مرکه کونکی : ننګیالی بڅرکی

« د استاذ محمد یوسف ختیځ یارسره یوه لنډه مرکه »

دافغانستان وتلی ټولنیز ، سیاست پوه ،علمي شخصیت ښاغلي یوسف خان ختیځ یاردخدای بخښلی محمد عثمان خان پو پلزي زوی چي دویښ ځلمیانو یو فعاله غړی وو.او سیاسي زده کړه ئې دخپل خدای بخښلي پلار او کورنۍ څخه په میراث اخیستې وه. دښاغلي ختیځ یار سره مي څه لنډي خبري دنومړي لوی شخصیت دپيژندني په باب وکړلې. که څه هم داستاد سره می له پخوا لاهم پیژندل. دهغه مجلس یو ځانګړی سبک لري، دښا غلي ختیځ یارصاحب په بانډار کی هیڅوک نه ستړی کیږي، هغه یو پوه انسان دی .او دبانډار څخه ئې هر څوک زده کړه کولای سي.

 هغه وخت چی زه لا زده کونکی وم، دختیځ یار صاحب بانډار را ته په زړه پوري او اموزنده وو. ښا غلی یوسف خان ختیڅ یاردافغانستان په سطحه او په ډیره بیا دکندهارپه کچه یو نامتواستاذاو سیا ست پوه نومیالی شخصیت دی.

 ختیځ یار صاحب دلوړو زده کړو خاوند او دتاریخ او جغرافیې په برخه کی لوړ تحصیلات او زده کړی کړی دي.هغه برسیره پر خپل مسلک او مسلکي زده کړو په فلسفه، اقتصاداو نورو ټو لنیزو علومو با ندي هم بشپړه برلاسی لري.ښاغلی ختیځ یار په افغانستان کي دمظلومو ولسونو ږغ همیشه تر لوړو مقاماتو رساوه او دمحکومو، غریبو، کارګرانو اوزحمتکښانو پلوی وو. دډمورکراسۍ او ملي خپلواکی دپاره يې ناره اوچته وه،هم دغسې دخپواکۍ او ډموکراسۍ دپاره ډیري مبارزې کړي دي، په همدغه لاره کې دپام وړ زحمتونه ، کړاونه اود بندیخانې ترکچي هم زحمتونه ګاللي دی،پرهغه باندی خپل هیواد ډیر ګران او دهیواد په مینه کې دغه ټوله زحمتونه پر ځان او خپلي کورنۍ با ندي پیرزو ګڼلې وه.هغه په خپل وخت کې دسیاست په ډګرکي دکندهار دلومړي قطارمنورینو دجملې څخه وو. دښاغلي ختیځیارپه کوښښونواوهلوځلوسره د کندهار دښار ځوانان دسیاست اوعلمي میتودونووډګر ته را تشویق کړل سوه.او دنورو بیځایه کړنو پرځای یې وعلم او پوهي ته لاره مونوندل.

  ښا غلي ختیځیار ته دهیواد پالني درس دهغه موراو پلارورزده کړی او په میراثي توګه دسیاست او هیواد پالني وډګر ته را داخل سوی دی. دختیځیار صاحب پلار هم په دغه لاره کی دډموکراسۍ او آزادۍ دلاري پیژندل سوی مبارزوو. دښا غلي ختیځیار صاحب پلار چی محمد عثمان خان نومیده ، دویښ زلمیانو دپلویانو دجملې څخه وو.هغه هم دخپل وخت سیاست پوه ملي شخصیت وو. چي خپل ټول اولادونه يې ښوونیزتر بیه کړه او هر اولاد یې لکه یوسف خان ، امین خان،نسیم خان دلوړو زده کړوخاوندان وه. او په هیواد کې په ملي غورځنګونو، سیاسي غور ځنګونو، ملي ډموکراسۍ اودهیواد په ښوونه اوروزنه کې بشپړه مبارزه کړیده.مرحوم محمدعثمان خان په پلخمري او بغلان کي یوه اندازه وخت هم تیر کړی دی. خو دژوند ټاټوبی یې بیا کند هار وو.

