دوخت احساس اود زړه آواز

دوخت احساس اودزړه آواز

دشعرونوټولګه

شاعر : ننګیالی بڅرکی

کال : ۲۰۱۰م ډ سمبر

خپروونکی : داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه

د لوی خدای په نا مه

دوخت احساس او دزړه آواز

دهغو با دردوشاعرانو په نوم چي دهیواد پر بیوزله ولس،دهیوادپر ورانو کنډوالو،دهیواد پر شهیدانو او دهیوادپه لاره کي د معیبو افغانانو په نوم ئې پر خپل ولس ددرده دډک احساس آواز په خپلو شعرونوکي پورته کړی دی.

کال ۱۳۸۸هـ ش دجوزا دوه ویشتمه

لیکوال شاعر:علي احمد رسولي په یا د

 

خپرونکی

داحمدشاه بابا علمي – ادبي ټولنه

دتاریخي میراثونودساتلو په حق کی دکتاب ټوله حقوق دکتاب دلیکوال په حق کی خوندي دي.

دکتاب پیژندنه:

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دکتاب نوم         :         دوخت احساس اودزړه آواز

شاعر              :         ننګیالی بڅرکی

لومړی چاپ      :    ۱۳۹۰هـ ش کال ۲۰۱۰م کال

دچاپ شمیر       :               ۱۰۰۰ټوکه

خپرونکی         :    داحمد شاه بابا علمي ادبي ټولنه

طباعتي چاري   :    امیري خپرندویه ټولنه

ادرس              :    کابل جوی شیر،څلورمه کوڅه

تلفون               : ۰۷۰۰۲۹۰۱۱۴ ـ ۰۷۰۳۰۳۰۳۸۵

په هالینډکې ادرس     :Zuiderkruis97 , 3902wd , veenendaal

Email: nbacharki@live.nl

Web: www.baba-center.com

«لړ لیک»

سریزه :

پا یله   :

شماره سرلیک پاڼه
۱ حمد ۱
۲ نعت ۲
۳ دبابا ویر دامید څرک دآرمان غروب ۴
۴ ویرنه (مرحوم محمد ابرا هیم عطایي) ۵
۵ دکتور نجیب الله په یاد ویرنه ۷
۶ محمد انور نومیالی ویرنه ۹
۷ دخان عبدالولي خان پر مړینه ویرنه ۱۰
۸ بیا پسرلی را ځي ۱۲
۹ پردیس پسرلی ۱۳
۱۰ دپسرلي څخه غو ښتنه ۱۳
۱۱ مور ۱۷
۱۲ دهیواد ستوري ۱۹
۱۳ په دهرا وت کي دواده پر کاروان امریکائې بمان ۲۱
۱۴ لوړ احساس کم عـقـل ۲۳
۱۵ داروپاه انځور ۲۶
۱۶ دافغان وطنپال ږغ ۲۹
۱۷ مینه ۳۰
۱۸ ځواني ۳۱
۱۹ څلوریځه ۳۳
۲۰ لوی اختر ۳۴
۲۱ پیوستون ۳۵
۲۲ داحمد شاه بابا دعلمي – ادبي ټولني ترانه ۳۷
۲۳ نا کامه مینه ۳۹
شماره سرلیک پاڼه
۲۴ جاردي سم وطنه ۴۱
۲۵ دشهید محمد رفیق ویرنه ۴۳
۲۶ ادبي ټو ټه ۵۰
۲۷ عزم ۵۲
۲۸ دلوی اختر په ویاړ دافغان مهاجر ږغ ۵۳
۲۹ شین زړه ۵۵
۳۰ استقلال ۵۷
۳۱ کابل ۵۸
۳۲ دښکلا خیال ۶۰
۳۳ نړیوال یووالی ۶۱
۳۴ دپسرلي ترانه ۶۳
۳۵ دهیواد ستونزي ۶۵
۳۶ دصبر کاسه ۶۶
۳۷ مسافر بابا ۷۰
۳۸ څنګه پوه سوم ۷۲
۳۹ ښکلې پیشي ۷۶
۴۰ وړکتوب ۷۹
۴۱ دپیر بابا باور پر مریدانو ۸۱
۴۲ مر حوم رسولی ته خپل ویر ۸۸
۴۳ ورځ تر بلي بد تریږي ۹۰
۴۴ خو شبختي یا خو شحالي ۹۳
۴۵ عــــشـــق ۹۴
۴۶ سپوږمۍ ۹۶
۴۷ دچوکۍ جنګ ۹۷
۴۸ زوړ خیال نوی احساس ۹۹
۴۹ آزاد ژوند ۱۰۲
۵۰ دغریب آخ ۱۰۴
۵۱ افغان اتحا د ۱۰۹
شماره سرلیک پاڼه
۵۲ پسرلی ۱۱۰
۵۳ درواغ ۱۱۲
۵۴ دشرمښکۍ ستونزه ۱۱۳
۵۵ پخه خبره ۱۱۶
۵۶ قانون او مذهب ۱۱۷
۵۷ تیریدونې زمانه ۱۲۰
۵۸ دهالینډ ژمی ۱۲۲
۵۹ سمه لاره ۱۲۴
۶۰ زه ننګیالی دپښتنو شاعـر یم ۱۲۶
۶۱ پخه ارا ده ۱۲۷
۶۲ دهیواد پسرلی ۱۲۸
۶۳ دبابا مینه مه ورا نه وه ۱۳۱
۶۵ بې پروا ۱۳۲
۶۶ بیا را ځي پسرلی بیا را ځي ۱۳۳
۶۷ دپسرلي یا د ۱۳۵
۶۸ څلوریځي ۱۳۶
۶۹ سپوږمۍ ۱۳۷
۷۰ دوحدت دواده په ویاړ ۱۳۹
۷۱ بندی مرغۍ ۱۴۰
۷۲ دهیواد پسرلی ۱۴۲
۷۳ مینه ۱۴۳
۷۴ پښتون ته رښتیا ۱۴۵
۷۵ مسا فربابا ۱۴۷
۷۶ ددنیا احسان ۱۵۰
۷۷ انقلابي احساس ۱۵۳
۷۸ دهیواد پر یښود ل ۱۵۵
۷۹ څومره توپیرسته ۱۷۵
۸۰ دنهضت او سهیلا دواده په ویاړ ۱۶۰
شماره سرلیک پاڼه
۸۱ کالیزه ۱۶۱
۸۲ غزل ۱۶۳
۸۳ حق څوک دی ۱۵۶
۸۴ څه به خوند کا ۱۶۶
۸۵ زه څه غواړم ۱۶۷
۸۶ سړه سینه پوخ عظم ۱۶۹
۸۷ تلاښ په قسمت پسي ۱۷۰
۸۸

۸۹

مور

درواغ درواغ دي

۱۷۲

۱۷۴

۸۹ ږ یره ۱۷۷
۹۰ هر څه په یوه لحظه کي ۱۷۸
۹۱ دعشق خوږ درد ۱۸۰
۹۲ اوښکه خپل ارزښت لري ۱۸۲
۹۳ نوی خم نوې سیښه ۱۸۳
۹۴ سمبول ۱۸۵
۹۵ داروپاه آسمان ۱۸۷
۹۶ جنت ۱۸۹
۹۷ هیوادوالو ته ! څلوریځه ۱۹۰
۹۸ تللی کاروان ۱۹۰
۹۹ مدهوشه افکار ۱۹۱
۱۰۰ امریکا ته! ۱۹۵
۱۰۱ ای پښتونه! ۱۹۶
۱۰۲ دخپله لاسه ۱۹۸
۱۰۳ داروپاه ښځي ۲۰۰
۱۰۴ منا جا ت ۲۰۲
۱۰۵ دعقل او احساس جنګ ۲۰۴
۱۰۶ دهیواد مینه ۲۰۶
۱۰۷ سفرنامه ۲۰۷
۱۰۸ خپله مینه ۲۱۱
شماره سرلیک پاڼه
۱۰۹ غوښتنه ۲۱۳
۱۱۰ دروژې اصلی مفهوم ۲۱۵
۱۱۱ دهیواد ستونزي ۲۱۸
۱۱۲ سترګوته ۲۲۰
۱۱۳ اوږده لاره لنډ قد مونه ۲۲۲
۱۱۴ توپیر په څه کی دی ۲۲۳
۱۱۵ خپل خیال ۲۲۵
۱۱۶ جدائي ۲۲۶
۱۱۷ تا ته وایم ۲۲۸
۱۱۸ منا جا ت ۲۳۰
۱۱۹ دانقلاب ګټه ۱۵۳
۱۲۰ هوښ او فکر ۲۳۴
۱۲۱ څوک به شا پیرۍ وي ۲۴۳
۱۲۲ طوفانی مینه ۲۳۶
۱۲۳ ښه راهبر ۲۳۷
۱۲۴ دا قوم په څه اخته دی ۲۳۹
۱۲۵ فرنګیه خبراوسه ۲۴۲
۱۲۶ دهندو خیال ۲۴۴
۱۲۷ پرګل مینه ۲۴۵
۱۲۸ دافغان آواز ۲۴۷
۱۲۹ غل څوک دی ۲۴۹
۱۳۰ زما اختر ستا اختر دی ۲۵۰
۱۳۱ دځنګله قانون ۲۵۲
۱۳۲ ستر کند ها ر ۲۵۵
۱۳۳ زه وتاته څه ووایم ۲۵۷
۱۳۴ ورکه لاره ۲۵۹
۱۳۵ پسرلی ۲۶۰
۱۳۶ ایمانداری عباد ت ده ۲۶۲
شماره سرلیک پاڼه
۱۳۷ لنډ سفر اوږده وختونه ۲۶۳
۱۳۸ څلوریځي ۲۶۵
۱۳۹ سلاطه وخوری ۲۸۶
۱۴۰ اجتماعي شیطان ۲۷۰
۱۴۱ دهیواد مینه ۲۷۶
۱۴۲ غزل ۲۷۸
۱۴۳ ښایستې ته یوسپین شعر ۲۸۰
۱۴۴ هلمنده ستا پسرلی به څه وي؟ ۲۸۱
۱۴۵ مثنوي ۲۸۴
۱۴۶ پا ی ۲۸۶

دشاعر خیال

ته په عشق کي عقل مه غواړه دلبره

لیونی د مینی وګوره ته خپله

زه په دې لحظه کی مینه ستا دروح یم

فکرو خیال مي لري تا ته پا ملرنه

سریزه

تر هر څه نه مخکي دغه لومړۍ ټولګه چی ما دخپل وخت احساس په کښي را څرګندکړی دی. او دهمدغه احساس آوازمی په همدغه شعرونو کي اوچت کړی دی. دا هغه څه دی چی دوخت ډیر ښه انځوراوزما دسیکولوژیکواړیکو، زماخیال ، زما دفکرډول اوپه ټولنیزلحاظ زما ایډیا لوژي په ډیرښه توګه په کښي څرګنده ده.نوموړی ټولګه په تقریبی دول د۱۹۶۰ کلونویا هم تر هغه دمخه کلونو څخه را پیل سوې ده .چي دخپل وخت اوزمان غوښتني،دوخت شرایط ، امکانات ، تودې اوسړې په کښي راغلی دي اودشعرپه بڼه می دخپل وخت احساس څرګند کړی دی.په ځینوکلونوکي می ډیرشعرونه لیکلي دي اوپه ځینووختونو کی بیا هیڅ دشعراحساس نه دی را ته څرګند سوی.په دې کي هم شک نه سته چي ځیني شعرونه به دعروضو له مخي ښه وي اوځینی به بیا دعرضو له مخي کمزوره وي. خوماپه هم هغه حلت دلته ترنن ورځی پوری را رسولي او را غونډ کړی مي دي.نو ځکه نوموړې ټولګه ماته نه یوازي دا چی دادبیاتو له مخی دارزښت وړده بلکي دخپل وخت په زړه پوری خاطرات مي هم په کښي څرګنده دي.په نوموړی ټولګه کي هغه احساسات پراته دی ، کوم چی ماته دخپل وخت دشرایطوپربنسټ را په زړه سوی دی،کله می په شعرکی ژړلي دي او کله مي هم خند لي دي، کله می دټولني ستونزی په شعري ژبه بیان کړي دي ، کله بیا دټولنی امیدوارۍ مې په خپل شعري احساس کي بیان کړي دي.دلته زما دمسافرژونداویوه ستونزمندافغان دشعروټولګه ده،چی هرډول حالتونه په کښي څرګند دي. که په هیواد کی دننه می ددوستانوبې وخته مرګونه ، نا ګهانی پيښي لیدلی دي نومې بیا هم دخپل احسا س ږغ په شعرکی پورته کړي دی.په هیوادکي دننه اودهیوادنه دباندي مي که ددوستانو یانامتوسیاسي مشرانو دمړیني اوریدي دي همدغسی مي ږغ په شعر کی اوریدل سوی دی.

ګرانودوستانوشعرپه واقیعت کی دیوه احساس انعکاس دی، تر دیرش کلنۍ پوري مادنثرپه لیکلوکی بشپړه زیاراوخواري کښلې ده، خو ترهغه ورسته چی دهیوادحلتونه هم سره ګډوډ سوه اوډول،ډول مهاجرتو نه پر افغانانو باندي تحمیل سوه نودلته دشعرشعري احساس پیاوړی کیږي.او زه هم شعرته مخه کوم.اوهغه درد چی په رواني لحاظ پرما تیریږي هغه ماپه خپل ټینګ احساس کي دشعرپه ژبه څرګند کړی دی.اوخپل دکارپیل مي په دغه څلویزه راپیل کړی دی.

وبې لیکم چي ورک نه سي

او هیر نه سي

کاغذ باسم اد ب کاږم

چي تاریخ مو پناه نه سي

په احتیاط احتیاط ئې لیکم

هغه څه چي را په زړه سي

دغه دور دی را غلی

زه پو هیږم چي هیر نه سي

څڅیدلي څاڅکي

وڅڅـې دې ویني کورپه کور

وخوځیدل خلک لور په لور

اخلي قصادونه پور په پور

وینې بهید لې وروردورور

ځیني خلک دشعر په باب فکر کوي چي شعرالهام دی، ځیني بیا شعریو فن بولی او فکر کوي چي شاعرباید ډیره زده کړه کړې وي، خو ځیني بیا عقیده لري چي شعر یو کسب دی او شعرکسبي دی،خو زما دنظره مؤزون شعرویل دادب هغه برخه ده چي دیوه شاعراحساس ،طرز تفکرپه هغه لغاتونواواصطلاحاتوباندي په داسي منظموجملوکی راوړي چي هم اهنګ ولري اوهم قافیه او هم یوه معاینه سوژه د ځانه سره ولري.که څه هم شعریوه عربي کلمه ده اود پوهي په معنا استعمال سوې ده خو!زموږ دپوهي په اساس کله چي دشعر په نوم لیکنه ګورو نو مقصد موموزون کلام دی. یعني هغه کلام چی عروض ولري یعنی قافیه ، وزن رد یف اوداسی نورشعري صفتونه دموزون کلام ولري.

لکه خوشحال خان خټک چی وایی :

لکه غشی لره بویه تیر انداز

هسي شعرلره بویه سحرساز

همیشه دزړه په لاس تله دوزن

زیات وکم له وزنه یوتوری غماز

که څه هم په کلاسیکو لیکنوکي شعر حمید بابا هم دیوه موزون کلام په توګه ګوري.همدغسي که دکلاسیک ادب په پاڼوکی وګورو نو خامخا به شعردیوه موزون کلام په حیث تعریف سوی وي.

خواوسنی شعرکه دډیروڅیړنوڅخه ئې را لنډه کړم ؛ شعردادبي فنون یوه برخه ده، چي هم موزون کیدای سي اوهم بیله قافې کیدای سي،نودلته موږ په نني شعر کی درې نوع شعرونه وینولکه :

لومړي : موزون شعر:یعني هغه شعر چي هم وزن ولري اوهم قافیه اودسیلابونواندازه یې یو ډول وي . یعني که دیکتې یاجلاوزن سي نو باید دلومړي بیت سیلابونه یې ددوهم نیم بیتي سره په تله برابروي.

دوهم : نیمه شعر:چي ودې ډول شعرته مسجع شعرهم وائي په داسي شعرونوکی ترقافې وزن ډیردحساب وړګڼل کیږي، چي موږپه پښتو ادبیاتوکی دغه ډول شعرونه خوراډیرلرو دبیلګی په توګه : دپیرروښان خیرالبیان په همدغه صنعت سره لیکل سوی دی، دپښتو لنډۍ ، نارې او فولکلوریک شعرونه هم دغه صنعت ځانته خپل کړی دی.

دریم : اوسنی شعر : چي تر ډیر ځایه ادبی ټوټه هم ورته وائي او ځینی طنزونه هم په همدغه فورم کی لیکل کیږي.ددغه ډول شعر بازار نن خورا ډیرګرم دی او معاصرشعر یا اوسنی شعر داوسنی وخت سره په همدغه شلم اویویشتم قرن کی ډیر پر مختګ کړی دی.اوسنی شعر په مختلیفونومونو سره یادیږي لکه : سپن شعر،ادبی ټوټه ، بې قافې شعر،معاصرشعراوداسی نور. خو! ددې ډول شعرلیکونکي خپل مطلب په ډاډه زړه بیا نوی ځکه شاعرځان وقافې ته نه تسلیموي اوخپل مطلب ترقافې نه قرباني کوي.ځکه په پوره وضاحت سره لیکنه اوخپل مطلب دویونکي اواوریدونکی وغوږونوته وررسوي.همدغسي زما په شعرونو کی هم دپورته ډولونوهر ډول سته او که څه هم دسپین شعر تعداد به لږوی خوزه خپله هم دسپین شعر پلوی یم .اودا دې معنا نه لری چي نو موزون شعرونه می نه دي خوښ، خوهرډول شعر په خپل ځای کی دارزښت وړدی. نوځکه ما هم په همدغه ټولګه کي چي :«دوخت احساس اودزړه آواز» نومیږي هرډول شعرونه په اګاهانه ډول ویلی دی.په در نا وي.

ننګیالی بڅرکی

پای

حمد

غـــټ اوستــريــې بې پا يا نــه

لــويــه خــدايــه لــويه خــدايــه

تــاتــه ټــولــه پــررکــوع دي

تــاتــه هــرڅــه پــرسجــدودي

چـي هـرڅــه درلـــــــره بـويــه

ښـه دي نـيـت اوښـه دي خـويه

ستا په ذات کـــي ويــل نسته

بـيـلـه تـا مـو ژونـدون نـستـه

جـهـان ټـول پــــه تـمـنا دی

کــه موزړه دی دا پرتا دی

بس امــيـد مـــودی وتــا تــه

لــويــه خــدايــه لـويه خـدايه

داهــرڅــه وتـا تـه څه دي

ډيرکوچني اوډيرواړه دي

که دټول نړۍ نعمت دی

ټـولــه سـتـا دبـرکـت دی

دانسان عـلـم بـه څـه وي

که مريخ ته يې خاته وي

دايــو ته يې لا مکـــانه

لـويه خدايه لـويه خـدايه

دايـوتـه بـــا ندي پــوهـيـږي

په هرځای کي چي اوسيږې

که موږ هر څومره پوهيږو

بيا هـــــم هيڅ نه په پوهيږو

خپل مقام کـــــي برقــــرار يې

زموږ واک داریې زموږ پاسدار يې

ده زمـــــا آرزو وتــا تـــــه

کـــه مــي وبخــښې ســبـاته

نعت

موږپه تا باندي نازيږو

ستا پـرلاره روانـيـږو

لارښودته يې دوګړو

تردې لاره قـربانيږو

ستا په نور دنيا روښانه

هم به ستا په نوم ياديږو

هم لارښوديې وانسان ته

هــم شفيع ومسلـمـان تـه

محمد (ص) ختم النبین دی

اولـيـن ا وا خـيـر يــن دی

هم په ده به موږ نازيږو

هم په ده به ستايل کيږو

نــا ز و لــی د ا لله دی

بـيـله شکه مصطفا دی

دالله پـيـرزوپــرتـــــاده

دا تر لمر لا هم صفا ده

زموږ وتا ته عـقيدت دی

دالله پـرتـا رحــمــت دی

موږ ته داسي همت را که

هم مو ته پر حق روان که

بنده ګــــان وي تل عـجـزه

خو په زړه کي وي عزيزه

موږ به تل په تا اباد يو

پر د نيا او پر عـقبا يو

که هرڅومره ګناه کاريــو

خـپـل نـبـي ته وفـا داريو

زه بڅرکي ننګيالی يم

هم په تاده به بريالی يم

د بابا  و يـــرنه

داميد څرک دآرمان

غروب

اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه

پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه

نغمه ديوبلبل سوه په ګل بڼ کې راڅه ولاړه

وړانګه دافق وه په په شفق کې راڅه ولاړه

***

باغچه وه دنرګسو په خزان کې راڅه ولاړه

ډيوه وه په مجلس کې په رڼاکې را څه ولاړه

کشکې په ګرمۍ دمحبت نه وای پوه سوی

لمبه دګرداب بله په ګرداب کې راڅه ولاړه

***

بڅرکی دسکروټوپه انګارکې راڅه ولاړه

توده يې داحجره کړه په آرمان کې را څه ولاړه

اوس به موپرمينه يوبڅرکی څوک روښانه کړي

څرک دروښنائي سوه په لمبوکې راڅه ولاړه

***

وږمه وه چي پرباغ به يې هميش خيال او نظرؤ

وږمه دپسرلي وه په نغموکې راڅه ولاړه

اوښکې مې دننګ پرمخ روڼې ، روڼې رواني دي

ولاړه خاطرسوه په لحظوکې را څه ولاړله

اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه

پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه

و يــرنه

مرحوم ابراهيم عطايي

توره شپه توره څپه دبابا پرميراث راغله

دآسياپرزړه طوفان سوچي دبست پرکلاراغله

دقلم درګوويني سولې وچي جنازه دعطايي پراوږوراغله

دهلمند درياب ژړله اوښکې توی سوې اووچ کلک سو

***

توفاني څپې سوې غلي چي لمبه دماتم راغله

دادب پرمدرسوغلي ،غلي سوې څپې دعا لمانو

چي هيوادته تورشيطان،سپن کميسي شيخان راغله

بياسيلونه په موجوسوه لورپه لوري عقل ولاړی

زړونه ښوی سوه، قلم مات سوقافله دجهل راغله

***

دپنجشيرپرپاکوتيږو دتاريخ توره لکه سوه

چي کابل ته دشماله روزل سوي دزدان راغله

لوټ تاله يې کړه غرونه ،غرونه فرهنګونه

دعطائي پـــرکـــور حمله ديــــزدان راغــــله

***

ډيرکورونه سوله چور لوټ اوتالاسوه

نوپرکوردعطايي هم دچنګيزوچاپه راغله

دادعمرذخيره ددغه ملک وه چي تباه سوه

عطائي وه ټوله کړې دشماله په شمال کې بلاراغله

***

ګډ هيواد مووپه ګډه لکه کورؤ حساب کړی

کورسوچور په دې کور تجزيه راغله

دهيوادټول شتمني يې دود اوايرې کړه

بې پروااوبې فرهنګه قاضيان راغله

***

دپښتون ادب خوهلته تاريخ دان سو

په قلم دعطائي چي عطاراغله

دقلم پريشته ولاړه ګيله منده

چي دکورپرکتابتون يې سوځيدلې لمبه راغله

***

دهيوادپرهري لوري دباروتوتوردودونه

دميرويس احمدکلاته روزل سوي ليوان راغله

توره شپه تورتياره دباباپرميراث راغله

چي هيوادته سپن کميسي شيخان راغله

ددکتور نجيب په ياد

ويرنه

دغـــه لاره د خطــر وه خطــرتا پرځا ن منلــی

که مي نه وې هم ملګری خو!پرمرګ مي پیرزونه وې

چي ته ولاړې زموږ اميددرسره ولاړی

دافغان په نوم شهيد سوې نورلاڅه وې

داچي تاوه غوره کړې داغه لاره

پرداغه لاره قربان سوې نورلاڅه وې

ته يوږغ سوې يوآرمان سوې

ته يووياړمې دميرويس اودباباسوې

چي ملکي دآسمان درباندې ژاړي

ته دهغه جنت وياړ سوې

چي پر شرق اوغرب نن ستا وياړونه وايي

ته وموږته دزمان ولي ولا سوې

ستاپه نوم باندې خطبه وه ای! سلطانه

ته وموږته رهنما اوهم رڼاسوې

ديوه کوره راوتلی ديوکوروې

مبارک دي شه نجيبه دجهان سوې

ته حافظ دپاک قران اوستر قاضي وې

خاطرې دي راسره دي زموږ به ياديې

ستاپه نوم باندي وياړيږوسترشهيده !

ته شمله داحمدشاه ، امان الله سوې

استعماروتاته ډيردامونه ايښي

دبينسيوان په لومه بندته دوفاسوې

وايم څنګه دي نجيب يوازي پريښود

ته بې قوله درواغجن اوبې وفاسوې

د( u.n) نوم دي خراب کړ ای زغاله!!

