ظاهرافق دسیاست په هنداره کښې
محمد ظاهرافق :دافغانستان دمعاصر تاریخ یوه لویه سیاسي څهره ،چي دافغانستان تاریخ به ټول وخت ویاړپه کوي .د۲۰۱۷م کال دمارچ پر ۶ نیټه وفات سؤ. روح دې ښاد وي.
۶ دمارچ دخدای بخښلی دمړیني ده کلیزي سره سمون خوري.دمحمد ئاهرافق روح دي ښادوي اویاددې تل پاته وي.دخدای بخښلي محمد ئاهرافق په باب نورمعلو مات په لاندي مضمون کښي ترلاسه کولای سی.
دخدای بخښلي ظاهرافق دیاد دغه یوه ویرنه چي ما دخدای بخښلي دمړیني څخه وروسته ویلی ده..تاسو ته ئې ځکه اوس وړاندي کوم، چي دخدای بخښلي مړینه دنوي کال دشپواورځو سره یو ځای سوه. نو مي لازمه وګڼل چي دنوي کال دنمانځلووروسته ئې تاسو ته ډالۍ کړم.دمرحوم یاد دي زوندوي. اوزه به هره وخت دخدای بخښلي یادونه ستاسو سره شریکوم. (روح دې ښاد وي)
ویرنه
دغمونو پټ سیلاب مې پر مخ راغلی
غلي، غلي ئې ځای کړي پټ غمونه
دافق په کنګرو کې سره وړانګه سوه
په کښي وسوځل دجهل پټ را زونه
لمر را وخت کند ها ر په منورسو
پر زلمو باندي ئې وکړه ښه نازونه
دچاه لاس کي ئې کتاب دعقل ورکړ
چاه تې ورکړه دغورځنګ پټ،پټ درسونه
څوک ئې واړول بدلون اوتحول ته
چاه تې ورکړله د فکر بد لونونه
توري شپې ئې کړې رڼا په خپلووړانګو
اورا ویښ ئې کړل دخوبه ولسونه
په فیضونوباندې دوست دښمن اګاه سؤ
او ور یا د ئې کړل د وخت تحولو نه
اپیکور قلم پر مځکه ورته کښيښود
فورباخ هم ور ته وکړل سلا مونه
پرتاریکو ککریورا ظاهر دافق وړانګي
چي ئې وکښل په قلم دفلسفې ویش مفهومونه
په هنر او په ښکلا ئې طبعت را وسپړله
چي مبهم وه ور ته پټ، پت دا را زونه
هغه چا چي دافق دنیا وه لوستې
هغه هریوئې لري ستر،سترخیالونه
څوک ئې خیال په صفتودفلسفوکړي
چا بیا زده کړه سیاست کي پټ رازونه
دځوان فکریو مشعل ؤ دځوانانو
ورته وې کښل بې حسابه مضمونونه
دافق په پلوشو کي ما بڅرکي لګولي
هم مې زده سول د نړۍ علمي درسونه
افق پيژندنه
داکاډ میسن کاندید ظاهر افق لنډه پيژندنه
تيره پيړی زموږ په هيواد کې يوشمير غورځنګونه چې په افغانی ټولنه کې دهراړخيزو بدلونونوغوښتونکی وو سرراپورته کړ خودمختلفو عواملو له امله له منځه ولاړل چې يو له هغې څخه دافغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند دی چې د١٩٦٤ کال دجنوری په لومړی نيټه يې خپل موجوديت اعلان کړ، هغه لومړنی ګوند و چی سياسی واک يې تر لاسه کړاودخپلې برنامې دپلې کولو لپاره يې مټې راونغاړلې خوپدې ونه توانيده چې په بری سره خپله لاره ووهی ،نه يوازې دواک څخه ګوښه کړل شو بلکه ديوه سازمان په توګه لکه دوخت نورکيڼ اړخې کړۍ خپل شتون ته ادامه ورنکړای شوای.څرنګه چې زموږ دوطن دوروستيو دريو لسيزوپيښودسترګووړبرخه دنوموړی سازمان دفعاليت اوشتون سره تړاولری اوهغه دهيواددسياسی ډګر څخه وايستل شوهڅه کيږی چې دافغانی ټولنې دغميزې ټوله پړه پرهغې واچول شي هغه څه چې دانصاف اوواقعبينۍ نه ليری قضاوت دۍ.ددې مسئلې داهميت له امله د٢٨- اسد انترنيتی پاڼې سمبالونکو دکانديد اکادميسين ښاغلی محمد ظاهر افق سره چی دا٠خ٠د٠ګ دمؤسسې کنګرې ګډون کونکی و ځينې پوښتنې مطرح کړې ترڅو دنوموړې ګوندد جوړيدو اوفعاليت په هکله رڼا واچوی ٠ دهغوی نه مننه چې زموږغوښتنې ته يې مثبت ځواب راکړاوهيله من يو چې دپاڼې د مينه والودعلاقې وړوګرزي.زموږله نظره دافغانستان دوروستيو دريو لسيزو بهير خورا پيچلی بهير دۍ اوددې اړتيا ليدل کيږی چې زمودهيواددسياسی اوټولنيزوچاروکارپوهان ،سياسی فعالين اوڅيړونکې پدې هکله هراړخيزې څيړنې وکړی ،داسې ارزشتمن آثاراومعلومات چې تبليغی بڼه ونلری ،دسياسی ملحوظاتونه خالی وی اودواقعيتونو په محور وڅرخيږی خپلو وطنوالوته وړاندې کړي چې له يوې خوا خلک مودواقعيتونونه خبرشي اوله بله پلوه زموږ ملې اومترقی قوتونه دهغې پربنسټ دخپلواک اوپرمختللی افغانستان دجوړولوپه کاراومبارزه کې استفاده وکړي ٠
محترم افق صاحب !که مهربانې وکړۍ د٢٨ – اسد انترنيټی پاڼې درنو مينه والو ته دخپل ځان په هکله معلومات راکړۍ ٠
ځواب : محمد ظاهرافق د محمد اکرم اڅکزی زوی ، دمحمد انور اڅکزی لمسی چې دخپل تحول او طلا طمه ډ ک ژوند نيمه پيړۍ می ډيرکلونه پخوا لا شاته پرې ايښی ده ، دکندهارپه يوې خان ډوله منورې – سياسی کورنۍ کې مې خپلې معصومی او بې ګناه سترګې په يوې سترې ګناه کاره اووحشته ډکې نړی کې خلاصې کړې دي،دغې نړۍ چې دپيدايشت اوتخليق رازيې ترپرونه پورې دنړيوالولپاره دجهالت په توروپردوکې يوه تاريخې ستره معما وه،ديولړانسانی ارزښتونوترڅنګ يې بی شميره وحشتونو،خيانتونو، دسيسو اوفسادونو دانسانيت او بشريت پاکه لمن دمحدودو واکدارانو ، پاچاهانو ، قوماندانانو ، استثمارګرو طبقواواستعمارقدرتونودټاکليوګټو دحصول په خاطر داسې ناپاکه کړې ده چې دهنرمن اوجوړونکې انسان په لاروښانه اوشګوفانه آينده کې دابد لپاره يوه توره لکه وي ما خپلې زده کړې تردوولسم ټولګی پورې دکندهار ښارميرويس نیکه ليسه کې ، خو عالی تحصيلات مې دکابل پوهنتون – ادبياتو پوهنځی ژورناليزم څانګه کې پای ته رسولې دي.که مې اخلاقی استغنا اومتانت دخپل خاکسارپلار څخه په الهام اخيستی دي نومې سياسي اوټولنيزې عملی خولومړنی تعليمات دخپل مدبرنيکه ،با حوصله اکا محمد علم بڅرکی ، زما استاد فيض محمد انګار او يولړنورودوخت سياسی شخصيتونواومشرانو ، دهغو دسياسی فعاليتونوتر سيورې لاندې په مستقيمه اوغيرمستقيمه توګه پای ته رسولې دی چی دخپل وخت ملی اووطنپال ګوند (( ويښ ځلميان)) ترنامه لاندې يې دزمانې دغوښتنو پراساس مبارزه راپيل کړې وو.