محمدعلم بڅرکي

د محمد علم بڅرکي دزیږیدوکلیزه دی دآزادۍ،ډموکراسۍ دلاري ټولوپلویانوته مبارک وي.
یاددې تل وي دهمدغه ورځي .
یوه پیړۍ مخکي محمد علم بڅرکی پر۲۱مه دمی دمیاشتي په ۱۹۲۱کال کښي دې دنیاه ته سترګي رڼي کړې.اوبشپړه ۸۲ کاله ئې ژوند تیرکړی دی.
خدای بخښلی محمد علم بڅرکی که څه هم داقتصادي لحاظه په یوه نسبي خانه کورنۍ کښي دې دنیاته راغلی دی،خودټولنیزاوسیاسي نارامیوله پلوه ئې ژوند دنوروسیاسیونوپه څیردستونزوڅخه ډک تیرسوی دی.داځکه چی دهغه پلارخدای بخښلی حاجي محمد انورخان اڅکزی دوخت دانګریزانوسره دملي مبارزې په درشل کښي ولاړؤ.هغه په سیاسي لحاظ انګریزانوته محکوم اودانګریزانوسره لاس اوګریوان ؤ.همدغسي ئې دانګریزانوپرضد دملي غورځنګونوملاتړکاوه.اوپه عملي میدان کښي دګاندی دکانګریس دګوند اودخان عبدالغفارخان،عبدالصمدخان اڅکزي دخدای خدمتګارانو، انجمن وطن پلوی ؤ.همدغسي څه وخت چی سقاوي افغانستان ته راداخله سوه، نوخدای بخښلی حاجی محمد انورخان اڅکزی هم کرارکښینه ناست. اوپه عملی توګه ئې دخپلونوروملي مبارزینو په مرسته کندهاردسقاویانو دزورزیاتۍ څخه خلاص کړ.چي ترهغه راوروسته په افغانستان کښي دمحمد نادرخان اوظاهرخان حکومتونه رامنځته سوه. اوخدای بخښلي حاجی محمد انورخان هم هغه سیمي چي دانګریزانوپه لاس کښي وې، هغه ئې پریښودلې اوخپل دګلیستان خانی ئې هم خپل زوی محمد افضل خان ته پریښودل. اوپه افغانستان کې دخپل قوم اوخپلو افغانانودپاره ئې ډموکرا ټیکه مبارزه را پیل کړه.دغه وخت خدای بخښلی محمد علم بڅرکی هم په تقریبي ډول د۱۶یا ۱۷ کلونوپه شاه وخوا کښي ؤ.
محمدعلم بڅرکي هم دخپل پلارسره په څنګ کښي دملي مبارزې په ډګرکښي دپښتونستان دآزادۍ بیرغ دخپلونورومشرانولکه خان محمد ایوب خان ، حاجي محمد انورخان،خان عبدالصمد خان اڅکزی اونورومشرانوپه څنګ کښي دډیورنډدکرښي پرسردانګریزانواوبیاترهغه راوروسته چي پاکستان دانګریزانودخواڅخه دپښتنو پر سیمه جوړسؤ،نومحمدعلم بڅرکی داغستان په ګرمه جبهه کښي د پښتون خوا دآزادي خواهانو سره یوځای په سنګرکښي ودریدی.سختي ورځي ئې په همدغه ګرمه جبهه کښي ولیدلې.خوبیا هغه وخت چي په افغانستان کښي مطلقه شاهی رژیم ؤ،دوخت ویښ زلمیانوپه هیواد کښي دډموکراټیکواصلاحاتوخبره راپورته کړه،په هیواد کښي دننه ئې داصلاحاتوپه لړکښي دقانوني اساسي،مشروطه شاهي، دښځودښوونی اوروزي بهیراو په ټولنه کښي وښځوته هم دحق مسئله ئې را پورته کړه، که څه هم دهغوی غوښتني قانوني وې اودوخت دحکومت په ګټه هم وې،لیکن دغه غورځنګ دحکومت دسخت مقاومت سره مخامخ سو.اودنوموړی غورځنګ پلویان ئې په مختلیفوزندانوکښی واچول اوپه مختلیفوعمر قیدونوئې زندانیان کړه.چی په دې لړ کښي ئې خدای بخښلی محمد علم بڅرکی هم دپنځوکالو په عمردکندهار په فرقه کښي زنداني کړ. دانو بیا هغه وخت دی چی خدای بخښلي محمد علم بڅرکي واده هم کړی دی اودژنوند دځوانۍ نوی سهارئې هم را پیل سوی دی.اودغه وخت دمحمد علم بڅرکي پلارهم دده سره یواځای زندان ته سپارل سوی ؤ. چي زموږ دټوله کورنۍ دپاره دغه ستونزمنه خبره وه چي دکورنۍ لوی مشر خدای بخښلی حاجی محمد انورخان او خدای بخښلی محمد علم بڅرکی زندانیان وه.
