طالبانود۲۰۲۱تر۲۰۲۲م اګسټ،ځانونه په پنچرټیرراورسول

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

طالبان په کال ۲۰۲۱م کښي قدرت ته ورسیدل اوداشرف غني څخه ئې واک په زوره تر لاسه کړی.اوددوحې دپریکړوپه بنسټ ئې دنړیوالو سره وپيژندل،چی ددې زمینه هم امریکا او ناټ،ورته برابره کړه.طالبان یو سخت دریزه ډله اوددوی درا تګ سره ډیرمنورین دهیواد څخه فراره سوه.په دغو کسانو کښي یولړجنګسالاران اودهیواد هغه خائين عناصرهم وتښتیدل چي په پخوانیووختونوکښې ،ډیررشوت،غضب اوظلمونه کړي وه.اوهغه کسانو چي دناټواوامریکائیانوسره مرسته کړې وه هغوی هم دخپلو ځانونودمسؤنیت په خاطردهیواد څخه وتښتیدل، ممکن ددغو کسانو تعدادتر لکونو هم واوړي.طالبان چي په لومړي سرکښي هیوادته را داخل سوه،قومندان خاشه ئې ووژی او همدغسي ژورنالیست او خبریال نعمت روان په ۱۴ ناحیه کښي ووژل سؤ.بیا وروسته تر هغه دریاست جمهوري خبریال مینه وال هم ددارالمان دسړک پرشاه وخوا ترور کړل سؤ.اودطالبانو دترورلړۍ دغه وخت خورا ډیري وې.

خوڅه وخت چي طالبانوداګسټ پر ۱۱ نیټه هرات ونیوی،تورن اسماعیل ئې دسازش په خاطر بیرته خوشي کړی.پر۱۲داګسټ کندهار طالبانو ته په لاس ورغلی.چي دکندهار دسقوط سره سم زابل،روزګان او فراه هم دطالبانو لاسته به ډراماتیک ډول ورغله.پر۱۴ داګسټ مزارشریف طالبانو ته په لاس ورغلی،خوچارواکي ئې لکه عطامحمدنور،دوستم اونور معلوم کسان ئې دحیرتان دلاري تاجکستان او ازبکستان ته وتښتیدل.پر۱۵داګسټ ننګرهارهم طالبانو ته وسپارل سؤ.پر۲۰ داګسټ لغمان،ډایکونډي ،بامیان هم طالبانو ونیوی.دیوې خواکابل محاصره ؤ.او خبري هم روانی وې.

د۲۰۲۱ کال ۱۶ داګسټ نوې صفحه واوښتل:

پسله شل کاله څخه طالبان بیا کابل ته ور ننوتل او ارګ ئې خپل کړی.دغه وخت ۱۵زره طالبان کابل ته را ننوتل او ملي راډیو ټلویژون ئې ونیول.خلکو دکابل پر هوائي میدان رش او تحاجم را وړی.دکابل پر میدان ګڼه ګوڼه ډیره سوه.خلک بیله تکیټه الوتکوته ختل ،خو پنځه کسان بیا دباندي ترالوتکي پرتیاره باندی ځړیدل او ځانونه ئې ټینګ کړی وه.خوڅه وخت چي الوتکي الوتنه وکړه نوهغه کسان چي تعادئې (۵) کسانوته رسیده دالوتکی څخه لاندی را ولویدل او ځای پرځای مړه سوه.چي به دغو کسانو کښي یو هم دکتورفدامحمد (امیرنومیدی) ؤ. روح دې ښادوي.دغه ۱۶ داګسټ لومړۍ ورځ وه چي طالبانو کابل ونیوی. نورنوپه هیوادکښي دغسي سیمه اوولایت اوجودنه دلودی چی طالبان دي هلته واک ونه لري.معنا ټوله افغانستان طالبانوته وسپارل سؤ.دغه یوارتجاعي انقلاب ؤ،چي دټولنی په ذهني او عیني شرایطو کښې تغیرات را وستل .یا دټولني کییفیت او کمیت ته په ټوله معنا تغیرورکړل سو.دغه یو تند روه اسلامي ،ارتجاعي انقلاب ؤ.چي ددغه یوه کال په جریان کښې دهیواد اقتصاد،فرهنګ،کلتور،ادبیاتو اوعلم ته سخته ضربه ورکړه.دښوونی اوروزنی په برخه کښې دنجونو ښوونځی دشپږم ټولکۍ څخه وروسته نجوني پرکور کښینولې، دافغانستان اصیل موسیقي ئې بنده کړه اواوریدل ئې هم ګناه وګڼل،سینمائي علمی فرهنګ ئې په صفر کښي ضرب کړی.طالبانو په دغه فرمانونو سره خپل جهالت په بشپړه توګه ثابت کړی.طالبانو دښووني اوروزني وزارت په سل کي ۸۰فیصده فلج کړی. دښوونکو معاشات یا نه ورکول کیږی اویا هم ئې په بیخی ځنډورکول کیږي.خوښځي چي دټولنی نیمه برخه جوړوي هغه خوئې بیخي پرکور کښینولې.او هر فرمان ئې د ښځوضد راوایستی. داټوله خبري دطالبانودقدم سره پر افغانستان باندي تحمیل سوې.مقصیرڅوک دی؟. طالبانوته چاه دغه شرایط برابر کړه چي دوی دی دومره توانمند سي؟.داهغه پوښتني دي چي وروسته به ځواب ورته وویل سي. خودیوه کال پيښي اودطالبانوپه (پنچرټیر) یوکال بشپړه کول زموږدبحث موضوع ده.

اشرف غني داګسټ پر۱۴ یا داسدپر۲۴نیټه دافغانستان څخه ووتی اوارګ ئې خوشي کړی،خودوتلو مخکې استعفاء هم وړاندی نه کړه،اشرف غني لومړی تاجکستان ته ولاړی اوبیا دهغه ځایه څخه عربي هیوادونوعمان ته ولاړی.غمیزه دهمدغه ځایه را پیل سوه. داشرف غني دوتلو سره دسرای شهزاده دروازې هم وتړلي سوې.تردغه وروسته څه پيښه سوه؟.

