طاهر اڅکزی

طاهر اڅکزی
طاهر اڅکزی

نوي بحثونه

طاهر اڅګزی

لنډه یادونه:

نوي بحثونه مي د امریکایي لیکوالي ( رونډا بایرن ) د کتاب څخه چي

( پاور ) یا قوه یې عنوان ورکړی دی را اخیستي دي. دې کتاب ته د واشنګټن په یوه کتاب پلورنځي کي زما پام واوښت. کله چي مي راواخیست او د هغه د لومړیو پاڼو په لوستلو مي پیل وکړ، نو په هغو کي دومره دلچسپ  او نوي مطالب ځای سوي وو چي زه یې په اصطلاح

« ور واخیستم.» دا کتاب په دې تازه وختونو کي لیکل سوی دی او په امریکا کي چي هر کتاب بازار ته راوزي نو په لسګونو ملیون ټوکه یې راوزي. ما دا کتاب په ۲۴ ډالره واخیست او د هغه په لوستلو مي پیل وکړ. د کتاب په لوستلو کله کله سړی ستړی کیږي خو ددې کتاب په لوستلو د چا ستړیا لیري کیږي.

یوه اونۍ لا نه وه تیره سوې چي بیا دغه کتاب پلورنځي ته ورغلم، ګورم چي د دې کتاب اثر لا پاته نه و. هغه نه یوازي په دې کتاب پلورنځي کي نه و پاته، بلکي د امریکا په ټولو کتاب پلورنځیو کي یې درک نه و.

د کتاب د لیکوالي په اړه لیکل شوي دي چي « د ( رونډا بایرن ) د زړه ارمان د ملیارډونو انسانانو خوشحالي ده.» او زه په دې باور لرم چي هر چا چي دغه کتاب لوستلی وي نو په ژوند کي به یې ستر بدلون راغلی او خوشحالي او نیکمرغي به یې په برخه سوې وي.

زه هم غواړم ددې کتاب مهم ټکي د « نوو بحثونو » تر عنوان لاندي ستاسی سره شریک کړم.

۱

اول بحث

د میني ستره قوه

ژوند آسان او ساده دی، هر څوک په ژوند کي د دوو ډولو شیانو سره مخامخ کیږي چي هغه به یا مثبت یا به منفي وي. د هر چا د ژوند هره برخه که یې روغتیا ده که یې ثروت او شتمني ده، که یې د نورو سره اړیکي او روابط دي که یې کسب او کار او دفترداري ده، یا به مثبت اړخونه لري یا به منفي.

یو څوک به ډیري پیسې لري یا به یې نه لري، یو څوک به ښه صحت لري یا به ناروغ وي، یو څوک به په خپل کار کي خوشحال او کامیاب وي یا به خواشینی او ناکام وي، یو څوک به د نورو سره ښې اړیکي لري یا به په جنجالونو ورسره اخته وي، یو څوک به تل خوشحال وي یا به زیاتره وختونه خوابدی وي، یو څوک به ښې ورځي ښه کلونه ښه وختونه لري یا به بدي ورځي بد کلونه بد وختونه لري. که په ژوند کي د یو چا منفي شیان تر مثبتو شیانو زیات وي نو هغه د ډیر بد حالت سره مخامخ دی. هغه نورو خلکو ته ګوري چي خوښ خوشحال دي او ډیري غوښتني یې تر سره کیږي او ژوند یې په اصطلاح د ښوښادیو ډک دی او ده ته هم

۲

دا هیله پیدا کیږي چي کشکي دی هم د دوی غوندي وای. د ده دا هیله پرځای ده. دی هم د ټولو ښو شیانو مستحق دی چي ویې لري.

خو اکثره خلک چي د خوښیو ډک ژوند لري په دې نه پوهیږي چي دا خوښي څنګه او د کوم ځای څخه ورته راغلې ده. دوی به خامخا یو څه کړي وي، بې څه به هم نه وي. دوی د یوې داسي قوې څخه کار اخیستی دی چي په ژوند کي د هر ښه شي سرچینه ده.

په دې کي هیڅ شک نه سته چي هر څوک چي ډیر ښه او خوشحال ژوند لري هغه دغه قوه استعمال کړې ده. دلته به هر چا ته دا پوښتنه پیدا کیږي چي دا قوه کومه او څه ډول قوه ده، په جواب کي یې ویل کیږي چي هغه د نړۍ په بېلو بېلو ژبو کي بېل بېل لغتونه لري، خو په پښتو کي یې

مینه بولي. هو! دا د میني قوه ده چي په ژوند کي د ټولو مثبتو او ښو شیانو سرچینه ده. مینه د انسان د پیدایښت سره یو ځای پیدا سوې او انسان په میني یا انس سره انسان سوی دی.

مینه  وینه  ده  بهیږي  په  رګو  کي

د  انسان  د ژوند په مزو او تارو کي

مخلوقاتو  کي  دا  یو  ځکه  انسان  سو

چي قید سوی دی د انس په دې رشتو کي

۳

د میني به باب په ډیرو پخوانیو او لرغونو وختونو کي خبري سوي دي، په هر دین کي یې ‌ذکر سوی دی، پیغمبرانو، سترو لیکوالانواو فیلسوفانو یې ستایني کړي دي. او دا ځکه چي مینه دومره لویه قوه ده چي که یې څوک هیره نه کړي اوپه کار یې واچوي نو هغه به په دې جهان کي تر ټولو ستر طاقت استعمالوي.

خو هغه مینه چي سترو پوهانو او بشریت ژغورونکو اشخاصو یې خبري کړي دي د هغي میني څخه چي اکثرو خلکو پیژندلې او د هغې په باب فکر کوي یو څه فرق لري. دا مینه تر هغي میني چي څوک یې د خپلي کورنۍ، دوستانو او زړه ته نژدې ګرانو کسانو سره لري ډیره لویه ده، خو د هغې څخه جلا نه ده، بلکي هغه یې د ډیرو څانګو څخه یوه وړه څانګه ده. او ځکه نو ویلای سو چي مینه یوازي احساس نه دی، مینه یوه مثبته قوه ده. مینه کمزوره او عاجزه نه ده، مینه د ژوند مثبت طاقت او د هر ښه شي اصلي عامل دی.

په طبیعت کي زوروري قوې لکه د جا‌‌‌ذبې قوه او الکټرو مقناطیسي قوه په سترګو لیدل کیدلای نه سي خو زور او طاقت یې څوک نه سي ردولای. داسي هم د میني قوه موږ په سترګو نه سو لیدلای، مګر دهغې زور او طاقت تر هري بلي قوې چي په طبیعت کي موجوده ده زیات دی. د دغي قوې شواهد په نړۍ کي هر چیري لیدل کیدای سي. که مینه نه وي

۴

ژوند نه وي. ددې خبري څخه دا پوښتنه را پیدا کیږي چي که مینه نه وه نو دا ژوند به څنګه و؟

اول جواب یې دادی چي نه به ته وې نه به زه. نه به ستا کورنۍ وه نه به زما. نه به ستا دوستان وو نه به زما. په حقیقت کي ددې مځکي پر مخ به هیڅ انسان نه و. که د میني قوه دا نن ختمه سي نو انسانان به کرار کرار ختم سي.

هره اختراع، هر کشف او هر بشري ابتکار د هغي میني څخه را پیدا سوی دی چي د انسان په زړه کي یې ځای نیولی دی. د ساینس پوهانو، مخترعانو او کاشفانو له میني پرته به موږ بریښنا نه درلوده او توري شپې به مو همداسي توري تیاره وې. نه به مو الوتکي، نه موټر، نه ټلیفون  او نه به مو داسي نور وسایل چي ژوند آسانوي درلودل. له میني پرته به موږ کورونه، ودانۍ او ښارونه نه درلودل. دارو درمل به مو هم نه درلودل. هنري آثار او موسیقي به مو هم نه درلوده، ځکه چي دغه ټول شیان د میني د مثبتي قوې څخه راپیدا کیږي.

د نولسمي پېړۍ یوه نامتو شاعر ( رابرټ براونینګ) ویلي و چي « دا نړۍ به بیله میني تشه ګمبته وي.»

۵

او د تلیفون مخترع الګزاندر ګراهام بیل ( ۱۸۴۷- ۱۹۲۲) ویلي و « دا چي دا قوه څه شی ده زه څه نه سم ویلای، خو په دې پوهیږم چي دا قوه موجوده ده.»

مینه محرکه قوه ده

هر څه چي موږ یې غواړو، لرو یې، یایې په ژوند کي تطبیق او عملي کوو د میني ځخه را پیدا کیږي. پرته له میني موږ حرکت نه سو کولای، که مینه نه وي موږ به سهار له خوبه راکښینستلای نه سو، نه به کار نه به لوبي او نه به خبري کولای سو، نه به څه زده کولای سو او نه به سندري او موزیک اوریدلای سو. لنډه دا چي پرته له میني به موږ هیڅ نه سو کولای او د ډبرو د مجسمو په شان به یو.

دا د میني مثبته قوه ده چي موږ حرکت ته هڅوي او دا هیلي او غوښتني را پیدا کوي چي یو څه وکړو. د میني مثبته قوه موږ ته ښه شیان را پیدا کوي او ښه شیان مو زیاتوي او هر منفي شی مو په ژوند کي بدلوي. موږ په خپلو صحي چارو، مال او شتمنیو، کاروبار او په خپلو اړیکو او د ژوند پر ټولو شیانو باندي توان او طاقت پیدا کوو او دا توان او طاقت یا دغه « قوه » هغه مینه ده چي زموږ په بدن کي دننه یې ځای نیولی دی.

۶

خو دلته دا سوالونه را پیدا کیږي چي که موږ پر خپل ژوند باندي توان او طاقت لرو او دا قوه زموږ په بدن کي دننه موجوده ده نو ولي موږ ښه ژوند نه لرو؟ ولي زموږ د ژوند هره برخه خوشحاله او نېکمرغه نه ده؟

ولي هغه څه چي غواړو نه رارسیږي؟ ولي هغه څه چي غواړو ویې کړو نه یې سو کولای؟ ولي مو هره ورځ خوشحاله نه ده؟

جوابونه یې دادي چي موږ د خپل ژوند اختیار داره یو. موږ ددې اختیار لرو چي مینه را سره وساتو یا یې له ځانه لیري کړو او په دې ډول به موږ ته دا معلومه سي چي موږ د خپل ژوند په هره ورځ او په هره شېبه کي د اختتیار درلودونکي یو، ځکه چي که موږ هره ورځ او هره شېبه د میني مثبته قوه په خپل زړه کي درلودلې وي نو ښه مو په برخه سوي دي، او برعکس که مو دا قوه د زړه څخه ایستلې وي نو د بدو سره خامخ سوي یو. له همدې کبله ویلای سو چي مینه زموږ په ژوند کي د ټولو ښو اومثبتو شیانو عامل دی او نشتوالی یې منفي شیان، ستونزي او دردونه را پیدا کوي.

مخکي ددې خبري ‌ذکر وسو چي د ژوند د ټولو ښو شیانو منبع د میني ستره قوه ده او دا هم وویل سول چي که دغه قوه په خپل ژوند کي استعمال کړو نو ژوند به مو را بدل کړي، خو اوس دا سوال را پیدا کیږي  چي مینه څنګه باید استعمال سي؟ دې ته « د میني قانون » ویل کیږي.

۷

د میني قانون

په کایناتو کي د کایناتو قانون موجود دی، د مځکي د پیدایښت سره د فزیک قانون موجود و خو انسانانو هغه ډیر وروسته کشف کړ. ددې قانون په کشفیدو او د هغه څخه په استفادې کولو سره موږ په الوتکو کی سفرونه کولای سو. لکه څنګه چي د فزیک قانون د جاذبې حقیقت پیدا او توضیح کړ او د طبیعت په ډیرو شیانو باندي یې برلاسی او کنټرول ترلاسه کړ، په طبیعت کي یو داسي قانون هم موجود دی چي مینه کنټرولوي. دمیني د مثبتي قوې د ایسارولو د پاره یو څوک باید دهغې په قانون ځان پوه کړي چي دا قانون په کایناتو کي تر ټولو زورور دی او هغه د جذب قانون دی.

د جذب قانون په کایناتو کي ټول شیان غټ دي که کوچني یو دبل سره جذب کړي دي او نه یې پریږدي چي سره جلا سي، د دې قانون پر بنسټ د آسمان ستوري او تر ټولو کوچنۍ ذرې لکه اټومونه او مالیکیولونه یو دبل سره د جذب په حال کي دي. د لمر د جذب قوه زموږ د شمسي نظام ټولي سیارې سره جذب کړي دي او نه یې پریږدي د جاذبې ددې قوې

۸

څخه ووځي او د نورو ستورو او سیارو سره ټکر وکړي.

دا د جذب قوه ده چي زموږ په مځکه کي یې انسانان، حیوانان، نباتات او د مځکي په نس کي کانونه او منرالونه سره جذب کړي دي. لنډه دا چي د جذب قوه په ټول طبیعت کي موجوده ده. دا قوه په ګلونو کي موجوده ده چي مچۍ او بوراګاني ور جذبوي، که د غنمو یو زڼی وکرې نو هغه د خاوري څخه غذایي مواد را جذبوي او همدا دجذب قوت دی چي دیوه زڼي څخه په سلګونو زره زڼي را پیدا کیږي.دا قوه په هر ژوندي ژوي کي هم موجوده ده چي خپل نوع یا جنس را جذبوي. د جذب قوې د مځکي پر مخ ټول ژوي که د هوا مرغان دي که د سمندر کبان دي یو د بل سره جذب کړي دي. زموږ دبدن حجرې د جذب په قوې سره نښتي دي. همدا قوه زموږ د کور ټول سامانونه لکه غالۍ، ټغرونه، میز او چوکۍ او هر څه چي په کور کي دي یو د بل سره ټینګ ساتي، حتی هغه اوبه چي په ګیلاس کي یې چیښو هم په ګیلاس کي ساتي.

د جذب قوه داسي قوه ده چي خلک د خلکو سره یوځای کوي، خلک دې ته هڅوي چي ښارونه ودان کړي، ملتونه، ګوندونه او ټولني جوړي کړي چي خپلي عمومي او ګډي ګټي په کي خوندي کړي.دا داسي قوه ده چي موږ د خپلي خوښي شیانو ته هڅوي، زړه وړونکو ځایونو ته مو رسوي د هغه چا سره مو یوځای کوي چي مینه ورسره لرو.

۹

د میني د جذب قوه

د جذب قوه څه ته وایي؟ د جذب قوه د میني قوه ده! جذب یعني مینه. که څوک د خپلي خوښي د غذا د جذب احساس وکړي نو هغه د دغي غذا سره د میني احساس کوي. که د جذب قوه نه وي څوک د هیڅ شي احساس نه سي کولای. ټول خواړه او غذاګاني به ورته یو ډول وي. هغه به په دې نه پوهیږي چي د کومي غذا سره مینه لري او د کومي سره یې نه لري، ځکه چي هغه به کوم شي ته ور جذب سوی نه وي. که د جذب قوه نه وي نو څوک بل ښکلي چا ته، بل ښکلي ښار ته، بل ښکلي کور،  ښکلي موټر، ښکلو جامو یا بل هر ښکلي شي ته نه سي ور جذ بیدلای او مینه نه سي ورسره درلودلای تر څو چي هغه د جذب د قوې په وسیله د میني احساس ونه کړي.

د جذب قانون د میني قانون دی او هغه داسي ستر او پیاوړی قانون دی چي د بې شمیره کهکشانونو څخه نیولې بیا د اټم تر کوچینیو ذرو پوري ټول شیان یو د بل سره په ارتباط او پیوستون کي ساتي. د جذب قانون په دې ابدي کایناتو کي په هر شي کي فعال دی او هغه ستا په بدن کي هم فعال دی.

۱۰

د جذب د قانون یو بل اساسي ټکی دا هم دی چي « هر هغه څه چي ته  یې په ژوند کي ورکوې، هغه تا ته بیرته په ژوند کي راځي.» یا په بل عبارت « هغه څه چي ته یې په ژوند کي صادروې هغه بیرته په ژوند کي حاصلوې.»

ستر ریاضي دان، فزیک پوه او د جاذبې د قانون کاشف اسحاق نوتن (۱۶۴۳- ۱۷۲۷م) ویلي و چي « هر عمل مساوي عکس العمل لري.»

په ریشتیا هم داسي ده:

که   ګوښه  دره  کي  وکړې  لو   ناره

در    رسیږي     یې   هغسي    ازانګه

د  سلام   جواب  دي  درکړي  په   سلام

ښکنځل هم درته در غبرګ کړي بې پرده

هر هغه کار چي ته یې تر سره کوې متقابل عمل یې بیرته تر تا پوري رسیږي، او هغه چي تا ته رسیږي د هغه اصلي عمل سره مساوي وي چي تا کړی دی. نو په دې ډول ویلای سو چي هر هغه څه چي تا په ژوند کي کړي وي هغه تاته بیرته را ستنیړي او همدا د کایناتو فزیک او ریاضي ده. که څوک ښه او مثبت کارونه کوي ښه او مثبت به بیرته مخ

۱۱

ورته را اړوي او که بد او منفي کارونه کوي نو دبدو او منفي سره به

مخامخ کیږي.

دا چي ته ولي ښه او مثبت کارونه کوې یا ولي بد او منفي کارونه کوې، دا ستا په افکارو او احساساتو پوري اړه لري.

ته په هره شېبه کي یا مثبت یا منفي افکار صادروې، همداسي هم ته په هره شیبه کي یا مثبت یا منفي احساسات صادروې. ټول خلک، شرایط او حالات چي ستا د ژوند هره شېبه در جوړوي ستا د هغو افکارو او احساساتو له لاري چي تا صادر کړي دي بیرته تا ته را جذبیږي. ستا ژوند یوازي یوه پېښه او تصادف نه دی.ته هغه ټول شیان بیرته حاصلوې چي صادر کړي دي وي.

که ته دي یوه دوست او ملګري ته په داسي حال کي د مرستي لاس ور اوږد کړې چي د کور په کډه اخته وي یا همداسي کوم بل ضرورت ولري نوپه دې کي هیڅ شک مه لره چي ددې مرستي عوض به دي د بریښنا غوندي چټک ترلاسه کړې. اوکه ته د خپلي کورنۍ د یوه غړي سره چي  په ژوند کي د ستونزو او پریشانیو سره مخامخ وي داسي رویه وکړې چي د هغه دا ستونزي نوري هم پسې زیاتي سي نو دا ستونزي به تاته هم درپېښي سي.

۱۲

ته دي خپل ژوند په خپلو افکارو او احساساتو سره جوړوې. هر هغه څه چي ته یې فکر او احساس کوې هغه څه منځ ته راوړي چي تاته په ژوند کي درپېښیږي او ته یې عملي کوې. که ته داسي فکر او احساس وکړې چي « دا نن ورځ به مي ډیره راته سخته او د کړاونو ډکه وي » نو په دې سره به ته ټول هغه خلک، شرایط او حالات ځانته در جذب کړې چي ستا دغه ورځ درته ډیره سخته او د کړاونو ډکه کړي.

که ته داسي فکر او احساس وکړې چي « شکر دا څومره ښه ژوند مي په برخه دی » نو ته به ټول هغه خلک، شرایط او حالات ځانته در جذب کړې چي ژوند به دي په ریشتیا هم ښه او د خوښیو ډک سي.

ستا بدن مقناطیس دی

د جذب قانون تاته په ژوند کي هر هغه څه بیرته مستردوي چي ته یې د خپل ځان څخه بهر ته صادروې. ستا د بدن مقناطیس ستا د افکارو او احساساتو په بنسټ هر هغه څه چي تا دباندي لېږلي دي بیرته تا ته

۱۳

راجذبوي چي په دې کي د پیسو او شتمني، روغتیا، میني، دوستۍ او ډیرو نورو شیانو مثبت او منفي حالات شامل دي. که ته د پیسو په اړه

خلک، شرایط او حالات په پام کي ونیسې او مثبت افکار او احساسات صادر کړې نو مقناطیس به دي دغه ټول مثبت شیا ن را جذب کړي او پیسې به پیدا کړې، خو که دي دا افکار او احساسات منفي وي نو مقناطیس دي منفي شیان راجذبوي او ته هیڅکله د پیسو خاوند کیدلای نه سې.

د معاصر هند مؤسس او ستر سیاست پوه مهاتما ګاندی

(۱۹۴۸-۱۸۶۹م) ویلي و چي « په دې زه نه پوهیږم چي بشریت به د میني قانون په شعوري توګه تعقیب کړي که نه، چي دا زما د اندیښنې وړ نه ده. دا قانون به خامخا کار کوي، داسي لکه چي د جاذبې قانون کار کوي که یې څوک مني او که یې نه مني.»

په هرڅومره باور او یقین سره چي ته فکر او احساس کوې د جذب قانون ستا جواب وایي، پروا نه لري چي ستا افکار او احساسات ښه دي که بد دي. ته دي خپل افکار او احساسات صادروې او هغه به سمدستي په خپله اصلي بڼه بیرته تاته راستانه سي.

۱۴

ددې خبري معنی داده جي ته کولای سې د خپلو افکارو او احساساتو په بدلولو سره خپل ژوند بدل کړې.

« مثبت افکار او احساسات صادر کړه چي ژوند دي پر مثبته خوا روان سي.

مثبت او منفي افکار

ستا افکار هم هغه خبري دي چي ته یې اورې او په دماغ کي یې ساتې او هم هغه خبري دي چي ته یې نورو ته کوې چي وایې وري. کله چي ته یو چا ته ووایې چي « نن څومره ښه هوا او ښکلې ورځ ده » نو تا اول په دې اړه فکر وکړ او بیا دي دا خبره وکړه. ستا افکار ستا کارونه او حرکات هم دي. کله چي ته سهار له خوبه راکښینې نو تا ته اول د راکښیناستلو فکر پیدا کیږي او بیا دي دا فکر عملي کوې. ته هیڅکله هغه کار نه سې کولای چي اول دي د هغه په اړه فکر نه وي کړی. ستا د خبرو او اعمالو اساس ستا افکار دي چي دا څرګندوي چي ستا خبري او اعمال به مثبت وي یا به منفي وي. اوس نو دا سوال هم را پیدا کیږي چي ته څنګه په دې پوهیدای سې چي ستا افکار مثبت دي که منفي دي؟ جواب یې دا دی چي ستا افکار هغه وخت مثبت دي چي د هغه څه په اړه

۱۵

وي چي ته یې غواړې او مینه ورسره لرې او منفي افکار دي د هغه څه په اړه وي چي ته یې نه غواړې او مینه نه ورسره لرې.

موضوع ډیره ساده ده- هر هغه څه چي ته یې په ژوند کي غواړې هغه ددې د پاره غواړې چي مینه ورسره لرې. په دې اړه لږ فکر وکړه! ته هغه څه نه غواړې چي مینه نه ورسره لرې او دا یوازي ته نه یې، هر څوک هغه څه غواړي چي مینه ورسره لري او هیڅوک هغه څه نه غواړي چي مینه نه ورسره لري.

کله چي ته د هغو شیانو په اړه فکر کوې یا یې خبري کوې چي ته یې غواړې او مینه ورسره لرې، مثلا په کومه مغازه کي دي یوه ښکلې خامکي غاړه خوښیږي او په دې وخت کي د ځان سره ووایې چي « دا څومره ښکلې غاړه ده » نو په دې وخت کي ستا افکار مثبت دي او دغه مثبت افکار دي ددغي ښکلي غاړي په باب چي تا مینه ورسره وښودله بیرته تاته راستنیږي. خو کله چي ته د یو شي په اړه چي نه یې غواړې او مینه نه ورسره لرې فکر وکړې او خبري یې وکړې، مثلا د همدغي خامکي غاړي بیه دي خوښه نه سي او د ځان سره ووایې چي « ورکه دي سي، په دومره لوړ قیمت نه ارزي » نو په دې وخت کي ستا افکار منفي دي او دغه منفي افکار بیرته تا ته را ستنیږي.

۱۶

ډیر خلک د هغه څه په باره کي چي مینه نه ورسره لري فکر او خبري کوي او برعکس د هغه څه په باره کي لږفکر او خبري کوي چي مینه ور‍سره لري. هغوی تر میني او مثبتو افکارو زیات منفي افکار صادروي

او په دې ډول هغوی په ژوند کي د ښو شیانو ځخه ځان بې برخي کوي.

دا ناممکنه ده چي پرته له میني دي څوک ښه ژوند ولري. هغه خلک چي د ښه ژوند خاوندان دي د هغه څه په باره کي چي ښه او مینه ناک دي فکر او خبري کوي، نه هغه چي بد او دمیني وړ نه دي. او هغه خلک چي په ژوند کي تل د شخړو او جنجالونو سره مخامخ دي هغوی د هغه څه په باب فکر او خبري کوي چي ډیره مینه نه ورسره لري.

د ښواومینه ناکوشیانو خبري کوه

که ته د پیسو، دوستۍ او خپلوۍ، روغتیا او په کاروبار کي دي دراپیدا سوو ستونزو په باب خبري کوې، نو ته د هغه څه په باب نه ږغیږې چي ښه او مینه ناک دي. که ته د یوه بد خبر په اړه چي اوریدلی دي دی، یا د

۱۷

یوې پېښي یا یو چا په اړه چي ستا د خپګان او پریشانۍ سبب سوی وي خبري کوې، نو ته د هغه څه په اړه خبري نه کوې چي مینه ورسره لرې او ستا د خوښۍ وړ دی. پرون که تا بده ورځ درلوده، مثلا د کوم ملګري یا ډاکټر سره دي د کتلو وعده نه وه پر ځای کړې، په کور کي دي د میرمني یا د نوروخپل خپلوانو سره جنجال پېښ سوی و، د بایسکل څخه رالویدلی او خوږ سوی وې. ددغو او داسي نورو پېښو خبري داسي خبري دي چي ته یې نه خوښوې او مینه نه ورسره لرې.

نو ددې پر ځای چي ته ددغو پیښو په اړه خبري وکړې ته کولای سې نوري پېښي چي ښې خاطرې یې درته پرې ایښي دي او مینه ورسره لرې را یادي کړې او خبري یې وکړې. مثلا کوم وخت دي د خپل ملګري یا ډاکټر سره د لیدو وعده پر خپل اصلي وخت پرځای کړې وي، یا دي نن کوم ښه خبر اوریدلی وي د هغه په باب وږغیږې، د روغتیا په هکله دي خبري وکړې او ووایې چي « شکر دی د بشپړي روغتیا خاوند یم»، ته کولای سې هغه ګټه چي دي نن په کاروبار کي کړې ده د هغې په باب خبري وکړې. که ته دغه ډول خوښونکي او مینه ناکي خبري وکړې نو په دې سره به ښه او د میني وړ شیان درجذب کړې.

ته خپل ژوند ته تغییر ورکولای سې، ځکه چي ته د هغه څه په اړه چي مینه ورسره لرې د فکر او خبرو کولو نامحدود قابلیت او استعداد لرې او په همدې ډول ژوند ته دي د هر ښه شي په را جذبولو کي هم قابلیت او

۱۸

استعداد نا محدود دی. مګر هغه قوه چي ته یې لرې تر هغه ډیره لویه ده چي دهغو شیانو په اړه چي ته مینه ورسره لرې مثبت افکار صادر کړې او خبري یې وکړې. ځګه چي د جذب قانون ستا افکارو او ستا احساساتو ته جواب وایي. ته باید د میني احساس وکړې چي دا قوا ایسار کړې.

لومړی بحث دلته ختمیږي. دوهم بحث به « د احساس د ستري قوې »

په اړه وي.

نوي بحثونه

طاهر اڅګزی

لنډه یادونه:

نوي بحثونه مي د امریکایي لیکوالي ( رونډا بایرن ) د کتاب څخه چي

( پاور ) یا قوه یې عنوان ورکړی دی را اخیستي دي. دې کتاب ته د واشنګټن په یوه کتاب پلورنځي کي زما پام واوښت. کله چي مي راواخیست او د هغه د لومړیو پاڼو په لوستلو مي پیل وکړ، نو په هغو کي دومره دلچسپ  او نوي مطالب ځای سوي وو چي زه یې په اصطلاح

« ور واخیستم.» دا کتاب په دې تازه وختونو کي لیکل سوی دی او په امریکا کي چي هر کتاب بازار ته راوزي نو په لسګونو ملیون ټوکه یې راوزي. ما دا کتاب په ۲۴ ډالره واخیست او د هغه په لوستلو مي پیل وکړ. د کتاب په لوستلو کله کله سړی ستړی کیږي خو ددې کتاب په لوستلو د چا ستړیا لیري کیږي.

یوه اونۍ لا نه وه تیره سوې چي بیا دغه کتاب پلورنځي ته ورغلم، ګورم چي د دې کتاب اثر لا پاته نه و. هغه نه یوازي په دې کتاب پلورنځي کي نه و پاته، بلکي د امریکا په ټولو کتاب پلورنځیو کي یې درک نه و.

د کتاب د لیکوالي په اړه لیکل شوي دي چي « د ( رونډا بایرن ) د زړه ارمان د ملیارډونو انسانانو خوشحالي ده.» او زه په دې باور لرم چي هر چا چي دغه کتاب لوستلی وي نو په ژوند کي به یې ستر بدلون راغلی او خوشحالي او نیکمرغي به یې په برخه سوې وي.

زه هم غواړم ددې کتاب مهم ټکي د « نوو بحثونو » تر عنوان لاندي ستاسی سره شریک کړم.

دوهم بحث

د احساس ستره قوه

ته احساس کونکی موجود یې:

د هغي شېبې څخه را وروسته چي ته زیږیدلی یې تا تل د یو شي احساس کړی دی. ستا شعوري فکر کول هغه وخت بندیږي چي ته بیده یې، مګر احساس دي په دې وخت کي هم فعال وي ځکه چي د ژوندي پاته کیدو د پاره باید د ژوند احساس ژوندی وي. ته په خپله هسته کي یو احساس کونکی موجود یې او ځکه نو ستا د انساني بدن هره برخه داسي جوړه سوې ده چي ته د ژوند کولو احساس وکړې.

ته په سترګو لیدلای او په غوږو اوریدلای سې، ستا ژبه او خوله خوند او پزه دي بوی احساسوي او د بدن پوست یا جلد دي د تماس احساس کولای سي چي دا ټول د احساس کولو حواس دي او ددې د پاره دي چي ته په ژوند کي د هر څه احساس وکړای سې.

۲

اوس نو دا خبره باید وسي چي هر هغه څه چي ته یې په هره شېبه کي احساسوې ډیر مهم دي ځکه چي څه چي ته یې همدا اوس احساسوې هغه ستا ژوند جوړوي.

ستا احساسات لکه تیل غوندي دي:

ستا افکار او خبري به هیڅکله قوت او طاقت ونه لري که دي احساسات ور سره ملګري نه وي. ته په یوه ورځ کي د ډیرو شیانو په اړه فکر کوې مګر هغه ټول همداسي د تشو فکرونو په توګه تیریږي او دا ځکه چي ددې فکرونو سره دي احساسات ملګري نه وي. او هغه وخت دي دا فکرونه عملي کیدای سي چي تا خپل احساسات هم ښودلي وي. ددې خبري د توضیح کولو د پاره به ښه مثال دا وي چي موږ خپل افکار او خبري لکه یوه راکټ لرونکې کښتۍ او احساسات مو د هغې تیل او د سونګ مواد وبولو. دا کښتۍ که تیل ونه لري نو ځای پر ځای به ولاړه وي او راکټونه به یې هم تړلي پاته وي ځکه چي تیل کښتۍ ته حرکت ورکوي او راکټونه یې واروي. نوپه دې ډول ستا افکار او خبري به هم کومه نتیجه ونه لري که دي احساسات ورسره یو ځای نه سي او دا ځکه چي همدااحساسات ستا دافکارواو خبرو قوه یا د سونګ مواد او تیل دي.

۳

که ته داسي فکر وکړې چي ته د خپل آمر سره ګوزاره نه سې کولای، نو دا فکر دي تاته د خپل آمر په هکله یو قوي منفي احساس را پیدا کوي چي ته هغه صادروې او په نتیجه کي به د آمر سره ستا اړیکي خراپي سي. که ته داسي فکر وکړې چي په خپل دفتر او د کار په چاپیریال کي د ځینو ښو خلکو سره ګوزاره کوې نو دا فکر دي ددغو خلکو په اړه چي ته کار ورسره کوې مثبت احساس را پیدا کوي او ته دي همدا احساس صادروې چي په نتیجه کي یې ستا اړیکي د خپلو همکارانو سره ښه کیږي.

ښه او بد احساسات:  

ستا احساسات به هم لکه ستا د ژوند چاري یا به مثبت یا به منفي وي، په بله وینا هغه به یا ښه وي یا به بد وي. ټول ښه احساسات د میني څخه را پیدا کیږي او بد احساسات هغه وخت راپیدا کیږي چي څوک مینه ورکه کړي. د مثال په توګه هرڅومره چي ته ښه احساس کوې او خوشحاله یې نو په دې وخت کي ته ډیره مینه صادروې او هر څومره مینه چي ته صادره کړې هغومره بیرته جذبوې.

خو هرڅومره چي ته بد احساس کوې، مثلا نا امیده او مایوسه یې نو په دې وخت کي ته ډیر منفي شیان صادروې او ځکه نو په عوض کي یې ډیر منفي شیان را جذبوې. دا چي ته د منفي احساساتو په وخت بد احساس

۴

کوې د هغه سبب دادی چي منفي احساسات د میني قوه چي د ژوند مثبته قوه ده نه لري.

هرڅومره چي ته ښه احساس کوې ژوند دي ښه کیږي او چي بد احساس کوې ژوند دي بدیږي او دا تر هغه وخت پوري چي ستا په بدو احساساتو کي بدلون راځي.

ښه احساسات: مینه، ممنونیت، شکر کول، ستا ینه، خوشحالي، زغم او حوصله، شوق او ذوق، لېوالتیا، امید، باور، اطمینان او داسي نوردي.

بد احساسات: قهر، غضب، نا امیدي، مایوسي، وارخطایی، بد ویل، ښکنځل، خوابدي، بیزاري، کرکه، نفرت، حسد، بیره او داسي نوردي.

که ته ښه احساس کوې نو په دې وخت کي دي افکار ښه او مثبت وي. داسي نه سي کیدای چي ستا احساس دي په داسي حال کي ښه وي چي افکار دي منفي وي. او دا هم نه سي کیدای چي ته دي د بد احساس په وخت کي د ښو افکارو خاوند یې.

۵

هغه څه چي ته یې په یوه شېبه کي احساس کوې د هغه څه دقیق انعکاس دی چي ته یې صادروې. کله چي ته ښه احساس کوې نو په دې وخت کي ته د هیڅ شي په اړه اندیښنه نه لرې ځکه چي ستا افکار، خبري او اعمال  ښه وي. ته د ښه احساس درلودلو په وخت مینه صادروې او دا مینه تاته بیرته راستنیږي.

ښه یعني ښه:

ډیر خلک په دې پوهیږي چي کله چي د ښه حالت یا دبد حالت سره مخامخ وي نودا حالت څنګه احساسوي، مګر په دې نه پوهیږي چي دوی په ډیرو وختو کي د منفي احساساتو درلودونکي وي. خلک فکر کوي چي د بد احساس درلودلو معنی د ډیر زیات منفي حالت احساس دی لکه غم، خواشیني، قهر، غضب، بیره او داسي نور، او ددې منفي احساساتو درجې هم یو شان نه دي.

که ته اکثره وختونه دا احساس کوې چي ښه یې نو ته به شاید فکر کوې چي د « ښه » احساس کول مثبت احساس دی، ځکه چي ته په دې وخت کي « بد » احساس نه لرې. که تا بد احساس درلود او اوس ښه احساس لرې نو په دې کي شک نه سته چي دغه ښه احساس دي تر بد احساس

۶

ډیر ښه دی. د ښه احساس معنی داده چي ته په ریشتیا « ښه » احساس ولرې، او که ته داسي ښه احساس ولرې نو په ریشتیا به ښه ژوند ولرې.

وایي چي « د میني اندازه بې اندازې مینه ده. » کله چي ته د خوشحالۍ احساس کوې نو ته خوشحالي صادروې او په دې ډول د خوشحالۍ وړ پیښي، شیان او خوشحاله خلک بیرته درته راجذبوې. خو کله چي ته د قهر او غضب احساس کوې نو ته قهر او غضب صادروې او د قهر او غضب وړ پیښي، شیان او قهرجن خلک درته را جذبوې، او دا هماغه د جذب قانون دی چي مخکي یې ذکر سوی دی.

ستا هر ښه احساس تا د میني قوې ته رسوي ځکه چي مینه د ښو احساساتو سرچینه ده. د شوق او ذوق، هڅوني، لېوالتیا او دوستۍ احساسات د میني څخه راوزي او کله چي په هغو کي هریو یې ته په دوامداره توګه احساسوې نو هغه به دي په ژوند کي په برخه سوی وي.

