دمحمد علم بڅرکي دژوند ځیني برخي

لنډه یادونه
د«محمدعلم بڅرکی دژوندځني برخي نومي»اثرچی دمرحوم محمدعلم بڅرکی تروفات ورسته زمادورورننګیالی بڅرکی په زیاراوزحمت تدوین اولیکل سوی دی ، نه یوازی داچی د یوه شخص د ژوند سړې او تودې یا لوړی اوژوری بیانوی بلکی؛ په حقیقت کی په دی کتاب کی زموږ د هیوادد شلمی پیړۍ په تیره بیا ددوهمی نمایی دوران د سیاسی ،اقتصادی ، فرهنګی ، ټولنیزواو تاریخی مسایلواو جریانونوپه اړوند، عینی تصویراوڅرګند انعکاس وړاندی کوی. چی لوستل یی بیله شکه بی ګټي نه دي .
زما پلارمرحوم محمد علم بڅرکی چی د ژوندانه په ډیروبرخو کی زما د الهام منبع ګرځیدلی ده ، په ټوله ژوند کې نه یوازی داچی دکتاب او قلم سره ملګری پاته سوی بلکی؛ دظلم ، بی عدالتی اوټولنیزوناخوالو سره د مبارزی په تاوده سنګرونوکې هم برخه اخیستې ده.اود کلونو کلونوپه اوږدوکې په زندانونوکې شپې سبا کړي دي . د ده دنه ستړی کیدونکی کارپه نتیجه کي موږ ته اوس دده په لسهاؤچاپ سوی او نا چاپه آثار په میراث پاته دی. چی ددوستانواوفرهنګپالود بیا بیا غوښتني سره سم به تروسه وسه زیاروایستل سي چی دغه آثاریوپه بل پسی چاپ اود مینوالوترلاسونوورورسیږي .
د مرحوم محمد علم بڅرکي د لیکلو سبک داؤ چی لومړی به یی یوه موضوع د لیکلولپاره وټاکل او بیا به ئې نودکلونوپه اوږدوکي د هغي موضوع په اړوند د خپرونودډلیزووسایل څخه کټینګونه کول ، یاداښتونه به یی اخیستل اوارقام حقایق اواحصأیی به یی راټولولې ترڅو چی په پای کی به ددغوپه اصطلاح اومو،موادودتحلیل اوارزیابی ورسته د خپل نظرپه شریکولوسره،د کتاب لیکلودنورمونو سره سم ، به ئې یو نوی او دمحتوی لرونکی اثرهیوادوالوته وړاندی کړی.
چی (د ښځوتاریخ ته یوه کتنه ) نومی اثریی ځلانده بیلګه ده .
د مرحوم محمد علم بڅرکی یو بل عد ت داؤچی هروخت به ئې لیکنه کوله د کاربن پیپر(ابری) په ذریعه به یی یوه کاپي ځینی اخیستل او یا به یی په خپل لاس یوه لیکنه دوه ځله کښل ، ځکه چی داوسنۍ زمانۍ د خپرونوپرمختللي وسایل یی یا په واک کی نه وه اویاهم ورسره اشنا نه ؤ. چی همدغه په لاس لیکل سوی کاپي ګانې په واقعیت کی د ننګیالی بڅرکی سره دده د آثاروپه تدوین اوراټولولوکی زیاته مرسته کړی ده . مرحوم محمد علم بڅرکی حتا دوستانواوملګروته د شخصی لیکونواو د هغود ځوابونوڅخه هم کاپي اخیستل چی تاسوئې اوس په دی کتاب کی بیلګې وینی .داکتاب ځکه ددوهم ځل لپاره چاپ سوی دی چی د یوې خوا زیاتره مینوالو ئې د لوستلوغوښتنه کول. خو! په بازارکی نایاب سوی ؤ او د بله پلوه هغه لیکونه چی په لاس لیکل سوی وه زیاتره یی ښه نه لوستل کیدل نودچاپ ددغونیمګړتیاؤاوځینونوروټایپي تیروتونو داصلاح څخه وروسته ، دادی دغه آثر ددوهم ځل لپاره چاپ اود مینوالودلوستلولپاره وړاندی سوی دی .
ددې څولنډوټکودڅرګندولوپه ترځ کی نه غواړم چی پرکتاب کره کتنه وکړم او یا هم د بڅرکي صاحب عادتونه ، کرکټر او کړونو باندی څه ووایم. ځکه چی کتاب په خپله دمرحوم محمد علم بڅرکي د ۸۲ کلنی ژوند اړوند پیښي دهغه کړني اوپه ګران هیوادافغانستان کی د سیاسي تحولاتوپه طوفانی څپو کی د ده لامبواوټولنیز دریځ په ډاګه څرګندوي. « روح دی یی ښاد وی »
زمـــری محــقق
ډنمارک – کوپن هاګن (۰۵/۰۵/۲۰۱۳ )

پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زیار
محمد علم بڅرکی دپوهاند ډاکټرزیار له نظره
دی، په خپله یو لیکنه کې د بڅرکي صاحب د ملي، سیاسي او ادبي شخصیت په اړه داسې وایي :((…دا به پر ځای پرېږدو چې ارواښاد محمد علم بڅرکی د اڅکزي ټبرله يوې يادې ښادې تاريخي کورنۍ سره تړاو لري چې لږ تر لږه تر سترملي اتل عبداله خان اڅکزي پورې شپږ اووه پښته رانغاړي . سم له لاسه خبره له همدغه ((بڅرکي)) راپيلوو چې د خپل مهال تورتمو او سړو سمخو گوټونو ته يې څنگه او څومره رڼايي او تودوخي وربخښلې ده . له ارواښاد بڅرکي صاحب سره مې تر يو دوو پلاوو زيات ليده کاته نه وه شوي، خو د ښوونځي او بيا پوهنځي راهيسې يې د ليکنو او ژباړنو يو لېوال اومينه وال پاتې شوی يم او دومر ه مې پېژاند چې دی زموږ د هېواد له هغو ځلاندو او روښاندو سياسي او بياپرمختلليو، او بل اندو (ديگر انديشو) سياسي- فرهنگي څېرو څخه گڼل کېده چې يې له تنکۍ ځوانۍ د ژوند تر وروستۍ سلگۍ دخپل هېواد او هېوادوالو دپرمختگ او پتمن ژوند وژواک لپاره هلې ځلې کړې او په دغه لارکې يې خورا ډېرې سختې سپورې گاللې دي . د هند د نيمې وچې د پښتنود ازادي پال((انجمن وطن))گونده رانيولې تر((ويښ ځلميانو)) اوبيا ((مساوات)) گونددغړيتوب له لارې يې په ډله يزه مبارزه کې هم، دنورو ډېروپرخلاف په هم هغه سپېڅلې ملي- انساني موخه اوارمان کارنده ونډه اخېستې،بې له دې چې د چوکۍ او پوړۍ تمه اواسره ولري . په تېره په مساوات کې چې ميوند وال صاحب يې د خپل صدارت پر وخت بنسټ اېښی وو او تر وزارتونو پورې يې نوروته ډېر څه ورکړل .په وروستيو کې يې د ډنمارکۍ او پښتو ترمنځ د نژدې خپلوۍ په تړاو له هاندو هڅو خبر شوم، که څه هم دا د ژپبوهنې او بيا د ساينتېفيکې تاريخي- پرتليزېاوورسره ورسره فونو- اېتې مولوجيکي څانگې سکالو(موضوع) وه، خو دهغه ارواښاد دفرهنگي منډو ترړو ښکارندويي يې کوله او په تېره داچې د د واړو هېوادو او وگړوو تر منځ يې د دوستانه اړيکو او پوهاوي لپاره يوه په زړه پورې چاره پرځای کړه .
دگران انجنير صاحب مسعود منندوی يم چې د هغه ارواښاد په اړه يې ښايسته ډېر څه نوي وړاندې کړل اوماته يې هم ددغه لنډ يادښت وياړ را په برخه کړ.((د هغه ستر انسان ياد دې تل ژوندی او تلپاتې وي!))
پوهاند دوکتور م .ا. زيار
۲۰۱۱ – ۱۲ – ۱ نیټه

ددوهم ځل دخپریدو په باب دکتاب دلیکوال دپیل خبري
ژبه هغه وخت غني کیږي، چی په نوموړي ژبه کی لیکلي علمی ، ادبي اوپوهنیزکتابونه رامنځته سي.نوبیا موږوایونوموړې ژبه علمي اوادبي ژبه ده.خلک اوعلمي مؤسیسې هم دلیکلواثاروڅخه ګټه ترلاسه کولای سي. که چيري په یوه ژبه کي لیکلي علمي ، تاریخی اوادبي کتابونه لږوی، نوهغه ژبه دنړیوالوپام ځانته نه سی رااړولای.اوپه خپل محل کی یوازی محدود خلک ګټه ترینه اخیستلای سي.
نوماهم په دغه سبب ځان ودې ته مجبورکی چی دژبي دغني کولو اودتاریخی اسنادودساتلودپاره ځان ستړی کړم.اودهم دغه ادبي لاری څخه وکولای سم چي ټولني ، ژبي اوخپلوخلکوته خدمت وکړم.
دمرحوم محمدعلم بڅرکي ستړیاوی په ادبي برخه کی نه هیریدونکي دي،دهغه داثارواوکتابونوخپرول،دیوه فرد،اویوې کورنۍ تروس تیردي، خوپه دې با ب ډیروهلوځلوته ضرورت سته چي نوموړي اثارخپاره سي.مادمرحوم محمدعلم بڅرکي دژوندځینی برخي سره راغونډي کړې.اوپه ډیرشوق سره می دخپریدوترحده ورسولې.هم دغسی می دهمدغه کتاب سره دمرحوم محمدعلم بڅرکی دوه نورعلمی،ادبي کتابونه سره راغونډکړه.اوترایډیت، ټیپ اوتصحیح څخه می ورسته زمادخپلودروکتابوسره دیوې موقع په ترځ کی کابل ته په ۱۹۱۰م کال کي دځانه سره یووړه. اوډیرخوشحاله وم چی شپږکتاب می داوږو څخه دیوه بارپه څیرکښته سوه.یعني ټولنی ته مي سوغات راوړی.او دیولړستونزوسره،سره می دنوموړوکتابونودلګښت پیسې هم برا بري کړې.ډیرخوښوم اودکابل وعلمی مؤسیسوته به می دکنفرانسونواو محفلونوپه یادونوکی دغه خپله خوشحالی دنورودوستانوسره شریکول. اویادونه به می کول:( چی زه تش لاس داروپا څخه تاسوته نه یم راغلی ما دځانه سردمرحوم محمدعلم بڅرکی درې علمی کتابونه دخپریدو دپاره تاسوته سوغات را وړی دی ، ما درې کتابونه دخپل زحمت نتیجه راوړې ده. زه په اروپاه کي هم بې هدفه نه یم ناست ) . دوستانو چی به دغه زیری واوریده نو دمرحوم محمد علم بڅرکی دکتابو په اوریدو به ډیرخوښ سوه .
هم دغسي می ډیر تلاښ داوو ، چی زه یوه داسي مطبعه پیداکړم ، چی نوموړی کتابونه په ښه امانت دارۍ سره را ته خپاره کي. په کابل کی اوس دپخوا په څیر نه وه؛ هلته اوس شخصي مطبعې کارکوی ، نومي بیاهم دډیره احتیاطه دوزارت اطلاعات اوکلتورنشراتي ریس « مرحوم شاه زمان وریځ ستانګزی) ولید اوهغه می پخوالاهم پیژنده چي یوعلمی او ادبي شخصیت دی.اوهمدغسي یووتلی ژورنالیست هم دی. نومي دنومړوي دوست سره صلاح وکړه اوهم دغسی مي دخپل ګران دوست (غلام نبي فراهي)اودلسوکالوهم صنفي چی دااطلاعات اوکلتور دوزارت معین هم وو، دهغه سره صلاح اومشوره وکړه خودوی دواړو یوکس مات راوښوی.نوددوی په باورمی خپل کتابو نه وروسپارل ، که څه هم دکتابو دخپرولو واعده یې دیوې میاشتي په جریان کی راسره کړې وه.اوزه خوشحاله په دې وم چی نوموړی کتابونه به زه دځانه سره یوسم.خوهغه تردومیاشتولاهم وځنډیده،چي په پای کې زما وخت هم نورپه کابل کي بشپړه اوپوره سو.کتابونه زما دتوقوع سره سم خپاره نه سوه.خوزه هم مجبورسوم چی یوه سلسله یاداښتونه ونوموړي خپرونکي ( وسیم ) ته پریږدم اوخپله په خالي لاس دهالینډ پرلوري راغلم.ورسته تریوڅه وخت پسله بیخي ډیروټیلفونونومی وکولای سوه چي درې عنوانه کتابونه ترلاسه کړم چی عبارت وه : (دمحمدعلم بڅرکی دژوند ځینی برخي – د محمد انورخان اڅکزی خاطرات – دپښتنوډیرلرغوني ادبي ستوري او لرغوني ادبیات).دغه درې واړه کتابونه پرډیرغلط کاغذ ،کوچنیوتورو،غلط معیارسره داسی خپاره سوه چی نه یې ډول دکتاب په نظرکی نیول وو، نه یې هم محتوا په نظرکی نیول سوې وه.اوهغه درې نورکتابونه چي ورته پاته دی دغه یې درې کاله کیږی چي تراوسه لاهم نه دي خپاره سوي.خو پیسې ئې ترلاسه کړې.نودلته ماته هم دغه متل رایادسوچی وایي 🙁 دبل کاردایمان په رڼا دی) نودغه کیسه مي ځکه ولیکل چی بل وخت تاسو هم ددغه تجریبې څخه ګټه واخلی.
اوس به راسم وخپلي دغه اصلی موضوع ته:دمرحوم محمدعلم بڅرکي دژوندځینی برخی نوم کتاب : چی نه یوازی دا چی دټولني یودوخت ډیرښه تاریخ دی اودخپل وخت ناخوالي په کتاب کي یادي سوي دي اودهغوټولنیزوستونزوپه اړوند سیاسی مبارزې، ستونزي اودسیاسینوتر منځ مناسبات،اړیکي،دهغوی انځورونه،دلیکنوپه وسیله اړیکي، دسیاسي پیښوپه باب دوخت دمترقي غورځنګونوتلاښونه اوداسي نورهغه څه چی په هم دغه دوران کی دارزښت وړوه هغه می دلته سره راغونډ کړي دي.خو دبده مرغه لکه مخکی چي می وویل:دلومړي چاپ دکتاب ډیري برخي دویلونه دی یعني دومره تاریکی راغلي دي چی نه لیک لوستل کیږي او نه څوک په پو هیږي، چی لیک چاه لیکلی دی او څه یې په کښي لیکلي دي. ولي په دې کی شک نه شته چی دنوموړی کتاب ماهیت هم دغه دوخت دنامتوپوهانوقلمي نخښي یادلاس لیکني جوړوي، چی دهغه وخت دډیرونامتومبارزینو،سیاست پوهان،لیکوالانونامتو تاریخ پوهانواوژبپوهانولکه:پوهاند حبیبي صاحب،پوهاندرشاد صاحب ، نامتوادب پوه ګل پاچا الفت،پوهاندرښتین،بینواصاحب،میوندوال صاحب اوداسی نورونامتوکسانو لیکونه اوپه لیکنوکي دهغوی پیا وړې روحیه ، انډیوالي اودوستی دومره جوته ده چی دهمدغه لیکنو په خپرولو سره موږ دخپلو مشرانویاد تازه ساتلای سو.خودبده مرغه نوموړی لیکونه په لومړي چاپ کي یا نسته یا هم دومره کمزوری دي چی دلوستلووړنه دي.نوئې ځکه دکتاب ماهیت ورخراب کړی دی.اوهم دغسي باید نوموړي کتابونه ځینودوستانوته وررسیدلي وای،خودبده مرغه نوموړی کتابونه دواعدې له مخي ترما پوري هم راونه رسیدل اویا هم اوس دومره لږپیدا کیږی، چی زما دورورزمري محقق په غوښتنه دبیا چاپ اوخپریدوهیله یې وکړه.اوما هم دستي ددوهم واردپاره دکتاب دخپریدو کوښښ وکی.امیدلرم چی دوهم ځل چاپ سوی کتاب به دمرحوم محمدعلم بڅرکي دمینه والواودافغانستان دمحققینودګټی وړوګرځي . په
درناوي.
ننګیالی بڅرکی

((دمحمدعلم بڅر کي د ژوند ځيني برخي))
لومړۍ خبري
ژوند تيريدونکی دی.خو دژوند دکړاونو ټولي برخي پا ته کيدونکي دي، چي په دې کي ښې او بدي برخي دواړه سته ، نو دهغه انسان ستا ينه او ښه ويل کيږي چي هغه دژوند په دې سفرکي داسي څه کړي وي چي دهغه را تلونکی نسل په هغه با ندي فخروکړي . اود کړنودټولو برخو څخه يې دعلم اوتجريبې په تو ګه ګټه واخيستل سي.اودرا تلونکي ژوند دپاره يوه روښانه لاره پرانيزي . قهرمانان مري خو نومونه يې پا تيږي ، دهغه تجريبې،علمي طرحي او خبري ، مقولې ، ليکني ، دژوند خا طرې درا تلونکونسلونو دپاره يوه علمي ذخيره يا تو ښه کيدای سي ، نن که انسانان دپرمختګ ويوه لوړپړاوته را نژدې سوي دي ، نو علت يې دا دی ؛چي دتيرو عالمانو دښو کړنو څخه يې پوره ګټه تر لاسه کړې ده. او د خپلو پوهانو پلرونواونيکه ګانو څخه يې دعلم په بيلا ، بيلو برخوکي څه زده کړي اودعمل په ميدان کې هغه دځان او دنړۍ دخلکو په ګټه استعمال کړي دي ، نو ځکه موږ وا يو چي ننی انسان دپوهي اوتجر يبي څخه ډک انسان دی. او ديويشتم قرن په درشل کې او سيږي ، هم ټولنيزو بر خو کي او هم په طبعي علومو په برخه کي تر تيروڅوسوکالويا زرهاو کالومخکي انسانانو څخه يې په تار يخي لحاظ ډيرتو پيرسته ، چي دا ټوله دتيروپلرونواونيکه ګانودتجريبو اوزحمتونو نتيجه ګڼل کيږي.نو په همدغه دليل با يد موږ تير پر تير ونه بولواو يا چي تيرسول هغه هيرسول بلکي ؛تير موږ ته دتجريبو څخه ډک تا ريخ دی او تيري کړني که ښه دي او که بدي موږ ته ډيرښه غني ،علمي او دګټي وړ مواد دي چي موږ هغه په ښه او يا په بده سره يا دو.نو همدغه علت دی چي په نړۍ کي ولسونه دخپلو تيرونسلونوپخې تجريبې په ډير ښه توګه په کورني موزيمونو،ملي موزيمونو،ملي ارشيفونواوداسي نوروخوندي ځايونوکي ساتي. اوقيمت ياارزښت يې هم ترهرنوي شي ګران اودارزښت وړوي.
خو په دې چي دسرخبري یا سریزه مي ډيره نه وي او ږده سوې زه هم لا زمه ګڼم چي دافغانستان ديوه لوړليکوال،ژباړونکی،شاعراو نامتو سيا ست پوه مبارز ؛ژورنالیست محمد علم بڅرکي دژوند ځيني بر خي را وا خلم او دهيواد وملي ارشيفونواوخپرونوته يې وسپارم . دا ځکه چي زما څخه دهيواد ډيرو هيواد پالو ژورنا ليستانواو څيړنکوپه پرله پسې توګه داغو ښتنه کړې ده.اوزه يې ودې ته وهڅولم چي زه ودې سخت کارته توجه وکړم اوځان په دې مجبورکړم ، چي دهيوادوالوودې پوښتني ته مثبت جواب ور کړم . دا ځکه چي دغسي ټولنيز شخصيتونه خو يوازي په يوې کورنۍ او يا يوه قوم او ملت پوري تړلي نه دي او نه ئې بايد دومره محدود کړو؛ بلکي داد ټولو نړيوالو ولسونو مال دی. محمدعلم بڅرکي هميشه دزحمت کښ انسان په نوم مبارزه کول او دهغه دپاره يې دژوند خوږې پرځان ترخې کړي وې ، بندونه يې ګاللي دي او دژوند په بيلا ، بيلو برخو کې ستونزي ليدلي دي . نو ددا سي انسان ارمانو نه مقد س دي اوهغه با يدپټ دځانه سره ونه سا تل سي . نو دګرانو دوستانودضرورت دپاره زه تروسه، وسه(توان) کوښښ کوم چي په پوره ايمانداري او امانت دارۍ سره دهغه دژوند ځيني برخي دمحمد علم بڅرکي دلا ښه پيژندلګلوۍ په خا طر دلته را وړم څو زموږ درا تلونکي نسل اودڅيړنيزو ليکوالانو دڅيړنو دګټي دپاره يې کښيږدم. خو ديادولووړګڼم چي ووايم: څرنګه چي دمحمدعلم بڅرکي ليکلي شوني نها يت ډيري دي، نو زه يې ديوې لنډي پيژندني په څوورقوياپا ڼوکي نه سم ځا يولای خو زه به يې په لنډه تو ګه يا دونه وکړم او دهغه دسلګونوعلمي ليکنواونويشتوڅخه به يې بيلګې را وړم اودهغه کتابونه چي تراوسه نه دي خپاره سوي هغه با يد خپاره کړم . او همدغسي ډير اثار يې چي خپاره سوي هم دي اوس په بازاراو کتابخانو کي نه موندل کيږي ، چي ددوهم اودريم چاپ دپاره يې ضرورت وينم .خو په هر صورت هغه څه چي زما په توان او طاقت کي وي ، هغه خو به زه تر سره او را غونډ کړم .
د محمد علم بڅرکي پيژندنه
محمدعلم بڅرکی دحاجي محمدانورخان اڅکزي زوی اودحاجي سعادت ملوک خان لمسی،دسربلندخان کړوسی ديارمحمد خان کوسی ،دروشندل خان کودی دی،چي دمـحمد علم بڅرکي پلرونه اونيکه ګان يې دګليستان خانان او دخپل وخت سیاسي شخصیتونه تيرسوي دي.اوهريوه يې په ځانګړې توګه دافغانستان په تاريخ اوسياسي ژوند کي رول لوبولی دی. خپله روشندل خان دستراحمدشاه باباددفترامراو په عـرض بيګي سره يې شهرت درلود . نوموړې کورنۍ برسيره پردې چي دهيواد په ساتلو کي يې ډيري قربانۍ ورکړي دي،په پښتني توکم کي يوه با سيواده اود ښووني اوروزني پلوي کورنۍ بلل کيده. چي دوخت په مروجه علومو اودخپل وخت علمي اوڅيړنيزو کارونوکې لويه ونډه درلودله. اوهغوی داڅکزوپه توکم کي چي پخوا دبارکزو په توکم اوقوم پوري تړلي وه يوه خانه اودمځکوخاوندان اوځاي کورنۍ وه . که څه هم اڅکزي دتاريخ په اوږدوکي په مالداري او کوچي توب کي دکږديوژوندتير کړی دی ، خودګليستان خانان دمځکو اوجايدادماليکان وه ، چي نوموړی اقتصاد او وټيز شرا يط ددې سبب سول چي دګليستان خانانو ته ددرس ويلوښه شرايط برابرسوه . څه وخت چي پرافغانستان باندي انګريزانو تيری وکړنودهمدغه خانانوڅخه لکه ګليستان خان اوغازي عبدالله خان په ميړانه دهغه وجنګ ته چمتو سوه او دژوند ترورستۍ سګلۍ پوري ورسره وجنګيدل. څوانګريزانو خپله ماته ومنله اود افغانستان سياسي استقلال يې په رسميت وپيژنده . خوبيا څه وخت چي دغچ اخيستلو دپاره يې پر دې هيواد خپل لاس پوڅی حکومت دسقاودزوی اميرحبيب الله ترمشرۍ لاندي په زوراوجبروترپلۍ نوديوبل جنګ ضرورت را منځته سو، هغه دا چي دسقاو په مقابل کي پښتانه دهرلوري څخه را مات سوه اوپرکندهارباندي يوځل بيا دګليستان خانانودخپل جنګي او ملي قوم په مرسته دحاجي محمد انورخان اڅکزي په مشري کندهارکلا بند کړاوکندهارته يې دلاس پوڅي رژيم (دسقاودزوی ) څخه نجات ور کړ خودډير معلومات دپاره دميرمحمد فرهنګ تاريخ ( افغانستان در قرن پنجم ) او افغانستان دتار يخ په رڼا کي دغلام محمدغبار وتاريخ ته مراجعه وکی.

دمحمد علم بڅرکي پلار محمد انورخان اڅکزی په ځوانی کې دزندانه مخکي – اوورسته له زندانه .

خو دا چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي پلرونواونيکونو دتاريخ په جوړولو کي ستررول لو بولی دی هغه زموږ ددې پيژندني مو ضوع نه ده خو دومره مودپيژندګلوۍ په خا طر يادونه وکړه ورو سته له هغه چي دسقاؤ حکومت ماته وکړه نو حاجي محمد انور خان په افغانستان کي خدمت کولو ته ادمه ورکړه او خپله يې هم په افغانستان کي ژوند کول پيل کړ، چي په همدغه ډول محمد علم بڅر کی په ١٩٢١م کال کي دمی پر ٢١نيټه په محکوم پښتونستان ګليستان نومي کلي کي دې دنيا ته سترګي روڼي کړي دي .
دمحمدعلم بڅرکي مور(امينه ) نوميده چي په قوم پوپلزی اودعبدالواحد خان پوپلزي لور وه ، چي دکوټي دښاريوبرجسته شخصيت وو.په اصل کي عبدالواحد خان دارغستان او سيدونکی او داميرعبدا لرحمان خان سره داختلاف په نيت دکوټي ښارته فراره سوی دی .
محمد علم بڅرکی ديو نيم کال ؤ چي مور يې په١٩٢٢م يا ١٩٢٣م کي چي ١٣٠١هـ ش سره برا بره ده وفات سوه .او په دې وخت کې دپلار دسياسي سرګردانيو په سبب پالنه دهغه وانا او دمور دخواپلاريعني نيکه ته ورپاته سوه.اوهم دغسي دانااونيکه په کورکي دمحمدعلم بڅرکي پالنه په ډيره ښه توګه کيدل او هغه پرانا او نيکه ډير ګران وو.
خودبده مرغه په١٩٣٦م کال کي چي د١٣١٣هـ ش سره برابره د محمد علم بڅرکی لاهم کوچنی ؤ،دکوټي په لويه زلزله کې اناوفات سوه. دمحمدعلم بڅرکي پالنه چي دهغه انا کول اودا وخت هغه ابتدا ئيه ښوونځی هم خلاصه کړې وه. څه ناڅه په ښواوبدوهم پوه سوی وو. دکتاب سره يې ځا نګړې مينه هم دهمدغه وخت څخه راپيل سوې ده. او دغه وخت په ګور منټ سکول يا ښوونځی کي هم شامل سوی وو، چي نا ببره دانا ( انامور ) مرګ چي دکوټي دزلزلې يا ديوه طبعي پيښي په سبب را منځته سوه محمدعلم يې خورا ډير تکاني او بيا يې ديوه بل کړاوسره لاس په ګريوان کی.او دا وخت يې پلار په افغانستان کي دخپلو نورودوستانو سره ژوند کاوه چي دپيښي څخه خبرسونويې محمدعلم هم بيرته ځان ته راوغوښت .
خومخکي له دې چي هغه افغانستان ته دتګ تکل وکړي هغه په پښتو نخواکي دسختوستونځوسره لاس په ګريوان سوی دی. چي په لنډه توګه به يې يا دونه وکړو .
لو مړی : ديو نيم کال وو ، چي موريې وفات سوه .
دوهم : لاډیرکوچنی وو،چي دانګريزانوسره ددښمنۍ په توربندي خانې ته ټيل وهل سو .
دريم : دکوټي په زلزله کې يولړنژدې دوستان دلاسه ورکړه چي د نوموړي پالنه يې کول ، ددې جملې څخه نژدې ترين دوست چي دمور ارزښت يې ورته درلود هغه د ده انا وه چي په1936م کي شهيده سوه .
څلورم : مخکي له دې چي دنوروستونزو سره مخا مخ سي دهغه پلار حاجي محمدانورخان اڅکزی چي افغانستان ته دانګريزانوپه پټه د قا ضي بهرام خان سره يوځای دسقاؤپه مقابل کي دمبارزې دپاره تللی ؤ ، محمد علم بڅرکی اودهغه کورنۍ دانګريزي استعمارګرانوله خواډير په تکليف اودسخت تعقيب لاندي راغلې وه،په ډيره بيا خپله محمدعلم بڅرکی چي دډيرکوچنيوالي څخه په سياسي مبارزويې لاس پوري کړی وو .
ګليستان ته تګ : په ١٣١٣هـ ش کال کي پسله هغه چې انايې وفات سوه،نودمحمد علم بڅرکي مشرورورچي محمد افضل خان نو ميده هغه دپلارپرجايدادناست ؤ، چي دهغه په غو ښتنه دی دکوټي څخه وګليستان ته ولاړاودګليستان تګ دنوموړي په ژوندکي يوځانګړی ارزښت لري. اودده دخبري پربنسټ چي ويل يې:زه دخپل وروردمترقي خبرو ښوونځی ، ښووني اوروزني ته دتشويق په سبب دهغه دمترقي افکارو تراغيزي لاندي راغلم. خالي اوتشوعقيدوپه اساس چي دماما اودمورپه کورنۍ کي مې زده کړي اوپرڅونقلونواودبيروپرکيسومي تکيه کړې وه. په همدغه وخت کي مي دبيري دپيريانانو نقلونه هم زده کړي وه او خپله مي هم دځانه سره يوبانډل تعويضونه را وړي وه .خو څرنګه چي چاپيريال مي تغيروخوړاودسياسي خلکو سره په تماس کي سوم.په ذهني لحاظ مي غوره وبلل چي دټولنيزومسؤ ليتونو سره سم خپل ځان عيار کړم ، نو په دغه سياسي چاپيريال کي چي کورنۍ اړيکي وې.لکه: دخان عبدالصمد خان اوخان محمد ايوب خان چي ټوله عمريې غونډي او سيا سي با نډارونه درلوده.زه به هم په هغه با نډارونو کي ديوه نا ظير په حيث نا ست وم ، خوهرڅه مي اوريدل او ودې ته مي پا ملرنه را وګر ځيده چي ترهرڅه نه مخکي با يد ځان وپوهوم اودځينولوړوشخصيتونو کتابونه با يد ولولم . څرنګه چي ديوه پلوه دستر مبارزخان عبدالصمد خان او خان محمد ايوب خان سره مي کورنۍاړيکي وې ،خودبله پلوه مي دزده کړي ذوق خورا ډيرسوی وو، چي زما په ذهن کې پرټولنيزو ستونزو دانتقاد رو حيه را پيا وړې کړل . او په همدغه وخت کي مي د ګليستان شپږم ټو لګی هم پا يته ورسول خو څنګه چي په ګليستان او کوټه کي دښووني اوروزني بشپړه شرا يط برابرنه وه ، نو په همدغه خا طردپلارپه غو ښتنه کندهار ته ولاړی.او په کندهارکي دشالمار په ښوونځی کي شامل سو .
کندهارته دمحمدعالم بڅرکي تګ :ــ که څه هم مرحوم بڅرکی دګليستان څخه په ١٣١٥هـ ش کال کي کوټي ته دښووني اوروزني دپاره د خپل اکا محمد يعقوب خان دوی کورته ولاړی اود کوټي په اسلا ميه ښوونځی کي يا دپا کستان په اصطلاح سکول کي شامل سو ، خو هلته داسي معلو ميږي چي د ژوند شرايط د ښووني او رو زني ښه شرا يط ورته برابرنه وه ، نو ځکه په ١٣١٦هـ ش کال کي محمد علم بڅر کی دډيورنډ دکرښي دهغه غاړي څخه وکندهارته دخپل پلارپه غو ښتنه را غلی.اوپه کند هارکي په شالمار ښوونځی کي په يوه کال کښته يعني شپږم ټو لګی کي شامل سو ، دلته دنوي چا پيريال سره په بشپړه تو ګه بيګانه اوحتا پلاريې لاهم ورته پردی غو ندي ښکاره کيده؛ نو ځکه يې دژوندنوی فصل يا پړاودهمدغه ځايه را پيل سوی دی . څوعمرورسته محمد علم بڅر کی چي دشالمار په ښوونځی کي يو لايق اودښونمرو په اخيستلوسره بريالی زده کونکی وو.نويې دايټاليا هيوادته دپيلو ټۍ په ريښته کي يوه رسمي بورس چانس ترلاسه کړ.
دهوآبازۍ يا پيلوټۍ دزده کړي دپاره دکند هارڅخه څوتنه زده کونکي دصلاحيتدارومقاماتو په مرسته يوتعدادزده کونکي مخ پرکابل راروان سوه اوديوه اوږده مد ت دپار يې دکورنۍ څخه رخصت وا خيست.اوپه کابل کې په تقر يبي توګه درې ميا شتي په انتظارسره تيري کړې،خو په دې بريا لي نه سوه چي ايټاليا ته دي ولاړسي.دمحمدعلم بڅرکي ديادوني خبره ده چي ويل يې : (( په دغه درې مياشتوکي موخوراډير کړاونه وليدل اوهغه پيسې چي مودځانه سره را وړي وې هغه هم ټوله خلاصي سوې مطلق بې خرڅه سو،کالي موهم دومره خيرن سوه چي شپږي را با ندي قطاروې ، څو په پای کي دهوايي قواوقومندان زموږ ومنتظم ته چي دنائب الحکومه دخواراته ټا کل سوی وو،زموږ پاملرنه يې ترپا يه کوله ، داسي ځواب يې را کړی :
(( چي ايټاليا ته دپيلو ټۍ دپاره موږ دکابله څخه هوا با زان ليږو.تاسو بيرته دوی کندهارته وا ستوی ، موږ هم پسله کړاونوڅخه کندهارته را ستا نه سو)) .
حر بيه ليسه يا دمصا ئبو پيل :مصيبتونه او کړاونه دهمدغه ځايه پيل کيږي،دا په دې چي مرحوم محمد علم بڅرکی ديوه آزد ژوند او ديوه آزاد چاپيريال څخه ، دسياسي محول او کورنۍ څخه يوه داسي عسکري نظام ته ورداخل سوچي په رښتيا هم ګران اودتحمل څخه ورته ليري کار وو.ددې دوه علته وه چي ومرحوم محمد علم بڅرکي ته دتحمل وړنه وه،اوويې نه سوه کولای چي دومداره يې تعقيب يا پايښت ور کړي.
لومړی : دمحمدعلم بڅرکي کورنۍ دنيکنو څخه بيا ترده اوتر ده هم ورسته په پښتني اوافغاني چاپيريال کي،يوه سيا سي پيژندل سوې کورنۍ وه اوده .
دوهم : خپله دده سيکولوژي چي دډيرکوچني والي څخه دوطن دګوند غړی اودخان عبدالصمد خان اڅکزي ، محمدايو ب خان اڅکزي او نورو سيا سي شخصيتونواغيزي پرپرتې وې،دعسکري چا پيريا څخه يې ډيرتوپيردرلود. نوځکه نوموړي ونه کولای سوچي دوام ورکړي او دغه دوره خپله دمر حوم محمد علم بڅر کي په ليکنوکي دمصا ئبويا ستونزودوره را غلې ده . چي په دې باب خپله مرحوم دا سي ليکي : (( ليسه حربيه يا دمصائبواغاز ؛ په ١٣١٧هـ ش کال کي ديوه څو تنو ټولګۍ والو سره يوځای دکابل پرلوري راوخوځيدواوخپل مدني ژوند موپه عسکري ژوند تبديل کی، دشهراراپه حربيه ښوونځی کې ورداخل سوو.ددې ښوونځی کنترول يا ډسپلين که عسکري ؤ،وبه؛خوانتظام يې دډيرونااهلواونا وړوخلکوپه لاس کي ؤ.په اوله ورځ چي وردا خل سو زموږدکندهاريانويواوږدقطاردمديريت ومخ ته جوړسو . موږ په انتظار ددې و ، چي اوس به اميرصا حب راووزي اوموږ ته به ستړې مه سې ووا يي ،مديرصاحب احمدسيرخان چي تحصيل يې په لاهورکي کړی ؤ ، پسله ډيرځنډه راووت اوموږکندهاريان يې ټول بد اخلا قه اوچرسيان وبللو ـ اوهمدغه رنګه نورناښايسته توري يې را ته استعمال کړه ،چي موږهيڅ توقع نه ځيني درلودله ،موږ د ده په بيان ډيروشرميدو.او ډير وارخطا سولو، دا يې لومړۍ ستړې مسې وه چي موږ ته يې واورول .
همدغسي يوه بله خا طره چي تردغه لاهم ماته ډيرستړې کيدونکې اونا خوښه وه ؛ هغه يوه ورځ ماته خپل پلار په اردوژبه يوليک را ته ليکی ؤ ، خو دمعمول سره سم هرليک چي به چا ته را تلۍ نوبه لومړی کنترول کيده او بيا به هغه ته سپارل کيده ، خوددغه جرم په ګناه چي ماته په اردوژبه ليک ليکل سوی وو، زه يې يوه هفته په نم ناکه کوټه کي بندي کړم ، نوموړی بند با مشقت يا دکړاونو سره بندګڼل کيده ، ده يخ موسم ؤ ، يوڅه ډوډۍ هغه هم کمه ، بې بستره په تياره خونه کي . که څه هم په حر بي ليسه کي دخوراک اوپوښاک سيسټم ښه ؤ، ښوونه اوروزنه هم ښه وه ؛ خوکوم سلوک يا ډول چي زموږ سره کيده هغه دمنلو وړنه وو. ځکه ديوه پلوه قندهاريان کند هاريان وه اوډيرولږوسر ټيټاوه .دبله پلوه حربي قوانينوهم ايجابول چي سړی بايد مطيع وي .نو واکدارانوبه کندهاريانو يا هغه کسان چي خپل سره وه هغو ته يې سختي سزا وي ورکولې ، چي دغه داردو يوځانګړې کړنه وه)).
طبي پوهنتون:( طبي پوهنتون) : ـ په ١٣١٨ هـ ش کي يې ځان په طب پوهنتون کې شامل کړ،چي کارونه يې ترپخوانورهم ډيرسوه ځکه چي ، په دې وخت کي په طبي پوهنتون کې ښوونيزپروګرام اودرسونه نسبت حربي ښوونځی ته ډيروه ، خوپه دې وخت کي ډيرښه برخورد ورسره کيده. چي ودې ته غنيمت وخت ويل سوی دی . په طبي پوهنتون کي که څه هم پردرسونوباندي په بشپړه توګه حاکم اوغښتلی وو، اوپه ټولو مضمونوکې ښه نومرې لرلې خودبده مرغه بياهم دحياتي کيمياپه مضمون کې چي دښوونکي سره يې اړيک ښې نه وې ، نا کامه سو، مرحوم محمد علم دخولې خبره ده (( نوموړی مضمون ترټولونورو مضمونوهم آسانه اودټول کال پروګرام يې ١٣ پا ڼي وه ) . دلته مشروط سوم. اودوه پلا مي بياازموينه تيره کړه ؛ خو بيا هم ناکامه سوم . خو بيا قانون داسي ؤ ، چي په يوه مضمون کي څوک دلوړصنف څخه نه پا ته کيده نوزه هم دريم ټولګی ته دطب دپوهنتون بريالی سوم . چي ودې کارته عناد يا ضديت دښوونکي ويل سوی دی . خو په هر صورت څه وخت چي په دريم ټولګی کي دپوهنتون کښيناستم او درسونه مي پيل سوه ، شپږ ميا شتي مي دريمه ټولګی په ډيره مينه سره ولوستل ، چي بيا مکتوب را پسي را غلی اوامروسوچي زه بيرته دوهم ټولګی ولولم ، نو زه ډيرمايوسه اوزما دژوند يوه ډيره ترخه خاطره هم دغه ده .زه مجبورسوم چي دطب دپوهنتون مشراوريس ته مي غو ښتن ليک ورکړ، چي زما څخه اوس ددوهم ټولګی درسونه هم تيردي اوزه په دريم ټولګی کي پردرسونوهم په بشپړه توګه حاکم يم زه نه سم کولای چي دسره اوس بيرته دخپلو همزولانو اوټولګی والوڅخه کښته سم ، خوريس پرعرض پاڼه دبيا امتحان امررا کړ، خو څه وخت چي بيا استاذته ورغلم هغه را ته وويل: چي ته به خامخا دوهم ټولګی دسره وايي!! اوخپل ضديت يې بيا په لوړآوزرا ته څرګندکړ،چي دآواز ازانګۍ يې اوس هم را سره دي.مرحوم محمدعلم بڅرکي په يوه ياداشت کي ماته ويلي او ليکلي دي: چي نوموړي استاذ ماته اخطارراکړ، چي ترڅومي په تا دغه پوهنتون نه وي خوشي کړی ترهغوبه زه خپل دې ضديت ته دوام ورکوم . هغه په لوړاوازوويل : چي ماته صاحب بيګ ترکی ( تورکی)وا يي!! ته مانه پيژنې ، ته به خامخا دوهم ټولګی دسره وايي ،اوته تراوسه هم ما صاحب بيګ نه پيژنې ،ددې چيغوڅخه يې ورسته پرسپين کاغذ ماته صفررانويشته کړ.چي نوموړی صفرد مرحوم محمد علم په ژوند کي يو بل بدلون را وست . که څه هم هغه په خپل يوه يا دا شت کي داسي ليکي (( زه په بشپړه چورت اوغم کي کښيناستم خوبله چاره مي ونه موندل بيله ځان وژني څخه ،خوپه ځان وژنه هم بريالی نه سوم .دا زما په ژوند کي خطرناکترين وخت دی.)) په پای کې تصميم ونيوه،چي کور،پوهنتون ،اوهيواد ترک کړي اودهغه وخت برطانوي هند ته ولاړسي .
وهند ته فرار : ـ ترهغه ځايه چي دمر حوم محمد علم بڅرکي په توان اوطاقت کي وه خوترحربي ښوونځی اوحربي پوهنتون پوري يې سخت محيط اوعسکري شرا يط په داسي توګه تحمل کړه چي خپله دی نه په سيا سي لحاظ دعسکرۍ دپاره جوړوو، نه هم دده آزاد فکراوسيا سي ،ټولنيزمو قيعت دعسکري شرا يطو دپاره برا بر وه ، خوپه اصطلاح په کښي راګير سوی وو. ځکه هرڅه چي به يې دټولنيزو قوانينو خلاف ليدل اوهغه څه چي به دانتقاد وړوه هغه به يې بيله وحم اوبيري انتقادول ؛ چي نوموړې رو حيه دهغه ديکتاتورومنصبدارانو نه خوښيدل اوبيلا اخيره يې دی ودې ته اړيستی،چي بيخي پوهنتون اوهيواد ترک کړي .
د جوزا دميا شتي پر ٢٤نيټه په ټا کنده ګرمۍ کي په کال ١٣٢١هـ ش دکابل څخه دهندبرتانو پرلوري يې حرکت وکړ، چي ترجلال آباد پوري په موټرکي ولاړی.او٢٣٠ افغانۍ يې په جيب کي وې،خوڅلويښت(٤٠) افغانۍ يې ترجلال آباد پوري دموټرکرا يه سو.پسله جلاآباد څخه يې تصميم ونيوه چي په پښوولاړسي.لنډه لاره يې دکنړلاره وګڼل ، چي دشلوورځواوشپواوږداودخطره ډک سفروو.دکنړڅخه تيرسواو دمهمند و دغښتلي قوم دکلي څخه يې ځان پيښورته ورساوه،دمهمندوغښتلي قوم يادونه ځکه کيږي چي؛څه وخت چې په تورتياره نوموړي کلي ته ځان را ورساوه ، نوپريوه مسجدپيښ سواودکلي دمسجد يوه مهمندورته وويل: چي ځوانه له کومه را ځې : مرحوم محمد علم خپل دلاري بيان ورته وکړ .اوهغه دومره غښتلی خدمتي قوم وو ، چي دی يې پرې نه ښودچي خپله لارووهي اوودې ته يې مجبورکړ،چي دهغوی کره ميلمه سي ، خو ده هم ورسره ومنل اوهغه کورته بوتلی هلته يې ډوډۍ ور ته را وړه ، خودهغوی دغه دود ديادوني وړګڼم چي لومړی يې ميلمه ته ډوډۍ ورکړه بيا دميلمه څخه پاته سوې ډوډۍ هغوی دنيک شګوم په خا طرپه خپلو منځوکي سره وويشل اودا يې يو ښه شګوم ګاڼه ، خو په هر صورت ډيره ښه شپه يې ورته ورکړه اوپه سهارکې بيا سړي ورسره وليږل اوتر ډيره ځايه يې لارښوونه ورته وکړه ، ترڅوميلمه ددوی دسيمي څخه ووت ، اوسړي بيرته راستانه سوه ، خو په هرصورت هغه پسله ډيرمنزله وپيښورته په لڅو پښورا ورسيده ؛ دا ځکه چي هغه يوه جوړه کريمچ بوټونه چي يې لرل هغه يې پرلاري وختي لاڅيري سوي وه . خو په هر صورت پښې په وينو لړلي دپيښوروسيمي ته را داخل سو.هلته يې په يوه مسجدکي دنورومسلمانانوسره يوځای لمونځ وکړ ، خو څه وخت چې لمو نځ خلا ص کړ ، يو سړي ورته وويل:چي ځوانه مسا فررامعلو ميږې ، خو ده هم ورته وويل: چي هوکې زه مسا فريم هغه چي يوچارشانه بدډوله غوندي څيره يې دببري ږيري سره در لودله،ودته يې وويل: چي دغه کوټ دي ډيرښه کوټ دی ؛ دا به ما ته را کې ، خومر حوم محمد علم بڅر کي دا سي فکروکی چي ګواکي مسخرې یا ټوکي را سره کوي. ځکه هغه دمومندوپښتانه اودهغوی ميلمه پا لنه هم ليدلې وه نو يې زړه ته نه لو يدل ، خوڅه وخت چي بد ډوله ورحمله کړه اويوه بل ځوان يې هم ملاتړوکړنو يې هغه کوټ چي ده دځان سره را وړی وو، يوقيمتي پارکرقلم هم په کښې وو، هغه يې په زوره ځيني وکيښ اودخدای فضل خولا داوسوچي هغه څوافغانۍ چي يې دځانه سره را وړي وې هغه يې وختي لا په ګنډه منډلي وې ، خوکوټ ورته مهم اوپه زړه پوري هم نه وو، چي ډيره سخته ګرمي وه ممکن دسرطان ميا شت به وه.بيا نودپيښورګرمي.خوپه هرصورت ده داسي وويل : ( چي کوټ پرما با ندي با رسوی هم وو ) . خو ددې سړي نا ځوان مردا نه عمل يې طبعت ورخراب کړی وو. نومړې پيښه دمازديګر دلمانځه پروخت رامنځته سوه .خوبيا هم په دغه شپه له همدغه ځايه يې حرکت وکړاوپه سباه يې پيښورته راورسيد ،يوڅوشپې يې په پيښورکي تيري کړې ، پيسې يې خلا صي سوې.برسيره پردې چي پيسې يا يکۍ يې خلاصي سوې هم وې، يوڅو شپې يې په پيښور کي تيري کړې ، نويې دکار په تلاښ پيل وکړ خوکاريې دنا بلديت په سبب ونه موده، ګرمي هم ډيره وه او په دغه مفليسه ورځ دلاهورپر لوري يې تکل راوکړ، څرنګه چي پيسې ( ايکۍ ) يې بيخي نه درلودې نوپه بيټکيټه ډول وګاډۍ ياريل ګاډۍ ته وروخوت اوځان يې ترلاهوره را ورساوه ، ديوه کندهاري پرهوټل پيښ سواوهلته دهغه ميلمه سؤ .که څه هم هغه کندهاري بڅرکي صا حب نه پيژنده خو څنګه چي کندهاری وونوپه همدغه مينه يې ډيرښه ميلمه پا لنه ورڅخه وکړه.تر دروڅلورو ورځوميلمه ستيا ورسته بيا ديوه ډا کټر سره په ٤٥ کالدارودميا شتي په کمپوډرۍ سريې دنده وموندل .او شل ورځي يې دنوموړي ډا کټر سره کاروکړاوپسله هغه دهغه ليک په وسيله چي ده خپله ګليستان ته ليږلی وو، دګليستان څخه پنځوس کالداري د پوسټ يا ډاګ په وسيله ورته را ورسيدلې .بيا هم محمدعلم بڅرکي په خپل يوه يا داشت کي داسي ليکي : ( څه وخت چي پنځوس کالداري را ته راور سيدې نوزه په هغه اندازه خوښ سوم چي زه پو هيږم ، په لومړي سرکي مي خپلي لڅي پښې پټي کړې اويوه جوړه بوټونه مي ځا نته په رانيول ، هغه جوړه کالي چي دکا بله په کښي رارهي سوی وم ، چي تردروميا شتويې ډير کيده هغه مي هم نوي کړه اودوهمه جوړه کالي مي هم وموندل . ) نو يې يو اندازه دضرورت وړڅيزونه هم را نيول او بيا مخ پرکويټه را رهي سو.پسله يوه اوږداودخا طروڅخه ډک سفره کوټي ته راورسيدی . په کوټه کي دهغه مهربانه ورورمحمد افضل خان چي په بادارآغا سره يې شهرت درلود اوځينو خلکو هغه دکوچني خان په نوم هم باله ،که څه هم په لومړي سرکي زه ډير وارخطا وم چي انګريزي حکومت به را خبرسي اوبيرته به مي افغا نستان ته وليږي اوبيا به هغه زه اوهغه خواري سره مخامخ سواوورځ به مي ترپخوالاهم بدتره سي ،خو دهغه مشرورورودته تسليت ورکړ. چي په کرار، کرار سره يې ځان په ټولنه کي ځای پرځای کړاو دټولني ديوه فرد په څير يې دخپلو نورودوستانو سرخپل عادي ژوندراپيل کړ .او بيا هم هغه په خپلو ياداښتونو کي ليکي : ( کومه تحفه ياسوغات چي مادافغانستان څخه دځانه سره راړې وه ، هغه زما دمطالعې ذوق ؤ . ) مر حوم محمد علم بڅرکي ددغه لومړني ذوق په بنسټ ، په لومړي سرکي نا ولونه لو ستل اوادبيا توته يې مخه کړې وه. چي په دې لړکې ډاکټررابرناټ ټاګورناولونه اواثارترمطالعې لاندي نيولي وه او همدغسي ډا کټر اقبال کتابونه يې هم مطالعه کول .خوورسته دخان عبدالصمدخان اڅکزي اوخان محمدايوب خان اڅکزي په لارښوونه بيا دمولانا ابوا لکلام آزاد کتابو په ويولواخته سو . او د نياز فتحپوري دنګاررسالوتراغيزواوتا ثيرلاندي هم په پوره ډول را غلی ؤ ، چي ده نياز فتحپوري يوکتاب يې هم ژباړلی اودهغه يې ډيره ستاينه هم کړيده .اودهغه اغيزي دومره پرمعلو مي سوې ، چي ديوازي والي څخه يې يودم وټولنيز توب ته ور ټيل وهه. په ټولنيزواوسيا سي مجلسونو بوخت سو،بيا دهمدغه ټولنيزتوب په درشل کي دانجمن وطن په ګوندکي شامل کړل سو.هغه په دې وخت کي دچپ اوانقلابي افکارو تراغيزي لاندي راغلی وو، چي البته علت به يې هم دا دانجمن وطن ، خان عبدالصمدخان اوخان محمدايوب خان اونوروچپواوانقلابي رهبرانو او ګوندونو اغيزي وي ، دا ځکه چي په دې وخت کي انجمن وطن ځا نګړی ګوند وو ، چي دانګريزانو ضد سيا ست يې چلا وه او دآزادۍ او دهيواد دخلکوملا تړيې دخارجيانو اوپرنګيانوپه مقابل کي راجذ با وه ،خو دانجمن وطن دګوند په مقا بل کي انګريزانوهم خپل ملا تړي ګوندونه درلودله چي يوه بيلګه يې هم دمسلم ليګ ګوندوو،چي هم دآزادۍ ضداوهم دمترق حلقواوشخصيتونوپرضدولاړوو ، په ډيره بيا دوطن دګوند پرضد. انجمن وطن ګوند چي مرحوم محمد علم بڅرکي هم ددغه ګوند يوفعاله ځوان اوغړی وو ،دمسلم ليګ اوانګريزانوفشار پرهمدغه ګوندباندي هغه وخت خورا ډيرسوکوم چي انګر يزانوهندي برطانوي پردوه برخوهندوستان او پا کستان با ندي تقسيم کړ، نوپه دې وخت کي انجمن وطن دخپل مترقي سنګراودريځ له مخي دهغه سره داختلاف ژورټکي درلودله.کانګريس اوانجمن وطن په ګډه سره ٧٨کاله پردې باندي ټينګارکاوه چي،انګريزان دي بيله قيداوشرطه هندپريږدي ، اوپاکستان دي ديوې پتنې په توګه داسلام په نوم نه جوړيږي، بلوڅانو اوپښتنوته دي خپل حق ورکړل سي ، اود هند خاوره دي نه تجزيه کيږي . خو په دې مبارزه کي دمسلم ليګ اوانګريزانوزورډیر وو، چي په مقابل کې کانګريس اوانجمن وطن دواړوسخته ماته وخوړل .ښا غلی محمدعلم بڅر کی په خپل يوه يا دا ښت کي بيا هم په دې باب دا سي ليکي : (( انجمن وطن ته مې په هرنائي ، لورلا ئي، فورټ سنډيمن ، اوسجادي کي دخپل وس سره سم خدمت وکړ،په هرنائي کي مودانجمن وطن نوی ښاخ پرانيستۍ،اخباري خپروني مي پرا نيستې،چي همدغسي خورا ډير مضمونونه مي داستقلال په اخبارکي خپاره سوه،دلاهور دايمان په ور ځپاڼه کي مي هم مضمونو نه خپاره سوه )) . خوپردغه ټولوهلو ځلو بر سېره دانجمن وطن ګوند مخ پرړنګيدوروان وو،دا په دې چي انګريزي حکومت اومسلم ليګ يې سخت مخالفت کاوه . خو پسله هغه چي نوموړې پارټي منحل سوه اوضعيفه سوه، نو يوبل دانګر يزانو ضد پا رټي او ګوند چي دکمونسټ پار ټي په نوم يا ديده هغه دده (بڅرکي)تو جه ور جلب کړه دا ځکه چي هغوی هم يومستقل اخباراو خپروني درلودلې چي نشرا تي ارګان يې (( نی جندګي)) یانوی ژوندنوميده په هم دغه اخبارکې ډيري دانګريزي استعمار ضد مقالې او خپروني خپرې سوې.چي دعاموخلکو دپوره پا ملرني وړوګرځيده او خپله دهغه ګوند توجه هم ودته ډيره سوه. په يوه عمومي کنفرانس کې چي دکراچي په ښارکي جوړسوی وو،هلته يې هم ګډون وکړ،چي دسخت هرکلي سره هم مخا مخ سو. خو بيا هم مرحوم محمد علم بڅر کی په خپل يوه يا داشت کي دا سي ليکي : (( چي زمانوموړي تعلقات دکمو نيسټ ګوند سره دخان عبدالصمد خان نه خو ښيدل او زه يې په جدي توګه دهغه داړيکو څخه را وګرځولم ))
پښتو نستان
پسله هغه چي مسلم ليګ اوانګريزان په دې بريالي سوه چي هندوستان تجزيه کي اودافغانستان يوه پراخه،حاصيل خيزه خاوره دپښتنو،دآزاد کشمير، بلوڅواو بنګاليا نو په شمول داسلام په نوم سره يوځای کي او دمسلمانانوداحساساتوڅخه ناوړه ګټه پورته کي نوپا کستان يې دخپل نما ينده محمدعلي جناح په وا سيطه جوړکړ،چي غميزي اوستونزي هم دهم هغه وخت څخه په سيمه کي را پيل سوې .او دپښتنوليډرانودډيروقربا نيونتيجه هم په صفرکي ضرب سوه. اوپه نتيجه کې پنجاب ګټي ترلاسه کړې اود هند آزادي په رسميت وپيژندل سوه.خوپښتنواوبلوڅوته تراوسه بيله مرګ ژو بلي بل څه نه دي په لاس ورغلي . بهارت را څرګند سو ، آزادي يې وا خيسته خو هغه تلفات چي پښتنو په دې سيمه کي ورکړه بل هيڅ قوم هم نه دي ورکړي،خولاسته را وړنه يې يا ډيره موده بندونه ، دليډرانووژنه،دهيوانه فرار،اودانګريزانوپه بنديخانوکي سيا چالونه، سختي شکنجې اوداسي نورپه سلهاوقربانۍ وې.چي په دې لاره کي پښتنوورکړې دي.خو بيا هم ديا دوني وړبولم چي وليکم ؛ څه وخت چي خبره دپښتنوپه منځ کي صلاح او مشورې ته سره را ځي بيا هم پر دغه خبره پښتانه نه سره جوړيده چي ايا پښتونستان دي هم ديوه آزادهيواد په نوم وپيژندل سي ، که دي دپا کستان دحکومت سره په اسلامي رو حيه يوځای سي او يا دي هم دافغانستان سره يو ځای سي . ددې بې اتفاقه دريځ څخه پنجابيانواوانګريزانوګټه پورته کړه اوپښتانه يې د هرنوع امتياز څخه محرومه کړه .خو نوموړی تقسيم نه دډيورنډ دهغه غاړي پښتنو په ګټه وو ، نه دافغانستان دپښتنو په ګټه وه ، نوځکه بيا هم مبارزه ادامه لري اودپښتنوليډرانو هغه وخت سد وسرته ورغلی کوم چي استعمار په بله بڼه ددوی مځکه قبضه کړه او ديوه بل وحشت سره لاس په ګريوان سوه . دا وخت ١٣٢٦ هـ ش کال دی.چي دپښتنو په بر خه غلامي بيا په نصيب سوه ، نو په همدغه کال دپښتو نستان مو ضوع ډيره ګرمه سوه اوخان محمدايوب خان سره دخپله غيرتي قومه دافغانستان خواته راواوښت اودافغانستان حکومت هم هغه ځکه ومانه چي انګريزانودافغانستان پښتنوته هيڅ حق هم ورنه کړ.نو په دغه وخت کي ښا غلی محمد علم بڅر کی هم دپا کستان دخوا څخه بيا دافغانستان پرلوري راواوښت.اوحکومت هم دی ومانه ځکه دپښتو نستان موضوع ورته مهمه وه.نومحمد علم بڅرکی هم دپښتونستان پرګرم سنګردمبازې پرډګرولاړوو.په دغه ګرم سنګرکي د بڅرکي داخليدل افغانستا ن ته ددولتي مقاماتو په خوښه وه،اودهغه فراري توب چي په غيري قانوني ډول دافغانستان دسرحده اوښتی وو، بيرته يې هيواد ته دراتګ اجازه هم پيدا کړه .نويوه خبره چي ديادولووړ ګڼم ، هغه دا چي مخکي تردې چي افغانستان ته محمدعلم بڅرکي راسي،هغه دخان عبدالصمدخان سره يو ځل وکتل ، دا په دې چي وخان صا حب ته يې عقيده لرله نويې هغه وليدی او دهغه څخه يې دغه دوې پو ښتني طرحه کړې .