په همدې ترتيب مې خپل نورفرهنګی او تنويري ارزښتونه علاوه د هيواد دمختلفو فرهنګی مؤسسو ، دټولنی په بيلو بيلو اجتماعی مجلسونو او بانډارونوکې حاصل کړی دي. دمثال په توګه ، دتيرې پيړی دديرشمو کلونو په پای او څلويښتمو په سرکې ، دکندهارښاردمطبوعاتو په مديريت کې ځينې منورينو اووطنپالو روښنفکرانودمحمود ولی ځلمې ، محمد ابراهيم عطايی په سرکې يی محمد انورنوميالی په شان ځوانانوبانډارونه درلودل خوما به هم دمکتب دشاګرد په حيث ددوی په بانډارونوکی برخه درلوده ، چې دهغو بانډارونو فيضونه به هيڅ هيرنکړم. کله چې مې نيکه دتيرې پيړی په څلويښتمو کلوکی دکابل مشهورزندان دهمزنګ کې اواکا مې په کندهار دسياسی بنديانوپه څيرشپې سبا کولې خوما دميرويس نیکه دليسې په منځنيو ټولګيو کې لوست کاوه ، دښونځی يولړهغو ښوونکوچې حکومتی ماموريت يی دمعتبرژوند معيارګاڼه ،پدې سبب ليرې را څخه ګرځيدل اومخالفت به يي کاوه چې نيکه اواکا مې دحکومت مخالفين اوسياسی بنديان وو،خوبيله شکه چې ما به په خپلې درنې کورنۍ اودهغوی په سياسی فعاليتونو وياړکاوه اوځينی وختونه به مودښونځی په کنفرانسونواو ډراموکې داستبدادپرضد په روښانه توګه تمثيلات اوويناګانی هم کولې ، چې يقينا به دادارې دمسؤلينونه خوښيدل. دليسې دپای ته رسولووروسته په کال ١٣٣٩ کابل پوهنتون ته په داسې حالت کې داخل شوم چې مينه مې دبيولوژيکې اوکيمياوې علوموسره زياته وه خو پوهنتون خپل حساب درلود پدې نوې عالې مدرسې کې مې هم نه داچی دمناقشو اومباحثواورونه آرام نشول بلکه لانوريی هم لمبې جګې شوې ٠ په ډيرلږ وخت کې مې دخپلومطالعو، کتابونومبادلواوداسې نوروفرهنګی فعاليتونوپه جريان کې دپوهنتون دمحصلينو اويولړ سياسی روښنفکرانولکه:نورمحمد تره کی ، ببرک جان ،طاهر بدخشی اوداسې نوروسره پيژندنه پيدا شوه خودتره کی سره مې دخپلومشرانودشناخت پراساس انډيوالی ترنوروډيره شوه.په همدې توګه مې دميرمحمد صديق فرهنګ سره هم زمادمشرانو په ارتباط پيژندنه وشوه خو ډير مونه سره پالل. داچې ولې مو نه سره پالل؟ نه پوهيږم.خو ښايی چې دده دفترې کارونه به دمعادن اوصنايعو دمعين په حيث ډيروو.زما دتحصيل پدغه مرحله کې،زما تيوريکه اوسياسی مينه اوتلاښونه دومره زيات شول چې حتی په خارج کې تحصيل ډيرراته بې ارزښته ودفاکولتې په دوهم ټولګی کې بهاوالدين مجروح چې د پوهنځې يومهربانه رييس وپيشنهادراته وکړچې انګلستان ته لاړشم ما دهغه وخت په منطقواوغير اعلاقی ردکړ.که څه هم دده دزياتی مهربانۍ پراساس يی څوواره راته وويل خومنل يې راته مشکل وه. په همدې توګه ، کله چی مې څلورکاله وروسته پوهنځې پای ته ورساوه ، بيا نو فاضل اومهربان استاد ډاکترصمد حامد،عمريې خوشحاله اواوږدغواړم،دکابل پوهنتون درئيس په حيث دمهربانۍ څخه ډک پيشنهادوکړ چی يا اروپا اوياامرېکا ته دنوروعالی تحصيلاتولپاره ولاړشم،خودده سره مې هم تريولړاستدلالونو وروسته داخبره په مختلفو الفاظوتکرارکړه چی تر خارج تګ مې په ټولنه کې کارخوښ دي.څومې په کندهارکې معلمی غوره کړه البته،دانوهغه وخت دی چې سردارمحمدداودله حکومته استعفا شوی اوډاکترمحمديوسف ددموکراسۍ نغاره ډنګوی.څه سرموپرراګرځوم ،زما د ژوند داستان نه يوازې اوږددی بلکه په زړه پورې هم دی،اما دلته يې په اوږدوځکه نشم کولای چې وخت يې نشته٠ دهمدغه نغارې ډنګولو په کال مودخلق دموکراتيک ګوند لومړی کنګره تدوير اوګوندمو په ٢٧ تنوسره تاسيس کړ٠ لږزمانه وروسته همدغه ګوند انشعاب وکړخوزه اومحمد طاهر بدځشی په هغه خواکې ودريدوچې تره کی ولاړو. لږزمانه لانه وه تيره شوې چې طاهربدځشی ديولړ ملګروسره ووت ،دااورلانه ومړشوی چې زه اويوڅو انډيوالان مې دګونده ګوښه کړل شوو.خوداچې دهمدغو انشعابونواو پراګند ګيوعلتونه به څه وو اوس نشم توضيح کولای، که چيری دګرانولوستونکواعلاقه وی په راوروسته وختونوکې به داسې رڼا پرې واچوم چې يوازې به دحقيقتونوطرفداری پکې شوی وي.ما اوزما يولړنژدې انډيوالانودتيری پيړۍ په اويايموکې خپل سازمان تاسيس کړڅوخپل انډيوالان موپکې راټول،تنظيم اوتنويرشوی وی. کله چې دی ( ا٠ د٠ ج) دولت په هنداره کې خپل سقوط وليد نوملې مصالحه په مختلفو ابعادوکې اعلان اوډاکترنجيب اله دګونداودولت درئيس په څيرځان راښکاره کړ. په کندهارکې مې دخپلو سياسی فعاليتونوپه سلسله کې دوه واره دظاهرشاهی دوران په دننه کې دمظاهرو دتدوير په خاطرمبارزی پرمخ بيولې اوپه هفتو مې بندونه ګاللی دی ، دحفيظ اله امين دساطوله څخه مفت خلاص شوی يم ( کيسه يې اوږده ده )٠ خودډاکتر نجيب الله داپراتيفی پروګرامونو،باالاخره په فولادې زندان کې دشلوکلونولپاره ورداخل کړم، دکوم چې دملکيت اوتصرف دختميد وزمانه ده بيچاره ته هم نه وه معلومه. کله چې يې قاضی شل کاله بند را ته اعلان کړ،بيا يی نوبې خبره او بی اعتباره ضابط تکراراوويل چی مرافعه وغواړم. خو په آخرکې مې ورته په صراحت وويل:چې ستاسو شل هفتې ندې پاتې.د ضابط پدې خبره خوابده اووبيريدۍ چې اوس آسمانې ټکه پرونه لويږی نويې امروکړچې چټک يې وباسۍ.دلته (( که زه ولی نه وم خالی هم نه وم )).نوموړی هفتې لانه وې تيرې چې په شکل کې دآسمانوملايکې،خو!په محتواکې بيرحمه مستخد مين هيوادته را داخل شول.زه تردووکلونو( ١٩٩٠ – ١٩٩٢ ) احمقانه زندانه وروسته راووتم اوبيا نوپه ډيره جبرې توګه کانادادې ځوان امپريالستی نظام ته راورسيدم چې نه مې تراوسه دبشرحقوق ليدلی اونه مې هم ددموکراسۍ احساس پکې کړی دی. البته ، دغربی دماګوجيکی اوعوامفريبانه دموکراسۍ مفهوم نه يادوم بلکه د(( خپله تاجداره اوکه دبل ټانکداره دموکراسی )) دمحتوااومفهوم زمامقصد دی چې په همدغه سايت کې خپورشوی دی ٠
ليکنې مې په هيوادکې دمصروفيتونو سره سره نسبت کانادا ته ځکه ډيرې دی چې دلته يی زياتره وختونه ياپه شاقه اوسرګردانه کار اويا يې دخپل ملت دهغو عناصروسره په ساړه اوروانی جنګ اخته کړی وم. کوم چې فکرکوي جنتونو ته راغلی دی. په لنډه توګه مې دليکنو لست چې چاپ شوی دی دادۍ :
١- دلرغونی يونان فلسفه
٢- په کندهار کې دکورنی جوړښت
٣- دفلسفې مفهوم اوويش
٤- ليک نخښې ( دليکوالو دمنظمو ليکنو لپاره معقول اوقانونی تخنيک وړاندې کوي )
٥- هنراوښکلا پيژندنه
٦– نقطه ګذاری
هغه آثار چې ندې چاپ شوی :
١ – فلسفه دتکامل په مسير کې ( دلرأونې يونان دفلسفو څخه بيا تر شلمې پيړی ترفلسفو پورې )
٢- اورګانون دصوری منطق پوهنی بنسټ ( دارسطو منطق ، دمنطق پوهنې تعريف اوتاريخ ) اوداسې نور٠٠٠
پوښتنه : څرنګه چې تاسو دګران افغانستان دکيڼ غورځنګ دمخکښانو اوفعالينو څخه ياست ، که دې ا٠ خ٠د٠ګ دجوړيدو داهميت په هکله څه وواياست ٠
