لیکوال : ننګیالی بڅرکی
« ستراحمدشاه بابا د خارجي پوهانو له نظره »
نوموړې مقاله چي تراووسرلیکونولاندي لیکل سوې ده، ویل ئې ګټوردي.خو!!دنوي ځوانانو دپاربیا ضروري ده. چي دمعاصرافغانستان دبنسټ ایښونکي په ځانګړنووپوهیږي.
لومړۍ دسر څو خبري :
دوهم :احمدشاه بابا دنړۍ دکارګرانودمشرفردریک اینګلزله نظره.
دریم : احمدشاه بابا دالفنسټن له نظره .
څلورم : احمدشاه بابا : دفریر له نظره.
پنځم : احمدشاه بابا دسرولف کیرو له نظره .
شپږم : احمدشاه بابا دډاکټرګنداسنګهـ له نظره.
اووم : احمدشاه بابا دجارج فاسټرله نظره .
یادونه : هغه کسان چې دفیسبوک دلاري نه سي ویلای به همدغه ویب پاڼه کې هم کتلای سي.
دسر خبري
احمد شاه بابا چي داتلسمي پیړۍ اتل وپه نړیواله کچه ئې خورا لوی نوم اونښان تر لاسه کړی ؤ.داتلسمي پیړۍ یوه ځلانده څیره وه. چي په نړیواله کچه ئې په اروپاه اوآسیاکې ډیرپلویان درلودله.
دلوی احمد شاه بابا دوخت جریانونه انقلابي،دقومی اوفیوډالي شرایطو داوج او زورازمویني دوران وو، احمد شاه بابا په داسي شرایطو کي دې دنیاته سترګی روڼي کړې چي پلار ئې په همدغه دوران کی وفات سو.او مور ئې دهراته څخه وفراه ته را مهاجره سوه.احمدشاه بابا چي دابدالي زمان خان کشرزوی وو،دپلارد مرګ سره سم په ۱۷۲۲م کال کي په هرات کی وزیږیده.دنوموړي کورنۍ چی دوخت په سیاست کي داخله وه،دستونزوډ ک ژوندئې تیرکړی دی. احمد شاه بابا لا کوچنی ؤ، چي دخپل مشرورور ذوالفقارخان سره یوځای دشاه حسین په امرپه کندهار کي بندي سؤ.
خووروسته چي شاه حسین دنادرافشارپه زوراوطاقت دواکه وغورځیده نونادرافشارذوالفقارخان اواحمد شاه ئې مازندان ته تبعید کړه اوهلته ذوالفقار خان مشرورورئې دزهرو په وسیله مسموم کړل سو.
دغه ټولنیزوبدوشرایطوچي دنوموړي پرکورنۍ دصفویانو دخوا څخه تحمیل سوي وه.اوداحمدشاه بابا پلارزمان خان چي دکندهاربیګر بیګي وو، یعني دکندهاروالی وو، دده پر ځای ئې نصراني ګرګین خان ګرجي دشاهنوازخان په لقب بیګربیګي وټاکه.او نصراني ګرګین ددې کورنۍ دبیري اوډارپه خاطر پر دې کورنۍ سخت کړاونه را وستل.زمان خان ئې تبعید کړ،دهغه پاته کورنۍ چي پرخپلواصلی اوپلارني ټا ټوبي د ښاري صفاپردوکاریزو ئې ژوند کاوه، لکه تنګک او تخنک چي نوموړی کاریزونه دسپني ګاري څرمه غرته پراته دی سمسوری مځکی وې. دلته دولت خان دستر احمد شاه بابا نیکه اودپوپلزودقوم یوه نامتو څانګه (دولت شاهيان) پراته وه.چی اوس هم دنوموړي قوم پاته شؤني هلته ژوندکوي. خو! دنا لایقه نصراني ګرګین له خوا څخه پرله پسې حملې پردوی وسوې اوترڅودولت خان ئې ودې ته مجبورکړ، چی ملتان ته فراره سي او سلطان محمد خان ته پناه ور وړي.