منظور پښتون دیوې نوي پدیدې په څیر دوخت دعیني شرایطوزیږنده ده.
- t.m (pashton Tahafuz Movement)
پاکستان په سیمه کي یولوی خطردی،نوموړی خطرنه تنهاافغانستان اودسیمي پښتنواوبلوڅو ته بلکي؛د شاه وخواسیموهیوادونواوحتاخپله دپاکستان دخلکواودپاکستان ترنامه لاندي محکمو ملیتونواوقومونوته دناسوریوه دانه ده.په کورد ننه څلوروصوبو،بلوڅیستان، پښتونستان، سینداوپنجابیانوته دغه دتروریزم مرکزدیوه ملیت په ګټه هم نه دی.چي دنیکه مرغه بنګال خپله آزادي ددغه انګریزانود میراث خوروڅخه دشیخ مجیب الرحمان ترمشری لاندي ترلاسه کړه. نوځکه دغه خبره په زغرده کوم ؛ چي دپاکستانیانو خیردپا کستان په تجزیه کي دی…. موږ افغانانو ته دا ستونزه دنن څخه نه ده را پيښه سوې. بلکه موږ ته دتاریخ په اوږدوکي،هغه وخت چي انګریزانوپردې خاوره برید وکی،زموږپرهیوادئې جنګونه وترپل اوموږئې دجنګونو،داخلي ،اختلافاتو، ستونزوسره مخامخ کړو. چی دغه درې جنګونه دافغان اوانګلیس په تاریخ کې،دافغانستان په وټیزوکمزورۍ کې ډیرستررول لري .۱۸۳۹م – ۱۸۸۷م – او ۱۹۱۹ – کلونوجنګونه چی بیا ورسته په دغه دروسروجنګنوکي انګریزانوسخته ماته خوړلې ده.اوپه سیمه کي یوازي دافغانستان دخلکوڅخه دبیري حیس ورپيداسؤ.نوئې په خپل شیطاني کارونواودافغانانوپه بې اتفاقه کولواودافغانستان دتجزې په فکرکي سوه. انګریزانوشیطاني عملونه راپیل کړه.اوپه دروپړاونوکې افغانستان تجزیه او کمزوری کی.چي دغه درې پړاونه عبارت دي ددغه لاندی درو معاهدو څخه.
دمنظورپښتون دراپیداکیدوانګیزه: که دپښتنو تاریخي ټولنیزحالات وکتل سي زموږستونزه هغه وخت را پيداسوه. کوم چي دپښتنوپرخاوره د۱۸۱۸م کال یعني دوې پيړۍ مخکي دانګریزانو(پرنګیانو)تعرضونه را پیل سوه او په کرار،کرار مرکزي حکومت ضعیف کړل سو.اوبیګانه دنوروقارواستعماری قوتونه دامپرالیستی مډرن وسلوسره لومړی هندوستان اوبیادپښتنوسرحد ته راواوښتل. لومړی ئې په درواغو دتجارت په پلمه درنې وسلې دهندوستان خاوری ته ور داخلی کړې اوبیا ئې دځانونو دپاره نظامی هډې جوړی کړې.که موضوع را لنډه کړم،نو هغه وخت چی دجلم څخه پرنګیان راتیر سوه.په سیمه کي نسبت وهربل قوم ته دافغانانواوپښتنوتوانمندي ډیره وه.اودهمدغه قوم په مقابل کي دسختو جنګونو سره مخامخ سوه ،انګریزانوسختي ستونزی وګاللې، خو!! دستونزو پایله په دې کی سول چي دپښتنو او افغانانو خاوري ته را ننوتل.او درې استعماري لوظ نامې ئې پرافغانانو تحمیل کړې.چی همدغه دپیښوانګیزه او پیل ګڼلای سم. نو موږ باید تر هر څه نه مخکي علتونه ولټو او بیا په چاره پسي لیڅي را ونغړو. ددې معنا داده: ( که دناروغه ناروغي ونه پيژندل سي نو تداوی هم سخته ده) .