خواب – کله چې په کال ١٩٥٣ سردارمحمد داود ته دحکومت واګی پلاس ورغلې ، نو يې دلسو کلونو په موده کې يولړهغه اقتصادی اواجتماعی چارې تامين کړی چې پخپلوپنځه کلونوپلانونوکې يې تنظيم اواودلې وې. په همدغه لنډه موده کې يې نه يوازې دهيواد لويې لارې دسالنګ دلويې لارې په شمول ، داسې اعمارکړې چې هم يې دختيځ اولويديځ ، شمال اوسهيل اولسونو تجارتې راکړه ورکړه اونوراقتصادی جريانونه يې په نويووسايلوسره وتړل ، اوهم يې دمختلفوفرهنګونواو ژبونژديوالی اويوبل پيژندنه دټولنيزانکشاف اوپرمختګ لپاره يوه ډيره مهمه اوعمده وسيله شوه ، دکجکې دبند په شان بندونه اوهم دبغرا ( په هلمند کې ستره وياله )دلويې ويالی په څيرداوبودعالی سيستم جوړول ، همداسې دجنګلک دکارخانی په شان اوشمالی صفحاتوکې دغازونواوتيلو څاګانی اوداسې نورو اقتصادی – تخنيکی پروژوبشپړتيا وکولای شول چې اأفغانی ټولنيزاواقتصادی ژوند ته څه نا څه نوی رونق ورکړي.البته ، دنوموړو پروژوپه اکمال کې دنړيوال رقابت څخه داسې ګټې پورته شوې چې افغانانو نوموړې ګټې اوانکشافات په ډيره زمانه کې نشوای تامينولای ٠
نوموړی پروژې چې ټولو ددولتی سکتورپرستنوتکيه درلوده،ترهرچا لومړی زحمتکښانو( کارګرو، بزګرو،کاسبانو،وړې بورژوازی،وړوځمکه والواوداسې نورو ) اوفکری ياذهنی روشنفکرانو ( استادانو،انجينرانو،منوروطالبانو اوملايانو ) اوداسې نوروزيارايستونکو خلکو دنوموړوډول ډول تحولاتو په نتيجه کې دتغييراحساس وکړ.اوديوه نوی سياسی ږغ داوريدلواستعداديې وموند دپورتنيوپروژوتطبيق که ديوې خوا دولس په ګټه يونوی ابتکارو،خو! پردې بل اړخ زموږدځينوارتجاعی واکدارانواوغربې استثمارګرانوپرضديوه داسې دښمنه طبقاتی پروسه تلقی شوه چې بايد مخه يې ونيسی اومقابل کې يې مبارزه وکړي . وموليدل چې ددښمنانوددښمنۍ په نتيجه کې دټولنې ارتجاعی ګروپونو اوقوتونو،دپاچا په شمول سلطنتی کورنۍ اوهمداسې دامريکايي استعمارچيانوپه لارښودنه د م م مؤسسې پرسردارمحمد داود داسې زوراوفشارراووست څو ددموکراسۍ په پلمه استعفاورکړي. سردار هم ځکه چې دسلطنتی کورنۍ عزت اوحيثيت ډيرپرګران وو،نوهغه کودتاچې تروخت تيره وه اولس کاله يې وروسته وکړه ، چې دخپلوريفورمونواوپنځه کلن پلانونوسلسله چې که څه هم غرب په دلچسپۍ کم ښودله پرمخ وړی وای البته ، دلته زه دداود خان دصدارت اوځوانۍ دورې پرداود بحث کوم.
په هرصورت دداودخان صدارت چپه اوهغه دموکراسی اعلان شوه چې په اقتصادی لحاظ يې ټولنې ته مهم څه ورنه کړل اوپه سياسی لحاظ يی نه يوازې دکيڼ اړخواوښې اړخوترمنځ ښکنځل کول اوجنګونه يې دمرګ ترسرحده ورسيدل بلکه دچپيانواوانقلابيونوترمنځ يې هم ښه روابط ، بد ويل اويوبل ته تهمتونه تړل وو.
هغه وخت چې دموکراسی اعلان او ډاکترمحمد يوسف پرچوکۍ تکيه ووهله ، مظاهرې ډيرې اوسياسی فضا ګرمه شوه.څوګوندونه اواخبارونه په مختلفو شکلونواوډولونوکې راووتل،يوله همدغو ګوندونوڅخه د ا٠خ٠د٠ګ وچې په کال ١٣٤٣ کې يې کنګره دايره کړه اواخباريې د (( خلق )) په نامه خپرونې پيل کړی.اوس مې چې په ډيره لنډه توګه دنوموړی ګوند دتاسيس کيدوپه خاطر ځينې عينې اومادی شرايطو ته اشاره وکړه،نوپردې هم لنډ بحث کوم چې ګوند ټولنې ته څه نوی والی اوابتکاروړاندې اوبيا يي دکودتا او يا نظامی پاڅون په نتيچه کې څه خرابۍ اوناوړتوبونه ټولنې ته راوړل :
١ – دلومړي وارلپاره کارګرواوزحمتکشوخلکوته داسی ږغ پورته شوچی دطبقاتی ګټودحصول پرلارويې هم څه ناڅه ناقصه رڼا ولويده ،
٢ – دلومړی ځل لپاره دطبقاتی مبارزې دپوهنې په پلوشوکی دظلم اواستبداد پر ضد تحليل اوشعارونه وړاندې شول ٠
٣ – دخلکواوولسونو دطبقاتی شعوردويښولولپاره لنډ لنډ ګامونه پورته شول.
٤ – دنوې فرهنګ اوادب دپيل په خاطر تلاښونه پيل ، داستعماراوامپريالزم پر ضد مبارزو،په نوی خوکمزوره شکل ځان ښکاره کړ.همداسې دنړی ترستم لاندې ملتونو دآزادۍ اوخپلواکۍ په خاطرمبارزه هم دګوند دخارجی پاليسۍ يووړوکۍ اړخ نيولی و.
٥- په ټولنې کې دمختلفو مليتونواوقومونودنژدی والی اودهغوی دژبی دمسئلو دموکراتيک حل په خاطر داقليت متابعت داکثريت څخه عمومی اومهم پرنسيب وځليد، خو چندان يې تاريکه فضا ځکه روښانه نکړه چې ځينو ګوندې رهبرانو عقيده نه پرې درلوده ، خود ځينو سره يې بيا پوهنه کمه وه٠ دهمدې لارې د ا٠خ٠د٠ګ په يوې ټاکلې دورې کې نوموړی خصوصيات پخپل يوالی اوبيا جلاوالی کی دکاغذ اواخبارونوپرمخ ډيرښايسته واوډ ل شول ، خو په عمل کی يې دپاشلواوانشعابونودشرم دروند پيټۍ نه يوازې دګوند ددواړوبرخودرهبرۍ پر مسئولينوپريووت بلکه هغه کدرونه هم دتل لپاره دهيواد په سياسی اوټولنيز تاريخ کې محکوم دی چې دګوند په داخلی مبارزه کې دغلطيو په پوهيدو سره سره يې دشخصي ګټوپه خاطرپرواقعيتونوسترګی پټې کړی دی.ديادولووړده چې دګوندمرامنامه اواساسنامه په پوره علمی توګه اوغورسره داسې تدوين شوې وه.چې دخپل وخت ملی دموکراتيک وظايف يې په روښانه توګه ټاکلی وو، خوالبته چې دکاغذ پرمخ داسې پاتې شول چې نن ورځ يې ميراث خواران نوم لاهم نه اخلی اونه يی اخيستلای شي.ددې خبرې يادهم پکاردی چې دنوموړو مهمو ګوندی سندونوپه ترتيب اواوډ لوکې دايران دتودې دګوند ديولسم پلنوم نه هم پوره ګټه اخيستل شوې وه٠
ددولت ددموکراسۍ تراعلان لاهم يولړروشنفکرانواوپخوانيومبارزينواو سياستمدارانوخصوصی مجلسونه په کورونواوعمومی بانډارونه په ځينو هوټلو نوکې کول.دګونددجوړښت پخاطرهم ټاکليواشخاصواوګروپونو فعاليتونه درلودل.دهمدغوفعالينوپه ارتباط دپوهنتون دمختلفوپوهنځيوشاګردانونه يوازې ساده کتنی سره لرلې بلکه دحوزوپه شکل غونډې هم رواج شوې وې. ددغه وخت ځينی سازمان ورکونکی چې بيا دګوند په رهبرۍ کې هم راپورته شول ، نورمحمد تره کی ، ببرک جان چې لا کارمل شوی نه واوطاهر بدخشی وو ٠ البته ،زموږ مشهورمؤرخ ميرغلام محمد غباراومحمد صديق روهی غوندې فعالينوهم دګونددجوړيدوپه غرض تلاښ کاوه خوپه تاسف چې ديولړبدنيتيو اوبې اعتماديوپه نتيجه کې يې دګوند په کنګره کې لاره ونه موندله اوګډون يې پکې ونکړ.وايي چی پدغه وخت کې روهی په بيروت کې و.
