ليکوال : ننګيالی ـ بڅر کی
پښتو ژبه يوه سوچه اريايي ژبه ده! نوپښتانه څوک دي؟
پښتو ژبه دپښتنو ژبه ده ، هغه څوک چي په دې ژبه خبري کوي او دهغه مور او پلار چي په پښتو سره پوهول اورا پوهول کوي هغه پښتانه دي .دا چي پښتانه څوک دي ؟ نوموړې پوښتنه دتاريخ په مختليفو وختو کي دڅيړني او تحقيقاتو په جريان کي ډير بحثونه پر سوي دي. او دنړۍ د ګوټ ، ګوټ ژبپوهان او نسل پيژندونکي پر دې خبري څيړني کوي ، چي انسان څشي دی ؟او څنګه دانسانيت ومر حلې ته رسيدلی دی؟ خو په هر صورت دا خو به دانتروفولوژی علم ته پر يږدو ، چي هم هغه علم پر دې څيړنه وکي او دنسلونو او قومونوپه باب خپل معلومات وڅيړي.خو چي تردې پړاوراتيرسواو دانسانانو هغه پر مختللې ټولنه تر نظر لاندي ونيسو ، نو دا پوښتنه بيا هم را منځته کيږي ، چي څنګ دومره ډيري ژبي او ډيرکلتورونه را منځته سوي دي.که نوموړی تاريخ دهغه وخته چي د کلتوراوبيا دژبي اړوند څيړنه ده ، نو زموږ کار هم مختصر کيږي او هم مو موضوع ټاکل کيږي.دلته پوښتنه دژبي ده، انسانانو چي انساني ژوند را پيل کړی دی دهغه تاريخ دميلاد څخه پنځه او شپږ زره کاله مخکي دی . ولي دا!انساني هغه تاريخ دی چي انسانان په بشپړه توګه دحيواناتو څخه را بيل سوي دي. اودفرهنګ په يوه لوړ پړاو کي ژوند کوي ، افزار په کار اچوي،خبري کوي ، کورنۍ جوړي او حتا دفلزاتو څخه ګټه اخلي. خو دتاريخ ددې پړاو او دتاريخ څخه دمخکي پړاو تر منځ په سوونوکلونه فاصيله شته.په همدغه ډول انسانانو چي په مختليفو سيمو کي ژوند را پيل کړی دی ، خو بيا هلته تر پايه هم نه دي پاته سوي ، ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته دډول ،ډول پيښو او عواملو په سبب مهاجر سوي دي او دځانه سره يې ديوې او بلي سيمي کلتور ، زده کړي اونوري انساني پوهي هم را نقل کړي دي.اودنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي دمحيطي شرا يطو سره يې ژوند را پيل کړی دی او دمحيط رنګ يې هم خپل کړی دی.دلته بيا هم دپښتنو او افغانانو خبره ده،چي افغانان او پښتانه څوک دي؟ . په دې باب يونامتو ډنمارکی ژبپوه رسميزرسيک په ١٧٨٧ ـ ١٨٣٢م کي ليکي :که موږ وغواړو چي ديوه قوم او يا ديوې سيمي دانسانانو تاريخ او دهغه پيژندنه وکړو نو بيا با يد دهغه خلکو ژبه تر مطالعې لاند ونيسو چي ، په تار يخي لحاظ هغه پيدا کړو. او دهغه په باب علمي دلايل وړاندي کړو.نو په همدغه دليل که موږ غواړو چي دپښتنو او پښتو په باب وپوهيږو چي پښتانه په قوم نژاد يا سيمي پوري اړه لري، بيا هم موږ دښاغلي رسيک دتحقيق وميتود ته مرا جعه کوو. او مجبوريو چي دسيمي مختليفي ژبي سره وڅيړو، دمقايسوي ژبپوهني دعلم په مرسته موږ دا معلومه کړو چي دپښتو ژبي تاريخي اړيکي د سنسکريټ ،استا ،فارسي ـ بلوڅي ـ اورمړي ـ عربي ـ هندي ـ اروپايي اونورو مغولي ژبو سره څنګه دي؟ څو موږ ودې نتيجې ته ور سيږو چي پښتو ژبه څومره لرغونې اوپه مقايسوي لحاظ دژبو په کوم ګروپ پوري اړه لري.
په دې باب بيا هم ديوه جرمني ژبپوه ښاغلي ډی جينش (١٧٩٤م) دغه خبره وڅيړو؛ چي ژبه په يوه تاريخي او زماني مقطع کي خپل ځانګړ ی کلتور ـ ادبي طرز ـ لغاتونه ـ اصطلاحات ـ دپيښو انعکاسات اوداسي نور په خپل ځان کي لري او ساتي يې .ښاغلی جينش دژبو دمقايسې په لړکي دغه څلور توکي دپام وړګڼي اودهغه له مخي دژبي مقايسوي اړيکي پيژندل کيدای سي.
١ ـ دلغاتونو اوډنه او تغير ديوه ډول څخه وبل ډول ته .
٢ ـ صرف او نحوه (سنټکس ) يا په ساده توګه دجملو جوړښتونه .
٣ ـ په ژبه کي صفائي او قاطيعت :په ساده ډول دژبي سمبولونه
٤ ـ آ هنګ : په ساده ډول هره ژبه ځانته خپل اهنګ اووزن لري .
نو په پورته تحليل سره يوځل بيا موږدپښتو په باب دا ويلای سوچي نوموړې ژبه دلغاتونو دجوړښتونو دمخي يو غني اوپه سيمه کي يوه بې ساري دلغاتو او ګرامر له مخي بشپړه لرغونې ژبه ده.په دې باب ښاغلی سلطان محمد صابرپه خپل کتاب (قديم پشتواور پشتون)کي ليکي : (پشتو لغات اور اعتبارسې قدروسيع اورجامع زبان هې که أوس پاس اور قيرهي کوئي زبان اس کا مقابله نهي کرسکتې). دهغه ادعا داده چي په پښتو ژبه کي بشپړه ګرامر پروت دی او دهر حالت ،تغيراونوم دپاره لغات اوجوړوني لري ، چي دسيمي په نورو مشهورو ژبو کي لکه فارسي او اردو کي نه سته دبيلګې په توګه هغه دمونث او مذکر په دوحالاتو کي بيلګي را وړي او ليکي 🙁 قريبي زبانو مې فارسي اور هندي خاص طور پر مقابله ذکر هې فارسي مې مذکراور مؤنث کي مثتثني هې) لکه څنګه چي په فارسي کي واي ( امد) په بشپړه توګه دا واضيح نه سوله چي نر را غلی که ښځه؟ نو دا حقيقت بيا هغه وخت څرګنديږي څو چي په سترګو باندي وويني ، چي نر دی که ښځه او که دواړه .خو په پښتو کي نوموړی حقيقت څرګند دی .چي نوموړي څرګندوني دالفاظوغنا ګڼل کيږي.او په ډيره اساني سره مفهوم تر لاسه کيدای سي . بل دحيواناتو اوجامداتو دپاره خپل نومونه او الفاظ سته . په همدغه ډول دپښتو په ګاونډو څانګو کي په اردو کي هم په دغه ډول کمزورۍ سته چي دژبي پرنه بشپړتوب باندي دلالت کوي.دبيلګې په توګه په اوردو کي وائي : ( جاؤ ) نو دجاؤ کس بيا هم څرګند نه سو چي نوموړی نر ؤ ، که ښځه.ژبپوهان په دې عقيده دي ، چي ژبه په تاريخي لحاظ دپيړيو، پيړيو محصول او په پيړوختونه غواړي چي بشپړه سي او دپوخ والي ومر حلې ته ور سيږي . نو موږ دپښتو ژبي په باب په ډير جرعت سره ويلای سو چي پښتو ژبه په تار يخي لحاظ ډيره لرغونې او دپوخوالي وه يوه پړاوته رسيدلې ده.که څه هم عربي هم يوه لرغونې ژبه ده خو دپښتو سره يې بنسټونه ډير تو پير لري او پر عربي ژبه هم ډير کار سوی دی خو هغه ږغونه (فونيمونه ) چي په پښتو کي سته په عربي ژبه کې نه سته او عربي ور ته عجزه ده. دا ځکه چي دعربي( ګرافيمونه ) يا توري ٢٨ ته رسيږي خو دپښتو په پرتله وړده مقايسې هم نه ده. پښتو توري ٤٦توري دي چي دهر ږغ دپاره خپل صوتي حالت لري. داځکه چي دژبپوهني دنظره عربي يوه جلا ژبه ده چي دعبراني ژبو سره يې اړيکي سته.او په سامي نژادو خلکو کي استعماليږي.چي ويونکې دمنځني ختيځ خلک دي.
ولي فارسي ژبه چي دپښتو سره نژدې اړيکي لري دپښتو ژبي دکورنۍ څخه ګڼل کيږي، او سانسکريټ هم ددغه خاندان څخه ده. داچي پښتو ـ فارسي ـ سانسکريت ـ اويستا ـ ژند هندي اوداسي نوري هند اوروپايي ژبي ديوې درختي مختليف ښاخونه دي ،دنړۍ ژبپوهاند په دې باب ګډ نظر سره لري .خوپه ١٨٦٠م کال کي چي د فرانسې ستر ژبپوهاند(داپيران) دژند او اوستا پر ژبو څيړنه وکړه او دهغه دلرغونتوب په باب يې خپل نظر وړاندي کړی دی هغه دخپلي مقالي په يوه برخه کي داسي وايي :چي اوستا دسانسکريت څخه پيدا سوې ده ، خودا نظر بيا ليګانګټ (پرريسک ) نه مني اوهغه بيا په دې اند دی چي ژند دسانسکريټ څخه نه دی پيدا سوی. اودا ثابته وي چي ژند دسانسکريت لورنه ده بلکي؛ دهغه خوريې بولي.دريسک دغه نظر تر اوسه پوري چا هم نه دی رد کړی ، او غوښتنه هم دا ده چي دغه يادي سوي ژبي ـ ژند ـ اويستا سانسکريټ دغه اريا ئي ژبي دي اوداريانا په شاه وخوا کي په يوه پراخه جغرافياي شاوخوا کي تر نن ورځي پوري په مختليفو اوښتنو او تغيراتو سره موجودي دي. په اوسنی پښتو ، فارسي ،بلوڅي ، حتا اور مړي ژبه چي اوس ډير لږ خلک خبري په کوي تا ثيرات يې جوت دي.نوموړي ژبي اريا يې ژبي دي چي آريانا ته يې په يو وخت کي اريانا ويجه ويله. استرابو په ٢٤٠ق م کي په خپل جغرافيه کي داريانا حدود داسي تعين کړي دي.
ختيځ سرحد اباسيند،جنوب ته دهند بحر اودغرب خواته کرمان اوايران ښوي خو شمال ته تر باکتريا اودسفيدان ځيني برخي شاملي بولي پر همدغه ليکه دپرتو ولسونو ژبه يوه ګڼي. او په خپل ورستي تحليل کي يادونه کوي چي ، اريانا دپارس ـ مديا ـ با ختر اود سفديان اخيري برخي شا ملي بولي.هغه دبا ختريا (بکتريا ) ژبه چي داريانا ويجه په نوم په اوستا کي ياده سوې ده ښايسته ادبي ژبه يې بللې ده.په اريانا ويجه کي اوستا ي ژبه ـ سنسکريټ ژبه رواج درلودی. اوستا هغه ژبه ده چي زرتشت په هغه خپل کتاب (ژند ) ليکلی وو.او سانسکريټ بيا هغه ژبه ده چي په هغه با ندي ويدي سرودونه ليکل سوي دي او اوس يې په هند کي ليک دود سته .خو په هر صورت سانسکريت او اوستا دوې جلا ژبي دي چي ديوه بنسټه څخه سرچينه اخلي او خوندي ورته ويل کيږي ، خو دسيمو دليري والي په بنسټ اودهند او پارس دسيمو دجدا والي په سبب يې صليقې او فرهنګي ، اخلاقي اړيکي سره بيلي سوي او دجلا ، جلا ژبو په حيث يې رواج پيدا کړی دی.خو په دې کي شک نسته چي داريائيانويوه برخه په افغانستان کي او سيدل او دغه ژبي يې کارول.ولي داريا نا ويجه په وخت کي سيمه پرا خه او سره پا شلې وه. چي سر حدات يې بهرونه او يا هم سيندونه جوړول.دډيرو ثقه دلايلو او لرغونو اسنادو له مخي پښتانه ددې سيمي او سيدونکي وه او مو جوديت يې په همدغه ځای کي ثابت دی.لکه څنګه چي په دې باب يونانی پوه هيروډوټس په ٤٠٠ق م کي دپکتيان يا پکتويس څخه يا دونه کوي.هغه ليکي : هغه خلک چي په پکتيا يا پکتيکا کي اوسيږي ، هغه غښتلي دلاوره ، ميلمه پا لونکي جنګيالي خلک دي ، چي دڅرمني لباسونه اغوندي.اودا هغه سيمه ده چي په تاريخ کي په وارو، وارو يا ده سويده . لکه ارکو زيا څخه چي يا دونه سويده .هيرو ډوټس او استرابوچي لرغوني تاريخ پوهان دي هغه دارکوزيا خلک اريائيان ګڼي، چي په ورسته کي ځيني مؤرخين ارکوزيا ته د الکوزيانوپه*يادونه چي په دغه سيمه کي يوه لويه قبيله ده ايشاره کوي. او دارکوزيا خلک دافغانانو په نوم سره يا دوي .
يادونه: (نوموړی نظردغوروړ دی ؛ خو تائيد يې تحقيق غواړي).
همدغسي په شهنامه کي فردوسي هم دارکوزيا دسيمي خلک افغانان ګڼي او هغه دډيرو لرغونو زمانو تاريخي يا دونه په خپله شهنامه کي کړيده چي وايي :
نشسته درين دشت بيسارکوچ
زافغان ولاچين وکرد وبلوچ
همدغسي داريانا په دغه قلمرو کي چي دهندوکش دغرو دسلسلې څخه پيل بيا تر بولان ، تر هرات او چترال پوري رسيږي دلته پښتنو ژوند کړی دی. او پښتو ژبه يې استعمالوله . بيا هم استرابويا دونه کوي چي : دپارس ځيني برخي ، دسفيدان ،باکتريا مدياځيني برخي هم په پښتنو پوري تړلي وې. او پښتو ژبه يې ويل، پښتو يوازي ژبه نه بلکي؛ پښتانه يو غټ اتنيکي قوم ، رواج ، اخلاق ،قوانين او ځانګړي عنعنات دي چي په ټولنيز ډول پښتواوپښتانه ورته وايي.
دلته موږ دتاريخي ژبپوهني له مخي دلغاتو نژدې والی داسي سره مقايسه کوو چي دلرغونو ژبو نژدې والی داوسنيو ژبو سره ښوي دبيلګې په توګه دفارسي ژبي اوسانسکريټ دژبي ترمنځ ديوه مثال ايښول : لکه څنګه چي په فارسي کي ماست او په پښتو کې مستې او په سا نسکريټ کي بيا ما سته را غلې ده.ددوی تر منځ اړيکي جوتي دي، ددې معنا دا ده چي سانسکريټ ، اوستا ، ژند پارسي او پښتو داريا ئي ژبو لرغوني ژبي يا ژبني ډولونه دي. او يو په بل کي ګډ ي اړيکي سره لري. لغاتونه يې سره مشابه او ګرا مري اړيکې يو دبله سره لري .ځيني لغاتونه لومړی په پښتو کي را پيدا سوي دي او بيا ونورو همسايه ژبو ته ور نقل سوي دي.چي په همدغه ډول ويلای سو چي دفارسي او سا نسکريټ ژبو تر منځ دنښلولومزی پښتوژبه ده ، چي په دې معنا پښتوداريا ئيانو ډيره لرغونې ژبه ده، چي دسيمي په سطحه يې موږ اړيکي ليدلای سو.هيرو ډټس ٤٤٥ق م کي او بيا استرابو په ٢٤٠ق م کي خپل نظر داسي وړاندي کړی دی : هغه کسان چي دهندي تهذيب او فارس تر منځ ژوند کوي هغه پښتانه دي چي دغه دوه مدنيتونه سرمښلوي اوترمنځ يې اړيکي ساتي.ددوی ترمنځ دلغاتو نژدې والی ، دکيسواو نقلونو نژدې والی ، دمتلونو او نورو فلکلوريکو اړيکو درلورل ددې معنا لري؛چي دپښتنو سيمه دهند او فارس ترمنځ واقع اويوپربل يې خپلي اغيزي پريښي دي.دا چي پښتو ژبه په لرغونتوب سره څومره لرغونې ده ، اود پرمختګ زمانه يې دنورو ژبو په پرتله څونده زمانه ور ته کښيږدو؟ دا به يوه مغلقه او پيچلې موضوع وي ، خو داوسنۍ پښتو او پخوانۍ پښتو ترمنځ پيړۍ،پيړۍ فاصيله موجوده ده.اوموږدنوموړي ژبي(پښتو) لرغونتوب په نورو لرغونو ژبو کي تر لاسه کولای سو، يعني که موږ دفارسي ، پښتو اوسانسکريټ ژبي ته دمقايسوي ژبپوهني له نظره پاملرنه وکړو نو موږ ته به خامخا دا را جوته سي چي پښتو هم دسا نسکريټ، فارسي ژبي په څير يوه لرغوني او د ميلاد څخه زرونه کلونه په ځان کي ولري.او هغه وخت پښتانه وه، پښتون د پښتو سره نه جلاکيدونکي مفهومونه دي.که موږ وګورو پښتو (پښتون ) دلته په ګرا مري لحاظ موږ لاحقه ياګرامري اړيکه ګورو (تون) يوه لاحقه ده چي دپښتو څخه يې پښتون جوړکی.ولي؛نوموړې لاحقه په نورو لرغونو ژبوکي نه سته چي ددې معنا داده چي پښتو ترنوروژبودغني ګرامرلرونکې غني ژبه وه.او ددغه دودپربنسټ چي پښتو ـ پښتون ـ پښتني نيت دغه درې سره سره تړلي دي ، نو که يو څوک وچاه ته وواي چي پښتون نه يې نوددې معنا داده چي ددغه ځانګړي قانونيت څخه يې وايستی .چي دا په پښتنو کي دډيري لرغوني زمانې څخه يو را پا ته سوی شونی دی ، چي اوس هم په پښتنو کي دښکنځلو او ديوه پښتون دبيغيرته کولو په معنا استعماليږي. خو نومړي دود په پنجابي کلتور ، فارسي اوداسي نورو کي مفهوم نه لري دبيلګې په توګه : سندهی نه يې؟، پنجابی نه يې؟ ، فارسي نه يې؟ اوداسي نور… دايوه ځانګړې خبره ده په پښتنو کي.په دې ډول پښتانه په پښتو سره قول ورکوي او پر خپل قول بيا ولاړ دي ، که چيري يو څوک دچاه سره پښتو وکي نو هغه بيا پر خپله ژبه پښتو باندي ولاړ وي او هغه څه تر سره کوي کوم چي وعده يې کړيده .پښتانه دنورو قومونو په پرتله جنګيالي او دتشدد خلک دي او دعدم تشدد اصول په ځان کي نه سي سا تلای.دلرغونو ژبوپه باب چي هرچاه څيړنه کړيده پښتو ژبه يې يوه لرغونې اريائي ژبه ګڼلې ده. او پر نورو ژبو يې دپښتو ژبي اثرات جوت کړي دي لکه څنګه چي دسا نسکريټ ژبي ماهر (پانيني )وا يي : سا نسکريټ ژبه ٣٥٠٠ق م کي يو لرغونې ژبه وه او هغه په ځان کي دګرا مر ٣٩٩٦قا عدې در لودې ، هغه په دې اند وو ، چي دلاتينو ژبو سره په مقايسوي لحاظ سا نسکريټ دومره جوتي اړيکي نه درلودلې لکه دپښتو سره چي يې لري او درلودلې.اودپښتو اغيزي پرهندي اوسا نسکريټ با ندي خورا ډيري دي. چي يو علت يې هم دا دی چي پښتو دسا نسکريټ په څير يوه لرغونې ژبه ده. او په سيمه کي يوه مطرحه ژبه وه . چي موږ دخپلي ادعادثبوت دپاره يولړبيلګې ،اړيکي ،اوښتني يادولای سو.اوموږ دخپل څيړ نيزتحقق په نتيجه کي دلاندي څومثالونه راوړو .
سنکريت پښتو اردو
پالنا پالنه
پورا يا پردی
پورا پوره
سالو سالو دووپټه
ماستۀ ماستۀ يا مستې
شالی شائی دهان
ګودهوم غنم ګندم
روج روځ (ورځ) دن
شپا شپه رات
شام مشام يا ماښام شام
ماس ميا شت مهينه
وايو (هوا) وايو
بيوتۍ بوټی بوټی
سنګم څنګ
مرتپ مړ (مرد )
جنۍ نجلۍ (جنئ ) لړکي
موژک موږک چوها
ميږ ميږه بيهړ
نيکهـ نک ناخن
ماتری مور ما
پتري پلار باپ
کبجا کوږ په ملا کوږ کوبړا ټيټرا
جبها ژبه (زبان)
جمکه ځمکه زمين
همدغسي بې شماره لغاتونه په سنسکريټ کي سته چي په سراو تن سره پښتو دي. اور يښه يې هم په پښتو کي سته.هغه ژبي چي په سنسکريټ پوري اړه لري او اوس هم په ډيره پيمانه سنسکريټ ژبي لغاتونه استعمالوي لکه پنجابي ژبه په هغه کي هم دپښتو ډير لغاتو نه سته چي دډيري لرغوني زمانې را هيسي داريا ئيانوپه لرغونو ژبو کي استعماليږي. او س هم دپښتو ريښه په يولړ نورو اريائي ژبو کي سته چي پر پنجابي ژبي برسيره يې موږ څيړلای سو ، نوموړي هند و اروپاه يي ژبي که ګاونډي ژبي دي او که هم په اروپاه اونورو هيوادونو کي استعماليږي ، خو ديوه اريا ئي ژبي په څيره په يو ډول نه په بل ډول دپښتو سره ټينګي اړيکي لري. چي لاندي بيلګې يې موږ لومړی په پنجابي کي ګورو .