په ښکاره چي انډيوال(I.S.I) سوې

دافغان په نوم طالبه را ولاړسوې

زهـــــم ستا سولم ملګری ته د چا سوې؟

دننګيال فــريادبه کــله اوڅــــوک اوري؟

چي ولس مي دی ناپوهه خرڅ پرچاسوې

ننګیالی بڅرکی

۱۹۹۶م کال

محمدانور نوميالي صاحب پرمړينه

لامونه وه ګريوانونه را وچ سوي

يا دسترګوڅه مو اوښکي وچي سوي

چي دويرناره خپره سوه پرما باندي

نوميالی له جهان ولاړی څه به کاندی

درشادبابادغم لمبې تراوسه دي لابلي

د بڅرکي ويرتراوسه لاتازه دی

بيا روان يو هديرې ته په دې واري

خاموشيږي يو، يوستوری په آسمان کي

دتقديرپه فيصله کي خوڅه نه سته چي څه کاندي

خدايه!رحم وکړې ته پرپښتون باندي

دپښتوادب په پوهو ښايسته دی

دادب څراغ به تل اديبان څاري

دتروږمۍ په تاريکو کي درڼاڅراغ خاموش سو

پتنګان به بيا پرکومه شمعه نڅا کاندي

نه هيريږي هراستادچي مي رايادسي

زه وياړلی وم ددوی په مغزوباندي

د ننګيال بڅــــــرکي ويرد پرد يسۍ دی

پرد يس سوی نوميالی هم را څه ولاړی

دخان عبدالولي خان

ويرنه

دجمرود څپې سوې غلي

آباسيند ولويدله جوشه

ارغنداب سوپه کوکهارو

ترنک ولويدله خروښه

***

دهلمندګريوان سوڅيري

دجيلم خروښ سړيږي

هره خواچپه چوپتياده

ګريوانونه دي څيريږي

***

آموږغ پرپاميروکړ

چي ږغ وکړه خپل په زوره

ولي!زموږله منځه تللی

جنازه يې ځي له کوره

دسپين غره په سلسله کې

ماتم جوړدی کورپه کوره

پښتانه حق پک حيران دي

دآ مو څه تراټــکــــــــه

***

دغمونوپه څپوکې

هم په لره هم په بره

دهراته ترخيبره

هم ترښځي هم ترنره

***

زرغون ژاړي په کوکهارو

ولي ولاړی پرميدان سو

کابل خپل ګلان وروړي

جنازې ته يې روان دی

***

افغانان په ويرشريک دي

پيښوريان که کندهارياندي

دننګيال بڅرکي ږغ دی

اتحادمې داشعاردی

بيا پسرلی بيا راځي

زيری په وږمو کي هري خواته ځي

ږغ سو د مرغـيـو بهار بيا را ځــــي

خوند دغه پيغام زما دهيواد کوي

هغه تللي افغانان په اميد بياراځي

څڼوته دي ورکړه ليلا وړمه ګــــل

باغچې ته چي دګلوغوټۍ بيا راځي

رنګ اخلي دښتونه د ګلـــــونو څه

دښتو ته مالدار او کوچيان بيا راځي

ورک به سي تورتم اود جنګو دور

هيواد ته به دسولي ا ميد بيا راځي

روڼي سوې ويالې ډک سوه ګودرونه

ګـودرته به ليلا په نخــــروبيا راځي

څه تيريږي بيا دکرګر په زړه

زړه ته داميد چي تسلاراځي

څه تيريږي بيا دکارګر په زړه

شاته دماشين چي آوازبيا راځي

خوښ دي هغه زړونه چي ارمان لـــري

زړه ته چي غورځنګ دخوښۍ بياراځي

ماته دجنت تصور څه دی اوس

ماته دوطن ياد په بيا ، بيا راځي

غــرونه اورودونه ، شنه باغــــونه زما

داچي مي په زړه سي اوښکي زما راځي

زړه چي دننګيال شين او خواشينۍ سي

يادي خاطرې کـــــــــړم بيا خنداراځي

پرديس پسرلی

هيواد ، هيواد مي ډير ياديږي

دهيواد غــــرونه زرغونيږي

دښتي مو بيرته بخمليږي

سترګي ليدوته يې هوسيږي

کوچيان رامـــات سول سيل دبهاردی

بورا کړيږي دګل پرپاڼه چمن تياردی

ماليارخوشحاله وخت يې دکاردی

ويــا لــې رواني ږغ دابشــاردی

هيواده ستا سپوږمۍ ده سپنه

مخ يــــې روښانه ځلا کوينه

هرڅه بدل سي دا يو لحظه ده

هواتازه کي چي دا يو شيبه ده

دپـــرد يس زړه پرد يس آوازدی

ستاڅه ليري زړه مي پريشان دی

داچي ته نه يې نوماته اوردی

يمه غمګين حالت مي نوردی

مرغــــان چي بندوي په کفس کي

هم يې خواړه وي په خپل وس کي

نارې سورې ئې دبــــــڼ پرخواوي

ژړا ي،ژړا کړي ځکه بې یار وي

اوس پسرلی مي ده پرديسۍ دی

مات ګوډوزرمي ديومرغۍ دی

زماننګيال بڅرکي ژړاخوا وری

دبهارخوندمي په زړه کي مل دی

دپسرلي څخه غوښتنه

هرکال موپسرلی سه ـ پسرلی موهـرګړی سه

ساقي خپله ته يما سه

دسوما جامونه کښيږده

يو نغمه دپسرلي سه

ريګويدا ومخ ته کښيږده

پسرلی سه ژړچمن دي سور زرغون که تماشوته

ارغوان ميلې راسرکړه ارغنداب دي مخ ته کښيږده

وخزان ته ختم ورکړه ژمی تيرکړه

هرطرف سمسوربهارکړه

ګلستان ومخ ته کښيږده

مړاوي زړونه را ژوندي کړه په وږمودي

دوږموخوځن بهارشه وغموته ټکی کښيږده

ښکلی ګل سه په خندا غوټۍ کړه خلاصي

دمستيويوبهارسه وخمارته ټکی کښيږده

افسانه دپسرلي سه يو بڼ جوړ کړه دګلانو

دوږمو کاروان دي تيت کړه

زوړکاروان ته ټکی کښيږده

دلومړۍ مياشتي سپوږمۍ سه

دا هيوادرڼا رڼا کړه په رڼادي

دادغرودسرښکلا سه

تاريکوته ټکی کښيږده

هغه سره ګلونه ياد کړه دبلبل نغمه خپره کړه

يوخوښي دپسرلي سه غم ژړاته ټکی کښيږده

زړه په زړه کي سره يـوکړه يو و فاه سه

دجفااغزي که مات دې سزاته ټکی کښيږده

دناروغ دزړه دواسه وهـرزړه ته تسلا سه

ناارامه ژوندارام کړه وخزان ته ټکی کښيږده

ساقي خپله رهنماسه دغفلت خوبونه پريږده

خپل پردي سره پخلاکړه ونفاق ته ټکی کښيږده

ګيله مند دتيرکاروان دپسرلي يم،تيرپرتيرسوه

اوس حساب پرنن سبا دی وبيګاه ته ټکی کښيږده

دننګيال بڅرکي هغه پسرلی دی،پسرلی هغه ګړی دی

چي هـيواديې سي آزاده نــوريرغـل ته ټــکی کښيږده

مور

١٢ ـ ٥ ـ ٢٠٠٧

پردنيا چي هغه ښه ده هغه مور ده

مهربانه پراولاد اوهم پرخپل کور ده

سجده ، ورلره ښائي که رواه وای

مهــربانه هم تــرورورهم ترخورده

دقدرت امينه مينه په کښي نغښتې

په هرکورکي رهنما د هغه کورده

چي په شپه کي وې بيداره زماودردته

دا دهغو شبخو نو نو د سازمورده

ستا ترپښولاندي جنت بيله څه نه دی

علامه چي د جنت ده هغه مور ده

چي مي ستا په نرمه غيږ کي وې بغارې

تا په جاراوپه قربان ارامولم ګراني موري

تا ثابته حوصله کړه ګراني موري

چې ئې زړه په درد خوږمند دی هغه مورده

ديوه اولادروزنه ګران تر ښار وي

چي روزې په خپل مينه هغه مورده

مورې تا وړی زحمت په خپله غيږ کي

درناوی چي ورته ښائي هغه مور ده

چي للو ، للو ئې زما دغوږ خوږه نغمه وه

هم مي هره انديښنه ورسره مله وه

چي مې روح اوژوند احسان دی هغه مورده

پردنيا چي هغه ښه ده هغه مور ده

موري تا له مانه غوښتل چي اتل سم

سم صحيح دحق پرلاره برابر سم

هم مي ستا دغيرت درس راته په زړه دی

هر ارمان دي زما په زړه کي را سره دی

پردنيا چي هغه ښه ده هغه مور ده

بې مثاله مهربانه هغه مورده

دهيواد غازيانو ستا څه درس اخيستی

زرغونه ده که نازوده داهم مورده

ننګيالي زامن دښې موري پيدادي

که ميرويس يا احمدشاه دی شاه تې مورده

هره مور غواړي اولاديې افتخارسي

چي يې نوم په زوی ګټلی هغه مور ده

دهیوادستوري

هيوادپه پوهو ښايسته دی

آسمان په ستورو ښايسته دی

رشاد عالم دی، بڅرکی نور دی

الفت هنر دی استادرشتين دی

دا حبيبي چي ګورم تاريخ ديون دی

دبينوا سرود ، دادخادم کارونه

دجهاني شعرونه ، دعطائي فکرونه

ظاهرافق په فلسفو کي ښايسته دی

ويښ نوميالی دی ، نوښت ګردی دی

محمدګل مومند چي ګړندی دی

هيوادپه پوهوښايسته دی *** آسمان په ستوروښايسته دی

داهريوستوری زموږبختنی دی

هيواد پرې نازکړي داسې بچی دی

محمد ګل نوري چي استاددی دی

دی په فلکلور کي ښايسته دی

دهرافغان زړه په ژوندی دی

بيشکه دی دی ځلانده دی دی

دهرپښتون دزړه بيان کړي

دلراوبر ټول پښتونخوا کړي

آسمان په ستوروښايسته دی

هيوادپه پوهو ښاسيته دی

افغان په ټولو ښايسته دی

کتاب په توروښايسته دی

ستوري رڼا کړي روښانه لار کړي

هـرخواځلا کړي ښکلا د ځان کړي

علم اوپوهه فرض پرهرچاه ده ـ داراته پاته دعلماده

دغه هرستوری مي رهنمادی

که مي شپه توره يادمي په تادی

ننګيالی بڅرکی په دوی به وياړکړم

هروخت بې يادکړم يادمي هم دادی

په دهراوت دواده پرمراسمو امريکايي بمان

ولولې واوره دآسمان ما لکه

افسانې تيري سوې پرما مالکه

بيا دغمونوپرميدان ولاړيو

لابه ترڅوراته په خښم يې يکتا مالکه

اوس دسيالانووميدان ته ځان ته يون لټوم

تيربه پرتيروي زړه ته مضمون لټوم

وسپيروخاوروته يويوم لټوم

لابه ترڅوګرځم پردښتواوبيابان مالکه

افسانې تيري سوې پرمامالکه

اوس ددکن دغره لمن په ګلو فرش غواړم

دمياروښان څرک او مدفن غواړم

څڼوته شور ډول اواتڼ غواړم

بيا مي په توره دباباکه يوافغان مالکه

افسانې تيري سوې پرمامالکه

بيا مي ادې په چيغومه ژړوه

بيا مي دخورپوړنی مه غورځوه

ديتيمانواوښکي مه بيوه

بيامي تکل که پرباغودشالمارمالکه

ولولې واوره دآسمان مالکه

پرخپله خاوره کهکشان لټوم

ووچودښتوته ګلان لټوم

وکوچۍ پيغلي ته پيزوان لټوم

لابه ترڅويم سرګردانه دجهان مالکه

زه دافغان په نوم قسم يادوم

دادهراته تر تورخم يادوم

بل داموڅې ترجيلم يادوم

دابه ساتمه په خپل ځان مالکه

ولولې واوره دآسمان مالکه

موږبه هيوادته سره ګلونه راوړو

دميني ډک به ښه باغونه راوړو

پرکلي کوربه ئې نظمونه راوړو

ناره مي واوره داحساس مالکه

افسانې تيري سوې پرمامالکه

دنارنج ګل دننګرهار غواړم

سره سره اناردکندهار غواړم

جنډه هم لوړه پرمزارغواړم

دغه مي سوال دی دايمان مالکه

ولـولــې واوره دآسمان مــالــکـه

خښميد لی څرک د لمر دی لـوړ پر آسما ن

ژوند مي سو تير نسل پر نسل دجهان مالکه

دننګيالي بڅرکي ږغ ته دی آسمان هم حيران

توان اوطاقت يې ازما يــلی دی پرټوله جهان

لابه تر څويم سرګردانه ددنيا مالکه

ددهراوت دوینوغچ واخلم له چاه ماله

لوړ احساس کم عقل

شخ بريتونه پښې ئې لنډي په زړه کلک

وپيشانوته خښميږي داموږک

عادت سوی تلواري خم ته روان دی

په خمارکې رهي سوی دی هک پک

***

لاهوسوی په خمارکې بندخونه دی په فلک

ځان يې ډ ک کی په شـــــــرا ب د بر کـت

دخم سرته چي سوپورته په غټ غوړپ

يولوی ږغ ئـــــې ترخولې ووت ترفلک

***

آزا نګه يې دپيشو ترغـوږ سوه تيره

ويل پيداسوپه دې قوم کې يو سارک

وارخطايې خواته راغله په خنداسوه

چي موږک ورته ولاړدی سريې لک

***

پيشوو ليد وارخطا سوه له  چا بکه

موږک ږغ کړه بند خونه يم په تلک

را نژدې سه اوس به درکمه سبق

پروامې نه سته د پيشا نود يولک

***

د پيشواود مـــوږک جنګ ود سترګـــو

موږک خپل په احساس ټنګ لکه زمرک

موږک خپل په زوره غټه ناره وکړه

ويل راتير سه درڅه جوړبه کړم پيشک

***

هم قصادبه له تااخلم دمامااودبابک

پيشي ډيره وارخطا سوه دموږکه

چي ولاړوريږد يدی لکه جليک

نه يې زورنه يې قوت نه يې طاقت

پيشوور ټوپ ګړه ويې نيوه کلک

په احساس کې څه نه وه دموږک

عقل هم ځيني ياغي سود سرک

موږک ښکيل سوپه منګوکې ډيرکلک

***

چي په عقل کې څه نه وي پړاحساس وي

بيله عقله په احساس کې کله سته دی برکت

دسيلاب په مخکي خس خاشه هيڅ نه دي

نه به بندسي يوسيلاب په خس خاشک

***

ده هرچاچي عقل کم احساس ئې ډيروي

نودې زده کي د مـــــــوږک دا تيرسبق

عقل فکر چي احساس ورسره مل سي

نوبيا دواړه سره مل سي ، سي طاقت

***

شخ بريتونه پښې يې لنډي په زړه کلک

په خـــمــارکې لاهوسوی دی هک پک

دننګيال بڅــرکي عقــل فـــکر خوښ دی

چي په عقل داحساس ميدان سي کلک

دآروپاه ا نځور

ستړي سوي اوراغلي راسره يوتمناده

آروپأ ده ـ آروپأ ده ـ آروپأ ده

دبادونوپه موجوکې ددرختويوګډا ده

آروپأ ده ـ آروپأده ـ آروپأده

دخيالونوپه موجوکې مي يوږغ ترغوږوراغلی

ويل دسولی دادنياده

آروپأ ده آروپأده – اروپأ ده

تصوردجګوونوپه څپوکې دوريځو

دسپوږمۍ داسي رڼاده

ګواليلاده ـ ګواليلاده

آروپأ ده ـ آروپأ ده

څراغونوکې خنداوه ، دپيغلانوپرې ګډاوه

موسيقي اوښه نڅاه وه

آروپأ وه اروپأوه

کله ديوپه غيږکې لت پت اوښتله،کله بل ته

ويل ليلاده ـ ويل ليلاده

اروپاه ده ـ اروپاه ده

څښتن یې نه!مالک يې نه ،وهرچاته په موسکاده

تمناده ـ تمنا ده ـ تمناده

اروپاه ده ، اروپاه ده

په مستۍ کي اوښتل رااوښتل دخدای عطأ ده

دادچاده ـ دادچاده ـ دادچاه ده

اروپاه ده اروپاه ده اروپاه ده

دلته هيڅوک غمګين نه دي اوپه غم هم خبرنه دي

مزه داده ـ ښکلاداده

اروپاه ده اروپاه ده،اروپاه ده

نعمتونه يې دي ټول کړي وای دازما دلاس متا ده

تمناده ـ تمنا ده ـ تمناده

اروپأ ده اروپأ ده،اروپاه ده

څه قرا ر،قراروينا کړي ږغ يې نه سته دامعماده

اروپأده ـ اروپأ ده،اروپاه

چي په خپله يې کرلي اوپخپله يې ريبلي دارشتياده

په رشتيا چي دادنياده

اروپاه ده ـ اروپاه ده،اروپاه

په نشوکې لاهوسوي ،په نشوکې عادت سوي

په لاس کي يې ميناده

په رښتيا چي دادنياده

اروپأ ده ـ اروپأ ده،اروپاه ده

نه پرسره په قهر کيږي ، نه پرتور باندي خښميږي

ددوی ګـډه دادنياده

اروپأ ده ـ اروپأ ده ، اروپاه ده

دساحل مستو څپوکي دځوانۍ خروښ سړېږي

دااداده ـ دااداده ، دااداده

اروپاأ ده ـ اروپأده،اروپاه ده

دادهيلو ، هيليو سيلونه جوړکړه په ګرداب کي يې نڅاده

يووفاده ـ يووفا ده ـ يووفا ده

اروپأده ـ اروپأ ده ـ اروپأ ده

دافق په کنګروکي لمر ځليږي اوخروښيږي

دشفق په تاريکوکې رڼاده

اروپأ ده ـ اروپأ ده ـ اروپأ ده

دانګلينډ ـ سويډن ـ هالينډ سرحد يې نه سته

وايي دازموږ رضأ ده

تمنا ده ـ تمناده ـ تمناده

نې ملا سته ، نې آغـا سته ، نــــې بلا سته

ورکړې دوی ته چا ده

اروپاده ـ اروپا ده ـ اروپاده

دسروشونډو ښکلول دي ، ټينګول دي دا رضأ ده

تمنا ده ـ تمنا ـ تمنا ده

اروپاده ـ اروپاده ـ اروپاده

دننګيال بڅرکي فکراثرنه کړي ، چي پيرانوورته کړې داويناده

نارواده ـ ناروا ده نارواده

اروپاده ـ اروپاده ـ اروپا ده

دافغان وطنپال ږغ

دتوفان په دې څپوکي توفاني سوم

هرافغان ته مي سلام دی آسماني سوم

دهراته ترکلاته ، دآموڅه تراټکه

هم دشرقه هم دغربه پرهرلوري څپاني سوم

راته پاته په حيرت دی دازما دزمان دور

په دې دورګرځيدل په نړۍ کي سترجنګي سوم

کشکي لږزمان مې پريږدي وخپل سوچ ته

بيا د د ور د زما ن ابوالر يحان البيروني سوم

دعربوپه پنجوکې اوس اسير يې ای !!افغانه

داسلام په د سيسو کې يم لويدلی اوبندي سوم

که نه بيا به د ميرويس اوداحمدتوري راواخلم

چي په توپ دزنبورک مي يم فاتح اصفهاني سوم

ولي اوس يمه مجبوره چي په دې اعتراف وکړم

په نړۍ کي تپيدلی اوپاشلی هم محتاج دمستري سوم

دغــفــلــت دخوبه ويښ ســــه سـتــر افغانـــــه

چي اسيريې په پنجوکي ددې تور پاکستاني سوم

پاڅـــه ای بڅرکې!! دروښان اورونه بــل کړه

که نه بيابه ترپښولاندي دچنګيزیابابري سوم

دتوفان په دې څــپــوکي توفا ني سوم

هرافغان ته مې سلام دی آسماني سوم

.

مينه

چوڼهارو، رازاونيازودګل اوبلبل

راولاړسوم پر پټيويې ديواودبل

دګلانووه جونګړه چي پرراغلمه په خپله

دسپوږمۍ په رڼا کې مي وليد يوسور ګل

پرزګيروی ؤ، يوفـرياد ؤ عجب ږوګ ؤ

دګل خاردبلبل زورؤ،چي پرايښی يې کوګل

ورته پاته په حيرت سوم چي دعشق يو ننداره وه

دبلبل اخير سګلۍ وې ؛ ګل په وينووجلبل

دوطــن په ويــنــو سور سولې شهـــــيده

چي په مينه باندې پوه سولې دګل اودبلبل

١٧ ـ سپټمبر ـ ١٩٩٣م کال ـ کوئټه  ـ پاکستان

يادونه : محمود مستري هغه مستري چي دافغانستان په چاروکي دنړيوال سازمان له خوا ګمارل سوی ؤ. دی دبينسيوان څخه ورسته په ١٩٩٤م کي په افغانستان اوسيمه کي فعال ؤ. او ترهغه وخته يې فعاليت درلود چي طالبان يې قدرت ته ورسول اوبيا دطالبانو دسقوط تروخته پوري يې فعاليت کاوه .

ځـــواني

دپسرلي هستي مستي ټول تازګي ده

په بهارکې دتازه ګل ښکلا نن ده

وخت چې تیرسي په سبا کې ښکلا نه سته

داپه ورځ پسي راتلونکې تاريکي ده

***

که ښکلا که تا زه ګۍ ده

که هوس که بيتا بي ده

په مغزوکي مي يو شوردی

ليونتوب که هوښياري ده

***

دځوانۍ دوخت مزې وي په ځوانۍ کي

په ځوانۍ پسي غليمه دا پيري ده

دځوانۍ په قدر کله ځوان پوهيږي

په زوال کي دنيستۍ پرته هستي ده

***

په نړۍ کې دزاړه اوځوان تضاددی

دتضادپه پيوستون کي لوهستي ده

دګلا نوخوشبوي هاراوبهار وي

بيله ګل هاراوبهارخومايوسي ده

***

هرڅه خوند وي دځوانۍ په ګلستان کي

ستايل کيږي يو ښکلا اوبل ځواني ده

په فکرونو يې خوند اخلم چي رايادکړم

ځواني ولاړه ياران نه سته پردېسي ده

***

ديارانواوساقي دلاري مل يم

ديارانويارانې ته سپک کتل بې وفايي ده

ساقي ولاړسه دخم لورته ور روان سه

دپسرلي هستي مستي ټول تازه ګي ده

***

سفلنی ترهغه چاسم چي ځوان فکرورمعلوم وي

په ځوانۍ کي خويو شوروي ليونتوب که هوښياري ده

دهيواد ځوانان خو! مينه دوطن ده

هغه ځوان چي دهيواددغيرتونونښاني ده

***

په دې ټولو اشارومي اوس ته پوهه کړې

ځواني ولاړه دمجلس په تأخرکي مايوسي ده

دننګيال بڅرکي عمرپه هوس ،هوس کي تيرسو

دژونددابرخه يې ستړې په خواري مسافري ده

پاکستان کوئټه : ١٩٩٣ ـ سپټمبر ٢٩نيټه

څلوريځه :

افغانانو چــــــــي نفاق دی رابللی

چايوقام دی سمسورکړی بې ټبره

په همت يې سره يوکړه غم ځپلی

چاولس نه دی يوکړی بې راهبره

دلوی اختر په وياړ

ښکلي کالي يې دي اغوستي رهي سوی دی آغا

په پردي وطن کي اوره دی نن سبا

اخترکړي بې پروا

اواره اوسرګردان يې دی کاکا

ټول دوستان يې تيت پرک دي هم لا،لا

اخترکړي بې پروا

ټول ملت په وينورنګ دی ، ليوني سول په سودا

په دوستانو ناخبره ، پاشل سوي پر دنيا

اخترکړي بې پروا

ځيني بيا خوشحال دي چي زه ځم تر کاناډا

يا وای زوی به خپل ليږم تر امريکا

اختر کړي بې پروا

دکور څنګ ته يې غريب اويتيم ناست دی بينوا

حاجي صاحب خوشحال دی چي زه ولاړم ترمينا

اخترکړي بې پروا

څوک يې سوغاتوته هوسيږي ، چي څه راوړي

دايې لوآرزوده چي څه راوړي دا آغا

اختر کړي بې پروا

دافغان به څه اختروي؟ چي په ملک کي هم دبل وي

سودا يې لا هم نه سته چي ليلا يې کړه سودا

اخترکړي بې پروا

دوی په هيڅ هم خبر نه دي ، په رشتيا هم ابترنه دي

نوم يې ورک اوفراموش کړدميرويس او احمدشاه

اخترکړي بې پروا

يوپه نوم ديو جهت وي ، بل په نوم دبل جهت وي

څه مو وکړه په وطن کي ما او تا

اختر کړي بې پروا

داختر په لـوی اخترکي برکت دی سره يـوسی

دهيواد اختر اختر دی په هيوادکي سره اوسی

دادوعادرته کومه په ريښتيا چي که نن وي که سبا

ننګيالی داورته وايي : نوم موورکي د نيکه اودبابا

اخترکړي بې پروا

پيوستون

که څوڅاڅکي سره يوسي بيا بهيږي

که بهانده لښتي يوسي بيا درياب سي

دپردودروازې زموږپرلوري خلاصي

موږ په خپلو کي اخته هيوا د تا لا سي

که مودين اوسياست سره يوځای کړ

بيانووګوره چي څنګه هيوادوران سي

دجهادترنامه لاندي يې دعلم ډيوه مړه کړه

چي دعلم ډيوه نه وي نوولس به نابينا سي

داخوندپه تيره توره سراولاس غوڅيږي

پيژندنه په ريااوپه لباس به کله کیږي

چي مفت خوره په حجره کې ځريدی دی

اوس هغه  مـــلآ و موږ ته  لــــو بلا سي

د ظلمونو تعداد وه اوت  له  شمـــــــــيره

ديتيم اوښکي چي بهيږي نوسيلاب سي

په ريا چي لباس په ځان دتن کی

ترابده ولس کــــله تيروتای سي

په تاريخ کي يو پړاو د يو جـــهاد سو

دافغان په شان هيواد غوندي تباه سو

دا نو څه عجب جها د و بې  ثـــمـــــــره

هرباغبان دخپله باغه بې ثمره ونه باسي

پرافغان ولس چي دغه پيښي راغلې

ګوندي اوس به نودخوبه رابيدارسي

که يورپ دی آبادسوی عجب نه ده

په تعجب به د ملأ هــيــواد آبادسي

پرافغان ولس چي دغه پيښي راغلې

پيوستون ته افغانان ځان رسوای سي

که په علم دي سودا وکړه له چانه

دهغې سودا مزه به په سودا سي

ترهغوچي تجزيه يوپه توکمونويا ګوندونو

هم هغومره به پنجــــاب راباندي ښاد سي

که ننګيال بڅرکي ټوله سره يوکړي

بيا نووګـوره چي دوی څنګه انګارسي

((داحمد شاه بابا دعلمي اوادبي ټولني ترانه))

اهل دمعارف يو موږ

بچي دتأ لف يو موږ

وجهل ته سپاهي يو موږ

دجهل دوره تيره سوه درڼا څراغ به خپورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

ټولو افغانانوته

دعلم پتنګانوته

دهيواد خواروبچيانوته

لښکرموروان کړی هدف منديو چي خپل کور غواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

موږد معارف بچيان

سرموتروطن قربان

راغلی دعمل ميدان

دانـــګـــو ښونځی ته د علمي مفکورې ښورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

د تعلـــيـم اوتربيې ميدان

هيوادموسوپه دې ويران

چې نه لرواوس موږعـرفان

قران مولوی قانون دی ،هم به داقانون سمسورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

دادهـــرا فـغـا ن بـيـا ن

راغلی پر وطن طوفان

نه غـواړودجنګ ميدان

سوله خوښووکې په جنګ وي کې په زورغـواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

د اد سبــــا ون پـيــغـــام

لــوړبه کړو دعــــلم بــام

ډک به کړود پوهي جام

لښکرد معارف يو فقط يوعهد اوپيـمان نورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

ټـول د يوبل څـنـګ کې يو

پوهې په غورځنګ کې يو

خيردی که په جنګ کې يو

دعلم په رڼا کې به داخپل هيواد سمسورغواړو

افغان مارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

ننګيالی ـ  بڅـرکی  نيټه :١٩٩٥م کال  

 

ناکامه مينه

ښکل چي مې پرمخ کړه شرمينده سوله

په غيږکي مي کړه ټينګه دا خوله سوله

ماچي وليدله ښکلې او ښايسته سوله

کښته يې کتله دشرمه تکه سره سوله

لاس چي يې خطا سوداستانه سوله

په خنداراڅخه ولاړه خاطره سوله

خوب اوخيال ؤ چي داڅه سوله

څـــووخته تقراردامعا مله سوله

هيڅ هم په پوه نه سومه چي څه سوله

په خيال کي راته پاته دا قيصه سوله

بيرته بيا موقع لاس ته رانه غلله

دا هم ځګــرخــونه افسانه سوله

نه مي سـوای ليدلای بيچاره سوله

زه هم بيچاره وم داسي عنانه سوله

داخودغټ کوروه دا پلمه سوله

ماته يې را نه کړه مينه نه سوله

تيره چي قيصه سوه تيره نه سوله

په فکروکې راته پاته خاطره سوله

مينه چي رسواسوه هيڅ ونه سوله

ډيره مي خرابه راتلونکې اينده سوله

مينه چي يې وکړه بيا دبل چا مينه نه سوله

پاته تـــــرابده هم ستۍ په اورکي وســـوله

شمعه سوله ويلي خوبهانه يې پروانه سوله

وسوځل په ځان کي چي مړه يې پروانه سوله

ژوندد ميني تريخ دی غريبي يوه پلمه سوله

خود به خوده دا ناره طبقاتي مبارزه سوله

دننګيال بڅرکي ږغ يوه لمبه سوله

عشق اومينه وسوله خبره مي پخه سوله

جاردي سم وطنه

جـــــاردي سم وطنه تاکي څه بچـــي پيداسوه

څوک دشوروي اوڅوک خرڅ پرامريکا سوه

جاردي سم وطنه

څوک دي سول فراره ،څوک دخاورو دي خاګاه سوله

څــوک چي درته ناست دي ، په غمودي ګرفتارسوله

جاردي سم وطنه

تاک له تاکله ژوند سوپرهرلـوري افسانه سوله

دافغان پرکورسوه چيغه دمجلس يوافسانه سوله

جاردي سم وطنه تاکي څه بچي پيداسوله

تيت پرهيوادونوپه ارزښت کې يو تنګه سوله

دا مجرم به څوک وي او څنګه داسي وسوله

ورک سو تعادل په افراط کې يو بلا سوله

نورم چي خطاسي ورکه ما جــراح سوله

جاردي سم وطنه تاکي څه بچي پیداسوله

خلک په پوهيږي چي دوی ښکار دبيګانه سوله

جوړد جنګ ميدان سو پـــر ډګر يوننداره سوله

جاردي سم وطنه تاکي څه بچي پيدا سوله

ويني چي به توی سوې نو غاټول به را پيدا سوله

دا ويني چي توی سوې نو اغـــزي پررا بنأ سوله

جار دي سم وطنه تا کي څه بچي پیدا سوله

دغـــــــرو لمني وسوې دباروتو تماشه سوله

وسول دخيبر دره دبابا پرغره داسلسله سوله

جاردي سم وطنه تـــا کي څه بچـي پيداسوله

څوک دشوروي څوک خرڅ پرامريکا سوله

جاردي سم وطنه تاکي څه بچي پيداسوله

دننګيال افکارخودادي چي هرڅه راته تالاسوله

نــورخولا ته پريږده پنچابيان راته بلا سوله

جاردي سم وطنه تا کي څه بچي پیداسوله

دشهيد محمد رفيق ویرنه

په سهاروم پا څيد لی

وخپل کارته وم راغلی

په چورتوکې وم تللی

دمیز شاه ته غلی،غلی

اکبرجان را تـه ولاړؤ

خښميد لی رنګ بايـلـلی

په ژړايې راته وويې

چي رفيق دی شهيد سوی

د خبر په اوريد و مې

هوښ  له سره څخه  تـللی

په تلوار، تلوار چورت وړی

معارف ته وم راغلی

اوس هغوی ماته حيران دي

په خپل کارکي دوی پښيمان دي

د هغوی د غه بيا ن ؤ خبرنه وو

ا رغــستا ن خبررا کــړی

په ښکــنځامې پيل وکـی

بيخي ډير بيان مــې وکـــی

رارهي سوم وخپل کورته

پلارمي وخت لاخبر سوی

هوښ مي والوت آسمان ټوله څرخيدلی

توان مي نه وو ، بل حالت ته ومه تللی

خدايه ! داسي غم پيښ مه کړې

چي پرماباندي راغلی هوښ بایللی

دغه کال ١٣٥٨سم وو

کـــنــدهــا ر په غم لړلی

دغه شپه دعـرفې وه

په سبا يې لوی اختر په غم لړلی

ټوله ښار په  وير  لـــــړلی

کور يې نه وو  خبر سوی

خوشحالی مو ټوله ورکه

آ سمان پريوته پر مځکه

چي مومور يې کړه خبره

کلـــی ټوله خبر سوی

ويرنارې يې په هرلورسوې

سوي چیغي یې دمور سوې

کندهــــا ر په غم لړلی

لور په لوريې ږغ خپورسوی

ليونۍ دشهيد مور چي سوه خبره

پلاريې هم ؤخبرسوی،رنګ بایللی

ناوکۍ يې ناخبره ناببره

ځواني مرګ په خون لړلی

ګريوان څيري ليونتوب وو

داټول غم يې پر خپل کوروو

پر هر لور سوګلۍ کيد لې

کور د خلکوؤډ ک سوی

انسانان غونډۍ غونډۍ وه

کندهاروو را مات سوی

دشهيد جنازه راغله وخپل کورته

ښوځوانانوپه اوږو کي ونيولی

درفيق جنازه ولويده په کورکې

سپن،سپن مخ  يې ورلـڅ کړی

يوځلا وه روښنائي وه

روښنا ئي يې د ځواني وه

د ځــــلا شغلې يـې لوړي

لکه اوس چې د جنته وي راغلی

دځوانۍ ښکلا پرمخ وه را چاپیره

لکه نه چی وی مړسوی

کټ يې سور کميس يې سورؤ

هرڅه سره وه په ښکلا کې

ددې سرو ګلو په منځ کې

ښکلی سپين مخ  را وتلی

نه!غلط سوم دادسرو ګلو با غچه وه

يوسپن ګل په کښي روښانه راختلی

په خندا خندا يې هر چاه ته کتله

ده کتله د چا زړه ته نه لويد لی

را پياديې هغه وخت سو

چي حال يې بيان کړی

نه دمرګه څه بيريږم

نه دمرګ څه تښتيد لی

د تيل تک مرګ مي خو ښ نه دی

که مي عمرتر پيړیووي تیر سوی

خدايه!داسي مرک ته راکړې

چي کفن مي نه وي راتاوکړی

ځوانان ټوله په ژړا او په کوکا وه

زړه دهر چــاه ؤتر تلو ښویدلی

ځوان رفيق ددوی له منځه تللی

بيا يې يووړی ولحد تې وسپارلی

دوطن شهيد مو وايستۍ له کوره

موريې کله پريښودلی،زړه شین سوی

کټ يې پورته سو آسمان ته

يو مخلوق ؤ را مات سوی

يو غوغا وه عجب شورؤ

ددې کــورحساب يې نوروو

څومره ځوان څومره کم سن ؤ

چي يې يو اولاد زوکړی

هــيـــواد دوست اوقوم پرست ؤ

هم پــر قوم نازولی اوښاغلی

با غيرت شهيد يې وايستی دکوره

په ورو،وروئېترمسجده ؤ راوړی

ددې خلکو پررا شور سو

پرهرځا يې سرترپایه مچولی

يوڅه ورسته ملايان راتيريدله

پرشهيدوګړيدله حقیقت ؤشهیدسوی

ويل :په خدای قسم دی زما قسم وي

چي داځوان دی شهيد سوی

هره خوائې وکتله وې ژړله

پر تندي  يې مچولی ښکلولی

اوښکې هم راتوی سوې

تر چشمانو بهيد لــــې

دشهيد کالي پردي وه

خپل لباس یې ځیني وړی

دشهيد ښکلې ګوتمۍ وه

اواغوستې غاړه ګۍ وه

هيڅ يې نه وه ور پرې ايښي

خپل لباس يې ځيني کښلی

نو دټولو ګريوان لوندؤ

چي شهيد يې وليدلی

معلمان پرراټول سوي

ستراستاذ ووشهید سوی

پر تندي يې مچولی

ويل : رفيق دی زموږ ملګری

بيان مې ټوله داکيسه کړه

دظالم دي تل مخ توروي بیګناه یې ؤوژلی

شهيد کړی دابيان دی

تعليم زما پروګرام دی

نو قبول مي ارغستان دی

ولاړمه تکل مي دغه انددی

واک دلاسه ؤوتللی ،هيواد ټول په غم لړلی

هره خوابلي لمبې دي تمدن دی سوځيد لی

لاد پای ټکی يې نه دی پيدا سوی

اوس دوران دی تر طالبه رسيدلی

دننګيال بڅرکي يارانه وه

چي پوره مي داقــيصه کړه

کشکي نورغمونه نه وای

داغه غم مواخیرسوی

1989 ـ  3 ـ 22 نيټه

دميږي په شان زحمت درلره بويه

ټپوس مه شه چي خورې غوښي دمردارو

يا دبازغوندي ښکار ي دغرو دڅوکو

نه دسپي غوندي اميد کړه دچالاس ته

ادبي ټوته

په روښانه آ سمان کي،ځليدونکي ستوري،دتورووريځوتراغيزي لاندي خپله روښنائي دلاسه ورکوي .

زه خښميدلی آسمان وينم ، دخوښۍ اورڼا دښمني وريځي وينم ؛چي يوې اوبلي خواته په وارخطائي سره ځغلي ،راځغلي .

دآسمان رنګين مرغان وار خطا دي . دسولي کوتري ، جوړه ، جوړه ځايونه پريږدي .فرار غوره بولي ، چپه چوپتيا نوره هم ډيريږي .

زه اوزما په څير انديښمن ، دغه صحنې په سترګووينو، تورووريځو خپل دوحشت ږغ نورهم اوچت کړ.اومخ په وړاندي په حرکت کي دي .

وګوری !! تورشپه په سپينه ورځ کي جوړه سوه. هيڅوک په ډګرکي پاته نه سول .

خو !يوازي څوهيله مني ،خوش باوره مرغۍ، هغه مرغۍ چي دپسرلي څخه يې ؛ يوازي دښکلا هيله لرله ؛دو نو تر پاڼولاندي سوې .

که ډيربد بينه ونه اوسيږو؛نودوی هم حق درلود، چي همدغسي قضاوت وکړي.اودخپل کور څنګ ته کښيني ؛ داپه دې چي :کور او هيواد ګران دی  .

ته وګوره! دپاک اوسپين آسمان روښنائي څنګه ولاړه، سپوږمۍ او ستوري څنګه ژاړي؟ غلبلې وهي .

درڼا اوتوري شپې جنګ په شدت روان دی .بريښناوي تاړاکونه وهي آسمان هم دسولي پيغامونه خپروي. اوپه چيغو ، چيغو نارې وهي .وايي : ليري سی ، مه راځۍ ، مه راځۍ .

وايي : وګورۍ دتورو وريځونا څا پي ير غل ستا سو کورونه ورا نوي ، ژونداوهستي مواخلي؛خو!معلوميږي چي سپيني بريښناوي؛توري وريځي ماتوي . او دتورتم غړمبهاری هغه اوازونه خپروي ؛ته به وايي : چي زړه اوروح قبضوي .

ماته مي داحمدشاه بابا اوميرويس نيګه دتورو،بريښناوي يو ځل بيا را په زړه سوې .

دهمدغه عصر جنګونه اورا کيټونه غړمبهاردتوپونوبريښناوي هم تر دغه په کمه نه وې ، ځکه آسمان ژاړي .

وليدل سوه؛ چي په دې ځل دتور آسمان څخه دمر ميو باران اوري .

ددې ژليواوباران شدت نورهم ډيريږي ؛ ولي کميږي نه .

دې جنګ اوجګړې ټول ګل او بلبل ، دګل بڼ ټوله مرغان ډارکړه….

ملک توري شپې ونيوه ، رڼا ولاړه اوخپل اخيرنی څرک يې لا هم دلاسه ورکړ. نورنوپه بڼ اوډګرکي څوک پاته نه سوه.

تورووريځوپه بيرحمۍ سره خپل دمرميوباران وه اوراوه،توره شپه يې جوړه کړه . دکرګرزړه زخمي سو ، اميدونه يې قطعه سوه…

تاسي وګورۍ !! دونو غوټۍ چي لا شګوفه سوي نه وې. نا مراده ورژيدلې، په ونوپا ڼي وځړيدل او ښاخونه يې مات او زخمي سول.

څوساعته ورسته بيرته سپنه ورځ ،رڼا سوه . بدبختۍ ماته وکړه او ځاي يې خوشحاليوونيوه. اوپه لږ وخت کي تورو وريځو هم ماته وکړه ….

نوتاسوقضاوت وکی ، تاسو خپله وګورۍ . چي توره تياره ،دژليوباران څه سول.څومره وشرميدل او په څومره لږ وخت کې ئې ماته وکړل .

دغرونودسرونو څخه دسيلابونولړۍ راغلې اوتور ماران يې دځانه سره دتاريخ کندي ته وسپارل . زهم ودې تقديرته چورت وړی وم ، په فکرونوکي تللی وم….

چي يودم چاراباندي ږغ کړه! چي:( کابل دتنظيمي جګړو او جنګسا لارانو څخه خلاص سو).اونور کابل دمجاهدينودخودخواهۍ په اور کي نه سوځي.

نودلته زما هم را په زړه سوه ؛ چي په هره تياره پسي رڼا سته ، تياره تيريدونکې ده اورڼا دژوندغوښتنه ده .

