دپښتنوډیرلرغوني ادبی ستوري اولرغونی ادبیات

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

((دپښتنوډيرلرغوني ادبي ستوري   ))

په دې کي شک نه شته چي هرولس ځانته خپل تاريخ ، دود اودستور، هنراوادب ، ژبه اوداسي نور معنوي ارزښتونه لري . چي هرولس په همدغه معنوي ارزښتونو پيژندل کيږي چي دهغه ولس نخښي نښانې دي افغان ولس هم ددې وصولو ترسيوري لاندي درلونکی دځانګړي تاريخ ، کلتور اوادبي ارزښتونودی .افغانان دمځکي پرمخ يوخور ااوږد او لرغونی تاريخ لري ، پردې خاوره اوولس باندي ډول ،ډول مذهبونه  اوکلتورونه حاکم سوي دي ، پرافغانانوباندي جنګونه اوحملې سوي دي ، کله کله افغانانو پرنورو قومونو حملې کړي دي ، کله کله طبعي افتونه پرنازل سوي دي چي ددې ټولو پيښوانعکاس ددې هيواد په ادبي تاريخ کي نغښتی دی . ددې هيواد ادبي تاريخ که شفاهي دی اوکه په ليکي ډول موږته دارزښت وړدی اوموږدهغه په خوندي کولواوساتلوکي دنده  اومسؤليت لروهرڅومره چي ديوه قوم ادبي تاريخ روښانه وي په هغه اندازه هغه قوم دنړۍ پرمخ يو څرګند اوپيژندل سوی قوم بلل کيږي .دتاريخي اسنادوله مخي افغانان په همدغه شا وخواکي څلورپنځه زره کلن تاريخ لري چي مؤرخين افغانان د ابګان – اپګان – اوګان په نوم يادکړي دي .اونني افغانان همدغه قوم دی چي په ورسته کي د پښتون په نوم سره ونومول سوه .چي اوس هم ډيرنورقومونه اوخلک پښتانه دهغه پخواني افغان په نوم يادوي ،داچي اوسني افغانان ياپښتانه دتاريخ په اوږدوکي دنړۍ ديوپيشرفته قوم په حيث ژوندتيرکړی دی ، تاريخي تمدن يی درلود ، هنري نخښي نښانی يې موږته په ميراث راپرايښي دي ، دولتونه يی جوړکړي دي. او په نړيواله سويه ئې تخنيکي افزاراووسايل هم جوړکړي دي . چي تاريخ ددی خبري شاهد دی چي هغه وخت اسلا م لا دعربو په خاوره کي نفوذ نه وکړی، چي افغانانوپه مختليفونومونو حکومتونه درلودل اومختليف مذهبونه يی قبول کړي وه ، نوددې ټولو خبرو څخه داسي څرګند يږي چي پښتوژبه يا دهغه مور اوانا ژبه چي کښل او ويل په کيدل يوه پخه اولرغونی ژبه وه . ليکن بايد داخبره هم په تعصب سره ووايم چي دتاريخي اسنادو له مخي پردی خاوره له ميلاد نه مخکي هم سخت جنګونه تيرسوي دي او دافغانانو وملي شتمنيوته يی هم ډيرزيان اړولی دی نوکه موږ دپښتوادبياتو تاريخ  ته ګورو او موږ دابي اسنادو له مخي پرادبياتو خبري کو نو موږ بياهم  داسلامي پير اودوران څخه وړاندي نه سو تلای اوزموږدفرهنګ مينوالو د١٣٩هـ څخه وړاندي ليکلي اسناد نه دي ميندلي چي په پښتوژبه دي موږته کوم ليکلی سند وړاندي کړي هو : دهمدغه څخه مخکي ليکل سوي اسناد چي دلرغون پيژندونکو دخوا پيداسوي دي يا په اويستا يي ژبه او يوناني ليک دود پرډبرينو شنختو اودغوایي پرپوستکواويانور څيزونوباندي ځيني لرغوني اسنادميندل سوي دي.نودهغه څخه داسي څرګنديږي چي پښتوژبه يوه آريي لرغونی ژبه ده چي خورا ډيرتوري اوکلمی يي په اويستايي ژبه کي ليدل کيږي خو څه وخت چي پردی خاوره داسلام لمن وغوړيده اوافغانانو هم اسلام قبول کړ نو پرليک دود هنر اوادب يی هم شغلې ولويدې اوپه دې  سيمه کي عربي رسمول خط رواج پيداکړ چي داميرکروړ لاسته راغلی حماسوي شعرهم په عربي ليک دود ليکل سوی دی .ليکن دنوموړي شعر له شعري پوخوالي څخه داسي معلوميږي چي نوموړی شعر لومړی شعرنه ؛ بلکي ددې نه مخکي هم غني پاخه دپښتوادبيات  په نظم اونثرکي موجودوه چي اوس زموږپه لاس کي نه سته ، موږاوس بايدپرهغه تاړاکونو باندي هم څه ناڅه رڼا واچو چي دميلاد نه مخکي  اوبيا وروسته زموږپرادبي بهير څه تيرسوي دي .

په دی کي شک نسته چي ژبه دي بيله تغيره اوتبديله ټول عمر ثابته پاته وي ، ژبه يوه ژوندۍ  پديده ده چي په يوه معين وخت کي راڅرګنديږي اوبيا دځوانۍ مرحلې ته رسيږي اوبيا زړيږي اوپه پای کي مري ، خو دهغه ژبي څخه نوري ژبي هم زيږي اورشديا نمو کوي موږداسي ډيري ژبي اوس يادولای سو چي نومونه يې سته خوخپله هغه ژبه اوس نه سته او مړه سوې ده ، لکه اويستايي ژبه سانسکريت ژبي ، پهلوي ژبه ،ساکي ژبه،زړه پښتو اوداسي نوري ژبي چي اوس زموږپه منځ کي نسته اويوازي دځينو ژبو ډيرلږ متنونه اونومونه پاته دي ، جي موږيې دمړوژبو په نوم سره پيژنواوپه تاريخي ژبپوهنه کي ګټه ترې اخلو د بيلګي په توګه اوستا .

اوستا:- په دې ژبه دميلاد په لومړيو کلونو کي اريائيانو ليکني کولې اوداژبه دباختري اريائي اوبخدي يوه زړه ژبه ده چي زرتښت خپل کتاب په بلخ کي په وکيښ ،اويستا دوه ميلونه شعرونه درلودل . نوموړی کتاب ددولسوسوو(١٢٠٠)غوايانو پرڅرمنوليکل سوی دی ، نوموړی کتاب دخپل وخت ترټولونامتوکتاب ګڼل کيږي . خودبده مرغه دنوموړي کتاب ډيره برخه اوس نسته او څه وخت چي سکندر پردی خاوره واک ترلاسه کړ نودنورو فرهنګي تباه هيو په څنګ کې داويستادکتاب ډيره برخه يې وسوځل چي که نوموړی کتاب په پوره امانت ساتل سوی وای نوافغانانوته به اوس ډيرمسائيل روښانه وای ، سکندرمقدوني افغانستان ته تر ميلاد نه مخکي راغلی دی . داچي ولي سکندر دغه غيري انساني عمل کړی دی ، دازما دبحث موضوع نه ده خودغوند ه رامعلوميږي چي اويستائي ژبه په افغانانوکي يوه مقدسه اودقدروړژبه ده ځکه افغانان دنوموړي تاريخي ژبي په درناوي پرخپلو اولادو اويستا نومونه ايږدي.

ويدا : – ويدا داريائي ټبرونو دسندرو اوشعرونوزوړاولرغونی کتاب دی.چي اريائيانوبه دغه غـزلي اوشعرونه دسپين غره،اباسيند،ارغنداب ،کنړاوسوات په درواوغرونوکي زمزمه اوويلې .دويدا لغوي معنا پوهه اوعلم دی.پښتانه خپل دغه ليکلی لرغونی نوم پرخپلواولادوايږدي.

سوما يا هوما :

ديوه بوټي نوم دی چي په علمي ژبه يې افډاربولي . اريايانو به شيدې او شات ورسره ګډول او شراب به يې ځيني جوړول . دلرغونو اريا ئيانو څخه بيا ترنن ورځي پوري، پښتانه دغه نومونه پر لوڼواو زامنو ايږدي.

زرتښت :- داکورنۍ دپښتيمان په نامه ياديدل چي دتبلغ ځای يې بلخ اوسيستان وودزرتښت دپلارنوم پوروشاسپه ( دزاړه آس لرونکی ) دمورنوم يې دوغـد واودنيکه نوم يې پتيرکتراسپه وو. زرتښت يوعالم اوپوه انسانوو. دی ده (٦٦٠)قبل ميلادي کال نه مخکي زيږيدلی دی  په ديرش کلنۍ کې لارښونه پيل کړيده ، اوپه دواويا٧٢ کلني کي دراجاسب  توراني په يرغليو اوتيريو کي دبراترکرش توراني په لاس دبلخ په اتشکده يااورتون کي وژل سوی دی . زرتښت دخپل وخت يو پوه ، ليکوال اوپانکيزه يا اقتصاد پوه لارښود وو، چي په خپل وخت کې ډيرښه اقتصادي سيسټم را منځته او جوړکړ. ده په خپلو اصولوکي دژوووژنه منعه کړه اوسړماياشراب يې هم بندکړه داوخت دزرتښت په مذهب کي دښې منني – ښې کړني – اوښې ويني ( ګفتارنيک – کردار نيک – ديدارنيک) پيريا زمانه وه . دزرتښت پايتخت بلخ وو، چي دنړۍ دډيرومهمواو لرغونو پايتختو څخه ګڼل کيږي .دزرتښت تبليغ په اويستا يا زړه پښتو سره وو. داوستا ليکلی کتاب چي پردولسوسو غوايانوليکل سوی دی. ټول ويونه يې (٣٤٥٧٠٠٠)کليموته رسيده ، چي نن ورځ يې يوازي (٨٣٠٠٠) ويونه ياکلمات پاته دي نوموړی کتاب په تعصب سره سکندر وسوځۍ.

يما:- يما يواريائي شهزاده پښتون ووچي دمانووروراودسوات زوی وو.يمادبلخ لومړی پاچاووچي دهورادردايسه ودانۍ يې جوړه کړه، نوموړې ودانۍ دبلخ لومړنۍ ودانۍ وه . يما ولسونه وګډژوند ته راوبلل اودټولنيزژوند دبنسټ خښته يې کيښوده، اوکوچي ولسونه يې وښاري ژوندته وهڅول. دده په وخت کي دکاليواودنه ، کښت وکرونده ، دارو،درمل ، خټګري يا بنائي ، دوسپني ويلي کيدنه ، دفلزاتوڅخه داسلحوجوړونه ،کارونه اولښکري تنظيم ديماپه وخت کي رواج پيداکړه . دميلوتم ځايونه اوډول ،ډول سرودونه ،دسوما دبوټي څخه دشرابوايستل اوداسي نورانکشافات دده په وخت کي رامنځته سوه ،يما يوپوه اوعلم پالونکی پاچاوو. چي دافغانستان په لرغوني تاريخ کي يې دقدروړخدمتونه کړي دي.اوتراوسه يې افغانان په ډيرښه نوم يادوي او ځيني وختونه افغانان اواريائي قومونه ديما داحترام په خاطرپرخپلواولاد

ـ ونوباندي يما نوم ايږدي.

هوښيارخان:-هوښيارخان دباختردپښتنومشروو،چي په(٣٢٧ق ـ م) يا زيځ کې ژوندکاوه کله چي سپن تمان دسکندرپه وخت کي دخپلوملګروله خوا ووژل سواويولړولسي مشران مخ پرغرووختل څولښکرراغونډکړي اودسکندروجګړې ته ځانونه چمتوکړي ؛ خو دسکندر لښکري ساه لنډي په پسې وه اويولړولسي مشران يې په لاس ورغله چي ددې جملې څخه يوهم هوښيارخان اودهغه لور روښانه وه ، چي سکندرته په لاس ورغله اوسکندر په همدغه کال کي دروښاني سره واده وکی . چي په دې عمل سره ډيرعسکر دسکندرڅخه خوابدي سوه چي ددې جملې څخه يوهم سپاه سالارکيتوس ووچي په ٣٢٧ق م کې سکندر په يوه پسرلني غونډه کي مړکړ.هوښيارخان يوعالم اوولسي مشروو، چي په خپل وخت کې دپښتنوپه منځ کي محبوبيت درلود.

کنيشکا :- کنيشکا دواسيشکاپلاروو، چي د١٢٥ څخه تر١٤٤زيځ يا ميلادي کلونوپوري يې دنړۍ څلورمه لويه پاچهي جوړه کړې وه. ددې پښتون پاچاددوبي پايتخت کاپيسااودژمي مرکزپيښوروو.

ويما :- دکوشاني کهول دوهم پښتون پاچا ووچي په خپل وخت کې ډيرفتوحات کړي دي اوخپل دپاچهۍ لمن يې دګنګا ترلمنو پوري ورسول.

کيس

کيس نيکه په ٤١ هـ ق کي مړدی له څوتنوعـزيزانو اوملګروسره دمکې معظمې ترسوبې په ٨هـ ق(٦٢٩م) کال دمخه تراسلام دالله دنازولي استازي حضرت محمد (ص) حضورته ورغلی اودمدنې منورې په پاکه سيمه کي دخپلوملګروسره مسلمان سو. څه موده ورسته حضرت محـمد (ص) رخصت ورکړ چي بيرته خپل هيوادته دخپلوملګروسره ستون سي اوپه خپل هيواد کي داسلام دپاره تبلغ وکړي اوکيس هم په هيواد کي داسلام دپاره پوره تبلغ وکړ.

ميرکولا:ـ ميرکولا دتورمن خان زوی وو .دی ډيرزړه وراوميړنی پښتون وو پرټوله افغانستان اوشمالي هند باندي يې پاچهي کوله اوپه ٥٤٢ميلادي کال مړدی.

شنسب :ــ شنسب په ٣٦پـينکځ او٦٥٦زيځ يا ميلادي کلونوپه غورکښي دسوري کورنۍ لومړی واکمن دی . چي دحضرت علي سره يې ټنګه انډوالي وه او دحضرت علي په وخت کي دحضرت علي پرلاس يې ايمان راوړ او مسلمان سو.

پولاد:ــ پولاد خان دملک شنب کړوسی وو. اودغوريونوميالی اميروو. دی دعباسيانوملاتړي وو. اوڅه وخت چي دعباسيانو اوامويان ترمنځ ستونزي اوجنګونه کيده نوابومسلم خراسانی دعباسيانو په پره کي ولاړ وو،نوپولادخان هم خپلي لښکري دابومسلم خراساني اوعباسيانو په ملاتړکي ودرولې.دپولادخان دامارت مرکزغوروو.

کروړخان:ــ کروړخان دپولادخان سوري زوی وو.  په ١٣٩ هجري کال دغورپه منديش کي آميرسو . ډيرغښتلی اوپهلوان سړی وو، چي دنړۍ پهلوان يې باله . ځکه چي په يوازي سربه له ډيرو سره جنګيده ، نوله دې کبله يې کروړ هم باله ، کروړ شاعروو. او هروخت به يې شعرونه ويل کروړ عادل اودښې وينا خاوندوو. کروړ دسور دسواته (زواته) دی چي دسهاک له پښته دی . او په غورکي ديوې لويی کورنۍ څخه وو، او په ١٥٤يونيځ (هجري) يا ٨٠٠زيځ يا ميلادي کال کي دهرات دپوشنج (دهرات لوديځه خوا) په جګړه کي ووژل سو.لکه مخکي چي مو ايشاره ورته وکړه کروړ دافغانستا دپښتو ژبي يو وتلی شاعر تيرسوی دی چي په غالب ګمان سره يې شعري مجموعه هم درلوده او موږته يې اوس يوحماسي شعر دپټي خزانې په مرسته را پاته سوی دی. چي موږ به يې دلرغونو ادبيات په لړ کي دلومړي په لا سته را غلي شعرپه اسنادوکي يادکړواو دنوموړي شعرله پوخ والي څخه معلوميږي چي امير کروړ يو نامي او پوخ شاعر او جنګيالی مخور مشر تير سوی دی .او زموږ لرغوني ادبيات چي برسيره پرلرغونو پښتنومشرانواوپوهانوباندي څه ناڅه ليکو،دډيرو لرغونوادبيا تو په نوم سره مو نوموړی کتا ب خپر ولوته اماده کړی دی ، دامير کروړ دشعر څخه به يې شعري برخه راپيل کړو.

سيس :

دلرغونو پښتنو په کهول کي يوهم نامتو پهلوان جنګيالی اوزړه ورکروړسيس نوميده چي په ١٥٠يا ٧٦٧م کال کي ئې ژوند کاوه او ډير ملګري يې دعربوسره په جنګوکي شهيدان سوه اوعربوخپله دی يې دهراته څخه وبغداد ته وليږه اوهلته يې مړ کړ، خودده يوه ښکلې لور چي مرجيله نوميده هارون رشيد ځانته وغوښته ، چي ورسته دمرجيلې څخه وهارون رشيد يو نامتو زوی مامون رشيد پيدا سو.

پښتون :

پښتون چي او س هم په دې باب ډير بحثونه پر کيږي ، چي پښتون څوک دی ، پښتانه څوک دي او زموږ دکتاب موضوعو هم دپښتنو ډيرلرغونی تاريخ دی. نو بده به نوي چي دپښتون خان په باب هم څه وړاندي کړو که څه هم زموږ دکتاب موضوعو شجره څيړل خونه دي خوبياهم دموضوعو په اړوند به يوازي تماس ورسره ونيسو.

پښتون خان چي په عبدالرشيد کيس باندي نومول سوی وو٢٥٠ ـ ٣٠٠هجري کلوپوري يې په غور کي واک او نفوس درلود.څنګه چي دکيس ژبه پښتوه وه اونوم يې هم پښتني نوم يعني کيس ونوعربي ملګرويې نوم دکيس عبدالرشيد په نوم وباله،ويل کيږي چي کيس د حضرت محمد سره په جنګوکي پوره په ميړانه همکاراود کفاروسر ه   په جنګوکي ډيري فتحي ترلاسه کړي دي نودخپل وخت يو لوی صحابي تيرسوی دی.اوخپله هم يوروحاني مشرو،چي په غورکې تر ډيره وخته حکمراني درلوده،پښتون خان يا کيس عبدالرشيددرې زامن

درلوده:چي عبارت وه له غرغښت،بيټنی اوسړبن څخه  وه .

خرښبون :

دسړبن زوی اودپښتون خان بابا لمسی وو. خرښبون دپښتنو عارف ، شاعر، روحاني مشراوپوه سړی وو، په (٤١١) هـ ش او١٠٢٠م يا زيځ کال دکسي په غره کي اوسيدی ، درې زامن يې درلودل چي ( کندو، زمند اوکاسي)نوميده .

اودال :

اودل يا اودال يا ابدال دترين زوی اوداودالي پښتنونيکه وو. چي په ٤٣٩هـ ش او١٠٤٨م کال کې دکسي دغره په شاوخوا کې ژوند کاوه. په خپل وخت کي دپښتنو مشرتابه دده په غاړه وه .

بارک :

بارک نيکه دپښتنو دمشهورو اونامدارو مشرانو له جملې څخه حسابل کيږي دی دخپل وخت عالم او پوه شخصيت وو، او دده زوی هم دده په قدم ياګام اخيستی او دخپل وخت يو نامتو ليکوال وو، دده زوی سليمان ماکو نوميده چي تذکرت الاوليا مشهور کتاب يې ليکلی دی او بارک نيکه دکندهار په ارغستان کي ژوند اواستوګنه کول .

بختيار :  په ١١٧٣م کال کي کله چي دغور زمري سلطان شهاب الدين غوري پرهندوستان لښکروروبهول نوبختياريې سپاسالاروو. چي ډير لودي پښتانه هم ورسرملګري وه چي پراسام او تبت يې بريدونه وکړه .

 

ښکارندوی :

دغوراوسيدونکی ووچي کله ، کله به يې په غزني او بست کښي ژوند کاوه. دپلار نوم يې احمد ؤ. ښکارندوی دخپل وخت يو شاعر او عارف ؤ ، چي په (٥٧٦ هــ  ش يا١١٨٠م) کال په شاوخوا کښي يې ژوند کاوه اوخپله بوللـه يې دسلطان معزالدين غوري دهند دفتوحاتو په ستا ينه کي ويلې ده .

متي خان :

متي خان په ٦٢٣هــ ش کال زيږيدلی دی د٦٥ کال و چي دترنک په غا ړه مړ سواو دکلا ت په لوړه غونډۍ ښخ سوی دی .

شيخ متي خان لوی زاهد ، عابد ، مهربانه ، لايق اوپرخدای مين سړی ؤ، دده دکورنۍ غړي (زوزات ) يې ولاړه او په پيښورکي ميشته سوه شيخ متي خان لوی عالم ليکوال او ريښتنی سړی وو . يو کتاب يې په نامه دخدای مينه ليکلی ؤ ، چي تل به دده پر قبر يا هديره باندي پروت ؤ. او وګړو به تل دهغه پاړکي ږغول او ويل به يې . هرچاه چي به ويل ورسره ژړل به يې هم . نوموړی کتاب دمغلو په تاړاکونو کي مغلو واخيست اوترنن ورځي پوري ورک دی ، او په نوموړي کتاب کي دطبعت ښکلا هم ډيره ښه ستايل سوې وه .

هوتک خان :

هوتک خان له ٦٦١ ـ ٧٤٠هـ ش او ١٢٦٣ــ ١٣٩٣م پوري .

هوتک خان دباروخان زوی اودتولر خان لمسی اودغرزي خان کړوسی دی . په ٦٦١هـ ش کال زيږيدلی اودپښتنو توريالی بنسټيزمشرووقومونه اوټبرونه يې را ټول کړل دمغلو سره يې داسي شخړي او جګړې وکړې چي غرونه يې د مغلو په وينو ورنګول ، چي تا به ويل چي دسرو وينو باران پرې سوی دی . هوتک خان د٧٩ کالو په عمر په ٧٤٠هــ ش کال کي مړسو ی دی .

کټــــــــه خــــــــــــان :   کټه خان ديوسف خان زوی او دمتي خان لمسی دی چي ٧٥٠هــ ش کال ١٣٤٩م کال په شاوخوا کښې دلرغوني پښتانه په نوم خپل کتاب وکښی يا وليکی ، چي په هغه کښې دپخوانيو شاعرانو شعرونه را غونډکړي وه.

بــــــــــا ر ک :

ملک بارک دځيرک زوی دی په ٨٦٠هــ يا ١٣٥٨ م کال کښي زيږيد لی دی او دکندها ر دابداليو دقبيلې مشروو .

پــــو پــل :

ملک پوپل دځيرک زوی ؤ چي په ٧٨٣هـ ش يا ١٣٨١م کال کي زيږيدلی ؤ او دکندهار دابداليانو مشروو .

الــــــــپ خان :

٨٠٨هــ ش ١٤١٠م کې ژوند درلودی ، الپ خان د دلا ورخان زوی چي دهند په مالوه کښې سلطنت کاوه .

شاه خان :

٨٢٠ـ ٨٧٢هـ ش يا ١٤٤٦م کې ژوند درلود. شاه خان دسکندر خان زوی د هندال خان لمسی اود شاه مير سواتي کړوسی او دکشميرپاچاوو.

ملک بامي :

ملک بامي دحبيب پوپلزي زوی دکندهار دابداليانو مشرؤ، او په لاندي کلونو کښې ژوند کاوه ـ ٨٥٠هـ ش ١٤٤٦م کال کي په کندهار کي اوسيده .

ملی خان :

ملي خان ديوسف خان زوی چي د خرښبون دزوزاته يا پښته څخه وو.خپل کتاب يې دشيخ ملي ددفتر په نوم وکيښ اودپيښور څخه يې تر سواته پوري دمځکودويش اودټولنيزګډ ژوند لاري اوچاري په کښي وښودلې . دهغه دژوندانه ګډ اصول د١٨٦٩ع يا زييځ کال تربندو بست پوري جاري وه، خوانکريزانو په شخصي مالکيت واړول .ملي خان دپښتنو مشروواو يوتاريخي سړی وو، چي په اشنغر کي ښخ سوی دی.

زرغون خان :زرغون خان په اصل نورزی وو چي په ٨٩١يونيځ يا قمري کال کي هرات ته ولا ړی اوبيا دهغه ځايه خراسان او عراق ته ولا ړی دی دپښتنو باتوره او ميړنی شاعر اوعالم سړی و، چي په ٩٢١قمري کال په ديراوت کي مړ سو.

بايزيد روښان :

روښان دعبداله زوی اودمحمد لمسی ووچي په ٩٣٢يونييځ يا قمري کال په جالندر کي زيږيدلی دی . روښان غوښتل چي دپښتنو مرکزي حکومت جوړکړي. اوپښتون خوا دمغلو دزور زياتۍ څخه وساتي اوديوه خپلواک هيواد په څير دمغلو اونورو هيوادو په مقابل کي ودريږي. روښان دمغل څخه خپلواکي غوښتل او دهغو دچور اوچپاول په مقابل کې مبارزه کوله . چي په دې لاره کښې تر لمسيانو او کړوسيانو پورې مبارزه او سرښندنه هم کړيده او مغلو هم پردې کورنۍ هيڅ رحم نه دی کړی. دجګړې په ميدان کي به يې تني ځيني پرې کړې اوسرونه به يې مغولي پاچهانواودهغوی دربار ته دسوغات په توګه دهغوی دخوشحاله کولو دپاره ور استوله.روښاني کورنی خوراډيري قربانۍ دمغولي پاچهانو او مغلي دولت په مقابل کي ورکړي دي.روښان يو متصوف عقيدت منده پښتون وو. چي دتوري تر څنګ به يې قلم هم چلاوه، روښان غوښتل چي دپښتنو تاريخ اوجلال بيا په غورځنګونو سي او دا تيت اوپرک پښتانه بيا سره را غونډ کړي .

خو دروښان په مقابل کي يو بل دمغلو نماينده چي اخوند درويزه نوميده دپير روښان په مقابل کي سرسخته ودريده او وپيري روښان ته يې پيري تاريک ووايه او يولړپښتانه هم داخوند درويزه وشاته ودريده او اخوند درويزه يې په پيری منلی وو. اخوند درويزه په خپله هم مغل او د ګوډ تيمور خوريي يا دخور دخوا اولاددی دپيرروښان سخت دښمن وو. خو پردغه ټولو خبرو برسيره پيرروښان خپله ملي مبارزه په ډيره ميړانه داخوند درويزه او مغلوپه مقابل کي جاري وساتل او مغلي دولت هم دمياروښان په وجه ارامه ورځ پيدانه کړای سوای.  روښان دځوانی څخه دګښت او يون (سفر) سره مينه درلودله او تر کندهاره ، هنده اوتر سمرقنداوبخارا ګرځيدلی دی . دډيرو عالمانو او پوهانو سره يې خبري اتري کړيدي، دخپل وخت مروجه علوم ، عربي ژبه ، ادب اوفلسفه يې زده کړه . خو په تصوفي فلسفه کې ځانګړې پوهه درلودله چي په همدغه دليل روښان ته دوخت يو ستر فيلسوف هم ويلای سو. او دپيرروښان دفلسفې اصلي اصل دوحدت الوجد په نوم يا ديږي چي خيرالبيان يې يو مهم فلسفي اثريا کتاب دی ، چي په مسجع نثر سره ليکل سوی دی. بايزيد روښان په څلورومهمو ژبو ليکل او لوستل کولای سوای لکه (( پښتو ـ فارسي ـ عربي ـ هندي )) چي نوموړي ژبي دخپل وخت تر ټولو مهمي او مروجه ژبي وې ، روښان خپل کتاب په دغو څلورو ژبو ليکلی دی.روښان پر خيرالبيان برسيره نور کتابونه هم ليکلي دي لکه : صراتوالتوحيد ـ حق نامه ـ حال نامه ـ او مقصودالمومينين دي. روښان دپښتني نړۍ دجوړولو په ارمان په ٩٨٨قمري کال دمغلوسره په جګړه کښي ووژل سو ، چي ترنن ورځي پوري يې قبر او زيارت  هم نا معلومه دی.

عجبه اودانديښنې خبره خوداده چي زموږپه هيوادکي پر پر دير ملنګانواودغه رنګه جاسوسانواودرويشانوباندي هم زيارتونه او منا ر ونه جوړيږي، دشيطانته ډک او لغوړن کچکولونه يې پروځړول سوه اوهغوته يې په مرګ او ژوند کي نوم او عزت وروبخښه ، په داسي حال کي چي دغومداريا نو زموږ پر پاکه خاوره دپرديو تجاوزته لاره حواره کړې ده .او زموږدوطن اصيل بچيان يې په الحاداو کفرسره متهم کړي دي او دافغانانو پرخاوره يې بيګانګانوته لاره هواره کړې وه؛ مګر زموږ ناپوهه ولس دهغوی زيارتونه جوړوي.او دقبرونو دسر خاوره يې دخوردې په توګه اخلي او تسلي په کوي .

نن ميا بايزيد(پيروښان) يو دهغودرويشانو ، پوهانو، فيلسفانو له جملې څخه دی چي نه يې علمي کتابونه پاته سوه اونه يې هم زيارت معلوم سو اونه يې هم دلاس نخښي مغلو او دمغلولاس پوڅوپښتنوته ورپريښودلې. داځکه چي پښتانه په خپله هم په غيري اګاه هانه توګه په داسي يو مصيبت کي را ښکيل دي چي هغوی هم خپل دوست اودښمن نه پيژني نو په همدغه دليل زموږ دپښتو ادبياتو يو ډيره غټه برخه ددښمنانو دلاسه يا سوځول سوې ده او يا ددښمنانو سره دجنګونو په وجه دمنځه تللي ده ، چي ډير لږاثارلرو چي پرهغه باندي دتاريخ په مختليفو پړاونو کي څه ناڅه کارسوی دی .

خو دپيروښانه وروسته هم روښانيانودخپل غورځنګ ډيوه بله و سا ـ تل اودهغوپه برکت دبايزيدروښان نخښي نښانې په لږاوډيره توګه موږ ته راپاته سوي دي. او زموږدادب مينه په ماتيږي چي ورسته به پروږغيږو.

امته :

امته خان اکوزی دروښان کلک اوسرتيرملګری وو. چي دهند دمغولي يرغلګر حکومت په مقابل کې دپيرروښان ملګري کوله او دمغولي حکومت لښکروته يې په وارو،وارو سختي ماتي هم ورکړي دي.

کاجو

کاجوخان دپښتنو دتاريخ ليکوال دی . چي کتاب يې راورټي موندلی دی ، کاجوخان دشيرشاه سوري معاصروو، په خپل وخت کي دپښتنو يو نوميالی مشرهم وو. دی هم دملی خان غوندي دپوهي او علم څښتن وو.دليکلواو ليکوالۍ وخت يې ملي خان په خپلوياداښتونوکي ١٤٩٤ع کال ښولی دی .

شيرشاه سوري

شيرساه سوري دپښتو ن لودي پاچا سلطان بهلول لودي پاچاه پروخت زيږيدلی دی. په هندوستان کې دپښتنو لويه پاچهي ئې جوړه کړه.دبابرزوی همايون ته يې ماته ورکړه اوپه خپله پرتخت کښيناسته چي همايون بيا په تاخته دهند دلاري ايران ته وتښتيده.

اوشيرشاه په ٩٥٢سپنګيځ يا قمري کال دکالنجرپه کلا کي دباروتوپه ګدام کي دبمونوپه چاودنه کي وسوځول سو.ارواح ښادشيرشاه سوري  دځوانی په عمرله ژونده سره مخه ښه وويل اومړسو.

خوشحال خان خټک

خوشحال خان خټک دشاه بازخان زوی دی . چي په ١٠١٢هـ ش يا ١٦٠٣ع کال کي دخټکوپه کهول کي زيږيدلی دی.

خوشحال خان خټک د ننګ ، توري ، غيرت او قلم خاوند پښتون بابا وو. دپښتنو اوپښتونخوا دميړاني تمثيل يې په توره او قلم سره کوه  او په توره او قلم کې پوره مهارت درلود. دخوشحال خان شهرت په پښتني دنيا کي دتوري او قلم په ډګر کي دخپل وخت يو بې ساري ، وتلی نامي او دارادې څښتن پښتني مشروو. هغه دومره ښه شعرونه ووويل چي ساری نه لري او هغه په هره برخه کي دژوند شعرونه ويلي او ليکي دي ، چي دشعرو شميريې وڅلويښتو زرو بيتونوته رسيږي. چي په دې کي پښتني غرور ، نصيحتونه ، تاريخ طبنامې، دخپل وخت دمغولي دولت سره دمبارزوداستانونه اودژوند داسي نور اړخونه انځور سوي دي.هغه اوس هم پښتنو ته دبابا لقب لري او دننګ اوغيرت په داستانونويې پښتني حجرې تودې دي ، دخوشحال ويناوي وپښتنوته ده خپلواکۍ،انسانيت پالني،هيوادپالني ، او ديو وا لي درس دي. مغلوته خوشحال بابا نه داچي په توره کي يوازي ماته ورکړې وه بلکي هغه په قلم هم دمغلوحکومت کمزوری کړی وو. دخوشحال بابا پرخلا قيت او پوهي باند نن ورځ دنړۍ پوهنتونونه علمي او څيړنيز تحقق کوي. دخوشحال بابا اثار په ډيرو ژبو ژباړل سوي دي لکه : عربي ، فارسي ، اردو،هندي ، روسي ، انګليسي، فرانسوي ، چينايي اوسکنډيناوي او نورو ژبوهم ژباړل سوي دي. دخوشحال بابا نامتو ليکني عبارت دي له : دستار نامه ، فضل نامه ، بازنامه سوات نامه بياض ، هدايه، اينه فراقنامه او طبنامه دي. خوشحال با با خپل دژوند ډيره برخه دمغل سره په جګړوکي تيره کړېده او په ١١٠٠هـ ش کال کې ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې دي. ولي نوم به يې ټول عمر ژوندی وي.