محترم محمد علم بڅرکی دخپل مشردوست خان عبدالصمدخان په څنګ کي
لو مړۍ پوښتنه:اياتاسي پښتونستان پخپلومټو،توان اوطا قت سرجوړوی. که يې ديوه بل کوم خارجي هيواد په مر سته غواړی؟ .
خان صاحب ددې ځواب په داسي ډول سره ورکړاووې فرمايل: پښتو نستان موږ په خپل قدرت جوړوو، آزادي تل په خپلووينوګټل کيږي . اوکه پرټول هيواد يوازي زه پا ته سم لابه هم دامطالبه پرې نه ږدم .
دوهمه پو ښتنه:دپښتونستان دتحريک په مقا بل کي به پاکستانيان دکومي وسيلي څخه کارواخلي ،چي نوموړی تحر يک خاموشه کړي ؟.
ځواب :پاکستانيان دبل دحق دغضبولواودعواموخلکودخطاايستلودپاره فقط دوې وسيلې لري ؛ چي هغه وسيلې يې په خپله جوړي کړي يا خود ساخته دي ؛ يوه يې مسلماني او بله يې هم پيسې ښندل دي .چي ممکن ځيني منفعت جويه پښتانه په دولتي چوکيوکي وټاکي اوتنخاورمقرره کړي، خوله يې ور پټه کړي.او يا هم نغدي مرستي ورسره وکړي . خو دا هم مؤقتي دوا ده اوترپايه نه په چليږي.پسله هغه چي دخان شهيد عبدالصمدخان سره يې دغه ډول لنډ مجلس پا يته ورسا وه نو د ګليستان څخه دکندهار پرلوريې تکل راوکړ.چي په همدغه توګه هغه په خپل يوه يا داښت کي بيا هم دا سي ليکلي دي:
( دپښتونستان پرجوړيدو مي يقين خا ص سو ، کوم وخت چي کندهار ته راغلم دپښتونستان غورځنګ مخ پرتکامل روان وو،نوبيله کومي څيړني اوپلټني مي په خپرونويا نشراتي تبليغاتولاس پوري کړ.دوه کاله په تبليغاتي چاروبوخت وم ، څو چي په ١٣٢٨هـ ش کال کي خان محمد ايوب خان هم دخپلو نوروملګروسره يوځای دبلوچستان څخه دپښتو نستان دآزادۍ دپاره کندهاريا افغانستان ته راغلی) .
دنورومبارزوپښتونستانيانوراتګ ددې سبب سو،چي دپښتو نستان دپاره دمبارزې ګډ سنګراو ګډ سا زماني تشکيلات جوړ سي. او خپله مر حوم محمد علم بڅرکی هم ددې سنګرملګری،اودډيورنډ پرسرحدي ليکه يې ګرم سنګر جوړکړ، چي محمد علم بڅرکی هم په دغه سنګرکي دپا کستان سره په عملي جګړه کي دا خل سو .
دافغانستان په ملي غورځنګونوکي دمحمدعلم بڅرکي ونډه
په نړۍ کي ، په سيمه کې نوي تحولات اوددوهم نړيوالي جګړې پيل او ختم ، زموږپرسيمه اوپرټوله نړۍباندي نوي تغيرات را منځته کړه ، په نړۍ کي درې عمده قوتونه منځته راغله اونړۍ پردغودرونړيوالو قوتونو باندي وويشل سوه .لکه : سوسياليستي هيوادونه ـ امپرياليستي يا سرمايداري هيوادونه ـ دريمه نړۍ ياورسته پاته هيوادونه چي نوي آزاد سوي او يا دآزدۍ په درشل کي وه.چي په اقتصادي لحاظ يې فيوډلي او نيمه فيوډلي اقتصاد درلودرا منځته سوه . افغانستان هم په دې وخت کي يودآزادوهيوادوڅخه وو،چي خپله خپلواکي يې دلومړۍ جګړې څخه ورسته دا نګريزانو څخه ترلاسه کړې وه.خوبيا هم انګريزانوپه سيمه کي خپل قوت او توان مندي درلودله ، خو دافغانستان خلکو هم دنړۍ دحرکت سره حرکت وکړ.چي په ځينوبرخوکي حکومت هم دعمومي غورځنګونوما نع نه سو. اودويښ زلميانو ګوند په کندهارکي راڅرګند سواوورسته يې بياريښې دافغانستان په ګوټ ، ګوټ کي وغځيدلې او دوخت حکومت هم دګوند دفعاليت لاره هواره کړه په ١٣٢٨هـ ش کال کي ګوندرا منځته سو.او په کندهار کې ځکه ريښې ډيري اوږدې سوې ، چي دکند هارخلک يوه اندازه ويښ اوملي غورځنګ ته چمتووه . چي ويښ زلميانو په دې وخت کي خپل اخباراوخپروني هم پيدا کړې.محمد علم بڅرکی په خپل يا دا ښتونوکي بيا هم داسي ليکي : (( هو! زه هم ددې تحريک يا غور ځنګ ملګری سوم ـ دويښ ځلميانو تحريک برابر څلورکاله په افغانستان کي په رسمي توګه وچليدی ـ اومرام يې اصلاحا ت وه )).
خو پسله څلورکاله يې خپروني هم بندي سوې اودويښ ځلميانودرا هبری غړي هم په پرله پسې توګه بنديان سوه، نوموړي تحريک سخته ضربه وليدل او ډيرغړي يې ترلسوکالوهم ډير په زندان کي پا ته سوه ، داچي ولي نوموړی فشار دچارواکو دخوا څخه پرنوموړي ګوند با ندي را غلی ؛ بيا هم مر حوم محمد علم بڅرکی په خپل يا داښت کي دا سي ليکي: (( داچي ولي دګوندغړي بنديان سوه وجه يې ښکاره ده ، يو خوويښ ځلميانوسيا سي تجريبه نه درلودله او په همدغه نوي غورځنګ کې په سيا سي لحاظ دومره افراط وکی ، چي دوخت دولت يې ښه سم دم وارخطا کی.څو پرګوند يې فشاراو ضربې واريدي کړې . دبله پلوه حکومت هم دسيا سي تحر يک سره نا بلده وو ،تجريبه يې نه درلودله نوډيرژروارخطا سو.او په زور يې ګوتي پورته کړې ، ګوند او دهغه غړي يې په ډيره بيرحمي سره په زندانونوکي بنديان کړه ، سخت فشارونه يې پرراوستل اوددولتي پو ستونو څخه يې ايسته کړه .چي په همدغه غورځنګ کي مر حوم محمد علم بڅرکي اودهغه پلارهم په څلورواوپنځوکالو بند محکوم سوه .
محمد علم بڅرکی په کال ١٣٣١هـ ش په اخيرکي دکندهار په فرقه کي ترنظامي کنترول لاندي سياسي بندي وو .او په ١٣٣٢هـ ش کال کي زه يعني ننګيالی بڅرکی هم ودې نړۍ ته راغلی اوسترګې ړوني کړې. دمرحوم محمدعلم بڅرکي دپاره دا يوه ډيره ستړې کيدونکې وه چي څلورکاله يې خپل کوراواولادونه ځيني ليري او نه وه ليدلي .
خوسياسي مبارزې اودسياسي مبارزوايمان اوعقيده يې هغه څه وه، چي دخپل وخت ځلميان يې وهرډول سر تيرۍ او قربا نۍ ته چمتوکړي وه.
مرحوم محمد علم بڅر کی اومرحوم فيض محمد انګار په يوه کوټه کي دواړه څلورکاله بنديان وه .دلته مرحوم محمدعلم بڅرکی په خپل يوه يا دا ښت کي داسي ليکي 🙁 که چيري ويښ ځلميانو يوڅه خپل قدمونه په احتياط سره اخيستي وای اوحکومتي چارواکوهم دحوصلې څخه کار اخيستی وای،نوبه دحکومت اوويښ ځلميانوترمنځ داسي ټکرونه نه وای راغلی.او دبله طرفه به دشاهي حکومت ځای هم خا لي نه وای پاته سوی. اودشاهي نظام ستون فقرات به همدغه ويښ زلميان وای ) .
په زندان کي د مرحوم محمد علم بڅرکي ستو نزي :
زندان خوپه هروخت کي زندان دی،ځکه چي انسان دآزادۍ څخه محرو مه کوي ،په ډيره بيا هغه زندان چي بيله کوم جرمه څخه څوک دآزادۍ ، ډيموکراسۍ اوانساني حقوقو څخه دلاسته راوړلودپاره پرنيکوهدفونو باندي زنداني کيږي. او يا هم يې ګناه معلومه نه وي اود ژوند يوه برخه يې په توروکوټوکي تيريږي،نوداسي زندانونه ،ستونزمند دي ، خو په عينی حال کي دانسان اوانسانيت دپاره ستروياړهم ګڼل کيږي،چي دبشر يت په تاريخ کي دبيګناه اوپوهوانسانانودپاره زندانونه خوراډيراو زموږ ددې نړۍ ډيرراهبران او يا هم سيا سي مذهبي مشران ، ساينس پو هان ، هوښيار او پوه کسان ، ډير يې په زندانونو کي يا مړه سوي دي او يا هم په زندانونو کې دځوانۍ عمرونه خوړلي دي . نو په همدغه دليل سره زموږ په اسلام کي هم دغسي زندانونه ستايل سوي اوسنت ګڼل سوي دي، دا ځکه چي دخدای دمخلوق دپاره ځان خوارول يودښو صفتونو څخه دی .
ويښ زلميانو هم بل هدف نه درلود ؛ بيله وخلکو ته آزادي ، ډيموکرا سۍ اودهرډول ستم څخه ديوې خلاصي ټولني جوړول . چي دغه نظر دوخت دوا کدارانو په نظريوددولتي سيسټم ضد اوددولت په مقابل کي يو مخالفت وبلل سو.دشاهي مطلقه دولت دګټومخالف وبلل سو،نوځکه يې دولت وارخطاکړاو دافغانستان دګوټ ، ګوټ څخه يې زموږ دوخت ډيرغښتلي روښنفکران دويښ زلميانو په ګوند پوري اړوند سيا سيون يې په مختليفووختونوسره بنديان کړه،چي په دې جمله کي مرحوم محمد علم بڅرکی چي دژوند هغه دځوانۍ برخه يې لا نه وه زوال سوې اوپه ټاپه ځواني کې څلورکاله په داسي حال کي بندي کړ ، چي په کورکې يوښه سرپرست هم نه درلود.اودهغه پلارمرحوم حا جي محمدانور خان اڅکزی چي دهمدغه جنبش دمشرانوڅخه وو،هغه يې هم کابل ته بندي واستاوه،په دې وخت دمرحوم محمدعلم بڅرکي مشره لورچي بريښنا بڅرکې نوميده هغه به دڅلورو کالو په شاه وخوا کي وه ، خو مشرزوی يې زمری محقق به هم ددرو کالو په شاه وخوا کي وو، او کله چي نوموړی وزندان ته ننوتی پرکوريې يو بل زوی هم دنيا ته را غلی چي ننګيا لی بڅرکی نوميږي ،هغه په کلونود خپل کوراواولاد دليدو څخه محرومه سو،چي دا يو ستونزمند کار دی، طبعي خبره ده چي دمر حوم محمد علم بڅر کي ژوند که په زندان کي هر ډول وو، خو هغه به وو ، ليکن دهغه دخانمي اواولادونوژوندهم ترزندان په کمه نه ؤ . دا په دې چي په دغه وخت کي دنا وړه اقتصاد په وجه کورنۍ دسختو ستو نزو سره مخا مخ وه اودمرحوم محمدعلم ميرمن چي يوه قهر مانه او دوخت په مروجه علوموپوه ښځه وه ، په ډيره قهرمانۍ سره يې دخپل اولاد تربيه اوستونزي پرغاړه واخيستې اوپه لاسي کارونولکه : خامک ، دګلابتون څخه خولی جوړول،دښځواونارينوکالي جوړولوسره به يې خپل داولاد نفقې ياډوډۍ برا برول ،په دغه وخت کي دمرحوم محمد علم بڅرکي کورپه کندهار کي په څلورمه نا حيه يعني دلرګو په ګنج کي ؤ ، يو ډير غټ سرای وو ، چي يوه غټه وياله هم پکښي تيره سوې وه اوڅلورپنځه درختي دټوت يې هم درلودلې ، چي په نوموړي کورکي پنځه شپږ فاميله نورهم اوسيدل،چي هغه هم دمر حوم محمد علم بڅرکي په خپله کورنۍ پوري يې تړاو درلود (دهغه ورونه او کورنۍ وې). په دې وخت کي په زندان کي دمرحوم محمد علم بڅرکي خدمت دهغه ملګروکاوه. هغه کسان چي دوخت دظالم حکومت دزندانه آزاد ګرځيده لکه ښاغلی مرحوم خواخوږۍ،مرحوم استاذعلامه رشادصاحب او ځينونوروبا غيرته کندهاريانوانډيوالانوبه هم کورته سودا راوړل اوهم به يې په خرڅ اولګښت کي مرسته کول. خوڅه وخت ورسته هغوی هم دوخت دچارواکوڅخه بې تاوانه پا ته نه سول،ليکن هغوی خپل ملګر توب اوانډيوالي ترپا يه دوروڼو په څيرسره وساتل ، حتا دژوندترپايه يې هم په انډيوالي او ملګرتوب کي کمبود را نه غلی . اوبله ستونزه چي دبنديخانې په جريان کي ومرحوم محمد علم بڅرکي ته ورپيښه وه هغه دهغه دصحت مو ضوع وه،چي صحت يې جوړ نه وو،خو په بندي خانه کې اعلاج هم نه کيده نو ډير سخت يې دصحت څخه شکايت درلود،همدغسي په بنديخانه کي داخباراوخبرونواوريدلوڅخه هم محرومه وه،خوترهرڅه لا جالبه دا وه چي ځينوعسکرو به ددوی څخه پوښتنه کول چي تا سو خو ښونيزخلګ يا ست ، نو تاسي يې ولي بنديان کړي يا ست ؟؟ او بنديان کيده خو به مسکينان او يا هغه څوک چي نا توانه به وه يا به يې غلا کول اويا به يې څوک وژل اويا به چاکو کښ وو؟ خو تاسي هغه کسان يا ست چي هم دټولني خانان او هم ښوونيز يا تعليم يافته خلګ ياست اويا هم هغه دکندهارمعتبره خلک ياست؟ خوڅرنګه چي دافغانستان په تاريخ کي دسيا سي بنديانو تاريخ ډير لږ يا کم دي ، نو دا لومړۍ ډله وه چي په دغه پراخه پيمانه خانان اودټولني مخورکسان بنديان سوه،نودخلکو سوالونه هم بې ځايه نه وه ، لکه څنګه چي مرحوم محمد علم بڅرکي په يوه کيسه کي ماته وويل : ( يوه ورځ يوڅوعسکروچي هغوی زموږ پيرداران وه،له مااومرحوم فيض محمد انګار صاحب څخه يې وپوښتل چي زه نه پو هيږم چي تاسوخانان او پوهه خلکو چي هيڅ بشري اوغيري اخلاقي جرم هم نه لری نو يې ولي تاسوبنديا ن کړي يا ست ؟ خومرحوم بڅرکي صاحب ورته وويل:يوه ورځ دسرکارغواوي تيريدلې نو زما دغه ملګري چي اشاره يې مرحوم انګار ته وه ،ده ورته (پوخ وهل) او دسکارغواوي وتوريدلې . نو يې موږ دلته راوستلواوبنديان يې کړو،خوهغه عسکرچي ساده انسان وو، په ريښتيا يې زړه ته ولويدل نو يې افسوس وکړ اوموږ ته يې مخ را واړاوه چي نور دسکار په غواو کارمه لری ). پسله څلورو کلونو څخه ورسته مرحوم بڅرکی اومرحوم فيض محمدانګارله زندانه راووتل.خو څه وخته چي دوی دزندانه را ووتل،نو په لومړي سرکي مر حوم بڅرکی چي صحت يې په زندان کي ډير خراب سوی وو ، سمدلاسه يې دځان په اعلاج پيل وکړ.او تر سختي تداوی لا ندي را غلی ، چي په اغلب ګمان ناروغي يې هم سيل يا ټبرکلوزناروغي وه ، او ډا کټرانو ورته دپوره استراحت مشوره ورکړه ، خو څنګه چي دژوند چاري ډيري خرابي وې هم په اقتصادي لحاظ اوهم په کورني ژوند کي نو بيله دې چي استرا حت وکي ، دژوند دچارو په سنبالولو با ند بوخت سو .او هغه کسان چي دبنديخانې موده يې ډيره وه وهغوی ته در سيدو په خا طريې هم خپل ځانونه سره رسول،چي دا هم دمترقي سنګردانډيوالانو دکړنوڅخه وه.مرحوم محمد علم بڅرکی دخپلي مترقي کورنۍ تراغيزي لاندي يوسياسي اود مترقي طرزخاوند وو ، هغه ډيري ليکني دنثر په برخه کي درلودلې خودشعربرخه يې هم ترنثرڅه کمه نه وه. هغه دشعر مکمل ديوان لري او په نا چاپ سوې بڼه دهغه په کتابتون کي خوندي پروت دی ، چي په اينده کي به خپورسي ، خودلته هغه وخت چي لا دی زلمی وپه ١٣٢٥هـ ش کال کې دزړه يوآواز له خولې وتلی دی اودلومړني شعر په څير يې موږ دلته يا دونه کوو چي وايي :خپله لیکي: زمااولین شعرچي په هرنائی بلوچیستان کښي مي ده زړه له درده ویلی دی.1947م – ۱۳۲۳هـ ش
تش ګیلاس
سا قي را سه ته وماته ، دا جام يوسه وخپل خدای ته
امانت يې بيرته ورکه ، وايــــه ا ســلا م نـــــه ستـــه
هغه جام کې چي اسلام وو ، تا ورکړی ووچاه ته
تش ګيلاس ئې دی پرې ايښی،دا دما څه واخله بيرته
مرحوم محمد علم بڅرکي نوموړی شعرخپل لومړنی شعرګڼي،خودشعري صنعت اودشعر دموضوع څخه څرګنديږي چي نوموړی شعر ډير پوخ شعر دی .د شعر قلمي نخسه په لاندي ډول ده .
که څه هم مر حوم محمد علم بڅرکی دډير پخوا څخه شعرونه ليکلي دي ، چي اوس فعلآ يوه مجموعه يې هم په قلمي ډول زما سره ده ،خودنثر په برخه کې ليکنې خورا ډيري دي . چي نوموړی بحث به بيا ورسته دهغه په ليکلواثاروکي را وړو.
دبنديخانې څخه ورسته کورنۍ ستونزي :
هغه وخت چي دبنديخانې يا زندانه څخه خلاص سونو يې په اقتصادي ژوند پيل وکړ.اودکورنۍ دپاره يې دنفقې په ستونزه ځان بوخت کړ،چي لومړی ماموريت يې دانګلیسي ژبي په مرسته په موريسن کمپنۍ کي وو،چي نوموړی کارډيرستونزمند اوستړی کونکی کاروو.معاش يې هم ډير لږ اودکاروخت يې ١١ساعته کيده.چي نومړی کاريوتکليفي کاروو ، خو مجبورته به نه وايي چي غښتلی ، نو ځکه يې ديو څه مودې دپاره دوام ورکړ، خوورسته يې نوموړی کارپرېښود.چي په دې باب خپله بڅرکی صاحب په خپل يوه يا داشت کي داسي ليکي : ( دموريسن کمپنۍ علاوه پردې چي معاش يې ډيرلږورکاوه ، په اوږده مدت دکار يې سړی بيعقل کاوه هم.او نژادي توپير يې هم ښکاره ساتی ، خو زما مجبوريت وو ، چي اوه ميا شتي مي کار وکی ).
پسله دغه کار بيا په ښاري سرويسانوکي يې دنده تر لاسه کړه ، که څه هم دلته يې هم معاش کم وو ، خو دکاروخت يې ١١ساعته څخه و٨سا عته ته را کښته سو ، چي سهولت يې احساس کړ . اودوه کاله يې په پرله پسې توګه هم دلته کاروکړ.تردې ورسته په قادري بس تر انسپوټ کې کار پيل کړ ، او تر هغه ورسته بيا دصوفي ولي محمد په غو ښتنه په ارکوزياپرزه فروشۍ کي دمحاسب په توګه وټا کل سو .خو دسيا سي ژوند پيښي اوبد شرا يط ، دطبقاتي ټولني او طبقاتي دولت په غيږکي د خطرڅخه دډ ک ژونداو بې باوره ژوند دی ودې ته وهڅوه چي که چيري ددوهم ځل دپاره زندان ته ځم نو با يد دهغه ميرمن ددې توان ولري، چي دهغه اولادوته نفقه برا بره کړاي سي،چي په همدغه خاطر يې خپله ميرمن هم ودې ته وهڅول چي په را تلونکي کي کاروکړي . نو يې پسله ډيرو زحمتونو په هغه هم ښوونځی ولوستل او دښوونکي په توګه يې مقرره کړه ، چي په دې باب خپله مرحوم محمد علم بڅر کی داسي ليکي : ( څه وخت چي دښځو نهضت را پيل سوما هم ددې وخت څخه ګټه ترلاسه کړه او په کندهار کي دلو مړيو ښځو په کتارکي زما ميرمن هم لڅ مخ راووتل.اوپه ټولنيزوچاروکې خدمت ديوې با سيوادي ښځي په حيث را پيل کړ ) . که څه هم دمر حوم محمد علم بڅر کي خانمه محترمه سا جده بڅر کې چي په يوه مذهبي کورنۍ پوري يې اړه درلودله دوخت په مروجه علومو پوره پوهيده ،د قران شريف حا فظه وه ،په ديني علومو کې په خپل وخت کي ساری نه در لود .اودفارسي ژبي هغه ښوونه يې درلودله کوم چي په مذهبي کتابونوکې رواج درلود لکه ګليستان او بوستان يې ويلي وه ، په دې وخت کې دنورو نجونواو هلکانو سره په مذهبي تدريس کي مر سته کول ، چي په کور کي به يې په وړيا توګه دنورو اولادونه روزل او سواد به يې ورزده کاوه ، خو خپله هم دښووني او روزني سره يې مينه درلودله ، چي دهمدغه ميني او ټولنيزو خدمتونوپه ترسره کولو سره يې دښووني او روزني بهير ته نوره هم ملا وتړل اوپه زرغونه انا ليسه کې لو مړۍ زده کړي را پيل کړې.اوترنهمي ټولګی پوري يې زده کړه وکړه ، چي ددې وخت لوړي زده کړي دښځوپه برخه کي هم داوې، نو يې سمدلاسه دښوونکي په توګه لومړی په ملالۍ ابتدائيه کي دښوونکي په توګه دنده را پيل کړه او بيا همدغسي دهيواد په ګوټ ، ګوټ کې يعني کابل کندهاراو بيلا بيلو ښوونځيو کي دښوونکي په تو ګه دنده تر سره کړه .
ورسته له هغه چي محتر مي سا جدې بڅرکي په رسمي توګه دنده تر لاسه کړه،نودمحمدعلم بڅرکي په ژوندکي هم دپام وړ تغيرات را غله .