دویښ زلمیانو په دغه سیاسی مبارزوسره هیوادته ډموکراسي اواساسي قانون راغلی اودهیواد چارواکي او شاهي دولت ودې ته اړایستل سو ، چی دویښ زلمیانو غوښتنی ومني. خودغه غوښتني ئې دویښ زلمیانو په نامه نه غوښتلې. او دغه ئې دافغانستان خلکو ته دشاهی دولت دسوغات په نوم اوپیرزوسره وړاندی کړل. داځکه چی شاهی دولت هرڅه امتیازات ځان اودخپلي کورنۍ دخوا څخه منل. دوخت شاهی حکومت دبل هیچاه ملی حرکت نه مانه.او په کال ۱۳۴۳هـ ش کښې اساسي قانون تصویب اوخپورکړل سؤ. چی دغه وخت ئې بیا دویښ زلمیانومشران هم لکه : محمدرسول خان پښتون،مؤلوي قاضي بهرام خان اڅکزی، جیلانی خان الکوزی،عبدالهادي خان بحراونورچی دغه کسان ترلس کاله په ډیرزندان سره محکوم سوی وه،راخوشي کړل سوه.
وروسته ترهغه چي اساسي قانون رامنځته سو.اویولړدویښ زلمیانومشران هم دحکومت په پیرزوینه ددولت په چاروکښي فعاله سوه، نولکه : خدای بخښلی بینوا، الفت صاحب،پوهاند حبیبی،محمد ابراهیم خواخوږی اوداسي نورمخورچی دملي ډموکراټیکی مبارزې پلویان وه.نوخدای بخښلی محمد علم بڅرکی هم دکندهار دمجلې دمدیرپه توګه پرکاروګمارل سؤ.اودغه وخت ئې دمبارزې تیره څوکه دهیوادوروسته پاته فیوډالی اړیکواومناسباتوته وه،چي دهیوادپه چاروکښي دښځو ګډون په ټولنیزوکارو کښي جوت سي، په هیوادکښي دکاراوداخلی تولید دپاره زمینه برابرول اودیوه پرمختللي افغانستان دپاره لاره هوارول وه.خو بیا هم دخدای بخښلي محمد علم بڅرکی مجله اودهغه مضامین دحکومتی چارواکوپه سترګوکښي اغزی غوندي سوه. اوداځکه چي په نوموړی مجله کښي دوخت مترقی افکارخبریدله او دمحکوموکارګرانو ملاتړئې کاوه.او دنړۍ دنامتومشرانومقالې په کښي ژباړل کیدې. خودوخت سلطنتي نظام نه غوښتل چی منوره طبقه دي دیوه قوت په ډول سر ورښکاره کړي. نوځکه ئې خدای بخښلی محمد علم بڅرکی هم دمجلې څخه تبدیل کړ، لومړی ئې لښکرګاه ته واستاوه اوبیائې په کابل کښي داطلاعات اوکلتورپه وزارت کښي د پښتودانکشاف دمدیرپه توګه په کاروګمارلی.خودلږوخت وروسته بیا هم دولت ونه غو ښتل چي یولړمنورین دی په دولت کښي وزغمي نو په همدغه سبب ئې خدای بخښلی محمد علم بڅرکی اوخدای بځښلی پوهان اعلامه عبدالحی حبیبي ئې په لزومي تقاعد سره په یوه مکتوب کښي تقاعد اودکاره لیري کړه.