څه وخت چی مي دښا غلي ختیځیار څخه وپو ښتل چي د خپلو زده کړو په باب څه را ته ووایه! نو استاذ دخپل لرغونی خوی او خصلت له مخي بیا هم مسکی سو. اوپه ورین تندي یې داسي را ته وویل: (( لومړۍ زده کړي مي دبغلا ن د ولایت په پلخمري کی تر سره کړي دي.)) دښا غلي ختیځیارښکلې خندا او ورین تندی : داسي معلومیده لکه چي په پلخمری کې ښې خاطرې ئې درلودلې اوور پیاد سوې. او زما دپوښتني سره هغه ته هغه لرغونی یادونه ور پیا دسوه، چی دته په زړه پوري وه.خو ورسته تر لومړنیو ټولګیو بیا کند هار ته را تبدل سو. او په کند هار کې دشالمارپه ښوونځی کي ، چی ورسته په مشر قي لیسه واوښته ، هلته یې نوري لومړنۍ زده کړو ته دوام ور کی.او ترهغه ور سته دفاضل کندهاري په ښوونځی کې ښوونه اوروزنه تر سره کړه، ترهغه ورسته دکابل په ابن سینا لیسه کی شامل کړل سو.چي نوموړې لیسه یې په ښوودرجواوزده کړوسره پایته ور سول،سره له ټولو مسافریو اوستونزو بیا هم نوموړې لیسه يې خلاصه کړه او دکانکور دازمویني څخه په بریا لیتوب سره دکابل پوهنتون ته بریالی سو.چي دتاریخ او جغرافې په بر خه کې ولوړو زده کړو ته لاره وموندل.ښا غلی ختیځیار برسیره پر زده کړو دهیواد او خاوري په فکر کي په سیا سي فعالیتونو هم بوخت وو،هغه برسیره پردې چی یومحصیل وو، خو دسیاست په میدان کی هم پوره نوم اونښان درلود.

 پسله هغه چی ختیځیار صاحب خپل لوړ تحصیلات دادبیاتو په پوهنځۍ کی دتاریخ په برخه کی بشپړه کړه ، نو سمدلاسه کند هارته را غلی. په کند هار کي دعلي دارا لمعلیمین ، چی ترڅورلسم ټولګی پورې لوړي زده کړي په کښي کیدې دا ستاذ په توګه پر دنده وګومارل سو.په نوموړي دارالمعلیمین کې په لوړه ګچه ښوونکي تر بیه کیده او مسلکي ښوونکي روزل کیده،چي نومړي زده کړي هم په افغانستان کي لوړي زده کړي ګڼل کیدې. ښا غلي استاذ یوسف خان ختیځ یار پرزده کونکو او دده سره کار کونکو ښوونکو باندي ګران وو،هغه په خپله ټولنیزه روحیه په خپله شاه وخوا کي دبشپړه نوم او نښان خاوندوو،.استاذ دکند هاردښارپرمنورینو با ندي ګران وو،هغه دځوانانو په منځ کي سخت محبوبیت درلود.استاذ پرخپلومسلکي زده کړو بشپړه حاکمیت درلود.او دیوه هوښیار استاذ په څیر یې دعلي دارالمعلمین زده کونکي ځانته را جلب کړي وه. او همدغسي استاذ برسیره پر دې چي دیوه لوړي تحصیلي مؤسیسې باارزښته استاذ وو، هغه په کند هار کي دخلک ډموکرا ټیک ګوند دولایتي کمیټې یو فعال غړی هم وو.ښاغلی استاذ ختیځیار، دنوموړي ګوند دمؤسیسنو دجملې څخه ګڼل کیږي، ځکه هغه سیاست دډیري پخوا زمانې څخه دکورنیو منورو مشرانو څخه زده کړی وو.او دخپلو مشرانو پر قدم یې پښه ایښې ده.او ښاغلی استاذ دهغه میني له مخي چي دسیاست او ټولنیزو مسائلو سره یې درلودله ؛ دهمدغه میني له مخي یې دخپلو ایډیالوژیکواړیکو پربنسټ دیوې سیاسي کورنۍ سره دخپلي میني واده وکی.چي اوس دواده او میني ثمره یې دوه زامن اودرې لوڼي دي.

داستاذ خانمه میرمن محبوبه هم یوه ښوونکې ده او په افغانستان کې دقدروړخدمتونه سرته رسولي دي. هغې په زرهاو زده کونکي روزلي دي او دافغانستان په بیلو، بیلو ولایتونوکې دندي سرته رسولي دي.که څه هم میرمن محبوبه په علي دارالمعلیمین کې داستاذ دزده کونکو له جملې څخه وه ، خو خپله هم یوه درنه اوپوه استاذه وه.چي دژوند یوه لویه برخه یې دخلکو په خدمت کي دښووني اوروزني په برخه کی تیر کړی دی.