دمرحوم محمد علم بڅرکي ميرمن سا جده بڅرکې
لومړی: په اقتصادي لحاظ يو نوی عايد را منځته سو.
دوهم : په بهرکي دځينوکارونولکه دبازاره څخه سودااخيستل، د کو چنيانو سره په ښوونيزوکارونو کي مرسته کول اوداسي نورو شيانو کي
د محمد علم بڅرکي سره همکاره سوه .
چي دا ټوله په اسانۍ سره هم نه دي په لاس ورغلي،دا ځکه چي په هغه شرايطوکي ديوې کورنۍ ښځي څخه يوه پرمختللې اوښوونزه ښوونکې جوړول هم يو ستونزمند کار وو.چي ستونزې هم په لاندي ډول سره خلاصه کولای سو.
.لومړی : په خپله په کور کي دننه يو ښه استاذ ته ضرورت وو ، چي دمرحومي سا جدې سره په نوي درسونو کي چي هغې تراوسه نوم هم نه واوريدلی،څوک دي مرسته ورسره وکي،يعني انګليس ژبه ، فار سي ژبه ، ريا ضي ، الجبر، هندسه او داسي نورهغه مضمونو نه دي ور ته وښوي کوم چي هغې په خوب هم نه وه ليدلي اوهغه دي يودم ديوه نوي تدريسي سيسټم سره مخا مخ کړي او په هغه کي دي هم په بريا ليتوب سره پر مخ ولاړه سي .
دوهم : دبا ندنۍ ستو نزي : څه وخت چي مرحومه سا جده بڅر کې په لڅ مخ را ووتل نولومړی خوخپله دې ته يوعجب کارايسيده او بيا د بهر خلکوته عاجبه ايسيدل ، چي هغه ښځه وګوری لڅ مخ راروانه ده ، نوموړی کارکه څه هم يو ډيرنوی عمل او کار و، خو دبدوالی دليل يې نه درلود ، نو څنګه چي لومړۍ ښځه وه په خپل محيط او چا پيريال کي نو په همدغه خا طر دخلکو دتوجه وړګرځيدل ، نو بيا په خپله مرحوم محمدعلم بڅرکی هم ودې ته مجبورسو،چي خپله مير من ترښوونځی پوري ورسوي اوبيرته يې راورسوي . ډير وخت داسي پيښه سوې هم ده چي ځينوبدواو متعصيبو خلکوبه ورته بد ويل حتا ځينو به په ډبروهم ويشتل ، تر څو چي نوموړی عمل په خلکو کي رواج پيداکړاونورو خلکوهم دغه لاره تعقيب کړه.ترهغه وخته به يا دکورنۍ يوغړی يا هم ناظردبګۍ يا دآس دګاډۍ په وسيله ورسره ملګری وو.
دريم : په دننه دکوراوقوم کي دمرحوم محمدعلم بڅرکي ستونزي دميرمني په لڅ مخی کي : که څه هم په کورنۍ کي خو داسي ډير کم او بې صلا حيته کسان وه چي دښځو دلڅ مخي سره دې مخالفت کاوه ، دا په دې چي دمر حوم محمد علم بڅرکي پلار مرحوم حا جي محمد انور خان اڅکزی خپله دښځو دنهضت ملا تړی وو، اونورخلک اوقوم به يې هم ودې ته هڅول چي خپلي ښځي وټولنيزو خدمتونو ته را وباسي او ښوونه اوروزنه په وکړي . چي دې کاردمرحوم محمد علم بڅرکي اودهغه دميرمني کاروراسانه کړی وو .خو پا ته سو قوم،چي هميشه به يې دا ستو نزه يا دول اوهميشه به يې دانتقاد په ستر ګه ور کتل ، خو بيا هم ديوه سالم مقاومت اوعلمي دلايلو په وجه به قانع سوه ، څو په پای کي د کورنۍ نوري ښځي هم را ووتلې او دقوم خلکو هم په دې سر خلاص سو چي ښوونه او روزنه لکه دنارينه دپاره چي لازمه ده دښځي دپاره هم دغسي لا زمه ده .
دمرحوم محمد علم بڅرکي ټولنيز فعاليتونه :
تر هغه ځايه چي مر حوم محمد علم بڅرکی په زندان کي ژوند کاوه او بيا ورسته له زندانه آزاد کړل سو ، نو په آزاده پښه وټولني ته ور ننوت او په دې وخت کې لږ تر لږه شهرت هم ترلاسه کړی وو. دټولني دهغه لومړيو کسانو دجملې څخه ګڼل کيده کوم چي په سيا سي اوټو لنيز ډګر کې آرزښت درلود ، خودا وخت هغه وخت دی چي دټو لني لومړی متشکيل ګوند ويښ زلميان په خپلو منځو کي دورڼو په څيرکړنه سره ګران وه. يوپربل ډيري پيرزويني هم سره لري حتا لکه ديوې کورنۍ غړي چي وي. چي دمشرانو دغه مينه يې تراوسه هم په کشرانوکي پاته ده. اودهغه لو مړي متشکيل ګوند دغړواولادونه هم تراوسه په هغه مينه اواعلاقه اړيکي سره ساتي ، خو که دويښ زلميانو ګوند په يو معينه زمانه کي منځته راغلی دی، خوپه يوه معينه زمانه کي هم ددولت دفشاراودلو مړي ګوند دنه تجريبو په وجه پسله پنځه يا شپږ کاله ژوند ورسته خاموشه سوی دی. خو ددې معنا دا هم نه ده چي په کامله تو ګه دي هغه دمنځه تللی وي ، دهغه په نتيجه کي نورګوندونه اونوي پديدې را منځته سوي دي .ورسته دګوند ترمنحليد و بيا هم دويښ زلميانوغړو په خپلو منځو کي ديوې حلقې په تو ګه ليدنه کتنه سره کول. او خپلو مجلسونوته يې دوام ورکاوه.په دې وخت کي دمرحوم محمد علم بڅرکي ډيرګران دو ستان اودمجلس خلک ،درازاو نياز خلک ، دادب دچوکاټ خلک اونژدې خلک بيا هم دويښ زلميانو دحلقې خلک وه . لکه : ښاغلی عبدالرسول خان پښتون ـ حاجي محمد انورخان اڅکزی چي دمرحوم محمد علم بڅرکي هم پلاراوهم يې دمجلس انډيوال ووـ مرحوم فيض محمدانګارـ مرحوم ابراهيم خواخوږی ـ مرحوم عبدالشکوررشاد، مرحوم عبدالروف بينوا،مرحوم ګل پاچا الفت،ښا غلی عبدالاحدعارض، مرحوم جيلاني خان الکوزی مشهورپه مديرصاحب ، ښاغلی سيد ظاهراغا ، مرحوم قاضي بهرام خان اڅکزی ،مرحوم عبدالصمد ويسا، مرحوم عبدالهادي خان تو خی چي په بحر صاحب يې هم شهرت درلود اوداسي نور دقدر وړ کسان يې انډيوالان وه ، خو دا هغه کسان وه چي په لومړي نهضت کې اړيکي ور سره درلودې اوددوی اړيکي دمرګ تر ورستۍ شيبې پوري دومداره وې ، خو په ورسته کې بيا ديوې نوي مرحلې په تو ګه دښاغلي محمد هاشم ميوندوال سره اړيکي پرنوي ميتودولوژۍ ټنګي سوې ، چي تفصيل به يې دمساوات دګوند په جريا ن کي را سي .
هغه اړيکي او قلمي نخسې چي د دوستانوپه اړوند دي :
دلته پرځينوقلمي نخسواوددوی پراړيکوباندي يوڅه ليکل ځکه ضروري ګڼم ، چي ديوه پلوه خوددوی يعني دهغه وخت ډيرنامتواديبانواودقلم خاوندانودهغه جملواوهغه ليک دود څخه خبرسو، چي يودوست خپل بل دوست څنګه پالي، هغه ځانګړي ادبيات چي دخپل وخت نامتو ليکوالو ليکلي اودادب پوهني له مخي بې ساري دي اوپه اوريدو،ليدويې ويوونکي زده کړه کولای سي ، نو ځکه يې خپرول هم را ته ضروري ښکاري. خو دبله پلوه نوموړي قلمي نخسې ، که څه هم دمرحوم محمد علم بڅرکي دکتابتون شخصي مال دی،خوبيا هغه کتابخانه اصلأ دخلکو مال ده نوددغسي شخصيتونوچي اصلأ په يوه کورنۍ او قوم پوري نه دي تړلي دهغوی دغه تاريخي قلمي نخسې هم با يد دخلکو دګټي دپاره په همدغه رسا نيو کي خوندي پاته سي .ترڅوټوله افغانان ګټه ترې واخلي.همدغسي په لاندي نخسه کي ليکل سوي دي ، چي : هغه وخت چي ښاغلی عبدالرسول خان پښتون دپيلخمري په جيل سراج کي زنداني وو،نودليدو دپاره يې هم په اسانۍ سره څوک نه ورپريښودل،په همدغه وخت چي لازمه هم وه چي يوڅوک بايد ورسي نو ښا غلی محمد علم بڅرکی په يوعسکري لباس کي بنديخانې ته ورننوت اودا خطر يې پر ځان قبول کړ، چي که ګيررا ځي نوبه خامخا جزاهم ويني ،خوبرسيره پردې هم په دې بريا لی سو چي ، خپل ګران دوست اومشروويني او يوه شپه ملاقات ورسره وکړي. هغه دټولو دوستانو حال اواحوال ځيني پوښتلي وو، ددباندي موضوعوګانوڅخه يې ښاغلی پښتون صاحب هم خبرکړ.خپله پښتون صاحب ودې ته ليواله ووچي هغه هدفونه چي دافغانستان دخلکو دپاره وه هغه ترسره سي.بل په ليک کي هغه دښاغلي محمد انور خان اڅکزي دليدلوهيله لري اودهغه په مجلس پسې ديغ اوانديښمن دی ځکه په عمرکي ښاغلی محمدانورخان اڅکزی دښاغلي پښتون صا حب څخه مشردی.تاسي کولای سی چي دنورمعلومات دپاره دښاغلي پښتون صاحب دغه قلمي نخسه ولولی .دقلمي نخښي متن په لاندي توګه دی.
پر موږ ګران محترم خان صاحب :
زه جوړیم ؛بڅرکي صاحب یوه ورځ را سره وکړه،خبري ډیری وې.تمامي نه شوې،خو ستا پو ښتنه مي په ډیراحتیاط ورڅخه وکړه.اودااول واردی چی زمازړه رپیږي،مګردخدای فضل وو؛ده وویل:خان صاحب جوړدی.افسوس چی مینه څومره خوږه اوبیلتون څومره نژدې دی!!.اوس حقیقت راته په ډول ، ډول څرګندیږي.چي په دغه ژوند پسي ضروربل ژوند شته.که نه!داتخلیق چي تکمیل ښکاري خورا په ناقص او ددغه وړبه نه وي چي څوک شکرپرې وباسي.اقبال ښه ویلي دي .
صدجهان میرویدازکشت خیال ماچوګل تنها- سمبول نهان واکنم ازخون تمناساختی
خان صاحب؛ زما هم دغه آرمان دی چي یوازي دي جوړ ووینم.ژوند دغه شی وو، چی تیرشو.دی نه شته او خاطرې ئې شته. دیدم آن چشم قبتی که جهانش نامند – انقدر آب سرودست توان شست نداشت
ستا خوږ صحبت اوسپیڅلي دآرزوډک احساسات نه هیریدونکی دي.اوهروخت چی زه او خدای شو،ته هم را سره ئې.!!زه په بند کښي خپه نه یم،زما دباندي څشي پاته نه دي،دغه می دزړه پخوا لیدلي او منلي دي.هغه ځپلي کونډي او یتیمان مي هم لږ وفکر ته را ځي.خو! ریښتیا داده؛هغه څه چي مستقیم زما دزړه اواحساساتوسره اړه لري؛ هغه زما ملګري او ستاسي دمیني ډکي خاطرې دي.په عبدالهادي او قاضي بهرام مي ډیرزړه خوږیږي.اوستاسو په شان نورملګري یادوم.
نوردوعاکوم چي …. په پای کښي به پرخدای ځانونه وسپارو.نا امیده نه یم،زما دزړه په بڼ کښي دلته هم نهالګي اوبه خوري.امیدشته چي؛تاسي هم ناامیده نه اوسی.ستاسوکشر پښتون
لاس لیک

دافغانستان دلومړي سیاسي متشکیل ګوند (ویښ زلمیانو) مشر ښاغلی محمدرسول خان پښتون

مرحوم حاجي محمد انورخان اڅکزی چي په عیني وخت کي دویښ زلمیانو دخښته ایښونکودجملې څخه هم ګڼل سوی دی

په همدې توګه دښاغلي مرحوم محمد ابرا هيم عطائي صاحب دليک نخښه چي مر حوم محمد علم بڅرکي ته يې په ١٣٤٨ ـ ٦ ـ ٦نيټه ليکلې ده.په لاندي ډول سره تاسي دهغه ادبيات او دهغه مرحوم دليک نخښه تر لاسه کولای سی .
دمرحوم محمد ابراهیم عطایی لیک په ټیپي بڼه :
ډیرمحترم ورور او مسلکي ملګری بڅرکی صاحب!
وخت ډیر لږ اوزړه مي دډیرو خبرو ډک دی. هیله لرم چي همدغسي لکه چی ماته په ملګرو کي وفاه داره وې ، هغسي واوسې.زما دخوا څخه داخلاص پوره ډاډولره.زه دکابل جریانو او دملګرو بې غوریوډیر زهیر کړی یم.خو باور وکه چي هغه حرارت چی ستا له خوارا په کښي ؤ،تراوسه ئې ساتلی یم.عجالتآ یو جلد زما تازه کتاب تاته درلیږم،البته په اینده ورځوکي به ئې څوجلده نور هم ملګروته ور ولیږم.زما احترام ټولوته ته تقدیم که.اوښاغلي عبدالهادي خان ته ووایه: چي ستا فرمایش مې دقدرت په اندازه پر ځای کړی،زیاتی نورزما کمزوره ورځ عزر وبولی . نوردي په مخه ښه احترام . محمد ابرا هیم عطایی
لاس لیک
نیټه : ۶ – ۶ – ۱۳۴۸ هـ ش
ددغه وخت دمترقي سنګردمنورينو دوستي اواړيکي دډيروګرانو ورنو په څير وې ، حتا په ځينووختو نو کي به تر ورڼولا هم سره ګران او تر خپلو ځاني ګټو به يو او بل ته سره تير وه .او که به يې يو او بل ته ګيله سره کول هغه به هم په ډير صميمانه توګه وه. لکه چي وايي :
( ګيله ده دوسته کيږي ) دهمدغه اصل پر بنسټ به يې يواو بل سره پوهول . لکه څنګه چي په ليک کي په څر ګنده تو ګه دميني راز او نياز او دګيلې نزاکت او دوستي ليدل کيږي ، دوی يوه تمه درلودله ، چي هغه ملي ګټي وې ، اودملي ګټو په بنسټ يې ګډ هدفونه سره اوډل ، هغوی ته فردي ګټي بهتري نه وې ؛ بلکي ټولنيزي ګټي ورته بهتري وې ؛ نوځکه يې دشناخت موده ، دليدنو کتنو وختونه ډيرسره نژدې وه او که به دکندهار، ننګرهار ، کابل ، مزار ،هرات او يا نور وځايو څخه انډوالانو په ليدنه کتنه کي ځنډ را وستۍ ، نو به نور انډيوالان په انديښمند کيده او هرومروبه يې دليک په وسيله او يا هم دتلفون په کرښه سره پيدا کول او داحواله څخه به يې ځان خبراوه. چي په همدغه تو ګه غواړم چي دافغانستان ددغه نامتو او دخپل وخت ډير لوړو مشرانو ليکونه او دهغه نظرونه خپاره کړم تر څو دهغه وخت ددغه ډول بې مثاله ښکلودوستيو او علمانه نظرونو څخه درا تلونکي نسل دپاره ، يو څه پر يږدم او دبله پلوه دخپلو مشرانو ، علمانو ، سياسي شخصيتونو دليک نخښي او کار نامې په تاريخي لحاظ پا ته سي .
چي همدغسي دښاغلي ګل پا چاه الفت صا حب دليک نخښه هم تاسي ګوری ، چي په څومره اديبانه اندازيا ډول سره يې خپل دوست مرحوم محمد علم بڅرکي سره دڅومره دوستۍ په فضأ کې ،دوستانه راز او نياز کړی دی .دا دخپل وخت تر ټولو ښه دوستي او مينه وه ، چي دوخت ايډيا لو ژيکو دوستانو يو دبله سره لرله .

ګران وروره بڅرکیه!
ستا خط مي ولوست ستا فکر مبارک دی،زه هم په دې عقیده یم.چي اوسنی وخت دا تقاضالري، چي پښتانه پوهان اوځوانان دفکراوعمل اتحادته شدید ضرورت لري اودا اتحادباید په علی نظر بناء وي.زه به په دغه باب کښي خپل کوښښ ونه سپموم خدای دي وکړي چي دغه راز اشخاص زیات شي.او په لروبر پښتنو کښي نژدې والی پیدا سي.
په احترام
ګل پاچا الفت
لاسلیک
نیټه : ۱۲ – ۲۳ – ۱۳۴۱هـ ش
دښا غلي مرحوم الفت صاحب په ليک کي نيټه جوته ده ، څر ګنديږي چي په دې وخت کي دسياست اودډيمو کراسۍ آرزوګاني څر ګندي وې. اودوخت روښانفکرانوپه خپل منځ کي دهمدغه پروسې دپاره مبارزې کولې .
دا هغه وخت دی چي په افغانستان کي لا قانوني اساسي نه دی جوړ سوی او ګوندونه په پټه توګه فعاليت کوي .يوازي دويښوځلميانو ګوند دی چي هم يې په زندانونو کي او هم يې دزندان څه دباندي غړي يو دبله سره اړيکي ساتي . دپورته ليک په ځواب کي مر حوم بڅرکی خپل نظر داسي وړاندي کوي ،چي په لنډه توګه به يې زه وليکم او تاسي به يې خپله قلمي نخسه هم ولولی.ښاغلی محمدعلم بڅرکي صاحب خپل سلامونه او نيکي هيلي ورته ډالی کوي او پسله سلام څخه بيا خپل ليک په دوبرخو کي سره را لنډوي .
لومړی :دقانوني اساسي څخه غو ښتنه ، چي سيا ست په کښي مستقيل کړل سي ،خو ددوي دبيانه څخه بيا مايوسي څر ګنديږي .
دوهم : په مطبعاتو کي دمرحوم محمدعلم پيشنهاد دهغه دانډيوالانو له خوا او دهغه په باب دمرحوم محمد علم بڅرکي انديښنه . دليک متن ته تو جه وکړی .

دمرحوم ګل پاچاالفت دبل لیک نخښه چي متن یې کټ مټ په لاندی ډول دی.
ګرانه وروره! بڅرکیه !
ستاسو دوه خطونه بې جوابه پاته شوه اودا ډیره لویه ګناه ده چي سړی ددوستانو دخطونو جواب ور نه کړي ،یا یې وځنډوي ، مګردوست اومخصوصآپښتون دوست معذرت قبلوي او عفوه کوي.
ته باور وکړه چي زما ژوند له ذهني ،فکری او عملي تشویشونو او جنجالونو څخه ډک دی.اوزما دصحت نیمګړتیا هم ډیر څه رانه هیروي.یایې ځنډوي.
زه ستا هغې علاقې ته په درانه نظر ګورم،چي ته ئې له ملي او اجتماعي مسایلوسره لرې.ستا غوراودقت دډیر قدروړدی.چي دیواوبل په بیا ناتو کښي ښه اوبد ټکي تحلیلوې.او دهرچاه دفکر اندازه اخلې دسیاسي نظرخاوندان باید هم دغسي وي.زماسلامونه او احترامات کاکا ته او عبدالهادي خان ته لطفآورسوه.
ستا دقراردادپه باب مي ښاغلي روښان ته ټلیفون وکړهغه وویل: زه به کوښښ وکړم چي دغه کار وشي.په احترام
ګل پاچا الفت
لاس لیک
۲۲ -۶ ۱۳۴۲هـ ش

ګل پاچاالفت
پورته دوه ليکونه چي په دومختلفووختونوکي ليکل سوي دي دموضوع او دفکردخيالاتو دنظره که تفاوت ونه لري خودوخت له نظره يوکال زماني فا صيله لري.خوداچي ليک پرکوموټولنيزوخبروليکل سوی دی هغه خوپه هرصورت ولي!داويلای سو؛چي په هرليک کي برسيره پر دې چي ټولينزي ، سيا سي اوتاريخي خبري سته ، خودادبياتودنظره هم خپل بشپړه ارزښت لري . نومي ځکه نوموړي ليکونه دتاريخي اوادبي ارزښت له مخي د خپرونووتاريخي ميدان ته وړاندي کړل ترڅوچي دافغانستان تاريخ ژوندی وي ، ترهغوبه دهمدغسي ملي شخصيتونونوم او نښان ژوندی وي .او زموږ تاريخ به وياړ پرې کوي.

لاندي ليک دپورته ليک دوهمه برخه يا د شاه برخه ده چي دليک ضميمه ده .

همدغسي دمرحوم ګل پاچاالفت دلیک په ځواب کي مرحوم محمد علم بڅرکي دخپل یو لیک په ترځ کي داسي ولیکل : دادی دمرحوم محمد علم بڅرکي دلیک نخښه . چي زه یې په کټ مت ټیپي ډول تاسو ته وړاندي کوم. دپورته قلمي نخسې ټیپي ډول :
ښاغلی محترم الفت صاحب .
موږ شکرجوړیو.ستاسو دښه صحت په امیدیو.
دنوي تحول څخه مي شخصآداآرزودرلوده ، چي ګوندي دقانوني اساسی دترمیم سره سم دمملکت سیاست اومذهب سره بیل سي.خودښاغلي ډاکټرپوپل هغه بیا نیه چي څوورځي دمخه دیوه ذمه وارشخص په حیث په انیس کی نشراوایراد کړه ، زیې ترکافي تاثیرلاندي راوستلی یم – اوداسی ګمان کوم چي اینده به مترقي ځوانان داقلیت (مفتخورو) محکوم اویوه ناوړه رجعت ته به مجبورسی.نوځکه زه دټولوهغه ځلمیانوڅخه چي دوی په کردارکي دمملکت،سیاست، دمذهب څخه بیل بولي خواهیش لرم چي ددوی پرخپلوافکاروتجدیدنظروکي.خصوصآخپل حزبي کر یکټرته با ید متوجه سي.چي په اینده تحول کي دکسب قدرت دپاره څه ډول وکي.؟ داده هغه زما پاکه او سپیڅلې آرزوچی تاسو ته مي وړاندي کړه، بله خبره داده، زما کوم پیشنهاد چي دکندهاردمطبعاتولخواوزارت ته سوی دی ، دهغه بازخواست را ته وکې.که مثبت تاثیر واچولی ، خوښه ؛اوکه نه وي چي! دمنفي په حال یې خبرسم.هم بده نه ده.چي وخپلي غریبۍ ته ورایله سم. په درناوي
محمد علم بڅرکی
لاسلیک
۱۰ – ۶ – ۱۳۴۲ هـ ش
نوټ : اول خبر دلیک داصله سره یوشان دی .
یادونه : دمرحوم محمدعلم بڅرکي دعدتونوڅخه دایوعدت وو،چی هروخت به یې یوچاه ته لیک لیکی نو یو نقل به یې ټول عمر دځانه سره ساتی . دلیک متن په لاندي ډول .
په پورته ليک کي هم هغه څه سته چي دوخت په زړه پوري سياسي او علمي لاسته را وړني ځيني کيدای سي ، خو په لاندي ليک کي هم يولړ په زړه پوري خبري دي چي په تاريخي او علمي لحاظ دګټي وړ ګڼل کيږي . داهغه وخت دی ، چي مرحوم محمد علم بڅرکی ديوې ترافيکي پيښي په سبب دکابل کندهار پر لاره يې دسورلۍ موټرچپه سواودی دناروغۍ پر بيستر پروت دی اودخپل انډيوال مرحوم الفت صا حب سره دليک په وسيله دزړه خواله کوي .
بیاهم دمرحوم محمدعلم بڅرکي دلیک نخښه دمرحوم ګل پاچا الفت دلیک په جواب کي. ښاغلی پوه اوزړه ته را نژدې الفت صاحب؛
تاسوته به شاهدمعلومه وي چي دموټردچپه کیدوپه اثرتقریبآدغه یوه میاشت دچپرکټ انډیوال یم.اودطبعت ستم ، ظریفي ګوره!چي په دغه میاشت کی زموږ ګران ملګري( قاضي بهرام خان ، عبدالهادي خان ) دتاریکو کوټوڅخه پسله کلوراوزي.او همدغه رنګه زموږ ګران صدراعظم محمد داود دملي مصالحو دپاره استعفأ کوي،تر څه اندازې پوري چي دخبرو سره تعلق لري،داسي هم اوریدل کیږي:چي دنوي صدراعظم دوکتورمحمد یوسف کابینه دډیموکراسۍ دسرته رسولوهڅه اوکوښښ کوي.اوغواړي چي دافغانستان څخه یومترقي اوعصري مملکت جوړکي.چي البته دحزبو دتشکیل امکانات پیدا کوي.که داآوازه صحیح وه نوهیله ده چي وخت دلاسه ورنه کړل سي.او کومه هغه پالیسي چي دچوکیو دساتلو دپاره موږتراوسه غوره کړې وه،یعني کند هاریت ، ننګرهاریت سوال چي یوه پښتنوالي،کې سره ویشلي وه – فورآترک اودخپل مستقبل دپاره لوپښتونخوااویومحاذتشکیل کوو.البته داکارستاسورنګه اشخاصوزحمت کښلوته انتظارلري.هیله ده چي دخپلي نظرې څخه مي په دې باره کي خبر کې .
په ډیره مینه
محمدعلم بڅرکی
لاس لیک
نیټه : ۲۳ – ۱۲- ۱۳۴۱هـ ش
که چيري دليکنوسلسله وڅيړونوپه دې کي شک نه سته چي، موضوعو به هم ډيره په زړه پوري اوډيره اوږده سي نوځکه کوښښ کوو، چي هم نوموړې سلسله دومداره وڅيړواوهم يې په يوه اندازه لنډه وڅيړوڅو مطلب موهم ترلاسه کړی وي اوهم مودخپلومشرانو ياد ژوندی ساتلی وي .دلته دډيرو يادونو او دليکنواوزړونخسوڅخه مراد يوازي دا دی ، چي موږ د خپلومشرانوليکلي اسنادپه خپرونويا رسانيو کي وساتو.
دلته زماسره خوراډيري دا سي نخسې سته ، چي په پخوانيو وختونو کي ليکل سوي او بيا مرحوم بڅرکي صا حب هغه په ډيره امانت دارۍ سره سا تلي او دخپل ارشيف يوه برخه يې ګرځولي ده، که چيري خدای نخواسته زما څخه هم دوخت دبدو شرا يطو په اساس ضايع کيږي ، نو يوه اندا زه به بيا هم په دغه سند کي خوندي پا ته سي.
مرحوم محمد علم بڅرکي دخپل شخصي ذوق په اساس ټوله قلمي نخسې اودانډيوالانوليکونه اوحتا که به يې خپله هم چا ته ليک ليکه ، نو به يې دوې کاپۍ ليکل او يوه کا پي به يې هرومرو دځانه سره هم ساتل ، چي دا په ځانګړي خصوصياتو کي دمر حوم بڅرکي صاحب را تلای سي. اوپه همدغه تو ګه يې دالبم سره هم پوره مينه او ځا نګړی ذوق موجودوو،چي دډيرلرغوني زمانې خاطرې اوددوستانوعکسونه ورسره سته اوحتا دخپل عمرديوه تاريخ په څيريې ساتلي اوخوندي کړي دي ، نوموړی ذوق دهغه سره دهغه دهلک توب او يا هم دوړکتوب څخه ور سره وو. په ډيروګرانوپيسو به يې دعکاسۍ کامره را نيوله اوهرځای ، چي به يې سفردرلود، هلته به يې استعمالوله .نوموړی ذوق دمرحوم بڅرکي صاحب سره تراتياکلنۍ پوري موجود وو،خوکله چي يې ټوله ملګري اودوستان په حق ورسيدل اوهروخت چي به يې البم راوا خيست اويا به يې ديارانو ياد را ژوندی کړ؛ نو به ډيرما يوسه سو او پرعصابو به يې نا وړه اغيزه وکړه ، څو يوه ورځ يې ما ته وويل:چي زه نوردغه البم اودعکسونوخا طرې نه غوا ړم اوغواړم چي نوموړي البمونه وتاته دروسپارم ؛ خوما دستي په حيران تيا سره ځيني وپوښتل ، چي نوموړي البمونه خوپرتابا ندي له ځانه هم ګرا وه ،په ډيرزحمت دي ، دډيروستونزمندو شرا يطوڅخه را ايستلی دي او تردغه ځايه دي را رسولي دي ( په دې کي شک نه سته چي دکندهارڅخه کوټي ته دکډي وړل اوبيا ګليستان ، بيا بيرته کوټي ته هغه هم په داسي شرايطو کي چي ځاني کورهم مه لره ، نو دا ډيرستو نزمند کاردی ، چي څوک دي دغسي قيمتي توکي دځانه سره ديوه ځا يه څخه وبل ځاي ته وليږدوي او بيا بلااخره دې واروپا ته هم دمها جرت دسختو شرايطو سره راورسوي ) .خو نوموړی ستونزمن کار مرحوم محمد علم بڅرکي پرځان وړی وو، نو ځکه زه ودې ته حيران سوم … خو وماته يې دنوموړي ليک په سپارلو سره خپل ار شيف او کتابتون راوسپاره .او دعکسونودالبم په باب يې را ته ځواب را کړ ، چي نو موړی البم اوس ماته ديوې هديرې په څيرارزښت لري اوهر ځل چي زه نوموړی البوم ګورم ، زه داسي فکر کوم چي زه په يوه هديره کي ګرځم .

میوزیم ته اهداء
څرنګه چي ښاغلی ننګیالی بڅرکی دمیوزیم دجوړیدو سره مینه لري.نو غواړم چي خپل دادرې جلده دعکسوالبمان ورته اهداء کم.ځکه ماته داالبمان اوس دیوې هدیرې په شان دي.داعکسونه زما دفامیلي ،سیاسي اوټولنیزژوند نماینده ګي کوي.د۱۹۳۱م څخه تر۱۹۸۳م کال پوري – ټوله عکسونه ۶۷۵دي.
هیله ده : لکه څرنګه چي ماتردادوني انقلابواواړو دوړسره،سره تراوسه راورسول – وروسته هم خوندي اووژغورل سي.
محمد علم بڅرکی
لاس لیک
نیټه : 2000 – سپټمبر- 1
ترهغه ځايه چي زما وس اوقدرت کارکوي زه به هم دغه ملي امانت پر ځای وساتم اوکوښښ به وکړم چي نوموړی امانت يعني دملت مال ، دافغانستان دولس مال وبولم ،نه يوازي دلته خوندي وساتم بلکي؛ په خپل ټول قوت به هغه دافغانستان دخلکوپه خدمت کي کښيږدم ترڅو دپښتوادبياتوديوې پانګي په څيردتاريخي ادبياتو يوه برخه وګرځي .دغه حالت چي ماته نوموړي تاريخي اوعلمي توکي ،البمونه ، کتابونه ،ځيني مهمي قلمي نخسې ، ډيرلغوني ډيکشنرۍ اوداسي نورشيان چي څه وخت يې را سپارل ، هغه په خپل ځان پوهيده ؛ چي دهغه ژوند ډيرلږ پاته دی، خوموږ ته يې دااحساس نه را کاوه لکه څنګه چي هغه خپله په يو شعر کي داسي څر ګند ه ونه کوي .
ژرراسه مر ګيه ، ولي ځنډ يد لی يې
ته خود ځنډنه وې ،ماته خښميدلی يې
ژوند چي موپه کارؤمړژوانده هغه تيرسو
ستا په تمه نا ست يم ، چاه را ګرځولی يې
دپردي پرځا ی نخــرې کوې مرګيه نن
دې ارزان مر ګو کي ډيرخطا وتلی يې
مه وارخطا کيږه ،خپل کار په چټکۍ وکه
زوړ دمنځه وزي ، چيري چي ته تللی يې
دبڅرکي مرګ هرګوره ډ يـــر آسان دی
ژرراسه تلوار وکه ،بيا به چيري تللی يې
دپورته شعرڅخه داسي معلو ميږي،چي مرحوم محمدعلم بڅرکی ، په وا قيعت کي دافغانستان ددغه حالت اودبدي را تلونکي څخه ډيرستړی سوی وو.اوترهغه وخته چي دده عمراوژوندوو،هغه خپل توان اوطاقت دافغانستان دخلکو دپاره يا په فراراو ياپه بنديخانه اويا هم بيکارۍ کي دا سي تيرکړ، چي دوخت دقدرتونوسره هيڅ هم جوړرا نه غلی. اوهميشه په مبارزه اوانقلابي حالت کې موقف تثبت وو. نو ځکه په زحمتونوکې ژوندراغلی اوتيرسوی دی. دغه ځای دی چي خوشحال خټک وا يي :
مرګ په سل ځله بهتر دی ترژوندونه
دعزت سره چي نه وي زيست روز ګار
او خپله مرحوم محمد علم بڅرکی خپل دشعري مجموعي په يو بيت کي داسي وايي :
ددې دهـرپه ژوندون کې چي زه نه وای
لابه ښه وای ،لابه ښه وا ی،لابه ښه وای
مخکي هم دهغه پرژوند څه ناڅه رڼا واچول سوه،خو دهغه ژوندهم لکه دنورومبارزينواوقهرمانانوپه څيرستړی خودافتخارڅخه ډک ژوندوو . هغه بيا هم دخپل شعري ديوان په يوه برخه کي وا قيعت دا سي څيړي.
چي غمونه په لږيږي يار هغه دی
چي هيواد په والا کا ر هغه دی
ځان ځاني چي په هيواد کې زيږوينه
بې رويه ، بې مسلک هيواد هغه دی
چي سمون څوک ورکوي دسبا ژوند ته
په رښتيا هم ،زموږ دټولوچاڼ هغه دی
په تشوتقواګانوبه ځانونه نه تيربا سو
کمپيوټر چي زيږوي نظام هغه دی
عمرونه سولــــــه تير په تا ريا کي نشه
دا چي ژوند په نوی کيږي جام هغه دی
په سو ګلی ، سوګلی مې ژوند را وړی تر ننه
کـلـه خپل کــلــه د ښمن ، ځبيښا ک هغه دی
د بڅـــرکي آرمان ونه خــوت په ژوند کي
آرمان جن تر نړۍ تيرسو ، سوال هغه دی
که څه هم پورته شعرپه اصل کي ډيراوږد شعردی خوما يې غوره بيتونه دلته دمرحوم بڅرکي په ياد د نمونې په توګه وليکل.بيا هم دمرحوم محمد علم بڅرکي دسيکولوژيکوملګرواوانډيوالانو يارا نې ته مخ وراړوم.او په دې برخه کي به دمرحوم عبدالشکوررشاد صا حب سره دليک په سلسله کي دهغه دليک نمونه اودهغه سره دزړه خواله او دژونديوواقيعاتو يوه برخه وګورو .
محمدعلم بڅرکی په هالینډکي درینن (Renen) درود پر غاړه په کال ۲۰۰۰م کي

مرحوم پوهاند اعلامه عبدالشکوررشا د :
استاذعلامه عبدالشکوررشاد چي ټوله ژوند يې په ښوونه اوروزنه کي دښوونکي په توګه تيرکړي دي،دافغانستان دمشهورواستاذانودجملې څخه دی ، هغه برسيره پردې چي دافغانستان په بيلا بيلوښوونځيوکې داستاذۍ دنده ترسره کړې ده ، همدغسي يې دافغانستان په ډيروعلمي او لوړوعلمي مؤسيسو کې هم دښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده . هغه دژبواوادبياتويووتلی استاذګڼل کيده.چي په لرغونومتونو، عروضو، مقايسوي ژبپوهنه، تاريخي ژبپوهنه اودادبياتوپه نوروبرخوکې ساری نه درلود.پوهاندعبدالشکوررشاد،دافغانستان دعلومواکاډمۍ داکاډميسن په رتبه وياړل سوی وو.اوپه زرهاوزده کونکې دکمال ودرجې ته رسولي وه ، عبدالشکوررشاد نه يوازي دا چي دوخت په مروجه علوموپوهيده ، بلکي هغه په زړو ژبو اوزړو متنونو کي هم دځان په څيرپه خپل وخت او زمان کي په سيمه کي ساری نه درلود.عبدالشکوررشادپه دغو ژبو خبري اتري کولای سوای لکه : پښتو،فارسي،انګليسي، روسي ،عربي ، اردوژبوخوپه ځينوژبويې بيا څه ناڅه بلديت درلودلکه: هندي،پنجابي ، بلوڅي نورستاني اوپشی.هغه برسيره پردې چي يوژبپوه ګڼل کيده؛د خپل وخت يونا متواوغښتلی سيا ست پوه هم وو .هغه دويښ زلميانود مرکزي هستې فعال غړی اوترپا يه دهم دې لاري وفاداره انډيوال وو .
هغه ومرحوم محمد علم بڅرکي ته ځانګړی احترام درلوداود ژوند تر پايه يې ديوه ډيرخواخوږي ورورپه څيراړيکي ورسره درلودلې،چي ديوه ورستي ليک نخښه يې په لاندي ډول سره ده .

شیمادا – جاپان ۷ اګست ۱۹۹۸م
ډیره ګرانه ښاغلې بڅرکې :
له زمري، ننګیالي اوبرېښناسره روغ رمی،خوښ خوشحاله،بریالی اوبرم یالی اوسې.
دجولای دیودیرشمي لیک دی را ور سیده ،څوواره مي ولوست هرواری خوندزیاتېده – ځکه پسله کلومي دیوه خواږه اشنایه سره خبري کولې اودهغه په حال خبریدلم- دژوند په سختیودي خبرسوم خواشینی سوم خوڅه چاره؟ – دغه موپه نصیب ده – ستا عزم اوس هم له دغسي مشکیلاتوسره ډغري وهي – په هر صورت بریالی اوسې.
په آموکي مي دي مقاله لوستلې وه تا ادعاکړې وه پښتواوډنمارکي ژبي سره ترلې ګاني دي خوماته داسي ایسي چي ورین اناګاني به ئې سره ترلې ګاني وي – سکنډنیویائي ژبي – دزړې شمالي جرمنۍ ژبي پاته شؤني دي- دڅیړني دغه لړۍ ته دوام ورکړه. ناروژي اوسویډني ژبي هم ورسره مطالعه کړې ښه به وي.زمري ته دي خدای برکتونه ورکړي ښه اخبارچلوي.ننګیالی چي دلوی احمدشاه بابادادبي ټولني مشر دی هلته څه امکانات ورسره سته – معصوم هوتک داحمدشاه بابا ددیوان یوه انتقادي نسخه چاپوي – ګوندي یواوبل ته یې ادبي مرستي ورسیږي .

