دمیوند سفر
لیکوال : محمد طاهر اڅکز
د میوند سفر
یوه ورځ مي نیکه ـ محمد انور خان اڅکزي راته وویل:» د قاضي صاحب
کورته ورسه او ورته ووایه چي که کوالی سې سبا راسه چي سره ووینو.« د ده
مقصد قاضي بهرام خان اڅکزی و چي زموږ ګاونډی و او دوی دواړه ښه
ملګري او دوستان وو.
دا د ۵۲۳۱هجري شمسي یا ۵۴۹۱میالدي کال خبره ده چي زه ال اته کلن هلک
وم. هغه وخت په کندهار کي داسي تلیفون نه و چي خلک یو بل ته پیغامونه سره
ورسوي او یو د بل په حال خبر سي. د دې ډول پیغامونو د رسولو لپاره زما
غوندي هلکانو څخه کار اخیستل کېدی چي زما نیکه دې کار ته زه ټاکلی وم. د
قاضي صاحب د کور دروازه به زموږ د کور د دروازې په شان د ورځي له خوا
تل خالصه وه، یوازي د شپې له خوا به مو د کورونو دروازې تړلې.
څرنګه چي زه دمخه هم څو واره د قاضي صاحب کورته ورغلی وم او کور یې
زموږ کورته ډېر نژدې و نو سمدستي ورغلم. دا ماپښین مهال و او سم سیده
کورته ورننوتلم. ګورم چي محترم قاضي صاحب بهرام خان د خپل کور د غولي
په منځ کي پر کوچنۍ نالیچکي باندي نیم ناست او نیم غځېدلی و اودوو بالښتانو ته
یې تکیه کړې وه او په عین هغه ډول مي ولید لکه زما نیکه چي د ماپښین له
لمانځه څخه وروسته د خپل کور په غولي کي پر دوو بالښتانو باندي تکیه کړې
وه.
کله چي د قاضي صاحب ماته پام سو چي ځای پر ځای والړ وم نو یې ږغ
راباندي وکړ: » هلکه مه درېږه نژدې راسه! « زه هم په جرات نژدې ورغلم.
سالم مي ورواچاوه او هغه وعلیک کړ او راته ویې ویل:» خان را استولی یې؟«
) هغه به زما نیکه ته»خان« ویل او نیکه به مي» قاضي صاحب« باله.(
ورته ومي ویل:» هو، نیکه مي ویل چي که کوالی سې سبا راسه.«
دستي یې جواب راکړ او راته ویې ویل: » نیکه ته دي ووایه چي سبا دا مهال به
سره ګورو که خدای کول.«
بیرته کورته راغلم، نیکه مي ال هغسي بالښتانو ته تکیه کړې وه. ورته ومي ویل
چي هغه ویل سبا دا مهال به سره ګورو که خدای کول. دوی دواړو میوند ته د
تګ لپاره ځانونه چمتو کول.
مخکي مي دا خبره وکړه چي زما نیکه خپلو ګاونډو دوستانو او ملګرو ته د
پیغامونو رسولو لپاره زه ټاکلی وم او دا کار یې شاید په دې خاطر کاوه چي ما تر
خپلي نژدې څارني او نظارت الندي ونیسي، ځکه چي زه ال کوچنی وم چي پالر
مي وفات سو او د هغه مړیني چي یو ښکلی او حلیم ځوان و زما نیکه ډېر
غمجن کړی و او د دې غم د لیري کولو لپاره به یې زه له ځان څخه نه لیري کولم
او که به یې کله نژدې او لږ څه لیري سفرونه کول نو زیاتره وختونه به یې زه هم
د ځان ملګری کړم. په دې سفرونو کي یو د میوند سفر و.
په هغه وخت کي زما نیکه په میوند کي نوې خېښي کړې وه او خپله لور یې د
میوند د محمد زو د درنې کورنۍ یوه ښکلي او منور ځوان ته چي سردار محمد
عمر نومېدی او په » شیر اغا « مشهور و، واده کړې وه.