پنجابي پښتو
تسي تاسي
منل ما ننا
مانجهنا مينځل
بالنا بلول
بلانا بلل
سوکه سوکه
چاټنا څټل
جګه ځای
مانټريا ماڼۍ
تو ته
کون کوم
هغه علاقې چي اريانا ته نژدې دي هغه که سيند دی ، که پنجاب دی او يا هم دهندوستان نوري ژبي دي او يا دفارس ژبي دي، هم يو دبله سره اړيکي لري.او هغه الفاظ چي په سيميز لحاظ په سيمه پوري اړه لري خو بيا په پښتو ژبي ته را داخل سوي دي. په امانت داری سره دهغې ژبي لغات سا تل سوی دی . دبيلګې په توګه دپښتنو سيمه څنګه چي څر ګنده ده يخه سيمه ده او هلته ځيني ميوې او پيدا وارسته دي چي ؛موږ ته دهمسا يه دسيمو څخه را استول کيږي موږ دهغه دپاره نوم نه لرو، خو دبل ځايه څخه مو يې نوم تر لاسه کړی دی. لکه : کيله ، ليمو ، سنتره ، کينو اوداسي نور…خو ځيني بيا هغه ميوې چي په طبعي ډول دپښتنو په سيمه کي پيدا کيږي او په همسايه هيوادو کي نه پيدا کيږي. نو په طبعي ډول هغه هم هغه پښتو نومونه استعمالوي.اينځر انګور ، بادام ، پسته ، انار جغندراو نور… زه چي دلته په هالنډ کي ګورم ځيني داسي کلمو سره مخامخ کيږم چي زموږ دپښتواودري سره يې ورته والی ډيرڅر ګند يږ ي. او دا ثابتيږي لکه دلرغوني پښتو اويا دري څخه چې په لږ او ډير تغير سره يو سلسله لغاتو نه .ودې سيمي ته را دا خل سوي وي.
په دې کي شک نه سته چي ژبي يودبله سره ګډي اړيکي اونژدې والی لري.خو بيا هغه ژبي چي ديوه پايلمه اويوه ګروپ دژبو څخه وي. هغه بيا دتاريخ په اوږدو کي هغه خپل قوانين او ځانګړني په ځان کي سا تي.خو موږ ته دژبو څيړنه هغه وخت ښه ترا کيدای سي چي په ليکلي توګه اسناد دژبي قلمي نخسې په لاس را سي . نو په همدغه دليل سره پوهانو دژبپوهني مقايسوي پوهه دتاريخ دهغه دورې څخه را پيل کړيده چي دوی يې په ليکلي ډول اسناد په لاس کي لري . چي دهمدغه ژبو دجملې څخه اوستا يي ژبه ، سنسکريټ ، پښتو او لرغونې پهلوي ژبي دي. په دې کي هم شک نه سته چي تردغويا پورته ژبو مخکي به هم نوري ډيري لرغوني ژبي وې اودپوهولو اورا پو هولو وسيلې به وې، نوموړي ژبي به دهم هغه ژبو څخه جوړي سوي او منځته را غلي وي. خو هغه زمانه تر ميلاد لس زر ه کاله وړاندي زمانه وه او موږ ته يې شوني په ليکلي توګه نه دي را پاته سوي. چي تراوستا او يا هم سنسکريت مخکي به مور او يا انا ژبه څه نوميده او انسانانو به کومه ژبه استعمالول او په دې وخت کي به انسانان څه ډول وه؟؟خو مخکي تر هغه چي نور اريا يي قومونه ديخبنده سيموڅخه ځيني خلک او قومونه دلته را وکوچيږي ، دلته انسانان موجودوه او دمغارو ژوند به يې تيراوه چي نوموړې موضوع تر ډيره ځايه په انتروپولوژۍ پوري تړلې ده.خو هغه وخت چي ليکنه را منځته سوه او داويستا او سنسکريت سرودونه دغواي پر پوستکو وليکل سوه يا ووايو چي ليکنه او تاريخي اسناد موږ ته په لاس را غلل نو تار يخ دسيمي هم له دغه ځايه څخه نيولای سو.او موږ خپل ثوقه دلايل را وړلای سو. چي دلته ژوند څه ډول وو؛ دوی کومي ژبي ويلې ؟ په دې کي شک نه سته چي دانسانانوتاريخ چي پنځه زره کاله پر باخترزمين په نظر کي نيسو، پرهمدغه مځکه چي اوسنی افغانستان دی پښتانه اوسيدل.او همدغه خلک دي چي تر نن ورځي پوري دهمدغه خاوري ساتونکي او خپل ځانګړي تاريخي نخښي نښانې يې هم پريښي دي.خو بيا هم په سيمه کي دپښتنو داوسيدلو سيمه په تاريخي لحظ پرا خه ده او دډيرو تاريخي ياداښتنو له مخي يې لمن تر سينده او دهند تر لوړو او ژورو پوري رسيږي ،او خپل اصلي مرکزونه هم لري. لکه :بلخ ـ ګندها را سيستان پيښوراونوري تيت او پا شانده سمسوري سيمي. چي په دې باب پوه اودغښتلي قلم خاوند دخپل وخت نامتو افغان فيلسوف البيروني چي په ١٠٠٠م پيړۍ کې ژوندوو، په خپل يوه تاريخي ياداښت کي داسي ليکي : (( دهندغـربي هغه برخي چي ددرواوشيلو په ډول پرتې دي هلته د افغانانوډول،ډول قومونه اوسيږي ـ چي دوی مخکي هم په سيند کي استوګنه درلودله .))ښاغلی البيروني بيا هم داوسني افغانانو په باب داسي ليکي : چي پښتانه! دهند په غربي برخو کي پراته قومونه وه. او تر اوسني کابل پوري غزيلي سيمي يې په لاس کي وې. زما په وخت کې پر هند هم حکومت کاوه جنګياليان خلک وه او ګندهارا چي مرحوم البيروني پيښاورهم په کښي ښودلی دی دغه سيمه کي افغانان تثبت کړي دي . اوپيښور يې د(پروشاور) په نوم يادکړی دی . دمرحوم البيروني دغه يادونه په تاريخي لحاظ دهيروډوټس دليکني څخه ورسته په دوهمه درجه سره ارزښت لري.خو سراولف کيروبيا داسي ليکي : چي استرابواو بيطليموس هغه لومړي تاريخ پوهان دي چي دميلاد څخه يې مخکي ژونددرلودهغوی دپکټو ـ پکت ـ پکتويس نوم يادکړي دي. او هم دغسي ښا غلی کيرو دخپلو څيړنو په درشل کي دهغه چينايي سياح فاهيان (٣٩٩ـ ٤١٤ م) اوهوان سونګ (٦٢٩ ـ ٦٤٥ م) چي په تاريخي لحاظ يوپه زړه پوري سند دی يادونه کوي. اودهغه پټواونامعلو مو واقيعتونو څخه پرده پورته کوي او تاريخي وا قيعتونه ومخي ته ايږدي چي نن ورځ يې موږته هغه تاريکي خواوي را روښانه کړي دي، کوم چي موږ ورته اړتيا لرو. ښاغلی کيرو بيا هم يا دونه کوي چي دغه وخت په سيمه کي پښتانه دپراخو سيمو څښتنان وه او پربخدي برسيره ديوې پرا خي سيمي ګندهرا نوم اخلي چي پرا خوالی يې تر سينده پوري غزيدلی.هغه دپيښاور نوم هم يادوي اونوموړی ښار د (پوسکاپوروس )په نوم سره يادوي.چي مقصد يې او سنی پيښور دی. ښا غلی کيرو چي يوانګريزمحقق دی او دسيمي دتاريخ سره مينه لري، په دې باب يې يو ډير غټ کتاب دپټان (پټهان) په باب ليکلی دی. هغه دډيرو لرغونو تاريخ پوهانو ، سيا هان او جغرافيه پوهانو څيړني يې دلته را اخيستي او زموږ دکار داسانتيا دپاره يې مواد ايښي دي. ښاغلی کيرو زياتوي چي دافغانستان غرب ته چي کوم څوک اوسيدل هغه ايرانيان دي او په تاريخي لحاظ دپښتنو په څنګ کي دڅيړلو ارزښت لري. او دسيمي پرتاريخ اودپښتنو پر ژوند باندي يې اغيزي دژبي په لحاظ ديادولو وړدي. او هم دهمسايه داری له نظره يودبله سره دجنګونو تاريخ هم لري چي کله به پښتانه پر غالبه سوه او کله به هم دوی دپښتنو خاوري ته را ننوتل. کله به پښتنو پردوی تسلط تر لاسه کاوه او کله به هم ايرانيانو.دايرانيانو غښتلی فوج چي هخامنشان نوميده او دهخامنشی کورنۍ پر سيمه برتري تر لاسه کړې وه اوورسته تر هغه پر سيمه بيا دنوروواک دپښتنو په مقايسه لږو.خو بيا په ايران کي ٤٨٠ق م کي خسر و پهلوان را منځته سو چي په سکائيانو پوري يې اړه درلودله، هغوی غټ پرتوګان اغوستل او اوږدې ښايستې خولی يې استعمالول او داوسپني څخه يې سلاوي لکه خنجر،تيري توري اوداسي نوروسايل يې په جنګ کي استعما لوله .دوی په دې وخت کي دآموددرياب ځيني برخي هم دافغانانو څخه تر لاسه کړي وې،ولي دهمسايه هيواد په څير زموږ يا دافغانستان په غربي برخه کې ژوند درلود او لکه څنګه چي تاريخ ثابته کړيده ځيني وختونه به هغوی دافغانانو او پښتنو وسيمو ته را ودانګل او کله به بيا افغانانو ددوی څخه ځيني سيمي تر لاسه کولې. دوی ته يې تورانيان هم ويل او تورانيان دايرانيانو دنسله څخه وه.اودوی هم هغه ژبه استعمالول کوم چي دپښتو سره يې قاعدې نژدې او دهندواروپاي ژبو له جملې څخه وه.چي دايران په مشرقي برخه پوري اړه لري اود هندي ژبو په پرتله يې اړيکي ديورپي ژبو څخه کمي وې،خو په هر صورت داوسنی فارسي مور يا انا ژبه به وه، چي زموږ دژبي يعني پښتو سره يې په مقيسوي لحاظ داوښتنو اورا اوښتنو په وجه ډيري نژدې اړيکي سته. چي زه به يې لاندي مثالونه دفارسي اوپښتوپه اړونده وښيم. دبيلګي په توګه د(ل) اوښتنه په (د ) سره د(غ) اوښتنه په (ګ) سره اوده (و ) اوښتنه په (ب ) د(غلو) فارمؤل :
لومړی : ل ـ فارسي دال پښتو فارسي
لور دأس
لور دختر
ليدل ديدن
لس ده
ليونی ديوانه
لرم دارم
ليري دور
پلار پدر
لاس دست
غزل خاندن
لمن دامن
لوګی دود
سپلنی سپند
ليري دور
ليور ديور
همدغسي که پر دې باندي نور هم فکر وسي ممکن ډير داسي لغاتونه وموندل سي چي د(ل) په اوښتو سره( د) را سي .
همدغسي لاندي او ښتنه بيا د (و)اوښتنه په (ب ) سره .
ورور برادر
واوره برف
وراره بردر زاده
اوريځ ابر
ورجي برنج
وزه بز
وړل بردن
وريښم ابريشم
اوداسي نور مثالونه سته چي موږيې راوړو،تر دغه قانون لاندي يې را ولو. دلته بيا هم دغ اوښتنه په (ګ) سره ګورو .
پښتو ( غ ) ـــ فارسي ( ګ )
غويي ګاو
غاړه ګردن
غوټه ګرې
غونډه ګرد امدن (ګردهماي)
غاړګۍ ګردن بند
غول ګوه
غولول ګول دادن
چرګ مرغ
غاز ګاز
غنم ګندم
اپګان افغان
غوښه ګوشت
غوږ ګوش
اوداسي نور چي دلته يې درا وړلو ځای نه سته اود نوموړې مضمون حجم په ډيريږي.
که څه هم پر سيمه باندي دمختليفو کلتورونو ګډ متقابل تاثيرات ددې سبب کيدای سي چي پر ژبه ، کلتوراودفرهنګ پر مختليفو برخو تاثير وا چوي . خو بيا هم پښتو ژبي او ځينو نورو اريايي ژبو خپل هغه بنسټ ساتلی دی ،چي ددې معنا داده چي هغوی هم په سيمه کي يو ستر قدرت اوسيدلی دی. اوددې توانمندي يې درلودله چي دکړاو په وخت کي هم خپل ځان وساتي او دخلکو اړوند فرهنګي ميراثونه، معنوي ښيګڼي وساتي.که څه هم پښتانه دميلاد څخه مخکي دستونزو سره مخامخ سوي دي ،ده هخامنشانوپه وخت کي ،دسکندرمقدوني په وخت ، ديونانيانو په بريدونو کي .خو بيا هم دايران او هندوستان تر منځ هغه څوک چي دميلاد څخه مخکي اووروسته اوسيدل ،اوسيږي هغه پښتانه ،ژبه يې پښتو ژبه ده چي اوس هم پښتانه خبري په کوي. اودنورو ګاونډيو ژبو سره دتاريخي ژبپوهني له مخي نه شليدونکي اړيکي لري. په سيمه کي پښتانه هم په تاريخي لحاظ دارزښت وړدي او هم يې دسيمي په سياسي ژوند کې بشپړه ونډه څرګنده ده، پښتانه په سيمه کي په درو نومونو سره يا دسوي دي، لکه : پټهان، افغا ن او پښتون ـ دپټهان نوم چي دهندستان په سيمه او سيند کي پر پښتنو ايښول سوی دی ، دپښتنوپا چهان اودپښتنو دتسلط ورسته دشيرشاه سوري دوخت سره را پيدا سوی دی او نوموړی نوم دستر شيرشاه سوري مقاومت دمغلود حکومت پر ضد او د مغلو څخه دپا چهی تخت اخيستل او بيا دلودي پښتنو پا چهانو بدل د مغلو څخه ،چي يو ځل يې بيا پښتانه پر هند با ندي مسلط کړه، ورسته دپټهان نوم عام سو اودا په دې چي په هغه ځای کي به دوی سره را توليدل هغه ته پټنه ويل کيده.اودهمدغه مرکز څخه يې پر بنګال بريد وکړ، بنګال يې ونيوه او هلته بيا دپټهان نوم عام سو. چي مراد يې هغه لښکروه، کوم چي دپښتنو څخه جوړسوی وو. او ورسته تر هغه چي پښتنو خپل واک دلاسه ورکی او پښتانه دهند په اردو کي که به جذب سوي وه،يا به جذبيدل هغه ته يې پټهان ،پلټنی وايه چي جمعه يې پټهانان کيږي . تر اوسه هم دغه نوم په هند کي په ژوندۍ بڼه سته چي پښتنو ته پټهانان واي. اوپښتني عسکرو ته پلټنی يا پلټنيان واي.او په بنګال کي دپټانه ښارهم په دغه نامه سره شهرت لري.دناروې نامتو څيړ و نکی او تاريخ پوه ښا غلی (مارګنټراين) په دې عقيده دی چي دپټان نوم دپکتان پختان څخه نه دی اخيستل سوی .بلکي په پټنه کي دوی سره را ټوليدل چي ديوه ځای نوم . او هغه وپټهان ته منسوب سوی دی .او دشير شاه سوري دوخت څخه نوموړی نوم په هند کي رواج وموند.خو انګريزمحقق ښاغلی کيرو بيا نوموړی نوم دپکت پختون او پښتون سره تړي. خو په هر صورت هر وخت چي نوموړی نوم په هره معنا منتځه را غلی وي ، نوموړی نوم پر پښتنوباندي ايښول سوی دی. او دهندوستان په ټوله قاره کي پښتنو ته پټهان وايي . خودافغان نوم هم پر پښتنو باندي يا ديږي او تاريخ پوهان پښتانه افغانان بولي او نوموړی نوم د ميلاد څخه ډير پخوا پر افغانانو باند ايښول سوی او اوريدل سوی دی.
په دې باب سلطان محمد صابر دخپل کتاب په ١٠٩مخ کي ليکي :دپښتون او افغان په باب څيړونکو دډيري پخوا زمانې څخه نوموړي نومونه ثبت کړي او پښتنو ته دغه نوم منسوب سوی بولي،که هر څومره موږ په دې باب څيړنه وکړو بيا هم ودې نتيجې ته رسيږو چي لرغونو اديبانو او ليکوالانو دپښتو ژبي ويونکي افغانان ګڼي .او په دې حساب يوازي نوموړی نوم پر افغانانو با ندي يا دسوی دی. چي دا معلومه نه ده چي نوموړی نوم څه وخت رواج پيدا کړی دی. خو دومره يا دونه کولای سو چي دسيمي ليکوالانو په خپلو ليکنو کي نوموړی نوم وهغه خلکو ته ورکړی دی کوم چي په ارکوزيااودپښتونخوا په سيمو کې ژوند کاوه دفارسي ژبي وتلی شاعر فردوسي په خپلو شعرونو کي دافغان نوم په څو ځله ياد کړی دی.او نوموړې سيمه لکه مخکي چي مو وويل دارکوزيا سيمه چي دغزني څخه ترکوټې او دهلمند دسيند څخه تر سينده پوري شاوخوا سيمو باندي يادسوی دی.دافغان کلمه دابګان،اوګان، اپګان څخه تر لاسه سوې ده .فردوسي ليکي :
همه ګرديوان دوېويه سپاه
بزرين عرود به زرين کلاه
يهدارچون قارن کاد ګان
به بيش سپاه اندرون آوګان
او علامه اقبال بيا وايي :
خويشتن را ترک وافغانان خوانده
وائي برتو وانچه بودي مانده
داچي پسله د قيق فکر څخه ستراحمدشاه بابا په ١٧٤٧م کال دغه نوم وافغانستان ته انتخاب کی ، په دې کي شک نه سته چي نوموړی هيواد او نوموړې جغرافيه په افغانانو پوري اړه لري. او دنورو هيواد و په شان لکه هندوستا چي دهندواڼوهيواددی ، بلوڅيستان چي دبلوڅوهيواد دی، تاجکستان چي دتاجيکو خلکو او پرګنو هيواد دی ، همدغسي افغانستان بيا دافغانانو هيواد دی، چي (دستان) ورستی ورستاړی يې دځای او ملکيت په معنا سره را غلی دی.مخکي نوموړی هيواد داريانا ويجه په نوم سره نومول کيده.اوکله چي بيا ايرانيانو پرافغانستان با ندي واک پيدا کی نو دې هيواد ته يې زابلستان او کابليستان ووايه، دلوی سکندر دراتګ سره چي يو نانيان دلته را غلل ، هغوی دغه ځای په خپل نامه يعني باکتريا وباله چي نوموړی نوم دباختراوښتی شکل دی.خو کله چي بيا عربو واک وموند نو دافغانستان شمالي برخي چي دآمو درودڅنډي جوړوي هغه يې خراسان وبلل.چي هرات يې نامتو ښار وو. خو محمدحيات خان بيا په حيات افغاني کي ليکي چي : ((دخراسان نوم دايران پاچا انوشيروان له خوا ايښول سوی دی)).خو که هرنوم ايښول سوی هم وي پر نوموړي سيمه هغه دافغانانو اوپښتنو اوسنۍ سيمه ده.بيا هم ښاغلی محمد حيات په خپل کتاب (حيات افغاني) کي ليکي : برسيره پر دې چي په پښتنو کي هم ګډ نسلونه شته يعني دنورو قومونو او نسلونو سره يې ودونه کړي دي خو بيا هم پښتانه هغه خلک دي چي په دې سيمه کي په تاريخي لحاظ ژوند کوي. او ژبه يې پښتو ده او په نژدسره ارين نژاده خلک دي. په نړۍ کي هيڅ توکم يا خلک خالص نه دي پاته سوي، نو عرب هم په وسيع معنا متحدالاصل او سامي النسل دي، چي دډول، ډول قومونو اختلاط او ګډوالی په کښي سته لکه : فنيقيان ، بربري، ترک،عبراني،ايراني،يونانيان اوروميان يا داسي نور.ليکن برسيره پر دې هم يو قام دهغه په نوم يا ديږي.همدغسي ټوله اروپا کي نسل په يوه اندازه اغيزمند سوی دی ؛خو دهغو ی بيا هم خپل پيژندلګلوي سته.نو دتاريخي ثبوتونو له مخي پښتانه زما په خيال يو ارين نسل دی او ګڼل يې په کار دي او بايد ودې واقيعت ته موږ داسنادو له مخي په بشپړه توګه تسلم سو چي پښتانه دجغرا فيا يي موقيعت له مخي دميلاد نه مخکي دعربو ،سيند ، هند (انډيا ) او چين په منځ کې يې په دغه مدنيتو کي ژوند کاوه لکه : دسيند مدنيت ، ګندهرا تمدن ، دبلخ تمدن (بلهيکا)او په مجموع کي دمرکزي آسيا په ځينو برخو کې هويت تثبت دی.خو پردې خبره بيا دځينو تاريخ پوهانو نظر سره بيل دی چي وايي :
لومړی : پښتو ژبه دوايستا (ژند) او سنسکريت لوراودهغه نه پيداسوې ژبه ده.
دوهم : ددوی څخه نه ده پيدا سوې اودهغوی سره يوځای يې ژوند را پيل کړی دی.يعني دهغوی سره ګډي اړيکي لري اودسانسکريټ اواوستا خورده،نوبيا ددروسرو مور کومه ژبه ده؟ تر اوسه په تاريخ کي نه ده ثابته سوې داځکه چي تاريخي دوره هغه دوره ده چي ليک په کښي را منځته سوی وي ، چي دهغه درويه څرګنده سي .چي د نن څخه ٢٥٠٠ کاله په ځان کي نيسي.
دريم: ځيني تاريخ پوهان بيا په دې اند دي چي پښتو ژبه تر سنسکريټ ژبي او اويستا نه هم مخکي پښتنو خبري پرې کولې او يوه ژوندۍ اريا يي ژبه وه.
خو داچي پورته نظريات کوم يو يې واقيعت دی هغه به وي ؛ خودومر ويلای سو چي پښتو يوه لرغونې ژبه ده چي په سيمه کې تاريخ جوت دی.اوپه اويستا يې دورکې دهخامشي دورې اودهغه وخت په اسنادو کې يوناني مؤرخينو کړی دی. نوموړې ليکنه لومړی په هغه کتيبه کي سوې ده چي دبيستون په غره کي موندل سوې ده او دپښتوژبي دري مصرعې هم موندل سوې دي.چي دادپښتو ژبي لومړۍ نمونه ګڼل سوې ده،په ميخي ليک سره ليکل سوې ده ؛ چي نومو ړې مصرعي په دې ډول سره ده .لومړی نوموړې کتيبه ديوه عکس سره سمه نن ورځ ليدلای سو.
دوهم نوموړې کتبه خپله داريوش په خپل هغه کتاب کي چي پرډبرينه تحته يې ليکلی ده،چي دسکندر په ټولو تاړاکوکي هغه خرابه هم نه سوه، دسترداريوش پرقبر باندي ديوه تاريخي ياداشت په توګه په ايران کي خوندي ده.
ښاغلی فاضل استاد پوهاند حبيبي دنوموړي کتيبې چي دبغستان (بهستون) ډبرليک دی متن سپړلی دی اودغه مطلب يې ځيني را نقل کړی دی.