تردغه وروسته هغه وخت چی خدای بخښلی محمد هاشم میووندوال هم دویښ زلمیانودیولړمنورینوسره یوځای سو.اودمساوات د ګوند خښته ئې کښيښودل،نو خدای بخښلی محمدعلم بڅرکی هم ددغه ګوند لومړی غړی اوبیا هغه وخت چي دمساوات کنګره دمحمد داودخان دجمهوریت پردوهم کال باندی دمحمد علم بڅرکی په کورکښي دخیرخانې په مینه کښي ترسره شوه، نو محمد هاشم میوندوال دلومړی منښي یا مشر په توګه او خدای بخښلی محمد علم بڅرکی ئې دمعاوین منشی په توګه وټاکل سو.چي ددوی مبارزه هم مسالمت امیزه او دقانون په چوکاټ کښي وه. ښاغلی میووندوال دپوره لیاقت خاوند او دنړيوال شهرت درلودونکی یوپوه انسان ؤ. چی دمبارزې په میدان کښې ورځ تربلي قدرت اودخلکو په منځ کښي محبوبیت ډیریده.ښاغلی میووندوال په عملي توګه دمظاهرواو دقانونی غوښتنودوړاندي کولو دپاره خپل ږغ دخلکو په منځ کښي پورته کاوه. چي دغه محبوبیت پرځینوچپیانو په ډیره بیا هغه چپیان چي په حکومت کښې واک اواختیارترلاسه کړی ؤ. پرهغه کسانوښه نه لګیدی.او دمبارزې په ډګر کښې دمساوات اومیوندوال سره سیالی نه سوای کولای.دبله پلوه دمساوان په اخبارکښي دواقعي جمهوریت ځینی مقالې هم پر سردارمحمد داودخان باندي ښې نه لګیدې.نوئې دیولړپرچمیانودولتي چارواکو پرلاس دمساوات پرګوند حمله وکړه اوخدای بخښلی محمد هاشم میوندوال ئې په داسي حال کښي زندان ته ولیږی چي هغه تازه دخارجه څخه دتداوی څخه وروسته هیوادته رارسیدلی ؤ.اوپرمساوات اومیوندوال ئې دکودتا کولوتورپوري کړ.په زندان کښي دبدچلند اوسختووهلوټکولوڅخه وروسته ئې په صحت ناروغه میوندوال شهید کړ.اوپه اخبارواوراډیووي خپرونوکښې دهغه ځان وژنه دنیکټائي په وسیله تبلیغ کړه.خودغه ټوله درواغ اودحکومت ددرواغوسیاست ؤ.چي تردغه بدي پيښي وروسته ئې په خیرخانه مینه پنجشیرواټ کښي دمحمد علم بڅرکي کورهم محاصره کړل سؤ.اوخدای بخښلی محمد علم بڅرکی ئې هم په داخله وزارت کښي زنداني کړ. دخدای بخښلي محمد علم بڅرکی څخه خپله دداخلې وزیرفیض محمد څیړنه او تحیق کاوه.چي دهغه دپوښتني اوځوابونه په لنډه توګه داسي وه.
لومړۍ پوښتنه : تاسو دمساوات دګوند دمیوندوال مرستیال یاست .
ځواب : بلې هو! زه دمساوات دګونددمیوندوال مرستیال یم.اوزموږ مبارزه مسالمت امیزه اودقانوسره مطابق ده.
دوهمه پوښتنه : ښاغلی میووندوال دکودتا پلان درلود او دکودتا دلاري ئې د حکومت دچپه کید وپلان درلود.