عـــزم

دهستۍ څخه محروم پرديس وطن يم

غمګين نه يم عاداوت سره لاس اوتن يم

زه پوهيږم ولي راغله؟ اوڅه وسول

ديارانوځان ځاني وه په دې فن يم

که په سوځم ، که په، مرمه پرراځمه

اوس راپيښه ده دخپله موږته موږته خپله

ځان به خلاص کړم چي په لومه کې دسنګ يم

سبکتګين غوندي را پاڅم په لوړعزم

غلا م نه يم د زمان سره په جنګ يم

دهرڅه څخه محرومه بې کفن يم

شړل سوی له وطنه مهاجـــــريم

هوډمي خپل دلاري مل دی په تکل يم

يوافغان يم دتاريخ په نوم نښان يم

دخپل ځان ساتنه فرض ده هر انسان ته

دهيوا د سا تنه فرض ده هر ا فغا ن ته

داتکل مي دهيواده يوه پرد يسي ده

وهيوادته مي پيرزو ده خوشبختي ده

زه ننګيال بڅرکی ولاړم له هيواده

پرهيوادباندي راغلې بدبختي ده

6 ـ اګست ـ 1993

دلوی اختر په وياړ دافغان مها جر ږغ

ښکلي کالي يې دي اغوستي دې آغا

په پردي وطن کي اواره دی نن سبا

اختر کړي بې پروا

اختر کړي بې پروا

اواره اوسرګردان يې دی کاکا

دوستان يې تيت پرک دي هم لالا

اختر کړي بې پروا

اخترکړي بې پروا

ټول خلک ليوني سول په سودا

دوستان يې پاشل سوي پردنيا

اخترکړي بې پروا

اخترکړي بې پروا

خوشحال دی چي زه ځم تر کاناډا

يا به زوی لا خپل ليږم ترامريکا

اخترکړي بې پروا

اخترکړي بې پروا

دکــــور څنګ ته ئې غريب او يتيم ناست دی بينوا

حاجي صاحب خوشحال دی چي زه ولاړم تر مينا

اختر کړي بې پروا

اختر کړي بې پروا

ملک صاحب يې سوغاتوته هوسيږي

دايې لو آرزوده چي څه راوړي دااغا

اختر کړي بې پروا

اختر کړي بې پروا

دافغان به څه اختروي چي په ملک کې هم دبل وي

سودا يې لا هم  نـــه سته چي سودا  يې  کړه  ليلا

اختر کړي بې پروا

اخترکړي بې پروا

په هيڅ هم خبر نه دي په رشتيا هم اتر نه دي

نوم يي ورک کـــــــړ د ميرويس اواحمدشاه

اخترکړي بې پروا

اخترکړي بې پروا

يو په يو نو م دی ښــــــاغـلی بل په بل نوم با ټيد لی

شاعـرداورته واي نوم دي ورک او فراموش سودپخوا

اخترکړي بې پروا

اخترکړي بې پروا

1998 ـ 10 ـ 12م

هالينډ فينندال ښار

شين زړه

هيڅ خوښي مي نه سته نه موضوع سته چي خندا وکړم

داګيله دچاه وکړم

زړه مي دی شين سوی په فرهار بې څه پرواوکړم

داګيله دچاه وکړم

لاره ورکه سوې په دې دښت کې ږغ پرچاه وکړم

دا ګيله دچاه وکړم

خوارهيواد تالا سودغه غـل يې په ريا وينم

نوزه ګيله دچاه وکړم

هرچاه مي ليلا ته سترګي وږي دي نيولي

چيريې فناه وکړم

مادي هستي خوولاړه اوس که غم دروبناوکړم

زه ګيله دچاه وکړم

ټول جهان غليم سوزه ږغ پرکوم جهان وکړم

اوزه ګيله دچاه وکړم

پاشل سوي پردنيا حق خودادی چي ژړاوکړم

زه ګيله دچاه وکړم

هيواديې راسوراور کړمجبوريم چي فراروکړم

داګيله دچاه وکړم

فراره دخپل کور څه په د ښمن به څه فناه وکړم

داګيله دچاه وکړم

ولسونه په ژړا دي په ژړابه تسلا وکړم

داګيله دچاه وکړم

زه ننګيال بڅرکی څومره نور ژړاوکړم

اوزه ګيله دچاه وکړم

استقلال

افق نه ؤ،ختيځ نه ؤ ،لمرلانه وښکاره سوی

خښميد لی يوآسمان ؤ، سرې سوي وې وريځي

غړمبهارؤ،لړزهارؤدما شوموشور فریاد وو

سوي چيغي لور په لوراوکورپه کورسوې

ويرنارې يې په خپل کور دخواري مور سوې

تورتم ويا سيلاب دتوغند وؤ، يوتوفان سؤ

سرببري راوتلي ، لڅي پښې ټکری لويدلی

چيغي ،چيغي ګريوان څيري ځوريدلي

نازولي يې پراته شهيدان سوي

خلکووړلې جنازې پورته کيد لې

آسمانونو هم ژړل په چيغو ، چيغو

لايې آخ شور او فرياد نه ؤ خاموش سوی

دمردکواوراکيټوباران هرلورته اوريدلی

يا بې موره کړله بوره يابې خورپه غم ځپلې

يوپه بل پسي روان وه راکيټونه به موښتله

دا دمځکي اواسمان مسابقه وچي پرمځکه اوريدله

جنازه به يوڅو کسو په اوږوکي وه نيولې

چابه وړل وهديروته چاه به وړل شفاخانوته

دهيواددښمن يونه و ډلي ډلي جوړي سوي

څوک ختلي وه وغـروته څوک ختلي وه تپو ته

هم آسمان وخښميدلی هم وريځي خښميد لي

دغه ورځ اته ويشت داسد وه ،جهاديانو دانمانځله

هري خواته کډي ولاړې دکابله به وتله

کال ١٣٧٢ هـ ش ؤچي  ما کډه باروله

زما په مخ کي نور کسان هم چابک وتله

کابل ټول په وینو سورسوخلک ټوله ځوریدله

ننګيال بڅرکی لاړهيواد پاته سودښـمـن ته

کډي بار سولې دکلي د يوه هيواد څه بل ته

21 ـ 12 ـ 1994م

کا بل

جاردي سم کابله آزادي دي يو ادا وله

وسولې ايري سولې تا کي څومره دښمنان وله

تاته دښمنا نو دپخوا څه لاس يوکړی وو

مات يې کړې تالا يې کړې تاکي څومره بدکسان وله

اوس دي د پغمان ښکلو دروته څوک درتلای نه سي

اوس دي دقرغي پرشنوباغو څوک ګرځيدای نه سي

لڅ يې کړې برباد يې کړې تاته لويه ما جرا وله

ستا دښکلي بڼ پرهره څانګه دمرغانوآزانګې وله

ستا دغيرتونو اوازې هرلورته خپرې ولې

دوديې کړې ايري سولې تاکي څومره ظالمان وله

ستا دښارپه منځ کي دکابل درياب لوی نوم لري

څلي ياد ګارونه دغازيا نو دي مضمون  لري

جاردي سم کابله ازادي دي يو ادا وله

وران يې کړې کابله تاکي څومره بد کسان وله

اوس دي ښاري نو ښکلې هوآ مازديګری نه سته

اوس دي دشفق دننداروهغه سړی نه سته

ستا دبابر بڼ کي دجمعي شپه ستر ميله وله

ستا په ژوبڼ باغ  کې د ما شومو ننداره وله

دودسولې کباب يې کړې تاکي څومره دښمنان وله

وې ويشتې زخمي سولې ، دد ښمــــن دي تمنا وله

جاردي سم کابله آزادي دي يو ادا وله

راغله پنجابي اوتور لينګي وحشان پرتا باندي

راوستل انګريزو عـربان دوی پرتاباندي

لوټ سولې ، غريب سولې دغه کله ستا بچيان وله

جاردي سم کابله آزادي دي يوادا وله

د ښکلا  خيال

چي مي تول حسن ديار اودمهتاب کړ

ديار حسن تر مهتاب هم ډيريده

نويې څه کړم يار دحسن په زور مست دی

دغه مست يار مي ژوندون را څخه وړه

په ليدومې دغاټول زړه را تسل کړ

چي داغـونه يې په زړه کي خپل ساته

بيا مووليدی نرګيس چي ژړيده

چي ژوند يې ؤ يوه خوله خند يده

ښکلو تاسو به په حسن غرورنه کړی

نرګس ګوره چي نامراده رژيده

په ښکلا سره حسيني محشرجوړکړ

يا خو ژوند مې بيا دحسن په درياب کي غرقيده

نرګيس ګوره چي دحسن په ارمان کې سر کوزکړی

په غرورسره يې هيچاه ته نه کاته

دګلاب په شان په ځان کي خاروردارشه

نه نرګس اونه غاټول غوندي يوه خوله خنديده

چي نصيب دي کړه ښکلا درته په برخه

نو معشوق دي ولي په ښکلا کې ځوراوه

نړيوال يووالی

په هر ځای کي چي اوسيږي يوانسان دی

په مذهب که وي  هند و که مسلمان دی

ديوه بابا اولاددی پردې مځکه پاشل سوي

يويې خوی يويې خصلت دنندرتال دی

که يې څوک بولي ادم پلا ر يې ادم دی

که ډاروين وايي پيدا دنند رتا ل دی

څه يې فرق څه يې توپيرپردې جهان دی

داجهان که وی سمسور هم دانسان دی

که مو خپل ټاتوبي خپله وران ويجاړکړ

نوبيا دامصيبت خپل ستادځان دی

چي يې خوی دبشريت دی حاصيل کړی

ښه خونه دي توپيرونه دابد کار دی

توراوسپن ، سوراوژړ يوسي په ځان کې

توپيرونه کنډ کفرکي نوانسان دی

که نه خوی دځناورو بل هيڅ نه دی

يود بل په غوښو پائي دابيان دی

انسان اشرف المخلوقات نوم پريا ديږي

په نړۍ کي انسانان کاريې خراب دی

داپه دې چي برتري غواړي يودبله

ځکه فکرئې خراب کاريې اشغال دی

په نفاق اوبې نظمې کي لا هوسوي

ځکه جنګ د فلسطين پردااشغال دی

دپرون جنګونه تيرسوه هيرپرهيرسوه

داغ يې پاته شرميد لی په المان دی

نن خو بيا جنګ پراشغال ددې جهان دی

نړۍ په وير اخته ده آسمان په واويلا دی

که پر ګران افغانستان دی  يا عـراق دی

دادمځکي دآسمان ږغونه اوری نفرت دادی

په يو کور کي که نفرت وي هم کور وران دی

دآسمان ملکي ټوله وار خطا دي له توپيره

په توپيرکي هرانسان ته ژوندون ګران دی

نورا ځۍ چي اتحاد کړو نړۍ والو

کچکول ګرځووپه کلي څومو توان دی

دهر کورڅه دوحدت لږ خيرات غواړی

دننګيال بڅرکي هم دغه ارما ن دی

ځکه دا نړۍ خوکور دهرانسان دی

دپسرلي ترانه

څه ښکلی هواده نوی کال را څرګنديږي

زړونه خوشحاليږي

بوی دمشکوراغلی شګوفه هم را غوړيږي

زړونه خوشحاليږي

مرغانوږغ کی پورته بلبلا ن هم را ويښيږي

زړونه خوشحاليږي

کوره هاردی دچنګوښويخيان ټول ويلي کيږي

ويالې ځيني جوړيږي

زړونه خوشحالیږي

ځوانان غونډۍ ، غونډۍ سوه وميلوته روانيږي

زړونه خوشحاليږي

رمې ګلې ، ګلې سوې دشپانه شپلۍ ږغيږي

زړونه خوشحاليږي

هره خوا شوراوغوغاده سپيرې دښتي زرغونيږي

نوي وري راپيداکيږي

زړونه خوشحالیږي

قطار دپيغلو جوړسو ، سور سالويې څرګنديږي

ګدورپه ښکلی کيږي

زړونه خوشحالیږي

وږمې دپسرلي دي مړاوي زړونه تازه کيږي

دنسيم باد چي چليږي

زړونه خوشحالیږي

خلک خوشحالي کړي دبزګرورځ نمانځل کيږي

مځکي سمسوريږي

زړونه خوشحالیږي

دهيواد بهار معلوم دی ، هر افغان په دې پوهيږي

ګلونه را سپـــړيږي

زړونه خوشحالیږي

مرغان شور او ماشور کي ، خپلوځالو ته ستنیږي

په سند روهوسیږي

زړونه خوشحالیږي

دننګيال بڅرکي هغه تللي،تللي پسرلي ورپياديږي

خاطرات ور پیادیږي

زړونه خوشحالــيـږي

زړونه خوشحا ليږي

دهيواد ستونزي

ډيريم بيريدلی دقانون اومحکموسره

ماچي دي ليدلي ليونيان دقدرتوسره

راغلی يو توفان داسلام دشعاروسره

لار يې ورکړې په هيوادکي د جنګوسره

لارښود ئې ضياالحق ؤ راغله دعکسوسره

نه سول استقبال په هيوادکي د جنګو سره

نه په اتفاق وه نه يې راز دښو خويو سره

هريو يې راهبرسودقدرت دتوپنچوسره

شرم يې ونه کړ دورانيو خرابو څخه

هر يو يې قانون ود جهاد دشعاروسره

يو هيواد يې نه ؤ ، دنړۍ دهيوادو څخه

هر ګروپ خرڅ سوی په ريال او ډالروسره

پوخ اردو يې ړنګ کړدغښتلو سنګروسره

څورلس کاله جنګ ؤ پرهيواد دراکيټوسره

يو خو!رباني بل کارمل په بيلو عقيدوسره

يو ځل سره يوسوه د ملت په ړنګيدوسره

کابل ته را داخل سوه دشمال له دروازوڅخه

ټول ملت په پوهه سو دستم ده د سيسوسره

مخ ته يې کشتمند اواعظمي دفسادوسره

شاته يې دوستم ؤد ډيرو مرضوسره

راغلی جميعت دکمونيسټو مليشوسره

نيسوای جوړولای بيله جنګ اوراکيټوڅخه

نيسوای جوړولای يوهيواد دهيوادوپه شان

وران يې خپل هيواد کړد تضادپه عقيدوسره

پرچم چپ انقلابي ؤ ، جميعت بیا اسلامي ؤ

روغ يې اتحاد سو پر تاجيکو شعارو سره

ټوله افغانان يوافتخارپه تاريخولري

کله جلا  کيږو په  توکمونو نژادو سره

ټول هيواد مو خپل دی افتخار کړو په ځانوسره

دا خلک محکوم دي دبهر په د سيسو سره

تا جک ، ازبک ،پښتون ،ترکمن وروڼه دي

وياړو د ميرويس او احمد شاه په لنګوټوسره

پا څه ای ! شاعره دافغان بيرغ او چت کړه بيا

دا بيرع منلی په تور ، سور ، زرغون رنګوسره

دصبر کاسه

لامې اوس هم په سيښه کې می ښکاريږي

لامي مغزګرم سوی لابه نورهم را ګرميږي

اوس مي وخت په ميخانه کي چي تيريږي

خلک وايي هرڅه په وخت کي ساړه کيږي

زما په ذهن کې ساړه را تاوده کيږي

ګوره چي ميدان دی ټول سوړ سوی

اوس يې ګورم ميخانه ده خالي سوې

رندان نه سته ، ساقي پروت دی نشه سوی

دسيښې مې تأخردی خواحساس مې اوچت سوی

را ياد سوی دغريب هيواد مضمون دی

پاته ميخانه کې دخم څنګ ته مي ژوندون دی

چي مې هوډ نه سو تر سره

ګوره تک تنها ولاړ يم

لا هم زه په انتظار يم

لاهم زه سترګي په لاريم

زوړ ساقي به بدلومه

زوړ مجلس به ويښومه

میخانه به پاکومه

ميخانه جارو کومه

ميخانه نوې کومه

نو دسره یې شمیرمه

نوي خم ته پناه وړمه

هغه تشه سيښه بيرته ډکومه

اوس دسره پيالې بيرته حسابه مه

دميدان کنډي کفري غور ځومه

په احتياط په بسم الله به يې چښمه

تير دوران ته به دپای ټکی ايږدمه

چي دخم زاړه شرا ب مې ده دا نوي احساس مل سي

بيا به نوي ترانې نوی آوازراسره مل سي

دزرتشت اوربه مې په سرکي راته بل سي

نووردانګم وميدان ته ، پر کوڅه ديار مي پل سي

داآرمان به سي تر سره چي ويار ته مې تکل سي

نو به هلته په شکرو سم

دالـحمـد وپه ويــو سم

چي احساس پر غوړيدو سي

يا حـاجـت پررفــعـيـد و سي

دکوثر جام به پيمانه کړم

بيا به پا که مـيـخـانه کړم

مجلسونه بــــې تازه کړم

محلا ت بې نازدانه کړم

نور خمار به هيڅوک نه وي

وږې تنده بې مـــړه کــــــړم

مـــدرسه به ميخــانه کـــــړم

پر چار چوب بې سجده کړم

چي دا خواست مي قبول سو

بس هيواد ته مي یو يون سو

بيرته بيرته بــه سمسور سو

پراحساس به بيا را ټول سو

زوړ احساس مي کله ويښيد لی

دخيام په خم کې نه وای لمبيدلی

چي تازه انګور مې نه وای زاړه کړي

يا زاړه ماغـزه مي نه وای نوي کړي

دا د صبر کــا ســه اوس پرتــــو ئيدوده

ديوه بڅرکي وړانګه دافق پر کنګرو ده

پر ختيځ داميد لمر را پورته کيږي

په شفق کې دغروب بیرته پټیږي

دننګيال بڅرکي اور دی انګاريږي

لا مي اوس هم داحساس لمبې بليږي

مسافر بابا

را ستون سوی بيرته مسافر بابا

سفروهلی ستړی سوی دلاوربابا

اوس يې پريږدی پرارامه چي بيدۀ سي

نوم نشان يې دی ګټلی دا زړه ور بابا

لا زخمونه يې کره دي پر بدن باندي

لادردونه ورسره دزړه پـرسربا ندي

په آرمان آرمان يې څو خبري وکړې

پو هيد لی د فرنګ په دغه چل با با

دبابا تخت ؤمات سوی ويران پروت و

دبچيا نو ګـــيله مندو زموږا تــــل بابا

دبابا کوروړنګ سوی ويران پروت ؤ

دبابا کـــلا وه ورانه ارګ يې  وران ؤ

هري خواته افسانه وه شور ماشورؤ

جنګ جګړې وې نفاق لور په لورؤ

ويرا ني وه پرهغو جګو قصروباندي

ډله سوي ګيدړان پر جګو غروباندي

خاموشي وه پرهغومستو ميخانو باندي

بې نظمي وه دکـــا بل پربازارو باندي

غازي سوی بابا پريږدی چي بيده سي

دزامنو ګـيــله مند دی پر جګړو باندي

بيا به ټوله حـــال بيان کړي دا ظــــاهربابا

اوس يې پريږدی چي ويده سي مسا فربابا

په اميد دی را ستون سوی په داځل بابا

مسافرد سفره دی را غلی مهــا جر بابا

بيا به ټوله سر سم کي په خپل چل باندي

که هر څوک هم د بابا سره نا خوښ دي

دې جنګونوخسته کړی نورئې بس دي

ټول به وګڼو په خپله دغه خپل بابا

زه ننګيال بڅرکی وړ ګڼم ظاهر بابا

نن يې بولـــم يو غـښتلی ګـټـور بابا

2002 – 6 – 5 م کال

څنګه پوه سوم نګه

چي مې سترکي سولې روڼي

وار خطا سوم ټوله څه دي

را ته سوال ؤ چي داڅوک دي

دا هر څه ماته وه نوي

وهر ږغ ته زه حيران وم

رهنماته هم محتاج ومه

دا چي هروخت مي ژړله

په هيڅ هم نه پوهيدمه

زه مجبور وم موراوپلارته

بيګانه وم ژړيدمه

وارخطا ومه سبا ته

چي څه کيږي بل سبا ته

بيا مي ژبه کړه بينا

څوهلته سوعيان زما

راته هرڅه بيګانه

که موريا خوروه زما

زه په هيڅ نه پوهيدم

په ورو،ورويې پوهولم

چي يوڅه زه پوهيدلم

دهوسه خنديدلم

چي مي زده کړه لږاوډير

دوستان رانه چاپير

دوی پرما به وه چاپير

په خندابه وم ساتير

وهر دوست ته مي خندله

خپل پردي را نازيدله

دوی په ما ډير نازيدله

دهوسه بې مسکله

نومي زده کړه دامي مور اودامي پلار دی

دامي کور دامي کوڅه اودامي ښاردی

بيا نو ستر سوم ، په رڼو سترګو چي ګورم

داچي ولی زه ژوندی یم

په څه هدف ژوندی يم

دا چي زه لا اوس کوچنی يم

سباته سم سړی يم

ژوند دی دفکرنو

ژوند دی دسوالونو

هرخواته هغه څه دي

چي وړ وماته نه دي

وښووني ته اړتيا ده

هم دزده کړي تمنا ده

پردنيا که  داغه لارده

يارانه مي هم ځان ده

موراوپلارته په اميديم

ترهغوچي زه ژوندی يم

چي پوه سوم بيا سړی

يم بيا به زه هم بريا لی يم

خامخا به همت کړمه

دهيواد خدمت کومه

چي په مائې دومره زه کړم

دهغوی عزت به زه کړم

هرڅه راته اشنا سوه

هر څه راته پيدا سوه

په خيالوکي راته راغله

په تيورۍ کي مي پيدا سوه

کمال داره تر هر ژوي

ژوند کومه دښاغلي

که دا ښوونه نه وای

ژوند به مې دڅه وای

که دموراوپلارمدرسه نه وای

يا ښونکی مي مـــــــل نه وای

نوبه پاته تر سيال داره

هم به زه ومه بيکاره

لار ښود راسره مل سو

ځکه يمه کمال داره

دلار ښود کمال ته ګوره

ښونځی يې کړله جوړه

را زده يې کړه کيسبونه

رازده يې کړه خويونه

څوک انجنيران سوه

څوک مو ډاکټران سوه

څوک مو معلمان سوه

څوک هنر مندان سوه

څوک مو پيلوټان سوه

څوک مونجاران سوه

څوک مواديبان سوه

څوک تاريخ پوهان سوه

څوک چي هوښياران سوه

په لارښود پسي روان سوه

پر کوم چاه چي عزت نه ؤ

دغفلت په خوب بيده ؤ

ننګيالی زه عزت دار يم

وعرفان ته لاس پرنام يم

چي وعلم ته مهتاج يم

ولارښودته اميدواريم

ښکلې پيشي

زه ښکلي پيشي يم

ناسته پر لرګي يم

هره ورځ ميو، میولرم

پسته لکۍ مي ښوروم

مينه ناکه مينه کړم

نژدې درته را ځم

کله نا کله غلا کوم

کله بيا زه ښکار کوم

زه ښکلې پيشي يم

وسيله دساتيري يم

پرهرديوال روانه يم

ډيره زه چا لاکه يم

ټول کوچنيان را باندي ګران دي

پر دوی باندي هم ګرانه يم

اوږده دمار لکۍ لرم

ښکلې پستکۍ لرم

ځم پر ديوالوباندي

ديوکورڅه پربل کور باندي

وهر کورته ورځمه زه

موږکان پيدا کومه زه

د ښمنه دموږک يم زه

وښکارتې په خيزک يم زه

دسپيانو څه بيريږم زه

هرځاي ځيني پټيږم زه

کله چي مي ويني سپيان

ديوالو ته ځيني خيژم زه

دسپيانو کورته نه ورځم

ډير ځيني بيريږم زه

نيسمه چوغکه اوکوتره زه

ودوی ته تر بلا يمه بد تره زه

په پټه خوله بيا غلا کوم

په غلا کي زه بلا کوم

پر کوم کور چې امو خته يم زه

غلا نه کــــــــړم نازدانه يم زه

پرنري ديوال روانه يم

چــــالاکه پــهــلوانه يم

پرکوم کور چي اموخته يم

هـــلـــتــه زه بــيـــده يـــم

چا پلـــوسه غــوړه مالــه يم

پر هر چاه باندي ګرانه يم

وچه ډوډۍ نه خورمه

غوړه ډوډۍ ښه خورمه

غوښي مي خوښيږي

غوښي نه را پيدا کيږي

دامتل پرما جوړ سوی دی

هـر چــــاه اور يدلی دی

دپيشي غوښي خــــــوښيږي

چي ايمان يې پرراوړی دی

زه ښکلې پيشي يم

ناسته پر لرګي يم

وړکتوب

چي مې شوک دی د مکتب

په خپل شوق مکتب ته ځم

چي ذوق دی دمکتب

خپل درسونه زده کوم

پرښوونکي باندې ګران يم

هره ورځ مکتب ته ځم

عجب خوند دی دمکتب

هر سهار مکتب ته ځم

بکس را با ندي بار دی

د ومره نوکی يم

پرهر چا باندي ګران يم

پاک صفاه کالی ساتم

هر څه په احتياط کوم

خپل بوټونه رنګوم

پرټولوباندي ګران يم

وهر چاه ته سلام کړم

څه وخت زه سبق وايم

بعضي وخت يې نه وايم

کله تير سبق وايم

کله نوی زده کوم

ځمه بيا فوټبال کوم

فوټبال پرسم ميدان کوم

هر ماښام وختي را ځم

پر کار ټمبلی نه کوم

بيا سهــار وخـــتي کښينم

خوله اومخ مي ښه پریولم

په مکتب کي زه تعليم اوتربيه کوم

وسبا ته زه د ژوند ښه ذ خيره کوم

نه لرم دښمن  دځان يمه ديو ګل په شان

نه لرمه توان دبد ، يم ديو انسان په شان

پرننګیال بڅرکي دغه وخت تیرسوی دی

ځکه یې دغه شعرهم دلته لیکلی دی

دپيرباور پر مر يد

دڅو کليو څه ورسته يو غټ کلی

دادونو شنو باغونو ښکلی کلی

سيد انګل اغا نامدار شهرت ګټلی

غټ دربار دخلکو ډک لنګر جوړکړی

په اميد به مخلوقات ورته راتلله

په شپوورځو به د پير لنګر ته تلله

هريوه به دخپل وس دروږ وروړله

يا وپيرته يا وکور ته بې سپارله

که دچاه دروږبه غټ ؤ پير منله

که دچاه دروږ کوچنی ؤ هم راتلله

خو هر چاه به دخپل وس يو څه را وړله

مفليسان به غلي ، غلي کښينا ستله

څودربار پر غټيدو پر پرا خيد وسؤ

ږوګ اوښوربه يې دخلکو دناروسؤ

پوخت او پز به يې پرغـټو ديګ دانو ؤ

پيربه ټوله ورځ بيده يا پرسجد وؤ

بيروباردمريدانواوشورددرباريانو

خواپاکي وه،ښې باغچې وې دګلا نو

بيله شکه چي دربارؤ د دوستانو

دبا نډاريانو ، مریدانو

دوه وخته پير بابا به را وتلی

چا به چرګ چابه پسه درواږه ولی

دخپل ژوند دحال بيان به يې کولی

پر څلوروبه د پيرحضور ته تللی

پيربه سر خپل په پټو کي پټولی

هريوه به دخپل ځان حال بيانولی

څوک د توره بخته به شاکي وو

څوک دژوند په معاملو کې به باقي وو

دپيرانو ، مريدانو دا سلسله وه

دميلمه شپه به دده پر دروازه وه

کور په کور کلی په کلي آوازه وه

غټ سترخوان اوغټه سراچه وه

ددربار ټول مريدان يې وه ښاغلي

په دربار کې مريدان وه درجو ته رسيدلي

دداغه درباره ډيروه پيران سوي

ډيرلږ خلک پيرته په دربارکي  وه منلي

کاکوګلماد چي ليدلی دغه حال وو

په کلو، کلو ورسره دغه آرمان وو

څلور شپې پوره دی پر دربار وو

هميشه به پير ته څار او انتظار وو

کاکو ګلماد ودربار ته لاره پيدا کړه

کسب کارؤ لاره يې خطا کړه

په تصور کي مريدي ورته آسانه

خطأ سوچي پيران يې ملا قات کړه

کار اودکار لاره يې خطا کړه

په انتظار يې مريدي دخپله ځان کړه

تالې مند و وپير وغوښته حضورته

تالې مند و چي دی را غلی وسالون ته

پير بابا ته پردوګوتو کښيناست

پرله پسې انتظار يې ويووست

ويل ! ترپلار هم راته تيرياست

منو چي زموږ پر سربرسيرياست

دغه يو خواست مي مقبول کړه

خپل حضور کي مي قبول کړه

خپل باور پر ما حاصيل کړه

په خپل شان مي ته مامور کړه

پير ډير تجريبه کار وو

په هر کار کې په احتياط وو

پر ګلماد بې اعتبا ر وو

اوودته په خبروکي ګفتاروو

ويل: زما مريدي ده ډيره سخته

هر څوک يې خوري دخپله بخته

که يو ځل پر باوري سم

راسره به وې تر هره وخته

که باورمي پرتا نه سو

تښته هيڅ کاردي د لته نه سو

دلته کار دامتحان دی

دغه کار تاته ډير ګران دی

ګل ماد وويل : امتحان ته دي حا ضريم

را غلمه وتاته اميد ګيريم

ګل ماد هغه څه پيرته بيان کړه

په هنريې هرڅه ورته عيا ن کړه

ور نژدې يې په چاپلوسۍ سره خپل ځان کړ

په پستو خبرو يې دپير زړه ور آرام کړ

پير بابا هم مخ پر ګلماد ګړ

دباور ډوبی يې ژر ور تيار کړ

دشاه جلند ر پر لور يې روان کړ

خپل دباور رازيې برهان کړ

ډوبی يې وسپاره ګلما د ته

ويل په لاس يې ورکړه خپله شاه ته

ځان جوړنه کړې ډوبي خلاص تيا ته

دابه وړې خپله وهغه ته

که دي يووړغلا دي نه کړه

نوهغه ته يې ښکاره کړه

نوبيا زما سلا م پروايه

دهغه پيغام به را وړې

بل څوک مه درسره بيا يه

ژربه راسې زما په کاريه

که زما مريدي غواړې

نوکا ميا به ماته راسې

کاکوګلماد ډوبی حمله کړ

په تلــوار يــــــې پيل وکړ

ګـــامونه يــــې اوږده کړ

په داغه يې زړه پوړه کړ

چي يو څــــــو قد مه ولاړی

بيا يې خيال پر ډوبي را غلی

چي دپير سوغات به څه وي

هم به غټ وي هم به ښه وي

ضروري بــــــه دکـــاته وي

دامي چانس دی بل به نه وي

ګلماد ويل : دا سوغات به واخلم

ټول مال به يې دځان کړم

بيا به ځمه چي شتمن سم

نوبه بياددې کلي څه ځم

بيا ګلمادسوپه دوه زړوکي

چي څنګه پلان به جوړکي

دډوبي سرڅنګه پرخلا صيد وکي ؟

دلته يې خلا ص کي که په کورکي ؟

په يودم يې پريکړه وکړه

په دووکې يوه فيصله وکړه

دډوبي پرخوا يې ايشاره کړه

دډوبي سرتې ور حمله کړه

دډوبي موږک لکۍ کږه کړه

په ټوپو ټوپو يې پيل و کـړه

موږک ولاړی په ټوپواو په خيزوسو

په ځغـــسـتـا پــه شکـــر کښــــو سو

دګلما د زړه پـــه ټــوپـــو په رپيدو سو

حال يې بد دويش ، ويش په اسويلوسو

هيڅ يې لاس ته ورنه غله موږک ورک سو

چي هــر چيرې لټوی مـــــوږک يې پټ سو

ګلمــاد پښيمانه ډوبــي ته په کــاته سو

بيا ناچاره راروان د پير پرمـحـلــه سو

په ستړې ساه دپير وسرته جګ ودريدی

ويــل : باداره موږک سپک وغـورځيدی

موږک مــــــاته وخت را نه کی

په يوه ديد کي يې ځان راڅخه ورک کی

چي هر څه مي لټولی

په غاروکې را څه تللی

پير وويل :