ته کولای سې د ښه احساس قوه په بشپړه توګه په داسي حال کي را ایسار کړې چي د هغې درجه ورلوړه کړې او دا کار په داسي ډول کولای سې چي هغه په خپل واک او اختیار کي وساتې او په خپله خوښه او خپله اراده یې درجه ور لوړه کړې او په دې ډول به ستا دغه ښه احساس د

۷

امکان تر حده نور هم پسې ښه سي او قوه به یې زیاته سي. د مثال په توګه د « شوق او ذوق » ددرجې د لوړولو د پاره ته باید اول دا وښیې چي ته په همدې شېبه کي ددغه احساس خاوند یې او هغه په خپل ټول قوت در سره وساتې. داسي هم د هڅوني او لېوالتیا احساسات دي چي ته یې په ‌ډیره ژوره توګه درسره ساتلای سې. هرڅومره چي ته د خپلو ښو احساساتو درجه ور لوړوې، نو په هماغه اندازه مینه صادروې او هغه څه چي ته به یې په عوض کي بیرته جذبوې نو په کي به ښکاره زیاتوالی راغلی وي.

ته کولای سې د ښو احساساتو درجه په داسي ډول لوړه کړې چي اول د  هغو شیانو په اړه چي ته یې خوښوې او مینه ورسره لرې فکر وکړې او هغه ټول یو په بل پسې وشمېرې. په دې کي به دي کورنۍ، دوستان او ملګري، خپلوان، د کور ګلان، پاکه او تازه هوا، ښکلي رنګونه، د ژوند خوږې خاطرې او داسي نور په زړه پوري شیان چي ته مینه ورسره لرې

شامل وي. او که ته دا ټول د همدې میني په احساس سره په دماغ کي وساتې نوپه نتیجه کي به یې حیرانونکې خوشحالي درته پیدا سي.

په دې ډول د ښواحساساتو ددرجې لوړول څه سخت کار نه دی او ته داکار هر وخت کولای سې.

۸

ستا احساسات هغه څه منعکسوي چي ته یې صادروې:

تا ته هر وخت دا معلومیدلای سي چي تا ډیر ښه او که ډیر بد احساسات درلودلي او صادر کړي دي. تا چي په ژوند کي د ځینو شیانو لکه د پیسو، روغتیا، کاروبار، او د نورو خلکو سره د اړیکو په باب هر ډول احساسات درلودلي دي هغه د هغه څه دقیق انعکاس دی چي تا د همدغو شیانو په اړه صادر کړی دی.

که ته د ډیرو پیسو فکر کوې نو ستا احساسات هغه څه منعکسوي چي ته یې د پیسو په اړه صادروې. که ستا احساسات په دې وخت کي منفي وي ځکه چي ته ډیري پیسې نه لرې نو ته منفي شرایط او حالات درته راجذبوې چي هغه د ډیرو پیسو نه درلودل دي.

که ته د خپل کاروبار په اړه فکر کوې نو ستا احساسات هغه څه درته څرګندوي چي ته یې د کاروبار په هکله صادروې. که دي دا احساسات ښه وي نو ته دي د کاروبار په اړه مثبت شرایط اوحالات درته را جذبوې ځکه چي همدا مثبت احساسات تا صادر کړي دي. که ته د خپلي کورنۍ، روغتیا یا هر هغه شي په اړه چي تا ته مهم دی فکر کوې نو ستا احساسات هغه څه څرګندوي چي ته یې صادروې.

۹

( نیرل ګادرد ) چي د ۱۹۰۵ـ۱۹۷۲ کلونو تر منځ یې ژړند کړی او د

( نوي نظر) په عنوان یې یو کتاب لیکلی دی ویلي دي : « خپلو احساساتو ته مو باید ډیره توجه وي ځکه چي زموږ د احساساتو او بهرنۍ نړۍ تر منځ نه شلیدونکي اړیکي موجودي دي. »

ستا ژوند ستا د کړو او اعمالو جواب دی. ته د خپل ژوند جوړونکی یې. ته د خپل ژوند دداستان لیکونکی یې او هغه احساسات چي ته یې صادروې په هغو سره ته د خپل ژوند پریکړه او فیصله کوې. ستا د ښو احساساتو حد او حدود نا محدود دي او ددې معنی داده چي هغه ښه احساسات چي ته یې درجذبوې د هغو وروستی حد معلوم نه دی. ستا بد احساسات هم بیل بیل حدود لري چي منفي اړخ یې پراخیږي، مګر دغه بد احساسات دي وروستی حد لري او هغه داسي حد دی چي نور یې نو ته د زغملو طاقت نه لرې او ته مجبوریږې چي ښه احساسات یو ځل بیا ځانته غوره کړې.

دا هم تصادف نه دی چي ښه احساسات خوښی راپیدا کوي او بد احساسات خوښي ورکوي. مینه چي د ژوند ستره حاکمه قوه ده تا د ښو احساساتو لوري ته رابولي چي ته وکړای سې هغسی ژوند وکړې چي درته ښایي. مینه تا د خپلو بدو احساساتو لوري ته هم را بولي ځکه چي دغو بدو احساساتو دي ستا اړیکي د ژوند د مثبتي قوې څخه شکولي دي.

۱۰

ستا احساسات د هر څه بنسټ دی:

ستا د ژوند هر څه ستا د احساساتو پر بنسټ ولاړ دي. هره پریکړه او فیصله چي ته یې په ژوند کي کوې اساس یې ستا احساسات دي، یعني دا چي ته د هغې په اړه څه احساس کوې. ستا د ژوند یوازنۍ محرکه قوه ستا احساسات دي! هر څه چي ته یې په خپل ژوند کي غواړې هغه ځکه غواړې چي خوښ دي دي او مینه ورسره لرې او ښه احساس درته را پیدا کوي. هر هغه څه چي ته یې په ژوند کي نه غواړې هغه ځکه نه غواړې چي د هغه په اړه بد احساس درته پیدا کیږي او بد یې بولې. ته ښه صحت او روغتیا غواړې ځکه چي ښه صحت دي خوشحاله ساتي او ښه احساس درته را پیدا کوي او برعکس ناروغتیا دي دردونه زیاتوي او د بد احساس سره دي مخامخ کوي. ته پیسې غواړې ځکه چي ستا سره د شیانو د رانیولو او ښه ژوند کولو ښه احساسات موجود دي، او که پیسې ونه لرې نو په ژوند کي به خوشحاله نه یې او له دې کبله به بد احساسات ولرې. ته غواړې د نورو خلکو سره ښې اړیکي او مناسبات ولرې ځکه چي دا تا ته ښه احساسات را پیدا کوي او بدي اړیکي او مناسبات دي د جنجالونو سره مخامخ کوي او احساسات دي بد وي. ته خوشحالي غواړې ځکه چي په دې سره ته د ښو احساس کوې او خواشیني بد احساس لري.

هر څه چي ته یې غواړې محرکه قوه یې ستا احساسات دي! ته څنګه ښه شیان چي ته یې غواړې ترلاسه کولای سې؟ جواب یې ستا ښه احساسات

۱۱

دي! ستا په ښو احساساتو سره به پیسې په تا پسې درځي، روغتیا به هم تاته مخ در اړوي، خوشحالي به تا غواړي. ټول هغه شیان به چي ته یې خوښوې او مینه ورسره لرې تا ته در روان وي. خبره ساده ده ـ ته ښه احساست ولره چي دا ټول ښه شیان در جذب کړې.

ستا ښه احساسات د میني قوه ایساروي چي دا په ژوند کي د هر ښه شي قوه ده. ستا ښه احساسات تا ته وایي چي دا هم هغه لار ده چي ته یې غواړې. ستا ښه احساسات تاته وایي چي کله چي ته ښه احساس لرې نو ژوند به دي ښه وي! مګر ته اول باید خوشحال یې او دا خوشحالي دي صادره کړې چي د خوښۍ وړ شیان در جذب کړې. ځکه چي هر هغه څه چي ته یې غواړې چي درته راسي هغه دي باید اول لیږلي یا صادر کړي وي. ته دخپلو احساساتو قوماندان یې، ته دخپلي میني قوماندان یې او د میني قوه به هر هغه څه بیرته تا ته در کړي چي ور کړي دي دي.

————

دریم بحث

د احساساتو فریکوینسي

څه چي ته احساسوې هغه حاصلوې:

په کایناتو کي ټول شیان مقناطیسي دي او هر شی مقناطیسي فریکوینسي لري. ستا احساسات او افکار هم مقناطیسي فریکوینسي لري. ستا د ښو احساساتو معنی داده چي ته د میني مثبته فریکوینسي لرې او دبدو احساساتو معنی دي داده چي ستا فریکوینسي منفي ده. هر هغه څه چي ته یې احساسوې – ښه وي که بد ستا دغه فریکوینسي معلوموي او ته د یوه مقناطیس په توګه هغه خلک، پېښي او حالتونه را جذبوې چي په عین

فریکوینسي کي دي. که ته د شوق ذوق او لېوالتیا د احساس درلودونکی یې نو ستا د شوق ذوق او لېوالتیا فریکوینسي به لېوال خلک او د شوق ذوق څخه ډکی پېښي او حالات درجذب کړي. که ته د بیري او وارخطایی احساس کوې نو ستا د بیري او وارخطایي فریکوینسي به بیریدلي او وارخطا خلک، پېښي او حالات در جذب کړي.

۲

ته باید د خپلي فریکوینسي په اړه چي لرې یې هیڅ شک ونه لرې، ځکه چي ستا فریکوینسي تل هغه ده چي ته څه ډول احساس لرې! ته دا فریکوینسي په خپل احساس سره بدلولای سې او په دې وخت کي به ستا په شاوخوا کي هر څه بدل سي ځکه چي ته نوې فریکوینسي لرې.

د فریکوینسي داسي تعریف سوی دی: « فریکوینسي د زمان په یوه واحد کي د یوې تکراري حادثې د پېښو شمېر دی.»

په دې حساب که د زمان یو واحد ثانیه وبولو، نو په یوه ثانیه کي چي یوه حادثه تکراریږي ددغي حادثې څخه را پیدا سوي ټولي نوري پېښي فریکوینسي ده.

ته که په ژوند کي هر حالت غوره کړې نو د هغه نتیجه به ترلاسه کړې او دا ځګه چي ته ددې حالت احساس کوې. که ته دبل چا سره د اړیکو هر ډول احساس کوې نو د هماغه احساس حاصل به واخلې ځکه چي دغه احساس دي دا معلوموي چي په دې اړیکو کي به څه پېښ سي. که ته په دې اړیکو کي هر ډول احساس صادر کړې نو په هماغه ډول به بیرته درته راسي. که ته په دې اړیکو کي د خوشحالۍ احساس کوې نو ته مینه

صادروې او دا مینه به په دې اړیکو کي بیرته درته راسي، ځکه چي ته همدا فریکوینسي لرې.

۳

نیرل ګدارد ( ۱۹۰۵ ـ  ۱۹۷۲) د نوي فکر په عنوان د کتاب لیکوال ویلي دي:« د احساس بدلون د سرنوشت بدلون دی.»

ته به غواړې سیاحت وکړې، مګر که ته د ځان سره ووایې چي د دې کار د پاره پوره پیسې نه لرې او له دې کبله د مایوسۍ احساس وکړې نو د مایوسۍ د دې احساس معنی دي دا ده چي ته د مایوسۍ فریکوینسي لرې او د دې احساس دوام به د مایوسۍ حالات او شرایط درته را پیدا کړي چي د هغو په اساس به سیاحت ونه کړای سې. خو که دي هرکله دا احساس بدل کړ نو د میني قوه به حالات او شرایط درته بدل کړي او ته به سیاحت وکړای سې.

که ته د کوم حالت په باب د خپل احساس لاره بدله کړې نو په دې وخت کي به ته د احساس بل ډول فریکوینسي ولرې او دغه حالت به ستا د نوي فریکوینسۍ په را پیداکیدو سره بدل سي. که ستا په ژوند کي کوم منفي شی پېښ سوی وي ته هغه بدلولای سې، ځکه چي ته تل د خپل احساس لار بدلولای سې. ته کولای سې هغه څه ترلاسه کړې چي مینه او علاقه

ورسره لرې او ددې دپاره ستا د احساس د لاري بدلولو ته ضرورت دی

۴

خپل احساسات د اتوماتیک حرکت څخه وساته:

ډیر خلک په دې نه پوهیږي چي ښه احساسات څومره قوت لري او ځکه نو د هغوی احساسات د هغه څه عکس العمل یا غبرګون دی چي هغوی ته ورپېښیږي. هغوی خپل احساسات په اتوماتیک حرکت کي ساتلي دي، نه داچي په خپل واک او اراده کي یې وساتي. کله چي یو ښه شی واقع کیږي نو دوی د ښو احساس کوي او کله چي کوم بد شی واقع کیږي نو دوی د بدو احساس کوي. هغوی په دې نه پوهیږي چي ددوی داحساساتو سبب هغه څه دي چي ورته پېښیږي. مثلا هغوی د هغه څه په اړه چي پېښ سوي دي منفي عکس العمل ښودلی و او ډیر منفي احساسات یې صادر کړي وو او ځکه نو ډیر منفي حالتونه او شرایط بیرته ورته راپیدا سوي دي. دغه حالتونه د هغوی د خپلو احساساتوپه بهیر کي ایسار سوي دي. د هغوی ژوند په همدغو بهیرونو کي محدود پاته کیږي، ځکه چي هغوی په دې نه پوهیږي چي د ژوند دبدلون دپاره د احساساتو د فریکوینسي بدلون په کار دی.

که ته پوره پیسې نه لرې نو دا ښکاره او طبیعي ده چي ته د پیسو په اړه ښه احساس نه لرې، مګر پیسې به ستا په ژوند کي تر هغو همداسي پاته وي او بدلون به په کي را نه سي که ته د هغو په باب ښه احساس ونه لرې. که ته د پیسو په اړه منفي احساسات صادروې نو د دغو پیسو په اړه

۵

ستا د احساساتو فریکوینسي منفي ده او ته به د منفي حالاتو او شرایطو سره مخامخ سې. د مثال په توګه پوروړي به درته ودریږي او د خپلو پورونو غوښتنه به در څخه کوي، یا به دي په کور کي ځیني قیمتي شیان مات یا ورک سي او دا ټول داسي حالتونه دي چي ستا د جیب څخه پیسې باسي او مفلسه کوي دي.

ستا په ژوند کي هره شېبه داسي موقع ده چي ستا ژوند بدلولای سي، ځکه چي ته په هره شېبه کي د خپل احساس لاره بدلولای سې او کله چي ته دا لاره بدله کړې نو ته به دي د احساس په یوې بلي فریکوینسي باندي ولاړ یې او د جذب قانون دستي تا ته جواب درکوي! کله چي ته د خپل احساس لاره بدله کړې نو تیر وخت یا ماضي ورکیږي او ورسره ستا ژوند بدلیږي.

د میني قوه هیڅ عذر نه مني:

که ستا په ژوند کي هر هغه څه چي مینه ورسره لرې موجود نه وي نو ددې معنی دا نه ده چي ته ښه او دمیني وړ شخص نه یې. زموږ د هر یوه د ژوند هدف دادی چي د میني په غوره کولو سره پر ټولو منفي شیانو باندي برلاسه سو، خو اصلي خبره داده چي ډیر خلک مینه څرګندوي یا صادروي او بیا یې بیرته پریږدي او بندوي یې او دا کار په ورځ کي څو

۶

څو واره کوي. هغوی مینه ښه ډیر وخت نه صادروي چي د هغې قوه ټول ښه ښه شیان ورته راجذب کړي.

مثالونه: په یوه شېبه کي ته د خپل یوه دوست او نژدې ملګري سره په توده مینه د غیږي روغبړ کوې او څو دقیقې وروسته ستا علاقه او د میني احساس له دې کبله ختمیږي چي د موټر یا بکس کیلي دي ورکه کړې ده او پیدا کولای یې نه سې. یوه شېبه ته په کور کي د خپلي مېرمني سره په مینه او خوشحالي خبري کوې، بله شېبه دي پر دسترخوان باندي خواړه پر طبیعت برابر نه وي او خوابدی کیږې. یوه شېبه مینه صادروې او په دې خوشحال یې چي په کار او وظیفه کي دي ترفیع کړې ده او بله شېبه د کور کرایه ورکوې او بیرته مینه بندوې. په دې ډول دا احساسات دي په ورځ کي دوام لري.

ته به یا مینه صادروې، یا به د میني قوه ایساروې. خو ته په دې عذر چي مینه نه لرې د میني قوه نه سې ایسارولای. دا چي ته وایې مینه نه لرم یا د میني په اړه عذرونه لرې  نو دا ستا ژوند ته ډیر منفي شیان راوړي. ته په دې عذرونو سره منفي احساسات پیدا کوې او بیا همدا منفي احساسات صادروې.

۷

ګواتاما بودا ویلي و:« قهر او غضب داسي دي لکه څوک چي د اور په سکروټه بل څوک ولي، په دې سکروټه هغه خپل لاس په خپله سوځوي نه بل څوک. »

که ته له دې کبله په قهر او خوابدی کیږې چي د یو چا سره دي د لیدو وعده کړې وه خو په هغې کي ځنډ راغلی یا نوري ستونزي را پیدا سوي دي او ته یې ملامتي په بل چا باندي اچوې، نو ته په دې وخت کي داسي عذر ځانته پیدا کوې چي په اساس یې مینه بندوې، په داسي حال کي چي د جذب قانون یوازي هغه څه درته راجذبوي چي ته یې صادروې. ځکه نو که ته ملامتي پربل چا باندي اچوې ته د ملامتۍ شرایط منځ ته راوړې او هغه تا ته راستنیږي، حتمي نه ده چي دا شرایط دي بیرته تاته د هغه چا له خوا را ستانه سي چي تا د ملامتۍ تور پر لګولی دی. مګر دا یقیني ده چي ته به هم د ملامتۍ د تورونو سره مخامخ سې.

د میني د قوې په مقابل کي هیڅ ډول عذر او پلمه نه سي کیدای. هغه څه چي ته صادروې هغه بیرته حاصلوې.

ډیر کوچني شیان هم نقش لري:

ملامتي، انتقاد، عیب پلټنه او شکایتونه  ټول د منفي حالت ډولونه دي چي

هر یو یې زیاتي ستونزي او مشکلات را پیدا کوي. په هر کوچني شکایت

۸

سره او په هر انتقاد سره چي ته یې هر وخت کوې، ته منفي حالت یا منفي احساس صادروې. که ته د خراپي هوا، خراپي لاري، د کار د ځای او دفتر، د خپل ملګري او همکار، خپلو کوچینیانوو، مور او پلار، په بازار کي د شیانو د نرخونو، خوړو، د خپل بدن، خپل کاروبار، مشتریانو، د خلکو د لوړو آوازونو او داسي نورو ډیرو شیانو په اړه شکایتونه کوې، نو هغه په ښکاره کوچني شیان معلومیږي خو تا د زیات منفي حالت سره مخامخ کوي چي همدا حالت ته ځانته در جذبوې.

داسي لغتونه لکه بیره، قهر، غضب، کرکه، نفرت، د خپل قاموس څخه بیخي وباسه ځکه کله چي ته هغه استعمالوې نو د هغو سره ستا احساسات زور اخلي او دا احساسات بیرته تا ته مخ را اړوي. د دې معنی داده چي ته دغو لغتونو ته په خپل ژوند کي ځای ورکوې. دا به څومره ښه وي  چي ته ددې پر ځای داسي لغتونه لکه هڅه، کوشش، ښکلی، ښایسته، روښان، ځلیدونکی، ښکلا، ځلا او داسي نور ښه ښه لغتونه استعمال کړې ته هغه څه چي مینه ورسره لرې او غواړې یې حاصلولای سې په دې

شرط چي ته مینه ځانته را جذب کړې او ددې معنی داده چي د میني په صادرولو کي عذر او پلمه نه ځایږي. عذرونه او پلمې داسي خنډونه او موانع دي چي د هغه څه په مخکي پراته دي چي ته یې غواړې او تا نه پریږدي چي خوشحاله او آرام ژوند ولرې.

۹

د اړیکو او روابطو په باب به ته دا بې ارتباطه بولې چي که ته په کوم دوکان کي سودا کوې او د دوکاندار سره دي جنجال را پیدا کیږي، خو څو ساعته وروسته دي ګاونډی تلیفون درته کوي او وایي چي سپی دي ډیر غاپي او زه یې په عذاب کړی یم. دا به هم درته بې ارتباطه ښکاري چي د یوه ملګري سره په رستوران کي ډوډۍ خورې او هغه ته د یوه بل ملګري چي هغه یې هم پیژني شکایت کوې خو کله چي خپل دفتر ته د کار دپاره ځې نو هلته دي د یوه بل مامور سره شخړه او جنجال را پیدا کیږي. ته به دا دوې پېښي هم بې رابطې بولې چي یو لاروی په لار کي غوځاریږي او ته یې تر لاس نیسې او را پورته کوې یې، خو په دا بله ورځ میخانیک ( میستري ) تلیفون درکوي او درته وایي چي موټر دي جوړ سوی دی راسه وایې خله. او په دې کي به هم د ارتباط کوم عامل نه وینې چي که دي نن خپل یوه اړ او محتاج ملګري ته پیسې په پور ورکړي وي او یوه اونۍ وروسته دي د دفتر آمر تقدیرنامه درکوي. دلته داخبره بیاهم تکراریدلای سي چي ته د خپل ژوند په هر حال او هره شېبه کي هغه څه اخلې چي ورکوې یې، فرق نه کوي چي ته هغو ته یو د بل سره ارتباط ورکوې که نه.

د ښه او بد اړخ د فیصدي درجه:

که ته تر ۵۰ فیصد منفي زیات مثبت افکار او احساسات صادر کړې نو ته د ژوند ښه اړخ ته رسیدلی یې، حتی که دا مثبت افکار او احساسات

۱۰

دي ۵۱ فیصد هم وي نو ستا د ښو او مثبتو د تلي پله به د بدو او منفي ترپلې درنه وي او دا داسي توضیح کیدلای سي:

کله چي ته مینه صادروې هغه تاته د مثبتو حالاتو سره چي ته مینه ورسره لرې بیرته راستنیږي، خو یو څه نوره مینه او مثبت والی پر زیات سوی وي. دغه نوی مثبت والی وروسته نور مثبت شیان ورجذبوي ځکه چي هرڅه مقناطیسي دي، نو کله چي یو ښه شی تا ته راځي هغه په خپل مقناطیسي خصوصیت سره نور ښه شیان جذبوي. دا خبره بې څه نه ده که یو څوک وایي چي « نن مي ښه او نېکمرغه ورځ ده.» په ریشتیا هم په موږ او تاسي باندي کله کله داسي ورځ هم راغلې ده چي په کي د خوښیو راته مخ سوی وي. ددې اصلي عامل دادی چي موږ په دې ورځ تر منفي احساساتو ډیره مینه صادره کړې ده او کله چي دغه مینه بیرته موږ ته راستنه شوې ده نو هغې زموږ په ژوند کي ډیر ښه شیان راجذب کړي دي. کله کله به دي د یوچا څحه دا هم اوریدلي وي چي  « نن پر بد مخ راکښینستلی یم » معنی دا چي بدو شیانو ته مي مخ دی او یو بد او د خواشنینۍ وړ شی تیر سوی نه وي چي بل مخ راته را اړوي. دا البته د اول حالت خلاف دی او ښیي چي هغه د میني او مثبت احساس پر ځای منفي احساسات صادر کړي دي او کله چي دا منفي حالت بیرته ورته راستون شوی دی نو په ژوند کي یې منفي شیان ورته راوړي دي. دا هم د مقناطیس کار دی چي منفي حالت منفي شیان را جذب کړي

۱۱

دي. دا حالت به هغه « بد بختي » یا « کم بختي » بولي، خو هر څه چي یې بولي، اصلي خبره داده چي د جذب قانون په دقیقه توګه د هغه په ژوند کي خپل نقش لوبولی دی او هغه د هغو منفي احساساتو دفیصدي انعکاس و چي هغه صادر کړي وو. او داچي دغه ښه یا بد مخ څنګه بدل سوی دی یا څنګه بدلیږي د هغه علت دادی چي هغه خپل احساسات په کومه شېبه کي بدل کړي دي.

د ژوندون د حالاتو د بدلولو ښه لار داده چي ته د ښو او مثبتو د فیصدي درجه لوړه کړې او هغه داسي چي د خپلو افکارو او احساساتو په وسیله د میني درجه تر مساوي یعني ۵۰ فیصد فقط یوه درجه لوړه کړې او ۵۱ فیصد ته یې ورسوې او کله چي ته دغي مقطع ته ورسیږې او تر منفي والي دي مثبت والی زیات سي، نو هغه وخت چي دغه مثبت یا د میني حالت بیرته تاته را ستنیږي، هغه د جذب د قانون په اساس ډیره مینه ورجدب کړې وي او تر خپل لومړي حالت یا درجې څو چنده زیاته سوې وي او ته ناڅاپه د څو چندو زیاتو ښو شیانو او ښو حالاتو سره مخامخ کیږې او بد او منفي شیان خپله لار بدلوي او په دې ډول ستا ژوند هم ورسره بدلیږي.

کله چي ته سهار له خوبه راکښینې نو ته د همدې ورځي د ښو او بدو اړخونو سره مخامخ یې. ښه اړخ یې دادی چي ته به ددې ورځي په

۱۲

اوږدو کي د ښو پېښو او ښو شیانو سره مخامخ کیږې او بد اړخ یې بدي پېښي او بد شیان دي. ځکه نو د تیرو سوو بحثونو په اساس ستا دغه ورځ به ستا د احساساتو سره سمه وي، هر ډول احساسات چي تا صادر کړي وي هغه به بیرته تاته راستانه سوي وي.

کله چي ته د ورځي په سهار د ښو او مثبتو احساساتو په درلودلو سره د ژوند او کاروبار ډګر ته ور ووځې نو دا ورځ به دي ښه او خوشحاله وي، خو که ته دا ورځ د بدو احساساتو په ښودلو او خوابدۍ سره پیل کړې او په ټوله ورځ کي دي دا احساسات بدل نه کړې او ځانته قناعت ورنه کړې نو ورځ به دي د نا خوالو او خواشینیو ډکه وي او د احساساتو سره سم به دي یوه ستونزه له بلي وروسته  رابرسیره کیږي.

د ورځي په پیل کېدو سره ستا ښه احساسات نه یواځي دا چي ستا همدغه ورځ بدلوي چي په آرامۍ او خوشحالي یې تیره کړې، بلکي ستا بله ورځ او حتی توله ژوند دي بدلوي، په دې شرط چي ته همدغو ښو احساساتو ته دوام ورکړې- د شپې په ښو احساساتو سره بیده سې او سهار په ښو احساساتو سره د خوبه را کښېنې. او که ته تر هغو چي کولای سې دغو ښو احساساتو ته دوام ورکړې نو ستا ښه احساسات د جذب د قانون په اساس ضریب پیدا کوي او څو چنده زیاتیږي او ځکه نو هره ورځ یوه په بلي پسې همداسي د ښو په خوا روان وي او ستا ژوند ورسره ښه او نور هم ښه کیږي.

۱۳

ډاکټر ( سپینل) چي د کوچینیانو د پاره یې کتابونه لیکلي دي د ۱۹۴۱کال په شاوخوا کي یې خپله دا موقوله هم خپره کړې ده: « دا نن دي ژوند کوه، نه پرون او نه سبا، فقط نن! د نن د شېبو څخه ګټه واخله او سبا ته یې په سود مه ورکوه. »

بې ځایه به نه وي که په دې ارتباط ووایو:

« دې ته مه ګوره چي کله به سبا سي

نن ته ګوره چي  ودانه  دي  دنیا سي

سبا نه سته تش په نوم سره یادیږي

هر څه نن کي هم پیدا او هم فنا سي »

دا خو ښه خبره ده که یې څوک ومني او دا کار یې په وس پوره وي. د ډیرو خلکو دا کار په وس نه دی پوره. هغوی یوازي په دا نن کي ژوند نه کوي، بلکي په بشپړه توګه د سبا او أینده په فکر کي دي. دا هم سمه ده که څوک د آینده په فکر کي وي او همدا آینده ده چي موږ نن ژوندي یو. ستا د نن احساسات حتما پر سبا باندي تاثیر لري او سبا دي تثبیتوي. هره ورځ د نوي ژوند لپاره ښه او مساعده موقع ده، ځکه چي تا هره ورځ

۱۴

ددغي ورځي ښه اړخ غوره کړی دی او دا ښه اړخ تاته ستا د ښو احساساتو له کبله در په برخه سوی دی نو که ته دي دا نن ورځ ښه کړې او د سبا د ستونزو په فکر کي نه سې، نو دا نن دي سبا هم در ښه کوي او په دې ډول د میني قوه تاته راځي او داسي ژر دي ژوند دربدلوي چي ته یې تصور هم نه سې کولای.

———————–

پنځم بحث

احساس کول د شیانو پیدا کول دي،زه غواړم دا معلومه کړم چي کله چي ته د خپلو ښو احساساتو له لاري مینه صادروې نو په دې وخت کي تا ته څه پېښیږي، ځکه چي دا وخت په ریشتیا هم چي ډیر مهم وخت دی. ستا احساسات مقناطیسي ساحه را پیدا کوي چي په بشپړه توګه د هغې پر شاوخوا باندي را ګرځي او تا احاطه کوي. هر انسان مقناطیسي ساحه لري او کله چي ته هري خواته ځې دغه مقناطیسي ساحه هم ستا سره روانه وي، او دا ستا مقناطیسي ساحه ده چي ته په خپل ژوند کي هرڅه ځانته جذبوې او هغه څه چي ته یې جذبوې ـ مثبت وي که منفي هغه په هر وخت کي ستا احساسات دي.

هر وخت چي ته مینه صادروې اوهغه دي د احساساتو، الفاظو، یا اعمالو له لاري صادریږي نو ته دي په خپله دې مقناطیسي ساحه کي ډیره مینه راغونډوې. هر څومره زیاته مینه چي ته صادره کړې په هغه اندازه دي مقناطیسي ساحه لویه او قوي کیږي، او هر هغه څه چي ستا په مقناطیسي ساحه کي وي هغه دي ځانته درجذبیږي او ځکه نو هر څومره زیاته مینه چي په دې ساحه کي وي هغومره زیاته قوه به پیدا سي چي هغه شیان چي ته یې غواړې او مینه ورسره لرې در جذب کړې. ته داسي یو ځای ته رسیدلای سې چي هلته ستا مقناطیسي ساحه دومره مثبته او قوي کیږي چي تصور او احساسات دي دواړه د یوه ښه شي د رارسیدو په حال کي وي او هغه به ژر ستا په ژوند کي داخلیدونکي وي. دا هغه ستره قوه ده چي ته یې لرې او دا د میني د قوې طاقت دی.

لیکواله ( بایرن ) لیکي چي زه غواړم خپل د ژوند یوه ډیره کوچنۍ پېښه تاسي ته بیان کړم. په دې کي به تاسي ته په ښه شان معلومه سي چي مینه څومره ژر خپل کار کوي: « زه د ګلانو سره مینه لرم او تل دا هڅه کوم چي هره اونۍ تازه ګلان ولرم، ځکه چي دې ګلانو ته په کتو خوشحاله کیږم. زه دا ګلان عموما د بزګرانو د بازار څخه چي په آزاده هوا کي یې په کوچینیو غرفو کي خرڅوي را نیسم. مګر هغه ورځ چي ما به دا ګلان رانیول باران اوریده او د بزګرانو بازار بند و. د دې پر ځای چي زه د خوابدۍ او نا امیدۍ احساس وکړم، ما بر عکس دا احساس وکړ چي دا ښه کار سو چي نن ما ګلان ترلاسه نه کړل ځکه چي د ګلانو نشتوالی به زما مینه د هغو سره نوره هم زیاته کړي. په ریشتیا هم زما په دې احساس او فیصلې سره د ګلانو په اړه زما مقناطیسي ساحه نوره هم پراخه او قوي سوه. »

( بایرن ) لیکي چي « دوه ساعته لا نه وو تیر سوي چي د ښکلو ګلانو یوه مرتبانه د پوستې له لاري زما د کور د دروازې اړخ ته پرته وه. هغه دومره ښکلي ګلان وو چي په ستایلو یې نه مړیدم. هغه ګلان مي خور د دنیا د بل سر څخه را استولي وو او دهغه څه مننه یې کړې وه چي یو

وخت ما ورسره کړي وو. کله چي ته مینه صادره کړې نو په دې سره دي د ژوند حال هر ډول چي وي بدلولای سې.

اوس نو ته د ځان سره دا فکر کولای سې چي دا څومره مهمه ده چي یو څوک دي مینه ځانته غوره کړي. ځکه هر ځل چي ته مینه صادره کړې نو ته په خپله مقناطیسي ساحه کي دا مینه څو چنده زیاتوې او هرڅومره زیاته مینه چي ته په خپل ورځني ژوند کي صادروې تر هغه زیاته یې په خپله مقناطیسي ساحه کي ساتې، او په دې ډول هرڅه چي ته غواړې هغه به ترلاسه کړې.

ته چي کوم وخت مینه صادروې نو په دې وخت کي ستا ژوند دومره نېکمرغه او د خوښیو ډک سي چي ته یې خپله باور نه سې کولای.

لیکواله ( بایرن ) وایي چي زما ژوند دومره نېکمرغه او خوشحاله نه و لکه اوس چي دی. زه د ډیرو سختیو او مشکلاتو سره مخامخ وم او تل مي د هغو سره مبارزه کوله، مګر وروسته مي د ژوند په اړه ډیر ښه او ګټور شیان کشف کړل او پرې مي نه ښودل چي یوازي یې ماته ګټه ورسیږي او ومي غوښتل چي هغه ټول ستاسي سره په دې کتاب کي شریک کړم.

هیڅ شی د میني د قوې په مقابل کي لوی او قوي نه دی. د میني د قوې په مخکي اوږد واټن نه سته او نه داسي خنډ سته چي مینه دي پر غالبه او بریالۍ نه سي. وخت یې هم په مخکي نه سي خنډ کیدلای. ته کولای سې د کایناتو د دې ستري قوې په ایسارولو سره په خپل ژوند کي هر څه بدل کړې او دا ټول کارونه هغه وخت کولای سې چي مینه صادره کړې.

د پیدا کولو یا ترلاسه کولو ټکي:

ته به کله کله د ځینو شیانو په باره کي چي غواړې یې داسي فکر کوې چي هغه ډیر لوی او ترلاسه کول یې سخت دي، خو په داسي فکر کولو سره ته په حقیقت کي د هغو په ترلاسه کولو کي مشکلات را پیدا کوې. کله چي ته فکر کوې کوم شی ډیر لوی دی نو په دې سره ته د جذب قانون ته داسي وایې چي « هغه ډیر لوی دی او ماته دا ډیر ګران کار دی چي هغه ترلاسه کړم، او داچي هغه ډیر وخت غواړي چي په ترلاسه کولو او حاصلولوکي یې بریالی سم.» ته به ریشتیا وایې، ځکه هر ډول چي ته فکر او احساس کوې په هغه ډول به یې حاصلوې. که ته فکر کوې چي ستا غوښتنه په ریشتیا هم چي ډیره لویه ده نو ته د هغې په حاصلولو کي ستونزي او مشکلات درته پیدا کوې او وخت ځنډوې. مګر دا په پام کي ونیسه چي د جذب د قانون په مخکي لوی او کوچنی نه سته او نه وخت کوم مفهوم ورته لري.

که ته د شیانو د پیداکولو په لټه کي یې او غواړې هغه څه ترلاسه کړې چي هیله یې لرې او دا هیله دي هرڅومره لویه هم وي، داسي فکر وکړه چي هغه د کاغذ پر مخ یو ټکی دی! ته به شاید یو کور غواړې، یابه موټر غواړې، یابه غواړې کوم ځای ته په تفریح او سفر ولاړ سې، ته به د ډیرو پیسو غوښتونکی یې، د ژوند ډیر ښه انډیوال به غواړې، د ښه کار د پیداکولو هیله من به یې، غواړې به چي ښه ماشومان ولرې، ته به غواړې د ښه صحت خاوند واوسې، دا هیله به لرې چي د کانکور په آزموینه کي په ښو نومرو بریالی سې او د خپلي خوښي په پوهنځي کي شامل سې، ستا په سر کي به نوري هیلي او امیدونه هم وي او غواړې به په خپله ورزشي لوبه کي د نړۍ قهرمان سې، د جمهوري ریاست هوا به دي هم په سر کي وي او غواړې به چي جمهورریس سې، یا به غواړې ډیر ښه هنرمند، حقوقي مدافع وکیل، قاضي، لیکوال یا ښه ښوونکی سې.

په دې ټولو کي او په ډیرو نورو کي هر هغه څه چي ته غواړې او هرڅومره ګران او مهم چي هم وي، هغه د یوه ټکي یا یوې ذرې په شان  کوچنی وبوله، ځکه چي هر څه چي ته غواړې د میني قوې ته هغه تر یوه ټکي یا یوې ذرې هم کوچنی دی.برتانوي نامتو لیکوال ویلیام شکسپیر ( ۱۵۶۴ ـ ۱۶۱۶ ) ویلي و:

« زموږ شکونه خاین او خطا ایستونکي دي او ډیر ښه شیان چي موږ یې شاید وګټو را بایلي.»

