دمرحوم خان عبدالصمدخان اڅکزی دژوند ځیني برخي

مرحوم خان عبدالصمدخان اڅکزی په عنایت الله خان کاریزکي په کال ۱۹۰۷میلادي کي دجولای پر ۷ نیټه په یوه منوره کورنۍ کی زیږیدلی دی. مرحوم عبدالصمدخان اڅکزی دې دنیاته په داسي شرایطوکي راغلی،چي هیواد ئې دپردیویرغل ګروتراشغال لاندي اودمرحوم پلاراونیکه ګان چي سلسله ئي وبرخوردارخان ته رسیږي،داستعمارسره لاس په ګریوان وه.اودهیواد دآزادۍ په لاره کې سختي مبارزې کړي دي.عبدالصمدخان اڅکزی دنور محمد خان زوی،دسلطان محمدخان لمسی دعنایت الله خان کړوسی په قبیلوی لحاظ اڅکزی دې.خان عبدالصمد خان اڅکزي خپل لومړني تحصیلات تر اتمی ټولګۍ پوري کړي دي.دافغانستان داستقلال پر محال عبدالصمدخان وړوکی ؤ، خودافغانستان داستقلال پروخت ئې سیاست او مبارزې را پیل کړې، هغه دامیرامان الله خان سره هم لیدنه،کتنه کړې ده.اودافغانستان دحکومت ملاتړئې کاوه.که څه هم دوخت دانګریزي حکومت اودځینولاس پوڅودخواڅخه دسخت مقاومت سره هم مخامخ سوی دی.خودهغه دمبارزې هوډمیړنی ؤ.خان عبدالصمدخان دانجمن وطن په نوم یوغښتلی ګوندجوړکړ،چی دهیوادمشهوره سیاست پوهان، دپښتونستان مبارزین خان محمد ایوب خان اومرحوم عیسی خان ئې هم دلاري تکړه انډیوالان وه.خان عبدالصمد خان دهند په سفر څوځله تللی دی اوهلته ئې دګاندي جي،نهروعلی احمدخان،خان عبدالغفارخان سره دنژدووکتل.چي دده اودده دګوندپرتجریبو ئې نورهم ورډیرکړه.خان عبدالصمدخان چي دوخت یو سیاست پوه اودوخت په مروجه علومو پوه اود قوم،خلکوپه منځ کې بشپړه محبوبیت درلود. حاجی محمد انورخان اڅکزی، قاضي بهرام خان نامتو کسان هم دده سخت ملاتړی وه.
زما پلارمحمدعلم بڅرکی چي لاهغه وخت وړوکی ؤ، خو! دسیاست استاداو تشویق کونکی ئې مرحوم خان عبدالصمدخان اومرحوم محمدایوب خان اڅکزی وه. خان عبدالصمدخان اڅکزی ما په خپل کور کندهارکي لیدلی ؤ، چی هغه وخت لازه وړوکی وم.خو! دمجلس تراغیزي لاندی ئې راغلی وم.خان عبدالصمد خان اڅکزی په وارو،واروهم دانګریزانوپه حکومت کی اوهم دپاکستان دحکومت دخوا څخه زنداني سوی دی.څو!دحکومت له خوا په مرمز ډول په ١٩٧٣م کال کي ددسمبرددوهمې ورځې سهاروختى د خان شهيد کورته بمان ورگوزارشول اودغه په قهرمانيوسرلوړي اودپښتنو په غم غمجن راهبرپه ډيره بى دردۍ په شهادت ورسيدې .دده جنازه په گلستان کې په پلارنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شوه اوفاتحه يې په جنوبې پښتونخوا،شمالي پښتونخوا، بلوچستان،افغانستان،پاکستان،هندوستان اوبنگله ديش کې په درناويوواخيستله شوه،نن ددسمبردوهمه نیټه دخان شهید دمړیني د۴۳کلیزي سره سمون لري. روح دې ښادوي.
ننګیالی بڅرکی

«دپښتنودسیمۍ دیوه لوی سیاسي ،ملي مبارزمحمد ایوب خان اڅکزي پيژند نه»
د کوږک دغره په لمنه کې دوه کلي څنک پرڅنګ پراته دي. چي دغیرت اوهمت انګیزې ئې دانګریزانواوخارجی تجاوزګرانودذهن څخه لاتراوسه هم نه دی وتلي.دآزادۍ دلاري مینانو په همدغه کلي کی ژوند کاوه.دغه دوه کلي د ګلیستان خان اڅکزی اوعبدالله خان اڅکزی په نامه سره مشهوره دي.
ګلیستان خان اڅکزی دتیمورشاه ددولت پرمحال د کابل اوپيښورمشراودولايت ترکچي پوري مطرحه شخصیتونه وه.خو!عبدالله خان اڅکزی بیا ددوهم افغان انګلیس په جنګونوکې د کابل په ښار یاهم په افغانستان کې حماسې پریښودلې.
اودبالاحصارفتحه دده دلښکروپه زورترسره سوه.انګریزانوته ئې په یوه اخطاریه ورځ پاڼوکی چي دکابل پرټولودیوالونونصب سوې وه داسي ولیکل : « اشغالګروانګریزانو!تاسوته اخطاردرکوم چی دخپلو قشلویا عسکري محلونو څخه راونه وزی ؛که مي هرخارجي فرنګی لیدلی ؤ، ژوندی به بیرته ولاړنه سي،ژرافغانستان پریږدی.».همدغسي ډیری نوري حماسې ئې پریرښودلې، چي زموږ دبحث موضوعونه ده. دهمدغه کوږک دغرونوڅخه جنرال غلانبي خان اڅکزی،خان عبدالصمد خان اڅکزی اودنن ورځي دپښتنوسترمشرمحمود خان اڅکزی.اودهمدغه ځایه څخه داڅکزوستربهیردآزادۍ په لاره کي خپل تاریخي رول لوبولی دی.
خبره دهغه سترمبارزده، چي په معاصروخت کې لومړی دامیر امان الله خان داستقلال په وخت کی دانګریزانو پرضد په ګرم سنګر کي مبارزه کړیده.او بیا هغه وخت چي پاکستان جوړسو، دپښتنو دحقه حقوقو دپاره ئې دژوند تراخیرین وخته دپښتنواوبلوڅودحقونودپاره ستري کارنامې پریښودلې. داهغه وخت دی ، چي مسلم لیګ اوانګریزان په دې وتوانیدل،چي هندوستان تجزیه کي.او دپښتنو یوه پراخه برخه، دپاکستان ترنامه لاندي، دیوبل استعماري میتودپه شکل تر خپل کنترول لاندی راولي.چي پښتانه دیوبل وحشت سره لاس اوګریوان سول.داوخت ۱۳۲۶ هـ ش کال دی، په همدغه کال کي دپښتونستان موضوعوډیره ګرمه ده،اوخان محمدایوب خان سره دخپل غیرتي قوم د افغانستان خواته راواوښت اوپه افغانستان کې دخپرونودلاري،په ګرم سنګرکې دپا کستان اوانګریزانوپه مقابل کي ملي اوډموکراټیکه مبارزه را پیل کړه.
دخان صاحب دپيژندني سره دغه کیسه دلته لازمه ګڼم،چی یادونه وسي،هغه وخت چي خان محمدایوب خان دکابل په پروان کارته کې ژوند کاوه.په ۱۳۵۲هـ ش کال کي دمحترم سردارمحمدداود په وخت کي،وخان صاحب ته ددغه کورچي دی خپله په دغه وخت کې په کښي اوسیده.په دې باب یووړاندیزخپله دسرادرمحمدداودخان له خواڅخه وسو،چي دغه کوردافغانستان حکومت غواړی چي ستاپه نوم ئې ونوموي.اوته دغه قباله امضأ که…. خان محمد ایوب خان دغه وړاندیزپه ډیرمتانت سره ردکړاووې ویل:زه دلته دیوه سیاسی مطلب دحصیلولودپاره راغلی یم، چي هغه عبارت دی : دپښتونستان دآزادۍ اودپښتنو دیووالي مسئله ده.زه خپله په ګلستان کي جایدادلرم. هغه ما ددغه آرمان په خاطر نن پرایښی دی.
سردارمحمد داود ورته وویل:خان صاحب دغه ستا خپل حق دی.ته دلته اوسیږې اوسبابه هم دلته ستاپه نوم دغه ځای ولاړوي.موږدغسي یوکورونورو پښتونستانی ورڼوته هم ورکړی دی.لکه : خان عبدالغفار خان، اجمل خان خټک، ولي خان اوهمدغسي نور…نوستا څخه موهم هیله داده چي دغه کورپه خپل نوم کړې.اودغه قباله امضأ کړې.لیکن ترپایه هم خان صاحب دغه کورپه خپل نوم سره ونه مانۍ. اووې ویل :هرچاچی دلته دافغانستان څخه جایدادترلاسه کړی دی، دادهغه خپل کاردی.زه خپله هم په ګلستان کي خپل دپلاره راپاته سوی جایدادلرم.اودلته می افغانستان ته دراتګ مؤخه یوه سیاسي غوښتنه ده. نوکه دافغانستان دولت زموږسره مرسته کوي،نودی دیوه آزاد اخباراوآزادوراډیوي خپرونوزمینه را ته برابره کړي.هغه کورچی وخان محمدایوب خان اڅکزي ته ئې ور کاوه.زه خپله هم هغه کورته ورغلی وم،چي ډیرښه موقیعت ئې هم درلود.اودهغه د کوروڅنګ ته یوه لویه لیسه د نادر خان شهید په نوم باندي وه.