سدو خان :

سدوخان دماروپ (معروف) خان زوی  وو.چي دسدوزوپلاردیچي په ١٠١٠هـ ق يا ١٦٠٠م کال دايران دپاچاه عباس صفوي لخوادکندهار په مشري وپيژندل سو ، اومرکزيې ارغستان وو. مشهوره زوی يې کامران خان نوميده چي ليکوال هم ؤ.او مشهوره کتاب يې کليد افغاني نوميده . او کامران خان بيا دشاجهان پاچا له خوا رسمآ دکندهار په حکمرارنۍ پيژندل سوی وو.

پيراو خان :

پيراخان ددولت خان زوی چي په خان جهان لودي مشهوره وو. په هند کښې دپښتنو لوی امير وو.چي دشاه جهان دلښکروسره په جګړه کښي په ١٠٤٠هـ ق اويا ١٦ ووژل سو.

ايمــــــــــل خان :

ايمل خان مومند په خيبر کښي دايمل شاه په نامه سيکه ووهل دکابل صوبدارامين يې مات کړ، بل انډيوال يې دريا خان اپريدی وو. چي دخوشحال خان سره په ګډه وه اورنګزيب ته ولاړل . ايمل خان په پای کي دپښتنو دښمنانو په زهرو مړکړ، قبر يې دکنړ دميار په هديرکښي دی. خوشحال خان خټک دده په بابا داسي وايي:

ايمــل اودريــا دواړه پرننګ ولاړه

اوس خو پاته ومغلوته خوشحال دی

ښا الـــــم خان : (١٠٧٠هـ  ـ ق يا ١٦٥٩م )

ښاالم خان دکرم خان هوتک زوی اودميرويس خان پلاروو. دکلات دخوادسيمو مشروو. دسلطان ملخي توخي لور يې واده کړه ، چي دملي قائد ميرويس خان موروه .

سرمست خان : ١٠٨٠ هـ ق يا ١٦٦٩م  کال ـ

سرمست خان دشيرخان سدوزي زوی او دکندهار مشروو.

بــــــــــا ی  ١١١٥هـ ق يا ١٧٠٣م : ـ

با ی خان دعادل خان توخي زوی او دزابل حکمران وو.

ميــــــرويـــس خـــــان

ميرويس خان دښاالم خان زوی او دګرم خان لمسی وو. چي په پنځلسم پښت وغرزي خان ته رسيږي . دمورنوم يې نازوانا وو ، چي دسلطان ملخي لوروه او مشهوره شاعره ، پوهه اوعالمه ښځه وه. سلطان ملخی دغزني خپلواک حکمران وو، چي دمغلوحکومت سلطان اورنګزيب او دايران صفوي حکومت په رسميت پيژندلی ؤ . ميرويس خان دخپل پلار ترسيوري لاندي په سوداګريزو چارو بوخت ؤ. او دهندوستان اوايران پرلاروتلۍ اوراتلۍ او وروسته يې په سياسي چارو ځان بوخت کړ اوپښتنو خپل مشروټاکه. ميرويس خان نرم اوملايم سړی ؤ، دمتين فکر اورسا ذهن لوړو اخلا قو خاوند اووينا يې ډيره فصيحه ،خوږه ،روانه اوجذابه وه، دسدوزوسره يې خپلوي وکړه چي دغلجواودرانودواړو قومونو مشرومنل سو.

څه وخت چي ګورګين په کندهار کي ډير خلک ووژل اوپه تيربيا دراني قومونه نوپه دې وخت کي ميرويس خان دوولس په مخ کي را پيداسو او په ډير ميړانه يې دګورګين وظلمونو ته دپای ټکی کښيښود او ګورګين يې مړکړاوپښتانه يې دايرانيانواو ګورګين له شره خلا ص کړه اوخپله ديوه ملي مشرپه حيث په کندهار کي دخلکو له خوا په ملي مشرتوب سره په ١١١٩هـ ق کال وټاکل سو. اودايراني دولت نماينده ګان يې په دړي وړي کړه. اوهيواد يې دپردو دتيري څخه خلاص کړ.پښتنخوايې دصفوي دولت ترپلو آزاده کړه او په نوروبرخوکې هم پښتانه آزاد کړه اوپښتنويو پرا خ ملي دولت يې تاسيس کړ.څو په پای کي تر اتو کلونو وروسته ملي مشرتوب څه په ١٧١٥م کال يا ١٢٢٧هـ ق کال کي په کندهار کي مړسو او په کوکران کي وخاوروته وسپارل سو.

سيدال ( ١١٥٠ هـ ق يا ١٨١٥م )

سيدال دابدال خان ناصر زوی ؤ ، کله چي ميرويس خان نيکه ګورګين وواژه ، سيدال دپښتنو سرلښکراو سپاسالار ؤ.

دميرويس خان نيکه تر مړيني وروسته سيدال خان دشامحمود سره په ټولوجنګونوکي مشراوسپاسالاروو.اودايران په فتوحاتوکي په بر يا ليتوب سره مخ په وړاندي ولاړاود پښتنو پولي يې ترا صفهانه پوري وغزولې .

سيدال دروسي قواوسره په مازندران کي سختي نښتي وکړې ، اوروسانو ته يې په مازندران کي ماته ورکړه . سيدال يو قومي سرلښکری ، سپاسالاراو فاتح ؤ.سيدال دپښتنو سترګي په ټوله پښتنخواکي ور ړوني اوخلاصي کړې ، خو هغه دپښتنو اوپښتنوالۍ په سرخپلي سترګي دلاسه ورکړې…. هغه دنادرافشارسره ډير جنګونه وکړه څو دنادرافشار په لاس ورغلی او نادر افشار دسيدال روڼې سترګي ور ړندې کړې او هغه په ړندو سترګو دکابل شکردرې ته ولاړ او هلته يې خپل ړوند ژوند ته دوام ورکړ او هلته يې او س هم سرتيراوي قوم سته .

دزمريانو سوې خالي دهيواد درګي

نادروکښې دسيدال ميږنۍ سترګي

د ا ژ ړا د پښتنو پر مخ سر يږ ي

دسيدال سترګي نادر ايرانی کاږي

بابو جان

بابو جان بابی دکرم خان بابي زوی ؤ.چي داتغر اوسيدونکی ؤ.

بابو جان بابی دکرم جان بابي زوی اوداټغراوسيدونکی وو.

دشاه او ګدا کيسه يې په پښتو نظم کړه او بابو جان بابی دحاجي ميرويس خان نيکه دډيرو نژدې ملګرو له جملې څخه ؤ، چي ډير غښتلي خلک يې کندهار ته راوستل او بيا يې کلا ته ورننه ايستل اودکندهار ښاريې ډيرژر ونيوه .

بابو جان بابی په ١١٣٤قمري کال چي شاه محمود هوتک پر اصفهان يرغل کاوه، نو بابو جان داصفهان په جګړه کي داسي ميړنۍ توري ووهلې چي دوخت روستم هم نه سوای وهلای.

بابو جان بابی دوخت بهترين ليکوال ؤ اويولړکتابونه يې هم ليکلي دي ، چي دليکوالۍ ستاينې يې تر ډيروخته کيدې .

بهادر

پښتون پاچاه شاه حسين هوتک وبهادرخان ته تل ورور ويلې ، او دپاچاه راسته لاس هم ؤ، علم پروره سړی ؤ، هميشه به يې په دربار کي عالمان او ريشان (شاعران ) راټولول او علمي ـ ادبي غونډي به يې جوړولې . او دوخت په نارنج قصرکي به يې علمي غونډي کولې ، په کندهار کې ئې ډير نوم اونښان درلود او پر خلکو ګران ؤ ، په سخاوت ، توره ، ميلمه پالنه ، پښتو پالنه اوريشه يا شاعرۍ کښې لوی نوم او نښان درلود.

ريدی خان

ريدی خان دغياث خان زوی او دمعصوم خان مهمند لمسی وو.دپښتنو پاچا شاحسين هوتک په دربار کښي ديو ستر عالم او منل سوي شاعر په توګه يې ځای درلود. او درباريانو په ځانګړې توګه شاه حسين هوتک يې احترام درلود، ريدی  خان په ١١٣٦قمري کال دشامحمود دليدو دپاره اصفهان ته ولاړاوڅه وخت چي بيرته کندهار ته راغلی نو يې خپل کتاب په څلوروژبو نظم کی او محمود نامه يې نوم پر کښيښود ( چي محمود نامه نوميږي) نوموړی کتاب دميرويس خان نيکه او شامحمود دجنګواوکارنامو په باره کي ليکل سوی دی.کله چي پښتون شاه شاحسين هوتک نوموړی کتاب وليد نو ډيرخوشحاله سواوزر طلاوي يې وريدي خان ته ورکړې،ريدی خان مهمند چي دشاه محمود له خوا ستايل سودی ، په پښتو کي يې ښه شعر هم ويلی او دپښتوشعر يو ښه ديوان هم لري .

موشکـــــــــــــــی خان

موشکی خان په قوم ساکزی ؤ ، دمرغې او سيدونکی ؤ.دا ځلمی پښتون دټولواک شاه حسين هوتک دسرلښکروڅخه وو. چي پر نادر افشاريې سخت ګذارونه وکړه او ټپي يې کړ خو په تيښته ځني ولاړ او دمرګه څخه بچ سو.

بلــــــــــــــــو خان

بلوخان احمدزی وو، چي پښتون پاچا شاه حسين دکندهار دمحاصري پروخت راغوښتی وودکورنۍ دښمنۍ په وجه کندهارته په يولږڅه ځنډ سره راورسيد . دده په باب داسي څه ويل سوي دي.

دټغرو بيا دغيرت اور دی مړ سوی

بلو خان خو توريالی وو

بلو خان ته دی په کورکي اور بل سوی

نوښان خان :

نوښان خان چي دشاه محمود په عسکروکي په دوبرخوکي قومندان ټاکل سوی وو. دګلناابا د په جګړو کښي يې ګرجي اوايراني لښکروته سخته ماته او ژوبله ورکړه او ګرجيان يې دنامه څخه بيريدل او په ايراني لښکروکې هم ډيرنوم اونوښان پيداکړی وو. اودنامه څخه يې ويريدل او هغه يې په ډيره فاصيله ځغلولي وه . اودده په باب لا ل ګرونسي واي : ( نوښان خان همه ګرجيان را بې نشان ساخت) .

مدت خان :

مدت خان په قوم سهاک او دشيبان دجګړې ده اتلانو څخه دی.او ددپه باب دوولس دغه ناره دده دپيژندل ګلوی دپاره وړاو مناسبه ده .

پرمدت سهاک دتوروپلوشې دي

ډال يې هم اوتاک کښي پاته ـ خوپه لاس يې دسکلې دي

بنګــــو خـــــان :

بنګوخان ترکی يو زړه ور اوميړنی سرلښکروو، دشيبان دجګړوله اتلا نو څخه وو، کله چي نادرافشار کندهارمحاصره کړ، پښتون ټولواک شاه حسين هوتک وبنګوخان ترکي ته په اميد اوانتظار ناست وو ،چي پسله لږځنډه اوکورنيو ستونزو دجګړې وډګرته راورسيد  .

خوشاه حسين دهغه انتظار په دې حساس وخت کي کاوه ، چي ددی بيت څخه معلوميږي .

شاه حسين هوتک ويرکاوه بې شکه

سليمان خيل اندړرانغـلوـ پربنګو ترکي پريوته څه ټکه

ګل خان

ګل خان سهاک دکندهار دلويو لارو تکړه سرلښکر ؤ . کله چي دکندهار په ښارکي جګړه لاس په لستوڼي پيل سوه ، اوايرانيانو کندهار دهـري خوا محاصره کړی ؤ، نوګل خان دلويشت ، لويشت کندهاره څخه دفاع وکړه، او پرګل خان ډيره سخته راغـله او بې شميرايرانيان راتاو سوه ، شاه حسين هم دده مرستي ته ورغـلی ، ولي وس يې ونه رسيدی ، چي ګل خان خلاص کړي ، ځکه چي دښمنان ډيرزيات وه. اوولس دده په باب داسي اخ ترخوله باسي :

که زوره دبډي پربرج ډيرزوره  ـ شاه حسين هم پسي سپورسو

خوګل خان يې نه کړخلا ص له دغه او ر ه

امکو خان  ١٧١٣م کي :امکوخان يو سياسي ډيپلوماټ ؤ. دی دميرويس نيکه ورور وو، چي ددولت په غوښتنه وهندوستان ته وليږل سو او دتيموري دولت پاته واکداران په ډهلي کي دهغه سره په خبرو اترو کي په سياسي جوړجاړۍ کي يوې موافقې ته ورسيدل او دکندهار ولسي واکمني يې دميرويس خان په مشرتابه ومنل .

ميسری خــان ١٧٣٧م کي :

دپښتوژبي تکړه شاعر چي خپل دشعرونو مجموعه اويا ديوان هم لري .

اودل خان : ـ اودل خان هم دپښتو ژبي دپخوانيو ريشانويا شاعرانو څخه وو، چي په ١٧٠٠م کې ژوند درلود. چي په کليد افغاني کې دوې بدلي هم راغلي دي او دعبدال قادرخان خټک په وخت کې ژوند کاوه اودهمدغه دورې دشاعرانو له جملې څخه شميرل کيږي.

نواب دوندي خان :

نواب دوندي خان دحسين خان روهيله زوی اودحفظ رحمت خان دتره زوی وو، دمغلو اومرهټانو سره يې کلکي جګړې وکړې ، پر هند باندې داحمدشاه بابا سره په يرغلونو کي هم پوره ونډه اخيستې وه ، دپاني پت په ډګر کښي داحمدشاه بابا سره يې توره په لاس کي او لکه زمری ولاړ وو اوجنګيده . په ټولو جنګونو کي بريالی له ميدانه راوتلی.

کامګار خان :

کامګار خان  خټک دنامدار خان خټک زوی داشرف خان خټک لمسی اودخوشحال خان خټک کړوسی دی ،دخپل وخت يونامتو ريشي( شاعر) وو.چي په ١٧٧٥م کال کي مړسوی دی( روح دې ښادوي) .

ګــــد و خان : ١٧٩٨م کال

کله چي داحمدشاه بابا زوی تيمورشاه تر دولس ١٢ کاله پاچهي وروسته مړسو ، دده زوی شاه زمان دکابل پر تخت کښيناست په ١٧٩٢يا ١٨٠٠ م کلونو په شاه وخوا کې  شاه زمان ته دلوي احمدشاه بابا تخت ورورسيدی، چي شاوخوا دافغانستا ن په دې وخت کي ترلاهوره تر کشميره ، سينده او نيشاپورپوري رسيدل او جنوبي برخوته يې بهيره عرب وه. په دې وخت کي ګدوخان دشاه زمان هوښيار سفير ؤ. شاه زمان ګدوخان وتهران ته واستاوه ، چي قاجاري پاچاه دسدوزي شهزاده ګانو په مقابل کي لمسون ونه کي او دافغانستان سره په سوله اووروګلوی کي ژوند وکي .

اينځرګل خان :اينځرګل خان پيښوری دپيښور دښو شاعرانو له جملې څخه وو او خپل يو مثنوی کتاب يې داردواو فارسي څخه په پښتو سره اړولی دی چي نوموړی کتاب ديوې خوږې کيسې مثنوي ده .

بهلول خان :

بهلول خان دښادي خان زوی اوپه ١٨٦٨م کال کې ژوند درلود ، بهلول دبڼو دسيمي اوسيدونکی ؤ ، چي جنګ نامه يې په پښتو نظم کړيده .

روښانه : ـ دباختر دپښتون مشر هوښيارخان لوروه ، چي په کال ٣٢٧ق م کي يوناني سکندر واده کړه ، چي په دې کارسره ديوناني سکندر په لښکروکي جلا والی اوشخړي رامنځته سوې .

زرغونه ١٤٩٧م کال :

دملا دين محمد لور وه او په پنجوائي کي اوسيدل ، دسعيدال خان سره يې واده وکړ ، دخپل وخت ډيره وتلې او نومولې ريشي (شاعره) وه .

چي دشيخ مصلح الدين سعدي بوستان يې په پښتو نظم کړ ، اونوم يې دپښتو بوستان پر کښيښود ، په خپله ډيره ښه ليک ګيره ( خطاطه ) وه .

بي ، بي نيکبخته :

نيک بخته دپښتونخوا يوه نوميالۍ شاعره پښتنه وه ، دادخپل وخت دفاضل پوه اوولسي مشر اله دادخان لوروه. پلار او هم نيکه يې په اشنغرکي دمموزيو مرشدان وه . بي بي نيکبخته يو ليکلې مجموعه هم لري چي ، دارشادالفقراپه نامه ياديږي. په دې ليکلي مجموعې کې ډيري نغوږي (نصيحتونه ) په شعري ژبه ويلي دي، دکتاب مجموعه يې په ٩٦٩قمري کال تمام سوی دی.

نازوانا :

ميرمن نازو چي په ورسته کې دنازوانا لقب ترلاسه کړ ، دسلطان ملخي لور وه ، په ١٠٦١قمري يا ١٦٤٣م کال دکلات په توخو کښي زيږيدلې ده نازوډيره ميړه مخې ښځه وه ، چي دخپل کور او کهول ساتنه به يې دميړنيو نارينو په ډول کوله، نازوانا دميرويس خان نيکه مور او دښاالم خان توخي ميرمن وه ، چي ميرويس خان ته يې تل دميړاني درسونه ورکول اودميرويس خان په پښتني روزنه کې شپې روڼي کړي دي . اودهغه په روزنه کې ډيري بې خوبۍ اوکړاونه تيرکړي دي اوميرويس خان ته يې په پښتني ميني اولوړهمت درسونه اودهيواد پالني په ډير ښه توګه ورښوولې دي چي دپښتنو دلوړو مسؤليتونو دندي يې ورپه ګوته کړي دي. اوهمدغسي دپښتنو دلوړو شخصيتونو او پاچهانو کيسې يې دميرويس خان ترغوږه وررسولي دي ،هغه ته يې دحماسو اوازدۍ درسونه ورکول ، نازوانا دافغانستان په خاوره کي يوه نومولې مور، نوميالۍ او ښه شاعره تيره سوې ده.

زينبو ( ١٧٢٥م کال ) :

زينبو دميرويس خان نيکه لور اود ښاالم خا ن لمسۍ وه.دوخت زده کړي يې دنورمحمد غلجي څخه وکړې ، هغه ډيره هوښياره او دوخت په علومو پوه ښځه وه ، زينبو په حکومتي اودواکمنۍ په دندو او کړنلارو ښه پوهيده ، چي زياتره وختونه به يې په دولتي چاروکي وشاه حسين هوتک ته په رسمي او دولتي چاروکي سلاوي اومشورې ورکولې . همدغسي دخپل وخت ډيره نومولې اووتلې شاعره وه ، چي دشاه محمود هوتک ويرنه يې هم ويلې ده.چي په ورسته کي به يې په بشپړه توګه په لرغوني ادبياتو کي وليکو .

پيروژه هوتکه اورڼا نا صره اووړانګه هوتکه :

پيروژه هوتکه ـ رڼاه ناصره ـ اووړانګه هوتکه داهغه توريالۍ ښځمني او ننګيالۍ سپاهياني وې چي هميشه به يې دهيواد ساتنه په ميړانه سره کول ، څه وخت چي نادرافشار زموږپرهيواد يرغل وکړ او دکندهار محاصره يې ولګول ، دې ميړه مخو ښځو او پيغلو چي لښکري او جنګي زده کړي يې کړي وې ، دمړونو اونارينو په څير په عسکري ليکو کي توره په لاس ولاړي اودښځينه لښکروګروپونه يې جوړکړي وه دکلا ساتنه او پيرې به يې کولې ، دوي وپښتنو جګړنانو ته دجګړې دتوديدو سند ري هم ويلې . لکه چي وايي :

مه خوری مړوند ونه پرمخ درواخلۍ غټ ګامونه

مه خورۍ مړوندونه

چي بری نــــــه وي ځلميان تل په جــــګړومړينه

مه خورۍ مړوندونه

زرغونه انا ١٧٢٢م ـ ١١٣٥هـ ش :

زرغونه انا دزمان خان سدوزي ميرمن ، اود لوی احمدشاه بابا مور وه ، زرغونه انا په قوم الکوزۍ وه ، دمړيني پوره نيټه يې نه ده معلومه خو په تقريبي ډول په ١١٨٠هـ ش کال داحمدشاه بابا په ژوند کي داوياوکالوپه عمروفات شوې ده .اودارغنداب درود پرغاړه دکوهک په کلي کي خاوروته وسپارل سوه (روح دې ښادوي ) .

زرغونې انا واحمدشاه بابا ته په رسمي او دولتي کارونو کي ډيرې مشورې ورکولې او هغه يې وډيرو مهمو پيروزيو ته ورساوه ، نولکه چي احمدشاه بابا دبابا لقب ګټلی دی همدغسي زرغونې هم دانا لقب ګټلی دی ، څه وخت چي په ١١٧٤هـ ش کال کي دپښتنو مشران سره راټول سوه اودامنيت دساتلو په خاطريې دکندهار پرشاه وخوا ديوه لوی خندک او غټ ديوا ل دجوړيدو نخشه وتړل نوپه دې وخت کي زرغونې انا ته خبر ورکړل سو.هغې سمدلاسه خپل زوی احمدشاه وکورته راوغوښت اوورته وې ويل:(( زويه !داخبره ټينګه په غوږکي ونيسه…. چي پښتون هيڅکله دخاورو ديوالوته پناه نه وروړي .اونه په خندقونوځان له غليمه خوندي کوي . پښتون دخدای په مرسته اوپه خپلومټو ځان له غليمه خوندي کوي ، که ته پښتون وې ، نوبايد دپښتنو هيواد وساتې ؛ نه يوازي خپل ځان ، خپله کورنۍ يا يوازي ښار ؛ دښار دباندي پښتانه اونور مسلمانان هم پرتا حق لري ))  .

پسله هغه احمدشاه بابا دهند په سفرووت او ډيري فتحې ترلا سه کړې .

بل هغه وخت چي احمدشاه بابا دهند په سفر ولاړی دښمن اوازه واچول چي احمدشاه سخته ماته کړې او ډيرلښکر يې تباه سوي دي او په دې خبر سره دښاردخلکو روحيات کمزوره سوي وه او په ښارکي دماتي اوازې يو ځانګړې ناارامي رامنځته کړې وه چي زرغونه انا بيا ميدان ته راووتل او دښار خلکوته يې داسي اتمنان ورکړاووې ويل : (( پيروزي او ناکامي اول ټوله دخدای له طرفه وي . خو زه دومره پوهيږم چي زما زوی ناکامه او بيله فتحې څخه وتاسوته نه راستونيږي ، زه داحمدشاه  پربرياليتوب باورلرم .)) نوداسي معلوميږي چي داحمدشاه دپيروزۍ شاته دنوروعـواملو برسيره دهغه مور دزرغونې انا لاس په ځانګرې توګه ارزښت لري ، زرغونه انايوه پوه ښځه وه  .

سپينه ١٨٣٩م کال :

سپينه ددورمحمد الکوزي لور اوپه پښتني نړۍ کي يوه ښه اونامداره شاعره هم وه . چي په ١٨٤٥م کال کې په هرات کي ژوند کاوه . او دهرات دکلا بندۍ حال اواحوال يې په يوه حماسي منظومه کي بيان کړی

دی . دسپيني نوموړي حماسوي ديوان دادبي ارزښت اوښيګڼو پر څنګ تاريخي او ملي ارزښت هم لري .

((دپټي خزانې ارزښت په لرغونو پښتو ادبياتو کي))

مخکي له دې چي دوهم فصل پيل کړو، لازمه ده چي پرضرورت يې لږڅه رڼا واچوو.دپټي خزانې په مرسته مو ږپه دې وتوانيدو چي دپښتو لرغونی تاريخ داسلامي پير پوري روښانه کړواو داجوته سوه چي دپښتو لاسته راغلی لومړی شعر داسلام دلومړۍ پيړۍ په پيراودوران کي تثبت دی . اوهمدغسي داڅرګنده سوه چي داسلام نه مخکي هم پښتو ژبه يوه علمي او ادبي ژبه وه .او پاخه شاعران ،اديبان يې درلوده . که څه هم موږيې دبده مرغه کومي ادبي ټوټې او يا کتابونه نه لرواو يوازي دبعضونومونه راته ذکر سوي دي . خو دپټي خزانې اهميت په دې کي دی ، چي دپښتو ادبي ليکنې ئې څوسوه کاله مخکي کړې. تر پټي خزانې مخکي موږ يوازي دروښانيانو اوخوشحال خټک دپيرعلمي ـ ادبي کتابونه اوتاريخي لاسته راوړني درلودې.مګردپټي خزانې په ليکلو او کشف سره نن ورځ ادبي بهير پياوړي سو.دپټي خزانې افتخار په پرله پسې توګه ددغوکسانوسره تړلی دی.لومړی ترهرچا محمد هوتک چي پټه خزانه يې ليکلې ده او بيا خپله دوخت علم پالونکی پاچا شاه حسين هوتک ، چي علمي ـ ادبي ټولنه يې ودې ته هڅولې وه چي پخواني کتابونه او پښتو خزانې په ښه ليک وليکل سي.بيا عبدالعلي اخوندزاده تر معاصروخته هغه ساتلې اوخوندي کړې وه.اوپر ډيرښه وخت يې استاز پوهاند عبدالحي حبيبي صاحب ته ور وسپارل او هغه پسله ډير زيار او زحمته پټه خزانه دګټي وړوګرزول .چي دسردار محمدنعيم خان په امر سره چاپ اوخپره سوه . دپښتو لرغونی ادب ددغوکسانو څخه په مننه چي نوموړی بې ساري خدمت يې پښتو ژبي ته کړيدی.زموږ ددې کتاب غوره برخي دغه درې څپرکي دي .چي لومړۍ برخه يې دپټي خزاني نه مخکي برخه وه.چي دمهمو کسانو ښول وه. دوهم څپرکی:هغه کسان چي دکلام نمونې زياتره دپټي خزانې په وسيله ترموږپوري رارسيدلي دي.

دريم څپرکی: ورسته تر پټي خزانې دحمدشاه بابا تر پيره پوري به ورسيږي.

 

دوهم څپرکی

که څه هم دپښتو ادبياتو لمن ډيره پراخه ده. خو ما په ځانګړې توګه يوازي دلرغونو ادبياتو هغه برخه رااخيستې ده کوم چي دتاريخ په اوږدوکي دپښتواوپښتنو دادبي تاريخ ځلانده ستوري وه. اوپه خپل وخت کې پوره نوم اونښان درلود.اوهرستوري په خپل نوبت دخپل پير يوه ځلانده روښنايي خپروله.نوموږاوس دهغوی نومونه په ډيروياړسره ياد کړي دي. ددغو ستوروپه باب که څه هم  ډيري يادوني سوي دي خو هر ليکوال بيا په بيلو ،بيلو حالتونو کي دلرغونو ستورو يادونه کړې ده ، اود لرغونو ستوروياديې ځلانده اوتازه ساتلی دی. په همدغه دوهم څپرکي کي دهغه شاعـرانو نومونه او د شعـرنمونې يا ديږي کوم چي زموږ ادبي

تاريخ په وياړلی دي ، که چيري موږ دپښتو ادبي تاريخ ته ځير شو يولړ پښتنو ليکوالو په خپلو تاريخي شرايطوکي دخپل وخت او دهغه څخه مخکي شاعرانو ، ليکوالانو او دقلم دخاوندانو نومونه ليکلي دي چي داکارئې واقيعآ مهم اوارزښت ناکه وه او دی ؛ که دبيلګي په توګه موږ دسليمان ماکو تذکرت ال اوليا نن ورځ په لاس کي لرو نودا تصادفي نه ده بلکي دسلمان ماکو دزحمت نتيجه ده چي اوس يې موږ دهغه دثمر څخه ګټه اخلواو لږتر لږه يې موږ ته دا جوته کړيده چي دپښتو ادبياتو تاريخ په ډير قوت سره داسلام نه مخکي او داسلام په لومړيووختونو کي په سيمه کي پوره ارزښت اومينه وال درلوده.او داچي پرسيمه ډول ، ډول تاړاکونه تيرسوي دي.او حتا دااوس هم تيريږي،لکه څنګه چي دپښتو ادب تاريخ غـني دی په هغه اندازه يې موږ بشپړه مواد او کتابونه په لاس کي نه لرو . خو دځينو پښتنو په زيار اوزحمت سره موږ ته په اسلامي پير کي دامير کروړ حماسه په ميراث ديوه نسل څخه وبل نسل ته راپاته ده او بيا دمحمد بن داودبن قادرخان هوتک په زياردپښتنو دستر ټولواک شاه حسين هوتک په پيرکي دهغه وخت دعلمي ـ ادبي انجمن په پاملرنه پټه خزانه اودپښتو ځيني کتيبي او دتيرو وختونو قلمي نخښي اونخسې سره راټولي سوې ، چي دهغه څخه هم ځيني يې زموږ تر پير او وخته را رسيدلي دي . خوځيني بيادتاريخي حواديثو اوپيښو په وجه يا په شعوري توګه له منځه ولاړې اويا هم دتاړاکونو په وجه له منځه تللي دي.اواوس زموږ په لاس کي نه سته،خو ديادولو وړبولم چي وليکم دشاه حسين هوتک دعلم پروره پاچا په پا ملرنه سره پښتو وخپل غني اوج ته رسيدلې وه. اوپه سيمه کي دسيالو ژبو په څير دپاملرني او ضرورت وړ ژبه بلل کيده . دپښتو ليکلي کتابونه اواثار دمغولي دولتونو په وختونو اوتاړاکونو کي خورا لويه برخه په اګاهانه توګه وسوځل سوه. چي په همدغه سبب پسله هوتکيانو څخه چي نوموړی هيوادپه جنګونو کي را شکيل يو هيواددی ، موږډير پخواني غني موادله لاسه ورکړي دي او نولرغوني مواد په ډيرکم کميت موږته راپاته دي.هغه څه چي موږ لرو بيا هم ډيره برخه يې دمحمد هوتک په زيار دجوړي سوي پټي خزانې احسان دی ، چي زموږ ليکلي ادبيات په عزتمند دي . خوپټه خزانه هم په جنګو اوتاړاکوکي تاواني سويده او داچي نوموړې دپښتواوپښتنو ادبي خزانه په کال  (١١٤١ ـ ١١٤٢هجري قمري) کي دلوړي ځل دپاره په يو لړقلمي نخسوکي دخطاطانو(ليک ګرو)په وسيله وليکل سوه ، دهغه وخت ملي ادبيات په پوره توګه په غني کړل سوه ، خوپسله هغه چي نادرافشار پرسيمه خپله قبضه ټينګه کړه اوشاه حسين هوتک يې بندي وايران ته واستاوه نو دپښتوادب هم په دې وخت کي خاموشه سو . خو دعليحضرت احمدشاه بابا په پير کي بيا پښتو ادب وخپل نوي پړاوته ولويد اوخپله احمدشاه بابا هم يو علم پالونکی او شاعر پاچاوو. خو دپښتو هغه ادبي انجمن چي دهوتکو په وخت کي فعاله وو، بيا هغسي روښانه لاره يې ونه موندل .

پټه خزانه چي د١٠٠ـ ١١٠٠هـ پوري دوخت دشاعرانواواديبانو حالات بيانوي د٥٠تنو شاعرانو په باب معلومات لري . نوموړی کتاب په ١٣٢٢ هـ ش کال کي واستاد علامه عبدالحي حبيبي صاحب ته داعلامه عبدالعلي اخوندزاده  په لاس په امانت داری سره ورکړل سو چي عبدالعلي اخوند زاده دغه استعداد په عبدالحي حبيبي صاحب کي ليده چي پټه خزانه به يوځل بيا دپښتنو په ادبي تاريخ کي لاري روښانه کړي . خو حبيبي صاحب هم نوموړی کتاب په پوره امانت دارۍ سر نوموړی کتاب دپښتنو وادبي غونډوته وړاندي کړ او هغه دوخت دمقاماتو دپوره پاملرني وړوګرځيده او په ځانګړې توګه سردار محمد نعيم خان چي په دې وخت کي دخارجه چاووزيراود صدارت مرستيال وه هغه ددې کتاب ارزښت په پوره توګه درک کړ، اوپه همدغه توګه دوخت علم پالونکی دښوني اوروزني وزير ښاغلی داکتر علي احمد پوپل دنوموړي کتاب په چاپ کي په پوره دلچسپۍ سره نوموړی کتاب خپور کړ . اوڅه وخت چي ټولني ته وړاندي سو ټولني  هغه په ډيره دلچسپي سره ومانه .اوپه ځوانه طبقه کې يو ځانګړی ږوګ اومينه راپيداکړه .او په پښتني بهيرکې يو لوی حرکت راوهڅاوه ، په دې نوي کشف سره دپښتو ادبياتو په بهيرکي دتحقق نور ي هڅوني راپيل سوې ، او پسله هغه دپښتو پرادبي بهير داسي تحقق راپيل سو، ليکوالانو بيا په خپل وار سره نوره هم دپښتو ادبياتو لمن پراخه کړه . داځکه چي دځينو هغه لرغونو ليکوالانو نومونه چي په ځينو تاريخي سندونو کي يادسوي وه او دکلام نمونې يې دپښتنو په ليکلواثاروکي نه وه هغه دپټي خزانې په وسيله را پيداسوه اودليکوالانوڅيړني يې نوري هم ورغني کړې .او همدغسي دلرغوني ادب پرليک دود بحثونه راپيل سوه او هغه سوچه لغاتونه چي په لرغونو ادبياتو کي وموندل سوه دبيا لپاره بازارته راووتل او خريداران يې پيداکړه اودنو لغاتونو او اصطلاحاتو ريښې او بنيادونه په تقويه سوه .او هغه وخت چي پټه خزانه خپره سو او بازارته راووتل په ډيرلږوخت کي هغه دخلکودغوښتنوپه اساس دخلکو لاس ته ورغله او ډيرژر خلکورانيول او بيا يې ددوهم پلادخپريدو ضرورت پيداسو. او همدغسي په وارو، وارو خپره سو چي اوس يې بياهم دخپريد اړتيا سته .