 ځواب : ـ دیوه کال کرونولوژي دطالبانودپيښواوحوادیثو څخه خالي نه وه.دغه کرونولوژ په دغه لنډ مضمون کښي دتاریخی اسنادوپه څیرلوستلای سی. نورپه ویب پاڼه کښي.babacenter.nl په دغه ویب پاڼه کښي تاسونورمضمونونه اوکتابونه هم په وړیا توګه لوستلای سی.

داګست پر ۱۷ نیټه :په دغه ورځ هندوستان خپل ټول کارکونکي دسفارت څخه وایستل،ځکه دطالبانو لومړی ورا قدرت ته رسیدل هم دهندواڼو سره ښې اړیکي نه وې.

په همدغه نیټه طالبانو عمومي عفه اعلان کړه،خودعفي سم مراعت ونه سؤ.اواوریدل کیده چي پخواني صاحب منصبان دکورو څخه را ایستل کیږي اووژل کیږی یا زندانیان کیږي.چي تعدادئې ۱۵۰ کسانو ته ورسیدی.خوزبیح الله مجاهد بیا ویل چي دغه ددولت عمومی پالیسي نه ده.خو پنجشیریانو تر یوه وخته دطالبانو سره دجنګ په میدان مخامخ کښي ولاړوه.

داګسټ ۱۹:ـ دکابل په هوائي ډګر کښي په زرهاؤ مهاجرچي خارج ته ئې دتګ نیت درلود،دهغوپه منځ کښي ځانمرګی برید وسو،دتلفاتو لومړی خبرښوي چي ۱۷۰ کسان په دغه پيښه کښي ووژل سوه.او تر ۲۰۰ ډیر کسان زخمیان سوه.چي په دغه وژل سؤکښي خارجي کسان هم وه،چی ۱۳ کسان ئې امریکا ئيان او دوه کسان هم انګریزان وه، چی دیوه کوچنی ماشوم انګریز بچی هم په دغه پیښه کښي ووژل سؤ.

دجمعې نیکه شپه داګسټ ۲۷ نیټه :ـ امریکا ئیانو دبې پیلوټه الوتکي په وسیله په ننګرهار کي بمونه وغورځول ،امریکا ئیانو وویل چي دداعیش کسان موپه نخښه کړي دي، خو دسیمو خلک دملکي تلفاتو یادونه هم کړې ده.

داګسټ ۲۸ نیټه :ـ امریکا ئیانووویل چي پرهمدغه نیټه مو دکابل دهوائي ډګر څخه ۱۱۱۰۰۰یولک یولسزره کسان دکابل څخه ولیږل.دخلکو لیږنه دوام لري چی یولړ کسان ئې په عربي هیوادو کښي مهاجرکړي دي.

داګسټ ۳۰ نیټه:ـ امریکا ئیانو په همدغه نیټه دخیرکانې پر یوه کورچي په ۱۲ ناحیه پوري اړه لري دبې پیلوټه الوتکی په وسیله را کیټي حمله وکړه.او ۱۵ کسان ئې دیوه کورغړی په شهادت ورسول.چي دغه حمله دامریکا ئيانو دشتون اخیرنی دشرم څخه ډکه حمله وه.چي دغه وخت دامریکا ئیانو دفوځ مشري (فرانک میکنیزي) کوله،په دغه وروستۍ پيښه اوتللو کښې دافغانستان په چارو کښي شازدافیر(راس ویلسن) په غاړه وه چي هغه هم ددوی سره ووتی.

جنرال مکنیزي وویل : په دغه شل کالوکښي زموږپه افغانستان کښي ۲۵۰۰کسان مړه سوي دي اوشل زره موزخمیان سوي دي.که څه هم دغه احصائيه سمه نه ده او ۳۶۰۰ کسان ئې وژل سوي دي.دزخمیانو او معلولینو تعدادئې هم ډیر دی.

داګسټ۳‍۰نیټه اودسنبلې۱۹:ـ دامنیت دشوراغوڼده په همدغه نیټه دافغانستان دمنورینو دراایستلو په باب وسوه،چی په پایله کښې روسیې او چین دافغانستان دراتلونکی په خاطر دغه پریکړه چي دافغانستان څخه دي زده کړی کسان وایستل سي،دغه ئې په کلکه رد کړه. خو امریکا،فرانسې او انګلیستان دغه پریکړه تائيدکړه.او دمنورینوایستل ئې دافغانستان څخه وغوښتل.

داګسټ ۳۱نیټه:ـ دغه ورځ یوه تاریخی ورځ وه ،چي دناټواو امریکا اشغال ته دپای ټکی کښيښودل سو.خارجیان دهیواده څخه په ښکاره توګه خوووتل.خوبیا ئې هم دهیواد پرهوائي قلمرواک شتون درلودی.اودپاکستان دهیوادسره په شریکه پرافغانستان خپل تسلت ئې ساتلی دی.داګست پر ۳۱نیټه دشپې په تیاره کښې پر۱۲بجودبیري په خاطرئې دافغانستان څخه خپل عسکروایستل خواخیرنی کس ئې (جنرال کریس ډانا هیوډ) نومیدی چی اخیرنی هوائي سربازؤچي افغانستان ئې پريښودی.

دډ سمبر۵ نیټه :ـ ایمانویل مکرون دفرانسې جمهورریس دامنیت دسیمی غوښتنه وکړه،چی په افغانستان کښي دي دوی ته دامنیت یوه سیمه خوشي کړل سي اوبرسیره پر دغه شل زره کسانودي نورهم دافغانستان څخه راوایستل سي،خو! طالبانودغه طرحه په ټینګه رد کړه.اودبهرنیانو شتون ئې په افغانستان کښي په کلکه ردکړ.