  څرنګه چي مي داستاذ ختیځیار څخه وپوښتل : استاذه! په کند هار کي دي څه وخت دنده را پیل کړه او بیا دندي په جریان کي چیري ؟ او ولي تبدیل کړل سوې؟.

استاذ په داسي خندا زما دپوښتني ځواب را کی ؛ ګواکی زه دتبدیل په علت پو هید مه ، خوزه نه پو هیدم چي استاز نور ي دندي چیري تر سره کړي دی.

 استاذ وویل : زه دپوهنتون دخلاصیدو ورسته دکند هار په علي دارالمعلمین کي په ۱۳۴۹هـ ش کال مقرره سوم ، خو دلته مي خدمت کاوه او خوشحاله هم وم. خودوخت حکومت په جزائي توګه دکندهار څخه دکندوز وولایت ته په ۱۳۵۰هـ ش کال کي تبدیل کړم، چی دا په دې وخت کي دټولو منورینو دپاره یوه عامه پریکړه وه.استاذ ختیځیارچی مخکي لا هم وویل سوه، په کندهارکي دځوانانو دتشویق او هیوادپالني ته ځوانان را دعوتول ، دغه کاردوخت پرحکومتونو ښه نه لګیده اوجزائي یې وکندزته واستاوه ، په کندوز کي هم استاذ دیوه بریا لي استاذ په څیر دزده کونکو اوعاموولسوونو او خلکو په منځ کې پورمحبوبیت ترلاسه کړی وو،هلته یې هم دښوونی اوروزنی په برخه کی ځوانان او زده کونکي وروزل.

  پسله هغه چي په افغانستان کي سیاسي وضعت تغیر وموند استاذ هم دکندز څخه کابل ته را تبدیل کړل سو او په کابل کي دسنائې په مسلکی لیسه کې دامر په توګه دنده ور وسپارل سوه، که څه هم مخکي هم وویل سوه چي استاذ ختیځ یار صا حب دهیواد پالني او سیاست سابقه په افغانستان کی ډیره لري ، نوتوقوعوخو داوه چي استاذ باید دخپل استعدادپر بنسټ په یوه لویه دنده ګمارل سوی وای. خو!! استاذ ته دخپل استعداد پر بنسټ دنده ورونه سپارل سوه ددې علت البته روښانه دی…. څه وخت چی مي داستاذ څخه دغه پو ښتنه وکړه ، چی ولي ستاسو داستعداد ، سابقې اوخدمت پربنسټ ستاسو دانرژۍ څخه ګټه وانه خیستل سوه؟ . ښاغلي ختیځیار صاحب په څو جملو کي دغه مطلب داسي را ته لنډکی:( ما ټوله ناخوالي دچارواکو نه سوای منلای، ما هغه څه چي دملت او خلکو په ګټه نه وه ؛هغه مي انتقادول. دچارواکو سره مي پرناخوالود سازش روحیه نه درلودله،ماته دخلکو ګټي ،دګوند ګټي باارزښته وې،خو چارواکو زما څخه دسازش روحیه غوښته ،نو ځکه زموږاودګوند دچارواکو ترمنځ دکارپه میتودولوژیکی یواندازه توپیررا منځته سو. او نو موړی تو پير په اختلاف با ندي تبدل سو.دبله پلوه ماته تر هرڅه دغه دښوونکی دنده باارزښته هم وه.) بیا هم استاذ په یوه لنډه تبصره کي داسي را جوته کړه، چي ډیرو دولتي او ګوندي مشرانو زه دخپل فرکسیوون دیوې برخي دپاره دعوتولم خوما دګوند او ملت ګټه په اتحاد کي لید ل ، نو ځکه بیا هم دافکارواختلاف را منځته کیږي . اودهیڅ یوه فرکسیون او ډلی شاته ونه دریدم.

ښاغلی ختیځیارصاحب ترهغه ورسته په مرکزی کمیټه کي دشمال دبرخي دیوه معمولی مربي په توګه په ۱۳۶۱هـ ش کال کی پردنده وګمارل سو.