خو په هر صورت پټه خزانه يو مهم کتاب دی چي په دغه دروبرخوکي خپره سوې ده .

١ ـ هغه شاعران چي دهوتکوله پير څخه پخوا تيرسوي دي .

٢ ـ هغه شاعران اوليکوال چي دهوتکو په پيرکې ليکني کو لې .

٣ ـ هغه ښځينه شاعراني پيغلي اودميړه خاونداني چي شاعري يې کول اوادبي ذوق يې په ځان کي پاله .

دهوتکوپه پير اودهغه نه مخکي دوران کي . دپښتوپه لرغوني ادب کي پټه خزانه يومهم کتاب دی نو ځکه موږ اوس په خپل دغه کتاب (( ډيرلرغوني پښتوادبيات)) ډيربرخه ممکن له همدغه پټي خزاني څخه ترلاسه کړو نوپه دې لرغونو ادبي ستوروکي موږ بيا هم خپل لومړنی کار دامير کروړ ده لاس راغلي شعر څخه راپيل کوو. ځکه چي نوموړی شعر په ليکلو متونوکي په تاريخي لحاظ لومړی لاسته راغلی شعر بلل کيږي. چي دپټي خزانې په برکت اوس موږ ته دپښتو ادب په باب يوه روښنايي راپه ګوته سوه ، خو مخګي له پټي خزانې موږ دروښاني کورنۍاو خوشحال بابا دکورنۍ پرادبي بهير يوازي خبري او بحثونه کول. داداسي دور اودوران وچي په دې وخت کي مغلو پرسيمه پوره واک ترلاسه کړی وو.او پښتو ژبه يې په ادبي لحاظ تر خپلو اغيزو لاندي را وستلې وه او په دربار کي رسمي ژبه دري يا پارسي ژبه وه ، او ودربارته لاره بيله پارسي ژبي دزده کړي څخه ناممکنه کارؤ ، نوپه دې سبب پارسي ژبه رسمي ـ اقتصادي اوعلمي ژبه وه. نو په سيمه کي دتوجه وړهم وه او خوشحال بابا په دې وخت کي په پارسي ژبه هم پوهيده اودخپلي ژبي دخدمت په باب داسي وايي :     پارسي شعرمي هم زده سليقه لرم ددواړو

پښتوشعرمي خوښ شوهرڅوک خپل ګڼي ښاغلی

 

په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبه کي

پښتوويل مي عين ترپارسي دي رسولي

په دې وخت کي پرخوشحال خان برسيره مخکي دوره دروښانيانو دوره وه چي تر بحث لاندي وه.اوليکني پرکيدې. ولي زموږ دپاره دپټي خزانې مواد اودپښتو متون نظم ساحه نوره هم ارته سوه . په پټي خزانې کي داميرکروړحماسه،دشيخ اسعدسوري ويرنه اودښکارندوی دپسرلي مدحه قصيده وه چي په واقيعت کي ډيرپه زړه پوري ادبي اثاردي ، خوبيا هم په يوه ګل نه پسرلی کيږي . خو په هر صورت نن چي ديوشتم قرن پيل ګڼل کيږي په پښتو ادبياتوکي هم په هره برخه کي بې شميره نوښتونه راغلي دي او لمن يې په پوره وضاحت سره پراخه سوې ده . اوبې شميره متنونه  په ډول ، ډول فورمونو کي خپاره سوي دي . اودادبياتو ساحه په نظم او نثرکي پوره غني موادلري . چي موږ به يې په ترتيب سر وڅيړو،خوترټولو مخکي او مهم کار به موپه دوهم څپرکي کي داوي چي دادبياتود تيورۍ په با ب هم دادبياتوپرمهمواصطلا حاتوڅه ناڅه وږغيږو تر څو مو دپښتو ادب علمي برخي سره را جلاکړي اوردښانه کړي وي ، پښتو ژبه نن هم نثر لري اوهم نظم چي موږ به يې دواړه برخي تر خپل وسه وڅيړو او همدغسي دنظم مهمي برخي او دنثر مهمي برخي .

متــــــــــــــون

متن څه ته وايي ؟ : ـ  متن په لغات کي ديوه شي څټ يا شاه ته وايي.

اوديوه شې ضد ته هم ويل کيږي، خوپه اصطلاح کي دنظم اونثر ومجموعې يا ټوټوته وائي .چي دليکوال او شاعرتحليل او تفسير ولوستونکوته ورښوي ، چي ليکوال يا شاعر په کوم طرزاو طريقه خپل احساس ټولني ته وړاندي کوي ، او په کومو ژانرونو خپل انعکاس ښي .

په ليکنه کي هر اليکوال يو ځانګړی سبک لري، چي موږ هغه دليکنو له مخي پيژندلای سو او يوليکوال له بله دهغه دسبک په وسيله بيلولای سو،چي نوموړي ليکني به يا په نظم سره وي اويا هم په نثر.چي د هرليکوال اثرپرلوستونکي باندي په خپل وارسره اغيزي لري، لو ستو نکی خوند ځيني اخلي او دهغه پرذهن تاثيرخپروي دانوکه په نثر وي يا هم په نظم ونوموړي ليکني ته دليکوال متن ويل کيږي. دمتن مجموعه متون بولي اودليکني هره يوه برخه په جلا ، جلا توګه متن ګڼل کيږي .

داهغه اصطلا حات دي چي مخکي له دې چي موږ دلرغونو ادبياتو په پيژندلو پيل وکړو لازمه ده چي دغه اصطلاحات په پام کي ولر و.داځکه چي هره ليکنه يا متن دځان دپاره غايه او هدف لري او يومتن له بله سره په بلاغت ، املا ، انشاه ،بديع او بيان عروض او کافې له مخي فرق کوي ځيني يې پاخه ليکل سوي او ځيني بيا يواندازه خام وي ، خو په هرصورت متن بايد له عايې له مخي پيغام ، ابتکاردکليمو اوترکيبونو صحيح جوړښتونه ولري . متن په دوه ډوله دی  لکه مخکي چي مو وويل نظم اونثر خوبيا هم نظم يو عربي لغات دي چي دمرغلرو پيلو ته وائي ، ولي په اصطلاح کي هغه کلا م ته وايي چي موزون او مقفې وي.

په پښتو ژبه کي درې ډوله نظمونه تر سترګو کيږي .

لومړی : آزاد نظم يا شعرهغه ته وائي چي وزن ولري ليکن دکافې ډيره پابندي په کښي نه وي.چي په اوسني وخت کي ودې ډول شعرنواو نظمونو ته سپين شعرهم وائي .لکه لنډۍ ، نيمکۍ،څلوريځي، بکتۍ نارې او ږغونه.چي په فلکولوريکو پښتو ادبياتو کي ځانګړی ځای لري.

دوهم  کافيه داره نظمونه يا شعرونه:داهغه ډول شعرونه دي چي دعـربي او فارسي نظمونوپه قاعده ويل کيږي،دعربي وزنونوتابع دي اودې ډول نظمونوته عروضي نظمونه هم ويل کيږي.چي ډولونه يې دادي : قصيده ـ غزل ـ ربا عي ـ قطعه ـ مستزاد ـ مخمس ـ مسد س ـ معشراونور….

دريم مسجع نظم : ـ مسجع شعرونه هغه خواږه او په فصيحه اوروانه ژبه ليکل سوي متنونه دي چي په يوه اندازه سره شعري قافيه هم په کښي ځای سوې وي اودوزن څخه هم خالي نه وي نوموړي شعرونه چي دمسجع کافې لرونکي شعرونه دي پراوريدونکي باندي اغيزه کوي او په ډيره چټکي سره په ذهن کي ځای نيسي ، اوپه دې ډول شعرونوسره په بشپړه توګه کتابونه ليکل کيدای سي. او کيدای سي چي يوه موضوع يا څوموضوعګاني ديوه ځانګړي کتاب په همدغه مسجع شعرسره وليکل سي.اوزموږ يولړمقدس کتابونه هم په همدغه ډول شعرونوسره ليکل سوي دي .لکه : قران عظيم الشان ـ بايبل ـ خيرالبيان ـ مخذن اسلام اوداسي نور مقدس کتابونه ددغه ډول متن لرونکي اثاردي.

پيرروښان په خپل نهضت کي لومړی سړی ؤچي دوحدت اوجود فلسفي مکتب خښته يې کيښوده.اوخپل علمي کتاب يې په پښتوژبه وليکی.په دې کتاب کي چي دپښتوژبي لومړی مسجع بشپړه علمي اثردی. پرعلمي محتوا برسيره ادبي لوړ خيالونه هم په کښي نغښتي دي. چي شاعرانه الفاظ ، ادبي کلمات ، اصطلاحات بديعي صفتونه يادولای سو.

دفارسي او عـربي ژبو څخه يې ځيني ادبي الفاظ واخيستله او په پښتو ژبه کې داخل کړه ، ډيرعربي اياتونه اوفارسي جملې يې پښتو ژبي ته راواړولې .دتصوف او عقيد ت مقامونه يې په خپله مورنۍ پښتو ژبه توضيح کړه ، دپښتو ادبي ژبه يې محاورې ته نژدې کړه ، چي په دې ترتيب دخيرالبيان دليکلوڅخه اصلي مقصد دپښتو متن دی ، چي دخپل وخت دپښتو ستره ادبي نمونه ګڼل کيږی. کوم چي دافغان ولس او پښتو ادبياتو په تاريخ پوري اړه لري . داچي خيرالبيان په مذهبي ايډيا لوژی ولاړ يو کتاب دی په خپل وخت کي دميرزاخان انصاري دپلويانوله خوا به لوستل کيده.او نراوښځي پلويا ن يې درلودله ؛ خو په همدغه اندازه يې مخاليفين هم درلودله،ليکن زموږموضوع دهغه وخت دسياسي جنبشونو دتشريح څخه نه ده، نو ځکه پر موضوع باندي ډير بحث اوس نه کوم .او دموضوع په اړونده به بيا په مفصل ډول وليکو اودروښاني پير خصوصيات به هم دهغوی دادبي بهيره څخه ترلاسه کړو.

پښتو ژبه چي دتاريخ په اوږدوکي دبهرانونو او ستونزو سره په وارو وارو مخامخ سويده، خونن ورځ بياهم دپوره تاريخي اسنادو په وجه يوه علمي او دپاملرني وړژبه ده. او دخپلو نورو همسايه ژبو په تناسب ليکلي اثار لري.او که ترفارسي ژبي يې ارزښت ډيرنه وي خو کم هم نه دی . په داسي حال کي چي په وارووارويې ليکل سوي کتابونه ورک او په اګاهانه توګه ددښمن په لاس سوځول سوي هم دي اوخپله پښتانه ددو داسي هيوادونوپه منځ کي پراته دي لکه تاجکيستان اوايران چي پوخ ادبي بهيراودفارسي ژبي لرغونی تاريخ لري، برسيره پردې هروخت چې مغلو اونورو بيګانه وو، پردې هيواد برلاسي ترلاسه کړيده نو يې دپښتو دتمدن دله منځه وړلودپاره هم دهيڅ ډول ظلم څخه ډه ډه نه ده کړې . لکه څنګه چي موږاوس د١٩٩٢م کال څخه ورسته  په خپلو سترګوپه اوسني وخت کي وينوچي دعلومو اکاډمۍ ډيره پخه شتمني ، قلمي نخسې،دموزيم تاريخي څيزونه او پښتو ليکلي کتابونه دکتابخانو څخه چوراوتالاسول.اوډيرودښمنانودپښتوپرتاريخي کتابوباندي د جهيلي اثارواوکتابو ټاپه هم ووهل ؛ خو دپښتنو په همت او تلا ښ سره هغوی بيا هم وکولا سوه چي پښتو يوه علمي ژبه ، دضرورت وړژبه او ديوې ادبي اوتاريخي ژبي په څير نړۍ ته وښوي.

نن ورځ په پښتو ليکل سوي اثاروکي هرډول علمي ـ ادبي ، تاريخي اونور دضرورت وړکتابونه ليکل سودي او دمينه والو ادبي او علمي تند پرې ماتيدای سي. خودلته موږدلرغونوادبياتو په دې لړکي دهغه ليکل سوي کتابونو،شعرونواوادبي اوعلمي خپاره سوه اثاروپه باب خبري کوو کوم چي زموږ په لاس کي سته او چي بيا هم په دې باب دپټي خزانې غـني مواد زموږسره په هراړخيزه توګه مرسته کولای سي خو پرپټي خزانې برسيره هغه کتابونه چي پسله پټي خزانې يا ورسته تر پټي خزانې زموږ دمحققانو په لاس ورغلي دي، دهغوپه مرسته به زموږ نوموړی کار بشپړه سي او اوس موږ خپل کار دپښتو دلومړي لاسته راغلي شعر امير کروړ دحماسې څخه راپيل کوو.

اميرکروړ يا جهان پهــلــوان

١٣٩ هـ شاوخوا

زه يم زمری پردې نړۍ له مااتل نسته

په هندوسيندو پرتخاراوپرکابل نسته

بل په زابل نسته        له مااتل نسته

غشی دمن مي ځي بريښناپرميرڅمنوباندي

په ژوبله يونم يرغالم پرتښتيدونوباندي

په ماتيدونوباندي       له مااتل نسته

زمادبريوپرخول تاويږي هسک په نمنځ وپه وياړ

دآس له سومې مځکه ريږدي غرونه کاندي لتاړ

کړم ايوادونه اوجاړ    له مااتل نسته

زما دتوري تر شپول لاندې دی هرات او جرم

غرج وباميان وتخار بولي نوم زماپه اودوم

زه پيژندويم په روم    له مااتل نسته

پرمروزماغشی لوني ډاري دښن راڅـخه

دهريولرودپرڅنډوځم تښتي پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه      له مااتل نسته

دزرنج سوبه مي دتورې په مخ سوروکړه

په بادارۍ مي لوړاوی دکهول دسوروکړه

سترمي تربوروکړه    له مااتل نسته

خپلووګړولره لور پيرزوينه کوم

دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه کوم        له مااتل نسته

پرلويوغرومي وينادرومي نه په ځنډوپه ټال

نړۍ زماده نوم مي بولي پردريځ ستايوال

په ورځوشپومياشتوکال      له مااتل نسته

 

 

اخځليک :

دمحمد بن هوتک بن داودپټه خزانه

دپښتو ژبي وتاريخي سيرته که ځيرسو نو موږته دپښتو ژبي درې پړاونه راته څرګنديږي ، چي نوموړي پړاونه په مقايسوي ډول ، تاريخي ډول او دږغ پيژندني يا فونولوژۍ له مخي هرپړاويې له بله پړاوه سره توپير لري.

داميرکروړ داميرفولادزوی دغور دمنديش اوسيدونکی دپښتوژبي پوخ شاعردخپل وخت دقلم اوتوري دميدان ميړنی چي پورته شعر يې ديوې بيلکې په توګه موږته دپټي خزاني په مرسته راپاته سوی دی ، دشعرپه ډول کې دعربي ژبي او فارسي ژبي اغيزې په ځان کي نه لري.او په سوچه توګه دپښتو ژبي دلرغوني دورې لغاتونه او ځانګړني لري.

پښتوژبه لکه څنګه چي مووويل په تاريخي لحاظ ددروپړاونو څخه راتيره سوې ده لکه : زړه يالرغونې پښتوـ منځنۍ پښتو اومعاصره يا اوسنۍ پښتو.چي نوموړي درې پړاونه يودبله توپيرسره لري ، اوس زموږ دبحث موضوع زړه پښتوده .

زړه پښتو : ـ دا په تاريخي لحاظ داسلام څخه مخکي پښتو ژ به وه ، ا و د اهغه ژبه ده چي د سا کي ژ بي تر مړه کيد و وروسته رامنځته سوه اوپه دې وخت کي دعربواواسلام اغيزي پرسيمه اونړۍ باندي نه وې.پښتو ژبه تراسلام مخکي اويا هم داسلام ددين سره همزولې ادبي ژبه وه. نو ځکه يې داوخت سوچه پښتو بولو. اولکه څنګه چي دپورته حماسوي شعرڅخه څرګنديږي چي خورالرغوني  پښتولغاتونه په نو موړي شعرکي استعمال سوي دي ، او ترډيره حده نوموړي لغاتونه اوس په بشپړه توګه په پښتو ژبه کي نه استعماليږي ، خو په ځينو هندي ژبوکي تراوسه لا هم دهغه اريائي ځانګړني له مخي داستعمال وړدي دبيلګي په توګه داميرکروړپه شعر کي د(من) کلمه راغلې ده او من دارادي په معنا ده خواوس په اردوژبه کي هم نوموړی لغات دارادې په معنا سره استعماليږي يا هم دپلن توری چي اوس په ځينو ژبوکي دميدان په معنا استعماليږي .خوڅرنګه چي اميرکروړداسلام په لومړيووختونوکي يعني١٣٩هـ کي قدرت ته رسيدلی دی نو داهغه وخت وچي پرعـربوداميرمعاويه حکومت چليدی .او په دې وخت کي په افغانستان کي ابومسلم خراسانی دخراسان واکمن ؤ. داهغه وخت دی چي زموږ پرخاوره دپرديوعربوآسان اونيلان په ځغاسته راځغاسته وه. او پردې مظلموخلکويې بې حده ظلمونه کول ، ترڅوچې د خراساني ابومسلم په نامه يوځلمی دسياست ډګرته راووت او مورخين دهغه يادونه داسي کوي:(( عبدالرحمان ابومسلم په ٧٢٠م ـ ١٠٣هـ ق کال دافغانستان دشمالي سيمود(( سپيدژ)) اوسنی سرپل کي زيږيدلی دی)) هغه زده کړه کړې وه او په عربي ژبه په فصيح ډول پوهيده ، په ١٩ کلنۍ کي دسياست وډګرته راووت اوپه لږوخت کې دخلکوملاتړترلاسه کړ. او داموي دولت دظلم په مقابل کي دعباسيانو سره يوځای سو ،کوفې ته ولاړی اودعباسيانود لويانوسره يې وکتل اوبيرته خراسان ته راستون سواوپه ٧٤٦م ـ ١٢٩هـ ق کې په خراسان کي دامويانودمشردسيارزوی دنصر په مقابل کي دمبارزې تور بيرغ راپورته کړ.اوخپله يې هم تورکالي واغوستل او په لنډوخت کې دخلکوپه مرسته هرات ،مروه ، بلخ ، باميان تخارستان اوداسي نور په خراسان پوري تړلي ځايونه له نصره څخه ونيول اودامويانو ړنګول يې اعلان کړه اوعباسيانو ته يې وګي وروسپارلې اوځان يې دخراسان شهنشاه اعلان کړ.

که څه هم ابومسلم خراسانی داميرکروړدپلاراميرپو لاد په ملاتړډير قوي سواومرکزيې په دې وخت کي دغور په منديش کي ؤ، اوابومسلم خراساني ته دشام دولايت اومشرتابه دنده هم ورسپارل سوې وه، خو هغه دطبعي سرمستۍ او آزاد خيالۍ په وجه عباسي خليفه ګانوهم تحمل نه کړای سو. اودهغه دمحبوبيت څخه په ډار اوبيره کي سوه او دعباسيانو خيلفه منصور وابومسلم خراساني ته دميلمستيا په نوم يو پيغام راواستاوه او ابومسلم هم هغه ومانه خو ددغه چل په اساس يې دشپې له خوا ديولړنوروميلمنوافغانانوسره يوځای په بير حمۍ سره دخپلوجلادانو په وسيله يې مړه او ټوټې ټوټې کړه. او دخراسانيانو وچوڼي ته يې دهغه دککرۍ ټوټې ورواستولې ، چي نوموړې پيښه په ٧٥٤م ـ ١٣٧ هـ کال پيښه سوه او پسله هغه دافغانانو او عربو تر منځ هم سخت جنګونه وسوه ، چي په دغه وخت کي اميرکروړداميرپولاد زوی چي د ابو مسلم خراساني ملګری ؤ،خپله سيمه خپلواکه اعلان کړ ه.او په پورته شعرکې په پورته ډول سره خپل جغرافياوي حد و د داسي وټاکل.اونوريې نوپردې سيمي دپرديو لاسونه لنډکړه ؛ که څه هم دامير کروړ په باب ډيروکتابونو څه نه دي ويلي ، خو علت به يې داوي چي تر ډيره حده په افغانستاکي ډيرعلمي اثار دجنګوپه وجه له منځه تللي دي چي له دې جملې څخه تاريخي سوري کتاب چي دخپل وخت ډيري مهمي پيښي يې خوندي کړي وې اواوس زموږپه لاس کي نه شته اويوازي منهاج السراج دومره يادونه کوي يا کړې ده، چي داميرپولاد دوه زامن واکمنان وه؛خو تاريخي سوري دمحمد بن عـلي البستي کتاب بيا داميرپولاد ديوه زوی نوم داميرکروړنوم اواشعارليکلي دي.اودهغه دقلم اوعلمي ـ اد بي اشعاروستاينه ئې کړيده.اودپټي خزاني په حواله امير کروړپه ١٣٩ هـ  ق کال ده غـورپه منديش کي اميرسو.

شيخ رضی او نصر لودي

د٢٠٠هـ شاوخوا

دالحاد په لوردي ترپلل

ګروه دې زموږ وکوراوه

موږروڼلي په زيارنه

تاپه توروتوراوه

لرغـون ولي ګروهيدلی

چي دي ګوښي اړاوه

هغه ګروه دې اوس اړه کړه

چي پــلرودې رڼاوه

لودي ستا په نامه سپک سو

کــه هرڅـــومــو درنا و ه

نصره!نه مويې له کاله

لودي نه يې په کاوه

زموږرغاده ستا له ګروهه

دورځلوي په رغاوه

شيخ رضی اونصرلودي دواړه دشيخ حميدله کورنۍ څخه دي .چي رضی دحميدبابا وراره اونصريې زوی ؤ.د مؤريخانوپه قول ترشيخ حميد بابا ورسته د ده زوی نصر پاچاسو،خوشيخ رضی وسلطنت ته ونه رسيدی. محمد هوتک بن داودپه پټه خزانه کښي وايي : (… شيخ حميدبابا په ملتان کي پاچاسو، نويې خپل وراره وپښتونخواته وليږی ، چي دهغوغـروخلک داسلام دين ته راوبولي ، شيخ رضی راغلی دوه کاله دکسي په غـروکښي ګرځيده اوهلته يې ډيرمخلوق مسلمانان کړه)) . وروسته دشيخ حميدبابا له مرګه دده زوی نصردهغه په ځای کيناست، خوڅرنګه چي نصر ملحـدسوی يا اوښتی ؤ اودالحاد لاره يې غوره کړې وه .نو شيخ رضی چي سوچه مسلمان ؤنصرته يې ديوه پاړکي په ترځ کي هغه پورته شعر يا پاړکی وليکه ، خودی هم بې ځوابه پاته نه سو او دهغه په ځواب کي نصر لودي داسي وويل :اوپاړکی يې ورولږه .

دالحاد په تور تورن سوم ـ زه لرغون خوملحد نه يم

زما دښنه هسي توراکړي ـ که ملحــــديم ،د د ښنه يم

لــــــه اسلا مه نه ترپلمه ـ تـــورانوڅخه په ترپله يم

ګروه مي هغه لرغوني دی ـ اوس هم کروړپه لرغونه يم

داسلام پرهسک به ځلم ـ وتــــــــــورانوته تيا ره يم

دلودي زوی سنتي يم ـ د حميد له لـــــــوړکها له يم

توراني دښن چي وائي ـ زه لـــــه ګروهه په اړه يم

دايې تورتاسي دروهوي ـ زه مؤمن ستاسي په تله يم

ددښنو ويناوي مـــــغږه ـ  زه لــــودي يمه څوزه يم

نصرلودي چي دشيخ حميدبابا زوی وو ، دهغه نه ورسته پاچاسو خو دهغه وراره شيخ رضي سلطنت ته ونه رسيدی اودکسي په غره کي چي داوسني پښين علاقه ده په دغه شاوخواکې داسلام ددين دخپريدودپاره پوره تبلغ کاوه اواسلام يې هلته خپورکړ، اوخپله هم پوره مسلمان وو ، او په عيني وخت کي شيخ رضي اونصرډير ټيګ ملګري او دوستان وه خو ويل کيږي چي په منځ کې يو ناحقه سوی تفاهم يا بې خبري راغلې وه.اويودبله يې خپلي دزړه غوټي په پورته پاړکيانوکي سره خلاصي کړې .اويواوبل ته يې دګيلې په توګه سوال اوځواب ورکړ. ليکن پير ز و ينه يې يوپربل خورا ډيره وه او هغه متل دی چي وايي : (( ګيله له دو  سته کيږي )) همدغسي نصر او شيخ رضي دماشوم توبه سره ګران وه . خو ويل کيږي چي برسيره پردې ،چي ددوی دوترمنځ ډيري ښې اړيکي وې ، خودوخت دسياسي حالاتو په وجه او ددواړو دليري والي په سبب په مذهبي لاروکي څه اختلافات هم سره راغلي وه او په دې باب داسي هم ويل کيږي : نصردشيخ حميدزوی او دهغه دتخت مورث يا استازی چي په ملتان کې دملااحد له استازوسره کيناسته اوله دوی څخه يې دالحـاد اواسماعيلي فرقې عقايدزده کړي وه او په اصطلاح ګروهيدلی ؤ ، نوددوی په اعتقاد ملحد سو. او قرامطه ( اسماعيليه فرقه چي دحمدان بن اشعت پيروي کوي.) يې غوښتل رواج کړي او قرمطه ته يې خدمت هم وکړ. نو شيخ رضی چي سني او سوچه مسلمان ؤ، نويې په دغه ډول خپله اند يښنه ورته څرګنده کړه . اونوموړی پاړکی يې ورواستاوه .

په دې باب : کامران خان دسدوخان زوی ، په سنه ١٠٣٨هجري کي يوکتاب د ( کليدي کامراني) په نوم وليکه ؛ چي په دې کتاب کي دشيخ احمد دسعيدالودي دزوی داکتاب چي په ٦٨٦هجري سنه کې ليکلی سوی ؤ،د شيخ لودي په باب يې په يوتفصيل کي د شيخ رضي اونصرلودي په با ب اودحميد په باب اودهغوی داړيکوپه باب دغه پورته يادوني کړدي .

او نوموړي کسان چي دپښتونخوا په شاوخواکي فعاله اودخپل وخت نامتومشران وه ، دخپل وخت ښه شاعران او دقلم خاوندان هم وه او په دې کي شک نسته چي دهغو دشعرو ډيري غوره نمونې به يې په خپل وخت کي موجودي وې خواوس زموږ دولس په لاس کي نه سته اواوس دستي دلرغونوادبياتوپه لړکي موږته دخپل لرغوني وخت دشاعرانو ډيري ليکني نه دي پاته ؛ اميددی چي په راتلونکووختونوکي به وموندل سي .اودادی دهغه دپاته سوليکنو يوه بله غوره نمونه په دې ډول ده .

نارې

که يون دی يون دی مخکي بيلتون دی

له کسي غره څه ځي خرښبودی

که وروره ،وروره خرښبون وروره

ته چي بيلتون کړې زما ويرته ګوره

چي ځې مرغې له توري کرغې له

همزولي پاته ځې څه برغــې لــه

دخدای ده پاره خرښبون ياره !

چي هيرمونه کړې زموږکهول واړه

زړه مي رپيږي يارمي بيليږي

بيلتون يې اوردی ځان په سوځيږي

کيسه خوداسي ده چي خرښبون او اسماعيل بابا په خپل منځ کي ډيرکلک اوپه يونظرملګري وه او دژوند يوه برخه يې په ډيره ښه انډيوالۍ کي سره تيرکړی ؤ ، يو دبله يې مينه اوپيرزوينه سره لرل نو ځکه اسماعيل بابا دخرښبون دغه جدائي ونه منلای سوه. او پورته ناره يې دوير په عنوان پسي وکړه ؛خو خرښبون هم مجبوره ؤ .اوپه داسي حال کي چي زړه يې نه غوښت چي بيلتون وکړي او دبيلتون په لار روان سي، نوئې داسماعيل بابا دځواب اوناري په مقابل کي داسي اح ! ترخوله ووت :

بيلتانه ناره مي وسوه په کور باندي

نه پوهيږم چي به څه وي پيښ په وړاندي

له خپلوانوبه بيليږم په سروسترګو

دواړه سترګي مي په وينودي ژړاندي

اسماعيله!ستانارومي زړګی سری کی

بيلتانه خرښبون بيا له تا پردی کی

نه هيريږي که مي بيا نه ستايادي کی

په چړودويربه پرې سي دزړه مراندي

ځمه ،ځمه چي اوږديون مې دی ومخ ته

ديانه څوری به اچوم وترخ ته

ستاسي يادبه مي وي بس دزړه وسخ ته

که دامځکه غـرونه ټول سي لاندې باندې

کيسه خوداسي وه چي : کامران خان ابن سدوخان په ښهري صفاکي په سنه ١٠٣٨ هـجري کي يوکتاب وکيښ چي ((کليدي کامراني )) يې نوم وو ، په دې کتاب کي کامران له کتاب دشيخ احمد ابن سعيد الودي چي په سنه ٦٨٦هـ کې کښلی وواونوم يې (( اعلام الودي في اخبارالودي)) دغسي يې کښلي وه.اودهغه په روايت سره دموضوع اصلي کيسه هم په دې ډول سره ده : شيخ رضي لودي دشيخ حميدي لودي وراره وو ، په دې وخت کي شيخ حميدبابا په ملتان کي پاچاسو.اودسيمي اختيار اوواک يې درلود ، نويې خپل وراره وملتان ته واستاوه ، دا هغه وخت دی چي لا تراوسه په بشپړه توګه اسلام ته پښتانه په ډيرو سيموکي نه دي مسلمانان سوي.او داسلام ددين بشپړه تبليغ دهغه ځای وغرنيوسيموته لانه دی په بشپړه توګه رسيدلی ؛ نوشيخ رضي چي يوپوه اودخپل وخت يوعالم سړی وو.نودهغه ځاي دغرونوغرني خلک يې داسلام ومقدس دين ته راوبلل. او اسلامي تبليغ يې په خلکوکي خپورکړ.اودشيخ رضي تبليغ هم په خلکوکي پوره اغيزه وښندل او دوه کاله يې په بشپړه توګه دکسي دغرونو په شاوخواکي تيرکړه .اودکسي دغـروشاوخوا ترپښينه اوددغه ځای پرشاوخواوګرزيده اوراوګرځيده.اوهلته يې ډيرخلک مسلما نان کړه .او ډيروخلکوته يې علمي او مذهبي ښيګڼي ورپه ګوته کړې .

اوپردې بله خوا بيا بيا شيخ احمدي لودي دنصر لودي په باب داسي بيان ليکي : نصرلودي دشيخ حميد زوی چي پسله پلاره په ملتان کي دچارو واګي ورسپارل سوي وې ، دملا حده له استازوسره يې ناسته ولاړه وه او له هغه ځای څخه يې دالحاد اواسماعـيلي فرقې عقايد زده کړه.او دهغه تر اغيزي لاندي راغـلی وو.اود دوی په عقيده ګروهيدلی وو، اواسماعيلي فرقه يې په پښتنو کي رواج کړه چي دهغوپه اصطلاح دالحاد ترويج يې غوره کی . اوقرامط يې (اسماعيليه) اوشيعه راوستل .

نو شيخ رضی عليه الرحمه، چي سوچه مسلمان وودغه دخښم او قهرپاړکی يې ورته وکيښ اووروايې ستاوه .په دې کارسره يولړپښتانه هم دنصرلودي په دې تفکرسره خواشيني سوه اودشيخ حميدبابا په کورنۍ کي داختلاف ديوالونه راپورته سوه اوهغه ګرانښت هم له منځه لاړی .که څه هم نصرلودي خپل ځان ګرم نه ګاڼه اودايې دځان دپاره يوه غوره لاره ګڼل خونوروبيا دهغه سره داعقيده نه منل .