دډسمبر۵ نیټه:ـ طالبان دپنجشیرولایت هم په بشپړه توګه ونیوی.اودپنجشیریانوویاند (فرید د یشتي) هم ووژل سؤ.او دپنجشیر جنګیالي دپنجشیرغروته فراره سوه.

داکتوبر۷نیټه :ـ پراوومه داکتوبردجمعې په ورځ دجمعې دلمانځه پروخت په کندهار کښي دلمانځه پروخت دشعیه مسلمانانو پرمسجد یوبمي چاودنه وسوه،اوبیا دماشیندار ډزي هم را پیل سوې. چي په نتیجه کښې ۱۲۰ کسان دلومړي یادویني په بنسټ ووژل سوه او۱۰۰کسان زخمیان سوه.تر دغه وخته دطالبانو دوخت ترټولو پيښوخطرناکه اوخونړې پيښه وه.

داکتوبر ۱۵ نیټه:ـ پر پنځلسمه نیټه په کندهار کښي دشعیه مسلمانانو پر مسجدبیا هم دجمعې په ورځ دلمانځه پروخت داعیش جنګیالیانودخوا څخه د وو(۲) ځان وژونکو چاودنه وکړه،چي په پایله کښې ۱۵۰ کسان ووژل سوه اوټپيان سوه.مسؤلیت ئې هم داعیش ومنی.

پر ۲دنومبرنیټه:ـ دکابل پرڅلورسوه ایزه بسترچي اوس د محمدداودخان دروغتون په نوم سره یادیږي دیوه ځانمرګي اوبیا دیوه منظم جنګ په وسیله لویه حمله ترسره سوه.چي په سلهاوکسان په کښي ووژل سوه. خپله دطالبانوکسان هم په دغه حمله کښي ووژل سوه.دحملې پړه داعیش پرغاړه وا خیستل.

پر۱۹دډسمبر نیټه:ـ پر۱۹ دډسمبر په پاکستان کښي دسعودي عربستان په حمایه یوه غونډه جوړه سوه،چي ۲۲هیوادونواستازوبرخه په کښي اخیستې وه.اود۵۰ هیوادونو سیاسي سازمانونوپه ګډون ئې دافغانستان پر ټول شموله حکومت باندی خبري وکړې.دې غونډي ته امیر خان متقي دبهرنیو چاروسرپرست وزیر هم دناظرپه توګه ورغوښتل سوی ؤ.خو دافغانستان چوکۍ دلته خالي وه اویوازي دافغانستان ملي بیرغ تور،سورزرغو دچوکۍ مخته پروت ؤ.په دغه غونډه کي سرپرست وزیرژمنه وکړه پرځینومسئلوباندي ئې خبري وکړې،لکه.دښځوحقوق ته به احترام کوي، دښځوښوونځی به خوشي کوي اودافغانستان دمختلیفوسیمووړکسان به په دولت کښي دځانه سره مقرره کوي.اودنړیوال څخه ئې غوښتنه وکړه چي بندي سوي پيسې دي طالبانوته ورایله کړي.خودبده مرغه طالبانو دښځوښوونځی خوشي نه کړل.

«نوی کال او طالبان ۲۰۲۲م دجنوری را پیل»

طالبانو خونوی کال دمذهبي فکرسرسم ونه نمانځی.داځکه چی دیوه پلوه عیسوي نوی کال ؤ.اودبله پلوه هجري شمسي کال نمانځنه هم طالبان حرام ګڼي خودغه کال پيښي هم درلودلې.

لومړنی پيښه دجنورۍ لومړۍ نیټه:ـ ددغه ورځي څخه بیا ترپنځمي دجنورۍ طالبانو دډیورنډ د کرښي هغه سیمی خاردارچي د۲۶۰۰کیلومتروپه اندازه دافغانستان پر خاوره را تیرسوی دی .هغه ئې دکنړ،کندهاراو نیمروزپه سیمه کښي وشکوی، چي په لسهاو کیلومتره تارئې په سیمو کښي را ټول کی. پاکستان دغه عمل دراکیټونو،عسکري جنګونوپه وسیله وغندۍ. خو پيښه وروسته عادی حالات ته را وګرځیدل.

دجنورۍ ۱۹ نیټه :ـ دمدني ټولنی دوې فعاله میرمني دخپل کور څخه په زوره راوایستل سوې،چي دیوې نوم (تمنا زریابي) اودبلي نوم (پروانه ابراهیم خیل) وه.یونما نړیوالي مؤسیسې دغه پيښه وغندل او دطالبانو څخه ئې دخوشي کیدو غوښتنه وکړه.

دجنورۍ ۱۶نیټه: دجنورۍ پر ۱۶نیټه دبخښني نړیوال سازمان دطالبانو څخه وغوښتل چي دافغانستان دښځوفعاله (عالیه عزیزي) دي بیله قید وشرطه دزندانه څخه خوشي کړل سي.

دجنورۍ دمیاشتي ۲۱نیټه :ـ پرهمدغه نیټه دکابل جلال ابادپرلویه لاردوریښمین تنګي (سورۍ تیږي) په سیمه کښي دغره دښویدوپه سبب یوموټرلاندی سؤ.او پنځه کسان په کښي ووژل سوه.دایوه طبعي پيښه وه.

دجنورۍ دمیاشتي پر ۱۵ نیټه :ـ دفاریاب دخلکو پاڅون دطالبان پر ضد او دښځودښوونځیو دایله کولودپاره دغه پاڅون یوه مهمه پيښه وه.په دغه پيښه کښي دپا څون مشر(مخدوم عالم) چي خپله هم طالب ؤ.ونیول سؤ.دغه پيښه په میمنه یا فاریاب کښي وسوه.چي په نتیجه کښې دوه تنه ووژل سي. امرالله صالح وویل: دغه لاریونونه به نوروولایاتو ته هم وغځول سي.دپڅون دود او آواز پورته کولودودایوازنۍ دخلکو دخلاصون لاره ده.