چي داوخت سلطان محمد خان دملتان والی وو.اوقوم ددولت خان زوی رستم خان چی ترزمان خان مشروو،هغه ئې دقوم په مشری وټاکه. نوموړې پيښه په ۱۷۰۳م کال را منځته سوه.خوورسته بیا ابدالي زمان خان دصفوي دولت دسقوط څخه وروسته دهرات حکمران سو.او ستراحمد خان هم دلته په هرات کي وزیږیده. که څه هم ځینی مؤرخین داحمد خان دزیږیدني ځای ملتان ښوی ، خو! دپخودلایلو پر بنسټ ، چی ابدالی زمان خان دغه وخت په کرمان اوبیا په هرات کی وو. نواغلب ګمان ددې سم بولم چي احمد خان په هرات کی زیږیدلی دی.خوداچی دده پرپلاراو نیکه باندی څومره سیاسی بندیزونه اوبا بندۍ ګرۍ راغلي او تیري سوی دي، دابه سوي وي خو!! احمد خان په داسی سیاسی کورنۍ او سیاسي حالاتو کي راسترسوس دس،چی ددې مستعید ځوان پرذهن او روان ئې دومره اغیزي وښندلې چي دده څخه ئې یونابغه اوسترانسان جوړکړ.اودخپل وخت په مروجه علومواوفلسفه باندې بشپړه حاکمیت پیداکړ.او دشعر دیوان ئې دخپل وخت یولوی شاکاریاابتکارګڼلای سو.اویاعلمي شعری دیوان بلل کیدای سي.احمد خان دنادرافشارپه لښکروکي دتوجووړوګرځیده اونادرافشار به خپله هم دغه ویل : (چي پسله ما څخه دسلطنت نخښي زه په تا کي وینم). اوپراحمد خان ئې پوره باوردرلود. همدغسي هم وسوه.پسله نادرافشارڅخه چي په ۱۷۴۷م کال کي دخپلو ملګرودخوا څخه ووژل سو.خلکودغه استعداپه دغه نوي ۲۵کلن ځوان احمد خان کي لیده.او په همدغه کال احمد خان دلوی جرګې له خوا څخه دروحاني شخصیت صابرشاه له خوا چي دغنمو وږی ئې په لنګوټه کی وروټمبه اوپاچاه سو.دغه وخت نادرافشاریوغټ فوځ درلود.چي دپښتنو ، هزارګانواو ازبکو څخه جوړسوی وو.په دې چي په دغه پراخه امپرا طورۍ کې ګډوډي، مرګ ژوبله را نه سي. نو په همدغه دلیل دفوځ غټ قومندان او قومی مشرنور محمد خان غلجی او احمد خان ابدالی دسیمي لوي نړیوال مرکزکندهارته را غلل او نور محمد خان او احمد خان سمدلاسه یوه لویه جرګه رادعوت کړه، څوپاچا په انتخابي توګه وټاکي.نوموړې جرګه په ۱۷۴۷م کال کی دشیرسرخ په زیارت کی جوړه سوه.او نهه ورځي ئې دوام وکړ.څو پریګړه پر دې وسوه. چي احمد خان دی پا چاه سي. نو په همدغه کال احمد خان نوراحمد شاه اووروسته بیا دبابا لقب ورکړل سؤ.
څه وخت چي احمدشاه پادشاه سو. نوډیرمهم کارونه ئې سرته ورسول، چی قومونه ئې سره یوکړه،اودهمدغه پاشلی قومونو دپاره ئې یوه لویه جغرافیه دپښتنوپرخاوره دامو څخه تراټکه او بیا وروسته ترهغه دامودسیند،اټک او جیلم دسیند څخه هم دنوموړی امپرا طوري واوښتل.