١ ـ نې ا،يکي هم( ومه) يعني : نه اړيکه وم (ومه )
٢ ـ نې دروجنه هم(ومه) يعني : نه دروه جن (ومه)
٣ ـ نې ځو رکړه هم (ومه) يعني : نه ځور کړه نې وم (وم)
ټوله کتيبه ٢٤٠کرښوته رسيږي ، په هره کرښه کې ٤٥توري دي.اوهرتوری يې ددرو څخه تر پنځو پوري علامات لري.خو ټوله بيا د٧٥زره ميخي علاماتو څخه جوړدی ، دنوموړي ليک ډول د مصر څخه زده سوی اوپه ١٨٢٢م کال کي نوموړی ليک په مصرکي شامپولون ولوست.هغه په نوموړی درو جملو کي وايي : اورمزو(آهورامزوا) زما مرسته وکړه ؛ زه نه اړيکې وم ، نه دروه جن وم اونه ځورکړونې وم.نه زه او نه زمااولاد ، زه د صداقت اورښتيا ملګری يم . په دې درې واړه جملو کښي چي اړيکي ، دروجن ځورکړونې را غلي دي هغه اوس هم په لږ تغيرسره په پښتوکي استعماليږي.او په دې برسيره دداريوش دسلطنت په ديرلسمه سوبه کي دهيروډوټس په قول دآرمنيانو سره پکتويس (پښتانه ) هم اوسيدله.دنوموړي ډبرليک ژبه زړه فارسي وه ، چي په دغه وخت کي دايران ژبه هم زړه فارسي وه ، چي ورسته پهلوي اوبيا دا موجوده فارسي ځيني جوړه سوه. دموجوده فارسي ژبي او پښتو تر منځ اړيکي ډيري سره نژدې دي ، چي دواړه ژبي ديوې کورنۍ سره تعلق يا اړيکي لري.اوخپله پارس هم دپښنونخوا سره ګاونډی او په سياسي او ټولنيز لحاظ ديوه ارين دنژاده څخه هغه خلک وه چي دپښتنو دلومړي قوم يا يادشوي قوم ساکانو سره يې يو ځای مهاجرتونه کړي دي. اود مرزنو په ساتنه کې ګډي قربانۍ هم ور کړي دي.دګډ خصوصيت له مخي به بده نه وي چي بيا هم دغه تاريخي يادوني ته ځيرسو.څو بياهم دا جوته سي چي دسيمي نژدې قومونه په تاريخي يادونو کي څنګ سره بيل سوي او څه ګډ ځانګړني لري.
دداريوش کبير په کتيبه کي دپارتيا ـ پارت ـ پرثو _ پارثيا ډولونه هم ليکل سوي دي. ښاغلی سيد بهادرشاه ظفرکاکاخيل (پښتانه دتاريخ په رڼاکي) ليکي : په اريايي ژبوکي د(ث ، سی ) اوازونوتر منځ يوګډ اوز ووچي (ش ـ شه ) آوازسره به يې نژدې والی درلود دنوموړي لفظونو څخه پرثو ـ پرثيا راووتل چي دپشتو او پشتيا سره هم نژدې والی لري.او آرمني ليکوالو په ليکنو کي بيا پارت دپهل په لفظ يادسوی دی.په دري ژبه کي بيا دبلخ ـ بخد نوم بخل ،باخل راغلی دی . چي بيا هم دنوموړو تغيراتو پر بنسټ دپارتيانو دبلخ (باختر) سره اړيکي لري. خو يو ايټالوي ليکوال ( مسټرجوستن ) بيا چي دميلادي دوهمي عيسوي پيړۍ په شاوخوا کې ژوند درلود هغه بيا خپل نظردا سي وايي: دپارتيا ژبه دميډي، سيتي ژبو تر منځ وه اودهغه د مډيا څخه مراد ايران دی چي په قطب کې د پارسوا قبائيل ميشت وه.اونوموړي قبائيل په عمومي مها جرت کي تللي،هلته يې ژوند پيل کړی دی.نو دلته موږ بيا هم ددغه دومحققينولکه جوستن چي دنن څخه يې ١٨٠٠کاله مخکي ژوند درلود اوبيا دنن ورځي محقق (مارګين) پر اسنادو دغه نتيجې ته رسيږو چي پښتانه او پښتو ژبه اودپارتيانو ژبه ديوه ولس ژبه ده. په دې ډول چي دجوستن له نظره دپارتيانو ژبه دميډي ژبي او سيتي قبايلو دژبو تر منځ داتصال کړۍ وه ـ او دمارګن سټرن په قول پښتو ژبه دساکا قبايلويوې ولسي ژبي ته نژدې وه. نو داسي څر ګنده سوه چي دجوستن قبا يل اود مارګين سټرن قبايل يو خلک وه.ددوی دتحليل نه علاوه موږ ته جوته ده چي دساکا او پارتين دواړه قبايل دسيتي قبايلو يو ښاخ وو.او سيتي قبايل په خپل ځان کي يواريايي نسل ارين قوم دی.
ساکان او پارتيان دتګ اوراتګ په حالت کي کوچي غوندي ژوند درلود. کله به دهيرمند يا هلمند په څنډوکي او کله به هم د(پن) په شنو واديو کې تګ اوراتګ درلود.دوی په دغه ګډژوند سره دومره سره خپل سوه چي په ورسته کې توپير په ګرانه سره کيده.چيناي تاريخ پوه دپن لفظ ذکرکړی دی چي مراد يې کاپيسا ده چي دکابل تر سينده يې څنډي رسيږي، اوساکا قبايل بيا په جنوبي حوزه يعني ارغنداب او هيرمند کې استوګنه ياده سوې ده.دساکا دقبايلو ذکر نامتويوناني مؤرخ هيروډوټس په داسي حال کي کړی دی. لکه څنګه چې دپکتيانوذکر، ګندهرا ذکريې په وارو،وارو کړی دی. او هغه يې دسيتي قبايلو يو ښاخ ګڼلي دی.دهخامنشي په دوره کي هم دا خلک يو څه نا متو وه.او دهخامنشي په کتابو کي ددوی پوره ذکر سته .ساکيانو به غټ ، غټ پرتوګونه اغوستل اومخروطي ټوپۍ به يې پر سرولې دهيواد غشي او ليندۍ يې درلودل. او تبرونه يې هم استعمالول.او ايرا نيانو ودوی ته ساکيان ويل.دوی لومړی په ٦٠٠ق م کي دآمو پر څنډو او سيدل اوبيا تر ايرانه تيت سول. چي په مختليفو فصلونو کي به يې ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته تګ او را تګ درلود.ساکايان دژوندساحه پراخه وه. بيا هم په ارکوزيا کي دسيستان څخه بيا ترغزي پوري هغه مسکوکات چي تر لاسه سوي دي ددې نماينده ګي کوي چي سا کيانو او پارتيانوپه دغه سيمه کي پاچهی درلودلې،دوی په جنګ کي شهرت درلود. او آس سواران وه او پر آسانو به يې زره پوښه ټنګ لباس اغوسته اوتيزي نيزې به يې استعمالولې،غټي بريا وي به يې په لاس ور تلې.دداريوش اوسکندر په مقابل کي په ميړانه جنګيدل او دهغه تصديق هم په خپله هيروډټس ګړی دی. ددوی ژبه ساکي وه او دپښتو ژبي سره يې دنورو ارياي ژبو په څير اړيکي په خورا نژدې ډول سره سته خو خپله پښتو نه وه.خو دپښتو يوه برخه او يا څانګه يې ګڼلای سو، دا ځکه چي تر نورو ژبو دپښتو ژبي اوازونه ډير په کښي څرګند دي.په عمومي نظر که موږ دهغه وخت يو لړ په لاس را غلي اسناد په مقايسوي ډول سره مطالعه کړو نو به داراته جوته سي چي دارياي ژبوترمنځ سنټکس او فيلالوژيکي اړيکي سته ، خونوموړي اړيکي بيا په نورو همسايه قومونو او ژبو کي نه ليدل کيږي.دبيلګې په توګه که موږ سا مي ژبي او مغولي ژبي چي په جغرافياي لحاظ موږ ته ډيري نژدې واقع سوي دي ، دهندواروپاي ژبو سره پرتله کړو دسامي، مغولي ژبو اړيکي ډيري ليري دي داوستاي ، سنسکريت ، پښتو، پاړسي ، اوداسي نورو لرغونواريايي ژبو سره، چي ددې څخه موږ دا نتيجې ته هم رسيدای سو، چي پښتانه په قوم اريا ئيان او په دې کي هيڅ شک هم نه سته چي پښتو ژبه يوه لرغونې اريا يي ژبه ده ، چي تر ميلاد ډيرپخوا، چي تاريخ يې په واضيح ډول څرګند نه دی ويل کيده ، خو دليکلو اسنادو له مخي ، چي په مختليفومسکوکاتواو ډبرليکونو موږ ته څرک تر لاسه سوی دی ، هغه تر دوه نيمزره کاله (٢٥٠٠ق م ) پخوا يې اسناد ثوقه دي.خو ځيني پو هان بيا لا دا هم وايي: چي شل زره کاله مخکي دلته انساني ژوند پروت وو، چي په دې باب ارنولډ ټاينبي تاريخ پوه اوفيلسوف ووهغه يوه څيړنه کړې ده چي ٢٠٠٠٠کاله مخکي دلته دبرنز و څخه کار اخيستل کيده اود ژړو فلزاتو څخه سا مانونه جوړ سوي دي.
ښاغلی قدرت الله حداد په خپل يوکتاب کي (دملي تاريخ فلسفه اوپښتنولي) کي داسي ليکي:موږ په افغانستان کي دوه ډوله مدنيتونه لرو:
الف :هغه مدنيتو نه چي همدلته ددې ځای دخوا څخه منځته را غلي دي .
بې: هغه مدنيتونه چي له نورو خواو څخه موږ ته را غلي دي .
تر ميلاد يو نيم زره کاله پخوا ويدي مدنيت ، چي په ريګ ويدا کتاب کي دپکت (پښتون) اونورو قبيلو ذکر را غلی دی، دافغانستان دځينو رودونو نومونه هم را غلي دي ، چي نوموړی مدنيت په ډاګه سره دمالدارۍ په نوم يا دولای سو.
دوهم : دوهم مدنيت په افغانستان کي دکرهڼي مدنيت دی ، چي په اويستاکې ذکر سته اود اويستايي مدنيت دکرهڼي مدنيت دی ، چي مرکزيې بخد يا بلخ يا دولای سو.اوستا يي مدنيت چي دبا ختر دايايانوترټولوغټ مدنيت دی اوپه سيمه کي دتاريخي ليکنو دپاره دپام وړارزښت لري، موږيې په دې ديوې موضوع په حيث نيسو او بحث پر کوو ، چي اوستاي ژبه دپښتو سره ډيري نژدې اړيکي لري اوپرلرغونوژبو،اوسنيو ژبو با ندې اغيزي جوتي دي، نو ځکه ديوه لنډ بحث په کولو سره موږ بيا هم داميندلای سو، چي پښتو ژبه به يا داوستا سره همزمانه وي، يا خو به دهمدغي ژبي يو متکامل حالت وي. دهمدغه ژبي څخه به را وتلې يوه داسي ژبه وي چي پښتنو په تاريخي لحاظ وده ورسره کړيده.او هغه سيکولوجي چي په ژبه کي پرته ده هغه په دې قوم کي پرته ده.
دوهمه برخه اوستا
په دې ژبه دميلادڅخه پنځه زره کاله پخوا خبري کيدې. او دميلا ترلومړنيو کلونو پري يوه مروجه اوداستعمال وړ ژبه وه. په نوموړې ژبه کي دپښتو ډير برا خ بسټونه نغښتي دي.اودپښتوهغه ږغونه چي په نورو ژبو کي نه سته هغه موږ په استا يي ژبه کي موندلای سو. په اوستا با ندي دوخت نامتو روحاني مشرزرتښت د (ژند) په نوم ډير لوړدخيرښيګڼي کتاب په بلخ کي وکيښ،او په اوستا با ندي دوه ميلونه شعرونه ليکل سوي دي، نوموړی کتاب ددولسو سوو (١٢٠٠ ) غوايانو پر پوستکي يا څرمن با ندي ليکل سوی دی. نوموړی کتاب دافعانستان په ټوله تاريخ کي ترټولولرغونی ، نامتو اودارزښت وړ کتاب دی . چي دبده مرغه دنوموړي کتاب ډيره برخه اوس زموږ په لاس کي نه سته ، څه وخت چي يوناني لښکرو يرغل وکړاو سکندرمقدوني پرافغانستان باندي واک تر لاسه کړ؛نودنورو فرهنګي تباهۍ په څنګ کې داوستاد کتاب ډيره برخه هم وسوځل.که نوموړی کتاب په پوره امانت ساتل سوی وای،نوافغانانو ته به اوس ډير مسائل روښانه او څرګندوای.سکندر مقدوني افغانستان ته ٣٣٠ق م کي را غلی دی.داچي ولي سکندر دغه تاريخي ګناه او جرم کړی دی،ممکن دهغه پر بيعقلي او خودخواهي دلالت وکړي.اوستا ژبه پرافغانانو باندي ګرانه او احترام ورته لري او تر نن ورځي پوري افغانانو نوموړې ژبه دخپلي تاريخي او مقدسي ژبي په حيث پيژني او حتا پر خپلو اولادونو با ندي هم اوستا نوم ايږدي. اودهغه وخت نور دفهم وړ افتخارات يادوي اوتر اوسه دخلکو مينه هم ورسره ده،زموږ دتاريخ يوه غټه برخه اوستاي مدنيت جوړوي.زما دخپلي څيړني له مخي اوستاي ژبه وپښتو ته تر نورو ژبو ډيره نژدې ژبه ده . نور بيا … (نوموړې رساله دوام لري).
راتلونکي برخي :
داوستا يي ژبي اړيکي دپښتوسره
داريائيانو راتګ ومځنۍ آسيا او افغانستان ته
دافغانانو يا پښتنو ټاټوبي او مدنيتونه تر ميلاد نه وړاندي او وروسته تر ميلاد په سيمه کې .
دسيند او بين االنهرين سره دافغانانويا پښتنو اړيکي .
هغه تيروتلي نظرونه چي پښتانه په سامي قوم پوري تړي .
نتيجه
لیکوال : ننګیالی بڅرکی
«پښتانه یاافغانان دلرغوني اریانااصلي اوسیدونکي دي»
ولي دغه پو ښتنه کیږي چي پښتانه څوک دي؟
دا هغه پوښتنه ده چي دځینوغرض لرونکونژادپرستانواوملیتریستانوناروغانو د خولې څخه راوزي،کشکي مقصددپوښتني په څېروای،دمعلوماتواوپوهي په خاطروای،خو!هدف دپښتواوپښتنوددښمنانودادی چي پښتانه کمزوري اودې خاوري ته بیګانه ثابت کي،نوځکه دغه پوښتنه په وارو،واروپه غیري علمي ډول مطرحه کوي.اوکله ناکله بیادغه پوښتنه هم طرحه کوی چی ګواکي دپښتنو ادبیاتوتاریخ جعلي اوغلط دی.داهغه ناکامه اوناکاره هلي ځلی دي چي خپله دپوښتني جوړونکی ثابته وي چي هغه بیسواده اودنه معلوماتوخاونددی.
ګرانودوستانو! داچي پوښتنه په غرض ده اوکه دمعلوماتوپربنسټ ده، خوزما دنظره پوښتنه ده،په نړۍ کي هیڅ څوک وبل چاه ته نه وائي چي ته ددې ځای اوسیدونکی ئې که نه؟ . خودانړۍ زموږدټولوانسانانوګډه نړۍ اوګډ کوردی، هیڅ قوم برتري پربل قوم نه لري،خوپه فردي ډول برتري شته، په هرقوم کی ښه اوبداړخونه، ښه اوبد کسان سته، په هرهیوادکي ښه اوبد سته، په هرنژاد کي ښه اوبدسته اوهمدغسي پوهه اونا پوهه سته….
اوس به را سو چی پښتانه څوک دي؟ . موږ په دغه خپله شاه وخوا کي سامی نژاد او اریائې نژاد ، مغولی نژاد اوداسي نورنژادونه لرو. خو دهر نژاد ټاټوبی معلوم دی،فرهنګ، ژبه ، تاریخ ځانګړې سیکولوژي ، ځانګړي کړني اوداسي نورهغه څه سته چي قومونه اودیوه هیواد خلک په پیژندل کیږي.چي په دې باب یوډنمارکی ژبپوهاند ( رسمیزرسک) په ۱۷۸۷- ۱۸۳۲م کال کي لیکی : که موږ وغواړو چی دیوه قوم اویا دیوې سیمي دانسانانو تاریخ اودهغه پیژندنه وکړو، نو بیا باید دهغه خلکو ژبه ترڅیړني او مطالعې لاندی ونیسو.څو چي په تاریخي لحاظ هغه پیداکړو.اودهغه قوم په باب علمي دلایل وړاندي کړو.په همدغه دلیل که موږ غواړو چي دپښتنو او پښتو په باب وپوهیږوچي پښتانه په قوم نژادڅوک دي؟ ، یاپه کومي سیمي پوري اړه لري؟. بیا هم دښاغلي رسک دتحقق ومیتودته مراجعه کوو.اومجبوریوچی دسیمي مختلیفي ژبي سره وڅیړو، نودلته دمقایسوۍ ژبو دڅیړلو په مر سته موږ ته دا را معلو میږي چي دپښتو ژبه په لومړي قدم کی دسانسکریټ او بیا داویستا ئي ژبی سره په تاریخي لحاظ ډیري نژدې اړیکي لري.همدغسي داوسني وخت دژبوفارسي،بلوڅي، اردو، اورمړي، هندواروپائي ژبو سره ئې اړیکي جوتي دي،خوپښتو دسامي ژبوسره داسلامي دورې څخه ورسته څه نا څه دلغاتو ګډوالی اودلیکد ود ډول اونژدې والی څرګندیږي، اوهغه لغاتونه چی په عربي مصدرونوباندي په پښتواو فارسي کی استعمالیږي هغه دعربي ګرافیمونوڅخه جوړږغونه دي،چی موږئې استعمالوو.لکه :خط ،ثواب، ظهور، ظاهر،باطن، وطن اوداسي نورچی په دغو لغاتونوکی دعربي توري سته اوزموږ په ژبه کی هم استعمالیږي خو! تاریخ یې ډیرلږاوداسلامی زمانې سره سم پرسیمه حاکم سوی،په ژبوکی داخل سوی لغاتونه دي.
خو!پښتوژبه دتاریخي ژبپوهني له مخي په سیمه کی ډیره لرغونې ژبه ده.او پښتانه داریانا پرپراخوسیموباندي میشت قومونه دي .دهیروډټس په ۴۵۰ق م کي اواسترابوپه ۲۴۰ق م کي څیړنی کړي دي اودپښتنو ځانګړنی ئې ښودلي دي.دوی ترمیلاد نه ډیرکلونه پخوا په دې باب داریائي ژبواواریائي قومونو په باب په هند،فارس اوافغانستان کي څیړني کړی دي.اوپښتوژبه ئې دزړې فارسي اوسانسکریټ ترمنځ دیوه مزی یا تاب داړیکو دټنګولو وسیله بللې ده.
داچي دژبپوهني دنظره موږ دپښتنواوپښتوژبي تاریخ په ډیره لنډه توګه وڅیړی اوداراته معلومه سوه چی پښتانه دزرهاوکلونوتاریخي شتون په دغه جیوپولتیک شاه وخوا کي ثابت دی.اوهغه لاحقه چی دپښتون (تون) او پښتویا پښتون قوم تر منځ موجوده ده،دایوه ځانګړې نخښه ده،چي په نوروژبو کی شتون نه لري.او همدغه تون دی چی دپښتو څخه ئې پښتون جوړکړی دی.
اوس موږ دخپل دغه لنډ تحقق په نتیجه کی دلرغون پوهني له نظره په باختر زمین کی یا دارینا ویجه په جغرافیاوي شاه وخوا کی دپښتنواواریا ئي قومونو موجودیت څیړو.چي دافغانستان په خاوره کې ترتاریخ وړاندي دتمد ن څرک را کوی.
د۱۹۳۶م کال سراورل ستین،موسیو ګیرشمن اوهاکن دسیستان ، هلمند نادعلي اوزرنج دسروتاراوکنګ په کلاکی کیندني وکړې، چی په هغه کی ډبرین لوښي ،ډول، ډول وسلې، غشي، رنګه سوی ښایسته لوښي کودرکي، دسپینوزروغوږ والي اودهډوکوڅخه جوړ سوی شیان ترلاسه سوی دي.چی نوموړی لرغوني څیزونه دسیمي هغه دارزښت وړڅیزونه یا لرغونی توکی دي، چی دا جوته وی چی په دغه سیمه کی ترمیلاد نه مخکی یا ترتاریخ نه مخکي مدنیت او انسانی ټولنیزتمدنونه موجودوه، چی موږدنوموړوتوکودلرغونتوب څخه دا ثابته ولای سوچی دسیمی په کچه نوموړی تمدن دارزښت وړدی او که ئې دبین النهرین ، سیند اونورومدنیتونو سره پرتله کړو ترهغوی په کمه نه دی.
همدغسي موسیوګیرشمن «سرخ داغ»غونډۍ تر خپل لرغون پوهنی تر څیړنیز تحقق لاندي راوستل اودڅیړني په جریان کې هغه لرغونی توکي وموندل چی ممکن ترمیلا څلورزره کاله مخکی مدنیت پوري اړه ولري چی دمصر،بین النهرین تمدن ته نژدې دي. خو!! دهمدغه تاریخي اولرغونی تمدن دڅیړنو څخه مراد دادی چی دسیمي دخلکواو ترتاریخ نه مخکي دژوندپه باب پورشواهد لاسته را وړو. نوموږ دلرغون پیژندني دتوکوپه پرتله یامقایسه سره کولای سو چي دپښتنواوافغانانوهغه معنوي لرغونی ژوندپیداکړو،چی دنوروسیمود فرهنګ اومذهب سره یې په تاریخي لحاظ پرتله کوی اویودبله ئې سره جلاکوی اوهم ئې ورته والی ښوی،اړیکی یې په تاریخی اوجغرافیاوی لحاظ ګوري دبیلګی په توګه : ترتاریخ نه مخکی دوروکی دمرکزي اسیا،دسینددوادي اوهمدغسي باختر پرشاه وخواچي په ټولیزلحاظ داریاناپه جیو پولتیکی پولوپوري اړونده ده، هلته دخپل وخت دوه نامتو مذهبونه حاکم وه لکه : داریائیانومذهب دزرتشت داورپرستۍ مذهب دبودانامتو مذهب،چي لرغونی اثارئې هم موږ ته په لاس را غلي دي. خوهغه وخت چی بیا افغانستان ته دهجرت پر۹۰کال اسلام را داخل سو،افغانانواسلام په عقیده وی لحاظ ومانه نودلته بیا تاریخي څیړني داسلام نخښي نښانې په لرغونی توکو اوداسلامی مدنیت په تاریخی ارزښت کی شا ملوی او دهمدغه دورې محصول ئې بولي.
دلته زموږ مرادددغه څیړنی څخه دادی چي پردغه خاوره چی نن پښتانه میشت دی دغه خلک دتاریخ په اوږدوکی اریائیان اوتمدن یې یواریا ئي تمدن وو، چی هم دلیک دود دڅیړنو له مخي موږ په خپل څیړنیزمطلب کی دپښتولرغونتوب په همدغه ټاټوبی کی مطالعه اووڅیړی اوهم دلرغونوتوکوپه راپرا نیستلوکي مودغه ټکی ته اشاره کړې ده اوس به را سو دخپلو لرغونومځکوپرسردمیلاد نه پنځه زره کاله مخکي داریائي تمدن هغه برخی ته چي افغانان اوپښتانه تراوسه همدلته میشت او ژوند کوي.