دنسب یوه لنډه پيژندنه :
خان محمد ایوب خان اڅکزی د ګلیستان دخانانو څخه ؤ. په ۱۹۰۶م کال کي زیږیدلی دی.دمحمدیعقوب خان زوی- دسعادت ملوک خان لمسی،دسربلندخان کړوسی – دیارمحمد خان کوسی – اودروشن دل خان کودی اودعرض محمدخان بیګي پردی کیږي. چي نوموړې سلسله د۱۸۰۰م کال څخه را پیل کیږي.دمحمدایوب خان اڅکزی مورپه وړکتوب کي وفات سوه.اومحمد ایوب خان دپلاریوزوی پاته سوی ؤ.، چی پسله دپلارد مرګه دکورټوله زمداري دده په غاړه سوه،محمد ایوب خان اڅکزی تراتمی ټولګی پوري په ګلستان کي زده کړي وکړې،خو! ورسته ئې بیا خپلي زده کړی په شخصي ذوق سره ترسره کړي دي،په انګلیسي،اردو،فارسي اوپښتوژبوئې لیکل اولوستل کولای سؤ.
خان محمدایوب خان اڅکزی چي دانجمن وطن دمرکزي کمیټې یامرکزي هستې دمشرانوڅخه ؤ.دانګریزانوپرضدئې یوولسي حرکت را پیل کی. په ډیر لږوخت کې په سیمه کي بشپړه نفوذ وکی.انګریزان ددې حرکت څخه سخت په ډارکی سوه.نوسمدلاسه ئې په ۱۹۲۸م کال کې پرهمدغه مرکزي هستې یامرکزي مشرانوباندي بریدوکی.اوفرنګیانوخان محمد ایوب خان،عبدالصمدخان اڅکزی، سلام خان او محمد عیساخان ونیول.اودبلوڅستان دګورنر(ؤډ – بلیارډ Wood Bulliard ) په حکم ونیول سوه.چي ددرونیموکالو په قیددمچ سخت زندان ته واستول سوه.دمچ په زندان کي دې سیاسي مشرانوخپلي غوښتني انګریزي حکومت ته وړاندی کړې،چی ډیري ئې دپښتنودخپلواکۍ پرشاوخوارا ګرځیدې، ترډیره وخته انګریزي حکومت ددوی غو ښتنی ونه منلې. اودې ته نه حاضرې کیدل،چی ددوی سره دډیپلوماسۍ په فضأ کی خبري اتري وکی،نوخان ایوب خان اڅکزی اوملګرې دې ته اړایستل سوه چي دلوږي اعتصاب( بوک ارټال) وکي، همدغسي ئې ۲۳ورځي دډوډۍ نه خوړلواعتصاب وکی. په پای کي ولس هم ودې ته مجبورسو،چی دخپلومشرانوڅخه بشپړه ملاتړاعلان کي،نوئې پرانګریزي دولت فشارراوست اوده محمد ایوب خان په سیمه کې دانګریزانو یومیجرفرنګی (فیرلې) اوبله فرنګۍ (میرمن فریر)وتښتول.داوخت ډیرحساس وخت ؤ.چی دهندي برتانوي دپاره دکانګریس دګوند په فشارسره انګریزانو پلان درلود چي یونوی حکومت دپاکستان په نوم جوړکړي،دلته دبله پلوه دوطن دګونددمشرانوصحي وضعت هم دډوډۍ دنه خوړلوپه سبب دغه حالت ته را رسیدلی ؤ، چي ددرویشتوورځوپه جریان کې د مرګ پولی ته رانژدې سوی وه.خو!دخپل هوډ څخه وانه وښتل، نوژرئې دفشارونوپه سبب دزندانه را خوشي کړه اودډاکټرانوترمعالجې لاندي ئې ونیول.ویل کیږي چی ددوی حالات دومره خراب وه،چی دغه خپلوملګروهم یودبله نه سره پيژندل.دهغه وروسته چی دوی راخوشي کړل سوه، دخان محمدایوب خان اڅکزی تشویش دانګریزانوددغه بدتصمیم څخه ؤ.چی په سیمه کي دوه هیوادونه دهندواومسلمان په نوم سره جلاکوی.اودپښتنولویه خاوره هم په دغه هیواد (پاکستان)پوري تړي.ځکه د محمدایوب خان اڅکزی داهم نه وه خوښه چي دغه لوی مستقیل قوم پښتانه چي دتاریخ په اوږدوکې آزادهیواددرلود.هیڅ قدرت ته ئې سرنه ؤټيټ کړی.نن په یوه غلام هیوادپوري وتړل سي.اودافغانستان څخه رابیل سي.خو! داسي حالات را غله چي پښتنونخوادپاکستان سره وتړل سوه.نوهمدغسي په ۱۹۵۰ م کال کي مرحوم محمدایوب خان اڅکزی دافغانستان دحکومت سره اړیکي ټینګي کړې. اودخپلودغه ملګروسره لکه : عبدالقادرکاسی – عبدالباقي اڅکزی – حیات الله اڅکزی اواخترمحمد کاسي سره یوځای دخپل کوراوځایه څخه بې ځایه سوه اوافغانستان ته راغله.
همدغسي ئې دپښتونستان غوښتنه په دوګرموجبهو کي راپیل کړه، چی یوه جبهه ئې په معروف کی راپیل سوه اوایوب خان اڅکزی په دې وخت کي دجنوبي پښتونستان دقبائيلومشریاریس وټاکل سؤ.
دوهمه جبهه ئې په وزیرستان کي پرا نیستل ، چی دهغه جبهې مشراوریس ئې فقیرایپي ؤ.چی هغه هم دوزیرستان په سیمه کي دښه شهرت څښتن ؤ.او دانګریزانوپرضد ئې ډیري مبارزې کړی وې.همدغسي دیوه ملي مبارزپه څیرئې دخلکوپه منځ کي ډیرمحبوبیت درلودی.
دمحمد ایوب خان اڅکزی ستونزي خورا ډیري وې اودا دغه وخت ؤ چی هم دښمن ډیرقوي ؤ. اوهم په پښتنوکی پریوه خوله اوخبره باندي جوړجاړی نه کیده.اودافغانستان حکومت په صدا قت سره ددوي مرسته نه کوله. نوهمدغسی ئې دژوند ټوله برخه په کړاونو، زندانونواود کوراواولادو څخه په جلاوالی کي دکړاونوشپې اوورځي تیري کړې.چي دکال ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۷۶م کال پوري د کور، کوچنیانویا اولادونوڅخه مسافراوپه کال۱۹۷۶م کي په کابل کي د کارته پروان په سیمه کي په خپل کورکی دتنهائي په فضأ کي وفات سو.اودشهدای صالحین په حضریه (هدیره) کي دمنورینواودچارواکوپه بدرګه خاورته وسپارل سؤ. «روح دې ښادوي».
چي بیا وروسته د مرحوم محمد ایوب خان اڅکزي څخه دهغه اولادونودخپل مبارز پلارلاره تعقیب کړه.
دمرحوم محمد ایوب خان اڅکزي څخه دغه اولادونه په میراث پاته سول : مر حوم جعفرخان اڅکزی،محترمه حضرته (خور)،محترم محمد معصوم اڅکزی، مرحوم محمد ابراهیم خان اڅکزی،دکتورحشمته اڅکزی اوشمشاده اڅکزی.
چي ټوله اولادونه ئې اوس هم په ټولنیزوخدمتونوبوخت دي.
د مرحوم محمد حسن خان انور«اڅکزی» زما داکا
دمړینی اته کاله بشپړه سوه
په ډیره خواشنۍ سره اته کاله مخکي خدای بخښلی دپښتوژبي اوادبیاتواستاد محمدحسن خان اڅکزی په ۲۰۱۲م کال کي دجون دمیاشتی پر۱۷نیټه دسهار پرلسوبجواودیرشودقیقودالمان دایسن په ښارکي په حق ورسیدی .اوهمدغسي دمرحوم جنازه دماپښين پر۳بجواویودیرش دقیقودالمان دایسن دښارڅخه واخیستل سوه،اودخپلی پلارنۍ حضرې(هدیرې) ګلیستان کاریزکې دخپلي میرمنی وڅنګ ته ښخ کړل سو.(روح دې ښادوي)
دمرحوم استاد لنډه پیژندنه :
مرحوم استادمحمد حسن خان اڅکزی دحاجي محمدانورخان اڅکزی دریم کشرزوی اود مرحوم محمدعلم بڅرکی کشرورورؤ.مرحوم حسن خان اڅکزی دژبپوهني په برخه کې لوړي زده کړي دپوهنتون دلیسانس ترکچي کړي وې. اوپه همدغه لاره کې یوعمردلوړوزده کړوداستادپه توګه ئې دنده ترسره کړې ده. په زرهاوزده کونکې روزلي دي.اودپښتوژبي دپاره ئې نه هیردونکي خدمتونه هم ترسره کړي دي.په لسهاوعلمي،ټولنیز کتابونه اواثاریې لیکلي دي.
مرحوم استاذاڅکزی؛وروسته له هغه چي دلوړوزده کړوڅخه فارغه سولومړۍ دنده یې دکندهارپه میرویس نیکه نامتولیسه کي راپیل کړه،وروسته ترهغه په کابل کې دنادرې په نامتولیسه کي دپښتوژبي اوادبیاتوداستادپه توګه یې دنده ترسره کړه،هغه دپښتو ژبي یولوړ،با صلاحیته استاذ ؤ،چی نیکی خاطرې يې دزده کونکوسره پاته دي.زه هم خپله په نادریه لیسه کی دهغه دیوه زده کونکي په حیث دلږوخت دپاره داستاذترلارښووني لاندي دپښتوادبیات زده کونکی وم.ډیري نیکي خاطرې داستاذدلارښوونوڅخه لرم.استاذبرسیره پردې چی دخوشحاله طبعت اوظریفوټوکواستعداددرلود،خودزده کړي په وخت کي بیا ډیربامسؤلیته اودپوره کنترول خاوندؤ،استادپرزده کونکوباندي ډیرګران ؤ.اوپرخپلودندواودرسي زده کړوباندی پوره توانمندوو. کله چی به دزده کونکو سره دباندی ترښوونځی لیدل کیده نودخپل خوشحاله طبعت په لرلوسره به یې ټوکی ټکالی کولې، خوکله چي به ټولګۍ ته راداخل سوبیابه ئې په چپه چپتیاکې درسي پروګرام پرمخ بیوه.
