پښتو لیک دود

پښتو لیکدود
په دې وروستیو وختونو کي د ځینو دوستانو او په خاص ډول د ) نوي ژبپوهني (
له خوا د پښتو لیکدود د بدلولو په اړه ډېري غوښتني کیږي چي ځینو ښاغلو
ژبپوهانو خپل نظرونه هم څرګند کړي دي.
زه فکر کوم چي دلیکدود بدلول چي پخوا یې رسم الخط باله دومره آسان کار نه
دی او که دا کار کیږي نو د هغه ټول اړخونه باید په ډېر دقت وڅېړل سي. او دا
څېړنه ما تر یوې اندازې پوري په لنډه توګه داسي کړېده:
۱ ـ پښتو الف با او لومړني رسم الخط ) لیکدود ( ته یوه کتنه: دتاریخي شواهدو
او معلوماتو له مخي چي زما سره یې اصلي منبع د ارواښاد عبدالرؤف بېنوا نظر
دی پښتو الف با او ابتدایي رسم الخط لومړی ځل د سلطان محمود غزنوي )۱۷۱ـ
۱۱۰۱م( د وزیر ابوالقاسم میمندي له خوا چي ارواښاد بېنوا )میوندي( بللی دی
ایجاد او لیکدود یې هم ورسره پیل سو. دا چي دا لیکدود له هغه وروسته بدل
سوی دی که همداسي پر خپل حال پاته سوی دی بېنوا صاحب نور معلومات نه
دي ورکړي. خو د ارواښاد عالمه عبدالحی حبیبي د مهم اثر ـ پټې خزانې د
شاعرانو او لیکواالنوله نثرونو او اشعارو څخه معلومیږي چي دومره زیات بدلون
نه دی په کي راغلی.
) پټه خزانه دي وکتل سي.(
۲ ـ اوسنی لیکدود: تر کومه ځایه چي زه معلومات لرم ویالی سم چي دا لیکدود
له ۱۱۱۱م کال څخه را وروسته د افغانستان د علومو د اکاډمۍ له خوا چي په هغه
وخت کي د انجمن تاریخ په نامه یادېده او مشري یې د اروا ښاد محمد عثمان
مشهور په منشي محد عثمان په غاړه وه او وروسته پښتو ټولنه سوه، منځ ته
راغلی دی. د دې لیکدود په ایجاد کي د هغه وخت د دواړو سیمو)کندهار، ختیځ
افغانستان( لویو لیکواالنو او استادانو لکه ارواښاد مولوي صالح محمد خان،
ارواښاد محمد امین خوګیاڼي، ارواښاد قیام الدین خادم، ارواښاد پوهاند رشتین،
اروا ښاد موالنا صیفي، ارواښاد عالمه حبیبي، ارواښاد عالمه رشاد، ارواښاد
محمد اعظم ایازي او نورو پوهانو او پښتنو لیکواالنو مهم نقش لوبولی دی.
خودا باید وویل سي چي دا کار آسانه نه وو او له ډېرو بحثونو څخه وروسته چي
په ورځو ورځو یې دوام وکړ تر سره سو. د دې لیکدود په باره کي اختالفات خو
ډېروو، په تېره بیا لویه ستونزه د ږغیږو تورو »ښ«، »ږ« د لیکلو په اړه وه
چي د لغمان او شاوخوا سیمو پښتانه یې »خ«،»ګ« تلفظ کوي. په هر حال یوه
پرېکړه ډېره ضروري وه چي باید وسي او دا پرېکړه د سلطنتي مقام د فشار او
زموږ د مشرانو د علمي پوهي او درایت په برکت چي د یوبل نظرونه یې سره
ومنل وسوه. هغوی پرېکړه وکړه چي ږغیږ توري به د کندهار د پښتو په لهجه
لیکل کیږي او د هري سیمي پښتانه به یې په خپله لهجه تلفظ کوي چي په دې ډول
دا اوسنی لیکدود منځ ته راغی. فکر وکړئ چي په دې لیکدود به د ۱۱۱۱کال
راپدې خوا څومره کتابونه او آثار لیکل سوي او چاپ سوي وي او برسېره په دې
د ټول هیواد د ښوونځیو او پوهنځیو د تعلیمي نصاب کتابونه هم په دې لیکدود
لیکل سوي دي.
۰ ـ د نوي لیکدود منفي اړخونه: داسي ښکاري چي په نوي لیکدود باندي د
کارکولو تمرکز به زیاتره پر ږغیږو تورو باندي وي. اوس هم ځیني کسان د خپل
تلفظ په اساس ښ په »خ« ، ږ په »ګ« اړوي. د مثال په توګه پښتو » پختو«،
لږ »لګ« لیکي او داسي ډېر نور توري د خپل ږغ ) غږ ( په اساس لیکي. که د
لیکلو دا دود عام سي او نوی لیکدود په همدې اساس منځ ته راسي نو دا سوال
راپیدا کیږي چي په دې اوسنیو چاپ سوو کتابونو او آثارو به چي شمېر یې
لسګون او سلګون ملیون ټوکو ته رسیږي او د هیواد په کتابتونونو او د خلکو په
کورونو کي پراته دي څه کیږي؟ او د هغو په لوستلو کي به آینده ځوان نسلونه
ستونزي ونه لري؟ البته دا سوالونه ماته راپیدا سوي دي، شاید نور محترم
لیکواالن به بل ډول فکر کوي.
۴ ـ څرنګه چي هر څوک په دې برخه کي د خپل نظر په څرګندولو کي آزاد دی
او زه هم د نوي لیکدود د رامنځته کېدو په اړه د خپل نظر د آزادۍ احساس کوم
نو ویالی سم هر نوی اقدام چي په هره برخه کي کیږي باید دهغه مثبتي او منفي
نتیجې په پام کي ونیول سي، که یې مثبتي نتجې تر منفي زیاتي وي هرو مرو دي
الس په پوري سي، خو که یې منفي خوا زیاته او تر ګټي یې تاوان ډېر وي نو پر
خپل حال دي پاته وي.
زه فکر کوم چي د ټیکنالوجۍ په دې اوسني حالت کي د پښتو ژبي د پرمختګ او
پیاوړتیا لپاره د نورو اقداماتو ضرورت دی چي باید ترسره سي، په خاص ډول دا
دوه کاره ډېر اړین دي ـ یو د لیکوال د امالیي او انشایي غلطیو اصالحات دي
چي د پښتو ټایپ دیوه نوي کیبورډ په جوړېدو سره دا اصالحات ممکن کېدای
سي. او بل د پښتو ویکیپیډیا پیاوړتیا او غني کېدل دي. ما چي هر ځل د خپل
کمپیوټر له الري له پښتو ویکیپیډیا څخه د وطن په اړه د کوم شي معلومات
غوښتي دي وا یي نه یې لرواو دا معلومات مي تر یوې اندازې مجبورا له ایراني
فارسي ویکیپیډیا څخه ترالسه کړي دي.
په درناوي
طاهر اڅکزی

Share

Geef een reactie

Het e-mailadres wordt niet gepubliceerd. Vereiste velden zijn gemarkeerd met *