د١٩٦٥ کال دجنورۍ په لمړی ورځ کنګره دنورمحمدتره کی په کورکې تدويرشوه ، چې دورځې ددووبجو څخه بيا دشپې تردوو،دريوبجو پورې يې په ډيرې مينې اوګرمۍ سره ادامه وموندله.په غونډه کې آدم خان ځاځی دجلسې موقتی رئيس وټاکل شو.ترجلسې پرانستلووروسته لومړی وينا تره کی ، دوهمه دببرک جان اودريمه وينا د بدخشی وه.دتولوويناووعمده هدف ديوه ملی او مترقی ګوند جوړول اودخلکولپاره خدمت کول و.البته ، داکنګره يوڅه تروخت دمخه ځکه بلل کيږی چې دمرامنامی اواساسنامی کاريې ترکنګرې وروسته دمرکزی کميټې پرغاړه ورواچاوه، پداسې حال کی چې ديوې کنګرې عمده وظيفه تررهبری ټاکلووروسته دهمدغی اساسنامی اومرامنامی تدوين ، ترتيب ، تصويب اوتعديل دۍ.ځکه نو دکنګرې ددموکراتيک والی کمزوری ښيي.که څه هم منتخبه مرکزی کميټه هم کولای شي چې دکنګرې وِظيفه اجراکړی خودموکراتيک والی يی بشپړنه وي. هيره نکړوچې دکنګرې انتخابات دومره ماته ، دموکراتيک وو چې دغرب دماکوجی يې په خوب کې هم لا نه وی ليدلی
دکنګرې غړی ٢٧ تنه وو،چې د دارالانشا غړی اوهمدارازدمرکزې کميټی اصلی اوعلی البدل غړی په آزادانه توګه وټاکل شول. نورمحمدتره کی لومړی منشی ، ببرک جان دوهم او طاهربدخشی دريم منشی ځکه وبلل شول چې په هغه وخت کې دعمومی منشی اومنشيانو اصطلاح نه وه راوتلې.دلته خبره داده چې تراوسه پورې مې دهغو شرايطو ، فعاليتونواوضرورتونو لنډه يادونه وکړه چې دهغه پواسطه د ا٠خ٠د٠ګ دجوړښت اهميت پرې تثبيتيږی ، اما دګوند درهبرانودناوړتوبونو،بې اتفاقيو ، خودخواهيواوداسې نورومرضونو،دټولنې دوروسته پاتې والی اوبيګانګانو دښمنيووکولای شول چې نه يوازی ګوند ناکامه اوبدنامه کړی بلکه دادی اوس هيواد هم خپله خپلواکی دلاسه ورکړی اوخارجی امپریالستی واکدارانو خپل پخوانی هدف ته ځان رارسولی دی.
که چيری په ګوند کې دموکراسی اوسنتراليزم چې دمترقی ګوندونو دسازمانی فعاليتونو دملا شمزی ورجوړوی رواج موندلی اودګوند دسياسی اوتشکيلاتی فعاليتونومنطقی لارښونه شوې وای ، هغوپوښتنواوغوښتنوته چې دګوند دتکامل پرټاکليو وختونوکې راپورته کيدلې په معقوله توګه اوحوصلې سره ځوابونه ورکړل شوی وای ، ګوند او دګوند مختلفو تشکيلاتی اوسياسی جهتونه اوبرخې ولسونوته په مينه اوصداقت ورنژدې شوی وای ، دتورونواوتهمتونوتړلو څخه پرهيزشوی اوشخصی غروراوتکبرته لاره نه وای ورکړل شوې،ولس ته موورزده کړی اوله هغو څخه موزده کړی وای ، دمترقی افکارو دزده کړې اوفهم لپاره موپه معقوله اوټول اړخيزه توګه لاره ورخلاصه کړې وای ، دمرامنامی ستراتژيک اوتاکتيکی اصو ل اونورمونه مو په هوښيارۍ سره بيل اوپه ميړانه سره مودتحقق په لاره کې زيارايستلی وای ، ګوند ، په کل کې ، ديوې واحدې پاليسۍ او جمعی شعورپه رڼااوتجلا کې دحرکت لاره موندلې وای ، دټولنې دزحمتکشانو دطبقاتی شعورعلمی اوفلسفی تصنيف اوهرې اجتماعی طبقې انقلابی حدود په ميړانې سره ټاکل شوی وای ، په ګوند کې دننه په عامه توګه دسياسی بيسوادۍ او خاصه توګه دسختومزمنو سياسی امراضو ، شوونيزم اومحلی سکتاريزم پر ضد کلکو مبارزورونق موندلی وای ، ګوند ته دهر ډول اپورتونيزم اوددوست په نامه ددښمنانو جذبول ناپوهی اوخيانت بلل شوی وای ، يولړوطنی ، محلی اوملی خوجوړونکی خصوصياتو ته دانډيوالی اورفاقت په فضاکې په اخلاص لاره ورکړل شوې وای ، ډيرزيات پرنړيوالوهغوروابطو اووياړونو تکيه نه وای شوې کوم چې اوس پرهغو پښيمانی کيږي اوخيانت يې بولی اوداسې نور٠٠٠
نويقين و چې ددغه دمبارزې کاروان چې لومړنی ګامونه يې په ډيره مينه او ميړانې سره پورته او په وروسته کې يی ټول فعاليتونه دناخواليو ، خودخواهيو ، بی ځايه وياړونو قربانی سوې نه وای نوبه اوس هيواد دپرديودکچرو ( غاطرو ) دځغاستې ميدان نه وای.دپوښتنې ځواب دادۍ چې د ا٠خ٠د٠ګ تاسيس ډيراهميت وړخو په تاسف چې وروستيوداخلی اوخارجی ناوړتوبونو دانشعاب اوبدبختيومرکزوګرزاوه.نوبايدموجوده اوراتلونکی انقلابيون اوجنبشو نه دپورتنيودرسونونه دا زده کړي چې دمبارزې ميدان دټاکليوټولنيزوشرايطو په نظرکې نيولوسره پري نه ږدی اوپدې بايد وپوهيږی چې دشوروی نظام سقوط اوامپريالزم په سرکې يی امريکايي غارتګرانوتسلط دجهان پای نه دۍ بيله شکه به امپريالزم ، استبداداواستثماررا پیداکيږی.اوولسونه به خپل سرنوشت پخپله ټاکي .تر دغه ځایه.
پوښتنه : تاسې د ا٠خ٠د٠ګ دلومړی انشعاب عوامل په څه کی وينۍ ؟
ځواب _داپوښتنه ډيره مهمه اواساسی ده چې بايد داصولو پر بنا ډير بحث پری وشي ، ځکه چې پدې مصاحبی کې دډيربحث وخت نشته،نوبياهم مجبوره يوه لنډه لمن بايد ورکړو. يوملی اومترقی ګوند يا سازمان دخپل جوړښت ، تکامل اوبری لپاره علاوه پريولړمهمو وظايفو اوخصلتونو دوې اساسی مبارزې په مخ کې لری. لومړی مبارزه په ګوندکې دننه دغلطيو، بی اتفاقيو،حتی خيانتونو، اپورتونيزم ( په هرشکل چی وی )اوداسی نورو ګوندی ناروغيوپه مقابل کې کلکه ،باثباته خو صادقانه مبارزه ده. دوهمه ګوندی مبارزه هغه درنه اوټول اړخيزه مبارزه ده چې دزيارايستونکوطبقاتی،ملی او داسې نورې ګټې يې پکی منعکسې وی.همداسې دخپل هدف دپرمخ بيولولپاره هغه فکری مبارزه هيره نشي کومه چې دمبارزې دپيل اوحرکت لپاره دڅراغ حيثيت لري. په همدغه وخت کې دولسونودطبقاتی تصنيف پرڅنګ دټولنې مختلف افکاراوايديالوژي ګانې بايد دټولنيزنورشناخت اوپيژندنې لپاره ځکه درک شي چې په نتيجه کې ددوست اودښمن علمی تصنيف روښانه وکتلای شو.البته نوموړې دوې خارجی اوداخلی ګوندی اوسازمانی مبارزې يوپه بل کې متداخلې دی ، کله يوه لومړی خو کله بيا هغه بله. په لنډه توګه زما له نظره دانشعاب عوامل دادی :
١- د ا٠خ٠د٠ګ درهبری غړی چې په کنګره کې وټاکل شول دسازمان اوګوند داخلی مبارزې ته يی هيڅ اعتبارورنه کړای شو ، يا به يی په اهميت نه پوهيدل اويا به يی هم په شعوری توګه له نظره غورځوله.دهمدغه علت پراساس چې به کله په ګوندکې دزمانې دغوښتنو سره سم يولړ پوښتنې راپورته شوې ، رهبری به په سپکه سترګه ورته کتل اونوموړې غوښتنې به يي بی ځوابه پريښودلې.په مقابل کې به دګونديانوترمنځ ، درهبرۍ اوصفوفوتر منځ بې اعتمادی اوبالاخره دښمنۍ را پيدا شوې ٠
٢- دوهمه مهمه مسئله په ګوندکې درهبرۍ مسئله وه چې ترکنګرې لږزمانه وروسته تره کی خپل ځان رهبرباله چې کنګرې ټاکلی و،خوکارمل اودده انډيوالانوبيا کارمل په عمل کې ځکه رهبر ګاڼه چې هغه دکابل په ژبه خبرې کولای سوای اودژبې فصاحت اوهنجرې په نسبې توانايۍ به يی نازيدل. نوګواکې دګوند هغه اصول چې دوی پخپله تدوين کړی وه، نه مراعات کيدل.