هغه لرغونی توکی چی ترتاریخ نه مخکی دکندهار دپنجوائي، میوند ، ارغنداب په شاه وخوا کی ترلاسه سوی دي.چی په ټولیزاوټولنیزډول هغه ته دمندیګک تمدن او شاه وخوا هم وائې ، ترڅیړني لاندي نیسو.اوداروښانه کوو، چی دلته زموږپه اوسني افغانستان کی کوم ډول مجسمې،لرغوني توکي اولرغونی تمدن موجودوو.اوهمدغسی دسیمی پرنوروبرخوزموږاغیزي څه وې اوبرعکس دنورو اغیزي پرموږ باندی څه وې؟ دهمدغه څیړنو څخه جوتیدای سي.
دلته موږ دمندیګک دغونډی چی دخپل وخت ترمیلادڅلورزره کاله مخکي بیا دمیلادترزرم کاله پوری دې ودانۍ پنځلس پړاوه تیرکړي دي.په نوموړی ودانۍ کی دتعیراتوجوړښتونه ، دغلې دانوګدامونه ، پرجوړسوتعمیراتواوخاورینو لوښوباندي د مرغان انځورونه، دحیواناتوښکرونه اوډول،ډول حیوانات رسم سوي دي،چي پردغه برسیره په نوموړې غونډۍ کې دادیتا (ادې یا مور)چي نوموړی توری هم داوسنی استعمال سره ورته والی لري اوموږاوس هم پښتانه مور ته په ادې سره ږغ کوي.ادیتا دخیراو برکت رب النوعه وه.چي همدغسي مجسمې داریائیان په نورو ځایونوکی هم ترلاسه سوي دي.اونوموړې مجسمه په سیند ، بلوچستان اوپنجاب کی هم موندل سوې ده چی ددې معناداده چي ددغه سیمي قومونه په مذهبي اوکلتوری لحاظ یودبله سره دتاریخ نه مخکي هم ګډژونددرلوداوهم ئې یودبله سره تجارتي اړیکي اوګډي اقتصادي لاري درلودلې.چي ترنن زمانې پوري په خپلو منځونوکي هم دژبي اوهم دتیرتاریخ ګډټکي او تمدن درلونکي دي.خوداچي کوموخلکو لومړی مدنیت درلوداویودبله ئې داړیکو پربنسټ دغه تمدن زده کړی دی، دکمي مېني یا هیود خلک دتمدن په جوړښت کي مخکي دي په دې با ب دښاغلي پو هاندمؤسیوکزال دڅیړنو نتیجه داسی ده. دپوهاند مؤسیو کزال په وینا دمندیګک غونډۍ دمیلاد څخه پنځه زره کله مخکي جوړه سوې ده او دلته مدنیت دعمرپربنسټ دسیند ترموهن جودیرو پخوانی او لرغونی دی.
په همدغه ډول دافغانستان په شمال ختیځ لوري کي دهزارسم دښته هم دایټالیا دپوهانواولرغون پیژندونکودخوا څخه ترڅیړني اوتحقق لاندی نیول سوې ده، چی تاریخي زوړوالی یا قدامت ئې ۱۹۶۲ق م ته رسیږي.
دهزارسم دښته دهندوکش په شمال کي داو ۳۳۰۰فوټه لوړوالی لري خو ۱۶ کیلومتره اوږدوالی لري،نوموړې سیمه دتجارت ، سیاسي اړیکواودتګ اورا تګ نامتولاره ده چی دوریښمودلاري په نوم هم پیژندل سوې ده،چي دسمنګان شمال لویزلوری ته پر ته ده،په ډیره پخوا لرغونې زمانه کی دهند ، کابل بغلان کندوزبدخشان اوچین هیوادونه دهند تروادي پوري به تګ اورا تګ په کښي کاوه. چي دلاري په اوږدو کې دغره په لمنوکې هغه طبعي اوجوړسوی سمڅي سته چي لرغونی انسانان به په کښي اوسیدل.اوهلته سم دستي دهزاسم سیند غاړه اودسیندڅوکي په ډبرینوتختوسره کنترول کیده ،هلته هم ایټالیویانوڅیړنی کړی دي اودانځورونواولوښو،سامانونولکه:دکارسامانونه اودکورضروریات او دنغریو جوړښتونه، دکورونوجوړونه،ددیوالونومثلث ډوله جوړښتونه دایټالوی څیړونکو له نظره دتاریخ څخه مخکی زمانې په وخت کي په اروپاه ئي هیوادو کی هم دغه ډولونه میندل سوي دي لکه :هسپانیا ،ایټالیا ، سویس، اوایرلنډ په ټاپوګانوکي چي ددې معنا دا هم کیدای سي چي؛ هغه وخت چي اروپاه ئیان یا اریا ئي ولسونه ګرموسیموته راوکوچیدل پرژبني نهادونوبرسیره ئې دځینو شیانودجوړښت اوتخنیکي صنعتونه او مسلکي څیزونو دزده کړي پوهه هم دلته دځانه سره را وړې وي.
همدغسي ددغه ځای خلک دختیزاولودیزپرلوري هم کوچیدلي دي اودتجارت کاروبارئې دمصر، بین النهرین کنعان سره درلودی. اوهمدغسی څیړنی ښوي چی دبین النهرین سره دنن څخه شپږزره کاله مخکی دبدخشان دلاجوردو تجارت کیده اودشاهانو په زینتي کالیو،تاجونوکي به دبدخشان لعل اویا قوت دافغانستان نورقیمتي غمیان کاریدله هم دغسي دتار یخ نه وړاندي دډبرودتوږلو په پیریادوران کي دمصر فرعونانوهم دافغانستان دجواهراتو څخه ګټه اخیستې ده، اوافغانانوپه ټولنیزلحاظ دهمدغه سیمودخلکوسره تجارتي اودتګ،را تګ اړیکی درلودلې. چي هم ئې دهغوی مدنیت دلته راانتقال کړی دی.اوهم ئې داوسني افغانانوتمدن ځانته رواج کړی وو. چي دنوموړي موضوعوشواهد د مصردفرعون توتن خامن په هدیره کي ترلاسه سوی تو کی دي. دډیر معلومات دپاره وګوری : ( دافغانستان لنډ تاریخ ۸ مخ) .
هم دغسي یوبل فرانسوی لرغون پوه (لیپ ګومن) په دې اند دی چي هغه خلک چی دمندیګک په شاه وخوا سیمه کی اوسیدل درې زره کاله مخکې ترمیلاد هغوی نني افغانانان دي چي دتجارتي اړیکوپربنسټ ئې دبین النهرین سره په کلتوري لحاظ هم نژدې والی راغلی.په دې وخت کی سوداګري پرا ختیا موندلې ده او شرق میانه، اسیائي میانه چي په جیو پولوتیک لحاظ افغانستان ته نژدی وه،نودتجارت راسه ، ورسه هم دافغانستان سره ډیره وه اوطبعي خبره ده چي دهم دغه را سه ورسه پر بنسټ فرهنګی او کلتوري حتا مذهبي اغیزي هم یوپر بل څرګندی دي.
په افغانستان کی دغه د۳۵۰۰ق م څخه تر ۱۵۰۰ق م پوری دبرونزو عصرجوت دی چي په جنوبي افغانستان پرمندیګک اودسیدپرکلابرسیره دافغانستان په شمال کي دشورتوغي ، دشلی او دولت آباد سیمي دي ،خونوری سیمی به ئي هم ولري خودیادولو وړخبره داده چي دمند یګک سیمه دژړویا برونزودکشف لومړی سیمه ده چی دهمدغه ځایه څخه نژدوسیمولکه شرق میاني اواسیایي میاني ته دغه تمدن نقل سوی دی.
دلته دتاریخ څخه مخکی دوروکی هم افغانانویااوسنیو پښتنوکوچی ژونددرلود، مالداری دلته په پراخه پیمانه رشد کړی وو،چي ددې ځای دخلکوژوندکله دافغانستان په شمال اوکله هم په جنوب ختیځ اولودیځ کی پرسمسوروسیمولکه: آموسیند ، ارغنداب ، هلمند ، جیلم او نورو سرسبزو اوخړوبوسیموباندي ئې ژوندکړی دی اولرغوني توکي چی په هره سیمه کی ترلاسه سوی دي ، یووبل ته ورته والی سره لري.
په اخیر کی موږ بیا هم یوځل د پروفیسورماری کزل څیړنوته را ځو چي هغه وایی : افغانستان دمندیګک دتمدن په وخت کی چي په سیمه کې دبشری تمدن په پرمختیا کی رول اوونډه درلودله،دسکندری مقدوني دیرغل څخه بیا دمیلاد څخه درې زره کاله مخکي زمانې پوري څرګندوي.اوثابته وی چی افغانستان د تاریخ څخه مخکی دوراوافکارودټکرمرکزوو.په دې وخت کی یعني دتاریخ نه مخکی دوروکي، په معماري،دودانیوجوړښتونه،مجسمه جوړنه،دلوښو دجوړلو اونورووسایلولکه: دکار افزار او په هنري انځورونکولوښوپه ډولونوکې بشپړه اوپیا وړی رول درلود. چي دافغانستان دلرغوني هنردپاره دارزښت وړتاریخي بحثونه جوړوي.ددې څخه (فرانسوی لرغون پوهه کزل )دې نتیجې ته رسیږي.چی افغانستان دتاریخ نه مخکی په دغه پړاوکی حتا دبین النهرین ،دسیند دحوزې او فارس په منځ کي یو ځانګړی ارزښت درلود.
افغانان یا پښتانه داریائي قبیلې یوه غښتلې څانګه ده :
دلته دایادولووړده چي ترمیلادنه مخکي دپښتنوپه باب شواهدډیردارزښت وړ بولم ، چي دهمدغه شواهدوپربنسټ دشکاکانوهغه نظرچي دپښتنوپه باب ئې لري په بشپړه توګه دردوړدی چي وا ئې: پښتانه دعربواویا یهودودخاوري څخه راغلي دي.اودلته ئې ژوندته ادامه ورکړې ده.اودډیروضعیفو دلایلو پربنا دغه دغرضه ډکه خبره مطرحه کوي . چي ورسته به پرهغه نظرهم په تفصیل سره پروږغیږو.
بیا هم دمیلادڅخه ۴۵۰ق م چی دتاریخ په لرغونوزمانوکي محققینوڅیړني کړي دي یوهم هیروډټس دی چی هغه په دې عقیده دی اوخپل نظرئې داسي وړاندی کړی دی:(( هغه کسان چی دهندي تهذیب اوفارس ترمنځ ژوندکوی هغه پښتانه دي.چي دفارس اوهندد،مدنیتونه سره مښلوي.اوترمنځ ئې اړیکي ساتي او ټینګي کړي دي.)).هم دغسي استرابوهم دمیلاده څخه ۲۴۰ کاله پرهمدغه سیمه څیړنه کړې ده.او دپښتنو دژوند ، تمدن اوژبنیوبنسټونوپرڅیړنه ئې دنورو هندی او فارس دتمدن په باب همدغه شان ورته نظروړاندي کړی دی. هغه هم لیکلي دي چی پښتانه دآمو،ارغنداب سیند،پکتیکا ،هلمند پرمځکوباندي میشت قومونه وه.اوهم دلته ئې دخپل وخت نامتو مدنیتونه درلودله.دهنداوفارس ترمنځ ئې دمدنیتونومزی دنوروسیموپه شمول ټنګ کړی دی.دلته زموږ مؤخه دډیراوږده بحث څخه نه ده ، خو! که ډیره نوموړې موضوعو وڅیړو نو بحث هم په هغه اندازه نور هم پرا خیږي . ځکه په همدغه اریاناویجه ، بهارت ، سیند،ایران اونورواریائي قومونوترمنځ دلرغونوجنګونواوتاریخي پيښو دڅیړني څخه دا څر ګندیږي چي اریا ئیانو په خپلو منځونو کی یو پر بل بریدونه کړی دي او تار یخ ثا بتوی چي پر نوموړی سیمی باندي کوم خلک او ولسونه موجودوه.خو! بیاهم زموږ مراد یوازي پرسیمه دپښتنوموجودیت څیړنه ده.که څه هم په سیمه کي دلسوقبیلو شتون او شهرت جوت دی اوهمدغه لسو قبیلو په سیمه کي او چت ژونداورول درلود چي موږ به ئې نومونه دیادوني په څیر یاد کړوخو! ورسته به دپکتها ،په باب هم وږغیږو چي زموږ دموضوعو سره اړخ لګوي.
لومړی: هغه قبیلې چی په خپلوکي سره په جنګ کي وې پردوبرخوویشو:
لکه : یوه ډله دهنداریا ئیان وه ، چي دبهارتي ولس په مقابل کی سره متحد وه .
بله قبیله هم پنګه جانا ( پنځه ولسه یا قبیلې) چي په ریګ ویدا کی یادونه ترینه سوې ده ، پنګه دپنځوپه معنا ده.
لومړی:دغه پنځه قبیلې په دغه نوموسره یادې دې:یادو( yadus)(turvasas ) تورواشاه ( druhyus)درهیوس داخلک دګندهارایانوسره جوخت اوسیدل او دګندهاریانومتحدین وه. (anus)انوس پنځمه قبیله پورو (puros)ددوی استو ګنه دسرا سوتي دسیند پر غاړه وه.
دوهم:دآباسینددغاړي قبا یل لکه:شیوا sivas یا chiva دکابل ددرې اوسیدونکي.
، پکتها ، pakthas پښتا نه دکرومو،ګوماتي ددرواستوګن ، چي دې سیمي ته دګندهارا سیمه هم ویل کیده .
الینا ، alinas دنورستان یا پخواني کافرستان دسیمو خلک .
بهالانا bahalana دبولان ددرې او سیدونکي
، ویشانا visanan دوی هم دګندهارا پر لیکه پراته قبایل وه.
په په پورته قبایلوکی زموږغرض اومؤخه دپکتهه سره دی.دریګویدا دغه پکتهـ اواوسنی پښتون یو لفظ دی. نوددې څیړني څخه معلومیږي چی دپښتون نوم، لفظ یا شهرت دریګویدا دډیرلرغوني اریا ئي سرودو داسنادو ثبت او دهغه یادونه سوې ده چی په تقریبي ډول موږ ددې لرغونی اریائی قبیلې دنامه دثبت اوتاریخي سند ۱۴۰۰ق م ټاکلای سو ، خو! په دې کی هیڅ شک نه سته چی تر هغه ترمخه چی کوم اسناد موجودوه یا دتاریخ ترمخه لاهم پښتانه په همدغه سیمه کی اوسیدل کوم چی نن موږهمدغه سیمه دافغانستان په نوم سره پیژینو.او لرغونوتاریخ پوهان لکه هیرودتس اواسترابوهم دغه پښتانه یادوی او یوه میلمه پاله اوغیرتي قبیله یې یاده کړې ده.
که څه هم دپښتون اوپکتهاداریائي قبیلې په باب په ویدي سرودونویا ریګویداکی ډیریاد سوی دی اوپه مختلیفو سیموکې ده پکتها په نامه چی اوسنی پښتون دی یادونه سوې ده اوپه ډول،ډول حالاتوکې کله دهغوی دپاچهانونومونه او کله هم دهغه قوم نوم یادیږي،دهغوی دمیړاني نومونه اودهغوی دسیمونومونه په دغه څلورو ډولونو سره موږ یادونه کولای سو.
۱ – بریګوس: دریګویداپه په اومه برخه او ۱۷سندره کي داسي راغلي دي : چي بریګوس اوډرهیوس چی دپښتني قبیلومشران وه هغوی دخپلونورودوستانو دقبیلودجنګ دخلاصون په خاطرسوله وکړه،چي په نوموړی جنګ کی پکتها هم دنوروقبیلوسره په جنګ کي راښکیل وه.چي مراد ځینی هغه (راوي جنګ ) ته اشاره سوې ده.
۲ – اې اسونانو:اسون چي دسحرستوری رب النوع دی ، په ویدي سرودونو کی دپکتهااوریګوچي دواړه ده وولس سرداران دي دهغوی دپاره په جنګ کی داسي دوعا کیږي: ( ای اسونا راسه دپکتها ،اوریګودبهیره چی هم د قبیلې سرداران دي دهغوی مدت اومرسته وکی ).دریګویدا ترجمه ۱۵۳مخ اتمه برخه ۲۲ سندره.په نوموړې سندره کی شاعر دکوم جنګ بیان کړی دی اودستورو درب النوع څخه یې دهغه وخت دقبیلواوسردارانومرسته غوښتې ده.
۳ – اې اندرا: دنوموړي رب النوع څخه شاعرغواړي اوخواست کوي چی موږته شیدې راکه اولکه: پکتهـ ،داسا راجا ، تراسا شهزاده ته چی دي ورکړي دی وه موږته هم دغسي غواوي را که.او دیادولو وړده چی غواوی په اریا ئي مدنیت کي په لرغونې زمانه کی ارزښت درلود.دلته دیادولووړخبره دا ده چی ریګویدا ترجمه په دوهم ټوک کی ۲۶۰ مخ – اتمه برخه ۱سندره کی دپکتهـ نوم دنوروشهزده ګانو سره را غلی دی.
۴ ـ دریګویدا په یوبل ځای کی دپکتهـ نوم په ویدي سرودونو په تر جمه – دویم ټوک – ۴۶۵مخ – لسمه برخه – ۶ سند ره کي داسي یاد سوی دی.
دهغه وخت ښه سندرغاړولکه : شیاواناچي دیوه لرغوني اریائي شاعرزوی وو. دجنګ په تودوالي کي دغه دعا ویله : دا ځکه چی په جنګ کی به اسوانانو ( افغانانو) بری ومومي ، نودوخت سخی رب النوع (اندرا) چي دپکتهـ مور او پلاریې وژغورل،دوی په اووهوتاګانوئې یرغل وکی.او«هوتاګان هغه عالمان اومذهبي پیشوایان وه چي دقربانۍ دوداودستوربه یې ادا کاوه»، په سندرواو اسنادوکی دتوریاوانا چي دویدي پوهانوپه قول دپښتنودپاچاه تاریخي نوم دی. په ټولوموجوداتوکې ښکلی آوازهم درلود.یادونه هم داسوانانوسوې ده اوهم دپکتها .دلته که څه هم دشیاوانا یا شاعردقبیلې اوپښتنوترمنځ په کومه خبره به جنګ سوی وي، خوزموږهدف بیادهغه تاریخي سندڅخه دی چی دا په ډاګه کوی چی دلرغوني اریانا ترټولو لرغونې قبیله هم دغه افغانان اوپښتانه توکمونه دي.
دریګویداپه تاریخی متونوکي دپښتنو یا پکتها ذ کر یا یادونه په وارو،واروداسي راغلې ده:چی دغه قوم پرننګ اوناموس،هیواداوعزت باندي یوسترګوراو غښتلی قوم وو.
همدغسي،دختیځ پوهانوله نظره یاد«هیلیرانټ » دقوله دافغانستان په ځینو نوروسیموکي هم دپښتنودقبیلوځیني نومونه اونخښي نښانې یادی سوی دي ، چي دسیمي داوسیدونکودپيژندلګلوی سره مرسته کوي .دهیلیرانټ دیادونی پربنسټ ، دځینوجنګونوپه با ب چي دسراسوتي دسیند پرشاه وخواسوي دي.اوهغه قومونه چی دلته پراته وه دلرغونی اویستا اوسانسکریټ په ژبه چي اوس یې او ښتنه سوې ده ،لرغوني ختیځ پوهان عقیده لری ، چی دسرا سوتي سیند هم دغه دارغنداب سیند دی.اوهمدغه موقیعت ښوي.چی دهغه پرشاه وخوامیشت قومونه لکه څنګه چي په لرغونومتونوکی کندهارته «ار کوزیا» ویل سوې ده.اوهمدغه پښتانه قومونه چي اوس هم دالکوزوپه نوم یادیږي دهمدغه ارکوزیا یااوسني کندهاراوسیدونکي دي،ددې قبایلونومونوته موږګوروچي دویدي دا«پارا تاوا»به هغه قبیله وه چی یوناني بطلموس دارغنداب په شنواوسمسوروورشوګانوکی د«پاراوتي » په نامه ذکر کړې ده.همدغه رنګه د«ډاسا» په نامه هم په پښتنو کي ځینی قبایل موجود دي ، چي اوس هم په سلیمان خیلو کي د«ډاسر»په نوم یوه قبیله سته، بیا هم دویدي زمانی هغه ګرافیم چی موږ یې اوس دپانیزي په نامه لرواودپښتنودسیوی په سیمه کی اوس هم ژوند کوی، دوی هم دپروند دویدي زمانې« پاني»،پیزي،پيني اواوسني پانیزي قوم دی چي شجره لیکنکو دکاکړوپه قبیله یا قوم ورګډ کړی دي،په همدغه ډول دبریسایا لرغونې یادونه چي اوسني بړیڅ ځیني مراد دی،دوی هم هغه قبیله ده چی په لرغونو متونو کي ځینی یادونه سوې ده.چي په ویدی عصرکی دبریسایا په نوم یادیږي،ددوی استو ګنه دلرغونی زمانې څخه دکندهارپه ښوراوک کي تثبت سوې ده اوس هم هلته ترهلمنده پوری خواره قومونه دي اواستوګنه کوی.دبطلموس یادونه پرځای ده چي دپاراوئتي یادونه یې دویدی څخه کړې ده هلته ده«پاراواتي» په پښتنوکي هغه قبیله ده چي په الکوزو کي اوس د«پروټ»په نوم یوه څانګه ده،څنګه چی مومخکي یادونه وکړه، الکوزي هم داراکوزیااستوګنه دي،نوپه دغه پروټ کښي،دهغه زړې کلیمې زړه ریښه « پاراوتا» سته.
ردیګویدا په پورتنیو حوالو کښي،موږدپکهت اوپکتها په نوم یوه مقتدره قبیله ترمیلادنه مخکي ولیدله،هم دغسي دارغنداب دلرغوني سیندیا دهمدغه سیمي (پاراواتا) قبیله چي په ار کوزیا پوري اړونده سیمه ده هلته هم پښتنو قبیلوژوند کاوه اودمندیګک لرغونی تمدن یې ځانته جوړکړی وو.اوکه موږ داوسنیوپښتنو ځیني شجرې وسپړونوراته څرګنده به سي چي دفونیمونوپه لږډیرتغیرسره هم هغه پښتانه توکمونه جوړوي.