لومړۍ لفظ نامه: یالوظ نامه دلاهور معاهده :څه وخت چي په هیواد کي شیطاني قوتونو تفرقه واچول،حکومت دپښتنودخپلواختلافاتوپه وجه،پرقومونواوداخلي جنګونوسره بوخت سوه، نوپرنګیانوته یو ښه فرصت په لاس ورغلی،اوداټک دسینده څخه را تیرسول او شاشجاع ئې په ۱۸۳۵م کال په کشمیر کي ونیوه او بیا ئې زنداني کړ،خو دهغه ورورزمان خان هم دغه وخت په سترګوړوند او دشاشجاع تر سرپرستۍ لاندي وو.نودهمدغه بندي پاچاه د مجبوریت څخه پرنګیانو ګټه واخیسته او په زوره ئې دلاهورلوظ نامه په ومنل .
دلاهورمعاهده دشاه شجاع سره – په ۱۸۳۸م کي ومنل سوه.چي په همدغه سره کشمیراو داباسیند کیڼ اړخ سیمي دافغانستان څخه بیلي سوې.خو افغانانو ته دا سي لوظ نامي ځکه دمنلو وړ نه وه او نه دي .چي: دغه وخت تښتیدلی بندي پاچا دپر نګیانوپه زندان کي دپرنګیانو بندی وو، نو دهغه خبره به کوم وزن ولري.نتیجه هیڅ….
دوهم – د ګند مک معاهده:په همدغه ډول نوموړې معاهده یا لوظ نامه هم دسردار محمد یعقوب خان سره په کال ۱۸۸۷م کال کې دجولای په میاشت کې وسوه.په دې معاهده کې:دغه ستراتیژیکي سیمي دافغانستان څخه بیلي کړل سوې اوپه برتانوي هندپوري وتړل سوې.لکه:خیبر،میچینۍ،پښين،اود کورمي برخي.چي داوخت دانګریزانونماینده کیوناري ؤ.
دریم – معاهده دډیورنډ کرښه وه.چي دامیرعبدالرحمان خان د مجبوریت په وخت کي انګریزانوپرافغانستان باندي وترپلل.موږدلته پرتاریخی برخه ئې دومره ډیربیان نه کوو،خودستونزوپرپیل بیان کوو، ځکه انګریزانوټول وخت په داسي حال کي پرافغانانودغه شرمونکي لوزنامې تحمیل کړي دي،چي دافغانانوپاچهانودغه وخت ددې صلاحیت نه درلود چي د ملت استازیتوب دی وکي.پاچهانودافرادوپه څیر،دفراریانوپه څیردانګریزانوپه زندانو کې کراردرلود.نوځکه لوظ نامې ئې هم دمنلووړنه دي.
دبیلګې په توګه:په ۱۸۸۵م کال کي امیرعبدالرحمان خان په دې وخت کی په راولپنډۍ کي دانګریزانودخواڅخه سخت محاصره دی.داوخت روسانوپرپنجدې باندي بریدوکړ. او دافغانانو۸۰۰سپاره او۱۲۰۰ پلي عسکرسره دجنرالانوپه شمول په بشپړه توګه قتل سوه.دغه خبرامیرعبدالرحمان خان ته راورسیدی … چي نوموړی خبرخپله ډیورنډداسي ورته وویلی:(ماته داخبردشپې لخوارا ورسیدی،چي روسانوپه ډیره بیرحمۍ سره دافغانانولښکرقتل کړي دي.) اوپنجدې،مروه ئې هم نیولې ده. په همدغه وخت کي ایرانیانوهم دانګریزانوپه حمایه دسیستان ځيني برخي په خپله ولکه کي راوستلې.په کورد ننه کي هم په هره ولسوالي،ولایت کي ځانته دتوپک سالارانوسیمیزي پاچهي وې.قومندانانوپه داخلي جنګونوکي دیوې سیمي اوبلي سیمي پراشغال جنګونه کول،مرکزي افغانستان اودشمال نوروقومونوهم ګډوډي رامنځته کړې وه.