ستادویښوځلمیانوکتاب ډیرمحترم میرصاحب ستاپر زړه پته درلیږلی وخوبیرته را مسترد سو،تر اصلاح ورسته به یې دچاپ دامکاناتو په باب فکروکړه.
زما صحیح وضعه بده نه ده، خو! دسپین ږیرتوب (زړتیا)سره هیڅ نه کیږي.ما له ځوانۍ څخه په یوه شعرکي ګیله کړې ده.اوورته لیکلي مي دي؛چي تلې هرڅه دي را څخه یووړه، ددغه شعریو نقل درلیږم.
ځوانۍ چي تلې
ځوانۍ چي تلې ظالمي یودي وړې زما ښې درسره
ماتي دي کړې زما دعیشونوشاه کاسې درسره
ساقي دي ولمساوه اوس مخ ګرزولی ګرزې
چپه دي کړې زما دمستیو پیمانې درسره
درباب تار دي وشلاوه دوکړې دې څیري کړلې
سروتالوه دي ګډوډکړل دنغمې درسره
ګړوبي دي کړې زمادخوندونوښایستې دانې
سړې نګرې سوې دعشقونوولولې درسره
ژوند له خوندونو یاري وشلوله ته چی ولاړې
له ذو قه سوله دنشاط رابطه پرې درسره
غړوله عجزه له عصیانه څخه توبې وکښلې
چی ماتول به یې بندونه دتوبي درسره
دزړه روغتیا دی تر کوڅیو کشول چي تلې
دتن دتوان نهال دي وکیښ له ریښې درسره
چي په رکېب کې دی پښه کښيښوده سباسو سموم
ږلۍ پرګلودښادیواوریدې درسره
دهوسونو بهیرسوله مات درسره ـ ملې وې ځونې!دخوشحالیو قافیې درسره
ستاپه جیلوه دخوښیو پسرلي دعمر
لکه شا طر ځغلي په شوق چیرته چي ځې درسره
ځوانۍ چي ولاړې،وس پردی واک مردرسورا څخه
دامیدنو کډي ورو،وکوچیدې درسره
سترګي اوس ګوری دنیا ته دپخوا په سترګه
پرخي په اوښکودګلانوواوښتې درسره
خندوو واخیسته وداع دژوندله ښکلي ملکه
دناز ښا یستې دي په فتراک زنګیدې تلې درسره
حسن له ځانه له جهانه دی خوابدی دریغه
عشق یې الوتی دی له جذب له پنجرې درسره
لاس وپښو لاس واخیست له کاره سترګي ټیټي سولې
اوریدو ترپلل له غوږو،خوندو له خولې درسره
فشاردوینو سو یاغي،دزړه رګونه تنګ سول
دبږی قهرشخي کړې دبدن پلې درسره
خبردقدره ولویده،ارزښت درائي لږسو
په ژړا ولاړې هغه تنګي ارا دې درسره
تادعصابوپه نغریو کي یخي وسیخل
تادخښمونوسرې لمبې کړې ځوانۍ مړې درسره
فکرله منډوپسي ستړی سو،نامیده راغی
چاره وتلې ده تربریدداندیښنې درسره
کلپونه واچول نصیب دکامرانۍ ګنجو ته
ددریاب تل تې کلۍ واره ولویدې درسره
فکر له منډوپسي ستړی سو،ناامیده راغی
چاره وتلې ده تر برید داندیښنې درسره
تللي ځوانۍ پر خدای سپارلې ځه بلا دي واخلم
سلام مي یوسه دځوانانو تر اولکې درسره
ورته ووایه:دځوانۍ قدرکوی نیازمندو
تل نه پاتیږي داخوږي ورځي اه شپې درسره
که دآموجریدې نشراتي پالیسۍ دغسي شعرونوته دخپرولواجازه ورکول ، زمري ته دغه شعرورکړی چي خپورې کړي.
نوردي نوپرلوی اوواکمن خدای سپارم ،الله دی مل . دلیدو په هیله .لیک را ورسیدی
۱۹۸۹م – ۹ – ۲۹
لاس لیک
عبدالشکور رشاد

اعلامه پوهاند عبدالشکوررشادپه ۲۰۰۴م کال اګسټ ۱۵په خپل کورخیرخانه مینه کي لیدل کیږي. عکس دننګیالي بڅرکي په کامره اخیستل سوی دی.
داستاذرشاد صاحب سره دمرحوم محمد علم بڅرکي شناخت او پيژندنه تاريخي اوسيا سي ريښې لري.اودعمر په لحاظ هم په تقريبي ډول سره همزولي وه .خو که پر دې موضوع ډيره رڼا واچوم ممکن بحث دومره اوږد سي چي اصلي موضوع په کښي ورکه سي .
دمرحوم محمدانورنوميالي صاحب سره اړيکي :
مرحوم انورنوميالی دافغانستان دډيرونا متوليکوالانو او ملي شخصيتونو دجملې څخه دی . دهغه قلم او ليکني خورا په زړه پوري او ديوه نوي سبک درلودونکي ليکني دي ، هغه په خپلو ليکنو کي دنووښتونو څخه کار اخلي او تل هغه څه يې ليکلي دي کوم چي ټولنه ورته ضرورت لري. او تل يې په خپلو ليکنو کي دارتجاعي او ورسته پاته والي په مقابل کي بيله بيري څخه ليکني کړي دي، هغه ته دنوي سبک يو بريا لی او په رښتيا سره نوميالی ليکوال ويلای سو.مرحوم نوميالی صا حب لومړی سړی او ليکوال دی ، چي په افغانستان کې دمحکومي طبقې ايډيا لوژي دمطبعا تواو خپرونو په عمومي ميډيا يا ليکنو کي رواج کړه، هغه دکندهار په طلوع افغان اوکندهارمجلې کي دمترقي ايډيالوژۍ مضمونونه وليکل او يو لړ يې وژباړل ، هغه په کندهار کي دلومړيو ځوانانود جملې څخه ګڼل کيږي،چي په ژباړنه يې لاس پوري کړ او ژباړنه يې په پښتو ژبه دخارجي منابعو څخه را پيل کړه ، مرحوم انور نوميالي په لو مړي سرکي د انګريزي ژبي څخه ژباړني کولې .دهغه مقالې دځوانانو خوښيوې او مطالعه کوله ئې .هغه هميشه دخرافاتو په مقابل کي دنوي ذهنيت ځوانان روزل .او خپله يې هم دډيرو پرمختللو خلکوسره اړيکي درلودې ، دمرحوم نوميالي صاحب ليکنو څو ارزښته درلودله .
لومړی : دهغه ليکني پر يوه نوي رياليستک سبک را څرګنده کيدې اوهميشه يې هغه هدفونه په ذهن او نظر کي وه چي جامعه دورسته پا ته فيوډالي شرا يطو څخه وژغوري او ولس ته دنړۍ نوی ږغ اوپيغام ور ورسوي .
دوهم : دښاغلي نوميالي صاحب ليکني دجامعې او ټولنپيژندني سره په بشپړه توګه اړيکي لرلې .دهغه په ليکنو کي هغه خرافات غندل سوي دي کوم چي ټولنه يې دورسته پاته والي سره مخامخ کوله .هغه دکوډګرانو ، جادوګرانو ،دپيريانانو تاريخي تيروتني اوداسي نورو منفي پيښوپه مقابل کي خپل دزړه پړاس دقلم په څوکه ايسته .او هغه ځوانان چي دبې لارۍ وخواته دتوري تيارې په تاريکو کوڅوکي سرګردانه اولاره يې ورکه کړې وه او يا دتاريکي دبيري وهم ځپلي ناست وه هغو ته نوي لاره يې ور وښودل .
دريم : دنوي سبک په لړۍ کي دمرحوم نو ميالي صاحب هغه ليکني ديا دولو وړدي کوم چي په عاميانه توګه يې،لڅي خبري او يا پوچي خبري ، ياهم بربنډادب ګڼل کيږي، چي ددغسي ليکنو جراعت په وا قيعت کي چانه سوای کولای،خودنوميالي صاحب هغه په خپل ادب ليکنواو شعرونو کي خلکو ته وړاندي کړل. او دريا ليزم يو نوی بحث ئې په پښتو ادبيا تو کي را وسپاړه .موږدلته دښا غلي نوميالي صاحب په باب يو ډير لنډ بيان ځکه وکړ، چي هغه په ذهني لحاظ يو مترقي او دخپل وخت يونامتو ويښ زلمی وو. اوهغه دمر حوم محمد علم بڅرکي سره دډيره پخوا مينه درلودله او دهغه دلاري ملګری وو . چي هغه خپله هغه وخت چي دواړه ملګري دمهاجرت په بدو شرا يطو کي وه ، ښا غلی نوميالی صاحب په ماسکواو مرحوم محمد علم بڅرکی په ډنمارک اويا هالينډکي اوسيده ، دليک په وسيله يې اړيکي سره درلودلې.اويو دبله يې دهمدغه ليک په وسيله يواو بل ځانونه سره خبرول او دبله پلوه يې دپخوا نيو خا طراتو مينه هم سره ما تول ، او دخپل وخت پر نا خوالو يې ، دټولني پر بد بختيو يې هم يو دبل نظرونه سره تبا دله کول ، صلاح او مشوره يې سره درلودلې. او په هغه څه چي دوخت پيښي وې يواوبل يې سره تغذيه کول ، چي موږ يې دلته يوه بيلګه را وړو. که چيري په هغه کي داسي .څه وي چي په عاميانه اصطلاح وهغه ته پوچ وويل سي دابه يوه غلتي وي، خو دموضوع مفهوم ترهرڅه ډيرمهم دی.په لاندي دوهم لیک کي دکاندیداکاډمیسن مرحوم نومیالي صاحب په ښکلي لیک نویشته دي .
ښاغلی بڅرکی صاحب! بیا سلام . هغه لیک چي دجنورۍ په دیرشمه دي کښلی ودقبرورۍ پر ۱۶ نیټه را ور سیدی.مننه.بیانوومي لوستۍ او په نتیجه ګیري دي هم پوه سوم.ۍه، تر هرڅه دمخه به دا درته ووایم.چي ما په یوه بیله پوسته کي درې کتابونه دهوآ دلاري ستاپرادرس درچالانه کړه.نه یم خبرچي دالیک به ترمخه درورسیږي او که هغه پارسل؟اویا خوبه دغه دواړه پریوځای اویا خوبه دواړه کورټ درونه رسیږي.دژوند هره چاره همدغسي منفي او مثبت بیشماره بعدونه لري.خوانسان خوارکی دلاتنهایی امکاناتو په منځ کي دعقل او منطق پر موازینو باندي حسابونه کوي.لکه تاچي کښلي وه،یو کتاب به ته در وا خلې او بل به ښاغلي ځوان محقق ته ورکړې.له دې پیغامه سره چي (ذالک الکتاب لاریب فیه )بیانودده اختیار دی چي په غیبو ایمان پر را وړي او که یې ددې عصردیوه چادي پښتون دماغزوموادغائطه ګڼي.دریم ټوک يې په هغه صورت کي که امکان ولري،تر جعفرخان اڅکزی پوري ورسوه.ځکه دهغه نوم په دې لیکنه کي یوځای دتمثیل دپاره یادسوی دی. باید چي درته ووایم چي په پخوازمانو کي دډنمارک یونامتوڅیړونکی چي«کلاوس»نومیدی افغانستان ته راغلی واو ما هم لیدلی ؤ.دی دافغاني کلتورپه مورد کي پیژندل سوی عالم و.او حتی بریتانیکاداائرة المعرف دپښتنو دپیژندني په باره کي هم دده لیکنو ته حواله ور کوله.که چیري دختیځ پیژندني په کومه مؤسیسه یا Orientalist societyکي تراوسه ژوندی وي.نوبیا کولای سو چي ددې کتاب محتویات دهغه سره مطرح کو.خوددې چاروسره ډیره علاقه ښائی په مرکزکوپنهاګن کي زیاته وي.خوپه هرحال ،اروپایی علمان باید په دې خبرسي چی دپښتنو قبیلوي نظام یوتماتم عیاراجتماعي ،اقتصادي سیسټم دی.چي څیړنه اوپلټنه یې دټولنپوهني په ردیف کي زیاتو پیچلوپوښتنوته سم جوابونه ویلای سي.ګران بڅرکی،ستا خو دعمرزیاته برخه په سیا ست کي تیره سوه او زما دا په بې سیاستی کي،ستا دسیاست لویه نا کامي په دې کي بولم چي هرکله له اخلاقواو منطقو څخه ډیره هیله ساتې.په داسي حال کي چي سیاست دحملې اوتوبرې یوغټه ملکۍ ده.او له عقلي استدلاله څخه یې ډیربدراځي. ما چي هروخت ته لیدلی یې غواړې په نرمه لهجه اوپسته خوله جناوران له څیرلواولیوان له داړلوڅخه راوګرځوې. دتاریخ درس موږته نورڅه راوښوول.هغه کورس چي موږدراکیټو ترباران لاندي پنځلس کاله په کابل کي سرته ورساوه.زموږسترګي یې ډیري راخلاصي کړې.دانوکلونه،کلونه غواړي چي ټوله هیرسوي جریانونه دحافظې له مخی درته بیان کړو.په هرصورت دونه پوه سوو.چي «هم الحاداوهم جهاد په دوه نومه یوفساد دی.» سیاست او تجارت دمنفعت غبرګولي زامن دي.هغه وخت چي سرو انقلابیانوپر قل هوالله او الحمدلله باندي راواچول نودنجیب الله په مبارکه خوله یې«دسیاسي قدرت دتقسیم»طرحه راوړاندي کړه،داوخت زه ساده په دې وپوهیدم چي سیاسي قدرت معنا جیبونه ډکول، چوراچول، لوټماري کول او له حورواوغیلمانه سره په بنګلو کي کونه په کونه کیدل.ځکه که دغه منفعتونه له حسابه ووزي،نوتش قدرت خودلیوني نظرمحمد خبره دخاشي خوند ولاکه وکي.پرته له ستړیا،پرته له خواپوټکۍ،پرته له ښکنځلواوپرته له بدنامۍ بل حاصیل نه لري.نوردي نو په دې ایله بیان ماغزه نه درخربوم.دکتابودرسیدو اطمنان به را کړې.اوکه دې لوستلوته وخت پیدا کی نو بیا دي خپل خواږه اوترخه انتباهات هم را ته ولیکه.په ۱۳۳۶هـ ش کي چي تا خپله کامره آزمویله اوزما عکس دي په ږیره کي واخیستی،هغه زماد دتورمخ تاریخ عکس وګرزیدی.ځکه په هغه بڼه کي مابل نه واخیستی .خواوس به تاته ددې خط سره دسپین مخ یوبل عکس هم درولیږم.چي داهم یو چاه په تصادفي توګه دروان کال دجنورۍ پر ۱۵ نیټه یو ځای واخیستی.
دته هم دمغزومنطقي پله ترتاریخي پلې درنه ښکاري.په داسي حال کي چي خبره معکوس ده،که منطق ډیرغښتلي وای نو پوه انګریزانو به اوس د«light»کلمه په «lit»سره لیکلای.اودغه تحول به نودژبي دقاموسونواقتصادي اوتعلمي کار ډیرسپک کړی وای . نوردي نوښه صحت غواړم.
محمد انررنومیالی
لاس لیک
نیټه : 1989م – 2 – 24

په پورته عکس کې زمری محقق – مرحوم محمدعلم بڅرکی – مرحوم محمدانورنومیالی – ننګیالی بڅرکی اوقاهر اڅکزی ناست دي اودغه وخت مرحوم نومیالی په ډنمارکي ژوند کوي .
عکس دمرحوم ګل پاچا الفت دیاد په کنفرانس کي په سویډن کي دملمو په ښارکی اخیستل سوی دی.
دمرحوم نومیالي صاحب دتوري ږیري عکس چي دکندهارپه مطبعاتوکي محمدعلم بڅرکي وراخیستی ؤ.
نوموړی عکس اوس زموږپه کورنی ارشیف کی خوندي دی.ننګیالی بڅرکی

کاندیدی اکاډمیسن محمد انور نومیالی

دښاغلي نوميالي صاحب ښکلی ليک چي هم دمحتوا له پلوه او هم د ليک د ښکلا له پلوه ډيرارزښت لري،اودلته يې يادونه ضروري وه.
خودلته ديادوني وړ بولم ، چي وليکم دوخت ناوړو شرا يطو زموږ پوهان اوسيا ستمداران دومره سرګردانه دي ، چي نه يوازي داچي دهيواد دستونزو په باب فکرنه سي کولای ؛ خودبله پلوه دهيواد ښې اوبدي ، ترخې اوخوږې خا طرې هم د نظر نه سي غورځولای .نو که چيري په هيوادکي شرايط اوامنيتي ستونزي نه وای نوهرڅوک فکر کولای سوای چي زموږ دهيواد پوهانواو دقلم خاوندانو به دخپل استعداد په بنسټ هغه خلاقيتونه ترسره کړي وای ، چي په نړۍ کې بې ساری هم درلود ی.

ښاغلی وروره نومیالی صاحب!
تر سلام ورسته ،دفبرورۍ داتلسم تاریخ لیک دي ماته په 24 – 2 – 1998م کي را ورسیدی.یعني ستا لیک ماته 6ورځي مسافروو. خوزما لیک وتاته 17ورځي سفروکی – چي دانوګوره څه وجه ده.شاهد داروپاه اوروسیې په دغه اندازه په ټولو مسایلو کي تفاوت وي.ستاسودرې واړه کتابونه او یولیک دیوې ورځي په تفاوت دواړه را ورسیده.دجعفرخان کتاب به زه کوښښ وکړم چي وروې رسوم.دډ نمارکي پوه «کلاوس» په باره کي دي لیکلي وه.داسړی به زه هڅه وکړم چي مړ یا ژوندی یې پیدا کم.اوبیا به دموضوعو په ارتباط ورسره وږغیږم.په سیاسي لحاظ چي دي زما تجزیه کړیده دمحتواپه لحاظ ټوله صحیح ده.واقیعآ زه په سیاست کي اخلاقوته عملآاوعلمآ ترجیح ورکوم.اودا په سیاست کي یو خاص کلاس دی.چي دګاندیزم په نامه هم یادیږي. اوڅرنګه چي تاسو لیکلي دي چي زما عمر په بې سیاستی کي تیرسوی دی ، نوپردغه اساس دغه حق هم نه درکوم چي سیاست حمله اوتوبره وبولې.زما په نظرپښتانه قوم دازله تردې دمه علمي اوعملي سیاست بیخي لیدلی هم نه دی.اوڅه چي ئې لیدلي دي هغه «خرلوډګلی »ئې لیدلی دی.دوی فکر کوي چي دغه سیاست دی،زما دتحلیل له مخي سیاست هر چیري دتکامل لاره په سوله اوسلم پی کوي،خو چیري چي قدرت ازمائی اوجنګ خپل لاسونه راوغځوی هلته بیاسیاست خپله لمن ورټولوي،نودهمدغه دلیل په اساس افغانستان دازله تردې دمه ددرنده ګانواو شرمښانو څخه نه دي وتلی .چي په آزاده فضأ کی آزاد سیاست ولوبوي،پاته سوه ستاسو دا حمله ،چي هم الحاد او جهاد په دوه نومه یوفساددی.ډیره زرینه جمله ده.زه ئې تائیده وم . بله خبره! کتاب دي ما په ویلو پیل کړی دی.تراوسه خوپه ډیرښه سبک اودیوې ټاکلي زاوې څخه دي دپښتواوپښتنوتحلیل کړی دی.چي دازما دبیعلمۍ دپاره ډیره لویه علمي ذخیره ده،په دې باب لږترلږه ماداسي کتاب نه دي لوستلی، داکتاب زه دپښتواو پښتنودکلاسیک تحلیل دپاره یوه نادره نخسه ګڼم.البته زه یې ګورم اوپه انتقادي نظريې ګورم.کله چي مي ولوست بیا به خپل نظردرسره شریک کم.ستاسو دسپن مخ عکس هم راورسیدی،ډیره ، ډیره مننه ، لیکن داچي داسي لرګی دي په لاس کی وو،داسي خو نه ده پیښه ،لکه دتاشکند کوم شعر چی دي ویلی دی؟که څه هم دهغه شعر په پای کی تا لیکلي دي،چي دسپین ږیرو دزړه نوښ ښکاره کوي،خوزه چی ستاو دغه دلاس و لرګي ته ګورم ،ستا دزړه نوښ را ښئ .
شعرډیرمزه داره اوخوندوروو،څو،څوپلا می ولوستی. خپل سلامونه ټول کورنۍ ته وایم . په مخه دي ښه .
محمد علم بڅرکی
لاس لیک
نیټه : 27 – 2 – 1998م کال
خودبده مرغه چي زموږدهيواد ستونزي نسبت وبل هرهيوادته ډيري دي،خو برسيره پر دغو ستونزوهم زموږ پښتوادبيات دنړۍ په کچه اود سيمي په کچه بيا هم دحساب وړکڼلای سم.دلته دهيواد دادبياتو څخه زموږ په هيوادکي دمختليفوژبوادب مراددی.لکه : پښتو،فارسي ، ازبکي ، تر کمني ، نورستاني ،بلوڅي اوداسي نور . خو ويلای سم چي ټولو ژبو په ادبي لحاظ زيان ليدلی دی ، ليکن پښتو ادبياتو دتاريخ په اوږدو کي زيان ليدلی دی ، چي ددغه ٣٠کلونو په جريان کې موږ خپله وينو .داحمدشاه بابا او ميرويس نيکه دمنظم دولت ، مرکزي دولت څخه ورسته، په سيمه کي دحساب وړاومستقيل دولت په وخت کي چي څه ناڅه توجه ودې پښتو ژبي ته وسول،لږاوډير شعرونه اودليکني بعضي ادبي مجموعې دپيرمحمدکاکړ ،عبدالوهاب اڅکزی ،تيمورشاه او خپله احمدشاه بابا ديوان په پښتو ژبه خپورسو.خودغه ٢٤يا ٢٥ کلونه غنيمت وه،ورسته ترهغه چي دتيمورشاه حکومت سکوت کوي بيا دلويي امپرا طورۍ سره افغانان مخامخ کيږي او پردې خاوره يوځل بيا دازمايښت جنګونه شد ت پيدا کوي هغه چي با يد په پښتو ژبه رسمي ليکني سوي وای ، خو بيا هم عربي او فارسي ليکنو دپښتو ځای ور ډک کړی . دلته دايران قزلباشان درسمي دندو او مکتوبونو ده ، صاردولو او واريدولو دپاره وګومارل سول .او دتيمورشاه دوخت څخه بيا تر امان الله خان تر پير او دور پوري دپښتو ادبيات تقريبأ په ټپه ودريدل ، خو داعليحضرت غازي امان الله خان په وخت کي بيا هم مولوي صالح محمد ځيني اثار وليکل او په پښتو ژبه يې مثنوي را منځته کړه.همدغسي مولوي سرور خان اوداسي نور ليکوالو دسراج الخبار په ورځپاڼه کي څه نا څه پښتو ليکني وکړې . خو څه وخت چي دمر حوم محمد ظاهر خان په وخت کي پښتو ټولنه اودپښتو دانکشاف مديريتونه او په ځينو ولايتونو کي پښتو اخبارونه خپاره سوه ، نو يوه اندازه پښتو ادبياتو هم سر را پورته کړ . چي دلو مړۍ دورې ليکوالان يې همدغه خلک دي ، چي موږ يې پرځينو قلمي نخسو او دادبياتو پر مختليفو برخو با ندي ليکنه کوو .
دوی هغه لو مړي،غښتلي،وتلي اودازښت وړ ليکوالان دي،چي پښتو ژبه يې دڅلويښتو کلونو په موده کي دومره اوچته کړه ، چي په سيمه او نړۍ کې ، دډيرو ژبو څخه مخته او دهمسايه ژبو سياله ژبه کړه ، نن که پښتو ژبه تر اردو او فارسي ژبي لوړه او ادبي ژبه نه وي ؛ خو ډيره هم ورسته پا ته نه ده. ده ١٩ قرن دورستيو وختونوپښتو يوه سياله ژبه بولو. نو همدغه دمعاصر وخت ليکوالان ، پوهان دي . چي په دوی کي دروما نتيکو ادبيا تو ليکني ، ريا ليستيکو ادبيا تو ليکني ، کلاسيکو ادبيا تو ليکني او دلڅو ادبياتو ليکني چي په نورو ژبو کې تر اوسه رواج درلود ، خو په پښتنو کي دروا جي اغيزو لاندي نوموړي ادبيات را غلي او هيڅ ليکوال په ډاګه نه سوای کولای ، چي هغه ښکاره کړي ، ميدان ته يې را وباسي او خلکو ته يو څر ګند الهام ورکړي . خو ځينو ليکوالانو به دتنز يا دځان تيرولو په خاطرځيني ليکني کولې اوهغه ته به يې په ادبي فورم کي د (زيشت اوزيبا) نوم ورکاوه لکه څنګه چي مرحوم شمس الدين کاکړوايي :
دا سپين بشر چي ستا دی ته دلاندي زه سربيره
سور چا ودلی لکړا زما دی ته دلاندي زه سربيره
خو دشمس الدين کاکړ مراد دستي روښانه کوي او وايي ، چي زما مراد دکاغذاوقلم څخه دی؛خو په دې کي هم شک نه سته چي نوموړي شاعر خپل کار وکړ. او ټو لني ته يې خپل مقصد ور وړاندي کړ. يا هم وا يي : چي لوند يې نه کې لک يې نه کې ـ نه په ځي .
چي په دې فورم کي بيا هم دشاعرهد ف چي هر څه دی خو تاوان پر ستن او تار را ځي .موږ د خپل وخت دليکوالانو دليکنو لړۍ يوازي تر پلو لاندي په استعارو او کينايو کي نه سو محدودد ولای ؛ بلکي دادب لمن پرا خه ده ؛ خو ليکوالان دټولني دبيرحمه قضا وت ښکار دي او نه سي کولای چي خپل مطلب په روښانه تو ګه دخلکو وذهنو ته ورور سوي .په دې باب ښا غلي نوميالي صا حب يوغټ جرعت کړی دی او خپل مطلب يې په روښانه توګه وټولني ته وړاندي کړی دی . او نوموړي دخپل يوه ليک په ترځ کي ومرحوم محمد علم بڅرکي ته خپل نوموړي شعرونه را ليږلی دی.او په ليک کې بيا يا دونه هم کړې ده ،هغه ځوانان چي نوموړی مطلب نه سي درک کولای با يدنوموړې سندره ځيني پټه سي.ما هم سندره پټه کړه، چی البته خپل ځانګړي علتونه ئې په لاندی توګه درلودله.
لومړی : نوموړی شعر دیوه مخه لڅ اورومانتیک شعروو، چي زموږ دټولني ډیروکسانونه ویلای سواونه ئې هم دیوه لڅ شعرپه توګه په کورکي دځانه سره ساتلای سو.
دوهم : ماته ډیرو دوستانوپه دې باب مشوره را کړه، چی نوموړی شعر په کتاب کي مه خپروه،چي دټولني ډیرکسان ددې رومانتیک شعرڅخه سم تعبیر نه سي ترلاسه کولای اودلیکوال نومیالي صاحب خبره سمه ده چي:هغه ځوانان چی دنوموړوادبیاتوپه معنااومفهوم نه پوهیږي نوموړی شعرباید ځینی وساتل سي.ولي؛هغه کسان چی بیاغواړي چی یوه سلسله رومانتیک تعبیرونه ولولي اودهغه څخه ګټه واخلی نوبیا کولای سي چی دښاغلي شاعرنومیالي صاحب دنامتو کتاب ( تخنونو) په نوم یولړ شعرونه دنومیالي صاحب دکتاب څخه ترلاسه کړي.
دریم : ددوستانو دوینا له مخي په کورکي دغه ډول تخنوني ساتل دکور پرځوانانواودکورنۍ پرغړوباندی ناوړه اغیزي ښندي.داځکه چی هر څوک ریا لیست نه دی ، هرڅوک واقیعتونه نه سي درکولای نو ځکه هم ددې شعرخپرول ددوستانو دمشورې سره سم ما دمرحوم محمد علم بڅرکي ددوهم ځل خپاره سوی کتاب څخه لیري کی.
یادونه:په دې کي شک نه شته چي مرحوم کاندیداکاډمیسن محمدانور نومیالی دافغانستان دډیرولوړوپوهانو،تحلیلګرانو،سیاست پوهان له جملې څخه وو، همیشه یې دمرحوم محمدعلم بڅرکي سره خپل نیک مناسبات اواړیکي دیوه مهربانه ورورپه څیرسا تلې،نوهغه وخت چې په روسیه کې دیوه محاجرپه څیرشپې اوورځی سبا کولې،دخپل دغه مسافرۍ په جریان کې دمرحوم محمدعلم بڅرکي سره هم دلیک په ذریعه اړیکي ساتلې. اوخپل هنري ، ادبي لیکنی اوژباړني به ئې خپل دوست محمد علم بڅرکی ته را استولې. همدغسي به مرحوم محمد علم بڅرکی هم خپل لیکونه اواړیکی ورسره پاله .
دمرحوم نومیالي صاحب دتخنونوټولګه په واقیعت کې ښه شعرونه دي اوشعردپوهي په معنا دی ، دلته هم پوره پوه ځيني اخيستل کيږي . دلته به دمرحوم نوميالي صا حب هغه دسپين مخ عکس هم دياد ګار په توګه ذکر کړم کوم ، چي نوموړي په خپل ليک کي اشاره ورته کړې ده.نوموړي عکس په١٣٧٧هـ ش کال په شاو خوا کي په روسيه کي اخيستل سوی دی .

((مرحوم محمد علم بڅرکی اودمساوات ګوند))
څه وخت چي هيواد ته ډموکراسي لاره پيدا کړه او په نيمه يا خفيفه تو ګه دګوندونو قوانين ، دبيان ازادي ، دمطبعاتو قوانين اوداسي نور ټولنيزفعاليتونه څه نا څه دمحمد ظاهرپا چاه په وخت کي را منځته سوه ،چي دنوموړو فعاليتونو سرچينه هم دهغه ويښ زلميانو په مبارزواو قربا نيو سره جريان پيدا کړ.اويو لړ ګوندونه را منځته سوه لکه : خلق ، پرچم، شعله جاويد ، حزب الله ، مترقي ډموکراټ مساوات ،افغان ملت ، ستم ملي، صدای عوام او ځيني نور.مساوات ګوند دښا غلي محمد هاشم ميوندوال په لارښوونه په فعاليت پيل وکړ .دا هغه وخت دی ، چي ښاغلی محمد هاشم ميوندوال دخپل وخت صدرا عظم دی ، هغه علاقه درلودله چي په هيواد کي ديوې بشپړي ډيموکراسۍ پر بنسټ حکومت جوړ کړي ، نو ددې دپاره يې ټولنيزي پايي يا يوه اساسي بنسټ ته ضرورت پيدا کړ، چي دهيواد ډير پوه خلق ، هيواد پال او سياسي خلک يې سره را غونډ کړه څو دسيا ست واګي وهغه کسانو ته ور کړي کوم چي خپل هيواد پرګران دی او وو. خو دښا غلي ميوندوال سره په رښتيا هم هغه کسان ملګري سول کوم چي په هيواد کې ډيري ښې کار نامي درلودلې او په سيا سي لحاظ يې په هيواد کي دننه او بهر ډير ښه نوم هم درلود او دا هغه کسان وه چي هم يې سيا ست کاوه او په ميړانه يې سياسي تقوا سا تلې وه او هم ډيرنا متو ليکوالان وه ، هغوی هر يوه ديوه مشراو لارښود ار زښت درلود اوپه يوه ملي روحيه ، دښاغلي ميوندوال تر مشرۍ لاندي سره را غونډ سوه .او په ډير لږ وخت کې په هيواد کي ، ډير نفوذ هم وکړ ، دنوموړي ګوند څخه دخلکو لکه څنګه چي غو ښتنه وه په همدغه ډول سره وځليدی….
خو دبده مرغه په هيواد کي دننه دسيا سي بې انډولۍ له مخي دهيواد سيا ست او دحکومت کمزوري ددې سبب سوه ، چي په هيواد کي دحکومت په مختليفوار ګانونو کي مختليفوسيا سي ، ايډيالو ژيکي ، منطقوي ، ژبني اختلافات دپرديوپه لمسون شد ت پيدا کوي .اوپه مختليفومهمو دولتي ار ګانونولکه : دتعليم او تربيې په سا حه، څارندوی ، عسکري نظام او سيا سي ګوندونو کي دشرق او غرب دغټو قوتونويوه څرګنده لاس وهنه راپيل سوې وه.ځينو به دپخواني شوروي سوسياليستي نظام ښيګڼي غو ښتې او ځينو به بيا دامريکا دامپرياليستي ټولنو تر اغيزي لاندي شعارونه ور کول ، دځينو سره به ای ،اس ، ای پټو شبکو کار کاوه او دځينو سره به بيا دايران او سعودي متحده عرابو هيوادو کار کا وه ، لنډه دا چي امريکا راست قوتونه ددولتي قدرت دنيولو دپاره استخدام کړي وه او پخواني اتحادي جماهيري شوروي ، چين بيا چپ او انقلابي قوتونه ددولتي ماشين دنيولودپاره استخدامول ، په داسي شرا يطوکي سياسي مبارزه پرملي ګټواودملي شخصيتونودپاره ډيره ګرانه اودزحمت څخه ډک کار ګڼل کيږي.خو بيا هم ښا غلي ميوندوال صاحب او مر حوم محمد علم بڅرکي برسيره پر دې چي نوموړي ستو نزي موجودي وې ، خپلي ملي او ډيمو کرا ټيکي مبارزې او تلاښونه کول ، هغوی د١٣٤٩ هـ ش کال دسنبلې په ميا شت کي يوه کنګره دخير خاني په لومړۍ بر خه کي دمرحوم محمد علم بڅرکي په کورکي جوړه کړه ، چي دهيواد مشهور پوهان او سياسي مبارزينو په کښي ونډه اخيستې وه.لکه:مرحوم محمدهاشم ميوندوال،مرحوم محمد هاشم ترکی،مرحوم عبدالشکور رشاد،مرحوم بينوا ، مرحوم خواخوږی ، ښاغلی عبدالااحد عارض ، مرحوم محمد ابرا هيم عطا يي ، مرحوم عبدالحی حبيبي ، مرحوم غلام جيلاني خان الکوزی ، مرحوم فيض محمدانګارصاحب،مرحوم عبدالصمد ويسا صاحب اوځينونورو سيا سي پيژندل سوکسانو په کښي برخه اخيستې وه .
په لومړی کنګره کي،چي په ډموکرا ټيکو انتخاباتوسره پايته ورسيدل ،ښاغلی محمدهاشم ميوندوال په اتفاق ارأدعمومي منشي په حيث لارښود وټاکل سواودهغه نه ورسته مرحوم محمدعلم بڅرکی دمرحوم ميوندوال مرستيال اومنشي وټاکل سو.داهغه وخت دی چي ښاغلی ميوندوال غواړي چي يو سيا سي فعاله ګوند دهيواد دبيا آبادولو دپاره دهغه کسانو سره را منځته کړي ، کوم چي دهيواد په ګوټ ، ګوټ کي شناخت او پيژندل سوي کسان دي .ددې څخه ورسته دګوند رسمي نوم دمترقي ډموکراټ (مساوات) دګوند په نا مه ونومول سو.اوشهرت يې پيدا کړ. دمساوات دګوند پروګرام،په افغانستان کي دزړوفيوډالي نظامو نو دمنځه وړل اوپرځاي يې نوی ، توليدي نظام جوړول وه ، چي په رسمي تو ګه يې وهغه ته دسوسيال ډموکرا ټانودپرو ګرام نوم ور کړی وو. دهغوی مبارزه ددې پروګرام دپاره مسالمت اميزه ، قانوني اودډيموکراسۍ پر بنسټ ولاړه وه،هغوی پارلماني مبارزه ، دمظاهرو دلاري دخلکو دذهنونودروښانه کولو،دمساوات د جريدي په وسيله خلکوته خپل ږغ وررسول اودهمدغسي نورو قانوني لارو پر بنسټ يې خپله ډيموکرا ټيکه مبارزه پر مخ بيوله ، دمساوات ګوند په تيکنو کرا تانوکي پورنفوذ درلود.اوګوند يې دلوړپړو چارواکو څخه جوړسوی وو . چي ډيره برخه يې دهيواد هغه پيا وړي روښنفکران وه چي دلوړو زده کړو درلونکي وه . ښا غلی محمد هاشم ميوندوال دوخت تر ټولو ښه روښنفکره صدرا عظم ګڼل کيده ، دهغه دوخت يوه ډير مشهوره کيسه ده.( يو وخت دده دصدارت په پير کي دکابل پو هنتون محصيلانو مظاهروکړه اومظاهروڅوورځودوام پيداکړپه پای کي ښا غلی ميوندوال صاحب خپله پوهنتون ته ولاړی اوهلته يې دمحصيلانوسره دنژدې وکتل اودهغوی غوښتنې ځيني وپوښتلې، چي په دې ترځ کي يو احساساتي زده کونکي ځوان دميوندوال صا حب وغاړي ته لاس وروا چا وه .نوميوندوال صا حب ځيني وپو ښتل چي ته زما کميس يا نيکټائي را هيله کړه او په ارمو عصابو ماته ووايه چي تاسي څه غواړی ؛ محصيل چي ډيراحسا ساتي سوی وو،نو يې په لوړآوازمرحوم ميوندوال صا حب ته وويل:(( موږ ديموکرسي غواړو ، ديموکراسي غواړو…)) نوميوندوال صاحب ورته په ځواب کي وويل: چي تردغه لوړه اولویه ډيمو کرا سي په نړۍ کي تا په کوم ځای کي ليدلې ده … چي تا يوه زده کونکي فاقد قدرت او داسي نور … دوخت يو با قدرته صدراعظم تر غاړه نيولی دی او بيا هم هغه په جاراوقربان خبري درسره کوي ، دا دنړۍ يوه بې ساري ډموکراسي ده … تاسو خپل درسونه زده کړی او هيوادمو په اقتصادي يا وټيزلحاظ پياوړی کړی ترڅو دنړۍ سيال هيوادسي ) .
خو په هر صورت دميوندوال دوخت آزادي او دپو هنتون دزده کونکو دډموکراسۍ ږغونه او چت وه ، اود افغانستان په تاريخ کي بې ساري وه . دميوندوال ګوندهم پرډيمو کراسي ولاړ ګوند وو.خوپه هرصورت ښا غلی ميوندوال هم په ملي او بين المللي ډګرکي يو نامتواو دشهرت خاوند وو ،چي دنوموړي شهرت او نفوذ څخه يې دوخت شا هي رژيم په ويره کي سو او بلااخير يې دصدارت دچوکۍ څخه ليري کړی ، خو هغه شهرت چې درلودی هغه يې نورهم ډيرسواوپرولسونوبا ندي ګران او ګوند يې هم ور ځ تر ور ځي توان مند کيده. د سوسيال ډيمو کراټ ګوند دپخونيواوتجريبه لرنکو خلکو څخه جوړسوی وو ، چي ډيره برخه يې دهيواد مشرانواوسپين ږيرو جوړول .خو دا خبره هم ديا دولو وړ ګڼم ، چي څه وخت چي مر حوم محمد هاشم ميوندوال دصدارت دچوکی څخه ليري کړل سو نو يو لړ علي رتبه ما مورين او محا فظه کاري حلقې يې هم دګوند څخه استفأ وکړه اودميوندوال صاحب دصدارت په وخت کي چي ځيني خلک پر را ټول وه هغوی دګوند څخه په خپله خوښه ووتل اوګوند ديولړعنا صرو څخه خالي سو، خو په دې وخت کي بيا هم مرحوم محمدعلم بڅرکی دپخوا په څيرورسره ملګری او دګوند دمنشي په حيث يې دښا غلي ميوندوال تر مشرۍ لاندې ملي او ډمو کرا ټيکه مبارزه دمسا وات په ګوند کي پرمخ بيول .اوتر پايه دميوندوال ملګری پاته سو . خو څه وخت لانه وتيرسوی چي دسرطان پر ٢٦په ١٣٥٢هـ ش کال کي شاهي رژيم تغيروخوړاونوی رژيم دسردار محمد دا ود خان په مشري را منځته سو.اودلومړي جمهوري ريا ست خښته کيښودل سوه ، په ټولنه کي هرڅه تغيروکړ.شعارونه جمهوري سول اودچاروواګي يولړچپواوانقلابي ګوندونوته وروسپارل سوې ، خو يو لړ ملي خلک هم دچارو په واک کي را شا مل سوه، چي ددې جملې څخه عزيزالله وا صفي ، حسن شرق ،عبدالحميد محتاط ،عبدالروف بينوا،علي احمدخرم اوداسي نورکسان،خوهغه کسان چي په چپواوانقلابي ګوندونوپوري يې اړه درلودله لکه خلک ا وپرچم هغوی هم په قدرت کي ورشريک کړل سوه چي نا متويې پاچا ګل وفار دار دسرحدونووزير،فيض محمددداخلې وزيراوداسي نوردواليانو او ښارو ا ليا نو يا ولسوالانوپه سطحه دقدرت ودرجوته ورسيدل ، ښا غلي سردار محمد داود خان خطاب به مردم ښه او متر قي پروګرام درلود، چي تر ډيره ځايه دفيوډلي زړو منا سباتو پر ضد او ټولنه دنوي توليدي ټولني درا منځته کيدو په خا طريې دښځو حقوقو ، دښځو آزادۍ ، دښووني اوروزني نوي سيسټمونه اويولړپروژې يې ترکارلاندي ونيولې اودخپل اوه کلن پلان په درشل کې دپام وړنوي سيسټمونه دهيوادپه مختليفو برخوکي رامنځته کړې،چي په هيواد کي دمترقي ګوندونواو ملي فعالو حلقو دپا ملرني وړ وګر ځيده او په ملي سطحه يې پلويان هم پيدا کړه ، خو په ملي برخه کې خپل هيواد آزاد ګاڼه او دهيڅ يوهيوادتراغيزي لاندې افغانستان نه راوسته اونه يې دکومي ايډيا لوژۍ په خاطردخپل هيوادآزادي ترخطرلاندي را وستل . هغه دپا کستان اوهمسايه هيوادو سره دهمزيستي مسالمت اميزتراصولواوقواعدولاندي دوستي غو ښته ؛ خودبده مرغه يې دپا کستان سره دپښتونستان دآزادۍ اوډيورنډ دمنحوسي کرښي دنه منلوپه خا طر يې يوا زني اختلا فات ډير سوه ، چي په پای کي ديواو بل په مقابل کي دتبلغاتواو سوړ جنګ تر سرحده يې يواوبل سره تخريبول .او په پای کي خطرديوه نوي اوګرم جنګ هم را منځته سو، چي په نتيجه کې په سرحد کي ديولسمي فرقي ٦٦غونډهم ورزيات کړاودتورخم پرسرحديې ځای پرځای کړ.هم دغسي پا کستان هم خپل فوځ دافغا نستان پر سرحد سره ځاي پر ځای کړ . ټولو مترقي ګوندونوښا غلی سردارمحمد داوددملي قا عد يا ملي را هبر په حيث پيژنده چي په دې وخت کي دمسا وات دګوند دخوا هم دداود خان جمهوريت تا ئيدسو. او مرحوم محمد علم بڅر کي په يوه شخصي ليک کي ومر حوم دا ود خان ته داسي وليکل :