منفي شیان څنګه بدلولای سو:

که ته په خپل ژوند کي د کوم منفي شي سره مخامخ یې او غواړې هغه بدل کړې نو طریقه او عملیه یې داده:« مینه صادره کړه او دا تصور او احساس وکړه چي هغه څه چي ته یې غواړې هغه لرې.» په دې هم پوه سه چي هر منفي شی د میني کمبود او نشتوالی دی او ځکه نو ته باید د منفي حالت د مخالف اړخ تصور وکړې او دا مخالف اړخ « مینه » ده! د مثال په توګه که ته ناروغ یې او غواړې ناروغي دي ورکه کړې نو په خپل  بدن کي دي د روغتیا او سلامتۍ مینه راپیدا کړه.که ته غواړې د پیداکولو یا ترلاسه کولو جریان په کار واچوې او کوم منفي شی بدل کړې نولازمه نه ده چي ته کوشش وکړې منفي په مثبت بدل کړې. دا کار ډیر سخت دی او د ترلاسه کولو د جریان سره سم هم نه دی. د پیدا کولو یا ترلاسه کولو معنی داده چي یو نوی شی ایجاد سي او هغه په اتومات ډول د زاړه ځای ونیسي. دا حتمي نه ده چي ته د هغه څه په اړه فکر وکړې چي غواړې بدل یې کړې. کوم شی چي ته یې باید ترسره کړې هغه دادی چي د هغه څه د پاره چي ته یې غواړې مینه صادره کړه او دا دمیني قوه به دي منفي حالت بدل کړي.

که ته زخمي سوی یې او د خپل زخم د جوړیدو علاج کوې خو دا علاج دي سم نه وي او زخم دي نه جوړیږي، ددې معنی داده چي ته د دې پر ځای چي د خپل دې زخم د جوړیدو تصور او احساس وکړې، ستا سره یې د نه جوړیدو تصور او احساس موجود دی. د علاج او بشپړ جوړیدو لار داده چي ستا تصور او احساس د زخم د بشپړ جوړیدو په اړه وي نه د هغه د نه جوړیدو په اړه. دا حقیقت چي ته دي د خپل زخم د بشپړ جوړیدو تصور وکړې موجود دی! خپله مقناطیسي ساحه په ښه احساس ډکه کړه ـ داسي احساس چي تا د ژوند په هره برخه کي خوشحاله کوي، ځکه هره شېبه چي ته مینه صادروې تا ته بشپړه روغتیا په برخه کوي.

که ته غواړې خپله روغتیا او صحي حال دي بدل کړې، یا غواړې ډیري پیسې پیدا کړې او یا غواړې د نورو سره دي اړیکي ښې کړې ـ هر څه چي ته غواړې نو د عملي کولو جریان یې هماغه یعني اول تصور کول او بیا د میني احساس را پیداکول دي. اول د هر شي، هري پېښي اوهر حالت چي ته یې غوښتونکی یې تصور وکړه او بیا داسي احساس وکړه چي هغه ته همدا اوس لرې او در رسیدلی دی. هره ورځ فقط اووه دقیقې د هغه څه په باره کي چي ته یې غواړې دا کار وکړه. بیا هم وایم چي هره ورځ اووه دقیقې داسي وکړه تر څو چي ته دا درک کړې او درته معلومه سي چي نور نو ستا غوښتنه ستا ده او په تا پوري اړه لري ـ داسي لکه ستا نوم چي په تا پوري اړه لري. ته به دوې درې ورځي وروسته د ځینو شیانو په اړه د دې حالت سره آشنا سې او د ځینو نورو شیانو په اړه به شاید ډیر وخت در څخه وغواړي. وروسته دي نو خپل عادي ژوند کوه او هرڅومره مینه چي صادرولای سې صادره یې کړه او هرڅومره ښه احساسات چي درلودلای سې پیدا یې کړه، ځکه هرڅومره ډیره مینه چي ته صادره کړې هغومره ژر به هغه څه چي دي غوښتي وو حاصل کړې. تر دې ټولو وروسته نو اوس ستا دنیا نوې سوې ده، ځکه چي تا یې تصور کړی و او دا نوې دنیا دي مه غلطوه. هر چا ته دي د خپل زخم او ناروغۍ خبري مه کوه چي نه جوړیږي، ځکه چي که ته هر چاته دا خبري کوې نو ته بیا بد او خراب احساسات څرګندوې او بیرته دي زړې دنیا ته ځې او دا احساسات دي بیرته تاته راستنیږي او برعکس هرڅومره ښه تصور او ښه احساسات چي دي څرګند کړي وي هغه هم بیرته مخ درته را اړوي.

که څوک پر تا پوښتنه وکړي او درته ووایي چي زخم دي څنګه دی نو ته ورته ویلای سې چي « ښه دی.» حتی دا هم ورته ویلای سې چي« پوره ښه دی او هیڅ تکلیف نه لرم.» ته دا هم ورته ویلای سې چي« دې زخم مي ماته په ژوند کي ډیر څه راوښودل. هغه زه دې ته متوجه کړم چي اوس د خپلي روغتیا غم وخورم او د خپل ځان سره مینه ولرم، دا ماته ښه موقع ده.»

هغه څه چي ته نه غواړې نو د هغه په باب دي احساس هم ښه نه وي، ځکه چي دا د خلکو عادت دی چي هغه څه چي نه یې غواړي بېله دې چي په پوه سي د هغو په اړه بد احساسات ورته پیدا وي. کله چي ته په

دې پوه سې چي څه ډول احساس درته پیدا دی او ته دي ددې احساس په باره کي ډیر فکر کوې او اندېښمن یې نو ته په دې وخت کي هغه ځای ته رسیدلی یې چي د ښه احساس ډیره کوچنۍ برخه دي لاهم درته د حوصلې او زغملو وړ نه ده. ته په دې وخت کي باید هر ډول اندېښنه د زړه څخه وباسې، او که دي دا کار وکړ نو ته بیرته د ښه احساس خاوند کیدلای سې. تا ته لازمه ده چي ښه احساس ولرې او ډیر وختونه خوشحاله واوسې، ځکه چي ته غواړې دیر ښه ژوند ولرې او د داسي ژوند دپاره پرته له دې څخه بله لار نه سته.

بد احساسات څنګه ورکولای سو:

ته د خپلو احساستو په بدلولو سره کولای سې هر شی په خپل ژوند کي بدل کړې.

کله چي ته د یوشي په اړه خپل احساسات بدل کړې، نو هغه شی باید بدل سي! مګر په دې لار کي چي ته خپل احساسات بدلوې کوشش مه کوه چي د بدو احساساتو څخه ځان وژغورې، ځکه چي ټول بد احساسات هغه دي چي مینه په کي نه وي، نو د دې پرځای ته باید چي په دغو بدو احساساتو کي مینه را پیدا کړې. ته کوشش مه کوه چي د غم، قهر او غوصې څخه ځان وژغورې. غم، قهر او غوصه هغه وخت ورکیږي چي ته مینه په کي پیدا کړې. کله چي ته مینه په ځان کي را پیدا کړې ټول بد احساسات ورکیږي.

په ژوند کي یوازي یوه قوه سته او هغه قوه مینه ده. ته به یا ښه یې ځکه چي ښه احساس کوې او دا احساس دي د میني څه ډک دی، یا به بد یې ځکه چي بد احساس به لرې چي هیڅ مینه په کي نه سته. خو دا هم په پام کي ولره چي ستا ټول احساسات د میني بېلي بېلي درجې دي. که ته د میني په اړه داسي فکر وکړې« چي مینه اوبه دي په ګیلاس کي او ګیلاس ستا ځان دی » کله چي په دې ګیلاس کي لږ اوبه پاته وي او ته غواړې دا ګیلاس په اوبو ډک کړې، نو ته نه سې کولای چي د ګیلاس د تشوالي چاره د قهر او زور په ښودلو سره وکړې، بلکي کولای سې په ډیري آسانۍ ګیلاس ته نوري اوبه واچوې او د تشوالي چاره یې وکړې.

کله چي ته بد احساست ولرې نو ته د میني څخه تش یې او کله چي ته مینه ځان ته واچوې او د اوبو د ګیلاس په شان چي د اوبو څخه دي ډک کړ، ځان په مینه ډک کړې نو د بدو احساستو چاره دي کیږي.

د بدو احساستو سره مقاومت مه کوه:هر شی په ژوند کي خپل ځای لري چي په دې کي بد احساسات هم شامل دي. که بد احساسات نه وي نو ته هیڅکله ښه احساسات نه سې معلومولای او نه یې احساس کولای سې او ته به تل یوازي یو ډول احساس ولرې، ځګه چي ته به د بل حالت سره مقایسه نه سې کولای. ته به په دې نه پوهیږې چي خوشحالي، شوق او ذوق، هڅیدل په حقیقت کي څه معنا لري. که ته د غم او خوابدۍ سره مخامخ نه سې نو ته دخوشحالۍ احساس نه سې کولای. ته هیڅکله نه سې کولای چي بد احساسات د خپل ژوند څخه بیخي ایسته کړې، ځکه چي هغه ستا د ژوند یوه برخه ده او له هغو پرته به ته ښه احساسات ونه لرې.

که ته د بدو احساساتو له کبله د بد احساس خاوند یې نو ته دي دغه بد احساس ته نوره قوه هم ورکوې او په دې حالت کي به دي نه یوازي ستا بد احساس نور هم پسې قوي سي بلکي هغه منفي اړخ یا « منفیت» به دي چي صادروې یې هم زیات سي. اوس نو ته په دې پوهیږې چي بد احساسات تاته داسي ژوند نه درپه برخه کوي چي ته یې غواړې ـ داسي ژوند چي تا دې ته متوجه کړي چي بدو احساساتو ته باید اجازه ورنه کړه سي چي غلبه وکړي. ته د خپلو احساساتو واک اختیار لرې او ځکه نو که ته د بدو احساساتو سره لاس په ګریوان یې د هغو د له منځه وړلو او ورکولو یوه لار داده چي زړه ته روښنایي ورکړې.

ژوند د یوې لوبي غوندي وبوله! کله چي ته په لوبه اخته یې نو ډیر ښه او ستر احساس لرې او ستر شیان حاصلوې. کله چي ته ژوند ډیر جدي وبولې نو ته د جدي شیانو سره مخامخ کیږې. که ژوند لوبه وبولې نو هغه شیان به در ورسیږي چي تا غوښتي وي. ته به پر خپل ژوند باندي د بریالي کیدو قوه ولرې او ته دغه قوه داسي استعمالولای سې چي خپل ژوند په هر ډول چي غواړې یې په هغې سره عیار کړې، ځکه نو هر هغه څه چي ته یې په ژوند کي نه غواړې هغه په خپل تصور کي

یوه لوبه وبوله او هغه که هرڅومره مهم او قوي هم وي بې اهمیته او کمزوری یې وګڼه. ته دي خپل بد احساس ته دومره زیات قوت او اهمیت مه ورکوه چي د هغه په وجه د ځان سره په شخړو او لانجو اخته سې او دا اندیښنه دي مخ په زیاتیدو سي چي دغه بد احساس ولي او څنګه درته پیدا سوی دی.بد احساس داسي دی لکه څوک چي پر وحشي او سرکښه آس سپور وي.

د داسي آس د کنټرولولو لار دا نه ده چي ته هغه په شلاخه ووهې، او که دا کار وکړې نو هغه نور هم پسې وحشي کیږي.

اصلي نظریه داده چي بد احساسات باید سپک او تحقیر نه سي، هغو ته په نفرت او اهانت ونه کتل سي، بلکي د هغو د موجودیت سره سره ښه احساسات غوره او انتخاب سي او دا ښه احساسات سر په سر او تل مدام انتخاب سي. کله چي ته د خپلو بدو احساساتو په مقابل کي دریږې او مقاومت ورسره کوې د هغو شدت نور هم پسې زیاتیږي، لکه څنګه چي د وحشي آس وحشت په وهلو سره زیاتیږي. ته چي هر څومره بد احساسات نه غواړې په هغه اندازه هغه درته زیاتیږي. ته چي په ژوند کي د هر شي سره زیات مقاومت کوې په هغه اندازه هغه تاته مخه کوي. ځکه نو د بدو احساساتو په اړه که درته پیدا کیږي ډیره پروا مه کوه او مقاومت هم مه ورسره کوه او په دې ډول به ته د هغو قوت او وحشت ورک کړې.

——————–

شپږم بحث

ستا د ژوند اختیار

ستا ژوند ستا خپل ژوند دی او ستا په اختیار کي دی. هر څه چي تا په خپل ژوند کي کړي دي هغه د هغه څه بشپړه نتیجه ده چي تا د خپلو افکارو او احساساتو له لاري صادر کړي دي او ته به یا په پوه سوی یې، یا به نه یې په پوه سوی. ستا ژوند تصادف نه دی. ستا ژوند ستا په خپل لاس کي دی او هر څه چي ته یې فکر او احساس کوې هغه ستا د ژوند پریکړي او فیصلې دي.

په ژوند کي هر څه تاته وړاندي کیږي او ته اختیار لرې چي کوم شیان یې انتخابوې او د کومو شیانو سره مینه لرې! په دې کي ښه شیان او بد شیان دواړه دي. که ته په ژوند کي خوشحاله او نېکمرغه نه یې نو تا به خامخا بد شیان انتخاب او غوره کړي وي. او ځکه یې نو ستا د ژوند لاره کږه کړې او پر بله خوایې بېولی یې چي هغه ستا د ژوند هدف نه دی. خو څرنګه چي ستا د ژوند هدف خوشحالي او نېکمرغي ده او ستا د ژوند هدف د هغو شیانو غوره کول دي چي ته مینه ورسره لرې، ځکه نو ته هغه انتخابوې او د هغو شیانو څخه ځان ګوښه کوې چي مینه نه ورسره لرې او هغه نه درته انتخابوې.

هغه څه انتخاب کړه چي مینه ورسره لرې:

که ته د یو ښه کور سره مینه لرې او هغه ځانته غواړې، یا غواړې یو ښه موټر ولرې، یا دا هیله لرې چي د ښار په سړکونو کي یو ښه ګړندی موټر سایکل وچلوې، نو څرنګه چي په دې کي هر یو ستا د زړه ارمان دی هغه مخکي لا تاته وړاندی سوی دی او د هغه د ترلاسه کولو یوازنۍ لار دا ده چي ته د هغه سره مینه څرګنده کړې. مګر که ته د میني پر ځای د حسد لار غوره کړې، مثلا ووایې چي هغه څوک ښه کور لري او زه یې نه لرم، یا ووایې هغه څوک ښه موټر لري او زه یې نه لرم، یا ووایې چي هغه ځوان ته ګوره چي ښه ګړندی موټر سایکل په ښار کي ځغلوي او زه چي تر هغه ښه ځوان یم د داسي موټر سایکل د رانیولو توان نه لرم. داسي احساسات تا د خپل ژوند د هغه ارمان څخه چي شاید ډیر وخت به دي په زړه کي ساتلی وي بې برخي کوي. ژوند تاته هم هغه او ډیر نور شیان وړاندي کوي په دې شرط چي ته یې غوره او انتخاب کړې او دا انتخاب دي د هغو سره د میني لرلو په اساس وي. که ته دا فکر وکړې چي یو بل څوک هغه څه لري چي ته یې هم غواړې چي ویې لرې او له دې کبله دي په زړه کي قهر او خپګان را پیدا کیږي او په اصطلاح د حسد په اور کي سوځې، نو دا اور نور هم پسې زیاتیږي او لمبې یې جګیږي چي په نتیجه کي ته په خپله په دې اور کي سوځې. خو که داسي احساس وکړې چي څه پروا لري که زه هغه اوس نه لرم، یو وخت به یې لا پیدا کړم. هغه مي خوښ دی او مینه ورسره لرم. دا احساس دي هغه څه چي ته یې غواړې تاته راوړي ځکه چي تا مینه ورسره ښوولې ده نه حسد.کله چي ته دوه تنه ( مېړه او ماینه یا دوه مینان ) وینې چي یو د بل سره په اصطلاح لېونۍ مینه لري او ته چي په ژوند کي یوازي او مجرد ګرځې او غواړې د ژوند شریک پیدا کړې، ژوند تا ته هم داسي مینه ناک څوک ټاکلی دی، ځکه چي ته هم د داسي جوړې وړ یې. خو که ته د دغي خوشحالي جوړې په لیدلو سره خوابدی او مایوس سې نو تا په دې وخت کي منفي احساس وښود یا دي « منفیت » څرګند کړ او د دې احساس نتیجه دي دا سوه لکه چي ووایې« زه غواړم چي یوازي او مجرد اوسم » که نه نو ته هر هغه څه چي غواړې او بل څوک یې لري که د هغه په اړه مینه صادره کړې هغه تا ته هم رسیدونکی دی.

که ته ډیر چاغ یې او د بدن وزن دي نور هم پسې زیاتیږي نو ته د کوم بل چا په لیدو سره چي ستا همزولی او د بدن وزن یې متوسط او معیاري وي څه ډول احساس کوې؟ ژوند تا ته هم داسي بشپړ بدن او کړه وړه وړاندي کړي دي چي ویې لرې او ځکه نو که ته په دې اړه چي دا اوس هغه نه لرې بد احساس وکړې نو تا په حقیقت کي ویلي دي چي « زه داسي بدن او بشپړ کړه وړه نه غواړم او غواړم همداسي چاغ اوسم او لا نور هم پسې چاغ سم. »

که ته ناروغ یې او شاوخوا ته دي د ښه او بشپړ صحت خاوند خلک وینې نو ته په دې وخت کي څه ډول احساس کوې؟ ژوند ستا په شاوخوا کي د ښه صحت خاوند خلک د دې دپاره اچولي دي چي ته هم د هغو په شان

ښه صحت ولرې. نو که ته د ښه صحت لرلو په اړه مینه صادره کړې او په دې په قهر او غمجن نه سې چي ولي ښه صحت نه لرې په حقیقت کي ته د ښه صحت خاوند کیدلای سې.

کله چي ته د هر ښه شي په باره کي چي بل څوک یې لري سم او ښه احساس ولرې نو ته هغه ځانته درجذبوې. کله چي ته د یو بل چا د کامیابۍ، خوشحالۍ یا هر ښه شي په باره کي چي لري یې ښه احساس ولرې نو ته هغه شیان د خپل ژوند د ښو شیانو په لیست کي شاملوې او هغه ترلاسه کوې.

که ته د یو چا سره مخامخ سې چي داسي لیاقتونه او خصوصیتونه لري چي ته هم غواړې ویې لرې، نو د دغو لیاقتونو او خصوصیتونو سره یې مینه او علاقه وښیه او په ښه احساس ورته وګوره او په تا کي به هم داسي لیاقتونه او خصوصیتونه پیدا سي.

که ته غواړې ماشوم ولرې او د هغه د پیدا کیدو دپاره دي ډیر وخت انتظار ایستلی دی، نو هر وخت چي ته یو څوک د خپلو ماشومانو یا ماشوم سره وینې هغو ته دي مینه څرګنده کړه او ښه احساس درته پیدا کړه. خو که د هغو په لیدو سره تاته د غم او خوابدۍ احساس پیدا سي، ځکه چي ته یې نه لرې، په دې احساس سره دي ته ماشوم یا ماشومان د

ځان څخه شړې، بر عکس د میني او خوشحالۍ احساس دي هغوی درته راجذبوي ځکه چي ژوند تا ته هم ماشومان در په برخه کړي دي.

که ستا د دفتر یا مؤسسې همکار تاته ووایي چي ما ترفیع کړې یا مي کوم انعام اخیستی دی، که دي کوم دوست درته ووایي چي ما نوی کور اخیستی دی او ورکډه سوی یم، یا که درته ووایي چي لور یا زوی مي د لوړو تحصیلاتو دپاره سکالر شیپ اخیستی دی نو د داسي خبرو په اوریدو سره ته هم باید دومره خوشحاله سې او ښه احساسات درته پیدا کړې لکه دغه دوست چي دي دی. او داسي فکر وکړې چي دا ټول ته هم لرې، ځکه چي په دې فکر او احساساتو سره دي ته هغو ته « هو » وایې او مینه ورسره څرګندوې او په دې ډول ته هغه ځانته در جذبوې.

په لنډ ډول بیا وایم: کله چي ته د خپلي خوښي موټر وینې، خوشحاله مېړه ماینه یا دوه تنه خوشحال دوستان او مینان وینې، د داسي چا سره مخامخ کېږې چي ښکلی وي او ښه او بشپړ صحت لري، یا هغه څوک وینې چي ښه خویونه او ښه استعدادونه لري، یا داسي ډیر نور ښه شیان وینې چي نور خلک یې لري او ته یې هم د درلودلو غوښتنه کوې. د دې معنی داده چي ته د دغو شیانو عین فریکوینسي لرې! هغو ته وهوسېږه، ځکه چي ستا هوس تا ته دغه شیان رسوي.

ټول یوازي ته یې:

د جذب د قانون له مخي ته د یوه ساده فارمول څخه استفاده کولای سې او هغه تا د هر بل چا سره په ښه دریځ، ښه حالت او ښو شرایطو کي ساتلای سي. تر کومه ځایه چي د جذب د قانون سره اړه لري په نړۍ کي یوازي یو څوک موجود دی او هغه خپله ته یې! د دې قانون په اساس بل هیڅوک او هیڅ شی نه سته او څه چي سته هغه ټول ته یې او دا ځکه چي د جذب قانون یوازي ستا احساسات په پام کي نیسي او هغو ته جواب وایي. او په دې ډول پر هغه څه حساب کیږي چي ته یې صادروې. او له همدې کبله د جذب قانون خپله « ته » یې. هو، دا یوازي ته یې او بل څوک نه سته. د جذب د قانون په نزد بل څوک « ته » یې او نور ټول خلک هم « ته » یې، او دا ځکه چي هر څه چي ته د هر بل چا په باب احساس کوې هغه ته ځان ته درجذبوې.

هر هغه څه چي ته د بل چا په اړه فکر کوې، هر هغه څه چي ته د بل چا په اړه وایې، هر هغه څه چي ته د بل چا په اړه ترسره کوې دا ټول ته د خپل ځان سره کوې. د بل چا په باب ستا خپل قضاوت او په بل چا باندي ستا انتقاد هغه څه دي چي ته یې خپل ځانته در جذبوې. د جذب د قانون د پاره « بل » نه سته او ځکه نو دغه قانون ته دا فرق نه لري چي که بل څوک ډیر ښه شیان لري او ته هم غواړې چي ویې لرې. که ته د هغو سره مینه وښیې یعني د میني احساس ورسره ولرې، ته هغه ټول شیان په خپل ژوند کي شاملوې او هغه څه چي ته یې نه خوښوې او مینه نه ورسره لرې په ډیره ساده توګه بیله دې چي د هغو په اړه بد احساس درته را پیدا کړې، د ځان څخه لیري کړه. ځکه چي بد احساس « منفیت » دی او منفیت باید د څان څخه لیري کړې.

د جذب قانون یوازي « هو » لري:

هغه څه چي ته یې نه غواړې او مینه نه ورسره لرې هغو ته منفي احساس مه څرګندوه او « مه » یا « نه » مه ورته وایه ځکه چي د

« مه » یا « نه » په ویلو سره هغه تاته راځي. کله چي ته هغو شیانو ته چي مینه نه ور سره لرې « مه » یا « نه » ووایې، ته په دې وخت کي د هغو په اړه بد احساس لرې او دغه بد احساس دي صادروې او ته به دي دا احساس د منفي حالاتو او شرایطو په توګه بیرته ځان ته را جذب کړې.

ته هر شي ته « مه » یا « نه » نه سې ویلای، ځکه چي که ته ووایې

« نه، زه هغه نه غواړم » نو ته په دې وخت کي د جذب قانون ته

« هو » وایې. که ته ووایې چي « په لار کي ډیره ګڼه ګوڼه ده »،

« کارګران تل خپلو کارونو ته ناوخته راځي»، « په دې دفتر کي چي زه کار کوم دیر لوړ آوازونه دي »، « څوک مي په کور کي خبره نه مني »

دغو او داسي ډیرو نورو شیانو ته په حقیقت کي ته « هو » وایې او خپل ژوند ته یې را جذبوې.هر هغه شي ته چي ته یې نه خوښوې او مینه نه ورسره لرې بد احساسات مه څرګندوه، ځکه چي هغه ټول په خپل حال کي ښه دي خو یوازي ستا په ژوند کي ځای نه لري.

هغه څه ته چي ته یې ووینې او مینه ورسره لرې « هو » ووایه. هغه څه ته چي ته یې واورې او مینه ورسره لرې « هو » ووایه. هغه څه ته چي ته یې خوند وګورې او مینه ورسره لرې « هو » ووایه. هغه څه ته چي ته یې بوی کړې او مینه ورسره لرې « هو » ووایه. هغه څه ته چي ته یې لمس کړې او مینه ورسره لرې « هو » ووایه، پروا نه لري چي ته هغه په خپل اختیار کي لرې که نه، هغه ته « هو » ووایه ځکه چي په دې ډول ته هغه ته مینه څرګندوې او ځان ته یې انتخابوې.

محدودیتونه نه سته. که ته هر څه وغواړې او په ریشتیا یې وغواړې د هغه امکان سته. په کایناتو کي د هیڅ شي کموالی نه سته، او که چا ته د یوشي کموالی معلومیږي نو هغه یې د میني کموالی دی… نه د ښه صحت او روغتیا کموالی سته، نه د پیسو او منابعو کموالی سته او نه د خوشحالۍ کموالی سته. هر څه د غوښتني سره سم دي. فقط مینه غواړي. مینه صادره کړه او هغه څه چي غواړې یې در رسیږي.

ستا ژوند ـ ستا داستان:

ته د خپل ژوند داستان په خپله جوړوې او ځکه نو ته اختیار لرې چي څنګه داستان موږ ته بیانوې! ته په دې باور لرې چي داسي شیان سته چي ته یې کولای سې او داسي شیان هم سته چي ته یې نه سې کولای. آیا ستا دا باور صحیح دی؟ او آیا دا ستا د ژوند اصلي داستان دی چي ته یې موږ ته بیانوې؟ مګر دا ستا د ژوند اصلي او ریشتیا داستان نه دی.

ته د هغه چا خبره مه اوره چي که درته ووایي چي ته تر بل چا کمزوری یې. ته یې دا خبره هم مه اوره چي که درته ووایي چي ستا قواوي او استعدادونه محدود دي. ته د هغه چا خبري ته هم غوږ مه نیسه چي درته ووایي ته هغه څه چي مینه او علاقه ورسره لرې نه سې اجرا کولای او خپل ژوند دي نه سې سمبالولای. د چا دا خبره هم مه منه چي درته ووایي ته د پخوانیو او تیرو سوو سترو اشخاصو په شان قدرمن او ارزښتمن نه یې. د هغه چا خبره هم ونه منې چي درته ووایي ته دا اوس په پوره اندازه « ښه سړی » یا « ښه ښځه » نه یې، او ته باید په خپل ژوند کي ډیر زیار وباسې چي خپل ښه والی ثابت کړې. دا خبره هم مه منه چي که یو څوک درته ووایي چي ته هغه څه نه لرې چي مینه ورسره لرې یا

هغه څه نه سې کولای چي مینه ورسره لرې او یا هغه ژوند نه لرې چي مینه ورسره لرې.

که ته په داسي خبرو باندي باور وکړې او هغه ومنې نو ته خپله په خپل ځان باندي محدودیتونه لګوې، او تر ټولو مهمه لا دا چي هغه حقیقت او ریشتیا نه دي. هیڅ داسي شی نه سته چي ته دي مینه ورسره ولرې او هغه دي ستا د پاره ښه نه وي.د میني قوه وایي چي « هغه څه چي ته غواړې تر سره یې کړې، یا یې ولرې مینه صادره کړه، نو هغه به تاته راسي. » یا په بل عبارت « هر څه چي موږ صادروو هغه بیرته حاصلوو.» آیا هغه تاته وایي چي ته په کافي اندازه ښه نه یې؟ ته د هغه څه ارزښت لرې لکه څنګه چي یې او د هر هغه څه مستحق یې لکه څنګه چي یې. ته همدا اوس په کافي اندازه ښه یې. که ته دا احساس کوې چي داسي کار دي کړی دی چي هغه ښه نه و نو په دې پوه سه چي ستا دغه اعتراف د جذب د قانون بشپړتیا ده.

زه غواړم چي ته د هغو صحنو چی په سترګو لیدل کیږي شاته هم ولاړسې. ځکه چي ډیر هغه شیان چي ته یې وینې دومره حقیقي نه دي لکه څنګه چي ته یې فکر کوې. که ته هغو صحنو ته هم چي په سترګو نه لیدل کیږي یو څو د خاطرو ډک ګامونه واخلې نو دا به د نړۍ په اړه ستا

فکر بدل کړي او د نامحدود ژوند په اړه به دي ذهن آزاد سي. داسي ډیر شیان چي ته دا اوس د حقیقي نړۍ په باره کي په هغو باندي باور لرې ریشتیا نه دي. ته تر هغو شیانو ډیر زیات یې چي پیژندلای یې سې. ژوند او کاینات تر هغه چي ته یې پیژندلای او ځان په پوهولای سې ډیر زیات دي. ته به شاید فکر کوې چي په نړۍ کي چي کوم شیان سته هغه محدود دي. ته به شاید فکر کوې چي د ښه او نېکمرغه ژوند دپاره منابع هم محدودي دي. مګر دا فکر دي غلط دی. په نړۍ کي د هیڅ شي کمښت نه سته. کوانټم فزیک موږ ته وایي چي بې شمېره او نا محدودي سیارې او بې شمېره شمسي نظامونه موجود دي او موږ د یوې ثانیې په یوه ډیر کوچني جز کي د یوې سیارې یا یوه شمسي نظام نه بل ته حرکت کوو. او دا هغه حقیقي نړۍ ده چي ساینس معلومه کړې ده.

ته به شاید فکر کوې چي وخت هم محدود دی او ځکه نو ته په خپل ژوند کي چټکي کوې او غواړې کارونه دي ژر ژر تر سره کړې او د وخت سره مبارزه وکړې. مګر ستر ساینس پوه البرټ آینشتاین (۱۸۷۹ـ۱۹۵۵) ویلي دي چي وخت تش خیال او تصور دی. دا د هغه خبره ده:« د ماضي، حال او آینده تر منځ فرق کول یو تش خیال او تصور دی.»

ته به شاید فکر کوې چي حقیقي نړۍ د ژوندیو او مړه سوو شیانو څخه جوړه ده، یا په نړۍ کي یوازي ژوندي او مړه شیان موجود دي. مګر په کایناتو کي هر شی ژوندی دی او هیڅ شی مړ نه دی. ستوري، لمر،

سیارې، مځکه، هوا، اوبه، اور او هر شی چي ته یې په سترګو وینې ژوندی دی. دا حقیقي نړۍ ده چي ساینس معلومه کړې ده.

ته به شاید فکر کوې چي حقیقي نړۍ هغه شیان دي چي زه یې وینم او هر څه چي زه یې نه وینم حقیقي نه دي. خو کله دي په دې کي هم فکر کړی دی چي هغه شي ته چي ته ګورې د هغه رنګ په حقیقت کي د هغه اصلي رنګ نه دی. هر شي ټول رنګونه جذب کړي دي او هغه رنګ یې اخیستی دی چي خپل یې نه دی او ته هغه وینې. آسمان ته که وګورو شین معلومیږي، مګر هغه په حقیقت کي ټول رنګونه دي او موږ یې یوازي شین وینو.

داسي ډیر آوازونه دي چي موږ یې نه سو اوریدلای ځکه چي د هغو فریکونسۍ تر هغه چي زموږ غوږونه یې اوریدلای سي اوښتي دي او دا آوازونه حقیقي او موجود دي.موږ ما ورا بنفش رڼا نه سو لیدلای ځکه چي د هغې فریکوینسي تر هغه چی زموږ سترګي کار کولای سي هاخوا ده.

ته به شاید فکر کوې چي حقیقي نړۍ د ټولو هغو جامداتو څخه جوړه ده چي ته یې لیدلای او لمس کولای سې. مګر په حقیقت کي هیڅ شی جامد

نه دی! په کومي چوکۍ کي چي ته دا اوس ناست یې هغه د متحرکي انرژۍ قوه او زیاتره یې فضا ده. نو په دې حال کي ستا دغه چوکۍ تر کومي اندازې حقیقي چوکۍ ده؟

ته به شاید فکر کوې چي ستا تصورات فقط خوب او خیال دی او په حقیقي نړۍ کي څه خاص نقش او تاثیر نه لري. خو که ته په هغو باندي ډاد او باور ولرې هغه ستا په ژوند باندي تاثیر لري، ځکه چي د ریشتیا کیدو امکانات یې موجود دي. کله چي یو ساینس پوه کومه علمي تجربه کوي نو هغه غواړي خپل تصورات عملي کړي او هغه په ثبوت ورسوي ځکه چي هغه څه چي دغه ساینس پوه یې تصور کړی دی او په هغه باندي باوری او ډاده دی، هغه د ده د علمي آزموینو محصول دی چي ترلاسه کوي یې او همدا دانسان د تصوراتو او باور درلودلو قوه ده چي پر ژوند یې تاثیر لري.ستا باور او عقاید که حقیقي وي که نه ستا ژوند جوړوي. هغه څه چي ته یې تصور او احساس کوې چي حقیقي دي هغه ستا ژوند جوړوي ځکه چي دا هغه څه دي چي ته یې د جذب قانون ته سپارې او هغه بیرته تاته را ستنیږي. ستا تصورات تر هغي حقیقي نړۍ چي ته یې په سترګو وینې ډیر حقیقي دي، ځکه چي دا نړۍ چي ته یې وینې ستا د تصور او باور درلودلو څخه را پیدا شوې ده! هغه څه چي ته باور لرې او احساس کوې

چي حقیقي دي هغه ستا ژوند دی. که ته په دې باور ولرې چي ته د هغه څه په ترلاسه کولو کي چي خوبونه یې وینې او تصور یې کوې نه سې

کامیابه کیدلای نو د جذب قانون ستا دغه فکر او باور تعقیبوي او همدا به ستا حقیقي نړۍ وي.

د امریکا شپاړسم جمهورریس ابراهیم لینکن ( ۱۸۰۹ـ ۱۸۶۵ ‎) ویلي و چي « که ته په هغه څه چي وینې یې او لمس کوې یې باور ولرې نو دا باور نه دی، خو که په هغه څه چي لیدلای یې نه سې باور ولرې نو دا دي بریالیتوب او نېکمرغي ده.»او اوس د دې وخت دی چي حقیقي داستان را واخلو:

حقیقي داستان:

حقیقي داستان دادی چي ته یو نا محدود موجود یې. حقیقي داستان دادی چي نړۍ او کاینات نا محدود دي. په کایناتو کي داسي ډیري نړۍ او جهانونه دي چي ته یې نه سې لیدلای، مګر هغه ټول موجود دي. ځکه نو ته باید یو بل داستان موږ ته بیان کړې! ته باید د خپل حیرانونکي او عجب ژوند داستان موږ ته ووایې، ځکه چي هر ډول داستان چي ته یې موږ ته اوروې هغه که ښه وي که بد، د جذب د قانون په اساس هغه بیرته ځانته درجذبوې او همدا ستا د ژوند داستان دی.

د هغه څه تصور او احساس وکړه چي ته یې غواړې او دا به د هغه څه تصویرونه وي چي تا په ژوند کي غوښتي دي. هرڅومره چي کولای سې هغومره زیاته مینه صادره کړه او هر څومره چي کولای سې هغومره ښه

احساس ولره، نو په دې حال کي به د میني قوه تا د هغو خلکو، شیانو او شرایطو سره مخامخ کړي چي ته مینه ورسره لرې. ته به داسي څوک یې چي هرڅه چي غواړې هغه به در رسیږي. ته هغه څه کولای سې چي غواړې یې. ته هغه څه درلودلای سې چي غواړې یې.

ته د څه شي سره مینه لرې؟ ته څه شی غواړې؟

ټول هغه شیان چي ته یې نه خوښوې او مینه نه ورسره لرې د خپل ژوند په داسان کي مه ځایوه او فقط هغه شیان په کي ځای کړه چي مینه ورسره لرې. که ته د خپل تیر وخت منفي شیان در پیادوې نو ته په حقیقت کي هغه د خپل اوسني وخت د ژوند په تصویرونو کي شاملوې.