په داسي یونازک حالت کې چي هیوادداخلي تجزې سره مخامخ ؤ.بیا هم دغه وخت امیرعبدالرحمان خان سترقهرمانی وکړه، چي هیواد ئې دتجزې څخه راوګرځاوه.اوټینګ متمرکزحکومت ئې بیاپه داسي حال کي جوړکی،چي په هیواد کي نه اقتصادؤ،نه امنیت.اونه هم قومی یووالی.نوئې دانګریزانوڅخه وغوښتل چی زموږافغانستان یعني کومه سیمه؟؟. ددغه حالت څخه په ګټه اخیستلوسره انګریزانوپه۱۸۹۳م کي یودیرش کسیزه هیئت دهنری مورټیمر ډیورنډ (Henry Mortimer Durand) چي دهندي بریتانوې دخارجه چارووزیرهم ؤ.دهغه په مشری دافغانستان اوهندي بریتانوي دحکومت سره یو ۲۵۲۲ کیلومتره په اوږدوالي سرحدي کرښه ومنل؛کرښه دسرحدپه معناهم نه وه.بلکي دپر نګیانو دامنیت دسیمي په نامه کرښه وه،چي انګریزان به وافغانانو ته ددغه په بدل کي یولړنغدي پيسې،سلاوي اویولړ امتیازات ورکوي….داکارامیرعبدالرحمان خان ولي وکی.؟ځکه چي داوخت دانګریزانوامپرطورۍ سره ئې سیالی نه سوای کولای.هغه متل دی: چی مجبورته مه وایه چي غښتلی.نوبیله دې څخه بله لارهم نه وه.که څوک پيښوته دواقیعت په سترګووګوري.هم دغه داوړوپزه کیدای سي.ولی نن چی دامنیت شوراوجود لري.نړیوالي محکمې شتون لري. افغانان ددې حق لري چي دخپلوورڼوچی دخط پرهغه غاړه پراته دي،دپنجابي استعمار دمنګلوڅخه خلاص کړي. اودهغوپښتنوورڼوپه منځ کي دغه لعنتي توره کرښه دمنځه یوسي.چی دغه کاردنړۍ نوروهیوادونولکه: چین ،بنګله دیش اونوروهم ترسره کړی دی.دلته دیادولووړبولم چي په سیمه کي دستونزوبنسټیزعلت دپاکستان جوړیدل پر پردیو خاوروباندي، دخلکواوولسونودپاره دزغم وړنه دی.دغه علت په افغانستان کي دپاکستان د مداخلې څرګند دلایل جوړوي.افغانان بایدپه بشپړه نیت اوایماندارۍ سره دخپلوافغانانوکه دخط دغه لوری ته دی او که دخط هغه لوري ته دي دفاع وکړي.اودسولیزي لاري څخه دغه ویشل سوي پښتانه بیرته سره یو ځای کړو.اوبلوڅو،سیندیانو، پنجابیانوته هم خپل حق وروسپاري.
پا کستان دهنداوافغانستان پرخاوره جوړسوی دی.دهیڅ قوم ولس یا خلک هم په دغه تراستعمار لاندي نظامي حکومت خوښ نه دي. نو ځکه خو دپا کستان دتاریخ سره سم،په هغه خاوره کي مرګ ژوبله ، فراردپا کستان دنوم څخه،چی هرڅوک په دې پوهیږي چي پا کستان یوازي دغربي سرمایداري هیوادونودپاره یوه نظامي قشله یا عسکری فرقه ده، چی هروخت ئې حکوکتونه په کودتاو سره دجنرالانو په مشرۍ تغیر خوری او دقوم مشران په کښي وژل کیږي.دتاریخ په اوږدو کی دغه اویاکاله چي تیر سوي دي توله میشت قومونه قربانۍ ورکوي.