احمد شاه بابا د قد رت اوپاچهي څخه وروسته دا ثابته کړه، چي دټول افغانستان دګډ و قومونودپيوستون یو ښه نماینده یا استازی دی.احمدشاه بابا دقوم مشران نازول اوتنخا ګانی ئې ورمقرره کړې.او ه به دقوم مشر ناروغه یا وفات سو نو؛ دهغه پرځای به ئې دهغه دکورنۍ کوم بل کس یا دهغه زوی دقوم پرمشرتابه باندي ګمارل،داځکه چی احمدشاه بابا دخپلی فيوډلی جامعی په رمز ډیر ښه پوهیده.هغه روحانین هم خوشحاله ساتل او تنخاګاني ئې ورکول. مسجدونه ئې ابادول. خپله هم عقید تمند پا چاه وو.دعایشي ژوند ئې نه درلود او نه ئې خوښ ؤ ،دمیشتو قومونو لکه : بلوڅ هزاره ، تاجیک ازبک دپاره ئې یوه لویه جغرافیه دافغانستان په نوم جوړه کړه، چي میشت قومونه تر نن ورځي په کښي اباداودعزت خاوندان دي.هغه دنادرافشار دکورنۍ سره هم ډیر ښه چلند وکی او دهغه د کورنۍ عزت ئې دپخوا په شان وروساتی.چي په نتیجه کي دنادر افشارمیرمني احمد شاه بابا ته کونور، دریایي نورقیمتی غمیان په سوغات کی ورکړه.احمدشاه بابا دخپلی کور نۍ څخه څوک پردولتي واک نه مقررکول.یوازی خپل ولیعهد تیمورئې دراتلونکی سیاست دپاره دجهان خان پو پلزی ترلارښوونی لاندی تربیه کړ. چی په همدغه دلیل داحمدشاه بابا نوره کورنۍ اوزامن دومره ډیر مطرح نه دی.او نه ئې تاریخونه دنامه سره سروکارلري. یوازي سلیمان او تیمور په تاریخو کی یاد سوی دي.خو احمدشاه بابا اته زامن درلودله لکه : « سلیمان ،تیمور ، شهاب،سنجر،یزدان بخش،سکندر،داراب وپرویز ».
احمدشاه بابا په رسمی دندوکې دقوم مشران نه مقررکوله.او نورو قومونو ته ئې ډیر چانس ورکاوه اوهرڅه ئې دولسونواولیري،نژدې قومونوپه مصلحت تر سره کول.که به ئې یو ځای او بل ځای فتحه کړ،نو هلته به ئې دهغه قوم په غو ښتنه دهغه سیمی ولسونه اوقومونه په کار ګمارل.نو به بیا هغوی هم داحمد شاه بابا بشپړه ملا تړکاوه ، نیک اخلاق ئې درلودله.چي خلکو دبابا اوغازی لقبونه ورکړه.پسله هغه چي احمدشاه بابا دخلکو دخوا څخه پر پاچهي وټاکل سو.نو یوقوي فوځ ئې دمختلیفو قومونوڅخه جوړ کړ.په لومړی سرکي ئې ۱۶زره منظم اردودوخت دښې توپخاني سره چي دزنبورک یا شهنک توپونه وه.خو! په اردوکې دغه وخت اژداپن توپ غټ ترین توپ وو. چي دشاه حسین کلا ئې په پته کړه. خو وروسته بیا داو طلبه عسکروهم په فوځ کی ځای ونیوه، لکه بلوڅانو شپیته زره فوځ ، دهیواد په بیلا بیلو برخوکي تیت اوپاشنده عسکر ۳۰زره فوځ ئې منظم کړه او همدغسي دنورو قومونو څخه ئې هم لښکر تهیه کړه. دیادولو وړ خبره داده چي په دغه حساس وخت کي دیوې داسي غښتلي اردو یا نظام جوړونه ډیر سترفکراومهارت غواړي.خو! دغه مهارت په دې ستر انسان احمدشاه بابا کی وو.چي دیوه پلوه ئې دډموکراسۍ دلاری دخلکو رضایتونه په نظر کی نیول او دبله پلوه ئې هغه زبر قدرتو ته په سیمه کي تاریخي سبق ورکاوه چي بیا سرپورته نه کړای سي.او خپله دمستضعفینوپلوی وو.دکتاب سره ئې مینه وه،دوخت په مروجه علومو باندي ښه پوهیده.په پښتو،فارسي،عربي ژبوچي دوخت مهمي مروجه ژبي وې پوهیده.دهغه لیاقت ددې سبب سو چي دافغانانو دپاره یوهیواد اویوه جغرافیه وګټي.لوی احمدشاه بابا نه یوازي داچي ملکونه فتحه کول بلکي؛ هغه ئې ساتل هم.اودساتلو طریقه ئې هم دنورو امپرا طورانو څخه ځکه بیله وه چي، څه وخت به ئې یوه سیمه فتحه کړه او دافغانستان خاوره به ئې دهغوی دتیري څخه وژغورل، نو سمدلاسه به ئې دافغانانوترکنترول لاندي دهغه ځای واکدارنوته دهغوخلکوپه ډموکراټیکه رایه وروسپاره اومالیات به ئې د کندهارمرکزي حکومت ته ورکوله.چي په همدغه میتودسره دټول امپراطورۍ غټ اوکوچني هیوادونه ، قومونه ځیني خوښ او شحاله وه.اودنړۍ پرغټوپوهانو،قومونو،پاچهانواو راجاګانوباندي ګران وو.څخه وخت چي لوی احمدشاه بابا دپاني پت غزا وګټل اوډهلی ئې فتحه کړ.نوپه همدغه سیمو کې داسي ابادۍ وکړې چي تر اوسه هم په تاریخي لحاظ هغه ابادۍ شته دي.دنمونې په توګه شالمار باغو نه ئې جوړ کړه،دشالماردمیلو تم ځایونه ئې جوړ کړه دحیدراباد په شان نور ښارونه ئې جوړکړه،پلونه،سړکان اودژوندښه شرایط ئې دهغه ځای دخلکو دپاره جوړاود ګټي وړ وګرځول.