ابومحمد هاشم سرواني

٢٢٣ـ ١٩٧هـ

شيخ کټه رحمت الله عليه په خپل مشهوره کتاب کي (لرغوني پښتانه) په يوه برخه کي داسي راوړي دي : ابومحمدهاشم دهلمند په سروان کې په (١٢٣)هجري کي زيږيدلی اوپه بست کې دعلماؤ اوپوهانوڅخه ئې زده کړه وکړه.اوورسته له هغه عـراق ته ولاړاوپه عراق کې د علما ؤ سره ئې ناسته اوولاړه وه.اوپه کلونو،کلونو يې هلته زده کړه وکړه.او په عراق کې دنامتو پوه اوعالم ابن خلاد چي په ابي العينا سره يې شهرت درلود دهغه څخه يې علوم زده کړه او ډيروخت دابن خلا د سره په عـراق کي پاته سو.اودعربي بلاغت اوشعرونه يې ولوستل. دهغه څخه يې پر عربي علوموبرسيره دشعرعـروضي سيسټم اوډول،ديني او مذهبي زده کړي اودخپل وخت مروجه علوم يې دهغه څخه زده کړه. چي موږيې دلته دهغه ديوه شعربيلګه چي ابن خلاد په يوه شعرکي درهم ستايلی دی اوابوهاشم سارواني نوموړی شعرپه پښتو ژبه داسي رااړولی دی:

شعـــر

ژبه هم ښه وينا کاندي چي يې وينه

دخاوندپه لاس کې زراودرهمونه

ژبوروله ورځي وينايې اوري

ددرهم خاوندان  وي تل په وياړونه

که درهم يې ځيني ورک سوسي نتلی

پرنړۍ وي په خړو پيژندونه

که بډای سوڼي وبولي خلق وايي

داوينا ده رښتيانيه له رښتونه

که بې وزلي ووايي رښتيا خبره

نورووايي داخو سوڼي دي تيرونه

هو!درهم ښندي هرچاله لويه برخه

ددرهم دخاوندهرځای پرتمونه

درهم ژبه ده که څوک ژبورکيږي

ده وسله که څوک پرې کاندي قتالونه

همدغه ډول ابومحمدهاشم سرواني يو کتاب کښلی وو،چي په دې کتاب کښې دعربي ژبي اوعربي شعرونوقوت اوروان عرو ضي فصاحت اوبلاغت ئې تشريح کړی وو . څرنګه چي نوموړي په بغداد اوعربي نړۍ کي دژوند يوه لويه برخه تيره کړې ده نوځکه په عربي ژبه اوعربي ادب کې پوره لاس درلود.

اوپه کال ٢٩٤هجري کي بيرت خپل هيواد ته راغلی اودرې کاله ورسته په خپل هيواد بست کي وفات سو.

مؤرخين وائي : ابومحمدسرواني په عربي،فارسي اوپښتوژبه پوره پوهيده اوپه دغو ژبويې شعرونه هم ليکل ، هغه وخت چي دمحمد هاشم سرواني استاذابن خلاد په سترګوړوند سو،نودبه يې خدمت کاوه،اودهغه څخه به يې عربي خواږه ادبي شعرونه اوريدل ابومحمد دعربي څخه په پښتودخپل استاذډيرشعرونه هم راوړي دي ، ابن خلا د چي يواديب او ظريف سړی ؤ ، په يوشعرکي ئې درهم ستايلی دی او ابومحمدهغه په پورته ډول په پښتو را اړولی دی . اوپه همدغه ډول دابومحمد سرواني ليکلي کتابونه او راپاته شوي اثار زموږ په لرغونو ادبياتو کي يوازي دلرغوني پښتانه په يوه کتاب کي دغه يوه ژباړه شعر موږته دشيخ کټه په وسيله راپاته سوی دی . او د يوه مکمل کتاب نوم يې په تذکرت اوليا کي ذکرسوی دی او سليمان  ماکود هغه څخه يادونه کړيده .

دلرغـوني پښتانه په استناد دابيان دابو محمد هاشم سرواني عـلمي اواد بي ژوند راښکا ره کوي.اوداسي څرګند يږي چي د(٣٠٠)هـ ترحدودوپوري دعربو مدنيت اودعربي ژبي واک او د عـربي ادابو اوعلومواغيزي دپښتون خوا په ډيروبرخوکښي خپرې سوي وې خو ددې مځکي غربي خوا ډيره دعربو دادبياتو تر اغيزي لاندي وه ، که څه هم په دغه عصر کښي دغـربي پښتونخوا خلکودآل طاهر(٢٠٥ ـ ٢٥٩هـ ) تر بيرغ لاندي استقلال وموند. اوڅه ناڅه دفارسي ژبي ادب هم په دغه وخت کي را ژوندی سو. خو عربي رسمي،درباري علمي ـ ادبي ژبه وه. پوهانو خپل کتابونه په دغه ژبه ليکل په خراسان کښي ډير دعربي ژبي ليکوال او پوهان وه چي دعربو ومدنيت ته يې خدمتونه وکړه دبيلګې په توګه صالح محمد بن عبدالرحمان ـ ابوخالد وردان قابلي موسوم په ( کنکر ) چي دعلي بن حسين ( ٤٦ ـ ٤٧ هـ ) له ملګروڅخه وو، احمد بن ابو طاهر طيفورخراساني  چي پنځوس کتابونه يې کښلي دي په ٢٨٠ هـ کي مړدی ـ اويولړنور نامتوکسان سته چي په عربي ادب کې پوره مهارت درلود اوددغو له جملې څخه بل هم ابو هاشم سرواني دی ، چي داسړی دعـربي ادب پوهانددی.لکه پټه خزانه چي وايي : په کلو ، کلو دعلم اوادب دزده کړي دپاره په بغداد کښي ميشت ؤ اوزده کړه يې دخپل استاذ ابن خلاد څخه وکړه . سروان دهلمند دغاړي مشهور ښارؤ ، چي اوس يې ساروان کلا بولي او دهلمند پرشرقي څنډه ديوه کلي په توګه شته ، ابن هوقل وايي: چي دسيستان يوووړښاردی ـ ميوي لکه خرما اوانګور لري ، له بسته دوه مزله ليري دی ، چي په همدغه ښار کي ابو هاشم سرواني زيږيدلی اوهم دلته ستر سوی دی.

نوموړي په پښتو يو کتاب کښلی دی اوهغه لومړی پښتو کتاب دی خواوس زموږ په لاس کي نه سته . يوازي ﻻتراوسه دنومړي کتاب نوم اويادونه په پټه خزانه کي سويده. چي نوموړی کتاب دسالووږمه نوميږي اودهاشم سارواني پوخ اودخپل وخت نامتو اثردی ممکن نور کتابونه هم ولري خو دسيمي درزمي اوجنګي حالاتوقرباني سوي دي په همدغه ډول په دې وخت کي نه يوازي هاشمي سرواني،بلکي نورپوهان ، شاعران او دقلم خاوندان وه،چي دوخت په مروجه علومو پوهيده اوپه پښتو ، فارسي اوعربي ژبو يې ليک لوست کولای سو خوداچي دهغوی په باب ولي موږ هيڅ څرک اوپته نه لرو ؛ بيا هم دليل روښانه دی او يوازي دهيواد پرله پسې جنګونه او بهرني يرغلونه اودهغوی لوټمار فرهنګي ذهنيتونه ددې سبب سو چي پر مادي شتمنۍ برسيره يې معنو شتمني هم لوټ کړه .

که زموږ فرهنګي شتمنۍ ته ځير سو نو ګورو چي نه يوازي په پښتوبلکي په دري کي هم موږ ډير څه درلودله دبيلګي په توګه دهاشمي سرواني دفارسي شعرچي اوس زموږپه لاس کي نه شته دپوهاند حبيب په وينا که هغه فارسي شعر زموږ په لاس کي وای اوس به نوموړشعر دفارسي په ژبه کي هغه لومړی لاس ته راغلی شعروای کوم چي هاشم سرواني په خپل وخت کي ويلی وو.

بـيـټ نيکــــــه

٣٥٠ هــ شاوخوا

بيټ نيکه چي يو نيک او عقيده منده انسان وپه خپل وخت کي يو عالم او شاعر او په مروجه علومو پوه انسان ؤ، بيټ نيکه دکسي دغـروپه شاوخوا کي اوسيده.اوهلته به يې مناجات ويل، پښتانه دتاريخ په رڼا کي داسي ليکي:((چي سړبن ـ غرغښت او بيټنی يا بيټ نيکه دکيس عبدالرشيد زامن وه)).دروايتنوله مخي متو زي قبايل دبيټنو سره اړه لري اوبيټني څانګي دپښتنودڅلور سوه څانګو له جملې څخه ده چي بيا دغه څانګه ٢٥پنځه ويشت نوري څانګي لري .دبيټ نيکه يوورور چي سړبن نوميده هغه خپل زوی يا اولاد نه درلود نو بيټ نيکه چي زړه سوانده او پرلوی خدای عقيده مند انسان ؤ ، خپل زوی يې اسماعـيل وسړبن ته په زوی توب ورکړ.اوپسله هغه دسړبن په کورهم اولاد وسواوهمدغسي داسماعـيل هم اولاد وسو،چي هغه هم په سړبنو کي ورګډدي ، اوپسله هغه دسړبن اولاد په ډيره اندازه وسوه او په پښتنو کي دهغه اولادونه نوم لري .

دسړبن دوه زامن وه : چي ديوه نوم شرخبون ( شراف الدين)اودبل نوم خرښبون( خيرالدين) وو، اسماعيل چي دبيټ نيکه اصلي زوی او دسړبن قبول سوی زوی ووپه عبادت کي خپل پلار بيټني ته سوی ؤ، اوهمدغسي خرښبون هم دخپل اکا ياتره په څير عبادت کاره انسان وو اوپه دې لاره کې نوم درلود. خرښبون دژوندانه په زمانه کښي دخپل پلار اوتره سره يوځای ژوند کاوه اوورسته په اجازه دسړبن او بيټني دکسي دغرو څخه دخپل اولادسره يوځاي دغوړي مرغې په لور ولاړ اوپه کال کي به يوځل دخپل تره شيخ بيټني وخدمت ته هم ځان وررساوه ، اودبيټ نيکه دمرګه وروسته به هم دهغه وهديرې ته حاضريده ،بيټ نيکه پرخپلي کورنۍ باندي ډيرمهربانه ؤ.اوهميشه به يې دوګړو دډيريدوخواست کاوه.هغه دغه لاندي څوبيتونه دوګړودډيررښت په  باب  ويلي دي .

دبيټ نيکه مناجات

٣٥٠ هـ شاوخوا

لويه خدايه لو يه خدايه              ستا په مينه په هرځايه

غرولاړدی درناوي کي             ټوله ژوي په زاري کي

دلـــته دي دغـرولمنـي              زموږکيږدۍ وي پکي پلني

داوګړي ډيرکړې خدايه!

لويه خدا يـه لويه خدايه!

دلته لږزموږ اوربل دی      ووړکورکي دي ووړبوجل دی

مينه ستا کي موږميشته يو   بل دچا په مله تله نه يو

هسک اومځکه نغښته ستاده دمړو وده له تا ده

داپالنه ستا ده خدايه !

لويه خدايه لويه خدايه!

 

شيخ اسماعيل

شيخ اسماعيل هم شاعروو.شيخ اسماعيل دخرښبون سره ډيره مينه درلودله ، اوسليمان ماکو دهغه په باب داسي ليکي : اسماعيل دبيټ نيکه په کورکي لوی سوی وو، دسليمان په غـرکي مېشته اوهم هلته وفات سو. اودهغه قبريا مرقددکسي په غرکي ؤ، سليمان ماکوهغه ليدلی وو.خونوموړې موضوع يا روايت نعمت اله هروي هم په مخزن کي کټ مټ بيانوي . اوهغه ليکي : شيخ اسماعيل په مذهب اودين ټينک ،پرهيزګاره ، نيک خصلته او پوه شخصيت ؤ .

مخزن افغاني او تذکرت اوليا دواړه په دې سره هم غاړي دي چي هغه دسلمان دغره په لمنو کي اوسيده خو نعمت اله هروي زياتوي چي داسماعيل مزار دسلمان دغره په لمنو کي (وازه خوا) کي واقع دی.او د٤٠٠هـ شاوخوا کې ژوند ؤ. دمخزن اسلامي دروايته هغه دخپلي کورنۍ څخه ليري په سيا حت هم تللی دی. او دغټو مشرانو سره يې هم اړيکي ساتلي دي . دهغه په باب موږته دغه درې نامتو کتابونو يادونه کړيده لکه : دسلمان ماکو تذکره ـ پټه خزانه ـ قلمي مخزن افغاني،اوداسماعيل اشعارموږته په دوطر يقو را رسيدلي دي.١ ـ لومړی شعريې سليمان ماکو په دې ډول را نقلوي : نقل کاوه شي چي شيخ ملکيار ستانه به تل ترتله دشيخ اسماعيل سترستانه پاړکی ويل اوږغ به يې کاوه داشيخ دسړبن زوی ؤ.

شيخ اسما عـيل

د٤٠٠ هـ شاوخوا

تښته وکړه له ابليسه    چي ابليس لعين ښکاره سي

هلته ورکه پلوشه سي ټول نړۍ توره تياره سي

سړی وران شي له ابليسه  غوڅ دپس په کټاره شي

که هرچاابليس خرڅ کړ     نويې هله ننداره شي

که سړی ابليس ته پړ شو    نوپرکوردويرناره شي

داسماعيل يو بل شعر چي دده پرخنداني احساس دلالت کوي دپټي خزانې ليکوال په دې شرحه ليکي: (هسي وايي: چي يوخت خرښبون بابا او اسماعيل دسړبن او بيټني نيکه په مخ کښي ناست وه ـ ددوی کور ؤ دکسي په غره نوخرښبون دپلار او تره له خوا په تګ اورخصت ماذون شوه ـ اسماعيل نيکه داسي نارې وکړلې :

که يون دی يون دی    مخ کښي بيلتون دي

له کسي غره څخه      ځي خرښبون دی

که وروره وروره!     خرښبون وروره!

ته چي بيلتون کړې     زما ويرته ګوره!

چي ځې مرغې له      توري کرغې له

همزولي پاته            ځې څه برغې له

دخدای دپاره            خـــرښبون ياره!

چي هيرمونه کړې     زموږ کهول واړه

زړه مي رپيږي        يارمي بيليږي

بيلتون يې اور دی      ځان په سوځيږي

محترم نعمت اله هروي ليکي:چي اسماعيل يو روحاني او مذهبي شخصيت تير سوی دی .او دلومړي شعر څخه يې هم څرګنديږي چي يولړ عربي لغاتونه يې هم په شعرکي سته چي دابه هغه عقيدوي اغيزي وي، خو په دغه بل شعر کې بيا نوموړي اغيزي نه څرګنديږي او دپښتود لرغوني شعر ځانګړني په کښي څرګندي دي نو ځکه ويلای سو چي دشيخ اسماعيل پورته دوهم شعر دپښتو دلرغونو ادبيا تو يوه غوره نمونه ده .اودپښتو ژبي دځانګړي عـروضواو اهنګ نماينده ګي کوي . پردي لغات هم نه لري.

شيخ اسعد سوري عليه الرحمه

شيخ کټه په خپل کتاب کي د (( لرغوني پښتانه)) له تاريخ سوري دقوله داسي نقل کوي: اسعد سوري په غور کي او سيدی اوهلته يې دسوري په شاهي خاندان کي قدراوعزت وو،شيخ اسعد دمحمدزوی وواو په ٤٢٥هـ په بغنين کي وفات سو، شيخ اسعد الرحمه شاعر اوعالم سړی وو. څه وخت چي سلطان محمود غازي پرغورباندي داميرمحمدسوري سره جګړه وکړه اوپه اهنګرانو کې هغه محاصره کی ، په دې وخت کي شيخ اسعد هم په اهنګر کوټ کي ؤ.اوهغه وخت کي سلطان محمود امير محمد سوري عليه الرحمه ونيوی ،اوغزني ته يې بندي بوتلی ، نواميرمحمد سوري چي خورا زړه ور اونامتو اوعادل اميروو، دغيرته په هم هغه بندي خانه کي مړسو. خوسلطان محمود ته تسليم نه سو.نو شيخ اسعد سوري چي نژدې دوست او پاللی ئې ؤ،داميرمحمد عليه الرحمه پرمرګ يې دغه لاندي ساندي او ويرنه وويل :

دفالک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوي هر ګل چه خاندي په بهار

هر غاټول چي په بيديا غوړيده وکا

ريژوي يې پاڼي کاندي تارپه تار

ډيرمخونه دفلک څپيړه شنه کا

ډيرسرونه کاتر خاورولاندي زار

دواکمن له سره خول پريباسي مړسي

دبې وزلوويني توی کاندي خونخوار

چه له برمه يې زمري رپي زنګلوکي

له اوکوبه يې ډاري تيرو جبار

هم يې غشي سکني ډال دژوبلورو

رستمان ځيني ځغلاکاندي په ډار

چي يې ملاوي نه کږيږي په غښتلو

دافلک پروکا څه کاري ګذار ؟

په يوه ګردښت يې پرېباسي له برمه

نه يې غشی ، نه ليندۍ وي نه يې سپار

څه تيری څه ظلم کاندې ای فلکه !

ستا له لاسه نه دی هيڅ ګل بيله خار

په ويرژلولور نه کړې په زړه کراړيې

پرنتليواوروې دغم ناتار

هيڅ روغي مي په زړه نه سته ستا له ځوره

بيلوې په ژړا ، ژړ مين له ياره

له تيريودې اوښي څاڅي له اوريځو

چينې ژاړي په ورټ،ورټ ستا له شنار

نه به لاس واخلې له ځوره نه به لورې

نه به ملا کړې له بې وزلو له ترار

نه به زړه وسوځوې په هيچاباندي

نه به پريوزې له ګردښته له مدار

نه به وصل کړې مين له بل مينه

نه به درملې ټپونه دافګار

ستا له لاسه دي پراته ژوبل زګېروي کا

هرپلو ته ټپي زړونه په ځار ځار

کله غوڅې کاندې مراندې دزړګيو

کله تيرباسې وګړي هــو ښيار

کله ټکې واچوې پرنازوليو

کله څيرې کړې ګريوان دنمينځي چار

کله غوڅوې واکمن له پلا زونو

کله کښينوې په خاوروکي بادار

زموږپرزړونو دي نن بيا يوغشی وويشت

ودې ژوبلل په دې غشي هزار

پرسوريو باندي ويرپريوت له پاسه

محمدواکمن چي ولاړی په بل دار

يوارسواسيرپه لاس دميرڅمنو

انتقال يې وکړقبر له بل وار

په سماوويې ودان اهنګران وو

په ټيکنه ووپه درست جهان اوڅار ـ دمحمود دژوبلوروپه لاس کښيوت

چه غزنه ته يې باتلی په تلوار

ننګياليولره قيدمړينه ده ځکه:

ساه يې والوتله هسک ته په دې لار

تر نړۍ يې غوره خاورې هديره کا

دزمريو په بيړيو کله وي ځوار

په دې وير دغور وګړي تور نمري سول

په دې ويررڼا تياره سوله دښار

ګوره څاڅي رڼې اوښې له دې غرونو

داکړونګي ساندي لي په شورهار

نه هغه زرغا دغرونودبيديا ده

نه دزرکيوپه مسادي کټهار

نه غاټول بيا زرغونيږي په لا ښونو

نه بامي بيا مسېده کا په کهسار

نه له غرجه بيا راځي کاروان دمشکو

نه رادرومي غورته بيا جوپې دښار

دپسرلي اوره تودې اوښې تويوينه

مرغلري په نيسان نه کړي نثار

داپه څه چي (محمد) ولاړ له نړيه

په ويرنه يې سو غور ټول سو ګوار

نه ښکاريږي هغه سور دسور په لـټو

نه ځليږي هغه لمر په دې ديار

چي به نجليوپه نڅا پــکې خندله

چي به پيغلو کا اتڼ قطار قطار

هغه غور په ويرناتار دواکمن کښينوست

هغه غورسودجاندم غوندې سوراړ

لاس دي مات سه ای فلکه چي دې وکا

محمد غوندي زمری دمړيني ښکار

شين زړګی فلکه ولي لاولاړيې ؟

ای دغـورغـرونو پرڅه نوی غبار ؟

مځکې ! ولې په ريږدلونه پريوزې ؟

لاندي باندي سه ! چي ورک سي داشعار:

چي زمري غوندي واکمن ځي له جهانه

چي څوک نه کړي په نړۍ باندي قرار

سخ په تا اې (محمده ) دغـورلمروي!

په نړۍ به نه وي ستا دعـد ل سار

ته پرننګه وې ولاړ پرننګ کې مړسوې

هم په ننګه دې په ننګه کاځان جار

که سوري دي په تګ ويرکاندي ويرمن سول

هم به وياړي ستا په نوم ستا په ټبار

په جنت کي دوه تون زموږ واکمــنه

هم په تا دي وي ډير لــور دغـفار

******

***

*

شيخ تيمـن کـا کـړ

٥٥٠ هــ شاوخوا

شيخ تيمن کاکړدکاکړنيکه زوی،چي دپښتودپخوانيوشاعـرانوڅخه ګڼل کيږي. دی يو زاهداوعابد سړی وو. دپټي خزانې مؤلف وائي:(چي زما پلار داود خان دشيخ تيمن کاکړيوشعرپه بوستان اوليا کي لوستلی وو. چي ما له خپله پلاره اوريدلی ؤ.) د پټي خزانې ليکوال ښاغـلي محمد هوتک نوموړی شعر په پوره امانت دارۍ سره په لاندي ډول رانقل کړی اوليکلي دي.چي دهغه پلارداودخان نيکه به نوموړی شعرپه شعري خوند سره ويلی .

دشيخ تيمن کاکړشعر

ګهيځ رڼا دلمر خپره سوه ـ زما پرکور دويرناره سوه

د بيلتون ورځ توره تياره سوه

ږغ سو ناڅاپه چي بيلتون راغی

زړه مې له دې ويرنې شين دی ـ په ژړا ژاړم څه ناورين دی

زرغون له او ښکو مې سادين دی

په نول ،نوليږم چه تاخون راغی

نه به بيا يم نه به بيا راسي   ـ      نه به تياره شپه زما رڼا سي

نه به شهۍ راته پخلا سي

بيليږي پيريې اوس ديون راغی

دڅښتن پاردی هېرمي نه کړې   آغليه مخ چه په يانه کړې

اوربل دي پريښودی واته کړې

پرما دبل اورکړوون رغی

خو برسيره پر دې چي دتيمن شعرده داود بابا په يادکي وخو بستان اوليا چي دشيخ المشايخ بستان بړيچ په ٩٥٦هـ ق کي ليکلی دی هغه دتيمن په باب داسي نقل کوي : شيخ تيمن دشيخ کاکړ نيکه زوی وو، دی دغور برې خواته ولاړ، هلته ميشته سو. نوخلک يې اولاد اوس په کاکړو کي نه شميري، اوپه اصل دوی دکاکړ اولاد دي ، کاکړنيکه په ږوب کي اوسيده چي تيمن دهغه ليدوته هم ورتللی دی. اود ژوند ورستي وختونه يې په کجران کي تيرکړه چي په پای کي دعلاوالدين حسين سام په زمانه کښي وفات سو. اونوموړی شعر يې هم داودبابا دبوستان الاوليا څخه را نقـل کړی دی . چي په ورسته کي محمد هوتک په پټه خزانه کي وساته اواوس زموږدلرغونوادبيا تويوه غوره شعراونمونه ده.دتيمن نورشعرو نه او دشعر نمونې زموږ په لاس کي نه سته خو ممکن په ورسته کي به لاسته راسي . او دشيخ تيمن ژوند په سرګردانۍ سره ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته په ٥٥٠هـ ق کال کي تير سوی دی.

 

 

ښکارندوی غوري

٥٨٠هـ شاوخوا

شيخ کټه متې زي رحمت الله عليه په لرغـوني پښتانه کي دتاريخي سوري له قوله کښلي دي؛چي ښکارندوی اصلي دغوراوسيدونکی دی، پلاريې احمد نوميده اودغور دفيروزکوه کوټوال(سلا ح ساتونکی قو مند ا ن) وو،دسلطان شهاب الدين محمد سام شنسباني په دربار کې بشپړه درناوی اوعزت درلود. کله ، کله به په غزنه اوبست کي هم اوسيدلی. اوهغه وخت چي سلطان پرهند يرغـل کاوه ، نو ښکارندوی هم دهغه په لښکروکي وو، ښکارندوی يو عالم ، شاعر او پوهه سړی ؤ، ښکارندوی دسلطان محمد سام او سلطان غياث الدين غوري په ستاينه يا مدحه کي شعرونه اوقصيدې ويلي دي.چي بوللي يې هم بولي،محمد ابن علي وايي: په بست کي ما دښکارندوی دبوللو يو غټ کتاب وليدی اودهغه څخه مي دغه ستاينه وکښله چي دمحمد سام ستاينه ده.

دښکارندوی بوللـه

دپسرلي ښکـلونکی بيا کړه سينګارونه

بيا يې ولونل په غـرونو کې لالونه

مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې سوې

طليسان زمري واغـوسته غـرونه

دنيسان مشاطې لاس دمچيدودی

مـرغـلرو باند ې وښکـلــل بڼـونه

دغاټولو جنډې خاندي وريدي ته

زرغونو بڼوکې ناڅي زلمي نجونه

لکه ناوې چي سور ټيک په تندي وکا

هسي وګاڼل غـټـولو سره پسولـونه

مـرغــلرې چي اورووخونولـېـه

په ځلايې سوه راڼه خپاره دښتونه

زرغونو مځکوکې ځل کا لکه ستوريه

چي پرهسک باندې ځليږي سپن ګلونه

سپينې واورې ويلـېـده کاندي بهيږي

لکه اوښې دميــن پــه ګــريوانــونــه

هـرپـلـو رڼې والې بهـاندې خاندي

له خوښيه سروهي له سنګرونه

هرپـلـودګـلووږم دی لـونــلی

توا راغله له ختنه کا روانونــه

دمسيح په پو به مړوژوندون بيا موند

پسرلی مګر مسيح شو په پوکړونه

له مړو خاورويې آغلی ګل راويوست

وچ بيديا اوغـر يې کــړله جنـتونه

سړی جاجي چه رامشت کړرا مشتګرو

ګهيځ چوڼي چه په بڼ وکا ږغـونه

په بربڼ چه ږغ دچـوڼيونغــوږيـده سي

ته واچندی سره پېودي اشــلکــونه

د زلما ټا پی راغلی دی پــرچـنـډ يـو

لکه پيغله غــوټۍ کاندي مکيزونه

دپـو پـلـو مخ سور کـړی پسرلی دی

يود بل په غـا ړه اچــوي لاسونه

دهنداروپه څيرغـرونه سپين وړنګن دي

چه پرواورو باندې ځل وکا لـمـرونه

په غورځنګ غورځنګ له خولې ځګونه باسي

لکه شين هاتي شينا کاندي سيندونه

نه به چــــــوڼي په ستايه دجنډ يو مـــوړسي

نه به موړسم دسلطان په صفتونه

دشنسب دکـهــالــه خـتــلی لـــمــر دی

دپسرلي په دود ودان له ده رغــونه

دښندو اورو يې درست ايواد زرغون کړ

له قصداره ترد يبله يې يــونـونـــه

په زابــل چي دبــري پرنيلي سپورسي

په لاهور يې د ميړا نې ګذارونه

نه يې څوک مخ ته دري د مير څمنو

نه يې توري ته ټنګيږي کلک ډالونه

داسلام ددين شهاب دنړۍ لــمــر دی

تورستهـان يې کړرڼا په جهادونه

هره پلا چه دی پر سيند وهند يرغل کا

رڼوي توره نړۍ په شهـا بـونه

په پسرلي چه يې تيرون په اټک وکـــا

غاړه غاړه يې تری سولـلـه زړونه

نه به ده غوندي روڼ ستوری په هسک ځلي

که څه پورته سي له غوره ډيرمېړونه

نه به راولي جګړن دسيند په لوري

نه به بری څوک دهند خپاره ښهرونه

نه به څوک زلمي دغـروسره را غونډ کا

دداور توری به چيرې  کا ځـلونه

يو خاوند شهاب الدين دی چې ئې وکا

په هرلوري هرايواد ته يرغـلونه

په جوپو جوپو جګړن يې هندته يون کا

چه دغور بادار په مټ وکا،زغلونه

نن په سيند باندي تيريږي يرغـل کاندي

په پرتم يې زمري ريږدي په زنګلونه

څپانده سيند يې هم لــه ډاره ايلايي کا

پراوږووړي دغوريانوښه ايړونه

په هرکال اټک دده ښه راغلی کاندي

غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه

پښتونخواښکلي زلمي چه زغلي هندته

نوآغلــيــه پېغــلې کاندي اتـڼــونــه

زرغونی هتې اغوستې وي دې غرونو

بټ بيديا هـم پولــلــي وي ځانونه

هرګهيځ چي لمر څرکيږي له خاتيځه

څوچه يون کا دلوديځه په څنډونه

که برېځروي، که غرمه وي که برمل وي

که لرمل ،که لمر لويده ،که ترملونه

دشهاب جګړن به نه کښيني له زغـــلو

نه به پريږدي دازلمي خپل بهيرونه

زمري کله کاږي ځان له يرغلګريو

څو يې نه کا مات مټونه ورميږونه

يا به جګ کادبريورپی په هند کې

يابه پريږدي په دې چاره سرونه

يا به وران کابودتونونه دبمبڼو

يا به سره کاندي په وينوايوادو نه

په رڼااوسې ته تل ددين شهابه!

نوم دې تل وه پردريځ پرنمزدکونه

څوراڼه سي ستا په توره دهند لوريه

څوچي نست کړې له نړيه بودتونونه

ستا په زيرمه دي خاونده لوی څښتن وي

موږخوستا په مرسته يونه څوچه يونه

 

دښکارندوی ستاينه يا قصيده دپښتو په لرغونو ادبياتو کي تر ټولو غوره او دادبي فورم له مخي دطبعت له ښکلا سره غاړه په غاړه اودپوره ارزښت وړده.دښکارندوی قصيده يا ستاينه دپښتو په ادبي تاريخ کي يو شهکار،نوښت ګري اودروان سبک علمي اوتاريخي نظم دی.په نوموړي قصيدوي شعر کي دطبعت ښکلااودهيواد هغه ځانګړتيا چي زموږ هيواديې په طبعي توګه لري په پوره مهارت سره ستايل سوې ده ، ته به وايې : چي همدااوس په هغه ما حول کي دطبعي ښکلاو ننداره کوم اوهرويونکي ته داسي الهام ورکوي ، لکه چي يو څوک دافغانستان په شنو باغونودانګوونواو روان رودونو ، دغرونوپه شنولمنوکي دتماشې په دود ګرځي اوراګرځي . اوس نو په داسي يوښکلي او دطبعي شتمنيو څخه ډک هيواد کي دهغه دقهرمانانوستاينه دواقيعت يوښه انځور ترسيم کولای سي. په رشتيا هم زموږ ښکلی او زيبا هيواد لکه څنګه چي يې مادي شتمني ډيره ده ، په همدغه پيمانه يې معنوي شتمني هم درلودله، چي دهغه له جملې څخه دتاريخ ستر قهرمانان ،سرتيري، واک داران او ملي لوړ شخصيتونه . چي يوه په زړه پوري بيلګه يې خپله ښکارندوی په خپله پورته ستاينه کي بيان کړيده . داستاد ښکارندوی ستاينه نه يوازي داچي دسلطان شهاب الدين ژوند اوقهرمانه څيره يې موږته را په ګوته کړيده . اوپه تاريخي لحاظ يې دخپل وخت سياسي حالت موږته راپه ګوته کړی دی؛ بلکي دايې دتاريخ سره پوره مرسته هم کړيده . داستاد دغه شعر چي دادبي فنونو له نظره دډير ارزښت وړدی معلوميږي چي هغه به ډيرنورهم په دغه ډول ښکلي اشعاردښکليوتشبهاتو، استعار و اونازک خياليواو دطبعت دبشپړه انځورسره درلودل. دښکارندوی په شعر کي تشبهات دسلطان شهاب الدين ميړانه کله هم دزمرو سره ، کله هم دڅپانده سيند سره او کله هم دبهر اودرياب دکښتۍ سره او دسلطان رحم او مهرباني دهغه پول سره پرتله کوي کوم چي دزرهاو مجبور کسانو دتګاو راتګ دپاره يې ځان وقف کړی دی او دخلکو مينه يې دسلطان او دسلطان مينه يې دخلکو سره په ادبي نازک خيا ليو کي ښودلې ده. موږ داسي نور ستايني په فارسي او نورو ژبوکي لرو چي په ډير افراط سره واکمنان ستا يي اوهغوی ته دمعجزو کولو افتخارات ورکوي لکه فرخي چي دسلطان محمود غزنوي په مدحه کي دغه ستاينه کوي او وايي : (( ١ ))

پيمبران راازان بيش معجزات نبود

که شاه دارد واين سخت روشنست وعيان

برآب جيحون پل کردن وګذاره شدن

بزرګ معجزه ای باشد وقــــوي برهــا ن

ملک بوقتي کزاب رود جيحون بود

چـــوآ سمان که مــراوراپديد نيست کران

برآب جيحــون درهفته ای يکي پل بست

چــنانکي ګفتي کــز ديــرباز بود چـنـان

نوموړې ستاينه په ډير افراط سره دستايني خوند لږوي اودواقيعي اوعملي تشبه پرځای يې په معجزوسره لوړوي ، په داسي حال کي چي معجزې ځانته خپل تعريف لري او انساني هنراو غښتل توب بيا ځانته عيني دلايل لري. لکه زموږ په نورو ادبياتو کي چي ګورو،غښتل توب دزمري سره ، پراخه حوصله دبهر دڅپو سره او قوت دطوفان او سيلابو سره پرتله کيدای سي .او ډيروخت تشبه دطبعت سره په اړونده وختونو کي راځي . ليکن پل جوړول معجزه نه؛بلکي انساني کاردی.