  خو بیا په ۱۳۶۹هـ ش کال کي دخپلوملګرو له خوا زنداني کړل سو.او دشپې پردولس نیموبجوزنداني کړل سو، چی ترډیره وخته یې پته هم معلومه نه ، خو بیا ورسته یې را خوشي کړ.او بیا یې کومه دنده نه ده ترسره کړې. په کور کي یې دبیکارۍ شپې اوورځي تیرولې،ترڅودثورناکامه انقلاب پایته ورسیدی.اودمجاهدینوبې اتفاقه حکومت را منځته سو. دمجاهدینوترمنځ خونړې جګړه دهر افغان په یاددي.چي ددې مظلوم ملت دډیري ستری بدبختۍ سبب سوو، دهغه نیټې څخه ورسته دبهرنیو دمداخلې دپاره په هیوادکی دمجاهدینو په مرسته لاره هواره سوه،مجاهدینوجنګسالارانودخپلو سیمیزوګټوپه خاطرهیوادوقومندان سالاری ته را کش کی او په هرسیمه کی قدرت دهغه چاومنګلو ته وسپارل سو . کوم چي لاسونه یې ډیر په وینو سره وه.داوخت مجاهدینو ته سلاحوي په لاس کي ورکړل سوې اوهرڅه چې زړه غوښتی پر دې بیوزله ملت یې عملي کړه،لومړی یې دولتي شتمني چور او چپاوکړه ، خووروسته یې بیا دخلکوکورونه او دخلکو شتمني لوټ کړ.هو!! هغوی په خپلو منځونو کی دافغانستان په ګوټ،ګوټ کي سیمی سره وویشل اودهری سیمي هرڅه یې دځانونو دپاره دغنیمت په نوم لوټ او تالا کړه،نودافغانستان شریف اونجیب ولس هم دخپلواولادونو، ناموس ،پت اودسردساتني په خاطرنوروهیوادونو ته مهاجرسوه، چي په دغه جمله کي استاذ ختیځیارهم دخپلو اولادونو سره یوځای دهجرت لاره خپله کړه. نومی بیا هم دښاغلي یوسف خان ختیځ یار څخه وپوښتل : تاسو چیري ولاړاست اودسفر انګیزه مو څه وه؟ .

 هغه بیا هم دخپلی پرا خي حوصلې سره ، داسي را ته وویل : پسله هغه چی مرکزی حکومت سقوط وکی او دمجاهدینو ډلي په ډیرحشت سره هیواد ته را ننوتلې ما تر ډیره داسی فکر کاوه چي ګوندی دوی په خپلو منځونو کی دهمدغه کړیدلي ملت او خلکو په خاطر یو پراخ بنسټه ټینګ افغانی اواسلامي حکومت جوړکی ، نو ګران افغانستان به یو ځل بیا دپرمختګ اوسولي وخواته قدمونه واخلي او دافغانستان شریف خلک به دهیواد په ابادولو کي برخه واخلي، نوموړی هیوادبه دبدبختۍ څخه نجات پیداکي ، ولسونه به دهمدغه جهادی دولت ترشاه ودریږی اودنوروهیوادونو سره به هم ددوستۍ پر بنسټ دوستانه اړیکی ټینګي کړي.نودابه زه فکر کوم دټولو افغانانو غوښتنه وه. خو!! دبده مرغه داسي وه نه سوه ، دهیواد څخه دوینو حمام جوړسو،هر افغان خپل پت او عزت په خطرکی ولیدی نو یې دفرارلاره خپله کړه ، چی ددغه جملې څخه یوهم زه خپله وم. چی لومړی مي پاکستان ته پښه ورداخله کړه.او په کرا چي کی می دخپلو نورودوستانوپه مر سته ځانته یو ټاټوبی انتخاب کی او هم هلته مي دمسافرۍ او مهاجرت دنیا خپله کړه،دنیکه مرغه څه وخت چی لومړی زه اوزوی مي پاکستان او بیا کراچي ته راغلو نو دهغه ځای خلکو زموږ سره بشپړه مینه ښکاره کړه و هلته می دوستان درلودله او سمدلاسه یې زما سره همدردی او همکاري څرګنده کړه ، مااوزمازوی ته یې دڅرمني په فابریکه کي کار را کی.

پوښتنه : چاه همکاری در سره وکړه ؟

 ځواب : لکه مخکی چی مي وویل زمادوستانو، خپلوانو ،دپا کستان شریفو خلکو او په ډیره پیمانه چی دیادولو وړیې بولم مرحوم محمد نادرایوبي، دافغانستان لوی ،سیاست پوه ، لیکوال اوژورنالیست .چي دهمدغه دوستانو په مر سته ما وکولای سو ، چی دخپل ژوند عربه دخپلو زحمتونو په وسیله وڅرخوم.

