احمد شاه بابا

ستراحمدشاه بابا دابدالي زمان خان زوی دی. چي پلارئې هم دخپل وخت قومي مشر ؤ. اوپه هرات کښي اوسیدی.احمدشاه بابا په کال ( ۱۷۲۲م ) کي په هرات کښي وزیږیدی.احمد شاه بابا پسله هغه چي کندهارته دنادرافشارترمړیني وروسته راغلی نو په شیرسرخ کښې یوه لویه جرګه جوړه کړه،دلوی جرګې دخوا څخه په انتخابي توګه دهیواد مشراو پاچاه په توګه ومنل سؤ. چي دوخت ډموکرا تیک ترینه ولسي انتخاب ګڼل کیږي.ترهغه وروسته چي احمدشاه بابادهیوادواک په لاس کښي واخیست.نووروسته ئې ځان داحمد خان اودشاه افغان په نوم وه نومولی.د نادرافشار په لښکروکښي یوزړه وراود پوره نفوذ خاوند وو.احمد خان دازبکوجنرالانوسره دنادرافشاردلښکرویوقوي منصبداروو.اوپه پښتني قبیلوکې هم پوره محبوبیت درلودی.نوڅه وخت چی نادرافشارپه ( ۱۱۶۰هـ برابرد۱۷۴۷م ) سره ووژل سو.نواحمدخان پرایرانیانوحمله وکړه،په پرله پسې حملوکې ایرانیانوته ماته ورکړه، همدغسي ئې ډیرژرکندهارهم ونیوی. اوهغه وخت ایرانیانودسند،کابل اود سیمي څخه باج یااخراج ترلاسه کاوه.او دکندهارپرلاره به ئې اصفهان ته انتقالول خو!داوخت کندهاردافغانانواواحمدخان په قبضه کی وو. نوڅه وخت چي نوموړي سامانونه اوباج دکندهارڅخه تیریدی، هغه ئې دایرانیانوڅخه ترلاسه کړ.چی په دې سره داحمد خان وټیزیا اقتصادي حالات ډیرښه سؤ.اوبیا ئې هم دافغاني دوداودستورسره سمه یوه ډموکراټیکه لویه جرګه دقومي مشرانو په ګډون دکندهاردشرسرخ په زیارت کښي جوړه کړه.اوصابرشاه ملنګ داحمد خان په سرکښي دافغانستان سمبول د(غنمووږی) په لنګوټه کښي ورکښیښودی اوداحمدشاه باباپه لقب ونومول سو.دپاچهۍ تر انتخابید ووروسته ئې:نوسمدلاسه دخپلي لاسته راوړي ساحې واک نورهم پراخ کړ.او پرخراسان ئې چي دافغانستان شمالي برخي دي،مشهداوسجستان ئې حمله وکړه، نوموړي سیمي ئې ونیولې .احمدخان خپل لقب شاه افغان کښیښودی.ددې څخه وروسته احمد شاه بابا دایران دبشپړه نیولوخیال نه درلود.اوکومه ګټه ئې هم دعقدوي  لحاظه نه درلودله.نوځکه ئې مخ دسینداوهندپرلورراواړاوی.او هندوستان ئې ترډهلي پوري فتحه کړی.

Share
  • Related Posts

    دننګیالي بڅرکي مرکه ددپښتنو دیوه مشرخدای بخښلي جعفرخان سره

    دپښتونخوا دیوه مشراودپښتوداکاډمیک مرکزمشرسره دپښتنواوپښتونستان دجوړید وپه باب دارزښت وړمرکه خپله دخدای بخښلي جعفرخان اڅکزي څخه اوریدلای سی.په مرکه کښي دجعفرخان اڅکزي سره دافغانستان لیکوال ،شاعر اوسیاسي شخصیت خدای بخښلی…

    Share

    محمدعلم بڅرکي

    د محمد علم بڅرکي دزیږیدوکلیزه دی دآزادۍ،ډموکراسۍ دلاري ټولوپلویانوته مبارک وي. یاددې تل وي دهمدغه ورځي . یوه پیړۍ مخکي محمد علم بڅرکی پر۲۱مه دمی دمیاشتي په ۱۹۲۱کال کښي دې…

    Share

    Geef een reactie

    Uw e-mailadres wordt niet gepubliceerd. Vereiste velden zijn gemarkeerd met *

    You Missed

    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    • Door Bacharki
    • augustus 14, 2025
    • 171 views
    راسئ په خپل نوم لیکنی وکړئ

    عبدالحمید مهمند

    عبدالحمید مهمند

    اعتدال لاره

    اعتدال لاره

    پښتو لیک دود

    • Door Bacharki
    • februari 14, 2025
    • 100 views
    پښتو لیک دود

    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    • Door Bacharki
    • november 24, 2024
    • 132 views
    HABIB HOTAK!دخلق اوپرچم دمشرانودخودخواهی په هکله تاز ه معلومات ! استاذ ننګیالی بڅرکی ! 11/02/24

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»

    «دمیوند جنګ اغیزي پرنړیوال سیاست باندي»