ځـــــــه ورک ســه لعــيـنه

په کار مي نه يې دروغجنه

يو ډوبــــی وړای نه سي تر بـــل پيره

باور پر تا نه کيږي بې باوره يې لعينه

آ شنا ـ آ شنا ـ آ شنا

مرحوم رسولي ته خپل وير

يا به په قسمت کي دافغان دآشنا ناز نه وي

يا په آشنا ئي کــي به آشنا لره وفـاه نه وي

يا به د ملګـرو په وفـاه کي څـــه بقأ نـه وي

ګران وې ته پرما آشنا ، ولاړې له دنيا آشنا

څه کوم بې تا دنيا دي راته غم کړله

ولــي دي خبر نه کــړم په ځان آشنا

نه ومه خبر له ما څه مروروې که پخلا آشنا

ستا څه ګيله منديم را څه ولاړې يک تنها آشنا

زماپه زړه کي مينه د يــا ر ۍ به تل څپـــې وهــي

داسې پرديس سوی چي يې ځان واخيست له ما آشنا

ته خو مهاجر سوې خو دا ستا دښمن مزې وهـل

دا سي ته تنها سوې چي په زړه کي دي چړې وهل

دا حال خو قسمت پر موږ را وړی دی

دوست يې دخپل دوسته جلا کړی دی

داسې له خپل کورله خپله اوره ئې شړلي يو

داسې دښکاري غوندي توپک باندي ويشتلي يو

داسې يودبله ددې میني څې ايستلي يو

هریوپرګوټ ، ګوټ دهیواده څه وتلي یو

زه خو ستا په درد با ندي خبر نه سومه زما اشنا

چيري به بيا ولاړسمه هيواد ته بيله تا آشنا

نور به خوند ونه کي بيله تا هغه کوڅې آشنا

نور به خوند ونه کي د ميلو هغه مزې آشنا

ستا فکر ژوندی دی ژوند بقأ لري

ته لا ړي چي مړسولې له ما آشنا

ستا يا د به هميش وي په فکروکي زما

کله مي هيريږې دخاطرڅه رسولي آشنا

تاخو شاګردان ودې هيوادته وړاندي کړي وه

تا په لږ فرصت کي خدمتونه موږته کړي وه

ستا دشعر بلبل او س خاموش سوی دی

تا راته د شعرداسي ميتود ماته ښولی دی

ځــــکـــه مـــي يا د يږې نـن سبا آشنا

ځای دي زما په زړه کي دی زما آشنا

دننګيالي بڅــــــــرکي ياد به ستا يادوونه وي

ته هم باور وکه زړه مي تنګ دی بيله تا آشنا

ورځ تر بلي بد تر يږي

چي پخوا به اوسيدل هغه لا ښه وه

چي آزادبه ګرځيدل هغه لا ښه وه

چي نسلونه يې ساتل هغه لا ښه وه

چي په ګډه اوسيدل هغه لا ښه وه

بيا چې زما او ستا کلمه زده کړه

بيا چې ونيول ملکونه اوکورونه

چي قبضه سوه دخدای مځکه انګړونه

بيا يې غـټه دارايي دځان کړه خپله

دګډ ژوند کلمه ولاړه دتقسيم کلمه راغله

جدائي سوه زما اوستا کلمه را غله

نويې ژوند طبقاتي سو داسي را غـله

چي يې ظلم يو پر بل سو دا ښه نه سوه

چي آزاد يې ژوند کاوه هغه لا ښه وه

مظلوم نه آزاريدۍ هغه لا ښه وه

بيا چي ولاړه غلا مي د هرانسان څه

نو په بل ډول مهروم سوه دخپل کار څه

نه يې کار نه يې افزار نه يې وه مځکه

دوی دهرڅه څه مهرومه وه پر مځکه

وږي تږي وه بزګر د بل پرمـینه

په يو نس مزدوران وه لار يې ورکه

نه يې يوم ، نه يې کلنګ نه يې افزاروه

نه يې توان نه يې طاقت دځان دکار وه

بس توپير ؤدانسان په دې خرڅلا و کې

غلا مان به خرڅيد ل بزګر اختيار کې

چي بزګراوغلا م نه وای دا به ښه وای

چي انسان ته د خپل کار په اندازه وای دابه ښه وای

برجسته وای داد نيا د تکامل يو نمونه وای

چي دخان بزرګرتر منځ لنډه دوره وای

که دنيا کې سرمايه نه وای لابه ښه وای

پخوانۍ دورې په کار کي وې څه سستي

سرمايدارۍ په توليدکي وې څه چستي

فرق په شکل کې ددوو دوروڅرګنددی

ظلم يودی فـرق لبا س کې يو د بل دی

سرمايدار تر خان لږڅه مډرن دی

بس بادار، خان ، سرمايدار نوم يې بدل دی

په دې درو دورو کې دتاريخ درې مرحلې دي

زحمتونه ، تکليفونه يې هميش پرله پسې دي

حکیمانو واکدارانوحکومتونه دي جوړکړي

هم يې ګارډ هم يې پوليس دي ګمارلي

په نړۍ کې چي  (يونو) وحد ت جوړ کړی

نظا مي قوت يې په نا ټو دی خپل ساتلی

دوی پر ضد دخپلو ضد دي ټول فعاله

سوسياليزم اواسلام نه پريږدي کارته

نويې ځکه دانړۍ کــــړه نا آرمـــــه

داسي غـواړي چي نړۍ کي ټول اشغاله

پر توزيع که مسا وات وای دابه ښه وای

خوشحالي چي پرهر چاه وای دا به ښه وای

دننګيال بڅرکي فکروه راتلوته اميدواروای

يا خــوښي موپه نصيب دهـــــر انسان وای

چي پخوا به اوسيدل هغه لا ښه وه

چي آزاد به ګرځيدل هغه لا ښه وه

خو شبختي يا خوشحالي

اوريدلې مې په په لفظ کې مفهوم دخوشحالۍ

نه سته په عمل کې خوشبختۍ او خوشحالۍ

زړونه مو در بيږي وخپل ژوند ته وارخطايو

هر وخت په چورتوکې وخپل ځان ته بلا يو

ډير مې دي ليدلي چي لري غټ غټ کورونه

هم يې وي باغـونه هم په بانکې حسابونه

بيا هم دی خوشحاله نه وي هميش وهي فکرونه

هيڅ يې هم سم نه وي وران يې وي کارونه

ډير مې دي ليدلي چي هوس يې وي بهـرته

آرمان يې سي ترسره بياراسي وغرب ته

هر څه ورته تقـرار سي په لا ګر کي

نه لري خوښي بيا په دې چل کي

خيالونه يې اوږده سي په تشويش ددارائي

هر موټر نه غواړي موټر غواړي قيمتي

کارونه ورته وي ښه کار نه وي سمد ستي

ډيري پيسې غواړي پيسې نه کړي دستيا بي

ژمي خويې تود وي نه يې سکورنه يې لرګي

په دوبي کي ميلې کړي هم چکر هم ساتيري

هر څه يې مهايا وي هم يې ژوندوي انساني

هم يې کور وي هم ډوډۍ وي هم  کالي

ولي بيا هم دی ناراض دی دوطن په دارائي

زه نه وينم خوشبخته نه سته خوشحالي

نه پوهيږم دغه لفظ څنګه دی جوړ سوی

ښکلی لفظ دی هر چاه دی اوريدلی

عملي خوشحالي نه سته نه به ووينې ښاغـلی

انسانان وي تل اسود په خپل تلاښ کي

نه به موړ سي نه بې ووينې موړسوی

که هر چاه وي راټول کړي يا شل کړي

په تلاښ کي به ديويشت وي ښاغلي

زما ننګيال بڅرکي دغه فيصله ده

قناعت په خپل قسمت يوه پرده ده

عـــــشــــــــــق

چي هر څومره ډير يا ديږي نوم دعشق دی

چي هر څوک په هوسيږي کار دعشق دی

هر تلاښ دعـشق په زور تر سره کيږي

سر ښندنه که وفاه ده حال دعشق دی

هر ژوندي کاروان دعشق دی روان کړی

په ميږي کي په خټک کي توان دعشق دی

هر هوس او خوشحالي چي دچاه ګورې

که يې خوب دی که يې ويښه ټال دعشق دی

دادنيا ده ټول دعــشقه پيداسوې

په انسان او په حيوان کي خيال دعشق دی

هر احساس چي وهر چاه ته پيداکيږي

که قرار دی که کړاو دی جال دعشق دی

هر عاشق ته عاشقي خپله بلا ده

که شهيد دی که مجنون دی جار دعشق دی

دشاعر کلا م دعشقه ديوان سوی

په هنراو په اد ب کــې تا ر دعـشق دی

دلاله په زړه کې تور داغ دعـشق نښان دی

د بلبل شوراوفـرياد پرلار دعشق دی

سرسرتوره ببرسري ليونيان دعـشق قربان دي

اپيکوردی که ډاروين دی پلان يې عشق دی

هر عاشق دعـشق په لاره کې قربان دی

که بوراده که پتنګ دی ښکاردعشق دی

عاشقان دعشق په لارکې درجوته رسيدلي

که مجنون دی که فرهاد دی رازدعشق دی

زما ننګيال شعرونه ټول دعشق داستان دی

په داستان کې مې فرياد ، فرياد دعشق دی

سپوږمۍ

اول چي ځان ښکاره کي په ملا کي وي نرۍ

څوورځي ورسته پرڅورلسمه سي ګردۍ

ډيره مهربانه ده ، ګام په ګام روانه ده

دپرديسۍ مسافرۍ لاره پرې روښانه ده

هر کله ځليږي دآسمان ښکلې سپوږمۍ

ښکاري په وريځ کې دلومړۍ شپې نا وکۍ

توره شپه سي په روښانه هم روښانه کي نړۍ

کله کله پيدا کيږي داسپين مخۍ شاپيرۍ

هم دغرونو پر سروځان را ښکاره کي

هم دونو پرسرورڼا خپره کړي

کله بيا شرميږي سحرنۍ

کله ،کله بيا کړيږي، هوسيږي اوځليږي

هم آسمان يې ښکلی کړی هم يې مځکه رڼا کړې

دغريب د کور څراغ ده هم يې شپه ده رڼا کړې

دکوچيانو تمنا ده په کوچيا نو کې ښاغـلې

دا پرد ښتواوبيابان ده پردښتويې لارڅارلې

بس داغه صفت دي بس دی هم يې ښکلې

هم يې نياز ددې نړۍ

اول چي ځان ښکاره کي په ملا کي وي نرۍ

دلوړۍ شپې نا وکۍ

بيله تا دنيا تاريکه هم د ژولاره وي ورکه

ته خپل نا ز پرهر چاه وکه پر دا مځکـــه

چي ته نه يې شپه تاريکه وي تروږمۍ

په تياره کې خوښي نه وي

نه خوشحاله وي مر غۍ

بس چي ته سرکې را پورته نو روښانه کې نړۍ

زه دي ګورم تر کړکۍ ای ښکلي ناوکۍ

کا شکي هره شپه رڼا وای په سپوږمۍ

دننګيال بڅرکي شپې دهوس ولا ړۍ

هره شپه يې دسپوږمۍ وه ساتيرۍ

دچوکۍ جنګ

جنګ ؤ دچوکۍ رباني يې را غوځارکړی وو

جګ دوستم پر سپورؤتر لغتو يې لاندي کړی وو

کش يې کړه چوکۍ سياف يې هم ملګرۍ سو

راغلی مزاری په را کيټ يې ارګ ويشتلی وو

يو پښه دچوکۍ ګلبدين ټنګه نيولې وه

داسي يې نيولې وه زنده ګي يې پر بايللې وه

هر راهبريې سل سوټي خوړلي وه

داسې ټينګه کړې وه چي چوکۍ يې ماته کړې وه

ټوله پررا ګرځي کښيناستای نه سي پرچوکۍ

خولې هم پررا ماتي لويد لي يې دسره دي لونګۍ

سرونه پر بايللي دي مسعود او مزاري

دانور هم ستړي سوي هم صبغت هم ګيلاني

عشق چي دچوکۍ نه پتنګ نه پروانه کي سته

داسي عاشقان خو نه په دغه زمانه کي سته

جنګ ؤ دچوکۍ نه اسلام نه عدالت ؤ دا

ټول هيواد پروران سود جهاد يوبرکت ودا

عجبه عاشقان وه چي ليلا ځيني نفرت کاوه

ملک په وينو سور سو هم يې شرارت کاوه

داسي مجنونان وه چي ليلا يې کړه قربان ترځان

اوه يې مجنونان وه چي ليلا يې کړه قربان ترځان

داد قرن مجنونا ن وه عا شقا ن وه مينا ن وه

دوی په عـشق کې ليونيان وه ناروغا ن وه

دوي ترهرڅه سيم اوزرته عبادت کړی

عبادت کړي د ګناهـو تر سرحد کړی

ډير يې مړه سوه، ډيريې شرمينده سوه

لاتر پايه پرداغه خره باندي سپاره سوه

څوچې مجبوره سوه ناټو مدا خــلې ته

اورا وې دانګل پرملک باندي حملې ته

۲۰۰۲م کال

زوړ خيال نوی احساس

ماته هغه پياله راکه چي احساس مي را ژوندی کي

مادهغه ساقي مل که چي پل پر پل مې لاروی کي

بيا مي بوزي ميخانې ته د خيا م کتابخانې ته

دالحاد پرلورمې بوزي په رښتيا مې رښتنی کي

يا مي بوزي وخوشحال ته دتورزنو وميدان ته

چي دتوري اوقلم درس به مې زده سي

نومې ډوب کي په خيالو او فلسفو کي

دروښان افکار مې مل سي

يا رحمان سم مستقيم پر خپل مکان سم

دتضاد په فلسفو کې مې افکاررا ګډ واوډ کي

بيا رحمان او ستر خوشحال هم مخ په مخ کړم

واي برخي ازلي دي تا به هم دځان په رنګ کړم

داد شيخ اومولا نا خيالي افکارمي

تصور دجنتو چې مې قدم په قدم مل دي

ماته داسي احساس را که چي جنت مي ريښتنی سي

نن جنت را ته ژوندی سي او خمار مې تښتنی سي

ماته هغه همت را که چي مې سيال کي دسيالانو

يادګارونه مي تازه سي زوړ احساس مې را ژوندی سي

دهيواد پرلورمې شپه سي بانډارونه مې تازه سي

وهغې باغچې ته ولاړ سم په افکارو کې غوټه سم

دمجلس شمع به رڼا سي خيالونه به ريښتيا سي

تاريخي ديرې کړم پاکي چي يادونه مې تازه سي

چي ياران مي کړل راټول په بانډارکي به کيسه سي

پرزړوبه چليپه سي هم هغه به تجريبه سي

هر با نډاربه مي جنت سي ، هر جنت به مي ميله سي

په پردوبه نه تيروزوهم دا به موپرده سي

دا مجلس به درد او سوز وي

دا مجــلس به ميخــانـــه وي

ميخانه به فاتحه سي ، فاتحه به خا تمه سي

نو ساقي ته به سلام کړم بې حد بې احترام کړم

چي مې بوزي نوي خيال ته ديارانو يارا نه سي

دهــيچاه به پــــروا نه کــــړم

خان خاني چم به يې زده کړم

پروطن چي مې بيا شپه سي

يارانه مې يارانه سي

نو به خود په شکر کښوسم

چي پياله مي پيمانه سي

يوه پخه توبه به کاږم

په توبو به مي توبه سي

بيا به ډيرډيرپه احتيا ط يم

په حتياط کي به حساس يم

چي مي ځای بيا ميخانه سي

پر هيواد مي يوه شپه سي

هغه څه راته عطا سي

نا ارام زړه مي آرام سي

بيا وږمه مې دهيواد سي

احمدشاه مي راهنما سي

نو تر خه پياله کم پورته

اتحاد به مي شعار سي

ټوله شپه به يې چښمه

چي ماښام سي بيا سهار سي

آزاد  ژوند

ژوند يوه لحظه  يوه شيبه ده

دا دشمع غوندي روښانه يو لمبه ده

خوند ترې واخله يوه موقعه ده

دا تيريږي دتاريخ يوه کيسه ده

يو تلاښ دی امتحان دی حرکت دی

ژوند پيرزوده يوه ښکلې آرزوده

دادژوند لحظې تيريږي نوي کيږي

که خنداوي که ژړاسینما غوندي تيريږي

دا پرده دسينما ده تبدليږي نوې کيږي

دادپای ټکی يې پاته خاطره ده پاته کيږي

آزادګرځه آزادي يوه مزه ده ډيره ښه ده

غلام مه سه چي په غاړه يې حلقه ده

که غلا م سې د بل تر امر لاندي

ژوندون هيڅ سي بس دايې نتيجه ده

بادارانو غلامان دي را نيولي

ديوه نوم پاته نه سو ځای يې تبيله ده

هر با د ار نوم اونښان د ژوند ګټلی

چاه ګټلی استقلا ل دی سر با يللی

دهغه بيا ښه ژوندون دی خوند ترې اخلي

آزاد ګرځي آزادوايي ماته کړې زولنه وي

که آزاد دي هم خپل فکر او خپل ځان کی

بيانو ګرځه دژوندون دغه مزه ده

که غلام سې نوژوندون دي په کار نه دی

غلام ګرځه دانسان معنا دا نه ده

که دژوند په معنا پوه سوې آزادي ده

آزادي ده مقابل کې بنده ګي ده

داده ژوند معنا يوه ده ځان په پوه کړه

په هنرکي ژوند دخوند يوه لحظه ده

که په ساينس کې ژوند  بيان کړم

وايي ژوند دجذب اود فعي سلسله ده

اوس به راسو دغني دغه بيان ته

ژوند خوښي ده دجانان ښکلو نشوکي

ژوند خيال نه دی دمزو يوه هستي ده

يو جانان دی بل شراب اوبل ځواني ده

وای ژوندون يو خوږ ويصال دی

نه حرام سته نه ګناه ده دخوندونويو بيان دی

ژوند که لنډوي اوکه اوږدوي انساني وي

آزادي وي ، خوشحالي وي او ښادي وي

چي په ژوند کې دي شراب وي ميخانه وي

يو ساقي وي ،هوښياري وي آزادي وي

هغه ژوند چي دپردوپه ايشارودی

خوښ مې نه دی که وي قصرزنداني دی

زما ننګيال بڅرکي هغه ژوندون خوښ دی

چي آزاديم فقط دغه نوم مې بس دی

دغريب آ خ

نه مې سته لرګی پر کور

نه سته په نغري کي اور

نه لـــــرم  امـيـد د پــــور

چـــا ته به کـــومه شور

سبا ته زه غمجن يمه

وږ ی اوبـربنډ يـمـه

نه لرم پيسې پرکور

با مونه مې دي اوس لا تور

نه مي سته بړستن پرکــور

نه مي سته نيالي يا نور

هر ژمی پــريشان يــمــه

په ځان پوري حيران يمه

غريب يمه دغم څه جوړ

ژمی ځوروي می نور

زاړه مي سوله پلار اومور

وســـوځـــم کباب بــې اور

غـم کوم غـــمجن يمه

غمخورته آرزومنديمه

څنګ ته مي دخان دی کور

کــارغواړي لـــه ماڅه نور

څومره زه بد بخت يمه

ناست دغم پرتخت يمه

اوس چې ژمی راغلی سوړ

خــټــي اوبـــاران سو جوړ

غم يې راته جوړکی نور

سيلونه راځي لورپرلور

غــم کـوم غــمجن يمه

غمخورته آرزومنديمه

کــارکــوم خټګريم زه

دې ژوندته زه خيجل يمه

ټوخي مي داکشره خور

تـــبــه مـــود ټولـه کور

نه مي سته دواپرکــــور

نه مي په ډاکټر سي زور

غــــم کوم غمجن يمه

دژوند څه ګيله مند يمه

غمخور ته آرزومند يمه

و يخ ته اند يښ مند يمه

نوکله چي باران سي جوړ

زړه مي راته شين سي نور

کورمي نړوي په زور

کله چي باران سي جوړ

نې سم جوړولای نور

نه لــــرم سړي د پور

غـــم کــوم غمجن يمه

دژوند څه ګيله منديمه

***

خان وايي خوشحال يمه

په پوخ بيلډينګ آباديمه

ګــــدام مي دغـــلې سوپور

ځای نه سته په ګدام کي نور

غم نه لرم ديخ اوسکور

کله چي باران سي جوړ

حج  کوي حاجي سي دی

دکلي لوی قاضي سي دی

هرڅه چي کــــــوي په زور

وايي زړه مې له غريبه تور

هرڅه مي دي خوښ سمسور

ځـــان تـــې لـــټـــــومه نور

غــم کوم غــمجن يمه

دژوند څه ګيله منديمه

نه غــواړي مکتب پرکــور

نه غواړي چي جوړسي شور

نه غواړي د کلي شور

نه غواړي دپوهي زور

آح! خودغـــــريب پرکور

خنداوې،وي دخان پرکور

وايي! څومــــــره بيغم يمه

دمسکين څه لاس په سريمه

کله  مي حاکم پرکور

کله مې مــــلأ پرکور

غـريب ته بې پروايمه

په خپل کارکي اګاه يمه

کله چې خيرات کــــړمه

نو خپل شوکت بالا کړمه

سودکوم سودخوريمه

پرخپلو ګټوسپوريمه

خلــک قضاوت کــوي

زما به تل عـزت کوي

کله چي څوک جوړکي شور

په حا کم بې ډ بومه نـــــور

واح!څومره خوشبخت يمه

نــــاست پرزرين تخت يمه

هرڅه مي دي خوښ سمسور

نه غــــــواړم دځــــان پيغور

په هيوادکې چي انډول نه وي

حــق حــقـوق به برابرنه وي

نو خود به يو د بــل پــيــغور

چــلـيـږي به قا نــون د زور

وغورځيد بڅرکی دانګارداور

سوځي په لمبوکي  کلی ،کور

نه سته په نغري کي اور

نه مي سته لرګی پرکور

افغان اتحاد

من دی دچنګوښونه سره جوړيږي

لس چي ورارتاوکې درې يې پاته کيږي

ګورم يې په سترګو چي تنها ، تنها کړيږي

هر څه چي ورته وايي دوی نه سره جوړيږي

دوی ځانته دښمنان دي دبل پرواهم نه کوي

دومره ډير خود خوا دي پروادچاهم نه کوي

سترطاقت يې مات کی قوم نه په اباديږي

قصدي نه دي سر يې نه په خلا صيږي

کله خپل وقوم او تر بور ته بلا سوی وي

کله يې ورورته جګ مغزی نيولی وي

مشر کشر نه لري هر يو يې خود سره دی

لار يې ورکه کړې دغه قوم بې را هبره دی

خپل ابتکار نه سته دنورو هم دښمن دی دی

ټول عمر مزدور وي بادارنه ځيني جوړيږي

ډيرځل راهبران اومشران په کښي پيدا سي

کله چي دمرادسي د خپل قومه څه جلا سي

وجنګ ته ښه تياردی په جنګ کي دی غښتلی

وخت چې دقدرت سي په خپل ځان کي دی ويشلي

سرې سترګي دباز په منګلو خپل نازيږي

په سرکې چي څه نه وي څه نه ځيني جوړيږي

پسرلی

که ځواني هوس بهار وي اوګذاروي

يا دادواړه په يوه وخت او يوزمان وي

که بهار درڅه تيريږي ځواني هم نه پاته کيږي

بس داغه لحظ حساب دی چي شميريږي

که بهارولاړسي خزانه درته ولاړ دی

يوه لحظه هوس کي په خمار درڅه تيريږي

يوپه بــلــه مــوسمونه دي تيريږي نه تميږي

ژوند يوه لحظه ده په لحظوکي څي تيريږي

شنه سمسور وختونه تيرسوه

اوس بلګونه دي رژيږي

دځوانۍ بهار چي ولاړسي

بيا اخير خزان رسيږي

په بهارکې دغوټۍ خندا وينم

هر يو ګل به يوشيبه درته خنديږي

موسم د رومي ونو پاڼي ژړي کړي

هر څه په يو لحظه کي چي تيريږي

ژمی هم ثابته نه دی دزمان سره تيريږي

داچي هر څه تيريده دي دزمان په اوښته دي

دادوخت په تيريده دي بيانوواوره اوريده دي

نو شيبې دي په حساب کړه اولحظې په اوښته دي

سترګي روڼي کړې دخوبه چي سهاروي

نو بيا ږغ دملا اورې چي آذان وي

ټوله شپه دي په هوس ، هوس کې درومي

ښه هغه چي دي په شپه اوورځ بهاروي

پسرلی وي خپل نګاروي وخت آرام وي

ميخانه کي دي اختياروي رازاونيازوي

دبڼ شوروي دبلبلوهم آوازوي ميخانه کي

بس داغه جنت دي ځاي دی په حجره کي

دملا نارې به اورې دسهار په آزانګوکي

بس دعقله څه کاراخله دژوند په دې شيبو کي

دننګيال بڅرکي امیدونه وبهارته

که پـيـرزو سي دالله عطاو تاته

درواغ

ددرواغو منزل لنډ دی

نیت ئې خراب په سرکې زنګ دی

عادت خراب سي ژوند بې اعتبار سي

درواغ چي وايي بد د خپل ځان سي

په کلي کور کي دی شرمينده وي

ژوند په بهانو کړي درواغ يې زده وي

وخت به تيريږي دی په چليږي

اعتبارولاړسي  څوک رسوا کيږي

درواغ مرض دی دا عادت کيږي

خلاص به ترې نه سې ددې عادته

قسم ، قسم خورې ترڅومنل کيږي

ژبه لنده ده ګـــــــرځول کيږي

هر څه چي وايې اوريدل کيږي

دننګيال فکر پرتجريبو دی

درواغ بنسټ دبد بختو دی

دشرمښکۍ ستونزه

زه عاجزه شرمښکۍ يم پټه دانسان څه

عا شقه پر خپل ژوند يم محرومه درڼا څه

زه تل پټه په کوڅو او تار يکو کې

هم په خاور کې خوشحاله يا خا شوکې

نه مي نيښ نه مې قوت دبدۍ سته دی

په تياروکي مي ژوندون دخوښۍ سته دی

زه خو شحاله که مې پريږدي تنهايي کې

هم خوشحاله که مې پريږ دي تاريکی کې

ماخو پريږده ټوله ژوي په غوغا دي

خزنده اوټول ميږي يې تر پښو لاندې

هر چهار پایه دانسان څه دی نارا ضه

څوک اهلي کي په خپل کورکي دايې رازدی

په تيره چاړه يې غاړه ورته پرې کي دايې نازدی

دچرګانوياغوايا نودپسونوخودا راز دی

يا په سپيانو باندي جنګ او سګواني کړي

يا غـوايي غوندي خد متګا ر په نيزوولي

په هروخت کي هر حيوان دظلم ښکاردی

هم په غـروکي په ځنګلوکي ناآرام دی

دايو زه يم زه هم پټه په صوفوکې

شوپرک غوندي را وزمه په شپو کې

په هر کال کې قرباني کړي

داختر په نوم يې وژني اختري کړي

راباسې له ځنګه که پړانګ وي که ليوه

دوۍ بندي کي په ژوبڼ کې کړې تماشه

آزاد ژوند ددوی څه اخلي ته واښه

بيايې ونيسي بندي سي په قفس ياپنجره

ځکه پټه يم په خاورو او خاشوکې

يا به ځغلم په قبرو په هديرو کې

زه يم ښکلې شرمښکۍ په خپل خالو کې

هم يم پټه دانسان څه په چاکو کې

ورته ګورم چي انسان څومره ظالم دی

دا برسيره چي په ژوند کي دی کامل دی

دوی په خپلو کي هم نه دي سره وروڼه

يو پر بل باندي حملې کوي تاختونه

په وسلو باندي سمبال دې ټول ملکونه

جوړوي هم را کيټونه او بمونه

ورانوي يې دبابا ورپاته سوي ميرا ثونه

په سیالیو جوړه وي اټم بمونه

نو زه خواره يو عجيزه شرمښکۍ يم

پټه پټه ګرځم په تياروکې ګړندۍ يم

هره شپه راوزم اوږده په خپل لکۍ يم

ګرځم پر هر لوري سرګردانه دډوډۍ يم

کله چي انسان نه وي زه هلته په بازۍ يم

دانسان څخه بيريږم ځيني ځغلمه کوچنۍ يم

سرمي ښورومه وهر خواته سترګي رپومه

هره خواچي  انسان وينم باور نه پر کومه

کورنۍ به جوړه ومه ، اولادونه خپل روزمه

هر اولاد څارمه دباندې نه پريږدمه

ښه دی زه شرمښکۍ يم نازکه اوکوچنۍ يم

وانسان ته نصيحت کړم اودسولي پلوۍ يم

عجب عقل دانسان ، خطرناکه تر حيوان

زه ورته وایم:

شرمښکۍ مظلومي پټ دي که خپل ځان

خپل ځان په عقل فکر پټوه پر هر مکان

کنه نيسي دي بچيان ددې انسان

زه ننګيال بڅــرکی مل دشرمښکۍ يم

هم هوښياره هم يې مل دخوشحالۍ يم

پخه خبره

خبره به هغه وي پښيماني به پکي نه

هوډبه په رښتيا کړو دورنګي به پکي نه دي

لاره مو ستونزمنه ده خو خبره مو بيا صافه ده

تکل به دهيوادکړو خو ټګي به پکي نه وي

ځوبه تر منزله که مو پښې لا هم تڼاکي سي

خيژوبه پر لوړه ټنمبلي به پکي نه وي

ګوره ساده نه ده چي داخوارهيواد سمسورسي

ګوره ساده نه ده چي دا خوار هيوادبيا جوړسي

بيا به افغانان دازمون پر ډګرزورسي

جوړبه بيا تاريخ کړو بې ننګي به پکي نه وي

ټینګ به اتحادکړو جوړ بزد لی به پکی نه وی

وګوری!هيوادته دهر لورڅه دامونه دي؟

ځکه نورا ټول سی چي پرتاسي بل اورونه دي

ټوله ځان پتنګ کی معاطلي به په کي نه وي

لاره مو معلومه ده دسولي بهبودۍ پرلور

او چت قدم دراخلی چال بازي به پکي نه وي

خبره مو پخه ده که هيواد موخپل سمسورساتی

يو له بله جار سی دښمني به پکي نه وي

جوړ يوښه مرام کی دمرام هسته روښانه کی

ولسونه دردعوت کی فرکسينونه پکي نه وي

چيري چي رښتياوي ، صداقت وي اووفاه وي

هلته به رفاه وي درو غي به پکي نه وي

په لاس تر زني ناسته کلا نه ده جوړه سوې

جوړه سوې په زحمت ده چي خوبونه پکي نه وي

بيرغ دآزادۍ ، ډيموکراسۍ په لاس اوچت کی

دا شعار دی ښکلی ديکتاتوري به پکي نه وي

نن زمان وتاته داميد سترګي په لاره دی

دوحدت صفونه جوړکی شکستګي به پکي نه وي

ننګيال مو هم ملګری هم ملګری دملګرودی

هم ملګری تر اخيره خو دولاري به پکي نه وي

قانون او مذ هب

که مذ هب او سيا ست سره يو ځای سي

نوبه خپله يو انسان بل ته بلا سي

مذهب بيل سياست بيل دی يو د بله

سياستمدار دي وآزاد فکرته خلا ص سي

مذهب ښکلې عقيده ده وانسان ته

نه چي بده استعمال سي  مااوتاته

انجيل ، تورات زبور اخير قران دی

انسانانو ته را غلی  را هنما دی

ګوره! نن چي وسيله يې د سيا ست کړه

قدرتونه يې په جوړ کړه

دارئي يې په را ټول کړه

آزادي سته په مذهب او په قانون کي

آزادی که دمذهب اودقانون سره جلاسي

مسلمان به نړۍ کي يو ښه سيال سي

که پر ملک مو دپردو مجهول مرام وي

ملک تالا سي زوړخیال به نصیب ستاسي

مذهب خپله رهنما وي په خپل وخت کې

خو قانون به تل بد ليږي په تغير داجتماع کې

هغه څه چې نه تغير کړي نه بدليږي

عقیده ده چي انسان ته پاته کیږي

جدائي دسياست او دمذهب هلته پيدا سوه

چي آسمان ته دانسان لاره پيدا سوه

آزادي ده چي انسان ئې آسمانو ته خيژولی

په هوآ کې په موجو کې پناه کړی

دمذهب او سياست توپير ډير ستر دی

سياست يوواک داري ده  مذهب تل دی

دعلومو څه يې هم توپير څو ځل دی

علم تل پر تجريبه دی

خو مذهب په پرعقيده دی

هر انسان دي وي آزاد په خپل ضميرکي

هر ملا دي په ممبر کي خپل را هبر وي

په جهان کي هر څه ځانته يو تعريف دی

هر لاره وي جلا ځا نتې معرف دی

شيخ که پريږدووممبرته

چي خپل واضع کړي

په خپل ږغ سره اسلام ته خپل اوازکړي

ددولت په جوړيدو ځان رسوا نه کړي

ياخپل ځان په دې مادي نړۍ لغوړن نه کړي

شيخ ملا دي وي دخدای په خدمتونو

سياست دي وي دملک داقتصاد په جوړونو

بس دهر چاه به معلو م وي خپل کارونه

وهر چاه ته به هم جوړوي قانونونه

نه به څوک وي په هيواد کي نا معلومه

بس دا ټوله به په ګډه کړي کارونه

هر مذهب که دزمان سره همراه سو

خود به خود به اطمنان دبل سبا سو

که مذهب او سيا ست سره يو ځای سي

نو مذهب به په پيسو باندي سودا سي

ورځ په ورځ به انسانان په وړاندي درومي

چي په مغزکې آزاد فکـر پيداسي ددې لومي

دننګيال بڅرکي تل دغه دعا ده مسلمان ته

چي په ځان کی فکروکړي سيال سي بل سبا ته

تيريدونکی زمان

اوس خولا ځوان يم پر پښو ولاړيم

په غوږواورم کړم ښې خبري

تيري خبري مې را په زړه دي

ځيني غلطي ځيني بيا ښه دي

هر څه چي تير سول وای هغه هير سول

تير هم  پرتير سول هير هم پر هير سول

ماته هير نه دي تجريبه کار سوم

تار يخ مې ښه دی په افتخار سوم

ښه چي وه ټوله هغه ښه وه ، زه په ياديږم

غلط ښه نه وه زه په شر ميږم

پښيمانه نه يم زه په اقرار يم شاهد دځان يم

چي ښه وه ښې کړل زئې طرفدار يم

زورچې درلودی زورورولاړه

بيا چي حساب سو دوی شرمينده وه

هرڅه تيريږي يو نوم پا تيږي داغه قيصه ده

مخکي لا پوه سه  دا سا ده نه ده

هر څه زغمه مم، بد نه منمه

ځکه پښتون يم دا مي پيشه ده

سر لوړومه،سر خپل ساتمه

ښو ته که ښه يم ،بدهیرومه

داد توصيف له مخي

دا دتعريف له مخي

صحيح غلط نه بولم

غلط صحيح نه بولم

که ګناه ګار يم

که سمون کاریم

او س که خدمت کومه

دغه پر وخت کومه

که وخت مي وبايلا و ه

بيا به پښيمان يم

کاروان دژوند چي درومي زيې طرفدار يم

سرمي ټيټ کړی نه دی په دغه وياړیم

زما ننګيال بڅرکي عمرتير تر پنځوسو

هر څه چي تيرسي د هيواد وياړيم

دهالينډ ژمی

خښميدلي يو لحظه دي دا اوريځي

په شدت يې اوروي سپيني څپري

چاپيريال يې دی سپين کړی

په څپرکو کښته کيږي

بيا پر مځکه هواريږي

هم ددوبي زخيره سي

هم يې مځکي اباديږي

سپنه ورځ توره تيارسي

دفللک يې داسي چاري

سپيني واوري يې نا دري

بارانونه يې اوريږي

هالينډي آسمان تاريک دی

چي اوريځي يې تاويږي

لمر يې پټ وي په اوريځ کي

ټوله ناست په مصیبت کي

چي را ووزي بیا ځلیږي

سپيني واوري چي اوريږي

وني سپيني کړي په ځان کي

خو پر مځکه چي رسيږي

ویلي کیږی  نه پاتيږي

دا څپري چي اوريږي

سپن آسمان کی معلومیږي

منورآسمان په پټکي

غوړيد لی لمريې نه سته چي پيداسي

چي پيداسي هالينډ ټول په واويلا سي

دم ګړی يې تغير دی په هوا کي

دهوا اعتبار نه سته په آسمان کي

درې څيزونه ثابت نه دي په مثال کي

يو يې ښځه بل هوا بل قانون دان کي

هرسهار زه آسمان ګورم په فضأ کي

چي به څنګه وي هوا سهار ماښام کي

اوس چې ګورم په کړکۍ کې لاندي باندي

غلي ، غلي واوري وينم ځغلي په هوا کي

پورته کښته په ګډا دي په فضأکي

په لحظه کې دنيا سپينه کي پيداسي

ټوله سپين کي پرخه ،پرخه

په پرخه ، پر خه رااوريږي

چمن سپن وني کي سپيني

هم پرځان باندي تاويږي

تناسب نسته هواکي هر څه سته په اروپاه کي

دقدرت وتماشوته فکر وکړی چي څه کاندي

دننګيال بڅرکي خپل قضا وت دادی په هواکي

عقل فکر سره يوکی دانسان په سمسور تيا کي

سمه لاره

چي لاره دي پخه وي پر خامه لاره به نه ځې

که سمه لاردي زده وي پرکږه لاره به نه ځې

لارکه دي اوږده وي پراوږده لاره به ته ځې

که نه وي درمعلومه پرهغه لاره به نه ځې

لاره پخه اخله پرخامه لاره به نه ځې

ځه پرهغه لاره پر پردۍ لاره به نه ځې

يوه لاره که بلده پرهغه به هميشه ځې

چي لاره دي پخه وي پرخامه لاره به نه ځې

پر خپل فکر دي ولاړ سه دهرچاه پر خيال به نه ځې

يوه لاره انتخاب که پررنګا رنګ لاروبه نه ځې

ځه پرخپله لاره دهد ف پر لور انتهاته خپله ته ځې

لاره دي وهه تر نيمي لاري به نه ځې

پرهره لار چي ځي دالحادپرلار به نه ځې

لاردي که معلومه دهر چاه پرلاربه نه ځې

چي په بدو کي مشهوروي دهغه پرلاربه نه ځې

چي تاته نامعلوم وي دهغه پرلارپرڅه ځې

ته يې تجريبه که چي څوک ډيرتيروتلی دي

هغه وي پښيمانه په د ستور د پردو تللي دي

راسه چي اوس لار ه انتخاب کړوکه پياده ځۍ

که ته ځې اوس پربله بيانو زما سره به نه ځې

دننګيال بڅرکي کا روان تـل پرهغه لارروان دی

دملګرو سره مل يم که په پښوځې که سواره ځې

زه ننګيالی دپښتنو شاعريم

آسمانه ږغ مي دی پرتا لاندي ترمځکي راځي

دلوړو غرنواو درو شاعر يم

زه ننګيالی دپښتنو شاعر يم

واوره آسمانه ستوري دي هم غوږ ونيسي

زه دتاريخ دحماسو شاعر يم

زه دجنګو دتجريبو شاعر يم

مځکي ښکلا که دي لوړه آسمان ته ورځي

پردغه مځکه دزمان دتوفانو شاعر يم

په طوفانوکي دبدلون انقلا بوشاعر يم

آسمان ګوره هرهيواد مي تما شو ته راځي

دآزمايښت دتاريخو شاعر يم

زه دغـمنو او ښادو شاعريم

دننګ پرخاوره که مي څوک ازمایښتوته راځي

زه دازمون ازمايښتو شاعر يم

دافغانانو دبريونويشتوشاعريم

کهکشانه ستا ځلا په شپه کي وينم ټول دي ليد وته راځي

ستا د ځلا د تاويدو شاعر يم

ستا دريښتينو قد موشاعر يم

ازادي غواړم دخپل ځان په قيمت چي لوټيدوته راځي

دهرلوټمارد پورزيدوشاعريم

د تجا وزد مخ نيو شاعر يم

زه په ولا چي سوله ښه پيژنم نن دوی دسولي ړنګيد وته راځي

دهر جابر دمخ نيو شاعر يم

زه خودسولي آرزښتوشاعريم

زه به بڅرکي لګوم اوبد لوم په کرودوی به کروته راځي

زه دسکروټودتوښو شاعر يم

زه ولمبو ته دکرو شاعر يم

پخه ارا ده

لمر به سور سو په سهار يا مازديګرکي

ما سور سوی لمر ليد لی په غـرمه کې

ګرد غبار چي سره يوسي بيا طوفان سي

ما ليدلی دی طوفان په خپل ځيګر کي

نړول اوورانول کار دسيلاب وي

ماليدلي ورانول دکلي کور دي بې سيلابه

څاڅکي څاڅکي دباران چي سره غونډ سي

بې باران ما ليد لي دي لښتي اوبه بهانده

دباران اوبه لښتي سي بيا ويالي سي بيا درياب سي

مادي ډنډ اوبه ليدلي بې اسمانه بې بارانه

که آرزواواميدونه سره ونغښته په ځان کې

هم به ښاد کي هیوادونه هم به وران کي حکومتونه

دبسترناروغان ډيردي وفات سوي اومړه سوي

ما ليدلي دي مړه سوي بې نالۍ اوبې بيستره

اوريدلي مي مرګونه په ازل کي نويشته وي

ماليدلي دي مرګونه بې باوره بې ازله

عفتونه تل نازل وي دآسمانه پر بې علمو

ماليدلی دی عفت دادعلم د جوړسو فورمولونو

که په عقل ورته ګورې په تخنيک کي پرمختګ وي

ماليدلی دی وحشت په پرمختګ کي

دهيواد پسرلی

ګل چي دبلبل سره وصال کوي

خوند دغه حالت زما دهيواد کوي

ورک چي سي يخني پسرلی بيا راسي

زړونه سي خوشحال چي اميد بيا راسي

وروړي وماليار ته دباغچوپيغام

ژرسي په تلوار سي چي ګلزارراسي

ګل چي په مسکاسي دشبنم سره

داسي اتحاد ته بيا ښکلا را سي

وروړه وجنکوته دسنګار سامان

ګل چي په کوڅوکي دليلا راسي

مات چي يخبندونه نيشترونه سي

ډکي هم چينې او ګدرونه سي

مهرو محبت پر هر ساه دار را سي

بوی ته دګلونو پتنګان را سي

شنه او زرغـونه چي دښت او غـرونه سي

زړه ته دشپونکي خو شحالي بيا راسي

ږغ چي په رمو کي دا دوريو سي

نوی سي ژوندون نوی بهار را سي

مستي چي کوچياني په دښتو کي سي

زړه ته ددښتو ښکلې هوآ را سي

نو ي چي هلمند ته کوچيان بياراسي

ياد مي سي وطن نومي دا خيال راسي

پنځوس پسرلي ولاړه نوی بيا راځي

زيری يې را نه وړ، نو ژړا را ځي

زموږ هيواد يو نوم د پسرلي لري

کله به قسمت کي هيوادته تکل زما راځي

نورنو دپردو پسرلی نه غواړم

هر وخت مي وزړه ته دغه خيال راځي

هيڅ وخت به مي اميد دزړه بدل نه سو

داسي راته ښکاري چي يو خيال راځي

څنګه را څه پاته سو ديار کوڅه

هر څه مې پياد دي يادمې بيا راځي

پاته خا طره سوله ديار کوڅه

مينه په بهار کي ديار بيا راځي

نوم دپسرلي يوازي نوم وي پروت

چيري ارغنداب چيرې اوازراځي

دلته چي ارمان دعشق ادا نه سته

کله به بلبل دګل پررازراځي

دلته چي ليلا ته يو مجنون نه وي

کله به مجنون ته خيال دخپل ليلا راځي

خوند دغه حالت زما دهيواد کوي

هلته چي بهار په ريښتيا بيا راځي

دبابا مینه مه ورانه وه

ځوانه دا ولي دغمونو آوازونه را وړې

ولي دي کورته دباروتو جوالونه را وړې

تا اوس ميړانه ازمويلې ميړنی ځوانه

نور ولي دې ازمون ته تور داغونه را وړې

اوس پسرلي ته د ميلو ټاټوبي ولټوه

اوس به پيغلا نوته د ګلواميلونه را وړې

اوس دبابا پرمېنه جوړکړه دخوښۍ برجونه

اوس به غريبو اوبرمنډوته لباسونه راوړې

اوس دي دغم خبري پريږده چي هيري سي

هيله خو داده چي غموته به جشنونه راوړې

اوس دا پا شانده خښميدلي ځوانان يو کړه سره

واتحادتې دواحدت کلک ځينځيرونه راوړې

پرون چي جنګ وپرسنګر پيغلودي ملا تړله

نن به دې پيغلوته دميني وصالونه را وړې

ځوانه نور بس کړه مېنه ،مینه ورانه سوه

اوس نو ومېني ته دوا اودرملونه راوړې

څوک دي نور نه ستايي په وژنه دورور

ته به خپل ورورته دتعليم ښه کتابونه راوړې

دادواحد ت لاره دي خپله که ميړنی ځوانه!