شيخ تيمن د٥٥٠ هـ  شاوخوا

شيخ تيمن دکاکړ نيکه زوی دپښتنو دلرغونو شاعرانو څخه دی. دده شعرونه دپټي خزانې ليکوال دشيخ بوستان بړيڅ له ( بستان اوليا) څخه رانقل کړي دي. ويل کيږي چي شيخ تيمن دکاکړو دسيمي (کاکړيستان) څخه دغور خواته ولاړ.او هلته تم اوميشت سو ـ ـ چي له همدغه سببه دده اولاده اوس هم په غورکي سته، چي په تيمني قبيلې اړه لري. ويل کيږي چي تيمن يو عابد ، زاهد اوپرهيزګاره سړی وو. او کله کله به ږوب ته تللی او دخپل پلار ليدنه به يې کوله ، اوخپله دغورپه شاوخوا کي دکجران په نوم سيمه کې استوګنه درلوله، چي دافغانستان مرکزي برخه او دغور جنوبي برخه ده ، دزمينداور سويل ختيځ ته کجران پروت دی. په تاريخي لحاظ لرغون پوهانو او تاريخ پوهانو دغه ځای په کجوران يا کجران سره ليکلی دی.

دبستان اوليا روايت اويادونه چي پټي خزانې را نقل کړی دی ، شيخ تيمن يې دعلاوالدين خان حسين سام دوخت ګڼي، چي داوخت سنه (٥٥٠هـ ) شاوخوا ده. او هم ددغه پاچا په وخت په کجران کي وفات سوی دی. دمحمد هوتک په وينا چي و يلي ئې وه: مادغه شعر له خپل پلاره دادخان نه اوريدلی دی ، چي ډيروخت به يې زمزمه کوی او هغه هم دشيخ بوستان اوليا له کتابه زده کړی ؤ. دغه شعر په پښتو قديمو شعرونو کښي ښه عشقي شعري نمونه ده ـ چي دوزن او الفاظوکلماتو له پلوه ځانګړی پښتو شعر ګڼو :

کهيځ رڼا دلمر خپره سوه

زما پرکور دويرناره سوه

دبيلتون ورځ توره تياره سوه

ږغ سو نا څاپه چه بيلتون راغی

زړه مې له دې وير ني شين راغی

په ژړا ژاړم څه ناورين دی

زرغون له اوښومي سادين دی

په نول نوليږم چي تا خون راغی

نه به بيا يم نه به بيا را سې

نه به تياره شپه زما رڼا سې

نه به شهۍ راته پخلا سي

بيليږم پير ئې اوس ديون راغۍ

دڅښتن پاردی هيرمي نکړې

اغليه مخ چي په يانه کړې

اوربل دي پريښووی واته کړې

پرما دبل اورکړوون راغی

دشيخ تيمن دالوړشعر چي په سوچه پښتو اووزن دی. له هغواشعارو له جملې څخه ګڼل کيږي، چي دموسيقې خوندهم لري. او يو عشقي خوندور شعريې بللا سو، دنور وپښتو عشقي شعرونو خوند په کښي نغښتی دی. خو دتيمن نور حال معلوم نه دی ، خو دپورته شعره څخه يې داجوته کيدای سي ، چي تيمن نيکه يو نازک خياله او عاشقۍ ته ورته شاعـر معلوميږي. داسي معلوميږي چي نورعاشقانه شعرونه به يې هم خامخا ليکلي وي. دده شعري ژبه پاکه او سپيڅلې ده، شعرونه يې ويونکي ، ساده روان او خواږه دي، او دده شعرونه دښوشاعرانو په قطار کي راځي. خو تيمن نيکه دخپل وخت يو عالم او نامتو شاعر تيرسوی دی اولکه چي وويل سوه تيمن په قوم کاکړاودکاکړيستا ن په ږوب کې پلرو اونيکه ګانو ژوند تيرکړی دی ، او هغه دکاکړيستان څخه دغور خواته تللی دی.اودلته موږ ته دقومي جوړښتونواو سوسيالوژيکواړيکوله مخي څرګنده ده چي دقومونو سيمي اودژوندټاتوبي سره بيل دي چي دا اعنانه که څه هم دقبيلوي ژوند په معنا اومفهوم سره ده؛خو اوس هم په پښتني سيمو کي پښتني قومونه په پاشلي توګه ژوند کوي دبيګي په توګه دباجوړپه سيمه کي باجوړقومونه، دشنواروقومونه په کمکي خيبراو غني خيلوکي، دکسي دغره په لمنو کي کاسي قونونه، دعـبداله خان او ګلستان خان په سيمه کي داڅکزوتوکمونه يا قومونه،همدغسي دنورزوکلي اوکورونه په دې ډول قومونه دخپلو وټيزو ګټودپاره په هره سيمه کي سرخوندي اوراټول ژوند کوي. چي په همدغه توګه تيمن هم په اصل کي کاکړاود کاکړيستان دسيمي څخه چي هر ځای تللی دی تللی به وي ؛خو زموږ موضوع يوازي دهغه پر ادبي برخه وه . نو ځکه دنوربيان څخه يې ډډه کوم. اودلته يوبل څوک هم دتايمني په نوم شاعر موږلروپه لاندي ډول موږبه هغه دخپل توان سره معارفي کړو.

تا يــمــنــي

٥٨٠ هـ شاوخوا

دتايمن قبيله په غورکي اوسي ، اودتيمن په نوم موږ يو پخوانی شاعر هم لرو چي په پورته بحث کي موږ په بشپړه توګه وښوی.اودهغه ژوند په ٥٥٠ هـ کال کي ښودل سوی دی . اوويل کيږي چي دپښين څخه به يې وغورته ځای تبديل کړی وي او س موږ دپښتوپه لرغوني ادبياتو کي ددوهم تيمن دنوم سره مخامخ کيږو اودا هم روښانه نه ده چي دنوموړي شاعر نوم تايمن دی اوکه دتايمن وتوکم يا قوم ته به منسوب وي. اودغوري شاهانو په دبدبه اوعصرکي لکه نورشاعران چي تيرسوي دي تايمن هم يو دنامتودرباري شاعرانو له جملې څخه ياد سوی دی. او په همدغه ډول دپښتنو ديوه لرغوني ټاټوبي زمينداورپه غرواورغوکي اوس هم ددې شاعر شعرونه دخلکو په ياددي . ويل کيږي چي نوموړی شاعر دغوري سلطان غياث الدين دوخت اوزمان دی. اودده يو شعر هم  په زمينداور اړه لري، چي په زمينداور کي ميندل سوی دی. اودا هم څرګنديږي چي تايمن په زمينداور کي اوسيده. اوڅنګه چي دسلطان غياث الدين غوري ژوند په ٥٨٠ هـ کال کي ؤ، نو دده ژوند هم په همدغه وخت کي څرګند دی.

داچي زاړه اولرغوني ادبيات موندل يوه اندازه ګران کار دی ، خو که څوک څيړنه وکي همدغسي مواد زموږ په کلی اوبانډوکي په پوره اندازه شته چي په همدغه وخت کي يودڅيړنوپه نتيجه کي دراپيداسوي لرغوني شعر چي دااوس موږ ليکني پرې کوو، دتايمن دغه ادبي شعردی . چي په دې باب دمرحوم عبدالحي حبيبي يادونه زموږ پام ځانته رااړوي اوهغه دنوموړي لرغوني شعر په باب داسي بيان کوي .

وايي : (( څه وخت چي زه په (١٣١٠ ش) کال چي زه دهلمندپه کليواولتوکښي ګرزيدم په يوه کلي کښي دشپې دزلموبانډارؤ اودنشاط اومسرت بزم تودوهلته به ځينو په خواږه ږغ نارې کولې اوځينوبه نڅل اوبعضوبه بدلي اوسندري ويلې ددې بانډارپه يوه خواکښي يو سپن ږيری ناست ؤ که څه هم زمانې دی نتلی اوويښتان يې تک سپين وه خوخوش ارواح سړی ؤ اوزړه يې ځوان ؤ .

دې سپن ږيري دزمينداور په غروکښي ښې شپېاوورځي تيري کړي وې .اودهلمند پرغاړويې دميني په دنيا کښي خپله ځواني خاوري کړې وه. دسترګوديديې لږشوی ؤ ، خوزړه ئې بيناؤ ـ غوږونه يې درانه وه ـ خوسدئې پرځای ؤ. زلموده د ته په درنه سترګه کتل ـ اوده هم په خپلو خوږو سندرو، بزمونه تودول، دخپل زلمي توب کيسې به يې کولې اودهلمنددغاړو،لوړوودانيواومدنيت زړې کيسې اوافسانې چي د ه ته له تيرو نيکونو څخه رسيدلي وې بيانولې به ئې. دې سپن ږيري په خپلو سندروکښي ـ دتايمن په نامه داشعرپه ملي وزم او خوږه لهجه ولوست ـ چي دپښتو يوه زړه ادبي ټوټه ده)).

اودادی اوس يې موږ دلرغونو ادبياتو په لړ کي ديوې بيلګې په توګه يادونه کوو.

دتايمن دشعربيلګه

نن زه ږغيږم په صفت دسلطان

چي دی بادارغازي ملک دجهان

دفيروزکوه اوغوررڼاله ده ده

هم ده تيرو ، توروبريښناله ده ده

چه توره وکاږي چړتون کي خالي

غليم يې کله کړي په توره سيالي

غياث الدين دغور زمری عليشان

داسلام دين دده په تـــوره روښان

ماده(( داور))په مځکه وليد ((ارم ))

دادجنت په څيروبڼ ښه خـــورم

دفيروزکوه په دود ودان دی نا

ښکلی هر ګل څه ښه خندان دی نا

دلته کړونګی دی ږغونه کوي

اوبه بهيږي سرودونه کوي

هرسړی ګوری چي ولاړوي اريان

کړي نندارې دخــــــــداوند د بستان

غياث الدين د جهان لمر دی نا

عالم له ده ډيربهره وردی نا

هند يې روښانه په اسلام کی نا

له ځانې خوښ خيرالانام کی نا

چي يې په غورکي نيلی زين کی نا

پرکافرانويې ناورين کی نا

تل دې بری وي دغازي پرميدان

زه تايمني ستاينه کــــړم دسلطان

دتايمني داشعاروڅخه فقط دغوندي موږ ته پاته دي ـ او په دې شعر کي دی زمينداور ستائي ـ اوددې ځای تاريخي ودانۍ اومدنيت بيانوي ـ همدغسي دپښتوادبياتوتاريخ دوهم ټوک په دې باب باندي بيا داسي ليکي : دی په زمينداور کښي دارم باغ ستاينه کوي اووائي : چي دفيروزکوه په ډول ودان دی ـ اودتاريخ له پلټني ښکاري چي دغور ارام په داورکښي يوباغ ودغوري عصر نو مؤررخ منهاج سراج جوزجاني هم ددې باغ ارم ياد داسي کوي :ثقافت چنين روايت کرده اند: که غياث الدين دراولي جواني معاشرعظيم بودوشکاردوست ـ وازحضرت فيروزکوه که دارالملک او بود تا بشهرزمين داورکه دارالملک زميستاني بود ه هيچ افريده را مجال نبودي که شکاري کردي … درزمين داور باغي ساخته بودان را باغ آرام نام نهاد والحق درميان دنيا مثل :زاهت وطراوت آن باغ هيچ پادشاهي را نبود وطول اوبقدردوميدان وارزيادت بود…. منهاج سراج دغوري عصر يو مشهوره سړی دی.چي دغوري شاهانو په دربار کي اوسيده. دباميان ـ هرات ـ فيروزکوه ـ زمينداور مدنيتونه يې په خپلو سترګوليدلي دي. دتايمني پښتون شاعردغه بدله هم ددغه مؤرخ دبيان تائيد کوي اوددغه دو عصروبيان دغوريانو دثقافت نماينده ګان دي ـ دتايمني دغه شعرروان اوساده دی . اوپه عيني حال کي حماسي اړخ هم لري . لکه دپښتونور څرګنداشعارپه وزم هم ويل کيږي  که څه هم په ظاهره دعروضي اشعاروپه تقليددقافې تراغيزولاندي دي دی.مګردپښتودپخوانيواواوسنيوآزادوسندرورنګ لري.اوداکثروبيتونوپه پا ي کښې دترم (نا) راغـلی دی،داخاصيت دملي اشعارودی ، چي په ترنم ويل کيږي . داسي ښکاري چي تايمن په شعر کښي دپخوانو اوخاصو وطني اسلوبونو تابع ؤ ، مګربياهم دماحول اغيزي پرسته ، ښائي دفارسي ادب اغيزي هم پرلويدلي وي چي دده ددغه شعره څخه هم ښکاري  .

 

دملکياربابا سندره

٧٤٩ هــجــري

ملکيارهم دتوري اوقلم غښتلی توريالی سړی ؤ، چي دسلطان شهاب الدين غوري سره په مبارزواوجګړوکي هم ملګری ؤ. دزاهد او تصوف اوعرفان له پلوه يې هم ښه شهرت درلود. څنګه چي ملکياربه تل دسلطان شهاب الدين سره په جګړو کي مل وو ، نو سلطان شهاب الدين هم دده دزړه ورتوب په خاطرپه ډهلي کي ده ته يوځای بخښلی وو. دی هم هلته اوسيده اوپه پای کي هم هلته مړاو ښخ سو. کله چي دسلطان معزالدين لښکري په جنګ کي وماتي ته نژدې سوي وه، نودغه توريالي اديب اوعارف يودننګ اوجنګ سندره وويله چي لښکريې هم وجنګ اوميړاني ته وهڅول اوپه پای کي بريالي سوه.

ملکياربابا دبابا هوتک مشرزوی ؤ، اوهغه وخت چي بابا هوتک وفات سونوملکيار بابادپنځه ويشتو کالو واو پسله هوتک بابا څخه قوم دملکياربابا پرسرلونګۍ وروتړل او ملکياربابا دسيوري په لتوکي ډيرخپلوان راټول کړه، اوهلته يې کاريزونه وکښل او خپل ځوانان يې په کاروګمارل او هلته يې ډيري ښکلي ودانۍ اوماڼۍ جوړې کړې. خو مغدل چي په دغه تمدن خبرسول نوسمدلاسه يې بريدونه پررا پيل کړه ، نو دمليارسره يې سخت جنګونه وسوه چي په پايله کې دپښتنومېني او تمدن وران او يولړکورنۍ يې وفرارته مجبورکړه، چي په دې کورنيوکي ځيني ومرغې ،سيوري، ږوب ته ولاړه ولاړل خوځيني بيا وازي خواته ،خو ملکياربابا بيرته هغوی سره را غونډکړه اومغول يې وشړل.نقل کوي: چي يوځل ترنک په ٧٤٩هجري کي په پسرلي موسم کي ډک سو چي يوه مياشت وبهيده اوملکيار ديوه غټ لرګي په وسيله يو پول پرجوړ کړاو خپله هم پرنوموړي پول تيرسو. اوپسله هغه يې دغه سندره وويل :

 

سندره دملکياربابا

ترنک بهيږي           ترنک بهيږي           غاړي ترغاړي

زما زړګی خو          خپل لالی غواړي

که روده روده          دترنک روده           خاوند دي وچ که

چه زړګی مومي       زماخپله سوده

که نيزدی نيزدی       نيزبيلتون دی           زړه نيزه وړی

په ويرژړلی            په غم زبون دی

که اوردی اوردی      په زړه مي اوردی     دااورپه وچ کا

دويـــرنيزونــه         بل ډيرپه زوردی

نمنځنه يوسه            سيني سپوږميه         ورته ووايه

چي ترنک ټال کړم    ستاله خولګيه

که خړو خړو           اوبوسوان کړی         بيل ملکياردی

پاته له ياردی           سؤب يې جانان کړئ

نقل دی چي ملکياربابا يوه ورځ دخپل تره توخي کورته ولاړاودخپل تره زوی نوربابا يې وليد چي غشي تيره کوي، ملکيار ځيني پوښتنه وکړه، تربوره دا څه کوې؟ هغه وويل: دمغلوپه جګړوکي ستا مل يم ، ملکياربابا دعاوکړه : تربوره تل سوب منداوسې! وايي چي :هروخت به نوربابا په جګړوکي بری مونداوماته يې دهيچا پيادنه وه.

نقل کوي : چي يوه ورځ دمغلو تاړاک پرسيوري را غلی اوهغه وخت دملکياربابا په کلاکي بيله ښځمنيؤ بل څوک په کورکي نه وه ،نونوربابا چي خبرسو ژريې ځان هغه کوټ ته ورساوه اومغل وشړل اوډيريې مړه کړه ، چي دخلکوله نظره داټوله دملکياربابا ددعابرکت ؤ .نوپه همدغه ډول ملکياربابا دخپل وخت مذهبي او ديني عالم سړی ؤ چي عام ولس ورته ديوه ښه پيرپه سترګه کتل او دهغه دعقايدو پيروي يې کول او دده په موجوديت کي پښتني قومونه او قبيلې په يوه اتحاد سره دميني دابادولو او ددښمن په مقابل کي ديوه پيستون په ليکوکي سره پيوست وه اوددښمن زور هم په دوي باندي نه رسيده هغه مينه دلوده چي ځوانان دهيواد په سمسورتيا کي ونډه واخلي او په همدغه سبب يې ځوانان هڅول چي دکښت اوکروندې په اصول ځانونه وپوهوي .

 

قطب الدين بختيار

٦٠٠ هجري شاوخوا

قطب الدين بختيارداحمد زوی دموسی لمسی په قوم پښتون بختياراودخپل وخت له نومياليو پوهانو څخه شميرل کيږي ، چي تراوسه هم په هند کښي شهرت لري . دده يادونه ځينو مؤرخانو کړيده . خو ځينو مؤبهرنيو مؤرخانو بيا داسړی نه دی پيژندلی . دی دپښتو يو ښه شاعر هم وه. چي سلمان ماکويې په خپله تذکره کي دمناقبوترتشرح ورسته يوه عشقي سندره هم رانقل کړيده سلمان ماکووايي (( بختيارپه پښتو سندري کړينه اوښي تويوينه ـ خدای ته نارې کړې غلبلې کړې هغه نو شعرونه هم لري چي يويې دادی .

ويريې زړه سوری سوری کړ ـ راته وګوره ملوکی !

په بيلتون کـــــی دې وباســــم ـ له خوږمنه زړګی کوکې

راته وګوره ملوکې ! راته وګوره ملوکې !

دبيلتون اورونه بل دي ـ هرګړی مي زړګی سوځي

ليـــونی يمـــه د مــيني ـ سوځم زه لکــــــه پيلوځي

راته وګوره ملوکي ! راته وګوره ملوکي!

غوړولی دي اور بل دی ـ اورزما په زړه کـــــــي بل دی

زه بختيار خاوري ايرې سوم ـ په اور سوی مي کوګل دی

راته وګوره ملوکي ! راته وګوره ملوکي

دځينوڅيړنوڅخه داسي جوتيږي چي خواجه قطب الدين بختيارپه ٥٧٥هـ په شاوخوا کي زيږيدلی دی او د سلمان ماکو دوخت دی ، او هغه يې دغه پورته شعر ديوه عشقي شعرپه توګه ليکلی دی خو هغه يا قطب الدين بختيا په فارسي شعر ويلی دی اوپه فارسي ژبه کي پوره يو ديوان لري ، خو دښاغلي مرحوم پوهاند حبيبي صاحب له نظره دهغه فارسي شعر دومره پوخ نه دي لکه پښتو شعر چي ئې پوخ دی. او محترم نعمت الله په مخزن کي دهغه دغه فارسي شعر را نقل کړی دی.

 

ای خاک درت بفرق سرتاج ـ محتاج توهم غني ومحتاج

هستي وجـــود عــاشقان را ـ  کردي به کرشمۀ تو تاراج

ازدولت عشق تو دل مــن  ـ  چون بحرعميق ګشته مواج

ازمملکت وجود عشقت ـ هرچيزکه بود کرداخراج

خامي که زنددم ازاناالحق ـ بردارزنيش همچوحلاج

مهتاجتوقطب الدين نه تنهاست

باشد به  تو کــا ئنا ت محتا ج

په دې ډول نعمت الله قطب الدين دخپل کتاب په ډيروځايو کي ((اقطب افغان )) بولي ، او په دې توګه دده دنورو هم قومانو مشاهيرو نومونه هم راوړي لکه : خواجه يحيا ، بختيار، شيخ شهاب بختيار، شاه ابوبکر بختيار اونور… داخو ښکاره ده ـ چي بختيار دپښتنو يولرغونی اوستانه قوم دی . چي تراوسه هم دسليمان دغره په خواوکي شپوني ياپونده ګي اوسواداګري کوي.په پخواکي مؤرخان په دې قوم نه وه خبرنويې قطب الدين پښتون نه دی ليکلی . تش دده سره بختيار ليکي ـ فرشته وايي : قطب الدين په اوش کي زيږيدلی دی چي دماراولنهر له ښاره څخه وو. (دډيرمعلوماتو له پاره مخزن افغاني خطي نخسه وګوری ) ابوالفضل علامي هم دی دفرعانې داوش اوسيدونکی بولي . همدغسي اوش يا اوچ دوه ښارونه دي چي دجحون درودپرهغه عاړه پراته دي. چي ددې څخه داسي معلوميږي چي دقطب الدين پلار يا نيکه به وهغه خواته تللی وي ځکه په دغه سيمه کي دامير عبدالرحمان خان تر پيره دقومونو تګ اوراتګ کيده. اودده پښتون واله پښتنو مؤرخانو تصديق کړيده. او په همدغه ډول دی ممکن په فرغانه کي زيږيدلی وي . او سلمان ماکو هم دده په باب داسي روايت راوړی دی : نقل کاوه شي چي ؛ بختيار ستر ستانه و ـ له ده شوی دی هغه کرامات چي موږ وکښل اووويل ، موسی چي ستر پلارؤ دقطب الدين اوتللي ؤ له بختيارانو څخه اوميشت ؤ ـ پرايواد چي سيند باله شي ( دنورمعلومات له پاره تذکرت اوليا سلمان ماکو)خو په ورسته کي ممکن ملتان ته هم تللی وي او هلته يې هم علمانه شهرت ګټلی دی . او په پای کي په ٦٣٣ هـ کي وفات سو او په ډهلي کي ښخ دی چي قبر يې هرچاته څرګنددی . چي دفرشتي په قول دعمرپه ٥٨ کنۍ کي مړسو. اود سلطان معزالدين سره يو ځای د هند په فتوحاتوکي تللی دی . خوپه هر صورت قطب الدين پښتون او دپښتو اودري ژبو ښه شاعر او دخپل وخت ليکوال ، پوه اوعالم شخصيت ؤ ، چي دخلکو په زړونو کې ځای درلود.

شيخ متي بابا

٦٢٣ ـ ٦٨٨ هـ

شيخ متي دعباس زوی دی ، چي عباس په پنځم پښت دپښتوژبي بل شاعر خرښبون ته رسيږي .دی هم دپښتنو دنورو شاعرانو په څير عقيده من او متقي شاعر ؤ.ډيروتاريخ پوهانو دده يادونه کړيده، چي ددې جملې څخه نعمت الله هروي په مخزن اواخوند ردرويزه په خپله تذګره او حيات افغاني هم دشيخ متي يادونه کړيده.

شيخ متي ددې وخت يو پوه اوعالم شخصيت او په مروجه علومو پوه او په ديني علومو دنورو شاعرانو په رسيدلی عالم سړی ؤ، نو ځکه يې دبابا لقب هم درلود .دپه خپله کورنۍ کي دعلم اوپوهي بنسټ ايښی اوپه ټولنه کې هم په پراخه پيمانه علم رواج کړی دی. دده په کورنۍ کي دده چه ورسته نور پوهان هم ټولني ته راووتل او په خپل وخت کي دپوره نوم اونښان خاوندان وه. چي ددې جملې څخه موږ د شيخ کته نوم يادولای سو چي يو پوخ ليکوال وو اوپه ورسته کې دلرغوني پښتانه په نوم يوکتاب وکښی. اوشيخ قاسم چي په ٩٥٦هـ کي زيږيدلی دی او په ورسته کې تذکره اولياي افغان نامتو کتاب يې وليکی. او همدغسي شيخ امامالدين نامتو ليکوال دده دکورنۍ څخه دی چي نامتو کتاب يې دتاريخ افغاني په نوم وکښلی. په خپله شيخ متي هم دخپل وخت ليکوال دي او ډير نامتوکتاب يې دخدای دميني په نوم وکښی . اوپه خپل وخت کې پوره شهرت درلود او هرچا به دنوموړي کتاب څخه ګټه اخيسته اودپټي خزانې ليکوال وايي :نوموړی کتاب ترډيروخته دشيخ متي بابا پرمزارپروت و خودپټي خزاني مؤلَِف دده يوه منطومه دخپل پلار څخه اوريدلې اورانقل کړيده.منظومه په دې ډول ده:

له لويو غروهم په دښتوکــي ـ په لوی سهرپه نيموشپوکي

په غاړه ږغ اوپه شپيلکوکي ـ يادويرژلو په شپيلو کــــــي

ټول ستاديادنارې سورې دي

داستا د ميني نندارې دي !

جندې زرغونې که په بيديادي ـ دبربنډ خوا ته په خندا دي

ترنک چي خړدی په ژړا دی ـ داټول اغيزدميني ستا دی

 

ټوله ښکـلـل دي ستا له لاسـه

ای دپا س وا لو پاسه پا ســه

که لمر روښانه مخ يې سپين دی ـ يا دسپوږميه تندی ورين دی

که غردی ښکــلی پــرتيمن دی ـ لکه هــنــدارمخ دسيــنــد دی

ستا دښکلا داپــلوشه ده

دايې يو سپکه ننداره ده

دلته لوی غرونه زرغونيږي ـ دژوند وږمې پکي ځليږي

بوراوې شاوخـــواکــړيــږي ـ سترګې لـيـد وته هيښيږي

لويه خاونده ټوله ته يې!

تل دنړۍ په ښکليده يې

خاونده ښکی ستا جمال دی ـ ښکاره يې لورپه لور کمال دی

که ورځ ،که شپه،که پيړۍ کال دی ـ ستا دقدرت کمکی مثال دی

ستا د لـــورونو يورڼاده!

دلته چي جوړه تماشا ده!

زړه مي داستا دميني کور دی ـ سوی دعشق په سوځند اوردی

رپي وتاته داستا په لوردی ـ بې له دې هيڅ دی ورک يې پلوردی

ستا د جما ل په ليدوښاد د ی

که نه وي دغه، نور برباددی

په غروکي ستا دعشق شپيلکی دی ـ ددې نړۍ په عشق سمی دی

که غټ که وړ که پنډ نـــری دی ـ  ستا دجمال ځری هرشی دی

چه پردنيا مې سترګې پرې سوې

ستا د جمــــا ل په نندارې سوې

نه هسک نه ځمکه ووتورتم وو ـ تياره خپره وه ټول عدم وو

نه د ا بــلــيس نــه يې ا د م وو ـ ستا د جما ل سوچه پرتم وو

چه سو ښکاره ښکلې دنيا سوه

دپنځ پـرلــوري يـــې رڼا سوه

زه چي څرګند پردې دنيا سوم ـ دښکـلي مخ په تماشاه سوم

ستــا پرجما ل باندي شيداسوم ـ له خپلي سټي را جلا سوم

په ژړا ژاړم چه بيلتون دی

يمه پرديسي بل مي تون دی

وګړيو ولې متي ژاړي ؟ ـ سورې يې اوری غاړي غاړي

څه غواړي ، څه وايي؟ څه باړي ـ خپل توان اوکوروکلی غواړي

چوڼی چه بيل سي نيمه خواسي

تل يې دبڼ په لور ژړا سي  !

وا سي يادوني سوي دي چي نوموړی کتاب چي (دخدای مينه) نوميږي دشيخ متي عليه الرحمه پرهديره به پروت وو او خلکو هغه ويلی اودهغه ډير سوزناکه شعرونه وه چي دخلکو په زړنو کې پوره ځای درلود او دهغه شعرنو دخلکوپر احساساتو دومره اغيزه ښندل چي هر چا چي به نوموړي شعرونه لوستل نوورسره ژړل به يې . دا نخسه تر ډيره وخته په کلات کي دشيخ متي صاحب پرهدير موجوده وه ؛ خو څه وخت چي مغل پردې خاوره تيری وګړاودافغانستا ن يولړ برخې تر خپل اشغال لاندي راوستې نو هغه وخت چي کلات هم داشغالګروپه لاس کښيوت نونوموړی کتاب يې هم له ځانه سريووړاو ترنن ورځي پوري يې بيا درک هم نه دی معلوم سوی او ممکن په شعوري توګه يې دمنځه وړ وي. خو په هرصورت شيخ متي يو پوه اودقدروړ شخصيت وو او په خپله سيمه کې پوره مينه وال درلوده. اود کهول اوس دمتي خيلو په نوم په خورا ډير تعداد سره اوس هم سته چي ډيرمحترم پښتانه دي.اودکلا ت خلکو دده په درناوي دښوني اوروزني په چوکاټ کي يوه غټه او مشهوره ليسه جوړه کړيده چي هرکال په سلهاو زده کونکي دهمدغه ليسې څخه فارغيږياواوپوهنتونوته معرفي کيږي او بيا ټولني ته وړاندي کيږي .دشيخ متي زيارت دکلات پرلوړه غونډۍ پروت دی اوولسونه يې زيارت ته ځانګړې عقيده لري او دده دکتاب په باب چي دخدای مينه نوميږي چي په اصل کي يوه دشعرومجموعه ده اونوموړی کتاب شيخ متي صاحب په غونډان کي ليکلی دی . اوکه د نوموړي کتاب دغه پورته شعر دپټي خزانې په وسيله نه وای ساتل سوی نو به په دې کي شک هم نه وايی چي اوس به دهغه په باب دشاعری کومه بلګه هم نه وای نوپه همدغه ډول دغسي شاعـران په يوه پراخه پيمانه ورک هم دي . اومحمد هوتک هم دخدای دميني دشعردنوپه باب ډيرښه نظرلري اوهغه يادونه کوي چي دخدای دميني اشعار خواږه او دلوستونکو پراحساساتو باندي په ځانګړې توګه اغيزي ښندي .

بابا هوتک ٦١١ ـ ٧٤٠ هـ

بيا هم دپښتنو ديووتلي شاعر شيخ اونامتو دکرامات خاوند بابا هوتک په باب خپل قلم څرخوواودهغه حق اداکوو. شيخ هوتک بابا دباورعيله رحمه زوی او دتولرخان لمسی ؤ، چي تولرخان دغلجي له کورنۍ څخه وو. دمؤرخان په قول داکورنۍ دبيټ نيکه له توکمه اودهغه دنامتوکورنۍ څخه راوتلی دی، چي له همدغه کورنۍ څخه ډيرنامتو پوهان او اديبان راوتلي دي.چي په خپله بابا هوتک هم تر ترنکه دپښتنو مشري درلودله . چي تر ٦٠٠ هـ په شاوخواکي دپښتنو مشري دهمدغه کورنۍ په لاس کي وه او بابا هوتک هم په ٦٦١ هـ کي زيږيدلی دی.دمغلو ديرغل له پيله بيا ترپايه بابا هوتک لومړی پښتون شاعردی چي له خپله وطنه او هيوادنه يې دفاع کړيده.بابا هوتک خپله په مستقيمه توګه دمغلو او نور و يرغلګروسره په جګړوکي برخه اخيستۍ ده . او دقلم اوتوري په زور يې دمغلو سره مبارزه کول چي يو شعر يې تر موږه رارسيدلی دی.

دبابا هوتک حماسه

 

پرسورغر بل راته نن اور دی ـ وګــړيه جوړراته پيغور دی

پرکلي کورباندي مغل راغی ـ هم په غزني هم په کابل راغی

***

غښتلو ننګ کړی داموواردی ـ مغل راغلی په تلوار دی

په پښتون خواکې ناتاردی ـ پرکلي کورباندي مغل راغی

***

آد مـــرغــې غښـتلوراســی ـ پرننګ ولاړد پښتونخواسی

تورې تيرې غشي ترملاسی ـ پرکلي کور باندي مغل راغی

***

زلموپه غشيوکړی وارونه ـ د تيرو تــورو ګـــذارونـــه

ورړواندي کړی خپل ټټرونه ـ پرکلي کور باندي مغل راغی

***

زما دزلمو ويني بهـيږي ـ مځکي اوغرونه په سره کيږي

ميرڅي زغلي اوترهيږي ـ پرکلي کورباندي مغل راغی

***

پښتنو هلی پرغره جنګ دی ـ سورغرپه وينو ددوی رنګ دی

مها ل دتورې دی دننګ دی ـ پرکــلي کور باندي مغـل راغی

***

زلموپرننګ ځانونه مړه کړی ـ دښــن په غشوموپېيه کړی

دپښتنخا مځکې ساته کړی ـ پرکلي کور باندي مغل راغی

***

با باهوتک دپښتونخوا سيمه په خپلو ميړنيو پښتنو ساتل اوتل به يې دهيواد پالني په روحيه نوي ځوانان دهيواد دساتني ولوړي روحې ته اماده کول . او په دې توګه يې دمغلو سره خورا ډير جنګونه وکړه ، اوهميشه به مغل پسله يرغل څخه بيرته په تيښته کي وه اوداتغر او مرغې په غرونوکي به پټيد ل خو دهغوی دپاره اتغر او مرغه يو دامن ځای نه وه او په همدغه ترتيب به يې دارغنداب دسيند پوري غاړي ته وشړل . بابا هوتک په همدغه جنګونوکي سپن ږيری سو.خو دده وخت په جنګو کي تيرسو اودا هغه وخت دی چي دپښتونخوپر سيمه دغوريانو عظمت کمزوری سوی دی اودمغلو تاړاکونو ، ظلمونوخپل استعماري زورزياتی راپيل کړی دی او په دې وخت کي په ځينو برخوکي دسيستان او هرات ، خرسان ځيني برخي کي چي محلي زورواکان پرسرد قدرت وه هغه دمغلو سردسازش په روحيه څه ناڅه ارم وه خو پښتنو چي تل خپل هيواد په خپلو وينو ساتلی دی هغه په جنګوکي راشکيل او قرباني ورکوله. چي دجنکو ډيربرخه دارغنداب او ترنک په ورشوګانو کي دمغل په مقابل کي مبارزه کوله اوهميشه به وجنګنو په وخت کي غروته ختل او دغرو څخه به يې دوسيلې په توګه ګټه اخيسته چي په دې بدواوناارامه شرايطو کي بابا هوتک هم ژوند کاوه ، نو په همدغه اساس بابا هوتک په پښتنو کي لومړی شاعر دی چي دمغلد په مقابل کې حماسي شعر ويلی دی اودپټي خزانې په وسيله موږته راپاته دی نو موړی شعر موزون او قافيه داره شعردی ، خو پسله ډيرادبي خدمته چي هيوادته يې ډيري قربانۍ هم ورکړې  خوپه پای کي داويا کاله په عمر يې ددې فاني دنيا څخه سترګي پټي کړې اوپه سنه (٧٤٠) هجري کال وفات سو . ( روح دې ښاد وي ) .