خوپه هر صورت داچي احمد شاه بابا څومرابادۍ کړي دي، زموږ ددې مضمون موضوع هم نه ده،نوځکه لازمه بولم چي اصلي موضوع ، چی دخارجی پوهانو اولیکوالانو دنظره احمد شاه بابا څوک وو، پرهمدغه به بیان وکړو.
ستراحمد شاه بابا : دمعاصر افغانستان خښته ایښونکی :
دنړۍ دکار ګرانودمشر، فیلسوف او اقتصادپوه فردریک اینګلز له نظره .
فردریک اینګلزداحمد شاه بابا په باب داسی نظر لري : چي احمد شاه بابا په اقتصادي لحاظ دیومتمرکزغښتلي اوډموکراټیک فیوډالي دولت خښته دافغانانودپاره کښیښوده.اونه یوازی داچي احمد شاه بابا یو نظامي کارپوهه یا نظامي ښه جنرال ؤ.بلکي؛ احمد شاه بابا ددولتونواوخلکو ترمنځ دډمو کراسۍ ښه ممثل هم وو.دفردریک اینګلزژوند چی ۱۸۲۰م څخه تر ۱۸۹۵م پوری وو.دستراحمدشاه باباپه باب ئې بشپړه څیړنه کړې ده.او داقتصادي اوټولنیزوفراماسینونوپه چوکاټ کې دهمدغه وخت دبردګۍ ددورې ، فیوډالی شرایطو او نیمه فیوډلی دورې چی په اروپائي هیوادونو کی دزوال په حالت کي وه.خودافغانستان حکومتي او دولتی ډول ئې یو غښتلی متمرکز فیوډالي نظام ګڼلی دی،داینګلزدغه وړاند وینه اویا مقاله په ۱۸۵۷م کال داګسټ پرلسمه نیټه لیکلې او په ۱۸۵۸م کال کې (دنیوامریکن انسکلوفیډیاپه لومړي ټوک کې خپره سوې ده).
اینګلزیادونه کوي :چی داحمد شاه دولت دخرسان څخه تر ډهلي پوري پراخ سو.احمدشاه دمرهټه ؤ سره دجنګ اوجوړی دلاری مخته ولاړی.ترهغو چی دسیکهانو او هندواڼو پراخي پرګني دسولي دلاری قانع کړي.دایو ستر کاروو،خو!برسیره پردې چي احمدشاه خپله سیمه دنورو قومونواو یرغلونو دحملوڅخه وساتل بلکي؛ ددغه پراخي سیمي دارام ساتلوپه خاطرئې هم دغه لوی کارترسره کړ.انیګلزدیادولووړګڼي وایی:احمدشاه برسیره پردې چي دغه نظامي فعالیتونه ئې درلودله ؛خوادبي هلي ځلې ئې هم درلودلې، چي په دی کي دهنرروزنه، لیکوالان اوشاعران حمایه کول وه. اوخپله ئې هم شعرویلی.اواحمدشاه بابا مړینه ئې په ۱۷۷۵م کي وفات ګنلی دی.
ستراحمدشاه باب دمؤنټ سټوارټ الفنسټن له نظره :
الفنسټن چي ۱۵کاله ئې په افغانستان کي تیرکړي دي،کوڅه په کوڅه او کلی په کلی په افغانستان کی ګرځیدلی دی.اودتیمورشاه په وخت کی دانګریزانو نماینده یاسفیروو، دافغانستان دکلتور،ټولنپیژندنی سره بلد وو.نو دکابل سلطنت بیان ئې په دوټوکوکی هم لیکلی دی.