دمرحوم محمد علم بڅرکی هغه لیک چي مرحوم ریس جمهورمحمد داودخان ته ئې لیکل وو، ټیپی ډول یې په لاندي ډول دی.
بحضورعالیقدر جلالتماب رهبرانقلاب ما !
بعد از اداب مخلصانه :
محمد علم ولد حاجی محمد انور خان اچکزی بحضور النجانب چنین عرض دارد.
محترمأ ؛ ازاوانیکه رژیم شرافتمند وباوقارجمهوریت توسط قربانی بیمثال شما ورفقایتان نصیب این کشور ګردیده.سپاسګذاری آن تا آبد دوش ما خواهد بود.ولی نا ګفته نه باید ماند که غرس این نهال جمهوری برسرزمین شده است که یدهاسال درآن تخم قبیله پرستي وغیره پاشیده شده .بوی نفاق ،بیعقلی وحتی اجنبی پرستي ازآن میآید.اعتراف باید نمود که نمواین نهال نورس درین سرزمین مشکیلات بسی دارد.باید جمهوری ما یک جمهوری واقیعی ،ملی وډموکراټیک باشد.که درآن نماینده ګان روشنفکروطن نمایان باشد.ووطن سوی یک شاخص معین سوق داده شود.
اګرنظریه فوق موردتائید وقبول رهبرماباشد .اینجانب به همه معنی وصممیت دست همکاری خودرابحضور درازمینمایم. بااحترام محمد علم بڅرکی
لاس لیک
نیټه : ۳ – ۲ – ۱۳۵۳هـ ش
نوټ: پورته عریضه او صورت حال می په جلال اباد کي وه واصفی صاحب ته په داسي حال کي چي جیلانی خان هم حاضروو، ورښکاره کړه.عزیزالله واعده را کړه،چي زه به زمینه مساعده کم،چی درهبرسره وګورې.اوپر موضوعومخامخ خبري ورسره وکې، داخبره هم باید هیره نه سي.چي عزیزالله واصفي دنه همکارۍ ګیله را څخه کړې وه،ځکه نو ما خپله همکاري په پورته شکل ور وړاندي کړه،چي ملی رهبرته ئې ورکړي. داعریضه داصل نقل دی.
پورته ليکنه،چي دليک يومخ اوبل مخ دی،په لومړي ځل دجمهوري نظام ملاتړپه کښي څرګند سوی دی ، ديوه روښنفکر په حيث اودګوند په مشری يې نوموړی ليک خپله دسردارمحمد داودخان په نوم او ادرس ور وليږه ، خوهغه ته هم نوموړی ليک ورورسيده اوداتمنان ځواب يې هم ترلاسه کړ، داهغه وخت دی چي مرحوم محمد ها شم ميوندوال په نړيواله سفر تللی وو.اوهغه پررسمي کارونوبرسيره يې دخپل صحت په باب هم څه کارونه او ضرورتونه درلودله.او په دې وخت کې دعراق څخه دمرحوم محمد علم بڅرکي سره اړيکي درلودلې ، ښاغلي ميوندوال صا حب چي دسرطان پر ٢٦ نيټه په افغانستان کي تشريف نه درلود،نوڅه وخت چي دسردارمحمدداوددکودتاڅخه خبرسو اودجمهوريت ږغ يې په خپل هيوادکي واوريده نوسمدلاسه يې دخپل ګوندسره تماس ونيوه.او دګوند په استازيتوب ښا غلي محمد علم بڅرکي وخپل لارښود ته اتمنان ور کړ؛خو ښاغلی ميوندوال يې دراتګ څخه منعه کړ، صلاح اومشوره يې ورنه کړه چي په دا سي نازک حالت کي دي دی ، هيواد ته بيرته را ستون سي ؛خو ښا غلی ميوندوال چي يو هيوادپرسته افغان وو، زړه يې طاقت ونه کړ، چي په هيواد کي دي دومره ستره پيښه سوې وي اودی دې دبهرڅخه تماشه وکي ، نو سمدلاسه هيواد ته را ستون سو.او په هيواد کې پرله پسې دجمهوريت دتا ئيد غونډي هم جوړي کړې .او دسردار محمد داود څخه يې دلاښې ډيموکراسۍ اوپه هيوادکي دآزادۍ،رفاه،استقلال اويوه واقيعي جمهوريت دتامين په خا طرخپل ملا تړهم اعلان کړ . خو بيا هم دبده مرغه په هيواد کي هغه عنا صر دسردار محمد داود پر شاه وخوا را تاو سوي وه ، چي دهيواد په چاروکې صلاح اومشوره دپرديوڅخه اخيستل او ميوندوال يوا زنی هغه کس وو ، چي په هيواد کې هم په روښنفکرانو اوهم يې په خلکواوتکنوکراتانوکي پوره محبوبيت درلود ، چي نوموړی ملاتړاومحبوبيت په مجموع کي ددې سبب سو چي دوخت واکداران په ډار کي سوه او ښا غلی ميوندوال يې دجمهوريت ددښمن او کودتاچي په نوم بندي کړ.او دهغه په اړوند يې يولړ مشهوره هيواد پال هم ورسره ونيول چي نا متو يې عبارت دي له : محمدعارف شينواری ، دسپن زرد شرکت مشرسرور ناشر، عبدالرزاق ميونداو ځيني نور ملي خلک ،مخورخلک،عسکري صاحب منصبان اوداسي نور….ونيول سوه. خو دګوند دغړو څخه يوازي په دغه شپه چي ميوندوال صاحب نيول کيږي دمحمد علم بڅرکي کور هم محا صره کيږي او خپله محمد علم بڅرکی يې هم دکوره وايسته او په وزارت دا خل کې نظر بند کړ .په دې وخت کي محمد علم بڅرکی ،په کابل کي دخير خانې په شمالي برخه کي چي پنجشيرواټ يې باله هلته په يوه کرايي کورکې هستوګنه کول. نوموړې سيمه دپوليسواوپټوپوليسو دخوا تر کنترول لاندي را غله او په شپه کې مرحوم محمد علم بڅرکی دځانه سره بوتلی ، چي دځای په باب يې هيڅوک هم نه پوهيدل ، خو پسله هغه چي په هراړخيزه توګه يې دکور تلاشي وا خيسته.اوهيڅ کوم داسي سند يې هم پيدا نه کړ، چي پر هغه دي دمساوات دګوند ثبوت دکودتا په باب وسي ، يا دي دمر حوم محمد علم بڅرکي څخه دا سي خبري ترلاسه سي ، چي نوموړې کودتا دي دمساوات يا محمد ها شم ميوندوال دخوا څخه تر تيب سوې وي . نويې پسله څوورځوتحقيق څخه دمساوات دګوندمنشي محمدعلم بڅرکی بيرته راخوشي کړ. ولي دنورتحقيق دپاره تقريبأ دوې مياشتي وزارت دا خلې ته هره ورځ دپوښتنودپاره ورتلۍ.په نوموړي تحقيق کي ديادولووړکيسه دوزیرصاحب فيض محمدخان خبري اوتحقيق دی چي په مخامخ ډول يې ديوه ډيالوګ په څيردمرحوم محمدعلم بڅرکي سره په لاندي ډول ترسره کړ.
لومړۍ پوښته وزيرصاحب داخله:تاسي کودتاکوله دافغانستان دجمهوري دولت په مقابل کي ؟ .
ځواب : محمد علم بڅرکی : زموږ دمساوات دګوند په مرام کي کودتا نه ده تا ئيد سوې ، ځکه زموږ مبارزه مسالمت اميزه ، قانوني او پارلماني مبارزه ده .
سوال :تاسي په نظامي برخه کي جلب او جذب درلود او ځيني جنرالان مو دځانه سره دنظامي عمل دپاره جذ ب کړي دي .
ځواب : تاسو په خپل ټوله توانايي زموږ دکور اسناد بيله کوم مشکيله تر لاسه کړي دي او دګوند پرو ګرام هم دا اوس ستاسو مخ ته پروت دی په دې کي دکوم نظامي شخص نوم هم نه سته او نه په نظامي برخه کي زموږکوم منصبدارزموږ سره په پټو خبرو يا کودتا کي شامل دی ، کودتا هغه ګوندونه کوي ، چي دخلکو پر اراده با ندي عقيده او ايمان ونه لري ، چي دنيکه مرغه موږ پر خلکو باندي عقيده لرواوخلک هم زموږ سره په مسالمت اميزه مبارزه کي شا مل دي .
پوښتنه : دوزيري داخله فيض محمد پوښتنه :ميوندوال موږته يو ملي خائين دی؛ته په دې کي څه وايي؟: نوموړې کلمه تاسي تر وخت تر مخه استعمالوی ، ملي خيانت هغه وخت څر ګنديږي چي يوه بې طرفه علني محکمه داسنادو پر بنسټ دخلکو په مخ کي دا ثابته کړی ، چي څوک مجريم اويا څوک بې ګناه دی. خو که تاسي داسي اسناد ولری نو تاسي يې محکمې ته وړاندي کړی ، چي دهيواد ټوله خلک پر هغه با ندي خپل قضا وت وکړي.که نه نوتاسي دزورپرچوکۍ ناست ياست او عدالت مو دپامه غورځولی دی … په داسي حال کي چي وزيري داخله په قهرسواودخپلي چوکۍ څخه ولاړ سو لاسونه يې پر ميز کيښودل په ډيردر د يې ومر حوم محمد علم بڅرکي ته وويل : لږوخت بعد به دغه اسناد خلکوته وړاندي کړو .
پوښتنه : ته دګوند دوهم غړی او منشي يې ؟
ځواب : بلې هو دګوند غړو ماته دغه دنده را سپارلې ده .
پوښتنه : ميوندوال يو کودتا چي دی او خائين دی!! اوته با يد موږ ته دغه دګوند په نما ينده ګي راته نويشته کړې، څوستا اودګوند مسؤليت خلاص سي . خائين دی که نه دی؟
ځواب : زما خپل نظر په شخصي لحاظ دادی ، چي ميوندوال زموږ دګوند مشرووموږ دهغه په باب نه پوهيږو اونه موداسي اسناد تر لاسه کړي دي،چي دهغه دخائين توب سبب دي سي.او که مو چيري تر لاسه کړه بيا به نه دا چي زه دا قضا وت وکړم بلکي ؛ ګوند به هم دهغه په باب دغسي نظر وړاندي کړي .
پوښتنه : بيا هم وايم ميوندوال کودتا کوله اوهغه څوک چي دجمهوري نظام په مقابل کي کودتا کوي هغه با يد يو خائين وګڼل سي ته موږ ته وليکه دخپل کوند په استازي توب چي ميوندوال هيواد ته خائين دی ، نوموږ به تا اوستاسي ګوند دميوندوال څخه جلا کړو .
ځواب : ښا غلی وزير صاحب ؛ که ته چيري زما شخصي نظرغواړې او پر ما ددې فشارراولې ، چي زه ديوه فرد په صفت تاسي ته وليکم چي ميوندوال خا ئين وو ؛ دابه تاسي ته څه ګټه ورسوي … او که زه دمساوات دګوند په استا زي توب تا سي ته وليکم چي دګوند پريکړه داسي ده چي نور ميوندوال زموږ سره نه دی او هغه يو خائين دی . نو تاسي ته توسيعه کوم چي تاسو لو مړی زموږ ګوند په رسميت وپيژنۍ او هغه ته دفعاليت زمينه برابره کړی …. نو به موږ پر دې خبره با ندي غوروکړواودګوند غړي به خپل تصميم تاسو ته اعلان کړي ، ولي دبده مرغه تاسو خپله اعلان کړی دی. اوټوله ګوندونه مومنحل کړي دي .نوهر وخت چي تاسو ګوند په رسميت وپيژند هغه وخت به موږ هم پريکړه وکړو ؛ کنه !نو زما ځانګړی نظردارزښت وړ نه دی.

محمد هاشم میوندوال
د۱۹۱۹څخه تر۱۹۷۳م پوري
پوښتنه : غواړې ډيپلوماسي را سره وکړی ؟
ځواب : نه ، نه غواړم ؛ يوزي غواړم چي قانوني خبري سره وکړو .
په دې وخت کي نوموړي وزير صاحب ټليفوني اړيکي ديوبل لوړ پوړي چارواکي سره ونيول ، دمرحوم محمد علم بڅرکي په وينا ډير ګمان کيږي ، چي نوموړي ټليفوني اړيکي به دانقلاب ٢٦ سرطان دلارښود سره وې ؛ ولي دخبرو موضوع يې همدغه وه ، داسي معلو ميده چي دموضوع په باب ګذارش ورکوي .پسله هغه چي دټليفون خبري پا يته ور سيدې ، ومر حوم بڅرکي ته يې مخ را واړا وه اووې ويل : سخت ډيپلو ماټ يې اوس ولاړسه اواينده به هره ورځ دلته را ځې اودتحقيق څانګي ته به حاضري ورکوې .داسي معلو ميدله چي ښاغلي وزيرصاحب دانقلاب دلارښود سردار محمد داود امر پرځای کړ.اودهغه ددستور سره يې سم ومرحوم بڅرکي صاحب ته دکوردتګ اجازه ورکړه.چي پسله هغه دلومړي ځل دپاره کورته په داسي حال کي ولاړی،چي خپلوان او دهغه انډيوالان ټوله ورته پريشانه وه ، په ډير بيا ښاغلی پوهاندعبدالشکوررشادصاحب چي دکوروڅنګ ته يې کوروو . اودپيښي ورسته يې يولړ اسناد دمساوات دګوند په ار تباط له ځانه سره يووړه ؛ داهغه اسناد وه چي يوازي دمساوات دګوند په ډيروباوري غړو پوري يې اړه درلودله ،يعني ګوندي پټ اسناد .
نوموړی عمل دپوهانداستاذعبدالشکوررشاديو ددوستۍ، وفادارۍ او قربانۍ څخه ډک عمل وو ، چي دخپل انډيوال دپاره يې دغه خطر پر ځان ومانه او اسناد يې خپل کورته په پور دلاورۍ سره را وړل .
پسله هغه هم تر ډيره وخته دمساوات ارشيف دمرحوم عبدالشکوررشاد صاحب په کورکي پروت ؤ.که څه هم رشاد صاحب دمساوات په ګوند کي نه وو.اودګوندڅخه وتلی وو،خو بيا يې هم خپله علاقمندي دخپلو دوستانو سره ښودل .داوخت دسردار محمد داودخان دجمهوريت لومړۍ ډيره درنه سيا سي لوبه وه ،چي دمر حوم محمد هاشم ميوندوال په مرګ سره تمامه سول .دهغه څخه ورسته ټوله سياسي ګوندونه پټ اوتر مځکي لاندي مبارزوته ادامه ورکول،داځکه چي سردار محمد داودخان خو پخوا لاهم په ليوني سردار او يا( سره) سردار سره نوم درلود. او هغه په شاهي خاندان کي يو تحول غوښتنونکي مخور ګڼل کيده . ولي ؛ دديکتاتوری تاريخ يې هم درلود.
پسله هغه چي محمدعلم بڅرکی دفيض محمدوزيري داخله څخه رخصت سو ، نودتړون له مخي به هره ورځ دتحقيق شعبې ته دتحقيق په خاطرورتلۍاوتحقيق به يې ور کاوه ، چي پسله يوې مياشتي څخه مرحوم محمد علم ډير په عذاب سواړبيا يې دمرحوم خان محمد ايوب خان سره دغه موضوع داسي شريکه کړه. (( چي هيڅ هم نه سته خو دولت مي په عذابوي اوهره ورځ مي دڅيړنو دپاره غواړي او ډيري تقرارپوښتني را څخه کوي،حتادهغو مجريمانو اوزونه را باندي اوري کوم چي زه په خوشنۍ کيږم.)) چي ددې ورسته خان محمد ايوب خان اڅکزي دمرحوم سردارمحمدداودخان سره وخت وا خيستۍ او موضوع يې دنژدې ورسره وڅيړل ،خو دمرحوم خان صاحب دخولې قيصه ده ، چي هغه دمحمد علم بڅرکي پيژندلګلوي وغو ښتل او هغه هم په بشپړه تو ګه دمرحوم محمد علم بڅرکي پيژندلګلوي اودهغه دکورنۍ په باب څه نا څه معلو مات ورکړ.خو څه وخت چي مر حوم سردار محمدداود خان په دې وپوهيده ،چي مرحوم بڅرکی صاحب دمرحوم حاجي محمد انور خان اڅکزي زوی دی.نويې سمدلاسه دهغه دتعقيب دوسيه ور وتړل .اونورنووزارت داخلې ته يې امروکړ، چي محترم بڅرکي بايد دکابل څخه وکندهار ته ولاړسي. تر څو دغه موضوع سړيږي .اوتاسي يا وزارت داخله دې دتعقيب څخه لاس واخلي، بيامرحوم بڅرکی هم دکندهار تګ ومانه ؛ داځکه چي هغه په دې باندي پوهوو، چي په دولت کي پر ملي عناصرو برسيره ،نور بهرني لاسونه هم سته ، چي دملي خلکو دکړاونو سبب ګرځي ، هغه په دې هم پوهيده ، چي دميوندوال صاحب په وژنه کي دځينوهغه عناصرو لاس هم سته ، چي دوخت دشوروي اتحاد سره يې پټي اړيکي لرلې. په رښتيا هم وخت ډير نازک اوحالات يوه نامعلومه لوري ته دتګ په حالت کي وه،خوپه هرصورت په دې وخت کي مرحوم محمدعلم بڅرکي يو ليک هم وښاغلي ريس جمهورته په لاندي عنوان سره دمرحوم خان محمدايوب په لاس وروليږی.چي دنوموړي ليک هغه اصلی نخسه يې فعلآهم دمرحوم محمد علم بڅرکي په ارشيف کي خوند ده او په لاندي ډول سره يې تاسي کتلای سی .خو څرنګه چي په يوه پاڼه کي نه ځاي ده ، نومي په دوهمه پا ڼه کي راوستل .( دليک په اخير کي لاس ليک ليدل کيږي ).

۱۳۵۲ – ۹ – ۱۶هـ ش
ښاغلی رئس صاحب دولت!
صحت او کامیابي دي غواړم –
عرض حال:دهغه بې ساري فداکاریوپه وجه چي تاسواوستاسوهمکارانو،مسلط شاهي رژیم زموږ داوږوڅخه ایسته کی ،زه څه!ټوله ملت دهغه مننه کوي – داچي جمهوري رژیم به کله خپله اصلي بڼه موږته راښی ،اوموږبه دخپلوآرزوګانومستحق کیږو- البته داس وخت تقاضاباید نه وي – خوعبوری اودا درمیان دوره چی دشاهيرژیم اوائنده جمهوری نظام په مابین کي وه، پرځنی کسانو،خصوصأ پرماباندي ډیره ګرانه تمامه وه. تاسو ته بهتره معلومه ده،چي میوندوال زموږدجمیعت سړی وو،کوم وخت چي ددوی ګرفتاری کیدله – ترهغه ډیرپخواجمیعت دمترقی ډموکراټ جمهوری رژیم ستاسو او ستاسو دهمکارانوفداکاری دیوه جمیعتی تصویب په اساس منلی وو.اودهغه پلټني له مخي چي دداخلې وزارت په دغه موضوعوکی وکړی.دمترقي ډموکراټ نوموړی تصویب دفوتوکاپی په شکل درتسلیم سو.او ما خپله داموضوع ( چي جمیعت دمیوندوال وهغه افکا راو خیالاتو ته مسؤلیت نه لري، کوم چي دوی تر جمیعت دباندي درلودلی)دسرحداتو وزیراوبیا په څوواره دداخله ویزارت وه مؤظفو مامورینو ته په ثبوت ورسوله،خوسره له دې هم داڅوعمرکیږي زما حاضری په داخله وزارت کی را باندي جبري سوې وه، چی داسي معلومیږی چی دوی ته داشک پیداسوی دی، چي زه به کوم خارجي مملکت ته دخپل مملکت پر خلاف پناه ور وړم.
ښاغلی ریس صاحب! زه یو پښتون یم.اوزما کړه زما دژوند په سیر کي ډموکراټیک،علني اواوصولي را غلي دي.دپښتنولی په شهامت اوداصولو په صیحت والي زه ایمان لرم،نوځکه بیره اوډار ډیرلږ ماته په مخ کي را ځي،زه دخپل وطن زندان ته تر هغه ماڼی چي دبزدلی او وطنفروشی په خاطریې څوک پیداکوي ترجیح ورکوم .
نوپه ډیر احترام خواهیش کوم چي یادي هغه بندیزونه چي دحکومت له خوا را باندي ایښوول سوي دي ایسته سي.اویادي سم د م د بنديخانې کوټه را ته معرفي سي . اوکه نه هغه وسي او نه دغه نوبه زه خپله دبندی کیدو دپاره ځان چمتو کم. او دا فیصله به پر ما باندي په زور ترپلی سوي وي.او په پای کي په ډیر احترام عرض کوم، چي دذاتالبیني اجتماعی مسائیلودتشریح او څیړنو دپاره په مستقیم ډول ستاسو سره دیوه مجلس ضرورت حتمي بولم،البته زما مرجع دغوښتني دمحمد ایوب خان اڅکزی ټیلفون دی.په درناوي .
محمد علم بڅرکی دحاجي محمد انورخان اڅکزی زوی کندها ر .
لاس لیک
نیټه : ۱۶ – ۹ – ۱۳۵۲ هـ ش

محمد داودخان دجمهوریت په لومړنیو کلونو کي

څه وخت چي نوموړی ليک سردارمحمد دا ودترلاسه کړ،نويې خوښي وښودل .داځکه چي دسردار محمد هاشم خان او خان محمد انور خان اڅکزي ترمنځ دانډوالۍ سا بقه لرغونې وه. او دسقاوي دولت په را پرزولو کي دواړو ښه شناخت يودبله در لود.
په دې جريان کي ښا غلی ميوندوال په شهادت ور سيدی ، چي ددولت دلوري يې اعلان وکړ، چي ميوندوال خپله ځان په نيکټائي وژلی دی.ولي عيني شاهدان په دې باور دي چي هغه دچارواکو دخوا څخه په ډير ظالمانه توګه په داسي حال کي په لغتوووهلوچي ووژل سو،مر حوم ميوندوال تازه دنس يا ميدې عمليات هم کړی وو ، دزخمونوتارونه يې بيرته جلا سول او په شهادت ور سيدی .
ښا غلی ميوندوال دمر حوم محمد علم بڅرکي هغه وخت انډوال سو کوم چي هغه دصدرا عظمۍ پر چوکی کښينا ست او په ملي خلکو پسې تلاښ کاوه .خو څه وخت چي دصدرا عظمۍ دچوکۍ څخه برطرف سو هم يې دښا غلي بڅرکي سره انډيوالي او ملګرتوب درلود. دا په دا سي حال کي چي يو لړ نور ملګري يې ، دصدارت څخه ورسته دګوند څخه استعفا وړاندي کړه ،خودمرحوم بڅرکي په زړه کي دښا غلي ميوندوال مينه دژوند تر پا يه موجوده وه اود مسا وات په ګوند کې دهغه دمر ستيال په توګه دنده تر سره کوله ، خو پټه دي پاته نه وي څه وخت چي پر ګوند با ندي دا تور ولګيده چي دسردار محمد دا ود خان دجمهوري رژيم پر ضد ګوند کودتا کړيده ، خو په ډيره ميړانه مر حوم بڅرکي دا غلط تور ايسته کړ او دګوند دټولو غړو څخه يې په پوره ميړانه سره دفا ع وکړه .هغه وخت چي دمر حوم محمدعلم بڅرکي پلار مر حوم حاجي محمد انورخان اڅکزی وفات سو،نوښاغلی صدراعظم محمد ها شم ميوندوال يې کند هار ته دفا تحې دپاره حا ضر سو .خو څه وخت چي دمر حوم محمد علم بڅرکي خوښې وفات سوه اوهغه ونه کولای سوای چي دډيرو مصروفيتونو په وجه راسي نويې يو رسمي کارت په لاندي ډول ور ته وليږی .پر نوموړي کارت دمرحوم بڅرکي له خوا ليکل سوي دي ، چي نوموړی کارت دببو دپاره دی او ببو دهغه خواښې وه ، چي دمر حوم حاجي عليجان خان خانمه او دسا جدې بڅرکي موروه . چي په ١٩٦٩ کال کي وفات سوې وه .همدغسي هغه کسانو چي دمر حوم محمد علم بڅرکي سره يې شناخت او دوستي سوې وه ، هغو بيا تر پايه او په هر ښا دي او غم کي داړيکو پر بنسټ پالنه او دومداره شناخت ساته ، ددې خبري معنا دا ده ، چي دهغه شناخت اودوستي په رښتيا وه ، دا ځکه چي اوس هم دهغوی داولادونو تر منځ هم هغه مينه سته لکه څنګه چي دنژدودوستانو ترمنځ اړيکي وې.لاندي لیک دمرحوم میوندوال په خپل قلم پر کارت باندي لیکل سوی دی، هغه وخت چی دمرحوم محدعلم بڅرکي خواښې وفات سوهو نو مرحوم میوندوال صاحب نوموړی کارت کندهار ته را ولیږی اودببودمړیني په مناسبات یې دغه جمله ورته لیکلې وه، که څه هم دلیک نخښه ډیره خامه ده،نوزه به یې کټ مټ ولیکم: ښاغلی او محترم وروربڅرکی.خدای دي ستاسوعمر ډیرکي. محمدهاشم میوندوال.لاس لیک
پورته لیک دببو دمړیني په مناسبات لیکل سوی دی ، چي دمرحوم محمد علم خواښې کیده دمړیني
نیټه ئې:1969م چي د۱۳۴۳ – ۵ – ۱۸هـ ش سره برابره ده. په همدغه توګه څه وخت چي مرحوم ميوندوال ترورکړل سو، په بنديخانه کي ووژل سو، نورنودهغه سره سم دمساوات پرګوندهم بنديزونه ډيرکړل سوه او دهغه ملګري تر سخت امنيتي تعقيب لاندي را غله او ګوند خپلي اړيکي تريوه وخته په ډيرمخفي ډول سره ساتلې خو بيا په ورسته کي ګوندي اړيک ضعيفه سوې اوبلاخره بيخي سره و شکيدلې،ولي په شخصي شناخت يې ديوې حلقې په ډول ليدنه اوکتنه سره درلودله ، چي په دې وخت کي دثور دمياشتي په پيل کي دخلق ډموکرا ټيک ګوند پر را هبری هم بريد وسو اويولړ مشران يې دنور محمدترکي اوببرک کارمل په شمول سره ونيول.او زندان ته ټيل وهل سوه ، خو په دې وخت کي ډيرکمي ورځي تيري سوې ، چي دحفيظ الله امين په مشری او دوخت داتحادي جما هير شوروي په مستقيمه همکاري اوملاتړسره دثورپراومه نيټه دفوځي لاري انقلاب رامنځته سو ، چي نوموړی ، تحريک دوخت څخه تر مخه په سرو شعارونو سره داتو فرمانونوپه پرله پسې اعلانولو سريې دټولني دنوي زيربنا خښته کيښوده ، نوموړو فرمانونو دوخت او زمان ، دولسونو دذهنونو،دټولني دعيني شرايطواوتطبق هيڅ قانون مندي نه لرل .نو يې په ټولنه کي ، دښمنان او کورني جنګونه را وسپړل اوډير لږوخت لا نه و تير سوی ، چي په ټولنه کي جنګونه او منظمي جبهې اود خلکو مقاومتونه را منځته سوه ، خو په مقابل کې دولت هم په جدي عکس العمل لاس پوري کړاو دست جمعي مرګونه دپليګون په سيمه کي ، دپل چرخي وبنديخانې ته په زرهاو انسانان دبند په ناوړه ډول بندي کيدل او ډير نور ظالمانه شکنجي او فشارونه پرخلکووتر پل سوه . چي په همدغه وخت کي پر مرحوم محمد علم بڅرکي هم فشارونه را غلل او ودې ته مجبور کړل سو،چي په لومړي سرکي دسازش دلاري دخلکيانو سره ګذاره وکي ، خو ونه سول او په پا ی کي ودې ته مجبور کړل سو ، چي هيواد پريږدي او دځان او کورنۍ دساتلو په خا طر يې وقوم ته پناه يووړه . او دګليستان په کلي کې ځانته په خپلو پيسو کور جوړ کړاو هلته يې استوګني ته تر جيع ورکړل.مخکي تردې چي په ټولنه کي د خلکو او حکومت دخوا څخه بې باوري را منځته سي ، ښاغلي محمد علم بڅرکي او دهغه ملګرو ډير کوښښ وکړ، چي دثوردانقلاب پروسه پر سمه او ولسي لوري حرکت وکي نو يې دخپلو تلاښونو په جريان کي يوه غونډه جوړه کړه او دغو نډي څخه ورسته دوه کسان يې ، دخپلو استاذو په تو ګه وښا غلي ريس جمهور ( نور محمد ترکي ) ته ور وليږل.اوهغه يې دانقلاب دانحراف څخه خبرکړ.چي نوموړي کسان ښا غلی فيض محمد انګاراو ښا غلی جيلاني خان الکوزی چي په مدير صا حب جيلاني خان با ندې هم شهرت درلود، هغوی چي دافغانستان په ټولنه کي نامداره او ډير لوړ شخصيتونه وه،خپله نورمحمد تر کي هم په ځا نګړې توګه احترام ورته درلود.اودويښ زلميانودغورځنګ ملګري او انډيوالان يې وه . دارګ په ګلخانه کې يوه ورځ ورسره تيره کړه او ډوډۍ يې هم په قصر کي ور سره نوشي جان کړه ، نور محمد تر کي دهغوی پوره درناوی وکړ ، خو دبده مرغه داسي څر ګنديده ؛ چي دپيښو واګي هم دنورمحمدتر کي په لاس کي نه وې،نو يې ځکه په ډيره عاجزۍ سره ورته وويل ، چي زه خپله دخلک په مقابل کي خپل مسؤليت پيژنم ، خو زما سره ځوان خلقيان دپيښو په مقابل کي ځوان او احسا ساتي برخورد کوي .
هغه زياته کړه چي اوس په ټولنه کي انقلاب پيروزه سوی دی، هر څه دبدلو او نوښت په حالت کي دي ، زموږ سره اعظيم قوتونه ولاړ دي ، چي ممکن هد ف يې شاته سوسيا ليستي هيوادونه وه،هغه دا هم وويل: چي زموږ ځوانان خلقي ملګري صلاحيت لري،چي هغه څه وکړي ؛ کوم چي دوی يې په سيمه کي لازم ګڼي اوهرخلقي ولسوال زما استازی دی.نو ستا سو درنو دوستانو څخه موږ همکاري هم نه غواړو او تاسو ته زما توصيه داده چي ځانونه وساتی اوپه کورونو کي دپيښو ليدنه وکی .هغه په دې وخت کي دملي خلکو دهمکارۍ غو ښتونکی نه ؤ، بلکي تر ملي خلکو يې وايډيا لوژيکو او ګروپي خلقي ملګرو ته ډيره خو شبيني او تر جيع ور کوله ، خو څه وخت چي ښاغلی جيلاني خان الکوزی او ښا غلی فيض محمد انګار په دې پوه سوه . چي نورمحمد ترکی دپخواپه څيرفکرنه کوي اوانقلاب يوازي دځان اودخلقيانو دمبارزونتيجه بولي اودولس دقهره څخه دارګ تر دروازې دباندي خبرنه دی او که يې څوک خبروي هغه ته دمخالفه په سترګه ګوري .نو سمدلاسه ښا غلي انګار صاحب موضوع واړول اودپخوا په دود يې ټوکي را پيل کړې .او ترکي ته يې هغه پخوانی متل وريا دکړ.اوزياته يې کړه چي ترکې! زويه دترکو پا چهي به ځيني جوړه کړې((چي کته سی سپاره سی )). خو ترکي هم په مقابل کي يوه ټوکه ور سره وکړه اووي ويل : زما ملګري احساساتيان دي تاسو ځانونه وساتۍ اود کورو څخه دباندي مجلسونه او با نډارونه مه جوړه وی.
دثوردانقلاب په اړونددمرحوم محمدعلم بڅرکي دريځ :
دثوردمياشتي انقلاب چي دغوايي دمياشتي انقلاب هم ورته واي ، په هيواد کي ديوه ستربدلو په حيث دافغانستان خلکو ومانه او دهغه څخه يې دافغانستان په ګوټ ، ګوټ کي ملاتړهم اعلان کړ،په ډيره بيا دهيواد ملي او مترقي ګوندونو او مترقي حلقواوډلوپه خپل وارسره ددې نوي پديدې ملاتړ په ځانګړې او ټولنيزه توګه اعلان کړ.او ځوانه طبقه په ټولينيز ډول ددې انقلا ب څخه خوشحاله او ملاتړ کونکي وه. توقوع يې درلودله چي نوموړی غورځنګ به دافغانستان بد بختيو ته دپای ټکی کښيږدي ، يا هغه څه چي دنو موړي ګوند په مرامونواواساسنامو کي يا دکاغذپرمخ په نويشتو او کړنلارو کي راغلي وه ، هغه به په ټولنه کي عملي کړل سي .او افغانستان به يو نوی او مترقي افغانستان جوړ کړل سي.نو ځکه هم په دسته جمعي توګه اوپه انفرادي توګه دافغانستان دبيلا،بيلو ګوندونو د خوا څخه دبيا ابادولو طرحي وګوند اودولتي چارواکو ته ور کړل سوې ، چي ممکن علت يې دا هم وي چي هر ګوند اومترقي شخصيت غو ښتل چي خپل رسالت په همدغه زماني مقطعه کي ترسره کړي اوخپل کړ نلاره هم وحاکم ګوند ته ور وښوي او دافغانستان په را تلونکي کي ځانونه ددې خاوري دبيا آبادولودپار چمتوکړي.ښاغلي محمد علم بڅرکي دمساوات دګوند په استازيتوب دثور وانقلاب ته هرکلی ووايه ، خو درا هبرانو څخه يې غو ښتنه دا وه ، چي دخلکوواردو ته دي مثبت ځواب وويل سي ، ملي او ډيموکرا ټيکه هر حله دي په قا نونمنده توګه ديوې مرحلې په توګه په پوره حوصله دخلکودګټوپربنسټ سرته ورسيږي،خوداسي ونه سوه اود خلقيانو شعارونه او کړني په عمل کي دملي او ډيموکرا ټيکي مرحلې پرځای دوخت نه تر مخه په شعارونو سره بې نظمۍ را منځته کړې او لاندي شعارونه ستايل کيده .( دپرولټاريا ديکتاتوري ، دوې مر حلې شاته پر يښودل او په سوسيا ليستي مر حله کي قد م ايښودل ، ټيپک انقلاب ، خلقي ډيمو کراسي ، انتر نايسونا ليزم ، دنړۍ کارګرانو سر يوسی ) اوداسي نور.خو ځينو به بيا دغه انقلاب ملي اوډيمو کرا ټيک هم ګاڼه ، خوپه هرصورت په دننه دګوند کي پر پورته شعارونو مختلف نظرونه او فرکسينونه په ګوند کي دننه او دبا ندي جوړ سوه .په هيواد کي يوګوندي سيسټم را منځته سو،خو په ګوند کي دننه نه يوازي دپرچم او خلق کوندونه اوفرکسينونه سره جنګيدل ، بلکي خپله په خلقيانوکي هم دننه خورا ډيرفرکسينونه جوړسوه چي نامتو فرکسينونه دترکي او امين ترمنځ وه،حتا په پاي کي يواو بل سره ووژل . خو په هر صورت که چيري دحزب ډمو کرا ټيک خلق را هبرانو په ټولنه کي دهغه ملي اوسياسي باتجريبه کسانوخبري اوريدلي وای، نو به نوموړی انقلاب پيروزه او پرشاه نه تلونکی انقلاب وای.په دې باب دهيواد مترقي اودحساب وړسيا ست مدارانوخپل تاريخي اوسيا سي دريځ ترسره کړی دی .چي په دې لړ کي دمرحوم محمد علم بڅرکي اړيکي ديادولو وړدي ،کوم چي ديوه رسالت مند انسان په تو ګه خپل دا رسالت تر سره کړی هم دی .ښاغلي محمد علم بڅرکي او دهغه ملګرو په خپل وارسره ،هم په ټولنيز ډول او هم يې دخپل ځان دطرفه دپيوستون او يووالي هغه طر حي وړاندي کړې کوم چي دافغانستان خلکوضردرت درته درلود. او هغه څه چي دوخت نه مخکي په دې ټولنه کي پر خلکو تحميل کيده هغه ته يې هم دانقلاب را هبران او هم يې دګوند چارواکي ورته متوجه کړه ، خوهغوی دقدرت پرنيلي داسي سپاره وه چي دهچاه خبره يې هم نه منل اودا يې يوا زي دخپل ځان اوهغه کسانو چي دجوال خوله يې ورسره نيول دهغوکسانو يو ځا نګړی حق اوامتيازګاڼه. هغوی يوازي په دې فکر کي وه ، چي دلته دولتي ښې اوښادۍ دي او دوی پا چاهان دي او په مجموع کي ددولت خلک با يد يوازي خلقيان واوسيږي او يا هم هغه کسان وي چي هيڅ بل فکراو اندښنه ونه لري او په ټوله معنا ددوی غو ښتنو او فرمانونو ته ځانونه تسليم کړي.نو همدغه علت وچي ډيردشرينۍ موچان پررا ټول سوه اواپورتو نيستانو دومره ځای په کښي خپل کړ،چي اصلي خلک يې لا هم په کښي بيګانه کړه،دراهبرۍ دلوړو قدرنوڅخه بيا ترکښتو چارواکو پوري ټولو غوښتل چي ترځان کښته کسان دي دهغوی،هغه لاس پوڅي وي کوم چي په هر لحاظ دلوړ مامور په خدمت کي وي.دانقلاب را هبرانو دا نه سوای تحمل کولای ، چي انقلاب دي دايډيالوژۍ پربنسټ جوړاوعيار کړي ، چي په هغه کي هغه متخصيصين سره هم غاړي سي کوم چي په اينده کي دانقلاب دماشين په ښه توليدي پرزه سره تبديل سي. او نوموړی ماشين نور ددې توانمندي پيدا کي چي پر خپل ځان تکيه سي ، خو متاسفاته چي داسي ونه سوه اوماشين په ورووروسره دومره ضعيف سو چي دړنګيدوسره مخامخ سواوپه دننه کې هم خپلي پرزې داسي ماتي کړې ، چي انقلابي ماشين دتوليد څخه عـجز پا ته سو.نو نه يوازي دا چي په دننه دهيواد کي خپل ارزښت دلاسه ور کي بلکي؛ دهيواد نه بهر هم په تدريجي توګه بې باوره سو.او هغه نژدې دوستانو لکه اتحاد جما هيري شوروي هم خپل باور پر لږ کی .دخلقيانو په منځ کي هم يوپر بل بې با وري سره را منځته سوه او يو اوبل يې سره مړه کړه . هغه ډير ښه کسان يې يا پليګون ته وسپارل اويا يې هم په زندانو کي مړه او بنديان کړه.داوهر چاه ته جوته ده چي انقلابونه دايډيا لوژی پر بنسټ جوړيږي او ځا نته دوستان اودښمنان لري.خوکه دوستان حيرکي دښمنان به يې سروخوري .دلته موږ بيا هم ددغه لاندي طرحي په اساس دمر حوم محمد علم بڅرکي وه يو ځانګړي ليک ته پا ملرنه کوو، کوم چې نورمحمدترکي ته يې استولی دی .

په پورته لیک کي ونورمحمد ترکي ته دمسؤلیت دادا کولو لیک په دې خاطرلیکل سوی دی، چي دوخت بهانه جویه رژیم دخپلي حملې بهانه جوړه نه کی.
دافغانستان ډمو کراټیک جمهوري انقلابي شورا ریس نورمحمدترکی!
دثور داوومي (۷)ورځي انقلاب چي یو ملی ډموکراټیک انقلاب وو،دهیواد ټول مترقي عناصر په ویاړي.او هیله لري ،چي زموږ په ګران هیواد کي به دامپریالیزم او فیوډالیزم منحوسه لمن په هر اړخیز ډول ور ټوله کي.زه ددې قافلې دیوه فرد په حیث چي بیشمیره مشکلات مي په دې لاره کي ګاللی دي،تاسو اوستاسو فداکارو ملګروته دزړه له کومي تبریک وایم . نور محمد ترکی – ببرک کارمل – نور احمد نور – دکتورشاولی – دکتور صالح محمد زیری – سلیمان لایق . نقل داطل په شان دی ، نیټه : ۵۷ ۱۳- ۲ – ۲۳ هـ ش
محمد علم بڅرکی
په دې وخت کي دانقلاب اودوخت دانقلابي شورا سره همکاري هغه خصلت وو،کوم چي يو رسالت مندانسان يې دخپلوهيوادوالواوملګرو سره بايدوکي.داوخت کارکول په واقيعت کي ګران کارهم وو،خو دولت وښوخلکوته ضرورت درلود،نودښوخلکودنده وه چي خپل دمر ستي پيغام يې وړاندي کړی وای.اودادټولومترقي،آزادي غوښتونکواو پروطن مينو کسانو دنده وه چي دخپل ځان دطرفه يې خدای وهست خپل ملاتړ څرګندکړی وای ، که نه؟ نو! تردې خبري لاندي را تلای سو چي تاڅه وکړه په دې وخت کي؟؟. نو نن ورځ دهمدغه سند پربنسټ موږ ويلای سو،چي مرحوم محمدعلم بڅرکي ډير تلاښ ددې وکړ،چي هيواداوخلک دبدبختيوڅخه وژغوري.داچي ونه ژغورل سواودوخت چارواکو په تنهايي،چاري سرته رسولې، په دې کي شک نه سته چي يو تاريخي مسؤليت يې پر ځان قبول کړ. دا په دې چي ، دخلق ډيمو کرا ټيک ګوندپه دې وخت کي خلک هير کړي وه او يوازي يې دعيش اونوش په فکرکي خپل ځانونه ددولتي نشې په درياب کي غرق کړي وه.څو په پای کي دومره دخلکو او ولسونو څخه تجريد پاته سوه چي په بشپړه توګه يې دقدرت ساحه خالي او په پای کې پر بيګانه قوتونو تکيه وکړه . او په خپل منځ کي هم دڅوکيو او مادي نعمتونو پر سريواوبل دګور دچنجيانو په څير سره وخو ړل .او نا کامه سوه . که څه هم په دې وخت کي دخلک دډمو کرا ټيک رژيم څورلس کاله حکومت په داسي حال کي وکی ، چي هره ورځ به دخلکو اوولسونو دنوي ، نوي مقاومت سره مخا مخ کيده ، خو دوی په دغه با ندي ښه پوهيده چي خلک زموږ سره نه دي هم غاړي ، خو دقدرت مزې نه ايله کاوه. او هره ورځ به يې دکاغذ پرمخ نوي ، نوي درواغان او نويشتې ورته کولې او خلک به يې تيرايستل ، خو خلک نه تيروتل ؛ دوی يوازي ځانونه تيرايستل . دبيلګي په توګه : لومړی په هيواد کي ډيموکراټيکه جبهه طرحه سوه .خودا ښه کلمه وه اوخلکو هم دغه ارزولرله چي په دې جبهه کي به دهيواد منورين ، کسب کار، دلږو مځکو خاوندان ، کوچني سرمايداران ،ملي سرمايداران ، په هيواد کي هيوادپال مذهبي مشران ، ښځي او دمنورو ښځو استازي ،دکارګرانو استازي ، دبزګرانواستازي، دملي او ډيمو کراټيکو بنسټونو پر بنسټ ملي او ايډيالو ژيک ګوندونه به په يوه پراخه ملي او ډيمو کرا ټيکه جبهه کي سره را ټوليږي . اودملي اوډموکرا ټيک انقلاب ارمانونه به پر مخ بيا يي،دخارجي لاس وهنواوتيري په مقابل کي به ټوله هيواد وال سره يو موټي کيږي او خپل دهيواد آزادي ، پرمختګ ،رفاه استقلال اودسرحدونو ساتل به خپله دهيواد خلک دخپلي متحدي ملي ډيموکرا ټيکي جبهې دلاري کوي . خو دبده مرغه دا ټوله دکاغذپر مخ ليکل کيده ؛ خو په عمل کي هيڅ هم نه وه .هغه څه چي دوی کوله هغه ،يو ګوندي سيسټم ، اودهغه پر شاه وخوا دګوندي عضاؤ څخه جوړسوي اجتماعي سا زمانو نه وه لکه : صنفي اتحاديه ، چي دوی ورته دکار ګرانو نماينده ګان ويل ، دځوانانو سا زمان ، چي ډيره برخه يې دګوندي چارواکو اولادونه وه ، دښځو سا زمان چي هغه هم هغه ښځي په کښي فعاله وې کوم چي دګوند چارواکو سره يې دخپلوۍ او نوري اړيکي لرلې،دديني علماؤشوراچي اصلأيې صلاحيت هم نه ورلود اوهغه تجريد شخصيتونه وه چي په ټولنه کي يې هيچ نوم او نښان نه درلودی اوخپله چارواکوته هم دباورخلک نه وه .نو په داسي حکومتونو کي څنګه کيدای سوه ، چي نوي او مډرن شعارونه دي عملي سي. بايد سکوت يې کړی وای.او سکوت يې هم وکړ،خودا ډيرعمرمخکي لابايد دتاريخ کندي ته ديوه بد رژيم په حيث ورسپارل سوی وای. خو دډير ځنډ اوڅورلس کلن مقاومت وجه يې پر دوبرخو ويشلای سو .
لومړی : دانقلاب پرضد دمقاومت په ليکو کي نه هم اهنګي يا پيوستون ، بې اتفاقي ،خيانتونه او کمزورۍ ددې سبب سوه چي دثور انقلاب دي په ګوډه پښه څورلس کاله خيزونه ووهي .
دوهم : د شوري اتحاد را تګ اودسرو لښکرو يرغل پر دې خاوره ددې سبب سوه چي ديوه کټليسټ په توګه ددې انقلاب او پروسې ژوند څه ، نا څه وراوږد کړي .خو په ډاګه څر ګنديده چي انقلاب ور ځ تر ورځي ترشاه ځي او دعقب نشينۍ وخواته يې ټيلې دي.هدفونه ځيني پاته او دتسليم اوسازش په سوچوکي لاس ترزني ناست وه. څواخيرنی لارښود دکتور نجيب الله په دې وتوا نيده چي دملل متحد وچارواکو ته دقدرت مزی وسپاري.ځيني ملګرې په زندان کي خوشي کړه او ځيني يې لاس تړلي وهغه تنظيمونوته په لاس ورکول چي دغه څورلس کاله يې ووينو ته تږي پراته وه.اوخپله يې غو ښتل چي روغ رمټ دخاوري څخه ووزي ، خو په دې ونه توانيده اودخپلوانډيوالانودخوا څخه راوګرځيده اودتيښتي موقع يې دلاس ورکړه اودملل متحد پناه ګاته يې ځان ورساوه،خوهلته هم دملل متحددخواونه ساتل سو.څوطالبانودنوموړي پناه ګاه څخه ژوندی راوايست اوپه ډيربدحالت يې مړکی.دی اودده وروراحمد زی يې دټانک پرميله راوځړول اوپيسې يې په پزه اولاسو کي ورټنيګي کړې.ددې ټولوخبروڅخه هدف يوازي په دې کي دی ، څنګه چي مو مخکي هم پر دې خبره څه نا څه رڼا ا چولې وه ، چي دافغانستان سيا ست پوهانواو مشرانو دخلک او پر چم ګوندونو ته مشهوره ور کړې وه ، چي دافغانستان خلک وسولي او ارامي ته اړ تيا لري او هغه وخت دا ارا مي ترلاسه کيدای سي کوم چي دخلکو او ولسونو غو ښتني په پام کي ونيول سي ، خلک دتاريخ جوړونکي دي .خو دبده مرغه ګوند دخپل قدرت پر محال يوازي په خپل فکر کي وو. او عمومي خلک يې حير کړي وه ،د کاغذ پر مخ به يې ډيري رنګيني خبري ليکلې ، خو په عمل کي هغه سي نه وه ، دخبرو او عمل تر منځ يې توپير موجودوو،په ګوندکي دننه يې هغه کسان نه خوښول ؛ کوم چي دګوند پر ناخوالو اودراهبرۍ پر کړنلارو انتقاد لري او يا انتقاد کوي ، په ګوند کي دننه يې دانتقاد روحيه په ريښو کي دمنځه وړل .او هغه کسانو په ګوند کي پا يښت کولای سو، کوم چي فاقد نوښت اوعقل وو. چي نوموړي روحې ګوند دکمزورۍ سره مخامخ کړ،چي په دې باب هرڅيړونکی کولای سي چي دګوند دانشعابونوتاريخ وګوري ، چي په نوموړي ګوند (خلق او پر چم) کي څومره صادق کسان دګوند دليکو څخه اخراج سوي دي .
دلته زموږ مؤخه دانه ده چي دګوند پر تاريخ با ندي خبري وکړو ، خو دامومؤخه ده چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي هغه وړاندي ويني وڅيړو کوم چي په افغانستان کي په سياسي او ټولنيز ډګر کي کړي دي؛هغه په ټولنيزاوسياسي ډګر کي نه يوازي داچي خپل ځان ستړی کړی وو؛ بلکي دهر ملي او اجتماعي مهمو خلکو سره يې اړيکه هم دليک په وسيله ټينګه وه او دهغه دژوند دډيرو ښو خويونو څخه يوهم په ځاني او ټولنيز لحاظ په ژوند کي نظم وو. چي دلته يې موږوينو چي هر چاه ته يې ليک ليږلی دی دځانه سره يې يو کاپي هرومرو ساتل چي نن موږ دمرحوم محمدعلم بڅرکي دارشيف په مرسته دهغه ليکني را اخلو.دلته بيا هم ښاغلي عبدالکريم ميثاق سره داړيکو په اړوند يو ليک ګورو.