دجنورۍ ۲۲نیټه:ـ دطالبانویو لوړپوړی هیئت دامیر خان متقي په مشرۍ دناروې هیوادته ولاړی، مؤخه ئې داده چي دطالبانو حکومت دي په رسمیت وپيژندل سي. به داسي حال کښي چی تازه فرمان صادرسوی دی، چي ښځي دي چادري پټ لباس واغوندي.اوبیله محرمه دي نه را وزي.حجاب حتمي دی.

دجنورۍ ۲۳نیټه:ـ دجنورۍ پر۲۳دناروې هیواد خارجه وزیر(کولې) دامیرخان متقي اودهغه دراغلو کسانو سره لیدنه وکړه،په دغه مجلس کښي دښځوپر حقه حقوقو، دښځو پرښوونه اوروزنه خبري وسوې دغه مجلس درې(۳) ورځي دوام وکړی.دمجلس څخه بهردطالبانو پر ضد دمدني ټولنو فعالینوسختي مظاهرې وکړې،اودطالبانو ضد شعارونه ور کړل سوه. متقي ژمنه وکړه چي دښځوښوونځی به پرانیزي، خوپروعده ئې وفاه ونه کړه.

دفبرورۍ میاشت ۴نیټه :ـ په افغانستان کښي دغه پنځه (۵)دښځودحقوقو فعالاني میرمني برهمته سوي اوورکي سوي دي.لکه: علیه عزیزي،پروانه ابراهیمي،تمنا زریاب اریائي زهره محمدي اومرسل عیار.که څه هم دخارجه چارووزیرمتقي وعده سپارلې وه، خو! دملل متحد عمومی منشي (انتوني ګوتیرش) په اخطاریه توګه ورته وویل: چي دغه مدني فعالاني دي ژرتر ژره خوشي کړل سي.

دفبري وري۲۱نیټه:ـ پرهمدغه نیټه دامریکا جمهوریس (جوبایډن) پریکړه وکړه چي دافغانستان هغه زیرمه سوې پيسې چي دافغانستان بانک زخیره اودافغانیوملاتړی پيسې دي ۷ ملیارډه ډالره هغه دي پردو(۲) برخووویشل سي، ۳:۵میلیارډه ډالره دي دامریکا ئیانو دخواڅخه دافغانستان دغریبوخلکوپرکورنیووویشل سي او۳:۵میلیارډه ډالره دي د۱۱د سپټمبرپرهغه کورنیووویشل سي چي په دغه پیښه کښي وژل سوي او قربني سوي دي.چي همدغه بې انصافي دافغانانو دخوا څخه په سختو ټکو وغندل سوه.شیرمحمد عباس ستانګزی وایې:امریکا ئيان باید دافغانانو دکورونو ورانولوته هم باید تاوان ورکړي. چي مسؤل ئې امریکا ئيان دي.دغه موضوع لا دوام لري.

۱۴د فبروري:ـ داجرائيه ریاست پخوانی مرستیال انجنیرمحمد خان وائي:زموږپرکور حمله وسوه او دغه حمله سیاسي اړخ لري.ځکه موږ دچاه سره شخصي دښمني نه لرو،دغه کسان غله هم نه وه،په دغه غمجنه پیښه کښې یوه میرمن ،ځوان زوی اویو ساتونکی وژل سوي دي.چي میرمن ئې څلور مرمۍ لګیدلې ده.چي دغه خبر بي ،بی،سی خپورکړی. دانجنیر غوښتنه ددولت څخه داده چي دپيښي مسؤلین ژرترژر دقانون منګلو ته وسپاري.ددې تر مخه هم غله ورغلي وه او تجرۍ ئې کتلې وه خوپيسې ئې نه درلودلې،سلاح هم نه وه،داځکه چي طالبانو مخکي ټوله سلاح ځیني وړې وه،دانجنیرصاحب دزوی نوم احسان الله کا موال ؤچي په دغه پيښه کښي وزل سوی دی.

۱۷د فبروری:ـ یو کوچنی چي حیدرنومیده معصوم کوچنی وو،دښهري صفاپه یوڅاه کښي بندپاته ؤ.طالبانو او محلي خلکوئې درا ایستلو هڅه وکړه،خووئې نه سوای کړای چي نجات ورکړي.هم هلته مړسؤ.

۲۳فبروري:ـ دکند زاوتخارپه ولایتونو کښي د پلیودواکسین (۸) کسان چي ښځي کارکونکي هم ورسره وې دنامعلومو کسانو دخوا څخه ووژل سوې.دطالبانودکلتورریس وائي قاتلان مو نیولی دي.

۴دمارچ :ـ دکندهار دسپین بولدک په ولسوالۍ کښي دطالبانو دخوا څخه یو ماشوم سخت ووهل سو،چي دسیمي دخلکودخښم سبب سوه او مسلح جنګ ومښتی.چي ددرنو وسلوپه ډزو کښي نورخلک هم ووژل سوه.

دمارچ څلورمه:ـ دمارچ پرڅلورمه په پيښورکیسه خواني کښي دشعیه مسلمانانو پرمسجد دجمعي دلمانځه پروخت یوه ځانمرګي حمله وکړه،لومړی ئې دوکسان ساتونکي پولیس په ډزوځای پرځای ووژل اوبیا ئې لمونځ کونکو ته ځان ورورسوی،او ځان ته ئې چاودنه ورکړه،لومړی خبروائي چي ۹۰لمونځ کونکی ووژل سوه او تر سلوډیرکسان زخمیان سوه، ممکن دتلفاتو کچه نوره هم ډیره سي.

دمارچ پرپنخمه:ـ دکابل دهوائي ډګر څخه یولړښځي دسفرڅخه را وګرځول سوې ځکه چي محرم ئې نه درلود.