 

ملکــيــار غرشين

(٥٨٠ هـ شاوخوا )

ملکيارغرشين هم يو غښتلی اوتوريالی سړی ؤ. دی هم دتوري او قلم څښتن وو، چي دسلطان شهاب الدين غوري سره په جنګواومبارزوکي ملګری ؤ، دبزرګۍ او ديني تصوف ، پوهي له پلوه هم دپوره شهرت خاوند ؤ. اوپرسلطان باندي يې هم پوره قدرموجود ؤ. اوپه همدغه خاطريې په ډهلي کي يو ځاي دده په نامه کړی وو. ملکيارهم هلته په ډهلي کي اوسيده او هم هلته مړاوښخ کړل سو، څه وخت چي دشهاب الدين لښکري په جنګ کي دماتي سره مخامخ کيده او مورال يې کښته راتله نو دغه مبارز اديب اوعارف يوه دننګ او جنګ رزمي سندره وويل : نوبيرته به يې لښکر همت بريا ليتوب اوپيروزۍ ته اماده کړه . او په همدغه ډول په پای کي به سوبه يا بريا دسلطان شهاب الدين په برخه سوه .

څښتن مومل دی        اوس مويرغل دی             هيواددبل دی

غازيانو ګوری ـ  څښتن مو مل دی

توري تيرې کړی             دښن موپرې کړی      منګولي سرې کړی

څله به تښتو ـ څښتن مو مل دی

که ټنګ کړو زړونه          پربري يونه             چي زمري يونه

اسلام را څخه دی ـ څښتن مومل دی

غازيانو راشی          ټول شاوخوا شی      دشهاب په ملا شی

دښن مو غوڅ کړی ـ څښتن مو مل دی

دملکيار غرشين په باب با يدوويل سي چي ملکيار په قوم غرشين او غرشين دپښتنو يو لرغونی او ستانه قوم دی او ملکيار دهمدغه قوم يو لرغـونی اوستانه پوه او مبارز سړی دی. دوی څنګه چي تاريخ ليکي يو زحمت کښه قوم دی او وچ غر يې شين او سمسور کړ نو ځکه يې غرشين بولي اوپه شمير نسبت لږدي . دملکيار غرشين په باب نعمت الله هروي ليکي : چي شيخ ملکيار دابوبکر طوسي دوخت او زمان دی ، او په ډهلي کې يو ځای ژوند سره کاوه چي سلطان دملتان دفتحي پروخت وده ته بخښلی ؤؤ. اودده مقبريا مرقد هم هورې دی .

دغه روايت چي نعمت الله کښلی دی څوسوه کاله مخکي سلمان ماکو هم همدغسي را وړي دي. اوددې څخه معلوميږي چي دملکيار غرشين ژړند هم دسلطان معزالدين غوري په وخت کي تير سوو دی اودا وخت ٥٧١هـ کيږي . سلمان ماکو دده دحماسي ژړند په باب ليکي :چي هغه دتوري اوقلم څښتن اود وخت په مروجه علومو پوه انسان ؤ.اوهغه پښتنو اومسلمانانو ته ستره پيروزي ورپه برخه کړه. دسلمان ماکو له بيانه معلوميږي چي ملکيار غرشين توريالی دوخت په مروجه علومو پوه ، شاعر ، اوهيوادپاله انسان ؤ.او هغه به تل نه يوازي دخپل ځان شعرونه ويل ؛ بلکي هغه به دنورو شاعرانو شعرونه هم زمزمه کوله چي په همدغه ډول سلمان ماکو دملکيار له خولې دسړبن شعرونه را نقل کړي دي . ځيني مؤرخان دملکيار له نامه سره پرن هم ليکي ـ چي سلطان فيروزشاه په (٧٢٥ ـ ٧٩٠ ) ډهلي ته نژدې فيروزآباد جوړکړاوپاچا دشيخ ملکيارپران په نامه يو سرا هم جوړکړ . او دهمدغه عصر مشهورتارخ پوه ضيالدين برنی ئې په (٧٥٨) کال کي يادونه کوي . او نور تاريخ پوهان يې هم په همدغه ډول تصريح او څرګنده وي . او اوس هم ملکيار په ډهلي کي دشيخ ابو بکرطوسي له مزاره سره يو ځای ښخ دی.ملکيار نه يوازي دپښتونخوا په غرو اورغو کي دپوره نوم انښان خاوند دی ؛ بلکي هغه په سيمه کي په ځانګړې توګه په ډهلي کي هم خپل نوم اونښان په ډير ښه توګه ساتلی دي او خلک هم پوره احترام او درناوي ورته کوي . په ځانګړې توګه دډهلي مسلمان ولس ، ولي دملکيار نور شعرونه زموږ په لاس کي نه شته او دا هم نه ده معلومه چي هغه به نور څومره شعرونه ويلي وي اوشعري ديوان به يې په توګه له منځه تللی وي . خودا چي ملکيار غرشين هرڅومره شعرونه ويلي دي خامخا به يې ويلي وي ، ځکه دهغه دپوخ شعر څخه داسي معلوميږي چي هغه دخپل وخت ډير ښه شاعر او اديب ترسودی ، خو دنورولرغونو شاعرانوپه څير يې شعري ديوان زموږ سره نه سته او دړخت دتاړاکونو په سبب به له منځه تللي وي ، اوديادولو وړ بولم چي وليکم موږداته دوه ملکياره لرو . لومړی ملکيار غرشين ؛چي پورته موبيا پر وکړ . دوهم : شيخ ملکيار هوتک : چي په ٧٤٩ کې ژوند تخمين سوی دی. اوپه ٧١٥ هـ کي زيږيدلی دی .

اکــبــر ز مـيـنـد ا و ر ی

د٧٨٠ هـ شاوخوا

اکبر زمينداوری هم دپښتنو دلرغونو او قوي شاعرانو له جملې څخه دی چي دده اثار هم ورک دي اويوازي يې يو څو پاڼي دپوهاند مرحوم حبيبي صاحب په تلاښ ميندل سوي دي . چي دهمدغه پاړکي په وسيله علامه حبيبي صاحب موږته يو نامتوشاعراودوخت دقلم خاوند يې موږته راوپيژندی او دپښتو ادبياتو لمن يې په پراخه پيمانه ارته اوپراخه کړه.

اکبرزمينداوری پوخ شاعردمغلوپه پيراودوران په لومړيو وختونو کي ژوند کاوه. او دی هم دهغوشاعرانو دجملې څخه شميرل کيږي چي دغه دوران يې په خپلواشعاروکي غندلی او شکايت يې کړی دی.اوددوران څخه شاکي شاعر دی، اودنوموړي دلاندي شعر څخه داسي معلوميږي چي خامخا به شاعر يو پوخ شعري ديوان هم ولري.

شعر

مثنوي

زه عاشق يم يارهم نيز       نورڅه نه لرو تميز!

يو پربله عاشقان يو           هم په خپل عشق کي صادقان يو

يو په بل پسي رنځوريو      چه نژدې نه يو مهجوريو

عشق که ښه دی که بلا دی         پيداکړی زموږ مولادی

که ږغ نه کاعاشقان څوک         مړشي دوی پرداجهان څوک

خوبه دواړه شهيدان وي            که رشتينی مسلمان وي

زه که مخ په اوښوسورکړم        زړه کباب صورت تنور کړم

لايق داچي دازه وکړم        څه تهمت به پريارنکړم

ولي هرځای زه بيلتون کړم        بيا دسرواوښورژون کړم

هم اشنا خوار کړم هم ځان         بيا تهمت کړم پردوران

که نژدې که پرهيواد يم             زه دده په خيال وياديم

چه دغه ښه ديدن يې يادکړم              په تش خيال يې خاطر يا دکړم

زه چي ژاړم مرادمي دادی         چي اشنا له ما جلادی

زه ديارسم يارمي خپل سي         زه بلبل سم يارمي ګل سي

په سپن مخ باندي تپيږم             چي دی خاندي ترې جاريږم

دليدوشربت يې نوش کړم          غم دهجر فراموش کړم

سره کينو په خنداسو

په داتيراحوال ګوياسو

چه تيرشوي په هجران دي         خوشحال سوي غمزان دي

له دې پسه به صحبت کړو         زده زړونه به راحت کړو

چي غمازپاڅي له ميانه             همنشين شم له جانانه

چه غمازله ميانه دورسي           نورکه شپه وي هم به نورسي

ولي يار زما خواهان دی           بيا په عشق کي پهلوان دی

ډيرنفرت کاله غمازه                رب دي دی کا سرفرازه

زه هرڅوچي باندي چور يم        خودده په پند ماموريم

که زلمی دی خو عـقـل دی         بيا دعشق په کار مــل دی

ترما زيات دعشق په کاردی       هم مـــعشوق هم مينه داردی

خو په خپله ترې جلا سو م

مدام سرپه واويلا سوم

داکبرزمينداوري نوموړی شعر چي دسوزاو عشق يوه غوره نمونه ده په خپل ځان کي هغه جذبه ښوي کوم چي په طبعت کي هم نوموړيه جذبه شته او پوهان يې دجاذبې قوه بولي . او نوموړې جاذيبه دعاشق او معشوق پاکه مينه ده. خوپه هرصورت نوموړی شعر ديوه انسان دعشق احساس ښوي .يوبله نمونه يې :

کسر

زه چي په مينه معشوقو د بنګړو شرنګ لره ځم

زه دهجران د بـيـلـتـا نه د تو ر و جنګ لـره ځم

زه اپوته يم په هجران سره قرار نلرم

هجرمي اوږد سو د وصا ل داميد کا رنلرم

بيلتون په خوله راکړې څاپيړې زه لاعارنلرم

وام دمعشوق پرسينه پروت زه تورلونګ لره ځم

***

ځيني يې ولي څوک عاشق څرنک به توري کاندي

پرخوا ر مين د شها هومره ژوري کـــــانـــــدي

بې نيازه نه کا چي پــلــو له مخــه ليري کــانــدي

چي راوپاڅي په اخلا ص چي خپل چورنګ لره ځم

***

اول خوته نجلۍ په عشق باندې اقراره سولې

اوردي را پوري کی نورکښينستې قراره سولې

هيڅ ګفتګووي له عشقه نه کوې بيزاره سولې

يوارخو، و وا يه قرار چي د يا ر څنګ لره ځم

داکبر په پورته غزل کي دعشق څرګندونه په ډاګه سوې وه. اونوموړی احساس به خامخا ديوه عاشق احساس وي اومعلوميږي چي داکبرزړه ديوه احساس او عاشق زړه دی او اظهاريې دهغه دزړه اوازدی .

داکبر زمينداوري يوه بله په زړه پوري غزل :

دخپل ځان له حيرانۍ څه ويل کړم

دعشق ويربه تل په خپله پټول کړم

مامدام لکه بورا پرګلوکښت کـــړ

اوس به ځم په سرتورسرفراق دګل کړ م

دغماز لړمون به زه په لمبه کښيږدم

ځيني هيربه ديار بزم اومل ګل کړم

زما ديار دميني اور په زړه کي بل دی

زه به سراو مال ښندم ديدبه حاصل کړم

دبيلتون له ويره ژاړم اوښکي ويني

زه اکبرپرخپل اشنا دسرښند ل کړم

چي مدام زه ستا ومخ وته نظروړم

دبيلتون له بيړي زړه زيروزبروړم

که په مادي حکم وشي چي خادم شه

دغه ستا دنغري سور انګار پرسروړم

چي جمال په مهراومينه راښکاره سي

شين توتي شم په هوا دميني پروړم

چي ګفتاردي په ښه مينه راته وسي

نو بډای سم کوټي کوټې در ګوهر وړم

که مي وژني که مي پيري رضا ستا ده

ستا وعشق ته مدام موخه ځګروړم

چي جمال دي په هجران کي را پياد شي

هغه دم په تصور شمس وقمروړم

ستا دتورو څڼوخيال هسي طويل کړم

تل په زړه کي دغه فکر زه ا کبروړم

***

داکبر زمينداوري شعرونه دسوزاوميني ډک شعرونه دي او هر څوک که دميني په جال کي بندسي نوبه دغسي احساس اودميني ډک شعرونه ديوه الحام په څير واي . او دهغه دشعرونو په ډولونو کي رنګارنګ ځانګړني سته؛هغه مثنوي شعرونه،غزل،څلوريځي اوډول ډول فورمو نه لري.هغه دعشق جاذيبه دمعشوق پرزړه ديواغيزناکه څرګند وا قيعت په څيرڅيړلی دی هغه ته مينه يوعيني واقيعت اوپرژوند دهغه اغيزي لوړي ښوي. خو ډير لږ شعرونه يې موږ ته راپاته او دتاريخ دانقلابونو څخه ساتل سوي دي.

اکبرزمينداوری هم دپښتنو دورکوشاعرانو له جملې څخه دی چي ډير شعرونه يې ورک او دتاړاکونو قرباني سوي دي. خو دعلامه عبدالحي حبيبي صاحب په زيار او زحمت سره دنومړي شاعر پته پښتنو ته څرګنده سوه اونوموړی شاعر دمغلوپه لومړي تاړاکونو کي ژوند کاوه او ديوه بيت په وسيله يې دمغلو ظلمونه غندلي دي اوداسي شکايت کوي . او هسي وايي:

د مغلو تمر(١) هسي په اور وسو م

چي به هيرپه دې ماتم زمينداورکړم

ددې بيت څخه داسي معلوميږي چي دی دګوډتيمور په وخت کي ژوند درلودځکه چي (تمر) دتيمور پخوانۍ املا ده اودې پاچا له (٧٧١ هـ  ٧٠٧) هـجري پوري سلطنت درلود . نوداکبر دژوند شاوخوا هم دغه کلونه ټاکلای سو.او امير تيمور په ٨٠٠ هـ کي دافغانستان نور ځايونه فتح کړه .بيا يې له کابله دهند پرلوري حرکت وکړ .

 

 

 

 

سلطان بهـــلول

٨٥٥ هـ ٨٩٤ هـ مړينه

ملک بهلول دملک کالو زوی وو ، دی زړه ور مدبر اوپوه پښتون وو.

په( مخزن افغاني) کښي نعمت الله هروي رحمه الله عليه هسي کښلي دي چي : ملک بهلول دملک کالازوی وو، په هندوستان يې دسلطنت بيرغ هسک کړ، اودعه ملک دلودي طايفې څخه ووچي ددډيري زمانې راهيسي لودي ټبراو کورنۍ په هند کي سلطنت کاوه .

ملک بهلول داسلم خان تر وفات ورسته په سرهند کي قدرت وموند اوپسله ډيرو جنګو څخه يې پرهند اوډهلي باندي دپښتنو دحکومت واګي ټنګي کړې اوپه ډهلي کي کي ورسته دده په نوم خطبه او سکه وهل کيده. او په مسلسل ډول يې پاني پت ، لاهور ، هانسي ،حصاراو نا ګوار يې دملتان تر څنډو پوري ونيول . خو دهندواڼو درا جاګانو سره يې سخت جنګونه وکړه اودسخت مقاومت سره مخامخ سو، خو پښتنو وهندواڼوته دا وخت ورنه کړ چي دپښتنو واکمني دي ختمه کړي او په لره اوبره پښتونخوا کي پښتانه سره يو موټي او سلطان بهلول حکومت يې حمايه کاوه ، خو دبله پلوه دلوديانو حکومت هم يو ازاد حکومت ؤاو هندواڼو په پوره ازادي سره خپل مذهبي مراسم ترسره کولای سوه. نو هندي راجاګانو هم د بهلول حکومت پيژنده اودهغه ملاتړيې کاوه.

سلطان بهلول يو عادل پاچاوواودمسلمانانو او نورو مذهبونو سره يې په تفاهم کي ژوندکول غوښتل اوپه همدغه ډول يې آته ديرش کاله پرهنوستان سلطنت وکړدده په باب ډيرتاريخونه اوويونکي وايي : چي سلطان بهلول په هند کي په عـدل او پوهي باندي شهرت درلود .اوپه پای کي سلطان بهلول په کال ٨٩٤ هجري قدسي وفات سو لکه چي وايي :

به هشت صدونودوچهاررفت ازعـا لـم

خـديوملک ستان وجها نکـشا بهـلو ل

محمد رسول  کلاتوال په خپل بياض کې داسي کښلي دي چي په هندوستان دبرسات په موسم کي خليل خان نيازي هسي رباعي انشآ کړه اودسلطان بهلول ۍادشاه په مخ کې وويله :

خړي وريځي ژاړي له پاسه ـ کويله ږغ کا بيلتون له لاسه

يه ؛ هغه لوني ګوهرپه خوله ستا ـ دامرحبا کا ستا زموږ مواسه

سلطان بهلول چي دا رباعي واوريده په جواب کې دالاندي رباعي سمدستي وويله :

رباعي دسلطان بهلول

ملک به زرغون کړم په ورکړه راسه  ـ ګوره اوريځې ددادله پاسه

خول مې دعـد ل په دروروڼ دی ـ جهان به زيب مومي زما له لاسه

خليل خان نيازي

د(٨٩٠ هـ ) شاوخواکي

خليل خان نيازي دخپل وخت يو پوه او نامتو شاعر او ليکوال اودپوره شهر ت خاوند تيرسوی ادب پوهه دی اوددوی قبيله هم په هند کي دلودي قبيلوپه څيره شهردرلودی. او خليل خان نيازي هم دنيازي قبيلې پوري تړلی دی او که څه هم نيازي قوم په افغانستان کي دنورو قومونو په پرتله لږدي اوپه هند کي نوموړی قوم سته او په همدغه ډول دافغانستان په کندهار ـ غزني ـ شيوه ـ لغمان اودهنداوپاکستان په بيلو ، بيلو ځايونوکي تيت سوي دي . اود لودي اوسوري قوم سره يې په هندکي دحکومت چاري سرته رسول. اوپه همدغه وخت کې ډير مشاهېردرلودله .لکه : هيبت خان نيازي ـ چي دشير شاه سوري په وخت کي د اعظم همايون په خطاب دلاهور حکمران وو. اونيازيان دسوريانو او لوديانو غښتلي ملګري وه. چي تر اوسه يې هم بقاياپه هند کي شته چي ددې جملې څخه يو هم ( خليل خان ) دی اوپه همدغه ډول سره خپله خليل خان نيازي په باب پټي خزانې هم فقط يوه څلوريځه چي ډير ارزښت لري رانقل کړيده اود لرغوني ادبياتو لمن يې په پراخه کړيده .

اودده په باب محمد رسول خان کلات وال په خپل بياض کښي دده په باب دغه مطلب په ساده ژبه بيان کړی دی . اوهغه ليکي چي : په هندوستان کي دبرسات په موسم کي هغه وخت دی چي سلطان بهلول ناروغه واو په دغه وخت کي خليل خان نيازي دغه څلوريځه ورته سوغات کړه. اودسلطان هم ډير خوښه سوه . او په ځواب کي سلطان بهلول هم هم يوه غوره اوښه څلوريځه په ځواب کي ورته وړاندي کړه. چي نوموړې څلوريځه مخکي موږ وړاندي کړه .

 

 

زرغون خان نورزی

٨٩٠ هـ شاوخوا

زرغون خان په نورزيوکي يولوی غښتلی او ننګيالی او جنګيالی انسان ؤ.هغه دقلم خاوند اودادب په دنيا کي يو ناموتوشخصيت تيرسوی دی.زرغون خان نورزی دقوم مشروو.کله چي دماورالنهرشيباني خان پرهرات او سيستان حمله وکړه نوزرخان دهغه په مقابل کي پا څيده اودوطن څخه يې دفاع وکړه اوخپله ازادي يې وساتله . هغ برسيره پردې چي دقوم مشري يې په ډيرښه توګه ترسره کول هغه دقلم په ؟به هم دخپلي مورنۍ ژبي حق ور ساته اوداسي اثاريې خلق کړه چي هيڅ وخت به زاړه نه سي او بکراثاريې په پښتوژبه کي ايجاد کړه . هغ په پښتو ؟به يو فوق العاده ديوان جوړ کړ. دده ديوان په ٩١٢هـ کي دملا ايوب تمين څخه و ، چي درې سوه (٣٠٠) پاڼي يې درلودې. دوست محمد کاکړ په خپل نامتو اثر غرغښت نامه کي دهغه له ديوانه دا مثنو رانقل کړيده ، چي له ده څخه بيا دپټي خزانې مؤلف را اخيستې ده .

ساقي نامه

ساقي پاڅه پياله راکړه *** مروريارمي پخلاکره

اوبه توئي په لمبوکړه *** اورمي مړپه دې اوبوکړه

پسرلی شوغنچه ګل کا *** زلفي تاوې دسنبل کا

بلبلان شوروفغان کا *** کړيدن په ګلستان کا

زاهد وزي صمـې څخه *** شرب پيري ميخانې څخه

هرسړی په ميو مست دی *** دې بهارکي ګل پرست دی

په راغوکښې سرې لمبې دي *** دغـټـولــونــندارې دي

جهان ټول سور او زرغون شو*** وچ راغه ښکلي ګلګون شو

سړي ټول شور وشعب کا *** يارانې کاندي طلب کا

بهاروخت ديارانې دی *** ښه موسم دپيمانې دی

نوساقي پاڅه بهاردی *** نن ژوندون سبارفتاردی

دنيا پاته موږ به ځونه *** توروخاوروکښې به يونه

پيمانه ډکه له مۍ کړه *** بزم تودپه پياپۍ کړه

چي يودم سمه آزاد *** ناښادزړه مي سينه ښاد

ساقي پاڅه وخت دګل دی *** په جوشش کې خم دمل دی

وخت دميودويشودی *** دپيالودډکېدودی

هغه څوک اوس دپيغوردی *** چي يې جام تش ونسکور دی

مستان ګرځي په باغوکې *** مستي کاندي په راغوکې

لاس په لاس دي يارانې کا *** يوپربل نازو نخرې کا

مجنون وصل له ليلا دی *** دجمال په تماشادی

نه غمجن سته نه بيلتون سته *** نه مهجورنه ځيګرخون سته

ترتاوګرځمه راسه *** ساقي يوه کړۍ پخولاسه

ماته جام دربل ولورا *** چي يو تش سي ډک يې نوررا

اورمي بل دزړه په کور کړه *** له هرچا هرڅه يې تورکړه

چي بل څه نوي الفت وي *** ټوله مهرو محبت وي

ټول اخلاص وي اوصفاوي *** تياره ورکه سي رڼا وي

له زړه کم غش اودغل سي *** جهان ټول ګل اومل شي

ساقي ستا مهر مطلوب دی *** نو بهار ځمکه مرغوب دی

که ستا لور پيرزونه وي *** نو بهاربه په څه ښه وي

خوند به نه کا رنګ دګلو *** بې مستيو بې له ملو

نه به بزم په شور تود سي *** نه نغمې نه به سرود سي

جام به تش دآرزوسي *** ورک به مهراوپيرزوسي

نوساقي پاڅه بهاردی *** بزم تاله اميدواردی

ياران ناست سترګې څلوردي *** ستا دجام په اميد نور دي

ته هم راسه عنايت کړه *** بزم تود دمحبت کړه

له سروملو څخه ډک جام کړه *** ديارانويې انعام کړه

چي سوړ بزم په مۍ تود سي *** درندانو غوږوسرود سي

دژهان وير وغم هير کا *** يو دم ښه په عشرت تيرکړه

چي په مخ کي مو بيلتون دی

لــه جــهــانــه سبا يــون دی

***

**

*

 

زرغون خان نورزی چي دلوی کندهار اوسيدونکی اود نورزودتوکم يو ډير پوه شخصيت تيرسوی .اودنورزوقوم دافغانستان په بيلو بيلو سيمو کي اوسيږي لکه فراه ، کندهار، هرات ، دهراوت چمن او دسپن بولدک په شاه وخوا کي ژوند کوي اوپه تعداد هم ښه غټ قوم دی . اودپټي خزانې په حواله خپله زرغون خان دنوزاد د(زمينداور ) اوسيدونکی وو.چي دقوم مشرتوب يې کاوه، هغدشيباني خان سخت دښمن اد هغه دډله ايزو حملوپه مقابل کي ديوه سپرپه څيرمدافع ؤ. ادشيباني خان يې دهرات او سيستان له يرغله وژوغوره اوهغه يو مدافع مبارزؤ. زرغون خان په ٨٩١هـ کال دخراسان په سفرتللی اوعراق ، فارس ته يې يو علمي او څيړنيزسفروکړ، خو څه وخت چي دشيباني دحملو اويرعل نه خبرسو نوسمدلاسه يې هيواد ته تکل سو اود شيباني په مقابل کې لښکري او هيوادوال سره را غونډکړه او هغه يې ددې تيري څخه پرشاه وټمباوه.

زرغون خان نورزی لکه څنګه چي دتوري اوميړاني په ډګرکي بريالی او ملي مبارزؤ همدغسي دقلم په ژبه هم دادب په تاريخ کي خپل ځانته پوره برخه لري او دخپل وخت پوه انسان ؤ، لکه څنګه چي پټه خزانه په دې باب ددوست محمد کاکړ له خولې داسي ليکي : زرغون خان خورا ډيرعمر ژوندی ؤ اودنهايت ضعف اوسپن ږيرتوب پروخت په ٩٢١هـ کي دقندهار په دهراوت کښي وفات شوی دی . (روح دې ښادوي ).

دزرغون خان اشعارخواږه اوپه زړه پوري دي اوهغه يوديوان هم درلود چي په کجران کښي په ٩١٢ هـ له ملا ايوب تيمن څخه ؤ، نوموړی ديوان دوست محمد هغه وخت ليدلی ؤ ، چي  هغه هرات ته تللی. هغه دغه ديوان کتلی ؤ او ٣٠٠ پاڼي يې لرلې ، او همدغسي دوست محمد کاکړپه خپله غرغښت نامه کي دنوموړي کتاب يوه په زړه پوري مثنوي رانقل کړيده او هغه مثنوي پټي خزانې هم له همدغه غرغښت نامي څخه را نقل کړده. موږ هم دلرغونو ادبياتو په تاريخ کي په پورته ډول سره وليکله اودهمدغه ډيرولرغونوادبياتو په په اسنادوکي مو دڅيړنو دپاره ځای پرځای کړه. په پورته مثنوي کي دپارسي او عربي ادب اغيزي سته اوداځکه چي په نهمه هجري پيړۍ کي نوموړي اغيزي پرپښتو ادبياتو جوتي وې. په پښتوادبياتوکي هم دفرسي دادب په څيرد٤٠٠هـ پيړۍ چخه رومانتيک شعرونه اوساقي نامي راپيل سوي دي .

زرغونه کاکړه

د٩٠٠ هــ شاوخوا

داسي معلوميږي چي دپښتوشعر په تاريخ کي به دالومړۍ ښځه وي چي موږيې دشاعرۍ په صفت سره پيژنوزرغونه کاکړه دکندهار دپنجوائي وه، دپلارنوم يې ملادين محمد کاکړؤ. دۍ دخخپل وخت مروجه علوم زده کړي وه، دادسعدالله خان نورزي ښځه وه ، چي هغه هم په مروجه علوموپوه اودآزادفکر خاوند ؤ. هغه ډيرنوميالي او غښتلي زامن درلوده ، چي دعلم ،هنر اوتوري خاوندان وه، زرغونې په ٩٣٠ هـ کي دشيخ سعدي عليه الرحمه فارسي بوستان په پښتوژبه ترجمه کړ. دابرسيره پردې چي ښه شاعره اواديبه وه دښه خط خاونده هم وه، چي دخط ډير ډولونه يې کښلای سوه . دپټي خزانې ليکوال ددې په بابا وايي: ( هغې په پښتو ژبه دپارسي ديوان دومره ښکلی کښلی ؤ ، چي مرغلروهم ددې ښکلي ليک ته عاجزي کوله .) ويل کيږي چي دزرغونې له بوستانه موږيوازي ددې له بوستانه يوحکايت په لاس کي لروچي دپټي خزانې په وسيله موږته په لاس راغلی دی.

حکايت له پښتوبوستانه

اوريدلې مي کيسه ده

چي له شاتو هم خوږه ده

داخترپه ورځ سهار

بايزيد چي ؤرويدار

له حمامه راوتلی

په کوڅه کي تيريدلی

ايري خاوري چاله بامه

راچپه کړلې ناپامه

مخ اوسريې سو ککړ

په ايروپه خاوروخړ

بايزيدپه شکرکښوسو

دخپل مخ په پاکيدوسو

چي زه وړيم دبل اور

چي په اورکي سم نسکور

له ايروبه څه بدوړمه

يابه لږشکوه کومه

هوپوهانوځان ايري کړ

له لوينې ئې ځان پرې کړ

څوک چي ځان ته ګوري تل

خدای ته نه سي کړای کتل

لوئي تل په ګفتارنه ده

لوخبره په کارنه ده

تواضع به دي سرلوړکړي

تکــبربه دي تــل ځــوړکــا

ويل کيږي چي زرغونې زده کړه له خپل پلارملادين محمد کاکړه نه کړې وه ،زرغونې په پښتو ژبه اوشاعرۍ کي پوره مهارت اوشهرت درلود اوډيروخلکوبه دهغه شعرونه لوستل اويوه منل سوې شاعره وه.

خو څه وخت چې په ٩٣٠ هـ کال کي دشيخ مصلح الدين سعدي پارسي بوستا په پښتوژبه په شاعرنه اندازواړوی نو شهرت يې خورا زيات سو اويوه نامتو شاعره سوه. اودخط ډولونه يې ليکلای سواوپه خطاطي کي پوره استازه وه اوډيرو خطاطانوله دې نه دحط اوليک ډولونه زده کول .

دپټي خزانې په حواله زرغونې پر غزلياتو برسيره نور ډول اشعار هم درلودل، خودبده مرغه مودهغه دډدلدنوڅخه کوم ډول په لاس کي نه لرواويوازي يې هغه پورته شعر دپټي خزانې په مرسته موږته راپاته سوی دی. چي دزرغونې دشاعری اوکلام قوت اوپوخ والی ځيني څرګنديږي. زرغوني په پوره امانت دارۍ سردشيخ سعدي بوستان ژباړلی دی او هغه يې بيله کوم تغير او څخه په پښتوژبه اړولی دی چي موږيې نمونه په پورته ډول سره وکتل اودې ته دوخت اخلاقي او امانت داري هم واي چي دغسي امانت داري که په نورو ليکوالانوکي وي نو يوه نمونه به يې هم په اخلاقي لحاظ زرغونه کاکړه وي .

 

 

 

رابعه د٩٢٠ هـ شاوخوا

بله شاعره ميرمن رابعه ده چي داهم په همدغه عصر کي په کندهارکي اوسيدله، اوددې شاعري نور حال هم موږته نه دی ښکاره او لکه دنورو شاعرانو په څيرددې حال هم زموږ څخه دوخت دبدو شرايطوپه اساس ورک دی او دديوان يې هم څه پته نه لګيږي. خو دپټي خزانې ليکوال يې په لنډه توګه داسي معرفي کوي : ( حال ددې شاعري ماته نه دی معلوم سوی خولږ څه چي ښکارده ، هغه هسي معرفي کوي ، چي داشاعره دکندهار اوسيدونکې وه اوپه دوران دبابر پاچايې ژوند کاوه.)

پټه خزانه رابعه دډيرو اشعارو خاوند ګڼي ، او يوديوان يې هم درلود چي متاسفانه اوس زموږ په منځ کي هغه نه سته او يوازي يې دغه راپاته سوی شعر موږ لرو اودهمدغه ( مشت نمونه خروار ) يا له همدغه شعر څخه يې موږ پرتله کولای سو، چي رابعه په واقيعت کي خورا لوړه شاعره تيره سوې ده او پټي خزانې نوموړی شعر دخپل ملګري ښاغلي صديق او ملګري محمد طاهرجمرياڼي له خولې اوريدلی دی اودغه رباعي يې په دې ډول رانقل کړيده :

آدم يې مځکې وته راستون کا

په اوردغم يې سوی لړمون کا

دوزخ يې روغ کا پرمخ دمځکې

نوم يې دهغه دلته بيلتون کا

درا بعي دژوند اوکلام نه معلوميږي چي رابعې دپښتودادبي تاريخ په يوه ځانګړي پړاواومرحله کي ژوند کاوه اونوموړې دوره يا پړاو دپښتومنځنۍ دوره وه چي ډير لرغونې دوره هم نه وه او معاصره دوره هم نه وه. اودهمدغه دورې ډيره ښه شاعره وه. اوپه شعر کې پرله پسې والی ډيرښه څرګنديږي . او داسي څرګنديږي چي شعرونه به يې هم عشقي وه او نورانتباهي شعرونه به يې هم لرله . دپښتو په شاعرانوکي دښځوونډه دپاملرني وړده اوپه هغه وخت کي ښځودنارينو په څير زده کړه او علمي ادبي فعاليتونه درلودله . اوکورني اوقومي مشرانوهغه دعلمي فعاليت څخه نه راګرزولې چي يوه پخه بيلګه يې هم دا رابعه ده اوپه دغه ډول نوري ليکوالاني هم وې.

