دخدای بخښلي خان عبدالصمدخان اڅکزی دکلیزي په باب
دمرحوم خان عبدالصمدخان اڅکزی دژوند ځیني برخي
نن دپښتنوددغه لوړسیاسي شخصیت دمړني ۴۳کاله بشپړه سوه
مرحوم خان عبدالصمدخان اڅکزی په عنایت الله خان کاریزکي په کال ۱۹۰۷میلادي کي دجولای پر ۷ نیټه په یوه منوره کورنۍ کی زیږیدلی دی. مرحوم عبدالصمدخان اڅکزی دې دنیاته په داسي شرایطوکي راغلی دی،چي هیواد ئې دپردیویرغل ګروتراشغال لاندي اودخدای بخښلي پلاراونیکه ګان چي سلسله ئي وبرخوردارخان ته رسیږي،داستعمارسره لاس په ګریوان وه.اودهیواد دآزادۍ په لاره کې سختي مبارزې کړي دي.عبدالصمدخان اڅکزی دنورمحمد خان زوی،دسلطان محمدخان لمسی دعنایت الله خان کړوسی په قبیلوی لحاظ اڅکزی دې.خان عبدالصمد خان اڅکزي خپل لومړني تحصیلات تراتمی ټولګۍ پوري کړي دي.دافغانستان داستقلال پروخت عبدالصمدخان وړوکی ؤ،خودافغانستان داستقلال پروخت ئې سیاست او مبارزې را پیل کړې ده، هغه دامیرامان الله خان سره هم لیدنه،کتنه کړې ده.اودافغانستان دحکومت ملاتړئې کاوه.که څه هم دوخت دانګریزي حکومت اودځینولاس پوڅودخواڅخه دسخت مقاومت سره هم مخامخ سوی دی.خودهغه دمبارزې هوډ میړنی ؤ.خان عبدالصمد خان دانجمن وطن په نوم یوغښتلی ګوندجوړکړ، چی دهیوادنامتوسیاست پوهان، دپښتونستان مبارزین لکه:خان محمد ایوب خان اڅکزی،اوخدای بخښلی عیسی خان ئې هم دلاري تکړه انډیوالان وه.خان عبدالصمد خان دهند په سفرڅوځله تللی دی اوهلته ئې دګاندي جي،نهروعلی احمدخان،خان عبدالغفارخان سره دنژدووکتل.چي دده اودده دګوندپرتجریبوئې نورهم ورډیرکړه.خان عبدالصمد خان چي دوخت یوسیاست پوه اودوخت په مروجه علومو پوه اود قوم،خلکوپه منځ کې بشپړه محبوبیت درلود. حاجی محمد انورخان اڅکزی، قاضي بهرام خان نامتو کسان هم دده سخت ملاتړي وه.
زما پلارمحمدعلم بڅرکی چي لاهغه وخت وړوکی ؤ، خو! دسیاست استاداوتشویق کونکی ئې خدای بخښلی خان عبدالصمدخان اڅکزی ؤ.اوخدای بخښلی محمدایوب خان اڅکزی وه. خان عبدالصمد خان اڅکزی ما په خپل کورکندهارکي لیدلی ؤ، چی هغه وخت لازه وړوکی وم.خو! دمجلس تراغیزي لاندی ئې راغلی وم.خان عبدالصمد خان اڅکزی په وارو،واروهم دانګریزانوپه حکومت کی اوهم دپاکستان دحکومت دخوا څخه زنداني سوی دی.څو!دحکومت له خواپه مرمزډول په ١٩٧٣م کال کي ددسمبرددوهمې ورځې په سهاروختى د خان شهيد کورته بمان وروغورځول شوه.اودغه په قهرمانيوسرلوړي اودپښتنوپه غم غمجن راهبرئې په ډيره بیرحمۍ په شهادت ورسيوئ .دده جنازه په گلستان کې په پلارنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شوه اوفاتحه يې په جنوبې پښتونخوا،شمالي پښتونخوا، بلوچستان،افغانستان،پاکستان،هندوستان اوبنگله ديش کې په درنوتشریفاتو سره واخيستله شوه،نن دجولای اومه نیټه ددغه لوړمبارزپښتون دزیږیدو۱۱۶کاله بشپړه سوه. دخان شهیددمړیني د۱۱۶کلیزه دي دلراوبرټولو پښتنو ته مبارک وي.ددغه ستر شهید روح دي ښادوي.
لیکوال : ننګیالی بڅرکی