاویان په دې خبرسوی وه،چي دمهمندو رباط اڅکزوفتح کړی دی اوهمپه هغه پریکړه خبرسوي وه،چي سقاویان به خلع سلاح کیږي او زنداني کیوي به.خو هغه کندهاری کسان چی په ښارکي محاصره وه،هغه دمهمندوپریکړه خوشحاله سوي وه.

   په دغه وخت کي دمهردل خان په مشرئ په کرزکي یوه غونډه جوړه سوې وه.چي پرمسئلوغوروکي اوحاجي محمدانورخان اڅکزی هم دغه غونډي ته ورروان وو.چی په لاره کې ولیدل چی خلک ټوله دښارپرلورورځغلي نارې وهي وائي: دښاردروازې خلاصي سوې.څرنګه چي دحاجي محمدانور خان ځیني سکه تربرونه لکه: ستارخان اونورپه ښارکي دسقاویانو ګروي ګان او بندیان وه،دبله پلوه دمهردل خان هغه غونډه چي په کرز کط جوړه کړې وه،په مشکوکه سوه،نو محمد انور خان هم دښارپرلور مخ را واړاوه،چي دعبدالستار خان دوی او نورو درک معلوم کي.نوکله چي ښکارپوردروازې ته ورسیدی،چی ګوري خلکو ځینې ایښي دي او پرقلعه ورختل به ښارورننوتل.نو محمد انور خان هم ښارته ورغلی.دغه وخت لادښاربه ارګ کی جنګ شروع دی.اوپه ښار کي (حاجي کرو) چی دسقاویانو دسختو پلویانوڅخه وو.یو چاه ویشتلی ؤ.او مړی ئې پر میدان پروت وو.او خلکوئې ننداره کوله.دغه سړي(حاجي کرو) بر اڅکزودکفرفتواکړې وه.کله چي محمد انور خان وښارته ور داخل سؤ.نو تر ټولو لومړی ئې هڅه وکړه،چي ځان دښاروبنديخانې ته ورسوي،چي عبدالستار خان دوی چی سقاویانو دده دتربره په نوم به جبر بندیان کړي دي،دوی اونور بندیان را خوشي کړي.خو کله چي دی دارګ وخولې ته راورسیدی .نیازمحمد خان چي دده یوبل تربور وو،هغه په مخه ورغلی هغه خبرورکی چي عبدالستارخان اونوربندیان دوخته لا زندان مات کړی دی او وتلي دي.دغه وخت دښارټوله دروازې خلاصي سوې اوښاراڅکزوفتحه کی.

       دکندهاردښارترفتحي وروسته خدای بخښلی محمدعلم بڅرکی په دې باب داسي یادونه کوي: ګمان کوم چي داوخت به یا ۱۹۲۸م کال پای وي.یابه د۱۹۲۹م کال سروي،چی اڅکزي سرتیرو کندهار دسقاویانودمنګلو څخه وژغوری،دوریندرګانو پوړني پرسرورسموي، تر فتحي دستي وروسته دمشرانو غونډه وسوه،چی په غونډه کي پر اداري اونورو چارو غوروسؤ.

په دې عونډه کي مؤلوي صاحب بهرام خان اڅکزی دښار دقاضي په توګه مقررسؤ.

بله موضوع چي ترغورلاندی راغله ، داپوښتنه وه چي ایا موږدغه جنګ دامان الله خان دپاره کوو،که دنادرخان دپاره.ځکه چي په دې وخت کي امان الله خان دهیواد څخه وتلی ؤ.او نادرخان وه هیوادته راروان ؤ.

   که څه هم نادرخان په خپله هم په وارو،واروداویلي وه،چي زه دامانا لله خان دپاره جنګیږم.او اڅکزوهم لومړی پیل دامان الله خان دپاره کړی ؤ.خوکله چي نادرخان افغانستان ته داخل سؤ،نوئې تصمیم واوښت.اوس اڅکزي اوکندهاري خانان دهم دغه پوښتني سره مخامخ وه،چي بیعت چاه ت ورکړي؟.په پای کي داپریکړه وسوه،څرنګه چی امان الله خان اوس دهیواد څخه وتلی دی.او محمدنادر خان ددې دپاره برابرشخصیت دی اودامان الله خان بیرته را تګ ناممکن هم دی.اوامکان سته چي دده طرفداري یوه بله ستونزه دداخلي جنګ هم پيښه کي،نواڅکزوهم دغه پریکړه خوښه کړه اومحمد نادرخان ئې تا ئیدکی.

محمدنادرخان دغه وخت په ۱۹۲۹م کي پرکابل حمله وکړه اوکابل ئې دسقاویانو څخه ونیوی.

   دغه وخت چي کابل دمحمدنادرخان دخوا څخه دپکتیادلاری فتحه کړل سؤ.دکندهارقواوی هم داڅکزوترمشرۍ لاندي ترغزني پوری رارسیدلی وې.اودلته دتاریخ یوه بله پاڼه را منځته سوه، چی افغانستان دسقاویانو دلاسه څخه ووتی.اومحمد ناردرخان په کابل کي دجنوبي دخوا څخه پرکابل راغلی او محمد انور خان دکندهاره څخه تر غزي را ورسیدل،خودلته نور تم سوه، نه ئې غوښتل چي کورنی جنګونه وسي، نومصلحت داسو، چی دتفاهم دلاري مسئله حل کړي،که څه هم دغه وخت په ګردیزکښي دسقاودخلک یوه لویه قوه لاهم پرته وه،خو هغه دکابل په نیولوسره وارخطا سوه.ځکه چي دغزني دلاري څخه ئې هم لاره اڅکزووربنده کړې وه اوهم دغسي دکابل شاه وخوا هم دنادرخان ترمشرۍ لاندي سربازانولاره وربنده کړې وه. سقاوهم دیول لښکرو سره دشمال خواته فراره سوی ؤ.برسیرپردغه وضعت بریالیتوب دمحمد نادرخان په نصیب ځکه وو،چی دکندهارخلکوئې ملاتړکاوه،دغه وخت دشرایطوسره سم دسولي خبري اتري روانی سوې،چی نورپاته کوچني اوغټ مسائيل دخبرواوغونډودلاری سره حل کړل سي. نوربیا دغه توره دوره پرافغانستان باندي دمذهب په نوم دافراطیت په نوم رامنځته نه سي.دغه غوښتنه په ټولیزډول په افغانانواوپه ډیره بیاپه دکندهارپه پښتنوکي ډیره وه.دکندهاراڅکزی که څه هم دتاریخ په اوږدوکی دښاري تمدن څخه لیري ساتل سوي وه، خو دحاجي محمدانورخان اوقاضی بهرام خان په موجودیت کي هغوی هم دښووني اوروزني دبهیرغوښتونکي وه.داځکه چي دغه داڅکزومشرانوخپله دوخت بشپړه زده کړي کړي وې، اودوخت په مروجه علومو،ژبوباندي پوهیدل،ترډیره ځایه ئې سیاسي فکرهم درلود.اوپه څوځله،دهند برتانوي په وخت کې دسیمی دسیاسي ګوندنوسره شناخت هم درلودی.نوسیاسي پوه ډیره وه.په دغه خاطرئې هم دافغانستان څخه دغه توره دوره دسقاوی ړنګه کړه.اوبیائې هم دخپل ځانونودپاره واک نه غوښتی،ځکه نودنادرخان سره وه یوه سولیزي پریکړي ته ورسیدل. چی دموضوع تفصیل به ئې وروسته دمحمد نادرخان په پا چی کي ذکرسي.

Share