لیکوال : ننګیالی بڅرکی
«پاکستان دنړیوال تروریزم ټاټوبی دی.اودافغانستان دستونزوانګیزه ده»
پاکستان په سیمه کي یولوی خطردی،نوموړی خطرنه تنهاافغانستان بلکي؛د شاه وخواسیموهیوادونواوحتاخپله دپاکستان دخلکواودپاکستان ترنامه لاندي محکمو ملیتونواوقومونوته دناسوریوه دانه ده.په کوردننه پنځوصوبو، بلوڅیستان، پښتونستان،سینداوپنجابیانوته دغه دتروریزم مرکزدیوه ملیت په ګټه هم نه دی.چي دنیکه مرغه بنګال خپله آزادي ددغه انګریزانود میراث خوروڅخه دشیخ مجیب الرحمان ترمشری لاندي ترلاسه کړه. نوځکه دغه خبره په زغرده کوم ؛ چي دپاکستانیانو خیردپا کستان په تجزیه کي دی…. موږ افغانانو ته دا ستونزه دنن څخه نه ده را پيښه سوې. بلکه موږ ته دتاریخ په اوږدوکي،هغه وخت چي انګریزانوپردې خاوره بریدوکی،زموږپرهیوادئې جنګونه وترپل اوموږئې دجنګونو،داخلي اختلافاتو، ستونزوسره مخامخ کړو. چی دغه درې جنګونه دافغان اوانګلیس په تاریخ کې،دافغانستان په وټیزوکمزورۍ کې ډیرستررول لري .۱۸۳۹م – ۱۸۸۷م – او ۱۹۱۹ – کلونوجنګونه چی بیا ورسته په دغه دروسروجنګنوکي انګریزان سخته ماته خوري.اوپه سیمه کي یوازي دافغانستان دخلکوڅخه دبیري حس ورپيداسؤ.نوئې په خپل شیطاني کارونواودافغانانوپه بې اتفاقه کولواودافغانستان دتجزې په فکرکي سوه. انګریزانوشیطاني عملونه راپیل کړه.اوپه دروپړاونوکې افغانستان تجزیه او کمزوری کی.چي دغه درې پړاونه عبارت دي ددغه لاندی درو معاهدو څخه.
۱ ـ دلاهورمعاهده دشاه شجاع سره – په ۱۸۳۸م چي په همدغه سره کشمیراو داباسیند کیڼ اړخ سیمي دافغانستان څخه بیلي سوې.۲- د ګند مک معاهده دسردار محمد یعقوب خان سره په کال ۱۸۸۷م کال دجولای په میاشت کې وسوه.په دې معاهده کې:دغه ستراتیژیکي سیمي دافغانستان څخه بیلي کړل سوې اوپه برتانوي هندپوري وتړل سوې.لکه:خیبر،میچینۍ،پښين،اود کورمي برخي.چي داوخت دانګریزانونماینده کیوناري ؤ.۳- معاهده:دډیورنډ کرښه وه.چي دامیرعبدالرحمان خان د مجبوریت په وخت کي انګریزانوپر افغانستان باندي وترپلل.
موږدلته پرتاریخی برخه ئې دومره ډیربیان نه کوو،خودستونزوپرپیل بیان کوو، ځکه انګریزانوټول وخت په داسي حال کي پرافغانانودغه شرمونکي لوزنامې تحمیل کړي دي،چي دافغانانوپاچهانودغه وخت ددې صلاحیت نه درلودچي د ملت استازیتوب دی وکي.پاچهانودافرادوپه څیر،دفراریانوپه څیردانګریزانوپه زندانو کې کراردرلود.نوځکه لوزنامې ئې هم دمنلووړنه دي.