داحمد شاه بابا په باب لیکي: په کومو شرایطو کی چي احمد شاه واقع وو،داحمدشاه خوی او خصلت دهم هغه شرایطوسره موزون وه.هغه قومونه ،ملتو نه چی دده سره به جنګونو کی وه یا ئې هم ددسره ملګرتوب درلود هغه داحمد شاه ستاینه کوي.نو ددې څخه چرګندیږي چی احمد شاه دنرم طبعت خوی او خصلت خاوند ؤ.او زړه سوانده پاچاه ؤ.الفنسټن لیکي : که څه هم دپاچهي قدرت نیول اولا سته راوړل بیله ظلمه په تیره بیا په اسیا کي ممکن نه دي. خوبرسیره پردې هم داحمدشاه پرلمن دغه تورداغ نه سته.
الفنسټن لیکي: داحمدشاه ځانګړني روښانه وې.هغه خوشحاله طبعت درلود،له میني ډک ؤ،دی دښه طبعت خاوند وو،ده په رسمی وختونو کي خپل وقار،عزت او دبدبه ښه ساتل،خو!په غیري رسمي وختونوکې به بیا دولسونواودخلکوداستازوسره به ئې ښه سلوک په ډیره ساده توګه پاله. الفنسټن په خپل کتاب کي دغه ټکی ته ډیر ښه پا ملرنه کړې ده چی وائي:که چیري ! کوم آسیا ئي پا چا دخپل ملک په خلکو کې دمنني حق ولري،نو هغه احمدشاه دی.
ستراحمدشاه بابادفریرj.p. prierله نظره : فریریو فرانسوی افغان پیژندونکی دی.هغه په فرانسوی ژبه دپښتو تاریخ لیکلی دی.او بیا دغه تاریخ په انګریزي ژبه په ۱۸۵۸م کال ژباړل سوی دی.چي دافغانستان تاریخ نومیږي.دهمدغه انګریزي ژبي ژباړه په دې ډول ده.
داحمدشاه بابا زمانه په دې شهرت لري چي په همدغه وخت کې په ملک کې خوشحالۍ اوښیګڼي ډیري وې.په شاهي شان اوشوکت کي داحمدشاه ساده (بې تکلفه) حالت په ډیروزړنوکي دده مینه پیداکړې وه،خلک دده حضورته دعرض اوستونزي په خاطر په ډیر اسانتیا وررسیدلای سوای.دده یا داحمدشاه عدالت منصفانه وو.ده د هغه چاه سره لا هم ترخې خبري نه کولی چی دترټلي وړاوملامت به وو. دهر چاه سره ئې په مینه خبري کولې.او دغه میتود ئې دملت او خلکو په مقابل کی درلود. ولسونو داحمدشاه بابا سره په جرئت خبري اتری کولې او احمدشاه به هم کوښښ کاوه چي دولسونو سره همیشه په اړیکو کی وي او دهیواد دستونزو څخه په ښه شان خبر سي.نو همدغه دلیل کیدای سي چي ولسونو ددولت په ساتلو کي مرسته ور سره کوله.او نوموړی دولت یو تودئي او پایه داره دولت وو.
ستراحمدشاه بابادسرولف کیرو sir olaf cairo,: دخپل مشهورکتاب پټان چي په انګلیسي ژبه لیکل سوی دی،خوپه اردو ژبه سید محبوب علي ژباړلی دی. ښاغلی کیروچي دشلمي پیړۍ په ورستیووختونویعني۱۹۸۱م کال کي مړسو. نوموړي ۳۰کاله په هندوستان کی تیرکړي دي. اوډیروخت دهندوستان دخارجه وزارت سکرتروو. اوبیا په پيښورکې دفرنګیانوترټولوورستۍ ګورنرسؤ.