ټول هغه کارونه چي ته یې اوس نه خوښوې او د ژوند په تیرو وختونو کي دي کړي وو هیر کړه. ټولو هغو شیانو ته چي په تنکیتوب او ځلمیتوب کي دي کړي وو او اوس ښه نه درته ښکاري په مخه ښه ووایه او هغه شیان چي ښه درته ښکاري در سره وساته. فقط هغه شیان چي ته په خپل ژوند کي خوښوې او مینه ورسره لرې ټینګ درسره وساته. ستا د تیر وخت ټول منفي شیان اوس تیر سوي او پر خپله لار تللي دي او ته اوس عین هغه څوک نه یې لکه هغه وخت چي وې، ځکه نو که تا هغه شیان چي در پیادوې یې په عذابوي او فکر دي در خرابوي نو ولي یې باید در پیاد کړې. هغه ټول د خپل ژوند د داستان څخه وباسه او لیري یې وغورځوه.که ته هغه شیان در پیادوې چي یو وخت ظلم او زور زیاتی درسره سوی و نو هغه تصویرونه به دي تل په ژوند کي یو په بل پسې درته را ښکاره کیږي. که ته خپلي سادګۍ او بې عقلۍ ته ګورې او فکر کوې چي د ژوند کارونه دي د نورو په پرتله په هوښیارۍ او کامیابۍ نه دي ترسره کړي، یا فکر کوې چي د نورو په شان جذاب او د استعداد خاوند نه یې نو دا ټول شیان او خصوصیتونه ته په خپله ځانته در جذبوې او دا ټول به ستا د ژوند تصویرونه وي. که ته خپل ژوند په مینه ډک کړې نو دا به درته معلومه سي چي ملامتي، پښیماني، عذاب، کرکه، بد نیتي او داسي ډیر نور منفي احساسات ستا څخه تښتي، او بیا به نو ته د خپل ژوند ستر داستان خلکو ته اوروې او د میني قوه به دي ژوند ستا په ښکلو او روښانو تصویرونو سره ښکلی او روښانه کړي.« مینه په دې نړۍ کي تر ټولو ستره قوه ده او هر څه فتح کولای سي. »

——————

اووم بحث

د ستري قوې کلۍ

د ستري قوې کلۍ ( کلیاني) د میني د پیدا کولو او د هغه ژوند چي ته یې باید ولرې لاري چاري دي. هغه دومره ساده او آسانه دي چي یو ماشوم یې هم پیدا کولای سي. هره کلي ستا د هغي ستري قوې کلي ده چي تا په خپل بدن کي پټه ساتلې ده او دا کلۍ ( کلیاني ) په دې ډول دي:

د میني کلي:

که ته په ژوند کي د ستري قوې په توګه د میني څخه کار اخلې نو ته باید دهغې څخه داسي کار واخلې لکه چي پخوا دي هیڅکله داسي مینه نه وه درلودلې. او که دي درلودلې وه، په هره اندازه چي وه نو د هغې احساس دوه چنده کړه. بیا دي دغه احساس لس چنده، سل چنده، زر چنده او په ملیونو چندو ته ورسوه، ځکه چي ته کولای سې په نا محدوده اندازه د میني احساس ولرې، او دغه لا یتناهي احساس ټول ستا په خپل ځان کي دننه دی. ته د میني څخه جوړ سوی یې. دا ستا د ژوند، خلقت او د کایناتو اصلي جوهر دی او ته تر هغه چي پخوا دي مینه درلودلې ده ډیره زیاته او بې حده مینه درلودلای سې.

که ته  د ژوند سره مینه ولرې نو ټول حد او حدود ورکیږي. ته دپیسو، شتمني، روغتیا او خوشحالي حد او حدود ورکوې. که ته د ژوند سره مینه ولرې نو ته مقاومتونه ورکوې او هر هغه څه چي ته مینه ورسره لرې

۲

سمدستي درته راځي. ستا ژوند به د ډیرو مساعدتونو او نېکمرغیو ډک وي او ستا ډیر کوچنی تماس به ستا منفي احساسات له منځه یوسي. ته به تر هغه چي د ښه احساس کولو امکانات دي سنجولي وو لا ښه احساسات ولرې. ته به بې حده انرژي ولرې او ژوند ته به هوسیږې. هر هغه څه چي ته مینه ورسره لرې هغه به په اصطلاح ستا په پښو کي درلویږي.

د ژوند سره مینه درلودل هغه ستره قوه چي ته یې په خپل ځان کي دننه لرې را ژوندۍ کوي او په هغې سره ته د حد او حدود نه وځې!

اوس نو راځو دې ته چي ته څنګه مینه درلودلای سې؟

ته په عین ډول لکه د بل چا سره چي مینه پیدا کوې د خپل ژوند سره هم مینه پیدا کولای سې. که ته د بل چا سره مینه ولرې نو په هغه کي یوازي مینه ګورې، یوازي مینه اورې او خبري دي هم ټولي یوازي مینه وي او ټول احساسات دي د میني ډک وي. او که ته د ژوند سره د میني درلودلو دپاره خپله ستره قوه په کار واچوې نو دا هم هغسي مینه ده.

ته چي هرڅه کوې او په خپل ورځني ژوند کي چي هر چیري یې، هغو شیانو ته ګوره چي مینه ورسره لرې. هغو صنعتي او تخنیکي شیانو ته ګوره چي خوښ دي دي. هغو ماڼیو او کورونو ته ګوره چي خوښ دي دي او مینه ورسره لرې. پاکو سړکونو او ښکلو موټرونو ته ګوره چي مینه ورسره لرې. رستورانونو، هوټلونو، مغازو ته ګوره چي خوښ دي دي او مینه ورسره لرې. بازارته ولاړسه او د خپلي خوښي مغازې ته ورننوځه او د داسي شیانو د رانیولو نیت وکړه چي مینه ورسره لرې، په هغو شیانو پسې وګرځه چي د بل چا د پاره یې انتخابوې او مینه ورسره

۳

لرې. هر هغه شي ته وګوره چي ته په طبیعت کي مینه ورسره لرې. ښکلو مرغیو، ونو، ګلانو او د طبیعت ښایسته رنګونو ته وګوره. هر هغه څه چي ته مینه ورسره لرې واوره، ویې ګوره او خبري یې وکړه.

دهغه څه په باره کي فکر وکړه چي ته مینه ورسره لرې. د هغه څه په باره کي وږغیږه چي ته مینه ورسره لرې. هغه څه عملي او تطبیق کړه چي ته یې د کولو سره مینه لرې.ځکه چي که ته دغه ټول شیان عملي او تطبیقوې نو ته د میني احساس کوې.

د هغو شیانو په اړه خبري وکړه چي ته یې د خپل کور او خپلو ماشومانو سره دمیني احساس لرې. د خپلو دوستانو او خپل خپلوانو په باره کي خبري وکړه چي ته مینه ورسره لرې. ووایه چي ته د دوی په اړه څه شي خوښوې او مینه ورسره لرې. د هغو شیانو په اړه خبري وکړه چي ته یې لمسوې، خوند یې ګورې او بویوې یې او مینه ورسره لرې.

د جذب قانون ته دا وښیه چي ته د هغو شیانو په معلومولو سره چي مینه ورسره لرې او احساسوې یې هره ورځ څه ډول شیان انتخابوې. فقط په دې باره کي فکر وکړه چي ته دهغو شیانو سره چي مینه لرې په یوه ورځ کي هغو ته څومره مینه ورکولای سې. کله چي ته په کوڅه او بازار کي ګرځې نو هغو شیانو ته وګوره چي ته یې په نورو خلکو کي وینې او مینه ورسره لرې. کله چي ته په دوکانونو او مغازو کي ګرځې نو د هغه څه په باره کې فکر وکړه چي ستا مینه ورسره ده. ووایه چي « زه د دغو عطرو سره مینه لرم»، « زه د دغو ګلانو سره مینه لرم»، « زه د هغه شخص د سترګو سره مینه لرم »، « زه د هغه شخص د ویښتانو سره

۴

مینه لرم »، « زه د هغه شخص د مسکا سره مینه لرم »، « زه د دې هوا د بوی سره مینه لرم »، « زه د دې مغازې سره مینه لرم »،

« زه د هغه مېز، ډېوې، چوکۍ، غالۍ، کورتۍ، خولۍ، کوټ، کمیس او زېور سره مینه لرم »، « زه د پسرلي د بوی سره مینه لرم »، « زه د مني د موسم د ونو سره مینه لرم »، « زه د هغه رنګ سره مینه لرم »،

« زه د دې بازار سره مینه لرم »، « زه د دې ښار سره مینه لرم. »

هغو شیانو ته وګوره چي ته یې په بېلو بېلو حالاتو، حوادثو او شرایطو کي خوښوې او د هغو احساس کوې.

ووایه چي « کوم خلک چي ماته تلیفونونه کوي زه د هغو دخبرو سره مینه لرم »، « زه ستا د موسکۍ خولې سره مینه لرم »، « زه د هغو خبرو سره چي اورم یې مینه لرم »، « زه د دې سندري سره مینه لرم »،

« زه د هغو خلکو سره چي تل خوشحال او خندان دي مینه لرم »، « زه د موټر چلولو سره مینه لرم »،« زه دبایسکل چلولو سره مینه لرم »،     « زه په بس موټر یا په اورګاډي کي د سفر کولو سره مینه لرم »، « زه د اورلوبو او جشنونو سره مینه لرم »، « زه د ژوند سره مینه لرم. »

هغو شیانو ته وګوره چي ته یې په هره موضوع کي خوښوې او مینه ورسره لرې او هغه ستا زړه روښانه کوي او تر هغه حده مینه احساسوې چي کولای سې.

۵

که ته داسي احساس نه لرې او غواړې د خپلو احساساتو طریقه بدله کړې، یا غواړې ښه او مثبت احساسات دي لوړ کړې، نو په دې صورت کي ځان ته څو دقیقې وخت ورکړه او د هر هغه څه چي ته مینه ورسره لرې یو ذهني لیست برابر کړه. ته دا کار په داسي حال کي کولای سې چي سهار د کور څخه د راوتلو په وخت کي په چکر وهلو یا موټر چلولو یا په داسي بل کار پیل وکړې. دا ډیر آسانه کار دی، مګر ستا پر ژوند باندي به ډیر زیات او حیرانونکی تاثیر وکړي.

د ټولو هغو شیانو چي ته مینه ورسره لرې یو لیکل سوی لیست جوړ کړه او په دې اړه زه دا په ټینګه درته وایم چي ته دا کار د هري میاشتي په سر کي یو وار کوه او بیا یې په هرو درو میاشتو کي کوه او په دې لیست کي هغه شیان اوځایونه شامل کړه چي ته مینه ورسره لرې. ښارونه، هیوادونه، خلک چي ته مینه ورسره لرې. رنګونه، دخلکو استعدادونه چي ته مینه ورسره لرې. د هغوی سره چي ته ملګرتیا غواړې او مینه ورسره لرې. ورزشي لوبي او د موسیقي پارچې چي ته مینه ورسره لرې. حیوانات چي ته مینه ورسره لرې. ګلان، نباتات، بوټي او وني چي ته مینه ورسره لرې په دې لیست کي ونیسه.  ټول نور شیان چي ته مینه ورسره لرې لکه هرډول کالي، کورونه، د کور سامانونه، کتابونه، مجلې، ورځپاڼي، نور سامانونه او تجهیزات او بېل بېل خوراکونه هم په دې لیست کي شامل کړه. د هغو شیانو په اړه چي ته مینه ورسره لرې فکر وکړه او هغه ټول په لیست کي راوله ـ سندري، نڅاګاني، ورزشي لوبي، نندارتونونه، کانسرټونه، مېلمستیاګاني، د بازار سوداګاني، رخصتۍ ګاني،

۶

فلمونه او ډیر نور شیان دې لیست ته ورواچوه. ستا کار دادی چي هرڅومره مینه چي ممکنه وي هغه باید ته هره ورځ ولرې.

که ته د هر هغه شي سره مینه ولرې چي نن یې امکانات سته، د هغو شیانو احساس وکړې چي مینه ورسره لرې او د هغو شیانو څخه ځان ګوښه کړې چي مینه نه ورسره لرې نو ستا راتلونکي ورځي به د خوښیو ډکي وي او هر هغه څه به په لاس درغلي وي چي تا غوښتي وي او مینه دي ورسره درلودلې وي.

مینه باخبره ده:

ته باید په دې پوه سې چي هر څه چي ستا په شاوخوا او چاپیریال کي دي ته د هغو دمیني احساس لرې. که نه نو هر څه به ستا څخه وتښتي. ته باید په دې پوه سې چي هغه څه چي ته مینه ورسره لرې هغه وینې. ته باید په دې پوه سې چي ته هغه آوازونه اورې چي مینه ورسره لرې. ته باید په دې پوه سې چي هغه ښکلي او خوشبویه ګلان بویولای سې چي ته مینه ورسره لرې. ته باید په دې پوه سې چي هغه خواړه چي خورې یې د هغو خوند په ریشتیا کتلای سې او د بشپړ خوند احساس یې کولای سې. که ته په ښار کي ګرځې او هغو فکرونو ته چي په سر کي دي دي متوجه یې نو دا ټول شیان ستا څخه تښتي او په ډیرو وختو کي ډیر خلک د داسي حالت سره مخامخ وي. هغوی د خپلو هغو فکرونو تر تاثیر لاندي راځي چي په سر کي یې دي او ځکه نو هغوی تر یو ډول قید لاندي وي او د خپل چاپېر یال په اړه او دا چي د هغوی په شاوخوا کي څه پېښېږي خبر نه وي.

۷

کله به داسي پېښه سوې وي چي ته پر لار روان یې او ناببره دي یو دوست ږغ درباندي وکړي او ته د وارخطایي په حال کي لو چیغه وکړې، څکه چي ستا ټول فکر د هغو شیانو په قید کي و چي په سر کي دي وو! برعکس تا به کوم وخت خپل یو دوست لیدلی وي او هغه به دي په خپل نامه دوه واره یاد کړی وي، خو هغه به تاته هیڅ متوجه سوی نه وي او په دریم وار به یې په ډیري واخطایي درته کتلي وي. په دې ډول تا هغه راویښ کړ، څکه چي هغه په دې نه و خبر چي پر لار روان دی او په خپلو فکرونو کي ډوب و. تا به د موټر چلولو په وخت کي کله هم ناڅاپه خپلي شاوخوا ته کتلي وي او دا به درته معلومه سوې وي چي دا خو هغه ځای دی چي ما غوښتل ورسم او ستا دا هیر و چي د لاري زیاته برخه دي وهلې ده. په دې ډول ته د خپلو فکرونو تر تاثیر لاندي په درانه خوب بیده وې او په دې فکرونو کي ورک سوی وې.

ښه خبر دادی چي هر څومره زیاته مینه چي ته درلودلای سې نو هغومره زیات به ته باخبره او پوه سوی یې! مینه تا بشپړ باخبره کوي. هر څومره ډیر چي ته هره ورځ د خپل شعور څخه کار اخلې او کوشش کوې په خپل چاپېریال کي ډیر شیان چي مینه ورسره لرې وګورې او درک یې کړې نو ته به زیات باخبره سوی یې.

د باخبره کیدو یوه لار داده چي ته د خپل دماغ څخه یو لړ پوښتني وکړې او هغه داسي چي ورته ووایې چي: « هغه څه چي زه مینه ورسره لرم

۸

هغه څنګه لیدلای سم؟ »، « د هغو ډیرو شیانو سره چي زه مینه لرم هغه څنګه کتلای سم؟ »، « د دغو شیانو څخه پرته به ځیني نور شیان هم وي چي زه مینه ورسره درلودلای سم؟ »، « هغه به کوم شیان وي چې ما مثبتو او ښو ته هڅوي او زه یې لیدلای سم؟ »، « هغه به کوم شیان وي چي زه یې په بې صبرۍ سره کتلای سم؟ »، « آیا نور شیان هم سته چي زه مینه ورسره لرم او لیدلای یې سم؟ »، « هغه به کوم شیان وي چي زه یې اوریدلای سم او مینه ورسره لرم؟ »

کله چي ته د خپل دماغ څخه پوښتني کوې نو ستا دماغ بله هیڅ لار نه لري او حتما به ستا پوښتنو ته جوابونه وایي او په هغو سره به مصروفه کیږي. هغه سمدستي نور فکرونه بندوي او ستا پوښتنو ته جوابونه وایي.

اصلي خبره داده چي ته باید خپل دماغ په  مسلسل او منظم ډول په داسي پوښتنو سره مصروف وساتې. هرڅومره زیاتي پوښتني چي ته د خپل دماغ څخه کوې، نو په هغه اندازه به ستا دماغ ستا تر کنټرول لاندي وي. ستا دماغ به ستا سره په ګډه کار کوي او د دې بر ځای چي ستا دماغ ستا په خلاف فکر وکړي، هغه به هغه څه کوي چي ته یې ځني غواړې.

که ته دي خپل دماغ کنټرول نه کړې، نو ستا بدن به د داسي اورګاډي په شان وي چي د سپرلیو ډک وي او ډرایور ونه لري او د یوه جګ کوتل د سر څخه د لاندي په خوا روان وي. ته د خپل دماغ ډرایور یې، ځکه نو هغه په خپل کنټرول کي وساته او ورته ووایه چي « ته زما دماغ یې او زه پر تا حاکم یم، نه دا چي ته باید پر ما حکومت وکړې. » که ته دي

۹

خپل دماغ ته ونه وایې چي څه باید وکړي، نو هغه به په خپل سر هرڅه کوي.

ته د خپل دماغ څخه د یوې ډیري قوي او پیاوړي وسیلې په توګه کار اخیستلای سې . ته د دې وسیلې څخه دا کار هم اخیستلای سې چي مینه دروښیي. ته کولای سې خپل دماغ داسي وروزې چي خپله توجه میني ته واړوي او دا کار ډیر وخت هم نه غواړي، او کله چي دي دا کار وکړ نو بیا دي ژوند ته وګوره چي څومره تغییر په کي راغلی دی.

د ممنونیت څرګندولو یا منني کلي:

لیکواله ( رونډا بایرن ) وایي چي « زه په زرګونو خلک پېژنم چي ډیر بد حالتونه یې درلودل مګر ژوند یې د ممنونیت یا منني په څرګندولو سره بدل سوی دی. ماته هغه معجزې هم معلومي سوي دي چي د خلکو په ژوند کي پېښي سوي او د هغوی په روغتیا باندي یې چي هیڅ امید ور پاته نه و مثبت تاثیر کړی دی. د کاره لویدلي پښتورګي یې بیرته فعال سوي دي، د زړه ناروغۍ یې ښې سوي دي، د سترګو لید یې چي ورک سوی و بیرته پیدا کړی دی، خطرناکه تومورونه یې ښه سوي دي، هډوکي یې چي فعالیت یې پرې ایښی و بیرته فعال سوي دي. ماته د خلکو او دوستانو تر منځ هغه وراني ویجاړي اړیکي او روابط هم ښه معلوم دي چي د ممنونیت او منني په ښودلو سره اعلی درجې ته رسیدلي دي. ناکامه ودونه بیرته کامیابه سوي او د مېړه او ماینې تر منځ د زړونو خیري پاکي سوي دي، د کورنیو د غړو او خپلوانو تر منځ خوابدي او

۱۰

خپګان ورک سوی دی، زامن او لوڼي چي د میندو پلرونو سره یې مخالفتونه پیدا سوي وو او له دې کبله یې کورونه پرې ایښي وو او جلا ژوند یې غوره کړی وو هغوی بیرته د خپل مور پلار سره پخلا سوي دي. ما هغه خلک لیدلي دي چي ډیر خواران او مسکینان وو خو د ممنونیت او منني په څرګندولو سره بډای او شتمن سوي دي. هغوی  کارونه اوتجارتي فعالیتونه شروع کړي دي. هغو خلکو چي په خپل ژوند کي یې د پیسو پیدا کولو کوششونه کول ډیري پیسې پیدا کړي دي، ځینو خلکو چي کارونه او کورونه یې نه درلودل او د لارو او سړکونو پر غاړو به یې شپې ورخي تیرولې کارونه او کورونه پیدا کړي دي. زه هغه خلک پېژنم چي تر سختو د ماغي فشارونو لاندي وو خو د ممنونیت او منني په څرګندولو سره اوس د ډیري خوښۍ څخه په جامو کي نه ځایږي، هغو خلکو چي روحي ناروغۍ یې درلودې او په غم او خپګان کي به یې شپې ورځي تېرولې د ممنونیت او منني په ښودلو سره یې دغه روحي ناروغتیاوي بشپړي ښې سوي دي.

د نړۍ سترو قهرمانانو او د بشریت ژغورونکو انسانانو شکر ادا کړی او ممنه یې کړې ده، ځکه چي هغوی ټول په دې پوهیدل چي مننه د میني د څرګندولو ډیره ښه نښه ده. دوی په دې پوهیدل چي که دوی په ژوند کي ممنون او متشکر وي نو د قانون سره سم ژوند کوي.

هره شېبه چي ته مننه کوې او شکر ادا کوې نو ته مینه صادروې او هرڅه چي ته صادروې هغه بیرته حاصلوې. که ته د یوه بایسکل یا یوه موټردرلودلو، یوې ښي منظرې د کتلو، د کوم سوغات او تحفې اخیستلو،

۱۱

نوي کورته د کډي کولو یا کومي بلي خوښونکي پېښي له کبله مننه کوې نو ته د دغو شیانو او پېښو سره مینه څرګندوې او په دې سره به ته ډیره خوشحالي، ښه صحت، ډیري پیسې، ډیري ښې او په زړه پوري خاطرې، اعلی اړیکي او روابط ولرې.

هغه دا اوس وآزمویه. د یوشي یا یوچا په اړه چي ته ورته ممنون او متشکر یې فکر وکړه. ته داسي څوک انتخابولای سې چي په نړۍ کي تر ټولو درته ګران وي او مینه ورسره لرې. خپله ټوله توجه هغه ته واړوه او د ټولو هغو شیانو په اړه فکر وکړه چي ته مینه ورسره لرې او د دغه شخص د پاره یې خوښوې او له همدې کبله مننه کوې، بیا نو د خپل ځان سره په خپل دماغ کي دغه ټول شیان چي ته مینه ورسره لرې او له کبله یې ممنون او متشکر یې هغه ته بیان کړه او ټول هغه دلایل هم ورته ووایه چي ته ولي د دغو شیانو سره مینه لرې. ته خاص حالتونه او خاصي شېبې هم را پیادولای سې. او کله چي دا کار پیل کړې او کومه خاصه او مهمه شېبه دي را پیاد سي نو د دغي شېبې د خاطرې په یاد د ممنونیت احساس را پیدا کړه او مننه وکړه.

هغه مینه به چي ته یې په دې ساده آزموینه کي صادروې د اړیکو له لاري تا ته بیرته راستنه سي. اوس نو وګوره چي دا څومره آسانه کار دی چي په مننه او امتنان څرګندولو سره ته کولای سې مینه صادره کړې.

۱۲

مننه لوی ضریب د ی:

که ته د هغو شیانو په اړه چي لرې یې شکر څرګندوې او مننه کوې ته به ډیر نور داسي شیان ترلاسه کړې. که ته د هغو پیسو په اړه چي لرې یې ـ لږ وي که ډیري، منون او متشکر یې نو ته به تردې لا زیاتي پیسې حاصلي کړې. که ته د هغو روابطو او اړیکو په اړه چي د نورو سره یې لرې ـ که هغه ډیري ښې هم نه وي ممنون اوسې، نو دا اړیکي به دي نوري هم پسې ښې سي. که ته د خپل کاروبار په اړه ممنون او متشکر اوسې که څه هم چي دغه کاروبار ستا د خوښي هم نه وي، نو تاته به په کاروبار او ژوند کي ښه موقع برابره سي چي کاروبار او د ژوند چاري دي ښې سي او دا ځکه چي امتنان او مننه کول او شکر ادا کول د ژوند د چارو ډیر لوی ضریب دی.

امتنان څرګندول ډیر آسانه دي. فقط په دې لغت سره چي ووایې « مننه » یا  « تشکر » دا کار کولای سې. مګر هو! دا خبره ته باید دزړه د اخلاصه وکړې. هرڅومره ډیر چي ته ووایې « مننه » او « مننه » نو په هغه اندازه به دي په زړه کي اخلاص زیات سي او زیاته مینه به صادره کړې.

د منني او شکر ادا کولو د پاره درې طریقې دي چي هره یوه یې مینه صادروي او هغه دادي:

۱۳

۱ـ د هر هغه څه له کبله ممنون او متشکر اوسه چي تا په تیر وخت کي ترلاسه کړي دي. ( ماضي )

۲ـ د هر هغه څه له کبله ممنون اومتشکر اوسه چي تا دا اوس او په دې حاضره شېبه کي حاصل کړي دي. ( حال )

۳ـ د هر هغه څه له کبله ممنون او متشکر اوسه چي ته غواړې په راتلونکي وخت کي یې ولرې ـ داسي لکه چي دررسیدلي وي. ( آینده )

که ته د هغه څه له کبله چي حاصل کړي دي وي او یا یې حاصلوې ممنون او متشکر نه یې، نو ته مینه نه صادروې او د هغي قوې د درلودلو څخه دي ځان محروم کړی دی چي د خپل حاضر وخت حالت دي بدل کړې. کله چي ته د هغه څه له کبله چي حاصل کړي دي وي او یا یې حاصلوې ممنون او متشکر اوسې، نو په دې سره دي دغه شیان یو په بل کي ضربیږي او څو چنده زیاتیږي. په عین حال کي د منني او شکر په څرګندولو سره هغه څه چي ته یې غواړې تا ته در رسیږي! د هغو شیانو په اړه چي ته یې غواړې مخکي له مخکي لا داسي ممنون او متشکر اوسه لکه چي تاته رسیدلي وي، او دجذب قانون وایي چي هغه به تاته در ورسیږي.

تا کله دا فکر کړی دی چي دومره یوساده شی یا یوه ساده خبره لکه « د امتنان څرګندول » او « مننه کول » هغه څه سره ضربوي چي ته مینه ورسره لرې او ستا په ژوند کي ستر بدلون راولي.

۱۴

لیکواله ( بایرن ) وایي چي یوه سړي خپله مېرمن طلاقه کړې وه او مجرد او یوازي یې ژوند کاوه او د خپلي خوښي دنده یې هم نه درلوده، ځکه نو د روحي فشارونو سره مخامخ و. خو دې سړي ته داسي فکر پیدا سو چي د دې ټولو سره سره په ژوند کي ممنون اوسي. هغه به هره ورځ شکر او امتنان څرګنداوه او د هر چا سره به یې چي خبري کولې نو په دې خبرو کي به یې مثبت نظر او مثبت احساسات ښودل. هغه خپل خپلوان او  پخواني آشنایان له دې کبله هک حیران کړي وو چي هغه څنګه خپل نظر بدل کړی دی او هر څه ته په مثبته سترګه ګوري. تر دې حده چي کله به یې د نل اوبه را ایله کړې او مخ اولاسونه به یې پرېمینځل یا به یې دا اوبه وچیښلې نو په دې سره به یې هم شکر کاوه او امتنان به یې څرګنداوه. فقط څلور میاشتي تیري سوي وې چي هغه یې نتیجه ولیدله او هغه داسي چي: دغه سړی چي د خپل کار او دندي څخه راضي نه و او له دې کبله یې رنځ ګاله، هغه ټول د معجزې غوندي ورته بدل سول. هغه بل رسمي کار پیدا کړ او د دې کار سره اوس مینه  او علاقه لري. او حتی هغو هیوادونو او هغو ځایونو ته چي خوښ یې دي رسمي سفرونه کوي. هغه اوس د خپلي کورنۍ د غړو او نورو خپلوانو سره ډیري ښې اړیکي لري، چي پخوا یې هیڅکله نه درلودې. دغه سړی اوس یو ښه موټر لري جي ټولي پیسې یې ورادا کړي دي. معاش یې ډیر ښه دی او د ضرورت وړ پیسې لري. ورځي یې په خوشحاتۍ سره تیریږي. د طلاقي سوي ماینې سره یې چي پرګرانه وه او مینه یې ورسره درلوده بیا واده کړی دی.

۱۵

که ته په ژوند کي لږ ممنون او متشکر اوسې نو ژوند به دي لږ بدل سي، که ته ډیر ممنون او متشکر اوسې نو ژوند به دي هره ورځ په داسي ډول بدلیږي چي دا اوس یې اصلا فکر نه سې کولای. مننه نه یوازي دا چي ستا د ژوند د ښو شیانو ضریب دی هغه دي منفي شیان هم له منځه وړي. که ته په ژوند کي هرڅومره د ډیرو منفي شیانو سره مخامخ یې، خولږ مثبت شیان هم لرې او د دغو مثبتو شیانو له کبله شکر اوممنونیت څرګند کړه. که ته دا کار وکړې نو ته د میني قوه راجذبوې چي دا قوه دي ټول منفي شیان ورکوي.

مننه د میني پول دی:

لیکواله (بایرن ) وایي چي منني او شکران زما مور د سخت غم او خواشینۍ څخه وژغورله او برعکس خوښي یې ور په برخه کړه. هغه وایي چي زما مور او پلار کله چي یې لا واده نه و کړی په اول وار لیدو سره یو بل خوښ کړل او یو دبل سره یې مینه پیدا سوه، او دې میني ته یې په ښه ډول دوام ورکړ او تر واده کولو وروسته یې هم دې میني دوام درلود. خو کله چي مي پلار مړ سو نو مور مي دسختي خواشینۍ سره مخامخ سوه. هغې به تل غم کاوه، ځکه چي زما پلار چي ډیره مینه یې ورسره درلوده د تل د پاره ځني تللی و. مګر د دغه ټول غم او خواشینۍ سره سره هغې ته یو معقول فکر پیدا سو. هغې ته دا فکر پیدا سو چي په ځینو داسي شیانو پسې هم وګرځي چي په هغو سره دې ته د زړه صبر پیدا سي او د منني او شکران سبب یې سي. هغې فکر وکړ چي زما مېړه خو اوس راڅخه په ابدي سفر تللی دی او بیا یې نه وینم او ماته آینده کلونه هم په مخکي دي نو ولي هغه شیان ونه لټوم چي ما خوشحاله

۱۶

وساتي، شکر یې ادا کړم او ممنونه ورته اوسم. تر ټولو لومړی شی چي دې پیدا کړ هغه نورو سیمو او ملکونو ته چي د دې خپل خپلوان په کې اوسېدل سفر کول و. هغې پخوا لا د داسي سفرونو سره مینه درلوده، مګر دا کار یې ډیر نه سو کولای ځکه چي زما پلار نه غوښتل چي ډیر سفرونه وکړي. او اوس نو زما مور کولای سول چي خپل دغه خوب او خیال تر سره کړي. هغې په سفرونو پیل وکړ. هم یې خپل خپلوان لیدل او هم به یې د نورو او نوو ملکونو سفرونه کول او په دې یې ځان خوشحاله ساته او مننه او شکران یې څرګنداوه. برسیره په سفرونو زما مور ډیر نور شیان او مصروفیتونه چي د خوښۍ وړ یې وو پیدا کړل او کرار کرار یې ټول غمونه او تشویشونه لیري سول.

دا ټول د منني او شکر ادا کولو برکت و او مننه ورته داسي پول سو چي د غمونو او روحي فشارونو د څپانده سیند څخه یې پوري ایستله او د آرامۍ او خوشحالۍ نوی ژوند یې ور په برخه کړ.

کله چي ته په ژوند کي ممنون او مشکور اوسې نو ټول منفي احساسات در څخه تښتي.

که ته په ډیر سخت حالت کي یې نو د هغه شي په اړه فکر وکړه چي د هغه له کبله د ممنونیت احساس وکړې او شکر ادا کړې. کله چي دي داسي شی پیدا کړ، نو دبل شي د پیداکولو په لټه کي سه او بیا د بل شي، او همداسي دوام پسې ورکړه. ځکه چي هر واحد شی چي ته یې تر لاسه

۱۷

کوې او له کبله یې د ممنونیت احساس کوې ستا حالت بدلوي. مننه داسي پول دی چي تا د منفي احساساتو څخه لیري کوي او د میني قوې ته دي رسوي.

کله چي ستا په ژوند کي کوم ښه او د خوشحالۍ وړ شی پېښیږي نو مننه څرګنده کړه، پروا نه لري چي هغه ډیر مهم او لوی وي، که کوچنی او دومره مهم نه وي. فقط ووایه « مننه!» یا « شکر خدایه!» که کله د خپلي خوښي او فرمایش سندره اورې، یا د پسرلي په موسم کي په اصطلاح غوړ لمر او شنه چمن ته ور ووځې نو شکر ادا کړه او ممنونیت وښیه. که په ښار کي کوم بس موټر ته ور وخېژې او یو څوک خپله چوکۍ تاته در پریږدي، یا یو بل څوک په لار کي په مینه او اخلاص سلام درواچوي نو مننه ځنی وکړه. فقط ورته ووایه « مننه!» ځکه چي دا که څه هم چي ډیر کوچني شیان دي خو هغه ښه شیان دي چي ستا په ژوند کي پېښیږي.

د خپلو حواسو له کبله ممنون او مشکور اوسه. له دې کبله شکر وکړه چي سترګي دي ویني، غوږ ونه دي اوري، د خولې خوند دي ښه دی، پزه دي ښه او بد او هر ډول بوی در ته معلومولای سي او د بدن پوست دي هم کار کوي او د تودوخي او یخني په فرق دي پوهولای سي. له دې کبله شکر ادا کړه چي پر پښو ولاړ یې او هر چیري تللای سې، په لاسو دي تقریبا هر کار کولای سې، په خپله ژبه او آواز دي هر څه چي وغواړې بیانولای او توضیح کولای سې او خبري کولای سې. د بدن د

۱۸

ټولو غړو له کبله دي شکر ادا کړه چي تا ژوندی ساتي. د خپل بشري دماغ له کبله دي شکر ادا کړه چي د نړۍ هیڅ کوم کمپیوټر او عصري ټیکنالوجي یې ځای نه سي نیولای. ستا بدن د دې مځکي پر مخ تر ټولو ستر لابراتوار دی او داسي شی نه سته چي ستا دماغ ته دي ځان ورسوي او سیالي دي ورسره وکړي. ستا بدن یوه معجزه ده. د خپل کور، خپلي کورنۍ، خپلو دوستانو او خپلوانو او خپل کار و بار له کبله ممنون اوسه

لمر چي نړۍ یې درته رڼا او روښانه کړې ده او ژوندی یې ساتلی یې، اوبه چي بیله هغو ژوند نه سې کولای، غذا چي خورې یې او هوا چي تنفس کوې یې ـ ټول داسي شیان دي چي شکرونه یې باید ادا کړې ځکه چي پرته له هغو ته ژوند نه سې کولای.

د ونو او ځنګلونو، حیواناتو، سیندونو او سمندرونو، په هوا کي د الوتونکو مرغیو، ښکلو ګلانو، شنه آسمان او روښانه ستورو، سپیني سپوږمۍ او د دې مځکي په اړه چي ژوند په کي کوې ممنون او مشکور اوسه.

د اورګاډو او بسونوله کبله چي په ښار کي شاوخوا چلیږي او تا د خپل هدف تر ځای پوري رسوي ممنون اوسه. د هغي بریښنا له کبله ممنون اوسه چي ستا کور یې در روښانه کړی دی او هغه چاته ممنون اوسه چي

۱۹

دا بریښنا یې اول کشف کړه او بیا هغو اشخاصو ته ممنون اوسه چي د دغي بریښنا د پرمختګ او پیاوړتیا د پاره یې کار کړی دی. د هغو انسانانو په باره کي فکر وکړه او ورته ممنون اوسه چي په کلونو کلونو یې زیار زحمت وګاله د اورګاډي پټلۍ یې هري خواته وغزولې او د اورګاډو سفرونه یې ممکن کړل.

ممنونیت وښیه او شکر ادا کړه. هرڅومره زیات چي ته د ممنونیت احساس کوې هغومره زیاته مینه صادروې او هرڅومره زیاته مینه چي صادروې هغومره بیرته حاصلوې.

آیا ته هغه وخت ممنون او متشکر یې چي صحت دي روغ رمټ وي او که ناروغ یې او بدن دي خوږیږي؟

ته که هره شپه ښه او آرام خوب وکړې نو ممنونیت څرګندوې او که دي د هغي شپې په اړه هم فکر کړی دی چي ټوله شپه لټ پر لټ اوړې او هیڅ خوب نه درخي؟

ته له دې کبله ممنون او متشکر یې چي ماشومان دي روغ رمټ او خوشحال دي او که د خپلي کورنۍ د روابطو په اړه هغه وخت فکر کوې چي کومي ستونزي درته پیدا سوي وي؟

ته به په دې ممنون یې چي هره شپه دي په کور کي بریښنا سته او د ژمي سړې او توري شپې یې در تودې او روښانه کړي دي او که به د بریښناپه

۲۰

اړه یوازي هغه وخت فکر کوې چي بریښنا نه وي او کور دي سوړ پوړ وي؟

آیا ته له دې کبله ممنون یې چي هره ورځ ژوندی یې؟

ستا د ژوند هره شېبه داسي موقع ده چي ته باید ممنون اوسې او هر هغه څه چي ته مینه ورسره لرې سره ضرب کړه. ما فکر کاوه چي زه یو ممنون او متشکر انسان یم، مګر تر هغو چي مي د ممنونیت څرګندول عملي کړي نه وو په دې نه پوهیدم چي ممنونیت یعني څه.

کله چي زه پر لاره ځم یا د موټر چلولو په حال کي یم نو زه د موقع څخه استفاده کوم او په ژوند کي د هر څه له کبله امتنان څرګندوم او شکر یې ادا کوم. حتی که زه په خپل کور کي د پخلنځي څخه د خوب تر خوني پوري ځم هم شکر کاږم. زه د زړه له کومي وایم: « دا چي ژوندی یم مننه، دا چي خوشحال یم مننه، دا چي روغ رمټ یم مننه، دا چي په تلویزیون کي مي یو ښه او تفریحي پروګرام ولید مننه، دا چي ژوند مي د خوږو خاطرو لرونکی دی مننه او د ټولو ښو او د خوښیو ډکو شیانو له کبله چي په ژوند کي یې لرم مننه.»

ممنون اوسه! ممنونیت ستا څخه هیڅ نه کموي او نه کوم قیمت لري چي ادا یې کړې. مګر هغه په نړۍ کي تر ټولو قیمتي شیانو هم قیمتي دی. ممنونیت تا په ژوند کي په ټولي بډایي او شتمني سره بډای او شتمن کوي، ځکه د هرڅه په اړه چي ته ممنونیت څرګندوې هغه په خپل نفس کي ضربیږي.

۲۱

د لوبو کلي:

ته د خپل ژوند د ښه کیدو او خوشحاله کیدو د پاره یوه خاصه لار هم لرې چي په هغې سره د خوشحالۍ احساس کولای سې او هغه داده چي په خپل تصور کي یوه لوبه ځانته غوره کړه. لوبه خوښي او ساعت تیري ده او کله چي ته لوبه کوې نو په ریشتیا هم چي د خوښۍ احساس کوې.