دبلوڅو مشر اکبر بکټی دژوند ډیره برخه په فراراو زندانونو کي تیره کړه،خان عبدالغفارخان یا فخر افغان په۱۹۳۱م کال کی داستعمار سره دمخالفت په تور اوه کاله بندي سو.همدغسی په دوهمه عمومي جګړه کي دانګریزانو سره دعدم تعاون په جرم دکانګریس دنورو مشرانو سره په دوه کاله بندي سو.اوبیا هم په وارو،وارودپښتنو دحقوقو په نوم زندان ته تللی دی.څو دپيښور په ریډنګ روغتون کي په ۱۳۶۶هـ ش کال کي وفات سو.او دخپل وصیت سره سم په ننګرهار کي په ډیره درناوی سره دډاکټر نجیب الله په وخت کي خاوروته وسپارل سو.
خان عبدالصمد خان اڅکزی: چي په سیمه کي یو پيژندل سوی سیاسي مبارزاو دآزادۍ دلاري مخوروو، هم دورته ستونزو سره لاس او ګریوان وو.خان عبدالصمد خان په ۱۹۲۷م کال کي هندوستان ته دمحمد ایوب خان ،سلام خان محمد عیسی په ملګرتیا ولاړی. هلته ئې دکانګریس دمشهورو عالیمانو سره سیاسي لاره شریکه کړه. او منظمه مبارزه ئې دګاندي،نهرواو باچاخان سره یو ځای را پیل کړه ، چي دغه پیل دمنظمي مبارزې هم ؤ.او په همدغه کال کی خان عبدالصمدخان او خان محمد ایوب خان دانجمن وطن دګوند خښته کښيښوده.او دخدای خدمتکارنو سره ئې اړیکي ټینګي سوې. دواړوګوندنو په یوه وخت کي هدفمندی مبارزې په سلا او مشوره سره کولې.په ۱۹۲۸م کال کي چي دافغانستان ملي پاچاه دستونزو سره مخامخ سو. عبدالصمد خان وغو ښتل چي دهغه وعملي مرستي ته ورودانګي،خو!دانګریزانو دخوا څخه په تکلیفي زندان سره دملګروسره زنداني کړل سؤ.په ۱۹۲۹میلادي کال کي دانجمن وطن ګوند،دخدای خدمتکارانو ګوند دمهتما ګاندی یا کانګریس په ملا تړدانګریزانو سره دنه همکارۍ اعلان وکی. چی دانګریزانو دخوا څخه خان عبدالصمدخان او خان عبدالغفار خان په زندان ننوتل .اوبیا وروسته خان عبدالصمد خان دبلو څو سره یوځای دکانګریس په مشور ودې نتیجې ته ورسیدل چي دتوپک پر ځای دخبرو او عدم تشدد مبارزه خپله کړي. چي په دغه وخت کي عبدالصمد خان اڅکزي داستقلال په نوم یو اخبار را پیل کړ اود بلوڅومشر یوسف علي مګسي دالبلوڅ په نوم اخبار را پیل کي او مصالحت امیزه مظاهرې ئې په ګډه را پیل کړې.
چی همدغه وخت یعنی ۱۹۳۰ م کال د قصه خواني دبازار کیسه هم را منځته سوه چي ډیر پښتانه په کښي شهیدان سوه.دغه تر ژیدۍ خوتر هغه وخته چي پاکستان جوړیده دانګریزانو سره جریان درلود. خو څه وخت چي په ۱۹۴۷م کال کی دهند او پا کستان په نوم دوه هیواده جوړسوه. پښتنو،بلوڅو ته خپل حقوق په کښي ور نه کړل سوه. او یو تش په نامه ریفرنډم جوړسو. چي په دې کې نه خدای خدمتګارانو برخه واخیسته او نه دانجمن وطن ګوند.