محمد علم بڅرکی : مهر
ښاغلی کریم میثاق !
انقلاب فیروز مند هفت ثورکه یک انقلاب ډموکراټیک ، ملی بود مایه افتخار تمام روشنفکران وطن عزیزاست. امیدمی رود که این انقلاب دامن منحوس امپریالیزم وفیوډالیزم را به صورت همه جانبه کوتاه وقطع نماید.
من بحیث یک فرد این قافله که مشکلات بیشماردرین راه متحمل شده ام به شما ورفقای فداکاری شمااز صمیم قلب تبریک میګویم. باحترام . نقل مطابق اصل است .
تاریخ : ۱۳۵۷ – ۲ – ۲۳هـ ش
نوموړی وخت داسي وخت دی چي هرڅوک بايد ددولت سره په يوه ډول اړيکي ټنګي کړي .
ځکه چي دولت يو داسي شعار په مخ کي نيولی وو، چي هر څوک چي زموږ سره نه وي نوهغه زموږدښمن دی.نو په مجموع کي ګونداودګوند عضاوي په دې هاندوه چي هرڅوک بايد ګوندي سي اوبيا به دخدمت کولوموقع ورکړل سي. نو ځکه يې اهداف تغير وموند او دملي دموکرا تيک انقلا ب پر ځای شعار په داسي حال کي تغير وخوړی ، چي ديوه طرفه دګوند په منځ کي اختلاف پر ملي ډکوکراسي او خلقي ډموکراسي باندي تقسيم او هغه شدت ته ورسيده کوم چي تر وژلو تر سر حده يې يو دبله سره وټکول.دوی په دې شعار سره دوحدتونو لاري بندي کړې او دملي ډيمو کراټيکوعضاوودپاره خو بيخي دخدمت کولو لاره بنده سوه او ځينو خلقيانو چي ديوه طرفه يې پرشوروي باندي تکيه درلودله او دبله طرفه يې دسياست تجريبه ډيره کمه وه نو ودې انقلابي پروسې ته يې دسوسيا ليزم اغازاويا هم دپرواټاريا ديکتاتوري وويل. او په ډاګه يې نارې وهلې ،چي دافغانستان دثورانقلاب وسوسيا ليزم ته قدم او هغه ټپيک انقلاب دی ، کوم چي په دې انقلابي مرحله کې دوې مر حلې شاته پريښي دي ؛ دهغوی ددومرحلو شاه ته پريښودل هدف داوو ، چي فيوډالي دوره يې دسرمايداری په شمول تيره کړې ده او په يوه خيزسره يې ځانونه وسوسيا ليزم ته رسولی دی.خلقيان او پرچميان په دې نه پوهيده،چي اقتصادي پرمخ تګ په ټولنه کي ټولنيزاو فرهنګي پر مختګونه را منځته کوي.موږ دثور دانقلاب په وختونو کي ، لاري او سړکونه نه درلودله ، حتا داسي کلي اوولسوالۍ مو درلودې چي هلته موټرنه سوای تلای په هغه کليوکي وټيز فعاليت خود کيفا اوخود بخودي و. هر څه يې خپله په ساده وسايلو سره تحيه کول.دښارونو سره يې اړيکي ډيري کمزوره وې . دښار توليد وکليو ته يا رسيدای نه سواو يا هم په ډيره ضعيفه توګه رسيده. توليدپه عصري توګه وجود نه درلود ، بيسوادي دټولني په کچه ، خوراډيره او په سل کي ٩٥ څخه ډيرکسان دسواد دنعمته محرومه وه ، لنډه داچي په افغانستان کي فيوډالي شرا يط لاهم نه وه . بلکي ؛ ماقبل فيوډالي شرا يط حاکم وه ، نوددې پر ځای چي وتوليداووټيز(اقتصادي) ژوند ته توجه سوې وای ، ددولت کړنلاره يوازي پربې ځايه شعارونواوروبنايي بنسټونو باندي وه ،چي په پرله پسې توګه يې بې وخته فرمانونه راوايستل اوتودې اوولسونه يې و بيرول ، څو وفرار ته يې مجبور کړه ، داهغه تير وتني وې کوم چي په سيا ست کي رويژنيزم ورته وای اودا په دې معنا چي دخپلو ايډيا لوژيکي اصولو څخه يې انحراف کړی وی ، نو ځکه په نتيجه کي دپرله پسې نا کاميو سره مخا مخ سول .چي په همدغه تو ګه بيا هم موږ وهغه ډيا لوګ ته يو ځل بيا پاملرنه کوو، کوم چي دوخت ديوه لوړ پوړي چارواکي ښا غلي انجنير ظريف اومرحوم محمد علم بڅرکي تر منځ وسول .
په ١٣٥٧هـ ش کال زه ننګيالی بڅرکی انجنير ظريف دوخت دغربي زون امر، دکندهار والی،دانقلابي شوراغړی اودغوائي داړدوړقومندان ،چي دظلم اووحشت ازانګې يې ټوله افغانستان بيرولی اودوخت دجابرانو د جملې څخه وو؛زه يې په داسي ډول وروغوښتلم چي لومړی يې زما دشرکت ريس ښاغلی عبدالرزاق ، په ما پسي وشعبې ته را واستاوه ؛ چي دا وخت ما په شرکت کود کيمياوي کي دبارچالانی دڅانګي دمرستيال په توګه کارکاوه.خوپه تصادفي توګه زه په دغه ورځ خپل ماموريت ته نه وم تللی.خو ښا غلی ريس په ما پسي وکورته حال را وا ستاوه ،چي ژرراسه او ښاغلي والي صاحب (انجنيرظريف ) غوښتی يې.خوڅه وخت چي زه کورته لږڅه ناوخته راغلم ،نوداداسي وخت دی چي دفترونه هم نور تړلي دي .او شپه ده ، خو ددې خبرپه اوريدوسره زه خپله يوه اندازه تکاني سوم … او فکريووړم ، پوښتنه را ته پيدا سوه، چي انجنير ظريف په دغه دومره لوړ مؤقف سرما ولي دريس پر لاس غواړي ؟ حتمآ يو خطرناکه کيسه ده؟خو بيا هم په دې فکرکي سوم چي ، ممکن چاه کوم شيطانت کړی وي او ما ته جزا راکوي؟ خو بيا مي داسوال دځانه سره دا سي حل کړ ، چي که يې جزا را کولای نو يې په مستقيمه توګه ، دپوليسو په زور پيدا کولمه او راسآ يې بندي خانې ته ليږلم؟خو بيا مي هم سوال حل نه سو.په دغه شپه مي خورا ډير سوچونه ووهل ….څو سهار سو او زه بيا هم دپخوا په څيروخپل ماموريت ته ولاړم.که ګورم چي زما تر مخه زما ريس زما په کوټه کي نا ست دی او زما انتظار کوي .خو ما خپل مورال قوي وساتی ، ما ته دهغه دډول او چهرې څخه داسي وفهموله ، چي ګواکي انجنير ظريف ماته يو نوی بست په نظر کي لري …. اوزما نظرنه وو، بلکي ځينو ددفترخلکو داسي فکر کاوه ، چي حتمآ خو داسي ده؛ليکن زه يوازي پوهيدم ، چي داسي نه ده ؛بلکي يوخطر ناکه ځای ته مي دتبدلۍ خيال لري. خو ښاغلی عبدالرزاق ، چي زما په ګوندي سابقه خبروو، هغه په دې ويره کي وو، چي هغه بد برخوردونه چي ده زما سره کړي وه هغه اوس نور حيرسي ؛ ځکه هغه ماته هميشه ديوه دښمن په سترګه کتل او په وارو، وارو به يې ماته هغه کتاب را وړه او دتهديد په عنوان به يې بحث را سره کاوه، کوم چي دښاغلي ظاهر افق په باب يې ، ځيني داسي څه خپاره کړي وه ، چي هيڅ يوه سالم انسان هم هغه نه سوای منلای . هغه ليکلي وه: (( څر نګه چي ملګري نور محمد تره کي دمر کزي ګميټې عمومي منشي تل پر ملګري امين باند نظر او اعتماد درلوداو په هغه کې پوره صداقت او استعدادليده نويې دستر را هبرپه شان لاس ورباندي نيولی واوپه حقه يې دفاع ورڅخه کوله ، بيا يې هم په ملګري امين باندي خپل پوره اعتماد ښکاره کړچي دتحقيق په نتيجه کي دملګري تره کي ټول درک يو ځل بيا صدق پيداکړاو ظاهر افق دګوندله څونوروغړوسره مسؤل راووتل چي ظاهر افق ته دمرکزي کميټې دعلی البدل غړيتوب څخه دګوندصفوفوته تنزيل ورکړشو.ظاهر افق چي خپل داشتباه ډک نظرعملي نشوکړای نويې بالکل ګوندترک کړ.)) داوهغه بيان چي دافغانستان دخلکوددموکرا تيک ګوند (دهيواد د کارګرې طبقې مخکښ) لنډتاريخ دثورترانقلابه پورې .
په نوموړي کتاب کي وډيرونورو شريفو خلکو ته هم په بده وينا دښکنځلو تر حده بد ويل سوي دي .په نوموړي کتاب کي ؛ چي نوم يې په پورته ډول ليکل سوی دی . ديو لړ تنګ نظرود نظرنما ينده ګي کوي، خو خپله دټولو خلقيان دنظر هم مخالف څه په کښي ليکل سوي دي. هغه څه چي په افق صاحب پسي ليکل سوي دي هغه بيله ښکرداره درواغو بل څه نه دي ځکه ؛ لومړي افق صاحب ګوند نه دی پريښی بلکي ؛په ګوند کي دهغه اړيکي ور قطعه کړل سوې يعني اخرج سو، خوهغه پر دغه ټولو خبرو برسيره په ګوند کي دننه او دباندي دوحدت غو ښتونکی وو . نوځکه يې انشعاب دکارمل په څيرونه کړ.يعني ګوند يې جلا نه کړ. دوهم هغه پر حفيظالله امين ځکه انتقاد کاوه ، چي هغه داساسنامي داصولو په اساس ګوند ته نه دی را غلی.هغه ته دامين خودخواهانه سياست ډير ښه ور معلوم ؤ.ښاغلی افق صاحب چي په ګوند کي دننه اودباندي دخلکو په منځ کي دبشپړه محبوبيت خاوند و،هغه دامين اوهغه غوندي خودخواه عناصرودخوا څخه نه سو تحمل کيدای.نوامين په ګوند کي دننه دهغه چاه په مقابل کي چي ډير محبوبيت بې درلود او يا هم وتره کی ته به ورنژدې ؤ، هغه يې په اول قدم کي دخپل ماهيرانه رويژنيستي سياست په استعداد دصحنې څخه ليري کاوه او په دې کار کي کاميابه هم ؤ.
ښاغلي افق صاحب پرګونددوه انتقاده لرل،چي دواړه اصلاحي بڼه لري. لومړی : بايد اساسنامه تطبق سي اوهغه څه چي دکاغذپرمخ کاږو هغه ته بايد وفاولرو. دبيلګي په توګه : په اساسنامه کي هردوه کاله کنګره ويل سوې وه،خو په شلوکالوهم نه کيده بل هم داساسنامي داصولوخلاف مرکزي کميټې ته داعضأو رابلل .
دوهم : په مرام کي دځينو تاريکو ټکو پر سراختلاف ، چي مرامنامه نه وه روښانه او په ورسته کې پر خلقي دموکراسي او ملي دموکراسي باندډيرژوراختلافات راوزيږول. خو څرنګه چي زموږ دکتاب موضوع نوره اجازه نه را کوي ، چي پر نوموړې موضوع دي تر دې نه ډير وليکم نو بيرته هغه پخوانۍ مو ضوع ته را ګرځم .داچي ښاغلي عبدلرزاق دخپلو اعمالويا کړنو په اساس دبيا دپاره ماته لاس را کړی اوما يې هم قول قبول کړی،هغه ماته دلومړي ځل دپاره دملګري خطاب وکړ، زه پوره پوهيدم چي اپور چونيزم دغسي ژر اوړي اورا اوړي ، خو ما څه ورته ونه ويل او دانجنير ظريف پر لورورروان سوم اوهغه ته مي دخپل با يسکل په وسيله ځان ورورساوه ، هغه په دې وخت کي ديو څو نورو خلقيانو سره هم ملاقات درلودله ، اوهغه دکندهار خلقيان وه چي زه يې هم په بشپړه توګه پيژندلم، خو دانجنير ظريف ددروازې په خوله کي يولړ هغه عسکرولاړ وه چي سرې پټې يې درلودله او قدونه يې خورا لوړ او جګ وه ، ماته يې وويل چي ته څه کارلرې ؛ ماورته وويل چي زه ننګيالی بڅرکی نوميږم او ښاغلي انجنير صاحب غو ښتی يم .هغه يو دخپل ميزه را ولاړ سواو دولايت مقام ته ور غلی ، خو پسله يو څو دقيقو بيرته را ووت . او ماته يې وويل چي ورسه ، دغه وخت په رښتيا هم دبيري او وهم وختونه وه ، چي هر څوک دې کوټې ته ور ننوتۍ بيا را وتل يې يوه لويه پيروزي وه.دا ځکه چي دګرز خانان دلته ووهل سوه او ځيني يې مړه کړه ، دپلار جان محمد خان زوی ، چي يو سا بقه لرونک او پخوانی ګوندي ؤ ، هغه هم په خپله ولايت کي انجنير ظريف وواهه اود مرګ تر اندازې يې ورساوه ، خو په دې کي هم شک نه سته چي زما زړه هم په لړزان کي ؤ ، خو بيا مي هم ددې جرعت وکړ چي مخامخ پرخښميدلي درنده ورسم.داچي زما په چهره کي به څومره تغيررا غلی وي خو خامخا به را غلی وي ،خو څه وخت چي ومقام ته ور ننوتلم ښاغلی والي صاحب دريس ګمرک سره خبري کولې ، چي هغه هم ما پيژنده . خو په هر صورت څه وخت چي مي وليدخو دهغه سره يې هم په ډير شدت پر يوه موضوع خبري کولې ،څوماته دخبرو چانس را ورسيدی.ما چي دانجنير صاحب ورنګ او شکل ته وکتل دهغه هغه وختونه را پيادسوه کوم چي په خيرخانه کې درا ډيو جوړولو هټۍ درلودله . اودهغه هغه لنډه کورتۍ او خيرن لباس مې مخ ته ودريده ، خواوس والي دی او پيشني لباس يې په تن دی، چي نکټاي هم ورسره تړلې وه .اوهغه وخت چي به مرحوم بڅرکي صا حب ته دمجلس په هيله راروان وو،هغه وختونه مې وسترګوته ودريدل ، نومي دوحم او بيري احساس هم يوه اندازه کم سو.بيايې را څخه وپوښتل ! چي هو! ته ننګيالی يې ؟ما هم په عاجزه روحيه ځواب ور کړ هو زه يم ! نوداته يې چي اوس هم ګوند تخريبوې ؟اوداته يې چي دګوند په مقابل کي شوم فکر کوې؟ ته اوس په شرکت کودکيمياوي کي کار کوې؟ افق چيري دی؟تاونه ليدل چي زموږ ګوند انقلاب وکی؟ ستا پلار چي پخوايي په ټولنه کي دويښ زلمي توب خبري کولې اوس چيري دی؟اوريدلي مي دي چي دتجارانو خدمت کوي ؟. هغه په دې نه دی خبر چي زه دلته را غلی يم؟هغه زما پوښتنه نه کوي؟هغه دانقلاب ددښمنانو سره يوځای سوی دی؟…اوداسي نوري پوښتني يې په پر له پسې توګه را څخه وکړې.او زه هيران سوم چي دکومي پوښتني ځواب يې ډيرژر ړرکړم . چي ځان ددې ديکتاتور څخه خلای کړم.خوما هم په خبرو پيل وکړا په لنډ ډول مي ځوابونه داسي ورته را پيل کړه ، چي په لومړي سر کي زه داسي خبري وکړم ، څو دهغه قهر او غضب لږ تر لږه را ګښته کړم… نومي لومړی داسي را پيل کړه!زه د ګوندملګريم او په داسي حساس وخت کي نه دا چي ګوند نه تخريبوم بلکي؛ دکوند او انقلاب ملاتړ کوم.اوبيا مي هغه ملګري ته مخ ورواړوه کوم چي زه يې په روښنفکري ساحه کي تر ټولو ښه پيژندلم اودتيورۍ په برخه کې ځيني وختونه مر ستي هم را څخه تر لاسه کړي وې .ومي ويل:ما دغه ملګري ښه پيژني ، چي زه څوک يم . خو دبده مرغه هغه په دغه لحظه کې داسي مخ را څخه واړوه ، چي ګواکي ماته غضب مه جوړو او ما ته جنجال مه جوړوه .خو زه دهغه په ايشاره هم وپوهيدلم ، بيا مي دهغه بل سوال ځواب په داسي حال کي ورکړ، چي زه نه پوهيدم چي دابه صحيح وي که غلط .او ورته مي وويل :چي زه نه پوهيږم ، چي مخکي تر انقلاب ته وبڅرکي صاحب ته ورتلې اوکه دی تاته در تلی .زه فکر کوم چي دابه ستاسو دوتر منځ اړيکي وي،خو تر هغه ځايه چي په ما اړه لري، زه به ستاسو سلامونه هخمور ورسوم.او پاته سو افق صاحب ، تر هغه ځايه چي زه معلومات لرم افق صاحب دافغانستان په علومو اکا ډمۍ کي دنده تر سره کوي .او هغه ستاسو په ملي ډمو کرټيک انقلاب باندي خو شحاله دی ، هغه ددولت په چوکاټ کي يو علمي او اکاډميک کار مند دی.په دغه اوسني شرا يطو کي دهغه علمي او ادبي خپروني په بيلا، بيلو رسانيواو خپرونو کي خپريږي .نورنوزه دهغه په ژوند نه يم خبر.اوداچي زما دکار په باب دي پوښتنه وکړه ،هو!زه په شرکت کودکيمياوي کي کار کوم .اودهمدغه لاري معاش اخلم او دخپلو کارمندانو څخه راضي يم او هغوی زما څخه راضي دي.
خوڅه وخت چي نوموړي خبري ، ښاغلي والي صاحب(انجنيرظريف)
واوريدلې ،ماته يې په ځواب کي بيا هم دپخوا په څيرپه خښم سره ځواب راکړ.اووې ويل:نو ته بايد په چارچينو کي کاروکړې او هلته تاته ضرورت دی .داپه داسي حال کي چي تازه خبررارسيدلی وو، چي دروزګان دچارچينو ولس وال يې وجلی دی اوولسوالي سقوط وکړ . اودکودو ګدامونه او چور سوي دي. خو بيا هم ده پردې ټنګار کاوه ،چي تاوارو منورينواوروښنفکرانو ته هلته انقلاب ضرورت لري ،نو ته هلته ولاړ سه، خوما دده په مخ کي دنې ځواب نه سوويلای ، بيا يې را ته زياته کړه که هلته نه ځې نو پر کور کښينه، داځکه چي ستاسو دکورنۍ ټوله غړي ښځي او نارينه ټوله دولتي کارونه کوي ، خو ته بيا کار مه کوه . ما ورته وويل : زه کوښښ کوم ، چي ولاړسم ستاسي دپيرزويني څخ زه مننه کوم .خوبڅرکی صاحب به هم ستاسي دراتګ څخه خبر کړم .نو دغه مجلس مو په داسي صورت کي وکړ، چي هغه خلقيان چي دځينو کارونو دپاره دلته را غلي وه ، هغه بيرته ولاړه او يوازي زه اودی په دفتر کي سره مخامخ وو، دی پر خپله چوکی ناست وو. اوزه ورته ولاړ وم .خو څه وخت چي ځيني را ووتلم، نوپه رښتيا هم زما باور نه را تلی ، چي زه دي بيرته کورته ولاړسم ، نومي تر شاه ، شاه کتل …چي اوس به يو ږغ را باندي وکړي او دکور دتګ څخه به مي را وګرځوي ؛ خو هغه داسي نه وه اوزه کورته را غلم .اونور مي نو دکار کولو چانس دلاسه ورکړاودبيري څخه کابل ته را غلم.خومرحوم پلارته مي ټوله نقل يا قيصه هم وکړه اوهغه مي ودې ته وهڅاوه چي يو ځل وانجنير ظريف ته سرور ښکاره کي اودهغه دخود پر ستۍ يا ايګويزم عقده ور تسکين کړي.دلته خبره پرمرحوم بڅرکي ده .اودهغه دژوند ځيني برخي دي چي په لنډه توګه موږ بحث پر کوو.
په دې وخت کي مرحوم بڅرکي صاحب دمرحوم عبدالهادي خان توخي ،چي په بحر باندې هم شهرت درلود .دغاليوپه تجارتي شرکت کې محاسبوي کارونه سرته رسول او په يوه لږاندازه پانګه يې هم په نوموړي شرکت کي درلودله.ورسته يې دتليفون پرليکه دښا غلي انجنيرظريف سره تماس ونوی او وخت يې ځيني وغوښت .هغه په خو شحالي سره ومانه او يوغرمه يې دهغه سره پر ډدډۍ تيره کړه او مجلس يې ورسره وکړ. خو هغه بيا هم وښا غلي مر حوم بڅرکي ته دکار کولو پيشنهاد وکړ،چي دکندهار دطلوع افغان دموير په حيث به دنده تر سره کوې ، خو ښاغلي مرحوم بڅرکي مخامخ نه سوورته ويلای ،چي ستاسو حکومت ، خود سره او ناکامه حکومت دی ، اودلته يو ګوندي پروګرام دی او مطبعات هغه ځای دی ، کوم چي خلک په ازادانه توګه انتقاد کول غواړي اودا اوس ستاسو په يوګوندي پروګرام کي ممکن نه دي . خو دبله طرفه نن ورځ تاسو ديوې ايډيا لوژۍ پر بنسټ حکومت جوړکړی اوپروګرامونه مو عيار کړي دي، خوزه يو ملي سړی يم اودخلک غوښتني ستاسو دپروګرام څخه ډيرتوپير لري.نويې په نرمو خبرو هغه قانع کړ،چي اوس ځوانان کولای سي چي دغسي انقلابي موقفونه ونيسي ، زموږ وخت اوس دداسي تيزو خبرو هم نه دی. خو بيا انجنير ظريف په ګوند کي دشموليت غوښتنه ځيني وکړه .اودعوت يې ورکړ، چي په ګوند کي ازمايشي دوره تيره کړي او دګوند غړی سي،خو په دې ځای کي ښا غلي بڅرکي صاحب دټوکو په عنوان ورته وويل :چي ماوګوند ته پر کوم لاس دعوتوې ، زه نه پوهيږم چي ته دکوم لارښود پلوی يې (دنور محمد تره کي ـ که دحفيظ الله امين پرلاس ؟ ) .انجنير ظريف ، چي په عيني حال کې وښاغلي محمد علم بڅرکي ته ډير احترام هم درلود او خبره يې بده هم نه پر لګيده ، نويې په خندا ورته وويل : بڅرکی صاحب زموږ ګوند يو ګوند دی اوتره کی او دانقلاب خلاق قومندان لکه نوک او اوری داسي سره يو دي . په موږکي فريکسونونه نه سته . خو بيا مر حوم بڅرکي په خندا ورته وويل: چي ته دوخت يو مقتدر والي يې اوپه ګوند کي هم ښه پايه او سابقه لرې .لاهم بيريږې .او په يوه دفتر کي دي ددومشرانو عکسونه ځړولي دي لوړدي غټ عکس دحفيظ الله امين ځړيږي او کښته دي کوچنی عکس دښا غلي نورمحمد تره کي ايښی دی .نوځکه زما سوال دی .چي پر کوم لاس مادر ولې . خو لکه څنګه چي مي مخکي هم وويل : ښا غلي انجنير ظريف چي يوچاه ته يې احترام درلود او هغه مرحوم بڅرکی وو. نو ځکه يې دخبرو څخه هم ډير بد نه وړل.خو په دې کي هم شک نه سته چي ښې هم نه پر لګيدې . خو بيا چير ي ، چي دانقلاب اودولت څخه دحمايې غو ښتنه يې ځيني وکړه ، چي ته بايد موږ تائيد کړې . نو مر حوم بڅرکي په يوه رسمي اعلاميه سر ه دتا ئيد سند هم ور کړ. خو دکار په باب يې ټوله خبري ور ردکړې او دګوند کيدوپه باب يې عذر وغوښت .

ښاغلی انجنیرصاحب ( انجنیر ظریف)!
وروسته تر صمیمانه ادابو!
ستاسو دمقررۍ په وخت کي زه په کندهار کي نه وم نهایت ډیرخوشحاله سوم.چي دسنګر مبارزدلومړی ځل دپاره دکندهار پرلوړه چوکی وینم. خپل صمیمانه تبریکات دهر اړخیزه همکارۍ سره درته وړاندي کوم.څرنګه چی ستاسو وخت خورا قیمتي دی.او مرا جعین مو بیخی ډیردي، نو په همدغه لیک اکتفأ کوم. ستاسو دوخت په فرصت به بیا سره ووینواودزړه خواله به سره وکوو.
زما ټلیفون ۲۹۵۳دی. په درناوي محمد علم بڅرکی
۱۳۵۷ – ۸ – ۱۸ هـ ش کال
نوموړی ليک نقل دی خوداصل په څيراوخپله دمرحوم محمدعلم بڅرکي دلاس نخښه ده ، چي په خپل لاس يې ليکلی دی.ددې معنا دا ده چي پر ښاغلي انجنير ظريف به هم فشاروو ، چي دکندهار منورين په خپل کنترول کي راولي.په همدغه ډول دعبدالکريم ميثاق سره هم دپخوا څخه دمرحوم بڅرکي شناخت او اړيکي وې، نو يې دهغه سره هم ديوه ليک په ذريعه تماس ونيوه ،څوپه دغه ډول دځانه څخه دفاع وکړي ، چي هغه دلوړ پوړو چارواکو سراړيکي لري.
ددې ليکونوڅخه معلو ميږي ، چي په دې وخت دمر حوم محمد علم بڅرکي دلوړپړو چارواکوسره اړيکي په دوه مقصده وې .
لومړی : وخت ډير نازک اوحساس و،داسي کورنه وو، چي دهغه دکور يو نا متو انسان به يې دانقلاب دضد په نوم دکورڅخه نه ؤ را ايستلۍ او بيا خو به بيخي ورک سو.
دوهم: ترهغه ځايه چي ديوه بامسؤليته مترقي افغان دنده وه،هغه بايدتر سره سوې وای.نوښاغلي بڅرکي صاحب په دې باب خپلي حلي ځلي و کړې،څوافغانانوته نجات ورکړي،خودبده مرغه چي په هيوادکي خار جي لاسونه دومرډيرراغزيدل وه ، چي دداخلي رښنفکرانورول يې ډير لږاوضعيفه کړی ؤ.خوبرسيره پردې ټولو هلو ځلو دژوندکولوسا حه ورځ په ورځ تنګيدله ،داچي ملي خلک خولا څه کوې چي خپله دګوند خلکوهم يوپربل باندي صرفه سره ونه کړه اويواوبل يې په مختلفونو نومونو سره بدنامه اووټکول ، چي په دې وخت کي دغه فرکسينونه په دولت کي پرکاروه او ددولت لوړپوړي چارواکي وه لکه : دپرچميانو او خلقيانو په نوم ،دشهيد خيبرپلويان اودببرک کارمل پلويان ،چي نوموړي دوه ښاخه دپرچم دګوند په اړونده وه.دخلقيانو په برخه کي دوې ډلي ډير فعاله وې. چي يوې ډلي يې په ګوند کي دننه فرکسينونه درلود او بله برخه يې دګوند څخه دباندي ډله وه دګوند دباندي ډله بيله دې چي ښه سياسي تشکيل ولري په حلقوي توګه يې خپلي اړيکي سره ساتلې چي په رأس کي دنوموړواخاراج سو کسانودافغانستان دعلوموداکاډمۍ کانديد اکاډميسن ظاهرافق ؤ.خودوی هم په خپلوکي يوواحدنظرنه درلود، يوازي يې پردې توافق درلودچي نوموړی ګوند په دننه کي ستونزي لري اودستونزوپرسر،دمرام پرسراوداساسي اصولو پرسريې داسي اړيکي سره درلودې ، چي ګوند دخلکوستونزي نه سي هوارولای .بل په خپله دننه کي دخلقيانو په برخه کي،دکونجکيانو په نوم ، دزرغونيانو په نوم ،دامينيانوپه نوم دګوندداخلي فرکسينونه وه . هغه کسانو چي نوموړي فرکسينونه يې ترانتقادلاندي نيولي وه،په مجموع کي نامتو کسان يې عبارت وه له:ظاهرافق ـ نعمت ـ عبدالباري جهاني ـ عبدالهادي دستيارـ محمد معصوم هوتک ـ تازه خان ـ توغيان ـ استوار، عبدالخالق دخوست،کاظم ملوان،عبدالرزاق اثمر،محمدقاسم دهقانپور، زمری محقق،احمدشاه سپر،مرحوم غلام حبیب پوپل،محمدنسیم سلیمي اوداسي نورکسان وه. چي هريو يې په خپل وخت او زمان کي دحساب وړ خلک وه او په خپلو سا حوکي مشران او سرپرستان ګڼل کيده.موږ نورددې موضوع دډيريدو او تفصيل څخه ډه ډه کوو ؛ ځکه زموږ دبحث موضوع نه ده ،نو بيا هم دمر حوم محمد علم بڅرکي دژوند يوې بلي مرحلې او پړاوته ورداخليږو ، چي هغه دطالبانو په وړاندي اودهغه د خکومت په وخت ، کي دطالبانو په مقابل کي دمرحوم محمدعلم نظر اودهغوی په وړاندي ، افغاني اوسيا سي هلي ځلي دي .

دافغانستان نامتو سیاست پوه،دزحمت کښانودانقلابي جمیعت مشرکاندیداکاډمیسن ظاهرافق
په دې کي شک نه شته چي طالبان هيوادته ديوه لوی ځواک په حيث دپوره نام او نشانه سره په مذهبي لباس کي را دا خل سوه او داغفانستان وران او يجاړه حالت ددې سبب سو چي طالبان دي په ټولنه کي دپښې دپيدا کولو وس اوتوان پيداکړي . هغه په وا قيعت کي په يوه افسانوډول او شيکل سره په دې بريا لي سول چي دقدرت واګي دي په لاس کي وا خلي اوتيت او پاشنده بې نظمه تنظيمونه دي داسي ټول کړي ،چي هيجاه هم فکر ددې نه سو کولای . چي دهغه کسانو څخه دي وسلې ټولي کړي کوم چي دستر شدروي پرضد يې جهاد او مبارزه کړې وه .خودا کار طالبانو وکی او او دافغانستان پر لويه برخه يې دطالب حکومت پرسر دقدرت را وستی او په سل کي ٩٠برخه دافغانستان دطالبانو په لاس ور غله او په دې وخت کي دټولو طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند وو، خو دوهم سړی دطالبانو ملا رباني نوميده . طالبان يو لاس وه او قومنده يې په ټوله افغانستان کي يا هغه ٩٠ برخه ، کوم چي ددوی په لاس کي وه په هغه سيمه کي چليدله . دطالبانو سره دټولو مليتونو او قومونو استازي وه او هغه داسلامي انټرنايسو ناليزم پر بنسټ ، چي معنا يې داوه ، چي په ټوله نړۍ کي دي اسلام خپور سي اودټوله نړۍ مسلمانان دي سره يو شي. تر شعار لاندي يو پراخ بنسټه اسلامي امارت جوړکړ. او په دې امارت کي بهرني ، مسلمانانو هم په پراخه پيمانه ونډه درلودله او په دننه افغانستان کې دالقاعده په نوم يو قوي مرکزجوړکړی وو. دلته هم عرب ـ چيچين ياغيان ـ پاکستاني بنيادګران ـ هندي ـ انګريزي ـ حتاامريکايي مسلمانان هم وليدل سوه.خو په هر صورت طالبان مذهبي او ايډيالو ژيک ګروپ وو، چي دمختليفو هيوادواوژبو خلک په کښي را ټول سوي وه.خولويه برخه يې افغانان او پښتانه وه .دوی يو وزارت دامربل معرف ونهي بل منکر په نوم درلوداودهغه دخوا يې په هيواد کي ډير سخت مذهبي قوانين پولي کول.په ښارونو کې دږيرو پر خريلو پابندي لګولې وه او خپلي څرګندي جزاوي يې ورته درلودلې.او هر څه يې داسلامي قوانينو پر بنسټ ، عملي کول. هغوی ښوونځی په ديني مدرسو تبديل کړه،راډيو او ټلويژون په مجموع کي اسلامي تبليغات کوله او په ټولو هغو سا حوکي چي دطالبانو تر واکمنۍ لاندي وې پر هغو يې موزيک بند او حرام اعلان کړی ؤ. هيچا هم اجازه نه درلودله چي موزيک واوروي . نو په همدغه ډول يې دټوله ښار څخه دموزيک اړونده څيزونه نيول او مصادره کول يې. دجګو خادو پر سربه تلوژنونه او ويدويي توکي لکه ويدواو دهغه اړونده کسيټونه او سيډۍ ځړيدلې. همدغسي دټيپ کسيټونه اوداسي نور. په نړۍ کي ټوله مذهبونه ودې ډول مذهب او اسلام ته ګوته په غاښ هک پک هيران پاته وه، هر ورځ به دنړۍ په ټلويژنو کي خبري او تبصيرې پر کيدې ، هغوی داسلام دغه ډول زياتروي يا افراط نه ؤ ليدلی ، چي په عام محضرکي به يې يا ښځه سنګسارول او يا به يې پر سر کلاشنکوف ورنيولی ؤ او ياخو به هم تر لښتو يا درو لاندي بې آبه کيدې.ودغسي رژيم ته نړيواله سا زمانونه په انديښنه کي وه ، چي دبشر حقوق يې تر پښو لاندي کړي وه. په هيواد کي دنسبي رښنفکرانو ګذاره هم نسوه کيدای.هر ورځ به يې په سلهاو ځوانان په زنداننو نن ايستل. او ترڅو چي ږيره يې غټه کيده. يا به يې دتبلغيانو په وسيله تبليغ ورته کاوه . نو په داسي شرا يطو کي ملل متحد دمحترم مرحوم محمد علم بڅرکي څخه غو ښتنه وکړه ، څو دطالب چارواکو سره ليدنه وکړي او دهغو داينده پروګرام په باب خبري ورسره وکړي ، څو دبشر حقوقو ته په احترا م سره وګوري او دبشر حقوق په افغانستان کي په نسبي توګه خوندي کړل سي.
دطالبانو په وړاندي دمرحوم محمدعلم بڅرکي اړيکي :
که څه هم دطالبانو سره دتمدن او دبشر دحقوقو په باب خبري کول ،څه اسانه کار هم نه ؤ،داځکه چي طالبان تندروه وه اوبيله ملا او خپلو خلکو څخه يې دبل چاه دا نه منل اوډير سخت تعصب يې درلود. خو دبله پلوه اړيکي نيول دطالب چارواکو سره ضروري هم وه . دا ځکه چي په نړيواله سطحه افغانستان ورځ په ورځ دتجريداو يوازيتوب سره مخامخ کيده اودبله پلو په نړيواله سطحه دطالبانو جنبش ته يو پښتني حرکت او غورځنګ ويل کيده.نودداسي کسانو چي پر خپل قوم يې زړه سوځي لکه مرحوم بڅرکی ، چي دهيواد پالني يو ډير لوړ تاريخ لري او په دې لاره کې بې حسابه قربانۍ هم کړي دي ، نو دهغه دپاره دادنده چي دطالبانو سره مخا مخ خبري وکړي او طالبان ودې ته وهڅوي ، چي نړيواله نورمونه ومني او دبشرحقوقوته په احترام سره قائيل سي.نو ځکه مرحوم بڅرکی ودې ته ليواله سو چي دډنمارکه څخه را وخوځيږي اودخپلو هيوادوالو سره هغه خبري شريکي کړي ،کوم چي دهيوادوالو په ګټه تماميږي.هغه غوښتل چي دطالبانونوی مذهبي حرکت پيروزه سي.مرحوم محمدعلم بڅرکي ته داپه زړه پوري وه،چي دهيواد جغرافيه ، چي دلومړي ځل دپاره دشمالي تلوالو يا تنظيمونو له خوا دخطر سره مخامخ وه.اوافغانستان پردوبرخو تقسيم سوی و، پر شمالي افغانستان او جنوبي افغانستان، خوطالبانو هغه کسانوته تاريخي سبق ورکړ، کوم چي دتجزې فکرونه يې په سرکي پالل.اوبل دلومړي ځل دپاره يو دامن حکومت را منځته سو ، چي دغلا،رشوت ،دبې عزتۍ او کوڅه په کوڅه دجنګسالارۍ لمنه يې ټوله کړه او مرکزي سخت دريځه اسلامي هيواد يې جوړکړ.په دې وخت کي يوازي ډيرلږبرخه دشوراي نظاري( احمدشاه مسعود)،جميعت اسلامي (رباني) په واک کي وه، چي په تقريبي ډول ٩٠فيصده دطالبانو په لاس کي افغانستان ولويده او ١٠ فيصده هم دهغه نورو شمالي والو په لاس کي دقدرت واګي وې ، چي دامريکا ، روسې ، ايران او شمالي ګاونډيو دخوا يې ملاتړ کيده . په دې وخت کي چي دهيواد ډيره کوچنۍ بر خه دبدخشان درباني په لاس کي وه هلته يې دانيس په ورځپاڼه کي داسي وليکلي وه : چي دبدخشان مسقيل جمهوريت ، ددې معنا داده که نور هيواد مي تجزيه نه کړای سو خو دغه يوه ټوټه خو جلا کولای سم.چي په دې وخت کي يوتجريبه په لاس را تلای سي هغه داچي ، تجزيه دافغانستان داکثريت خلکو غوښتنه نه وه.او په دغه منطور دافغانستان اکثريت خلک دطالبانو وشاه ته ودريدل ، څو هغه بريالي سوه. ددې خبري معنا دا هم ده ، چي طالبان هم دافغانستان دخلکوغوښتنه نه وه خودمجاهيدينودخرابوعملونوپه نتيجه کي را منځته سوه او په ټولنه کي ديوه وا قيعت په څير را څرګند سوه.
طالبانو هم ښې برخي درلودې او هم بدي، ددې معنا داده ، چي طالبان په نسبي ډول تر هغه حکومت ، چمخکي تر طالبانو دمجاهيدو په نوم جوړ سوی وو، تر هغو يې لاسته را وړني په څو چنده زياتي او دخلک دنسبي هوسا يي سبب سوه. په ډيره بيا دهغه ډلو په مقابل کي چي دهيواد تجزيه يې دپرديو په لمسون غوښتل، که څه هم څوک داسي قضاوت نه سي کولای ، چي ټولو هغه کسانو چي په کوچنيو اقليتو با ندي ويشل سوي دي لکه: ازبک ، هزاره ، ترکمن ، تاجک اوداسي نوردشمالي افغانستان او سيدونکي ، هغه ټوله دهيواد تجزيه غواړي. نه! داسي نه ده په تجزيه کي ديوه مؤقت وخت دپاره يوازي دڅو فاشيستي کوندونواوسيا سي راهبرانومؤقتي ګټي کيدای سو، خو که دوی هيوادهم پردو برخو ويشلی وای ، بيا هم يې په خپلو منځو کي دګټوپرسر دوينو ويالۍ بهيدلې، دا ځکه چي ازبک بيادتاجک واکمني نه سومنلای او هزاره بيا په خپل نوبت دازبک واکمني نه سومنلای. همدغسي دغه نورو قومونو په دغه ډول . خوداچي اوس يواوبل سره تحملولای سي ؛ داپه دې چي دهغوی مشرورور يعني پښتون ددویيه منځ کي سته اودوی يې سره يوکړي دي.