استاذ برسیره پردې چی یوتکړه ښوونکی وو، خویوتکړه ژورنالیست هم وو،په ډیروورځپاڼو،مجلواوجریدوکې لیکني اومضمونونه هم خپاره سوی دي.چي دهمدغه مینی پربنسټ استاددښووني اوروزني دوزارت څخه ځان دوخت اطلاعات اوکلتوروزارت ته راتبدیل کړ.اوپه همدغه وزارت کې دنده پیل کړه.په هیواد انیس اونورونامتوورځپاڼو کې لیکني وکړې.
مرحوم استاذحسن خان اڅکزی دننګرهارپه ولایت کي داطلاعات اوکلتورپه ریاست کي،د مرستیال په توګه خپله وروستۍ دنده ترسره کړې ده.خووروسته ترهغه چي هیواددوخت داتحادي جماهیرشوروي دنظامي بریدلاندی راغلی استاددافغانستان څخه لومړی دپاکستان پرلوري په ۱۹۸۰م کال کي مهاجرسؤ. اوهلته یې هم قلم د ګوتوڅخه ونه لوید.اودمهاجرت په ستونزمندوشرایطوکې دهیواد اوټولنی دپاره لیکنی وکړې.پاخه اثار، کتابونه او مقالې یې خپرې کړې.
پسله هغه استاذ دنوروافغانانوپه څیردپاکستان څخه دجرمني پرلوری په ۱۹۸۱م کال کي رامهاجرسو.اوپه جرمنی کې هم قلم دلاسه ونه لویده اویوډیرتعداد کتابونه یې ولیکل.داستادنامتوکتابونه په دې ډول دي.
لومړی :اسلام یوازي عبادت نه دی
دوهم:معنوي انسان که مادي انسان
دریم : دکائناتودپیدایښت هدف
څلورم: دکائناتودپیدایښت نتیجه
پنځم:دانسان عزمت لومړی ټوګ
شپږم:دانسان عزمت دوهم ټوک
اووم :لومړی ټوک انسانی انسان که شیطانی انسان
اتم :دوهم ټوک انساني انسان که شیطاني انسان اوداسي نور….
دمرحوم استاذ ددې ډیروبریا لیتوبونووشاته دهغه هیوادپاله قهرمانه میرمن وه. چي استاذبه یې ټول عمرکار،لیکنواودهیوادخدمت ته هڅوه،استاد دخپلي میرمني څخه دخپل یواثر په ترځ کی داسي یادونه کوي: « دایوواقیعت دی چي دډیرو فرهنګپالواودقلم دفرهنګ دپیاوړتیا وشاته دیوې میرمني لاس اوحوصله وي،زه هم ددې فرهنګپالودډلي څخه همدغه ویاړلرم.چي زماد قلم اوفرهنګ دپیاوړ تیاشاته زما د میرمني ګلثمې لاس دی .ددې فرهنګپالي میرمني اصلي نوم (بي بي کلثومه) ده چي فرهنګي اومطبعاتي نوم یې لمبه ده.زه دخپلي میرمني کلثومې (میرمن لمبې احسان خونسم اداکولای دومره غواړم چي دهغوی یادونه دخپل دغه کتاب په ډالۍ سره وکړم.د میرمن کلثم (میرمن لمبې) «روح دې ښادوي». دیادولو وړده چي دګثمې ځیني مقالې اومضامین دکندهر په طلو افغان ورځپاڼه کي هم خپاره سوي دي.
دمرحوم استاذحسن خان اڅکزی څخه دوه زا من حاجي عبدالله ، حاجي روح الله اودوې لوڼي میرمن رحمت نساء،میرمن انجنیره ګل غوټۍ، پاته سوې دي، چي اوس د جرمني په هیواد کي میشت دي .
دمرحوم حسن خان اڅکزی دجنازې لمونځ دالمان دایسن په ښارکی پردغه پته اداسؤ. (schalker straat 11 – 45327 – ESSEN (
ان لله ان الیه راجعون
داستاد مړینه په اروپاه اوافغانستان کی دهغه پرکورنۍ برسیره دډیروټولنو دخواڅخه دخواخوږۍ په پيغامونواوتسلیت په ویلو،فاتحواونورومراسیمو سره ترسره سوه.
په هالینډ کی دهغه وروسته چی داستاد دجنازې او فاتحې مراسم دهغه دکورنۍ دخوا څخه ترسره سوه، داحمد شاه بابا دعلمی ـ ادبي ټولنی دمشرتابه هیئت دخواڅخه داحمد شاه بابا دټولنی په تالارکې فاتحه ترسره سوه .او پریکړه وسوه چی هر کال به داستاد یادتازه ساتل کیږی.اوداستادپيژندنه به دویب پاڼي دلاری داستاد مینه والو ته وړاندی کيږي .داستاد« روح دې ښادوي»
داستاذ بشپړه پیژندنه به داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په ویب پاڼه کی وروسته ولولی .دویب پا ڼي پته : WWW.BABACENTER.nl
ننګیالی بڅرکی
دمحمد حسن اڅکزی
ویرنه
آرمان نه ترسره کیږي د فاني دنیا کیسه ده
بس داژوندیوافسانه ده د فاني د نیا کیسه
دژوند لاره ده تیریږي بس یو نوم به پات کیږي
داکیسه ډیره اوږده ده. دزمان یوافسانه ده
اولیاوپوره نه کړه نوپه موږنه پوره کیږي
دامرګی په قسمتودی په پیسونه پیداکیږي
یوپه بل پسي روان یومنزل لاره بیليږي
نه دچاه آرمان پوره سؤ،نه ارمان تر سره کیږي
نن استاذ له موږه څه ولاړی همداغه موسلسله ده
بیرته څوک نه دی راغلی د فاني دنیا قیصه ده
پخواني نسلونه تللي نوی نسل دی راغلی
استاد فخرافتخاردی،په جنت کی ئې نن شپه ده
دده ښه نوم پاته سوی،تللې ، تللې زمانه ده
بس په ښواستاذ یادیږی دغه لویه خاطره ده
دده ښه نوم موږته ویاړدی چي ویاړلې جنازه ده
د کهول په نوم یادیږي ښکلې،ښکلې کارنامه ده
هغه څه چی دده زده وه هرشاګردئې ښه روزلی
ده هغه مقام خپل کړی چي بل چاه نه دی ګټلی
دده نوم به هم یادیږي داستاذ په نامه تللی
د د حق لاره څارلې دولیا نو دا قیصه ده
راپرې ایښي ئې اثاردي دغه لویه ذ خیره ده
په پښتوئې ولیکله هرپښتو ن ته خاطره ده
دهیواد څه مسافرو، په سفرکې کې نویشته کړه
یاداښتونه ئې خپاره سوه وتاریخ تې اماده کړه
دافغان په ننګ روزلی دا آرزوئې راپوره کړه
بس داغه مینه دده وه چي ځلموهم ځیني زده کړه
که نه چاه به داویله خودده دغه قیصه ده
دانړۍ دټولوپاته دښیګڼوذخیره ده
زه ننګیال بڅرکی ویاړم چی وراره ئې دکهاله یم
دکاکاحق چي پرما دی زې د حق پښیمانه نه یم
دلوی خدای په نامه
داستاذ محمد حسن انور اڅکزي لنډه پیژندنه
مرحوم محمد حسن خان اڅکزی د حاجي محمدانورخان اڅکزی څلورم کشر زوی اودمرحوم محمدعلم بڅرکی کشروروروو.مرحوم حسن خان اڅکزی دژبپوهني په برخه کې لوړي زده کړي دپوهنتون دلیسانس تر کچي کړي وې. او په همدغه لاره کې یوعمرد لوړ استاز په توګه دنده ترسره کړې ده. په زرهاو زده کونکې روزلي دي. او دپښتو ژبي دپاره یې نه هیردونکي خدمتونه هم ترسره کړي دي.په لسهاوعلمي،ټولنیز کتابونه اواثاریې لیکلي دي.
مرحوم استاذاڅکزی؛ورسته له هغه چي دلوړوزده کړو څخه فارغه سو لومړۍ دنده یې دکندهارپه میرویس نیکه نامتولیسه کي را پیل کړه،ورسته ترهغه په کابل کې دنادرې په نامداره لیسه کي دپښتو داستاز په توګه یې دنده ترسره کړه،هغه دپښتو ژبي یو لوړ ،با صلاحیته استاذوو، چی نیکی خاطرې يې دزده کونکو سره پاته دي.زه هم خپله په نا دریه لیسه کی دهغه دیوه زده کونکي په حیث دلږ وخت دپاره داستاذ ترلارښووني لاندی زده کونکی وم. ډیري نیکي خاطرې داستاذ دلارښوونو څخه لرم.استاذ برسیره پر دې چی دخوشحاله طبعت اوظریفو ټوکواستعداد یې درلود،خو دزده کړي په وخت کي بیا ډیربا مسؤلیته اودپورکنترول خاوندوو، پر زده کونکوبا ندي ډیرګران او پر خپلو دندواودرسي زده کړوباندی پوره توانمندوو. کله چی به دزده کونکو سره دباندی تر ښوونځی لیدل کیده نودخپل خوشحاله طبعت په لرلوسره به یې ټوکی ټکالی کولې، خوکله چي به بیاټولګۍ ته را داخل سوبیا به چپه چپتیا وه.