محترم قاضي بهرام به چي له پخوا څخه ال د میوند د لیدلو او د میوند د شهیدانو د
زیارت کولو هیله من و له دې خېښي څخه وروسته زیاتره وختونه زما نیکه ته
ویل: » خانه میوند ته به کله ځو! «
هغه و چي زما نیکه د تګ ورځ ورته وټاکله او دواړه په ټاکلې ورځ میوند ته
روان سول او زه یې هم د ځان ملګری کړم.
د کندهار له ښار څخه میوند ته په هغو شپو ورځو کي تګ آسانه نه و، په تېره بیا
سپین ږیرو او کوچنیانو ته، ځکه چي په هغه وخت کي لیري او ګوښه کلیوالو
سیمو ته د موټرو الري او سړکونه نه وو. په دې کي شک نه سته چي ډېر
وطنپال افغانان د میوند د لیدلو او په تېره بیا د میوند د شهیدانو د زیارت کولو
هیله من وو خو د زیاترو دا ارمان د همدې ټرانسپورټي مشکالتو له کبله پوره نه
سو.
کله چي وزیر محمد ګل خان مومند چي یو پیاوړی افغان او د هیواد د نجات د
جګړې یو قهرمان و په ۵۲۳۴هجري شمسي یا ۵۴۲۳میالدي کال او راوروسته
کلونوکي د زیاتو اختیاراتو په درلودلو سره د لوی کندهارنایب الحکومه او رئیس
تنظیمه و نو د خپلو ښو کارونو په لړ کي یې د میوند د شهیدانو هدیرې ته هم
پاملرنه وکړه.
) لوی کندهار یعني هغه کندهار چي د فراه، هلمند، روزګان او زابل والیتونه ال
نه وو ځني جال سوي او عمومي واکمن به یې چي نایب الحکومه یې باله پاچا
ظاهرشاه مقرراوه او هغه به یوازي د ملکي چارو آمر و، خو رئیس تنظیمه هم د
ملکي او هم د نظامي چارو عمومي آمر او د زیاتو اختیاراتو لرونکی و. (
څرنګه چي د کلونو په تیرېدو سره د میوند د شهیدانوهدیره سره ګډه وډه سوې وه
او قبرونه یې نړېدلي وو نو محمد ګل خان مومند صاحب امر وکړ چي دا هدیره
باید داسي جوړه سي چي هر څوک یې په اساني پیدا کړای سي او له نورو هدیرو
او قبرونو څخه باید ښکاره توپیر ولري.
هغه وو چي د هدیرې او د شهیدانو د قبرونو د سمولو کار شروع سو. او هغه
داسي چي د ټولو شهیدانو قبرونه په سپینو ډبرو وپوښل سول او د هدیرې پر
شاوخوا باندي پوخ دیوال را وګرځول سو او یو کلک او جګ کانکریټي څلی پر
جوړ سو. دا څلی اوس له ښه لیري ځایه لیدل کیږي او هر څوک چي یې وویني
وایي » هغه ده د شهیدانو هدیره! « او چي کله هدیرې ته ور ورسیږي او د
قبرونو سپیني ډبري وویني نو که باران پر سوی وي یا د سهار پرخي پرېمینځلي
وي د لمر په وړانګو کي یې سپینوالی نور هم په ځلېدو سي.
وزیر صاحب یا تنظیمه رئیس محمد ګل خان د دې لپاره چي دا هدیره بیا ګډوډه نه
سي او قبرونه یې ونه نړیږي، د هغې د حفاظت او ساتني لپاره یومحافظ یا متولي
هم مقرر کړ.