نتیجه ثا بته ده؛ په دې وخت کی لکه انګرزانو چي زندانو نه دسیاسي مباررزینو ډک ساتل همدغسي پاکستان نوی حکومت بیا هم خان عبدالصمد خان او خان عبدالغفار خان ئې دملګروسره زندان ته واستول.نو!څه وخت چي بیا په ۱۹۵۶م کال دبنديخانې څخه را خوشي سو، نو ئې بیا دبلوڅو،سندي، بنګالي دخپلواکی تحریک دپښتنو سره ګډراپیل کړ.او دنشنل ملي ګوند ئې جوړ کړ.چی دهمدغه تحریک په تور بیا څورلس کاله عبدالصمد خان اڅکزی اوخان غفارخان زندانیان سوه. او په پای کي په ۱۹۷۳م کال کی دسپټمبرپردوهمه نیټه په خپل کورکي دبمونو په وسیله شهید کړل سو. روح دې ښاد وي.
خان محمد ایوب خان اڅکزي یوه لنډه پیژندنه :
خان محمد ایوب خان دګلیستان ده خانانو څخه وو، په ۱۹۰۶م کال کي زیویدلی دی. خان محمد ایوب خان چي دانجمن وطن دمرکزي کمیټې دلوړپوړومشرانو دجملې څخه وو.دانګریزانو پر ضد ئې یوولسي پاڅون را پیل کړ. که څه هم دغه وخت محمدایوب خان په عمر کشروو، خو! په ذهنی لحاظ ډیرهوښیار اوفعاله ځوان وو.انګریزان په دغه وخت کي دوطن دګوند دمشرانو څخه ډیر سخت په ډارکي وه.نو سمدلاسه ئې دوطن دګوند پر مشرانو باندي په ۱۹۲۸م کي حمله وکړه او دګوند مشران ئې لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی،محمد ایوب خان اڅکزی،سلام خان،محمد عیساخان دهمدغه وخت دبلوڅیستان دګور نر(وډ ـ بلیارډ) په امر ونیول سوه او دمچ زندان ته بوتله سوه.اوددرونیمو کالو بند به سزا زندانیان سوه. خو په دغه وخت کی هم دوی خپله غوښتنه یا مطالبه وانګریزانو ته وړاندی کړه.چي په هغه کي دپښتنو دحقوقو ډیره برخه په کښي یاد ه سوې وه.خو!انګریزانو ددوی غوښتني ونه منلې.
په همدغه وخت کي دانجمن وطن دګوندد مرزکي کمیتې غړودډوډۍ دنه خوړلواعتصاب(بوک ارتال) اعلان کړ.چي بشپړه ۲۳ورځي ئې څه ونه خوړل.نوولس هم دې ته مجبورسو چي پر حکومت فشار ډیر کړي.نو دمحمد ایوب خان په سیمه کې یوانګریزمیجرپرنګی (فیرل) اویوه انګریزه پرنګۍ (میرمن فریر) ئې وتښتول.داوخت حساس وخت ؤ، چی انګریزانو پلان درلود چی یو نوی هیواد پاکستان دهنداو افغانستان پرخاوره جوړکړي.دلته دبله پلوه دوطن دګوند دمشرانو صحیح وضیعت هم دمرګ تر پلی رارسیدلی وو.نوډیرژرئې دخلکو دفشارونو په سبب دزندانه راخوشی کړه اودد کتورانوتر اعلاج لاندی ئې ونیول.داوخت دزندانیانو حالت دومره خراب وو، چی خپله دوی هم یودبله نه سره پيژندله.دانجمن وطن دګوند پردغه ټولوتشویشونواو اختلافاتو برسیره پښتانه دیوه غلام هیواد سره وتړل سوه.او پر پښتنودومره فشارونه راغله چي وسالاحوته ئې مخه کړه اوګرم سنګرونه ئې دپا کستان په مخالفت جوړ کړه.خان محمد ایوب خان افغانستان ته دخپلو ملګرو لکه :عبدالقادخان کاسۍ،عبدالباقي اڅکزی،حیات الله اڅکزی اواخترمحمدکاسي سره یوځای دکورڅخه بې کوره مهاجرسوه.