استاذ برسیره پردې چی یوتکړه ښوونکی وو، خویوتکړه ژورنالیست هم وو،په ډیروورځپاڼو، مجلواو جریدوکې لیکني او مضمونونه هم خپاره سوی دي.چي دهمدغه مینی پربنسټ استازدښووني اوروزني دوزارت څخه ځان دوخت اطلاعات اوکلتوروزارت ته راتبدیل کړ.اوپه همدغه وزارت کې دنده پیل کړه.په هیواد انیس او نورو نامتو ورځپاڼو کې لیکني وکړې.
مرحوم استاذحسن خان اڅکزی دننګرهارپه ولایت کي داطلاعات اوکلتورد مرستیال په حیث خپله ورستۍ دنده تر سره کړې ده.خووروسته تر هغه چي هیواددوخت داتحادي جماهیرشوروي دنظامي بریدلاندی راغلی استاذدافغانستان څخه لومړی دپاکستان پرلوري به ۱۹۸۰م کال کي مهاجرسواو هلته یې هم قلم دګوتوڅخه ونه لوید اودمهاجرت په ستونزمندوشرایطوکې دهیواداوټولنی دپاره لیکنی وکړې.اوپاخه اثار، کتابونه او مقالې یې خپرې کړې.
پسله هغه استاذ دنورو افغانانوپه څیردپاکستان څخه د جرمني پرلوری په ۱۹۸۱م کال کي رامهاجر سو.او په جرمنی کې هم قلم دلاسه ونه لویده اوپه یو ډیرتعداد کتابونه یې ولیکل اوخپارکړه.داستازنا متوکتابونه په دې ډول دي.اسلام یوازي عبادت نه دی – معنوي انسان که مادي انسان – دکائناتودپیدایښت هدف – دکائناتودپیدایښت نتیجه – دانسان عزمت په دوه ټوکه کي – انسانی انسان که شیطانی انسان – لومړی او دوهم ټوک – اوداسي نور.
دمر حوم استاذ ددې ډیرو بریا لیتوبونووشاته هغه هیوادپاله قهرمانه میرمن وه چي استاذ به یې ټول عمرکار،لیکنواودهیوادخدمت ته هڅوه ،استاز دخپلي میرمني څخه دخپل یو اثر په ترځ کی داسي یادونه کوي: « دایو واقیعت دی چي دډیرو فرهنګپالواودقلم دفرهنګ دپیاوړتیا شاته دیوې میرمني لاس او حوصله وي،زه هم ددې فرهنګپالو دډلي څخه یم چي زما دقلم اوفرهنګ دپیاوړتیاشاته زما دمیرمني لاس دی .ددې فرهنګپالي میرمني اصلي نوم (بي بي کلثومه) ده چي فرهنګي او مطبعاتي نوم یې لمبه ده.زه دخپلي میرمني کلثوم (میرمن لمبې احسان خو نسم اداکولای دومره غواړم چي دهغوی یادونه دخپل دغه کتاب په ډالۍ سره وکړم .دمیرمن کلثم (میرمن لمبې)روح دې ښادوي».
دمر حوم استاذحسن خان اڅکزی څخه دوه زا من حاجي عبدالله ، حاجي روح الله اودوې لوڼي میرمن رحمت نساء،میرمن ګل غوتۍ، پاته سوې دي، چي اوس د جرمني په هیواد کي میشت دي .
داستاذ بشپړه پیژندلګلوي به داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ویب پاڼه کي په را تلونکوکي تاسو ولولۍ . روح دې ښادوي
آرمان نه تر سره کیږي دفاني دنیا کیسه ده
بس داژوند یو افسانه ده ،دفاني دنیا کیسه
دایود وردی تیریږي ،دژوندون نوم پریادیږي
داکیسه ډیره اوږده ده دزمان یو افسانه ده
اولیاو پوره نه کړه،نوپه موږ هم پوره نه ده
قناعت په قسمتودی ،په پیسوچاپوره نه کړه
یو په بل پسي روان یو،منزلو را پوره نه کړه
نن استاذ له موږه ولاړی،کتابو را پوره نه کړه
موږ ته فخر افتخار دی، نصیبورا پوره نه کړه
دده ښه نوم زموږ ویاړدی،خو پردو را پوره نه کړه
ده د حق لاره څا رلې، بهانو راپوره نه کړه
هر دښمن یې را ښودلی، کتابو را پوره نه کړه
دافغان په ننګ روزلی،چي ځلمورا پوره نه کړه
بس داغه مینه دده وه،اولنو را پوره نه کړه
حسن خان دلوی کهول دی،یوارزو یې را پوره کړه
هغه ښه نوم دیادونو،دنیکویې را پوره کړه
دمر حوم محمد حسن خان سیاسي ژوند ته یوه کتنه
مرحوم محمد حسن خان اڅکزی ، په کندهار کي په یوه سیاسي او منوره کورنۍ کي پیداسوی وو.هغه په یوه داسي کورنۍ کي پیداسوی وو،چي پلار يې حاجي محمد انورخان اڅکزی یو نامتو مبارزاو دهیواد دآزادۍ په لاره کی یو پیژندل سوی غازي ؤ.حاجي محمد انورخان اڅکزی دانګریزانو دحکومت پرضد یو غټ قیام را هبري کاوه نو ځکه انګریزانوهم دهغه دنیولو حکم ور کړی وو، هغه دبرتانوي هند خلاف دکانګرس دګوند پلو ی ؤ،هم دسقاوی دولت په را نسکورولو کې ډیرغټه برخه اخیستې وه .اوهم یې په افغانستان کي دډموکراسۍ ، قانون اساسي او دښځو دآزادی او تعلیم دپاره مبارزه وکړه . او دویښ ځلمیانو دګوند په بنسټ ایښونکومشرانو کي یې نوم ثبت دی .
همدغه د ډ موکراسۍ او ملي خپلواکۍ لاره دهغه اولادونو او لمسیانو هم پاللې ده.مرحوم محمد حسن خان اڅکزی چي دخپل پلار ترسیاسي اغیزولاندي دهغه پرقدمونو قدم اخیستۍ په کندهار کي هغه دلومړیو کسانو څخه ؤ،کوم چي په عمل کې خپله خانمه ودرس او ښوونی ته وهڅول،هغه دښځوو زده کړه یوضروري او مدني کړنه ګڼل، نو نه یوازی داچی هغه دښځوپه جنبش کی فعاله ونډه درلودله بلکي؛ دهغه مرحومه میرمن کلثم (میرمن لمبه )په کندهار کي دلومړیو ښځو په کتار کي وه چي دغلامۍ کڅوڼه یې دسره وغورځول اوپه لڅ مخ دښووني اوروزني مدرسې ته روانه سوه.او هغه نوري ښځي هم ودې ته هڅولې چي ښوونیزو کاروته مخه ګړي. میرمن لمبه چي دمرحوم حسن خان اڅکزي په تشویق سره دسیاست ومیدان ته مخه کړه دمساوات دګوند دښځودبرخي مشره اویوه سیاسي چهره وه.
مرحوم محمد حسن خان اڅکزی هم دمساوات ګوند ته وفاداره اودهمدغه ګوند دلوړو قدرونو دجملې څخه وو.خوڅه وخت چي دمساوات ګوند دسردارمحمد داودخان دحکومت په دوره کي ،ترسختو بریدونو لاندي را غلی او ګوند غیري قانوني اعلان سو،نو دګوند تشکیلات هم سره وپا شل سوه او غړو یې هم په انفرادی توګه خپل شناخت او انډیوالی سره پالل.مر حوم حسن خان دډموکراسۍ اودخلکود ملي حاکمیت پلوی،آزاديخوا،دمظلومانوملاتړاودمترقي سنګرملګری وو.هغه دچپ افراطیت اوراست افراطیت څخه کرکه او نفرت درلود، نو په همدغه دلیل دچپیانو په ګوند کی هم غړیتوب وانه خیست او هم دغسي په مذهبي راست پلو ګوندونوکې هم غړیتوب ترلاسه نه کړ.هغه دډموکراسۍ دپاره خپلي لیکني کولې اوهم دغه رازڅه وخت چي دروسانویرغل پرافغانستان باندي وسو نومرحوم حسن خان خپل کوراوهیوادپریښوداودروسانوپه مقابل کي مهاجر سواودهجرت په دې اوږده موده کې دقلم په ژبه دروسانو په مقابل کي مبارزه وکړه.مصاحبې،مقالې او کتابونه یې ولیکل.او په پاکستان کې هم خپل ږغ دیوه رنجیدلي مهاجر په څیر ترنړیوالو پوري ور سولې .
په سیاسي لحاظ مرحوم محمد حسن خان انوراڅکزی ؛ که څه هم یو مذهبي کس ؤ.او دلیکلو اثارو څخه یې څرګندیږي ، چي هغه په مذهبي چوکاټ کي هرڅه تر خپل مذهبي دوربین لاندي ویني ، پراسلام او مسلمانانو باندې لورینه دومره ډیره وه چي خپل هرکتاب یې داسلام په نوم او داسلام په تبلیغ کي لیکلی دی. او دهمدغه مقدس مذهب په رڼا کی ښه او بد مطالعه کړيدي.