دبیلګې په توګه:په ۱۸۸۵م کال کي امیرعبدالرحمان خان په دې وخت کی په راولپنډۍ کي دانګریزانودخواڅخه سخت محاصره دی.داوخت روسانوپر پنجدې باندي بریدوکړ.اودافغانانو۸۰۰سپاره او۱۲۰۰ پلي عسکرسره دجنرالانوپه شمول په بشپړه توګه قتل سوه.دغه خبرامیرعبدالرحمان خان ته راورسیدی … چي نوموړی خبرخپله ډیورنډداسي ورته وویلی:(ماته داخبردشپې لخوارا ورسیدی،چي روسانوپه ډیره بیرحمۍ سره دافغانانولښکرقتل کړي دي.) اوپنجدې،مروه ئې هم نیولې ده. په همدغه وخت کي ایرانیانوهم دانګریزانوپه حمایه دسیستان ځيني برخي په خپله ولکه کي راوستلې.په کوردننه کي هم په هره ولسوالي،ولایت کي ځانته دتوپک سالارانوسیمیزي پاچهي وې.قومندانانوپه داخلي جنګونوکي دیوې سیمي اوبلي سیمي پراشغال جنګونه کول،مرکزي افغانستان اودشمال نوروقومونوهم ګډوډي رامنځته کړې وه.په داسي یونازک حالت کې چي هیوادداخلي تجزې سره مخامخ ؤ.بیا هم
دغه وخت امیرعبدالرحمان خان سترقهرمانی وکړه، چي هیواد ئې دتجزې څخه راوګرځاوه.اوټینګ متمرکزحکومت ئې بیاپه داسي حال کي جوړکی،چي په هیواد کي نه اقتصادؤ،نه امنیت.اونه هم قومی یووالی.نوئې دانګریزانوڅخه وغوښتل چی زموږافغانستان یعني کومه سیمه؟؟. ددغه حالت څخه په ګټه اخیستلوسره انګریزانوپه۱۸۹۳م کي یودیرش کسیزه هیئت دهنری مورټیمر ډیورنډ (Henry Mortimer Durand) چي دهندي بریتانوې دخارجه چارووزیرهم ؤ.دهغه په مشری دافغانستان اوهندي بریتانوي دحکومت سره یو ۲۵۲۲ کیلومتره په اوږدوالي سرحدي کرښه ومنل؛کرښه دسرحدپه معناهم نه وه.؟؟؟.داکارامیرعبدالرحمان خان ولي وکی.؟ ځکه چي؛دوخت دانګریزانوامپرطورۍ سره ئې سیالی نه سوای کولای.هغه متل دی: چی مجبورته مه وایه غښتلی.نوبیله دې څخه بله لارهم نه وه.که څوک پيښوته دواقیعت په سترګووګوري.هم دغه داوړوپزه کیدای سي.ولی نن چی دامنیت شورا اوجود لري.نړیوالي محکمې شتون لري. افغانان ددې حق لري چي دخپلو ورڼوچی دخط پرهغه غاړه پراته دي،دپنجابي استعماردمنګلوڅخه خلاص کړي. او د هغوپښتنوورڼوپه منځ کي دغه لعنتي توره کرښه دمنځه یوسي.چی دغه کاردنړۍ نوروهیوادونولکه: چین ،بنګله دیش اونوروهم ترسره کړی دی.دلته دیادولووړبولم چي په سیمه کي دستونزوبنسټیزعلت دپاکستان جوړیدل پر پردیوخاوروباندي،دخلکواوولسونودپاره دزغم وړنه دی.دغه علت په افغانستان کي دپاکستان د مداخلې څرګنددلایل جوړوي.افغانان بایدپه بشپړه نیت اوایماندارۍ سره دخپلوافغانانوکه دخط دغه لوری ته دی او که دخط هغه لوري ته دي دفاع وکړو.اودسولیزي لاري څخه دغه ویشل سوي پښتانه بیرته سره یو ځای کړو.اوبلوڅو،سیندیانو، پنجابیانوته هم خپل حق وروسپاري.