 

ميرمن بي بي نيک بخته

٩٦٠ هـ شاوخوا

داشاعره ميرمن دشيخ الله دادمموزي لوروه . پلار اونيکه يې روحاني خلک وه، شيخ امام الـدين په خپل کتاب (( اوليايي افغان)) کي ددې په هکله داسي ليکي: چي نيکبخته هم عالمه اوعارفه ښځه وه ديني علوم يې لوستلي او ټول عمريې په ريا ضت اوعبادت تيراوه. شيخ قدم چي دشيخ متي له کورنۍ څخه ؤ، له دې ميرمني سره واده وکړ. ددوی په کورکي په ٩٥٦ هـ کي ميان قاسم افغان وزيږدچي دپښتو له عرفاني اوعلمي پوهانو څخه دی. بي بي نيک بختي په ٩٦٩هـ کي يو کتاب وليکه چي ارشادالفقرانوميده چي په دې کتاب کي اخلاقي او تلقيني اشعاروه. چي دپټي خزانې مؤلف يې دغه نمونه ځيني رانقل کړي ده  .

دوخت اخلا قي نصيحت

دخدای حق ته غاړه کښيږده ـ نوري نورې وينا پريږده

دنــيــا پــاتـه لـه هــرچا ده ـ په اخلاص کې ځينې ليږده

څــوقـوت لرې په ځان کې ـ سرد يا ر په رضا کښيږ ده

ځان له بـده خــويه ژغوره ـ زړه په ز کر د يا ر بليږده

کـل د نيا به د د ښنه شــي ـ اوس له بيري ځيني ريږده

ټوله غــواړي حسابــونــه ـ که دي اوښه که دي ميږده

په سنه ٩٥١کې يې دشيخ قدم قدس الله سره شرعي نکاح اوواده وکړ.چي هغه هم دنامتو شخصيت خواجه محمد زاهد خليل متي زي زوی وو.اوعارف دخدای وو، چي دواده په نتيجه کې يو غښتلی او دنوم اونوښان خاوند زوی يې پيداسوچي شيخ قاسم افغان نوميده هغه هم په خپل وخت کي ډير شهرت پيدا کړ.اوهغه هم په الاهي علوموکي په هند او پښتونخواکي نوم درلود ی.همدغسي شيخ امامالدين مشهور عالم هم ددې له اولاده څخه دی اواوددې کورنۍ دخپل وخت يوه ښه عالمه کورنۍ وه او په همدغه ډړل يې ديوې بلي عالمي او نامتو کورنۍ سره خيښي وکړه چي دشيخ متي لمسی قدم ته په نکاح سوه اوبي بي نيک بختي خپل مشهور کتاب په ٩٦٩ هجري کي تکام کړ او ددې دکتاب ځانګړني له دوخت دنورو ليکوالانو دليکونو په څير کلاسيک ادب ته ورته اوددې وخت ډير ليکوالان په کلاسيک سبک باندي ليکني کولې اوداهغه سبک دی چي په دې وخت کي پر مذهبي نصيحتونو باندي ټوله يا ډيرليکوالان تکيه کوي اوپه دې وخت کي علوم يوازي دمذهب په اوديني برخه کي ډيررواج لري ، چي نوموړي ځانګړني نه يوازي په پښتو ادب کي دغه معمول سته بلکي دنهمي او لسمي هجري پيړۍ په دې دوران کي دنړۍ ټوله ادبيا ت په خپل ځان کي دغه ګډه ځانګړنه لري او ادب محدوددي. چي داهم ځانته خپل ځانګړي علتونه لري . خواوس موږته په لاس راغـلی يوديني اوتصوفي شعر دبيلګې په توګه دلته راوړو .

په زړه ښادشې ای مؤمينه

په ظاهر په باطن سپينه

ظاهر زهـد په اخلاص کړه

په زړه ټينګ شه له يقينه

 

شـکر صبر پرهرحال کړه

خودنمای مه شه خودبينه

شپه اورځ به په ژړايې

که خبرشې له سجينه

سجن ځای دخودنمای

دبې نمازه اوبــې دينه

له هغه څه امان راکې

يا الله الــعــا لـمـيـنـه !

نوموړی کتاب دنصيحت په برخه کي هغه چاته ګټور دی کوم چي هغه هم په تصوف کي ځان غرقول غواړي اوددين ډيرښه لاره يې په کښي ښودلې ده اودنوموړي شعر څخه معلوميږي چي بي بي نيکبخته يوه متصوفه شاعره او دخپل وخت په مروجه علوموکي پوره پوهيدله .

اولاندي دغه بل شعريې هم په کلاسيک ډوله شعرکي ديادوني وړ بولم اودمفهوم په لحاظ هم نوموړی شعر يو ډير انتباهي شعر دی چي برسيره پردې چي دمفهوم له مخي ډيرګټور شعردی خودشعري جوړښتونو له مخي هم بې مثاله ادبي فورم لري .

بل نصيحت

په طلب يې دريږه

په خدمت يې هوسيږه

له جمله بدو نفرت کړه

ونيکي ته ولاړيږه

په نيکي کښې يې اخلا ص کړه

بدي مه کړه وپوهيږه

پرګناه له دواړوسترګو

دباران په دود وريږه

چي يا رب العالمينه  !

له ګناهه راتيريږه

خــدای به رحم په تا وکا

په زاريو ته ژړيږه

بې پرواوخـدا یه ته مه شه

لـه غضبه وويريــږه

هرهغه فعل چي يې حق دی

په طــلـــب يــې وښـوريـږه

 

بي بي نيک بخته که ديوه پلوه ډيره لوړه زاهده اوديني مبلغه مهربانه ښځه وه خودبله پلوه دپلار او خسرخيلوله پلوه په دواړه کورنيو کي يې دعلم ښه تشويق کيده او خپله هم په دې لاره کي داستعداد خاونده وه اونوداچي ددې استعداد اومحيط ښه شرايط ددې سبب سوه چي ددې څخه په واقيعت کي نيکبخته جوړه کړي اودهغه شهرت خاونده يې کړي ، چي دټولو پښتنو دپاره دپوره دخپل زمان يولوی وياړ او فتخار وګڼل سي او ددې څخه په ډاګه نتيجه اخيستل کيږي چي پښتانه اوپښتني قومونه داستعدادونو په روزنه کې دپاملرني وړخدمتونه کړي دي او نوموړي خدمتونه هم دښځينه برخوپه چوکاټ کي اوهم دځوانانو په روزنه کي ديادولووړ ګڼل کيږي او دنن څخه ٧٠٠ کاله مخکي هم ښځو کولای سوه چي دنارينو په څير په ادبي او علمي ساحوکي ډګرته راووزي . چي ددې جملې څخه بي بي نيکبخته دبيلګې په توګه يادولای سو .

نازوتوخي

١٠٦١ هـ

نازودسلطان ملخي لوروه.اوپه ١٠٦١هـ کال دتازي په سيمه کي زيږيدلې اوسلطان ملخي دقوم مشراودغـزني ترجـلدکه پوري يې په دې سيمه کي واک درلود.اودنازوپه روزنه کې پوره پاملرنه وکړه اوهغه يې داسي وروزل چي په خپل وخت کې ساری نه درلود.نازوپه کوچني والي کي زده کړه دوخت دپوهانو اومشرانو سپين ږيروڅخه لوستل اوليکل زده کړي دي.اوارتينه يا ميړه مخې ، سخي اوباغيرته ښځه وه ، چي نارينه يې جرعت ته حيران وه .

بشپړه روايت دی چي سلطان ملخي وسورغره ته نژدې په جنګ کي شهيد سواوحاجي عادل چي دنازوورور وو د پلارپه انتقام جنګ ته ولاړ،کلا اوکوريې نازوته پريښود، چي په دې وخت کي نازوتوره تر ملا کړه .اودجنګياليوځوانانو سره يې کور او کلا ددښمنه وساتل .

دمحمد هوتک يادونه ده دخپل پلارڅخه چي هغه ورته داسي نقل کړی وو: نازوانا په ميلمه پالنه ، غريب پالنه اودکسافرانو په پالنه اوپرټولوبيچارګانويې دمهربانۍ په برخه کي نوم درلود. اوهروخت چي به په ژمي کي دمسافرانو قافلې راغلې نو دنازوپرکلابه يې اړول ، په سووسووميلمانه به يې روزل اودوی ته به يې ډوډۍ ورکول ، چا چي به کالي نه درلودل لباس او کالي به يې ورکول اودسخاوت نوم يې دخيبره تر کوسانه خپور سو .

نازودکرم خان دزوی دښالم خان سره واده وکړ. اودخپل وخت بانفوذاودښالم خيلوکورنۍ دکندهارتر تراصفهانه پاچهان وه،نازو څلورزامن درلوده چي : حاجي ميرخان ـ نورعبدالعزيزخان ـ يحيی خان اوعبدالقادرخان نوميده ، چي په دوی کې حاجي ميرويس خان ترټولو مشر اودافغانستان ټولواک تيرسوی دی او په هيواد کې دډيروخلکوپه زړونو کي ځای درلود او ولسونوهم ودته دنيکه لقب ورکړی دی.

محمدهوتک دپتي خزانې ليکوال دخپل پلار له وينا داسي ليکي : نازوانا عابده اوصالحه ښځه وه چي خپلوزامنوته يې ټوله عمر په اوداسه شيدې ورکولې .اوهغه وخت چي ميرويسخان وزيږيد ؛نو خوب يې وليده کي چي شيخ بيټني رحمه الله عليه ورته وايي: ( دازوی ښه تربيه که چي لوی سي لوکارونه به وکي اوهغه به حاج ته هم ولاړسي اودنسل څخه به يې شاهان پيداسي چي دين به روښانه کي) . نوورسته چي حاجي ميرويس خان وزيږده نو موريې هم په ملي روحيه او مذهبي پوه سره دميرويسخان تربيه وکړه، چي داو (٧) کالو څخه ورسته يې ددين فريض يې ټوله وروښودل اوهرکله به يې دته نصيحت کاوه چي : ( زويه دشيخ بيټني نيکه قدس الله سره له قوله ستا په مخ کي دي لوی کارونه، نوچي لوی شې دخدای عبادت اودخلکوخدمت کړه، ته خدای پيداکړی يې ددې دپاره چي لوکارونه ترسره کړې اوخلق الله په خدمت ستا ارام وکا) .

همدغسي هم سوه هغه دمور دوصيت سره سم لوی کارونه وکړه اواو په همدې ترتيب يې دخلکو خدمت په ډير ښه توګه تر سره کړ.

محمد هوتک دپلار دخولې بيا هم زياتوي چي دهغه پلا ر به نقل کاوه چي ناږوانا ډيره ارتينه يا ميړه مخې ښځه وه اودخدای تعالا په مناجات کې ډيرشعرونه ويلي دي. اويو پوخ ديوان يې درلود، چي دوزره بيتونه په کښي وه. اوپه هغه کې پوره نازک خيالي ليدل کيده اوپه عرضواوکافيه برا برشعرونه يې ليکي وه ، چي نارينه يې هم  وه سوای ويلای . چي ددغه لاندي رباعي څخه په ډاګه معلوميږي چي دهغې شعري قوت څومره قوي اودپا ملرني وړ دی. ددې رباعي په لاندي ډول سره ده:

رباعي

سحرګه وه دنرګـس لېمه لانده

څاڅکي څاڅکي يې له سترګوڅڅېده

ماوېل څه دي ښکلی ګله ولې ژاړې؟

ده وېل ژوند مې دی يوه خوله خندېده

 

دغه عالمانه تفکردنازواناپه ژوند اوکورنۍ کي دپام وړتغيرراوست او دهغې له غيږه داسي نابغه زوی خدای دافغانانوپه نصيب کی چي هيواديې دپرديو دستمه وژغوری اوټولوپښتنوته يې يوهميشنی وياړ ورپه برخه کړ نوولس هم دې ته دنازوانا لقب ورکړاوټول پښتانه يې احترام لري. اورسته ددې کورنۍ له برکته پښتوژبي په پراخه پيمانه پرمخ تګ وکړ( روح دې ښادوي) .

عصمت حليمه حافظه

حليمه دستر خوشحال خان خټک لوروه، چي دنامتو شاعر پوه عبد القار خان خټک سکه خوروکيده . دمحمد هوتک دپلار داودخان په قول چي هم عالم اوهم دعلم په تلاښ کي دپښتنو په سيمه کي ګرځيده اوڅيړنه يې کوله هغه وائي : چي زه بڼوته تللی وم چي هغه وخت داپښتنه ژوندی وه.

اوپه سيمه کي دپور شهرت خاونده وه، هغې دخپل پلار خوشحال خان خټک په ژوند کي مروجه علوم ولوستل اوځان يې ولوړي علمي سويې ته ورساوه اوبيا دشيخ سعدي لاهوري رحمه الله مريده سوه، اودخپل پلار په لاس يې بيعت وکړ ـ چي هغه هم شيخ اودخپل دوران خليفه وو.

هغې ميړه ياواده نوکړی اوپه عزت اوپرده کي دخپل پلار اوورورپه کورکي ناسته وه اوديني علوم يې لوستل او دقـران حافظه هم وه يعني قران يې په يادؤ.او په ديني ، علمي اوادبي فنونو او علومو ډيره ښه پوهيده . هغه به په عبادت بوخت وه يا به يې هم نورو وړو ماشومانو او نورو ښځوته ديني علوم ورښودل . اوپه استاذۍ يې شهرت درلود.

دداودخان هوتک له قوله هغه په پښتو ډيرښه فعرونه درلودله اودتصوف اوطريقت کتاب يې ډيرلوی نوم درلود. دحليمې شعرونه پروزن اوقافيه برابراوهغه څوک چي په عروضوپوهيده هغوی يې شعرونه خوښوي . دحليمي شعرونه مجازي عشق نه ښکاري بلکي ټول شعرونه يې دحقيقت په لاره کي دي. اودمحبوب حقيقي صفت کوي . اودغه لاندي غله يې محمد هوتک دخپل پلار داودبابا له خولې اوريدلې او محمد هوتک په پټه خزانه کي خوندي کړې ده . چي موږته دتاريخ ثبت دی.

غزل

داشنای په فکرخوښه شوم

نه پوهيږم چي ممتازکه نورجهان شوم

چي يې کړمه ستا په مينه سرفرازه

ثنا خوانه په څورنګه درحمان شوم

چي مجاز مې دايازولاړی له زړه نه

سربلند ه ترمحمودغوندې سلطان شوم

هرچاوته چي ګورمه واړه دی دی

دجمال په نندارويې شادمان شوم

غيرفکرمې له زړه نه را بهر شو

پرخليل و پر عـدو باندې يکسان شوم

حليمې دغمازمکر زيات له حد شو

چي دې بيل له ياره نه کا بد ګمان شوم

همدغسي سيد رسول رسا په خپل يوه راټول کړي تحقيقاتي کتاب کي چي دخوشحال خان خټک پر مختليفو برخو يې څيړنه کړې ده ، دهغه دکورنۍ په باب دهغه دزامنو نومونه په تفصيل سره يا دوي او په همدغه تو ګه دبي بي حليمې په باب وايي : چي دخوشحال خان خټک په لوڼوکي ترټولو تلې عالمه اوپوه لوريې بي بي حليمه وه. چي هغه شاعره او فاضله ښځه وه .په دې کي شک نه سته چي بي بي حليمه هم دخو شحال خان دنورو اولادو غوندي په ميراثي تو ګه شاعري زده کړې او شاعره سوې ده داچي دشعر نمونه يې زموږ په لاس کي نه سته خو ديوه شعر څخه دهغه دشاعرۍ جاج اخيستلای سواو هغه دپښتو شعر په تاريخ کي  يوه وتلې ښځه ګڼو .

دوست محمد کاکړ

٩٢٠ هـ شاوخوا

 

له نيکانو روايت دی ـ هســې توګه حکايت دی

نور محمد کاکړ را وي دی ـ چي يې فضل تل جاري دی

دنيکانو له خولې وايي ـ چي منښت يې راته ښايي

تل تر تل يې عبادت کا ـ پردې لار يې ريا ضت کا

شپې يې روڼي په لمانځووې ـ په ژړا وپه نارووې

نه يې خوب نه يې خوراک وو ـ عبادت يې ژوندووزواک وو

چي به کښېنوست په لمانځه ـ يا به کښيووت په ستاينه

ورځ يې ټوله په قعده وه ـ شپه يې هم يوه سجده وه

تل يې سير دلا هوت کا ـ په يده ګوله يې قوت کا

غرق به تل په ذکرالله وو ـ هر سبا اوهربيګاه وو

يوه شپه يې عبادت کا ـ پرګناه يې ندامت کا

سترګې پټي سوې له خوبه ـ په شپو شپو يې وويښتوبه

هسې خوب يې دليد ګرانه ! ـ چي غرغښت شئي ښهانه

وايي: ای کاکړه زويه ـ له تا خوښ يمه نيک خويه !

ستا قدم زما پرلاردی ـ ما سوا کې دې قرار دی

شپه اوورځ دې ده لما نځنه ـ دڅښتن عبادت کړنه

ولي پاته له تا نور دي ـ شپې اورځي دي په کور دي

ځه جهاد کړه پر تا فرض دی ـ دا هم ستا دغاړي قرض دی

يوه ورځ جهاد افضل ـ تر کلو کلو لما نځل

څوک چي تل لمونځ وروژه کا ـ په جهاد به يې پوره کا

لومړی شرط ددين هم وا وی ـ بي خدمت دخلق الـله دی

له تا پاته دواړه دينه ـ ځان خبر کړه ښه له دينه

توره واخله مجاهد شه ـ دلوی خدای ددين قاصد شه

دخدای نور پر جهان خپور کړه ـ دا خومت يې په ځان پورکړه

چي دي بشپړ عبادت شه ـ ځان دي خلاص له معصيت سي

چي له خوبه ويښ کاکړ سو ـ دغـــزا په خوا نو مړسو

زغره خول يې ارا سته کړل ـ دغزا غشې تيره کړل

هرات خواته په تلو تلو سو ـ دسلطان غياث له ملو سو

وېکړه هورې جهادونه ـ دسلطان مل شو په ملونه

څو هورې تر دنيا تير سو ـ دغازيانو په ټول شمير سو

چي يې هلته هم وفات سو ـ ښخ په خاورو له هرات سو

مېړه هسې ژوندون کا ندې

مري دخدای په رضا باندې

دوست محمد کاکړ دکاکړستان په ږوب کي اوسيده . پلار يې بابړ خان نوميده ، چي هغه هم شاعر سړی وو . چي (دتذکره غر غښت ) په نامه يې يو کتاب نظم کړی ؤ. دوست محمد کا کړ په خپله غرغښت نامه کي دغر ښت نيکه په باب او احوال کي يې بيان کړی وو. اود نوموړي کتاب په باب دپټي خزانې مؤلف داسي وايي : چي تذکره غرغښت او غـرغښت نامه دواړه يو کتاب دي . ويل کيږي چي کله دبا بړ خان تذکره غرغښت ورکه سوه نو بيا دوست محمد خان کاکړهغه بيا دشعر په ژبه هغه وليکل ، اونوی نوم يې ورته کيښود .

داسي ښکاري چي غرغښت نامه بر سيره دغرغښت نيکه پر حال او احوال نور ديني او مذهبي مضا ميو هم لري . ځکه چي دزرغون خان ساقي نامه دپټي خزانې مؤلف دغرغښت نامې څخه دغه کيسه رانقل کړې ده .خوداچي نوموړي مشهور پوه اوناظم دخپل وخت ادبي وياړ او خدمت ګذار تير سوی دی او علمي ادبي لاسته را وړني لري او نو اوس به بيا دده پر ژوند هم څه ناڅه وږغيږو چي هغه څوک ؟ او په کومو کورنيو پوري اړه لري .

دوست محمد کاکړ لکه دهغه د لقب څخه چي معلوميږي هغه په قوم کاکړ او دژوب اوسيدونکی وو ، پلار يې هم شاعر او دخپل وخت يواديب سړی ؤ، او دپلار نوم يې بابړ خان نوميده ، چي هغه په کال ٩١٢ هـ کي هرات ته دکاکړبابا دزيارت دپاره ولاړاو بيا بيرته وږوب ته را غلی او په ٩٢٩ هـ کې غرغښت نامه وليکله .نو دپټي خزانې ليکونکی وايي : داکتاب چي ما وليد خوږه شعرونه يې درلددله او دغرغښت عليه الرحمه دژوند اړخونه په کي ليکل سوي وه . چي په دې باب يې دبا مسؤليته خلکو له خولي يې روايتونه را ټول کړي دي . نوموړی کتاب دپټي خزانې دمؤلف پلار داود عليرحمه په توبه کي چي داوسني پاکستان په شمالي برخه کي موقيعت لري او يوه يخه سيمه ده هلته موندلی ؤ. او دمحمد بن هوتک کورنۍ کوچنيواوزڼيونوموړی کتاب په سبق سره لوستی او او ګټه يې ترينه اخيسته .

دلته يو يچلتوب ليدل کيږي اودهغه تر منځ بايد يو توپير وليکل سي او هغه دا چي يوکتاب چي بابا بابړلکلی دی هغه خوتذکرۀغرغښت نو ميږي اوپه نظم هم ليکل سوی دی ؛ نومړې خبره خپله دوست محمد کاکړپه خپل کتاب کي کوي . اودوست محمد کاکړچي دبابړ نيکه زوی وو، هغه او هغه چا چي نوموړی کتاب ليدلی وو، هغو دکتاب پر ورکيدو پوره ويرجن سوي وه ، چي په دې باب دوست محمد کاکړ خپله داسي نقل کوي: زما پلار بابړ خان تذکرۀ غرغښت ليکلې وه او هغه وخت چي بابړ خان وفات سو نوزه پرکورنه وم او نوهغه کتاب ورک سوی وو، اوچا ضايع کړی ، ماچي دکتاب خبري په وارو،وارو اوريدلي وې او ويلي مي وې ، اړهم مي يوه اندازه په ذهن او مغز کي پرتې وې ، نومي پر خدای توکل وکا اوهغه قيصې اوروايات مي بيا په شعر وويل ، خدای تعالی جل شان دې زما دپلار سعې مشکورې کا. نوپه همدغه توګه ددې کتاب کښونکی هسي نقل کا چي ما ددې کتابه دغه حکايت را نقل کړی دی . چي په پورته تو ګه مو خبري پرې وکښلې او دهغه شعر مو وليکه . اوس نودلته مو ددې خبري يادونه ضروري ګڼو چي ووايو : (تذکرۀ غرغښت )هغه کتاب وی چي بابړباب ليکلی دی او بياهغه ورک سوی دی چي نوموړی کتاب نه يوازي دبابړ بابا کورنۍ ته يوه تراژيدي پيښه وه بلکي وټولوپښتنو ته يوه غټه غميزه وه . نو په همدغه سبب دوست محمد کاکړ چي ادبي توان يې په ميراث دخپله پلاره ورته پاته سوی ؤ، هغه ځان ودې ته مجبور کړ چي بيرته دسره بيا هغه کتاب وليکل سي او بيرته يې له سره هغه کتاب په مثنوي فورم سره په نامه د ( غرغښت نامه ) هغه وليکه او نظم يې کړ . ولي دواړه کتابونه چي ديوې کورنی ياد او وياړنه ده ، دموضوع په لحاظ دغرغښت نيکه ژوند يې ښودلی دی .په نوي ډول يې مرغلري وپيودلې او زاړه نقل ته نوی لباس ورپه تن سو، نومړی کتاب په لږ وخت کي وخپل پوره شهرت ته ورسيده . اودوخت پوهانو اوعالمانو به نومړی کتاب په درسي توګه لوست اوهغه ته يې دوخت ديوه لرغوني کتاب په ارزښت کتل . په دې کتاب کي اخلاقي منظومې ، تاريخي منظومې وې . اوپه مدرسو کي به نوموړی کتاب وهلکانو ته لوستل کيده او په دغه ډول دپټي خزانې دمؤلف کورنۍ چي يوه اديبه او علمي کورنۍ وه هغو هم خپلو کشرانو او مشرانو ته نوموړی کتاب په لوستلو سره لوستلی دی . ديادولو وړ خولا دا هم ده چي په غر غت نامه کي نه يوازي دغر غښت بابا دژوند حال او احوال يادونه سوې ده بلکي ؛ نو رمضامين يې هم درلودله چي هغه هم دټولو پښتنو دپاره په زړه پوري دي لکه دزرغون خان شاقي نامه چي دپټي خزانې مؤلف له همدغه کتاب څخه رانقل کړې ده . او هم داچي کاکړ دغرغښت له اولادې څخه دی نو دهغه په باب هم په زړه پوري تاريخي يادوني سته . او دپښتو په ادبي تاريخ کي غرغښت نامه يولرغونی کتاب دی چي ورسته دزرغونې تر بوستانه دوهم لرغونی کتاب دی . داچي پټي خزانې چه ځيني را نقل کړي دي دهغه څخه داسي موږته څرګنديږي چي نوموړی کتاب په روانه او سليسه ژبه ليکل سوی دی . اوادبي اوشعري فورم يې مثنوي فورم ګڼلای سو.

شيخ عيسې ميشواڼی

د٩٠٠هـ شاوخوا

شيخ عيسی ميشواڼی په هند کي دپښتنو شهنشاهانو دوخت عالم اوفاضل شاعر ؤ.نعمت الله هروي په خپل مخزن کي د ده په ژوندانه داسي بيان ليکي اووايي: هغه وايي چي عيسی ميشواڼی دهند په امله کي او سيده . او هلته يې مځکي او پټي درلودل، شيخ عيسی لوی ولي اودخدای په يووالي کې په پښتو ـ فارسي ـ اوهندي ژبو شعرونه او ليکني کړي دي .

مخزن افغاني دعيسی مشواڼي پښتو او فارسي  ـ هندي يو شعر را نقل کړی دی ، خو له بده مرغه دغه اشعار کاتبانو خراب کړي او مسخ کړي دي او په ښه توګه نه لوستل کيږي . خو دپټي خزانې مؤلف دده يو پښتو شعر داسي را نقل کړی دی :

شعر

پخپله کار کړې پخپل انکار کړې

کله باداريم ، کله مي خوارکړې

ته خوقا د ريې په صـفــتــونـــو

کله مي نورکړې، کله مې نارکړې

عيسی حيران دی په دې شيو نو

کله مي يارکړې ، کله اغيارکړې

 

نعمت الـله هروي نورزی په خپل ( مخزن افغاني ) کښي هغه وخت چي دجهانګير دورؤ داسي ليکي :چي شيخ عيسی په قوم مشواڼی وو. اوپه دامله کې دشيرشاه سوري په دوران کې ژوند کا وه، ويل کيږي چي يوه ورځ شيرشاه پر عيسی باندي شکمن سو او دخلکو دراپورونو له مخي شيرشاه ګمان کاوه چي عيسی به شراب خوري او هميشه شراب ورته په پياله کي پراته اوپه شرابو بوخت دی خو، شيرشاه هم خپل يو څوکسيزه نماينده ګان وروليږل چي نوموړی حقيقت څرګند کړي ، خو څه وخت چي خلک ورته ورغلل نو که ګوري چي شيخ ته جام اوصوراحي پرته او څه ناڅه څيښي اوپه همدغه تووګه نو دشيرشاه خلکو ځيني وپوښتل چي دغه څه دي اوڅه چيښې ، نو عيسی هم ځواب ورکړ اوورته يې وويل : راسی تاسويې هم را سره وڅيښی نو هغوی چي دصراحي څخه يو څه ځانته ورواڅول نوکه ګوري چي هغه شيدې دي نو يې شاه ته رپوټ ورکړاوويې ويل : چي عيسی شراب نه بلکي شيدې چيښي .

همدغسي نعمت الـله هروي کاږي چي عيسی ميشواڼی يو لوی ولي او دخدای په توحيد کې ښه شعرونه ويلي دي . هغه خپل شعرونه په پښتو ، فارسي او هندي يې ويلي دي . لکه چي مو ديوه شعر بيلګه په پورته ډول سره وليده .

شيخ بستان بړيڅ

٩٦٠ هـ شاوخوا

شيخ بوستان(بستان) بړيڅ دمحمداکرم خان زوی. دپښتنودادبي اوروحاني

مشاهيرواو مشاعروڅخه دی ، دی دځوانۍ په عمر هند ته ولاړاوپه سياحت لګياسوچي نوموړي سفردشيخ بوستان په تجريبه اوعلمي پوهه کي ډير څه نورهم ورزيات کړه ، او هغه يې يو پوخ شاعر کړ. شيخ دپښتو ژبي شاعـر، ليکوال اوروحاني عالم دی . هغه پسله خپل سفرڅخه دخپل سفراو تجريبو يو کتاب وليکی چي د بوستان اوليا نوميږي ، نوموړي په دې کتاب کښي دخپل سفرليدلي حالات او تجريبې وليکلې . چي په هر وخت کي دويونکودپاره ګټور اوعلمي ارزښت لري.دپټي خزانې مؤلف ددې کتاب په باب داسي زياتوي چي نوموړی کتاب چي دسفر حالات او دسترګوليدلی بيان په کښي ذکر سوي دي ، برسيره پردې دسيمو دمشاهيرو او مشاعرو دژوند حالات هم په کښي ذکر سوي دي ، اودخپلي تجريبې مطالعات يې په يوه کتاب کي سره راغونډکړي دي . اوپټي خزانې د مشهوره شاعر شيخ تيمن اشعاراواحوال هم له دې کتابه څخه رانقل کړي دي . اوپردې برسيره شيخ بوستان خپل اشعارهم په همدغه کتاب کي راغونډ کړي دي ، دهمدغه کتاب له مخي ويلای سو چي شيخ بوستان بړيڅ دخپل وخت شاعر ليکوال او مؤرخ دی . اودپټي خزانې مؤلف دخپل پلار داود عليه الرحمه له خولې دده يوبدله داسي رانقل کړيده .

دشيخ بستان بدل

اوښکي مې څاڅي پرګريوان يوار نظر کړه پرما   راسه ګذرکړه پرما

 

دميني اوردی زما زړه يې وريت په انګـــار کينا   ښې تارتار کينا

خود به ويليږم چي مې زړه پرتا مفتون کی کينا     ځان مي زبون کينا

اوښکې مې څاڅي پر ګريوان يوارنظر که پرما     راسه نظر که پرما

***

وکه نظر زما پرحال چي پردت رنځوريمه تل      په ويرناسوريمه تل

له زړه مي څا څي وينې سور په وينوخپل يمه تل   په اورجلبل يمه تل

اوښکي مې څاڅي پرګريوان يوارنظرکه پرما      راسه ګذرکه پرما

***

لــه درد، سوزه تل نارې او غـلـبلې وهــمــه         کريږې سورې وهمه

يوآ ن مې چيرې نه آرام نه ټـيـکاونــه وينــم         نه راحت کړنه وينم

اوښکې مې څاڅي پرګريوان يوار نظر که پرما     راسه ګذر که پرما

***

دخوږوزړو له حـاله ته ته يې ای باداره اګاه         يې دبې وزلوهمرا

دخپل عزت په روی بوستان ته کړه دمهر ښيندل   کړې له ګناهه ګواښل

اوښکې مې څاڅي پرګريوان يوارنظر که پرما     راسه ګذر که پرما

***

**

*

نوموړی شعرهغه وخت چي شيخ دهندوستان له سفره په کال (٩٩٨)هجري کي راعلی او( دبستان اوليا) کتاب يې وکيښ نو دپټي خزاني دمؤلف پلار نوموړی کتاب په ښوراواک کي دحسن خان بړيڅ په کور کي ليدلی وو. چي په دې کتاب کښي شيخ عليه الرحمه دډيروپښتنوادلياوو دژوند حالتونه ، کرامتونه ، خوراک اوعادتونه رانقل کړي وه . اود نورو شاعرانو اوخپل شعرونه يې ليکي وه چي يوه نمونه يې دغه پورته شعر دی چي محمد هوتک عليه الرحمه دلته رانفل کړی دی . اوهغه هم دخپل پلار له خولې څخه رانقل کړی دی.

شيخ صاحب لومړی دخپل پلارنه زده کړي وکړې ، او بيا دښوراوک څخه دهلمند پرغاړه په يوه کوډله کي اوسيده اوبيا په ځوانۍ کي هندوستان ته ولاړی اوخپل ديني علوم يې بشپړه کړه .هغه دقدرت دآثارو تماشه وکړه اوبيرته دپخوتجريبو سره هيوادته راستون سو.