ځواب: زه په دې نه یم خبرخوزموږدګوند مبارزه هرډول کودتا غندي،زموږ مبارزه دمرام له مخی قانوني اومسالمت امیزه ده.
پوښتنه :میوندوال یوخائین اودعسکری لاري ئې حکومت چپه کاوه اوموږ دی اوس ونیوه.
ځواب: که چیري تاسو دغه ثابته کړه چي هغه په واقیعت کښي کودتا کوله نو موږبه هغه دګوند څخه لیري کړو، ځکه زموږ دګوند دمرام څخه ئې مخالف عمل کړی دی.
پوښتنه : دحکومت په نظرمیوند وال یوخائين او دپردیوهیوادوجاسوس ؤ.نوتاسي هم زموږ دبیانه سره سم په لیکلي توګه دمساوات په استازي توب سره ولیکی چی میوند وال یو خائين اوجاسوس دی.
ځواب : تاسي پوهیږی چي ستاسو جمهوریت ټوله ګوندونه غیري رسمي اعلان کړي دي. اودګوندونوفعالیت مو منعه کړی دی.نوځکه زه دګوندپه غیري قانوني صورت کښي دګوندپه نماینده ګي دغه خبره نه سم لیکلای. نوترهرڅه نه مخکي تاسي باید زموږ مساوات کوند په رسمیت وپيژنی،ترهغه وروسته به موږ یوه قانونی جلسه جوړکړو.اوبیا به دګوند دپریکړی سره سم په دې باب خپل نظروړاندی کړم.
دفیض محمد داخلی وزیرځواب : ډیرسخت ډیپلوماټ ئې اوستا په باب به موږبیا هم تصمیم ونیسو.تردغه وروسته زموږکورسخت تلاښي کړل سؤ.خوپټه دي پاته نه وي چي ترتلاښي مخکي دمساوات هغه مهمي پریکړي،دمجلسونومهمي خبري اومحرم دګوند اسناد مخکی لاخدای بخښلی پوهاند اعلامه عبدالشکوررشاد صاحب خپل کورته وړی وه.اودخپل ملګرتوب اوافغاني وفادارۍ له مخي ئې دخپل دوست محمد علم بڅرکي اسناد وروساتل.
خدای بخښلی محمد علم بڅرکی تریوې میاشتي زندان څخه وروسته دخان محمد ایوب خان اڅکزي په سپارښتنه دسردارمحمد داود په امردوزارت داخلې دزندانه خوش کړل سو.ولي دکابله څخه په جبري کډه کولوسره مجبورسؤ،چي کندهارته ولاړسي، هلته هم ترډیره وخته په کندهارکښي دپولیسوترتعقیب لاندي ؤ.اوهرورځ به پولیس زموږ دکورشاه وخواته ګرځیدل،نوزه (ننګیالی بڅرکی) یوه ورځ دپولیسو سرماموریت چي په پنځمه ناحیه کښي په خوجک بابا کښي ؤ، ورلم اودپولیسو سره مي سوال اوځواب وکی، چي تاسوولي زموږ کوراو زما پلار تر تعقیب لاندي نیولی دی؟. هغه اوس ټوله خبري ستاسو دچارواکوسره حل وفصل کړی دي اوکه بیا هم تاسي کومه پوښتنه لری نوکولای سی چي خپله دښاغلي محمد علم بڅرکی سره ئې مطرح کړی، څوتاسویا دغه پټ تعقیب بند کړی اویا هغه مجریم ثابت کړی.پو لیس مخکي له دې چي زما دپوښتنوځواب را کړي،زما ټوله پيژندلګلوی ئې زما سره شریکه کړه.زما پوره بیوګرافي ورسره وه. زه حیران پاته سوم، چی دوی زموږ دکورنۍ پرغړوخدای خبرڅونده نورکارکړی وي.