که موږدهمدغه تاریخي جریان پرله پسې ستونزي ته کتنه وکړو؛هغه وخت چي پاکستان دانګریزانوپه زوراوقوت په سیمه کي جوړسو.دهغه تاریخ یعني ۱۹۴۷م کال څخه بیا ترنن ورځي پوري افغانستان ته یوګواښ دی.همیشه ئې دافغانستان په بې ثباته کولوکي ونډه درلودلې ده.اوهمدغسي هندوستان اوکشمیرهم دهمدغه پاکستان دجوړیدووروسته په همدغه مصیبت اخته دي. نن ورځ موږ و تاسی په ښکاره ګوروچي په پاکستان کي دننه، قومي جنګونه، سیمیزجنګونه،مذهبي جنګونه بیخي ډیردي.اوتلفات ئې هم خوراډیردي.پا کستانیان یوقوم،یومذهب اویوه ژبه نه لري.نه یوملی هویت درلودلای سي.هلته دپنجبیانو دسرمایدارانو دخواڅخه حکومت اداره کیږي.اوپه ټولنه کی اکثریت هم دوی جوړوي.همدغه پنجابي سرمایدارنودای،اس،ای اداره دانګریزي قانون ترکنترول لاندي را وستلې ده. .دبلوڅواوپښتنومحکوم ولسونه دتاریخ په اوږدو کي قربانۍ ورکوي اوترراهبرانوپوري ئې په طبعي مرګ نه مري اودای، اس،ای داداري ښکاردي.چي په دې لړکې دپښتنودمشرخان عبدالصمدخان اڅکزی مړینه په مرموزډول دهمدغه ادارې دخوا څخه دلاسی بم په وسیله په خپله دیره کي شهید کړل سو.اوهمدغسي دبلوڅومشراکبربکټی چی دبکټیانوپه قبیله پورې اړه درلودله اودبلوڅودزمري لقب ئې ګټلی ؤ. هم دهمدغه ای، اس .ای دتروریستي ادارې له خوا څخه په شهادت ورسیدی.دغه ډول دمري قبیلې څخه هم دمشرانو ژوندئې به سختو شرایطو کی ؤ.ځینی، پښتانه اوبلوڅ وروڼه دپنجابیان دستم اوظلم له سببه څخه افغانستان ته پناه راوړې.اودژوندډیره برخه ئي په افغانستان کي تیره کړیده.لکه :خان محمدایوب خان اڅکزی چی دژوند دځوانۍ دوران ئې په سختوبندونواو ۲۳ورځودډوډۍ نه خوړلو(بوک ارټال) سره تیرکړي دي،په وارو واروزندانه ته تللی دی. پسله دغه ستونزمندژوندڅخه په افغانستان کي د۱۹۵۰م کال څخه بیا تر ۱۹۷۶م پوري(۲۶)کاله په افغانستان کي دخپلي کورنۍ څخه لیري په مسافرۍ کي وفات سو.اجمل خټک چی یوپيژندل سوی شاعراوسیاست پوه ؤ،هم په افغانستان کي دخپلي کورنۍ څخه لیري دهجرت په کړاونوکې ژوند کاوه.اونور
اوس نوکه موږد سرحدهغه غاړه چي انګریزانودپاکستان په نوم نومولې ده. راتیرسو؛ او افغانستان ته راسو.
په افغانستان کي دټولوسیاسي ستونزوریښه په پاکستان کي ده.