مرحوم استاذ د قیامت پرورځ عقیده لرله ، پر بیرته را ژوندی کیدو یې عقیده درلودله اوهغه دخپل کتاب «دکایناتو دپیدایښت نتیجه»په ۸۳مخ کي دغه جملې دخپل ادعا دثابتولو دپاره را وړي: هغوی (مشرکان) وائي : ( چي زموږ مرګ هغه لومړی مرګ دی هیڅ وخت به بیرته را ژوندي نه سو، که رښتیا وایاست زموږ پلرونه را ژوندي کړی.چي شاهدی را کړي) . مرحوم دغه نقل قول دحضرت محمد (ص) په مخ کی دابو جهل خبره یاده کړیده.چي دحضرت محمد (ص) اکا کیده .ابو جهل وویل :که ته رښتیا وائي نو ستا نیکه (قصی بن کلاب) را ژوندی که،ځکه هغه ډیررښتیا ګویه سړی وو.او دهغه څخه به درا تلو نکي بیان پو ښتنه وکړو.
مر حوم استاذ دژوند ټوله برخی او دکایناتوټوله قدرتونه داسلام ددین په رڼا کی مطالعه کوي.او په ټولو کتابونو کې دمیتافزیکي فلسفې رو ښانه څرک لیدل کیږي.خو بر سیره پر دې چي مرحوم استاذ په فقه او مذهب کی یو پوه او دډیري مطالعې خاوند وو. هغه عقیده درلودله چي ښځي او نارینه باید زده کړي وکړي اود ښځودآزادۍ پلوی وو.دمرحوم استاذ خانمه (کلثمه) یوه منوره ښځه وه او په کندهارکي دلومړیو ښځودجملې څخه حسابل کیږي، چي په لڅ مخ دښووني اوروزني مدرسې ته یې ورودانګل او په همدغه لاره کې نوري ښځي هم تشویق اوهڅولې ، څو په ښځو کي دبیسوادۍ کمبله دآبد له پاره ټوله کړي. دمرحوم استازد کورنۍ ټوله ښځي اونارینه دلوړوزده کړوخاوندان دي، اولادونویې ټولوفاکولتي لوستي اوهریویې دمسلکي زده کړي، لوړتحصیل کړی دی. چي داټوله داستاذ دزیار او زحمت نتیجه ده.
استاذ بر سیره پرسیاسي ژوند ادبي ژوند یې هم دپام وړ ګڼل کیږي.استاذ لکه مخکي چي ذکرسوه دژبواوادبیاتو دپوهنځی ،دکابل پوهنتون څخه په لیسانسه ډیپلوم سره بریالی سوی دی،هغه دژوند لویه برخه دښووني اوروزني په چو کاټ کي دښوونکي په توګه دنده ترسره کړیده اودپښتوژبی با صلاحیته استاذ وو.ډیرلوړ زده کونکې روزلي دي.او دپښتو په معیاري ژبپوهنه کې دقدر وړ خدمتونه تر سره کړي دي.هغه دخپلو تجریبو له مخي ولیکنو ته مخه کړه او دوخت په وزارت اطلاعات او کلتور وزارت کې دنده را پیل کړه او بیا يې په ځینو رسانیو کي خپروني را پیل کړې چی دکندهار په طلوع افغان ، دکابل په ځینو رسنیو، دننګر هار په ور ځپاڼه کې ډیري مقالې او مضمونو نه خپاره سوي دي.او همدغسي تر لسو ډیر اثاریې په پښتوژبه خپاره کړي دي. هغه په پښتو ، فارسي ، انګلیسي ژبو برلاسی وو. خو دجرمني او اردو ژبوسره یې بلدیت درلود.
په شخصي ژوند کي مرحوم استاذ دټولویاروو،اود هرعمر ځوانانو او انسانانو سره یې یارانه اودوستي درلودله او دمجلس ډیرښه ملګری وو، په سفر کي هم دهرچا سره ډیر ښه انډیوال وو. او په ذهني لحاظ ځوان اودښې حافظې خاوند وو، خوپه شخصي ذوق یې دسترنج لوبه خوښه وه او همیشه به یې سترنج لوبه کوله اوډیردوستان یې دسترنج دلوبي هم درلوده.هغه په دې لوبه کي دافغانستان په سطحه دتاکو کسانودجملې څخه ګڼل کیده.د کندهار لرغوني سرنج بازان دمرحوم استاذ دنوم سره بشپړه بلدیت لري.
موږ داستاذ په باب ډیري خبري لرو خودغه کوچنی مقاله دهغه دلیکلو توان نه لري. نوبشپړه سوانح به یې په وروسته کي دیوې رسالې په څیرپه دغه ویب سیت کی(baba-center.nl ) خپره سي.
داستاذ( روح دي ښاد وي) ننګیالی بڅرکی
دخپریدو نیټه : 2012-06-20 مخپرونکئ : 039 – دبېنوا اداره – کابل
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام
الحاج غرزی خواخوږی:
نيټه : ۲٨/۳/۱۳۹۱کابل – افغانستان د خواخوږی ادبي اوکلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي دارواښاد الحاج محمد حسن انوراڅکزی د مړيني په مناسبت خپله خواشينۍ وهيوادوالو ته څرګندوي.انالله واناالیه راجعون ارواښاد محمد حسن انور اڅکزی دهیواد د پوهنی یو رښتنی خدمتګار، ژورناليست او ژبپوه وو چی د ګران هيواد د ادبياتو او ژورناليزم لپاره ډيری هلي ځلي کړي، ځوانان يې روزلي اودپښتوژبي دپاره یی نه هيريدونکي خدمتونه سر ته رسولي دي.د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني غړي په دا غم کي ځان د ارواښاد خان کاکا محمد انور خان اڅکزی درنی کورنی سره شریک بولي او د لوي خدای (ج) د دربارڅخه ارواښاد استاد ته جنت الفردوس، محترمی کورنی، دوستانو او خواخوږو ته جمیل صبر غوښتونکي دي.
په درنښت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه مشر
ليکونکی : ننګيالی بڅرکی
دمرحوم جعفرخان اڅکزي یاد به همیشه زموږ سره ژوندی وي
آزاددنوي سبک لرونکی ليکوال ، سياست پوه او ملي مبارز؛چي کلونه کلونه يې داستعمار او ښګيلاکګرو انګريزانو او دهيواد په دننه کي دپښتون قوم دراويښولو په خاطر خپل خوږ ژوند تر يخ کړی او دپښتون قوم دسوکالۍ دپاره يې دژوند تر ورستۍ سوګلۍ اودمه پوري په ميړانه او لوړ همت سره مبارزه کړې ده .(هغه دپښتون قوم افتخارجعفرخان اڅکزی دی).مرحوم جعفرخان اڅکزی په 14 – 1 – 2009م کال کي داته اویا کال په عمر (۷۸) په خپل کورکویټه کي موسو. (روح دې ښاد وي)
مرحوم جعفر خان اڅکزی د مرحوم محمد ايوب خان اڅکزي مشرز وی اود محمديعقوب خان لمسۍ دسفاوالملوک خان کړوسی دسربلندخان کوسی دیار محمدخان کودی او دروشندل خان مشهور په (عرض بیګي) پردی کیږي؛چي داحمدشاه بابا په در بارکې دقلم او تحریر مشروو.مرحوم جعفرخان دګليستان کاريزدخانانواودانګريزي استعمار پرضد د ملي مبارز ينود جملې څخه ؤ. او په يوه مشهوره سياسي کورنۍ پوري يې اړه درلوده،چي دپښتنو دخدمت په لاره کي يې دقدروړ خدمتونه پښتنو او پښتو ادبياتو ته کړی دي. دی يو علمي او سياسي شخصيت ؤ، چي دپښتو او پښتنو دخدمت په لاره کې خورا ډيري ستونزې هم ګاللي دي. هغه په کوټه کي دپښتو دادبي سنټر مشراودادب دنړۍ يو وتلی ستوری هم ؤ، مرحوم جعفرخان اڅکزي په کوټه کي برسيره پرخپلو ځانګړو کتابونو او علمي مقالو دنورو ليکو الانو کتابونه او مضمونونه یې هم دهمدغه مرکز په مرسته په پراخه پيمانه خپاره کړي دي.مرحوم جعفرخان يو بل دخدمت مرکز هم درلود چي دجعفر پبلشنګ هاوس په نوم ياديده .اودهمدغه مرکز دلاري يې دافغاني ليکوالو او پښتنو ليکني او کتابونه خپرول ، هغه خپل سوالأ او جوابأ لس ټوګه کتابونه هم دهمدغه مرکزله خوا ليکلي او شپږ ټوکه يې خپاره سوي هم دي ،چي دليکني ډول يې په پښتو ادبياتو کي يو نوی ميتود اوکړنلاره ګڼل کيدای سي . هغه په همدغه ميتود سره په ډيرو لنډو سوالو او جوابو کي خورا ډيري غټي موضوعګاني سپړلي اودويونکي دپاره چمتو کړي دي. هغه کتابونه چي دمرحوم جعفرخان په زيار خپاره سوي دي په لاندي ډول سره دي .
