
مرحوم خان عبدالصمدخان اڅکزی په عنایت الله خان کاریزکي په کال ۱۹۰۷میلادي کي دجولای پر ۷ نیټه په یوه منوره کورنۍ کی زیږیدلی دی. مرحوم عبدالصمدخان اڅکزی دې دنیاته په داسي شرایطوکي راغلی،چي هیواد ئې دپردیویرغل ګروتراشغال لاندي اودمرحوم پلاراونیکه ګان چي سلسله ئي وبرخوردارخان ته رسیږي،داستعمارسره لاس په ګریوان وه.اودهیواد دآزادۍ په لاره کې سختي مبارزې کړي دي.عبدالصمدخان اڅکزی دنور محمد خان زوی،دسلطان محمدخان لمسی دعنایت الله خان کړوسی په قبیلوی لحاظ اڅکزی دې.خان عبدالصمد خان اڅکزي خپل لومړني تحصیلات تر اتمی ټولګۍ پوري کړي دي.دافغانستان داستقلال پر محال عبدالصمدخان وړوکی ؤ، خودافغانستان داستقلال پروخت ئې سیاست او مبارزې را پیل کړې، هغه دامیرامان الله خان سره هم لیدنه،کتنه کړې ده.اودافغانستان دحکومت ملاتړئې کاوه.که څه هم دوخت دانګریزي حکومت اودځینولاس پوڅودخواڅخه دسخت مقاومت سره هم مخامخ سوی دی.خودهغه دمبارزې هوډمیړنی ؤ.خان عبدالصمدخان دانجمن وطن په نوم یوغښتلی ګوندجوړکړ،چی دهیوادمشهوره سیاست پوهان، دپښتونستان مبارزین خان محمد ایوب خان اومرحوم عیسی خان ئې هم دلاري تکړه انډیوالان وه.خان عبدالصمد خان دهند په سفر څوځله تللی دی اوهلته ئې دګاندي جي،نهروعلی احمدخان،خان عبدالغفارخان سره دنژدووکتل.چي دده اودده دګوندپرتجریبو ئې نورهم ورډیرکړه.خان عبدالصمدخان چي دوخت یو سیاست پوه اودوخت په مروجه علومو پوه اود قوم،خلکوپه منځ کې بشپړه محبوبیت درلود. حاجی محمد انورخان اڅکزی، قاضي بهرام خان نامتو کسان هم دده سخت ملاتړی وه.
زما پلارمحمدعلم بڅرکی چي لاهغه وخت وړوکی ؤ، خو! دسیاست استاداو تشویق کونکی ئې مرحوم خان عبدالصمدخان اومرحوم محمدایوب خان اڅکزی وه. خان عبدالصمدخان اڅکزی ما په خپل کور کندهارکي لیدلی ؤ، چی هغه وخت لازه وړوکی وم.خو! دمجلس تراغیزي لاندی ئې راغلی وم.خان عبدالصمد خان اڅکزی په وارو،واروهم دانګریزانوپه حکومت کی اوهم دپاکستان دحکومت دخوا څخه زنداني سوی دی.څو!دحکومت له خوا په مرمز ډول په ١٩٧٣م کال کي ددسمبرددوهمې ورځې سهاروختى د خان شهيد کورته بمان ورگوزارشول اودغه په قهرمانيوسرلوړي اودپښتنو په غم غمجن راهبرپه ډيره بى دردۍ په شهادت ورسيدې .دده جنازه په گلستان کې په پلارنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شوه اوفاتحه يې په جنوبې پښتونخوا،شمالي پښتونخوا، بلوچستان،افغانستان،پاکستان،هندوستان اوبنگله ديش کې په درناويوواخيستله شوه،نن ددسمبردوهمه نیټه دخان شهید دمړیني د۴۳کلیزي سره سمون لري. روح دې ښادوي.
ننګیالی بڅرکی