په باختر کي آریا ئي قبیلې :دژند د مذهبي کتاب چي دزرتشت مذهبي قوانین په کښي لیکل سوی دي.وینوداریائیانودتوکم زرتشت هغه مذهبي کتاب دی چی په دغه سیمه کې دلومړی ځل دپاره ئې یکتا (خدای پرستي ) رواج کړه،نوموړی کتاب په اویستا ئې ژبه لیکل سوی دی .اویستاژبه د لرغوني اریائیانود پاره یوه نامتوژبه وه.چی په خپل وخت کی خبري اتري په کیدې.ددې ژبي ویونکي (هند او ایران) ته وخوخیده اوهجرت یې وکی، دهغوی مذهب اورپرستی وه او دزرتشت دمذهب پیروو،چي دنوموړي ژبي ترټولونامتوکتاب هم دغه دژندمذهبي کتاب دی، چی ددولس سو (۱۲۰۰)غوایانوپرپوستوباندی لیکل سوی دی.که څه هم داویستا دکتاب دلیکلوبشپړه تاریخ هم معلوم نه دی.خودځینو تاریخي اسنادو له مخي فکرکیږي چی داویستا ئي کتاب ژند نیټه به ۱۰۰۰ق م یا هم په تقریبي ډول ۶۰۰ق م په منځ کی وي.زما دتحقق له مخي چي ، په دغو کتابو کی مي داویستا او دژند په با ب څیړنه کړې ده لکه :(خرده اوستا) ژباړه اوتفسیرداردشیرآزرګشپ دی،چي په ۱۳۷۱ دی ماه کی دشپږم ځل دپاره خپورسوی دی .او ترجمه یې بیا استاد پورداود کړې ده . داویستا دژبي ترټولو یو مقدس کتاب دی چی دژند متن او مذهبي سپارښتني، تاریخچه اودزرتشت دژوندپه باب یې داویستا ئي ژبي څخه په زړه پوري معلومات راټول کړي دي. په نوموړي کتاب کی چي ډیرلرغونی ارزښت لري دپښتوپه باب کوم څه تر لاسه نه سوه وخوخپله دزرتشت دکورني په باب هغه روایتونه اواندیښنې یا څیړنه تر لاسه کیدای سي چي دنوموړی مذهب ریښي په بلخ اوبخدي کي وې، اودزرتشت کورنۍ هم دآس سوارانویااوسنی افغانانوونومونوته منصوبه کورنۍ کیدای سي، لکه څنګه چي دزرتشت پلارشاه اسپه یا دزاړه آس خاوندوواو همدغسي په همدغه پیرکې افغانانو ته هم اوغان یا آس سواران ویله…. چی پر همدغه موضوعو به ورسته بیا هم رڼاواچوم .
همدغسي بل مهم اثرهم داوستا په نوم دی چی ښاغلي اکاډ میسن د کتورپوهاند عبدالاحمد جاوید لیکلی دی ، هلته هم دافغانانو په باب ډیرڅه سته خوداوستا په متن کې دپښتواوپښتنودتاریخي څیړني په با ب یادونه نه ده سوې، فقط درحمان بابا او خوشحالخان خټک دځینو شعرونوپه یادونه اکتیفأ سوې ده.چي موږ هم په لنډه توګه داریانادجغرا فیوي ریښي ځینی برخي له همدغه قیمتي اثرڅخه را اخلو. دکتاب په شلم مخ کي لیکل سوی دي چي: اریاناد(اریانا خشاترام) دنوم څخه رااخیستل سوی دی.اوارتش اونس (Eratosuens) جغرافیه پوه او داسکندر مقدوني کتابدارهم دغه مطلب په خپل کتاب چي اریانا نومیږي را نقل کړی دی.اوهمد غسي دیونان یوبل نامتوعالم څخه هم یادونه سوې ده،ترمیلادنه ۳۰۰ ق م کی داریائیانو جغرافیه په خپل کتاب کی چي داسکندرکبیر په نوم یې لیکلی دی داسي ښودلې ده.« درنیمه دوم قرن سوم قبل از میلاد به شکل یوناني آن یعني (Ariane)مي یا بیم دانشمند معروف یونان بنام آرییان درکتاب خود زیرعنوانان سکندرکبیرجائیکه ازسوارکاران باختر،سغدي ،ارکوزیا ، زرنج وپارتي نام میبردازمردمان ارینزیادمیکند.»برسیره پردغه تاریخی سندبطلیموس (Ptolemy) نامتولرغونی یوناني مځکه پیژندونکی(جغرافیه شناس)هم د لرغوني اریانا خاوره له همدغه اوو(۷)ولایتوڅخه یوپه یوداسي یادونه کوي:
۱ – ماګیانا Margiana : نوموړې حوزه دمرغاب یا مروالرود سیمه ښوي.
۲ – بکتریانا Bactriane: چي دبلخ وبدخشان سیمه او حوزه ښوي ، چي په لرغونی زمانه کی دبخدی یا بختي په نوسره وه دآمودرود ځینی هغه خواته سیمې هم په ځان کی درلودلې.هم دغسي سترابون جغرافیه پیژندونکي بلخ، باخترداریانا ویاړګاڼه.اوبلخ ته یې په اوستا کی دبلهیکاپه نوم هم یادونه کړې ده.
۳ – آریاAreia :دهرات سیمه ده چی داریانا مرکزټا کل سوی دی.اوپه اوستا کی دهریوا هری رود په نوم هم یادسوی دی.
۴ – پارا پا میزوس Paropomisos: په همدغه ولایت او یا سیمه کی کابل ، نورستان دسند ترڅنډو پوري په همدغه لقب او یا نوم سره یادسوی دی.
۵ – زرنجیانایادرنجیانا Drangiana:په دې سیمه کی سیستان، کندهار،زرنګ یازرنج چي داهم دسیستان سیمه ده، هیتوند( هیرمند یا اوسنی هلمند) څخه یادونه سوې ده.
۶ – ارا کوزیا Arachosia : چي دغزنی څخه بیا ترسلیمان یا سپن غرسلسله په ځان کی نیسي، تراندوس پوري دوام کوي اوهم دغه ارا کوزیا هغه لرغونې کلمه ده چی والکوزیانوته منسوبه ده . اوس هم دپښتنویوه لویه قبیله یا قوم په همدغه پښتنی سیمه کی دالکوزیانو په نوم سره یادیږي.نوموړی ګرافیم یا توری په زړه پارسي کي،هره اووتیش په ږغ او په اویستا کي هراواش اوپه لرغونی یونانی متونو کی ده ارکوزیا Arachosiaپه نوم سره یادسوې ده.
۷ – ګودرزیا Gedrosia : په همدغه سیمه کی کج مکران ، بلو چیستان او ترهغه وړاندی جهیل درود څنډي چی دجهیل لرغونی نوم ګوداوزره هم یاد سوی دی.
دلته دداریوش پر ډبرلیک هم یوه دیادوني نخښه سته چي دلرغوني ګنداهاري یا اوسنی کندهاریانو، پکتیاو دادیک یا همدغه اوس تاجیک چی دلرغونی اریا ئیانو دقبیلوڅخه وه ،پارتی،ساتګي دیني یادونه سوې ده.چی په دې باب دډاکترعبدالاحمد جاوید کتاب په ۲۷مخ پاورقی کی داسي را غلي دی:
« هیرودوت درتواریخ خود ترجمه چاپ لندن ۱۹۵۴م ص ۲۱۵ – ازمقدارباج وخرجیکه ازولایت مختلف اقوام بدست می آید،یاد میکند وازقوم ګندهاری – دادیک – واپارتی – وساتګی دین – جمعا (۱۷۰ تیلنست مالیه میدهند) همچنین ازبا کتریاوپکتیکا نام میبرد.رجوع شود به فهرست ۲۴آستان مالیه ګزاربرطبق سنګنبشته داریوش درتخت جمشید.ایران درزمان هخامنشیان د کترمرتضی احتیشام ص ۱۵۸» .
دلته دپاملرني وړخبره خولاداده چی دافغانانوهیواد چي لرغونی اوزوړترین نوم یې په ډیرولرغونونویشتواوډبرلیکونوکی راغلی دی، هغه اریانا ده اوترمیلادنه مخکي کلونوکی دپښتنو دټاټوبی اوځانګړنوپه باب دلوی داریوش دهخامنشیانو دپا چهانوپرقبرواوشنختوباندي لیدل کیږي،په پورته سند کی موږ ده دادک قبیله هم وینو– ګندهاریانونوم هم ترسترګو کیږي – جمشید چي داریا ئیانولوی خدمتکارپښتون پاچاه ؤ،په نني افغانستان کي چي په یما پاچاه یې شهرت درلود- دپکتیکانوم هم دپښتنودنوم سره اړیکي لري.نودغه اسناد دا موږ ته را په ګوته کوي چي پښتانه دلرغوني اریانایومقتدره اوپه سیمه کي دبشپړه شهرت قبیله وه.چي بیا په ورسته کي دهمدغه اریانا دکلمې څخه ایران هم خپله سیمه په خپل قومي نوم سره ونوموله.که څه هم دلته دیادولوخبره داهم ده چي با خترمځکه هم خپل تاریخ اوجغرافیه لري اودرلودله یې،چي دبلخ څخه بیا تراصفهانه دغه مځکي ورته منسوبي وې.اوداوستا په حواله چي زموږ داریا ئیانو په تاریخ کی ترټولولرغونې ژبه اوکتاب دی، په لومړي سرکی ( دخرده اوستا ) د ه زرتشت دمقدس کتاب په تفسیرکي په ۴۱مخ په پاورقي کي داوستا کتاب پر ۱۲زروغوا ئیانوپرپوست لیکل سوی وو.چي ورسته دسکندرمقدونی په حملوکي نوموړی کتاب هم دمنځه ولاړی اودکتاب یوه اندازه یونانیانودځانه سره یووړه،چی په همدغه ژبه باندی یو شت کتابونه په هم هغه وخت کی لیکل سوي وه.
زرتشت څوک دی او دافغانانو سره کومه اړیکه لري.؟ : –
دښاغلي پوهاندعلامه حبیبي په قول وایی:اریا ئیان کډه په شاه دکوچیتوب او مالدارۍ څخه دتمدن ولوړحد ته رسیدلي دي. اودلومړی ځل دپاره په بلخ کی پا چهی را منځته سوه، چي د(یمه) «جم»په نامه یوپاچاه په بلخ کی پاچهي را منځته کړه، دبلخ ښاریې ودان کړ،هلته یې یوآئین یا مذهبي تګ لاره پرانیسته، مزدسینه ( مزد یسنا) یعني دخدای ستاینه،یکتها پرستي منځته راغله.چي مدني ، روحي،اخلاقي قوانین،هدایتونه اوښیګڼي یې درلودله،ددې لاری دقوانینومؤسیس زرتوشتره و. چي دکورنۍ په نامه (سپتمه) یا سپیتمان ، یادیده،چی نوموړی نوم په پښتنو کی دوه وییونه سپن او تمه یا تمان دنژاد په معنا دی. دزرتشت دتبلغ درا منځته کیدو ځای بخدي یااوسنی بلخ اوسیستان وو.دزرتشت پلارپورو شاسپه ( دزاړه آس خاوند) او موریې دوغد ونو میده دنیکه نوم یې پتیرګتراس سپه نومیده . همدغسي دڅلوروورڼو نومونه یې دا وه: رتوشتر – رنګو شتر – نو تریکا – نی وتیش . دده لومړنۍ ښځه چي نوم یې څرګند نه دی ده ( ایست واستره) موروه.خوورسته یې دګشتاسب دورورلوروغوښته چی په لمرختیځه برخه کی دبخدي په سیمه کي ؤ. او په ۶۱۸ق م کې وزرتشت ته ګروهمند یاعقیده راوړل، دزرتشت دزیږیدو نیټه یې دهغه وخت دکتابونواونویشتوله مخي په اټکلی توګه ، ۶۶۰ق م اټکل کیږي ،اومړینه یې په ۵۸۳ق م کي داویا کالوپه عمردتواراني «ارجا سپ» دیرغل پروخت دبلخ په دوهمه (اتشکده ) کی دتوراني (براترکرش ) په لاس دعبادت په وخت کي ووژل سو. په ۳۰ کلنۍ کې په کال ۶۳۰ق م خلکودپیغمبرۍ په صفت وپیژندی اوځان یې پیغمبر وښوی.
زردشت هغه عقیده چی اریائیانو به څوخدایانوته درلودله مخ وګرځاوه اویوه خدای ته یې عقیده پیداکړه،زردشت عقیده درلودله ، چی تریوه خدای راورسته بیا دوه روحه شته،چی یویې پرښه لاره اوبل یې پربده لاره ځي،هغه عقیده درلودله چي ژوندون یوه با طني جګړه ده دښه اوبد ترمنځ ،چي بدارواح انسان ښوکاروته نه پریږدی اوهغه شیطاني روح اواهریمن دي .خورڼا بیا ده اهریمن پرضدجګړه کوي.( اهوره مزده – یو بادار ) په یکتهایا یووالي اودهغه په عظمت باندي قایل سو. دزرتشت په ائین کي دڅاریو قرباني اودسوما شراب چي نشه را ولي منعه کړه. زردشت اورهم سپیڅلی ګڼلی دی، خو پل صراط ، ملایکوته ئې هم عقیده وو.دلته په اویستائي ژبه دزرتشت قانون اودیوه زردشتی څخه دنیکو کړنوغو ښتنه داسی کیږي.
خورشید نیایش
Niyayisn
مس ووه وفیروزگربادمینوخورشیدامرگ رایومند خروه منداروند اسپ.
پسندوپذیرفته داداراورمزباد – ایدون باد – ایدون ترج باد – اشم وهی یک .
دپرته اویستا ئي متن ژباړه .
دلمر دعا
هغه چي ستراودښو صفتولرونکی دی ،هغه چي بریا لیتوب را په برخه کوي د مرګ ترحده ،هغه چي ښکلا اوروښنائی لري اوهغه چي دتیزآس لا تیزدی.
په ښوکي فکرکول – او ښه کول (ښه عمل ) او ښه خوی او خصلت درلودل (نیکه کړنه)
دلته موږ دنور تفسیر څخه ډه ، ډه کوو، ولي ؟ په دې چی دموضوعو څخه ونه وزونویوازي دزرتشت دوخت ژبه اوپه هغه ژبه لیکل سوی کتابونه چي تعداد یې دخرده اوستا په قول ۲۱ته رسیږي.اوپه اوستا کی دزرتشت دوه زره شعرونه ثبت سوي دي. چي یوه نخسه ئې په ورسته کي دهخامنشي پاچهانو سره خوندي وه. او دسکندرمقدوني دحملو په وجه چی دهخامنشانو قصرته یې اور وروا چاوه،هغه نخسه یې دمنځه یووړه،بله نخسه بیا هم یو نانیاوته په لاس ورغله .اود سکندر مقدوني ښځي سا تلې وه. دډیرمعلوماتو دپاره ( خرده اوستا ۴۲مخ پاورقي وګوری) .
داویستا دمدنیت په با ب که څه هم یولړایراني کتابونه لیکي چي: داآذرګشب ( نژدې وارومیه رودخانې ته) ، دیتیا (Daitya) همدغسي نورټاټوبي داویستادمدنیت دپاره یادوي،خو! په دې کي هیڅ شک نه سته چي دزرتشت اصلي ټاټوبی بلخ اوبخدي دی.اودهمدغه ځایه څخه همدغه مذهب دایران آزربایجان اودسیمونوروبرخوته تللی اوهلته دخلکودپاملرني وړګرځیدلی دي. او په دې مذهب با ندي خلک ګروهمند سوی دي.
دبشپړه څیړني په پایله کي موږداریائیانودپاچهانواوسلاطینونومونه په افغانستان کی وینواوداریا ئیانولومړی پاچها یماهم دافغانستان په خاوره کی پا چاهي را پیل کړې ده. چی د محترم پوهانداستاذعلامه عبدالحي حبیبي په قول داسي یادونه سوې ده: « دپیشدادي سترپاچانوم یمه په اوستا کی ییمه ، پهلوي کي یم او په دری کي جم ، دی . چی صفت یې په اوستا کی خشته په پهلوي کی و شیت اوپه دري کي (شید) را غلی دی.او جمشید یې بولي، معنا ځلیدونکی (جم) دجم پلارپه اوستا کی ویوهمنت دی.زوی یې یما لایق اودخلکو دخوا پا چها و ټا کل سو.
نوددې ټولوخبروڅخه داراته څرګنده سوه چي اوستا ئي ژبه یوه اریائی ژبه او ټاټوبی یې افغانستان اودافغانستان شمالي برخه چي دلرغونوباختري ژبو په قطارکي را ځي ،اړیکي یې هم دبا ختراریا ئی ژبو سره جوتي دي.
په اریا ئي ژبو کي د پښتوتاریخی جغرافیه داسي ښودل کیږي :
ژبني بنسټونه هم ددرختودښاخونوپه څیرخپله تنه،ریښي زاړه او نوي ښاخونه لري.چي ټوله یې بیا دهغه اصلي تنې سره نه بیلیدونکي اړیکي لري ، ژبه دتاریخ په اوږ دوکي په یوه معینه زماني مقطع کی هم راپیداکیږي.اوهم دکوچنیوالی وخت اوپړاوتیروی اوهم دځوانۍ پړاوته رسیږي اوهم دزوړوالي پړاوته ځي اوهم په دغه شان دمنځه ځي اومړه کیږي.موږ په نړۍ کي ډیري ژبي لروچی په یوه وخت کي دخپل وخت مهمي ژبي وې.اودانسانانوترمنځ یې اړیکي ساتلې دي،دپوهولواوراپوهولودپاره استعمالیده،حتالیک لوست په هم هغه ژبه سره ترسره کیده،تاریخي اسناد،ټولنیزي وثیقې په هم هغه باندي لیکل کیده اونن دهغه دمخي اوبرکته،موږدټولنولرغوني ځایونه،دسیمودخلکو ژوند،تاریخ اولرغون پیژندنه معلومولای سو.دخپل وخت نامتو ژبي وې،خودبده مرغه یادټولنیزانکشاف او مهاجرتونو له مخي هغه ژبي اوس زموږ په منخ کي نسته او یوازي یې نومونه موږ ته را پاته دي اولرغوني ژبي دیوې ژوندۍ پدیدې په څیرمړې سوې.اودمنځه ولاړې، خودهغوی نسل پاته سو، چي دهغومړوژبویا انا ژبوله مخه موږ دامعلومولای سو چی په سیمه کی کومی ژبي یوله بله سره خپلوي اوریښوي ځانګړني لري.په همدغه ډول موږته دا جوتیږي چی کوم قومونه یودبله سره دویني اونسل له مخي نژدې والی لري.دبیلګې په توګه که موږ د مغولي ژبو ریښې وپلټونو لکه چي دمغلو دقومونوترمنځ چی درنګ او ځانګړنونژدې والی سته هم دغسي یې په ژبني بنسټونوکی هم یووالی اویور نګي موجوده ده.هم دغسي که دعربو په سیمه کی دسا می ژبو اړیکي ولټول سي نوپه همدغه ډول نژدې والی ګرمري بنستونه به یې دیوې تاریخی کورنۍ په څیرڅرګندي سي،که دسامی نژادځانګړني دهغه په ژبنیوځانګړنوکی وګورو نو دا به را ته جوته سی چي ددوی دژبي یووالی، دګډي جغرافیې شتون اونورو سیموته دهغوی دمهاجرتونونخښی نښانې داټوله موږ ته دژبي اودژبي دبنسټونو څخه رامعلومیدای سي. همدغسي دغه قانون موږ په آریائي ژبواونوروژبوکي هم تطبقولای او څیړلای سو.څرنګه چی زموږ دبحث موضوعو یوازي داریائي ژبوڅیړنه ده او په هغه لرغونو اریا ئي ژبو کي دپښتودژبي ښاخ پیدا کول دي.
آریا ني ژبي ( ایراني )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
با کتر یا (افغانستان) پارسیان (ایران)
شمال شرقي |
۱ ۲ ۳ ۴ ۵ اوستا باختري پښتو ساکی سغدي |
جنوب شرقي |
اورمړي
پراچي
دلته زموږ مؤخه دپورته جدول څخه داده چي پښتودآریاني ژبي دباختري څانګي څخه ده .
نودهمدغه چوکاټ څخه داسي جوتیږي چي پښتانه دباختر،اریاناویجه ،اوسنۍ افغانستان تر ټولو لرغونی قوم او قبیله وه.
دپښتنوپه باب څرک ۳۲۱ق م څخه وروسته :
دا هغه وخت دی چي یوناني سکندرمقدوني پرسیمه باندي دایران څخه بیا تر سینده حملې راپیل کړې اوهمدغه سیمه یې ترخپل نظامي کنترول لاندی را وستله. په دې وخت کی داریائیانوپرانګړهم څه ناڅه دتمدن پلوشې راغوړیدلي وې.اودیوناني لیک اوستائي لیک سانسکریټ اونورولرغونوژبواولیک دودپه مرسته ځینی تاریخي یاداښتونه راوسپړل.هم دغسي استرابواوبطلموس دوه نامتوجغرافیه لیکونکودلومړي ځل دپاره دسیمي نخشه اوجغرافیا وي موقیعتونه وښودل.اودلومړي ځل دپاره ۲۰۰۰کاله پخوادپکتهـانوم په رسمي لیکنه سره ولیکل سو.او په لیکنه کي راغلی.خودغه وخت لادافغان نوم چاه نه پیژنده اونه په کومولیکنوکي دافغانانوپه نوم دپښتنوقبیله پيژندل کیده.اوترهغه وخته چي اسلامي دوره لانه وه راپیل سوې اوپه وروسته کي دراپیلیدوسره دافغانانو (اوګانو) آس سوارانواودجنګیالیانو فغانون دریښوسره دمیلادنه ډیرمخکی هم دغه کلمه هم دپښتنو په نوم سره وښودل سوه.
په ورسته کی په شپږمه اواومه ترمیلادنه مخکي سنوکي چیني سیاح فاهیان (۳۹۹ – ۴۱۴ق م ) او – اور هوان سانګ ۶۲۹ – ۶۴۵ق م کی ډیر په زړه پوري لیکني وکړې.اود څیړنو په نتیجه کې دقبایلو تر منځ دژبو او سیموپه معلومولو کي ډیر جغرا فیا وي سیمي دمختلیفو قومونوتر منځ وښوودل.
هیروډوټس هم دخپلوڅیړنوپه پایله کي دسکایانو(ساکیانو)خصوصیات چی دپښتنوڅخه جلا نه دي هم وڅیړل دا وخت ساکیانوژوندهم دآمودسیند پرغاړه ؤ. هیروډوټس چي دایراني خسروپه باب دوخت پیژندلګوي لیکله ( ۴۸۰ق م) کي هغه پرهمدغه موضوعورڼاواچوله چی دایران په سیمه کي چي لرغونی قومونه اوسیدل توراني قومونه هم وه چی دافغانستان پرسیمه چي دآموڅخه را پیل کیده اودلرغونی خرا سان سیمه ده ، هلته بیا ساکایاسا کیان ،چي دژبنیوبنسټونوپه اساس دپښتوژبي سره اړیکي.اودپښتنو لرغونی قوم دی.هم دلته یې استو ګنه وه (وګوری دډیرمعلومات دپاره پټان کتاب لیکوال سراولف کیرو،اردوژباړه سید محبوب ۹۶مخ) .
همدغسي ښاغلی هیروډتس لیکی چي دهندوستان اوایرا ن ترمنځ هم سرحدونه دهغه زړونومونو په وسیله سربیل سوی دی، خودژبي مقایسوی ډول یې سره بیل دی.ځکه هندي ژبي نسبت ایراني ژبوته وه اروپا یي ژبوته ډیري نژدې دي.