٣- دريمه خبره يې داوه چې کارمل به تقريبا په هره هفته کې دسياسی مبارزې، خصوصا دشورا په دننه کې دفعاليتونولپاره جدی پروګرامونه غوښتل.معنا داچې کارمل ترهرڅه لومړی اوزياته اندازه دسياسی فعاليتونوطرفداروخو!تره کی به بيا دهمدغه ډول فعاليتونوشوقی نه واودستيج دسرفعاليتونه به يې يا نسوای کولای اويا به يې نه کول ، خودطبقاتی مبارزې مدافع و.البته ، کله نا کله به يې دغه ډول دفاعی حالتونه دومره زيات شول چې ډيروختونه به مقابل طرف ته بې لزومه ښکاره شول.اما پردې بل اړخ به ببرک جان دطبقاتی اوفکری ايديالوجيکې مبارزې څخه دومره کرکه ښودله چې دډيروپلويانو لپاره به يې يوازې اويوازې سياسی اوپارلمانی مبارزه دخلاصون لاره وګڼله شوه. نو ګواکی دګوند پر ستراتيژۍ اوغايی هدف يی توافق څرګند نه و٠
٤- بل داچې د تره کې طرفداران زياتره پښتانه اوداطرافوڅخه وه. دطبقاتی مبارزې شعارعلاوه پردې چې دټول بشری طبقاتی تاريخ اساس دۍ ، دتره کې دپلويانو لپاره بيله دې چې دقضيی په محتوا پوره پوه شی ځکه په زړه پورې و، چې دوی پخپله غريبان او زياتره دخورده مالکانو اولاده وه.خو په دې کې شک نشته چې دببرک اکثره طرفداران دکابل دبوروکراتانو،ارستوکراتانو، بورژوازۍ اوفيوډالانواولاده وه،چې ګواکې دغه دطبقاتی توپير فاصله هم ددوی ترمنځ مبارزه کې نه داچې کمه نشوه بلکه نوره هم داسې پراخه شوه چې دانشعاب لپاره يی شعوری زمينه برابره کړه اويوبل يې دسختودښمنانو په څير سره ووهل ٠
٥- دستراتيژی په سرهغه بحثونه وو چې دواړوخواووبه د(( خلق )) دجريدې څخه راايستل اويودبل پرمخ به يې سره پاشل. ببرک اوطرفدارانوبه يې استدلال کاوه چې دګوند په مرام کې په څرګنده توګه ددموکراسۍ داسې دولت غوښتل سوی دی چې رهبری يې معلومه نه ده – البته ، خبره په محتوا کې همدغه ډول ده٠ تره کی اوددوی درهبرې غړواوپلويانوهمدغه مرام منلی اوخپل يې باله ، ددې لپاره چې ځانونه له ببرک والو نه اتقلابی او چپ وبولی نوبه يې ويل چې په مرامنامه کې دکارګرانو اوبزګرانو ترکلمو لاندې کرښې ايستل شوې دی ، چې ګواکی همدغه کرښې ايستل ددوی رهبری افاده کوي.څرګنده ده کله چې يو ملی دموکراتيک انقلاب دکارګرانواوبزګرانوپه رهبرۍ کاميابۍ ته ورسيږی هغه محصول دولت خلقی دولت اونظام يې خلقی دموکراسی ده چې دسوسيالزم يوشکل ګڼل کيږی نه ملی دموکراسی دولت.دلته په زړه پورې داده چې زموږ رهبران ( ! ) په څه اخته وو اودسرې مڼې په دننه کې دزهروډک چنجې په څومره مهارت نوموړې رنګينه ، داميدونو مرکزمڼه داسې ورسته اوپوده کړه چې په پاشلوکې يې دوړې هم ور ولاړې شوې.
٦- په همدغه اساس دګوند دشرمه ډک انشعاب، دګوند دنړيوالوروابطواووروڼو ګوندونودعضويت سره هم څه ناڅه تړل کيږی. هم تره کی اوهم ببرک دواړو خپل نژدې انډيوالان پدې قانع کړي اوقانع کول چې ګواکې دوی دوروڼو ګوندونومخفی غړی توب لري. په هغه وخت کې دغه ډول روابطو دومره ډير اعتباردرلودلکه اوس چې يې دلاسه ورکړی دۍ ، اودپرون سرسخته طرفداران يې اوس ښکنځي.البته ددې خبرې اصلی علت خو بيا هم دادۍ چې (( که دې په جنګ او مبارزه کې بايلوله نو ددښمن ټول خيانتونه به ستا پرغاړه دی اوکه دې وګټله نوبه ستا ټول خيانتونه ددښمن پرغاړه وي )) اوس چې شوروی اتحاد په بشپړه توګه بايللې ده،نونه يوازې يې ددښمن خيانتونه هم پراوږوورولويدل بلکه نژدې ترين دوستان يې مخ ځنې اړوی اوبد پرې وايي .
په پای کې بايد اشاره وکړم دانشعاب لوړ عوامل مې ډيرپه لنډه توګه داسې وړاندې کړل چې ددوووړوګوندونو(خلقيانواوپرچميانو) په انشعاب او پاشلوکې ديولړنورو فرهنګی اوسازمانی علتونوماسيوادخارجی دښمنانوښکاره اوپټ لاسونه هم ډيرتاثير لري چې توضيح کول يې ډيروخت غواړي ٠
پوښتنه : د١٣٥٧ کال دغويی دمیاشتي وروسته چې ګوند واک ترلاسه کړ، نوروډلوته يې په سياسی اودولتی واک کې برخه ورنکړه.ددې کړنلارې دليلونه ،ستاسې له نظره څه وو ؟
ځواب – د١٣٥٧ کال دغويي نظامی بدلون يوه تروخت دمخه هغه عسکری کودتا وه چې شاته يې يو ناتوانه، دخودخواهيواوداخلی سختواختلافونوڅخه ډک اوبې تجربی ګوند ودريد.معناداچې هغه وخت چې د(( سباوون ستوری)) ځينو خپلوملګروته دقيام امرورکاوه، فکرکيږی چې دګوند ددواړوخواوو رهبران ( تره کی او کارمل ) بې خبره وه. که څه هم نوموړې کودتا په لومړی سر کې ، ماته نه خوړونکی انقلاب وبلل شواوحتی د(( ثورکبير!) انقلاب ياديده چې نژدې دوستانو يې لاخندا پروکړه هو، داخبره منم چې يوه محدوده پوځې کودتا ديوه ټول اړخيزعينی ټولنيزپروګرام،ټولنې اوپرګنوته صداقت،واحدې اومضبوطې رهبرۍ اونوروعملی اوعينی شرايطوپه لرلوسره ورو،وروپه انقلاب واوړی اودولتی سياسی قدرت په تدريجی توګه ديوې حاکمې اواستثمارګرې طبقې او يا طبقو څخه دټولنې زحمتکښو اوانقلابی طبقو ته انتقال ومومی.دانوهغه وخت ممکنه کيدای شي چې دانقلاب رهبری په علمی او منطقی لحاظ خپل دوستان اودښمنان يو له بله تفکيک او تصنيف کړای شي. دهمدغه تصنيف اودرجه بندۍ په نتيجه کې دټولنې قاطع اکثريت پخپل صف کې ودروی ، دمترقی اوزحمتکښوولسونوپه ګټه پروګرام په نظراوعمل کی داسې خلکوته ورورسوی ، څوچې هغوی انقلاب خپل وبولی او په دفاع کې يې دهرې معقولې وسيلې څخه استفاده وکړای شي. خوپه تاسف ، کله چې دثور قيام اويا کودتا په هره وسيله چې بری ته ورسيده نو يی رهبرۍ هم نه داچې دټولنې ﻻپراخې پرګنې او زحمتکښ ولسونه ورجذب نه کړل ، په ګوند کې دننه يې پخوانۍ دښمنۍ داسې آشتې ناپذيرۍ ته راورسولې چې بالاخره يې يو پر بل کودتاوې وکړې.کله چې ددولت سرنوشت په لوړشکل سره وټاکل شو، يواوبل يې دشخصی ګټو، څوکيو اوګروپې منافعو پرسر سره ووهل ، بنديان يې کړل ،دمر ګ دروازوته يې وتړل اوحتی پرخپل استاد يې هم رحم ونکړ،څرنګه کيدای شي چې په واک کی دې هغوته چې يا يې پخواحريفان وو،ليرې دوستان اويا يې هم هغه پراخی پرګنې وې چې دوی يې په تنظيم اوترتيب ، لارښونې اودرس اخيستنې يا نه پوهيدل اويا يې نه غوښتل چې پوه شي. همدغه علت دۍ چې دهيواد ډيروليرې اونژدې دښمنانوهم دخپلو داخلی عمالو پواسطه( مستقيم اوغيرمستقيم ) دنوی حکومت درانسکورولو، ټولنيز- اقتصادی نظام ورانولواوبدنامولو، يو له بله په جنګ اچولواوداسې نورولسګونوامراضو سرتر پايه ولړل ،اودادی چی نه يوازی سيمه دنا آرامۍ په چټل سمندرکې غرقه اولاهم غرقيږی بلکه په پراخه پيمانه دمځکې کره په اجتماعی،اقتصادی ، نظامی اوفرهنګی لحاظ يوبغله داسې واقع شوې ده چې که دهمدغی سيمی اونړۍ هوښيارواکداران،ملی اومترقی جنبشونه،دسولې رښتينی نړيوال سازمانونه،پوهان اوسوله غوښتونکی روشنفکران په ميړانه اوصداقت نوموړی قضې ته جدې پام راونه ګرزوی دنړی ټوله مادی اومعنوی هستی به دامپريالزم دامريکاپه رهبرۍ دجنايتونواودوامداره حرص اوتجاوزپه نتيجه کې ددريم وار لپاره داسې اورواخلی چې هرڅه به يې خاورې اوايرې شي ٠