ننګ دي ملګری که فکروته نوښتونه راوړې

بې پروا

ماته چي په سترګو ادا نه کوي

زه چي کړم ادا دا پروا نه کوي

سر باندي مي سپيني ،سپيني واوري سوې

زړه  مي  دا د د و بي بخـــا ر نه کــــوي

مسته ده مستي کوي ښکلا لري

ښکلې دانګه ونه کې ځلا لري

ماته اوس په مينه موسکا نه کوي

زړه مي ورنژدې کی وفاه نه کوي

کشکــــي مې دامينه هم زړه وای

يا مي هم احساس دځوانی نه وای

ځان راڅه پتنګ غـوندي ستي غـــــواړي

زړه دبلبل څيري سي خاريې پروانه کوي

يا به دا ماشوم غوندي وړه وي

يا به راڅه ډيره قرباني غواړي

نه پوهيږم څه ګناه په ماکي ده

يارا څه دعمر مجرائي غواړي

نه کيږي ياري ددوفصلــونـــونور

چي دژمی په موسم کي دا ګرمي غواړي

هر عمر د خپل عمر عادت سا تي

کله برابردځوان اوزوړنرخونه وي

زه هم په خپل وخت کي ارزښت مند ومه

اوس راته پراته پخوا ني زاړه خيالونه دي

بياراځي پسرلی بياراځي

زيری په وږمو کي هري خواته ځي

ږغ سو دمرغيو بهار بيا راځي

خوند داسي بهار زما دهيواد کوي

چي تللي افغانان په اميد بيا راسي

څڼو ته دي ورکه ليلا وړمه ګل

با غچي ته چي دګلوغوټۍ بيا را ځي

رنګ اخلي د ښتونه دګلونو څه

دښتو ته مالداراو کو چيان بيا را ځي

ورک به سي تورتم او د جنګو دور

هيواد ته به دسولي کاروان بيا را ځي

روڼي سوې ويالې ، ډک هم ګدرونه سوه

ګدر ته به ليلا په نخرو بيا را ځي

ښه تيريږي هغه دبزګر په زړه

زړه ته د اميد چي تسلا را ځي

څه تير يږي بيا دکارګر په زړه

شاته دماشين چي آوازبيا را ځي

خو ښ دي هغه زړونه چي ارمان لري

زړه ته چي غورځنګ د خوښۍ بيا را ځي

ماته د جنت تصور څه دی او س

ما ته دهيواد ياد په بيا، بيا را ځي

غرونه او رودونه ، شنه باغونه زما

دا چي مي په زړه سي او ښکي زما را ځي

زړه چي دننګيال شين او خوا شينی سي

يادې خاطرې کړم خندا بيا را ځي

دپسرلي ياد

پرخه دسهار چي دګلاب پرپا ڼووينمه

نغمه چي دبلبلودګلاب پر څانګو وينمه

غلی په خندا سم چي زه دا ننداره وينمه

خوښ را ته هر څه سي چي دا تماشه وينمه

زيری د بهارچي دګلونوخوشبوئي راوړي

ګورم دا وږمه چي تازه ګي را وړي

وګوره غوټۍ را ته مسکانه اوپه خندانه سوه

اح دزړه څه وخوت دبلبل نغمه ګویاسوه

ډکي سوې ويالې ددروڅې اوازاورمه

شرنګ يې دی دليري دشيلو څې اوازاورمه

خوښ مي دی شپونکی درمو څې اوا زاورمه

زړه دباغوان خوښ دی دباغو څې اواز اورمه

مسته سي کوچۍ ددښتوڅې اواز اورمه

سرچې ترانه کړه د ه د روڅې اوازاورمه

ښاددي پسرلی وي په دښتو کې ګلان وينمه

خوښ دي دا ګړی وي ، په غاټول کې خندا وينمه

مړاوي زړونه خوښ کړي په وږمو سره

خيال دپسرلي دی په خيالو کې احساس وينمه

هر څه سي سمسوراميد ونه نوي، نوي سي

زوړبد ل په نوي سي داسي قانون وينمه

ياددپسرلي چي پرافغان راځي په زړونوکې

ياديې سي په زړه کي يادکي ئې چورتونه سي

هر کال انتظاروي پسرلي ته چي ګلونه سي

خا ص دغم ژلۍ دي ورک ئې بارانونه سي

نه پو هيږم ولی راته قهر دی دآسمان مالک

داسي معلوميږي چي بد ، بد مو نيتونه سي

کله به په ملک کي دپردوخوند پسرلی وکي

کله بې وطنه به قرارزموږخپل زړونه سي

نه دی پسرلی چي په کښي ياد د يارانې نه وي

نه دی ښه ګړی چي دساقي بانډارخانې نه وي

زه بڅرکی غواړم بزم ټول د پسرلي څخه

چيري زه ورځم چي بانډار کي يارانې نه وي

څلوريځي

چي واړه کورونه لوی سوه ، لوی واړه سوه

ګوندي را ز د زما نې به وي همدا سي

چي دا زما په مخ کي سترترماهو ښيارسوه

دقدرت به پيرزوینه وي همداسي

څلوريځه

ماشومـان چي وژل کيږي فلسطين کي

نو قصرونه به ورانيږي منا تن کي

دنفرت اورونه بل دي په بغداداوپه کابل کي

عقل نه سته ديو نو په دغه سر کي

څلوريځه

بيا پر څه يې خښميد لی کندهاره

چاه کاږه درته کـتلي بې کرداره

اټک تا ته څه پيغام دی درليږلی

کوم دښمن دي پيژندلی خطر ناکه

څلوريځه

په لاس کي يې تسبيح دي ږيرې غاټه

عمل يې د شيطان دی تړلې ده خرټه

په لباس يې غولولي عام او خاص دي

په داغه ميکر چليږي خيټه يې غاټه

سپو ږ مۍ

اول چي ځان ښکاره کي په ملا کي وي نرۍ

دغه سپينه ناوې پرڅورلسمه سي ګردۍ

داسي معلوميږي لکه ښکلې ناوې نا وکۍ

هر کله ځليږي دآسمان ښکې سپوږمۍ

ډيره مهربانه ده پرهر قدم ، قدم روانه ده

روښانه ده دغريب دکورهوس اوساتيرۍ

ته دغرونو د سرويې هم هوس دغـرڅنۍ

هم پر غرونو هم پردښتواو غونډ ۍ

ستا رڼا ته هوسيږي هم ځوان اوهم جنکۍ

ته هوس دهر شاعريې ځکه رازيې دنړۍ

څومره خلک د روتلي ستا ليد وته

چي هم ښکلې او هم نياز يې دنړۍ

بې تا نړۍ تاريکه هم دټولولاره ورکه

په تياره کي څوک خوښ نه وي دتروږمۍ

مه شرميږه مه پټيږه په اوريځ کي

سپينه يې حسينه زه دي ګورم تر کړکۍ

که دغرونو پرسرو مخ را ښکاره کې

که د ونوپربلګوځان راڅه پټ کې

هر يو نازدي دی دنازه ښکلي ګلا لۍ

په تیاره کی خوښي نه وي د مرغۍ

بس چي ته ځان را ښکاره کې

تماشه سي د ځوانۍ

زه دي شپې حسا بوومه چي ته راسې ناوکۍ

که ته نه سې را څرګنده پرکړکۍ

نه دبام پرسر به ووينم نجلۍ

دايو ته چی امید درته کوم دزنده ګۍ

زه پر تامینه کومه دآسمان ښکلي سپوږمۍ

که دي حال راته بيان کې نو ارام سم

ته مو ګورې هم مو وينې پر نړۍ

دوحدت دواده په وياړ

دسپوږمۍ شپول

سپيني ناوي مخ ښکاره کی په جاله کي

يا سپوږمۍ بنده په شپول کي په هاله کي

يا اوږد خيال مي دخوښيو په څپو کي

يا دوران مي دخو ښيو په دې شپو کي

يا وحدت دی د ځلا په کينارو کي

يا ښکلا ده دځلا په دې شيبو کي

په کلنوکې مي خندا نه وه ليدلې

اوس خنداراته نصيب په نصيبو کي

دا خوښي مي هم په خوب نه وه ليدلې

اوس يې وينمه ريښتيا په دې شيبو کي

په کلو مې زړه ستي سو په غمو کي

خدای خورا کړه خوشحالي زموږ په کورو کي

دخوښۍ ورځي که کمي دي

د ژوند په دې کلوکي

اوس يې وينو د واده په څيراغوکي

تالې مند کسان هغه په قسمتو کې

چي يې ژوندوي د خوښيوپه شيبوکي

بس دا غه دوداودستوردی موږ منلی

چي يې لورد کوره وزي په ابرو کي

مبارک دي وي هم پلار او هم خسرته

په دوستۍ سره قومونه اباديږي په ودوکي

اوس چي مينه سره يوسوه په څپوکي

دواده مينه ښه مينه ده دميني په دودوکي

دښادۍ اوازاوچت سي په دووورځو

يودزوی بل چي ناوې راسي په سازوکي

دوحدت او دځلا مينه چي يو سول

زما ننګيال زړه به هميش وي په ټوپوکي

بندي  مرغۍ

چي چيغيږي په قفس کې دامرغۍ

وائي واورۍ زما ناره دآزادۍ

دبهر مرغان آزاد اوجوړه ګرځي

ماته نسته حق حقوق دآزادۍ

***

طلا ئي قفس په شکل کې ښه ښکاري

هم مې شته ده په پيالو کي دانګۍ

دچيني لوښوپيالې ماته پرتې دي

هم مي شته ده ښکلې ، ښکلې آبخورۍ

***

سيلا نيان مي دفرياد ننداره کاندي

هـم مـي بــولــي په نامه د کــنــرۍ

وباغـچواووګلا نوته مي بـوزي

کړم نارې او غــلـبـلې دپردېسۍ

***

دخوراک متاع که هرڅومره وي ډیره

هيڅوک نه غواړي قفس ددلتنګۍ

آزادي خو لوی نعمت ده هر ساه دار ته

که نه واوره دقفس ددې مرغۍ

***

استعمارچي هيوادونه ځانته ښکيل کړي

دښکيلا ک به هم چيغاروي پرنړۍ

دنيا وال که نه پوهيږي نودي واوري

زده کړه کيږي دقفس ددې مرغۍ

***

ا فغا نا ن په آزادۍ  باندي  پوهيږي

ځکه   ولاړې  ککرۍ  پر آزادۍ

که مې ژوند نه وي آزاد ځان به نثارکړم

خوښ مې نه دی بنده ژوند د بنده ګۍ

دهيوا د پسرلی

ګل چي  دبلبل سره وصا ل کـوي

خوند دغه حالت زما دهيواد کوي

ورک چي سي يخني نوی بهارراسي

زړونه سي خوشحال پسرلی بيراسي

وروړه ومالــيــا ر ته دباغچــــو پيغام

ګرمي ميخانې سي چي سا قيان راسي

وروړه جنکوته دسينګارساما ن

ګل چي په کوڅوکي دليلاراسي

ډ کي هم چينې اوګـــد رونه سي

مات چي يخبندونه نيشترونه سي

مهرو محبت پرهر ساه دارراسي

بوي ته دګــلونــــوچي بورا راسي

ډلـــه سي زلمي دارغنداب پرلـــــــور

شنه سي شنه باغونه چي ماليارراسي

پيغلـي بيا په تن کي د سيا لۍ لبا س

اوله چارشنبې چي پردې کال راسي

پورته سي جنډه بيا دسخي پر تخت

زيارت ته چي په مينه د مزارراسي

ورسي شاعران د ننګر هار پرلور

بــوی چي دنارنجو پرفضأ راسي

ما چــــــي دهيواد بهار ليد لی دی

تکل مې په فکروکي دهيوادراسي

هرڅه نوي نوي سي ژوندون نوی

ژوندچي په وږموکي دننګيال راسي

مينه

مينه چي رسواوي خورسوا به وي

نه سته هغه مينه چي رسوا نه وي

ګټه په ريښتيا کي په ريښتيا به وي

پټه ، پټه مينه زمـــا او ستا به وي

ستا نازاوادا کــي وفاه وينم

دابه د فاه په یو سوغات کي وي

زړه ته چي نـــژدې وي بيا هغه صنم

زما څه چي نازغـواړي امتحان به وي

مــيــنــه چي رسوا وي هغه مـيـنــه ده

پاکه رسوا مينه ديوسف او ذليخابه وي

مــيــنــه شاهـــدان اورسوائي غــواړي

داسي يوه مينه دشيريني يا فرهادبه وي

يوزړه مـــيــن نــه سته

بيله د وه وو زړونوڅـــه

داسي جوړه زړونه

دمجنون اود ليلا به وي

مينه ضرورت او خصلت دواړه دي

مينه په چوکا ټ کي دانسان بـــه وي

مينه هر ژوندی او هر ساه دار لري

لــڅـــه رسوا مينه دحــيــوان به وي

مينه د مينو چي په زړه کـي وي

مينه چي رسواکي غمازان به وي

نه سته هغه مينه چي رســــوا نه وي

چيري عاشقان سته چي رسوا نه وي

مينه دغــماز په غــمــازي کله کــمــيږي

مينه امتحان دی لا ټنګيږي

مينه هغه مينه چي په زړو کي وي

مينه د وطن چې په رګــــو کي وي

دادننګيال مينه چي رسوا سوله

ولاړی تر غما زه يې پناه سوله

پښتون ته رښتيا

دغه ماته کړه ، دا چپه کړه

پښتونه څه هم جوړوای سې

دا کافرکه څوک پرلاري دالحاد که

پښتونه څوک هم مسلما نوای سې

تشي ، تشي دي خبري ستا

پښتونه څه هم سمه وای سې

ټوله ژوند دي دی پر غرونو

پردا مځکه ژوند کوای سې

يادي تـــــوره ده را کــښلې

لاس په وينو ګټه کړای سې

بدواو چاکوکښ دي ټوله بولي

يو بل ښه نوم هم ته ګټای سې

دوست دي نه دی پيداکړی پر دنيا

پښتونه يوڅـــوک هم خپلوای سې

ټوله ژوند دي په خيالوکي دعقبأدی

په ژوندون هم ژونـــــــد کوای سې

نــــــــــړۍ ټــوله په تـارو ده جـــاروتلې

په دې جال کي ځانته ځای پيداکوای سې

ددنيا څه بيګانه او تـــــــــک تنها يې

په نړۍ کي يو هيواد هم خپلوای سې

ټوله زړه درباندي سوځي چي غريب يې

په غربت کي دخپل ځان فکر کوای سې

قا فله د تمد ن درڅــخــه ولاړه

پښتونه تنهائي خپله ليدای سې

اوس څه نه سته په نـقـلو او افسا نوکــي

هغه تللې دنيکه او دبابا لاره ميندای سې

دښمني خو دي په کور کاله کي وکړه

د ښمنۍ ته ددوســتۍ لاره ميندای سې

پښتون خواه تکه تنها د نيا بل خوا ده

يوه بيلګه په دې شاني ته ليدای سې

د ډ يورنډ کـــرښه په تاکي تيره سوې

اپريدي او بارکزي يوځای کوای سې

په جنګي فعاليتو دي ملک کــوچنی سو

که جنګ پريږدې بله لاره خپلوای سې

په دې تنګو زړولارو کي څه نه سته

پښتونه! دعقل لاري ته لاره ميندای سې

سرحد ات چي پر ډهــــلي وه تــا تـــړلـــي

په همت دي اوس دا خپل هيواد ساتای سې

زما ننګيا ل خبري مه نيسه پر بد و

په ترخو ترخو خبرو به اصلاح سې

او س پرکړودي فکر وکړه تيرپر تير دي

ددې غرونو په سرو کې څه میندای سې

مسافراختر

کوم واره به داکــــا لاسونه ښکل کړي

کوم اکا به دوريرو مخونه ښکل کړي

کوم يو کوم به داختر لباس په تن کړي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

کوم کاروان به دعيدګاه پرلوري درومي

کوم ملا به دعيدګاه شور او فرياد کړي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

چاه به چيري رنګه کړي وي هګياني

چاه به چيري قطار کړي وي هګياني

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

کوم واړه به دماما پرلوري درومي

کوم ماما به دخوري انتظار باسي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

کومه خور به د خپل وروردلاري مل سي

څوک به چيري په اميد کي دچاه ناست وي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

کومه پيغله به کوڅوکي ګلان کښيږدي

کوم مجــنـــون به د ليلا په انتظار وي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

کومه ناوي به داختر په ميوه ناز کړي

کوم يو زوم به وجوړې ته انتظار کړي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

پرکوم ديګ به را ټول سوي کوم دوستان وي

کــــــــــوم ما شوم به دکا لو په هوس درومي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختردي مبارک سه

پرکوم کور به دمړو جرګۍ جوړيږي

کوم جنګيان به په کوم مشرپخلا کيږي

او څوک به وايي داختر دي مبارک سه

او څوک به وايي داختر دي مبارک سه

د چاه هيربــه د وطـــن نازنين خيا ل وي

په مغزو کي چي ئې شور وي هم فريادوي

هر اختر به مي تنها تنها ګـــذ ار وي

دهيواد په پرديسۍ کي به بد حال وي

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

څوک به وايي داختر دي مبارک سه

د د نيا احسا ن

که دا دنيا پيدا ده څه ده نو پيدا ده

قسمت والاوته ده غريب ته نه ده

يوه لحظه ده ، دقيقه ده افسانه ده

چاه ته دخندا چاه ته غـــمزده ده

چاه ته په خوند چاه ته په مزه ده

چاه ته سخته چاه ته بنده دروازه ده

چاه ته مستي چاه ته هستي ده

چاه ته ګرانه چاه ته  ترخه ده

چاه ته دهوس يوه باغچه ده

چاه ته تاريکه  يوه کوټه ده

چاه ته رڼاده چاه ته وفاه ده

چاه ته بد تره تر سزاه ده

چاه ته بيا خطا ده يا بـــلا ده

چاه ته مزه ددې دنیاده

تاته خوږه که ترعسل ده

ماته ترخه تر کريړه ده

تاته که لنډه يوه زمانه ده

ماته اوږده دايلـدا شپه ده

داتــوپير وينم په هر انسان کې

توپير نه وينم ددوی په ذات کې

يوته چي ګورم لـــــڅ او لپړدی

بل ته چي ګورم لباس يې پنډدی

داده قسمــت عــجــب قـيـصه ده

قسمت والو ته ده غريب ته نه ده

غريب چي ګورې طا لعې يې بده

ورځ يې تر بلي ورځــــي بد تره

انسان مجبورسي دشتو محروم سي

چي شته يې نه وي ځکه مزدور سي

غريب خراب په ګناه هونو

خانان اباد دوي په خيراتونو

بــنـد ه يـــې لاره ورتـــه د حـــج ده

صاحب چي حج کړي ورته توښه ده

مزدوران کار کړي دخان دپاره

خان چي کارنه کړي هرڅه دده

دالو کيسه ده ، داد تاريخ لوافسانه ده

ددوی په منځ کـــي هميش جګړه ده

څـــــوک وای قسمت دی

څوک  وای زحمت دی

په زحمت جوړه دا زمانه ده

دهر انسان بیله کیسه ده

خدای چي پيدا کړه انسانان ټوله

وينه يې سره وه د یوه کوره

يو يې قابيل سو بل يې ابيل سو

يويې کم اصله بل يې اصل سو

خوبيا ډير ورسته تضاد پيداسو

جګړې سوې پيل مفاد پيدا سو

دغه قيصه ټول دانسان ده

کله ســــوه پيل کله پيدا ده

جوړه پر دوی دا جامعه ده

دلته پرته طبقاتي مبارزه ده

دنيا احسان دي ستا پرهغو وي

زما په احساس کي فقط ګيله ده

داده بڅرکی یو نظریه ده

دانس او جنس یوه ریښه ده

انقلا بي احساس

زولنې مه شرنګوه همت مي مه ننګوه

ما ميدانونه دجنګو ګټلي

ته مي ليدای سې خښميد لې څيره

ما تجريبې دي په کلو ګټلي

زما دوينوڅه اخيستي دي غاټول رنګونه

ما سنګرنه دي پرغرو جوړکړي

زما سر سته دي د يما او کنيشکا فکرونه

ما دي په لو يشتو دي کوڅې ساتلي

دافغان يا د چنګيز ، انګريز ته مه يادوه

دوی په بد حال کي پرسپيدووتلي

اوس مي دوستۍ ته بوله دښمني مه ننګوه

زمايادګارونه دي پرغرو ليکي

ستاازما يښت ته مي نورمه ازما يه

ما ميد ا نو نه په و ختو ګټلي

ما ودوستۍ ته په آرزو دربوله

ماپه دوستۍ کي هم نمرې ګټلي

زما ميلمستون ته پر ليمو راځه

مادي دوستۍ ته دي ګلان پاشيلي

زه خو پښتون يم پښتو ولوله ته

ماغيرتونه پراوروپوخ کړي

زه هرقانون ته احترام لرم ستا

ما دااصول دي په پښتو لوستلي

ظالم چي بدراته په بدوراوړل

ما يې هم خاوري دي دپښوايستلی

څوک چي قانون مي دپښتو نه مني

هغه مي ژردي په شرمو ايستلي

زما آزادي زما عقيدت زما ايمان

مايې درسونه پر ځانګو لوستلي

زه هم درحم اوغضب سمبول يم

ځکه سرونه مي زلموبايللي

زه ننګيالی د خپل پښتو شاعريم

داوربڅرکي پرفکروپاشيلي

دهيواد پريښوول

دادچاه جنا زه را غله په کوکا رو

کومه موريې ژړولې په چيغارو

څومره زړونه در بيدله په دربه ارو

څومره خلک ژړيد له په بوغا رو

ماشينداربه چليدۍ په په جذباتو

دهرکوره جنازې وې دخوارانو

د شهيد جنا زه راوړ له ځوانا نو

چرپائي يې کيښودله پردې خاورو

خـــــــواره موريې ده ولاړه رنګ الـــوتی

په يوه لحظه کې ځوان زوی ځيني ولاړی

خواره موريې را چپه سوه په کوکارو

ويل شيدې مي دربخښلي په بار بارو

دلته چيغي او نارې وې دنا چارو

هلته غړمبهار ودراکيټواو بما نو

جنګ جګړې وې دجنګيانوجهاديانو

چليدې ئې تيارې پردې خوارانو

بمونه ئې غورځول پردې ښاريانو

را کيټونه اوريدله پرملکيا نومظلومانو

چاه ځغستل به پر کوڅو او سړ کانو

دا جنګ نه ؤ نا معلومه دپرديانو

دلته جنګ ؤ د معلومونامدارا نو

په آسمان کې ازانګې وې دمرميانو

را کيټونه را روان وه له غو نډ يانو

ځينوکډ ي بارولې شاه وخواته

ځينو وړلــــې جنازې دشهيدانو

چاه ژړله چاه څيرله ګريوانونه

چاه وهله خپل ځانونه په سوکانو

ليري ليري به لمبې اور لګيد لی

څوک ولاړ وه په نارو اوپه کوکارو

څوک به باروه په را کيټو او بمونو

څوک به ګر ځيده ګزمه په قطارونو

چاه به خيال کړی په صدرۍ او پکولونو

چاه به  ناز کړی په خپل ږيرو او پا جونو

خلک ډيروه ځوريدلي له جنګونو

زوريې نه ود وتلو، پټيدلو، تښتيدلو

جنګماران به ګـــــــرځيدل په لوټه ولو

تلاشي ئې اخيستله له جيبونواو کورونو

هغه مور چي زوی يې بوره کی فراره

زوی خوولاړی بيره وه دپيغلو نـجـونو

کــــله جوړه به را تله د جهاد يا نو

بله ورځ به جنګيد ل پر سړکانو

نــــا آرامه ؤ ولس درا هبرانــــــو

هم مايوسه سوولس ددې صوفيانو

دوست دښمن يې مــعــلوم نه ؤ

را کيټونه به را تلل تر کلکينانو

زه هم ولاړم په بيره دکوچنيانو

وم په فکر دسبا دهيوادوا لــــو

هيواد پاته سو له ما اوله يا رانو

را سره وه اند يښنه دما شومانو

هيواد پاته سو پر ننګ دننګياليانو

ځینې ولاړله پر لورد پنجا بيا نو

څومره توپير سته

توپير خو ډيردی په هواکي

وچ وي دښتونه په آسيا کي

ګرځي وريځي په اروپاه کي

وي بارانونه په دې هواکي

دا دوه وطنه چي په کښي اوسم

ژوند خوښومه افغا نستان کـي

اوس چي اوسيږم زه په هالينډ کي

راته ګران دواړه په دې جهان کي

دلته ورځ نه سته توره تياره وي

توپيريې کم دی سهار ماښام کي

څلور فصلونه چي دهيواد دي

ښه احسا سيږي افغا نستان کي

يخ يې دژمي ګرمـــي ددوبي

پسرلی را سي منی خزان وي

هالينډ ټول عمرتير په باران کي

دايې موسم دی په ټوله کال کي

ورځ يې اوږده سي تر ډيره ، ډيره

شپه يې وي لنډه ، لنډه ســـي تـيـره

سپوږمۍ راخيژي پټ په غبارکــــي

ستوري يې نه وي په کهکشان کي

چي پسرلی سي افغانستان کي

بلبل پيداسي په ګلستان کـــــي

هوا سي صافه په ټول هيواد کي

تغيرات راسي په هر جاندار کي

هالينډ کي نه سته ګــــرمي د د وبي

دوی ټوله وزي ، ګرځي جهان کي

غرونه يې نه سته معادن يې چيري

را ټـــولــــوي يې د خــــورا ليري

خلک يې ډير دي په مزاج نـــرم

په زړه کي کلک دي را پياديږي

ډير حسابيا ن دي حساب مثقال کړي

دوی پر خپل ګټو ښــه معـلو ميږي

هيڅ خارجي يې هيڅ نه خلپيږي

چي ته او سيږي در معلوميږي

څلورمو سمه خو د لته نسته

ماچي ليد لي افغانستان کي

مځکه يې نسته ټوله يې ريګ دي

تر بحرلاندي اوه ميتره زيـــردي

اوس مي هالينډ کي تيرسوه کـــــاله

کارونه نسته خورم سوسیالونه

ننګيالی بڅرکی يم په هالينډکي

دانګم هیواد ته کړمه فکرونه

زه بيګانه يم ددوی په شان کي

هم به زهیریږم په خپل ځان کی

دنهضت او سهيلا په وياړ

وياړنه

واده دنهضت جان دی واحدت جان په کښي ګډيږي

پر کور مو خو شحالي ده سهيلا نن را وديږي

ناوې او زوم خوښ دي په کالو کي نه ځايږي

عجبه خوشحالي ده کلی کور په هوسيږي

څومره ښه ساعت دی افغانان دي را ټول سوي

خو شحالي دافغانانودهر ځايه دي را غلي

پر کلتوردي راټول سوي په خوښۍ کي سره ويني

رواجونه دي ساتلي چي پخوا را پاته سوي

نا وې ښکلې خپل نوم ښه په کښي ښکاريږي

عجبه خوشحالي ده کلی کور په هوسيږي

کشرليوريې توان دی يونامي نوبه پرکښيږدي

بل ليوريې ګهيځ جان په واده یې هوسیږي

ددنيا دغه د ستور دی چي دوه زړونه پيوند يږي

دزړونوپيوند پريږده چي قومونه په خپليږي

دارواج مو د پلرو دی په ميراث را پاته سوی

افتخار دپښتنو دی هر پښتون دی په ښاغـلی

واده دنهضت جان دی وحدت جان په کښي ګډيږي

پرکورمو خوشحالي ده سهيلا نن را وديږي

ناوي زړه دي خوښ کړه په ليورودي فخرکيږي

پرکورمو خوشحالي ده سهيلا نن را وديږي

برکت دې پر قدم وي چي په داسي کور وديږي

عجبه خوشحالي ده چي دوه زړونه پيونديږي

مبارک دې وي کهول ته چي دودونه ساتل کيږي

سهیلاداسي ښایسته ده لکه نورغوندي ځلیږي

دادعاده دبڅرکي په دربار کي بې قبليږي

زموږ ناوې پښتنه ده د پښتو په دود وديږي

کاليزه

هر وخت نه وي داسي شپه

دا په کا ل کــــــي يوه شپه

مباردي سالګره ـ مبارک دي دغه شپه

ژونـــــد ون ښه دی

هر ګړی دژوند توښه

خدای دي درکړي ښې ښادۍ اواينده

مبارک دي سالګره ـ مبارک دي دغه شپه

دژوند عمر دي بهارسه

ورځ اوشـــــــپــــــــــــه

هيله منديو چي دي راسي په بار بارو سالګره

مبارک دي دغه شپه ـ مبارک دي سا لګره

برکــــت دي وي پر ژوند ستا

کال په کال دي وي ګلشن ستا

هروخت نه وي داسي شپه داپه شپوکي يوه شپه

مبارک دي سالـــــــګره ـ مبارک دي دغه شپه

دامجلس په تا رنګين

پــه تــا ښــا يســتــه

ته رڼا يې د مجلس بله ډيوه مبارک دي سالګره

مبارک دي دغه شپه ـ  هميشه دي يــې تــازه

ستــا کــلـيـزه دي وي تــل او هميشه

دوستان تا ته دي را ټــــــول په ننداره

مجلس ګـــــــــرم دی په ساز او ترانه

مبارک دي دغه شپه مبارک دي سالګره

ټول دوستا دي ستا راغلي

هم خپلوان دي هم ملګري

چاه غزلي چاه رخسونه دي ګډ کړي

چاه سيلونه چاه ځانونه ستړي کړي

ټول دوستان دي خدای لره

دغه شـــــــپه دي هره شپه

مبارک دي سالګره مبارک دي دغه شپه

دادژوند ده خـــاطـــره

په ياداښت کي ئې ليکه

مبارک دي سالګره مبارک دي دغه شپه

غزل

نن مي بيا دياردوصل جدائي وليدل

نا مراده زړه کي مي ديار څه مايوسي وليدل

ګل هم زما په شاني اوښکي تويولې

ګوره بلبله مي دګل څخه شاکي وليدل

آرزوګاني مي په ژوند خاوري ايرې سوې

ګوره مجنون هم دارنګه خواري وليدل

اوس به بلبل غـوندي پرباغ باندي کړيږم

کله چي پاڼه مي دګل څه خزاني وليدل

ګوره د ګل مينه اغـزي لري اسانه نه ده

رازدی دميني چي بلبل ګل کي اغزي وليدل

دګل نازبلبل بې نيازه مينه کړي دواړه

په دغه را زکي مي دعشق نخره بازي وليدل

زه چي بلبل په وينو سورسينه يې څيري وينم

په دغه دردکي مې دميني خوشحالي وليدل

بلبل دځان پر خوږيد واوڅيريدونه ژړل

هغه خزان کي د مين څه جدا ئي وليد ل

هغه سينه وه خپل مين ته پر اغزوايښول

دپه خپل مخ کي دخپل عشق څه پرديسي وليدل

بلبل په شوراوخپل فرياد سره بغاري وهل

ځکه غـزله يې دعـشق څه فريادي وليد ل

کوم يو پتنګ چي ؤ پيغور دفريادي ورکړی

ځکه په مخ کي يې دميني سيالداري وليدل

عاشق هغه دی چي يې مينه کړه دځان په قيمت

ما په تاريخ کي دعاشقو دا قربا ني وليد ل

پتنګ چي وسوځۍ په اورکي سودشمعي ستي

دشمعي اوښکي يې ليدلې ده دستي وژړل

دايې قبوله کړه چي مرګ دشمعي ونه ويني

ځان يې کی مخکي چي په مخکې جدائي وليدل

بلبل پر خاندي چي پتنګ ولي شکوي کوي

ځکه بلبل په خپل حضور کي دوه لاري وليد ل

ما خو هم نه غوښته چي لاره د عاشقوڅارکړم

خود هيواده څخه مي ليري پرد يسي وليد ل

زه خبرنه وم چي هيوادمي دمجنون مينه ده

ما چې په غم کي شپه اوورځ ځګر خوني وليدل

دننګيال دغه ترانه دغـم غـزل جوړوي

لکه غاټول په ينو سورداغ پرزړګي وليدل

حق څوک دی

که دي حق دی دزمري دخولې څــــــې باسه

دتورزنو په ميدان کي چلول دتوري حق دی

دتوپ خولې ودريږه مه بیریږه

که دي حق اخيستای نه سوای مرګ دي حق دی

پر مردارو ټپوسان وي را ټول سوي

چي تازه دآسمان ښکار کړي دباز حق دی

دا دحق پيژندل څومره لو قيصه ده

چي دي وپيژنده حق هغه دي حق دی

په نړۍ کي که څوک حق اخلي څوک يې غواړي

چي دي واخيسته په زوره خپل دي حــــــق دی

حق به څوک چاه ته ورنه کي بيله زوره

حق به اخلې بيله ترسه زور هم حق دی

چاه په سيمو زرو حق وي سودا کړی

وهغه ته تور مخي او پيغور حق دی

چاه ويلي دي چي زور په زور کي حق دی

مـــاليدلي دي هغه چي کـــمـــزورحــق دي

حق هم زور دی هم ريښتا دی هم ثبوت دی

بس يو خوی دزمري غواړي ښه مضبوت دی

زه ننګيال بڅرکی مل د حــق پرلار يم

پردې لاره که زه مرمه دامي حق دی

څه به خوند کا

ليلا ګوره مخ مي ژړدی څه بې خوندوي

که زړه سوی را باندي نه کړې څه به خوند کي

زه دعشق په لمبو سوځم او خوږمند يم

که ته ګډه په لمبو را سره نه سې څه به خوندوي

دا دعشق حاصيل هميش سرګرداني ده

سرګردانه پردې لاررا سره نه سې څه به خوندکي

رسوا ئي پر کلي کور کار دعاشق دی

يو عاشق چي رسوا نه وي څه بې خوند وي

دعشق ژوند ټول په وفاه وپه احساس دی

په احساس کي تل حساس وي دایې خوند دی

هر عاشق ته خپله مينه دليلا ده

دمجنون اود لیلا مینه خوخوند دی

دليلا حا صيلول بيهوښي غواړي

که مجنون بې هوښه نه سي څه به خوند کي

که په ژوند کي وهرعشق ته مجنون نه سې

بيله عشقه ژوندون څه دی څه به خوند کي

دبلبل په ږغ  د ګل مينه تازه کیږي

که احساس دميني نه وي څه بې خوند وي

هره مينه درد احساس دی دعاشقو

په احساس کي چي درد نه وي څه بې خوند وي

که ژوندی يې ته سل کاله بيله درده

بې احساسه ژوندون نه دی څه به خوند کي

زه ننګيال بڅرکی هر قدم احساس يم

دا احساس مې دژوندون په ژوند کي خوند کي

زه څه غواړم ؟؟؟

زه دآموڅه تر اټکه خپل هيواد غواړم

زه صهونيست خونه يم

زه خپل هيواد سرلوړي نوم،نښان غواړم

زه څه فاشيشت خونه يم

نن به واحدت کړم ددنيا دکار ګرانو سره

زه د ګما تيست خونه يم

زه به واحدت اوپيوستون کړم داسلامه سره

پنډ مينټليسټ خونه يم

زه مساوات ،برابري غواړم دتوليد پرتوزيع

زه دسپوتيست خونه يم

زه دهيواد څه باداران اومفتخوران ورک ووم

کپيټليست خـــــــــونه يم

آزاد هيواد افغانستان به تل سرلـــوړی سا تم

زه ايګوايست خونه يم

دآزادۍ دلاري جنګ کي چي مصروفه يمه

متجا ويست خونه يم

زه خپل هيواد ته ټينګ قانون ،ډموکراسي غواړم

زه انار شيست خونه يم

زه په فکرونو کي ددې نړۍ څه اپارټايډورکوم

فکري راسيست خونه يم

زه دمحکوم اودحاکم په نوم انسان نه غواړم

زه شؤنيست خونه يم

زه ونړۍ ته مساوات اوورورولي غواړم

ګوره تروريست خونه يم

يادونه :  despotيا despotism هغه حکومت چي ديوڅو تنو ظا لمو منورينو لخوا جوړسي ـ چي دافلاطون حکومت يې نمونه ده .چي دي ډول جوړښت ته دحکومت (( ډسپوټيسم وايي)).