محمد ایوب خان په دې وخت کی دقبایلو ریس وټاکل سو. اوپه دوجبهو کې ګرمه مبارزه را پيل کړه لکه :دکندهار معروف اودوهمه جبهه ئې په وزیرستان کي وه.هغه په دې لاره کي بې پایانه ستونزي وګاللې، هغه دژوندډیره برخه په افغانستان کي دمهاجرت په دنیا کي تیره کړه،دهغه کور په کارته پروان کي دنادرې لیسې څنګ ته وو. دوخت ددولت مشر سردارمحمد داودخان غوښتل چی همدغه کوردمحمد ایوب خان اڅکزی په نوم ونوموي. خوخان دغه وړاندیز تراخیره پوري ونه مانه ، که څه هم سردار محمد داود ټینګار کاوه چي ونوروپښتونستاني وروڼو ته موهم یوکورپه افغانستان کي ورسوغات کړی دی. خوخان صاحب هغه دهغوی اراده وګڼل او خپله اراده ئې. دملکیت نه اخیستل وه.څو په ۱۹۷۶م کال کې په کابل کې په خپل کورکارته پروان په سیمه کي وفات سو. او جنازه ئې دخپل وصیت سره سمه دشهدای صالحین په هدیره کي خاوروته وسپارل سوه. ( روح دې ښاد وي ) .
پي . ټي . ام دپښتون ژغورنی غورځنګ ځکه را پيداسو:
اوس موږدپورته قربانیو څخه خبرسو.دهمدغه قربانیوانګیزه نن په p.t.m یا دپښتنو دژغورني په نني غورځنګ کي وینو.پروند که خان عبدالصمد خان اڅکزی په خپل کورکي دشهادت جام نوش کی، ولسیا رپه یوه سولیزه مظاهر کی په کویټه کي شهید کړل سو،دپښتنو مشران یا په زندانو او یا په مسافرۍ کي دمهاجرت په شرایطو کی مړه سوه. خو انګیزې ئې پریښودلې.
نني شهیدان که شهید آرمان لوڼي ؤ،یا طاهرخان یا هم مشعل خان یا هم دغه د پا کستان دکر غیړني کرښي پر سر دجنرال عبدالرازق جنرال مؤمن حسن خیل وژنه هغه ځینځیري هدفمندي وژني دي، چي علتونه ئې دپښتنو دآزادۍ آوازګڼلای سو.د منظور پښتون وړاندیزونه ډیر مقدس ، فعاله او دنن ورځي تر ټولو ښه مخکښ حر کت ګڼلای سم. چي په ډیر لږ وخت کې دخلکو او پښتني ولس په زړه کی ځای ونیوه،ددوی غوښتني دپښتنو دعینی او ذهني شرایطو سره بشپړه برابروالی لري ځکه نو په ډیر لږ وخت کې په میلنونو انسانانوکي یوموج او حرکت را اوچت کړ.او په هرږغ کې په لکونوولسونه وشاه ته ولاړدي او ودریدل. دپښتون ژغورني غورځنګ ږغ پا شانده پښتانه سره یو موټي کړه.اوداسي شعارونه ئې په ډیر لوړ ابتکار سره مطرحه کړه، چی داوسني وخت دعیني او ذهنی شرایطو سره برابردي. دپښتون ژغورني غورځنګ شعارونه مسالمت امیزه ، دقومی برترۍ پرضد یوازي دپښتنو دنجات او دلراوبر پښتون دیوه متحد قوم غوښتونکي ولسونه دي. په واقیعت کي هم هر قوم حق لري چي دخودارادیت په رڼا کي خپله ژبه ، فرهنګ او ملي ګټي وساتي.او دملی ګټو دپاره مبارزه وکړي. داحق نوروقومونواخیستی دي. خو پښتانه هم دخود ارادیت حق لري. دپښتون ژغورني غورځنګ بریا لیتوب هم به دغه لاندی څو ټکو کي را لنډه وم..