محترم کیرویومحقق اوتاریخ پوهه هم وو.اودخپل یوه لوی کتاب چي پټان نومیږي په څلوروبرخو کې په ۲۶ فصلواو ۷۲۴مخونوکې یوډیرغټ کتاب لیکلی دی، چي په تاریخي لحاظ ئې پښتانه په همدغه کتاب کي دمیلاد څخه مخکي اووروسته څیړلي دي نوموړی کتاب دپښتنو په باب بشپړه څیړنیز کتاب دی اواوس دستی زما سره په خپله کتابخانه یا دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي په ارشیف کښي خوندي دی.پټان کتا ب په پيښورکي دمحبوب شاه په زحمت ژباړل سوی دی،دمولاناعبدالقادرپه مقد مه دپښتو اکاډمۍ – پيښورپوهنتون له خوا خپورسوی دی.
ښاغلی کیرو په خپل کتاب پټان کې کښلی دي. چي احمد خان دنادر په فوځ کي هوښیارمنصبداروو.او څه وخت چي دنادر څخه وروسته پاچاه سو، نو دهمدغه خاندان دعزت دساتلو وروسته دغه د کوه نورغمی ودته په سوغات کې ورکړل سو.همدغسي کیرو لیکي: چي احمد شاه نادر ته صادقه اوامنت کاروو. څه وخت چي نادرهندوستان ونیوه اودمغلو قیمتی خزانه ئې په لاس را وړل نو ددې ساتونکی هم احمد خان وو. خو هغه په بشپړه صداقت سره دغه خزانه وساتل. چی نورئې هم دنادر په زړه کې ځای و نیوه.اوباورئې پرډیرسو.هم دغسي څه وخت چي پسله نادرڅخه قدرت احمدخان ته ورسیدی.نواحمد خان هغه خزانه چي ده په لاس را وړې وه، هغه ئې دملت مال ګاڼه او دملت په ښیګڼو کې کار ځیني اخیستی.
کیروداحمدشاه یوازي دوفاه دارۍ کیسې نه کوي بلکي؛دهغه دغیرت په باب وایی: احمدشاه یوغیرتي زړه ورسړی وو،دمشرتابه وړؤ.اودښې مشرتابه دپاره ئې ښه استعداددرلودی.دساسي تنظیم،عسکري نظم اودخلکودرا جذب کولو په هنرکې مهارت درلود.که څه هم دی په واقیعت کی دجنګ سړی وو، خو په طبعت کي زړه سواند،مهربانه اونرم سړی وو. نوپه همدغه دلیل ترکومه ځایه چي به کیدای سوای هغه دروغی جوړي سیاست مخته بیوه.دده مشاورین غلجي اودوراني مشران وه.اوټول عمرئې دهغوی سره مشوره کوله.هم دغسي ډیري نوري ښيګڼي ئې نوري هم ویلي دي. چی دلته زما په هم دغه لنډه مقاله کی نه ځا یږي. ماخذ وګوری دکیرواردو ژباړلی کتاب ۳۵۵مخ .
ستر احمدشاه بابا دډاکټرګنداسنګ له نظره :
ګنداسنګ یوسترتاریخي کتاب داحمدشاه بابا په یاداودهغه دژوند دبیلا، بیلوبرخوپه باب لیکلی دی.نو موړی کتاب درانی احمدشاه نومیږي دغه لوړ اثربیا ښاغلي دسرمحقق مرسیتال نصرالله سوبمن منګل په ۱۳۶۶هـ ش کال کی ژباړلی دی.نوموړی کتاب چي په ۵۹۵مخونو کي ژباړل سوی دی دافغانستان دعلومو اکاډمۍ له خوخپورسوی دی.
ښاغلی ډاکټر کندا سنګه لیکي: زما دپاربه داعجیبه وي؛چي یو سیکهـ دیوه افغاني اتل په باب په دومره ډیري خوشبیني څه ولیکي.دتاریخ یو متوسط شاګر(چي په تاریخ کې نیمه زده کړي کړی وي.) سیکهان اوافغانان یو دبله دښمنان ګڼي.چي په ډګرکې سره مخامخ کیږي اویوازي توري سره را باسی اومیدان په وینو ګرموي.هغه چاه چي دوی ئې دواړه پیژندلي وي نودا ورته څرګندیږي چي دوی دواړه په زړه پاک مهربانه خو په خوی کي تندروه هیوادپاله دي.او طبعي تمایلات ئې یورنګ دي.