په هرصورت ، خبره داده چې دا٠خ٠د٠ګ هر څه هغه وخت بايلول چې نه يوازې دخپلوطبقاتی دوستانوڅخه بيګانه پاتی شوبلکه ولسونو ته يې ځان ورونه رساوه چې دغه کودتا يې ، داوريدلوله مخې دهغوی دپاره کړې وه.اوس به په لنډه توګه دګوند ديو لړشخصيتونواوګوندې پراکتيکونودسايکولوجۍ محدودو ټکو ته اشاره وکړم :
١- دګوند ددواړوخواووپه زياته پيمانه دسياسی قدرت نيولو څخه يوه نيکمرغی دنعمتونواوچوکيودتصاحب مينه اوعلاقه وه،نويې ونه غوښتل نوموړی نعمتونه دکوم بل چااويا ګروپ سره شريک کړي.البته ، دغه حرص اويا بخل به په ځينواشخاصو( دواړو خواوو کې ) لږ خو په ځينوکې ډيرو.ددې خبرې يادهم پکاردۍ چې سربيره پردی دګوند هرفرکسيون دخپل حريف پرضد دډيروناروا اشخاصوڅخه داسې استفاده وکړه چې مقابل لوری پرې مات اونابودکاندي. خونوموړی اشخاص چي دهر قماشه څخه به وه،دخپلودوستانوپه حيث په صفوفوورننوتل ، ډيرژربه څرګنده شوه چې دګوند ددواړوخواوو( خلقيانو – پرچميانو ) پرضد به داسې ماهرانه ورګډ شوی وو چې اساسا به يې خپل مرام پرمخ بيولواودوی به يې سره جنګولي وو.ددې خبرې يادپه کاردی چې نوموړی ګوندسياسی قدرت ډيرپه بې خبرۍ اومفته کې په لاس ورغی،نوورته پکاروه چې دخپلوعقيدی خلک يې بايدورنژدې کړی وای ، نه دولسونودښمنان.
٢ – ددواړوخواوو( خلقيان – پرچميان ) درهبری ګانوداعادت وچې ترځان به يې هوښياران پرڅنګ نه کښينول. ددې خبرې علت يی هم داوچې ترسياسی قدرت نيولومخکې درهبری ګانواوځينونورومنورينو ، پريولړتيوريکومسايلو مباحثې کيدلې اودښمنۍ به يې منځته راغلې وې ،نو يې بيا په قدرت کې برخه ورکول ناوړه کارګاڼه.هرې ډلې خپل چړی دبل تربل ترمولوی ښه ګاڼه٠
٣- په دواړورهبری ګانوکې ډيراشخاص درهبرانوپه څيرموجودووچې دولسونو سره يې دزړه له کومې مينه نه درلوده اودهغوی دژوند پرښه کيدلويې فکرنه کاوه اويا يې نشوای کولای. د(( خلکو په ګټه خبرې )) صرف دخولې خبرې او دځينوروشنفکرانو دجذبولوپه خاطروې.زمادهمدغې خبرې لپاره ددوی په منځونو( دخلقيانو اوپرچميانواوهمدارنګه پخپله دخلقيانوترمنځ اودپرچميانوتر منخ) کې دنه پخلاکيدونکو مبارزو،مرګونو، بندې کولواوهمداسې دزحمتکښو خلکوسره جفا، يوه روښانه نمونه اوڅرګند ملاک دی .
٤- ددواړوخواوورهبرانوزياتره دافتخاراورقابت لپاره مبارزه اوفعاليت کاوه ، هريوه ځان دپوهنې اومبارزې قهرمانان بلل ،دخلکواوولسونوپه ګټوکې يې چورت نه واهه.خپله دوی په ژوند کې تکليفونه اومشکلات نه وه ليدلی.دولت اوحکومت،نازاونعمت خورا آسانه پلاس ورغلل. دغه دجهانی رهبرانودتجربو اصل(( قدرت نيول آسان خوساتل يې ګران کاردی)) ته يې په سپکه وکتل. چې دغه عمل د مبارزې په دوران کې لويه ګناه ده٠
پوښتنه : ستاسې له نظره په افغانستان کې دوخت دزبرځواکونودسيالۍ اودسړې جګړې په واکمن حالت کې دملې روغې جوړې سياست څومره عملې بريښيده ؟
ځواب : په لنډه توګه به اشاره وکړم چې په نړیواله سطحه کې دکاراوسرمايې ، امپريالزم اوسوسيالزم،آزادی بخښونکونهضتونواواستعماراوهمداسې نورو پخلا کيدونکواونه پخلاکيدونکوتضادونوترمنځ مبارزه دنړې ديوه کونجه تربله په مختلفوشکلونو،کله قهرآميزه خوبيا کله سوله آميزه ،دمځکې دانسانانو دسرنوشت په ټاکلوکې ډيرستراومؤثرجريانونه و. خونن چې نوموړومبارزو په موقتی ډول داستعماری اوتجاوزګروقوتونوپه ګټه کمزورې شوې اونوې رنګونه يې اخيستې دی خوبيله شکه دانسانی حرکتونواوغورځنګونوپه خاطريې نوې جهتونه اخيستي دي.معنا داچې دطبقاتی مبارزې کاروان څوچې طبقات وی نه دريږي ، شکلونه يې اوړی ، رنګونوته تغييرورکوی اوبا لاخره به کاميابيوته رسيږی ٠ په ګران هيواد افغانستان کې دسلطنت دمؤسسې ترڅلويښتموکلونولاهم زيات خپل ځان دبې طرفۍ ترعنوان لاندې داسې وساته چې په عمومې ډول يې ، ديوې خواخپل دپاچاهۍ نظام په آرامۍ کې ټينګ کړ خودبلې خوا يې دنوموړی بې طرفۍ ترپاليسۍ لاندې دختيځ اولويديځ دسياليواورقابتونوپه نتيجه کې ډيرې داسې ګټوری اقتصادې- تخنيکی پروژې بشپړې کړې چې،البته په افغانی ناتوانه توليدی وسايلواوتوليدی قواواوعمومې اقتصادی کمزورتيا يې امکان نه و اويابه هم ډيره مشکله وای.نوموړې اقتصادی – تخنيکی سيالۍ اورقابتونه چې دنړيوال سوله ئيزګډ ژوند محصول وو، دثوردنظامی پاڅون لښکروپه راکښته کيدوسره له منځه ولاړل،سوله ئيزګډژوند يې هم له ماتې سره مخامخ اوبالاخره دډاکترنجيب اله دناوخته روغې جوړې اعلان دامپريالستی ځواکونو دامريکايي انحصاراتو په رهبرۍ دتجاوزاوتعرض زمينه برابره کړه څوچې يې په ډيرې زبردستۍ د په اصطلاح مجاهدينو په (( جهاد )) سره شوروی لښکرې پرکړکۍ وايستلې خواستعماری اوامپريالستی پوځونه يې داسې پردروازوراکښته کړل چې اوس يې هيواد ته د خاينانه ژوند اوراچولی دی.په هرصورت ، په هيواد کې روغه جوړه، سوله ئيزګډژوند اوپه نړی کې دمتضادو نظامونوترمنځ تفاهم هغه وخت عملې و، چې شوروی لاګونډه نه وه وهلې اوپه نړيواله سطحه کې دقواوويو نسبی توازن استقراردرلود.دادۍ اوس نوهيوادخپل استقلال اوخپلواکې دلاسه ورکړې ده،خوولسونه کرارکرارمقاومتونه څرګندوی اودخارجی تجاوزاتو ضد دخپلې خپلواکۍ لپاره دځان وژنې له تاکتيکه هم ځکه استفاده کوی چې نورې دمقاومت لارې يې ډيرې تاريکې اوکمزوره شوې دی. همدغه دليل دی ترڅو چې بيګانه قوتونه زموږپه خاوره کې وی د ملی روغې جوړې امکان نه ليدل کيږی