هغه دغه راز له هدیرې څخه د میوند د ولسوالۍ تر مرکز کشک نخود پوري د
موټرانو د تګ راتګ لپاره یو سړک جوړ کړ چی که څوک وغواړي په موټر کي
دغي هدیرې ته ځان ورسوي نو په دښت او په شېلو کي به موټر نه چلوي. خو
لکه چي مخکي مي وویل په هغه وخت کي په کندهار کي موټرونه ډېرنه وو چي
څوک له دې سړک څخه استفاده وکړي ځکه نوسړک وروسته کنډوکپر سو،
زیاتره برخي یې بارانو یووړې او په هغه وخت کي چا ترمیم نه کړ.
په میوند کي یوه لویه او پخه چینه او څو کارېزونه دي چي پر اوبو یې کلي ودان
دي، خو ځیني کارېزونه یې وچ سوي او کلیوال یې کډه سوي دي.هغه کارېزونه
چي ال نه دي وچ سوي یو د لوی کارېز په نامه یادیږي. دا کارېز د میوند د
شهیدانو کلي ته چي د یادي سوي چینې اوبه پر سپرې دي نژدې دی او د شیراغا
کور هم په لوی کارېز کي و.
که به چا وغوښتل د کندهار له ښار څخه میوند ته والړ سي نو اول به یې د میوند
د ولسوالۍ مرکزکشک نخود ته په هغو باروړونکو الریو کي ځان رساوه چي د
کندهار له ښار څخه به ګرشک، فراه یا هرات ته رواني وې ځکه چي بس
سرویسونه نه وو چي څوک دي سفر په کي وکړي او بیا له کشک نخود څخه د
میوند تر لوی کارېز او د میوند تر اصلي کلي پوري چي شهیدان په کي ښخ دي
ښه ډېر واټن دی چي د پښو تګ د هرچا په وس نه دی پوره.
خو موږ درې کسه ـ زما نیکه، محترم قاضي بهرام خان او زه په یوه الرۍ کي
چي هرات ته روانه وه کښېناستو او په کشک نخود کي کښته سولو.
شیراغا دمخه ال دوه آسه د یو چا په الس کشک نخود ته را رسولي وو او د یوه
شناخته دوکاندار د دوکان مخي ته تیار والړ وو. دوکاندار چي موږ ولیدو له
روغبړ څخه وروسته یې راته وویل: » دغه دوه آسه شیراغا را استولي دي. «
او بیا یې یو چاته چي هلته والړ و اشاره وکړه او ویې ویل: » دی یې هم
رااستولی دی چي الر دروښیي او تر کور پوري مو ورسوي. «
په دغو دوو آسونو کي یو ځین کړی و او پر بل باندي پاالنه تړل سوې وه او دا
ځکه چي د پاالني آس چي هر چا اخیست نو زه به یې شاته کښېناستم. موافقه پر
دې وسوه چي ځین کړی آس به مي نیکه او دا بل آس به قاضي صاحب واخلي.
حرکت مو وکړ. زموږ د آس جلو به کله الربلد په الس کي نیولی و او کله به
قاضي صاحب ځني واخیست. د دوبي اوږده او توده ورځ وه، ماځیګر مهال چي
لمر ال نه و لوېدلی صحي او سالمت لوی کاریز او کورته ورسېدو.
د هغه مېلمه لپاره چي نوی میوند ته ورغلی وي دوه ځایه په خاص ډول د
دلچسپۍ او لیدلو وړ دي. یوه د شهیدانو هدیره چي مخکي خبري پر وسوې او بله
د میوند چینه چي د میوند د لیري او ګوښه دښت په یوه دره کي واقع ده.
زما د دغو شپو ورځو ډېر حاالت ښه نه را پیادیږي خو دا مي پیاد دي چي زما
نیکه او محترم قاضۍ صاحب په دا بله ورځ د شیراغا په ملګرتیا دې هدیرې ته
ورغلل او زه د خپلي مهرباني خاله ) ترور ( سره په کور کي پاته سوم.