ښا غلی ختیځیار عمومي بوختیا یا مصروفیت دي څه وو؟

  داسي معلومه سوه چي لکه چی لرغوني خاطرې مي ور پیاد کړه. بیا هم یوه اندازه په چورت کی ولاړی اومخامخ یې را ته وکتل اووې ویل : تاته خو معلومه ده چي زما مینه دکتابه سره ده او په هغه ځای کی چي کتاب نه وي نو ماته هم ستونزمنده ده چی هلته دي زه خوشحاله سم. نو څه وخت چی مي کور سره ځای پر ځای سو نو یوه اندازه زما کړاونه هم دکوراوماشومانو دخوا څخه حل سوه ، خو بیا مي دکتاب په پیدا کولو کي هلي ځلي وکړې ، چی په دې با ب ښا غلی امین اخوندزاده چي دنوزاد او سیدونکی وو.او دافغانستان په جهاد کې دروسانو دوتلو تروخته ډیر قربانۍ ور کړي وې هغه زما سره دکتابونو په را پیدا کولو کې مرسته کوله . او ترهغه وخته چی زه دپا کستان دکرا چی په ښارکی اوسیدلم ، هلته می کارکاوه ، مطالعه می کول،خبرونه می اوریدل او دملګرو او هیوادوالو سره می لیدنه کتنه هم در لودله.  بانډارونه مو کوله،خو! بیا هم تاسو ته معلومه ده چی دپا کستان ژوند هم ساتلی او ثبات نه لری نو بیا هم ددوستانو په مرسته اوتشویق کاناډا ته را غلم. اوس همد لته په کاناډاکي دخپلو ماشومانوسره دمهاجرت شپې تیروم.

پو ښتنه : دلته خوښ یې په کاناډا کي ؟

 ځواب : مهاجرت دخوښي شی نه وي هیڅوک هم په مهاجرت کی دخپل هیواد او خلکو څخه په لیري والی کي خوښ نه وي، مهاجرت یو تحمیل سوی شی دی پرهرچاه باندي تحمیل کیږي.او هرڅوک مجبورسي چی هیواد پریږدي.نو زه هم یو دهغه مجبورینو دجملې څخه یم چي تقدیر او قسمت ترهمدغه ځایه را ورسولم.اوس بیا غواړم چي همدلته ځان ته محیط اودژوند کولوشرا یط برابر کړم ، ځکه انسانان دمحیط جوړونکی دي.

پو ښتنه نو باید څه وکې ، چی محیط ځانته جوړکې ؟

 ځواب : دلت ګډ نژادونه ، ګډ کلتورونه اود ډول ، ډول هیوادونو خلک سره را غونډ سوی دي ، زه غواړم چی دهمدغه خلکو سره محیط جوړکړم ، ژبه زده کړم ، کلتوري اړیکی ورسره ټنګی کړم .او دهغوی په کلتور ځان خبرکړم او خپل سوچه افغانی کلتور ودوی ته وروه ښووم. نومی ځکه دلته دانګلیسي په کورس کي ځان شامل کړی دی او انګلیسي ژبه می هم یوه اندازه زده کړې ده او خپل ور ځنی اړ تیاوی په تر سره کولای سم.داډیره مهمه ده چی په هغه هیواد کی چی افغانان محاجر دي هم هلته دهغوی په کلتور او کړونو باندی ځانونه پوه اوبلد کړي. بر سیره پردې موږ دخپلو دوستانو اوافغانانو سره هم ښې اړیکي ټینګول غواړو او همیشه یود دبل په حال ځانونه سره خبرو.

پوښتنه : بیرته افغانستان ته دتللو نیت لرې؟.

 ځواب : لکه مخکی چی مي وویل : محاجرت یو جبری شې دی ، هیڅوک په خپله خوښه هیواد نه پریږدي. خو زه چی ګورم ورځ تر بلی دافغانستان حالات کړکیچن کیږي په اوسنیو شرایطوکی په افغانستان کی دژوند کولو شرایط زما اوزما په شان نورو منورینو دپاره سخت دي، خو په هغه صورت کی چي څه نا څه هیواد دسولي او ډموکراسۍ پرلوری حرکت وکی او افغانستان دافغانانو په لاس دبیرته آبادولو جوکه سي ، نو په هغه صورت کی چی دمنورینو رول په هیوادکي څه ناڅه وجود ولري. نونه یوازی زه!!بلکی؛ ډیر منورین ددې غو ښتونکی دي ، چی خپل هیواد ته بیرته ستانه سي. او هلته دهیواد دبیا آبادولو په پروسه کی برخه واخلي.