شماره دکتاب نوم ليکوال
١ کتلی خوب جعفرخان اڅکزی
٢ پښتو او پښتونخوا جعفرخان
٣ وند ر = = =
٤ شخوند ===
٥ ته واښه = = =
٦ دزړه خروښ = = =
٧ هغه کوم ملک دی = = =
٨ باچاخان بلوچستان کي = = =
٩ ذهني ازمايش = = =
١٠ مشاهدات = = =
١١ انسان اوخدای = = =
١٢ نمکدان = = =
١٣ داڅه حال دی = = =
١٤ چپلاخي (څلور جلده ) = = =
١٥ سوالأ جوابأ ( شپږجلده) = = =
١٦ ټولواکي عبدالرحيم مندوخيل
١٧ دزرو اقتصاد معصوم اڅکزی
١٨ خان محمد ايوب خان مرحوم محمد علم بڅرکی
١٩ خور جين مرحوم محمد ايوب خان اڅکزی
برسير ه پر نوموړو کتابونو يې يو لړمقالې او مضمونونه هم په يو لړ مجلو، اخبارو کي خپاره سوي دي او ديو لړ سيمنارونو او کنفرانسونو په ترځ کې هم ارزښتناکه مقالې خپرې کړي دي.همدغه ډول يې په کوټه کي نړيوال کنفرانسونه هم جوړ کړي دي چي مشهوره يې دغازي عبدلله خان اڅکزي په وياړکنفرانس ديادولووړدی اودمرحوم عبدالشکو ررشاد په ژوندکې دهغه په وياړ يوعلمي نړيوال سيمنار د کوټي دسرينا هوټل په درشل کي نيولی ؤ.او په سلهاو ميلمانه يې نوموړي کنفرانس ته دپاکستان دمختلفو برخو څخه را غوښتي وه چي رپوټونه يې په تلويژنونو اورا ډيو ګانو کي هم خپاره سوه . علمي اکاډميکي مقالې يې هم خپرې سوې . هغه په انګریزي ، اردو ،فارسي او پښتو ژبو بیانونه او لیکني کولای سوای.
مرحوم جعفرخان ديوه آزاد ليکوال په حيث دخپل ځانګړي سبک او ميتود لرونکی ؤ ، هغه په ليکنه کي دوخت دمقتدرو کسانو اوواکمنانو پروانه درلوده او که به يې دکړاونو وپړاوته هم رسوی خو هغه پروانه درلودله. او خپلي ریښتنۍ، ريا ليستيکي ليکني به يې کولې .او په دې لاره کې ستونزي هم ګاللي دي . مرحوم جعفرخان اڅکزی دنظر او فکرله مخي په پاکستان یا په ځانګړې توګه بيا په کوئيټه کي دګوتو په شماردځان په شان علمي او دنظر ملګري درلودله. او هغه لکه څنګه چې خپرونې آزادي وي همدغسي يې نظريات،فکراوپه مجلسونوکي دواقيعتونو په سپړلو او توضيح کي آزاد فکردرلود ، چي په همدغه دليل هم مرحوم جعفرخان ډيرنوم ورلود.دی مرحوم په پاکستان کي دهيڅ ګونده سره اړيکي نه درلودې، خو ځان ته بې طرفه هم نه وو . او خپل نظر يې دوخت په ټولو سيا سي او ټولنيزو پيښو کي درلود . هغه افغانستان ته په څو وارو سفرونه کړي وه او په افغانستان کي دوخت دچارواکو سره يې ليدنه او کتنه هم کړې وه چي له دې جملې څخه دمرحوم محمد داود خان نوم او دمرحوم عليحضرت محمد ظاهر شاه نومونه يادولای سو . هغه ته په ژوند کي سخت مسؤليتونه ور په غاړه سوه ، په ډيره بيا هغه وخت چي دهغه مرحوم پلا ر محمد ايوب خان اڅکزی دپاکستان څخه وافغانستان ته پناه يووړه ، نو په دې وخت کي مرحوم جعفرخان اڅکزی برسيره پر دې چي عمر يې هم کم ؤ، ترسياسي تعقيب لاندي يې سخت کړاونه ليدلي دي او دا په داسي حال کي چي دکور ټوله مسؤليت هم ور په غاړه ؤ ، هغه ته دکورنۍ دوه واړه وروڼه لکه: ښاغلی معصوم خان ، ښاغلی محمدابراهيم خان او دهغه مور (کوکو) او دهغه خوندي لکه : حضرته مشهوره په(خور) ، حشمته او شمشاد ه خوندي وې .چي ددې ټولوروزنه او پالنه دجعفرخان پر غاړه سوه او ټوله يې په لو ړ تحصيل سره لوی کړه او په ټولنه کې دپوره نوم اونښان خاوندان کړه ، مرحوم جعفرخان دافغانستان ديوې بلي روښان اندي کورنۍ سره دوستي وکړه او د دويښ زلميانودګوند ديوه نامتو مشرملي مبارز حاجي محمد انورخان اڅکزي دلمسی سره يې واده وګړ . چي دواده ثمره يې دوه زامن او يوه لور پاته سوه ، مشره لوريې دوکتورخالده نومیږي،زامن یې شيرشاه اود کتورټولواک نوميږي . چي په هر يوه يې په هغه سختو شرايطوکي لوړي زده کړي کړي دي . مرحوم جعفرخان اڅکزی په ١٩٩٨ع کال کي داکتوبر پر١٦ اروپاه ته را غلی ؤ ، چي دادهغه دوهم سفر اروپاه ته ؤ، په دې تر ځ کي دنیکه مرغه مرحوم جعفرخان زموږ کورته هم ديو څو شپو دپاره میلمه را غلی ، په دې وخت کي مرحوم محمد علم بڅرکی هم ژوند ی ؤ.او ما هم دده دمجلس اومرحوم محمد علم بڅرکي دمجلسو نو څخه ګټه تر لاسه کړه ،خو دګټي په څنګ کي مي يوه ويډو يي مرکه هم ورسره وکړه چي لنډيز به يې هم دلته دهغه مرحوم په ياد خپورکړم ، او که مي بيا داسي شرایط وموندل چي په ژوندۍ توګه يې ويډيو فلم داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په ویب پاڼه کي خپورکړم ښه به وي . «خو خپل کوښښ به وکړم» . خو او س يې په لنډه تو ګه دمرکې هغه غوره برخي تاسو ته وړاندي کړم.
لومړی مې په همدغه کال ۱۹۹۸م کي دصيحت پوښتنه وکړه ؟ .
خپل دصحت اتمنان يې را کړ ؛ خو يوازي يې داسما دناروغۍ تکليف څخه يادونه وکړه او دميدې ستونزه يې هم ياده کړه .
پوښتنه : تاسي دخپل سياسي ژوند په باب څه راته وواياست ؟
ځواب : زما سياسي ژوند يو ډير اوږد تاريخ لري ، دا ځکه چي زموږ هيواد يو ستونزمند هيواد دی . ماته دخپل پلاره څخه ورسته سيا ست په ميراث راپاته سوی دی. او دوخت چارواکوهم په دغه تور په سياسي جالونو کي را ښکيل کړی يم، په وارو وارو بندي خانې ته استول سوی يم ،ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته فراره سوی يم اودکور، کوچنيانو څخه ليري سوی يم ، ډول، ډول بنديزونه را با ندي لګيدلي دي .
پوښتنه : که دخپلو ستونزو او بندي خانې په باب څه وواياست ؟
ځواب : زه دمچ په نامتو زندان کي چي انګريزانو دپښتنو دپاره جوړ کړی ؤ په وارو، وارو دې زندان ته ليږدول سوی يم ، چي ټوله دبند موده مي ١١کاله او ٧ مياشتي کيږي . په دې موده کي پر کوټه قلفۍ برسيره زولنې ، توري بې رڼا خوني ، تنګي کوټې چي حتا پښې هم نه پکي غزيدلې ، په ولاړو ١١٣ ساعته دريدل چي په پای کي مي دپښو پړسيدل هم را ته پيداسوه او دپښو درد هم ، ددوستانو دنه را پريښودلو ستونزي ، او په زوره جبري کارونه را باندي اجرا کول ، دبورۍ دکالو اغوستل چي په نتيجه کې داوجود ډيره برخه را وشوړول اوداسي نور ي جزاګاني چي دهيڅ يوه هيواد دسياسي بندي سره نه سوي دي اونه مثال دهغه سته، دغه ډول جزاګاني ماته دمچ په زندان کي را کړل سوې دي .
پوښتنه : ته ديوې پيښي کيسه وکه ؟
ځواب: کيسې خو ډيري دي خو زه به يې يوه نمونه درته بيان کړم . دزندان اوږده کلونه دي چي تيريږي په دې وخت کي يو کندهاری هم زما سره په زندان کي زنداني ؤ چي پسله شل کاله څخه يې دبندموده پوره سوه، نوبیا هغه خوشي سو.او تلي ؛ ما يوه غوښتنه ځيني وکړه ما ورته وويل : ګرانه دوسته؛ که دي دغه زما يو ليک زما تر پلاره ورساوه ، هغه هم زما سره ومنل او ما هم په داسي حال کي چي نه قلم ؤ اونه رنګ ؤ ؛نو مي خپل لاس يو رګ غوڅ کړ او هغه ته مي په خپلو وينو ليک ورته په څلورو جملو کي وليکه ، هغه ليک واخيست او هغه يې زما تر پلاره مرحوم ايوب خان اڅکزي پوري رسولی ؤ چي دغه وخت زما پلار په کابل کي ؤ ، زما پلار نوموړی ليک دکابل په يوه مجله کي خپور کړی ؤ. او هغه ليک بيا دپاکستان واستخباراتو ته په لاس ورغلی ؤ . چي پسله يوې مودې څخه زموږ وزندان ته را وړل سو ، دزندان قومندان په داسي حال کي چي زموږ دليک نمونې يې واخيستي ، وماته يې ددې ليک په باب وويل : خان دغه ليک ستا دی خو ما انکار وکړ او هغه دپخوا په شان په ډيره بې رحمۍ زما څخه دشکنجې تر سرحده څيړنه پيل کړه.چي بيا هم کوټه قلفي ، توري کوټې او دپیوازنه پرې ښودل وه ،خو بيا هم ما دپخوا په څير انکار وکړ . په پاي کي يې وماته شل منه غنم کيښودل چي دغه به ته تر ميچني باسې او ميده کوې به يې خوما ددې څخه هم ډه ډه وکړه … او هغه ته مي وويل: چي زه دغه کار نه سم کولای خو قومندان را ته په قهر سو او فزيکي حمله يې را باندي وکړه ، خو بيا مي هم دنوموړي غو ښتنه ونه منل ؛ بيا يې امر وکړ چي دزيږې بورۍ کالي په واغوندۍ ، خو ما هغه په داسي حال کي وا غو ستل چي دګرمۍ درجه هم تر څلويښت او ښتې وه ؛ خو څه وخت چي مي هغه وا غوستل پسله يوې هفتې مي دوجود پوستکی هم وشوړيده او دپو ستکي څخه مي وينه را تلل . په دې وخت کي زما وروڼه زما دليدو دپاره را غلل او زه يې ملاقات کړم ؛ څه وخت چې زه وليدلم نو هر يوه په جلا توګه په ژړا سو او زه هم حيران سوم چي په کور کي څه ستونزه سته که څنګه؟ خو هغوی وماته وويل: چي دا څه حال دی پر تا باند ؛ نو زه پوه سوم؛ چي په کور کي خيريت دی خو يوازي زما پر حال ژاړي. نو يو اندازه تسلي مي هم وسوه . خو ما تر پايه دقومندان خبره عملي نه کړه او غنم مي ورته ميچن هم نه کړه .