زه به دمځکي هر انسان ته حق حقوق لټوم

ماکياوليست خونه يم

زه ننګيالی بڅرکی دغريبو او مظلومووروريم

ګوره ساديست خونه يم

سړه سينه پوخ عظم

په پستو اوبو کلک کاڼي پستيږي

هم پستيږي کلک ، کلک زړونه په خبرو

په خبروکړاونه ،پرابلمونه ليري کيږي

هر غـلت به هم اصلاح سي په خبرو

خبره با يد سپينه پرميدان سي

نه چي حــل سي په جنګونو

په دې صبر هرڅه تر لاسه کيږي

نه چي جوړسي ميدانونه دسرووينو

داپه مينه محبت انسان ښه ايسي

هر باغ ښکلی وي په رنګا،رنګ ګلونو

نه چليږي زمانه په چال چالونو

اتحاد به کی ملت لوړاو ښاغلی

هر څوک ښکلی وي په خپلو عـملونو

غټ غټ غرونه به تسخيرکي په کارونو

په قطره ، قطره درياب چي بحرکيږي

بحــــرځای وي دماهيا نو نهنګــــونو

غرغړې شوراوفرياد وي د کمزورو

په سړه سينه خو کاروي د ميړونو

هر ملت چي په يووالي کي ژوند وکي

نو هغه دی نوميالی پرهيوادونو

په نړۍ کي هم آزاد فکر سردار دی

تل به زموږ هيواد برباد وي په جنګونو

دننګيال بڅرکي شعر ته که پام وکی

نو په سوله کي ژوند وکی زما ورونو

تلا ښ په قسمت پسې

شيخه تا ولي راته بد کتل

ما خپله برخه دسبا چيښل

زاهده ولي دي په زوره ژړل

تا خپله برخه وعقبا ته ساتل

ازل خو جوړسو دقسمت پرکيسو

ما خپله برخه دسبا دا خوړل

دچاه سوې مياشتي پر تودو ميخانو

دځينو شپې سوې پر خالي حجرو

شيخــــه ته ايسته که د کــفــردوره

زما په قسمت کي وه داغه نويشته

ماته قسمت کې ښکلـي شپې عطأ سوې

تا ته قسمت کې سوال نارې عطأ سوې

تاته واعـدو کې ئې ويالی عطأ سوې

ما ته پرمځکه يې سيښې عطأ سوې

ازل ودواړوته پروخت راغلی

تاته سبا ماته نن وخت راغلی

شيخ ته حـق دګيلو نه لري اوس

خپل دقسمت څه دي کاوه داتپوس

که دي پرما باندي ورځ بده کړله

په ګناهـــودي داورځ  خپله کړله

زما پر تندي باندي ليکلي دازل نويشتې

تاګوره چيري دي ليدلي داغلطي داعوې

څوک به وي څوک چي زما قسمت بد ل کي

يا ا را ده د ټـــول عـــا لــم بــد ل کـــــــــړي

نيت چي وي پاک انسان هم پاک پيدادی

وبـــد و کړو ته هـــم شيطـــان پيدا دی

زه ننګيا لی بڅرکی خوښ په قسمت

چي څه رسيږي د ا دخدای مرحمت

مور

چي په شپه وې نا آرامه

درد په درد کي نا قراره

موروتاته وه بې خوبه

ستاوسرته ناسته موروه

بيا يې لوی کړې په شيدو

څــوولاړسولې پــــر پښو

په ناز،نازئې لويولې

په هوس يې غـټولې

پاک خواپاکی يې ساتلې

هميشه به يې څارلې

نازولـــی پرخپل کوروې

په پسته غيږکي دموروې

موربه ويښه ته ويده وې

اتمنان دخپلي مـــــوروې

ته په هيڅ نه پوهيدلې

مورپه هرڅه پوهولې

عـقـل منديې لـــويــولې

د سيالانويې سيال کړلې

نازولی دخپل موروې

معتبره دخپل کوروې

که نامداريې فن دموردی

افتخاردي خپل دکوردی

بيا چي ورو،ورولويدلې

ا فــتــخاردقــوم ســولې

قوم  ستا په  نامه جوړدی

افتخاردي کورپه کوردی

هراولاددمورپه کړودی

بس ارمان دهري موردی

فيلسوف مور زيږولی

قهرمان ځيني جوړسوی

هـــرپاچامورزيږولی

بيا پاچاځيني جوړسوی

هر راهبرزيږي له موره

داد مورغــيږه وګــوره

کورنۍ پرموروي جوړه

حـــق اداکه دخپل موره

جـــــهـــان هم مــورده منلې

په هرکال کې ورځ نمانځلې

مور ځانګوده ځنګولې

دانړۍ يې ده ساتلې

پسله غيږي څه دمور

ښوونځی غیږه دمور

مورخومشره دخپل کور

احترام حق دی د مور

دننګيال بڅرکي موروه

مهربانه پرټول کوروه

درواغ درواغ دي

که ولاړمي وه سرته جــــلا دان

يا مي ژوند را څخه اخلي قاتلان

را پسې مي په تعقيب وي خونخواران

درواغ بد دي که مي سر ځي يا مي ځان

په نــړۍ کې د بد يو لړۍ ډ يره

ددا ټولو فسادونو درواغ مورده

څه ښه وايي د د رواغـو منزل لنډ دی

دا عادت که څوک لري قبريې تنګ دی

وهر چاه ته په نظرکي بې ايمانه

په درواغــو نه چليږي ترپا يا نه

هره ورځ بې مصيبت وي پرکورونو

بد عــادت بې سا يه وکي پر زا منو

خپله ځان هم خطا باسي جاهيلان دي

وهر چاه ته په نظر کي ګيد ړان دي

دګيدو په چال بازۍ کي که هنر سته

په درواغو کي يې هر ډول اثر سته

په هنر کــي به رسوا سي درواغــــجـــن

په بل دام کي به را ښکيل سي ارمان جن

درواغجن سړی بې دوسته بې اشنا وي

پر خپل ځان هم بې باوره بــې پروا وي

په ټینګ عظم پاک ايمان انسان کامياب دی

په بها نو اوپه درواغـو ژوند نا کـــــام دی

نو به دانګو چي څه وسوه هغه وسوه

دشپانه کيسه چي ميږي يې دليوه سوه

درواغجن سړی په ځان کله پوهيږي

چي باوريې په ټولنه کـــــــي لږيږي

تـــل يې ژوند دنا کـا مۍ وي پيل کړی

په هروخت کي په عمل خپل شرميدلی

کله هلته ، کله دلته کله هغه کله دغه

نه يې دا ، نه يې هغه نه ده چاه سوه

بس درواغ يو لوی عفت دی نازل سوی

بـــــــې ا يما نو خلکو ژر، ژر دی منلی

نه يې ګټه نه يې وټه ده مـــوندلې

يو مؤقت وخت يې ټولنه غولولې

زما که خوښه وي درواغ ته به لاس يو کړو

هر درواغ به په هسته کــــــي دځان پړ کړو

داننګيال بڅرکی تل دريښتيا مل دی

دا په دې چي ددرواغو منزل لنډ دی

ږيره

ږيره داسي نه ده چي ملا پرې ايښې ده

ګوره په فيشن سره هر ځوان پرې ايښې ده

ږيره خو يو دود دی پاته له پخوا څه

هر څوک چي ټنبل سي ټنبل بيا پرې ايښې ده

ږيره هر مذهب خولا پخوا پرې ايښې ده

ږيره هم موسی او هم عيسی پرې ايښې ده

ځګه نو هندو اومسلمان پرې ايښې ده

ږيره مذهب نه دی چي هر چاه پرې ايښې ده

ږيره دپخوا څه غريب خان پرې ايښې ده

چيري چي يې موډوي ما اوتا پرې ايښې ده

چيري چي موډ نه وي بيا هرچاه خريلې ده

ږيره داسي نه ده چي اسلام منلې ده

هر چاه چي پريښوله هغه بيا پرې ايښې ده

ږيره ځکه موډ سوه چي خريل يې يوغضب ؤ

ځکه په پخوا کي ايمانداراوبې ايمان پرې ايښې ده

اوس هم په صحراکي غريب خان پرې ايښې ده

خبره چي دښار سوه نوهر ځوان خريلې ده

ږيره سليقه ده څوک يې پريږدي له رواجه

چاه چي بيا خريلې په رواج خريلې ده

چاه بيا له فيشنه په ډير ناز پرې ايښې ده

چاه بيا هم په موډ داروپاه پرې ايښې ده

څوک وای چي نيکه مي له پخوا پرې ايښې ده

څوک وای تقدس دی اوليا پرې ايښې ده

ما ننګيال ته سوال دږيري نه سته

نه مي خوښه نه مي پلار پرې ايښې ده

هرڅه په يوه لحظه کي

هر څه ثــمــرته په زمـــا ن رسيږي

زمان چي تيرسي بيا نو نه را ګرځي

دځوانۍ عمر په شيبو تيريږي

دا ذخيره که بيا نو نه را ګرځي

ګل چي غــوټۍ وي بيا به وسپړيـــږي

چي سي بيا مړاوي بيا نو نه را ګرځي

زړه چي دي مات سي بيا نو نه جوړيږي

عـــد ت که وران سو بيا نو نه را ګرځي

ورځ کــــــــه سي تيره سبا به راسي

څه چي دي کړي بيا نو نه را ګرځي

وا خلی عــــبــرت مخکي لا پوه سی

طوفان چي را سي بيانو نه را ګرځي

زوړ چي ؤ نوی او نوی زوړ سو

دا سلسله ده بيرته بيا نه را ګرځي

دځــوانۍ شپې ټول پـــــــه شمار دي

خوند ځيني اخله بيرته بيا نه را ګرځي

دعــمر شپې يوڅو لحــــظې دي

درڅه تيريږي بيرته بيا نه را ګرځي

تاريخ شاهــــــــــــددی دتيرووختونو

تيرچي پرتيرسوه بيا نو نه راګرځي

يو وخت انسان وو تکيه پرځان وو

چي بيا غلام سواحتياج د ځان سـو

کــــــــــــــه ښه او بد وه ټوله پر تير سوه

حساب پرحال دی پرون بيا نه را ګرځي

دننګيال عمر پنځوس کلــــن سو په تجريبو کي

عمربڅرکی يوه رڼا سو بيرته بيا نه را ګرځي

څلوريځي

هغه سپی چي غاپي هغه لا ښه دی

هغه چــــــي داړي هغه درينده دی

کوم چي غپ ، غپ کړي وخپل خاوندته

باور پـــــر نه سته سپـــی ديوا نه دی

دعشق خوږ درد

تور چوټي دي په مثال دی ددورنې

را څه وړی يې دی زړه په تما شې

پيچوتا و يې دي خيالونه را پيچـــلي

په هرپيچ کي يې تاوسوي دي کيسې

تور چوټي دي په مثال کي دتور مار دی

داماران مي خوري دزړه غوښي او ټوټې

ښه دی ، ښه دی چي ماران دي په کنترول کي

که نه زه به قـتـلـيـد مه بې پوښتني بې محکمې

دعاشقوهم عجب ډول بيان دی په اقرارکی

په هرحال کې شکايت وي د منلي محبو بې

معشو قه که يې زولفاني را خپرې کړي

د عا شـق دخولې څه يې وزي اح نارې

که دتور و زلفو جال ورته هوار کړي

تاب يې نه سته ددې جــال  بنديخـانې

تش وصا ل يې بيا تشبهــې سي دسره اور

واي وسوځم کباب سولم توردودسولم ايرې

دايوازي داوربل يوه کيسه وه چاه ليدلې

چيري شونډي چيري سترګـــــي اوليمې

وشيدا ته د چوټواودزلفانوکيسې نه دي

دلباخته دي ديارهــــره ښکلا لکه لمبې

که يې زولفي کړې په مثـل د مارا نو

هره سترګه يې مرمۍ سي کړي نارې

يا ساغرغوندي يې شونډي ورتشبه کړي

په نشه کې دخپل عـشق کــــــوي ګيلې

کله ځان يې په درياب کي ور غوټه کي

کله ډوب سي په خيالوکي وکي نندارې

هر ادا چي ديار ويني زغم يې نه سته

ځـکــه تـل کـــوي د وير غــټي نارې

زور دشونډو زور دسترګو زور د زلــفـــو

کله تاب لري انسان ددې قوې ددې ضربې

هر عاشــق به خپله مينه خپله ستا يي

ځکه مينه يووفا ده دخپل ژوند دزمانې

هر بلبل چي دخپل ګل په خار ګلګون سي

په فرياد فرياد يې کـــــــــاندي تـــــرا نې

هر پتنګ چي په ميدان کي دعـــــشق لا مبي

هم به سوځي په لمبو کي دخپل شمعي پرسينې

زه ننګيال بڅرکی دومره خپل فرياد کړم

ژوند دعشق خو خوندوروي که څه وي يو څو شيبې

اوښکه خپل ارزښت لري

يوه اوښکه مي را توی سوه داوه ډکه ده آرمانه

نه پوهيږم څنګې ځای کړه؟ د د نيا دنيا غمونه

ټول غمونه په کښي ځای سوه

دا را ولـــــويده له سترګو

بې اختياره ناببره راڅه ولاړه

زما په کښې کي وه رازونه

دا په رنګ د ملغـلري د ليمو څخه مــي تللې

آرمانونه په کښي نغښتي په آرمان راتوئيدلې

دا سمبول وه دغـمـونو، دغـمنو اود رد ونـــــو

په اختيار نه وې توئی سوي دغه ښکلي ملغلري

په قيمت اوپه ارزښت کي خورالوړه

ليکن مفته را څه ولاړه زما اوښکه

دارزښت او دقيمت بهايې نه سته

بې قيمته بې بها ده سپينه اوښکه

چيري ، چيري پيداکــيــږي ملــغــلـــري

په هرځای کي چي احساس وي راتوئيږي

په هرچاه کي چـــي اد را ک وي پيداکيږي

دهرچاه چي وي غـمونه يادردونه توليديږي

زما په څوځله ليمو ته اوښکي راغلې

ملغلري مې ضايعې کړلې له سترګو

زما په څوځله با ڼو په اوښکو لوند سو

ما ته اوښکي پربا ڼواوسترګوراغــلې

ماداوښکي په قيمت هيواد خپل ترک کړ

ما هيواد ته خپله اوښکـــه وراهـــدأ کړه

بيامي اوښکي سوې راتوی چي مسافرسوم

زه داوښکوپه لوئيدوسره ظهيرسوم

هره اوښکه ملغلره ده انسان ته

ملـغـلـره معـتبره ده جــهـا ن ته

زما ننګيال بڅرکي اوښکي په سوغات سوې

داخــتــيــاره مـــي وتــلــي د هــيــواد سوې

نوی خم نوې سيښه

وا لوتې نشې ، نشې چي ماته مي سيښه سوله

ماتي سوې پيالې ، پيالې چي ګډه ميخانه سوله

څونه تک تنها سومه تښتي يارانې راڅه

ګډووډ فکرونه سوه والوتې نشې ، نشې

زړونه زړونه تور سوله څنګه زمانه سوله

غـمونه مـوپه کورسوله غمګينه ترانه سوله

ړنګ سو د ميلې د ربا ر بده خا طــره سوله

سترګواوښکي توی کړلې ورکه يې ليمه سوله

لاس دساقي وريږديد ماته يې پياله سوله

لاردساقي ورکه ده تيښته يې پرده سوله

پاته سوم يوازي حوصله مي تلوسه سوله

ورک يم په فکروکي،ورکه مي راسته سوله

پريږدم ميخانه که پياله مي پيمانه کمه

چاه ته انتظار کړم چيري يارانه کړمه

زړه به مي تسل کړمه

يارانه به يارانه کـــړمه

ميخانه به ميخانه کړم

په رندانوبې ښايسته کړمه

رابه وړم سيښې ، سيښې

يارانه به جانانه کړمه

بيرته به ګرداب سي جوړ

میخانه به مستانه کړمه

نوې به مينا نوې ، نوې به سيښه کړمه

نوی به ساقي ، نوې به پياله کـــــــړمه

نوی به شعار سي جوړ

بله به لمبه کــــــړمه

نوی به مضمون سي جوړ

بله به نخره کړمه

ښکـــلــې ترانه سوله بشپړه کيسه سولـــــه

ميخانه هم ميخانه سوله نوې هم کيسه سوله

دننګيال باور خو نه سته نوې اينده سوله

تيره زمانه سولـــه هرڅه تجــريبه سوله

سمبول

توري سترګي دښکلا سمبول دی

ليلا ستــــا دتجـــلا سمـبــول دی

شپه که مي ورځ او ورځ مي شپه تيريد ل

ستا د فــــکــــرونو دسبا سمــبـــــول دی

راځۍ چي ووينو دشپې شوکدره

دعــقــد ت دا نتظار سمبول دی

دبلبل څيري زړګی مه سپړه وه

دهرعاشق دیو داستان سمبول دی

وهر عاشق ته خپله مينه وفاه

دعاشقانوخوهمدا سمبول دی

چاه چي په مينه کي دی سربايللی

دا خو دسراود سودا سمبول دی

بوراکه سوځي داپــروانه کوي

داخوبورا ته د وفاه سمبول دی

شمعه ژړيږي دبورا په ليد و

دهري شمعي درڼا سمبول دی

زړه که زخمي وينۍ دعشق په چړو

د هر عاشق دزړه خو داسمبول دی

دا چي دعشق د څنګه ظلم وينۍ

دا د مينو د و فاه سمـبـول دی

دعشق موجونوخوښارونه غـرق کړه

داد تــا وان اود نخسان سمـبـول دی

راځی چي پريږ دو داسفر د ميني

داد مجنون اويا فرهاد سمبول دی

عقل مند کله پردې لاره تلای سي

دلـــيـــونـودلاري دا سمـبـول دی

دآروپاه آسمان

خړ اوسيلابي آسمان

په څنګ کي باد توفان لري

دوبی يې درک نه سته

ژمی يې دوام لري

لمريې شرمينده غـوندي

تور تاريک آسمان لري

نسته دګلشن قد م

ډيربده هوا لري

زړونه يې ترينګلي دي

دهرچاه په زړه داغ لري

دادآروپاه هوا

خړآسمان با ران لري

شړپ اوشړوپ باران وي تل

هرطرف کانال لري

ګرځي ټول تر چت لاندي

لمر ته ټول احتياج لري

لمرته لڅوي جسم

کوم يو يې حيأ لري

شاه وخوا يې بهر دی

ځنګلونه يې مرغان لري

افسوس خودوریځودی

هر طرف باران لري

تښتي ځیني هر شتمن

په جیب کي چي غیران لري

څوک يې افريقا ته ځي

څوک يې خيال داسيا لري

تش دخلکودوبی سي

تيښته پرهر خوالري

باد باران ملګری سي

توفان ديو خـزان لري

نسته دسپوږمۍ دتجلا رڼا

پټه په اوريځوکي ادالري

نه يې سته دستوروخوندور آسمان

کهکشان يې پټ اندازلري

نه سته په چمن کې ديو شپې بانډار

شين چمن ګلا ن لري

ښځې دهوآپه شان تغيرکوي

سختي دي په زړه په خوله خندالري

ښځه او هوآ يې بې باوره دي

دا متل رښتيا لري

زه هم دهوآ څخه زړه تنګی يم

زماغوندي شاکیان دوی بې شمارلري

جنت

که جنت وي په زمان اويا مکان کي

زما زمان مکان جنت دغه دنيا ده

راستګارانو ته زمان مکان جنت دی

بل مثال يې دفردوس جنت دنيا ده

يادګار

ګرځمه پرخړو د يوا لو با ند ي

تيرفکرونه راسي خاطروباندي

خوند به ځيني اخلم دتيرو يادګارو څخه

زړه ته چي را يادسي يادونه ديادوڅخه

هيوادوالو ته

خيال نه دی واقيعت يې سې موندلای

رښتنی جنت په ژوند کي سۍ ليدلای

هم به هوري هم غيلمان په کښې کي وينۍ

که په هوښ مو دژوندون لاري ته کتلای

تللی کا روان

رسوا او سرګردانه ژوندون دادی

اخته په عشق او مينه جنون دادی

دداعشق سفر هميش يوورک کاردان وي

داد عـشق په سفــر تـلــلی کا روان دا دی

نه يې خوب نه يې راحت په کښي موند لی

بې راحته بې منزله سفر دا دی

چې هيڅ طمعه د ګټي په کښي نه وه

دا بې ګټي بې ثمره منزل دادی

په ريښتيا کې څوک ملګری دکاروان سي

بې وزلې به يې ملګرې په خپل خوا سي

ليکن بيا هم عـقـل مند و انتخاب کړه

تالې مند په کښي مجنون ياهم ليلا سي

دمجنون اودهیواد مینه دواړه یودي

هر مجنون چي سي شهید هیواد لیلاسي

څوک سربايلوي په مينه دهيواد کي

څوک مجنون سرببرمخ په صحراسي

دواړه يوشانته نامراده په يورنګه

استقلال که غواړي څوک سفريې داسي

دفرهاد په خون لړلی کفن دادی

شیرینو ته داناره یوه بلا سي

په کاروان دعاشقۍ کي هوس نه سته

دعاشقو څه مي کړی تپوس دادی

دليلا حاصيلول خوستر تلاښ دی

دوطن پرنوم شهيد هم دا تلاښ دی

دا دعشق جذ به هغه وخت ليداسې

چي پرديس سې له وطنه يا فرهادسې

په خپل مرګ عاشق نه دی مړ سوی

دتيل تک مرګ يې نه دی نصيب سوی

که غازي عبدالله خان يا ا کبرخان دی

يا غازي امان الله خان يا نادرخان دی

مدهـوشه افکار

په پياله کي چي دي می وي

نو احساس به دي ژوندوي

دمجلس ځنډ په پياله دی

هم احساس په پيمانه دی

تر هــغـو به په احسـا س يم

په احساس کي به حساس يم

راسره چي غم ګړی دی

يا ساغرمي ډک دمی دی

چي مي مل ګړی ګړی دی

هغه زمــا دزړه سړی دی

د هغه  به تل زه مل يم

هم به مل د ده پرپل يم

نو خيالونه مي تازه کړه

اوساغرمي نازدانه کړه

زوړاحساس مي را ژوندی کړه

نوی خــــوند مي په ګړی کړه

د مجلس شعارمو څه دی

اتــحــاد مــويـو پرده دی

زما احساس يوازي څه دی

رهنما چي مي مل نه دی

دساقي پيرزو مي څه ده

درنـــد ا نو پـيما نـــه ده

د مجــلس لمبه تازه ده

پيمانه چي مي پياله ده

زه سا قـي ا و پـيـمـا نــه وي

خوشحالي وي بل مستي وي

د ځوا نی ا ند ا ز به څه وي

هم خوښي وي هم مستي وي

که ساقي مو ښه ساقي وي

هم رندان به موراضي وي

ميخانه به مو نا مي وي

که ساقي انتخـــابي وي

دباور شعار به يو وي

اعتما د به يوپربل وي

ميخانه به خپله ساتو

بس داغه به مو شعاروي

مــحــا لونــه به آ با د کـړ و

نوم نښان به يې دځان کړو

د پرد يو لا س بــه لـنـډ کـړ و

دا مجلس به پردوی تنګ کړو

خپل په منځ کي به سو جوړ

پر سرو مــيــو به سو ټول

بيا به بيرتـه کـــلی کـــورسو

رابه  نه کي څوک پيغور

چي ساقي مو خد متګا ر سي

پـــرقـد م د حــق روا ن سي

بيا په فکر کي دځان سي

په ريښتيا به رهنما سي

په پياله کي چي دي می وي

نوساقي به دي بنګړی وي

خوشحا لي به هر ګړی وي

ميخا نه به ســـــا تيری وي

نواحساس به مو ژوندی وي

زموږپه برخه به بــری وي

راسره چــي غــم ګــړی دی

هر چیغال راته زمری دی

دننګيال په لاس کي مي دی

ملا جان را ته اغزی دی

امريکا ته

چاه ويلي وه د بل هيوادته ولاړسه

په هيوادکي دپرديو ته ميزبان سه

مرتقيب په د غه ستره اشتباه سه

نـــړۍ يوه خوا او ته بله خوا سه

دځنګله قانون رواج کړه

ترقدم لاندي عـراق افغانستان کړه

ديونو هيڅ پروامه کړه

پردنيا قبضه دځان کړه

ويني توی مځکي په سرې سوې

اوښکي توی ويالې ويالې سوې

ګريوان څيري سترګي سرې سوې

مندي بوري کونډي زړې سوې

نغاره د ډ يموکراسۍ بس کړه

دانقاب له مخه پس کړه

نورنو دا ډرامه پریږده

جنګ دي بس کړه سوله هست کړه

که نه ته هم تباه کيږې

په دې اور کي به سوځيږې

په دې جنګ کي د پښو لوئيږې

خامخا به تسليميږي؛بګيليږې

اوس دررا نګه پښي دي باسه

لار ه  جو ړ ه  که د پا سه

دننګيال خبره ښه ترغوږ وباسه

کا ميا بي نه سته چا ل بازه

ای پښتونه

څوک دي بولي دپښتون په نوم

څوک دي بولي دزرغون په نوم

څوک دي بولي دروهي په نوم

ای پښتونه ! ای پښتونه

يو څه و که د با با په نــوم

يوڅه و که د سباپه نوم

يو څه وکه دسازش په نوم

ای! پښتونه ،ای! پښتونه

دارين په نوم نوميږې

دافغان په نوم ياديږې

دپټان په نوم نوميږې

ای!پښتونه ،ای! پښتونه

يوڅه وکه د ا فــغــا ن په نوم

يوڅه وکه د خپل ځان په نوم

يو څه و که د پخــوا په نــوم

ای!پښتونه، ای!پښتونه

ستا هيوا دا فغا نستا ن دی

ستا لو ړ نوم ا و نښان دی

دادي کور دادي انګاردی

ای!پښتونه،ای پښتونه

يو څوک خپل يوڅوک پردی کړه

ددښمن زړګی  سری ، سری کړه

ځــا ن تــر ټو لو بــر يا لــی کړه

ای!پښتونه ،ای !پښتونه

خپل نښان بيرته پيدا کړه

ونـــړۍ تې هوو يد ا کړه

اتحاد دي خپل شعار کړه

ای!پښتونه،ای!پښتونه

د جنګ لا ر ه خــو د ي ز ده  ده

پرنړۍ دي جوړه کړې حماسه ده

آزا دي دي نښا نه ده اعــلا مه ده

ای!پښتونه،ای!پښتونه

دخپله لاسه

پښتو خو خواره نه وه خواره سوله

که مو پردي خلک دربارته را بللي نه وای

پښتو خو هلته د سيا لا نو د سيا لۍ ولويده

که مو مکتوب په پردۍ ژبه استول نه وای

اوس به موهرڅوک په پښتو ږغيدای

که مودا خپله سپکه کـــــړې نه وای

د ا دغيرت او د همت ژ به وه

که مو دپامه غورځولې نه وای

افسوس خودادی چي موږخپله وکړه

دا مو په خپله لاندي کـــــړې نه وای

پښتو لرغونې تاريخي ژبه ده

چي دزمانه پاته سوي نه وای

دښمن خووايي ددوږخ ژبه ده

چي دا خبره مو منلې نه وای

پښتانه ولاړه په پردۍ ژبه سوه

که مو ترلاس بيرته نيولې نه وای

اوس به جنت ته دپښتو سره ځو

که مود ا ژبه ښه سا تلې نه وای

که ود ښمن ته دريدلي نه وای

نړۍ به هـيڅکله منلي نه وای

پښتوبه هلته دهنراودا د ب ژبه وای

که په درانه خوب بيده سوي نه وای

اوس په خپل ملک کي حق پښتوته غواړو

که مو پښتو له پا مه غور ځولې نه وای

پښتا نه پول سول د پردو د پا ره

که خپله ژبې هيره کړې نه وای

تش په نامه په ذات پښتون څه کوم

چي خپله ژبې ایله کړې نه وای

ما به افغان او هم پښتون ګڼلای

که په کلتورد بل ګډ سوی نه وای

چاه به خوشحال ته پلاردشعر ويلای

کــــې په پښتوکي شعر ليکی نه وای

اوس چي ژوندۍ ده دپخوا په يادو

که خزا نه مويې موند لې نه وای

پښتو به هلته دډوډۍ ژبه وای

که وږې تږې موساتلې نه وای

اوس چې ئې ساتو ډير زحمت به باسو

کــــه موشاهـــا نو هيره کړې نه وا ی

زما به هم مينه دپردو په شان وای

کـــه مي شعـرونه په ليکلي نه وای

ماته هم عشق او هم ليلا ژبه ده

که په رګوکي مي ساتلې نه وای

مادهيواد په غيږکي ښه ساتله

که دهيواده څه وتلی نه وای

زه ننګيالی بڅرکی دادپښتنوغواړم

که په ميراث را پاته سوې نه وای

دآروپاه ښځي

دادآروپــاه ښځــــي ښکلــــــي اوحسيني دي

شنې سترګي طلا ئي وريښتان يې ښکلي دي

ژر،ژريارانې کوي دڅوورځو ملګري دي

خوله يې له خندا ډکه په زړه ترينګلي دي

دومره چي رنګيني سرې او سپيني دي

نه دي داسي نه دي ! چي ظاهري دي

دومـــــــــــــره هم لړلــــــــــي ا و خيرني دي

پيغور دطلاق نه لري دګډژوند څخه ستړي دي

نه چاه ته احتياج لري ، دنرغوندي اختيار لري

نې دنر څه غـــواړي نه ورته مجــبـــوري دي

خپل يې دی قوت خپل يې اختيار خپل اقتصاد لري

خپل په لياقت ژوند کوي دوی پرژوند غښتلي دي

داداروپاه ښځي که ستړي دي ، ښاغلي دي

خپل په اعــتـبار سره خــپــله معـتبري دي

دسړوسره هم کار کوي دسړوپه شان غښتلي دي

داداروپاه ښځي منلي دي ، ښکلي او حسيني دي

زور دمړو نه مني په خپله زوروري دي

قانون اوعادلات دوی پیژندلي دي

خپل حساب يې خپل دی

فقط ګـډ ژوند دیو سړي غواړي

ټول مړونه په پوهيږي

چي ناخوښه جـدائي غــواړي

دا داروپاه ښځي پرميړه باندي غښتلي دي

ژرهم ياراني کوي دڅوورځو ملګري دي

ټوله يې تعـليم لري پـــرقانون هم برا بري دي

خپل په لياقت ژوند کوي دوی ډيري غښتلي دي

پروادمذهب نه لري نه مذهب پوري تړلي دي

تړلي په قانون باندي په قانون سره غښتلي دي

هر وخت چي قانون سي جوړ

په جوړتيا کي يې ملګري دي

ښځي يې دنر په شان غښتلي اومنلي دي

توپير دجنس يې نه سته چي پياوړي دي

ماننګيال بڅرکي دوی ښې پيژندلي دي

نه دي داسي نــــه دي چي ظاهري دي

مناجات

زه عاجزه يو سړی يم

مهتاج تاته دا ګړی يم

مينه ستا دخوا نه غواړم

زه بــه ستا په مينه پا يم

مينه ستا ده عاشق زه يم

په اختيار دبل چاه نه يم

په کنترول کي دځان نه يم

دتاريخ يوه عجبه افسانه يم

زه به عجز عاجــــــزي کړم

خپل وخدای ته به زاري کړم

ته وما ته همت ر ا کړې

نآرام زړه مي آرام کړې

ته وما ته قـد رت را کړ ې

په خپل توان مي توانا کړې

ستا جنت را تـه نصيب کـــړې

په ژوندون يې راحاصيل کړې

داجــهـــان جنت نښان کړې

حرام نه وي ټول حلا ل کړې

خپل ټا ټو بی مې آ با د کــــړې

هم مي هلته ژوندون ښاد کړې

دا هـيواد مي ته آزاد کړې

دپردودشرې خلا ص کړې

نــوبـــه مــا شکـــرګــــذارکــــړې

که حاصيل مې دغه خواست کړې

نوبه هلته زه مسرور يم

هــم بــه زه په تشکر يم

زما غو ښتـنـي ډ يري نه دي

بل وتا ته هرڅه ، څه دي

زماغـوښتني دوې يا درې دي

يــو په بــل ســره پســې دي

اول خپله کور کهول سم

په ليد و د قــوم مو ړ سم

بيا په خپل کارکي پيروز سم

هم مصد رد د ښوکا رو سم

دهــر ظــلــمــه په اما ن سم

بل په ښوکي دي زه ښاد سم

پر رواه ؤ مي واک دار کړې

نــا رواه مـــي تــه روا کــړې

که خواستونه مي قبول سول

په دربار کي ستا مقبول سول

ستا په ياد سره مامورسول

هيوادوال تاته مجبور سول

اوس همت اوزغم ته راکړې

پرښه لاره مي روان کړې

ننګيالی بڅرکی ښادکړې

نا آرم زړه يې آرام کړې

دعقل او احساس جنګ

عشقه بولم دي احساس ته

تلوسې را ويښومه

عشق د ميني پيداکيږي

پر ميدان يې ازمايمه

داحساس او عـقـل جنګ دی

ګوره دواړه ازما يمه

عـقـل مات سو له ميدانه

زورپه زورمحکومه ومه

شرر بيا لاره پيدا کړه

عـدالت تک او تنها سو

دقانون ګريوان سو څيري

بـــــې پر وا لاره پيدا کړه

هيواد بيا په غرغـړو سو

چي جـلا د لاره پيدا کړه

هر احسا س په کښي محکوم دی

هــــــــر يو عــقــل تښتــنــی دی

هــر يو زړه  په زو ره غـواړي

دعاشق زړګی سری ، سری دی

ذوق او خــــوی د جـــــلا د ا نو

عـــا د ت سوی دا ګــــــړی دی

خپل ورور خپل په توپک وژني

عــــــقــــل نه سته ليو نی دی

دقسمت پريشتې کښته پورته کيږي

بــــــــې خــبــره دا ګـــــــړی دی

اوس به څوک محکومومه

پر له ګډ خپل اوپردی دی

دننګيال بڅرکي عـقـل سره لمبه سو

داميد انګــــړيې سوځي سوځنی دی

دهيواد مينه

دهيواد مينه ليلا ده مينه آسانه نه ده

دا دمجنون دسرسودا ده

څه خوب او خیال خونه ده

دانازولې مخ پرصحراده

بې وفاه خونه ده

وصال دعشق يې خيال او سودا ده

پرميدان خونه ده

مينه وي مينه نا مرا ده مينه دا دزمان ده

په دې شان مينه يا دمجنون يا دليلا ده

دهيواد مينه شان د ليلا ده نن اوسباده

وهر افغان ته هيواد ليلا ده دامو بقأ ده

ليلا که غواړې مخ پر صحرا کړه

ځان دي مجنون که چي  ليلا ستا ده

پر هيواد ولاړه ډير غټ سرونه

پروا يې نه سته دا تمنا ده

ککرۍ ولاړې دلحد غيږ ته

څونده نورغـواړي دغه معما ده

مينه خو مينه نا مرا ده مينه په بر خه زما ده

هر چاه ليدلې نامرا ده مينه

يا دمجنون يا دليلا ده

ننګيالی فکرونه کوي فکري دنيا ده

ليلا يې نه سته غوغا يې دا ده

سفرنامه

دا دژوند داوږد سفر يوه لحظه دامريکا

دلحظو لومړی قدم دغه قدم او رجنيا

دلومړيو شپې څه ميلمه وم د(دا دا)

بيا مي وتکل پر لور دکانا ډا

د يا د و يا د بې هميش وي نن سبا

هم خو شحا له په ليد و سوم د ا نا

دمجلس رڼا ، څراغ ، څراغ دوستان وه

هر  يو خو ښ ؤ ، خوله يې ډکه له خندا

دکلو،کلوڅه ورسته ديد بازديد ؤ

ديادو ياد بې هميش وي ياد زما

هيلې ډيري دوستان ډيروه وخت مي کم ؤ

ځـــــکه پا ته سو ا رما ن تر بله پلا

پسله دووشپو مي سفر سو بلي خواته

نيګاراپال را څه هير نه سي ، هير دي سي دی دبلا

بيا هوټل راته تياردوستان را ټول سوه

جشن جوړسوديارانو دا بيا وه بله دنيا

ټوله شپه بيا تر سهاره ګرځيدلو

ګــرځيد لو دا بشا ر په تما شاه

په سبا مو بيا تکل پرنيويارک باندي

دسفرلاره مـــو لنډ ه را غـــــلو بيا

بيا چي را غلو ددوستانو وانګړ ته

هم خوشحاله وه زاړه وا ړه په ما

وخت مي لږ شيبې مي تيري سوې چټکي

يــو ځـــل ولاړم منا تـــن ته په يـــو پلا

هم هورې مې عظمت دنيويارک وليد

نړولــــې وه قصرونه چاه ؟ او چاه ؟

دنيويارک هندو بازارته چي دا خل سوم

وښکا پور با زا ر ته ولاړی فګر زما

ډک بازارؤ د سيهکانو او هندواڼو

هر څه وه په دې با زار کي محيا

په سهار کي مي سفرپرواشنګټن سو

زه په لاره کــې مشغول په تما شاه

په اوه ساعـته را غلم تر منزله

ومې نه ليد کوم پرابلم پرلاري ما

داميد موټر چي بوتلم تر منزله

ناسته وه په انتظار کي زما دادا

داچـي راغـلـم واشنـګــټــن ورجينيا ته

دوی هم خوښ سول په راتګ سره زما

دسفر پنځلس ورځي ژرسوې تيري

ژرســوې تيري پــريــوه اوبله خوا

زه چي راغلم تصوريې راته پاته

تصور بې را سره وي دښکلا

چي پخوا به مې دبل څه اوريدله

اوس مې وليدل هم هغه او هم دا

بيا مي يون سولاس انجليس ته

پرميدان سومه راکښته ښه هوآ

بيادوستان سوله حاضرزې بدرګه کړم

دوستان ټوله انتظار کــــــي وه زما

په اوله ورځ خو زه سفر وهـــــلی

په سبا چي مي احساس کړه دا هوآ

دهوآ توپير يې نه ؤ له هيواده

بيله شکه چي دا وه کلفـورنيا

ددوستانو په خوښيو زه هم خوښ سوم

زړه مي نه ؤ چي زه ووزم پربل خوا

ددوستانو پيرزوينه وه چي ووځم

بيا نوولاړمه پرلور دسنټامونيکا

څومره ښکلی يې نسيم ښکلې هوآوه

په صفـت يې نه مــړيـږ م په بيا بيا

را پياد ماته دخپل هيواد هوآ سوه

کندهار غوندي تــــوده وه دا هوآ

لوچګي د کندهار غـوندي خونه وه

يو ښکـلا وه ، يـو صفـت ؤهـم ادا

کندهارغوندي ښکنځل خو په کښي نه وه

هم يې  ښځه ، هم يې نر ؤ په خندا

طبعـت يې کندهار غـوندي شاداب ؤ

تمدن يې بې قيا سه ؤ له ما اوهم له تا

هر يو دوست را ته دوستي ښکاره کوله

خسر زما ؤ مهـــربان تــــــر هــــر چاه

په سبا چي را حا ضر سو له سفره

نو ئـــې بوتلم ما ليو بيچ ته لا با لا

دی په خپله هم مصروف ؤ په خپل کار کي

را تکميل ئې کـــړۍ نظـــر او چکـــر زما

زما ننګيال بڅـــرکي دا سفـر نامه وه

ما پوره کړه د يو مياشت په شاه وخوا

خپله مینه

رازمي دهـيـوادچي په رازونوسي

بد را ته د بل د کـــورګلـــونه سي

ورک سم په خيا لوکي دهــيواد په خيا ل

ورک دي سي پردي ورک دې ظلمونه سي

موږ خو دا سي نه ؤ د ا ز ل څخــه

ورک دي استعمارپه دې ظلمونوسي

کله موپردرخته خيژوي پورته

کله مو دمځکي تا ړا کونه سي

کله اتحــــاد را کي په خپل هنر

کله بيا دوه وروڼه په جنګونوسي

هر څه چي يې کړي دي په ما باندي

غرب راته جوړکړي لوی دامونه دي

خپل يې کړه اباد نه په مړيږي دوی

زموږ يې نړولي غـټ برجونه دي

غواړي چي مو نسل او فرهنګ ورک کړي

خاوري دي ددوي کـروز را کـيـټــونه سي

اوورو به دغـرب دادډم ،ډوم غـزل

هير به راڅــــه خپل ښه اتڼونه سي

لڅ چي په يورپ کي ځيګرونه سي

لــڅ يې هــم نسونه او پــتــونه سي

رازاونيازيې ولاړسي په ريا کي ټول

ولاړرا څه دراز نازک خيالونه سي

سترګي توري سترګي چي را يادي کـــــړم

ګر ځم په فکرو کي ولاړ خــوبــونــه  سي

توري زلفي سپين رخسار چي ياد کړمه

کله مې قــرار ددوی پــرسترګــــو سي

ژړوريښتان اوشنې سترګي که دا لري

کـلـه به پرکــور ده نــاز مـيـرمني سي

تا ته په مطلب بـــــاندي ادا لري

نه هم دا په زړه کي څه وفاه لري

را پيا د چي د ګود رمې قطارونه سي

ګرځم خپل وطن کې مې چورتونه سي

کله چــي مې يا د سپير ه ډا ګونه سي

ورک په بنګلو کې مې چورتونه سي

دننګيال بڅرکي ياد مياشتي کلونه سوه

وخت دلاسه ووت ورک خيالونه سي

غوښتنه

خدايه!خلاص مو کړې ځينځر دحصارت

چـــــي په پښو کي مو تا و سوی د ا لعنت

موږ ته خلا ص کړې د کلتور دفيوډاليه

په نړۍ کـــي فقيران سو نه لرو عـزت

هر هيواد دخپله ځانه ځـا ن پوره کړ

خو پرموږ با ند ي مــوښتی مصيبت

هريو غړی دهيوادپه وير اخته دي

سپين کميسو له موږ واخيستی قوت

ولسونه مو اخته سوه په تارياکو

خيال يې نه سته ددنيا په معرفت

دسيلا نوسره سيالي کولای نه سو

ډوب اوغرق يو په فکروداخیرت

ددنيا عملي ژوند ورته هيڅ نه دی

بيريدلي سجده کي په اميدکي دجنت

دنيا بولي دکافرودخوند و نو

نه پوهيږي دد نيا په فضيلت

نړۍ تير ايسته هر لورته تيت پرک سول

خپل هيواد يې کړی د ترور مرکـــــزيت

عربانو، تور لينګيانو ته خدای ورکړه

را صا د ريې کړی پرموږ بربريت

په عالم کي داسلام که څه روادي

پرموږ بند دی هر معمول مد نيت

اسلا مي نړۍ خو هم ورته هيرا نه

اوس خو څه دي دتاريخ لري نفرت

دهنر اودادب په مخکي خنډ دي

ورسته پا ته د سيالا نو سو ملت

دتاريخ وړانګي له موږ سولې خاموشه

نه مــــوسته پرکوم راهبر څه عـقـید ت

تاړاک ګروسرحدونه را څه سکندي

ښه مؤقعه يې ده موند لـــــې غـنـيـمـت

نور دخدای څخه هيواد ته عـقل غواړم

چي جنګ پريږدي نورونه کي شرارت

يوه بله مي غـوښته هم پياد سوه

چي تکيه نه سي دبل پررصالت

زما ننګيال بڅرکي بيا غوښتنه داده

چي ولس مو سي پتنګ ديو واحد ت

دروژې اصلي مفهوم

دغه امر حق تعاالله دی نازل کړی

دنعمت قدر چاه نه دی پوره کړی

مــوړ دوږ ي په حا ل کــلـه خـبـريـــږي

نه د موړپه څنګ کي وږی دی موړ سوی

په روژه کې برا بر سي موړ او وږی

بس هم دلته دی انصاف په تول تللی

دروژې په قوانينو ځان خبر کړه

پراصولويې قرار ځان برابرکړه

که نا روغه يې روژه درته روا ده

که سې ستړی په سفر درته عطاده

که نه ستړی نه ناروغ يې

نو به جوړ يې وروژو ته

که ولاړ ته پر سفر يې

جوړدي ځان که مړيدو ته

حرکت کي برکت دی تل راغــلی

دغه امرحق تعاالله دی نازل کړی

حرکت کي به مو خيټه سي مړه

څوک چي ولري وکارته روحيه

هر منزل ته چي رسيږې په مزه

دهرچاه پرکورچي راغللې ميلمه

دروازه يې ټکوه په يو تخته

ځيني وغواړه ډوډۍ اوبستره

زه چي تلـلی په سفروم ستړی سوی

زما ومخ ته يوصوفي ؤهيرا ن تللی

پسله هغه چي ډوډۍ مي نوش جان کړه

د مـجـلس غــوره خـبـره مـي د ځان کړه

راڅې و پوښتل ډوډۍ دي نوش جان کړه؟

په خوړو سره دي ځان هم ګناهګارکړه

ماويل نه ده داسي نه ده صوفي جانه

په هر کار کي برکت دی زما ګرانه

را سه زما په شان سکون ته ختم ورکه

چي په کار به دي هم خدای سي مهربانه

که نه لوږه ده راغلې هر بيکار ته

دحلالي روزي واخله وخپل ځان ته

امتيا ز لــري تــــر نورو حق تعاالا ته

ته که ناست يې ځای پرځای نوروژه نيسه

پر بيکاره روژه فرض وي ته يـــــې نيسه

دا خـبـره ده ثـا بته حـرکت کـي برکـت دی

ځان خبرکه دحلالوروزي خپله عبادت دی

دا روژه خوزحمت نه دی مسلمان ته

درژيم نيول ضروردي هر انسان ته

که نه ژر به دصحت په خوږ خبر سې

په شکـــره ا و فشا ر به ته ا بـتـر سې

زه ننګيال بڅرکی تل په حرکت يم

دبيکاره خدای بيزاره په نفرت يم

دهيواد ستونزه

دا څـنګـه مصيـبـت د ی سر پر سر

يا به جنګ وي يا به زړونه وي ابتر

جنګ چي خلاص سي بايد ټول خلک خوشحال سي

جنګونه نه ختمیږي په دوام یې بیا یوبل جنګ را پیداسي

ديوه مصيبت پای د بل اغــــاز سي

دتکبيرپه نارو نوی جنګ بناء سي

څوک تبعيض دژبي غـواړي دا شعار کړي

څوک بيا وژني کړي مرګونه دغه کار کړي

هيڅ بيلګه يــې په نړۍ کي ليدای نه سی

يو چي ژوند دچاه څه اخلي بل خندا کړي

که يې نه بولې افغان په ګناهګاريې

که وای نه دی مسلمان ورته حيرا يې

هم يې غيږ دی پر هيواد را ګر ځولی

هم يې نوم دمسلمان ځانته ټنګ کړی

هغه څه چي مو درلودله را څه ولا ړه

څه یې یوړله په غلا څه هم په زوره

اوس ولاړ يو وکومک ته ديوبل

نه پوهيږ و په دې چلوول د بل

زموږ کاروان په وير اخته دی

د کـــاروان مشر ښــه نــه دی

لاره نه سي تی کــــولا ی برا بر

نه به ومنو يو کس موږ په را هبر

نه مــو مشر نه را هبر نه راهنما سته

نه دتير په شان بل مشراحمدخان سته

همسايه ملکونه زموږ پر سرسودا کړي

هر يوغـواړي چي درزونه را پيدا کړي

موږ محتاجه غريبان سوغريبتر

د جهان پر لاره نه ځـــو برا بر

نړيوال خو هم غريب وه غـــريبتر

خو بيا ورسته سوه مظبوطه قويتر

داسلا نارې تر هيواد کړي ډيري

خو بيا نه دي پر دې لاره برا بر

چي زاهد مو پر الحاد ځي

نوعامي هم پر دې لار ځي

دننګيال بڅــــرکي دغه خواصت قبول کړه

خائينان را څخه ورک مـــخ يې تورن کړه

سترګو ته

سترګو دجانان چي زه ودې منزل ته لوړ کړم

يو په نازکتويې زه ده کښته څخه لـــــوړ کړم

سترګودجانان چي په زړه سری کړمه

غـشی اوليندۍ ئې په وی ، وی ګړمه

دوست کــه داسي دوست وي ګيله مــنــديــمــه

څه ګيله مي نسته ددښمن څه چي خوږمند يمه

مارچي دلستوڼي سي لستوڼي پريکوه دځان

دوست چي ليونی سي ليونتون تې اچوه دځان

سترګي دليلا چي بيګانه سولې له ما څخه

څـــه ګيله بـــه وکــــړم د بــــل چاه څخه

سترګي دليلا خو هغه سترګي دي

ماته يې کتلي په ډير کــرکي دي

سترګو دليلا چي زه ودې منزل ته لوړ کړم

يو په نا ز کتو يې زه د کښته څخه لوړ کړم

ټـــولــه تماشې ته دليلا مي نازدانه راغله

هرڅوک يې ليدوته نامحرمه بيګانه راغله

اوښکي سولې ويني ، ويني توی سوې پرميدان

هرڅوک چي عاشق وهغه تيرسو تر خپل ځان

زه هم دعــاشــقــو دهــمــدغه لاري مـل يم

هر لور چي ليلاځي زې دلاري مل د پل يم

اوس چي مي ليلا په غشو ولي ګيله منه ده

زه په دې پو هيږم چي ومــاته قهر جنه ده

زما مناجات دادي چي نصيب مي کي ليلاماته

پاکــه اوسپيڅلې مي په برخـــــه سي بيا داماته

يوځل مـي نصيب په غيږ کي بيا راسي

ډکه په خندا خوله چي په ناز، نازراسي

زما ننګيال بڅرکي پرهرخوا چي ځي

اور پر بل وي څوک چې ليلا ته ځي

څلوریځه

زه چي وجانان ته ورنژدې سم

ولي مي په غشوزه يې ښکارسم

دی خو جفأ نه کـــوي ، نه دی جفأ کار دی

دومره مي ډيرغواړي دکتويې دا کمال دی

اوږده لار لنډ قدمونه

ارمانونه خورا ډير دي

خو قدم مي د ميږي دی

وخت دی لـــــــږ فا صيله ډيره

قدم اوچت کړه کارپه چابکي دی

په بحروکي چي لامبو کړې لامبوزنه

دغه ځای دچنګاښ نه دی دماهي دی

ډيراوږده،اوږده خيالـــونه دي د فـکـر په څپوکي

په څپو کي لامبوزن سه دنهنګ غوندي تيزي کي

په سست ګام که ته روان يې

په دې ګام کي مؤخه نه سته

ثمرسته دی ګام اوچت که

د خپل فکـر په تيزي کـي

نړيوالوخپل کاروان دی روان کړی

هرهيواد د ی خپل هد ف ته رسيدلی

خيال اوفکردی روان وکهکشان ته

هر کاروان په خپل اميد بريالی سوی

په د نيا کي يوڅوکسودا نړۍ کړله روښانه

خوب يې لږ او ځان يې ډير ؤ ستړی کړی

ته هم پورته سه دنن کار مه پريږده سباه ته

دلټۍ ځل دي که ايسته دغه کار دسړي نه دی

نـــړۍ وخته آسمان ته ، ته پر مځکه

هک ، پک پاته يې ودوی ته یې په کرکه

اميدونه ، آرمانـــونه دي درانه دي

په عمل کي يوڅه وکه هغه ښه دي

دقسمت ونويشتوته که ته ناست يې

نو!همدادي ستا په برخه دغه ستادي

هم له تادي که ساړه دي که تاوده دي

افغا نا ن او س د کـا روانه پاته سوي

په هډوکې دلټۍ ژړي اوبه دي

دننګيال بڅرکي اور دی چي بـلـيـږ ي

ګرم سوي يې په سرکي خپل مغزه دي

توپير په څه کي دی

زه شرافت اوايمان لرم …خوته دانه لرې .