پوښتنه : دهیواد راتلونکې په اوسنیو شرایطو کی څنګه اټکل کوې ؟ .

 ځواب : زموږ هیواد دمختلیفو قومونو اوګډو ملیتونو څخه جوړسوی دی، زموږ هیواد افغانستان دبل هر وخت څخه اوس ویوه ملي وحدت او اتحاد ته ضرورت لري . او نوموړی ملی یووالی زموږ پر خلکو اوولسونو باند را تلای سي ، که زموږ ولسونه سره یو موټي سي نو داهیواد به دپیروزی ګدر ته ورسوی.او هیواد به دډموکراسۍ او پر مختګ پرلورروان کی،زما دهر افغانه څخه غوښتنه داده چی تر ځاني ګټو ، قومي ګټو ، ایډیالوژیکو ګټو، ګوندي او ګروپي ګټو دهیواد یووالي ، ملي ګټو ته پا ملرنه وکي ؛البته دابه دهیواد اوټولو خلکو په ګټه یوعمل وي. زموږ هیواد ډموکراسۍ ته ضرورت لري ، ښوونی اوروزنی ته ضرورت لري، دښځورول په ټولنه کی اوداسي نورهغه بنسټونه چی زموږ هیواد په آبادیږي همدغه ته ضرورت لري. خو! دبده مرغه دغه څه پراوسني مجاهدینو او توپک سالارانواو پردغه سیاسي او پنډ میترا لیستۍ ملایانوباندي نه سي را تلای. اونه هغه هیڅ وخت دښځوغورځنګونو او ډ موکرا تیکو ارزښتونو ته ارزښت ور کوي،خو! بیا هم مبارزه روانه ده اودهیواد په دننه کی دډموکراسۍ یواندازه ږغ پورته سوی دی وکتل سي ، چی نوموړی هیواد په څه وخت کي دغه شعار ته عملي بڼه ورکولای سي.خو! بیا هم دیادولو وړبولم چی ووایم ؛ ستونزه ژرنه حلیږي اوترڅو چی ستونزه حل نه سي ، بیرته دافغانانو دپاره ګرانه ده چي هیوادته دي ستانه سي.او هغه وخت چي په افغانستان کي دنورو هیوادونو په څیر قانوپلي سواوقانون حاکم سو، هر څه دقانون دلاری پلي سوه نو!بیا ،افغانان کولای سی چی دقانون په چوکاټ کی آرام ژوند وکی، خو په دغه حالت که ژوند کول ګران دی.

 پوښتنه : نوځان دلته څنګه احساسوې ؟

 ځواب : ځان یوا فغان احساسوم، افغانستان ددې نړۍ یوه برخه ده او نوموړې نړۍ دیوه ګډ کور آرزښت لري ، او زه هم په دغه برخه کی چی کاناډا ورته وایی ژوند کوم، دلته خوشحاله یم تر هغو چي زموږ هیوادیوافغاني هیواد په څیر دافغانانو ګډ کور جوړیږي. خو دبده مرغه چي په افغانستان کی د۴۸هیوادونو لښکر ګرځي خو بیا هم سوله نه سي تامینولای،نوخکه زه دغه وایم چی دافغانستان دولسونو یووالي ته ضرورت سته ، که نه! نو په نظامي قوت نه جوړیږي.

 پو ښتنه که لږ څه دخلک دډموکراټیک ګوند په باب یو څه راته ووایاست .