۲۲دمارچ:ـ طالبانو وعده وکړه چي دحمل دلومړی نیټې څخه به ښوونځی دښځوپرمخ خلاصوي،خودپسرلي په رارسیدو سره دخپلي وعدي څخه پښیمانه سوه.اواعلان ئې وکړی چي دښځوښوونځی به ترشپږم ټولګۍ پوري دنجونوپرمخ خلاصیږي.متوسطه او دلیسې ښوونځی به ترراتلونکي نامعلومه وخته بندي وي.دغه غمګین خبردافغانستان ټوله خلک پریشانه اوحیران کړه.خو پر۲۴دمارچ دښځودخوا څخه مظاهرې او احتجاجونه را پیل سوه.

۲۱مارچ:ـ په دغه فرمان سره دښځواو نارینو ګډي میلې بندي سوې،ښځي به یوازي میلو ته یا ښځینه باغوته ځي او نارینه به یوازي باغوته ځي دخپلي کورنۍ سره یوځای نه سي تلای.چي دامربل معروف دخوا څخه میلي بندي سوې.

۲۹مارچ:ـ پر۲۹ دمارچ مهم خبر خپورسوهغه داچي دملت منل سوی بیرغ،ملي بیرغ دغازي وزیراکبرخان دغونډۍ دسره چي کلونه،کلونه راپيدی ،هغه دطالبانودخواڅخه را کښته کړل سؤ.اوپرځای ئې طالبي سپین بیرغ پورته کړل سؤ.چي دغه کارهم دخلکودخواڅخه سخت وغندل سؤ.تور،سپین اوزرغون بیرغ ۸۵متره لوړوالی درلودلی ،۶۸متره اوږدوالی درلود لی،۳۰ متره پلن وو.دغه لوی ملي بیرغ دهندوستان دهیوادپه مرسته جوړسوی ؤ.هغه وخت چي دغه بیرغ اوچت کیده په غونډه کښي حامدکزی اودهنددخارجه چارووزیر(سوشهارا)حاضروه.خوطالبانودامربل معروف ونهي منکر دپریکړي په بنسټ دغه غیری ملی کاروکی.

داپریل دریمه:ـ داپریل پردریمه دصرافۍ (سرای شهزاده) کي یوبم وچاودی.سمدستي خبرتائید کړه چي شل کسان زخمیان دي اودپنځوکسانوحالت ډیرخراب دی.همدغسي پرهمدغه ۳داپریل مؤلوي هیبت الله اخوند دتاریاکو کرل منعه کړه،معلومه نه ده چي دغه فرمان به څومره اوڅه وخت عملي سي.

داپریل پر۶نیټه:ـ پرپل خشتي مسجد دلاسي بم په وسیله انفجاروسؤ.چي سمدستي خبریادونه کوي چي ۶ کسان زخمیان سوه،چي ممکن دتلفاتو کچه نوره ړهم ډیره سي.

داپریل پر۹نیټه:ـ طالبانو دښکلوصنایعو فاکولته وتړله.چي دکابل پوهنتون په دغه فاکولته کښي دموزیک،مجسمه جوړولو،انځورونو زده کړه په علمي توګه کیدل.

اوپرهمدغه نیټه دایران پرسرحد ایرانیانو افغاني مهاجرین لوټ کړه .او سخت ئې وډبول اوغیري انساني سلوک ئې ورسره وکړی( جنسي تیری) ئې پروکړی. چي دافغانانو دسخت قهراوغضب سبب دغه عمل وګرځیدی.

۱۶ داپریل :ـ داپریل پر ۱۶ نیټه دپاکستان الوتکو دخوست پرسپیره ولسوالۍ باندي دتیارواو راکیټونوبمباردمانونه وکړه.اوڅرنګه چي دغه تیري کونکي تیارې اوراکیټونه پرکورونو باندی ولګیدل نونر،ښځي او ماشومان په کښي شهیدان سوي اوزخمیان سوي دي.چي اوس دستي خبر د۵۲ کسانو دزخمي کیدوورکړل سؤ، خو ممکن دتلفاتو تعداد ډیرسي.ځکه چي سم لیست لا تر اوسه طالبانو نه دی خپورکړی.

همدغسي داپریل پر ۱۶ نیټه په کونړکښي دپاکستان دلوري یولړرا کیټونه را پيرسوي دي،چي په نتیجه کښې لومړی رپورټ وائې چي ۵کسان په کښي وژل سوی دي.او دغه پيښه زخمیان هم لري،خو بل خبر بیا په دغه پيښه کښي چي دکورونوپرسیمه را لولیدلي وبمونه  دي ۴۰ کسانوته ئې مرګ ژوبله اړولې ده. دهمدغه پيښي او دخوست پرولایت دپا کستانی الوتکوپه وسیله چي کورونه وران سوي دي اومرګ ژوبله سوې ده په پکتیا او کنړ کښي سختي مظاهرې دپاکستان دحکومت پرضد وسوي،خو!پاکستان دغه بمباردمانونه اورا کیټونه دټي،ټي،پي طالبانو پر جنګ ځایونو باندی ګڼي. خودا دافغانستان پرخاوره ښکاره تیری بلل سوی دی.

۱۸داپریل :ـ داپریل پراتلسمه نیټه دغه څرګنده سوه چي دپا کستان دالوتکوپه بمباردمان کښي ۴۷کسان وژل سوي دي،چي ۲۴ کسان ئې دیوې کورنۍ نژدې اولیري دوستان وه،په دغه پيښه کښي ماشومان او زاړه،واړه،ښځي او نارینه وژل سوي دي.دغه دروژې ۱۳ ورځ هم وه.او دزخمیانو شمیر ئې ۲۲ ښودل سوی دی.