دا البته میوند ته زما لومړنی سفرو، خو په را وروسته کلونو کي به هر کال د
ښوونخي د دوبي په کلنې رخصتي کي د خپلي مور سره ورتلم او د رخصتۍ دوې
نیمي یا درې میاشتي به مي هلته تیرولې. په دې ډول نو زما د ماشومتوب ډېر
وخت په میوند کي تیر سوی دی.
هیر مي نه سي د میوند ها تېر کلونه
هغه زما د ماشومتوب خواږه وختونه
آسمان، مځکه ټول وو ښکلي خو تر ټولو
ښکلي وو د شهیدانو سپین قبرونه
د دې قبرونو زیارت زما پر نیکه دونه زیات تاثیر کړی و چي ډېر کلونه وروسته
یې موږ کشرانو ته وصیت وکړ چي ما به د میوند د شهیدانو په هدیره کي ښخوئ.
کله چي هغه په ۵۲۱۳هجري شمسي یا ۵۴۹۵میالدي کال کي وفات سو نوموږ
یې هم وصیت پرځای کړ او جنازه مو یې د کندهار له ښار څخه میوند ته چي په
هغه وخت کي د سړک حال یو څه سم سوی و، ورسوله او د دې لپاره چي قبر یې
د شهیدانو د قبرونو سره ګډ نه سي نو له دغو قبرونو څخه مو جال ښخ کړ.
ډېرو خلکو چي د میوند د شهیدانو د زیارت کولو هیله درلوده، کله چي خبر سول
چي د محمد انور خان اڅکزي جنازه میوند ته وړل کیږي نو جنازې ته یې ځانونه
راورسول. حتی ځیني ښاغلي له کابل څخه راغلل چی په هغو کي پخوانی
صدراعظم محمد هاشم میوندوال چي سیاسي ملګری یې و او خان محمد ایوب
خان اڅکزی چي وراره یې و هم شامل وو.
خو د میوند د چینې په اړه باید ووایم چي دا چینه په میوند کي د شیراغا له کور
څخه یو څه لیري ده او موږ د کورنۍ غړي په ګډه په مېله ورغلو. دا اول ځل و
چي زه د ماشومتوب په وخت د میوند چینې ته ورغلم او له دې وروسته هم هر
وخت چي به میوند ته ورغلم دې چینې ته به ورتلم.
د دې چینې په اړه غواړم دلته دونه ووایم چي که څوک د میوند چینې ته ورسي او
تر زرغونو ونو الندي د اوبو پرغاړه ورته کښیني ځان به په بله دنیا کي وویني ـ
داسي دنیا چي په کي وخت ځای پرځای والړ، میاشت، شپه او ورځ پر یوه سوې
وي. دا ځکه چي د اوبو دغاړي زرغونو ونو یې سرونه را ټیټ کړي او آسمان
یې پوښلی وي. او چي کله د اوبو توښ دغو ونو ته ورسیږي نو د پاڼو خوشبویي
یې په شاوخوا فضا کي خپره سي چي د انسان روح تازه کوي.
لیري دښت کي د میوند یوه چینه ده
پر ګودر یې ماللۍ مینه پرته ده
وچکالیو کي سوې ډېري چینې وچي
د میوند چینه ال هغسي پخه ده
په میوند کي چي مو هرڅونه ورځي تیري سوې هغه په ډېري خوشحالۍ تیري
سوې او د بیرته تګ په وخت کي شیراغا بیا هغسي ترتیبات ونیول.
