Shir Khan Yahya
· امریکایي پوهاند فرانسیس فوکویاما په ۱۹۸۹ کال کي خپل کتاب د په نامه ولیکی او ځکه چي الماني مغلق ، خورا مغلق فیلسوف هیګل یې ډېر سرسري او اسانه کړی یا په بله ژبه امریکایي کړی وو ، نو فرانسوي او اروپایي منورینو ښه په خرپ ډرۍ په ووهلي .ددغه کتاب لب اولباب دا دی د ساړه جنګ تر ختمېدو او شوروي کومنسټي رژیم تر چپه کېدو وروسته دنیا ټوله امریکایي لیبراله ډیمکراسي پر سر اخلي او ځکه چي ډیمکراسۍ یو له بل سره نه جنګیږي نو یوه جهاني سوله منخ ته راځي طبعآ د امریکا او انګلوساکسن تر قیمومیت لاندي ….دا چي امریکا هیڅ وخت ډیمکراسي نه وه او نه ده او امریکا د نخبه ګانو یو جمهوریت دی ، دا بیا بله خبره ده .اوس به راسو خپل اصلي مطلب ته چي که ډیمکراسیاني یو له سره نه جنګېږي نو د امریکا ډیمکراټان ولي ډبره پورته غورځوي او خپل سر ورته نیسي او ننی نړۍ کي داسي جګړه نسته چي دوی دي نه وي پیل کړې . د فوکویاما د کتاب له چاپ سره جوخت د امریکا اولسمشر بیل کلنټن ، ددې له پاره چي د امریکایي ملا لنډي تهمت له ځانه لیري کړي او د مونیکا لوینسکي له غمه خان خلاص کړي ، نو د رژیم تغییر په نورو هیوادونو کي یې یو ښه عمل ګاڼه او د سولي د حصول معقوله لار … که څه هم د رژیم تغییر او نورو ته د حکومت جوړونه د حقوق بین الدول له مخي کفر ګاڼه سي خو بیا هم ادې سرزورې وه . ده حقوق بین الدول تر پښو لاندي کړ او د ځنګه یا د روم یا د زورور قانون یې د ځان کړ او بالکان یې لوټي لوټي کړ ، پر افغانستان یې راکټان و اورول او په سوډان کي د دوا جوړولو فابریکه له خاورو سره خاوري کړه . دده خارجه وزیري ماډلین البرایټ د امریکایي بندیځ له وجهي د نیم میلیون عراقي کوچینانو مرګ معقول و ګاڼه چي « ښه سو » چي دغه کوچنیان مړه سوه ! دغي میرمني هیڅ کله د وجدان په نامه څه نه درلوده .پر دې مېرمني طالبان هم تر هغه وخته خورا ګران وه چي د یونیکال امریکایي پروژه یې پر مخ وړل .جارج بوش هم د کلینټن دلایل و منل او افغانستان او عراق یې له خاورو سره برایر کړه چي دده دغه عمل بارک اباما او جوبایډن خپل اوج ته ورساوه .بارک اباما دا هڅه وکړه چي سوریه تباه کړي ، پر اکرایین یې مځکه سره کړه او په لیبیا کي یې داسي بلوا راوستله چي د کرارېدو نه ده . ده داسي یو لست هم تهیه کړی وو چي امریکایي تبعه په خارج کي د ډرون په مرسته ووژني! د داعش جوړول ، تمویل ، تسلیح او تشجیع هم د بارک اباما له جنایتونو څخه دي .جالبه خو داده چي د بارک اباما په غاړه یې د نوبل د سولي مډال هم ور وځړاوه !ډانالډ ترمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کي له امریکایانو سره وعده و کړه چي « احمقو جنګونو » ته به خاتمه ور کوي . ده نوی جنګ پیل نه کړ خو د زړو جنګونو د بندولو له پاره یې هم ډېر څه و نه کړه .که نوکی نور هم مخ ته ولاړ سو نو ویډرو ویلسن امریکا په لومړي جهاني جنګ کي لټاره کړه او فرانکلین روزولت هم دغه کار په دوهم عمومي جنګ کي وکړ .د فرانکلین روزولت ځای ناستی هري ترومین پر جاپان دوه خو په حقیقت کي درې اټمي بمونه و غورځول چي د ۲۰۰ زره بې ګناه جاپانیانو د قتل سبب و ګرزېدله . د جاپانیانو د تسلیمۍ هم سپینه ماڼۍ او هم ددوی د دفاع وزارت خبر وو . د ترومن دغه جنایت د امریکا د جنګي جنایاتو یو کاغذ پزچه عمل وو . دا بمونه په نظامي لحاظ هیڅ ګټه نه درلوده فقط ترومن ددغو بمونو په استعمال سره روسان بېرول ! د کوریا جګړه او ددغه هیواد ویش پر دو متخاصمو برخو هم د ترومن جنایت وو .جان ایف کنډي د ویټنام جنګ پیل کړ چه که څه هم ده دده تر قتل لږ دمخه دا کوښښ کړی وو چي دغه جنګ ته خاتمه ور کړي .جیمي کارټر هغه امریکا ډیمکراټ اولسمشر وو چي غیر مستقیم یې د افغانستان جګړې ته ببوزی وواهه او هغه یې تمویل او تسلیح کړ .او اوس د جیوبایډن وار را ورسېدی ….جو بایډن په خپل تول عمر کي بل کار نه دی کړی بېله چي جنګونه و لتوي ا پیل یې کړي . دی به په قوي احتمال د منخني ختیځ په خینو هیوادونو کي جنګونه پیل کړي .زه به تاسو نه ستړي کوم . په لنډه به درته ووایم چي که ډیمکراټان او یا جمهوریت غوښتونکي دي دوی دواړه د امریکا د ډیپ سټېټ غلامان دي . دوی د امریکا په تاریخ چي ۲۳۵ کاله زوړ دی تر اوسه ۲۰۰ جنکونه پیل کړي دي! مانا دا چي امریکا فقط ۳۵ کاله په خپل تاریخ کي بېله جنګه تېر کړي دي . دا چي دوی په څومره کودتاګانو ، یا د نورو هیوادونو د اولسمشرانو او عالیرتبه دولتي اراکینو په وژلو یا تروریسټي حملو او د مخدره موادو په قاچاق کي لټار وه بالکل بل بحث دی .الهي امریکا سره ور ټوله کړې !