همدغسي لکه دګندهارا سیمه چي دهیروډوټس په څیړنه سره دپښتنو سیمه تثبت سوې ده اوددې سیمی جغرافیاوی موقیعت ترپيښوره پوري تثبت سوی دی اوهم دغسي دارکوزیا دنوم سره لرغونی تاریخ بلدیت لري چی دکندهار پخوانی نوم وو. اوترغزني پوري همدغه سیمه دلرغونو پښتنو سیمه وه. چی دا ټوله هغه معلومداره اسناد دي چی په لرغونوزمانوکی تاریخ پوهانوپرهمدغه سیمه باندي څیړنه کړې ده.همدغسي رنګیانالرغوني کلمه ده.چي داوسنی سیستان نوم دي، ایریا داوسني هرات نوم دی، جدروسیا ده اوسني بلوچیستان نوم وو،با خترلکه مخکی چی هم وویل سوه ده تر کستان نوم دی او دافغانستان شمالي برخه دآمودرود څنډي چی اوس هم په افغانستان پوری اړه لري دهمدغه شمال برخوته وايي، ځینی خلک داسي وایی: چی داوسنی افغانستان نوم دي با ختریاخراسان کښیښودل سي،خودې ته پاملرنه نه کوی چي نوموړې سیمه معاینه سیمه ده چی دافغانستان په شمال پوري اړه لري ولي داوسني افغانستان جنوبی برخي په باختریاخراسان کی نه راځي.دباختردلمرختیځ سیمه ده سوغدیانا پوري یاده سوې ده.چي دسمرقنداو بخارا سیمي آب یاري کوي.
همدغسي دپارتهیا،باختریااوسوغدیانا شمال ته دساکاکیانوهیوادپروت دی، هخامنشانوپردوی حمله وکړه اودغه سیمه یې چي دهندوکش دغرودلمنو څخه بیا داوسني افغانستان ، تاجکیستان تر شاه وخوا یې،ترخپل واک لاندي راوستل او دزړوژبو پربنسټ یې دهخامنشیانو دوخت ژبه هم دلته دودکړه،دسیمي کلتوریې سره ګډکی.هم يې کلتوري ښیګڼي دهمدغه ځایه یووړې اوهم یې راوړې.تراوسه داهم جوته نه ده چی دهخامنشانوژبه چي ایراني ژبوته ویل کیږي . لکه پهلوي ، زړه پارسي اویا نور. په کومو ځایونو کي رواج درلودله، خودابیا څرګنده خبره ده چی دنوموړوژبوترمنځ اړیکي معلومداره وې او بنسټونه یې څرګنده دي.اودځینوتوروپه آوازاوتغیرسره دلغاتونوڅرګندوالی کیدای سي لکه : د دال تغیر په ل سره او دغ تغیر په ګ سره . لاندي جدول ته وګوری:
فارسي پدر با پ پښتو پلار
،، دیدن دیکهنا ،، لیدل
،، دارم میرې پاس هې ،، لرم
،، ده دس ،، لس
،، دختر بیټي ،، لور
،، دست هاتهـ ،، لاس
،، دیوانه پاګل ،، لیونی
دګندهاراپه ساکي چارواکوکي ډیرداسي لقبونه وه، چی دهغه وخت په خروشتي لیک دود سره لیکل سوی وه ، لکه : سپالا = سپادا یا چستانا= څښتن = چشتن . دننی پښتو څانګړنی هم دلرغوني ګندهارادوخت ځانګړنوته ورته والی لري اوموږدهمدغه فارمول پربنسټ لکه چی: پروند دساکی ژبي اوپهلوی ژبي اړیکي څرګنده وې نن هم داوسنۍ فارسي اوپښتوترمنځ هم هغه ځانګړنی سره ګډي دي لکه دغلو فارمؤل .
دلندي اوښتني بیلګي ډیري دي ، خو موږ یې دغه بیلګي را وړو .
پښتو | فارسي | پښتو | فارسي | ۱ |
غ | ګ | غوا = غاړه | ګا و = ګرد ن | ۲ |
ل | د | لور= لور | داس = دختر | ۳ |
و | ب | واوره = ورور | برف = براد ر | ۴ |
دلته معلومداره حقیقت هم دادی،چی نه یوازي په سیمه ایزلحاظ پښتودفارسي، اردو،هندي اولرغوني سانسکریټ ژبو سره خیښي اوخپلوي لري ،دنوروهندو اروپا ئي ژبو سره هم دوستي او دلغاتونو نژدې والی لري.
که څه هم زه په ډیروژبونه پوهیږم ، خودانګلیسي ، هالینډي سره چی لږ او ډیر بلدیت لرم ، دکورنیو په نومونو کي ډیر مشابهتونه دپښتواو فارسي سره لري، که څه هم دفاصلي په اساس زموږ څخه یعني دلرغوني اریانا دمرکزڅخه انګلیستان اوپه ټولیزډول آروپا لیري ده؛نسبت وه عربواوسامی ژبواو نژادونوته ،خودلرغوني تاریخي اوایتنیکي اړیکوپربنسټ یې دژبوخپلوي جوته ده دبیلګې په توګه .لاندي جدول ته وګوری .
پښتو | فارسي | انګلیسي | هالینډي | |
مور | مادر | مودر | مودر | |
پلار | پدر | پا د ر | پا د ر | |
خور | دختر | ډ وټر | دختر | |
ورور | بیراد ر(برادر) | بر ا د ر | برور |
په لرغوني اویستاکې د ځینوپاچهانو،پهلوانانواوټاټوبونومونه :
ښاغلی پوهانداعلامه عبدالحی حبیبي لیکي:په اویستا کی دیوه لوی پهلوان هوشنګ نوم را غلی دی:چی دالبزپه غره کې،دناهیدیا(اناهیتا)درب النوع یا داوبودرالنوع دپاره یې قربانۍ کولې،افسانه وایی:دوی ده دیوانو سره جنګیده،پر ۷اووهیوادویې پاچهي کول.دوی ددهقانۍ اوکرهڼي دودمنځ ته را وړی.هوشنګ دیهوپتیه (دالبیروني په وینا دهوفذیه) دوی دولت هم رامنځته کی اودخلکو ساتنه یې وکړه.په اویستا کي ددینکرد په دریم کتاب کي راغلي دي چي هوشنګ او پلویانویې،ددیوانواوکوډګرواونوروهغه کسانوسره جنګونه کول،کوم چی کرهڼه اوحکومت داری یې خرابول.
تهمورث : نوموړی پاچا ترهو شنګ وروسته په اوستا کي یادسوی دی.
تهمورث په اویستا کی (تخمه اورپه)په نوم یادسوی دی، چي دی هم پهلوان وو،پر اوو۷ هیوادویې حکومت کاوه،دیونکهان زوی داینګټ لمسی اودهوشنګ کړوسی بلل سوی دی.دی عدل پاچاوو، دده په وخت کی دوړیوڅخه ګټه اخیستل،دآس،غوایی،اوښ،غاتری اونورحیواناتوڅخه ګټه واخیستل سوه.دده په وخت کی لیک اولوست هم رواج پیداکی.ترده وروسته جمشید پا چاسو.
جمشید :تراسلام مخکي دمیلادي پیړۍ په لومړی سرکي په مختلفوژبواونومونو سره دجمشید نوم یادسوی دی، خودی هم دخپلي کورنۍ په څیریوهوښیارپا چهااو پهلوان وو، په پخوانیو کتابوکی تراسلام مخکی اووروسته دده نومونه یاد سوي دي.چی په ویداکی ددغه ستر پاچها نوم(یمه Yama)په اویستا کي (ییمهYima )پهلوي کی (یم Yam) او په درې کې (جم) دی.چي صفت یې په اوستا کي خشیته په پهلوی کې شیت په دري کي شید راغلی او جمشید یې بولي یعني ځلیدونکی دپلارنوم یې په اوستا کي (ویوهونت Vivahvant) دی.
څه وخت چي یمه دهوره مزده له خوا په پاچاهي وټاکل سو نوودته،یوه لکړه،یو غمی،یوه توره ،یو کټوری(جام)اویوزرین غاښورتیش ورکړل سو.
دبخدي پاچا جمشیدلومړی پا چاه وو، چی ښاریې جوړکړ،مدنیت یې رواج کی.
دجم په زمانه کي کرنه اومالداري،داوسپنی ویلي کول،دکالیواوبدل،دوسلواو جواهروکارونه ،دوسلواوفلزاتو څخه سامانونه جوړول اودلښکروعسکري نظم یې رواج کی.نورستانیانوتراسلام مخکي دده مجسمه جوړه کړې وه اودته به یې احترم کاوه.دجمشید پاچاه زمانه په خوښیوسره راپیل سوې ده اودپسرلني میلوڅخه ګټه اخیستل کیده دکال لومړۍ ورځ چي دطبعت داوښتلو، تغیراو تبدیل ورځ ده ،دده په وخت کي په شاندارومراسموسره نما نځل کیده.اودسوما دبوټي څخه ګټه اخیستل کیده او شراب یې ځیني جوړول.چي په سمسوروټاټوبوکي به یې ګټه ځیني اخیستل.
او هغه چاه چي دغه دخوښیو پا چهي ړنګه کړه ،هغه ته افسانوي خراب کاران اواژی دهاکه ( اژدها – ښامار ) بلل سوی دی. اودا سړی بیوراسپ دارونداسپ زوی (ګیومرث) نومیده.چي دغرشاه یا ګرشاه له اولادې څخه وو.چي دده سره یې خپلوي هم درلودله اوموریې ودک یا دک نومیده،چي دجم خوروه.بیوراسپ یعني دلسوزروآسانوخاوند.نوځکه چي ګړندي آسونه درلودله نویې تازي هم باله.خو جم داژدها دخوا څخه په بیرحمي سره دآرې په وسیله دوځایه کړل سو.«دډیرمعلومات دپاره وګوری:دحبیبي صاحب دافغانستان لنډتاریخ ۲۱مخ» دلته زما دهمدغه اوږده بحث څخه مراد دادی چي: دغه پورته نومونه چي موږ واخیستل دجمشید څخه نیولې بیا تردغه نوروپهلوانانواوپاچهانوپوري دوی ته هغه آسواران اواوګان (اوسني افغانان)ویل سوی دي. چی اوس هم دافغانستان په ګوټ، ګوټ کې په همدغه نومونوسره ځایونه سته دبیلګې په توګه:په ږوب ، بامیانوکي شته،چي عربودغه دسهاک نوم په ضحاک سره ښولی دی. ولي ضحاک قوم چي په افغانستان کي اوږد تاریخ لري .ترمیلادمخکي دغوری پاچهانودکورنۍ دستر نیکه نوم ضحاګ او په همدغه نوم سره یادیدل.
عربودعجم سره همیشه دسیمیزواړیکو پربنسټ تضادونه درلودله اوداریا ئي قومونواونژادونو لکه: تورا نیان، ضحاک، بیوراسپ چي پربلیکها،بلخ یا بخدی یې پاچهي کول دځان سیالان هم بلل.اوهغه یې په ځانونویا سامی نژاد هم ګډول ،خو دالبیروني اوطبري په شان نامتو تاریخپوهان بیا دوی سامی نژادنه؛بلکي اریائيان بلل.
فریدون:غښتلی اودپوره ارادې څښتن وو.هغه داوبودرب انوع دپاره سل آسونه، زرغوائي اولس زره پسونه قربانی کړه،څوچي پر شریراژی دهاکه بریالی سو، هغه یې وواژه.اود ضحاک څخه یې دجمشید دوې خوندي چي آری نوک ،شنګهوک نومیدې خلاصي کړې.اوبیابیرته دجمشیدپه څیرنوروزي یا پسرلني جشنونه د(مهرګان جشن ) په نوم رواج کړه.
ترفریدون ورسته په کورنۍ او اولادونوکې بې اتفاقي رامنځته سوه،چی په نتیجه کي داویستائي داستانونو له مخي دنودرتروژني ورسته (اوزوه) دتوماسپه زوی، زاب دتوهماسپ زوی او تهماسپ دفریدون داولادې څخه تر پنځو کالو پوری حکومت وکړ، چي هوښیاراومهربانه سړی وو.محترم پوهاندحبیبي صاحب لیکی:چی دهمدې نامه ریښه اوس هم په زابل اوږوب کی سته.ده د پهلوانانوپه مرسته دتورانیانوسره جنګونه وکړه.چي په پایله کې دآمو سیندترخپل منځ سرحد وټاکی.
دکاوي = کیان کهول :
کاوي (کوي) په ویدي ژبه کی دپوه په معنا دی،دی دپیشیدایانوترکهول ورسته پاچهي ته رسیدلی دی،ددې کورنۍ لومړی پاچا کوانه نومیده اوده ته یې کوي، کواته (کی قباد) وایه.پنځلس کاله یې پاچهی وکړه، فردوسي دی دفریدون دتوکمه بللی دی.ترده ورسته ئې زوی«کوی اوسن»کیکاوس دبخدي پرپلازمینه پرتخت کښیناست.اویستالیکي:چي غښتلی کیاوس دازریفه دغره پرسر (اناهیتا؛دآوبورب النوع ) دپاره سل اسونه،زرغوایی،لس زره پسونه ددې دپاره خیرات کړه چي دپا چهانوسترپاچاه سي.
نوموړی (غر)دپوهانودنظر له مخي د خراسان په سیمه پوري اړه لري او دبلخ په لمرخاته لوری ته پروت دی.اوکیاوس پرهمدغه غره باندي اوه۷جګي ماڼۍ جوړي کړي وې.ځکه نودده داستان هم سرترپایه په اوسني افغانستان یا دهمدغه هیوادپه تاریخي جغرافیه پوری اړه لري.ده یو پوهـ وزیردرلودچي په اوستا کې نوم دپوروجیره(Pura – jira) په نوم یاد کړی دی.چي معنا ئې ده ، ډیر پوه او هوښیار( په پښتو کې پوره = ځیر = کامل = دقیق ) . بولي.
ترده ورسته یې زوی سیاورشن (سیا نر)پاچاه سودی هم غښتلی واکمن وو،خو دآمودرودترهاخواد(توران) کې داریا يي ټبرونوسره په نښته کی ووژل سو.په پهلوي اودري ادبیا توکي دی دسیاوخش یا سیا وش په نامه پیژني.
سیاوش ایرینه ویجه ته نژدې یوه لویه کلادکنګ دژ = اوستا په نامه جوړه کړه ،دتوراني پاچاه افراسیا لورفرنګیس نومیده ځانته وغوښته اوکیخسروزوی یې وزیږیده، چی ترپلارورسته پاچاسو.او دخپل پلارغچ یې له تورانیانوڅخه وا خیست.خوترخسروورسته په بخدی کی یولړپاچهان راپیداسوي دي،چی دنومونو په پای کې د«اسپه» ویی یا ورستاړی را ځي.چي نوموړی ورستاړی دباختري ژبي ځانګړنه یانبست دی.اودآسپ روزنه دبلخ دډیري زمانې اونامتوپیشه یاکسب وکاردی.اواوګانویاافغانانودهمدغه اسپ څخه په جنګونو، سفرونو او سورلۍ کي کاراخیسته،چي اریائیان په همدغه آسانو سره نامداره وه.چي ګلې به ئې اهلي کړي وې اودهمدغه آسانوپه نوم به یې هم یادول.هم دغسي دینګر (Dingar) لرغونی تاریخ پوه په خپل پخوانی تاریخ کې، دبلخ دپاچهانویو کهول د(اسپه پا چهان) په نوم یادکړی دی. محترم پوهاند حبیبي صاحب دڅیړني له مخی چي دافغانستان دتاریخ په ۲۵مخ کي لیکی دا هم هغه دکیانیانو پاچهانوپاته قبیلې اوکهول دي.اودهغه نامتو کسانونومونه یې چی ترکیخسروترپاچهي ورسته واک ته رسیدلي دي.اوپه اوستا کې نومونه را غلی دي لکه : ائوروت اسپه (Aurvat aspa) (کی لهراسپه) یادشوي،چي دګړندي آس په معنادی.او پښت یې کیقباداومنوچهرته رسیږي.چي دفردوسي په وینا یې په بلخ کي دپاچهی خول پرسرکی اود(آذربرزین )په نامه یې یوه دوهه یااتشکده جوړه کړه.همدغسي دساساني وختونوپه نوروروایتونوکی راغلي دي،چی ده دخپل وخت دیوه غښتلي سپه سالاربوخت نرسیه (معرب یې بخت النصر)په ملتیا یې پراورشلم حمله وکړه اویهودیان(جهودان) یې تیت اوپرک کړه.اودژوند په پای کې خپله پا چهي وه خپل زوی ویشتاسپه (Vishta spa) یا ګشتاسپه (دتوریدلي آس په معنا دی ) پریښوده.دخدای په ستاینه بوخت سواودزرتشت دین یې ومانه،په پای کی دتوراني ارجاسپ په یوه حمله کي ووژل سو.
ګشتاسپه یا ویشتاسپه یوغښتلی ، پرهیزګاره،دګړندیوآسانوخاوند،دزرتشت موید یا پیرواومزدا پرست ،رښتیا ویونکی اوتومنه سړی وو.
دده سریولړدغه کسانوهم داوستا په قول دزرتشت ددین په خپرولوکی زیار ګاللی دی.اوپرتورانی دښمنانویې بری وموندلکه:دهغه وزیرجامااسپه چي معنایې ده : شریف،بډایه اوهیوادوال (داویستا له مخي) دزردشت دلورمیړه وو.
دده زوی (سینتوداته spento – Data) ، اسفندیار (چي زړه وریې صفت وو) ، همدغسي دویشتاسپه ورور (زئیر وئیرzair – vair یا زریر) نومیده . دوی اوددوی په پیر کی زرتشتي قانو لمن ډیره پراخه سوه.په اتمه میلادي پیړۍ کي په پهلوي ژبه لیکل سوې نخسه، چی په سمرقند کی ترلاسه سوې ده، هلته لیکلي دي چي : زرتشت د ګشتاسپ په امردخپل کتاب ۱۲دولس زره نسخې دسروزرو په څپرکویا فصلونوولیکلې، اود«ورهران ) په اورتون یا اتشکده کې کښیښودلې، چي دامزدک ،اسفند یاردبلخ په شاه وخواکي ودان کړی وو. دمؤبدانواورتون ، ازربرزین مهر(دکروندګرواورتون هم ګشتاسپ پوري اړه لري.دغه دوهم اورتون یې دخوارزم څخه دکابلستان دروشن غره ته را وړی.ویل کیږي چي دعربو تر فتوحاتو پوري لا هم پا ته وو.
همدغسي تراسفندیاروروسته ددې کورنی دځینو پاچهان نومونه هم یادسوی دي لکه : وهومن سپینداتان ، بهمن اسفندیاری اولوریې (همای) اودارب ،دهمازوی . دوی دهلمند ، سیستان ،سمرقند چون ددوی لمن ډیره پراخه سوترعربواو ایران پوری نو ځکه ځیني کسان دوی دهخامنشي پا چهان سره ګډ کړي دي.
په سیمه کي د ځینو اوستائي پیر پهلوانان :
داهم دپام وړخبره ده چی دځینوهغونامتوپهلوانانواوچارواکونومونه یادکړو، کوم چی داوسنیوپښتنودتوکمونوسره په ډاګه اړیکي لري.اودنیکه مرغه دغه نومونه داوستادوخت لیکوالانودخپل زیاراوزحمت په ګاللوسره موږته اوس دتاریخي میراثونوپه څیررا پرې ایښي دي.دبیلګې په توګه :
زال زر : لکه څنګه چي موږ ته په افسانوي ډول دسیستان دپهلوانانو نومونه را پاته دي یوزال زرچي معنایې ده دسپینویاطلائي وریښتانوخاوند،دده پلروانه دسیستان دپاچهانوڅخه وه اودپلاردخواڅخه دسیستان پاچهي ودته په میراث رسیدلې وه،دده سلسله دیم جم یاجمشید وه نسل اوتوکم ته رسیږي،چی دزابلستان دپاچاه کورنګ لوریې وغو ښتل اودهغه څخه سام نریمان پیداسو.دی دکابل دمهراب شاه پرلور«رودابه» چي د *ضحاک له نسله وه مین شوواوهغه یې خپله ښځه کړه.له هغې څخه رستم وزیږید، چي دخپل وخت ترټولوپهلوانانو غښتلی،زورورؤ؛کک،کوهزاد(غرزی = غلجی)، یې چي له زال څخه ئې خراج اخیست وواژه.څوپه پای کي دی هم دخپل ورورشغادپه چل څاه ته ولویدی اودخپل آس سره په هم هغه څاه کی مړسو.
خو! درستم اولاده بیا : فرامرزته – سهراب – جهانګیراوګشسپ بانو ،زربانو پیداشول. خوپه دوی کي سهراب نوم اونښان درلودچی غښتل پهلوان وو،او دپلاردلاسه په ناپوهي کي مړکړل سو.اوشهنامې د فردوسي نامتوکتاب دهغه کیسه یا نقل په مفصل ډول سره راوړی دی،درستم اوسهراب،داستان تراسلام وړاندي دی.خوشهرت یې دډیري پخوازمانې څخه دخلکو په ذهنو کي سته او په افغانستان کی ډیرځایونه اونومونه په همدغه یادونه سره سته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* : ضحاک :- دپښتنوپه توکمونوکي یوډیرلرغونی قوم یا توکم اوس هم سته چی دچهاراسیاب – شنه – اوخورد کابل کی میشت دی اوډیرلرغونی پښتانه دي.
لکه : تخت رستم ( په سمنګان کښي ) – درستم غونډۍ دزال کلا – (تخارستان ) ـ دکک کهزاد کلا – درستم اخور(په فراه کي) نوموړي نومونه په نوروتاریخونوکي هم راغلي دي لکه :دعربوتاریخونه ، د موسی خورني ارمني تاریخ په ( ۵ – ۸م ) پیړۍ کې.
کا وه : دوی دضحاک دظلمونو په مقابل کي را وپا څیدل او دهغه یو زوی چی قارن کاو ګان نومیده پا ته سو.چي دفریدون ، ایرج اومنوچهرپه وختونو کي ئې له افراسیاب سره د کیقبادپه جنګونوکي میړانه وښودل.نوموړۍ کورنۍ د ساسانیانوتروخته دکارن په نامه پاته وه.اوتردریمی هجري پیړۍ پورې خپل برم اوقوت ساتلی وو.
نوذریا ن : دمنوچهر زوی د(نوتر) داولادې څخه دی،دې کورنۍ ته په اویستا کښي، نئوتئیریا Naotairyana, ویل شوې ده.اوتوسه دتوترزوی ( طوس) چی نوم یې دخراسان دطوس دښارپه نوم پاته دی،دکیاني دوخت دپهلوانانوڅخه وو. چي دوایسه که (Vasesaka)پرزامنویې بری وموند، دنوتربل زوی وایسه چی په اوستاکي دویسته یؤروVistauru اوپهلوی کي ویستخم=په دري کي ګستهم یادشوی دی.چي دمزدیسنا دائین یاددزرتشت دمذهب دلاري یا کتاب دښمنان یې وژلي دی.هم دغسي زراسپه هم دطوس دزوی له دې کاله څخه ګڼل کیږي.او په لنډه توګه داویستا دوختوهغه شهزاده ګان چی دخپل وخت چارواکی او پهلوانان وه اوپه افسانوي ډول دهغوی کیسې ترموږ ه پوري رارسیدلي دي، دا هغه نجیب زاده ګان وه چی داوګانو داسپه په نوم یې تراوسه هم شهرت په سیمه کی موجوددی.چي دځینونومونه به یې په لاندي توګه په لنډډول سره یاد کړو.