موږ د ژوند په یوه خاص پړاو کي هغه لوبي پرې ایښي دي چي په ماشومتوب کي به مو کولې، ځکه چي د غټیدو په وخت کي موږ په خپل ژوند کي ډیر جدي کیږو. جدي توب ستا ژوند ته جدي حالات او شرایط راوړي. کله چي ته کومه لوبه کوې او په هغې سره ځان خوشحاله ساتې نو ته په ریشتیا هم د ښو احساس کوې او دا احساس دي ژوند ته ښه حالات او شرایط راوړي. داسي فکر وکړه چي ژوند خوښي او ساعت تیري ده، نو ته هم د جذب د قانون سره لوبه وکړه، په خبل تصور کي یوه لوبه درته غوره کړه ځکه چي د جذب قانون ته دامهمه نه ده چي ته لوبه په خپل تصور کي کوې او که یې په ریشتیا کوې. هر هغه څه چي ته یې په خپل تصور کي لرې هغه به درته ریشتیا او حقیقي سي.

لوبه څنګه کیږي:

که ته په خپل تصور کي کومه لوبه کوې نو هغه باید په عین هغه ډول وکړې لکه  د ماشومتوب په وخت کي چي دي کوله. ته دي د خپل تصور

۲۲

څخه باید داسي کار واخلې لکه چي په دې لوبي باندي دي باور او عقیده وي.

داسي تصور وکړه لکه چي ته یو بایسکل چلونکی ورزشکار یې او غواړې د بایسکل چلولو د ورزشي لوبي نړۍ وال قهرمان سې او تر فرانسې پوري چي د بایسکل ځغلولو نړۍ والي لوبي په کي تر سره کیږي ځان ورسوې. دې کارته د چمتو کیدو دپاره ته په خپل تصور کي تمرین کوې. مګر تاته یوه ناروغي بیدا سوې ده او د ژوندي پاته کیدو ۴۰ فیصد چانس لرې. ته مجبوریږې چي د دې ناروغۍ علاج دي شروع کړې او کله چي ډاکټران درته راځي، دارو درمل دي کوي نو ته په دې وخت کي هر څه د خپل تصور څخه باسې او فقط یوشی په کي ساتې او هغه دا چي پر بایسکل سپور یې او فرانسې ته ځان رسوې او غواړې تر ټولو نورو بایسکل سپرو اول سې. ته په دې وخت کي فکر کوې چي ډاکټران او طبي کارکونکي ستا د بایسکل ځغلولو د نړۍ والي لوبي د تمرین غړي دي او په هر تم ځای کي ستا بدرګه کوي. هره ورځ ته تصور کوې چي ته د یوه ټاکلي وخت په دننه کي دغي لوبي یا مسابقې ته دوام ورکوې او په دې ډول ستا شپې ورځي ښې تیریږي او صحت دي مخ په ښه کیدو دی.

یو کال وروسته کله چي ستا صحت بشپړ ښه کیږي، ته د بایسکل ځغلولو د قهرمانۍ په دغه لوبه کي بریالی کیږې، او بل کال هم دوام ورکوې او

۲۳

بیا هم قهرمان کیږې. خو دا لوبه نه پریږدې او سر په سر اووه کاله دوام ورکوې چي اووه ځله پرله پسې د نړۍ د بایسکل ځغلولو د قهرمانۍ لقب ترلاسه کوې. داکار ( لانس آرمسټرانګ ) وکړ. هغه د ډیرو سختو شرایطو څخه کار واخیست او د داسي لوبي په غوره کولو سره یې خپل خوب ریشتیا کړ.

یو بل مثال: ته غواړې د بدن د غړو په ښکلا او جوړښت کي دي په نړۍ کي نوم وګټې یا په بل عبارت یو قهرمان باډي بیلډر سې. او دا هم غواړې چي په امریکا کي یو نامتو او مشهور فلمي اکټر سې، خو ته د اروپا په یوه کوچني کلي کي ژوند کوې او د کورنۍ اقتصادي وضع دي ښه نه ده او د دې سره سره دي دغه دوه ارمانونه په زړه کي روزې. د دې دپاره ته د یوه قهرمان عکس ګورې چي قوي مټي او کلکي اوچتي اوږې لري، ټتر یې راوتلی او نس یې ننوتلی دی او دبدن نور غړي یې ټول داسي دي لکه چي ته یې غواړې او دا تصور کوې چي په اروپا کي د بدن د ښکلا په مسابقه کي د قهرمانۍ لقب وګټې. ستا دا تصور ریشتیا کیږي او یو ځل نه بلکي اووه ځله دا لقب ګټې. او اوس نو د دې وخت دی چي یو وتلی او نامتو فلمي ایکټر هم سې. ته امریکا ته سفر کوې، مګر هیڅوک دا باور نه کوي چي ته دي د اکټرۍ  د پاره کافي لیاقتونه ولرې او ټول تاته وایي چي ته دې هدف ته نه سې رسیدلای. خو تا د دې تصور کړی دی چي ته یو مشهور اکټر کیدلای سې او ته د خپلي کامیابۍ احساس کوې او په دې ډاده یې چي داکار کیدونکی دی.

۲۴

دا هغه څه وو چي ( ارنولډ شوارزینیګر) وکړل. هغه  د مسټر اولمپیا لقب اووه ځله وګاټه او بیا د هالیوډ په سترو اکټرانو کي وشمیرل سو.

ته دا تصور وکړه چي ته غواړې یو ډیر لوی او مشهور مخترع سې. او ته چي کله ماشوم وې یو ډول روحي تکلیف دي درلود او هغه داچي تل به دي په زړه کي وهم او ویره موجوده وه. د شیانو څخه به بیریدلې او رڼا به دي پر سترګو باندي ړندیدونکی تاثیر کاوه. سره له دې هم تا ښوونځی ختم کړ، مګر پوهنتون دي پر نیمه لار پریښود او کوم کار چي دي کاوه هغه دي هم د روحي او عصبي نا آرامۍ په وجه پریښود. د دې د پاره چي ته پر هغو وهمونو او ویري باندي چي درلودل دي بریالی سې نو تا د خپل دماغ کنټرول خپل اختیار ته وسپاره او ځان ته دي خپله خاصه تصوري دنیا برابره کړه. ستا سره د یوه روښانه آینده ژوند مفکوره پیدا کیږي او خپل تصور دي د نوو اختراعاتو خواته اړوې. ته په خپل تصور کي یو شی اختراع کوې او د دې د پاره چي دا اختراع څنګه  وکړې نو دهغې په اړه په خپل ذهن کي یو لابراتوار جوړوې.

دا کار ( نیکولا تیسلا ) وکړ او هغه د نړۍ تر ټولو لوی مخترع سو. د هغه په اختراع ګانو کي د برقي جریان بدلونکی ماشین، رادیو، امپلیفایر، بې سیم مخابره، لایزر وړانګي، ریموټ کنټرول او ډیري نوري اختراع ګاني چي شمیر یې درو سوو ته رسیږي شاملي دي. او ټولي یې دهغه د تصور په قوې سره ترسره شوي دي.

۲۵

دا هم د ستر ساینس پوه ( البرټ آینشټاین ) خبره ده: « منطق به دي د الف څخه ب ته ورسوي. تصور به دي هر چیري ورسوي. »

هر څه چي ته غواړې نو هغه په خپل تصور کي ونیسه، لوبه ورته غوره کړه او د دغي لوبي په شروع کولو پیل وکړه او دوام ورته ورکړه. هر هغه څه په کار واچوه چي ته یې درلودلای سې او مرسته درسره کولای سي.

که ته ډیر چاغ یې او غواړې د بدن وزن دي کم کړې، یا د بدن جوړښت او ساختمان دي برابر کړې، نو د دې دپاره لوبه غوره کړه او په هغې کي داسي تصور وکړه لکه چي هغه بدن چي ستا خوښ دی همدا اوس ستا خپل بدن دی. ته کولای سې د هغو قهرمانانو تصویرونه را غونډ کړې چي تا یې تصور کړی دی او په کتلو کتلو یې ځان موړ کړې. مګر اصلي خبره داده: ته باید دا تصور وکړې چي دغه بشپړ بدن چي ته یې غواړې ستا خپل بدن دی. ته باید دا تصور وکړې چي ته دي خپل بدن ته ګورې نه د کوم بل چا بدن ته.

که ته ډیر چاغ یا ډیر ډنګر یې او له دې کبله ډیر اندېښمن یې، خو د دې تصویرونو په لیدلو سره دا اوس تصور کوې چي د هغو په شان دبدن د بشپړ وزن خاوند سوی یې، نو په دې تصور سره به ته څه ډول احساس

۲۶

کوې؟ ستا احساس به بیخي بدل سوی وي. ستا په شاوخوا کي به هرڅه بدل سوي وي. ته به په لار کي بل ډول تګ کوې، بل ډول خبري به کوې او ټول کارونه به په بل ډول اجرا کوې، نو همدا اوس په همدې ډول تګ وکړه! همدا سي خبري وکړه او کارونه دي هم په هغه ډول وکړه لکه چي ته دا اوس داسي بدن لرې. تصور وکړه چي ته به څه ډول احساس کوې او په همدې احساس سره دي عمل وکړه. هر هغه څه چي ته یې په خپل احساس سره تصور کوې نو د جذب د قانون سره سم هغه ته صادروې او څه چي صادروې هغه بیرته حاصلوې.

که ته د تیرو شیانو او حالاتو یا د آینده شیانو او حالاتو خبري کوې نو د هغو په اړه ته « دا اوس » او په دې « حاضره شېبه » کي تصور کوې، ته دا اوس د هغو احساس کوې یعني ته دا اوس د هغو فریکوینسي لرې او دا هغه څه دي چي ته یې د جذب د قانون په وسیله حاصلوې. دا په یاد ولره چي د جذب قانون نه تیر وخت پېژني نه آینده وخت. دا قانون یوازي دا اوس شېبه پېژني.

کله چي ته په ریشتیا یوه شي یا یوې پېښي ته تشویق او هڅول سوی یې نو انرژي دي را غونډه کړه او د خپل دغه ارمان په اړه تصور وکړه او د هغه د لاسته راوړلو د پاره چي ته کوم شي ته ضرورت لرې هغه ستا د تصور او احساس چټکي شېبې دي. دا یوه لوبه ده چي ته یې ځان ته غوره کولای سې. او دا ستا د ژوند خوښۍ راوړونکې لوبه ده.

——————

اتم بحث

ستره قوه او پیسې

ته د پیسو په اړه څه احساس کوې؟ ډیر خلک وایي چي دوی د پیسو سره مینه لري، خو که هغوی کافي اندازه پیسې ونه لري نو هیڅکله د پیسو په باب د خوشحالۍ احساس نه کوي. که یو څوک دومره پیسې ولري چي ضرورت ورته لري نو دا ښکاره ده چي هغه د پیسو په اړه د خوشحالۍ احساس کوي. ته هم ویلای سې چي ته د پیسو په باب څه ډول احساس کوې، ځکه چي که ته دومره پیسې ونه لرې چي ضرورت ورته لرې نوته به هم د پیسو په اړه ښه احساس ونه لرې.

که ته نړۍ ته وګورې نو دا به درته معلومه سي چي د نړۍ د خلکو اکثریت د پیسو په اړه ښه احساس نه لري، ځکه چي د ټولي نړۍ د پیسو او شتمني زیاتره برخه د تقریبا ۱۰فیصد خلکو سره ده، او د دغو شتمنو خلکو او هر بل چا تر منځ یوازنی توپیر دادی چي شتمن او بډای خلک د پیسو په باب ښه احساسات لري نه بد، او ټوله خبره په همدې ځای کي ده.

اوس به نو راسو دې بلي خبري ته او هغه دا چي ډیر خلک ولي د پیسو په باب ښه احساسات نه لري؟ د دې سبب دا نه دی چي هغوی هیڅکله پیسې نه دي درلودلي، یا دا چي ځیني خلک چي ډیري پیسې لري هغوی پخوا پیسې نه درلودې. بلکي د هغه سبب دادی چي هغوی د پیسو په اړه منفي افکار او احساسات لري او دغو منفي افکارو او احساساتو د هغوی په تحت شعور کي د پخوا څخه لا چي کوچینیان وو ځای نیولی دی. د مثال په توګه هغوی د ځان سره وایي چي:

۲

« موږ ډیري پیسې نه سو پیدا کولای یا موږ ډیري پیسې نه غواړو.»،

« پیسه بده ده.»، « څوک چي ډیري پیسې لري، هغوی ریشتیني او صادق خلک نه دي.»، « د ډیرو پیسو درلودل یا غوښتل غلط کار دی او د انسان وجدان خراپوي.» او داسي نور او نور.

کله چي ته کوچنی وې نو تا هر هغه څه منلي او قبول کړي وو چي مور او پلار، ښوونکو یا ټولني درته ویلي وو، او اوس چي لوی سوی یې نو بېله دې چي فکر وکړې د پیسو په اړه منفي احساسات درته پیدا دي. عجبه لا داده چي کله چي تاته ویل سوي و چي د پیسو غوښتنه غلط کار دی، په عین وخت کي دا هم درته ویل سوي و چي ته مجبور یې د ژوند کولو د پاره دي ټول شرایط برابر کړې چي د بل چا د اوږې بار نه سې او ځکه نو هغو کارونو ته هم باید اوږه ورکړې چي ستا د خوښي کارونه نه دي.

خو دا خبري چي تا ته په کوچینیوالي سوي دي صحیح نه دي. هغوی چي تاته یې دا خبري کړي دي البته د کوم غرض له مخي یې نه دي کړي او د خپلو افکارو او احساساتو له مخي یې کړي دي او د جذب قانون دا افکار او احساست  په ژوند کي هغوی ته ورکړي وو. اوس نو تا ته دا معلومیږي چي ژوند په بشپړه توګه پر بله خوا روان دی او خپل کار کوي. که ته په ژوند کي پیسې نه لرې، دا له دې کبله چي ته  د پیسو په اړه تر مثبتو احساساتو مثبت احساسات صادروې.

د پیسو په اړه ته څنګه خپل احساس بدلولای سې:

۳

کله چي ته د پیسو په اړه د خپل احساس لاره بدله کړې نو په ژوند کي به دي د پیسو په اندازه کي هم بدلون راسي. هر څومره چي ته پیسو ته ښه او مثبت احساسات څرګندوې نو ته ډیري پیسې درته را جذبوې.

که ته ډیري پیسې نه لرې نو د خپلو لګښتونو اوپورونو په ادا کولو کي د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ یې او ځکه نو خوشحاله نه یې. د مثال په توګه کله چي تا ته د بریښنا د شرکت څخه د بریښنا د یوې میاشتي لګښت لیک (بیل) را رسیږي نو تا ته بد یا منفي احساس پیدا کیږي، او که د یوې میاشتي پیسې ورنه کړې نو په دوهمه او دریمه میاشت به دا پیسې څو چنده در باندي زیاتي سوي وي. دا بیا هم هغه خبره ده ـ ستا هر ډول احساس چي ته یې صادروې هغه بیرته تا ته را ستنیږي. ډیر مهم شی دا دی چي کله چي ته د خپلو لګښتونو پیسې تادیه کولای سې نو د خوښۍ احساس کوې.

کله چي ته خپل معاش یا اجوره اخلې نو د منني او شکر کولو اظهار وکړه، ځکه چي مننه او د شکر ادا کول ضریب دی! ډیر خلک کله چي معاش اخلي د خوشحالۍ چندان احساس نه کوي، ځکه چي د هغوی سره دا اندیښنه وي چي په دې معاش به څنګه ګوزاره کوي او خپل لګښتونه به څنګه ادا کوي. هغوی د میني صادرولو ستره موقع له لاسه ورکوي، او دا موقع د ممنونیت څرګندولو موقع ده ځکه چي هر وار چي ته معاش اخلي نو باید چي ممنون او متشکر اوسي. کله چي ستا لاس ته یو څه پیسې راځي او هغه که ډیري وي که لږ، مننه څرګنده کړه! دا در په یاد کړه او ښه یې په پام کي ونیسه چي د هر څه په اړه چي ته ممنون او

۴

متشکر اوسې هغه ضربیږي او څو چنده زیاتیږي. ځکه نو مننه لوی ضریب دی!

د پیسو حاصلولو د وخت لوبه:

کله چي ته پیسې تر لاسه کوې نو په دې وخت د هري شېبې څخه کار واخله او ښه احساس ولره او ممنون او متشکر اوسه چي دا پیسې دي ضریب پیدا کړي یعني څو چنده سي، ځکه چي مخکي دا خبره وسوه چي  ممنونیت یا مننه لوی ضریب دی. کله چي ته د خپلو لګښتونو پیسې ورکوې نو د میني احساس ولره. که ته پوروړی یې او د پور خاوند ته دي د پور پیسې ورکوې نو د زړه له کومي مینه ولره او دا تصور وکړه چي دغه پیسې دي د هغه سره څومره مرسته کوي او په اصطلاح د هغه څومره په درد خوري، لکه څنګه چي یې ستا د ضرورت په وخت تا ته در کړي وې. دا به تا د هغو پیسو په اړه چي ورکوې یې خوشحاله کړي نه دا چي د خوابدۍ احساس وکړې ځکه چي ته لږ پیسې لرې او د هغو زیاته برخه  د پورونو په ادا کولو له لاسه ورکوې.

په تیر بحث کي د لوبي خبره یاده سوې ده. ته کولای سې د پیسو په اړه هم یوه لوبه غوره کړې تر څو چي له دې لاري د خوشحالۍ احساس وکړې. د یوډالري کاغذي نوټ تصور وکړه. داسي تصور وکړه چې د ډالر د نوټ راسته مخ مثبته خوا او دډیرو پیسو خوا ده. تصور وکړه چي د ډالر د نوټ چپه مخ منفي خوا او د لږو پیسو خوا ده. هر وخت چي ته دغه ډالري نوټونه ترلاسه کوې نو د شمیرلو په وخت کي یې ټول هغه په راسته مخ را واړوه او هر چیري چي یې ایږدې نو همداسي په راسته مخ

۵

یې کښېږده. کله چي ته بل چا ته پیسې ورکوې او دغه نوټونه ور شمېرې نو په دې وخت کي هم دا کار وکړه یعني دغه نوټونه به دي په راسته مخ وي. په دې کار سره به ته دا پیسې داسي استعمالوې چي تا ته به د زیاتو پیسو په اړه ښه احساس را پیدا کوي.

که ته کریډیت کارډ استعمالوې نو دا کریډیټ کارډ دي هم پر راسته مخ چي ستا نوم پر لیکلی دی راواړوه، ځکه چي د کریډیټ کارډ راسته مخ تاته پیغام رسوي چي هلته ستا په نامه ډیري پیسې دي! کله چي ته د کریډیټ کارډ په وسیله پیسې تادیه کوې، یا دي د پور خاوند ته نقدي پیسې ورکوې نو په دې وخت کي هغه ته د ډیرو پیسو د ورکولو تصور وکړه او دا تصور دي په حقیقي توګه وکړه. ځکه هر څه چي ته په خپل احساس او تصور کي صادروې هغه بیرته حاصلوې!

تصور وکړه چي ته دا اوس شتمن او بډای یې او ډیري پیسې لرې. تصور وکړه چي ته دا اوس د ضرورت وړ ټولي پیسې لرې او په دې حالت کی به ته څنګه او په څه ډول ژوند کوې، یعني دا چي د ژوند لار او طریقه به دي بدله سوې وي. د ټولو هغو شیانو په باره کي فکر وکړه چي ته یې تر سره کوې. ته به څنګه احساس کوې؟ ستا احساس به بدل سوی وي، او څرنګه چي ته بل ډول احساس کوې نو ته به په لار کي هم بل ډول ځې، ته به په بل ډول خبري کوې. ستا د بدن حرکتونه به بل ډول وي. ته به د هر څه په مقابل کي بل ډول عکس العمل څرګندوې. د خلکو، حالاتو او شرایطو او په ژوند کي د ټولو شیانو په مقابل کي به دي عکس العمل بل ډول وي. او څرنګه چي ته به بل ډول احساس کوې نو

۶

اعصاب به دي هم آرام وي، فکر به دي آرام وي او د خوشحالۍ احساس به کوې. هر شي ته به په عادي نظر ګورې او د جدیت څخه به کار نه اخلې. هره ورځ به په خوشحالۍ درباندي تیریږي او د سبا تشویش او اندېښنه به درسره نه وي. او دا داسي احساس دی چي ته یې غواړې را ایسار یې کړې. دا د پیسو سره دمیني احساس دی.

پیسو ته هو ووایه:

دا په پام کي ونیسه چي هر وخت چي ته د یو بل چا په باره کي واورې چي ډیري پیسې یې ګټلي دي یا لویه کامیابي یې په برخه سوې ده، نو ته هم د خوشحالۍ او هڅوني احساس درته را پیدا کړه، ځکه چي د دې معنی دا ده چي ته هم عین هغه فریکوینسي لرې، او دا څرګنده ده چي ستا دغه فریکوینسي ښه فریکوینسي ده او ځکه نو هغومره خوشحاله اوسه لکه چي دغه پیسې تا پیدا کړي وي او هغه کامیابي ستا په برخه سوې وي. ستا عکس العمل په دې وخت کي هر څه دی. که ته د بل چا د ډیرو پیسو او بریالیتوب په اړه په خوښۍ عکس العمل وښیې نو ته ډیرو پیسو او خپل بریالیتوب ته « هو » وایې. که ته برعکس د نا امیدۍ او حسد په احساس سره عکس العمل وښیې او داسي فکر وکړې چي هغه څوک دومره ډیري پیسې لري او زه یې نه لرم نو ستا دغه بد یا منفي احساس د ډیرو پيسو او بریالیتوب په اړه تا ته « نه » وایي.

که ته واورې چي یو چا لاټرۍ وګټله، یا کوم سوداګر په خپل تجارت کي ډیري پیسې ګټلي دي نو خوشحاله اوسه او ځان وهڅوه. د دغو خلکو په وړاندي ستا د ښو احساساتو عکس العمل تا ته « هو » وایي!

۷

لیکواله ( بایرن ) بیا هم د خپلو خاطراتو څخه یوه بله خاطره بیانوي او وایي :

« څو کاله مخکي زه ډیره مفلسه سوې وم، دومره چي مخکي له دې هیڅکله نه وم مفلسه شوې. د کور میاشتني قسطونه را باندي وو او د هغو د اداکولو پیسې مي نه درلودې او هغه شرکت چي ما کار ورسره کاوه هم پوروړی و او په ملیونونو ډالره پورونه پر باندي وو او زما سره یې په هیڅ ډول مرسته نه سوه کولای. ماته د جذب قانون معلوم و او په دې پوهیدم چي زه باید د پیسو په اړه ښه احساس ولرم چي هغه ځان ته را جذبي کړم. خو دا کار آسانه نه و ځکه چي هره ورځ به زما د پورونو اندازه زیاتیدله او د پورونو خاوندانو به خپل پورونه را څخه غوښتل. زما څخه بیخي لار او ګودر ورک سوی و او نه پوهیدم چي څه وکړم.

هغه و چي یو عجب کار مي وکړ.

زما کریډیټ کارډ لا کار کاوه او ځکه نو د پیسو اخیستلو یوه ماشین ته ورغلم او په کریډیټ کارډ مي څو سوه ډالر را وایستل. ما دغو پیسو ته سخته اړتیا درلوده او هغه دا چي د خپلو پورونو یوه برخه قسطونه باید ورکړم او د ضرورت وړ خوراکي شیان په واخلم. کله چي مي دا پیسې تر لاسه کړې نو د بازار په خوا روانه سوم او داسي خلک مي ولیدل چي هغوی تر ما لا پیسو ته زیات  ضرورت درلود. حیرانه وم چي چاته پیسې ورکړم او څومره ورکړم، ځکه چي خلک ډیر او پیسې لږ وې. اختیار مي د خپل زړه په لاس ورکړ چي ستا خوښه هر څوک چي

۸

انتخابوې. څه چي مي درلودې ټولي مي د خپل زړه په اختیار خلکو ته وویشلې. دا زما په ژوند کي اول ځل و چي ما د پیسو سره د میني احساس وکړ. مګر دا خپله پیسې نه وې چي زه یې ور جذب کړم چي مینه ورسره ولرم، بلکي دا خلکو ته د دغو پيسو ورکول و چي زما د پیسو سره مینه پیدا سوه.»

لیکواله دوام ورکوي او وایي:

« دا د جمعې ورځ وه او ټوله ورځ زه ډیره خوشحاله وم او دا سي احساس مي کاوه چي که څوک نورو خلکو ته پیسې ورکړي نو څومره به روحا خوشحاله وي.

یو عجب شی پېښ سو او هغه داسي:

د یو لړ پېښو په نتیجه کي چي باور به ونه کړئ زما د بانک په حساب کي ۲۵زره ډالره زیات سول، او هغه داسي پیسې وې لکه غیبي چي ماته د آسمان څخه رالویدلي وي. اصلي قصه داسي وه چي ما ډیر کلونه مخکي د خپل یوه دوست په شرکت کي یو څه سهمونه اخیستي وو او هغه زما څخه بیخي هیر سوي وو ځکه چي دغو اسهامو خپل اهمیت بایللی او قیمت یې کم سوی و. دوې ورځي وروسته  چي د دوشنبې د ورځي سهار و ماته تلیفون وسو او یو چا پوښتنه را څخه وکړه چي ته غواړې خپل اسهام خرڅ کړې؟ دا پوښتنه اول ماته عجبه ښکاره سوه، خو وروسته را پیاد سول چي زه خو په ریشتیا د کوم شرکت د څو اسهامو خاونده وم. دغه سړی هم د هغه شرکت سهم لرونکی و او کله چي دا ورته معلومه سوې وه چي د دې شرکت د اسهامو قیمت په حیرانونکې توګه لوړ سوی

۹

دی نو د شرکت په نورو سهم لرونکو پسې ګرځید چي اسهام یې رانیسي. ورته ومي ویل چي:

هو، ولي نه! او بیا مي په هماغه ورځ  وخت ورسره وټاکه چي ماپښین به سره ګورو او د کتلو د ځای آډرس مي د خپل بانک ورکړ. وروسته له دې مي سمدستي خپل کاغذونه او پخوانۍ دوسیې سره وپلټلې او اسهام مي په کي پیدا کړل. او پر ټاکلي وخت خپل بانک ته ورغلم او هغه سړي هم مخکي لا ځان را رسولی و. ټول اسهام مي د بانک د مامورینو په مخکي په نوي او لوړ قیمت پر خرڅ کړل چي ټوله بیه یې ۲۵زره ډالره سول او ټول مي د بانک په خپل حساب کي واچول.»

لیکواله  ( بایرن ) په خپل دې داستان باندي تبصره کوي او وایي:

« اوس نو که بیرته راسو هغو پیسوته چي ما راسره اخیستي وې او خلکو ته مي وویشلې. ما دا کار د دې د پاره ونه کړ چي زه دا پیسې ځکه نورو خلکو ته ورکوم چي ماته نوري او ډیري پیسې راوړي. بلکي ما دا کار د دې د پاره وکړ چي په هغه سره مي زړه آرام سي او د خوښۍ احساس را پیدا سي او له بلي خوا د پیسو په اړه مي هم احساس بدل سي. ما وغوښتل هغه بد احساس چي مي په ژوند کي د پیسو په باب درلود هغه بدل کړم. که ما دغه پیسې د دې دپاره خلکو ته ورکړي وای چي پیسې به راته راوړي نو زما دغه احساس به هیڅکله کار نه وای کړی، ځکه چي د دې معنی به دا وه چي زه د پیسو د کموالي د احساس سره مخامخ وم، چي دا منفي احساس دی. خو که ته پیسې پر نورو خلکو ووېشې او د هغو د وېشلو په وخت مینه څرګنده کړې نو په دې کي شک

۱۰

نه سته چي پیسې به بیرته تا ته راسي او هغه به تر هغو پیسو ډیري وي چي نورو خلکو ته دي ورکړي وې.»

کاروبار او پیسې:

دا د پیسو سره د میني د جا‌ذبې قوه ده چي په نړۍ کي ټولي پیسې په جریان کي ساتي او هر څوک چي په ښه احساس سره دا مینه صادره کړي هغه به د پیسو مقناطیس وي. ته د دې وړ او قابل یې چي هغومره پیسې چي ضرورت ورت لرې دا اوس ولرې! خو لازمه ده چي ته د هغو د لاسته راوړلو د پاره کار وکړې او یوه دنده ولرې، ځکه چي دا دنده تا هڅوي او خوشحاله دي ساتي. برسیره په دې ته د پیسو د لاسته راوړلو د پاره ځکه کار کوې چي د هغو سره مینه او علاقه لرې! او کله چي ته هغه دنده چي خوښه دي ده او مینه ورسره لرې تر سره کوې نو پیسې به درته راوړي.

که ته داسي دنده لرې چي فکر کوې یوازنۍ دنده ده چي پیسې په ګټلای سې، خو هغه ستا د علاقې وړ نه ده او مینه نه ورسره لرې نو ته به دي په دې فکر سره پیسې یا هغه دنده پیدا نه کړې چي مینه ورسره لرې. هغه دنده چي ته مینه ورسره لرې تل موجوده ده او هغه څه چي ته د هغې د ترلاسه کولو د پاره کولای سې هغه دا دي چي مینه ورته صادره کړې . که ته دا تصور او احساس وکړې چي ته د خپلي خوښي دنده همدا اوس لرې نو ته به هغه ولرې. د ټولو هغو شیانو په اړه فکر وکړه چي د دې دندي دپاره دي ښه دي او د هغو سره مینه ولره. ځکه کله چي ته مینه

۱۱

ولرې نو هر هغه څه به چي ته یې خوښوې او مینه ورسره لرې تا ته مخه کړي او هغه دنده به چي ته مینه ورسره لرې هم ستا په ژوند کي تا ته حاضره سي!

یوه سړي چي کوم کار او دنده یې نه درلوده، یوه شرکت ته د هغي دندي دپاره غوښتن لیک واستاوه چي ده غوښتل ترلاسه یې کړي، او د دې غوښتن لیک د استولو سره سم یې په خپله خیالي دنیا کي د دې غوښتن لیک یو جواب لیک جوړ کړ چي د دغه شرکت له خوا ور رسیدلی وي. په دې جواب لیک کې هغه ځان ته معاش هم ټاکلی و، او بیا یې په خپله خیالي دنیا کي د خپلي دندي او کار په اړه یو کارډ هم جوړ کړی و چي خپل نوم، د شرکت نوم او د دندي عنوان یې په روښانو تورو پر لیکل سوی و. هغه به په خپل خیال او تصور کي دې کارډ ته کتل او مننه به یې کوله چي د هغه شرکت سره کار کوي.

کله چي د شرکت آمرینو د دې سړي اصلي غوښتن لیک وکوت نو اول یې د هغه سره څو تلیفوني مرکې وکړې او بیا یې مستقیمي مرکې ته وروغوښت او په دې مرکه کي لسو تنو پوښتني ځني وکړې. د دې مرکې څخه دوه ساعته لا نه وو تیر سوي چي شرکت ور وغوښت او د هغي دندي مبارکي یې ورکړه چي ده غوښتې وه. خو په یوه توپیر او هغه دا چي د دې دندي معاش تر هغې ډیر و چي ده په خپله خیالي دنیا کي ځان ته ټاکلی و.

که ته په دې نه پوهیږې چي ته په خپل ژوند کي څه غواړې او د څه ډول دندي او کاروبار غوښتونکی یې نو هغه څه چي ته یې باید ترسره کړې هغه دا دي چي د خپلو ښو احساساتو له لاري مینه صادره کړې او په دې

۱۲

سره به ته هر هغه څه ځان ته مقناطیسي کړې چي ته یې غواړې او مینه ورسره لرې. ستا د میني احساسات به تا خپل هدف ته ورسوي. هغه دنده چي ته یې په ارمان کي یې د میني په فریکوینسي کي ده او د همدې لاري یې ترلاسه کولای سې.

الفریډ شویتزر ( ۱۸۷۵ ـ ۱۹۶۵) چي د نوبل د سولي جایزه یې ګټلې وه ویلي دي : « بریالیتوب د خوشحالۍ کلي نه ده. خوشحالي د بریالیتوب کلي ده.»

په دنده او کارو بار کي بریالیتوب په عین طریقه تر لاسه کیږي. که ته داسي دنده یا کارو بار لرې چي ستا نه وي خوښ، نو خامخا داسي یو شی سته چي دا دنده او کاروبار دي اخلالوي. او د دې کار لویه وجه ستا منفي احساسات دي. حتی که ستا کاروبار ښه او په مزه روان وي او ته په اصطلاح « پر ګټو سپور یې »، خو د ډیر لږ تاوان په وخت کي په منفي او بدو احساساتو سره عکس العمل څرګند کړې نو د دغه لږ تاوان څخه وروسته به ډیر لوی لوی تاوانونه وکړې. ستا ټولي هڅي او نظریې چي د کاروبار په پرمختګ او ښه کیدو کي دي کړي او درلودلي دي د میني فریکوینسي لري، ځکه نو ته باید داسي لاري او طریقې ولټوې چي د کاروبار او دندي په اړه دي ښه او مثبت احساسات درته پیدا کړي او هرڅومره چي کولای سې دا فریکوینسي لوړي درجې ته ورسوې.

د خپلو روحیاتو د قوي کولو د پاره او د دې دپاره چي ښه او مثبت احساسات ولرې ښه تصور وکړه او ځان ته لوبي غوره کړه. که دي خپل روحیات قوي او احساسات دي ښه کړې نو کارو بار به دي هم ښه سي. د خپل ژوند په هره برخه کي هره ورځ د هر هغه شي په اړه چي ورته

۱۳

ګورې او وینې یې مینه وښیه او د نورو خلکو کاروبار ته چي پرمختګ کوي په ښه نظر وګوره او مینه ورته څرګنده کړه، داسي لکه هغه چي ستا خپل کاروبار وي! که ته په ریشتیا د بریالیتوب په اړه، د هر چا بریالیتوب چي وي ښه احساسات څرګند کړې نو ته به هم بریالی یې.

په کاروبار او تجارت کي یا په هره دنده کي چي ته یې لرې دا په یاد ولره چي ته هغو پیسو ته چي په کاروبار کي دي ګټلي دي یا دي د خپلي دندي معاش ترلاسه کړی دی د زیات ارزښت په سترګه وګورې. که ته هغو ته په کم ارزښت وګورې نو دغه پیسې چي تا ترلاسه کړي دي په اصطلاح « بې برکته » کیږي او ته په خپله دنده او کاروبار کي ناکامه کیږې. ددې د پاره یوازنۍ لار چي ته ځان په باوري کولای سې داده چي ته هغو پیسو ته چي تا ګټلي دي تر اصلي ارزښت زیات ارزښت ورکړې. او که ته داکار وکړې نو کاروبار به دي پسې ښه سي، یا هره دنده چي لرې یې په هغې کي به پرمختګ وکړې.

ستا غوښتنو ته مینه ډیري لاري لري:

د هغو شیانو د پاره چي ته یې په ژوند کي غواړې پیسې یوازي یوه وسیله ده. کله چي ته فکر کوې چي ځیني شیان په پیسو ترلاسه کولای سې نو په دې ډول ته تر هغه چي یوازي د پیسو په اړه فکر کوې د زیاتي میني او خوښۍ احساس کوې. ته دا تصور وکړه چي هغه څه چي ته غواړې او مینه ورسره لرې در رسیدلي دي، ځکه چي په دې صورت کي به ته تر هغه چي یوازي د پیسو په اړه فکر کوې، د زیاتي میني احساس وکړې. د

۱۴

میني د جذب قوه د هغه څه د پاره چي ستا خوښ دي او غواړې یې ډیري زیاتي او نا محدودي وسیلې لري او په دغو وسیلو کي یوازي یوه یې پیسې دي. پام کوه چي دا غلطي ونه کړې چي ووایې پیسې د شیانو د ترلاسه کولو یوازنۍ وسیله ده. دا محدود فکر دی او په دې سره ته خپل

ژوند محدودوې.

زما خور په یوه عجبه پېښه کي د نوي موټر خاونده سوه. هغه په خپل زاړه موټر کي کارته روانه وه چي موټر یې د سېل په اوبو کي بند سو. د ژغورني د چارو یوه کارکونکي هغه مجبوره کړه چي موټر د سېل په خړو اوبو کي پریږدي او دا د اوبو څخه را وباسي چي غرقه نه سي. د سېل اوبه که څه هم چي ډیري خطرناکي نه وې خو د هغې موټر یې خراب کړ او له کاره یې واچاوه. په دوو اونیو کي هغې ته د بیمې د شرکت له خوا د ښه ډیرو پیسو چیک ورسید او په دې پیسو هغې د خپلي خوښي نوی موټر واخیست.