بله بده خاطره چي زه يې ناارامه کړی وم هغه يوه ورځ دبندي خانې قومندان راته وويل: چي ته به کورته ولاړ سې … زه په دې خبري سره حيران سوم نوما هم کالي سره سم کړه چي دزندان درې کسه سپاهيان هم را سره يوځای روان سوه او په هغه وخت کي چي موټران ډير لږ وه نو مو دآس ګاډۍ ونيول نو مخ دکور پر لوري را روان سو ، په دې وخت کي زما هم صنفي وليدلم هغه چي زما دا حالت وليد ډير يو ناوړه حالت پر هغه هم را غلی خو ما سپا هيانو ته پيشنهاد وکړ چي دی دي هم زما سره په ګاډۍ کي کښيني ؛ خو هغوی دا غوښتنه ونه منل او موږ دکور پر لور را روان سو. څه وخت چي ما دځانه سره لومړی داسي فکر کاوه چي ګواکي ما تر خپله کور را رسوي او سپا هيان بيرته ځي …خو نه داسي وه ؟ سپا هيانو ماته دکور دننوتلو اجازه هم را نه کړه او ماته يې وويل : چي ته اوس هم زنداني يې او يوازي موږ دغه ځان ته معلومو چي تاته څوک را ځي او څوک ستا سره اړيکي لري .
ماته دکور دسراچي يا ميلمه تون ځای اجازه وه نوريې نو ماته دکور غړي هم نه را پرې ښودلې او نه يې هم زه يوازي بل ځای ته پرې ښودلم نو دا يوه ډير ستونزمنه پيښه وه چي دهغه وخت دزندان دجزا ګانورواج ؤ.ماته داډیره ګرانه تما ميدل چي بيګانه کسان زما سره په کورکي وي، او زه نه سم کولای چي خپل کورته دخپلو کوچنيانو سره وګورم. ماهغه ته په خښم سره وويل:چي زه بيرته غواړم چي زندان ته ولاړ سم!! هغوی وويل: موږ ته دا دنده را سپارل سوې ده . چي تا هم دلته وساتو . خو کله ، کله چي به بازار ته تلم هم به دوی را سره ملګري وه خو کله چي به زما دوستان زما سره مخا مخ سوه ما به دهغوی سره دليدو انکار کاوه او هغه به مي په ايشاره سره وپوهول چي را څخه ليري سه ؛ نه بايده ته هم زما په سرنويشت اخته سې .
پوښتنه :ته په پا کستان کي په کوم ګوند پوري تړلی وې ؟
ځواب : زه دخان عبدالصمد خان په ژوند کي دهغه په نامتو پارټۍ يا ګوند پوري تړلي وم . چي دهغه دګوند نوم وپه هغه وخت کي( ورور پښتون )ورور پښتون يوه پياوړې پارټۍ وه اودټولوپښتنوترمنځ يې ورورولي غوښتل او تر ډيره ځايه په دې هدف او مؤخه کي بريا لی ګوند هم ؤ. خو بيا په ورسته کي مي دبل کوم ګوند عضويت نه دی تر لاسه کړی .
پوښتنه : ستا په نظر دپاکستان دولسونو ښيګڼه په څه کي ده ؟
ځواب : دټول پاکستان ښېګڼه زه په دې کي وينم چي دپاکستان نوم نور له منځه ولاړسي. اوملتونه اوقومونه خپلو آزادو رايو ته پر يږدي.
پوښتنه : ولي داسي وسي یوواحد ملت نه سي کیدای؟؟
ځواب :نه!! دا په دې چي په پا کستان کي ميشت اولسونه نه يوه ژبه لري او نه يوګډ کلتورلري،نه ګډي ګټي لري ،نو دپيل څخه بيا تر نن ورځي پوري په خپلو منځو کي دشديد و اختلافونو په وجه ويني په کښي بهيږي .
پوښتنه : نوستا له نظره بايد دپاکستان څلور صوبې څلورهيواده سي لکه بنګال چي خپله آزادي یې تر لاسه کړه ؛که څنګه ؟؟
ځواب : نه!هغه برخه چي دآزادۍ غوښتنه کوي هغه ته بايد آزادي ورکړل سي ،نور بايد دپخوا په څير په هند پوري وتړل سي .دا ځکه چي په هند کي دومره آزادي سته چي مليتونه يې سره را غونډ کړي دي او په پا کستان کي بلوڅ او پنجابی نه سره جوړيږي. اونه پښتون دسيندي يا بلوڅ يا پنجابي سر جوړيدای سي. پاکستان داسلام په نوم نتيجه ورنه کړه ….
دپښتانه په باب يا دډيورنډ دليکي په باب څه فکر کوې ؟
دنوموړي پو ښتني په باب مرحوم جعفرخان اڅکزي بيله فکر کولو څخه په اوږدو جملو سره داسي ځواب را پيل کړ… تر هر څه نه مخکي په دې باب خپله دپښتنو يووالي ته په دې باب ضرورت سته ؛ چي هغوی څه غواړي؟ او څه ډول يې غواړي؟ دپښتنو په منځ کي دهغه د راهبرانو په منځ کي با يد لومړی پيوستون اوهم غاړي کيدل ضروري ګڼم او دوهم با يد پوره ديانت او صداقت موجود وي چي دوی سره هم نظره سي. که نه وي؟ نو په دې صورت کي هغوی ته هم دا ګټوره ګڼم چي ديو متحد قوم په څير دهندپه قلم روکي راسي. ولي؟ دافغانستان سره يې يوځای کيدل څه نوقص لري؟؟.
مرحوم جعفرخان وویل: په داسي شرايطو کي چي دافغانستان موضوع ډيره پيچلې سوې ده، ډير ګران کار بولم دااوس فعلأ پښتانه دهند په خاوره کي ډير په پوړه زړه تګ اورا تګ کوي؛ خو په خپله په پنجاب کي دپاکستان پرلوري ژوند ورته ګران کار دی.او که چیري دافغانستان مسئله حل سوه امنیت په کښي راغلی او اقتصادي توانمدي یې تر اوسني پاکستان لوړه سوه ،نو به هغه صورت کي به ددې دپاره دپښتنو دواړه خواوي پو ښتل کیږي.او پر یکړه به کیږي.
پوښتنه : تاسي يو سنټر دپښتو سنټر په نوم جوړکړی ؤاو په هغه کي مو خپروني هم کولې چي دګهيځ په نوم مو يوه مياشتنۍ مجله هم درلودله هغه اوس نه سته دهغه دړنګيدو علتونه څه وه ؟
ځواب : تاته معلومه ده چي پښتانه پرعلم ، ادب او کلتوري ګټوباندي پيسې نه ورکوي ، هغه مجله په ډيرو پيسو خپریدل .خو داشتراک يا ګډون خلک يې یا بيخي نه وه،یا هم لږ وه. نوداقتصادي نا توانۍ په وجه هغه هم سقوط وکړ( بنده سوه). که څه هم په لومړي سرکي ښاغلي وزيري علی (جمالي) يو لک کالداري را کړې او بيا سرورخان هم يو لګ کالداري را کړې نو تر يوه وخته مو چي قدرت رسيدی پښتو سنټر موفعاله وساتۍ ؛ خو بيا دښاغلي دکتورمحمد معصوم کاسي په اقتصادي مرسته وچليدی او ډيره ستره ونډه ددکتورمحمد معصوم کاسي په دې برخه کي وه . چي په دې وخت کې د جنرل سکرټري په حيث په پښتو سنټر کي دنده لرله .خو څنګه چي پښتنو دخپل فرهنګ ملاتړ نه کړی دی اونه يې کوي نو يې سقوط وکړ.
پوښتنه : ستاسي په ادبي سبک کي دکوم ليکوال سبک خوښ دی او دچاليکني مو پر ذوق برا بري دي ؟
ځواب : ماته په ليکنه کي هغه ليکنه په زړه پوري ده کوم چي په هغه ليکنه کي نوښتونه تر سترګو سي .او زما په نظر چي زه يې تر اغيزي لاندي را غلی يم هغه دنياز فتحپوري او جوش مه لی آبادي نو يشتې او ليکني دي چي نا متو اثار يې عبارت دي له : نګارستان ، جماليستان او دوټوکه من ويزدان مي او س خو په ياد دي نور مهم کتابونه هم لري .