هغه دوه آسه کشک نخود ته د تګ لپاره چمتو کړل. پر ځین کړي آس زما نیکه
او د پاالني پر آس محترم قاضي صاحب او زه سپاره سولو او زه د قاضي
صاحب شاته کښیناستم. نیکه مي شېراغا ته وویل چي الر خو هغه ده چي پر
راغلي یو نوالربلد ته ضرورت نه سته. له خدای په اماني څخه وروسته رارهي
سولو. نیکه مخکي او موږ په پسې وو. کله چي د لوی کارېز له احاطې څخه
ووتلو نیکه مي ډېر مخکي سوی و او کله کله به مو نه سو لیدالی. قاضي صاحب
چي زما د نیکه سره به یې یوه یوه ټوکه هم کوله ماته وویل: »هلکه دا نیکه
خودي د خپل زوم پلوونه وهلي دي په موږ کي هیڅ ری نه وهي.« بیا یې راته
وویل:» ځان دي په ما پوري ټینګ ونیسه چي ونه لوېږې.« او آس ته یې یوه
زوروره لښته ورکړه. آس په ډوبلو سو او زما نیکه ته چی په دې وخت کي
موږته په انتظار والړ و ورسېدو. قاضي صاحب چي یو څه ستړی سوی و هغه
ته وویل: » صبر وکه، دلته به یو ګړی ودرېږو.«
دواړه آسونه چي موږ پر سپاره وو ودرېدل او موږ ځني راکښته نه سولو، ځکه
چي د بل چا له مرستي پرته د پاالني پر آس باندي زه او قاضي صاحب بیا
سپریدالی نه سولو او په دې دښت کي پرته له موږ څخه بل هیڅوک نه و. نیکه
مي د اوبو پتک را وایست او درو سرو یو څه اوبه وچیښلې. په دې وخت کي
قاضي صاحب زما نیکه ته وویل: » خانه، یو څه کرار ځه او شاته دي هم ګوره.
خپله خو پر ځین کړي آس سپور یې او شاته دي پام نه سته. « بیا یې وخندل
اوخپله هغه ټوکه یې تکرار کړه او ورته ویې ویل:
» داسي زوم هم ښه دی، که ما درلودای، اوس به زه هم پر ځین کړي آس سپور
وای. « نیکه مي هم د ټوکي په توګه په فارسي جواب ورکړ او ورته ویې ویل:
» با خدا داد ګان ستیزه مکن … «
زما نیکه به کله کله په فارسي یو بیت میت وایه او متلونه به یې هم تیرول. زما دا
خبره ځکه تر اوسه ال په ذهن کي پاته ده چي را ته نوې وه او د ماشومتوب د
وخت مهمي خبري د چا په ذهن کي پاتیږي.
له لنډ ځنډ څخه وروسته مو بیا حرکت وکړ. نیکه مخکي او موږ شاته په پسې
وو، خو زموږ آس دونه شاته پاته سوی و چي نیکه مو نه سو لیدالی. قاضي
صاحب چي کله وکتل خان او ځین کړی آس یې بیا له سترګو نهام سول نو د دې
لپاره چي خپل آس یوڅه چټک کړي هغه یې په لښته پر سر وواهه، آس لکه
بیرېدلی چي وي د مخ دوې پښې پورته کړې او چي کله په ډېر زور بیرته پر
مځکه ولګېدې ټک سو د پاالني تانګ وشکېد، پاالنه او موږدواړه الندي پر
مځکه را ولوېدو. آس چي جلو په ځړېدی په ځغاسته را څخه والړ. موږ په دواړو
پاالنه یوې خوا ته پوري وهله او راوالړ سولو. قاضي صاحب خپل کالي ټک
وهل او زما نیکه ته یې ورناري کړل: » خانه!! «
دهغه ناره دونه لوړه نه وه چي نیکه یې واوري، بیا یې دوهمه او دریمه ناره هم
وروکړه. خو چي جواب یې وانه ورېد نو یې خپل السونه او پښې سره وښورولې
او په دې خوشحاله سو چی کوم ځای یې نه و مات سوی.