د دې پېښي په زړه پوري برخه دا ده چي زما خور په هغه وخت کي د خپل کور ترمیمات کول او هغې د دغه نوي او ښکلي موټر د رانیولو د پاره پوره پیسې نه درلودې، خو هغې دغه موټر څنګه ځانته ور جذب کړ او خاونده یې سوه؟

موږ یوه بله خور هم درلوده، او کله چي هغې واوریدل چي خور یې نوی موټر را نیولی دی نو په اصطلاح د خوښۍ څخه په جامو کي نه ځائېده. هغه دومره خوشحاله وه او دومره مینه یې خپلي خورته چي نوی موټر

۱۵

یې رانیولی و څرګنده کړه چي د جذب قانون ټول عناصر، ټول حالات او شرایط په داسي ډول په حرکت کي ورته راوستل چي دا هم د نوي موټر خاونده سوه. دا ده د میني قوه! تا ته به دا تر هغو معلومه نه سي چي هغه څه چي ته یې غواړې تر لاسه یې کړې څنګه ترلاسه کوې، تر څو چي دي ترلاسه کړي نه وي. مګر د میني قوې ته دا معلومه ده ـ خپله اوسنۍ لار پریږده او د عقیدې لار راواخله. د هغه څه چي ته یې غواړې ترلاسه یې کړې تصور وکړه، د خپل بدن دننه ته ورننوزه او د خوښۍ احساس په کي راپیدا کړه او د میني د جذب قوه به تا ته هغه لار در وښیي چي ته یې غواړې. ستا د انساني دماغ معلومات محدود دي مګر د میني معلومات نا محدود دي او لاري یې هم تر هغه چي ته یې فکر کوې اوښتي دي. ته باید خپل ژوند په دې سره محدود نه کړې چي ووایې

« پیسې د هغه څه د پاره چي زه یې غواړم تر لاسه یې کړم یوازنۍ لار ده.» ته باید پیسې خپل یوازنی هدف ونه بولې، او ستا هدف باید د هغه څه ترلاسه کول او ترسره کول وي چي ته غواړې په خپل ژوند کي یې ولرې.

که ته د یوه نوي او ښکلي کور غوښتونکی یې نو د هغه تصور وکړه! که ته ښکلي کالي یا نوی موټر غواړې، که ته غواړې چي لوړ تحصیلات وکړې، بل ملک ته سیاحت وکړې، موسیقي زده کړې، ښه ورزشکار او ښه اکټر سې نو په هغو کي د هر یوه په اړه اول تصور وکړه! هر یو یې تاته راځي او ته یې په نامحدودو لارو سره ځانته راجذبوې.

۱۶

مینه حاکمه ده:

لوستونکي ته به د تیرو بحثونو څخه دا معلومه سوې وي چي مینه تر هرڅه لوړه او حاکمه ده. او که څوک مینه او پیسې سره پرتله کړي نو مینه تر پیسو لوړه او ارزښتناکه ده. ته نه سې کولای چي پیسې تر میني را مخکي کړې که ته داکار وکړې نو د میني د جذب قانون به دي مات کړی وي او د دې کار د ناوړو نتیجو تاوانونه به وګالې. مینه ستا په ژوند کي حاکمه قوه ده. هیڅ شی تر میني مخکي کیدلای نه سي. پیسې یوه وسیله ده چي ته یې په کار اچوې او ته دا پیسې د میني له لاري درته راوړې. خو که ته پیسې په خپل ژوند کي تر میني مخکي وبولې او هغو ته تر میني زیات اهمیت ورکړې نو په دې سره به ډیر منفي شیان تاته مخه کړي. که ته د پیسو د پاره مینه ورکه کړې یعني ډیري پیسې ولرې نه مینه او د یوه مغرور شتمن انسان په توګه د خلکو په مخکي بې پروا تیریږې راتیریږې نو ته به په خپلو اړیکو، خپلي روغتیا، خوشحالي او مالي چارو کي د منفي افکارو یا « منفیت » دروازې درته خلاصي کړې.

د ( نوي فکر ) د کتاب مؤلف چارلز هانیل (۱۸۶۶ – ۱۹۴۹) ویلي دي:

« که ته میني ته ضرورت لرې نو کوشش وکړه په دې ځان پوه کړې چي د میني د حاصلولو یوازنۍ لار د هغې صادرول دي، او هرڅومره زیاته مینه چي ته صادره کړې هغومره به یې حاصله کړې او د میني د

۱۷

صادرولو یوازنۍ لار دا ده چي تا ځان د مقناطیس غوندي په هغې مشبوع کړی وي.»

ته غواړې پیسې ولرې، نو دومره یې ولره چي د خپل ژوند اړتیاوي په پوره کړې او بشپړ او آرام ژوند وکړای سې. ته دا هم نه غواړې چي لږ پیسې ولرې او په ژوند کي د اقتصادي ستونزو سره مخامخ سې، ځکه چي ستا په ژوند کي د پیسو کموالی او ستونزي منفي اړخونه دي. د ژوند ښکلا داده چي ته مینه تر پیسو مخکي وبولې او په دې سره به ټولي هغه پیسې چي ته د بشپړ او هوسا ژوند دپاره ضرورت ورته لرې تاته راسي.

یوه څلوریځه د ژباړونکي له خوا:

پیسه  ښه  ده  چي  یې ولرې څه  زیاته

دومره هم نه چي ته ولاړ سې دا سي پاته

یوه    مشر   مي    کوله    دا    خبره

ځان  دي ساته  په  پیسو پیسې مه ساته

—————-

نهم بحث

ستره قوه او اړیکي

د میني صادرول هغه قانون دی چي ستا د ژوند په ټولو شیانو او اړخونو کي تطبقیدای سي. یا په بل عبارت د میني صادرول د اړیکو او روابطو قانون دی. د میني ستره قوه په دې پسې نه ګرځي چي ته څوک پېژنې که یې نه پېژنې، څوک دي دوست او څوک دي دښمن دی، څوک دي خپل او څوک پردی دی. د میني ستره قوه د دې پروا هم نه لري چي ته د هغه چا سره چي ستا سره د کار په ځای او دفتر کي کار کوې مخالفت لرې که یې نه لرې. یا دي د آمر، مور یا پلار، لور یا زوی او نورو سره جنجال را پیدا دی که نه. ته چي د هر چا سره په تماس کي یې او اړیکي او روابط ورسره لرې نو ته په دې وخت کي یا مینه صادروې یا یې نه صادروې او هغه څه چي ته یې صادروې هغه بیرته حاصلوې.

اړیکي ستا دپاره تر ټولو ښه او لویه لار ده چي ته د دغي لاري څخه مینه صادروې او ځکه نو ستا ټول ژوند د هغي میني له کبله چي ته یې په خپلو اړیکو کي صادروې بدلیدلای سي. او هغه داسي چي که ته په دې اړیکو کي ډیره مینه صادره کړې نو د ژوند دا بدلون به دي په زیاته اندازه مثبت وي او که لږ مینه صادره کړې نو په ژوند کي به دي لږ

۲

مثبت بدلون راسي، او که مینه هیڅ صادره نه کړې نو دا بدلون به منفي

وي یعني تر دا اوسني حال به دي هم ژوند خراب سي.

څه چي نورو ته ورکوې هغه ځان ته ورکوې:

د تاریخ په اوږدو کي ډیرو پوهو او منورو اشخاصو تل دا ویلي دي چي د نورو سره مینه ولرئ. تا ته دا نه دي ویل سوي چي د نورو سره د دې د پاره مینه ولره چي ته یو ښه شخص سې. تا ته د ژوند پټ راز درکړه سوی دی! تا ته د جذب قانون درکړه سوی دی! کله چي ته دنورو سره مینه لرې نو ته به داسي ژوند ولرې چي لیاقت یې لرې.

د نورو سره د مهربانۍ، دلاورۍ، طرفدارۍ، منني او ښو احساساتو په څرګندولوسره مینه ولره او دا مینه به په ضرب سوې توګه بیرته تا ته راستنه سي او ستا د ژوند ټولو څانګو ته به ځان ورسوي چي ستا روغتیا، ستا خوښي، ستا اقتصادي حالت او کاروبار او داسي نور ټول شیان به په کي شامل وي. که ته په نورو  باندي بې ځایه انتقادونه کوې، بد رد ورته وایې، په هغوی باندي په قهر او غضب یې او بد احساسات ورته څرګندوې نو دا ټول منفي شیان دي او همدا شیان به بیرته تا ته مخه کړي. او کله چي دغه منفي شیان بیرته تا ته را ستنیږي نو هغه هم په ضرب سوې توګه تا ته را ستنیږي او ډیر نور منفي شیان د ځان سره راوړي چي ستا پر ژوند باندي منفي تاثیر کوي.

۳

هر څه ستا سره اړه لري:

ته د خپلو اړیکو په باب دا اوس لا ویلای سې چي تا څه ډول شیان صادر کړي دي. که ستا اوسنۍ اړیکۍ ډیري ښې او خوندوري وي نو د دې معنی دا ده چي تا تر منفي شیانو ډیره مینه او مننه صادره کړې ده. که ستا اوسنۍ اړیکي د ستونزو او جنجالونو څخه ډکي او ترخې وي نو د دې معنی دا ده چي تا تر میني زیات خراب او منفي شیان صادر کړي دي.

ځیني خلک فکر کوي چي د دوی ښې یا بدي اړیکي د بل چا سره اړه لري، مګر ژوند داسي نه دی. ته د میني قوې ته دا نه سې ویلای چي زه به د بل چا سره هغه وخت مینه ولرم چي هغه یې زما سره ولري! ته په خپل ژوند کي هیڅکله هغه څه نه سې حاصلولای چي صادر کړي دي نه وي! یا په بل عبارت هغه څه چي ته یې صادروې هغه حاصلوې، ځکه نو دا په هیڅ ډول د بل چا سره اړه نه لري. دا ټول خپله ستا سره اړه لري. دا ټول ستا سره او د هغه څه سره اړه لري چي ته یې صادروې او دا چي ته څه ډول احساسات څرګندوې.

ته دا اوس هر ډول اړیکي او روابط  دهغه چا سره بدلولای سې چي هغه ته د زړه له کومي مینه او علاقه څرګنده کړې، ستاینه او احترام یې

۴

وکړې. کله چي ته د هغه په اړه ځیني منفي شیان ملاحظه کوې او پر هغو سترګي پتوې او په عوض کي یې په قصدي توګه کوشش کوې د هغه ځینو داسي شیانو ته پام واړوې چي ستا خوښ وي، نو دا به د هغه سره ستا په اړیکو کي د معجزې په توګه بدلون راولي. او د دې کار علت د میني قوه ده ځکه چي دا قوه ټول منفي شیان له منځه وړي چي په هغو کي په اړیکو او روابطو کي موجود منفي شیان هم شامل دي. هغه څه چي ته یې کولای سې دادي چي ته هغو شیانو ته په مینه وګورې چي د هغه په هکله یې خوښوې. ته په دې کار سره مینه را ایساروې او ستا او د هغه په اړیکو کي به هر څه بدل سي.

ماته د سلګونو خلکو اړیکي معلومي دي چي د میني په قوې سره بدلي سوي دي. په دې کي مي یوه ښځه را پیادیږي چي څنګه د میني په قوې سره په ژوند کي بیرته خوشحاله او آرامه سوه. دغي میرمني د خپل مېړه سره مینه بیخي بایللې وه، تر دې حده چي هغه اصلا خپل مېړه ته نژدې کیدلای نه سوه. د هغې مېړه به هره ورځ شکایت کاوه او له دې کبله تل تر روحي فشار لاندي او قهرجن و، او تل مدام به یې خپلي میرمني او څلورو ماشومانو ته ښکنځل کول او په بدو نومونو به یې یادول.

کله چي دغي میرمني د میني د قوې په باب مطالعه وکړه او معلومات یې حاصل کړل نو د هغو په تطبیقولو یې پیل وکړ. هغې فیصله وکړه چي همدا اوس او ځای پر ځای د خوشحالۍ احساس وکړي که څه هم چي د

۵

مېړه سره یې لا زیاتي ستونزي او جنجالونه موجود وو. کله چي دغي میرمني خپل احساس بدل کړ نو ورسره یې د کور فضا سمدستي یو څه ښه سوه او د ماشومانو سره یې په اړیکو کي هم بدلون راغی. هغې وروسته د خپل واده عکسونه را واخیستل چي د خپل مېړه سره یې اخیستي وو او دغو عکسونو ته به یې د پخوانیو خوږو خاطرو په توګه کتل. په دغو عکسونو کي داسي عکسونه هم وو چي هغې پخوا لا ډیره مینه او علاقه ورسره درلوده او په هغو کي یې ځیني را واخیستل او د خپل کار د مېز په سر یې کښیښوول او هره ورځ به یې ورته کتل. په دې سره د هغې په ژوند کي حیرانونکی شی پېښ سو. هغې ته د خپل مېړه سره د هغي میني احساس پیدا سو چي د واده په لومړیو شپو ورځو کي یې درلود، او کله چي یې د خپلي میني د بیرته را ستنیدو احساس وکړ نو دا احساس یې په حیرانونکي ډول مخ په زیاتیدو سو او دومره زیات سو چي د واده په لومړیو ورځو کي یې لا د خپل مېړه سره د دومره زیاتي میني احساس نه درلود. دې میني د هغې پر مېړه هم تاثیر وکړ چي په نتیجه کي یې قهرجن حال ښه او روحي فشار یې ورک سو.

مینه آزادي ده:

دا په اړیکو او روابطو کي د میني صادرولو داسي برخه ده چي ډیر خلک یې د هغه ژوند څخه بې برخي کړي دي چي لایق یې دي. په دې سره خلک فریب خوري ځکه چي هغوی په دې نه پوهیږي چي نورو ته مینه ورکول یا صادرول یعني څه. د دې خبري د واضح کولو د پاره چي

۶

نورو ته د میني صادرول څه معنی لري، لازمه ده څوک په دې ځان پوه کړي چي د دې معنی څه ده چي څوک نوروته مینه صادره نه کړي.

که یو څوک کوشش کوي چي بل څوک بدل کړي نو دا هغه ته د میني ورکول یا صادرول نه دي! که ته دا فکر کوې چي د بل چا د پاره به تر ټولو ښه او وړ شی څه وي، دا هم هغه ته د میني صادرول نه دي. که ته دا فکر کوې چي ته پر سمه او صحیح لار روان یې او هغه بل څوک پر کږه او غلطه لار روان دی، دا هغه ته ستا له خوا د میني ورکول یا صادرول نه دي! پر بل چا باندي بې ځایه انتقادونه کول، د هغه شکایتونه کول، ملامتي پر اچول او عیبونه یې را سپړل د میني ورکول یا صادرول نه دي.

وایي چي د یو چا میرمن د هغه د کور څخه ووتله او ماشومان یې چي د دواړو اولادونه وو هم ورسره بوتلل. د هغې مېړه ډیر په قهر او غضب سو او خپله میرمن یې ملامتوله چي ولي د کور څخه وتلې ده. هغه کوشش وکړ چي د خپلي میرمني سره تماس ونیسي او هغه مجبوره کړي چي خپله فیصله بدله کړي او بیرته ورته راسي. دغه سړي به شاید فکر کاوه چي د خپلي میرمني او ماشومانو سره یې مینه درلوده، خو د هغه اعمال مینه ناک نه وو. هغه د دې جلا والي ملامتي پر خپلي میرمني باندي اچوله او باور یې درلود چي ده کوم غلط کار نه دی کړی او میرمن یې پر غلطه لار روانه ده. هغه د خپلي میرمني دا فیصله چي د

۷

خپل ځان په هکله  یې کړې وه نه منله او تل به یې د یوې یا بلي لاري څخه د هغې سره تماسونه نیول او ګواښونه به یې ورته کول. هغه و چي په دې لړ کي پولیسو ونیو او بندي یې کړ.

دغه سړي ته وروسته دا معلومه سوه چي ده کله چي یې د خپلي میرمني هغه فیصله ردوله چي د خپل ژوند او آزادۍ د پاره یې غوره کړې وه،  نو په دې حال کي ده مینه نه صادروله او په نتیجه کي یې خپله آزادي بایلوله. د جذب قانون د میني قانون دی او ته دا قانون نه سې ماتولای. که ته هغه مات کړې نو ځان به دي مات کړی وي.

د دې مثال څخه ښکاري چي اړیکي د ځینو خلکو په ژوند کي څومره مهمي دي. ته د بل چا د انتخاب حق او هغه حق چي ځان ته دي څه غواړې او څه نه غواړې ماتولای نه سې، ځکه چي دا دمیني صادرول نه دي. کله چي ستا زړه ماتیږي، نو دا ستا په ژوند کي یو تریخ غوړپ دی او باید تر ستوني یې تیر کړې. خو ته باید د بل هرچا د آزادۍ او د انتخاب د حق احترام وکړې. هغه څه چي ته یې بل چاته ورکوې هغه ځان ته ورکوې او کله چي ته د بل چا د انتخاب د آزادۍ حق تر پښو لاندي کوې او هغه ردوې نو ته به داسي منفي شیان ځان ته در جذب کړې چي ستا خپله آزادي به هم رد کړي. شاید په پیسو او عایداتو کي به دي کموالی راسي، یا به دي روغتیا ته تاوان ورسیږي او یا به دي په کارو بار کي ستونزي او مشکلات را پیدا سي چي دا ټول شیان ستا پر آزادۍ تاثیر درلودلای سي. د جذب د قانون په مخ کي بل لاس کار نه کوي ـ هغه څه چي ته یې نورو ته صادروې هغه بیرته حاصلوې.

۸

نورو ته د میني د صادرولو معنی دا نه ده چي ته هغوی ته اجازه ورکوې چي ستا په خلاف ودریږي یا ستا حقوق سلب کړي، ځکه چي دا دمیني صادرول نه دي. که ته بل څوک دې ته پریږدې چي ستا په مقابل کي ودریږي، یا په اصطلاح پر تا را وغورځیږي، یا تا استعمال کړي نو دا دهغه په ګټه نه ده او هیڅ مرسته نه سي ورسره کولاي. د میني صادرول سخت کار دی او موږ د هغې د قانون څخه زده کړه کوو او ځانونه روزو او د همدغو زده کړو د یوې برخي په توګه موږ دهغه نتیجې ترلاسه کوو. ځکه نو دا مینه نه ده چي ته بل څوک دې ته پریږدې چي تا استعمال کړي یا ستا پر حقوقو باندي تیری وکړي. جواب یې دادی چي ته دي  د ښو احساساتو فریکونسي لوړه کړه، دومره لوړه چي کولای سې او د میني قوه به ستا د پاره د حالاتو او شرایطو فیصله وکړي.

دیکارت ( ۱۵۹۶ ـ ۱۶۵۰ ) نامتو فیلسوف او ریاضي پوه ویلي دي:

« هر وخت چي یو چا پر ما تیری کړی دی نو ما خپله روحیه دومره اوچته کړې ده چي د هغه تیری ماته نه دی را رسیدلی.»

د اړیکو راز:

ژوند تا ته هر څه وړاندي کوي چي ته هغه څه غوره کړې چي مینه ورسره لرې او د ژوند د سوغات یوه برخه داده چي ته د هر ډول خلکو سره اړیکي لرې چي هغوی غوره او انتخاب کړې او هغه څه په کي پیدا

۹

کړې چي مینه ورسره لرې او د هغو شیانو څخه یې مخ واړوې چي د میني وړ څه په کي پیدا نه کړې. ته نه سې کولای هغه چا ته مینه څرګنده کړې چي داسي خواص او خویونه لري چي ستا نه خوښیږي او مینه نه ورسره لرې او هغه په اسانۍ سره پریږدې، بیله دې چي کوم ډول احساس ورته څرګند کړې.

که ته د هغو خواصو او خویونوڅخه چي په یو چا کي یې ووینې او ستا

نه خوښیږي او مینه نه ورسره لرې تښتې، نو د دې معنی داده چي ته دي ځان آراموې او دا درته معلومه ده چي ژوند تا ته د انتخاب حق او چانس در کړی دی. د دې معنی دا نه ده چي ته به د هغه سره دلیل او دلایل وایې چي دا ورته ثابته کړې چي هغه پر غلطه او کږه لار روان دی او ته هغه غندې او ملامتوې او غواړې هغه خپل خویونه اصلاح کړي، ځکه چي ته فکر کوې چي ته پر سمه لار روان یې. په دې ډول که ته د دغو کارونو څخه هر یو وکړې نو ته مینه نه صادروې. کله چي ته د میني د احساس کومه فریکوینسي لرې نو یوازي هغه څوک یا هغه خلک به په ژوند کي در نژدې سي چي ستا په شان د احساس عین فریکوینسي ولري.

ته په دې پوهیږې چي ځیني ورځي ته د خوشحالۍ زیات احساس کوې ، ځیني ورځي بیا په قهر او غضب کي یې او نوري ورځي بیا د غم او خپګان احساس کوې. ته په خپل ځان کي څو ډوله شخصیتونه یې. هغه

۱۰

څوک چي ستا سره روابط او اړیکي لري هم په خپل ځان کي څو ډوله شخصیتونه لري. هغه به هم کله خوشحاله، کله په قهر او غضب او کله خوابدی او غمجن وي. په دې کي شک نه سته چي تا به هغه د څو شخصیتونو په توګه لیدلی وي، خو دغه ټول حالتونه او شخصیتونه بیا هم د هغه خپل او یو شخصیت دی. کله چي ته خوشحال یې نو په دې وخت کي یوازي د هغه خوشحال شخصیت ستا په ژوند کي درګډیږي او د دې دپاره چي ته د نورو خلکو خوشحال شخصیتونه در جذب کړې نو ته باید خوشحال اوسې! د دې معنی دا نه ده چي ته د نورو خلکو د خوشحالۍ مسئول یې. یا په بل عبارت د نورو خوشحالي هم ستا په غاړه ده، بلکي هرڅوک د خپل ژوند او خپلي خوشحالۍ مسئول دی. او د دې معنی دا ده چي ته باید تل خوشحاله اوسې او پرته له خوشحالۍ چي ویې لرې نور څه درته په کار نه دي. او د جذب قانون خپل کار کوي.

د لرغوني یونان فیلسوف ارستو ( ۳۸۴ ـ ۳۲۲ ق م ) ویلي وو چي «خوشحالي خپله په موږ پوري اړه لري.»

د احساساتو خصوصي آزمویونکي:

د سیالیو د مخنیوي او د سختو اړیکو څخه د ځان ژغورلو یوه لار داده چي موږ داسي تصور وکړو چي خلک « زموږ د احساساتو خصوصي آزمیونکي دي! » د میني قوې تاته ستا د احساساتو خصوصي آزمویونکي در کړي دي چي هغوی عادي خلک دي او ته هره ورځ ورسره په تماس

۱۱

کي یې، مګر هغوی ټول تا د دې د پاره آزمویي چي مینه انتخاب کړې! ځیني خلک به شاید د احساساتو د خصوصي آزمویونکو په ډله کي نرم او مهربان کسان وي ځکه چي هغوی پر تا باندي زیات او سخت فشار نه راوړي او په آسانۍ مینه ورسره پیدا کیدلای سي. ځیني خلک به شاید مهربان نه وي ځکه چي هغوی به پر تا باندي تر آخیري حده فشار اچوي. خو هغوی داسي خلک دي چي تا په هر ډول د میني په انتخابولو کي قوي او چمتو کوي.

د احساساتو خصوصي آزمویونکي تا متوجه کوي او د دې د پاره د ټولو لارو چارو او تاکتیکونو څخه کار اخلي، مګر هغه څه چي ته یې باید په پام کي ونیسې دادي چي هر اعلان چي تاته در کول کیږي په هغه کي باید مینه انتخاب سوې وي او منفي شیان او تومتونه په کي نه وي. ځیني آزمویونکي شاید تا دې ته متوجه کړي چي د دوی یا نورو په اړه قضاوت وکړې. مګر دا یوه لومه ده او په دې لومه کي ځان مه بندوه. د بل چا په اړه قضاوت کول منفي شی دی او مینه نه صادروي، ځکه نو که ته د یوچا یا د خویونو او کارونو یا یوشي سره مینه ونه درلودلای سې نو مخ ځني واړوه او لاره بدله کړه.

ځیني آزمویونکي به شاید تا د انتقام، قهر او غضب یا کرکي او نفرت  احساساتو ته وهڅوي چي امتحان دي کړي. د هغو څخه هم ځان لیري کړه او هغوشیانو ته مخه کړه چي ته یې په ژوند کي خوښوې او مینه

۱۲

ورسره لرې. ځیني آزمویونکي به شاید په تا باندي د مجرم ټاپه هم ووهي، د بې کفایتۍ، نالایقۍ او ویري د احساساتو سره به دي مخامخ کړي. په هغو کې یوه ته لا ځان مه تسلیموه، ځکه چي ټول یې منفي شیان دي او مینه نه لري.

که ته دا تصور وکړې چي ځیني کسان ستا په ژوند کي ستا « داحساساتو خصوصي آزمویونکي » دي نو دا به ستا د سختو او مشکلو اړیکو سره مرسته وکړي. هغوی « سخت سره آزمویونکي » دي او تا قوي او پیاوړی کوي چي مینه غوره کړې. مګر هغوی تاته یوپیغام هم رسوي او درته وایي چي ته د احساسساتو منفي فریکوینسي لرې او ته باید دا احساس ولرې چي دا فریکوینسي دي بدله کړې! که ته مخکي لا د منفي احساساتو فریکوینسي ونه لرې نو هیڅوک ستا ژوند ته منفي شیان نه راوړي. که ته د میني د احساس فریکوینسي لرې، نو بل څوک به که هر څومره سرسخته  او د منفي احساساتو خاوند هم وي، په تا باندي تاثیر ونه لري.

هرڅوک په خپل ژوند کي د نورو سره په اړیکو کی یو نقش لري. که نورخلک ستا « د احساساتو خصوصي آزمویونکي » دي، نو ته هم د هغوی « د احساساتو خصوصي آزمویونکی » یې. ته دښمنان نه لرې، خو یوازي « د احساساتو خصوصي آزمویونکي » لرې او هر څومره چي دغه آزمویونکي سر سخته وي ستا څخه لوی او مهم شخص

۱۳

جوړوي.

د جذب قانون نښلیدونکي دی:

که ته د بل چا په ښه طالع اوزیات ثروت او شتمني باندي خوشحاله کیږې نو د هغه ښه طالع او زیات ثروت او شتمني په تا پوري نښلي! که ته د بل چا د ښو خویونو او خواصو قدر او ستاینه کوې نو ته دغه خواص ځانته در کشوې یا په بل عبارت په ځان پوري یې نښلوې. مګر که ته د بل چا د منفي شیانو په اړه فکرکوې یا یې خبري کوې نو ته دغه منفي شیان هم په ځان پوري نښلوې او په خپل ژوند کي یې شاملوې.

د جذب قانون ستا احساساتو ته جواب وایي. بیا هم داخبره کوم چي هر څه چي ته صادروې هغه حاصلوې. ځکه نو که ته په یو چاباندي هر راز ټاپه ووهې، ته دغه ټاپه ځان ته در کشوې او په خپل ځان پوري یې نښلوې. اوس نو دې خبري ته راځو چي ووایو: « هر هغه څه چي ته مینه ورسره لرې او په ژوند کي یې غواړې او هغه په نورو خلکو کي وینې نو هغو ته ٫٫هو٬٬ ووایه ! »

دا ستا د ژوند د بدلولو ډیره ښه او آسانه لار ده. ته فقط دومره کولای سې چي هغه شیان چي په نورو کي یې وینې او خوښوې یې او مینه او علاقه ورسره لرې هغه په پام کي ونیسې او د هغو شیانو څخه یې ځان ګوښه

۱۴

کړې چي مینه او علاقه نه ورسره لرې او نه یې خوښوې او په دې ډول به د منفي احساساتو څخه لیري اوسې.

غیبت هم منفي احساس دی:

د نورو په نه موجودیت او غیاب کي خبري کول، د هغوی عیبونه

راسپړل او انتقادونه پر کول د خلکو په ژوند کي ډیر منفي شیان را پیدا کوي. غیبت منفي کار دی، په هغه کي مینه نه سته او که یې څوک کوي نو عین هغه بیرته حاصلوي. غیبت هغه چاته تاوان نه رسوي چي غیبت یې کیږي، بلکي خپله غیبت کونکي ته زیانمن دی.

که ته د خپل ملګري او کوم دوست سره په خبرو بوخت یې او هغه د یوچا ځیني منفي کارونه چي کړي یې دي یا ځیني منفي خویونه چي لري یې تاته وایي نودا غیبت دی او په دې حالت کي هغه منفي احساسات صادروي او کله چي ته د هغه دا خبري اورې او غوږ دي ورته نیولی وي نو ته هم منفي احساسات صادروې، ځکه چي ته یو احساسونکی موجود یې او منفي خبري تر هغو اوریدلای سې چي دغه احساس درسره وي او که دي دا احساس ورک کړ نو بیا یې نه سې اوریدلای.

سپینه خبره داده چي موږ دې ته باید ډیره پاملرنه وکړو چي د نورو خلکو په غیاب کي د هغوی بد ونه وایو، یا په بل عبارت د هغوی کړه وړه ونه غندو ځکه چي دا غندنه به ډیر ژر زموږ « د پزي پېزوان » سي او

۱۵

څرنګه چي ته دا پېزوان نه غواړې نو هغه د خپل احساس په بدلولو سره رد کړه او که دا کار وکړې نو تا به نه یوازي د ځان سره ښه کړي وي، بلکي د هغوی سره به دي هم ښه کړي وي چي په دې نه پوهیږي چي غیبت د دوي پر ژوند باندي څومره منفي تاثیر کوي.

په خبرو او مجلسونو کي څوک د هر چا سره مخامخ کیږي. که ته د داسي کسانو سره په مجلس کي ناست یې چي د هغوی څخه د یو چا غیبت اورې نو په خبرو کي یې ورولویږه او ورته ووایه چي « ډیره مننه، مګر ما خو دهغه څخه څه بد نه دي لیدلي او نه یې ماته بد رسولي دي …» او بیا د هغه چا په اړه چي غیبت یې کیږي د هغه د لیاقت او قابلیت اړخ که درته معلوم وي ذکر کړه.

ستا عکس العمل یې انتخابوي:

ژوند تاته هرډول حالات او شرایط وړاندي کوي چي ته هغه څه انتخاب کړې چي مینه ورسره لرې یا یې نه ورسره لرې. کله چي ته د یو شي په مقابل کي عکس العمل څرګندوې نو ته د خپلو احساساتو په مقابل کي عکس العمل څرګندوې، او کله چي ته دا کار کوې ته هغه انتخابوې! ستا عکس العمل ښه وي که بد هغه تاته در جذبوي او په نتیجه کي یې ته وایي چي زه هغه لا یو څه زیات غواړم.! او ځکه نو دا مهمه ده چي دې ته پاملرنه وکړې چي ته په خپلو اړیکو کي څه ډول عکس العمل څرګندوې، ځکه چي که ته په ښو احساساتو یا په بدو احساساتو سره

۱۶

عکس العمل وښیې نو ته دي دا احساسات صادروې او په همدې احساساتو سره به د عین حالاتو او شرایطو سره مخامخ سې.

که یو څوک داسي خبره یا کوم کار وکړي چي په هغه سره ته په قهر او غضب سې، یا دي طبیعت خراب سي نو تر خپل وس پوري کوشش وکړه چي دغه منفي احساس دي بدل کړې. په دې وخت کي که ته فقط په دې پوه سې چي تا منفي عکس العمل وښود نو دا پوهه دي سمدستي د منفي احساس قوه باطلوي او دا احساس دي له منځه وړي. او که ته فکر کوې چي دغه منفي احساس دي کلک در پوري نښتی دی او ته ځان نه سې ځني خلاصولای نو بیا به ښه دا وي چي ځان دي بدل کړې، د باندي ووځې او یوه شېبه هغو شیانو ته وګورې چي ستا خوښیږي او مینه ورسره لرې، تر څو چي د ښه والي احساس وکړې. ته د هر هغه شي څخه چي خوښ دي دی او مینه ورسره لرې کار اخیستلای سې چي فکر دي سم سي لکه ستا د خوښي د سندرو اوریدل، د هغو شیانو تصور کول چي مینه ورسره لرې، یا د داسي کارتر سره کول چي ستا د میني او علاقې وړ وي. ته همدا راز د هغو شیانو په اړه هم فکر کولای سې چي ستا خوښ دي او په هغه شخص کي موجود دي چي ته یې په قهر کړی یې. دا به شاید ستا د پاره سخت کار وي، خو که یې وکړای سې نو په دې سره به ته ډیر ژر ښه او آرام سې. دا همدا راز ډیره ښه او چټګه لار ده چي ستا څخه د خپلو احساساتو بادار جوړوي!

۱۷

نامتو لیکوال او شاعر اوسکار وایلډ ( ۱۸۵۴ـ ۱۹۰۰ ) ویلي وو :

« څوک چي د خپل ځان بادار وي هم خپل غم او خواشیني لیري کولای سي او هم ځان ته خوشحالي او نیکمرغي را پیدا کولای سي. زه نه غواړم د خپلو پارونکو احساساتو تابع اوسم. زه غواړم احساسات مي د خپلي خوښۍ د پاره استعمال کړم او پر هغو حاکم اوسم.»

ته په خپل ژوند کي هر ډول منفي حالت بدلولای سې، مګر نه سې کولای چي دا کار د بدو احساساتو په لرلو سره تر سره کړې. ته باید د دې حالت د بدلولو دپاره بل ډول عکس العمل وښیې، ځکه چي که ته د منفي حالت د بدلولو د پاره منفي عکس العمل ښودلو ته دوام ورکړې نو ستا بد احساسات به دغه منفي عکس العمل څو چنده زیات کړي. خو که ته ښه احساسات ولرې او په همدې ښو احساساتو سره عکس العمل څرګند کړې نو مثبت عکس العمل دي څو چنده زیاتیږي، حتی که ته دا تصور هم ونه کړای سې چي یو خاص حالت څنګه مثبت شکل غوره کولای سي. خو دا کار کیدونکی دی. د میني قوه تل خپله لار پیدا کوي.

مینه سپر دی:

د نورو خلکو د منفي احساساتو د قوې د کمولو د پاره چي پر تا تاثیر ونه کړي د هرچا د احساساتو مقناطیسي سا حې په پام کي ولره. په دې کي د میني، خوشحالي، شکر ادا کولو او منني، هڅوني او داسي نورو ښو او مثبتو احساساتو مقناطیسي ساحې یادولای سو. دغه راز د قهر او غضب،

۱۸

مایوسۍ، ویري، کرکي او نفرت، غچ اخیستلو او داسي نوروبدو او منفي احساساتو مقناطیسي ساحې هم یادولای سو.

یو څوک چي د قهر او غضب مقناطیسي ساحه ولري هیڅکله د خوشحالۍ احساس نه کوي او ځکه نو کله چي ته د هغه سره مخامخ سې، شاید سمدستي به خپل قهر او غضب در وښیي. هغه نه غواړي چي تا ته څه تاوان ورسوي، خو هغه د قهر او غضب په مقناطیسي ساحه کي دی او په دې نړۍ کي هیڅ شي ته په خوشحالي او ښه والي نه سي کتلای، او هر  څه چي کتلای یې سي داسي شیان دي چي  هغه قهرجن کوي. او څرنګه چي هغه یوازي قهر او غضب ویني نو دا قهر او غضب هغه چاته هم انتقالوي چي ور سره مخامخ کیږي. څنګه داسي نه ده؟

که ته ښه او ډیر ښه احساسات ولرې نو ستا د مقناطیسي ساحې قوه داسي سپر درته جوړوي چي د ټولو منفي شیانو په مقابل کي مقاومت او دفاع کوي. او ځکه نو که یو څوک هرڅومره منفي او ناوړه احساسات درته څرګند کړي، دغه سپر د هغو ټولو به مقابل کي دفاع کوي او ستا د احساساتو مقناطیسي ساحه به یې بیرته په شا ووهي او تاته به در ونه رسیږي.

۱۹

له بلي خوا که یو څوک تا د منفي شیانو سره مخامخ کوي یعني بدي او ناوړه خبري درته کوي او ته هم د خپل هغه احساس مخه نه سې نیولای چي د دغو بدو او منفي خبرو له کبله درته پیدا کیږي، نو په دې وخت کي ښه لار داده چي ځان ته یو عذر او پلمه پیدا کړې او په آرامۍ او ادب سره د هغه څخه جلا سې ـ که دننه یې دباندي ووځه، که دباندي یې نو د هغه څخه دي لار بدله کړه او پر دا بله خوا رهي سه تر څو چي ته دد غه بد احساس څخه ځان وژغورې او ښه احساس پیدا کړې.

دوې منفي ساحې که په تماس کي سره راسي په ډیري چټکۍ سره ضربیږي او هیڅکله به د هغو څخه ښه او مثبت ترلاسه نه سي. ته هم باید دخپل ژوند د تجربو څخه په دې پوه سوی یې چي دوې منفي ساحې چي سره یوځای سي بدوالی او ناوړتیا یې زیاتیږي.

که ته د غمجنۍ، مایوسۍ، بیري او داسي نورو منفي شیانو احساس لرې نو ته نړۍ ته د همدې احساس په ساحه کي ګورې او نړۍ به تاته غمجنه،

مایوسه او ویرونکې ښکاري. ته هیڅکله د بدو احساساتو په ساحه کي ښه شی نه سې لیدلای. که ته د خپل احساس لاره بدله نه کړې نو ته به د هیڅ ډول ستونزي او مشکل څخه ځان ونه ژغورلای سې او برسېره په دې ستا دغه منفي ساحه به ډیر نور منفي شیان هم ځان ته ورجذب کړي.  داحساس د لاري بدلول تر هغه ډیر آسانه دي چي ته  شاوخوا منډي

۲۰

را منډي وهې او هغه څه چي غواړي یې تر لاسه کولای یې نه سي. ځکه چي دا ستا خپل احساس دی او ستا په ځان کي دننه دی.