۱ – زرآسپه = دطوس زوی
۲ – فریبرز = دکاوس زوی
۳ – زریر = دلهراسپ = لهراسپه زوی
۴ – بستور = دزیر زوی دلهراسپه لمسی
۵ – اسفندیار = د ګشتاسپ = کشتاسپه زوی
۶ – اودوزیرجاماسپه زوی = ګرامي وو.چي په پهلوي کښي : ګرامیک کرت یادسوي دی.
په افغانستان کی هغه لرغوني سیمي چي نومونه یې داویستاپه زړومتونوکي یادسوی دي
شماره | ||||
۱ | سغده | دآمو په شمال کی سغده | ||
۲ | مورو | د مرغا ب مجرامر و | ||
۳ | بخدي | بلخ دافغانستان شما ل | ||
۴ | نیسا یا | په شمالي خراسان کي نسا | ||
۵ | هرای وه | هرات داوسنی افغانستان غربي برخه | ||
۶ | وایکرته | اوسنی کابل | ||
۷ | اوروه | روه دپختیا ولایت او سلیمان غر | ||
۸ | هری ویتي | ار غنداب او ده هـرا وت سیمي | ||
۹ | ای تومنه | هلمند | ||
۱۰ | ره ګه | دبخشان راغ= دپښتو:رغه | ||
۱۱ | هپته | هند و سند | ||
۱۲ | ایرینه ویجو | هغه سیمي چی په پا میر یا آمو ته نژدې په خوارزم کښي دي. | ||
۱۳ | سیامګه | سیاکوه= تورغـر | یو پاری سینه | دګربت ترالوتنې هسک غر= هندوکش |
۱۴ | سپیته ګونه ګیری | سپن غر = سپید کوه |
همدغسي پردغه تاریخي سیندونواوغرونوچی زموږپه ټاټوبي کې نومونه شته، په لرغوني متونوکی داوستاپه دریم کتاب (وندیداد) کي هم راغلی دي.
همدغسي دسیمویزوڅیړنوپه لړکي دمیلادڅخه مخکی خوراډیرداسي اسناد شته چي،دهغه قبیلواوقومونونومونه په کښي ذ کردي چی اوس هم دباختر،اریانااو دخراسان په شاه وخواکې ژوندراپیل کړی دی.اودتاریخ په اوږدوکې دهمدغه اوسني افغانستان اوسیدونکي دي.په دې لړکی داریوش چي دهخامنشانودپا چهي بنسټ ایښودونکی وو،یوه پراخه اورت پاچهی یې جوړه کړه چی داوسنی افغانستان ټوله مځکې په همدغه قلمرویاشاه وخواکی شاملی وې.داریوش د قدرت دوره په پنځه سوه پنځوس دمیلاد نه مخکی کلونوکي ( ۵۵۰ق م ) قدرت ته ورسیدی او په ۳۳۱ق م کي دسکندرمقدونی په وسیله دمنځه ولاړی.او په هغه ډبرلیکنوکی چی دده په اصطلاح دغره هغه بله خوا ( پاره اوپره ازانه) هم دغسي دهند ډیری برخي هم ددوی په قبضه کی وې، نودهخامنشانواوهندی مدنیت په یوځای کیدوسره،رسمی آرامي لیک څخه خروشتي لیکدود منځته را غلی، او هندیانوهم دهخامنشی پاچهانودتمدن څخه دمعمارۍ په برخه کی ګټه اخیسې ده.دلته دیادولو وړده چي: داریوش په خپله پلازمینه ( شوش) کی یوه ښکلې ماڼۍ جوړکړه اوهلته یې پرډبروباندي په دروژبوپارسي،ایلامي اوبابلي ژبولیکنه کړې ده.چي هلته هم دافغانستان دولایتنو نومونه یادسوي دي.اودخپلی همدغه ماڼي دپاره یې لرګی اوزینتي توکي لکه :لاجورد،طلا،فیروژه اونور توکی دافغانستان د مختلیفو ولایاتو څخه را وړي وه.
هیرودوت:۴۲۵ق م میلاد کی مړدی؛چی دافغانستان په ختیزه ځمکه ،داریونس دپاچهی دپیریادوران په اړه ښه ئې معلومات را کړي دي.او ۴۴۰ګټورکتابونه یې لیکلي دي.
هیرودت لیکی : داریوش وسیندته دګودردموندلواوسیندته دداخلیدودلاری دمیندلو دپاره دیونان دبحرونودلوی مشریا مدیرچي سکیلاک نومیده،دیوه باوری ګروپ سره په بیړۍ کی واستاوه،نوموړې ډله دکسپاتورس ښارله مځکي اودپکتویک له ځمکی وخوځیده،اودریاب ته ورسیده، همدغسي هیرودت په خپل لرغونی کتابو ۱ – ۲ – ۳ – کتابوکی دکسپاتورس ښارد پکتویک په هیوادکې بللی اووایی:چی داخلک دژونددوداودستورله پلوه باکتریانوته ورته دي. همدغسی ډیرونورولیکوالانواولرغون پیژندونکوجیولوژیک پوهانو دهیرودوت کسپارتورس، پکتویک له اوسني پیښوراو پښتون سره تطبق کړی دی.که څه هم هیرودوت یوډیرلرغونی جغرافیه پیژندونکی دی خو، برسیره پرده هیکاتایوس (Hecataus) په (۵۰۰ق م ) کی کسپاتاروس په ګندهراکي بللی دی،چی همدغه پيښوردی.
یادونه:دډیرمعلومات دپاره:دپوهانداعلامه عبدالحی حبیبي(دافغانستان لنډ تاریخ) وګوری (دپردیو هخامنشیانو واکمني، ۴۰ او ۴۱مخونه .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
همدغسي ډیرستراسنادچی په سیمه کي دمیشتوقومونودڅرګندونودپاره سته او تاریخي پوه اودوخت ډیرسترعلم،هیرودوت یې په خپلویادونوکی کوي بل هم دښاغلي هیرودوت اووم کتاب دی،چی هغه دهخامنشانودوخت هغه سترجنګي قومونه اوقبیلې په یاد سره یادوی کوم چی داوسنی افغانستان جوړونکی دي.
دادیکا : (Dadikai) ګنداریوي (Gandarioi) :
دهیرودت په اووم کتاب کی په ۶۶ – ۶۷ – ۸۵کې دخشیارشاه دجګړنوپه باب په یوه فهرست کی دګنداریواودادیکانودقومونونومونه راوړی دي وائي:چي با کتري وسلې یې درلودې،پکتویس (دپوستین اغستونکی اولیندۍ ویشتونکي او خنجرلرونکي وو.) په نامه یادکړی دي. اوهم یې دسګارتیوي Sagartioi د کوچی ټبرونویادونه کړې ده.چي ژبه یې پارسي او کالي یې نیمه پا رسي او نیم پکتوان وو.اواته زره سپاره یې لښکرته ورکول.تاریخپوهانوګنداریودګندارا خلک اوادیکا تا جک بللي دي، اوهم دغه شان یې پکتویس اوپکتون بللی دی.
نوموړې یادونه دبهستون دغره پرډبرلیک باندي راغلې ده چی دبهستون ساګارتي دغوردجنوبی ساغروساخرسره برابره ده .خود پوهاند حبیبی صاحب له نظره چي دځینو پوهانوله نظره یې خپل باوربرابرکړی دی وایی: شرخبون= خرښبون = دمطلع السعدین خرشوائي = دکند هاردپښتنویوټبربللی دی.
موږ ته ترټولوښه ما خذونه په تاریخي لحاظ دایران دبهستون دغره دقبرونو ډبر لیکونه اوتاریخي یا داښتونه دي چي زموږ د میشتو قومونوتاریخ دهغه له مخی دورایه څرګندیږي، خوبرسیره پر دې هم نوموړي تاریخی ډبرلیکونه دخپل وخت په ډیر لرغونوژبوسره لیکل سوی دي. چي لوستل یې په اوسڼی وخت کي ډیرګران کاردی، نوموږ بیا هم دتاریخ پوهانو،څیړونکوڅخه په دې با ب مننه کوو،چی دغه تاریخي اسناد یې یا په لرغونې زمانه کي دمیلاد څخه مخکي مطالعه کړی دي.اویا یې هم په اوسني زمانه کي نوموړي لیکني ساده اواسانه کړی دي.ترڅوزموږدخلکودژوندپه اړونده پوره معلومات ترلاسه سي اودا سوال پیدا نه سي چي میشت قومونه څوک دي اودکومه ځایه څخه تردغه ځایه رارسیدلي دي.ترهغه ځایه چی زموږدڅیړني دبحث موضوع ده،پښتانه دهمدغه ځمکي تاریخي اولرغونی اوسیدونکی دي، همدغسي ده دادک ( تاجک) نومونه هم دهیرودوت اودهخامنشي دولت دمشرلوی داریوش پرډبرلیک دیوه اریا ئي قوم په حیث لیکل سوی دی.خودژوند په باب یې ثوقه دلیل دآمودسیند شاه وخوا ده ،چي دخراسان په پراخه سیمه کی داوسني افغانستان شمالي برخي په ځان کی لري، هم هلته یې داوسني پښتنوسره په ګډه ژوند درلود.
دلته بیا هم دهیرودوت دڅیړني له مخي چی دداریوش پرډبرلیکنویې کړیده، هغه دداریوش هیواد یوپراخ بنسټه هیوادبولي اودخلکودډول،ډول توکمونو،ژبو ،دینونوهیوادوو.چی په ټولیزډول ۴۸ډوله خلک اودیرش (۳۰)ولایتونو یې سره ویشلي دي.اوهرولایت یې ځانته واکمن درلود. چي هغه به دمرکزی حکومت یا دهخا منشي له درباره سره په اړیکو کي وو.اوخدمت به یې ورته کا وه. چی په دې ولایتو کي چي لمن یې ترسیند اوهنده پوري غزیدلې وه.اووم (۷) ولایت یې چي ستاګیدي، ګندهاري ، دا دیک اواپریدي یا دسوي دي.که څه هم دافغانستان دنوروبرخولکه: سیستان،غور، بلخ اونوروولایتونویادونه هم په کښي سوې ده خودلته د موضوعودلنډید وپه سبب نوربحث څخه ډ، ډه کوو.همدغسي دبودایي دین تمدن هم دافغانستان په خاوره کی دڅیړلوړودی. ځکه نوموړی دین هم په همدغه خاوره کی دخپل پوره شهرت لرونکی دی.
بودائي دین په لرغوني افغا نستان کي خپل لرغونتوب تیرکړی دی
افغانستان چي داسیا په زړه کی دلرغوني تمدن ځانګوګڼل سوې ده،ولسونه یې هم دراز،رازعقیدواوفکرونوخاوندان وه.چي ترمیلاد ۲۰۰۰کاله د مخه دوی عقیده مندیاګروهمندوه.خوورسته چی دنړۍ ډیرنامتومذهبونه لکه:بودیزم او زرتشتي دین رامنځته سوه،همدغسي نوموړی مذهبونه په پراخه سیمه کي دبلخ،ګنداهارا،دسیند حوزه، دهندځیني برخي اودسیستان لوی تمدن په همدغه ځای کی خپل بشپړه شهرت ته ورسیدل.
نوموړی دوه مذهبه (بودایی،زرتشتي دین) زموږ په همدغه خاوره افغانستان کي شهرت ته ورسیدل،که دزرتشتي دین ریښي دافغانستان په شمال کی وې.
خو! بودایی مذهبی تمدن هم په لودیزاو شمال کي خپل پیروه درلودله. همدغسي که دبودایی دین تمدن په ګندهارا کي ریښې درلودلې،خوزرتشتي مذهب پیروان هم دلته اوسیدل اودغه دوه مذهبه په افغانستان کي تراسلام مخکي څنګ پر څنګ وده اوپرمختګ سره کړی دی.لکه څنګه چی ویدي عصراواویستایی عصر یا پیرهمدلته په افغانستان کي پرمختګ سره کړی دی.اودتاریخي اسنادو له مخي،اویستایی تمدن د۱۰۰۰ق م او ریګویدا نامتو کتاب (برهمنان) ۱۵۰۰ق م کي په افغانستان کی رواج پیداکړی دی. چي په همدغه وخت کی تورات هم دسامي نژادونواوعربو په خاوره کي را ښکاره سوی دی.
دبودیزم په اړونده ډیره لرغونې کتیبه چي دکندهارښارته نژدې دسرپوزې دغره په ډه،ډه کی پیدا سوې ده د(لوی آشوکا)په هغه دوران پوری اړه لري،چی تر میلادترمخه په دریمه پيړۍ اویادوهمه نیمایی پیړۍ پوري تړل کیږي.همدغسي دبودایی مذهب نخښه او دهغودپیروانوموجودیت په کندهارکي،داشوکا کچکول یا دهغه جام هم دسلطان ویس په زیارت کی خوندی وو، چی په ورسته کی د کندهاره څخه دکابل موزیم ته ور نقل کړل سو.
په۱۸۸۰م کال کي«بیلیو»په خپلوڅیړنیزولیکنوکي یادونه کړې ده چی، افغانستان دبودایی تمدن بې شمیره تاریخی ځایونه اولرغونی توکی لري چی په سل کې لس فیصده هم نه دي لټول سوي.اودلته دبودایی مدنیت راپیداکیده دمیلاد څخه مخکي ریښي لري.خودافغانستان په شمال ، جنوب ،شرق اوغرب کي ئې نخښي نښانې پیدا سوي دي.دزرتشتي دین سره ئې څنګ په څنګ کي ژوند کړی دی.اوبیلیودګندهارا په شاه وخواکی دهمدغه مذهب خبریدل هغه مهاجر تونه ښوي، چی دبدوشرایطوپربنسټ دهنداوسینددپلوڅخه ځینی هندواڼ اود بودا یی دین پلویان دهلمند درودپه شاه وخوا کی میشت سوه اودزرتشتي دین دپیروانو په څنګ کې دلته خپل ژونداو مذهبی رواجونه کوله.
خوکه نورهم په افغانستان کی لرغونی سیمي ولټوشي نوخامخا به دلرغونی تمدن ډیرڅه ترلاسه کي.اوموږته به دډیري لرغوني زمانې نقلونه هنری او ادبي تمدنونه را په ګوته کي.افغانستان چي په آسیا کي حتا دنړۍ په کچه دتمدن مرکزاوځانګوده،دلته ډیرلوړنامداره تمدنونه دهمدغه پښتنوپه سیمه کی تیرسوی دي، چی دتاریخی شواهدوله مخي دنني پښتنوپه ژبنیوبنسټونو،تاریخي لرغونو توکواودپښتنودجغرافیوي( جیوپولیتیک ) شرایطو سره ډیر نژدې والی لري.چی بیاهم له همدغه سیمی څخه دنړۍ نورو سیمو ته دخپلو ځانګړنو سره انتقال سوي دي.دلته یې موږ په لنډه توګه یادونه کوو.
«دپښتنوګډکلتوري اړیکی دویدي عصر،زردتشتي عصراوبودایی عصرسره»
په دې کی هیڅ شک هم نشته ،چی پښتانه هغه اریائي قبیله اوقوم دی چی دآسیا په زړه کې په پيښوکي خپل دریځ ساتلی او ښکاره څرګند کړی دی، خو دتاریخ په دې اوږد زمانی ډول کی دپیښوشمیرهم بې حسابه دی.نوموږ دلته دهغو پیښو اودلرغونوزمانودهغوادبي،کلتوري اوتاریخي ژبني بنسټونوپرجوړښتونوباندي داسی غوراولټون کوو، چی دنړۍ په تاریخ کی دهمدغه کلتوري، ادبي بنسټونو اولیکلواسنادوله مخي دسیمی تاریخ موږته پسله زرهاوکلونه روښانه کوي. لکه څنګه چی پورته مویادونه وکړه، هرمذهبي ، تمدن اوعصرځانته خپل تاریخی ارزښت،زمان اومکان لري .نوځکه موږ دغه درې عصره سره په بیلو،بیلو عنوانوکی په لنډه توګه څیړو.اودپښتنودقوم اغیزی په نوموړوعصرنو کي دپام وړ ګرځوو.
لو مړی: ویدی عصراودپښتنواغیزي: – دویدي عصردایجاد پدیده چی دپښتنو په لرغونی ټاټوبي کی خپل شهرت ته رسیدلې ده،دهمدغه افغانستان اوپښتونخوا دسیموسره پوره سمون لري.
ډانګي هم په دې انددی چی ویدي تمدن دآباسین اودپنجاب دجنوب دهمالیا په سیموکی خپل دلمرڅرک راروښانه کی،ویدي سندري چي دریګویدااوبرهمن په سرودونوکی راغلي دي،پرعقیدوي اومذهبي خبروبرسیره یې،دمالدارۍ ، کښت او کروندو،دشپونیانو ( شپانه)دژوندډیرښه انعکاس کاوه.اودپښتنودلرغوني کسب او کارسره ډیرنژدې مناسبات او اړیکي څرګندوي.
(چاتوپاداهیان) ویدی عصردخپل وخت دعقل اوپوهي مخزن ګڼي. ریګویدا متن چی لوستل یې دښځودپاره جوازنه درلودی،که یې څوک ولولي دلوستلو په وخت کی به هرومرودپښتنودشپنیانویاپوونده ژوند ومخي ته ودروي، چی په نوموړوی متنونوکی ساده ورځنۍ غوښتني لکه:دخوړو،باران ،ډاډبری ، روغتیا اوداولادغوښتني په کي بیا نیږي.دغه ساده غو ښتنی دي چی په نورو قبیلو کی هم دغسي غو ښتني ترلاسه کیدای سي.
ښا غلی محمدانورنومیالی وایی:ویدائي اثارچی دآریائیانودټولنیزتاریخ سرچینه ده، دخپل لومړني پیدایښت دسیمه ایزي حوزي،دځینو مفاهیمو دڅرګند اشتراک اودیوشمیرمقوله یی کلماتودخپلوی پربنسټ دانتیجه تراثباته رسوي، چي پښتواو پښتانه دخپل بهیر په یودوران کي له ویدایی کلتورسره ګډي چاری پاللې.(دډیر معلوماتو دپاره وګوری :دټولنیز تاریخ مبادي ۶۱او ۶۲ مخونه.)
دوهم :په زرتشتی کلتورکی دپښتنوانعکاس : – لکه مخکي چي هم اشاره ورته وسوه چي بودایی دین اوزرتشتي دین څنګ پرڅنګ په دې سیمه کي غوړیدلی اودځوانۍ پړاوته رسیدلي دی.دلته دلیک دودشبهتونه،دپښتنو دنسبي شجرونژدې والی،دلغاتونونژدیوالی اوداسي نوربنسټونه ددې دلالت کوی چي دغه دوه مدنیتونه په سیمیز لحاظ یودبله سره ورته والی یا نژدې والی لري.لکه دویدااواستا ترمنځ ( یجنا ) او (یسنا) په نومونواومفهومونوکي جوته کیدای سي.اوهمدغسي پښتنو دخپل ژوند او تاریخ په اوږ دوکی په بودایی اوزرتشتي دینونوکي پراخه برخه هم اخیستې ده.چي اوس یې موږ ځیني بیلګې په لرغونې پښتو کی چي (اورمړي) ژبه ده ډیري بیلګې لرو، چی دزرتشتي ژبي اوستا سره شبا هتونه لري.
بیلیو : په دې عقیده دی ، پخواترهغه چي یوسفزي دپيښورسیموته را داخل سي، هلته یوشمیربومی وګړي اوسیدل چي وروسته دوی ( دهند کی) په نوم ونومول سوه. همدغه هند کی وګړي په ثوقه دلیل یا درست دلیل سره هغه ګندهارا ئي « ګندهاریانو» له بقایاؤ،یاپاته شونوڅخه استازیتوب کوي.اوپه پنځمه میلادي پیړۍ کي دوی ترتابعت لاندی راغله. اودخپلو افغانی فاتحانو(یوسفزیو) ریښتني قومیان وه، ددوی ژبه اوکورنۍ شباهتونه ددې معنا ورکوی چی دوی سره یو قوم وه.دوی په هغه وخت کي چي په پيښورکې دبرم دوره وه هلته پردو ګوندونویا ډلوسره څرګندوه.( ګاړي) او( ګاومت) په دغونومونویادیدل، ددې دواړواصطلاحاتومعنا داده چی دوه مذهبي نژدې عقیدې وې.اوهمیشه به یې اختلافات هم سره درلودله.
همدغسي دبیلیودڅرګندونوپه لړکی هغه داسي عقیده درلودله چي: په سیمه کی په سیمیزلحاظ دغه پښتانه توکمونه لکه:افریدی،اورګزی،بنګښ،خټک،توري ، زیموخت، خوستوال،منګل اوداسي نورقومونه اوقبیلې یوځای تردغه دوو سیاسی ټولیولاندی سره پیژندل کیدې.ددې دواړوټولیویاډلوترمنځ مذهبی اختلافات ترهغه وخته وه چی داسلام نفوذپردغه سیمه په زورسره تحمیلیږي اوپښتانه قومونه که په زرتشتي مدذهب وه او که هم په بودایی مذهب ګروهمند وه ، دوی به دخپلو پښتنی ځانګړنو له مخی دخپل عقیدې څخه نه اوښتل ، خو! ددې خبری پوردلیل دادی چی اسلام هم پرپښتنودزورپه وجه راغلی دی. نووروسته له هغه چی دپښتنو بیلا بیلو قومونو ، بیلا بیلو مذهبونواسلام قبول کی نو بیا ددوی ترمنځ هم دغه ددوبرخوویشل ، توپیروونه هم د منځه ولاړه، اودبودایی دین او زرتشتی مذهب پیروانو به تریوه وخته دخپل زوړمذهب پالنه هم کول،خوپه پای کی هغه په یوه پښتنی قوم تبدیل سوه اودیوه مذهب پیروه سوه.چی نن ورځ هغه تفاوتونه یا توپیرونه دمنځه تللی دي.خو په تاریخی لحاظ دبحث وړدي.
دمحترم انورنومیالی صاحب له وینا څخه : دغه دوه قومونه بیا په وروسته کی هغه کسان چی په بودایی دین کی بوخت وه هغوی ته د«سامان»یا سرا مان نوم ورکول سو.چی په (سامل) تبدیل سوی دی.
او بلي خوا ته !«ګبر»، ګاوریا (ګاړ)نوم ورکول سو.چی په تاریخی لحاظ دغه دوه توپیرونه دزرتشتی اوبودایی دحساب وړدي.دډیرمعلومات دپاره ( دپښتنو د ټولنیزژوند مبادي (محمد انور نو میالی) صفحه ۶۳ ).