۱۸داپریل :ـ بیا هم په پنجشیر کښي دسخت جنګ په نیتجه کښي ۱۲کسان دمقاومت دجبهې نیول سوي دي.همدغسي ددولت یو پخوانی (ډګروال فهیم قائم) چي دپخواني کورنیو چارو په وزارت کښې دنده ترسره کړې وه،بیا ئې دطالبانو سره دنده ترسره کول،ونیول سؤ.او دطالبانو دخوالومړی سخت شکنجه سوی ؤ.او بیا ووژل سؤ.

پر۱۹داپریل او دروژې دمیاشتي پر۱۶ نیټه :ـ په ۱۸ حوزه کښي دعبدالرحیم شهیدپر ښوونځی دبمي حملې په نتیجه کښي ۶زده کوونکي ماشومان ووژل سوه.ددغه پيښي پړه چاه پرځان نه ده منلې.په همدغه نیټه ددښتي برچې په سیمه کښي د(ممتاز) دښځوپریوه ښوونخی چي درخصتۍ پر مهال رامنځته سوه،چاودنه وسوه،لومړی خبروائي ترشلوډیري نجوني ووژل سوې.

۱۹داپریل :ـ دهمدغه میاشتي په همدغه ورځ یو ځوان چي (موسین) نومیدی ۲۶کلن ځوان ؤ.دغریبۍ او دژونددسختو شرایطوپه بنسټ ئې ځان ته اورواچوی ، که څه هم دکابل خلک ئې دنجات دپاره ډیرکوښښونه وکړه خو په دغه حال کښي ۹۰فیصده وسوځل سؤ.او څه وخت چي روغتون ته ورسیدی نو ساه ئې ورکړه او مړسؤ.

۲۰داپریل :ـ پرهمدغه نیټه دکندهار مارکیټ په سیمه کښي دچسپکي بم په وسیله یو نفر ووژل سؤ.

بیا هم داپریل ۲۰:ـ داپریل پر ۲۰ نیټه دمزارشریف پریوه مسجد چي په شعیه مسلملنانو ئې اړه درلودله داعیشانوحمله وکړه،اودلومړي خبر له مخي ئې تر ۸۰ کسانو ئې ډیرکسان زحمیان کړه.

همدغسي طالبان وائي هغه حمله کوونکی مو نیولی دی.(حمید سنګریار) نومیږي.چي دبلخ والی ؤ.همدغسي دبلخ دوالي عطا محمد نوردخورزوی (سهیل زمری) چي دیوه کور څخه ئې پرطالبانوباندي ټکان وکړه اودطالبانو سره په جنګ کښي ووژل سؤ.دغه کس په جمیعت اسلامي پوري اړه درلودله.

۲۱داپریل :ـ دکابل په قمبرچاراهي کښي په یوه ګلدانۍ کښي یو بم ایښودل سوی ؤ.اودوه کوچنیان ووژل.

۲۱اپریل:ـ دکندزدامام صاحب په ولسوالۍ کښي دیوې غټي بمي چاودني په نتیجه کښي (۳۳) کسان ووژل سوه،.او ۵۰ کسان زخمیان یادسوی دي چي دځینو زخمیانو حالات خراب دي ممکن دوژل سؤکسانو تعداد ډ یرسي.

۲۳داپریل :ـ داپریل پرڅلورمه طالبانو هغه ماشوم چي (عبدالروف نومیدی) اودوکاله سړي تښتونکو دځانه سره ساتلی ؤ.او سخت ئې شکنجه کړی هم ؤ،د۱۳۹۹هـ ش کال څخه ورک وو.داشرف غني حکومت دهغه په پیداکولوکښي سختي هلی ځلی هم وکړې ، خو ونه توانیده چی نوموړی عبدالروف نومی دي دغلو څخه وژغوري.او تښتونکو پردغه ماشوم دیونیم میلونو ډالرو غوښتنه دهغه دکورنۍ څخه کړې وه.نوموړی ماشوم دښوونځی ته دتګ په لاره کښي دیوه قاچاقبردخواڅخه غلاسوی ؤ.خوطالبانو دغه ماشوم دبلخ په ښکلي ښار کښي دطالبانودریس الوزرا دوهم مرسیتال (عبدالسلام حنیفي) دخوا څخه دیوه محفل په ترځ کښي دهغه وپلارته وسپاری.

۲۸اپریل:ـ داپریل پر ۲۸نیټه دمزارښارپه دریمه ناحیه کښي دیوې بمي چاودنی په نتیجه کښي ۱۱کسان ووژل سوه او۸۷کسان زخمیان سوه دغه دپیښي لومړی خبروو.چی ممکن دمړوتعدادنورهم ډیرسي.دغه وخت پيښه نوې ده.

۲۹ اپریل:ـ دکابل په دارالاامان کښي دخلیفه په مسجد کښې یوه درنه چاودنه وسوه،په دغه مسجد کښې دصوفیانودفکرمذهبي کسان وه،چي دغه مسجد ته ئې خانقاهم ویل دهمدغه چاودنی په سبب ۲۰۰ کسان زخمیان دي ۱۰نفره هم ووژل سوه.دادپيښي لومړی خبردی چی ممکن دمړواوزخمیانو تعداد نورهم ډیرسي.پيښه داعیش پرځان منلې ده،دغه پيښه دورځي پرڅلوروبجواو۱۰دقیقورا منځته سوې ده.

 یادونه داپریل میاشت چي دروژې دمیاشتي سره سمون خوري.ترنورومیاشتوئې دپيښوتعدادډیردی،خکه ملایان دغه میاشت دجهاد میاشت ګڼي.

۶د می میاشت:ـ دطالبانومشرامیرالمومنین ملاهیبت الله اخوند برقه یا بغره دښځودپاره رسمي لباس اعلان کړه.هغه څوک چی دغه فرمان مراعت نه کړي د کورنیونارینوغړوته به ئې لومړی اخطارورکول کیږي ـ دوهم به درې ورځي بندی کیږي.اودریم به قانونی محکمه کیږي.