ځواب : دخلک ډموکرا ټیک ګوند په ۱۳۴۳هـ ش کال کی دنورمحمد ترکي په کورکی دهغه ترمشرتابه لاندی جوړسو.خو!! لږوخت لا نه ووتیرسوی چی په ۱۳۴۴ه- ش کال کې د طا هر بدبخشي په نوم دګوند څخه یوه ډله منورین جلا سوه،دې اختلاف ته چاه پا ملرنه ونه کړه. یواوبل پسې شوم تبلغات هم وکړل سوه ،ګوند چي لږ اوډیردپرمختګ پرلورقدمونه اوچت کړه ، بیا هم یوبل اختلاف په ۱۳۴۶هـ ش کال کي دنورمحمد ترکی اوببرک کارمل ترلارښوونی لاندي را منځته سو ، چي پایله یې په جدائي واوښته یعني ( انشعاب ) ئې وکی.دلته په هیوادکی دوه ګوندونه په یوه مرام او اساسنامه فعالیت کاوه ، په ګوند کي دننه پر همدغه موضوعو سوالونه را پیدا سوه، او ډیرو کسانو دغه انشعاب سلیقوي ، سمتي او خود خوهانه انشعاب دراهبرۍ پر سروباله .او په ګوند کي دننه په دواړو برخوکي انتقادي نظرونه را پیدا سوه، خو دګوند راهبرانو ودې ته هم پا ملرنه ونه کړه اویو لړ ځوانان یې دګوند څخه دمنحرفینوپه نوم او نورو نومونواخراج کړه. ګوند دقدرونو څخه خالي او کمزوری سو.یوازی پر لږکیو ، محدودوکسانو ودریدی ، چی په همدغه حالاتوکې بیا نظامی پا څون هم وکی .او دسردار محمد داودخان دولت یې سرکوبه کی،دولت دخلقیانو په لاس ورغلی او ترهر څه نه مخکي یې خپل داخلي او دبا ندني مخالفان دمنځه یووړه، او په هیواد کې هر ډول بورژواي ، سیا سي جنبشونو ، مذهبي نامتو مشران او ملی خلک یې دهیواد نه یا فراره کړه او یایې هم دزندان تاریکو کوټوته ولیږدو، چي په نتیجه کی ګوند ورځ تر ورځي ضعیف اوناتوانه سو، تر هغه چی دشوروي اتحاد لښکرې هم را وستل خو! دولت دیوه بې با وره دیوال په څیرنا توانه اوبې باوره سو. په پای کي شوروي لښکري هم دهیواده وتللی ، او دخلک ډمو کرا ټیک ګوند په دننه کی هم یودبله کودتاوي سره وسوې او ګوند په بشپړه توګه دخلکو اوولسونو دبې باورۍ خالي میدان وګرځیده. تر څو چي اخیرنی مشر یې ډاکټر نجیب الله دخپلو ګوندی ملګرو په وسیله ودې ته مجبور کړل سو چی دقدرت واک پریږدي او ملل متحد ته پناه یوسي.چي په نتیجه کې یو لړقدرونه وه راست افراطیانوته دسیمیزو او ژبنیو اړیکو پربنسټ پناه یووړه اوددولت ټوله سلاحوي یې دمذهبي ګوندونو ومشرانو لکه رباني ، ګلبدین اوسیاف او همدغسي نورو ته وروبخښلې او خپل ځانونه یې په همدغه جهادی مشرانو سره وساتل، هغوی هم ددوی ددغه ناتوانه حالات څخه ګټه پورته کړه.او همدغه سلاحوی په خپلو منځو کی یوپربل استعمال کړې او دغه هیوادیې نور هم بدبخته کی… داؤ یو لنډتاریخ ، چی ګوند درلود.نوکه موږ دهغه وخت وسیا سي مبارزو ته وګورو ویلای سو چي دخلک ډموکراټیک ګوند منظم دولت ړنګ کړ ؛ خو!! دبده مر غه بل دولت یې تر هغه ښه جوړنه کړای سو، ښا غلي استاذ خپلو خبرو ته بیا هم دغه بیلګه یاده کړه، یووخت په هرات کی دقادر په نوم یو خلقي ځوان شهید کړل سو ، خو! موږ به یې هر کال دهغه یاد نمانځه ، خودبده مرغه چي خلقیانو په دوران کی ترحد ډیر انسانان شهیدان کړه سوه، خودګوند دلارښوونکو خوا هم په بده نه سو.