هغه ماته وویل: لومړی زده کړي دی په محمودطرزي ښوونځی کښی تر سره کړي دي، بیا میرویس نیکه لیسې ته راغلی ئې ، بیا دخلق په ګوند کښی فعاله وې، بیا البیروني لیسې ته ولاړې، بیا دهغه لیسې دکنفرانس ریس سوې ددولت ضددی فعالیت کاوه.اوداسی نورډیرڅه حتا دعسکری ځای اوپيښي ئې هم رایادي کړې. خوبیاما ورته وویل: داچی ترما تا ډیرښه پيژندلی یم.سمه خبره ده خویو حرکت هم ما غیري قانوني نه دی تر سره کړی.اونه زموږ ټوله کورنۍ دغیري قانونی کړنو پلوۍ ده.په پای کښي مي ورته وویل :چی ښاغلی محمد علم بڅرکی خواوس په کندهارکښي په خپل کورکښي دی، غواړی چی په اینده کښي دخپل باغ او جایدادپه کارونوکښي بوخت سي، نوکه نورهم تاسوزموږ وتعقیب ته ادامه ورکړی،نو موږ مجبوریوچي نورولوړومقاماتو ته مراجعه وکړو. لنډه ئې داچی سرمامورخبري لنډي کړې اووې ویل چي موږبه په دې باب پریکړه وکړو.اوترهغه راوروسته نوبیا دخدای بخښلي محمد علم بڅرکی تعقیب هم خلاص سو، بیاموپټ اوښکاره دپولیسو پلټنه نه ده لیدلې.
دخدای بخښلي محمد علم بڅرکی دوړکتوب او ځوانۍ لوبي : خدای بخښلي محمد علم بڅرکی دفوټبال سره مینه درلودله، هغه دخپل وخت یوښه فوټبالرؤ.هغه دفوټبال په میدان کښي فاروردیا ومخته بازی کونکی ؤ.اوپه عینی وخت کې دمطالعې اوکتابه سره هم مینه وه، سیاست ئې دپلاراونیکه څځه په میراث اخیستی ؤ.اودسیاست په میدان کښې دچپ افراطیت اوراست افراطیت سره نه وه جوړه. په وړکتوب کښې دکاغذباداوسیښی مانجې سره هم علاقه وه، داځکه چی موږهم دده څخه دسیښي مانجې نسخه اخیستې ده.
نتیجه : خدای بخښلی محمد علم بڅرکی په نسبي توګه په یوه نیمه خانه کورني کښي رالوی سوی دی،دژوند کړاونه ئې هم ډیرلیدلی دي،په ډیرکوچنیوالي کښې مورمړه سوه، ترهغه راوروسته ئې انا سرپرستي پرغاړه واخیسته،خودبده مرغه دکوټي په زلزله کښې انا اوکوچنی ورورئې هم دواړه مړه سوه،بیاافغانستان ته راغلی اودخپل پلاره سره په سیاسي مسائیلوکښي فعاله سو، ترحربي پوهنتونه ئې ځان ورساوه.اودطب پوهنځۍ ئې ترپنځم ټولګی ولوستل بیا هم دسیاسی کړکیچ په سبب دپوهنځی څخه اخراج کړل سؤ.تردې دمخه پيښي خو په تفصیل سره ولو ستل سوې، لیکن په افغانستان کښي دثوردنامکامه انقلاب په دوران او دهغه څخه وروسته ئې هم ډیري ستونزي دچپ افراطیت اوراست افراطیت دخواڅخه ولیدلې،چي تفصیل ئې په ویب پاڼه کښي شته. دویب پاني ادرس دی : babacenter.nl تاسو کولای سی چي نورمعلومات هم دخدای بخښلی محمد علم بڅرکي په کتاب کښي (دمحمد علم بڅرکي دژوند ځیني برخي) ولولی .پای
لیکوال: ننګیالی بڅرکی.
Share

Geef een reactie

Het e-mailadres wordt niet gepubliceerd. Vereiste velden zijn gemarkeerd met *