ما هم څه ونه ویل او په خاورو سپېره ځای پر ځای والړ وم. قاضی صاحب چی
په دې وخت کي پر مځکه ناست و ماته وکتل او راته ویې ویل: »هلکه څنګه
یې!« ورته ومي ویل:» ښه یم. «
هغه چي زه هم روغ رمټ ولیدم شکر یې ادا کړ او له لږ چوپتیا څخه وروسته یې
بیا ماته مخ راواړاوه او راته ویې ویل:» هغه زوړ آس هم راڅخه وتښتېد اوس به
څه کوو. «
خو قاضي صاحب چي په دې وخت کي ډېر ستړی ستومانه و نور څه ونه ویل
اوپر خپل ځای باندي ناست پاته سو. زه هم وارخطا پر خپل ځای باندي والړ وم.
دا خبره د یادولو ده چي کله چي یوآس خپل سپرلی یا سپرلي وغورځوي نو سم
سیده ځان بل آس یا نورو آسونو ته چی مخکي یا شاته یې روان وي رسوي. له
دې پېښی څخه څو دقیقې تیری سوي وې چي زما نیکه چي پر خپل آس سپور و،
زموږ شاتوری آس تر جلو نیولی و او په ډېري چټکۍ یې ځان راورساوه.اوخدای
ته په شکرو سو چي موږ ته کوم جسمي تاوان نه و رسېدلی او دواړه روغ رمټ
وو.
قاضی صاحب او نیکه مي دواړه د آس په پاالني اخته سول چي څنګه یې بیرته
پر آس وتړي، دا موږ درو تنو ته ډېر ګران کار و ځکه چي زه کوچنی وم او
دوی سپین ږیري وو زور یې نه په رسېدی، خو بخت یاري راسره وکړه او هغه
داسی چي له لیري څخه یوه دوړه راښکاره سوه چي کرار کرار زموږ خواته را
نژدې کېدله او کله چي ښه رانژدې سوه ګوروهغه شیرآغا و چي د آس په سپرلي
زموږ خوا ته په ډېري چټکۍ ځان را رسوي.
په اول کي خو زما نیکه ویلي وو چي موږ الر لیدلې ده او بل چاته ضرورت نه
سته چي الر راوښیي خو وروسته شیراغا فکر کړی و چي الر اوږده ده نه چي
هغوی ته په دې پراخ دښت کي څه ور پېښ نه سي نو ښه به وي چي زه هم پسې
ورسم.
کله چي شیراغا موږ په دې حالت کي ولیدو ډېر وارخطا او خوابدی سو، خو
قاضي صاحب ورته وویل : » خوا مه بدوه، هر څه په خیر را باندي تېر سول او
دا د شکر ځای دی چي ما او دې هلک ته څه نه دي پېښ سوي او دواړه روغ
رمټ یو.«
شیراغا په کلیوالي چارو کي پخه تجربه درلوده. هغه سمدستي د آس جلو چي یو
ټینګ واښکی و پرې کړ او پاالنه یې په وتړله او د واښکي یوه برخه یې پرېښوده
چي آس بې جلوه نه سي. بیا یې د قاضي صاحب سره مرسته وکړه چي پر آس
سپور سي او زه یې دهغه شاته کښېنولم. په دې ډول یې غرمه مهال موږ کشک
نخود ته ورسولو.
هلته یې یوه الرۍ چي د کندهار ښار ته روانه وه پیدا کړه، موږ یې په کي
کښېنولو او پر ښه وخت کور ته ورسېدو.
زما نیکه محمد انور خان اڅکزی او قاضي بهرام خان اڅکزی د اوږدې مودې
نژدې ملګري او دوستان وو او لکه همزولي ښکارېدل. دواړه د هیواد د نجات په
جګړه کي د کندهار د اڅکزو د جبهې مشران هم وو او د سقاوي قواو په مقابل
کي اوږه په اوږه جنګېدلي دي. او بیا راوروسته د ویښ ځلمیانو د ګوند تکړه
غړي وو.د دوی د دې ملګرتیا په اړه محترم محمد علم بڅرکي د ویښ ځلمیانو په
عنوان په خپل کتاب کي مفصل معلومات ورکړي دي.
پای
en