پوښتنه اوس دي دلرغوني ګوند دغړو خلقیانو او پر چمیانو څخه غوښتنه څه ده؟

ځواب :باید دپخوانیو تنګ نظریو، دچوکاټ څخه را ووزي او پرخپلو تیرو تیر وتنوغوروکي ، اعتراف وکي او دملی ګتودساتلو دپاره هلي ځلي او مبارزې یوازي دملي یوالي او دهیواد دبیا ابادولو په خاطرترسره کی .سره یوځای سي او ملي وحدت ته ترهر څه ډیره پا ملرنه وکي. که څه هم اوس دډموکراسۍ په دې دوران کی دپخواني خلک ډموکراټیک ګوند استازي په انفرادي ډول او تنظیمي ډول شتون لري. خو!! متاسفانه چی په خپلو منځو کی دتفاهم ژبه نه لري اودهیواد دراتلونکي دپار ځانګړې طرحه نه لري او همدغسي دپخوا په څیر په شخصي او سلیقوي اختلافاتو یودبله سره بوخت دي. او ددې ابتکار هم نه لری چي دمشترکو ارمانونو ، ګډو ګټو،دمنورینو درا تلونکو دپاره دي دباوروړکړنه وکړي، یا دي په خپلومنځوکي دختلاف ټکي لیري کړي.یو ګوند دي جوړکي ، متحده جبهه دي جوړه ، زماني اعتلافونه دي وکي اوداسي نورخو!! دبده مرغه چي دتیرو څخه یې هم عبرت نه دی اخیستی اوهغه ناروغۍ چي مخکي یې درلودلې هغه تراوسه هم نه دي تداوي سوي. نو ځکه مي ترهغه وخته چی دوی خپل ځانونه ونه پیژني خپل هدفونه معین او مشخص نه کي اودهغه اهدافو دپاره قرباني ورنګړي نودخلکو دباوروړهم نه ګرځي.نو په پای کی نتیجه داسوه چي غوښتنه مي دپخوانیو ملګرو څخه داده چي هم خپله سره متحد سي او هم دهیواددبیا آبادولو په خاطر دنورو ملي او هیوادپالو ګوندونوسره دخلکو او هیواد په خاطر یوځای سي.

یادونه :ښا غلی استاذ یوسف خان ختیځیار زه دډیري زمانې را پدې خوا پيژنم ،استاذ همیشه دځوانانو په تشویق او دهیواد پالني په لاره کي مبارزه کړیده، هغه زه یووخت لا ممکن د۱۶ کلونو په شاه وخوا کي وم،چي ده کندهار په چهارسو کي دمی دکار ګرانو نړیواله ورځ نمانځل کیده ،خوماهم دخپل مکتب یا ښوونځی په استازیتوب دکارګرانو دنړیوالي ورځي په مناسبات دخپل استعداد او توانمندۍ سره سم مي یو څو خبري دچهارسوپه منځ کي خلکوته وکړې ، ځکه زه په دغه وخت کي دخپل ښوونځی انتخابي مشروم، خوزه پوهیږم چی ما هغه معلومات چي نورو استاذانو درلودله ما نه درلودله ، خو هغه څه چی ما وویل استاذ زه ډیر تشویق کړم او زما خبری یې ډیري را ترمیم کړې اوماته یې ددې جرعت را کی چی نوروخت هم دخلکو په منځ کي یا دسټیج پرسرودیږم او دخپل زړه خبري دخلکو وغوږو ته ورسوم. همدغسي داستاذ ختیځ یار صاحب تشویق زه با جرعته کړم ، حتا تر دغه اندازې چي په لیکلي ډول یې زما پلار ته زما داستعداد او ستایني یو لیک را ولیږه، چي په همدغه لیک زما پلار هم زما څخه ډیر خو شحاله سو، ځکه استاذ هغه وخت هم دافغانستان په کچه دعلمی صلاحیت خاوند وو. نو موړی لیک تر ډیره وخت زما مرحوم پلار(محمد علم بڅرکی )زما په افتخاراتو کي ساتلی وو، خودمهاجرت په ستونزمندو شرایطو کي دکډوالی په شرایطو کی هغه لیک اوس دستي زما په لاس کی نسته خو په اینده کي ممکن زما دمرحوم پلار محمد علم بڅرکی په ارشیف کي ومندل سي اوداستاز دقلمی نمونې په توګه یې وړاندی کړم .

  په پای کي زه استاذ ختیځیار صاحب ته اوږدعمر غواړم، استاذ اوس په کاناډاکي ژوند کوي او زه هم په ۲۰۱۲م کال کی کانا ډا ته تللی وم اودغه مر که مي داستازسره وکړه، استاز هم په ورین تندی زما غو ښتنه ومنل او هیله مند یم چی داستاذ دمینه والو اودوستانو دپاره په زړه پوري تمامه سي.

 مر که کونکی : ننګیالی بڅرکی

ادرس : babacenter.nl

Share