لو مړی: پښتون غورني غورځنګ، دپا کستان او افغانستان دهیڅ یو قوم، سیمي اوولس پرضد نه دی جوړسوی، هغه یوازی دپښتنو حقه حقوق دپنجاب دسیاسیون او چارواکو څخه دسولی او خبرو دلاري غواړي. حتا دپنجاب خلکو ته هم دښه ژوند غوښتنه کوي.
دوهم : پښتون ژغورني غورځنګ لکه څنګه چي دپنجاب برتری پر پښتنو نه غواړي، همدغسي دپښتنو بر تر ي هم پرنوروولسونونه غواړي.او دهغوی مبارزه ، قانوني، مسالمت امیزه او دمیلنونو ولسونو دغوښتني سره برابره ده.
دریم: دپښتون ژغورني غورځنګ د نړیوال سازمان دقانوني موادوسره برابره ملي اوډمو کراټیکه مبارزه ده.دپښتنودخاوري دترلاسه کولوپه خاطرنوموړې مبارزه را پیل سوې ده.او دملل متحد پریکړو ته بشپړه احترا لري.
څلورم دپښتون ژغورني غورځنګ په ډیره علمي او ډیا لکټیکی ډول ، د مبارزې وسترکچریا تنظیم ته ارزښت ورکوي، چي دادنوموړي غورځنګ ترټولو ستر بریالیتوب ګڼم.که هر څومره پښتانه با غیرته ، دټینګ عزم خاوندان، هیوادپال هم وی خو! په بې نظمۍ سره نه سي کولای چي دخپلو حقه حقوقو جوګه دي سي. یوازنۍ دنجات لاره دسیاسي مبارزې دلاري ښه تنظیم او ستکچر دی.
پنځم : موږ پښتنو ته اوس بشپړه تجریبه ده چي بې تنظیمه مبارزه هیڅ نوع لاسته را وړنه نه لري، یوازي تلفات ، تاوانونه او نورهم دخپلو پښتنو اوولسونو ضعیفه کول دي. نو ځکه باید بیا هم دتلفاتو اوددښمن دسیاسي چال اوچالبازیوپه مقابل کی هوښیارانه مبارزه وسي چی ددغه ډول مبارزې اصلي ماهیت دپښتون غورځنګ درک کړی دی.او مخ په وړاندي په چټکۍ سردرومي.
شپږم : ماچي نوموړی غورځنګ په هراړخیزه توګه دقیق پیژندلی دی، دهغوی دمشر ښاغلي منظورپښتون له نظره باید اوصولو ته در ناوی وسي.او که په یوه سیاسي سازمان او یا سیاسی ډلو،ټولنو اوغورځنګونوکې لازم اصول نه وي موجود هغه به هیڅ وخت هم بریاوي ترلاسه نه کړي. داخبره ځکه سمه خبره ده چي: انسانان بدلیږي، فکرونه اوړي، خو اصول ثابت دي او ثابت به وي. نو ځکه باید پرهغه اصولو باندي بشپړه باورولرو کوم چي دټولنی دعیني او ذهني شرایط پر بنسټ جوړ سوی وي.
اوم : ځانګړنه دپښتون دژغورني غورځنګ بریاوي هم دلمر په څیرروښانه دی.هغه داچي په نړۍ کې هیڅ یوداسي غورځنګ مانه دی لیدلی چي په دومره لږ وخت یا څوورځوکي دي په لکونوبا مسؤلیت کسان دغورځنګ شاته ودروي. موږ دپښتنودډیروغټو مشرانو مبارزې په معاصروخت کي ولیدلې چي ډیرقدروړهم دي اووه. لکه :خدای خدمتکاران،انجمن وطن ګوند، چي دمبارزو افتخارئې هرپښتون لري او فخرپه کوي. خوپه دومره چټکۍ سره پر مخ ولا نه ړل. لکه (پي.ټي.ام) غورځنګ.دیادولوړ بولم چي داحمدشاه بابا دبریا لیتوب رازهم په منظمه مبارزه کي وو.نوداچي نوموړی غورځنګ منظمي مبارزې ته داولیت حق ورکوي.درسته خبره ده.