د ( نوي نظر ) مؤلف چارلز هانیل (  ۱۸۶۶ـ ۱۹۴۹ ) ویلي و « قوه په دننه کي ده، خو موږ یې تر هغو نه سو ترلاسه کولای چي را ویې نه باسو. »

که یو څوک د خوښۍ مقناطیسي ساحه لري او که ته د خوني په یو سر کي او هغه یې په بل سر کي ناست وي او خبري سره کوئ نو ته هم د خوښۍ احساس کوې ځکه چي ته د هغه د خوښۍ په مقناطیسې ساحه کي یې. هغه خلک چي د لوړ نوم او زیات شهرت خاوندان دي، هغوی معمولي اشخاص دي خو تل ښه احساسات لري او د خوښۍ مقناطیسي ساحه یې دومره قوي ده چي ډیر شیان ورجذبوي. ته چي هرڅومره زیاته مینه صادروې او د ښه والي او خوښۍ احساس کوې ستا مقناطیسي ساحه قوي کیږي او د هرچا سره چي ته مینه او علاقه لرې هغه ځان ته ور کشوي!

د میني قوه هر شی سره نښلوي:

ته هره ورځ دا موقع لرې چي په خپلو ښو احساساتوسره مینه صادره کړې. که ته د خوشحالۍ احساسات لرې نو په دې باور ولره چي د هر هغه چا سره چي په تماس کي راځې هغه ته مینه او علاقه څرګندوې. او

۲۱

کله چي ته بل چاته مینه صادره کړې نو دا مینه د هغه له خوا بیرته تاته راستنیږي، مګر تر هغه چي تا صادره کړې ده په زیات قوت تاته بیرته مخ را اړوي.

کله چي ته بل چاته مینه صادره کړې او ستا دا مینه پر هغه باندي دومره زیات مثبت تاثیر وکړي چي هغه هم بل چاته مینه صادره کړي او همداسي پر هرڅومره زیاتو خلکو باندي چي مثبت تاثیر وکړي او هرڅومره زیات مزل چي ووهي، نو دغه ټوله مینه بیرته تاته راستنیږي. او په دې ډول ته نه یوازي هغه مینه بیرته حاصلوې چي لومړي کس ته دي صادره کړې وه، بلکي ته هغه مینه هم حاصلوې چي پر نورو خلکو یې مثبت تاثیر کړی دی او تا د مثبتو اشخاصو او مثبتو حالاتو سره مخامخ کوي.

برعکس که ته د منفي احساساتو په لرلو سره پر بل چا باندي دومره زیات منفي تاثیر وکړې چي هغه هم دا منفي تاثیر بل چاته انتقال کړي، نو دا بشپړ منفي حالت به بیرته تا ته را ستون سي او ستا پر کار او شغل، اقتصادي ژوند، ستا پر روغتیا او ستا پر اړیکو باندي به منفي تاثیر وکړي.

۲۲

کله چي ته د زیاتي خوښۍ او شوق او ذوق احساسات ولرې نو دا مثبت احساسا دي پر هر هغه چا باندي چي ته په تماس کي ورسره  راځې مثبت تاثیر کوي، حتی که دا تماس ډیر لنډ هم وي. د مثال په توګه که ته په کومه مغازه، بس موټر یا په لار کي د چکروهلو په وخت کي د یو چا سره مخامخ کیږې او ته د هغه سره په خوښۍ او د میني په ښوولو سره خبري کوې نو دا خبري دي هغه ته هم د خوښۍ مثبت احساس را پیدا کوي، چي دا کار ستا پر ژوند باندي مثبت تاثیر درلودلای سي.

مینه د هري اړیکي او رابطې جواب او د حل لار ده. ته د نورو سره خپلي اړیکي په منفي احساساتو سره نه سې ښې کولای. ته به مینه صادروې چي بیرته یې حاصله کړې. د خپلو اړیکو په هکله د ستري قوې کلۍ چي مخکي یې ذکر سوی دی را واخله او استعمال یې کړه. هغه شیان په پام کي ولره چي ته مینه ورسره لرې، د هغو شیانو لیست جوړ کړه چي ته مینه ورسره لرې، د هغو شیانو خبري کوه چي ته مینه ورسره لرې او د هغو شیانو څخه ځان وساته چي خوښ دي نه دي او مینه نه ورسره لرې.

دا تصور وکړه چي د نورو سره دي اړیکي ډیري ښې دي، دا تصور وکړه چي دغه اړیکي دي همداسي ښې او په بشپړ ډول ساتلای سې او دا احساس ولره چي دا اړیکي دي ریشتیني او په اخلاص دي. که ته کله د دغو اړیکو په ساتلو کي د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږې نو په

۲۳

خپل چاپېریال او شاوخوا کي دي د ټولو شیانو سره مینه ولره او د هر هغه منفي شي څخه ځان ګوښه کړه چي تا ته یې ستونزي پیدا کړي دي.

مینه تا ته هر څه ده او هر کار دي کولای سي! هغه څه چي ته یې کولای سې دا دي چي د ښو احساساتو په درلودلو سره مینه صادره کړې. که داسي وکړې نو په اړیکو کي به دي ټول منفي شیان او حالتونه ورک او کمزوري سي. هر وخت چي ته په خپلو اړیکو کي د منفي حالاتو سره مخامخ سې نو د حل لار یې تل مینه ده! د میني په صادرولو سره به ته په دې پوه نه سې چي دغه منفي حالتونه څنګه حل شوي او له منځه تللي دي.

——————–

لسم بحث

ستره قوه او روغتیا

د روغتیا معنی څه ده؟ ته به شاید فکر کوې چي یو څوک هغه وخت روغ رمټ دی چي ناروغ نه وي، مګر روغتیا یوازي دا نه ده. که ته د بشپړي روغتیا احساس کوې ، یا فکر کوې چي هیڅ ناروغي نه لرې خو د دې سره سره بیا هم پوره جوړ روغ نه یې.

د پوره روغتیا احساس داسي احساس دی لکه ډیر کوچني ماشومان چي یې لري. کوچني ماشومان هره ورځ خپل قوت او انرژي زیاتوي، د هغوی بدنونه سپک او د فعالیت څخه ډک دي، په حرکت نه ستړي کیږي، په پښو چي هرڅومره ګرځي د ستړیا احساس نه کوي، د هغوی دماغونه پاک او صاف دي. هغوی تل خوشحاله دي، ویره او روحي فشار نه لري، کوچني ماشومان هره شپه ژور او آرام خوب کوي او کله چي د خوب څخه را ویښیږي نو په اصطلاح ترو تازه او خوښ خوشحال وي. هغوی ته د هري بلي ورځي په اړه ستر احساس را پیدا وي.

که ته دغو کوچنیو ماشومانو ته وګورې او ښه فکر ورته وکړې نو د روغتیا په مفهوم به پوه سې چي روغتیا یعني څه! دا داسي شیان دي چي تا یې په کوچینیوالي کي احساس درلود او اوس یې هم باید احساس ولرې.

۲

ته د خپل ژوند په زیاترو وختونو کي داسي احساس درلودلای سې ځکه چي تا ته د میني د قوې په وسیله نا محدوده روغتیا میسره ده! ستا په مخکي هیڅ خنډ نه سته، هر څه چي ته یې غواړې هغه ستا دي او په دې کي نا محدوده روغتیا هم شامله ده. مګر ته باید هغې ته دروازه خلاصه کړې چي درته راسي.

ستا باوراوعقیده:

هغه څه چي ته یې په زړه کي فکر کوې هغه ستا باور او عقیده ده او تا ته وایي چي ټول یې ریشتیا او حقایق دي. عقیده تکرار سوي افکار دي چي قوي احساسات ورسره ملګري وي. د مثال په توګه یو څوک داسي فکر او احساس کوي چي « زه ژر ژر زکام کېږم »، « زما معده حساسه ده »، « که زه وختي ماښام چای وچیښم نوټوله شپه خوب نه سم کولای» دا او داسي نور شیان د عقیدې سره اړه لري او حقایق نه دي. عقیده ستا د دماغ پریکړه او فیصله ده. ته دروازې ته کلک قلف اچوې او د قلف کلي لیري غورځوې او خبرو ته هم موقع نه ورکوې. خو په هر څه چي ته باور او عقیده لرې او د دې احساس کوې چي ریشتیا دي، هغه به ستا د پاره ریشتیا وي که ګټه در رسوي که تاوان. په هر څه چي ته باور او عقیده لرې او هغه صادروې، د جذب د قانون له مخي هغه باید بیرته حاصل کړې.

ډیرو خلکو ته د دې پر ځای چي د روغتیا په اړه ښه عقاید پیدا سي، د ناروغیو په اړه ویرونکې عقاید  پیدا کیږي او دا ځکه چي نن ورځ په

۳

نړۍ کي ناروغیو ته زیات پام اوړي او موږ هم په هغې کي را ایسار یو. خو د دې ټولي توجه او پاملرني سره سره او د هغو ټولو پرمختګونو سره سره چي د نن ورځي په طب کي راغلي دي د انسانانو ناروغۍ زیاتي سوي دي او دا ځکه چي د ناروغیو په اړه د انسانانو ویره زیاته شوې ده.

ته د روغتیا په اړه  ښه او مثبت احساسات لرې که دي د ناروغۍ په اړه منفي احساسات زیات دي؟ ته په ژوند کي خپلي روغتیا ته عقیده لرې که د ناروغۍ حتمي والي ته؟ که ته دا باور او عقیده لرې چي ستا د عمر په زیاتیدو سره ستا بدن کمزوری او ناروغه کیږي او دا چي ناروغي حتمي ده نو ته همدا عقیده صادروې او د جذب قانون به هغه بیرته تاته را ورسوي.

د عقیدې قوه د دې څخه هم معلومیږي: څو تنو ناروغانو ته اصلي ګولۍ ورکړه سوي وې او څو تنو نورو ناروغانو ته جعلي ګولۍ د اصلي ګولیو په ډول ورکړه سوي وې خو هیچا ته نه وو ویل شوي چي کومي اصلي او کومي جعلي ګولۍ دي. کله چي ټولو ناروغانو لازمي شمېر ګولۍ وخوړلې نو څو ورځي وروسته د هغو ناروغانو په روغتیا کي هم ښکاره ښه والی راغلی و چی جعلي ګولۍ یې خوړلي وې. او دا د عقیدې هغه قوه ده چي تاثیر یې زموږ پر بدنونو باندي معلوم دی. هغه څه چي ته په خپلي عقیدې سره خپل بدن ته سپارې نو هغه به په خپل بدن کي حاصل کړې. هر ډول احساس چي ته لرې هغه ستا د ټول بدن په هره حجره او

۴

هر غړي کي ځای نیسي. کله چي ته ښه احساسات لرې نو ته مینه صادروې او ته په حیرانونکې توګه په بشپړي قوې سره خپل بدن ته روغتیا رسوې. کله چي ته بد احساسات لرې او د بد حالت سره مخامخ یې نو دغه بد حالت او قهر او غضب دي د بدن پر حجرو او اعصابو باندي ناوړه تاثیر کوي او هغه منقبضوي، ستا د بدن د ضروري کیمیاوي موادو تولیدول بدلیږي، ستا د ویني انساج هم کوچني کیږي او ساه دي تنګه تنګه کیږي چي دا ټول ستا د بدن د غړو او د ټول بدن د روغتیا قوه او مقاومت کمزوری کوی.

ستا د بدن دننه نړۍ:

ستا په بدن کي بشپړه نړۍ ده! د دې د پاره چي ته په هغي قوې پوه سې چي ته یې په خپل بدن کي لرې نو ته باید په دې نړۍ ځان پوه کړې، ځکه چي هغه ټوله ستا په خپل واک اختیار کي ده!

ستا د بدن ټول حجرات خاص نقش لري او هغوی ټول د یوه هدف دپاره کار کوي او هغه دادی چي تا ژوندی وساتي. ځیني حجرات ستا د بدن دخاصو سیمو یا خاصو غړو لار ښوونکي دي او هغوی په خپله سیمه کي لکه زړه، دماغ، ینه، پښتورګي، سږي او نورو کي د ټولو کارکونکو حجراتو لارښوونه کوي او سره تنظیموي یې. د یوه غړي د حجراتو لارښوونکې حجره د دې غړي ټول حجرات تنظیموي او لارښوونه یې کوي چي دا غړی په منظم ډول او په بشپړه توګه کار وکړای سي. ستا په

۵

بدن کي د حفاظت ساتني حجرې هم سته چي هغه ګزمه کونکي حجرې دي او ستا د ټول بدن د ویني په انساجو کي شپیته زره میله تګ راتګ او ګزمې کوي چي نظم او آرامي وساتي. کله چي یوه غیر عادي پېښه وسي لکه د بدن پوست چي دي زخمي یا وتوږل سي نو دغه ګزمه کونکي حجرات سمدستي د خطر زنګ ووهي او د نورو حجراتو څخه یوه جوړه سوې ډله چي د ترمیم او روغېدو دنده لري دغه ځای ته ځان ورسوي. د دغو حجراتو اول کار دادی چې په زخمي شوي یا توږل سوي ځای کي د ویني جریان بندوي. کله چي هغوی دا کار په بریالیتوب تر سره کړ بیا نو د انساجو او پوستکي د حجراتو حفاظتي ډلي را رسیږي چي د ترمیم او روغېدو کار وکړي. هغوی انساج  او څیري سوی پوست ترمیموي.

که کوم تیری کونکی ستا بدن ته ننوځي لکه بکټیریا او وایروس، د حافظې حجرات سمدستي هغه په نښه کوي او عکس العمل یې ګوري او بیا خپلي دوسیې پلټي چي هغه پخوانیو تیری کونکو ته ورته دی او که نوی دی چي بدن ته یې لار پیدا کړې ده. که د حافظې حجراتو ته دا معلومه سي چي دغه تیری کونکی ( میکروب ) د پخوانیو سره یوشان دی نو هغوی یوې بلي ډلي حجراتو ته چي برید کونکي دي خبر ورکوي چي دغه میکروب تباه کړي. که دغه میکروب نوی وي او د پخوانیو سره ورته والی ونه لري نو د حافظې حجرات هغه ته نوې دوسیه جوړوي او  د محوه کولو دپاره یې ټول برید کونکي حجرات رابلل کیږي. د دغه نوي تیري کونکي په محوه کولو کي چي د حجراتو هره ډله بریالۍ سي هغه د حافظې د حجراتو له خوا په مربوطو دوسیو کي ساتل کیږي او کله

۶

چي دغه تیری کونکی بیا بدن ته ننوځي د حافظې حجرات یې پیژني او په هغي ډلي سره یې تباه کوي چي پخوا یې هم تباه کړی و.

کله کله داسي هم پېښیږي چي ستا د بدن کومه حجره خپله دنده ترسره نه کړای سي یعني خپل کار هغه ډول چي لازم وي اجرا نه کړای سي نو ګزمه کونکي حجرات د ژغورني ډله رابولي او هغه ډیر چټک دغي بېکاري یا ناروغي حجرې ته ځان رسوي چي هغه ترمیم کړي. که دغه حجره د علاج د پاره خاص کیمیاوي مواد غواړي نو هغه مواد هم ستا د بدن په طبیعي درملتون کي موجود دي.

ستا د بدن ټول حجرات په ګډه هره ورځ ۲۴ساعته د خپل ژوند دپاره کار کوي. د هغوی یواځنی هدف ستا ژوند ته دوام ورکول او ستا روغ رمټ ساتل دي. ستا په بدن کي تقریبا ۱۰۰ټریلیون حجرې دي. که دې شمېر ته ځیر سو، یو ټریلیون خو زر ملیارډه دی او یو ملیارډ بیازر ملیون کیږي. دا ټولي حجرې شپه او ورځ ستا د ژوندي ساتلو دپاره کار کوي او ټولي یې ستا تر امر او قوماندې لاندي دي. ته په خپلو افکارو، احساساتو او عقایدو سره هغوی ته امر کوې او کنټرولوې یې. هغه څه چي ته د خپل بدن په اړه فکر کوې او هر ډول عقیده چي ته لرې، ستا د بدن حجرات هم عین دغه فکر او عقیده لري. هغوی د هغه څه په باب چي ته فکر او احساس کوې او عقیده ورته لرې هیڅ ډول پوښتنه نه لري او ستا ټول افکار، عقاید او احساسات یې قبول کړي دي.

۷

که ته دي هغه سفرته چي په مخکي یې لرې وارخطا سې او دا فکر درته پیدا سي چي دا سفر به مي ډیر اوږد او د ستونزو ډک وي، نو ستا د بدن حجراتو ته ستا دغه فکر رسیږي او ستا د دې فکر په اساس هغوی ستا امرونه او هدایتونه تطبیقوي. که ته دا فکر او احساس کوې چي د بدن وزن دي ورځ په ورځ زیاتیږي، نو د بدن حجرات دي هم ستا د دې فکر او احساس له مخي د چاغېدو امر تر لاسه کوي. هغوی دا امر اخلي او هغه تطبیقوي او بدن دي چاغ ساتي. که ستا سره د کومي ناروغۍ د پیدا کېدو اندېښنه وي، نو ستا د بدن حجراتو ته د دې ناروغۍ پیغام رسیږي او سمدستي په فعالیت شروع کوي. ستا د بدن حجرات چي ستا هر امر ته جواب وایي هغه په حقیقت کي د جذب قانون دی چي ستا په بدن کي دننه کار کوي.

ته چي څه غواړې او د هغه څه سره چي مینه لرې، ټول هغه شیان دي چي ته یې خپل بدن ته ورکوې. ستا د بدن حجرات ستا وفادار رعایا دي چي د هر ډول پوښتني څخه پرته ستا خدمت کوي او ځکه نو د هر څه په اړه چي ته فکر کوې، د هر څه په اړه چي ته احساس کوې هغه ستا د بدن قانون تشکیلوي. که ته وغواړې هغه ډول د ښه والي احساس ولرې لکه په ماشومتوب کي چي دي درلود، نو په دې سره د خپل بدن حجراتو ته داسي امر او قومانده ورکوې چي : « نن زه ډیر ښه او روغ رمټ یم»، « نن په خپل بدن کي څومره ډیر زور او طاقت وینم»، « نن څنګه ښه ورځ ده »، « هر څه چي زړه مي غواړي خورم یې او هیڅ شی بد

۸

نه راباندي لګیږي »، « زه هره شپه لکه ماشوم غوندي بیده یم ». ته د یوه لوی ملک پاچا یې او هر څه چي ته یې فکر او احساس کوې هغه ستا د دې پاچهۍ قانون دی ـ ستا به بدن کي د دنني پاچاهۍ!

ستا زړه :

ستا په بدن کي دننه د لمریز نظام او کایناتو دقیقه نقشه ده چي زړه یې لمر او د ټول بدن مرکز دی او غړي یې سیارې دي، او لکه څنګه چي هره سیاره د خپلي موازنې او هماهنګۍ د ساتلو د پاره د لمر تابع ده، همداسي هم ستا د بدن هر غړی د خپلي موازنې د ساتلو د پاره د زړه تابع دی.

د کلیفورنیا د ( هارټ مات ) د مؤسسې ساینس پوهانو دا معلومه کړې ده چي د یوه انسان په زړه کي د میني، منني، شکر ادا کولو او قدر کولو احساسات د ناروغیو په مقابل کي د هغه د مقاومت یا مصئونیت سیسټم قوي کوي، په بدن کي یې د ضروري کیمیاوي موادو تولیدول زیاتوي، فزیکي فعالیت او شوق و ذوق یې را پاروي، د روحي فشار د هورمونونو سطح او د ویني لوړ فشار یې را ټیټوي، ویره او تشویش غم او خپګان یې کموي، د شکري دناروغانو د ګولوکوز جریان سموي. د ( هارټ مات )

مؤسسې دا هم معلومه کړې ده چي د انسان د زړه مقناطیسي ساحه د هغه د دماغ د مقناطیسي ساحې په نسبت پنځه زره واره زیاته قوي ده او تر څو فوټو پوري یې دا زور او قوت رسیدای سي.

۹

نورو ساینس پوهانو بیا په زړه باندي دمیني د تاثیر په اړه نوري تجربې کړي او په دې لړ کي یې اوبو ته زیاته پاملرنه اړولې ده چي وګوري اوبه د انسان په زړه او د بدن په نورو غړو او اجزاو باندي څه تاثیر لري. هغوی دې پوښتني ته جواب ویلی دی چي اوبه د انسان پر روغتیا باندي څه تاثیر لري. هغوی وایي چي د انسان بدن ۷۰ فیصد اوبه لري یا د ۷۰ فیصد اوبو څخه جوړ سوی دی. د جاپان، روسیې، اروپا او د امریکا د متحده ایالاتو ساینس پوهانو دا معلومه کړې ده چي که اوبه د ښو او مثبتو خبرو او احساساتو سره مخامخ سي، لکه مینه، مننه ، خوشحالي او داسي نور، نو په دې وخت کي د اوبو د انرژۍ سطح نه یوازي دا چي لوړیږي، بلکي د اوبو په شکل او ساختمان کي هم بدلون راځي او زیاته هماهنګي په کي پیدا کیږي. هرڅومره چي دا مثبت احساسات زیات وي په هماغه اندازه د اوبو ښکلا او هماهنګي زیاتیږي. او برعکس کله چي اوبه د انسان د منفي احساساتو سره مخامخ سي لکه کرکه او نفرت، بدي خبري، ښکنځا او بد ویل او داسي نور، نو د اوبو د انرژۍ سطح را ټیتیږي او په شکل او ساختمان کي یې تغییر راځي او بدرنګه کیږي.

کله چي د انسان احساسات او اعمال د اوبو په شکل او ساختمان باندي تاثیر کولای سي، نو ته څه فکر کوې چي دا اعمال او احساسات به ستا په بدن باندي چي ۷۰ فیصد اوبه لري تاثیر نه لري؟ ستا د بدن حجرات زیاتره د اوبو څخه جوړ سوي دي. د هري حجرې مرکز او هسته اوبه

۱۰

دي او هره حجره په اوبو پوښل سوې ده. آیا ته د دې تصور کولای سې چي مینه، مننه او داسي نور ستا پر بدن باندي څومره تاثیر لري؟ آیا ته د دې تصور کولای سې چي د میني، منني او داسي نورو ښو احساساتو قوه ستا د بدن د ناروغیو په ښه کیدو کي څومره تاثیر لري؟ کله چي ته مینه او نور ښه احساسات صادروې، نوستا دغه احساسات ستا د بدن د ۱۰۰

ټریلیون حجراتو پر اوبو باندي تاثیر لري.

د میني قوه د روغتیا د پاره :

هغه روغتیا چي ته یې غواړې او مینه ورسره لرې، نو د هغې د حاصلولو د پاره باید مینه صادره کړې! د هري ناروغۍ په مقابل کي د روغتیا ښه احساسات څرګند کړه، ځکه چي یوازي مینه بشپړه روغتیا در کوي. ته خپلي روغتیا ته د رسېدو د پاره د ناروغۍ بد احساسات باید څرګند نه کړې. که ته د کومي ناروغۍ په اړه کرکه او نفرت څرګندوې یا د هغې څخه بېرېږې، نو ته بد احساسات صادروې او ناروغي د بدو احساساتو په صادرولو سره هیڅکله نه ورکیږي. کله چي ته د خپلي روغتیا په اړه چي غواړې یې مثبت افکار او احساسات صادرکړې، ستا حجراتو ته د روغتیا بشپړه قوه رسیږي. کله چي ته د هغه څه په اړه چي نه یې غواړې منفي افکار او احساسات صادر کړې، ستا د حجراتو د روغتیا طاقت کمزوری کیږي! فرق نه کوي که ته د یوشي په باب چي ستا د روغتیا سره هیڅ اړه نه لري بد احساس ولرې. کله چي ته بد او منفي احساسات څرګندوې، ته د خپل بدن د روغتیا قوه کموې، خو که ته

۱۱

د هر شي د پاره د میني احساسات صادروې لکه د پسرلي پاکه او روښانه ورځ، نوی کور، ښه دوست او ملګری، یا په کار او وظیفه کي ترفیع کول او داسي نور، نو په دې وخت کي ستا بدن د روغتیا ډیره لویه قوه حاصلوي.

د منني او ممنونیت څرګندول او شکر ادا کول ستر تاثیر لري، او ته د خپلي روغتیا په اړه هره ورځ شکر ادا کړه او ممنون اوسه. ته خپل روغ صحت د نړۍ په ټولو پیسو نه سې رانیولای، ځکه چي هغه ستا د ژوند سوغات دی او ته باید تر بل هر څه زیات اول د خپل روغ صحت له کبله ممنون او مشکور اوسې. د شکر ادا کول ستا روغتیا تضمینوي!

هر ډول بدن چي ته لرې د هغه عیبونه مه پلټه او ممنون یې اوسه. هره شېبه چي تا ته د خپل بدن د یوې برخي په باب کوم فکر پیدا کیږي چي  نا آرامه کوي دي، نو په یاد ولره چي ستا دغه احساس ستا د بدن پر اوبو باندي تاثیر کوي او ښکلا او روښانتیا یې ورکوي. د دې پر ځای د خپل بدن هغو برخو ته پام واړوه چي خوښ دي دي او ځني راضي یې او له کبله یې ممنونیت او شکر ادا کړه، او هغو برخو ته چي نه یې خوښوې زیات مه متوجه کیږه او سترګي پر پټي کړه.

مخکي له دې چي پر دسترخوان کښینې او په ډودۍ خوړلو شروع وکړې، نو وګوره چي ته څه شی خورې او هغه په مینه او علاقه وخوره او ممنون او مشکور اوسه. د ډودۍ خوړلو په وخت کي دي دنورو سره

۱۲

خبري باید دوستانه او مثبتي وي. شکر ادا کول د ډودۍ خوړلو پر مهال مینه را پیدا کوي. کله چي ته د هغه څه له کبله چي خورې یې د زړه له کومي ممنون او مشکور اوسې، نو دا احساس دي په دغو خوړو کي د موجودو اوبو په شکل او څرنګوالي کي بدلون راولي او ستا پر بدن باندي یې هم تاثیر بدلیږي. د اوبو چیښلو په وخت کي هم د شکر ادا کول عین تاثیر لري. ستا د میني د مثبت احساس قوه په هر شي کي د اوبو شکل او څرنګوالی بدلوي، ځکه نو دغه قوه استعمال کړه. که ته ډاکټر ته د معاینې د پاره ورځې او هغه نسخه او دارو درمل درکوي، نو په دې وخت کي هم د شکر ادا کولو او منني قوه استعمال کړه. که ته دا تصور وکړې چي روغ رمټ او ښه یې نو دا دي د روغتیا احساس دی او په دې احساس سره دي روغتیا حاصلوې.

کله چي ته د سترګو ډاکټر ته ځې او سترګي دي معاینه کوې یا دي د ویني فشار ګورې او یا عمومي معاینات کوې او د هغو د نتیجو انتظار باسې، نو دا ډیره مهمه ده چي ته په دې وخت کي د ښه احساس درلودونکی اوسې او په داسي احساس سره به ښه نتیجه ترلاسه کړې.

د جذب د قانون له مخي ستا د معایناتو نتیجه باید دهغي فریکوینسي مطابق وي چي ته یې لرې، ځکه نو که ته غواړې د خپلي خوښي نتیجه واخلې ته باید دهغې د حاصلولو فریکوینسي ولرې. ژوند همداسي دی. ستا د ژوند د هر حالت او هري پېښي نتیجه باید تل ستا د فریکوینسي سره چي لرې یې مطابقه وي ځکه چي دا دجذب قانون دی. که ته د خپلي کومي صحي معاینې په اړه د ښه احساس د فریکوینسۍ غوښتونکی یې

۱۳

نو د هغي نتیجې تصور یې وکړه چي ته یې غواړې او دا احساس ولره چي تا دا نتیجه ترلاسه کړې ده. د هر ډول نتیجې امکان سته، مګر ته باید د ښه احساس فریکوینسي ولرې چي ښه نتیجه حاصله کړې. د هغسي روغتیا تصور او احساس وکړه چي ته یې غواړې. که ستا د سترګو لید کمزوری سوی وي او غواړې هغه بیرته ښه سي، نو د لیدلو د حس سره دي مینه وښیه او دا تصور وکړه چي دواړي سترګي دي ښه لیدلای سي. د اوریدو د حس سره دي که کمزوری سوي وي مینه وښیه او تصور وکړه چي دواړه غوږونه دي بشپړ اوري. له دې کبله هم ممنون اوسه او شکر ادا کړه چي پزه دي روغه جوړه ده او د بوی حس دي قوي دی او خوله او ژبه دي د هر ډول خوند احساس او توپیر کولای سي. ته همدا راز په دې هم ممنون او متشکر اوسه چي د بدن ټول غړي دي روغ رمټ دي او خپله دنده په ښه توګه اجرا کوي. ستا په بدن کي ستا د غوښتني سره سم بدلون راتلای سي، خو مثبت بدلون یې یوازي ستا د میني د احساساتو په څرګندولواو د شکر په اداکولو سره راتلای سي.

د یوې ځواني مېرمني د زړه معایناتو وښودل چي یو ډول غیر معمولي ناروغي ورته پیدا سوې ده. د دې خبر په اوریدو سره هغه ډیره اندیښمنه سوه او ژوند یې سره ګډوډ سو. هغه په دوو درو ورځو کي ډیره کمزوره سوه او د مخ پوست یې ژیړ واوښت. د ډاکټرانو د دې تشخیص څخه وروسته د هغې د روغتیا عادي حال خراب او آینده یې ورته غمجنه سوه. دغي مېرمني دوې ماشومي لوڼي درلودې او فکر یې کاوه چي که دا نه وي هغوی به څه کوي. مګر هغې ته بل ډول فکر او احساس پیدا سو.

۱۴

هغې فیصله وکړه چي دغي ناروغۍ ته به ځان تسلیم نه کړي او هر ډول چي کیږي د خپل ناروغه زړه علاج به په خپله کوي. اول کار یې دا وکړ چي د خپل زړه په اړه یې ټول منفي فکرونه د دماغ څخه وایستل. هغې به هره ورځ خپل زړه په خپل لاس معاینه کاوه ـ داسي چي خپل ښی لاس به یې یوه شېبه پر کښېښود او دخپل روغ او قوي زړه تصور به یې وکړ، هر سهار چي به د خوب څخه را کښیناسته نو د خپل تصوري سالم زړه له کبله به یې شکر ادا کړ. هغې به دا تصور کاوه چي ډاکټران ورته وایي چي زړه دي روغ رمټ دی. او دا کار یې څلور میاشتي هره ورځ وکړ. کله چي هغه څلور میاشتي وروسته بیا د زړه د معاینې د پاره ډاکټر ته ورغله، نو د ډاکټر د فکر په خلاف د زړه هغه غیر عادي ناروغي یې ورکه شوې وه او زړه یې هغه پخوانی زړه او روغ رمټ و.

دغي مېرمني د میني د جذب د قانون سره سم ژوند کاوه. هغې په خپل دماغ کي خپل ناروغ زړه ته ځای نه و ورکړی، بلکي د روغ رمټ زړه د پاره یې مینه ښوولې وه او ځکه نو د داسي زړه خاونده سوه.

که ته د کومي ناروغۍ سره مخامخ یې کوشش وکړه چي هغه په خپلو افکارو او خبرو سره پسې اوږده نه کړې. د هغې په اړه کرکه او نفرت هم مه څرګندوه ځکه چي دا کار دي منفي احساسات صادروي، د دې پرځای دي روغتیا او بشپړ صحت ته مینه وښیه چي خاوند یې سې. هره شېبه چي ته د خپلي روغتیا په باب د میني احساس کوې، نو د میني قوه

۱۵

ستا په بدن کي هر منفي شی له منځه وړي. که کوم وخت ته د خپلي روغتیا په اړه په ښه احساس درلودلو کي د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږې، نو ښه به دا وي چي ته د هر څه په باره کي مینه څرګنده کړې یعني دا چي په ټولو هغو شیانو کي ځان را ایسار کړې چي مینه ورسره لرې او هغه په داسي ډول په کار واچوې چي تا خوشحاله وساتي. د خپل بدن څخه دي په دباندنۍ نړۍ کي د هر هغه شي څخه چي کولای سې کار واخله چي له کبله یې ته د میني احساس وکړای سې. داسي سینمایي فلمونه وګوره چي تا خوښ او خوشحاله وساتي نه دا چي غم او خپګان دي در زیات کړي. هغه سندري واوره چي د خوشحالۍ احساس درته پیدا کړي. ته په خپله په هغو شیانو چي مینه ورسره لرې او خوشحاله کوي دي ښه پوهیږې او دا درته معلومه ده چي څه شی دي خوشحاله کولای سي، ځکه نو هغه ټول ځان ته در کش کړه او چي کولای سې ځان دي خوشحاله وساته.

ښکلا په مینه کي ده:

ښکلا ټوله د میني د قوې څخه را پیدا کیږي. ته په مینه کي نامحدوده ښکلا درلودلای سې. مګر اصلي ستونزه دا ده چي ډیر خلک د خپل بدن قدر دومره نه کوي لکه انتقاد چي پر کوي او په بې قدرۍ ورته ګوري. که ته خپل بدن ته په بې قدرۍ وګورې او عیبونه یې وپلټې او له دې کبله د ناخوښۍ احساس وکړې، نو دا ستا د بدن ښکلا ورکوي او د ناخوښیو او عیبونو سره یې مخامخ کوي.

۱۶

د ښکلا تجارت ډیر لوی دی او ته په هره ثانیه کي د نامحدودي ښکلا خاوند کیدای سې او دا ښکلا خپله تاته درځغلي، په دې شرط چي ته مینه صادره کړې! ته چي هرڅومره خوشحاله یې په هغه اندازه به ښکلی هم یې. د مخ ګونجي به دي سره خلاصي سي او د مخ او بدن پوست به دي وغوړیږي او روښانه به سي، د سر ویښتان به دي نه رژیږي، د سترګو رڼا او ځلا به دي زیاته سي، او تر ټولو مهمه لا دا چي تاته به دا هم ثابته سي چي ښکلا په مینه کي ده او ته چي هر چیري ځې نو خلک به ستا په لیدو نه مړیږي.

ته هغومره زوړ یې چي احساس یې کوې؟

په لرغونو آثارو کي راغلي دي چي یو وخت انسانانو په سلګونو کالو ژوند کاوه. ځیني به اته سوه کاله ژوندي وو، ځینو به پنځه سوه یا شپږ سوه کاله ژوند کاوه. خو اوس انسانان بدل سوي او ژوند ته یې عقیده بدله سوې ده. د سلګونو پېړیو په تیریدو سره د انسانانو په عقیده کي هم بدلون راغلی دی. اوس هیڅوک دا عقیده نه لري چي انسان دي په سلګونو کاله ژوندی وي. برعکس اوس موږ ته دا فکراوعقیده په میراث پاته ده چي انسان په سلګونو کاله ژوند نه سي کولای. د هغه وخت څخه چي موږ زیږیدلي یو دې فکر زموږ په ماغزو کي ځای نیولی دی چي موږ څو کاله ژوندي پاته کیدای سو او د هماغه وخت څخه موږ خپل ژوند ته یو پروګرام جوړ کړی دی او دې فکر مو په ماغزو کي ځای نیولی دی چي

۱۷

موږ په ټاکلو کلونو کي ژوند کوو، او د دې پروګرام سره سم زموږ بدنونه هم زړیږي.

د نوبل د جایزې ګټونکي فزیک پوه ریچارډ هاین مین (۱۹۱۸ـ ۱۹۸۸) ویلي دي:« تر اوسه پوري په بیولوجي کي داسي څه نه دي کشف سوي چي په ټاکلې موده کي د مرګ حتمي والی وښیی. زه فکر کوم چي دا حتمي نه ده او دا یوازي د وخت خبره ده چي کله به د بیولوجي پوهان دا کشف کړي چي هغه کوم شیان دي چي زموږ د مرګ سبب کیږي.»

ته هم که کولای سې، نو خپل ژوند ته دي وخت مه ټاکه چي څومره کلونه به ژوندی یې یا تر څومره کلونو پوري ژوند کولای سې.

کله چي ته دا باور او عقیده ولرې او دا احساس دي هم ورسره وي چي زما زړښت حتمي دی او بدن مي کمزوری کیږي او د مرګ درشل ته رسیږي، نو دا کار په ریشتیا حتمي او کېدونکی دی ځکه چي ستا د بدن حجرات، غړي او ټول بدن دي ستا عقیدې او احساساتو ته ګوري. ته د ځوان پاته کیدو احساس ولره او د زړیدو فکر او احساس د سر څخه وباسه. ته چي د خپل عمر د زړیدو احساس کوې دا فقط هغه عقیده ده چي تا پیدا کړې ده او داسي پروګرام دی چي تا د خپل بدن د پاره جوړ کړی دی. ته هغه امر او قومانده چي خپل بدن ته یې ورکوې په هغي عقیدې سره چي لرې یې بدلولای سې، او ته دا کار د میني په صادرولو سره کولای سې! منفي افکار او عقیده  لکه په محدودیت، زړښت او ناروغۍ

۱۸

باندي عقیده درلودل د میني څخه ډیر لیري دي . کله چي ته مینه صادروې او کله چي ته د خوشحالۍ احساس کوې، نو دا مینه دي منفي شیان چي منفي افکار او عقاید هم په کي شامل دي او تا د کړاونو سره مخامخ کوي ټول سوځوي.