ته !پيسې،هستي اوشتمني لرې؛خوزه بيا دانه لرم…

ته!سلاح لرې ، قوت لرې خوزه!يوازي عقل او منطق .

هر څوک چي هر څه ولري ، دهغه په خوند پوهيږي .

هغه ساتي ، دهغه دپاره جنګيږي .نوځکه زما اوستا په منځ کي توپير دی …

زه به هميش دخپل عزت او آزادۍ دپاره جنګ کوم .

خوته چي دغه څه نه لري ، نو به يې په قدرڅه وپوهيږې؟

نو ځکه به ته تل دپيسو ، هستۍ او شتمنۍ دپاره جنګيږې .

خو زه نه ! … او ته په واټنو، واټنو لار وهې ، ويني تويوې اوداپه دې ؛ چي نور هم شته من سې . نوځکه تاته متعرض وايي ؛اوماته مدافع . دامولوی فرق او توپيردی .

ته خپل اولادونه اوهيوادوال دبل پرمینه يا خاوره په ليري واټن کي وژنې ؛ خو زمااولادونه او هيوادوال پرخپل کور مري اوشهيدان کيږي . دامولوی فرق او توپیر دی

مرواووژل کيږو دواړه ، تاوان موږ دواړه کوو ، مقصد موږ دواړه لرو،کونډي ، بوري موږدواړه لرو؛ خوبيا هم زما اوستا تر منځ يو لوی ډيرغټ توپيرسته … داځکه چي ماته شهيد وايي،ماته غازي وايي….خو!تاته متعرض اوچپاول ګروايي.دامولوی اوغټ فرق دی.

اوددې ډول تضاد څخه جنګ اومبارزه راپيداکيږي .

او هروخت که تا ماته اوماتاته په درنه سترګه وکتل ؛نودې ته مصالحه يا سوله وائي . چي داممکنه نه ده ، داځکه چي ته بر تري غواړې اوزه مساوات  ، ته دځان ګټي زما په برباديو کي لټوې ؛ خوزه دځان اوژوند بقأ په خپله آزادي ، استقلال کي وينم ؛دامولوی اوغټ قرق دی…نو ځکه زما اوستا ترمنځ توپيراوغټ واټن تاريخ پرې ايښی دی .

خپل خيال

عقل وائي ميخاني ته ځه چي خمار دي مات سي

دښکلو تماشې ته ځه چي مغان دي مات سي

تقديرهم را څه دعـقـل را هبري وا خيسته

زاهدهم دعـقـل او تقدير فيصله ماته کړه

زما او زاهد دواړو ميخانې خوښي دي

دده که هلته زما دلې خوښي دي

متصف اوزاهد دواړه زحمتونه کاږي

ځکه دهورو اوشرابو يې کوزې خوښي دي

عايش او نوش ته کړو دواړه ازلي سجدې

دده که هلته زما دلې خوښي دي

زما په خيالو کي زماجنت هغه دی

تکل ويارته مې واعـد ې خوښي دي

ديار فکرونه مې هميش ځوروي

ترجنتومې ديار خالي کوڅې خوښي دي

قسمته ستا څخه يې نه غواړمه

دخپل قسمت څه مې ګيلې خوښي دي

زه په همت باندي مغروره يم چي تاته درځم

ازله ستا څخه مي پاته يو څو شپې خوښي دي

متصف په صفـتـونو کتا بو نه ډ ک کـــــړه

دننګيال بڅرکي هغه تللي خاطرې خوښي دي

ــــــــ

څلوریځه

زړه ته چي را ياد سي پخوانی ياد ديادو څخه

خوند به ځيني اخلمه د تيرو يا د ګا ر و څخه

په تیروکې څه نه وه

نه په اوس کي څه لرمه زه

یوه خوښي لرمه زه

خپل دتیرو خاطرو څخه

جـــدا ئي

ته به هــلــتـه زه به د لته تباه کيږم

زه به د لته د د ښمن په اورکړيږم

ته په ما اوزه په تا به وهل کيږم

هم به ته او هم به زه دلته لږيږم

دواړه دواړه ترټل کيږو چي بې کسه يو

کـــــه جدا سو يودبله خــود بيوسه يـــو

هر يو قوم چي په خپلو کي ناجوړ وي

معلومداره به اخته مصيبتو کي وي

دهيواد چــوکاټ که جوړ وای دپښتون

يو هيواد به يې خپل کړي وای په نوم

کوم حکومت دپښتون نه سو

هم دشره څه خلاص نه سو

پښتون قوم دی وخپل ځان ته بلا

ورته پا ته په حير ت ده د ا د نيا

څوک يې مړه سوه ، چاه بيا جوړه کړه کلا

د پـــر د يـــــو پر وا نـــه سته زمــا او ستا

په خدمت کي دی ولاړ ، ولاړ د ښمن ته

خا وره خپله يې سپا ر لـــــې ده و بل ته

تل تيروزي ددښمن وچلول ته

خپله مینه ئې سپارلې ده وبل ته

په جرګه به داهيواد ډيرارزښت مند سي

داحتياج څخه به خــــلاص ديواو بل سي

ته به هلته يې سرلوړی زه به دلته

اتحاد به مو ملا ټينګه کړي وبل ته

په تلاښ به دپښتون هيواد اباد سي

که پرمغزيې وږمه دپښتون راسي

بې با غوانه چمن وچ او خوارو زار دی

رنګ يې ژړ ، بدرنګ عبث بيکار دی

لمر سوځلی ، هوار دښت اوبيبان دی

هم بلبل او هم پتنګ ځيني بيزار دی

راځي راز دوحدت زده کړو پښتنو

د نفاق د يـــــوال چپه کـــړو پښتنو

ودښمن ته ځــــان په خپله اماده کړو

پرهرخـوا ئې شرمينده اوچاره کړو

څوک مو پر فرياد باندي موسکا کوي

څــــوک مـــو پر ژړا باندي خنداکوي

څوک مو پر احساس باندي خندا کوي

څوک موبياپرځان باندي سوداکوي

ته به هلته زه به دلته تباه کيږم

بې ګناه به په ګناهو نيول کيږم

زه ننګيال بڅرکی اوريم پناه کيږم

خــودبه خـــود به ايــرې کــيــږم

تا ته وایم!

خو!ولاړئې پرممبر

اوخبري دي هم ښې دي

خو!عمل دي دلعين دی

لاري دي کږې دي

سپين کالي دي ، دي او ږ ده

په لاس کــــي دي تسبح دي

ژوندون دي عصري خوښ دی

خو خبري دي زړې دي

چي دبابا خــــبــره مــاته را پيا د سي

جګه ، جګه مي وزړه ته تاو بالا سي

په ژوندون کي وه ترخو ته اماده سه

هم په غم هم په ښادۍ کي اموخته سه

د بد خــو يو زورورو لاس ايــله کـــړه

لاس په لاس کي دمظلوم او بيچاره کړه

نن دزور او حقيقت مبارزه ده

حقيقت خپله دتوان يو افسانه ده

ځيني وايــــي زور په زوره کې حقيقت دی

حقيقت هم په خپل ځان کي وا قيعت دی

منا جا ت

ته ئې واورې دغريب اح اوفغان

مهربان سې پر غريب افغانستان

تا نړۍ ده بې مثاله جوړه کړې

ته پروکړې خپل درحم يو باران

په هر څه کي ستا په امر حرکت دی

حرکت دی ستا په امـــر ستا په شان

دهيڅ شي په ماهيت کي سکون نسته

حرکت ستا پر هر ځای پر هر مکان

سکون سته دی نسبتي په جزتام کي

تر سواره ولاړسکو ن دايې پيما ن

په ډبره کي ژوندون په حرکت دی

ځان په پوه کړه دسکون په دې بيان

دا هرڅه چي دي ستاپه امر په تغيرکي

په تغــيــرکي دی قا نــون دایم روان

ژوندون ټوله يو جريان دحرکت دی

په ما ښا م پسي سهار سي بيا ما ښا م

هريو زوړ دی نوی سوی ، نوی زوړسي

کا ئنا ت ټولـــــه ولاړ پر دې فــرمـــــا ن

داچي هيڅ هم ستا بې آمره نه چليږي

نــــو بيا کــلــه نا ره اورې دافغا ن

په سلهاؤ په لکهاؤ لاس په دوعا دي

نه يې ږغ تـــر تا رسيږي نې فغا ن

په عمرونو په کـــلــونو سره وژنـــي

نې غازي سته ، نې شهيد، نې بې ايمان

سرنګونه بې هـــد فــه جنګ روان دی

دآسمانه باندي اوري دمرميوستر باران

زه ننګيالی بڅرکی لاس په دوعــــــايم

ته موجوړ کړې پر هيواد يو شين آسمان

دانقلاب ګټه

واوښتی نظام هغه خپل نظم را څه وران سو

نوی موجوړنه کی پخوانی مواوس آرمان سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

ولاړې  قافــلې هيواد تش اوتــالا سو

ليري دهيواده هيواد موخپل آرمان سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

کورپه کورجنګونه ورور ده ورورڅخه بيزارسو

مات سوه سرحدونه خپل پردی را ما ت سوه

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

سور انــقــلاب ، سره لمبه سور انګـــار سو

داسي يې هرڅه يووړه ، داسي مو تاوان سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

داسي ګډ وډي سوله ، سم خلک لـوټما ر سوله

هرطرف جنګونه دي ، وروڼه د ښمنان سوله

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

څــونده بدبــخــتي راغله ، سم خلک بدنا م سوه

نوي مو جوړنه سوله ، جوړمو هم ويران سوه

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

تش شعارد را هبرانو سو، تش موهم پيمان سو

انقلاب داوښتن را غلی،اختيار دبل په لاس سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

په نوم د کارګرانو ، بزګرانو دامضمون سو جوړ

هم وکار ګــــــــر ته ، هم بز ګر ته دا تا وا ن سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

هــر يو سو بيو سه هر قو ت مو هم نا توا ن سو

په خپل کورکي بيګانه سواختيارد بل په لاس سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

ولاړووه دښمن ته مو پناه يووړه، داعجب کارسو

لاس دغليم اوږ د ســـو ، نــو د لته مو تا وان سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

کورته دپښتو ن چي سور پرنګ را غــلی

ګټه مود ښمن وکړه ، هر شی موبرباد سو

ته لا وايې څه پيښه ده

ته لا وايې څه پيښه ده

دننګيال بڅرکي آ رما نونه هم بربا د سوه

ټول ياران يې مړه سوه ، خپله هم فرارسو

هوښ اوفکر

رسوا او سرګردانه ژوند ون دا د ی

ا خته د عشق په مينه جنو ن دا د ی

دعشق سفر يو ورک کاروان دی

دادعشق په سفر تللی کاروان دادی

ريښتنی جنت په ژوند کي سې موندلای

خيال نـــــه دی حقيقت يې ســـې ليدلای

که په هوښ دې دژوندلاري څارلای

هم به هوري هم غيلمان درته را تللای

څوک به شاپيرۍ وي

غټي سترګي ، کوچنۍ خوله ، پزه نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

پراخ تندی سره باړخوګان ، غاړه نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

غاښ يې سپين اورۍ يې سرې ، شونډې نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

کوچني غوږونه ، توري کوڅۍ ، زلفې نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

سره انګي ، سپين يې ځيګر ، ملا يې نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

چاغ خرنګونه ،غټ يې پتونه په ملا نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

ښکلي ئې پښې ، ښکلي لاسونه ، ګوتې نرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

پستې خبري ، خوږې شکري ، نرمې مسرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

په لاس بنګړي ، پښې يې نکريزي ، ټپه نجلۍ وي

بس هم دا به شا پيرۍ وي

په پښوپايزيب وي ، سپن مړوندونه، انګشترۍ وي

بس هم دا به شا پيرۍ وي

ګرځي چمن کي ، رنګه ګلان وي ، همدا نجلۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

حيأ ئې خپله ، دنا ز بـلــبـلـه ، شـــل کلــنـــۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

ټوله وفاه وي،هر څه يې ستا وي،ښکلې نجلۍ وي

بس هم دا به شا پيرۍ وي

جنت به څه وي؟ ،ټول به داغه وي ،دامي بازۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

لاس کې ساغر وي ، خپله ساقي وي ،دا ګلالۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

خيام خو مړسو په دې چورتو کي ،خيال رښتنۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

واردغني ؤ په دې نژدو کي ، دده هم مينه شل کلنۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

دا به څوک ؟ کومه نجلۍ وي ؟

بس هــم ها به شـا پيرۍ وي

دننګيال فکر ، ګرم بڅرکي،دعشق بازۍ وي

بس هم دا به شاپیرۍ وي

!دسيښې پای وي، پياله تر څوکي،

دا به يو خیال دشاعرۍ وي

بس هم دا به شاپيرۍ وي

طوفاني مينه

ته چي دا په سپن مخ په سرو جامو کي را غللې

تا چي دغه سپين مخ په سرو سپينو کي څرګند کړلۍ

جوړ دي يو حالت کړلۍ ، جوړدي يو قيامت کړلۍ

ته په سرو جاموکي يو توفان او انقلاب سولې

واو ښتی خصلت له ما ، نوی حالت زما سولې

ته چي انقلاب غوندي زما وزړه ته را غللې

جوړي ترانې مي په مغزوکي تاو بالا سولې

جوړي دي تا ريخ ته افسانې کړلې

هم دي په نقلو کي دا کيسې کړلې

جوړه افسانه دنور جهان او شاه جهان سولې

هم دفتح خان او ادم خان سولې

نقل دبيبو او ښادي خان سولې

جوړيدي پر تا ددې دنيا او دعـقبأ کيسې

جوړه هنګامه پر دې د نيا سولې

جوړدي يو حالت کړلی ، جوړدي يو قيامت کړلی

ته چي مي وميني ته پيدا سولې

ستوری په آسمان کي د ځلا سولې

داد ننګيال مينه ده ،مېنه يې په ورينه ده

هلته به دي نازاخلم ، کله چي بيا زما سولې

ښه را هبر

په هر کار کي چي هنر وي

هــغــه کــار به بلا تــر وي

چي هنر نه وي په کار کي

ا ثـرنــه لـري بد تــر وي

هر زاهد چي خرد مند وي

په خپل واعظ کي قلندروي

پر ممبر چي ځان ښکاره کي

تر هر چـــــاه به بالا تر وي

پر مهراب هم ښه ښکاريږي

هم پر ټو لو بـه را هبر و ي

په عمل او په کردار څوک مشرکيږي

په ګروپ کې د څو تنو يو تن کیږي

په معبد کې دزاهد عـقل را هبر وی

ساقي خپله ميخانه کې معتبروي

هرراهبر چي په هر ځای کي رهنما وي

که زاهد وي کـه ساقي وي که ليډ روي

دپا خه عـقـل پـوخ عظم يو هنر وی

په همدا صفت به هرمشرراهبروي

که نه عقل ، نه عمل ، نه يې کردار وي

نه به شيخ ، نه به سا قي نه به ليډ ر وي

دساقي په ميخانه کې چي جوش نه وي

وه ! رندا نو تې ترټل ګــوره ر وا وي

په يو ځای کي چي را هبروي

نــو و لــس بې معـتـبـر وي

احساسات که دهنره سره مله سي

پيروزي به دهغه په نصيب وسي

هر ساقي يا هر زاهد چي مشرکيږي

عـقـل فکردې پرکــار برا بر يږي

هيڅ مجلس دي شروع نه سي

چي سا قي ئې معلو م نه سي

زما خو هغه سا قي مراد دی

چي مرام موپه ده ښاد دی

نو زه ننګيال بڅرکی مل دهغه چاه يم

چي عمل يې د خبرو سره مــــــل وي

١٩٩٦م

دا قوم په څه اخته دی؟

علم هنر نه سته په تو پک اخته دی

داقوم به څه کوي ؟ په څه اخته دی

و چه  ډوډۍ  نه  لر ي په بد و ا خته دی

دباروتو سره يې کاردی په قتلو اخته دی

دا قـوم به څه کـــوي ؟دا قوم په څه اخته د ی

هيڅ خير يې نه سته په جنګو اخته دی

دا قوم ته چي ګورم،په نړيدو اخته دی

نړۍ ټوله دخپل ځان په جوړيدو اخته ده

پښتون قـــــوم دپيسو په ټوليد واخته دی

داقوم به څه کوي ؟ داقوم په څه اخته دی؟

کاريې تباهي ده ، په ورا نيدواخته دی

پردی يې په فکرو دجنګيد و اخته دی

دژوند سليقه نسته ، په چورتو اخته دی

هريو ځانته د زيور په ټوليدو اخته دی

داقوم به څه کوي؟داقوم په څه اخته دی

د ښا را و تمدن څخه فرا ره دي

د صحرا په روا جـــو اخته دی

نور څه لیدای نه سی په پيسو اخته دی

هيڅوک ليدای نه سي په جنګو اخته دی

دا قوم به څه کوي؟ دا قوم په څه اخته دی؟

هر څوک ورته بد ښکاري

دانزواپه مرضو اخته دی

خپل مشر مني نه ،دعربو په صفتواخته دی

خپله پرمخ نه ځي، داسلام په جوړيدواخته دی

داقوم به څه کوي ؟ داقوم په څه اخته دی

فکردننګيال بڅرکي په لمبو کي سي

عـقـل فکردواړه په چورتو اخته دی

چي داقوم به څه کوي؟ په څه اخته دی؟

——————————————————————–

 

يا دونه :نوموړی شعر ماته دهغه خیال له مخي را په زړه سو، چی دافغانستان پیښي یو په بل برسیره یوې نا معلومی لوري ته تللې. نو ماته دغه پوښتنه را په زړه سو چی داقوم په څه اخته دي؟ داقوم به څه کوي.

 

دغه شعر زما نه دی خوزما دکوچنیوالي انډیوال دی، ځکه ما دښوونځی په کنفرانوسواو مظاهرو کی دغه شعر ویلی او شاعر یې هم را معلوم نه دی.

 

 دامنم چي تا به پر دې خاوره ډيري ښځي کونډي کړي وي

       اودا منم چي تا به پردې خاوره ډير مظلوم خلک وژلي وي

       نوردي توره پڅه ده ، دا کور دزمريانو دي ،دادمشرق خاوره ده

قدم په کښي قرارايږده

 

یادونه:نوموړی ډول شعرپه اوسني وخت کي دناټودبې حده ظلمونو پربنسټ چي په افغانستان کې ديويشتم قرن په درشل کي کوي ، بيخي برابردی.نومي لازمه وګڼل چي دپورته شعرپروزن دغه لاغه ندي شعرجوړ کړم .

 

فرنګیه خبراوسه

دلته دي دقتل نخښي موږ ته را پرېښي دي

خپل دي دظلمونو نښانې را پاته کړي دي

نور دي په هيڅ فريب موږ تيروتاي نه سو

يا دي هم هيڅکله په توپوتسليميدای نه سـو

نور دي خلک پيژني ،موږ هم پیژند لی یې

دادزمرو ځاله ده ، فکر دي هوښيارساته

وايه ! د تــاريخ د رسو نه و لــي تا هـيـر کــړي دي ؟

وايه ! مکناټن اوبرنس دي دواړه دمغزو څه اوس ایستلي دي؟

داسي نو ته مه کوه، يو ځلي هــو ښيار که ځان

د ا کور د زمریانودی ، فکر دي هوښيار نيسه

تا چي نن دځان سره نا ټو خطا ايستلې ده

نوې ډ رامه دي نن پـر سيمه مښلو لې ده

دلومړۍ شپې نا وکۍ دي دواده په شپه وژلې ده

دهغې شهيدي موردي په چيغارو ژړه ولې ده

دا د ظلم نخښـــــــي د ي ، د غـه ټـــول قـصاد غــواړي

تا ته پردې خاوره پرنګی واي ، فکر دي هو ښيار نيسه

تا خو دبشر په نوم نړۍ ټول تباه کړې ده

تا خو دقاچاق په نوم سيمه اشغال کړې ده

دا چم د ګيدړانو دی ، ګيدړ اوس رسوا سوی دی

تـــا تــه پــرنـګـی وايي ! فګر دي هو ښيار نيسه

تا ډموکراسي نن پر دې سيمه شرمولې ده

تا په دغه لــــــومه دادنیاهم بنده کړې ده

تاته لوی شيطان وايي ، دلته افغانان پراته

داد زمرو مينه ده ! فکر دي هوښيار نيسه

ته که ځان پر سيمه بريالی بولې

ځان بيا د قانو ن هم پـلـوی بولې

داټوله خطاده ستا ، داشعار اوس تقرارسوی دی

دادی د جــــرګو هيواد ! فکر دي هوښيا ر نيسه

ستا پر خپل هيواد جــګ لوړ بيلــډنګونه دي

تا ته دلندن په شان لوړتخت اوعـزمتونه دي

مه کوه خطا به سې !دادمشرق خاوره ده

دلته شهيدان پراته ،فکردي پر ځای نيسه

هلته دي شعار په ميډيا کي ګلوباليزم دی

دلته دي تر کـــروزلاندي مـرګـونه دي

بيا به ځان برباد کې خپل ، خپل اولاددي مه وژنه

 نن يو ويشتم قرن دی ! فـــــکردي هوښيار نيسه

 

 

دهندو خيال

د هند و زوی مسلمان سو

 دا پپغور ورته دځان سو

نفس يې تنګ حال يې دځان سو

هر هند و ور ته ګـــــو يا ن سو

ويل : نا اهـل زوی دي دی روزلی

د مذ هب سبق دي نه دی ور ښولی

نه پرلار دي د نيکه دی روان کړی

نه بګــوان ته دي مخامخ دی د رولی

بس يوازي دي په تن دی ،دئ غټ کړی

نـه ئــــې کا ر دی د سبا د رته سپا رلی

داپيغور اوس دپردو راته جوړسوی

هريووايي ، چي هندو مسلمان سوی

دلا ،لا مخ چــي د شرمـه سور او سپين سو

په چورتونو کي سو غرق او ځګرخون سو

رنګ الوتی ، ورته جوړعجب مضمون سو

دهـنـد وا ڼـو سره يې جوړدغه تـــړون سو

ول : وختي لا وم خبر چي داسي کيږي

ما ويل مورتې دا هـلـک مسلـمـا نـيـږي

په دکان کي مي پيسې را څه غلا کيږي

کله ، کله  په د ر و اغــو ګـو يا نـيـږي

دهلـک مــــور ته وختي لا مــا و يلــي

مائې مورته خپلي غاړي خلاصي کړي

کله ، کله ئې درواغ وي کتار کړي

عــا د تونه يې پخوا لا هم بد سوي

نو سودامي ورځ په ورځ را زيا تيد له

دلا ، لا شمله پر مــځــکــه ولــويـد له

دا په دې چي نور هندواڼ په خبريدله

جــدائي د پلار اوزوی منځ ته را تلله

هر انسان په خپل عمل باندي ښاغلی

عقیدې انسانیت وی ور ساتلی

وهیچاه ته ضرورنه ده مذهب خرڅ په پیسو کي

وهیچاه ته ضرورنه ده،ځان اخته په تاوانوکي

 

پر ګل مينه

نوم چې د ګـــل وي هغه ښکلی دی

بيا هم په ښکلا کې توپير پروت دی

بوی هم د ښکلا په څير تو پير لري

بوی چې دباغبان پرد ماغ پروت دی

ژړ رنګ جــعــفــری ماتـــه که ښکلی دی

هم مې دګلاب سره دزړه محبت پروت دی

سترګودنرګس ته چې مې ډير ،ډيرورکتلي دي

داسي راته ښکاري چې پر مينه اثر پروت دی

مـــا ته د يــو ګـــل د بويد و توسيعه مـــه کـــوه

په زړه کې دباغبان چې دهرګل محبت پروت دی

ګل د جريبند چې په سرو سپينو لباسو کې دی

ډ که په خندا خوله پو تينی په خندا پروت دی

مينه مــــې دهـــــر ګل سره کـــــړيده

ځکه مې پرمينه دګلانو اثر پروت دی

نه يم صحرائي چي په يوه ګل باندې ناز کوم

زړه کي دباغبان چې دهر ګل محبت پروت دی

څوک چي ناديده وي ، هغه هر وخت تلوسه کوي

ځکه پر نيستمند و د نيستۍ تـــور ستم پــروت دی

چاه چې ويوې ليلا ته خپل ځان مجنون کړی وي

دغـــه صحـــرا ئــي ته خــود مېني ټغـر ټول دی

ما چي د ګلانو د کښتونو پايکـــــــو بي کول

ځکه مې پرسترګو د ګلونو روغـن پروت دی

خدايه ! ماته دجنت ګلان نصيب کړې ته

کله ستا د هورو د ګلانو کيلت پروت دی

 

دافغان آواز

کاروان را څخه ولاړی

 زه غـرق يم په فکروکې

وخــت را څخه تير سو

 زه لا نا ست يم په خيا لو کې

دهيواده را وتلی په څوشپویم

 په خواریوتريورپه رسيد لی

کلونه را څه تير سوه

په هـوس او په خوبو کې

سپيني ورځي مې تيارې سوې

غوړي ورځي مــــې وريځي

بيکاره ستړی ژوند دی

دسوسيال په خيرا تو کې

کــــاروان را څخه ولاړی

 زه لا غـرق يم په فکـــروکې

ورځي تيري سوې په مياشتو

 مياشتې تيري په کلو سوې

بيکا ره ستړی ژوند دی

 د سوسيا ل په خيرا تـو کې

پــــه ژوند کـې بيګانه سوو

دپرديــو په کــــورو کـــې

په ژوند مو نصيب نه سوه

 خپله خاوره د خالپو څو

کلونه را څه تير سوه

په هوس اوپه خيالو کې

پلرونه موهم ښخ سوه

په پرديو هديرو کې

لمسيان مو بيګانه سوه

 دپر ديو په دودو کې

خپله ژبه يې پردۍ سوه

 مفته ، جفته ځيني ولاړه

په پـــردۍ ژبه ږغیږي

 په پرد يـــو رواجوکې

اوس لا هم پاه بنده نه دی ! !

 خپل دښمن ورمعلو م نه دی

نه پو هيږي چي څه کيږي

څـوک زه وژنم په کوروکې

مهارت يې حاصيل کړی

 دپرديوپه وسلوکې

زما ننګيال بڅرکي ږغ دی او چت سوی

آزانګې مې دي او چتي آسمانو کې

 

غـل څوک دی ؟

ښکاره غله ځيني ولاړه ، لاس پر نورو يې نيولی

حساب او کتاب نه سته ،ا صلي غـل دی تـښـتـيـدلی

دغله  نارې سورې دي ، چي يې مه پريږدی داغه دی

ا صلي غـل ځيني ولاړی ، ولــس ټــول په تما شه دی

غله ته ټوله  ګورو ، چي اصلي غـل خپله ته ئې

بيريږي هر يو خپله ،چي بايللی هر يو زړه دی

هر يوه تــــــه خپل د ژوند بقأ ده معتبره

بيره دظالمه ،دا ظالم ډیرسپاک سوی دی

غله هم دانصاف خبري ښې په شد او مد کوي

نه سته دانصاف تله چي څوک ملامت سوی دی

غـل خو معتبره دی ، چي خپله سيم اوزرلري

پــــــرچاه چې لاس برسوی دی هغه ملامت سوی دی

ولس مو هر څه اوري ، خو په هيڅ هم نه پوهيږي

ولس که ړوند او کوڼ وي ، ولس خپله ملا مت دی

ښکاره غـــلــه ځيني ولاړه ،لاس پر نورو يې نيولی

 ناست دی په چوکۍ کي ،دچوکی شان او شوکت دی

غـــلا هم کوي خپله ، هم قا ضي دی قضا وت کوي

تر ټلای يې څوک نه سي ، وولس ته دی ښاغلی دی

ولس انتخاب کړی ، وولس ته دی منلی دی

زوريې د قانون دی ، ولس خپله ملامت دی

قاضي چي خپله غل سي ، قانون هم دده ملګری دی

دولت به څنګه ګرځي ، په دولت کې غـل ښا غلی دی

دغله نارې سورې دي ،دملت مال يې چور کړی دی

محبس د خلکــوډ ک سو ، خو اصلي غـل تښتيد لی دی

سر په سر سودا ده ، قانون هم د ده ملګــــری دی

هيڅوک ملا مت نه دي ، دغه غل ولس ټاکلی دی

زماننګيال پرزړه او ربل سو ،په ښکاره غل مې ليدلی دی

د زردشت سپيڅــلی اوردی ، دافغان پر سر بل سوی دی

 

زما اختر ستا اختر دی

درد دميني دهر افغان پر سر دی  ـ اختر ، اختر دی

زړه به خوشحال کړم ، ديار ديدن دی

ستا اختر زما اختر دی

اختر ، اختر دی

جوړه به ولا ړ سو وزيارتو ته

دوعا به وکړو چاودلو زړو ته

ستا اختر زما اختر دی

اختر ، اختر دی

تللي خوښۍ خو را څه ولاړې

هغه خوښۍ چي زمااوستا وې

ستا اختر زما اختر دی

اختر ، اختر دی

اور د نفاق پر هر ا فغان دی

که پرسيستان يا نورستان دی

غم دټولو يودی

اختر ، اختر دی

مجلس به جوړکړود خوشحاليو

فرش به هوارکړود سرو غاليو

پر هيواد دودد لوی جرګودی

داختردود پر خوښو زړو دی

ژړه کی لمرپر جګو غـرو دی

جموجوش اوس پر د کانو دی

ستا اختر زما اختر دی

اختر ، اختر دی

افغانان ټول عيدګاه ته درومي

لاس په د وعا دزړه له کومي

اختر اختر دی

ستا اختر زما اختر دی

دهر چاه زړه کي دسولي د رود دی

خدای ته زاري کړي ، څه موقصردی

يوموغم يو مو اختر دی

 ستا اختر زما اختر دی

دننګ بڅرکي هر لور ته درومي

اميد يې نه سته تر هـغـو پـــوري

چي جنګ روان وي اختر نه دی

چي آزا د ګـــرځو اخترداغه دی

اختر ، اختر دی

 ستا اختر زما اختر دی

 

دځنګله قانون

زور ور به تل قــو ت وي

خو کمزور به ملا مت وي

حق به تل د زوره ور وي

دکـمـز وري به ځپل وي

هم به خوی دانسان ورک سي

چي قانــــون مو د ځنګله سي

که هرڅوک عاجزاو خوارسو

زور په زور به واقيعت سي

ده ځنګله قانون خودا دی

وه کمزور ته ځان بلا دی

او ر يد لې  مې  کيسه  ده

دليوه سره ولاړه يو بزه ده

دبزې پښې وې په اوبوکې

ليوه لـــــوړ وپه غـــروکې

اوبــه روانــي وې چينو کــې

دبزې پرلوري تلې په بهيدو کې

چي يو ږغ دپاسه را غلی

دبزې پر خوا را ځغاستی

ويل او به دي خړي کړي

زما پــرلور دي بهيد لي

دبزې نارې سورې سوې

دليوه جوړي بهانې سوې

اوبه نه خيژي هيڅکله

بيا دکښته څه پر لوړه

شرمښ نور هم سو په قهر

ورته ستر سو لکــه بهــر

ويل بس که ، بس که داقانون دی

زور په زور باندي هارون دی

په ځنګله کې چي اوسيږې

لا تــر اوسه نه پـوهـيـږې

بزې ځان له خپل سوچ وکړ

بيا يې ځان هم مـلا مت کړ

نو په تراټو اوځغاستا  سوه

په قـانـون سـره دا نــا سوه

دليوه څخه پناه سوه

ليري ولړله اګاه سوه

دځنګله قانون يې زده کړ

د د ليل کا ر يې ا يله کـړ

هغه زور دی زورور دی

دکمزور په مرګ ئې ژوندی دی

دزورور او به خيژي پر لوړه

ژوند دي خپل دی لاردي خپله

چيري زورچې دوسلو وي

يا حسا ب پر نيشترو وي

هلته هر فکر محکــوم دی

هلته هرهوښيارمظلوم دی

حق نا حقه به با طل وي

په ځنګله کې دا قانون وي

 