۱۶ د می :ـ طالبانو دیوه فرمان له مخي څلورکمیسونونه دمنځه یووړل،لکه دامنیت کمیسون ـ دشکایت کولو کمیسون ـ دملي شورا د نظارت کمیسون ـ دسنا دمجلس دنظارت کمیسون چي په دې سره دبیکارۍ کچه نوره هم ډیره سوه،خوذبیح الله مجاهد وائي اوس ددغه کمیسونونو ضرورت نه سته.

۱۹دمی :ـ طالبانو نجونی دپوهنتون څخه ځکه منعه کړې چي رنګه ایجاب ئې اغوستی وو.طالبان وائي هغه لباس چي دنارینو احساس تحریکوی هغه منعه دی.

۲۰د می :ـ پر۲۰ دمی طالبانودامربیل معروف نهی عن منکردخوا څخه پرتلویژون دښځونطاقانوباندي پرحجاب برسیره دماسک (خوله پټول) تړل حتمی کړه، کنه دندي به دلاسه ورکړي.په دې سره دټلویزون نطاقانوسخت حساسیت وښووی.نارینه نطاقانو هم دقهرپه سبب دښځوسره تردرو،ورځوپوري دنارضائیت په خاطر ماسکونه وتړل.اووې ښودل چی دماسک سره خبري کول ګران کاردی.

۲۱د می :ـ دمی پر ۲۱نیټه دملا اختر محمددطالبانومخکنی مشرچی په پاکستان کښي دامریکا ئيانو دبې پیلوټه الوتکي په وسیله وژل سویؤ.دهغه دوژلوورځ ئې په شانداره مراسموسره ونمانځل.اولوړپوړوچارواکوئې د ژوندپربیلابیلوبرخوخبري وکړې،خو! دطالبانو دخارجه چاروسیاسي مرستیال شیرمحمدعباس ستانګزي دطالبانو پرتندروی دښځوپرحقوقو،دښوونځی دنه خلاصیدواودهیوادپراقتصادی ناتوانه حالت باندی پرطالبانو باندی نیوکي هم وکړې.ملا اختر محمد دطالبانو دوهم امیرالمومینن ؤ.

۳۰ د می:ـ په کندوزکښي هغه قومندان (حبیب الله ناصري) چي پخوا لا طالبانو ته وراوښتی ؤ.اوس دطالبانوسره فعاله وو، دهغه کورته چی دښارپه څلورمه ناحیه کښې ژوندکاوه مسلح کسان ئې کورته ننوتل اوهغه ئې ووژی.

دجون میاشت ۵نیټه:ـ  پردغه نیټه دنورستان اوکنړپه ځنګو کښي سخت اورولګیدی، چي دځنګه پر قیمتي حیواناتوبرسیره ئې قیمتی درختی هم سوځلي دی.دغه دجنغوزې،پستو او بادامو درختی دسیمو دخلکو دپاره دګټي منبعه وه.

۱۱د می :ـ په ننګرهار کښي دپولیسو پر یوه رانجرموټردچسپکي بم په وسیله چاودنه سوې ده او دوه کسه طالبان ئې ووژل،په کنړ کښي هم پر طالبانو دغه ډول برید سوی دی.

دجون ۱۸نیټه:ـ تراوسه لاهم دځنګله اورنه دی مهارسوی.او ددغه قیمتي درختودمنځه تلل لا دوام لري.دیوه خبر له مخي ویل کیږی چي دغه اوردپاکستان دالوتکوپه وسیله تر سره کیږي.داځکه چي دغه مځکي ځانته خالی کړي.داځکه چي یوازی دافغانستان دلوری ځنګونه سوځي.دډیرنډ د کرښي هغه غاړي ته اورنه دی ورغلی.

دجون ۱۸ نیټه:ـ په کابل کښی دسیکانو پر مندرحمله سوې ده،چی دوکسان په کښي وژل سوي دي،دادپيښي لومړی خبردی چي وروسته به ئې تعدادنورهم ډیرسي.دغه پيښه دکارته پروان په سیمه کښي سوې ده.پر (ګود واره) دغه وخت په دې حمله کښي یوطالب اوبل سیک وژل سوې دي او ۷ تنه زخمیان دي.ددغي حملې پړه داعیش پرغاړه اخیستې ده، پخواپه افغانستان کښي (۵لکه هندواڼ اوسیکان) وه.خواوس ئې تعداد ۲۰۰ کسانوته رارسیدلی دی.

۲۱جون:ـ طالبانوپه کابل کښي دافغان خصوصي ټلویژون بند کړی دی.اوعلت ئې دټلویژون قرضداري بولي نو دروازې ئې بندي اومهر لاک سوې.

۲۱د جون :ـ ملګروملتونودافغانستان دطالبانو پردووزیرانو بهرته دتګ بندیزولګوی لکه : دښوونی اوروزنی وزیراودلوړوزده کړووزیرباندي.(عبدالباقي حقاني اوسیداحمدشهید خېل) اوپر۱۳طالبانو هم بند یز لګیدلی دی،چي په تورلیست کښي شامل دي.پرهمدغه نیټه دکندهارپه هوائي ډګرکښي ۳۵ کسانواستعفاکړې ده.

۲۲دجون :ـ په پکتیاکښي یولویه تاریخي زلزله وسوه،چی دلومړی خبر له مخي په سلهاو کسان مړه اوزخمیان دي.نوموړې زلزله دشپې پریوه بجه وسوه.همدغسي دلومړي خبر له مخي دمړو تعداد۳۰۰ کسه ښودل سوي دي.اوزخمیان ۶۰۰کسان ښودل سوی دي.دغه زلزله دپکتیا په څلوروولایتونو کښي تلفات لري.لکه : نکې ـ زیړوک ـ برمل ـ ګیاني ولسوالیو کښې.