پوښتنه :د شعر په باب مو نظر څه دی؟
ځواب: شعر که ښه شعر وي نو زما هم ورسره علاقه سته او اوريدل يې خوند را کوي ، خو زه خپله شاعر نه يم او نه مي شعر ويلی دی . په شا عرانو کي مي دخوشحالخان خټک شعر خو ښيږي او يا دغني خان شعرونه مي په اوسني شعر کي خو ښيږي . خو په ځوانوشاعرانو کي مي درويش درانی او سيد ګوهر شاه ګوهر شعرونه هم خوښ دي ، که څه هم په مجموعو کي علاقه زما دشعر سره نه سته .
پوښتنه : تاسي داڅکزو دقوم خان ګڼل کيږی ، او ستاسي په قوم کي ددوقبيلو تر منځ اختلاف دتوپ او توپک په سطحه کي دی ولي تا سو په دې باب څه يادوني لری؟ .
ځواب : نومړی جنګ چي دغبيزو او حميدزو تر منځ دوام لري دا زه دخانانو خان خاني بولم اود خانی پر سر هميشه پښتانه په خپلو منځو کي جنګونه سره کوي . ولي په دې کي حکومتونه هم خپلي ګټي په نظر کي لري او نودموړي جنګ اورته لمن وهي. ولي زما دنظره زه نوموړی جنګ محکومه وم اوزه ديوه اڅکزي په نوم يو قوم دپښتون په نوم پيژنم اوزه دهمدغه قوم چي په لره اوبره کي سره پراته او تر سخت فشارلاندي دي دپښتون قوم يووالی او پيوستون غواړم .ماته پلار او نيکه ګانو يوازي دپښتو درس را کړی دی اونوري وړې خبري يوازي دمحلي خانانو خود خواهي او ځاني مطلبونه بولم .
پوښتنه : تا خپله دغبيزواو حميدزودپخلا کيدو په با ب کوم ګامونه اخيستي دي ؟
ځواب : ما ددواړو خواؤ سره دسولي خبري کړي دي اودواړو خواوته مي دسولي پيشنهادونه کړي دي خو زما سره يې نه دي منلي او نه پر دې بريا لی سوی يم چي دغه ديوې درختي دوه ښاخونه سره پخلا کړم .
پوښتنه : په ورور پښتون کي دي اختلاف څه ؤ؟
ځواب : زه وورور پښتون ګوند ته وفاداره وم او هغه مي دزړه له قومي منلی ؤ، خو ديو لړنا مناسبو کسانو سره مي دا اختلاف ؤ ؛ چي هغه کسان چي هويت يې پوره څرګند نه وو، نومي دهغو سره په يوه ګوند کي خپل موجوديت لازم ونه ګاڼه، نومي وخان عبدالصمد خان اڅکزی ته دهغو په باب خپل نظر وړاندي کړ. چي دمشکوکو خلک راتګ ګوند ته دګټي پرځای ضرر رسوي. خو په مقابل کي دګوند مشر ښاغلي خان عبدالصمدخان ماته وويل: چي موږ خو کوم پټ کار نه کوو. چي ما بيا ورته وويل چي موږ پټ کار نه کوو ، نو بيا دګوند ضرورت څه دی؟ او زه دګوند څخه را ووتم .
پوښتنه : ولي دپښتون خوا دګوند سره نه يوځای کيږې ؟
ځواب : دپښتونخوا ګوند هم زما له نظره داسي ځانګړې لاسته را وړنه نه لري ، نه داچي دپښتنو غټ اکثريت دځانه سره لري بلکي؛ خپله هم په خپلو دوستانوکي هم او په قوم کي هم ستونزي لري .لکه مخکي چي تاسو دغبيزو دخانانو او حميد زودخانانو په باب پوښتنه وکړه .
دورستۍ پوښتني په حيث ،پوښتنه کوم چي تاسودپښتودادب اوپر مختګ دپاره څه وړانديز لری ؟ .
ځواب : زما له نظره په پښتو کي بايد ډير غني کتابونه او ليکني را منځته سي او ډير کتابونه او مهم اثار بايد وژباړل سي او دنورو ژبو او کلتورنو سره سم بايد پښتانه خپل ادب ته ارزښت ورکړي اود خارجي ليکنو او ميتودونو سره خپله ژبه پښتو هم سياله ژبه کړي ، چي داکار يوازي خپله پښتانه کولای سي . زموږ خانان او پيسه داره خلک چي اوس دخپلی ژبي په باب بې تفاوته دي نوموړي بې تفاوتي بايد پريښودل سي . همدغسي مذهبي خلک او ملايان هم بايد په خپله ژبه تبلیغ وکړي او دپاملرني وړ يې وګرځوي او هغه ځوانان چي په خارج کي دي دهغوڅخه غوښتنه داده چي دنورو ژبو څخه علمي او په زړه پوري کتابونه که تاريخي وي ، که ادبيات وي ، دساينس په مختليفو برخو کي وي هغه وژباړي او خپلي ژبي او خلکو ته يې په اختيار کي ورکړي ، همدغسي با يد را ډيوي خپروني او تلويژوني خپروني را منځته سي څو پښتو ژبه دپاملرني وړ وګر ځي .
دا وه هغه مرکه اولنډه پيژندنه چي ما ننګیالي بڅرکي دمرحوم جعفر خان اڅکزي سره دهغه په ژوند کي تر سره کړې وه. چي تا سو ته مي وړاندي کړه. خو دبده مرغه دغه لوړ شخصیت اوس زموږ په منځ کي نه سته ، خو یاد به یې همیشه زموږ سره وي. په همدغه ډول يو ځل بيا زه دځان اودخپلي ټولني (احمدشاه بابادعلمي ـ ادبي ټولني ) دخوا دمرحوم جعفرخان اڅکزي انډيوالانو او دهغه ودرنې کورنۍ ته دزړه تسليت غواړم او په دې غمجنه پيښه کي دهغوی سره ځان شريک ګڼم .روح دې ښاد وي
ننګيالی بڅر کی
دارواح ښادجعفرخان اڅکزي دفاتحې خبرتيا
دمرحوم جعفرخان اڅکزي فاتحه ، چي جنازه يې لا پخوا دپاکستان د کويټې په ښار کي خاورته سپارل سوې وه ، دښاغلي کانديداکاډ ميسن محمد ظاهر افق ـ محمد سعيد انوري ـ محمد ناصراڅکزی ـ اميد کاکړ ـ استاذمحمد يوسف ختيځ يار ـ استاذغلام دستګير ميوند ـ استاذ محمد اکبر هوتک ـ استاذغلام حبيب پوپل ـ محمد نسيم عثماني او په ټورينټوکې علمي ـ ادبي شخصيتونوله خوا دوتلي نوميالي پښتو اواردو انقلابي ليکوال فاتحه دنارينوله پاره ديکشنبې په ورځ دفبرورۍ په لو مړۍ نيټه دسهار له نهو (٩) بجو څخه تر يولسو(١١)بجو پوري اخيستل کيږي . (روح دې ښاد وي)
پته : د کانا ډا په انټاريو،تورينتو کي دامت نبوي په جامع جمعت دوستان دې خبروي په درناوي.

محمد طا هر اڅکزي لنډه پیژندنه
دافغانستان وتلی ژورنالیست اوحقوق پوهه،محمد طاهراڅکزی دمحمد یوسف خان اڅکزی زوی اودحاجي محمدانورخان اڅکزی لمسی،په کال ۱۹۳۸م کال دکندهاردخاکریز ددوخانې په کاریزکلي کي زیږیدلی دی.اودکندهاردتوپخانې په ابتدائیه ښوونځی کې لومړنۍ زده کړی کړي دي،بیا دکندهار په میرویس نیکه لیسه کي بیا دکابل غازي لیسه کې ئې بکلوریازده کړی ترسره کړي دي،بیادکابل پوهنتون دحقوقو دڅانګي څخه فارغه سوی دی.ده دزده کړی په جریان کې هم دژورنالیزم سره مینه درلودله، خولومړنۍ دندې هم دافغانستان په راډیواوټلویژون کي تر سره کړي دي.چي وروسته په ۱۳۴۸هـ ش کال کي لندن ته دپښتوژبي دنطاق اوښوونکی په توګه ولاړی،ترهغه راوروسته دچین د جمهوریت په بلنه دچين دپښتوراډیوي پروګرامونه ئې دلومړي ځل دپاره پرا نیستل.چي په همدغه کال کي دسردارمحمد داودخان جمهوریت اعلان سو.اودظاهرشاه شاهي رژیم ړنګ سو، نومحمدطاهراڅکزی هم دخپلي کورنۍ سره بیرته هیواد ته راوغوښتل سو.اوهمدغسي ئې په مختلفو څانګوکي دراډیواوتلویژون مختلیف ماموریتونه تر سره کړي دي، کله به عمومي مدیر،کله به هم دیوې څانګي اوبلي څانګی امریت ترسره کاوه خوورستۍ دنده ئې دحفیظ الله امین په وخت کي دراډیوتلویژون دخپرونودریس په توګه وه،څوپه هیوادکی دبدو شرایطوپربنسټ دنورو افغانانوپه څیردهیوادپریښولوته مجبورکړل سو.اودمحاجرت په جریان کي امریکا ته راغلی اوهلته ئې هم دمسلک سره سم په امریکاږغ کي دژباړونکی اودپښتودویاند په توګه دنده راپیل کړه.
دښاغلي محمدطاهراڅکزی نوره پيژندلګلوی دده په خپل ږغ اوپه لیکلي ډول تاسوپردغه ویب پاڼه کتلای سی.په در ناوي
لیکوال : ننګیالی بڅرکی
www.babacenter.nl