پا کستان دافغانستان سره ټول عمرخپله دښمني پاللې ده،پا کستان دافغانستان په مقابل کی په لومړي سرکي هغه وخت چي داعلیحضرت محمدظاهرشاه وخت ؤ. خوپا کستان هم دافغانستان پرضد تبلیغات کوله اوڅورادیوګانې دخپلو شومو تبلیغاتودپاره پرانیستلي وې.لکه په کوټه کی دبارن اکاپه نوم په افغانستان کي دحکومت پرضد تبلیغات اوپه پيښورکي بیادکاکاجان په نوم راډیودښمنانه تبلغات کوله.دغه وخت جنګ دپا کستان اوافغانستان ترمنځ دخبروپه کچه کي ؤ. یعني سوړجنګ ؤ.خوپه همدغه وخت کي سمدلاسه دخبرواوسوړجنګ پرڅنګ دیو لړبې شعوروافغان ځوانانوپه استخدام کي پا کستان په دې وتوانیدی، چي یولړ ځوانان وغولوي اواسلام وسیله وګرځوي،دپوهنتون په ساحه کي د کفراواسلام په نوم ځیني خبري راپیدا سوې، چي ریښه ئې دهیواد نه دباندي وه.په کابل کي دښوونځیوپرنجنوباندی تیزاب پا شل کیده،داددې سبب سوه چي هیواد او شاهی حکومت نا ارامه کړي.
خو دغه وضعه بیا د۱۹۶۳م کال څخه وروسته چی دسردارمحمد داود په وسیله جمهوری نظام منخته راغلی،یوه اندازه نوره هم پيچلې سوه.اودپا کستان له خوا په ښکاره مداخلې را پیل سوې.چي په نتیجه کې دپلان وزیرعلي احمد خرم ترورسو.همدغسي پرسرحدي تاڼواونظامی ځایونولکه دجلال ابادپرغني خیلو اچین او بټي کوټ پرولسوالیو،باندي دایخوان المسلیمین دګوندنوپه نامه حملې را پیل سوې چي تر شاه ئې پا کستان حمایه کوله.
خو بیا څه وخت چي په افغانستان کې دثوراناکامه انقلاب وسو، بیا په ښکاره ډول پاکستان خپلي مداخلې را پیل کړې.اودجهادترنامه لاندې دافغانستان دتباهۍ فکرونه عملی کړه.په همدغه وخت کي پا کستاني جنرالانو بنسټیزځایونه په نښه کړه اودښووني اوروزني دروازې ئې پرهلکانواونجونووتړلې،ښوونکي، عسکر، صاحب منصبان ئې ووژل، پلونه،دلویولاروسړکونه حتاکوښښ ئې کاوه چي لوی بندونه اودټولنیزوګټومؤسیسې هم دمنځه یوسي.ددغوټولوشاه ته پا کستان اودهغه شیطاني څانګه ای.اس .ای اداره ولاړه وه.پسله پنځلس کاله ئې یوه داسي اداره رامنځته کړه،چي افغانستان ئې په بشپړه توګه بې ثباته کی.کورني جنګونه راپیل سوه، دپل خشتي مسجد دپاکستاني ضیاوالحق په نوم ونومول سو.خولږوخت بیرته دخلکودمقاومت په سبب دضیاوالحق عکسونه اونوم ځینی پاک سو.دغه وخت دافغانستان ددغوټولوکارونوچاري دنصرالله بابرترادارې لاندي ترسره کیدې.اوپه ښکاره افغانستان دپاکستان دیوې صوبي په ډول استعمالیده.په دغه وخت کی پاکستان دافغانستان پرمعدنونوباندی خیټه واچول اودبیرایت معدن،دشوکاڼی معدن اودسنګ مرمردمعادنونواستخراج ئې په ظالمانه توګه کاوه.ترڅودغه د مجاهدینو کوڅه په کوڅه حکومت اودپا کستان ښکاره لاس وهنه پایته ورسیدل.ځکه نورئې نه سوای کولای چي دقدرت دوام ته ادامه ورکړي،نوسمدلاسه په یوه بله پروژه ئې لاس پوري کړ.چي هغه
دطالبانو را تګ افغانستان ته:
څه وخت چي دنصرالله بابرپروژه د مجاهدینوپا یته ورسیدل، نود کرنیل امام په مشرۍ دطالبانوپه نوم بله ډله په ۱۹۹۴م کال کي دننګرهاراوکندهاردلاري دکرنیل امام په مشرتابه افغانستان ته را داخل سوه. که څه هم دبولدک او تخته پول په برخه کي ځینوهیوادپالواڅکزومشرانودجنرال منصورپه مشرۍ مقاومت ورسره وکی.خو! دپا کستان ددرنوسلاحوقوت ئې نه درلود.او جنرال منصور ئې په بې رحمې سره وواژه.همدغسي هغه هیوادپال طالبان چي دپا کستان دحکومت غیري انساني عملونه ئې نه وه خوښ هغه ئې هم په چټکۍ سره دمنځه یووړه.لکه ملابورجان چی په سروبی کې وواژه.خلک وائي : چي ملا بورجان ددکتور نجیب دحمایه کولو پلوی ؤ.همدغسي ملا برادر، ملا رباني اونور…دطالبانوراتګ افغانستان درې دلیله درلودله. ۱ – دمجاهدینو بې ثبات حکومت ته دپای ټکی۲- دافغانستان څخه دمتمد ینومنورینوایستل،یووروسته پاته سلفي زاړه پاله مذهب ترپلل وه..۳ – افغانستان دپا کستان دپنځمي صوبې په ډول استعمالول چي هم ئې دطبعي منابعوڅخه ګټه ترلاسه کړي اوهم ئې دهندوستان په مقابل کي په کشمیرکی دمذهب په نوم وجنګوي کي .
په ننیوشرایطوکي دپاکستان مداخلې:په اوسنی وخت کي پاکستان دطالبانواو داعیش ځاله ده.ټول عملیات په افغانستان کی دهمدغه ځایه څخه لارښوونه کیږي.دهمدغه پاکستان څخه سلاحوي وطالبانواوداعیش ته ورکول کیږي.او فکري مرکزئې اسلام اباداوپنجاب دی.خوپاکستان اوامریکا دپښتنوسیمي په نښه کړی دي اودپښتنوباعزته کورنۍ ئې ووژلې،یائې فرارکړه.اویائې دپنجابیانو نوکرۍ ته مجبوره کړې. په دې خبروموږاوتاسي ټوله خبریو.(غواکه توره ده خوشیدې ئې سپیني دی).خوبیاهم ددې خبري دثبوت دپاره موږولیدل چي دکوټي شورا، دپيښورشورا،دمري شورادسیوۍ دسیمي شورا دپګواش په غو نډه کي په اسلام آبادکي دطالبانوګډون،دطالبانودپاره روغتونونه اومرستي.دملا محمد عمر مړینه په پاکستان کي،داسمابن لادین مړینه دنظامي فرقې څنګ ته په اسلام اباد کي اونوردلایل سته.چي پاکستان دافغانستان په مقابل کي یوخنډاودتروریزم اډه ده. دپاکستان،امریکااودانګریزانودحکومت سیاست پرخپلوګټوباندي ولاړدی. دغه څلویښت کاله زموږ افغانان که لردي اوکه بردسخت ناتارسره مخامخ دي.
ددې بهران دحل لاره لومړی:که امریکاغواړي چي زموږافغانانوسره مرسته وکي بایدپرپاکستان فشارراولی چي تروریزم حمایه نه کړي، اوپه صادقانه ډول دافغانانوسره مرسته وکړي.
دوهم:امریکائيان دی دافغانانوپرملکی ځایونوبریدونه بند کي.خوداعیشان دي په پاکستان کي ولټوي.هغه دطالب جوړحکومت په څوورځوکي دپښووغورځاوه . مجاهدین ئې قدرت ته ورسول.نوداعیش خوهیڅ هم نه دی.
دریم:اداري فسادزموږدهیوادبله ستونزه ده،چی دامریکائيانوپه وجودکي غلودغه ملت لوټ کړ.دملت شتمنی ئې چورکړه، د ملت په نوم راغلي پيسې ئې چور کړې اونور…. پای