فقیرانه منطق دسرمایدارۍ پای او انسانیت
دخدای بخښلي محمد علم بڅرکی راپاته مرغلري
فقیرانه منطق
دسرمایدارۍ پای اوانسانیت
لیکوال : محمد علم بڅرکی:
نصرولالادکندهاردسیمی یوفلسفي اودمنطق خاوندیوفقیروو.دی به ډیروخت دهغه لښتي پرغاړه چي دده دکورومخ ته بهیدئ ناست وو- اوخپل چورت به ئې واهئ .
یوه ورځ دښارلوی سرمایدارپردې لاره تیریدئ ونصرولالائې ولیدۍ،چی په خپله ګدړۍ کي ناست چورت وهي.سرمایدارپوښتنه ځینی وکړه،چي نصرولالا څه چورت وهې چي داسی ډوب تللی ئې.
نصرولالا: حاجي صاحب چرت وهم چي زمادنیا به ډیره وی که ستا.
حاجي صاحب(سرمایدار):نصرولالاښه حساب دي وکئ؛زمادنیاډیره ده که ستا؟.
نصرولالا وویل : ستا دنیا ډیره ده ـ
سرمایدار: دادی نوڅنګه معلومه کړه؟.
نصرولالاوویل:ته ترماشپاړس (۱۶) افغانۍ ډیري لرې ـ
سرمایدار: دانوڅنګه؟؟… نصرولالاوویل : ته چي مړسې دسپن سان په کفن کي دي ښخوي اوزه چی مړسم دخړسان په کفن کي ښخیږم.دادسپن سان اوخړسان توپیرشپاړس افغانۍ دی.سرمایدارچی دنصرولالادا خبره واوریده؛دژونداو سرمایدارۍ وه انجام ته ځیرسؤ.نوئې خپله ټوله شتمنی اودولت په ولسی خیریه چاروکښي ولګول،یوه لویه ښکلې ښوونځۍ ئې جوړه کړه،چي په سووهلکانوپه هغه کښي زده کړه کول،نویوه ورځ بیاهغه سرمایدارپرنصرولالاپیښ سؤ.او ځینی وې پوښتل چي اوس زما په حال کښي څه وائې:
نصرولالاورته وویل : اوس به نوته وهغه جهان ته دیوه انسان په توګه ورسې.
ادبي طنز