ستر کندهار ته

دا د بنګو په نشه مستان يې ډيـــــر دي

ترسرتيردي،ترځان تيردي استقلال ته

دادسر ميدان سرکښ تورزنان ډير دي

دترنک او ارغنداب دښت او بيا بان ته

دا دپوهي دميدان نا مدار يې ډير دي

د فرهنګ او ده اد ب ودې جهان ته

سر مستي ده په ميرا ث ور پاته سوې

د پـــرونده  بيا تـــر نـنـه بـيـا سبا تــه

ميوندونه حما سې يې دي ساتلي

دمــقــره تــر فراه اوبيا تر پښينه

دهلمند او ارغنداب جوش اوخوروش يې

دمستيو پسرليو يا د په يا د و شا لما ر ته

دآرين تاريخ په ده باندي ښايسته دی

دا غـزلي يـــې سوغات وريګويدا ته

يا داښتونه يې يا د سوي دي پرسيمه

دا د بلـــخ او بخــا را تــر ا صفها نه

شاه محمود غوندي واکدارپه کښي را لوی سو

آزادي ســوه په مــيــراث و هــر افــغــان تــه

داحمد شاه د توري شرنګ چي پر ډهـلي سو

حماسې يې سولې جوړي خو شحال خان ته

دهيواد تاريخ ســــلام ورته نيولی

کندهارته ،کندهار ته، کندهار ته

د زمرو په شا ن د ښمن ته پر سنګــر دي

دساتلو يې هوډ کړی دپروند څه نن سبا ته

د جيلمه ترهلمنده دآمو څه تـر اټګه

داميد سترګي وراوړي ارغنداب ته

هر هيواد چي په بد نيت ورته را غلی

دعبرت درس يې ور کړی دې جهان ته

دميرو يس او احمد شاه نومونه ستايم

افرين وايم غازي آمان الله ته

د تاريخ پر تيرو ،  تــيــرو حسا ب نه سته

دا دوخت حساب خوکيږي دنا ټواوامريکا څه

کندهاره افـــرين دي ستا پر شير سي

احترام دي وي دباغ وهـر با غبان ته

د ننګيا ل بڅرکي کور پر کندهار دی

نومي دغه شعر سوغات کی کندهارته

 

 

څلوریځه

نشه يې مه بولۍ احمک دی

عقل مړاحساس يې سم دی

په هر چاه کې دخوړلوطاقت نسته

دغيرته بې غيرته په غيرت دی

 

زه وتاته څه ووايم؟

سپيره ږيره وي ولاړ په محرابو کې

تل بد وايي دادشرعــي په کيسو کې

بد نصيبه او بــــــې بخته انسا نا ن دي

ژوند يې تيرسي ددرواغو په کيسو کې

دګل رخوديارۍ څـــه وي محـــرومه

ځان قانع کي د ناصيح په څو جملوکې

د شرا بو په مزه خو نه پوهيږي

ځان خطا کي د سبا په اميد و کې

کله ، کله پرځوانا نـــو هم خښميږي

نه دخدايه څه بيريږي ، نه شرميږي

خپل ځان ټيټ کي د خا نا نو قد موته

د قسمت په فلسفه کــلــه پو هــيــږي

د ی د کار او دعمل د ميدان نه دی

دغرور په لـــذ ت دی کله پوهيږي

پرحلوا يې سر ټيټ کړی په شکرو وي

د شرابو په لــــذ ت کــلـــه پوهــيــږي

په ميواوپه خوږوجنت توصيف کي

جنتي په دې نعمت باندي پوهيږي

د جنت په نعمتو کې چي ډير ښه دي

داد حورو سره يوځـــا ی لمبيده دي

دزاهد په څــو خبرو خــطـــا نه سې

داچي وائي په عمل کي داسي نه دي

دغفور اودغفارنوم به وانه خــلي

دوی دقهرپه کيسوباندي اخته دي

د ننګيال بڅرکي درد دی د ټګما ر څــه

ټګماران خو ګمرهان دي نورڅه نه دي

 

ورکه لاره

مينه ډيره سخته ده ؛زړه وي بې قراره

رازچې د خوبو نوسي  مينه مزه دا ره

تاچي زه هير کړی يم ، ګرځم سرګردانه

ته چي مې په څنګ کي ئې ځم پر هغه لاره

 

چيري  چي وي  مينه زه هم هلته یم

لارچي دي معلومه وي مه ځه پر بل لاره

لاره ښه معلومه که چیري چي هم زه یم

چيري چي وي مينه ځه پر هغه لاره

 

هر منزل له تا څخه ،غــــواړي سمه لاره

لاره چي دي ورکه وي ،ګرځه سرګردانه

که نه پو هيږې خپله ، نووکه ته پوښتنه

ځې به تر منزله ، په پوښتنه ګـــړويزنه

 

هر منزل جوړيږي ،ځه پر لاره

مــــه خــــوښووه ته د خطا لاره

زه به نن دمیني څراغ بل کړم

هغه ورښوي نوروته لاره

 

زه بڅرکي لګوم لاره څارمه

دامي دی مشعل دامي ده لاره

 

 

 

پسرلی

زموږ وبڼ ته څه بلا را غلې ده

پر شنو پاڼو يې اوبا را غلې ده

آرزوګاني وې د پيغلو د سرو ګـــــلو

دسروګلورنګ نسته ژړ،ژړاراغلې ده

د خزان بادلاچليږي ،پرباغونو

خوش باوره بورا بيا راغلې ده

دامـيـد غـــوټۍ سپړيږي وبهارته

دغوټيو وموجوته دا عطا راغلې ده

پسرليه !څه به راوړې شنوباغــــوته

دبلبل ناره خاموشه څه بلا راغلې ده

موږ به خواست کړو چي دسولي پسرلی سي

سولــــــــه نسته جګــــــــــړه بيا را غلې ده

ټولـــه پيغلي دي خو شحاله پيغا مو ته

ژړد ښت ته چي ښکلا را غـــــــلې ده

وهر خواته د شپانه شپيلۍ ږغيږي

 خــــو! رمې ته يې بلا را غلې ده

پسرليه! ته درحم باران وکه

ستا د رحم تمنا را غــلې ده

تيرګلونه مړاوي سوي په خزان کې

دليلادغاړي هارته څه ادا راغلې ده

دافغا ن د پسر لي شوراو غوغا وه

نن شورنه سته څه چوپتياراغلې ده

داورونو پـــه لمبو کـــې پايـــکو بي ده

شنه څه نسته دا لمبه پر اريانا راغلې ده

چي پر بلخ به تل جنډه دپسرلي وه

پر بخــدي قبضه د چاه را غلې ده

د ننګيال بڅـرکي اور د زرد شتي دی

چي نشه يې نن پرمغز دسوماراغلې ده

 

٢٠٠٩يا ١٣٨٨کال دحمل لومړې نيټه : ډنمارک

 

ايمانداري عبادت دی

سجــده کوم وتا ته غـلامي قبلوای نه سم

عبادت کوم وتاته بې عـزتي قبلوای نه سم

پښتون يمه پيدا سرمي نه ځي سجدې ته

بس يکتا مي قبول کړی بنده ګي قبلوای نه سم

داغه مي لو سزاده چي بل هيڅ وخت نه منمه

سورکفن مي خوښ دی ټيټ ژوندي قبلوای نه سم

په ايمان او عقيده کي يم مشهوره په نړۍ کې

ويشتل سوی په کروزونواجنبي قبلوای نه شم

ورځمه پر سکروټودغـرورد جنګ ميدان ته

آزادي مي افتخار ده خو پردي قبلوای نه سم

نن دعصر او زمانه پاته سوی زه پر څه يم

الله ته زه په سوال يم سوالګيري قبلوای نه سم

را څه پاته کوراو کلی مخ پر غـرو يم

دبل تر امر لاندي بې همتي قبلوای نه سم

کله کله  سم په شک کي دې انصاف ته

دانصاف مزی شکيدلی شکاکي قبلوای نه سم

الله څونده ازمايش دی ستا په پلان کي؟

زما تاريخ دننګيالي دی ناکامي قبلوای نه سم

نه پو هيږم چي به کومه برخه زما وي ستا دربار کې

داټوله نا معلومه خو نااميدي قبلوای نه سم

دافغان پر انګړچيغي مناجات لاس په دعا دي

که غوږونه کاڼه سوي بې غوري قبلوای نه سم

دښوني اوروزني څخه هم سولم مهرومه

زه خپله هم حيران يم بې سوادي قبلواي نه سم

دازما دخيال نيلی چي توريدلی پردښتودی

پردي ملک ته دی راغلی ،زه پردي قبلوای نه سم

ايمانداريم په ايمان کي مي شک نه سته

وخت زمان يم ازمايلی بې ايماني قبلوای نه سم

پر زړګي چي دننګيال انګاري اور دی

په انګارکي اموخته يم خو يخني قبلوای نه سم

 

لنډ سفر اوږده وختونه

کاروان را څخه ورک دی زه پر بله لار روان يم

وخت را څخه تيرســـــو زه په خپله هم حيران يم

ايشانه ، کاشانه پاته تـــر يورپ يم را غـــلی

نه په ژبه ئې پوهيږم،نه په دوی باندي ګډيږم

په لنډ سفر راغــــلی خـــــووختونه مي بيا ډير سوه

په نيت کي مي لانه وه خپل قومونه را څه حير سوه

کورونه هم سوه پاته تا ريخي ا ثا رمي چــــــــورسوه

دبل پر ملک مي شپه سوه،چي نومونه را څه حيرسوه

په لنډ سفر دنهو شپو په نيت ولاړم

دنهو کالو څه تير سوم،چي لاولاړم

ارمان مي دهيوادڅخه الوتی پرينده سو

مات وزری اوس د بل د کورميلمه سو

په توره شپه دکوره په تـلوارراووتمه

مؤقت ومه وتلی چي بيرته به را تلمه

بيرته خو را نه غلم په دې جال کي مې ځان بند کړ

سـفـرمي طولاني سؤ بل جهان ته مي ځان سم کړ

نه پــــو هيږم دې سفــر ته کـــوم نـــوم کښيږ د م ؟

څوک به ملا مت کړم دغه نوم به چاه ته کښيږدم ؟

سفر مې دنهو ورځو اوس تير سوي ډيري کلونه

لا تر اوسه هم جنګونه په کښي سوځي نورکورونه

اوه ډلي اخته سوې په جنګواو کور سوځلو

اته نوري پر راغلې د ځينځر په ا چـــولو

يوازي خو دا نه وه چي شعيه او سني بيل دي

هرڅه يرغمل سوي پرهيواد مشکلات ډير دي

ولسونه پر نفس سوه طالبانو ته لار خلاصه

تولې کړې کمبلي هيواد والوته لار خلا صه

هر يو جنګ سالار چي ديوې سيمي پاچاه وو

هيواديې تجزيه کړخپل اولاد ته هم بلا وو

طالبان که يوڅه ښه وه بيا جهان ته لوی خطرسوه

د يد ګاه يې ډير کمه بوت باميان ته ډيرخطر سوه

يرغـل د امريکا سود هيواد ا ستقلال ولاړی

جنګونه دومره ډيرسوه دپخواارميش دلاړی

لنډ سفراوږده وختونه راڅه تيرسوه ښه وختونه

اميدونه هم سو قطعه هره ورځ اورم خبرونه

 

څلوريځي

مځکــــي تا ته مو سپا رلی امانت يې ساته

دلته لوړ انسان ښخ سوی په عزت يې ساته

دجهانه ګيله مند دی ګيله مند ځيني راغــلی

دې هيوادکې مهاجردی په حـرمت يې ساته

بله

کچکول را واخله ارمان دقام يادوه

دنن پښتــــــــــــون دافغان ياد يادوه

سوالګر را ټول کړه دغيرت په نامه

بيانــــــــــــــو آزاد افغانستان يـــــادوه

بله

په مينه کي عقيده نه ځا يږي

زما پرلاري را سه چي سي ستا مينه اسانه

يا سه خپله مهر بانه يا کړه زما لاره اسانه

راځي چي سره يوکړو مذهبونه اودينونه

يا ته هم مسلمان سه يا ما دځان په شان که

انسانيت تر مخکي دی

مينه محبت خو تر هرڅه وي ډيره لوړه

يا سه را څه بيزاره يا ما تيرتر دنيا که

راځي چي ځيني تيرسودمذهب دتنګو لارو

په نوم ديو انسان سه خدمتګار ددې جهان سه

سپيڅلې مينه

مينه خو ده مينه بې بندښته بې سرحده ده

اول خپله ته مجنون سه بيا ما ځانته ليلاکه

مينه عقيده دهغه چاه ده چي وي تير تر خپله ځانه

اور سکــــــروټي ورسره وي نه يې بيره دهــچـــاه ده

نهايت قرباني

خپل ځا ن خپله سپلنی کړي

تر هـــــــر څه چي تيريدای سي

بشپړه مينه ډيره قرباني غواړي

دهغه مينه کاميابه چی ديار وفاه داری غواړي

ليونۍ مينه

لوږه تنده ورته هيڅ ده نه په ظلم يې پروا ده

بس دميني هب اخيستی چي داغه زماليلا ده

دمينو دجنت اوددوږخ پـــروا وي کــــــــلــــــه

يا دميني په سودا وي يا دژوند څخه بيزاره

ناره دميني

که دکفر په درو تــل وهــل کيږي

سر ببری پر دښتونو تر ټل کيږي

بيا يې هم خپله ناره پريو آسمان ده

وايي !مينه زما ليلا ده ـ وايي : مينه زما ليلا ده

مينه دانسانيت سره تړلې ده

مينه نوم ديو توحيد دی چي په څو نوموياديږي

هغه مينه دزړه مينه چي په زړه کې پيدا کيږي

هر يو قام چي لري مينه هغه قام نوم په ياديږي

هيڅ انسان نه سته بې ميني چي انسان نوم پر يا ديږي

دبل مينه دخپل ځان که ياهم دی دځان په شان که

دنفرته لاس په سرکړی ، اتفاق کړه ،اتفاق کړه

دننګيال بڅرکي ژوندپه مينه خوښ دی

اتحاد دي خپل شعار کړه ،اتحادکړه

سلا طه وخوره

څه يې پياز ، څه يې روميان ګډيې ميده وخورۍ

سلا طه وخورۍ

يوڅه مرچک يوڅه ليموګډيې ترخه وخورۍ

سلاطه وخورۍ

ويټامين سي ووهه ښې په مزه وخورۍ

سلا طه وخورۍ

چي نه يې غوړ اونه يې پړوي داسي يې ښه وخورۍ

سلاطه وخورۍ

مالګه ورارتاوکړی نعناپروه دوړه وی

ښه ئې تروه وخورۍ

سلا طه وخورۍ

سترخوان په ونازوۍ نس پر مستي راولۍ

داپه ميله وخورۍ

سلا طه وخورۍ

زيب د متاع ده دهر سترخوان ده

داپه ميلمه وخورۍ

سلاطه وخورۍ

دا هميشه وخورۍ ، هم يې ماښام

هم يې غرمه وخورۍ

سلاطه وخورۍ

دا پرهرڅه وخورۍ هم پرښوروا

ياپرغورمه وخورۍ

سلا طه وخورۍ

ويټامين سي وخورۍ نس پر مستي را ولي

دامساله وخورۍ

سلاطه وخورۍ

مستې هم بدي نه دي ،وريجي غورمه وخورۍ

سلاطه وخورۍ

غټ دستر خوان هوار کی

شلومبې هم مه هيروۍ

ښه په مزه يې لوی وا ړه وخورۍ

سلاطه وخورۍ

اجتماعي شيطان

چي په قوم کي نفاق وي او نه سره جوړيږي

خپل په خپل کې وژني ، جنګيږي خرابيږي

دا دهغه اور لمبي دي چي شيطان ځيني ډاريږي

دا دهغه جنګ اغازدی ،چي ولس په تباه کيږي

دهر جنګ وشاته لاس وی دپرديو

دهر اور لبمې سي لوړي په لرګيو

کور کالي يې سوځولي د سړ يو

ځيني خوښ وي ،څوک پر لور دبرباديو

شيطان سيل کړي دسوځلو، ورانولو

وايي ! دوه سره اخته کړې

خدايه ! ما ځيني ګوښه کړې

په دې اورکي دوی اخته کړې

په داغه ديګ کې پا خه کړې

دا تاريخ جوړ د شيطان څه

هــم د نن هــــم د سبا څــه

اوس دچاه څخه ګيله کړې

پرچاه خپله عـقيده کړې

دوه به جنګوي خپل منځ کي

کړوي به يــې په رنځ کـــي

هيڅوک هيڅ به نه پو هيږي

چي دا ولـــي دا سي کيږي

دقنعات اولوبيا فروش دغه قيصه ده

دوی ته جوړه دشيطان دغه پلمه ده

په د وکـــان کي د بقال غــټـــه پيشي وي

خپل دوکان يې دموږک څخه خوندي وي

دقنعات ددوکان هم دغه قيصه ده

پردوکان يې دمچانو تل حمله ده

په دو کان کــي دبقال پـيـشـي پرته ده

هم په څارکي ده موږک ډيره تکړه ده

خو قنعات بيا د مچـانوڅـه خواروزاردی

ځکه دی وژړانکو، شين توپکوته مهتاج دی

کــه دانه وي دمــچــانو بڼهار دی

هم دځان هم ددکان څخه بيزار دی

دقنعات او د بقا ل دا ســې يا ري وه

يو پربل يې هم باورهم يې خپلوي وه

وبقا ل ته تر ځان تيره دا پيشي وه

هم وه ښکلې هم عطارته په مستي وه

په دوکان کې موږکان وه قتل کړي

هم يې غټ هم يې واړه وه زهيرکړي

ددوکانه څخه يې ليري وه شړلي

دموږک غارونه دې وه ټول څارلي

نو بيغمه به بقال تللی وکــــورته

دپيشي صفت بې کړلی وکهول ته

هم  خپلوانو هم پردوته

هم بيغمه به روان وبيديو ته

خوقنعات هم څه کم نه ؤ په خپل ژوند کې

شيرنـۍ بې خــــــــرڅول دبقا ل څنګ کي

يو پر بله باوري وه په خپل ننګ کي

د وکا نو نه بې سپا رله په با ور کي

ددوی دواړو ډيره سخته اشنائي وه

دوی په مينه جوړه کړې ورورولي وه

يو پر بل با ند ې ترورو ڼوباوري وه

دوکانونه يې په خپل باور خوندي وه

يوه ورځ ددې شيطان سو ورته فکر

چي ټول خلک کړي قيصې ددغه ذکر

چي هيڅوک به هم پيدا نه کي دا مکر

خو شيطان سره يې چال وودنوی فکر

نويې خلک په ځان پوه نه کړله ولاړی

يو غټ کشمش يې خوله کي وه زبيښلی

په هنر يې وه د و کا ن ته ود ر يد لی

لاس يې پورته کی کشمش يې ومښلی

 بيا نو ولا ړ ی په سيلو ا و تما شو سو

ديارانو په جنګونود نفاق او تما شو سو

يو څه ورسته لمبې بلي سوې په پوه سو

چي جنګ پيل سودا اورپرګــرميد وسو

دامچيان دانه ، دانه په ټوليدوسوه

وارتر مخه شنتوپکه په ټوپو سوه

په يولحظه يې څومچان ترستوني تير سوه

ټــولول يې څــو مچا ن هم تيرو بير سوه

چي په دې وخت کي پيشي پر را حمله کړه

دا تيره دا ړي يې ښوی تيري تر سينه کړه

شينتوپکي په ورستي وخت کي ناره کړه

خــو پشي خپله منګو له با ندي سره کړه

دقنعا ت چي و پيشي ته سو ور پا م

وپيشي تې ځان ور سم کی په يو ګام

پردا سر سر يې لرګي څوورسره کړه

پيشي ولاړه په هغه ځای کې مړه کړه

خوبقال ته بيا پيشي وه ډيره ګرانه

ورته تيره وه تر ځان هم تر جهانه

په لت پت کي دپيشي سورې نارې سوې

دقنعات اودبقال ترمنځ حملې سوې

يــود بــــل يــې د زمرو په څير جګــړې سوې

په چړو يې سره سري کړه مځکې سرې سوې

بيانو خلک سوه را ټول زخميان يې يوړل

په روغتون کي يې بسترکړل دوی ئې ټول کړل

هم خپلوان اوهم دوستايې پر را ټول کـړل

په خبريې ځيني ځوان اوځيني يې زوړکړل

نو بيا دلته دبدۍ توفان سو پيل

دهردوست وه دا غوښتنه اودا ميل

چي پر يږدو خو به يې نه دامودی خير

خپل غچ به موږ خپل اخلو اوس د خير

څو چي څو کاله بدي سوه يو دبله

په لسهاو ځوانان ولاړه په دې شخړه

کورونه سوه خراب پا ته نه سوله کــوډ له

دشيطان ميله تازه وه چي ويشتل يې يودبله

څو د قوم څه را ټول بيا مشرا ن سول

هم يې خان هم يې ملک هم ملايان سول

پريوه خبره ټول په دې بيان سول

دپشي په مرګ مړه څوانسانان سول

دپشي او د مرغۍ ارزښت به څه وي

دشيطان مخ دي سي تورلعنت پرده وي

په يو ملک کي چي شيطان وي عقل نه وي

دهغو به کاروان وران وي ژوند بې نه وي

دهر جنګ وشاته لاس ديو شيطان دی

دانســان نفساني ژوند ورته عيا ن دی

دکم عقلو رهنما دځان شيطان دی

دبيعقلو په مغزوکې ښه بازاردی

زموږ دښار کو څې خو ټولي سولې وراني

فيصلې مــو سوې د سولـــي ډيري ګــراني

بيګانه را په کښي ګـــرځي لاندي باند ي

د سيالانوترسياليوسولو پاته خلک خاندي

وشيطان ته په خپل ځان کي ځای ور نه کی

دټــــولني څه يې با سی لار ور نه کی

دننګيال بڅرکی خوا ست ته به پا م وکی

دابليس د شيطا نت څه ځان ګو ښه کی

 

دهيواد مينه

ومښله له ما سره

 ځای مي کړه له ځان سره

داسي مينه خوند کوي

غـرق مي کړه په نازسره

غرق مي په خيالونه کړه

 خيال مي په رښتياسره

خوند دهغه ميني وي

په پټ ، پټ دديدارسره

زړه ته مي نژدې کړه خپل

 ښه په نازادا سره

بيا نوراڅه وغواړه

 خوله په ښه اندازسره

زه به له تا جارسمه

 چي ژوند مي سي له تا سره

هغه مينه خوند کوي

 چي اوسو په رښتيا سره

مينه که ښکاره وسي

 که  پټه په ريا سره

هغه مينه خوندکوي

 چي یارمل سي له ما سره

عشق د ميني نوم دی

جوړسوی په وفاه سره

دانوم دعاشقانوودی

ساتي يې تل دځان سره

عشق ته ماجرا وايي

داوي دهر چاه سره

څوک يې ليونتوب بولي

چي ظلم کړي دځان سره

زما مينه هغه مينه

 چي ساتم يې دځان سره

اوس را څخه پاته ده

زه هم دبل چاه سره

ښکاره به درته وايمه

 مينه دهيواد سره

داسي ليونۍ مينه

 چي نه سته دليلا سره

ومښله له ماسره

 ځای مي کړه له ځان سره

داسي مينه خوند کوي

 غرق مي کړه په نازسره

دهيواد نازونه ولاړله

نازچي مي ؤ ستا سره

دادهیواد ننګ ولاړی

دبڅرکو درڼا سره

 

غزل

جانانه ستا دحسن وديدارته مي روژې نيولي دي

مقصد مي ستارضاده ماپه ځان اخته کوي

جنون که ليونتوب دی ما په خپله دی خوښ کړی

دا ستا د کوڅو لارکي مي پیرې وهلي دي

نصیب می هم دعقل څخه خپله برخه غواړي

 دعقل لیونیان مي په زندان کې په سلو لید لي دي

هغه زړه چي تا دژوند په پیمان غواړي

ستا غیږ کې د ښمنان ماپه نخرولیدلي دي

جانانه عقل فکردي یو ځای که نورهوښیارسه

وه غلا ته دي د حسن لوټماران را غلي دي

 

جګ غرونه دي سنګرسول خپل دوستان دي قتلوي

پټ مرموزدښمن راغلی ستاپه دوست دي خر څوي

چي پر شینوباغوئې جوړکړله ددوړو ګردا بونه

ښخ یې کړه بمونه ما هیران دي د قتلوراغلي دي

نور مي اختیار ستا دی که سم مړ په قاتلانو

موجونه داحساس مي پر څپو را غلي دي

زه وم چي همیش به ستاپر مینه کړیدمه

دمینی لو ټیدوته دي د لیري په آرزو را غلی دي

تعبیر دمیني ستا زما په خیالو کي لوړ مقام دی

آسمان ته د خاتو دی ما پر زړولیکلي دي

ستا د میني لیونیان مې په کروړولیدلي دي

دیدن دي څه آسانه بې کړاوه کیدای نه سوای

دمیني لوټماران دي ولوټمارته په چموراغلي دي

دمیني لیونیان دي ځیني خرڅ سوه ځیني بې خبره

زوړ دښمن دي ډالرونه دپیسو راوړی دي

لیونۍ ننګیالۍ مینه مي په جوش او په خروښ ده

سوځلي می په اور کی ستاد میني غلیمان لیدلي دي

 

 

ښایستې ته!( زما لمسۍ)

یوسپین شعر

ښه سو چي ته دخيره را غلې

په ژړا ، ژړا دي هر خواته کتله

ته ودې دنيا ته راغلې

موږ خندله تا ژړله

موږ ټول ستا په استقبال ؤ

ښه سو ته د خيره را غلې

تا وهر چاه ته کتله

هر چاه ستا خواته کتله

بس ته زموږ دژوند بقأ يې

ښه سو ته په خير را غلې

دا چي ستا بقأ به څوک وي

دابه پریږدوتاریخو ته !

ته ودې دنيا ته را غلې ـ

تا ژړله موږ خندله

اڅکــــزۍ د شرقي مځکي څخه را غلې

قسمتوکې اوس دغـرب ددې نړۍ  سوې

قا فیله دافغانانو درسره ده

په دې سر کي دکاروان روانه ښایسته ده

دجهان کاروان پر هر لوري روان دی

دا چي ته چیری تمیږې نا معلومه اینده ده

په رښتيا چي دا نړۍ دانسانانو

دسبا په غيږ کي ښکلې او ښا يسته سوې

دسپوږمۍ په پلو شو کې مې ليدلې

اينده نسلونه ټوله سره ګډ سوه

په دنيا کي سره تيت سوه تيتيدله

موږ به هاند کووچي ته خيال دافغان سې

که افغان ملت په خپل کي جوړيد له

ښا يسته خو ښا يسته په دغه نوم ده

په پښتو مو په داغه نوم يا ده کړلې

ته لمسۍ او کړوسۍ دافغانانو

ګوره هيرنه کړې پر کورئې نا زولې

ياد سولې په نامه دي ږغ که پورته

چي په نوم دافغانانو یاده سولې

}}هلمنده ستا پسرلی به څه وي؟؟{{

په هغه باغ کې بلبل چي به نارې کړې

اوس هم هـلـتـه چپ ، چپتيا ده پســرلی

کوچيدلي دي مـرغـان او با غـبـان دواړه

اوس هم هلته غم ماتم دی غوړيدلی پسرلی

دهغو چي ډول سورنااومست اتڼ ؤ

نن د خـپـلـه ګليـستا نـه اوره سـوه

سره اورونه سرې سکروټي يې پرکورسوې

دحـيـأ پـو ړ نـــې څـيـري ، بـــې پـرده سول

هر راکـټ د تمد ن په نوم فـيـريـږي

هريو کور چي دبشرپه نوم ورا نيږي

اوس آزاد کورونه ولاړل مسافرسول

اوس پر مینه دپردو مهتاج د بل سول

پر سرو ګلو شينو باغو کنډوالې جوړي

پرمـرجــه اوناداعـلي اورونه بل سول

پرمرجه اوناداعلی اورونه اوري

دانړۍ په غټوسترګو ورته ګوري

ټوله توان اوټول طاقت يې ځيني واخيست

هم دپاسه هم دمځکي دسکروټوباران اوري

هغه مست قومونه ولـويدل لــه زوره

دنړۍ توان اوطاقت هم سو بې زوره

پسرلیه!! زموږ هيواد ته دي څه را وړل ؟

هم با غبان او هم بلبل دواړه چي ولاړل

دهلمند درياب بهيږي مړاوی ، مړاوی

غلی ،غلی را بهيږي مړاوی ، مړاوی

پـرسربند دکـجــکي تازه ګي نه سته

دوحشت نغمه خپره ده خوښي نه سته

بيرته غواړو هغه جګ خړ ديوالونه

بيرته غواړو هغه شنه ، شنه چمنونه

دبلبل نارې به اورو پر باغــونو

د آبـو اوا ز به اورو پـر کـورنـو

نه چي واک موسي دبل پر تعميرونو

يا موښکيل کړي دپردويوپردودونو

دزړې ډموکراسۍ زړه نغمه ده

مناسبه په قـيـمـت دانسان نه ده

داچي څه کوي دښمن پردغه غولي

جوړه کړې يې وموږ ته دا بهانه ده

پسرلی !! دهلمند نغمه بيا سره کړه

ترانه دي دآزادهـيـواد خـپـره کړه

دننګيال بـڅــرکي ږغ دی پر يارانو

جوړه ، جوړه دهلمند زاڼي ميله کړه

مثنوي

ما کتاب را پيل کړی په سبا وون

په تاريخ دښا يستې يې سوسمون

دلومړۍ ټولــــګی شمير مې په پو ره کړ

هريوشعرمې پرخپل وخت ورنويشته کړ

چي مي څه په مخه راغله په احساس کې

هــــم هغه مې نويشته کړه په دې باب کې

څه دوخت دپيښودرند بارمې پرمغز

په پښتو مې ذخيره کړله دا مــاخـــذ

ګوندي واخلي ترې پندونه زموږ توکمونه

ګـــــــوندي خيا ل سي واد ب ته دا بيتونه

چي زما ن را ته د و خت څپيړي را کــړې

هريو څه مي دخپل شعر په خوله بيان کړې

که څه ښوې که څه بدوي ما معاف کړی

په داغه مې ځان تسل او ځان درمان کړی

که نه مابه په ادب کې دنظموڅه بلاغوښته

نه دزړه مې دا سودا په ځان کـــــې نغښته

دغمجن هيوادغمونو زه شاعر کړم

داد نظم پر جها ن يې برا بر کـړم

چي را يادي مي کوڅې سي خپل ښارونه

يا مې د ښتي يا مې غـرونه او با غـــو نه

چي ډاډه مې منزلونه تيروله، تلم را تلمه

چې دخوښي سفرونه مې کول ،نه بيريدمه

دهيواد د هـــــــر بچي عـزت پرما وو

هم مې خپل عزت پرهريوه برهان وو

او س دا هر څه دي په خيال کي را ته پاته

داد تيرو قيصې کـــــړمــه وهـــــر چاه ته

خپل ديوان به اوس تـړم په مثنوي چي تاريخ مي دی ورکړی دلمسي

دا پيدا سوله په کال ٢٠١٠ دعيسويچې يې مياشت وه ١٩مه جنوري

پای

پایله

دوخت احساس اودزړه آوازه دشعرونوهغه ټوګه ده چی دیوه ضروروت له مخي ئې خپریدل ډیرضروري بولم ، ځکه چي زموږدجنګ ځپلي هیوادهغه ژوندی تاریخ په کښي پروت دی چي په اوریدلویې دنن ورځي خلکواوولسونوته ددرداوخاطراتویوانځورورڅرګنده وي،خو!دسبا ورځی دخلکو دپاره به یودعبرت درس اودتاریخ یوه داسي پاڼه وی چی بشپړه قضاوت به پرهمدغه ادبي بهیرباندي کیږي.په شعرونوکی دجنګسالارانو نومونه یادسوي دي،او دجنګ په جریان کی ملامت اوسلامت دواړه یادسوی دي،مظلوم اوظالم سره بیل سوی دي.نو زما دنظره ددغه وخت شاعران باید دوخت پیښي نه یوازي دنثرپه لیکنو کي خلکوته وړاندي کړي.بلکي؛دنظم په برخه کی هم لازمه ده چی حماسي ادبیات چی دادبیا تو په تاریخ کي خپل ځانګړی ځای لري هم دپامه ونه غورځوي.اوددې ضرورت سته،چي رزمي ادبیات یا دوخت ادبیات ولیکل سي.داځکه چي هغه وخت چی مادافغان اوانګلیس په دروجنګوکې درزمی ادبیاتویوکتاب لیکه،دګوتو په شمارداسی ادبیات ما دبادردو شاعران په دیوانونوکی وموندل او په ډیره خواري مي دهغه وخت ادبیات چی انګریزانو پرا افغانانوباندي لومړی برید بیا دوهم اودریم برید وکړ، دهغه وخت د حماسی ادبیاتو په غزلو او شعرونو کی ماته جوته سوه چي رزمي ادبیات باید دهر وخت دشرایطوسره ولیکل سي، څو په عیني اوڅرګند ډول دټولني تاریخ معلوم سي. که موږ دخوشحال خان خټک دیوان ګورو نوموږ ته دهغه دشعري احساس څخه دا جوتیږي، چي مغلو دافغانانو سره څونده ظلمونه کړي دي اوکومو هیوادپالو افغانانو دهغوی سره دننګ اوناموس دساتلو په خاطر مبارزې او جنګونه کړي دي. چاه ئې غلامی کړیده او څوک بیا دتوري په زورخپل افغانی شهامت ومغلوته ور څرګند کړی دی.

دلته زما دپایلی څخه مؤخه داده چي ځیني کسان شعرونه لیکي، خو! هغه ساتي اودکاغذ دټوټوپه څیر ئې په یوه زمانی وخت کی دځانه سره لري خو! لږوخت ورسته هغه بیا دنوروکاغذونوسره یا غورځول کیږی او یا هم ورکیږي. چی دې ته یوه ادبي ضایعه ویل کیږي. نو دګرانو لیکوالانوڅخه زما غوښتنه داده چی خپلي لیکنی ونه غورځوي ، بلکي؛ هغه وساتي ځکه چی دنن ور ځي لیکنه دسبا ور ځي تاریخ دی.او دسبا ورځي ځوانان وهغه ته ضرورت پیدا کوي.او هره لیکنه چی وخت پر تیریږی په هغه اندازه ارزښت او قیمت ئې هم ډیریږي.

دادي موږ ته را معلومه وی چي دپښتنو ډیر کتابونه که څه دنثر په ډول وه او که څه هم دنظم په ډول وه ورک سوي دي او ترموږه ئې یوازي نومونه رارسیدلي دي، ځکه هغه وخت بشپړه پا ملرنه نه ده ور ته سوې.اوځیني لږد ګوتوپه شمارقلمي نخسې چي دځینو پوهانواولیکوالانو دپا ملری په اساس ترموږرارسیدلي دي.موږ دهغوی مدیون یو. نن موږ دهغه څخه خپل دادبیاتوتاریخ جوړکړی دی. لکه تذکرة اولیا ،پټه خزانه چي نوموړي اثارهم په بشپړه توګه نه دی ترموږ را رسیدلي. او تذکرة اولیا چی دسلیمان ماکولیکلی اثر دی یوازي اوه پاڼي ئې زموږ په لاس کي دي.او دمرحوم پوهاند علامه حبیبي په زیارسره تدوین سوی دی.روح دې ښادوي همدغسي په څونخسوکي دمرحوم علامه عبدالعلي اخوندزاده په همت او ادبي مینه باندي پټه خزانه ساتل سوې ده.او بیا هم دمرحوم حبیبي صاحب په زیار سره هغه دیوه ګران قیمته اثر په توګه دافغانستان خلکوته دسردارمحمد نعیم خان په امرچاپ کړل سو.چي نن زموږ ادبیات دهمدغه قیمتي کتاب په مرسته داسلام دتاریخ ددوهمی هجري پيړۍ لرغونتوب ته رسوي.او هغه کتابونه لکه دسالو وږمه اوداسي نور خو موږ اوس هم په لاس کي نه لرو.

نو په همدغه دلیل سره موږ دلیکلو ادبیاتو ضرورت په پرا خه پیمانه وینواوباید هرلیکوال هغه څه ولیکي او ثبت یې کړي کوم چي دسبا ورځي دپاره یو ضرورت وي.نوکه دا په نثر کی وي او که په نظم کی لیکل ئې ضروري دي.

دبله پلوه دیادولووړ بولم چی زما په شعرونو کی ځینی داسي کنایی او ایشارې او استعارې هم سته چی په ظاهره یوډول معنا لري خو! په باطن کی هغه بله معنا ورکوي لکه : دشرابو نشه ، میخانه ، ساقی اوداسي نور …. خو ددې څخه زما مراد احساس، مشر یا راهبر ( ساقی) او هیوادیا میخانه او داسي نورڅه هم سته چی دتشبه په ډول سره یادونه ځینی سوې ده . په در ناوي

ننګیالی بڅرکی

Nangialay Batserki

This book is written by Nangialay  Batserki, son of Mohamad Alam Batserki and the grandson of Mohamad Anwar Khan Achikzai. Nangialay Batserki was born in Kandahar,  Bibi Hawa Street.

Nangialay Batserki’s received his early education at the Mohamad Tarzi School. He completed his secondary education at  Mirwais Nikah and Alberoni Collegiate Institute in Kandahar. Nangialay Batserki completed his post secondary education and obtained his Master’s Degree in Pashto from the Department of Language Science.

Nangialay’s first job was with a fertilizer company. Thereafter he held positions in the Ministry of Information and Culture, as an editor for Toloe Afghan Magazine and in the commercial branch of the ministry.

Due to the escalating war, Nangialay was transferred to Kabul where he held several positions, including editor for Hewad Magazine, head librarian in the Ministry of Culture and People, assistant editor for Larghon Pejandana Magazine, assistant in the publishing branch of Uloom Academy and he assisted in the domestic and foreign affairs branch.

At the end of the Soviet era and the beginning of the civil war, Nangialay left his beloved country and immigrated to Holland where he again continued to educate Afghans.

Nangialay Batserki is the author of many books and articles: The Kandahar Culture; Afghan-English three wars period warring literature; The biography of Mohammad Alam Batserki; The Pashto Grammar Book; The Story of Peroja; Anthology, compilation of poems; Who are Pashtoons; Several Pashto high school books and finally the Biography of Sajeda Batserki.

Share