ظريف شاعرعبدالطيف اڅکزی

١٧٢٩م ـ ١١٠٦هـ شاه وخوا

عبدالطيف اڅکزی چي يو ظريف ، فاضل او دلوړ نوم اونښان ليکوال شاعرتيرسوی دی. په اصل له بوستان دی او پلار يې کندهار ته را غلی دی.پلاريې غلام محمدنوميده اودکندهار ماشور ته يې کډه راوړل او هلته ميشت سو.عبدالطيف په کوچنيوالي کي په علم پيل وکړاوقران شر يف يې زده او حفظ کړ نو ځکه حافظ دقـران  هم ورته ويلای سو. نرم طبعت يې درلود او په ډير نرمۍ سره يې دخلکوسره خبري کولې . او په طبعي توګه يې شعرونه هم نرم او دظرافته څخه خالي نه دي هغه يو ظريف او نازک خياله شاعر او دخلکو دژوند ډيرښه انځورونه يې په شعر کي تمثيل کړي دي او په دغه ډول يې ولسي قيصې هم په نظم سره راوړي دي . دهغه په شعرونوکي هغه نقلونه چي ولسونه پند او عبرت ځيني اخلي هغه په ډيرښه ډول په خوږه شعري ژبه نظم کړي او دخلکو دګټي دپاره يې چمتو کړي دي . دهغه شعر برسيره پردې چي يوښه نظم دی ، بلکي دهغه شعري مضمون يوډيرښه نصيحت او پند هم کيدای سي . اوپه شعر کې هغه نازک خيالي نغښتې ده ، چي اوريدونکی خوند ځيني اخلي ، او هغه دنازک خيالۍ ځانګړي الفاظ کاروي چي داور يدونکو دخوښۍ او دلچسپۍ سبب ګرځي ، نو ځکه يې ظريف شاعر بولو. او برسيره پر ظرافت هغه په شعري ټکواو جملوکي ګټور ټولنيزاړخونه کاروي ، هغه ديارانواو اشنايانو په بانډارونو کي هم شعرونه لولي او دمجلس او بانډار خوند نور هم ور زياتوي ، دپټي خزانې کاتب هغه کله ، کله ويني او اشعاريې اوري او دهغه له نظره عبالطيف اڅکزی پرهغه محال دڅلويښتو کلونو په عمروو. اوهغه ليکي برسيره پردې چي عمر يې پوخ دی خو دځوانی خروش او مسرت او سمسورتيا په کښي څرګنده ده . اودځوانانو په بانډارکې نشاط اوتازګي ساتلې ده . هغه برسيره پردې چي خپل شعرونه اوروي دنورو پخوشاعرانو شعرونه هم لولي او دوخت انتباهي نقلونه په مجلس کي اوروي . دهغه دظرافت نقلونه خورا ډير دي. او هغه يو تولنيز شخصيت اودخپلوخت نامتو عالم اشاعر تير سوی دی ، چي موږيې لاندي شعر دنمونر په توګه دلته راوړو چي دهغه دظرافت نماينده ګي کوي .

قيصه دسوی اوداوښ

غوږ ونيسۍ يارانو دادسوی اواوښ قصه سوه

خورا ډيره خوږه سوه

***

يو سوی داوښ اشناسو       بېحده يې  همراه سو

ياري به يې کـــولــه يولـــه بله يارانه سوه

خوراخوږه قصه سوه

اوښ وويل چي سويه !       ای زما ياره نيک خويه

بې تامي ښادي نسته شپه اوورځ مې په تا ښه سوه

خورا خوږه قصه سوه

ټول عمريې صحبت کا       دسوی سرې الفت کا

شيبه يې بيلتون نه کايوله بلې مرکه سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

سوی وو داوښ په کورکې         ژوندون يې په سرور کې

قصه به يې شروع کړه هر سهار څوبه غرمه سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

سوی تل ميلمه داوښ وو           دوستي کې  ډير په هوښ ؤ

خپلوي سوه هسي ټنګه چي به پرې نه په برمه سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

اوښ هم عزت دسوی کا     ساتنې دابروی کا

ديار دزړه ده پاره به قبوله نه پلمه سوه

خورا خوږه قيصه سوه

***

يوه ورځ سوی ميلمستيا کړه       داوښ دپاريې داکړه

خپلوان يې را خبر کړله دسوی ټوله ميلمه سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

 

اوښ راغی دسوی کورته   يو غار يې وليد پورته

داتنګ په هسې شان ووچي نه ځای يوه ګونډه سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

راوړي يې خواړه وو        يوڅه وه لږواښه وه

داټوله چي يې راوړله داوښ يوه ګوله سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

اوښ وږی ولاړی کورته    ختلای نه سوپورته

سويانو يې ځای نه درلودی ټوله شرمنده سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

سويا نو جميعـت کا           ها سوی يې ملا مت کا

ويل ستا وداوښ څه دي چي دوستي سره توده سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

چي سوی اشنا داوښ سي           بايدچي لږپه هوښ سي

داوښ دپاره ښايي چي پيدا يو مامته سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

هر څوک چي يارانې کا            چي پيل کا پيلخانې کا

هر چاه له مناسبه آشنايـي اوطريقه سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

چي څوک مناسب کارکا            عبرت له دې ګفتار کا

له خپله ټغره سمه دهرچاه پښه رااوږده سوه

خورا خوږه قصه سوه

***

 

واعظ ملامحمد حافظ بارکزی

داعالم دمحمد اکبر بارکزي زوی دی، چي دکندهار په کښته خواکي اوسيده . ده دخپل وخت مروجه علوم لوستي دي او په فقه کي استاددي. او د جمعي په ورځ په جامعې ګانو کې واعظ کاوه نو په دې خاطر يې (په واعظ) شهرت درلود . کله کله به يې په خطبه کي خپل اشعار هم ويل .

يو کتاب يې کښلی دی چي نوم يې دی (تحفۀ واعظ) ، نوموړی کتاب ټوله واعظ او نصيحت دی . او خلکوته يې امر په معروف او نهې منکرکړی دی. محمد حافظ واعظ په رشتيا ويلو مشهوردی ، دپادشاه او لويانو په مخ کي هم دخدای امر ښکاره وايي، که څه هم دشاه دګټوسره برابرنه وي . په شتيا ويلوکي هغه دچاه پروانه لري . هغه په طريقت کښي دميا نور محمد صاحب مريد دی . ده په کندهار کي ديني علوم زده کړي دي ، اوخپله هم دفقي لوی معلم او استاذ وو. او طالبانو يې دعلوموڅخه ګټه ترلاسه کول . او دده پرشاه وخوا به هميشه طالبان را ګرځيدلي وه او ډير زده کونکې درلودله او ډير کسان يې تربيه کړي او روزلي دي . او يوه بدله يې دپټي خزانې مؤلَف را نقل کړيده او دمسلمانانودلوستلو دپاره يې راوړې ده چي دګټي څخه بې برخي نه د ه .

 

بدله واعـظيه

کم بخته مکړه پردنيا ډونګونه     که دي زړه غـواړي دجنت ګلونه

کم بخته موږيوميلمانه پردنيا       وطن موبل دی آخير ځوپه رشتيا

هم به ښه بدسي رامعلوم په عقبأ   ـ نوله سره اورکۍ په امان ځانونه

کم بخته مه کوه حرام چي بددي   چه کړي حرام هغه باطن کې دددی

اعمال يې ټوله په عقبا کښې رددي ـ په لويه ورځ به يې وي تورمخونه

کم بخته مه کوه حرص ، قرارسه ـ  ثنا درب کوه صبـورپه کــارسه

توښه ددين وړه په دې کاروبارسه ـ چه بې توښې نه سي پيدا سودونه

کم بخته مه ځه دحرام پرلوري ـ    خدای به وتاته په عـضب وګوري

 

که دي زړه غـواړي ښايسته ښې حورې

بـيـځـايـه مــه ږ ده بـې پر و ا پلــــــونه

ريدی خان مهمند

١١٣٠هـ

ريدی خان دمهمندو دکلي اوسيدونکی دغياث خان زوی اود مسعودخان مهمندلمسی وو.پلاريې دحاجي ميرويس خان نيکه انډيوال اودځانګړ و رازونو ساتونکی ؤ. خپله ريدی خان هم په دربارکي پوره عزت او قدر لري او په انډوالانوکي هم پوره عزت او مينه لري. هغه پوهه او عالم څوک وو، او په مروچه علومو کې پوره مهارت درلود او هغه ډيرزده کونکي هم درلوده اوپه فقه اوديني علومو کي يې زده کونکوته په پراخه حوصله تدريس کاوه .

ريدی خان په سنه ١١٣٦ کي واصفهان ته ولاړاوهلته يې دشامحمودسره بانډارونه اوعلمي مجلسونه وکړه.اوپه ورسته کې يوکتاب دحاجي ميرخان اوشامحمود دجنګونو کيسې وکښلی ، نوموړی کتاب څلورزره بيتونه دي چي نوم يې (محمودنامه ) پرکښيښود. اوهغه وخت چې دشامحمود په مخکي ولوسته پاچاريدي خان ته زرطلاوې انعام صله ورکړې اوهغه بيا نوموړي صله پريارانووويشل، ريدی خان په خپلواشعاروکي څلوريځي، دوه يځي (مثنوي) غـزل اوداسي نورفورمونه په ځان کي لري . اومحمودنامه يې يوخوږکتاب دی ، چي ډيروخت يې پښتانه په خپلوبانډارواومجلسونوکي زمزمه کوي. په نوموړي رزمي کتاب کي دګرګين خان ګرجي دوژلوکيسه اوداصفهان دفتوحاتوکيسې په کښي سته .هسي وايي محمد کتاب الرحروف چي:ما دريدي خان څخه غوښتنه وکړه چي دنوموړي کتاب يوه برخه ماته راکړه چي زه يې په همدغه کتاب کي وليکم هغه هم ماته يوه لويه برخه راکړه اودادی اوس مي دلته يوه برخه وليکل نو ماهم نوموړې برخه دلته وکښل اودخدای څخه راضي يم چي زما دکتاب دغه برخه په غني سوه .اوپه دې برخه کي دګرګين خان کرجي دوژلو کيسه او نقل دی .ريدي خان هغه څه ليکلي دي څي نوموړي په خپله ليدلي دي اويا يې دپوره باور والا کوم چاه څخه اوريدلي دي،په هرصورت نوموړی يوشاعـراوعالم شخصيت ګڼل کيږي چي دشعرونوډولونه يې په لاندي ډول ګورو.لاندي مثنوي دريدي خان ده .

 

دريدي خان مثنوي چي له محمود نامې څخه رانقل سوې ده

((دګرګين مړينه ـ دحاجي ميرخان ستاينه ))

حاجي ميرويس نيکه چي په ميړانه يې دملي مشر لقب ګټلی دی

 

اوس به وتا ته حکا يت کـړم د ښوـ خوږ روايت د ګرګين خان دوژلو

چي ميرخان تللی اصفهان ته ونه ـ مخ يې مکې دپاک صبحان ته ونه

پاچاتې عرض کړټول اقوال دپښتون ـ دګرګين ظلم بد احوال دپښتون

پاچاويل زه نسوای کولای چاره ـ دګرګين خان ظلم و ستم دپاره

که يې معزول کړم کندهارنه پريږدي ـ جوروستم اوخپل شعارنه پريږدي

ګرګين خو ګرګ دی ګرګ خوظلم کوي ـ ويني تويوينه هم پسونه څيري

زه هم خايف يم چه به څه کړم ګرګين ـ نامسلمان دی ارمنی دی بېدين

نه په اسلام کي ځان پا بندګڼينه ـ نه نصراني نه له عيسي بيرينه

بيرږم زه چي خدای کړي قهر ښکاره ـ دسلطنت په رڼاکور سي تياره

ميرې خان ويل ای حسين پاچا وګوره ـ حال دحاکم او رعايا وګوره

ګرګ داېله کړپه رمه سوشبان ـ جوروستم کاندي بيحده ګرګين خان

موږله طاقت نسته چي کړو به زيا تی ـ صبرپر ظلم دظالم ارمنی

داڅلورم وار دی را ځم سلطانه ـ عرض دظالم له لاسه کړم سلطانه

که پاچا نکړي داد خواهي دمظلوم ـ ظءم حاکم کا ظلم ډير په محکوم

جور چي ډير سي سلطنت سي برباد ـ دظلم قصرپپناه بې بنياد

دلته په دوام يې نور بيتونه هم سته چي ډير ښه خبره په کښي څرګنده ده.

چي وايي: شاه هي دکفرسره کيدای سي ؛ خودظلم سره نه سي کيدای .

کا فرکولی سلطنت سي مدام ـ که وکړي داد نه وي جابرپه انام

مګر ظالم خو نسي کړای سلطنت ـ خالق رحيم دی ورکوي خلافت

چاته چه زړه يې وي په مهرودان ـ دخدای عيان ګڼي پر مځکه انسان

سلطانه واوره په ښي غوږ داوينا ـ مکړه ستم دخالق الله په هر چا

دستمګاروپای ورادی خراب ـ دظلم اوريېکا پخپله تراب

دمظلوم اه داسي کاري دی ګوره ـ چه اوريې نه ځي دظالم له کوره

لمبې به بلي کا دظلم په کور ـ ټوله به کاندي بينوا په دې اور

ښايي ظالم چه رحم وکا په ځان ـ په ظلم خوارنکړي خپل ځان اوجهانسلطانه ګوره په ځان رحم وکړه ـ خپل کلی کورپه جورمه ورا نوه

پاچاته هسي ويناوکړه ميرخان ـ خوغوږيې نه وواوريدوله پځان

ګرګين يې پريښودکندهارکي ظالم ـ نه ئې کړدفع لاس دده له عالم

ګرګين يې شپانه کا چه کړي خواررعيت ـ دګرګ په څير،څيري په ظلم ووحشت

ميرخان خوابدی ولاړ حجازله چه کړي ـ رسول دخدای ته په زاري داد خواهي

 

دالله پاک په دربارکي غوښتنه :(دادخواهي دميرخان په حضور د سيدالانس والجان ).

ولاړی دشپې يې په يشرب کا فرياد ـ رسول دخدای ته چي سو قوم برباد

ستا پر امت راغی دظلم دوران ـ واوره رسوله ددې قوم فغان

پښتون خو ستا پرنامه ځان کی فدا ـ ای خير الناسه واوره ته يې ندا

وژغوردوته دظالم له لاسه ـ ګرګين له منځه دپښتون وباسه

ستا په نامه دی کلمه ګويه پښتون ـ نه بسي هيڅکله له تانه راستون

مرګوژوندون مو داسلام دپاره ـ ستاددربارستادسلام دپاره

مه مو کړه هير خيرالواري رسوله ـ فخرکونين نورالهدي رسوله

اوښکي مي څا څي په دربار يم ولاړـ قوم سوپه اوردظلم ټوله لتاړ

يوار نظر وکړه پرموږ چه سو وړـ وظالمانو ته تر څو به يو پړ

ستا لطف ومهر دی شامل پر جهان ـ هر خراب زړه دی ستا په مهر ودان

که ستا نظرنه وي خراب سو پښتون ـ په اور دظلم تور کباب سو پښتون

راغلم له ليري ستادربار ته نبي ـ ته مي شفع سه خدای غفار ته نبي

چه پر پښتون دقوم نازل کي رحمت ـ کړي يې خوندي ناموس پخپل مرحمت

لاس دظالم يې له ګريوانه کا لنډ ـ وج سي دظلم دګندوخيرو ډنډ

ستا شريعت سي ټنګ په منځ دپښتون ـ ورک سي بيداداوکم سي رنځ دپښتون

دامي دی سوال ولاړ دي رته يمه ـ محتاج دتش ولږ نظردي يمه

دقوم حال کړم درته عرض په ادب ـ ته يې بادار د کل عجم او عرب

بې له تا نلري پښتون خوالګر ـ ته يې ملهم دخوږوزړودپرهر

وژغوره زموږ نامو نا موس له بيداد ـ کړو بې ناموسه ظالمانو برباد

سرکه را پورته زموږه حال وګوره ـ دظالم ظلم بد احوال وګوره

نه يې له تا شرم وحيأ سته نبي ـ نه شرم کاندي له عيسی ارمني

عرض مي دحال وکا وتاته پيشوا

بل څوک مو نشته خوالګرپه دنيا

 

حاجي ميرخان په مدينه طيبه کښې خوب وليده اوزيری دنجات له ظلمه پروسو.

چه ميرخان هسې غرض کا حال دظلم ـ هغه شپه مات سو ه توره ډال دظلم

ميرخا ن په خوب و ليد ص ديق ا کبر  ـ چه ورسره حضرت فارو ق وعمر

وې ای سپن ږيريه نورڅه غم مه کوه ـ قوم دی خلاص سوکورټ ماتم مه کوه

و لا ړ سه خپل قوم ته د ا زير کړ ژر ـ چه د ظلم سو کـــــم نقصان ا و ضرر

پښتو ن به خد ا ی کا له ظا لمه آ زا د ـ نه  به  سي ننګ او نا مو س يې بربا د

خد ا ی به دا قو م کا په رحــم و د ا ن ـ نوم به يې وينه مجاهــد پر جها ن

تل به دخدای په بنده ګۍ کې وي لوړ ـ څوک به يې نه کا سرپه ټيټه ور ځوړ

کلمه د خدای به وي جاري په ا فـواه ـ ورکوي دوی به په دې لاره کي ساه

څو يې طــره وي داسلام په بــګړۍ ـ نه به سي ورک نوم ددې قوم له نړۍ

 

ميرخان نوموړزيری واخيستی اوخپل هيوادته راستون سوهلته يې دعلما ؤ څخه هم فتواواخيستله

بيا هم ريدی خان دحال بيان داسي کوي :

زيری چه واوريد ميرويس خان په منام ـ خوښ سو دهغو په سپيڅلي کلام

بيا يــې پــيــد ا کـــړ ل عـلـمأ د حــرم  ـ مـفـتي قا ضي او هم پيشوا د حرم

حا ل يې د ظلم د ګر ګين کا بيا ن ـ فــتــوا يې وغــوښته له  د ويه ميرخا ن

ټــول عــلــمــا د د يو فتو ا ورکړه ـ هســـي تحــرير هســې انشأ ورکــــړه

چـــه د ظا لم د ظــلــم رفــع روا  ـ  په تير چه وي دي لـــه اسلا مــه سوا

حاجي ميرخان راغی وطن ته بل کال ـ قـــوم يې وليدی په ظــلم پايمــا ل

په تدبير کښيوت چه ناموس وساتي ـ ننګه د قـــوم کـــا په ټنګه خــــوندي

مشران يـــې و ليد ل د قــوم په سلا ـ ود وی ته يې ووې دحـــرم ما جرا

دعا هم خوب او هم فتوا دعرب ـ قــوم يې کــــا د ځا ن د ښو په طــلــب

ظلم يې ډ يرکا پر خوارانو د قوم ـ ځان يې کا ګرګ دغــمخورانو د قــوم

مشران يې را وستل په حبس وپه بند  ـ منا فـقـيـن يې کړل په قوم سربلند

 

((مصلحت دميرخان او قران کول دقوم اوبيا د ګرګين وژل))

حاجي ميرخان وکا تدبير مصلحت ـ پښتانه ټول سول په نا موس او په پت

ټولو قرآن وکا چي ځان کا خوندي ـ  له جــورو ظــلــمو دظالم ارمــنــي

سيدال ناصراو با بو جان وو با بی ـ بل با در خان وو د بادرو لــمســـی

مياجي هم راغی دميرخان په کومک ـ يوسف راټول کړله دسيوري هوتک

عــز يز نــورزی د د لارا م پهلوان ـ ګلخان با بړو بل وو نور بړ يڅ خان

راغی نصرو او ا لکـو دجــلــد ک ـ کـــايې ځوانانو دلښکرو کــــومـــک

بل يحيی خان ووبل يې زوی محمدخان ـ ټول سره يوسول چه کړي مړګرګين خان

يونس کا کړ و کا يرغل په ګرګين ـ پـښـتنو جوړکړ پر ګرګيا نو نا ور ين

ګرګين يې مړکا ټول ګرجي سوکشتار ـ قوم کا خلاص له ظلم وجوره غفار

قندهار ونيو حاجي مير په همت ـ قوم يې ټول کا، وررته يې کړ نصيحت

چه ظالم ومړاوس خوموږ سوآزاد ـ خا لــق دي نه کا پښتون قـــوم بربا د

پا چا ظالم دی موږيې لوټ کا لښکر ـ ښا يي چــه وسا تو ځا نو نه له شر

اصفهــا ن ډک وو له لښکــرو دشاه ـ سبا بـــه را سي په زرګـــونو سپاه

نه به پښتون پريږدي پرمخ دجهان ـ ورک به کا نوم ، ننګ نښان دافغان

دښمن قـــوي دی راسی کی اتفاق ـ ځان مو چمتو کی ليرې کاندی نفاق

په کندهارکي يې را ټول کړل خانان ـ ټوله د قــــــوم اختيار داره مشران

هر قوم ورکړله ځوانان تــــوريا لي ـ ټول وه غښتلي ننګيالي ، جنګيالي

شل زره جمعه سوه په منځ کي دښارـ  ګرده ولاړ وه دميرخان په ګفتار

ميرخان انصاف کا،وو سپين ږيری مشرـ قوم يې وونه لکه زوی او کشر

چه داسي کار وکا حاجــي ګړند ي ـ د پښتون نا موس يې وکــا خوندي

کال وويوسل نونس اوزرپه شمار ـ خلاص سو له ظلمه دګرګين کندهار

د ظلم پا ی دی هسي ورا ن علمه ـ نه د ی په ظــلــم څوک ودان عالمه

دظلم اور چه بل سي سوځي جهان ـ په کښي کباب سي ستمګر ظالمان

ظــلــم جفأ کــوي پرځان نه په بل

ويني هر څوک سزا دخپل بد عمل

دهوتکيانو دوره چي په تاريخ کي نامتو اودافتخار وړ دوره ده دلوړ او ملي مشر ميرويس خان په هوښيارانه مشرتابه سره را پيل کيږي.ميرويس خان چي په مير خان سره پيژندل کيده په کال ١٠٨٤هـ ق کي په اټکل ډول زيږيدلی دی.

ميرويس نيکه مخکي له دې چي دسياست ودنيا ته را داخل سي هغه تجارتي کارونه مخته بيول او ډير هوښيار او ځيرک انسان وو، او بي په کندهارکې يې ديوه لوړانسان په توګه کار کاوه ، خو څه وخت چي پر کندهار با ندي دګرګين اودهغه دانډوالانو دخوا څخه سخته ور ځ را غله نو ميرويس خان هم خپل ټول فکر او احساس ودې ته ور واړاوه ، چي افغانستان دپردو او ظالم ګورګين دظلم څخه وژغوري ، نوددې کار دپاره يې بنسټيز کار را پيل کړ لو مړی يې حج وکړاو په حج کې مسلمانان دګر ګين دظلم څخه خبرکړه او بيا يې دډيرو درنو ملايانو فتواوا خيستله او دخدای په دربارکې دافغانانو دپاره بريا ليتووغوښت ، هغه وچي بيرته وکندهار ته تر را ستنيدو ورسته يې ګرګين مړکړاوانډيوالان يې دخپلو عملونو په سزا ور ساه اودکندهار اوځينو نورو سيمو مشران يې سره را غونډ کړه او يوه لويه جرګه يې دافغانانو جوړه کړه او په ټولو برخو کې دخلکو دغوښتني سره سم مشران دهيواد دملي حا کميت دپاره وګمارل او صفوي دولت يې په ټوله افغانستان او شاوخوا کي ناتوانه کړ.ميرويس نيکه ته دافغانانو دنيکه لقب ور کړل سوودا ځکه چي په افغانانو کي نوموړی لقب ډيردروند لقب دی.

دکندهار په کوکران کي دستر ملي مبارز الحاج میرویس خان نیکه مزار

ميرويس نيکه بر سيره پر دې چي دهيواد سياسي استقلال يې په سيمه کي تثبت کړ.بلکي ؛ دافغانانو دپاره يې يوه لويه امپراطوري هم را منځته کړه اوهغه په په ټولنيز لحاظ يو عالم او دپوره مهارت او پوهي څښتن وو.دميرويس نيکه په ملي مشرتوب سره افغانستان په سيمه کي يو داسي هيواد جوړسو چي په ټولنيز لحاظ ، ادبي لحاظ اودډموکراسۍ په ډګر کې نه داچي په هغه وخت کي ساری نه ورلو بلکي تر هغه ورسته يې تر لوی احمدشاه بابا تر دوران پوري دهيواد ملي عتباراونوم اونښان په نړۍ کي ساری نه درلود. حاجي ميرويس خان يو ملی مشراومنل سوی شخصيت وو،چي دهوتکي دولت خښته يې په افغانستان کي کيښوده. او ترده ورسته بيا په دې سيمه کي دهوتکو په ټوله دوره کي دهنر اوادب دپاره ديادولووړکارونه تر سره سوي دي .په دې وخت کي يو لوی انجمن يا ټولنه دنارنج په قصر کي سره را ټوليده او دوخت ډيرښه اديبان ، خطاطان ،شاعران پوهان سره کښيناسته او پر ځينو قلمي نخسو به يې کارکاوه اودلرغوني وخت دشاعرانواوليکولانو يادونه يې په خپلو زحمتونو سره ژوند وساتل.په دې وخت کي نه يوازي نارينو ادبي پرمختياوي درلودلې ؛بلکي ډيري درنې ښځي هم وې چي په لکنو او لوستلو کې لابری درلود او شعرونه او مضمونونه به يې ليکل : چي يوهم دهغو دجملې څخه دحاجي ميرويس خان مور نازوانا ديادولو وړ ګڼم ، همدغسي ونوموړي درنې کورنۍ دجملې څخه بي بي زينبه چي دميرويس نيکه لور کيده هم دوخت يوه ډيره ښه ليکواله او شاعره وه.

دهوتکو په دوران کي دنارنج ادبي قصردهوتکو پا چهانو درباري قصروو.خپله ميرويس خان ور حمان بابا ته په ډيره درناوي کتله او دهغه شعرونه به يې دفال په څيرکتل او ګټه به يې ترينه اخيسته لکه څنګه چي حاجي ميرويس خان دحاج څخه وکندهار ته را ستون سو نو يې دخلکو سره خبري وکړيې اوهغو ته يې درحمان بابا ديوان خلاص کړ ديوه نيک پال په توګه اوهغه يې دځانه سره ګرځاوه، څه وخت چې ديوان دنيک پال په ډول خلاص کړ په هغه کي دغه لاندي شعر  ليکل سوي ؤ :

زه مکتوب غوندي په پټه خوله ګويا يم

خاموشي زما تيری کا تر غوغا ز ما

کښت دعشق په توده مځکه آمان چيرته

سمندر بويه چه زيست کا په صحرا زما

تر هغه ورسته چي نوموړی شعر يې دجرګې په منځ کي ولوست نويې جرګې ته مخ را واړاوه اووې ويل : ((رحمان باباواي او صلاح را کوي چي اوس موږته خاموشي ښه ده ،دظالمانو کارخلاص دی، ولي موږ هم بايد دخاموشي څخه په ګټه اخيستلو خپل مقصد ته ور سيږواوچي وخت يې را ورسیده نوبه پرتاسو باندي ږغ وکړم ، منتظر اوسی .هغه وخت را رسيدونکی دی چي ظالمان دهيواد څخه وشړو.تاسي خپلي وسلې پټ ځای دګل ګلاب تر پاڼو لاندي پټي کړی .

جرګې دخپل مشر خبري په ټوله معنا درک اودږغ په انتظار سول.همدغسي ميرويس خان دګرګين په مړينه او دکندهار په آزادولو کي دلوی او پا خه هنر څخه کار واخيست او په پرله پيې توګه يې دقومي مشرانو اواهل نظر خلکو سره صلاح او مشورې کولې، خو بيلااخره په دې وتوا نيده چي دکندهار دخلکو دوينو تاوان او قصاد دګرګين او ګرجانيانو څخه واخلي.که څه هم په دې باب ډول، ډول روايتونه سته ، چي ګرګين ميرويس څه ډول وواژه؛ دبيلګي په ډول ځيني مؤرخين واي چي ګرګين دښار نه دباندي دعوت کړاوهلته يې دخپلو ساتونکوسره يوځای وواژه ؤ خو ځيني بيا په دې اند دي چي ګورګين يې په خپل کورکي دشرابو په وسيله نشه او دخپو ساتونکو سره يې وواژه ،خوډير تاريخونه بيا په دې اند دي چي ؛ هغه وخت چي بلوڅ يا غيان سوه او ګورګين ته خبر ورغلی نوګورګين دهغوی دارمولو او تر ټلو دپاره ورغلی ، خو په لاره کي دحاجي ميرويسخان درې زره لښکري ورته ودريدل اود ګورګين زرکسه عسکر يې محا صره کړه او بيا يې تاريخي درس ورته ورکړ.چي لو مړی يې ګرګين ادبيا يې دهغه ملګري ووژل ابيا بيرته ښارته را ستانه سوه ، که څه هم ښار هم دګورګين دلښکرو اوپلويانو څخه ډک وو.اودښار حساس برجونه هم دګرجانو په لاس کي وه.نوکه چيري هغه په دې خبروای چي ګرګين ميرويس خان وژلی دی نو بيا به يې هم درند او سخت مقاومت کړی وای ؛ خو دميرويس نيکه هوښيارانه مشرتابه او دقومونو سره صلاح او مشوره ددې سبب سوه چي ګرجانيانو ډير لږ مقاومت وکړ او بيله ډيرو تلفاتو يې کندهارله ګورګين او دهغه دپلويانو څخه ونيوه. خو څه وخت چي اصفهان دپيښي څخه خبريږي ، نو په ډير خښم او غضب سره تصميم نيسي ،که څه هم دکندهار خانانو په ډيرو وختو کي دمغولي دولت سره دځان په قيمت مبارزه او مقاومت کړی وو. خو بيا هم دغه سوال ورته پيد اکيده ، چي دصفويانو نيرواو قوت دکندهار دمبارزينو څو چنده کيږي. اوموږ به دهغو په مقابل کي خپل سيا سي واک بيرته دلاسه ورکړو.خو ميرويسخان چي درحمانبابا پر ديوان او اسلامي شرعيت باندي عقيده درلودله نو هميشه به يې دخلکو په منځ کي درحمان بابا څخه پوښتنه کوله (دهغه ديوان به يې دپال په څير خلاصوه) . او په دوهمه جرګه کې دخلکو په منځ کي درحمان بابا ديوان خلاص کړ ؛ خلکو ته يې مخ ور واړاوه؛ چي رحمان بابا څه وايي:

هغه داسي وايي :

چي آسمان يې مخ پټ کړی په سحاب و

خــد ا ی وما وته ښکاره کړهغه نمربيا

چه رقيب را ته تــــــړلی په زنځير وو

خپل حبيب را با ندي پرانيت هغه وربيا

په وصال يې منت با ر اوسه رحمانه

په صد ف کښي د خل نشته دګو هربيا

خلکو چي دميرو يس ملي مشر پرکړنو عقيده درلودله نو په بشپړه اطمنان يې دهغه دخبرو په عملي کولو کي خپله همکاري او دځانه تيريدنه نه سپمول. بيا ميرويس دهغه سوال په مقابل کي چي دصفويانو لښکر به زموږ آل اواولاد ټوله را مړه کي . خو ميرويس ملي مشر بيا هم داسي وويل : دصفويانو لښکري په عياشۍ او بدو بيرانو اخته دي هغه دجنګ توان زموږ سره نه لري او موږ دخدای په توکل بريا لي يو اودغه آيه کريمه يې وويل :(کم من فته قليله غلبت ) اووې ويل: الله مويار او کومکي دی.اوسنی صفوي دولت دنا اهلو کسانو په لاس کي دی. په ور ستي وخت کي ميرويس خان خپله بيا نيه په دې مهمو ټکو سره پا يته ورسول؛ ګرنو دوستانو او ملي مبارزينو!آزادي دهر انسان حق دی او موږ ته ښه موقع په لاس را غلې ده چي اوس مو هيواد آزادسو، نو ستاسو څخه همت په کار دی چي دغه خپله آزادي وساتی.که څه هم په شاه وخوا کي مولا دصفوي دولت جرړي نه دي ختلي، خوتاسي کولای سی چي دظالمانو دلاسه خپل هيواد وژغوری،هغه خپله آزادي دپښتونولی، انسانيت او شريعت سره برابر ګاڼه.او ځان يې پرحق ګاڼه چي هيواد دفساد اوظالم دزوره وژغوري.خلکو دميرويس خان سره په قران ،مالګه ، ډوډۍ ، طلاق اوتوره قسم ياد کړ.په دې وخت کي دميرويس سره دولس ولسي خانان او مخور ملګري وه. لکه : سيدال خان ناصر نامتو جنرال ،بابو جان بابی ،ملاپيرمحمد مياجي ، بهادرخان ، عزيزخان نورزی چي ددلارم دپهلوان په نوم هم ياديده ،ګل خان بابر،نورخان بريح چي ممکن دبريحانو دخانانو څخه وي څي په ښورابک يا بلوچستان کي اوسيده، نصرالله خان الکوزی دالکوزيانو مشرچي په جلدک کي اوسيده،يحيا خان هوتک دميرويس نيکه ورور،يونس خان کاکړ چي د ږوب دخانانو څخه وو.

دوی تر لوړي ورسته دګورګين اوګرجيانو جرړي ور وايستې او هيواد يې يو ځل بيا پسله ډيرو کلونو څخه آزاد کړاو يو ملي دولت يې ددريمي لوی جرګې په لارښونه جوړکړاو ښا غلی ميرويس خان ته دملي مشر لقب ورکړل سو. خو داچي نوري به څه ستونزي په تاريخي لحاظ پر ملي جنبش دميرويس خان پر ملي دولت تيري سوي وي هغه خو به خامخا دهند دمغلي دولت دمقاومت سره مخا مخ سوی وي او هم به دصفويانوددولت تاړاکونه پر کندهار با ندي را غلي وي ؛ خو زمکوږ دبحث موضوع نه ده موږ يوازي دهمدغه ملي حکومت پر ادبي بهير با ندي ږغيږو او پاته موضوع وتاريخ ته پريږدو.

                                            

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Share