دلته موږ ګورو ، چي دتنظيمونو مشرانو څه کول او پرکوم لوري روان وه.يوازي دانه چي دهيواد دتجزې دپاره په خرپ کار روان وو، بلکي ، چور او چپاول هم خپل عظمي حر ته رسيدلی وو.نوددغه ظرورت له مخي ، طالبان را پيدا سوه او په ډيره چټکه توګه يې په هيواد کي دننه جنګي تنظيمونه ټول کړه اوخلک يې د جنګسالارانو دظلم اوزورزياتۍ څخه وژغورل.خوورسته له هغه څخه چي طالبان قدرت ته ورسيدله په نړيواله سياست کې کارونه وران وه، ويې نه سو کولای چي نړيواله ټولنه دځان کړي، خارجي سياست يې ناکامه وخوت.خو په دا خل کې سوله اوارامي دتوپک په زور او دخپلو پاک نفسيوپه لرلوسره ډير کاميابه وو.خو نړۍ هم کوښښ کاوه چي دطالبانو پا ملرنه ودې ټکي ته ور وا ړوي ، کوم چي دطالبانو په منځ کي هغه ډلي چي په هيواد کي دترقۍ او پر مختګ سره کوم اختلاف نه لري ، هغه دنورو سخت دريځو ډلو څخه بيل کړي.نويې ددې هدف په خاطردمختلفو وسيلو څخه کار واخيست اويو هم دا چي نړيوالو کوښښ وکړ، چي منورين اوپوه خلک وطالبانو ته ور وليږي ، څو هغه دهغوی په مرسته خپلو تيروتنو ته متوجه کړي . چي په په همدغه ډول مرحوم محمد علم بڅرکي ديوه ګروپ سره دطالبانو دليدو دپاره وليږل سو. او مر حوم بڅرکي هم دغه درنه دنده پر ځان ومنل اوپه ١٩٩٧م کال دفبروری په مياشت کي دډنمارکه څخه دکندهار پرلورراروان سو،لومړنی سټاپ يا تم ځای يې لندن وو .
دطالبانو سره لومړۍ خبري :
مرحوم محدعلم بڅرکی طالبانو ته په ١٩٨٩م کال کي ولاړ او هلته يې دډيرو مشهورو اونا مدارو چاروا کو برسيره دذينو لوړ پوړو چارواکو او دطالبانواړوند علي رتبه مامورينو او عام ولس په شمول ليني کتني وکړې ، چي دډيرو مشهورو کسانو څخه يې په لو مړي قدم کي،مولوي محمد غوث وزيري خارجه ـ مفتي محمد معصوم په پا کستان کي دافغانستان لوی سفيرـ ښاغلی وکيل احمد اخوندزاده دجناب محمد عمراخوند مشاورـ ښاغلی ملا محمد حسن رحماني ـ دکند هار والی ـ جناب مولوي نجيب الله صاحب ـ په کوټه کي دافغانستان کونسل ـ هم دغسي دنورعلماؤ سره چي نومونه يې نه دي ذکرسوي.زه نوموړی مطلب دوفا داونيزي خپروني څخه په کټ مټ ډول را اخلم څي په ٨ ګڼه ٧کال ١٣٧٥هـ ش دحوت پر ١٠خپور سوی دی را اخلم .چي دمضمون عنوان دی.
((له جهاني نظرسره هم آهنګي داوسني سيا سيت زڼی دی))
ليکوال : محمدعلم بڅرکی.دملامحمدغوث وزيرخارجه سره مرکه .
خپرونکی : وفا اونيزه (پيښور) کال : ١٣٧٥هـ ش دحوت ١٠ ـ ٨ ګڼه
دطالبانو داتحريک پراخ بنسټه ريښه لري. او سملاسي زموږ سره دتخارـ پنجشيرـ شمالي والو،ازبکو، تاجکو،فارياب دپکتياډيرخلک دوز يرانو په سويه زموږ سره ملګري دي.او لوی ، لوی منصبونه اداره کوي. علاوه پردغه وزيرانواولويوعهده دارانوخپله دپنجشيرولس او دشمالي منطقو خلک ، ټوله مسلمانان دي. او له موږ سره مفا همه لري. ډير ژر به داسلام تر بيرغ لاندي، ټول افغانستان سره يوسي.موږ خپل اوسنی تحريک، دطالبانو پراخ بنسټۀ تحريک بولو. دښاغلي هول دغه پيشنهاد غيري عملي ، غيري ضروري اوغيري تطبقي دی.کله چي مي دوکيل احمد صاحب سرمصا حبه وسوه . او هم ما پر بين المللي وجايبو څه وويل :نومي دکوټي دنده ختمه سوه . او دلږ وخت په وجه مي اسلام اباد ته ځان ورسوه.هلته په دغه ورځ، جناب مولوي محمدغوث صاحب دافغانستان دطالبانو وزيري خارجه هم تشريف را وړی. اوبيا زما اودده دخوب کوټه هم يوه وه، چي دلته به مو بيا يوه خوله مجلس سره کاوه.مولوي صا حب محمد غوث په لباس يو ساده مولوي وو.خو په خبرو کي يې وزن ډيروو.او په ډير صدق او صفا يې مسا ئل تحليلول.داسي معلوميدله چي دخپل منصب غرورلاتر اوسه نه وپه کښي پيدا سوی.يو شپه چي دی ترما دمخه دخوب کوټې ته ورغلی وو، کله چي زه ورغلم ګورم چي خپل بستر يې د چپرکټ څخه را کښته کړی دی. دخوني په منځ کي غزيدلی وو. چي بيده سي، کله چي زه ورغلم ، ګورم دخوني په منځ کي وزير صا حب غزيدلی دی. ما ورته وويل: وزير صاحب دا څه کوې؟ په خونه کي پر مځکه داسي غزيدلی يې، ولاکه دچاه خيال راسي چي دادافغانستان وزيري خارجه دی.دپه ځواب کي ډيره درنه خبره (راشه) راته وکړه، ده وفرمايل : موږ تراوسه هغه طالبان يو ، چي وو.خدای (ج) مودي دعزت او جاه وجلال په لومه نه بنده وي ، کنه!نو هغه کانه به را وسي، لکه دمخه تر موږ چي په نورو خلکو سوې ده.موږ ته دي خدای(ج) توفيق را کي ، چي نه ځان بايلو اونه وځان ته لولوټۀ کښيږدو.ماته ځان معلوم دی، زه هغه مولوي محمدغوث يم ؛ کوم چي وم.داوسنی منصب زما دجاه وجلال دپاره نه دی.بلکي زما دخدمت دپاره دی.زه دپاک خدای (ج) له دربار څخه تو فيق په خدمت کي غواړم.نه په رتبه او منصب کې.داشيان هر وخت چي وه تيردونکي دي.
په هر صورت مولوي صاحب دسره څخه ترپښو پوري دمسلمانۍ يوه ټوټه وو.آن تردې حده چي اوبه يې هم ددرودشريف په ويلوسره چيښلې.اوپه برهان اومنطق کې هم يورساډيپلوماټ وو. کله چي مي دمولوي صاحب څخه پوښتنه وکړه ، چي دکندهار اوسپين بولدک سړک خو بيخي دترافيک وړنه دی.خلک وايي : نوموړی سړک پا کستان په خپل لګښت جوړوي.دا واقيعت لري که نه؟دوويل:داسړک دکندهار څخه تر اسلام قلعه پوري دايکواتحاديې پرخپله ضيمه اخيستی دی.چي ودې مدرک ته يې پنځوس ميلونه کالداري ټاکلي او منظوري کړي دي.خو پا کستان په دې مورد کي زړه نا زړه دی.موږ غواړو چي دغه رقم زموږ پرلاس مصرف سي.خو پا کستان يې پر خپل لاس غواړي چي مصرف کړي.نو ځکه هره پلا ځنډيږي.او کله چي مي دملل متحددامداد پوښتنه ځيني وکړه ، مولوي صاحب وفرمايل :افغانستان ته ملل متحد ١٥٠ ميلونه ډالره منظورکړي دي.خودغه منظورسوی رقم ايله چي دوی په خپلومنځوکي سره شلاونډکړي.مثلآدنوربيرت هول دهري ورځي مصرف واي چي زر ډالره دی.چي دمياشتي ٣٠٠٠ډالره سي، دغه رنګه هغه مصرفونه چي پا کستان يې کوي هم له دغه رقم څخه کيږي، ګويا دغه رقم په خپله دملل متحد اوپاکستان تر منځ دمصرف مبلغ دی، خو احسان يې پر افغانستان اچوي.
کله چي مي پو ښتنه وکړه چي دطالبانو په کابينه او علي رتبه ما مورينو کي وافغانستان دشمالي سيمو خلک در سره سته که څنګه؟دوی وويل : چي ډيرکسان دي خو هغه چي زه يې پيژنم ، چي وزيران او علي رتبه خلک دي ـ مولوي غياث الدين اغا دی دتعليم او تر بيې وزيرچي دفارياب ازبک دی،اوبل مولوي عبدالرقيب صاحب دمهاجرو دعودت وزيرچي دتخار ازبک دی ـ دپلان وزير چي دشمالي خوا و څخه دی. دغه رنګه مولوي شمس الدين دبدخشان والی په خټه تا جيک دی ـ او په کښته رتبه مامورينو کي دريس تر رتبې پوري خورا ډير کسان بيله کوم تبعيض په دولتي ارګانونو کي کار کوي.او پا ته سو دشمالي سيمو ولس هغه تر نيمي زيات اوس هم دطالبانو ملګري دي.دوی سوچه مسلمانان دي ؤ موږ ددوی سره مينه لرو، دوی زموږ سره او کله چي مي په يوه اعتراض اميزه انداز سره ځيني وپوښتل؛ چي مولوي صا حب تاسو چه حق لری ، چي پر تعلم په ډيربيا دښځو پر تعليم انحصار راولی؟.دا حق تا سوته چا درکړی وی؟ په داسي حال کي چي نور اسلامي هيوادونه سم دشرعي او بين المللي مقرراتو سره کړنه کوي، خو يوازي تاسو خپله لار بيله کړې ده. دوی په خورا ورين تندي او سړه سينه را ته وويل:وروره داسي نه ده لکه تاسو چي فکر کوی ،په واقیعت کي دپرينسپ له مخي موږي دتعلیم اودښځو دآزادۍ په شرعي چوکاټ کي طرفداريو.خو تاته افغاني روحيه په ښه ډول معلومه ده . چي دوی دافغانستان دمسلط حکومت په وخت کي ، لا پر دغه تعليم اودښځو دنهضت پر ضد دوه واره مسلح قيام کړی دی.چي يو قيام دزمينداور په ١٩٣٩م کال اوبل دکندهار قيام وو په ١٩٥٩م کال کي، دغه دوه قيامه دبرقراره حکومتو پر ضد وه.زموږ چي فقط يونيم کال کيږي څنګه کولای سو چي دعامه ولسي رايي پر ضد اجرائت وکړو.خو سره له دي هغه سيمي لکه دهرات ښار ، کابل ښار ، دکندهار ښاردغه رنګه دهيواد نور ښارونه چي داموضوع غواړي يا يې هضمولای سي ، موږ دخپل اوسني وس په اندازه نه دتعليم مخه نيولې ده او نه مودښځو؛البته په شرعي چوکاټ کي. دا چي غربي جهان او يا غي ډلي زموږ پر ضد تبليغات کوي او موږ تر خوږ ګوته نيسي ، دا دوی خ وښه خو موږ ته دخپل ولس نبض معلو دی.موږ مسلمانانيو ، مسلمان تر هچاه ډيردشرعي تعليم طرفدار دی.البته په مرور دزمان به تعليم په ټول افغانستان کي ؛ په کليو ، کليو کي تامين سي. بل پوښتنه مي دتارياکو دګښت ځيني وکړه ، دوويل نوموړې موضوع هم دمخننی موضوع دغربيانو په سر سوې ده. دوی ته اسلامي احکام معلوم نه دي، موږ دخپل شرعي حکم په اساس دتارياکو کښت ښه نه بولو ، په هر ه اندازه چي زموږقدرت په هيواد کي ټينګيږي په هغه اندازه به مځکي په روا کښتو کرل کيږي.اصلي وا قيعت دا دی چي خپله تارياک يو زرعي پيدا وار دی.چي يو څه په دواګانو باندي مصرفيږي ، نور مخدره مواد؛ چي خپله ددوی ماشينونه دا کار کوي.نارکوټيک په خپله دوی غربيا يې ځيني جوړوي.پرخپلو خلکو کنترول نه سي را وستلای ،موږ ته جوړيدلي دي چي کښت يې بند کی.موږ په هغه ځايو کي چي تسلت پرې لرو دتارياکو کښت مو ممنوع ګرځولی دی.خو دا په نړيواله سطحه دمسئلې دحل لاره نه ده، تر څو پر خپلو خلکو او ماشينونو کنترول را نه وړي.هلته چي کنترول راسي نو به دتارياکو ارزښت هم کم سي.او خلک به يې په خپله هم نه کري، داچي دوی واي چي ددې څخه مخددره مواد جوړيږي،دا با يد ونه کرل سي، نوکه موږ هم ووايو چي تاسو دانګورو تاکان مه ږدی ، ددې څخه شراب جوړيږي، ددې غو ښتني اوددوی دغوښتنو به څه فرق وي؟. خوموږ په دې پوهيږو چي دادواړه غوښتني غلطي دي.موږ پر شرابو کنترول راوستی دی،دوی ته نه وايو چي دانګورو تاکان مه ايږدی.دوی دي هم پر خپلو خلکو او ماشينونو بتندي کنترول را ولي.نور خلک دي په دې فعل نه متهم کوي.
داوه زماهغه مصاحبې چي دطالبانو دصلاحيت داروخلکوسره وسوې. چي په لنډه توګه مي ستاسوحضورته وړاندي کړې.اوس به نو خپل نظراوکتني ددوی په باره کي عـرض کړم.
دمرحوم محمد علم بڅرکي نظر او کتني :
دکوم هغه طالب مشرانو سره چي ما وليدل او خبري مي ورسره وکړې ، په هغو کي ښاغلی مولوي محمد غوث اخوند وزير خارجه ـ جناب مفتي محمد معصوم صاحب په اسلام اباد کي دافغانستان سفيرـ ښا غلی وکيل احمداخوندزاده دجناب اميرالمومينين ملامحمد عمر اخوند مشاويرـ ښاغلی ملا محمد حسن رحماني دکندهار والی او جناب مولوي نجيب الله صاحب په کوټه کي دافغانستان کونسل . اودغه رنګه دډيرو نورو علماوو سره په کندهار کي چي نومونه او وظايف يې را ته معلو م نه دي خبري اتري وکړې.او هم دولسي خلکو سره پر موضوعاتو وږغيدم.او څه چي مي په سترګو ليدلای سو ، هغه مي وليدل.
خو په لنډه توګه دا رت معلومه سوه،چي دطالبانو مشران معتدل پوه، په ډيپلوماسي منا سباتو خبراو ټنګ مسلمانان وه،خو پايڅوړمخلوق يې چي عام خلک وه. او دطالبانو پوښ يې په ځان اغوستی وو،دوخت په ايجاباتو نه پوهيدل.اويو خودسره لښکروو، چي دشرعي حکم په بهانه يې هم خلک زورول.او هم يې ؛ټي تر لاسه کولې.موږ وينو چي اکثرع انقلابي تحريکونه دخپلو پا يڅوړو دبد رويش له پلوه ، بدنام او له منځه تللي دي.دکمونيستي (( اړودوړ)) داستاد رباني (( لت خريز)) داهم دخپل پايڅوړ دنه کنترول په وجه دولسي عتبار له لاسه ورکی.انيت خراب سو، دخلکو عزت او ناموس ،سراومال په امان نه سو پاته ، نو خلکو ځکه طالبانو ته لبيک ووايه.چي ددوی تر سيوري لاندي يې، عزت اوناموس خوندي سو،خو اوس چي مي دطالبانو پا يڅوړ ته کتل .د((اړودوړ)) او ((لت خريز))پرليکه روان وه او هغه لاره يې تعقيبوله چي نورو تعقيب کړې وه.مثلآ داسي خودسری شروع وې ، هغه وخت چي زما موټر وسپين بولدک ته ورسيدی،يو شمير لغړ زني هلکان چي دهغه ځای دمدرسې طالبان وه،زما پر موټر يې يورش راوړی .زما موټردان يې دسر تر وريشتانو ونيوه، چي دا دسروريښتان دي ولي دومره غټ کړي دي.او ولي لڅ سر ناست يې په داسي حال کي چي هغه موټروان افغان هم نه وو.دپا کستان وو، خو دڅو نورو طالبانو په وسيله مو خپل موټروان ځيني خلاص کی.او ديوبل چاه دلنګوټې څخه مو خولۍ را وايستل .او دده پر سر مو کړه اودته مو دسر خريلو او زجر ورکولو څخه نجات ور کړ.
بل ځای هم په دغه سپين بولدک کي پر يوه فا صيله باندي وليدل چي دمدرسې هلکان يو سړی په چلاخو وهي.ما پو ښتنه ځيني وکړه چي نوموړي سړي څه کړي دي چي وهل کيږي ؟ هغه راته وويل چي دمدرسې دهلکانو ددولسو چلاخو دوهلو امر ور باندي کړی دی. ځکه چي لنګو ټه يې نه وه تړلې.
دغه رنګه هغه موټروان چي زه يې دکندهار څخه چمن ته را وستلم، زما ديوې پو ښتني په ځواب کي را ته وويل: چي زما ديو چاه سره ديوې مځکي پر سر داوعه ده، دادعوه دسپن بولدک محکمې ، ولسي جرګې،دطالبانو شورا زما په حق کي اوه فيصلې سوي دي.خو زما مدعي دطالبانو سره لاس لري . بيا دعوه را باندي غبرګه کړي.زه چي هر څه خپلي اوه سر فيصلې ښکاره کوم ، خو دجنجاله نه خلاصيږم ؛ مجبور يمه چي يا به بدي کوم يا به هيواد پر يږدم ، نوموړی ځلمی په قوم نورزی وو. او په يوه سترګه معذور هم وو.
بله وا قيعه چي څومعتمدوعيني شاهدانو ليدلې وه داسي را ته وکړه: د١٩٩٦م دډسمبرپر٢١په سپن بولدک کي دغرمې پر دوه نيمو بجويو ډاډ سن موټر په خورا تيزي سره را غلی ، موږ ورته کتل چي يو سړی يې په وواهه او خلک ټول ورباندي را ټول سوه ، خو طالبانو دڅجوم څخه يو ترېوکتور والا کش کی ، چي دا سړی دي ولي په ترړکتور وواهه؟ترکتور والا چي هر څه بغاري وکړې طالبانو په زور سره موټر ته وخيژاوه،داچي څه په وسوه ؛ پهده خدای خبر دی؟.
داسي او ځيني نوري پيښي چي دطالبانو دپا يڅوړ له خوادطالبانو په نوم کيږي.ډير بد شګوم دی.خلک دطالبانو څخه بد وړي.دې ولسي بد نيتي دکمونسټانو سره هم خوړلی دی.داستاد رباني سريې هم وخوړی، خدای ناکرده په اوسني وخت کي دااور دومره تيز نه سي چي دطالبانو تحريک هم اور ځيني واخلي. داخبره زه بايد په ډاګه ووايم ، چي افغان ولس ، چي تاسو ته ستاسو پر ښه اعمالوخو ش اميد ويلي دي، داځکه چي دپخواني حکومتونوبد کردار دوی متنفر کړي دي.مطلب دا که ستاسو ښه کردار په سلوکي ٢٥مؤثر دي ويبه ، خو په سلو کي ٧٥فيصده دپخواني حکومتونو تنفر ستاسو په ګټه تمام سوی دی. طالبان بايد موضوع ته ځير وي.او پا يڅوړ بايد دې ته پرې نه ږدي چي دملت رايه پر بله خوا ځيني ولاړه سي.په اوسني وخت کي چي ما دعام ولس رايي ته کتل ، دامنيت په ټنګيدو ډير خو شحاله وه.خو پر دغه کو چنيو خبرو دخدای په ښکاره دطالبانو په غلا نا را ضي وه.
که څه هم دطالبانو مشرانو په وارو، وارو اعلانونه کړي او هم يې امرونه کړي دي، چي پر خپل سر خلک مه ځوروی،خو دطالبانو پا يڅوړ خود سره وه.انضباط او ډسپلين په لاندي پوړکي هيڅ نه ؤ.
بل تضاد چي مااحسوس کی هغه دا و،چي زموږ دهغه ليري ، ليري صحراؤخلک افغانيت ډيرجزب کړي دي.دوی اول افغانان دي ، دې مو ضوع ته زه هغه وخت ځيرسوم،چي زموږدسواريانوڅخه چاه موټروان ته دوه نيم لکه افغانۍ کرايه ورکول . دا افغانۍ خو دنوټنو په سر نه شميرکيدې،دنوټونوبستې يې شميرلې،چي هره بسته د٢٥ زروافغانيووه. موټروان چي يوولسي سړی وودنوټونوبستې يې وشميرلې ، خوپه اخيرکي يې سواريانوته وويل :دنوټونو ددغه منځه څخه خودي نوټونه نه دي کښلي؟هغه سړی چي طالب وو، ورته وې ويل: چي په خدای که به مي يونوټ لاکښلی وي، دطالب پردې قسم باندي موټروان قانع نه سو. ورته وې ويل : چي قسم مه اخله، ښکنځل وکړه، که به دي نوټ دبستې څخه ايستلی وي.طالب ښکنځل نه کول، موټروان په قسم باورنه کوی، خوما مداخله وکړه او موټروان مي قا نع کی.له دې څخه زما فکر دې مو ضوع ته را غبرګ سو.اصلأ دطالبانو تحريک ډير پخوا ١٥٠ کاله مخکي ، هغه وخت شروع سوی دی جي ملاپونده طاحب په ١٨٩٢م کال خپل ځان دطالبانو پاچاه وباله او په وزيرستان کي يې دانګريزانو سره جهاد پيل کی. تر هغه ورسته په نړۍ کي او يا لږ تر لږه زموږ په سيمه کي چندان تغير نه دی پيښ سوی.خو کله چي (دثور انقلاب) يعني د(( دغواي اړدوړ)) دروسانو په زريعه پر افغاني حريم باندي تيری وسو،نو نړيوالي ټولني په ډيره بيا اسلامي جهان او افغانستان مو ضوع ته ځير سوه اوس په نړۍ کي تر ايران او سوډان ورسته افغانستان دريم داسي هيواد دی چي پر خالص مذهبي بنيادو بينا کيږي اوهم دځان سره کامل امنيت راوړي.ترطالبانو تر مخه دکندهاره څخه ترسپين بولدک پوري ، چي ١٢٠ کيلو متره فاصيله ده، دخلکو دوينا پراساس ٤٥ځينځيره پرسړک لويدلي وه.اودداړه مارانو دلاسه په سپينه ورځ پردغه لاره څوک نه سوتيريدلای.خواوس زه په خپله نيمه شپه ديوه موټرسره سپن بولدک ته راغلم.چي دادطالبانودامنيت او کنترول کافي ثبوت دی.اوهيچا پردې لاره خطرنه دی محسوس کړی. ملل متحد چي دافغانستان له غمه دشپې خوب نه ورځي،دوی په افغانستان کي څه غواړي؟که امنيت دي خوحاصيل دی،که دخلکورفاه ده په هغه ځايو کي چي طالبان تسلت لري حاصيله ده. داچي دوی وايي په افغانستان کي دي پراخه بنسټه حکومت جوړسي، داسي حکومت خو اوس فعل حال جوړدی، دازبکو مسلمانانو، فارسي ګويه مسلمانان، دپنجشيرمسلمانان ، تا جيک مسلمانان دافغانستان دهر پوړاوهرځای مسلمانان دطالبانوسره دوزيرانو په سطحه شامل دي.اوهم ددغه مناطقو ولسي خلک ترنيمي ډيرددوی سره ګډون لري.اوهم دطالبانو سره شامل دي.نه پوهيږم چي دملل متحد دپراخ بنسټه حکومت څخه مقصد څه دی؟که هراړخيزه حکومت وي خودغه دی جوړدی.اودافغانستان پردروبرخوکامل تسلت لري.فقط يوه برخه چي هغه هم ددښمنانو،لکه روسيه،هندوغيره راپورته کړي اواسلحه ورکوي.خوپه حساب کي نه را ځي.بله خبره چي ملل متحد يې کوي داده، چي طالبان دي په کابل کي يوه ملي امنيتي ځواک ته زمينه مسا عده کي.يعني طالبان دي ووزي،واک او اختيار دي ولسي ځواک ته وسپارل سي.زه ګمان کوم چي اصلأ داسوال غلط دی،چيري چي سوال غلت وي ، نو طبعأ ځواب يې هم غلط را ځي ، که رښتيا ملل متحدغواړي چي په افغانستان کي دي پراخ بنسټه حکومت راسي، نوددې پر ځای چي طالبانو ته مخ وراړيوي. شمال ته دي مخ ورواړوي ، چي جنګ بند کړي، اسلحه پر مځکه کښيږدي .هغه وخت طالبان مکلف دي، چي لکه دنورو افغانانو ورڼوسره چي کوم دخيرسوکالۍ رويش اودورورګلوی طريقه لري ددوی سره يې هم وکړي.
په پای کي بايددغه مهمه خبره واضيح کړم چي په دې کي شک نه سته چي طالبان يوه ډله ده، چي په اوسني وخت کي يې وافغاني ولس ته دتيروډلودظلم اوستم څخه نجات ورکړی دی.داچي ديوه روښنفکر دنکتاي نظره دافغانستان اينده به ددوی په لاس څرنګه وي؟داداينده خبري دي، هر شی اوهره پديده دزمانې دسيره سره سم دتضاد دفلسفې لاندي دتغيروړدي.دطالبان تحريک هم په اجتماعي عدالت کي تغير خوړونکی دی.او خامخا تردغه قانون لاندي دی.چي دزماني دکړنوسره به سم ځان عياروي. پای
دښاغلي محمدعلم بڅرکي له نظره طالبان دخپل وخت هغه نيرواوقوت وو، کوم چي دمجاهيد ينواو تنظيمونودظلمونوپربنسټ رامنځته سوه او په هيواد کې خپل سري سياست ، لاري نيونکي ډلي ،غلا،فساد دهيواد تجزيه اوداسي نوروناخوالوپه مقابل کي رامنځته سوه اوپه ډيرلږوخت کي يې دخلکوپه مرسته خپل هويت دنړۍ په مطبعاتوکي تثبت کړ.اوپه افغانستان کې يو مرکزي حکومت جوړکی ،تر ټولو مهمه خولا دا ده چي،طالبانو په افغانستان کي ديوه افراطي اسلام خښته په داسي ډول کيښوده ، کوم چي دهغه وخت ضرورت وو.اودا ټوله ديوه ضرورت له مخي رامنځته سوه،دنوموړي دضردرت په رامنځته کيدوکي، دتنظيمونو دهغه ناخوالورول په ټنګه موجود ګڼو، کوم چي خلک يې داسي حالت ته رسولي وه ، چي د خپل عزت دساتلو په خاطر يې وځګ ته هم لاس وراچاوه.نوطالبان په خپل وخت کي دافغانانو دپاره يوه پرده سوه.خوبيا هم نوی دولت جوړسوی وو، نو خامخا به يې يو څه ستونزي هم لرلې . دنوځوانوطالبانوسخت دريځه مؤقف ،پرلباس اوږيروباندي پابندي ، ددې سبب وه چي دخلکوآزادي دي ترسوال لاندي کړي. خوډيرو خلکو دهمدغه ستو نزي په سبب نه سو کولای چي افغانستان ته دي راداخل سي اوطالبانوته دي خپل مخ ور ښکاره کړي.وا په دې چي پريوڅه نه پريوڅه خو يې نيوکي کولې.چي دا دمرحوم محمد علم بڅرکي په وينا پايڅوړوطالبانودخپل سري سياست په وجه دغه حالت پرخلکوراوستلی وو. خو چارواکي يې هم په مخ نيوي کي پاته را غلي وه.چي موږ دلته پرله پسې ليکونه ګورو، چي چارواکي يې وخپلو پا يڅوړو طالبانو ته سپارښتنه کوي ، چي نوموړی درليږل سوی ميلمه ته ستونزه جوړه نه کړی.

لیک دکوټي دقونسلګرۍ څخه دکندهار دسپین بولدک دلاري مؤظفینوته !
دکندهار ،بولدک دلوی لاري دځنځیرمسؤلینو ته !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
وتاسي ټولوته دځنځیرمسؤلینو ته دي معلومه وي،چي دغه میلمه دافغانستان دطلبأودشورا په بلنه له خارج څخه را غوښتل سوی دی.اونور ملګرې هم یوه ورځ مخکي وکندهارته رسیدلی دي.نو له همدې کبله باید دغه میلمه ته هیڅ ډول تکلیف ور وه نه رسیږي.او په ښه ډول دکندهار وښار ته ورسیږي. باحترام
جنرال کونسل دولت اسلامي افغانستان
مهر اولاس لیک
مولوی نجیب الله
نوموړی مکتوب چي يو رسمي مکتوب دی .دطالبانو دچارواکو ښاغلي قونسل صاحب چي په کوټه کي رسمي دنده لري د ښاغلي محمدعلم بڅرکي دحفاظت په خاطرخپلو طالبانو ته ليکلی دی. خو که څوک په رسمي ډول وافغانستان ته ولاړ نه سي نو ښکاره خبره وه چي دطالبانو دخوا به ورته خنډونه او کړاونه متوچه سي. چي دغه ته دطالبانو ضعف ويل کيده.زما له نظره ددغه ډول کړاونو څخه به دطالبانو هدف او مراد داوو، چي منورين په سيمه کي نفوذ ونه کړي ، نو هغه چاه چي به ږيره خريل هغه يې په بلکل دهيواده مهروم کړی وو. چي دايو ميتوديک عمل ګڼلای سم.اوپه دې کي به هرومرو دپاکستان دتندرو او عـربو لاس هم شامل وو.ولي دبله پلوه طالبانو کولای سو چي په هغه سيمو کي چي ددوی تر واک لاندي سيمي ړې په هغو کي هغه څه چي به دوی غوښتل هغه يې عملي کولای هم سو، چي دا بيا ددوی دټنګي ادارې معنا لري.خو دهغه ورسته چي مرحوم بڅرکی صاحب دکوږک او سپن بولدک دلاري وکندهارته ور ورسيدی نو يې هلته دهغه ځای دلوړ پوړو چارواکو سره ليدنه کتنه وسوه ، چي په دې لړ کي دښاغلي ملامحمدحسن رحماني دکندهار محترم والي صاحب سره ليدنه ديادوني وړده.څه وخت چي کندهار ته محمد علم بڅرکی ورسيدی ، بر سيره پر دې چي دحکومتي چارواکو دخوا يې تود حر کلی وسو خو دخلکو دخوا يې هم په ډير جوش او خروش ، ميني سره تودحرکلی وسو. پسله هغه ښا غلی محمد علم بڅرکی دکندهار هوټل ته وا ستول سواو په کندهار هوټل کې استوګنه پيل کړه او بيا هغه وخت چي دکندهار خلک او دمرحوم بڅرکي دوستان او خپلوان يا هغه کسانو چي دښا غلي بڅرکي صاحب سره يې پيژندلګلوي درلودله هغه يې ملاقات ته را غلل . څرنګه چي کندهار دمرحوم بڅرکي اصلي داستوګني ټا ټوبی دی ، نو يې دنورو ځايو په پرتله دخبرو او کاري مؤخې اغيزي هم ډيري وې.
پسله هغه چي مرحوم محمد علم بڅرکي په پرله پسې توګه دخلک سره شخصي ليدني کتني وکړې نو بيا يې په رسمي ليدنو پيل وکړ.په رسمي ليدنو کې دنورو دولتي چارواکو بر سيره دکند هار دوالي ښا غلي محمد حسن رحماني سره رسمي خبري را پيل کړې.ښا غلي محمد علم بڅرکي غوښتل چي په لومړي قدم کې دملامحمد عمر سره ليدنه وکړي او دپيښو په اړونده ورسره خبري وکړي خو دبده مرغه چي په دغه وخت کي دسعودي عرب يو لړ چارواکي هم کندهار ته را غلي وه او هغو ملاقا تونه درلودله او په دې وخت کي ملا محمد عمر اخوند خورا ډيربوخت وو.نو يې دملاقات څخه معذرت يا بخښنه وغو ښتل،خو په بدل کې دوهم لوړ پوړی چارواکی دکندهار والی ښا غلی محمد حسن رحماني ودې دندي ته وګوماری څو درا ليږل سوي هيئت سره ليدنه وکړي.دملاقات په ورځ ښاغلی محمد علم بڅرکی پرخپل وخت ملاقات ته حاضر سو ، خو ملاصاحب يواندازه نا واخته را ور سيدی،هغه وخت چي ملا صاحب را ورسيدی ، نو پسله سلام عليکم اوروغبړ څخه يې دخپلو پرزو په کښلو پيل وکړ،لو مړی يې خپله پښه وايسته او په کونج کې کيښودل ، بيا يې خپل مصنوعي لاس وکيښ او هغه يې هم کيښوداو بيا يې خپله يوه مصنوعي سترګه هم وکښل او پر خپله مقامي چوکی کښيناست.مخکي له دې څخه چي په خبرو پيل وکړي مرحوم محمد علم بڅرکي يوه ټوکه هم پر وکړه اوورته وې ويل: (( ملا صاحب ته خو پرزه ، پرزه يې))ملا صاحب چي دخنداني طبعي خاوند وو هغه هم ځواب په خندا ورکړ اوې ويل (( هوکې! دا موږ ته دجهادرا پا ته ثمره ده)) ورسته تر هغه چي دخندا او ټوکو خبري خلاصي سوې نو يې په رسمي مجلس پيل وکړ.اودهميشه په څيريې دښوني او روزني پر بهير خبري وکړې اوپه خبرو کي ملا صاحب دښووني او روزني د بهيرسره مخالفت نه درلوداو فقط پردوبرخو يې ټنګارکاوه .
لومړی : طالبان په وټيزه توګه اوس دښووني اوروزني چټک بهير پر مخ نه سي بيولای.دښوونځيوجوړونه اودتعليمي معياري نصاب نشته والی او په دې باب لازمه بوديجه او دنړيوال سازمان بنديزونه اودمرستي نه موجوديت ددې سبب سوی دی ، چي دښووني اوروزني بهيريوه اندازه ورسته پاته سي.
دوهم : دملل متحد همکاري دشمالي تلوالو سره دجنګ اورته لمن وهل او په هيوادکي دشمالي تلوالو موجوديت اودځينو هيوادونو لکه امريکا ايران،روس اوځينو نوروهيوادونونومونه يې هم واخيستل چي دشمالي تلوالو وشاه ته ولاړاودجنګ موده يې اوږده کړه اودسولي بهيريې شاه ته وغورځاوه.ښاغلي محمد حسن رحماني ټيګارکاوه چي طالبان داسلا مي زده کړوډير ټنګ پلويان دي او که يې په وټيز لحاظ توان پيدا کړنو به دښووني اوروزني بهيرته پا ملرنه وکړي.
دريم دښځو په وړاندي: ښا غلي محمد علم بڅرکي وپوښتل :چي تاسو به تر کومه حده وښځو ته خپلواکي ورکړی؟
په ځواب کې ملا محمد حسن اخوند بيا هم هغه پخوانۍ خبره تقرار کړه اووې ويل : موږ دښځو په باب هم دښووني اوروزني پلويان يو داسلام په چوکاټ کي.دتيرو خبرو په ادامه يې هر څه داسلام تر قانون لاندي بيا نول ،هغه وويل چي ښځي هم بايد په پرده کي تحصيل وکړي ، خونه اوس…خو کله چي بيا هم ځيني پوښتنه وسوه چي اوس ولي نه ؟ بيا هم هغه په ځواب کي دطالبانو امنيتي ستونزي وښودلې اودځوانو طالبانوکنترول يې يوبل دليل وښودی.خو په هر صورت ټولي خبري يې واينده ښوشرا يطوته پرې ښولې.
دريمه پوښتنه : څه وخت چي دملا صاحب څخه وپوښتل سوه چي ملا صاحب ستاسي دولت به په نړيواله سطحه کوم ډول اسلامي دولت وي؟. او دنړۍ داسلامي هيوادو څخه به کوم هيواد داسي يو اسلامي هيواد وي ، چي ستاسوپه ډول دي دغسي تندروه اسلام په خپل هيواد کي قبول کړي؟ او تاسي به په نړيواله سطحه دکوم يوه هيوادپه شان مدني قوانين ولری.تر څو وخلکو ته خپل حد ور معلوم سي.؟دا هغه پوښتني وې چي مر حوم محمد علم بڅرکي دملا محمد حسن رحماني څخه په ژور ناليستي سبک کړي وې.خو هغه بيا هم داسلامي هيوادونو په انتخاب کي افغانستان ځانګړی ګاڼه اودافغانستان هيواد يې ځانګړی ګاڼه اودلته يې دافغاني ډول اسلام چي طالبانو ځانته غوره کړی وو. دخلو دخوښي اسلا ګاڼه .
پوښتنه : موږ دښځو دحقوقو دپاره ډيري هلي ځلي کړي دي او په دې لاره کي مو بندونه لا هم دتيرو رژيمونو دلاسه تيرکړي دي اوپه پای کي مو هيواد ته قانوني اساسي او دښځو مساوي حقوق ددلت څخه تر لاسه کړي دي . خونن ورځ تاسو ته داحق څاه درکړچي نوموړي قانوني بنسټونه اودښځو حق دښووني اوروزني په ډګرکي ترپښولاندي کړی ؟ په ذواب کي بيا هم دوخت والی اودولتي لوړ چارواکی ملا محمد حسن اخوند داسي فرمايي :موږ دښځو حقوق نه دي پايماله کړي اوموږ وښځو ته په اسلامي چوکاټ کي په حقوقو قايل يوخو اوس به دنورو ازاديو دپاره خبره زموږ وبرياو ته پريږدو چي تر کومي کچي موږ په ټولنه کي بريالي کيدای سواو تاريخ به بيا ددې قضاوت وکړي ، چي موږ وښځو ته څومره حق ورکوو.
خو په هرصورت دا هم يوه لنډه مرکه وه چي مرحوم محمدعلم بڅرکي دملا محمد حسن اخوند سره په يوه ترځ کي تر سره کړه .اونوموړي خبري هغه خبري وې چي ما دخپل پلار څخه اوريدلي وې اودلته مي ثبت کړې.ددې څخه ورسته چي دمر حوم محمد علم بڅرکي اړيکي دهغه کاري سفر له مخي ټيګي سوې ، په ورسته کي به يې په منسب وخت کي ليکونه هم ور ليږل . تر څو دطالبانو اړيکي په يو ډول نه په يوه ډول دمنورينو او روشنفکري حلقو سره ټينګ کړي.اوددې لاري دطالبانو دتندروۍ مخه ونيسي.خو طالبانو هم هر يوه چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي سره ليدنه کړې ده هغوی هم دهغه ليدني څخه خوښي ښکاره کړې ده او دهغه مجلس يې په زړه پوري ارزيابي کړی دی.او دبيرته را تګ او هغه څه چي ددوی توان کيده په هغه اندازه يې دمرحوم محمد بڅرکي سره مرسته کړې ده .چي په ورسته کي درا تګ په وخت کي ملامحمد حسن اخوند ومر حوم بڅرکي ته بيا هم په خپله امضأ يو مکتوب ور کوي چي دلاري طالبان يې بې ځايه ونه ځوروي.

ملا محمد عمردطالبانو داسلامي تحریک مشر

تحریک اسلامي طالباء افغانستان
نیټه : ۵ – ۱۰ – ۱۳۷۵هـ ش
ومحترموترفیکوومجاهدینوکرامو ته! اسلام علیکم ورحمة الله وبرکا ته!
محترمو دلیک دروړونکی محمد علم بڅرکی وکوئټه ته روان دی ،چي تکلیف ورنه کړی.اوباید چي موټروان ته ئې هم تکلیف ور نه کړی، ځکه چي اجازه ورته سوې ده.ضرورت لري وسلام.
محمد حسن رحماني دکندهاروالی
لاس لیک
نیټه : ۵ – ۱۰ – ۱۳۷۵هـ ش
دوهم لیک : ۷۸۶ یعني : بسم الله الرحمان الرحیم
ومحترمو طلبا ؤ کرامو ته ! اسلام علیکم :ورحمة الله وبرکاته.
محترمو دلیک دروړونکی نفرچي وکند هار ته را غلی وو.اوس غواړي چي وکوئټي ته بیرته ولاړسي.هیله ده چي پوره همکاري یې وکړی.اوباید چي تکلیف ور نه کړی.چي میلمه دی ، خدمت یې وکړی ، وسلام.
محمد حسن رحماني دکندهار والی
لاس لیک او نیټه : ۵ – ۲۰ – ۱۳۷۵ هـ ش
که چيري دطالبانو دولت پاته سوی وای اودمنورينواړيکي ورسره ټنګي سوي وای،ممکن په طالبانو کي هم پوره تغيرات راغلي وای.خو دماتي دنوروعلتونو په څنګ کې دغه هم پوره دليل کيدای سي، چي طالبان نه يوازي په دننه کي دمنورينواو روښنفکرانو څخه ليري او تجريد پاته سوه خودنړيوالو اړيکو څخه هم تجريد پاته سوه.دلته دمرحوم محمد علم بڅرکي نظر دطالبانو په باب ښوي چي دطالبانو سره با يد منورين تماس ونيسي اودتماس نيولو ميتودونه با يد زده کړل سي . دا په دې چي دپاکستان يو لړ حلقو هم دا نه غوښته چي په طالبانو کي دي افغانان او منورين نفوذ وکړي. اودمنورينو داړيکو سخت مخالفه وه خو دبله پلوه بيا ځيني هغه طالبان چي پرافغانستان يې پيرزوينه درلودله او يوه اندازه ميانه روه طالبان وه دهغو علاقه مندي بيا دافغانانو دمنورينو سره ډيره وه.اوهغه طالبان چي دالقاعده او پاکستاني ای اس ای په چالبازيو پوهيده هغوی غوښتل چي يو افغاني ،ټنګ ملي دولت دي جوړ کړي ، خو هغوی هم دځان دپاره دوستان لټول ، چي نومړې پروسه دپرله پسې تماس په نتيجه کي تر سره کيدای سوه . او طالبا بلاخره يوې افغاني لاري ته را ګر ځيدای وه او دالقاعده دجاله څخه يې نجات پيدا کولاسو.
ورسته له هغه چي ښا غلی بڅرکی صاحب بيرته ډنمارک ته اوبيا هالنډ ته راغلی نو يې بيا هم دليک په وسيله خپل تماس دځينو هيوادپالو طالبانو سره درلودله اود ليک په وسيله يې يودبل حال او احوال سره پوښته اودهتوغه لاري يې يودبله مشوره سره کوله. خو پر طالبانو با ندي نړيواله فشارونه خورا ډير او ورځ په ورځ نورهم ډيريدله.څو په پای کي يې په ٢٠٠١م کال کي سقوط وکړ. او دناټوپه مستقيمه مداخله سره طالبان دسياسي صحنې څخه وايستل سوه اوملک تريوه سخت اشغال لاندي دناټواومريکايي قواوراغلی. خو په دې باب خبري ډيري دي،بيا هم موږراګرځودطالبانو سره داړيکوپه لړکي داسلام اباد دسفير او محترم بڅرکي دلیک په وسيله اړيکوته راګرځو.