مینه حقیقت دی:

کله چي ته کوچنی ماشوم وې، نو ته لکه لنده لښته پر هره خوا کږیدای او په هر رنګ کیدای سوې یعني د زیات بدلون وړ او متحول وې او دا ځکه چي تا د ژوند په اړه دومره زیات منفي عقاید نه وو قبول کړي. کله چي ته لوی سوې، نوتاته د محدودیت او منفي شیانو زیات احساسات را پیدا سول او هغه د دې سبب سول چي ته تر زیاتي اندازې پوري پر خپلو افکارو او عقایدو باندي ثابت ودریږې او لږ متحول و اوسې. دا محدود ژوند دی او ښه ژوند نه دی.

هرڅومره زیاته مینه چي ته وښیې په هغومره زیاته اندازه به د میني قوه ستا په بدن او په دماغ کي منفي شیان ویلي او ورک کړي. او کله چي ته خوشحاله یې او مینه او امتنان څرګندوې، نو ته د دې احساس کوې چي ستا مینه هر منفي شی ویلي کوي. ریشتیا هم چي ته دا احساس کوې! ته روښنایي او رڼا احساسوې او ته دا احساسوې چي د نړۍ د ټولو په سر کي روان یې.

۱۹

کله چي ته زیاته او زیاته مینه صادروې، ته به په دې پوهیږې او درته به

معلومیږي چي ستا په بدن کي بدلونونه راځي. د خوړو خوند به درته ښه سي، د شیانو رنګونه به ډیر روښانه درته ښکاري، ږغونه به ډیر پاک او صاف اورې، که دي د بدن پر پوست لکې او داغونه پیدا سوي وي هغه به هم په پاکېدو او ورکېدو سي. ستا په بدن کي به بدلون راسي او ته به د دې بدلون احساس وکړې، د بدن د غړو کلکوالی به دي نرم او ملایم سي. کله چي ته مینه صادروې، ته به دي په خپل بدن کي د یولړ معجزو د را پیدا کېدو احساس وکړې او په دې احساس سره به تا ته په دې کي هیڅ شک پاته نه سي چي مینه د روغتیا سرچینه ده.

مینه معجزې پیدا کوي:

ټولي معجزې د میني قوه ده چي کار کوي. معجزې هغه وخت پیدا کیږي چي څوک د منفي شیانو څخه وتښتي او ټوله توجه او پاملرنه میني ته واړوي. دا کار ته هر وخت کولای سې، که څه هم چي په ژوند کي به  ډیر وخت بدبین اوسېدلی یې، مګر اوس هم ناوخته نه دی چي دا بدبیني دي ورکه کړې او میني ته پام واړوې.

یوه سړي ته خپلي مېرمني ډیر ښه خبر واوراوه او ورته ویې ویل چي دا امید واره ده او د دوی دریم ماشوم به دنیا ته راسي. د دې سړي ټول افکار دې ته متوجه سول چي دغه دریم ماشوم به د دوی ژوند د سختیو

۲۰

او جنجالونو سره مخامخ کړي، خو هغه اصلي شي ته نه و متوجه چي د ده دغه منفي افکار د دوي په ژوند باندي څومره منفي اثر اچوي.

د دې مېرمني د حامله دارۍ څخه فقط شپږ میاشتي تیري سوي وې چي دردونه پر راغلل او ژر زیږنتون ته ورسول سوه او ماشوم چي هلک و پیدا سو. درو متخصصو ډاکټرانو نظر ورکړ چي دا هلک چي په شپږو میاشتو کي پیدا سوی دی، د هغه د ژوندي پاته کیدو چانس هیڅ یعني صفر دی. د هلک پلار چي دا خبره واوریده د ډیري خواشینۍ څخه پر ګونډو سو، ځکه چي هغه نه غوښتل د خپل نوي زیږیدلي ماشوم په اړه داسي خبر واوري. د دغه ماشوم بدن د زیږیدو په وخت فقط ۱۰ انچه او وزن یې ۱۲ اونسه و. ډاکټرانو کوشش وکړ د ماشوم سږي د مصنوعي هوا په ورکولو سره فعال کړي، مګر د هغه د زړه ضربان مخ په کمیدو سو. ډاکټرانو وویل چي دوی نور د دې ماشوم د ژوندي پاته کیدو د پاره هیڅ نه سي کولای. خو د ماشوم پلار هیڅ ونه ویل او فقط یوه هیله ورته پیدا سوه او دا هیله یې یوازي او یوازي د دغه ماشوم زوی ژوندي پاته کیدل و. هغه و چي د ده دزړه د اخلاص دې هیلي او د خوشبینۍ احساس کار وکړ او لږ شېبه وروسته د ماشوم سږو ته د مصنوعي هوا ورکولو کار وکړ او سږي یې فعال سول. او ورسره یې د زړه ضربان هم ښه او عادي سو. خو څرنګه چي دغه ماشوم تر خپل وخت ډیر وختي پیدا سوی و، د ژوندي پاته کیدو امکانات یې کم وو او څو ورځي وروسته ډاکټرانو بیا وویل چي هغه نور ژوند نه سي کولای.

۲۱

د ماشوم پلار چي په خپل ټول ژوند کي بدبین وو، اوس یې په تصور او احساس کي بدلون راغلی و. هغه چي به په بستر کي بیدیده، نو هره شېبه به یې تصور کاوه چي د دغه زوی د میني رڼا یې په زړه کي ځلیږي. کله چي سهار به له خوبه را کښېناست خدای ته به یې شکرونه ادا کول چي زوی یې تیره شپه ژوندی پاته سوی دی.

د هغه زوی هره ورځ د ښه کیدو نښي نښانې څرګندولې. هغه څلور میاشتي په روغتون کي د ډاکټرانو تر علاج لاندي و تر څو چي روغ رمټ سو او مور او پلار یې خپل دغه ماشوم زوی چي د ژوندي پاته کېدو چانس یې صفر و د روغتون څخه را وایست او کورته یې ورساوه.

څنګه معجزه یې نه بولې؟

——————-

یوولسم بحث

ستره قوه او ته

د « نوي نظر» مؤلف رابرټ ګولیر ( ۱۸۸۵ـ ۱۹۵۰ ) ویلي دي: « د خوشحالۍ، ښېګړي، نېکمرغۍ او داسي نورو شیانو قوه چی موږ په ژوند کې ضرورت ورته لرو په موږ کي دننه ده. دا قوه زموږ هر یوه په بدن کي دننه او نا محدوده ده. »

هر شی فریکوینسي لري. هرشی! هر لغت فریکوینسي لري، هر آواز، هر رنګ، هره ونه، هر حیوان، نبات، ډبره فریکوینسي لري. هر ډول خواړه، اوبه او مایعات فریکوینسي لري. هر ځای، هر ښار او هر هیواد فریکوینسي لري. د هوا، اور، خاوري او اوبو ټول عناصر فریکوینسي لري. روغتیا، ناروغي، پیسې او شتمني، مفلسي او خواري، کامیابي او ناکامي فریکوینسي لري. هره پېښه، هر حالت فریکوینسي لري. حتی ستا نوم هم فریکوینسي لري، مګر ستا د نوم حقیقي فریکوینسي هغه ده چي ته یې احساسوې! او هرڅه چي ته یې احساسوې ستا ژوند ته هغه څه راوړي چي ستا فریکوینسي ته ورته وي.

کله چي ته د خوښۍ احساس کوې او دې احساس ته دي دوام ورکوې، نو ستا ژوند ته یوازي خوشحاله خلک، خوشحالي پېښي، خوشحاله حالات او

۲

شرایط در رسیږي. که ته د خواشینۍ او روحي فشار احساس کوې او همدې احساس ته دي دوام ورکوې، نو د خلکو، حالاتواو شرایطو په

واسطه ستا ژوند ته یوازي خواشیني او روحي فشار راځي. تا به دا هغه وخت لیدلي وي کله چي ته په ډیره عجله او تلوار کي یې ځکه چي پر تا ناوخته سوی وي. عجله کول د منفي احساس څخه را پیدا کیږي او کله چي ته په عجله کي یې او د ځنډیدو له کبله د اندیښنې او تشویش احساس درته پیدا سوی وي، نو ته پرته له ځنډ څخه نور څه نه درته راوړې او کوم ځای ته چي غواړې ځان ورسوې دلاري په اوږدو کي خنډونه درته را پیدا کیږي او نور هم پسي ځندیږې. دا دجذب قانون دی چي ستا په ژوند کي کار کوي.

کله چي ته سهار په خوشحالي او په ښو احساساتو سره له خوبه راکښینې نو تا ته به هم معلومه سوې وي چي دا ورځ دي په خوشحالۍ او کامیابۍ سره تیره سوې ده. خو که ته هماغه سهار وختي هر څه په عجله او تلوار او په خراپو احساساتو سره شروع کړې، نو ته به په دې ورځ کي د ښو شیانو سره مخامخ نه سې او ورځ به دي په ګډوډیو او نا آرامیو کي تیره سي. ځکه چي که یو وار منفي شیان درته مخه کړي، نو دا به دیره سخته وي چي هغه بدل کړې. ته د خپلو احساساتو په بدلولو سره د خپل ژوند هرڅه بدلولای سې. هر څوک دا مني او ته به یې هم منې چي دا ښه نظر دی چي موږ د ورځي په سر کي د ښو او مثبتو شیانو سره مخامخ سو.

د ژوند د فلم ننداره دي وکړه:

۳

ژوند ډیر حیرانونکی دی! ستا د ژوند د یوې ورځي پیښي د سینما تر افسانوي او احساساتي فلم هم د زیاتي حیرانتیا وړ دي، خو ته باید هغو ته په هغومره دقت او توجه وګورې لکه په سینما کي چي د کوم فلم ننداره کوې. که ته په سینما کي ناست یې او کوم فلم ګورې او په دې وخت کي دي موبایل تلیفون زنګ وهي او اخلالوي دي، یا د فلم دلیدو په وخت خوب غلبه درباندي کوي او بیدیږې، نو د فلم سلسله در څخه شکیږي او څه چي په فلم کي دي هغه در څخه تیریږي او سم یې نه سې تعقیبولای. عین داسي شیان ستا د ورځني ژوند د فلم په پرده کي هم پېښیدونکي دي. که ته په خوبجن حالت کي شاوخوا ګرځې را ګرځې او شیانو ته پوره متوجه نه یې، نو ته دي هغه پیغامونه چي ستا ژوند یې تاته په دوامداره توګه رسوي او ستا لارښوونه کوي، له لاسه ورکوې. ژوند تاته جواب وایي، ژوند ستا سره خبري کوي. ناڅاپي پېښي او تصادفات او هر شی ځان ته  فریکوینسي لري او هر څه چي ستا په ژوند کي پېښیږي هغه په عین هغه فریکوینسي کي دي چي ته یې لرې. هر شی، هره نښه، هر رنګ، هر څوک چي ته یې وینې او ټول هغه ږغونه چي ته یې اورې، هره پېښه او هر حالت ستا د فریکوینسي غوندي فریکوینسي لري. کله چي ته موټر چلوې او په دې وخت کي د پولیسو موټر وینې، نو ټوله توجه دي سمدستي د هغه خواته اوړي. دا ولي؟ د دې سبب دا دی چي کله چي ته د پولیسو موټر ووینې، نو هغه تاته دا پیغام رسوي چي « ډیر متوجه اوسه!» پولیس نظم او قانون تطبیقوي، ځکه نو د پولیسو موټر به شاید د داسي یو شي پیغام وي چي تا په ژوند کي په بېباکۍ ورته کتلي

۴

وي ـ داسي لکه چي خپل کوم دوست ته دي تلیفون کول هیر سوي وي، یا د یو چا څخه دي د هغه د مرستي له کبله مننه نه وي کړې.

کله چي ته د یوه امبولانس د خطر زنګ اورې، هغه تاته څه وایي؟ آیا هغه تاته وایي چي د خپلي روغتیا پام وساته او ممنون اوسه؟ آیا هغه تا دې ته متوجه کوي چي ته د نورو خلکو د روغتیا له کبله چي ورسره مخامخ یې مینه او مننه څرګنده کړه؟ کله چي ته د اور وژني (اطفائیې) موټر وینې چي سره څراغونه یې لګولي او په ډیري چټکۍ کومي خواته روان وي، هغه تاته څه وایي؟ آیا هغه تاته وایي چي ستا په ژوند کي کوم ځای اور لګیدلی دی او ته یې باید مړ کړې؟ ته هغه وخت د شیانو په معنی پوهیدلای سې چي ستا په ژوند کي پېښیږي، خو ته باید دې ته متوجه اوسې چي ستا په چاپېریال کي څه پېښیږي او د هغو په اړه پوښتني وکړې او د هغه پیغام معنی ترلاسه کړې چي تاته درکول کیږي. تاته په ژوند کي تل مدام پیغامونه رسول کیږي. کله چي ته یو څه اورې او هغه د دوو کسانو خبري وي چي تاته نژدې ولاړ وي، نو د هغوی دا خبري تاته ستا په ژند کي معنی لري. د هغوی الفاظ تاته یو پیغام رسوي، هغه ستا سره اړه لري او ستا پر ژوند باندي تاثیر کوي. که ته کوم ځای یوه لوحه ووینې چي اعلان یا کوم بل شی پر لیکل سوی وي او ته هغه لولې، نو د هغه لغتونه تاته معنی لري. هغه تاته یو پیغام رسوي او هغه ستا سره اړه لري، ځکه چي ته عین هغه فریکوینسي لرې لکه دغه الفاظ او لغتونه چي یې لري. که تا بله فریکوینسي درلوده، تا دغه لوحه او لغتونه نه سوای لیدلای او نه به دي د هغو دوو کسانو خبري اوریدلای سوای. هر

۵

واحد شی چي ته یې د ورځي په اوږدو کي وینې ستا سره خبري کوي او په پرله پسې توګه تاته پیغامونه رسوي. که تاته دا معلومه سي چي ستا په چاپېریال کي خلک په هغه اندازه خوشحاله نه دي لکه څه موده مخکي چي وو، نو ته به په دې پوه سې چي ستا د احساس فریکوینسي را ټیته سوې ده او ته سمدستي د هغو شیانو په اړه فکر کوې چي خوښ دي دي او مینه ورسره لرې تر څو چي تاته د خوشحالۍ احساس پیدا کیږي.

ستا د پټ راز نښه:

ته د جذب د قانون څخه دا غوښتلای سې چي د میني د قوې فزیکي شواهد درته برابر کړي. یو شی چي ته مینه ورسره لرې په پام کي ولره او هغه دي د میني د قوې نښه او سمبول و ټاکه. هر وخت چي ته دغه نښه ګورې یا یې اورې، نو ته به په دې پوهیږې چي ستا سره د میني قوه ده.

ما ( لیکوالي ) د شمعي رڼا ځان ته سمبول غوره کړی دی. او ځکه نو کله چي د لمر رڼا زما سترګو ته راورسیږي، یا دا رڼا کوم بل شی زما په سترګو کي منعکس کړي، یا که هر بل شی ووینم چي رڼا یې زما په سترګو کي انعکاس کوي زه پوهیږم چي دا د میني قوه ده چي تل زما سره ده.کله چي زه په اصطلاح د ډیري خوښۍ څخه په جامو کي نه ځایږم او په میني مالا مال یم، نو په دې وخت کي هر شی چي زما په شاوخوا کي دی، په هغه باندي د رڼا انعکاس سوی وي. زما خور دا نښه

۶

د آسمان سره او زرغونه ځان ته ټاکلې ده او کله چي هغه ډیره خوشحاله او په میني مالامال وي، هر چیري چي ګوري د رڼا سره او زرغونه یې تر سترګو کیږي. ته هم کولای سې د آسمان ستوری، ښکلی رنګ، ښکلې مرغۍ، ښکلی ګل او بل هر شی چي ستا خوښ وي او مینه ورسره لرې ځان ته د میني نښه او سمبول غوره کړې. خو په دې باید باور او یقین ولرې چي هر شی چي ته یې انتخابوې د هغه سره بشپړه مینه او علاقه لرې.

ته کولای سې د خبردارۍ د یوې نښي په توګه د میني د قوې څخه یو سمبول غوره کړې چي هغه به تاته وایي چي تل په ژوند کي متوجه او خبردار اوسه. په حقیقت کي تا ته په خپل ژوند کي تل پیغامونه او خبردارۍ درکول کیږي. که ته یو شی په لار کي وغورځوې، که ته کومي خوا ته په سفر روان یې، که ته کالي اغوندې کمیس دي په غاړه کي بند سي یا پر لاري روان یې پښه دي د ډبري سره ووهل سي او نوک وخورې، دا ټول خبردارۍ او پیغامونه دي چي تاته درکول کیږي او درته وایي چي هغه څه چي ته یې فکر او احساس کوې هغه نور بند کړه! ستا په ژوند کي تصادفات او ناڅاپي پېښي نه سته. هر څه ځان ته سبب او عامل لري، ځکه چي هر شی یوه فریکوینسي لري. دا فقط د ژوند فزیک او د کائناتو فعالیت دی.

ستر فزیک پوه اسحاق نوتن ( ۱۶۴۳ـ۱۷۲۷) ویلي و:« کله چي زه د لمر نظام ته ګورم، زه دا وینم چي مځکه د لمر څخه په ثابته او صحیح فاصله کي رڼا او تودوخي اخلي. دا تصادفي کار نه دی.»

۷

ژوند حیرانونکی دی:

لیکواله رونډا بایرن وایي چي « زما او د میني تر منځ ډیره ستره او حیرانونکې رابطه موجوده ده. زه غواړم هغه څه ستاسي سره شریک کړم چي د دې رابطې په اساس زه څنګه هره ورځ خپل ژوند ته دوام ورکوم. کله چي زه هر سهار له خوبه راکښینم نو زه له دې کبله شکر ادا کوم او ممنونه یم چي لا ژوندۍ یم او د هر چا سره په خپلو اړیکو کي راضي او خوشحاله یم. زه هر سهار ۱۵ دقیقې په دې باندي فکر کوم چي څنګه د میني احساس پیدا کړم او هغه نوري نړۍ ته ورسوم.

زه د خپلي ورځي په باب فکر او د میني احساس کوم چي دا ورځ مي په ښه توګه تیره سي. زه د هر هغه څه په اړه چي زما په ژوند کي پیښیږي د میني تصور او احساس کوم . زه د هر هغه څه په اړه چي تر سره کوم یې د میني قوه تر ځان مخکي کوم او زه په پسې کیږم او هغه داسي چي مخکي له دې چي زه د کوم کار د کولو اقدام وکړم زه د خپل بدن په دننه کي د هغومره میني احساس را پیدا کوم چي کولای یې سم! زه د سهار په لومړیو شېبو کي په کمپیوټر کي اي مېلونه نه ګورم او نه راغلي لیکونه او پاکټونه چي په پوسته کي را رسیدلي وي ګورم. هغه تلیفوني پیغامونه چي ما نه وي اوریدلي او په تلیفون کي ثبت سوي وي هم نه اورم. لنډه دا چي تر څو چي زه د ورځي په سر کي د ښه والي احساس ونه کړم په هیڅ  مهم او جدي شي باندي اقدام نه کوم. »

۸

لیکواله بایرن دوام ورکوي او وایي چي « زه چي کله د کور څخه دباندي راوځم او په ښار کي ګرځم هر شي ته ښه متوجه یم او په تیره بیا هغه خلک چي ماته نژدې تیریږي را تیریږي ښه ګورم او چي کولای سم هغوی ته د میني افکار او احساسات صادروم. زه چي هر چاته ګورم په خپل بدن کي دننه د میني احساس را پیدا کوم او دا تصور کوم چي هغوی ته زما دغه احساس رسیږي. ماته دا معلومه ده چي د میني قوه د پیسو، ښو او نیکمرغو اړیکو، بشپړي روغتیا او هر هغه څه چي هرڅوک یې خوښوي او مینه ورسره لري لویه سرچینه ده او زه هغوی ته دا مینه له دې کبله صادروم چي زه په دې پوهیږم چی زه په دې کار سره

دغو خلکو ته هغه څه ورکوم چي هغوی ضرورت ورته لري.

کله چي زه د داسي چا سره مخامخ سم چي دا راته وښیي چي خاص ضرورت او اړتیا لري ـ د مثال په توګه یو څه غواړي خو د ترلاسه کولو توان یې نه لري، نو زه هغه ته د زیاتو پیسو درلودلو مفکوره ورکوم. که یو څوک تر روحي فشارلاندي وي، زه هغه ته د خوشحالۍ او امیدوارۍ احساس را پیداکوم. که زه د خوراکي موادو مغازې ته ځم، یا د ښار په لارو کوڅو کي د خلکو په منځ کي ګرځم، نو زه تر خپل وس پوري کوشش کوم چي هغوی ته د امکان تر حده خپله مینه صادره کړم. زه په دې هم پوهیږم چي هر وخت چي ما داسي یو څوک لیدلی دی چي خاص ضرورتونه لري، نو د هغه دا حالت ماته داسي پیغام رسولی دی چي زه باید دهغو پیسو، خوشحالۍ او آرامۍ له کبله چي زه یې په خپل ژوند کي لرم ممنونه او شکر اداکونکې اوسم. کله چي زه په بس موټر کي یم یا په

۹

الوتکه کي سفر کوم هر چاته مینه صادروم. کله چي زه په رستوران کي

ډودۍ خورم یا چای او کافي چیښم، زه د رستوران د مشتریانو او ډول ډول غذاګانو په هکله مینه صادروم. د شرکتونو سره په راکړه ورکړه او نورو اړیکو کي، یاکله چي زه په بازار کي سودا کوم زه هغوی ټولو ته مینه صادروم.»

لیکواله بایرن وړاندي ځي او وایي « کله چي زه په خپل موټر کي سپریږم او کومي خواته ځم، نو زه دا تصور کوم چي په پوره خوشحالي او روغتیا سره به بیرته خپل کورته راسم. او زه د ځان سره شکر ادا کوم او ممنونیت څرګندوم. کله چي په موټر کي کښینم او په چلولو یې پیل وکړم نو زه دا پوښتنه کوم چي کومه لار به ښه او آسانه وي چي وایې خلم. کله چي زه د کور څخه وځم او بیرته ورته راځم، نو زه د کور درلودلو له کبله وایم چي شکر او مننه! کله چي زه د ښار په کومه مغازه کي په سودا اخیستلو بوخته یم زه داسي پوښتنه کوم چي نور به څه شی پاته وي چي وایې خلم؟ او زه تل د خپلو سوالونو جوابونه ترلاسه کوم.

زه هره ورځ د ځان څخه ډیري پوښتني کوم چي کله هم سلګونو ته ورسیږي. په دې کي دا پوښتني هم شاملي دي چي زه نن څنګه یم؟  په دې اوسني حالت کي زه څه کولای سم؟ ډیره ښه فیصله به کومه وي؟ د دې ستونزي د حل ډیره ښه لار به کومه وي؟ زه څنګه ډیره ښه لار

۱۰

غوره کولای سم؟ زه څنګه خپل احساسات ښه کولای او مثبتي خواته  اړولای سم؟

کله چي ته کومه پوښتنه کوې، نو ته په دې سره خپل نظر صادروې او ته باید دهغې جواب ترلاسه کړې. خو ته باید پوره متوجه او باخبره اوسې چي د خپلو پوښتنو جوابونه په لیدو یا اوریدو سره ترلاسه کړې. ته به دي د خپلو پوښتنو جوابونه شاید د لوستلو او مطالعې، یا د اوریدلو یا خوب لیدلو له لاري تر لاسه کړې. کله کله به هم ته په ناڅاپي توګه د خپلي پوښتني په جواب پوه سې. خو دا یقیني ده چي ته به تل د خپلي پوښتني جواب حاصل کړې.

که تا کوم وخت یوشی پر خپل ځای نه وي ایښی، د مثال په توګه د کور او موټر کیلۍ دي په هغه خای کي نه وي ایښي چي هره ورځ یې ایږدې، او نن پسې کرځې او پیدا کولای یې نه سې، نو ته داسي پوښتنه کوې چي زما کیلۍ چیري دي؟ او ته تل  د داسي پوښتني جواب ترلاسه کوې. خو     دا ټول  داسي شیان نه دي چي په دې ځای کي دي ختم سي. کله چي ته کیلۍ پیداکړې، نو دا فعالیت دي تاته څه وایي؟ په بل عبارت تا ولي دا کیلۍ په بل ځای کي ایښي وې؟ او څرنګه چي د هر شي او هري پېښي د پاره علت او سبب موجود دی او تصادفات نه سته، نو ستا د دې پوښتني جواب چي درکول کیږي دادی چي درته وایي : « کرار ښوره، بیړه او تلوار مه کوه. » کله کله به دا جواب داسي هم وي چي ستا د پیسو جیبي

۱۱

بسته ستا په جیب کي نه وه. په ریشتیا هم چي دا بسته په دې هم درڅخه ورکه وه او په کوم بل ځای کي به دي ایښې وه او هغه به دي هم په هغه ځای کي ایښې وه چي کیلۍ دي ایښي وې. کله کله د داسي پوښتنو په هکله ته سمدستي کوم جواب نه ترلاسه کوې او کله چي ته د کور د دروازې څخه ووځې، د موبایل تلیفون زنګ دي وهل کیږي او درته وایي چي د ډاکټر سره د ملاقات وخت دي فسخ سوی دی او باید دا ملاقات بل وخت ته وټاکل سي. په همدې شېبه کي تاته سمدستي درپیادیږي چي ستا د کیلیو ورکیدل بې څه نه و او یو مثبت عامل یې درلود. د ژوند سره مینه ولره او په دې هم پوه سه چي ته په ژوند کي د هغه څه جوابونه تر لاسه کولای نه سې چي د هغو په اړه دي پوښتني نه وي کړي!

کله کله به ستا په ژوند کي ځیني فریبي پېښي او د چل ول ډک شیان هم راپیداسي، خو که ته ښه فکر وکړې نو دا به درته معلومه سي چي هغه څنګه تا ځان ته در جذب کړي دي او که ته د ځان څخه دا پوښتنه وکړې چي تا څه کړي وو چي دا ستونزه دي ځان ته درجذب کړه، او د هغې د جواب په بیداکولو سره ته کولای سې چي د دغي سونزي د بیا پېښېدو مخنیوی وکړې.

د هر هغه څه په بدل کي چي حاصلوې یې ته باید دې دنیا ته دومره زیاته مینه صادره کړې چي کولای سې. هرشي او هرچاته د ښه په نظر وګوره. د هر شي ډیر قدر او مننه وکړه. او کله چي ته مینه صادره کړې، نودا به په ښه توګه احساس کړې چي د میني قوه ستا په بدن کي فعالیت کوي او تاته دومره زیاته مینه او خوښي درکوي چي فکر یې هم

۱۲

نه سې کولای. او په دې هم پوه سه چي که ته کوشش وکړې د هغه څه په بدل کي چي حاصل کړي دي دي، مینه صادره کړې، نو د میني قوه دغه مینه څو چنده زیاتوي او تا ته یې بیرته رسوي. او که ته په خپل ژوند کي یوازي یو وار دا احساس وکړې او و وایې چي هو دا ریشتیا دي، نو ته به هیڅکله د پخوا په شان نه یې.

مینه تا ته هر څه درکولای سي:

که ته د میني قوه ایسار کړې ڼو هغه ستا سره هرڅه کولای سي. ته هر څه چي اړتیا ورته لرې در پیادولای او تر لاسه کولای سې او د میني قوه تا په خپل اصلي وخت کي دې کارته متوجه کولای سي. د میني قوه تاته د زنګ وهونکي ساعت نقش هم درلودلای سي او هر وخت چي ته وغواړې د خوب څخه دي را کښینولای سي. د میني قوه ستا شخصي مرستیال، اقتصادي منتظم، د روغتیا ساتني شخصي مرستندوی او د نورو سره د اړیکو صلاکار دي هم دی، خو هغه به دا کارونه هغه وخت ستا د پاره کوي چي ته د قدردانۍ او منني په احساساتو د هغې سره یوځای سې.

د خپلو تصوراتو څخه استفاده وکړه او د ټولو هغو شیانو په اړه فکر وکړه چي د میني قوه یې ستا د پاره تر سره کوي. د میني قوه د ژوند او کائناتو پوهنه هم ده. که ته د داسي پوهي تصور وکړې چي یو ګل یا دانسان په بدن کي یوه حجره څنګه جوړیږي، نو دا به تا په دې ډیر خوشحاله کړي چي داسي کوم واحد سوال نه سته چي ته یې وکړې او د هغه جواب

۱۳

حاصل نه کړې. مینه ستا سره هر څه کولای سي، خو ته باید دهغې سره د میني له لاري یوځای او متحد اوسې، چي په ژوند کي د هغې قوه در معلومه سي.

کوچنی شی مه لویوه:

نامتو فزیک پوه البرټ آینشتاین (۱۸۷۹ـ۱۹۵۵) ویلي و چي « په ګډوډیو کي سهولتونه ولټوه او په لانجو کي هماهنګي پیدا کړه. د ستونزي په منځ کي مساعدت دی.»

که ستا په دماغ کي ډیرو شیانو او مسالو ځای نیولی وي په هغو کي به یوه کوچنۍ مساله تا ته لویه سي او اندیښنې به دي درزیاتي کړي. که ته کوچینیو مسالو ته چي اصلا دومره مهمي نه وي زیاته توجه کوې، نو ته نه سې کولای چي د دماغ څخه دي تشویشونه او اندیښنې لیري کړې او د مستقل دماغ خاوند سې. دا به څومره د تشویش وړ وي چي که ته خپلي جامې د جامو پریمینځلو ځای ته وروړې او هغه څو دقیقې مخکي تړل سوی وي؟ دا به ستا په ژوند کي څومره تاثیر ولري چي ستا د خوښي د فوټبال ټیم په دې اونۍ کي لوبه ونه ګټي؟ بله اونۍ هم راتلونکې ده. که ته غواړې د بس موټر تم ځای ته ځان ورسوې او بس فقط څو ثانیې مخکي حرکت کړی وي، نو دا به هم کومه لویه او مهمه  خبره نه وي چي ته د هغې له کبله په قهر او غضب سې. همدا راز که ته د خوراکي موادو مغازې ته ورسې او په هغو شیانو کي چي غواړې را یې نیسې انګور خلاص سوي وي، نو دا هم باید داسي پېښه ونه بلل سي چي ستا فکر

۱۴

پریشانه کړي. دا ټول کوچني شیان دي او د هغو له کبله ته ولي عصبي او په قهر کیږې؟

که ته کوچني او غیر مهم شیان ډیر مهم وبولې، نو دا ستا ژوند خرابوي او د ناخوالو سره دي مخامخ کوي او ته به هیڅکله ښه احساسات ونه لرې. که ته هغو ته اهمیت ورنه کړې هغه ستا په ژوند کي څه تاثیر نه لري. ته تل باید خپل ښه احساسات خوندي او محفوظ وساتې او کله چي ته د داسي کوچنیو او جزئي شیانو د تاثیراتو څخه ځان وساتې، نو په دې سره ته په ژوند کي هر هغه څه ته ځای ورکوې چي غواړې یې.

موږ هر شي ته معنی ورکوو:

موږ په ژوند کي هر شی چي وینو هغه ته معنی ورکوو. هیڅ داسي شی نه سته چي پر هغه باندي دي د ښه یا بد ټاپه وهل سوې وي. د دې خبري معنی داده چي هر شی بې خاصیته دی. په آسمان کي سره او زرغونه او د تالندي طوفان ښه یا بد نه دي. هغه فقط سره او زرغونه ده یا فقط د تالندي طوفان دی، او ته سرې او زرغونې ته په خپل احساس سره چي د هغې په باره کي یې لرې معنی ورکوې، یا ته همداراز د خپل احساس له مخي چي د تالندي د طوفان په باب یې لرې معنی ورکوې. په دې ډول ته هر شي ته د خپل احساس له مخي چي د هغه په اړه یې لرې معنی ورکوې. ته چي هره دنده او شغل لرې هغه په خپل اصل کي نه ښه دی او نه بد. دا ستا احساس دی چي هغه یا ښه بولې یا بد. د نورو سره ستا اړیکي او روابط هم په اصل کي نه ښه دي او نه بد. هغه فقط روابط دي،

۱۵

خودا چي ته د دغو روابطو په اړه څنګه احساس کوې، هغه تاته وایي چي دا روابط ښه دي یا بد دي.

ستر انګریز لیکوال ویلیام شکسپیر ( ۱۵۶۴ ـ ۱۶۱۶ ) ویلي و: « هیڅ شی ښه یا بد نه دی. زموږ احساس هغه ښه یا بد کړی دی. » که یو څوک بل چا ته تاوان رسوي، د جذب قانون یې په جواب ویلو کي هیڅکله نه ناکامه کیږي. د دې قانون په اساس به پولیس یا قانون او نوري وسیلې د هغه د اعمالو مساوي جواب ووایي، خو د جذب د قانون په برخه کي یو شی یقیني دی او هغه مخکي هم ډیر ځله تکرار سوی دی او هغه دا چي « هغه څه چي موږ صادروو هغه بیرته حاصلوو. » که ته دا واورې چي یو چا ته بل چا ضرر او تاوان رسولی دی، نو ته کولای سې د هغه چا په هکله چي تاوان وررسیدلی دی، د ترحم احساس وکړې، خو دا نه سې کولای چي د دوی دواړو په اړه قضاړت وکړې، ځکه چي که ته د یوچا په اړه قضاوت وکړې او ووایې چي هغه بد دی نو ته مینه نه صادروې. او که ته د یوچا په اړه فکر وکړې چي هغه بد دی، نو په حقیقت کي تا په خپل ځان باندي د بد ټاپه ووهله. کله چي تا د یوبل چا په اړه بد احساس وکړ ، دا مهمه نه ده چي هغه څه کړي دي، نو دغه بد احساس بیرته تاته را ستنیږي! او هغه په عین هغه قوت سره بیرته تاته راستنیږي لکه څنګه چي تا صادر کړی و. او دا ستا پر ژوند باندي منفي تاثیر کوي. د میني د قوې د پاره هیڅ عذر نه سته!

۱۶

مینه د نړۍ طاقت او قوه ده:

د میني قوه تضاد نه لري. زموږ په ژوند کي یوازي د میني قوه ده او هغه مثبته ده او ځکه نو منفي قوه نه سته. په ډیرو لرغونو او پخوانیو وختونو کي منفي حالت یا منفي حالتونه « بد » یا « شیطاني » بلل کیدل او د دې معنی دا وه چي که به یوڅوک د دغو دوو حالتونو سره مخامخ سو، نو  ویل کیدله چي هغه د منفي افکارو او احساساتو تر تاثیر لاندي راغلی دی او د میني د مثبتي قوې په مقابل کي نه دی دریدلی. په ژوند کي منفي قوه نه سته. یوازي او یوازي یوه قوه موجوده ده او هغه د میني قوه ده.

ټول منفي شیان چي ته یې په ژوند کي وینې او ورسره مخامخ کیږې هغه ټول د میني د نشتوالي مناظر دي، یعني دا چي په هغو کي مینه نه سته. هر ډول منفي حالت یا منفي حالات چي په یو چا، یو ځای یا پېښو کي لیدل کیږي هغه تل د میني نشتوالی ښئي. په ژوند کي د غم قوه نه سته او غم د خوشحالۍ د نشتوالي څخه را پیدا کیږي، خوشحالي بیا ټوله په میني پوري تړلې ده او دمیني څخه را پیدا کیږي. د ناکامۍ قوه هم نه سته. ناکامي د کامیابۍ نشتوالی دی او کامیابي ټوله د میني څخه را پیدا کیږي. د ناروغۍ قوه هم نه سته. ناروغي د روغتیا نشتوالی دی او روغتیا ټوله د میني څخه را پیدا کیږي. د خوارۍ او مسکینۍ قوه هم نه سته. مسکیني د بډایي د نشتوالي څخه را پیدا کیږي او دا بډایي ټوله د میني څخه را پیدا کیږي. مینه د ژوند مثبته قوه ده او هر منفي حالت د میني د نشتوالي څخه را پیدا کیږي. کله چي د نړۍ خلک تر هغه سرحد پوري ورسیږي چي

۱۷

تر منفي احساساتو یې مینه زیاته سي، نو په دې وخت کي به منفي احساسات د دې نړۍ څخه رخصت سي. ته دا تصور وکړه چي هره شېبه چي ته وغواړې  مینه صادره کړې، نو ستا دا مینه په نړۍ کي مثبت حالات را پیدا کوي. ځیني خلک فکر کوي چي موږ اوس دې سرحد ته  ډیر نژدې سوي یو. هغوی به یا صحیح فکر کوي یا غلط ، خو اوس تر هر پخواني وخت دې ته ضرورت دی چي مینه او مثبت احساسات صادر کړو. ته هم دا کار وکړه، هغه د خپل ځان دپاره وکړه، د خپل هیواد دپاره یې وکړه او د ټولي نړۍ د پاره یې وکړه.

چینایي فیلسوف کانفیوچیس ( ۵۵۱ ـ ۴۷۹ ق م ) ویلي وو:

« کله چي زړه پر سمه او ښه لار روان وي خصوصي ژوند ښه کیږي، چي خصوصي ژوند ښه سي کورنی ژوند وده کوي، کله چي کورنی ژوند وده وکړي د ټول وطن ژوند منظم سي، او کله چي د وطن ژوند منظم سي ټوله نړۍ به په سوله او آرامۍ کي ژوند کوي.

————————-

‎‎‎

Share