همدغسي په کندهارکي هم یوه کوڅه دګاړیانوپه نامه یادیږي .چي هلته یو تعداد خلک دپخوا څخه دګاړي نسب یا توکم خلک وه.
دریم : په بودایی کلتورکي دپښتنودودیزه کړنه :-
لکه مخکي چی موهم وویل : چي دبودایی کلتورلویه کتیبه دکندهاردزاړه ښار سرپوزې ته څرمه چی دسکندر مقدوني په وخت کی ابادسوی وه اوترمیلاد درې پیړۍ پخواهلته ژوند موجود وو، داشوکاجام، دلوی اشوکا کتیبه هم دلته پیدا سوه، چي دبودا ترټولولوی تاریخي سند کیدای سي.
همدغسي دپښین په سیمه کي چي پراخوالی یې ترشال کوټه یااوسنۍ کوټي پوري رسیږي دغه سیمه په لرغونې زمانه کی دبودا په نوم یادیده، ځکه هلته بودایان اوسیدل.
ددې خبروڅخه داجوتیږي چي دبودایانولومړی حوزه همدغه ګندهاراده چی وګړي ئې بومي وه له بودایی مدنیت سره یې اړیکي څرکندي دي.یونانیانو دوی ته ګندهاریداهم ویل ،بیلیوپه دې اند دی چي هندیانودوی دسند وګندهارپه نوم هم ثبت کړي دي.داهیواددبیلیوداندسره سم دافغانستان شرقي سیمي په ځان کی لري. لکه : کنړ،ګوشته ، باجوړ،صوات،بونیرمهابان اونوري علاقې یادي کړي دي.هغه وخت چي نوموړي بومي قومونه دې سیموته سره وپاشل سوه اوهلته دګندهارا په لرغونې سیمه کي چی یونانیانوورته ارکوزیا ویله ځای پرځای سوه اونوموړې سیمه دسیستان په حوزه پوری تړلې سیمه وه هم دلته دهمدغه پښتنودیوځای کیدوسره سم بودایی دین هم دلته را پیل سو.چي په ورسته کې خپلي اغیزي تر ډیرو ځایونو وغزولې.
دکنیشکاداریائیانودلمړي پاچاه ترواک پوري دغه سیمی چی دګندهارااوکشمیر اوسیندسیمی وې،دده په واک کی وه.او په همدغه وخت کی په خپلومنځونوکي پراتلسوبرخوسره وویشل سوه. هغه یولس بودایی ډلي چي ترمیلاد ترمخه درې نیمی پیړۍ،پخوادآشوکاپه دریمه بودایی جرګه کي اخراج سوی وه اود( نالندا ) عبادتخانې ته يې پناه وړې وه دماوریانودپا چهی ( ۲۰۰ ترمیلاد دمخه) په آخر کي «متهوررا»ته راغلي اووروسته بیا دهند او کشمیر پرلوروکو چیدل.
لکه څنګه چی مخکی هم وویل سوه چی دغه دوه لوی مذهبونه دپښتنو په سیمه کی په یوه معینه زمانه کی یو ځای سره اوسیدل اوهم دلته درشد وپرمختګ وپړاوته رسیدلي دي،خو په دې کی هم شک نه سته چی نوموړی مذهبونه په خپلومنځنوکي دیوه ټولنیزعقیدوي اختلاف په وجه به یې یو دبله اختلافات هم سره پا للي وی.او دختلافاتو په پایله کی بیا دیوې سیمی څخه وبلي سیمی ته به همدغه منځنۍ اسیا او شاه وخوا کی سره تیت او پاشانده سوی دي، دافغانستان دشمال دبرخی خلک دخپلو مذهبی عقیدو سره دایران ،هنداوګندهارا،دسرا سوتي درود څنډودهیرمنددرود پرڅوکواواموپرغاړویې ژوندراپیل کړی دی. همدغه اریا یی قبیلې دي چی اوس په مختلفو ژبو،رنګوونواو مذهبونو باندي په بیلا،بیلوسیموکې ژوندکوی اودهغه خپل لومړي مذهب څخه دسیمیزواوتاریخي ضرورتونو دمخی په نورومذهبونو باندي ګروهمندسوی دي، چي زموږ په سیمه کی پښتانه اویولړنورقومونه لکه : دادک (تاجک) ، دایران دهیوادخلک دپنجاب اوسیندیولړخلک دعربو دیرغلنواودلته دهغوی دنفوذ په اساس په اسلام دین مشرف سوي دي، خوهغه اریائي قومونه چی داروپاه په غرواوځنګلنوکې ژوندغوره کړی دی،هغوی بیاپه عیسوی مذهب مشرف سوي دي.دلته دیادولو وړخبره داده چی دمیلادڅخه مخکي اوترمیلادوروسته دتجارت،سیاسي فعالیتونو ،دجنګونوپه وجه هم دغه اریا یې قومونه اوهمدغسي سامي قومونه په سیمه کي ترافغانستانه راغلي دي.اوهم افغانان دعربوپه سیمه ورننوتلي دي اوهلته یې ځانته ژوند اختیار کړی دی، او سامیانوهم دلته که یهوددی اوکه نورعربي قومونه دي هم دلته یې ژوندځانته اخیتار کړی دی، نوزما په اند قومونه یودبله سره مشترک اتنیکي،مذهبي اوکلتوری ګډځانګړنی ځانته پیداکوي.او ګډځانګړني هم سره لري ، دبیلګې په توګه یووخت دمصر دفرعونانو په زمانه کي، دکنعان پر یهودیانو دومره ظلمونه کیده ، چی دفرعونانو په امر دیهودیانو کوچنی به یې به اوڼي کی یا هم د مور په نس کی ورواژه ، تر څودغه هوښیار قوم پرمختګ ونه کی.اونفوس یې ډیرنه سی، نو له همدغه سبب اونګیزه ددې وړسوه چی یولړیهودیانوافغانستان ته پناه راوړه.اودلته یې یولړنومونه دهغه ځای رانقل کړه،همدغسی یې خپل کلتوري ځانګړنی هم دلته دځانه سره را وړل.
که چیری دغه موضوعو نوره پرهمدغه ځای پریږدو اوهغه کسانوچي دغلط فهمۍ له مخي افغانان سامی قوم بولی اویاهم دعربومهاجرین یې بولی دغه نظر یا دغلط فهمۍ په اساس دي او یاهم دغرض پر بنسټ ولاړ نظریات دي .
نوځکه پرهمدغه موضوعو بحث په کار دی.اودلته به موږ په یوه لند نظر سره پرهمدغه موضوعووږغیږو.
هغه تیروتنی چی افغانان په سامی نژاد ورګډه وي
که څه هم دقوم برتري یومعقول اوصحیح عمل نه دی، زه دیوه پښتانه په صفت پښتون قوم ترنوروقومونوښه تره نه بولم، حتا دنړۍ دهغه وروسته پاته قومونو په جمله کي دی چی تراوسه یې انسانان ډیروروسته پاته اودنړۍ بدبخترین انسانان دي،څه داچي موږداخلک تریهودوبهتره یاترنوروقوموښه تره وګورو، انساني ایډیالوژي،مذهبی انسان لیدنه په دې عقیده نه ده چي یو قوم دي پربل قوم ښې ګني ولري.ولي! ددې دوعاحق لرم چی ووایم:خدای دي پښتانه داسرائیلو په شان دنوی کشفیاتو،اختراعاتووړکي، چی په نړي کی دانساناو دسهولت اوخدمت مصدرسي.لکه انشټین ، کارل مارکس ، اډیسن اوداسی نور مخترعین چي داختراعو څخه یې نن ټوله نړۍ ګټه اخلي.
ولي دڅیړنکودنظریاتوپربنسټ هغه نظریات یااندونه چي ترمیلاډیروړاندي دپکتهـ ، پښتون اوافغان په باب دهمدغه پښتنواوپښتني سیمودپاره ور کړل سوی دی ، هغه دډیرومعتبروتاریخی اسنادوله مخی دي، چی اوس هم دنړۍ په ډیرو معتبروموزیمونو،ارشیفونواوموزیمونوکی خوندي دی.چی ددې څخه انکارنه سي کیدای چی پښتانه یواریا ئي قوم دی او دهمدغه اوسنۍ پښتونخوا په همدغه سیمه کی دپیړیو ، پيړیوپه اوږدوکي ژوند کړی دی.
اودې خاوری ته ترمیلاد لسزره کاله مخکي دسکنډنویادیخبندیوڅخه وروسته را کوچیدلي دي،اودډبرودسیکلولوپه پیرکې دهندوکش،همالیا اودافغانستان په شمالی برخه کی ژوند تثبت دی.خووروسته ترهغه دجیو پولتیکوشرایطوپربنسټ کیدای سي چي داسیا جنوب،ختیځ منځنۍ اسیا اویاهم نوروسیموته کوچیدلی وي. حتا اروپاه اونورولویووچوته ته یې تګ او را تګ کړی وي.
خو!هغه نظریات چي پښتانه دیهودویا اسرائیلو قوم دی او دلته دکنعان یا داسرا ئیلودسیموڅخه رافراره سوی دي.دلته یې ژوندرا پیل کړی دی.ددې سند ډیره برخه سیاسي او دغرضه څخه ډکه معلومیږي . ځکه دلو مړي ځل دپا ره دغه نظردمغلوپه وخت کی چي همیشه دپښتنودخواڅخه يې امپراطوري په خطرکی وه اوپه پای کي يې په هندوستان کي امپراطوری دپښتنودخواڅخه دمنځه ولاړه، دوی ډیرداسي کوښښونه وکړه چي پښتانه دنوروقومونوپه شان دزوردلاری تابع کړي ، خو!! داسي ونه سوه اوهمیشه یې په پښتنو سیمو کي تلفات ور کوله ، نوځکه مغلودخپلو کوښښونوپه لړکي په پښتنو کي تفرقه اچول ، مذهبي پیران او ملایان به یې ګمارل،چي دهغه پښتنوپه مقابل کي دمذهب دتوری څخه کار واخلی کوم چي دمغلو امپراطوري یا تجاوزدخاوری نه قبلوی چی موږ یې یوه بیلګه دبایزیدیا پیرروښان چي یو پښتون مشر،سیاسي مبارز،دځانګړي فلسفې ( وحدت الوجود) لرونکی چي خپل پیروان يې هم درلودله پیروښان دمغلوپا چهي پرپښتني سیمونه سوای منلای اوهغه یومذهبي ملااومشروو،چي ډیرطرفداران یې د محکومی طبقې خلک وه، لکه بزګران ، کسب کاران ادیبان اونوردوخت منورین .
خو!! پردغه بل اړخ اخونددرویزه چی یوازبک مغل شیخ اوپیروو، دازبکستان څخه راغوښتی اودبایزیدروښان پرضدیې دکفرفتواورکړه،پښتانه چي ګروهمند خلک دي یوتعدادداخونددرویزه تراغیزي لاندی راغله.اوپه دې چال کی مغل تریوه ځایه بریالی هم سوه.چي په پښتنوکي بې اتفاقي دمذهبي میتودونودلاري واچوي.دغه وخت بایذید(پیروښان)دپښتنواوافغانانودپاره یوه مذهبي کړنلاره دوحدت الجودترنامه لاندي په خیرالبیان کي وړاندي کړه چي په هغه کي پښتانه نیکوکارونوته ګمارل سوي وه،خیرالبیان یوتاریخي،مذهبي کتاب دی، چي په مسجع نثرلیکل سوی دی.خوازبک دمغلواودولت طرفدارشیخ درویزه چي مرادیې دپښتنوبې اتفاقه کول وه هم یوکتاب دخیرالبیان په مقابل کی ولیکی، چي نوم یې مخزن اسلام پرایښی وو.
اوپه هغه کې دبایذیدروښان اودهغه ده ملی جنبش پرضد په مذهبي بڼه کی تبلغ سوی دی.اوس به راسوخپلي اصلي موضوعوته،چی دپښتنودښمنانوهمیشه د پښتنوپه مقابل کی دمذهب دتحریک څخه ګټه پورته کړې ده،همیشه یې پښتانه په داسي پسته زندۍ تړلي دي، چي هغه په ځان هم نه دی پوهه سوي.نوددې خبري معناداده چي داسلام دمقدس دین دراتګ سره پښتنوهغه دخپلوځانګړنوله مخي نه یوازي داچي په خپله خاوره کي حمایه کی بلکي؛خپله دعربوپه فتوحاتوکې هم لوی اوتاریخي رول ولوبوی.
نوداچی پښتانه په سامی نژداد پوري دمغلوپه وخت کی وتړل سوه اوددې دپاره کافي اوبې ثبوته دلایل وړاندي سوه داهم یوه سیاسي مسئله ده. چي دافغانانواو پښتنودپاره یې جوړه کړې وه.په دې باب نامتولیکوال ظفرکاکاخیل په خپل نامتواثر(پښتانه دتاریخ په رڼاکي) داسي لیکي: دلومړي ځل دپاره دغه نظریه چي ګواکي پښتانه بن اسرائیل دي په( مخزن افغاني) نومی کتاب کی لیکل سوې ده.چي دمغلودپاچاه جهانګیرپه زمانه کي نعمت الله هروي لیکلې ده.چي نوموړې زمانه ۱۰۲۰هـ او ۱۶۱۲م سنې سره برابره ده.ولي!په دې کی هم شک نشته چي ددې سنې خبري لیکني ترډیره ځایه سیاسي اودواکدارانوپه خوښه سره ترسره سوي دي،ځکه چی ددې وخت ادبیات،لیکني ټوله دواکدارانو په خدمت کي وه نوهمدغسي تاریخی لیکني هم دکلاسیکوادبیاتوپه شان دوا کدا رانوپه خوښه تاریخ لیکونکی اودقلم خاوندان ودې ته ګمارل کیده چي دچارواکو په غوښتنه لیکني وکي اوانعامونه پرې واخلي دغه وخت که موږمتوجه سو شعرویل یوازي دچارواکوصفت اویاهم دعقیدوتراغیزولاندي دمذهبونوپه ګټه ویل کیده. ستایني یاشهنامي،یاهم مدح شعرونه به په دربارکی ویل کیده، داوخت دشاعرانوقلم بنداودچارواکوپه اختیار کي وو.دچارواکودپاره ادبیات په نثراونظم کي ویل کیده.نودلته دپښتنو په مقابل کی د پښتنو پر ضد مغلو دوه کتابه په خپل دربارکی ولیکل : مخزن اسلامي – مخزن افغاني .
چي لومړی مخزن اسلامي یې دپیرروښان اودهغه دسیاسی جنبش په مقابل کي یو سیاسی اومذهبي کتاب وو.دواړه مخزنونه دسیاسي احدافودپاره مغلو ولیکل. چي په یوه مخزن کې اخونددرویزه ته دمذهب په بڼه دتبلغ دنده سپارل سوې ده. اوپه دغه بل کتاب کې لیکوال نعمت هروي ته دپښتنودبې ثباته کولودنده ورسپارلې وه.او تریوه ځایه دغه دسیسه بریالۍ هم سوه.اودپښتنودښمنانوته دچړې لاستۍ په لاس ورغلی.
دوهم مخزن افغاني : داهم هغه دغرضه ډک کتاب دی چی دمغلو په دستور دافغانانو دبې ثباته کولو دپاره ،دانحراف په خاطردتاریخ دتیرو تنی په خاطر لیکل سوی دی.دنوموړي تاریخ لیکونکی هم هغه کس دی چي دجهانګیر پاچاه سره دهغه دسپاسالاردخان جهان لودي په اړیکو سره پیژندلګلوي درلودله.
البته دیادولوووړده:پسله * نعمت الله هروی،څخه ترهغه راوروسته نور تاریخونه هم داسي لیکل سوی دي چي بیله کوم تحقیق څخه یې نوموړې نظریه تاید کړې ده.اودخپل تاریخ ورقې په ډ کی کړي دي. ترمرحوم نعمت الله هروي وروسته نامتوتاریخ لیکونکي قاضي عطاؤلله خان هم دغه تیروتنه کړې ده او دغه تاریخی لیکنه یې په خپل تاریخي کتاب پښتون کي تاید کړې ده.
خوهمدغسي نورهغه تاریخونه چی په همدغه باب یې بې بنسټه لیکني کړی دي؛ څنګه چی زمادڅیړنواوتحقیق سره یا سرنه خوری اونه هم دغسی کره شواهدپه دې باب موندلي دي ، چی زه په هم هغه باندی وپوهیږم چی دغه دتاریخ اودپيړیو،پیړیومیشته قومونه چی په میلنونوانسانان جوړیوي اوپرهمدغه خاورلسزره کلن تاریخ لري هغه دي دیوې کورنۍ دفراره کیدوپر بنسټ هم دلته میشته سوی وي ؛ بیله دې چي دهغوی تر منځ دي دژبي او تاریخی شواهدو کومي نخښي نښانې هم وي.
خودلته یوه خبره سته؛هغه داچي! هغه وخت چی دمغلو په دربارکي دپریکړي له مخي پښتانه سامي نژادوبلل سوه، نودایوه نوې خبره وه،ځکه نوروتاریخ پوهانودخپلوتاریخونودارزښتناکه کولواوشهرت په خاطرهمدغه لاره تعقیب کړې اوشهرت یې په پیداکړی دی.چي په دې باب هغه مستشرقینولکه : سرولیم جونز،الګذیندربرنس،مسټرراورټي هم پردغه نظریې شؤخوندوهلی دی.دوی هغه کسان وه چی دافغانستان پرتاریخ،جغرافیه اوژبنیوبنسټنویې کارکړی دی.که چیري دغومستشرقینودتاریخ په اوږدوکي دهغه تاریخي نومونو، اسنادوله مخي څه لیکلي وای،چی ترمیلادمخکي یې ارزښت درلودلای اودهغوژبنیوبنسټنوپر پایه ولاړوای،کوم چي زموږپه اوسنۍ خاوره افغانستان کي نخښي نښانې موجودی وای، نوبه بحث په زړه پوري سوی وای.خواوس نوموړی وړاندیز ونه فرمایښی غوندي شئ رامعلومیږي نوځکه یې دنوربحث څخه هم ډه،ډه کوم.
* خواجه نعمت الله هروی : ـ دی دمغلو دپا چها جهانګیرواقعه نویس وو، خوپلاریې خواجه حبیب الله بیا داکبرپاچا په در بار کي۳۵کاله ملازم وو.
نعمت الله هروی وایی: چی ما مخزن افغاني دنورولیکوالانولکه : هیبت خان – ادغه کتاب یې دنواب خان جهان لودین په دستور لیکلی دی.چي لودي هم دغه وخت دمغلوددربار باوري کس وو.
پا یله
غواړم دلته دهمدغه څیړني دضرورت یولنډ بیان وکړم. پنځوس کاله مخکي افغانانوپه ګډه ژوند سره کاوه،دمزارغالۍ په کندهارکی اودکندهارانارپه مزار شریف یا بلخ کي خرڅیده، دهرات وریښمین دستمالونه په ټوله افغانستان کی مینه وال درلودله، دهرات اوبلخ خلک په مینه په کندهار،هلمنداودهلمند په لیرو ولسوالیوناداعلی اومرجه کی ځانونوته کورونه اوجایدادونه رانیول،دافغانستان خلک چی هرځای به یې دژوند مینه موجوده وه هم هلته به یې ځانونوته دیوه بشپړه امنیت په فضأ کی ځانونوته دژوند ټاټوبی خوښول اوهلته به یې ژوند کاوه.
خودثوردناکامه انقلاب څخه وروسته په هیوادکي دقومونواوسیموخبره دسیاسیو نوپه منځ کی راپیدا سوه،توپیرونه دسیموپه دولت او سیاست کي په ډاګه را څرګندسو.نا خوالي په هغه کچه را منځته سوې چي دشمال او جنوب تر منځ دشرق اوغرب ترمنځ په هیواد کی دننه خبري دې سرحد ته ودریدلې چي پر سیمیزو، ژبنیواو نژادي اړیکوباندي افغانان پرډول ، ډول ګوندونوسره تقسیم سوه.دې اختلافاتوخومجاهدین هم سره تقسیم کړه.تریوه وخته دخبروپه سطحه کي د مجاهدینوترمنځ دسیاسی اختلاف وه. خوڅه وخت چی د مجاهدینوحکومت بریالی سو، نو سمدلاسه دافغانستان شمال ته د خراسان نوم ورکړل سو.او دپل مټک شرمونکي تړونونه دافغانستان پرتجزیه را منځته سوه.نو دلته ددې خبرو په تشددیا تیزوالي کی ددې خبره را منځته سوه چي پښتانه ددې ټاټوبي اصلي اوسیدونکی نه بلکي ؛ دلته مهاجرین دي ، هزرګان ددې ځای او سیدونکي نه بلکی دلته راغلي مهاجردي، تاجک دی بیرته تاجکستان ته ولاړسي. داهغه خنداوري خبری دي چی په هیوادکی دننه دافغانستان دملي وحدت دښمنانوپه هرقوم کی چی وه را پیل کړې. اودسیمي ګاونډیانودخپلو دښمنانه روحې په لرلو سره ودې خبروته ښه لمن ووهلو.زموږ افغانان یې یا په پیسورا نیول او ضدافغاني تبلغ یې په وکی، یا هم یې دقدرت درسولو په قولونوهغه تیریستل. او زموږنا خبره خلک یې په همدغه جنګ سره اخته کړه. داورلمن يې دومره پرا خه کړه،چی دمذهبي او فرقه یې تضادونو په څنګ کې پرهمدغه ملي تضادونو زموږ بیګناه ولسونه په زرهاو مړه ، فراره ، معیوب او بیچاره کړه.
چی دهمدغه انګیزې پربنسټ ما په نوموړی څیړنه کی دافغانانو،که پښتانه دي ، که تاجک دي ، هزاره دي اوهمدغسي نورستانیان ،پشی قومونه چي ټوله دهمدغه خاوری اوسیدونکي دي دیوه افغان په نامه یادیږي اوددې ملت دغښتلي کولودپاره یې په ټوله تاریخ کي په ګډه کارکړی دی، ګډ افتخارسره لري اویو قوم پربل قوم نه ښاغلی دی اونه هم بهتره.ټوله انسانایودي، موږ افغانان با ید یو ګډ ملت چی لوړاقتصاد ولري، سره را ټول سو. او په هغه ګډ ملت کی به دټولو انسانانوحقوق خوندي وي.خوهغه سیاسي واکداران چی اوبه خړه وی اوماهیان په کښي نیسي ، دهغوی هم په ورستي تحلیل کی دغه بې بنیاده خبری په ګټه نه دي.نو را ځی چي ددغه ورسته پاتی افغانستان پر ځای یو سرلوی ملت جوړ کړو او هلته دا ثا بته کړو چی موږ ټول افغانان چي دتاریخ په اوږدو کی دلته اوسیږي یو ملت یواودیوه افغانستان دګوټ،ګوټ اوسیدوني یواو خپل دپروند ورځي تاریخ بیا را ژوندی کړو.
تل دي وي انسانان دهمدغه نړۍ دسروپرڅکو
تل دي وی افغانستان دهمدغه همالیا دغرو پرسرو
د احمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني نشراتي ارګان .
ادرس : babacenter.nl