اتم داخبره په بشپړه توګه دفکرکولو ارزښت لري.(پښتانه ئې په جنګ ګټي .خو! په سیاست ئې بایلي). دبیلګې په توګه څه وخت چي دانګریزانو لښکری ددرولارو څخه لکه خیبر، کرمه او چمن یا کوټي دلارپرافغانستان باندي د۲۲زرو مدرن سلاحو سره افغانستان ته را ننوتل، خو! بیرته د تللویا وتلوامکانات ئې نه درلودله .او یوازی یو زخمی جنرال برنس په نیم حالت ترنوروپرنګیانو پوری په مصلحت او عبرت سره واستول سو.ددې څخه وروسته پرنګیانو دغه نتیجې ته ورسیدل، چی تقسیم ئې کړه او حکومت وکړه.
نهم دپښتون ژغورني غورځنګ په دې باوردی، چی دپښتنو ګټي او تاوانونه سره مشترک او ګډ دي،او پښتون یو قوم دی.که پرکندهار غمیزه را ځي نو همدغه غمیزه او دهغه تاثیرات به پرپيښوراوکویټه باندی هم وي.نو لکه څنګه چي وائي : اوبه په ډانګ نه لیږی هم دغسي هم ده.
لسم : دښاغلي منظورصاحب داوینا د بشپړه ملاتړوړده چي دخان عبدالصمد خان او خان عبدالغفار خان هد فونه یووه،لاره ئې یوه وه.خو میتودونه ئې بیل وه. …
یولسم نن ورځ چي دمذهب په نوم ځیني تروریستي عملونه سرته رسیږي دادپښتنو دعقیدو سره په بشپړه توګه مخالفه دي.پښتانه په خپل ځان کي ډیرښه ،علمي او دبشري اصولو سره برابر اجتماعی قراردادونه لري. چي هغه دمشرانو درناوی دی، دکشرانو حقوق دي،دښځو حقوق دي ، دناروغه او جوړ حقونه خپل مذهب اودنوروعقیدو ته احترام اوداسي نور… پښتانو په خپل پنځه زره کلن تاریخ کي ساتلي دي.اوترنن ورځي پوري ئېاحترام لري.چي دهمدغه ټولنیزوقوانینو پربنسټ په سیمه کی دیوه غیرتي قوم په نوم مشهوره هم دي. … خو !! دبده مرغه دغه اوس چي ځیني داسي څه موږ وینو چي زموږ دټولنیزو قراردادوڅخه مخالفه دی داپه بشپړه توګه ټول پښتانه ردوي. دبیلګې په توګه: د جنګ په میدان کی دیوه تسلیم سوي سرباز یا جنګیالي څخه سرپریکول، دهغه تؤهین کول، پرځانونوباندي بمونه تړل،او بې ګناه خلک وژل،دمقابل جنګیالي د جنګ قوانین ترپښو لاندی کول. اویووحشي اسلام خلکوته ښول. دغه ټوله هغه څه دي چي دبیګانه هیوادو څخه ،دبیګانه کلتوره څخه موږ ته ؛زموږ دبد نامه کولو دپاره را غلي دي.
نتیجه :
په دې کې شک نسته چي زموږ دپښتنو په مخ کی ډیري درنې ستونزی پرتې دي. اوهم مو دتاریخ په اوږدوکې سختی ورځي تیری کړی دی.
اونن هم دیوې سختي ازمؤیني سره مخامخ یو.که په دغه اساس پړاوکې موږدوخت دشرایطو څخه په اسانۍ را ووتلوعلت به ئې دلراوبرپښتنو یووالی وي.چي نن همدغه غورځنګ دښاغلي منظورپښتون په لارښوونه او کلک عزم سره را څرګند سوی دی.
په درناوي دپاملرني څخه مننه . ننګیالی بڅرکی