۲۲دجون میاشت:ـ بیاهم زلزله نن هم دافغانستان اوپاکستان په ځینو سیمو کښي دوامداري زلزلې خلک وژلي اوژوبل کړي دي .دزلزلې شدت دریښترپه مقیاس ۶،۱درجه ښودل سوې ده.دپيښي زخمیان دڅرخکی الوتکواوموټرانوپه واسیطه کابل اودولایتونور روغتونوته انتقال سوي دي.دپکتیاداطلاعات او کلتورریس شیراحمد عثمانی له قوله (یو،ایس ،جی ،ایس) امریکا ئې زلزله پيژندونکي مؤسیسې له قوله ددغه زلزلې مرکزپه ۴۴ کیلومترۍ کی دمځکي او ۵۱ کیلو مترۍ کې دمځکی تل کي وو.چي دکابل او اسلام اباد مرکزئې هم لړزولی دی.

۲۳جون :ـ بیا هم دزلزلې خبر،دپکتیا دڅلورو ولسوالیو دمړو تعداد۱۰۰۰کسان ته رسیدلي دي او دزمخیانو تعداد۱۵۰۰ ښودل سوی دی.ممکن وروسته خبر کښي نور هم ډیرسي.چي ۷۰۰ کورونه ئې وران کړي دي.حکومت تراوسه یو ملیارډ افغانۍ مرسته ورسره کړې ده. چی دهري کورنۍ هر مړی ته یولک افغانۍ او زخمیانو ته پنځوس زره افغانۍ ورکول کیږي.

۲۹جولای:ـ دجولای ۲۹دجمعې په ورځ په کابل کي دکرکیټ په میدان کښي یوه چاودنه وسوه،چی په نتیجه کښې ۱۹ نفره ووژل سوه.دملل متحد مشرانتوني ګوتریش استازي (رامزالاکبروف) دکابل په لوبغاړی کې دغه حمله یا چاودنه په کلکو الفاظووغندله،پيښه دمازدیګرپرمحال دلاسي بم به وسیله سوې وه،خپله انتوني ګوتریش هم دغه حمله وغندله.

۳۰د جون:ـ په دغه ورځ دجمعې په شپه دملایانویوه لویه جرګه جوړه سوه چی دوی ورته دعلماؤلویه غونډه ویل.که څه هم تصمیم داسي ؤ، چی دغه غونډه به دچهارشنبې ،په ورځ جوړیږي،خودجمعې په ورځ جوړه سوه.چي ۳۵۰۰کسانو ګډون په کښي کړی ؤ.دجرګې دغونډي مشرتابه دافغانستان دمؤقت صدراعظم محمد حسن اخوند کوله،ددغه جرګې نوم(دعلماؤلویه جرګه یا غونډه وه) یا نومول سوې وه. په جرګه کښي ټوله ملایان اونارینه کسان وه. چي دښځونه استازی او نه خپله ښځوګډون په کښي کړی ؤ.

دجولای میاشت لومړۍ نیټه:ـ دافغانستان دخوا څخه پرازبکستان باندي (۸) راکیټه فیر سوه،چي دازبکستان په سرحدي ښار ترمذ کی ومښتل.تلفات ئې نه درلودله،خوذبیح الله مجاهد وویل:چي موږبه ئې عاملین ونیسو او جزاء به ورکړو.

دجولای پر۳۰:ـ دالقاعده مشرالظواهري دامریکا ئيانودیوې بې پيلوټه الوتکی په وسیله دکابل په شش درک کښي دداخلې وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پرمیلمه ستون کي راکیټي بریدوسؤ.نورتلفات ئې نه درلودله خوآزادی رادیو دقوله یوازي الظواهري ووژل سؤ.ددې پيښي وخت دجولای په میاشت کښي ؤ. خواعلان ئې داګست پر ۲نیټه وسؤ.

۵ داګسټ :ـ دجمعې په ورځ بیا هم دشعیه مسلمانانو پرجومات باندي برید وسؤ.چی درنه مرګ ژوبل ئې هم درلودله،داپه داسي حال کښي چي عاشورې ته ۳ ورځي لا پاته دي.چی سخت برید ترسره سؤ.دطالبانو حکومتي چارواکي وائي:په دغه برید کښي دلومړي خبر له مخي اته لس (۱۸) کسان زخمیان دي، پیښه په شپږمه ناحیه کښي را منځته سوې ده.دغه پيښه دهغه بمی موادو چي په یوه ګاډۍ کښي سره ځای پرځای سوي وه را منځته سوه.دغه پيښه دامام محمد باقر په نوم امام بره کښي ترسره سوه.دبرید مسؤلیت داعیش پرغاړه واخیستی.ویل کیږي چي دمرګ ژوبلي تعدادنورهم تردغه ډيرسي.

بیا هم داګسټ ۵ نیټه:ـ تر دغه مخکي هم دچهارشنبې په ورځ په جمال مینه کښي چی شیعه میشه سیمه ده په یوه مسجد کښي درنه نښته اوچاودنه وسوه،ددغي غټي نښتي په اړوند چي ترماښامه روانه وه،دکابل امنې قومندان خد ران وویل:چي ددوی ځواکونوپرهغه پټ ځای حمله وکړه،چي داعیشان هلته وه اوداعیشان ئې دمنځه یووړل.خودوه (۲) پولیس طالبان هم په کښي ووژل سوه.

۶داګسټ:ـ خبر زیاته کړه چي هغه برید چي داعیشانو دجمعې په ورځ تر سره کړی ۸کسان مړه او ۱۸ ژوبل سوه.طالبانو شعیه مسلمانانو ته ویلی دي چي خپل مراسم په امام بار ګاهوکي محدود کړي،په بازارونو کښي عامو افغانانو ته مزاحمت ونه کړي. پيښه داعیشانو منلې ده.نوموړې پيښه دمحرمي دلسمي دمراسموپربنسټ ترسره سوې ده.

Share