پوښتنه – تاسې دډاکتر نجيب اله په وخت کې دملې روغې جوړې ناکامی په څه کې وينۍ ؟
ځواب :دملې روغې جوړې دناکانۍ ډيرعلتونه شميرل کيدای شی خوزه به هڅه وکړم چې په لنډه توګه دهغه صرف يادونه وکړم٠
الف – غربې نړی په سرکې يې امريکايي واکدارانوملی روغه جوړه نه غوښته ، داهم ځکه چې دهغوی دپخواڅخه نظرداووچې زموږهيوادته ځپل حضور راورسوی اوهمدغه ډول هم وشول.دمجاهدينواوډاکترنجيب اله ترمنځ هم پر مختلفواړخونوخبرې اترې وشوې. دنړی يولړسوله غوښتونکوقوتونوغوښتل چې که دافغانستان جنګ آرام شی اودافغانانومختلف قوتونه يوګډدولت جوړکړی ، خو د مجاهدينورهبرانو داډول معامله نه غوښته اوهر يوه رهبردکابل دسلطنت دنيولولپاره جلا جلاخوبونه ليدل.حتې ددوی غښتلی مشرضياوالحق لاهم داآرزو درلودله چې داخترلمونځ به دپل خشتی په جامع جومات کې ادا کوی.همدغه خوبونو دده بيچاره سرهم وروخوړ. دوی ټولوهرڅه تر خپلو قدمونو لاندې ليدل ،دوه ګامه ليرې يې هيڅ نشوای ليدلای.هو! نوکران هيڅ وخت دبادارداوامرو څخه لوړڅه نشی ليدلای.په همدغه توګه ډاکترنجيب الله هم داسې سوله اوملې روغه جوړه غوښتله چې دده توان اوقدرت پکښې زایل یا څرګند نشي. حتا ده پخپل روښنفکری صفونوکی ډيرتکړه ګروپونه اواشخاص ورنژدې نکړای شول. که يې يولړنورګروپونه ورجذ ب کړی دي خودبلې خوا يي دخپل ګوند ليکې په مختلفوشکلونوسره کمزورې کړې.دده همدغه کمزوری اوناتوانې مخالفوقوتونواوپه اصطلاح مجاهدينو ، امريکايي او پاکستانی واکدارانوهم پوره درک کړې وه. لنډه دا چې که ديوې خواامريکااوپاکستان سوله اوروغه جوړه نه غوښته ، خوپردې بله خواهم بايد وويل شي چې پرهمدغې ملی روغې جوړې پوره ناوخته شوې هم و.داپروسه ځکه ناوخته بلل کيږی چې حريفانودخلک دموکراتيک ګونداوشوروی اتحادپه تندې کې ناکامی ليدله. نوملی روغه جوړه خو هغه وخت را منځته کيږی چې متضاد اودښمن قطبونه لږترلږه په يوه متناسب توازن کې وی.کله چې دمبارزې په دوران کې يوټولنيزطبقاتی صف مقابل لوری کمزوره اودماتې په درشل کې ووينی ، نو بيله شکه چې په دغه وخت کې ملی روغه جوړه عملی ساحه نه لری اوڅوک بايد اميد ورته ونکړي.دروغې جوړې پروسه دمجاهدينواودموکراتيک خلک ترسقوط وروسته ، دطالبانواوپه اصطلاح شمالی تړون ترمنځ دخونړيو جګړوپه دوران کې هم راپورته شوه اوپه مختلفومرکزونواووختونوکې دسولې اوګډحکومت لپاره پيشنهادونه وشول.ولس مينه درلوده چې داکاربايد تامين شي خوځکه چې امريکايي واکدارانوپه دواړواړخوکې تاثيردرلود،نودغه ډول جوړه يې دپاکستا نی واکدارانودغوښتنې په شمول نه غوښته څوچې امريکايي واکدارانو د ( ناټو ) پرټانکونواوراکتونوسپاره داسې په وحشت هيواد ته راننوتل چې افغانان يې دطالب په نامه لکه ميږيان ترټانکونولاندې کړل.نو،ديوې خواامريکايي اواروپايي اشغالګرونه غوښتل ، خو دبلې خواپرملې روغې جوړې جوړښت دبيګانګانودټانکونوداسې قربانی شوی دی چې يوه نوې ولسی تول اړخيزه اوهوښيارۍ څخه ډک مقاومت ته ضرورت لري.
پوښتنه:په اوسنيوښرايطوکې چې په افغانستان کې پرديولښکرولنګراچولی دی، امنيتی حالات دانديښنې وړدې،دخلکومدنې آزادي ترګواښ لاندې ده.ددموکر اتيکوکړيو،ملی شخصيتونواوپرمختګ دلارې دفعالينودندې په څه کې وينۍ ؟
ځواب :دتاريخ په اوږدوکې،زموږدخاورې پرضد يولړهيوادونواولښکريانو ډول ډول تجاوزونه کړی دی چې ډيرځله يې غاښ ماتونکی ځوابونه ليدلی دی. دمثال په توګه په (١٩- ٢٠ )پيړيوکې مووليدل ،چې انګريزی تيری کونکو زموږدهيواد،ددې ستراتيژيک سنګر،دنيولوپه خاطربيرحمانه تجاوزونه وکړل وينې يې تويي کړې ،خوبيله شکه چې هرواريې زموږدولس دقهرمانيو په مقابل کې ګونډه وهلې اوماته يې خوړلې ده. خو دادی بيا يې دڅلورم ځل لپاره دامريکا په لارښونه اوناټوپه مرسته په مختلفوبهانوزموږپرپاکه خاوره حملې اوجنايتونه پيل کړی دي، بې ګناه ولس يې په وينو ورنګاوه اوخاوره يې داسې اشغال کړې چې ګواکې ددريم جنګ بوی به يې هم له همدغه ځايه څخه راولاړشي چې لومړی به دناتو تجاوزګرتړون سره منشعب کيږی اوامريکايي واکداران به تجردته سپاری اووروسته به دجهان ټول ملی اودموکراتيک دولتونه دافغان قهرمان ولس په دفاع کې امپريالستی اوتجاوزګروقوتونوته خواب ورکوي.دلته ترټولو مهمه اواساسی خبره لاداده چې امريکايي اوناټويي تجاوزګران لومړی دطالبانواوملاعمردنيولواوټکولوپه پلمه زموږپرولس حمله وکړه خواوس بيا دنظامی اډې اوپايګاووپه جوړولواخته اوشعارورکوی. څومره عالی منطق ( ! ) نظامی اډه دملاعمر دنيولو په خاطر ( ؟ ! ) څومره معقوله پلمه ( ! ) ٠
اما نه ، دا ټولې بهانې ،دسيسې ،مرګونه اووحشتونه مستربوش اودده مدافع انحصاراتو هغه وخت رامنځته کړل چې شوروی ګونډه ووهله ،بوش ښکرونه وکړل اودخپلوپخوانيوظالمانه اواستعماری ارمانونو دتحقق په خاطر يې غاښونه تيره شول.ترهرڅه يې لومړنی امپريالستی هدف دافغانی ثروتونو دتصاحب تر څنګ دمنځنی آسيادهغوسرشاره ثروتونو څټل دی په کومو چې دهمدغی مځکې نس ډک اوتراوسه لاس هم ندی په وهل شوی.خودوهم استعماری اوناکامه ارمان يې دادۍ چې زموږستراتيژيکه سيمه دخپلودښمنانو(روسيه ، چين ، ايران اونورو) دوهلو په خاطرتصاحب اودپاميرلوړه سطحه چې دنړی بام ياديږی خپل واک ټينګ کړي اودراتلونکوجنګونومرکزهم دآسيا همدغې سيمې ته رانقل کړي (( خيالست ومهالست وجنون )) په هرصورت اوس چې دغه بين المللی څوسره بلا پرافغان ولس رانازله شوې ده،نوپکارده چې په ډيرې هوښيارۍ اوميړانې نوموړې بلا دخاورې څخه ليرې کړو.پدغه وخت کې بايد ترهرڅه لومړی پرځان باورولرواودغه قضاوت له لاسه ورنکړوچې استعماری قوتونه هیڅ وخت دبل چا لپاره کارنکوي اونه يې کړی دی.نوپه يقين سره افغان ولس ته هم څه نشي ورکولای چې هغه ورته اړتيا لری. وګورۍ چې دناتواوپه خاصه توګه دامريکا دتسلط پدې څلوروکلونوکې دکابل ښاردومره برق اوتودوخې ونه موندله چې کابل وال استفاده ځينې وکړي. په هرژمې کې يوازې دسړواويخنۍ نه په شلګونواوسلګونوواړه اوزاړه ، ښځې اونارينه مري ، چيرې دی دبشر حقوق اوکوم دی هيومانيزم ؟ کله چې دغه ډول بې غوری څوک وينی نودې نتيجې ته رسيږی چې اوس نو علاوه پرنوموړويادشوواستعماری هدفونو انګريزان ، په خاصه توګه داهم غواړی چې دافغانانو څخه دخپلو دريو ماتو انتقام واخلی.اوس نوترهرڅه لمړی ټولوروشنفکرانو،ليکوالانو،ملی شخصيتونو، ملی اودموکراتيکو ډلواوټولووطنپالوغورځنګونوته که دهيوادپه ننه کې دی يا په بهرکې ،لازمه ده تول اجتماعی ناوړتوبونه ، نفاق اچونه ، سره جنګونه ، مرګونه کول اوولس وژنه،دکاراوکسب ورکيدنه،دجعلې انتخاباتو افشاکونه، دخارجې مرستوورکيدل ، دانجوګانوداختلاصونواوفسادرسواکونه اوداسې نورې په سلګونو اجتماعی – اقتصادی پيښې چې استعماری قوتونو سوغات راوړې دی ، توضيح اوبيان شي.البته دايډ زپه شان ډول ډول ناروغيو اومختلفوفسادونوخپرولوپرضدمبارزه اومقاومت هيرول ستره ګناه ده.همداسې دوطن دخپلواکۍ ترشعارلاندې دتولوسياسی غورځنګونو سره يوځای کيدل اوبيا دولسونويوموټی کول هغه تاريخی اړتياده چې بايد ژرترژره تامين اوټولنه ثبات ته ورسوي ، څوخارجی واکداران خپلوهیوادونوته ستانه شي اوافغانان پخپله خپل سرنوشت وټاکی،دخپلوهغونيکه ګانواوغازيانوروح آرام کاندی کوموچې په تاريخ کې دبيګانګانوپرضد دخاوری دخپلواکۍ په خاطرځانونه شهيدان اوقربان کړی دی.لازمه ده چې دخپلواکۍ دګټلوپه خاطر قومی ، ژبنې ، مذهبی ، محلی اوداسې نورمزمن اختلافونه يوې خواته پريږدی اودهمدغه عالی آرمان دتحقق لپاره لاسونه سره يوکړی څودڅوسرې بلاڅخه ځان وژغوری.هغه ډله روښنفکران،سياسيون اودمبارزو څښتنان که دناټويي يولړواکدارانوپه تصرف کې دامتيازاتوخاوندان وی ،بايد پوه شي چې همدغه ډول امتيازات ترهغه وخته پورې شته چې داستعمارګرانوکاربندوی ، دکارترحصول وروسته يوبل داسې نوکرپيداکوي چې خپله نوې نخشه په جوړه اوآباده کړی.نوپه ضروری توګه دطالبه ترملا،دامې څخه ترعالمه دکمونسته ( چې په جهان کې تراوسه دا نظام ندې راغلی خوپرډيرومسلمانانويې دانوم ايښی دی) تربنسټپاله او…ټولوته پکارده چې دافغان ترنامه لاندې لاسونه سره ورکړي اوداډول دنفاق اوجدايۍ نومونه شاته پريږدي ٠
پوښتنه – تاسې د مهاجرت اوپلرنی ټاټوبې نه په جلا وطنۍ کې څه مصروفيت لرۍ اودهيواد نه بهروطنوالو ته کوم پيغام لرۍ ؟
ځواب :زه چې اوس دخپل مقدس ټاټوبی څخه جبرااوقهراراوتلی يم ټول وطنی اوملې ارزښتونه مې ترشاه داسې پا ته شوی دی چې استعماری بيګانګان يې په معنوی برخه کې ناروالغتې وهی خودمادی ارزښتونواوثروتونوته يې فولادی کلنګان جوړکړی اورا کاږی يې ، خو په عوض کې يې يوازې دماګوژی ده . پردې ټولوخبروعلاوه،همدغه استعمارګران (ناټو)دامريکايي اوانګليسی پوځيانو په لارښونه ، چې جنګونه هم دوی راته جوړکړی دی ، غواړی زموږ ټاټوبی ديوه کلک جنګی اوتجاوزګرسنګر په څير اعمارکړي اودمنځنۍ آسيا سرشاره طبيعی ثروتونه دلوټولو آرزوچې لاډيره پخوايې په آرشيفونوکې ساتلې ده ، په سرونو کې پالي.ماته چې داستعمارګرانواستعماری مشخصات په وطن کې څه ناڅه معلوم وو، دادۍ اوس يې له ډيرې نژدې څخه وينم ، پوهيږم چې څومره ماهرانه دنړۍ واړه اوکوچنی ملتونه اودخپلو ټولنو بيلې بيلې زحمتکښې پرګنې کله په زورخو کله هم په چالونواودرواغوترګونډولاندې کوي ، ثروتونه يې چوروي اوانسانی زحمتونه يې په ارزانه بيه اخلی.ما هيڅ مينه نه درلوده چې د هيواد څخه دباندې مهاجرشم ، خودزمانې داکانه داسې را باندې وکړه : کله چې په کال ١٩٩٢ دپلچرخی زندانه څخه چې دشلوکلو په موده بندی اوددووکلوتر تيرولووروسته راووتم نوډيره زمانه نشوه تيره چې کابل اورواخيست اودمجاهدينو ( ! ) ترمنځ دجنګونو په خاطرراکټ بازارجوړشو، خوزه ناست وم اودوتلونيت مې نه درلود.هغه وخت چې ربانی دحکومت په آخرووختونو کې ددوستم يوه قوماندان په مکرورويان کې زماترکورلاندې منزل کې ديوې کونډې اپارتمان تصاحب کړ، نوبه يې ډيروختونه مستقيم اوغيرمستقيم دځينو په اصطلاح مجاهدينودرهبرانوپه ارتباط اخطارونه راليږل ، په دغه ډول اوداسې نورووحشی خبرواوپيښوکې ماته هم پاته کيدل ناروااوناوړه بريښيدل اودخارج په خوامې دسفرموزې په پښوکړې.اوس دادۍ په کانادا کې نه داچې په بيکارۍ اخته يم اومثمره بيګاری لاهم نه رارسيږی ، بلکه ديوه ترخه (( روانی )) او(( ساړه ))جنګ سره مخامخ يم.دکانادانظام چې ديوڅوانحصاری پانګې،مځکه والوپه تصرف کې دی ،دنوروستروامپريالستی هيوادونوترټول هراړخيز تاثير لاندې شپې سبا کوي ،پدې پلمه چې زه يو وخت د ا٠خ٠د٠ګ په مرګزی کميټه کې وم ،ګواکی ګناه کاريم اونه قبليږم. يا العجب.(( ده کجا ودرخت ها کجا )) بيله شکه ، کله چې انحصارات اوامپريالستی پانګه وال لاره ورکه کړي اومنطق ځينې بيګانه شي همدغه ډول چرنديات بايد ووايي.پدغه مهمواوحساسو لحظوکې نوره هم راته څرګنده شوه چې کانادايي دولت حتی داستعماری ضد تحليلاتوحوصله نه لری اومردم ازاری يې عمده خصلت دی ، ځکه چې بيچاره اوجنګ ځپلی مهاجرين مفت په لاس ورغلی اوپه لاس ورځی.ددوی دموکراسی چې درايوورکولواورايواخستلواوياپيرودلوڅخه کومه بله محتوانلری دثروتمندانو له خوا دخطاايستلو يوه عميقه وسيله ده ٠
په هر صورت دلته کارزماپه شان خلکوته نشته چې پلنډې نشوچلولای. نوګواکی زه بيکاره يم په مطالعه اوليکنه اوهمداسې ددې تولنې دمختلفوابعادو په څيړنه هم بوخت يم ،مخکې له دې چې افغانانوته خپل ددوستۍ پيغام وړاندې کړم،دابايد دخپلوترخوتجربوپه نتيجه کې دخپل هيواددټولوسياسی ډلواوګروپونو غړوته ووايم چې بايد اوس نودوستان اودښمنان پوره وپيژنی ،ملی ګټې دهرڅه نه لوړې وشميری اوتولومهاجرووروڼوته مې چې هرچيرې دی ددوستۍ اوانډيوالۍ ،دشاګردۍ اواستادۍ مشوره داده چې خپل وطن هيرنه کړی اودهغې دخپلواکۍاوپرمختګ لپاره ترخپله توانه پورې په هره وسيله چې وی زياروباسي ٠په درناوی
لیکوال : ننګیالی بڅرکی
کانديد اکادميسين محمد ظاهر افق روح دي ښاد وي