ښاغلی ګنداسنګهـ پرته له دې چي داحمدشاه دراني دژوند بیان بیله دې چي دافغاني سیمو دوحد ت اواستحکام له پاره دده هڅي ښوي ،نو دهغه له مخي یوسیکهـ کولای سي چي په اتلسمه پيړۍ کې دافغانانودامپراطورۍ جوړونکي هیلي اوښیګڼي په خاصه اوځانګړې توګه.درک اوتقدیر کړي. دی لیکي:داوخت داحمدشاه نیکونه هم په سیاست اوورته کاراخته وه.
ګنداسنګهـ لیکي: پنځه ویشت کاله پخوا چي دشمالي هند داتلسمي پيړۍ دتاریخ په پلټنه اخته وم.احمدشاه دلومړی ځل له پاره دمنځنۍ آسیا دیوې ستري تاریخي څیرې په توګه په ما اغیزه وکړه.که څه هم زه دده خلاف په تعصب کی رالوی شوی وم،وماته یوازي دارازده کړل سوي وه،چی احمدشاه یولوټمارمشردی.چي دولجې له پاره پرهندوستان را کښته سوی دی.او په ټنوهندی سرزرئې دزرهاو مریانو سره یوځای افغانستان ته وړي دي.خو!! څه وخت چی می ددې لوی انسان په باب څیړنه اومطالعه وکړه،هغومره دده سترتوب خصوصیاتواوځانګړنوپرماژوره اغیزه وکړه. او زما ذهن ته ئې په خپله نفوذ وموند.ګنداسنګهـ لیکي :چی زه ودې ته په ذهنی لحاظ وهڅول سوم چي داحمدشاه په با ب علمي څیړني وکړم. ګنداسنګهـ ۱۵ کاله په دې ستر کار بوخت سواودهند په ډیرونامتوکتابتونونو کې دهغه په باب معلومات را ټول کړه اوبیا دسیمي هیوادوته دڅیړني دپاره ولاړی؛لکه :ایران افغانستان اودایران بیلا بیلوولایتونواوکتابتونونو او دبیبلو ګرافۍ لیکوالانوسره ئې تماس ونیوه.اودایران څخه وروسته هغه افغانستان ته راغلی اودکابل کتابتون ئې ولټوه اوبیا ترکندهارئې ځان راورسوه.او دسترټولواک دپاره ئې لوړاوغني معلوماتونه سره راغونډ کړه.او دغه ستر کتاب درانی احمد شاه ئې ولیکی.
پسله دغه درانه تحقیق او څیړني څخه دی ودې نتیجې ته ورسیدی چي ددغه وخت دغه لوی امپراطوراو دسیمي په کچه دیوه لوی پښتون قوم پاچاه نه یوازي یوپوه جنرال او دخلکو اوعسکروپه تنظیم کی ماهیراوبا تجریبه ځوان زلمی تیرسوی دی.بلکي؛ هغه دمیني ، هنراوقلم پیاوړی ځوان هم وو. چی شعر ئې ویلی اوپه تصوف کې علم کړی وو.اودوخت شاعران اوعلمان پرګران وه.ګنداسنګهـ لیکی:احمد شاه بابا دمظلومو طرفداره دظلم ضد اوزړه سوانده پاچاه وو.
ستراحمدشاه باباد جارج فاسټر (George Forster): له نظره :
داهغه لومړی انګریزڅیړونکی دی؛چی افغانستان ته دګرجي سوداګرپه پلمه افغانستان ته په ۱۷۸۳م کال کې راغلی دی.اوزموږدهیوادپه باب ئې ډیره څیړنه کړې ده.اوپه پای کې یوه سفرنامه دافغانستان په باب ولیکل.
هغه خپله سفرنامه کی چي داحمدشاه په باب ئې لیکلې ده داسي نظرلری.
احمدشاه دمذهبه سره ډیره مینه درلودله،خوتعصب ئې نه درلودلی،ددغه پراخ نظره پاچاه په قلمروکې هندواڼو،عیساویانو،یهودیانوخپل مذهبي او کلتوری دودونه خورا په پراخه آزادی ترسره کوله، دافغانستان سوداګري هندواڼوکول.اوهغه عیسویان چی نادرافشاردایرانه څخه فراره کړی وه اوس په کابل کي اوسیده.دی لیکی: هندواڼ، عیسویان او یهود په کابل کي ډیر ارام اوهوسا ژونددرلودی
پای.