جناب مفتي صاحب محمد معصوم اخوند!
اسلام علیکم ،زه شکر دی جوړروغ یم،ستاسو صحت دخدای(ج) له درباره ښه غواړم،لومړی تر هرڅه ستاسو دهغه میلمستا مننه کوم،چي دافغانستان او طالبانو دکړواودلید و موقع مو را کړه.
وروره!دهغه وخته څخه چي را غلی یم،متعددټلیفونونه او لیکونه را غلي دي.چي صورت حال معلوم کي،کوم شکایتونه چي کیږي هغو ته وایم،چي دطالبانو دسر خلک داسي نه دي،خو غلطي دالاندي پوړیاالیه جاري کوي،زما خپله کوښښ دی،چي روښنفکره پوړیا (طبقه) سره نژدې کم،خو متاسفانه هیڅ ډاکومینټ (documunt) نسته چي سړی ئې دخپل دلیل اقامه کي، ما په اسلام اباد کی خپله پته در کړې وه.چي دکابل اخبارونه یوه، یوه نخسه را ولیږه،چي موږ ته دلایل مهایا سي.دا کار په لږ مصرف ډیرضرورت رفع کوي،خو دهغه اخبارو هم تقریبأ دغه یوه نیمه میاشت زموږ دراتګ کیږي،هیڅ درک نه دی معلوم سوی،هیله ده چي په دې مورد به خاصه توجه وکې،نور خلک دخپلو تبلیغاتو دپاره په لکوډالره خرڅوي چی کوم څوک دا کار ورته وکي،خو موږ مفته دا دنده قبوله کړې ده، دهیواد خدمت کوو،تاسي باید کوتاهي په کښي را نه ولی،تبلغات دنن ورځي اشد ضرورت دي،خصوصأ په غربي جهان کي دطالبانو دپاره. طالبان دي هم خدای لري!عجبي ، عجبي کوي،کله ئې کاغذبادونه بندکړي دي،کله ئې بیا دلنګوټوپر نه تړلو خلک زجر کړي دی،کله ئې دچرګانوجنګونه قطغن کړي دي،کله بیا سترنج منعه وي،خو موږ چی ددغو خبرو تلافي کوو،چي ګورو هلته بیا هغه بل من چپه سوی وي.اودډاکټرانو سرونه یې دمریضانو په مخ کي ور خریلي وي،وغیره ، وغیره عجایباتي پيښي دي.ددې خبرو ازار بیله دې چي اخبارونه را حواله سي نه کیږي،په کوټه کي ومؤلوي نجیب الله اخوند ته مي هم ویلي وه،خو هغو ستاسو حواله را کړه،چي که دی را ته ووایي زه به یې درته ولیږم.پوښتنه مي دا کوله چي کابل ته اوس لیک په پوسته کي رسیدلای سي که یا ؟نوردي نو په مخه ښه الله دي مل سه . محمد علم بڅرکی
لاس لیک نیټه : 97 – 2 – 20 ډنمارک
یادونه : دلیک اصل درولیږل سودائې نقل دی،داسلام آباد دکورپته ، دافغانستان سفیر
همدغسي دطالبانوسره داړيکواوتماس ليکونه خو ډير دي ، موږ يې هغه ليکونه يادوکوم ،چي دمرحوم محمد علم بڅرکي او يولړ منورو طالبانو سره يې اړيک اغيزي درلودلې . اودژوند دمبارزې دغه برخه يې هم ډيره په زړه پوري اومؤثره ګڼم.خومرحوم محمد علم بڅرکي دهيواد په سياسي چاروکي په ډيردلاوري کړنه کول اودهيواد پالني په لاره کې هيڅ ډول بيره نه درلودله اوقرباني يې هم بې ساري وه،په دې لاره کي که به خطرهم ووهغه به پرځان قبول کړی وو.دغه څه دهغه ملګرو هم درک کړی وو،نو ځکه يوه ورځ په کابل کي هغه وخت چي مجاهيدينو نوی قدرت ترلاسه کړی وو،زه دمرحوم خواخوږي صاحب وکورته ورغلم او هغه زما ديوه وراره په څيرهر کلی وکړ او ما هم لکه يوه اکاته چي څوک احترام لري،ماهم هغه ته دومره احترام درلود، نوڅرنګه چي هغه په کابل کي ژوند کاوه نو دهغه ليدنه پرمافرض وه چي ديوه اکا په څيريې درناوی وکړم.هغه ماته زما دپلار په باب دوې مهمي خبري وکړې.
لومړی : دهغه دوفادارۍ په باب دملګروسره.اودهغه د قول په باب چي بڅرکی صاحب هميشه پرخپل قول ولاړوو.اوخپل مسؤليت پيژني.
دوهم : دمرحوم محمد علم بڅرکي دامانت داری په باب يې ډيري وږدې توصيفي خبري راسره وکړې.خوداچي دهغه انډيوالانو دمرحوم محمد علم په باب نيک نظر درلود يوازي هغوی دا نظر نه درلود بلکي مرحوم محمد علم بڅرکي هم دخپلوانډيوالانو په باب ډيرښه نظردرلود. اويواوبل ته ډير وفاداره وه. چي ممکن په را تلونکي بحثونوکي به پرو ږغيږو. خوبيا هم دطالبانو په وړاند دمر حوم بڅرکي صاحب نظر داوو، چي طالبان داصلاح وړدي اويوپراخ بنسټه حکومت جوړولای سي.او ايند رشد او تکامل بيا دزمان غو ښتنه ده او په دننه اودباندي کې هغه پديدې شته چي ديوه نوي په څيررا منځته سي . داځکه چي تضاد دډيا ليکټيکي قانون پربنسټ په طالبانو کي هم هغه ترقي غوښتونکي خلک وه چي ، هم دښځو دآزادۍ پلويان وه او هم يې دنړيواله سيا ست او غو ښتونو سره سم ، دهيواد په پر مختګ کي سيا سي لاسته را وړني درلودلې . ولي هغه ځانګړې مرحله داسي يوه مر حله وه ، چي دپرديو په تيربيا دپاکستان دشيطاني سيا ست پر بنسټ طالبا ن اودهغوی ډله يوه افرا طي ډله وګڼل سوه.چي په دې با ب بياهم دمرحوم بڅرکي صاحب دغه ليک چي وښاغلي مفتي صاحب محمد معصوم اخوند ته يې ليکلی ؤ په لاندي ډول سره وو.

جناب محترم مفتی صاحب محمد معصوم اخوند .
دزړه له کومي دعااوسلام درلیږم.اودښه صحت اومترقي فکرغوښتونکی دي یم. زما صحت بد نه دی ګزاره کوم.
وروره ! څه مده دمخه می یو لیک در لیږلی دی.دهغه پته ورکه ده،دادی بل لیک زما دسفر دخاطروداخبارسره درلیږم – هیله ده چی داخبارپر مضمون اوزما دپخواني لیک پرمحتوارڼاراواچوې.اودصورت حال څخه مي خبرکې.چي زموږ اوستاسودتفاهم ور پرانیستلی وي – ځکه په اوسني وخت کي زموږوستاسي په منځ کي دارتباط فقط همدغه روزنه پاته ده.موږ دلته وه طالبي نشراتوته بیخي ډیراړیو،په دې موردکی ستاسو خاصه توجه غواړم. چی خپل نشرات زما پر پته را ولیږې.
اوبل دا پو ښتنه مي په پخواني لیک کي هم کړیده بیا یې تکراروم چي کابل ته په یوه پوسته کی لیک تلای سي. که یا؟ .نوردي نوپه مخه ښه
محمد علم بڅرکی
لاس لیک نیټه : 1997 – 3 – 22 م کال
نوپه همدغه ډول دا هغه هلي ځلي وې ، کوم چي دهيواددرا تلونکي دپاره مر حوم محمد علم بڅرکي دطالبانودغورځنګ په منځ کي اجرا کولې، که چير په را تلو نکي وختونو کي طالبان پاته سوي وای او امريکايانو او ناټو پر افغانستان باندي بريد نه وای کړی.نو دافغانستان منورينو به په همدغه ډول خپلو هلو ځلو ته دوام ور کړی وای.
دطالبانوپه وړاندي د محمدعلم بڅرکي دمقالواوخپرونوځيني برخي
مرحوم محمدعلم بڅرکی چي دهيواد يو وتلی ليکوال او دخپل وخت يو علمي تحليلګرشميرل کيده دطالبانوپروخت يې خپل نظرپه مختليفو بر خوکي څرګند کړی دی.هغه طالبان دخلکواستاذي نه ګڼل اونه د طالبانو را منځته کيده دافغانستان دخلکوطبعي غو ښتنه وه،خودهغه په را منځته کيدو کي دوخت دجنګياليوډلورول ،دافغانستان دحکومت بې ثباتي ،په هيوادکي خودسري،دشمالي تلوالواوجنګسالارانوخودسالاري او د تجز يې فکر،دايران ژبنۍ مداخلې ،په هيواد کي دژبنيو مسائيلو پر سر را پورته سوي جنجالونه ،ددې سبب سوه چي طالبان دپاکستان په حمايه را څرګند سي او خلکو دډيرمجبوريت په اساس دهغو څخه ملاتړاعلان کړ.او دخلکو په همايه يې جنګسالاران له پښو وغورځول اوداسلام په نوم چې زرغون قمربند تر لاسه کړی وو، هغه يې ځيني خلاص کړاو هيواد يې ديوې زماني لحظې دپاره دشر څخه خلاص کړ. اوداو هغه ضرورت چي بايد يو چاه تر سره کړی وای خو دا کار طالبانو وکړ. خو په ورسته کي دطالبانو وشاه ته هم هغه قو تونه وه چي طالبان يې بد نامه کړه او ډيرسخت دريځه يې ونړيوالو ټولنو ته ور وپيژندل.دطالبانو سر په نړيواله کچه دپا کستان مذهبي ګوندونه ، دای ايس آی ځيني شبکې ، سعودي عرب ځيني چارواکي ،عربي ګوندونه اوالقاعده پر څنګ ولاړوه.چي په همدغه سبب هم ورځ په ورځ يې په خلکو کي عتبار دلاسه ورکاوه اوپه دننه کې هم يو لړ اختلافات را منځته سوه ، چي دهغو دجملې څخه يو هم دملا رباني اختلاف دملا محمد عمر سره ديادولو وړ ګڼل کيده او خلکوته دتشويش وړموضوع وه.نه يوازي په دننه کي دطالبانو ډلي را منځته سوې ، بلکي په دباندي کي هم دطالبانو پر ضد دخلکو مقاومت را منځته سو.او که چيري ناټو مدا خله په افغانستان کي نه وای کړې ، نو هرومروبه دخلکو دخوا دطالبانو رژيم چپه سوی وای. دا ځکه چي دهغوی دغه زوړ او زوړپاله نظر دنړيوالي پرمختګ سره هم غاړي نه وو.نو په دې باب بيا هم دښاغلي بڅرکي صاحب نظر ديادولو وړ ګڼم .
مرحوم محمد علم بڅرکی ديوه ملي شخصيت په توګه دهر چاه ښه ښه بولي اوبد يې غندي . چي ددې خبري ثبوت په همدغه ډول دهغه په ليکلو اسنادو کي موږ تر لاسه کولای سو.مر حوم محمد علم بڅرکی دملي هنداري په پنځمه او شپږمه ګڼه کې په ٢٨مخ کې دتايخي ګناه تر سرليک لاندي داسي ليکي :
تاريخي ګناه : نن پر٢٦فبرورۍ ٢٠٠١ بي . بي . سي را ډيو يو خبر خپور کړ، چي دټولو منورينو او هيواد پالو زړونه يې ور ولړ زول.ملي هنداره دخپل (جريده)دخپل تاريخي رسالت په اساس خپله دنده بولي چي په دې غمجنه پيښه کې ، دخپلو نورو هيوادوالو سره يوځای ـ څو څاڅکي وښکي په خپل ګريوان کي وڅڅوي .
((بي،بي،سي دښاغلي عبدالحي مطمئن له قوله وويل:چي دامربل بالمعروف ونهي من المنکرپه وزارت کي ديوې غونډي په ترځ کي علماو فيصله وکړه ـ چي په ټول افغانستان کي تاريخي مجسمې دمنځه ووزي او ماتي دي سي.چي ددې فيصلې په اساس اميرالمومنين مولا محمد عمر اخوند فرمان صادر او دهيواد ټولو برخو ته خبر ور کړل سو)).افغانستان ددې پنځه ويشتو کالو په جنګ کې، مالي شتمني دلاسه ورکړه.علمي قدرونه يې يا په خداي مرګ مړه سوه يا دجنګ قرباني سوه، ولس مو دفقر او بينوا يي سره مخامخ سو،عزت مو په بې عزتۍ او غيرت مو په بې غيرتۍ واوښت ـ دهيواد روښنفکرانو ته چي کوم آخيري سنګر پاته ووهغه تاريخي افتخارات وه ـ چي هغه بيا په ډير تأسف سره دطالبانو په دوره کي دمنځه ځي .
زه نه پو هيږم طالبانو چي دمسلمانۍ په نامه دادونه سخت ګيري پيل کړې ده؛داسلام خدمت کوي او که خلک داسلام څخه متنفره کوي؟يو دوې مياشتي ترمخه داميرالمومينين دخوا يو فرمان صادرسوی وو.چي دهغه څخه داسي معلو ميدله چي په خارج اوداخل کي داسي کسان پيدا سوي دي ، چي خپله سپينه لار دمسلمانۍ ترک وهي.داولي؟ يوازنی سبب يې دطالبانو سخت ګيري ده.يوخت دنور محمد ترکی په اوائيلو کي زموږ دمسجدملآصاحب په کندهارکي زما څخه پو ښتنه وکړه؛چي دااوس څنګه پيښه ده؟زموږ دمسجدملآماته عقيده در لودله،او موږ به هميشه مجلس سره کاوه ـ ما ورته وويل: ملآصاحب! چي ښې مزه داره چای را ته جوړي نه کې ،کله دا معلومات درکوم ـ خو الغرض مازديګر ته يې پر شير چايو ميلمه کړم.چي ور غلم دوه نور ملا يان يې هم خبر کړي وه.مجلس پيل سو،ما ور ته وويل:چي دصا حب کرا مو را په دې خوا،واسلام ته چاه دومره خدمت نه دی کړی، لکه نورمحمد تره کی چي وکی ـ زما په دې خبره دا دوه نا بلده ملآ يان را ته (بوږکی) سوه؛خو ما ورته را غبرګه کړه ـ چي تاسو ګورۍ ـ که دنورمحمدترکي احما قتونه نه وای.نودداټول اسلام داماښامني اتحاد،چي دالله اکبرپه نارو،بدرقه کيږي کله ممکنه وه.نن ورځ دده په سبب ټوله مسلمانان په يوه اتحاد اواتفاق کي پريوه پليټپارم سره را ټول سوي دي ـ اوددښمن مقابله کوي.په دې خبره سره هغه نورنا اميده ملايان هم زما په تحليل خو شحاله سوه. دطالبانو محترم ملايان بايد په دې پوه وي،چي داسلامي شريعت په نامه هرڅونه سختۍ اوتکليفونه چي دولس په مخ ايښول کيږي،دهغه څخه دومره ګټه نه سي ترلاسه کولای لکه:دښمنان چي دهغه څخه ګټه اخلي.اوس دستي اوا زه داده،چي نورمحمد تره کی دشوشليزم په نامه پرولس قبضه کړې وه ـ خو طالبان موداسلام په نامه چوروي.تره کی پرعقايدو،پررسوماتواو تاريخي افتخاراتويلغارراوړی وو؛طالبان هم هغسي کوي.
سوال دادی : آيا! په کوم عمل چي طالبانولاس پوري کړی دی،دغه حق به ونورومذهبوته هم ورکي چي داسلام سره دغه سي وکي؟ واسلامي معبدواومقبروته په هغه نظروګوري لکه دوی چي ورته کتلي دي؟ دطالبانو دغه عمل ونوروته ددې لاره خلاصوي چي اسلامي عقيدې وغندي ـ او سپکاوی يې وکي په دغه ډول به مذهبي شخړي لانوري هم ډيري شي.هندواڼ به داسلام په تحقيرجنت ګټي، طالبان به دمجسموپه ماتيدوثواب ګټي ـ موږنه پوهيږوچي داقراني شريعت يوازي پرطالبانو نازل سوی دی؛که پرمصر،سوريه،بحرين،بنګله ديش،المغريب، ليبيا، پاکستان،سوډان،ايران اودسي نورواسلامي هيوادو باندي هم دی.په دغواسلامي هيوادوکي چي يوه تاريخي مجسمه پيداسي،ټول هيواديې جشن نيسي چي دهيواد تاريخي بيلګه يې پيداسوه.اوموږپه لوی لاس خپل تاريخي ورثه له منځه یووړه. محمد معصوم هوتک څه ښه وائي:
چي پرنوروموخندل هغه را وسوه
اولني ياران موټوله تور ليمه سوه
اصلأ خبره دا ده چي طالبان با يد په دې پوه وي چي دوی حکيمان دي دافغانستان ؛خاوندان نه دي لکه يو څوک چي ديتيم مال تر هغه وخته دامانت په توګه سا تي،جي هغه لويږي.طالبانو ته ښا يي ، دملت دا امانت تر هغه وخته خوندي کي چي دوی درايي خاوندان کيږي،دملت تاريخي افتخارات دمنځه وړل؛هيڅ يوه پا چاتردې دمه نه وه کړي ـ طالبانو ته که دا سوال پيدا هم وای ـ بايدداسلام دمعتبرو علماؤ څخه لکه دجامع ازهراود مودودي په پوهنتون کي چي را ټول سوي دي ـ دهغوی څخه يې فتوا حاصيله کړې وای .که دغه علماؤنو دټوله نړۍ ملامتيا به پر طالبانو نه وای.او که فرض کړه ، ځواب منفي وای نو به دخپلو ملايانو خوله ورڅخه ختلې وای ـ او طالبانو ته به په دواړو دنياو(دارينو)کي هم دليل سوی وای.داسي معلو ميده چي طالبان په دې پو هيدل چي ړنړيوال اسلامي فتواپه دې مورد کي نه سي تر لاسه کيدای ـ نوسوال دادی چي دوی ولي داتاريخي وثيقې له منځه يووړه؟ داددې خبري شک پيدا کوي چي طالبان پارول سوي دي ـ چي دافغانستان تاريخي قدامت اودهغه اثاردمنځه يوسي اويو بې وثيقې هيواديې کي.دا اسار يدازي دافغانستان تاريخي شواهد نه وه بلکي؛په نړۍ واله سطحه تاريخي اسناد وه،يوازي دعبادت کولو دپاره نه وه،دوی تاريخي ارزښت هم درلودی.دنړۍ ډيرو هيوادولکه : فرانسه ، المان ، برطانيا ، ايران سيرلينکا ، جاپان ،نيپال،متحده اضلاعوي، تاجکيستان ، يونان اوداسي نورو هيوادودطالبانو پر دې فيصلې با ندي خواشني وښودله ـ دبرطانيا سفيرپه پاکستان کي دخپله طرفه دخواشنۍ اظهاروکی ـ دغه رنګه اروپا ي اتحادې هم خپه خوا شيني وښودله. دپښتنو هغه قومي ټولنو چي په اروپا او امريکا کي ژوند کوي هغوی هم نوموړې پريکړه يو بې سره او بې پښو پريکړه وبلل.لکه په هالينډکې داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه ، په هالينډ کي افغاني کلتوري ټولنه ، په ډنمارک کي افغاني کلتوري ټولنه ،دجرمني اتحاديو،دفرانسې اتحاديواوداسي نورو ارګانونو دغه پريکړه په سخته سره وغندله.دټول افغانستان منورين چي په هرمذهب قوم او ژبه دي ، دې حرکت ته يې په کرکه کتلي دي ،لږ يا ډير طرفداران چي طالبانودرلودله هغه يې هم ټوله په دې کلتوري اختناق دلاسه ورکړه.دنړيوال سازمان مشر (کوفي عنان ) شخصأدطالبانو څخه وغوښتل چي پردې موضوع دسره نظروکړي.خوګټه يې ونه کړه، داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دملي هنداري دمجلې دلاري دطالبانو دا اقدام غيري ضروري ،غيري واجيبي اوددوی تر اختياراتو لوړ بولي.
دوی بايد په دې پوه وي چي دوی دافغانستان حاکمان دي،خو مالکان نه دي.ځيني مجسمې دبوداي تمدن (٥٠٠ق م) که دغه رنجه دکوشانيانو ددورې مجسمې چي په شاه وخوا کي د٠٢٠٠ق م) تاريخ ښوي ـ دکابل موزيم څخه به نا بودي سي ـ دغه ډول دعاج ډبري مجسمې دي، دکوشاني او ګندهاراددورو ـ مؤريخين واي چي دبودا دطلايي مجسمووزن ٢، ١٢(دوه اشاريه دولس) کيلو ګرامه دی.دغه ډول په سونوري ډبريني مجسمې دبودادکوشاني دورې اودګندارا دمدنيت دکابل په موزيم کي موجودي وې.چي دابه ټوله دطالبانو په ذريعه محوه اونابودي سي.او موږ به بيا کوم تاريخي سند ددغو مجسمو په لاس کي ونه لرو.او په مرور دزمان به موږ ددې اثبات ونه کړای سو،چي مؤرخينو هغه ليکلي وي.دپښتنو ټولو قشروددې تصميم غندنه کړې ده،څوک چي په داخل کي دي هغه دطالبانو دبيري څه نه سي ويلای،اوکوم پښتانه چي په خارج ځيني اتحادې لري اودطالبانو طرفداري يې په مستقيمه او غيري مستقيمه توګه کوله ؛په لوی لاس طالبانو ددې طرفدارۍ څخه ځانونه محروم کړه.اودمخاليفينو دې ادعاته يې صدق ورکی چي:طالبان دافغانستان اوپاکستان هغه متعاصیب مسلمانان دي ،چي په پښتنو هيڅ اړه نه لري.دوی دپنجاب ، سيند او پيښور،بلوچستان او نورو سيمو مسلمانان دي .چي کله په کشمير کي جنګيږي او کله هم په چيچينيا کي.داچي ددو په عمالو کور دپښتانه خرابيږي ـ يوعربي مسلمان اوبل پا کستانی مسلمان ولي په خوا بدی سي؟مولا نا فضل رحمان چي دبي بي سي سره ديوه سوال په ځواب کي کوم ګونګ ځواب ووايه : ددې خبري ښکارندوی وه؛ چي طالبان دپا کستان تر واکمنۍ لاندي خلک دي .او شايد ددې تاريخي اثارو دمنځه وړلو يو غرض هم داوي.چي افغانستان خپل تاريخي هويت دلاسه ور کړي.اوداسي يو هيواد سي لکه دمولانا هيواد.
برهمني به غزنوي ګفت کرامتم نګر
توکه صنم شکستۀ ،بنده شدي ايازرا
اقبال لاهوري
دطالبانو ددې خود سرانه حرکت په وجه دهندوستان په ډهلي کي فرقه یزه فسادونه پيل سوه.هندواڼودمسلمانانودقران شريف ورقي وسوځولې. دغه رنګه امکان لري چي بودايان هم بالمثل عمل کړی وي.نور مسلمانان که په دې فرقه یزه فساداواعمالو خوا بدي کيږي،حق په جانب دي،خو دافغانستان طالبان دا حق نه لري چي خوابدي سي.دملل متحد کلتوري اجنسي يونسکوغوښتي دي چي داسي قوانين بايد وضع سي چي په نړۍ کي دکلتوري وحشت ګرۍ مخه ونيسي .
داسي معلوميږي لکه چي افغانان په طبعي ډول وتعميري کاروته نه دي جوړسوي ـ ددوی کارتخريبي دی.دوی نړيوال سوشليزم په يوڅوکالو په مبارزه کي داسي سره وپاشی ،چي دهغه بيا راټولول که نا ممکن نه وي، خومشکل ضروري دی.اوس داسي بريښي چي دافغاني طالبانوپه ذريعه واراسلام ته رسيدلی دی.چي دخپلوسخت ګيريوپه وجه داعقيده متزلزله کي ـ څه موده مخکي اميرالمومينين مولوي محمدعمراخوند دخپل يوه فرمان په ذريعه وخلکو ته خبر داری ورکړی وو، چي خلک په خارج او داخل کي اسلام ترک وهي .ددې فرمان څخه داسي ښکاره کيږي چي خلکوپه دې کارپيل کړی دی، کومي هغه پا بندۍ چي پرافغان مسلمان ولس باندي جاري دي په دې قراردي.

دافغانستان ستر مبارز،سیاست پوه مولوی قاضي بهرام خان اڅکزی
١ ـ ټلويژون په ټول افغانستان کي ممنوع ګرځول سوی دی ـ ځکه په دې کي تصويرونه ښکاره کيږي ـ په داسي حال کي څي نورټول عالم اسلام ته ټلويژون جوازورکړل سوی دی.
٢ ـ موزيک اوريدل ګناه ده، هيڅوک په هيوادکي دننه نه سي کولای چي دغم غلطۍ دپاره موزيک واوري،خو په نورعالم اسلام کي دا کار جواز لري.
٣ ـ ږيره پريښودل سونت دی، اوطالبان ددې ټيکداردي ـ چي په زوره په خلکو ږيره پريږدي. په داسي حال کي چي ماديوه تجريبه لروني مولوي (( مولوي بهرام خان اڅکزي)) څخه اوريدلي وه،چي ږيره دزينت موضوع ده او هم په ټوله اسلامي نړۍ کي ږيره پريښودل او نه پريښودل آزاد دي.
٤ ـ لمونځ په مسجدکي ضروري ګڼل سوي دي. په کور کي لمونځ کول بيله کومه عذره موجب دتعزيرګرزي ـ خو په نوره ټوله اسلامي نړۍ کي دهرچاه خپله خوښه ده.
٥ ـ ښځي دکارکولو څخه را ګرځول سوي دي.اونه سي کولای چي بيله خپله محرمه دي دباندي ترسرای وګرځي ـ چي داطريقه دنړيوالو وصولو ، داسلامي اصولو يوه مخاليفه عمل دی. په داسي حال کي چي اکثره اسلامي هيوادودښځوټول حقوق ورتأمين کړي دي.
٧ ـ دنوروزميله يې ځکه بنده کړې ده چي نوموړي ميلې تر اسلام مخکي رواج درلود.
٨ ـ لنګوټه تړل شرعي بلل سوې ده، دريشۍ کول ممنوع دي ،کاغذباد الوزول،سترنج کول، هګۍ جنګول،ناوکياني کول،چوغکي ساتل،کوتري الوزول،دسپيوسره چکروهل غيري شرعي او ممنوع اعلان سوي دي.
٩ ـ دطالبانو وياند ګل نبي الفت دسردوريښتانو په باب وويل :وريښتان يابايد ترغوږوپوري وي،يابايد يوډول تراوږو پوري وي.يابايدسر خريلی وي؛ که په دا دريوحالاتوکي سرنه ؤ جوړسوی نوهغه غيري شرعي دی.بايد تعذيرکړل سي.په دې لړکي ٢٥ سلمانيان (دلاککان) په کابل کښي (١١)ورځي بنديان سوه. دااوداسي نوري ډيري پا بندۍ ، چي ولسي پرمختيايې دخنډ سره مخامخ کړې وه.اوهيواددشاه پرلوررا درومي،دهجرې دې طالبانوته ديوشتم قرن ايجابات نه ورمعلوميږي ـ دوی داوم عيسوي قرن په شاه وخواکي ګرځي.داجتماعي تکاملي اصولوڅخه خبرنه دي.خوخپل جامداصول تطبق کوي ـ په ټولنه کي دساينس اوتخنيک په رول نه پوهيږي ـ په کرا مت کارکوي . په پای کي توفيق ورته غواړم چي خپلي سخت ګيرۍ لانوري هم ډيري کي او! وه انجام ته داولس ورسوي .پای

په همدغه توګه دطالبانو په وخت کي پيښي اوحواديث ډيروه ، چي نه يوازي زموږ دهيواد خلک يې حيران کړي وه بلکي؛ په نړيواله سطحه يې هم نړۍ حيرانه کړې وه، خو بيا افغاني ليکوالو دهغه پيښو په مقابل کي عکسل العملونه ښکاره کول او خپل افغاني تحليلونه يې نړيوالو ته دځان او افغانانو په نماينده ګي څرګنده ول.چي ددې جملې څخه مرحوم محمد علم بڅرکی دخپل وخت يو پيژندلی ليکوال دټولني دشرايطوسره سم په خپل وخت اوموقع سره نوموړي تحلیلونه کړی دی.او طالبان يې په هغه چهره سره ښولي دي کوم چي په طبعي ډول وه.هغوی په خپل وخت کي يولړداسي پيښي وکړې، چي نوراسلامي هيوادونه هم ورته حيران،ګوته په غاښ ورته پاته وه.لکه:دباميانو دبودادمجسمې ماتول چي ٣٠٠٠ زره کاله تاريخ يې درلودی،دموزيم لرغوني مجسمې او توکي د منځه وړل چي دافغانستان په پيژندنه کي يې پوره مرسته کول، دهندۍ تيارې وتښتونکوته دناستي اجازه ورکول،دچيچينيااونورو نړيوالوتروريستانوسره مرسته کول،دنړيوالوهيوادونوسره دنه اړيکو درلودل . اونور…
په لاندانځورکی هغه ملاتاسي وینی چی شاه وخوایې بندیزونه لګیدلي دي،خوپربندیزونو بر سیره یې دوې پښې په یوه پایڅه کي هم بندي دي.

پردغه ټولو خبروسربیره ،پښه ئې هم په پا یڅه کي بنده ده ، ځکه داخلي جنګونه هم روان دي. دکارتوني انځورونکی ؛ ځپله مرحوم محمد علم بڅرکی .لاسلیک
پورته کارتوني دخپل وخت دطالبانوترټولو ښه انځوردی، کوم چي مر حوم محمدعلم بڅرکي په خپل وخت کي دطالبانودټولنيزواووټيزو شرا يطوپربنسټ جوړکړی دی.دا هغه وخت دی چي نړيوالوادعا کوله چي طالبان دنړۍ دتروريستانوپه ډيره بيا دچيچين دياغيانوسره مرسته کوي ، خوملا محمدعمر اخوند نوموړي تورونه ردکړه اودغه مروج متل اويامثال يې وړاندي کړ(( زموږ خپله په يوه پا يڅه کي دوې پښې بندي دي)) نوموږبه څنګه دنوروهيوادودمسلمانانو سره مرسته وکړای سو. چي دې مثال نړيوال حيران کړه اوپه ملي هنداره مجله کې مرحوم محمدعلم بڅرکي ددې مثال يوانځوررسم کړی.په دې وخت کي افغانستان هيڅ هم نه لري او پنځو ستونزويې دپيشرفت اوپرمختيامخه نيولې ده لکه : ناروغي ـ وټيزه ايزه نا تواني ـ دملل متحد بنديزونه ـ لوږه اوطبعي افات ملاتجريددی اودوې پښې يې په يوه پا يڅه کي بندي پاته دي ، خو جنګ اوجګړې هم وربا ندي تحميل سوي دي.برسيره پر دې چي دطالبانوسره داصلاح پروګرام درلود خو ځيني اصلاحي نيوکې هم پردرلودلې.خو په هرصورت په ٢٠٠١م کال کي طالبان د سيا سي صحنې څخه ووتل.اوپه نړۍ کي يوسترتغيردنيويارک دټاورونودنړيدو ورسته را منځته سوه.امريکائيانودنيويارک دټاورونو مسؤلين طالبان او القاعده بلل،خوطالبانو دهغه څخه انکارکاوه،اودنړۍ دخلکو قضاوت هم داوچي طالبان دومره قدرت نه لري چي پرامريکا دي حمله وکړي .خو امريکا بيا په دوه دليله پرافغانستان حمله وکړه اودناټودقواوپه وسيله يې اشغال کړ.
لومړی : په افغانستان کي دالقاعده ځالي او مرکزونه دامريکائيانو دبيري سبب سوی وو.
دوهم : په داخل کي دبشردحقوقو پايماله کيدل دامريکايانو دپاره ددې زمينه برا بره کړه ، چي پرافغانستان حمله وکړي اوافغانستان اشغال کړي .لومړی امريکائيانواوغربي انډيوالانويې داسي فکرکاوه چي دطالبانود منځه وړل په درنووسايلواودهيواداشغال يوساده کاردی او بيله تلفاتو به افغانستان ونيسي ، خوپه رښتيا هم په ظاهره دا سي سوله چي دشمالي لږکيو په مرسته يې دطالبانو ټينګ سنګرونه ورويجاړه کړه.او طالبان يې دشمال څخه په بېرحمۍ سره وايستل اوکابل يې يو ځل بيا دهغه جنګسالارانو په لاس ورکړ،کوم چي مخکي هم ازمایښت سوي وه.خلک په دې کارسره دامر يکائيانوڅخه خفه اوخوابدي سوه،طالبان که څه هم په ظاهره بې نظمه سو خو په ورسته کي ديوه قوي قوت په حيث را څرګنده سوه،چي دا دولس کاله يې هم ناټوته سحت زيانونه ور واړول اوهم يې امريکا اوغربي نړۍ دسخت زيانونواوځاني تلفاتوسره مخا مخ کړه.
دملي شورا په دوهمه دوره انتخاباتوکي دکانديد کيدوداستان :
مرحوم محمد علم بڅرکی په ١٣٤٤هـ ش کال ١٩٦٦م کال کي دمرحوم عبدالاحد کرزي سره دټاکنو په سياليو کي ځان کانديد کړ.خو دکانديدوپه جريان کې ډيري ستونزي وليدلې ،دوخت حکومت دمرحوم محمد علم بڅرکي سره مؤفق نه ؤ،چي ځان دعبدالاحدخان کرزي سره دټاکنو په ډګرکي وازموئي اوشورا ته ديوه منورچاه په توګه په يوه قوي دريځ سره ورداخل سي ،دوخت فيوډالي دولت يوازي هغه کسانوته دکانديداو برياليتوب چانس ورکاوه کوم چي ددوی سره يې اړيکي پربروکراټيکو وصولو ټنګي وي. نو ځکه يې ومر حوم محمد علم بڅرکي اودده په شان نور منورين يې دکانديد څخه بيزاره کول،دوخت منورين عبارت وه له : پوهاندعبدالشکور رشاد ، پوهاندعبدالحی حبيبي صاحب او ښاغلی بڅرکی څخه چي په دغه دوره کې ځانونه نومولي وه. اونورسياسي او ټولنيز شخصيتونه هم وه ، خو هغوی بيا ددوی ملاتړي وه.دوخت حکومت ډول،ډول پلمې دمنورينو دپاره جوړه ولې ، خودبله پلوه يې دډموکراسۍ ډنډوره هم وهله .
په لو مړي سر کي چي مر حوم محمد علم بڅرکي خپل نوم دکندهار په دوهمه نا حيه کي دولسي جرګې دکانديد په توګه ورکړ، نودده نوم ونه منل سو.اودوخت والي صاحب هغه ته داسي بهانه جوړه کړه چي ګواکي تا دعسکرۍ مکلفيت دوره نه ده تيره کړې .په داسي حال کي چي دهغه بشپړه اسناد په لاس کي وه.اوهغه دحربي طب پوهنځۍ تر څلورم ټولګۍ پوري لوستې وه. اودعسکرۍدخدمت دمعافيت سنديې درلودی.
خو دولت په لومړي سرکي هغه نه منۍ ،بيايې دپښتونستاني ادعاهم پر وکړه خوداټوله بيهوده خبري وې ؛څوپه پای کي ښاغلی محمد علم بڅرکی مجبور سوچي احتجاج وکړي اود احتيجاج په عنوان يې خپله تذکره وروړاندي کړه اودوخت والي صاحب ياحکومت څخه يې وغوښتل ، چي يا دي دکانديد امر را کړي اويا دي هم زما پر تذکره ليکه کش کړي ، چي (محمد علم بڅرکي افغان نه دی) موضوع نوره هم سره اوږده سوه.څو دنوموړي موضوع بشپړه جريان مرکزکابل ته ولاړاوبيا هغومرحوم محمدعلم بڅرکي ته دشورا دوکيل دکانديد اجازه ورکړه. په لاندي عکس عبدالاحد کرزی – محمد علم بڅرکی دواړه ددوهمي حوزې کاندیدان لیدل کیږي.

دوی دواړه ددوهمي حوزې کانديدان وه،چي ددوی سره نوروکسانوهم ځانونه کانديدکړي وه،خودهغوی چانس ډيرلږمعلوميده اوخپل کانديد پاڼي يې بيرته واخيستلې ، خوپه نوموړي مسابقه کي ددواړوترمنځ په رقابتي سياليو کي دکندهارولس پردوبرخوويشل سوی وو.
لومړی : منورين او تعليم يافته خلک : ـ دوی هغه کسان وه چي زده کړه يې کړې وه ، سياسي فکريې درلود،په سياسي ګوندونواوټولنيزو چاروکي بوخت وه.چي دمحترم محمد علم بڅرکي پلويان وه ؛چي ددې جملې څخه دپوهنتون دمحصلينواتحادې ، دافغانستان دخلک ډموکراټيک ګوند استازو، دپرچم دګوند استازو، دافغان ملت دګوند استازو ، ملي شخصيتونواو کښته رتبه مامورينوپه غو ښتنه دمحترمحمد علم بڅرکي څخه دکانديد غو ښتنه سوې وه اوملاتړيې کاوه.
دوهم : دوهمه ډله چي دمحترم عبدالاحد خان کرزي څخه يې ملاتړ کاوه ؛ په مجموع کي دکندهارهغه لوړه طبقه خلک وه چي په عمومي ډول يې ددولت په لوړوچوکيوکي کارکاوه.اولوړپوړي دولتي چارواکي وه.چي په دې جمله کي برسيره پر دولتي لوړ پوړو چارواکو،خانان ، ملايان ، ملکان او يولړهغه کسان چي دپيسوپه مقابل کې خپله رايه پلورل يا هغه کسان چي ددولت په اختيارکي وه لکه :عسکر، بنديان اويولړمجبورمامورين.دوی عبدالاحدخان کرزي ته خپلي را ئي ورکړې .خو هغه کسانو چي دخپلو رايو په قدر پوهيدل هغوی خپلي رايې په اګاهانه توګه وکارولې . چي په دې لړ کي دکندهار دمحصيلينو اتحاديه يود منورينو څخه جوړه اودهيوادپه سياسي ژوند کي فعاله وه ،نو يې په خپلو منځنو کي داسي پريکړه وکړه چي خپلي رايي وښاغلي محمدعلم بڅرکي ته ورکړي ، خو بيا يې هم دډيراحتياط په بنسټ لومړی ښاغلی بڅرکی دمحصيلينووعمومي غونډي ته را وغوښتی اوبيا يې په بيلو ، بيلوبرخوکي پوښتني ځيني وکړې اوتر څو چي ديوه پلوه درايو ورکولو ارزښت څرګند کړي اودبله پلوه دهيواد په چاروکي دځوانانو فعاله ونډه وښودل سي نويې په ډيردرناوي سره خپل دخوښي کانديد محمدعلم بڅرکی ديوه ليک يا دعوتنامي په وسيله سره راوغوښتی اولاندي ليک ،چي ورسته به وکتل سي ومحترم بڅرکي ته وسپارل سو.ښاغلي بڅرکي هم په خپل نوبت سره د محصيلينو ودغه پيشنهاد ته هر کلی ووا يه او محصلين يې په دې سره وستايل ، چي نوی نسل با يد خپله را يه غيري اګهانه ونه کاروي اوپه دې چي تاسو زما سره دليدني هوډ وکړ ددې معنا داده چي تاسو دډموکراسۍ په معنا پوه سوي ياست.

ښاغلی محمد علم بڅرکی دکندها ر د دوهمي حوزې دولسي جرګې کاندید!
دکابل په پوهنتون کي دکندهارمحصلین په ډیراحترام ستاسو څخه هیله کوي چي دخپلو اهدافواو خط مشي دمعرفي دپاره او دخپل ولس دمحصلینوسره دمرکې په غرض دمحصلینو کمپ ته دجشن په اوله شپه دماښام پر لسو بجو تشریف راوړۍ او محصلین په خپل را تګ خوشحاله کۍ .
دمحصلینو د کمیټې له خوا
نیټه : ۱۳۴۴ هـ ش
په نوموړي کلنوکې دافغانستان داستقلال ورځ په شاندارومراسمو سره نما نځل کيده اوپه دې وخت کي هريوه رياست ،اتحادې،اونورودولتي اوشخصي ارګانونودځان دپاره دجشن په سيمه کي يوکمپ ځانته ځانګړی کاوه ،چي دمحصلينو اتحادې هم ځانته دجشن په سيمه کي دخپلواهدافوپه خاطريوکمپ درلوداوهلته ښا غلی بڅرکی صاحب دماښام پرلسوبجوورورسيدی اوپه سلهاومحصلينويې درناوی وکړ،پسله هغه څخه محصلينوچي دمختليفو ګوندونواستازي په کښي شامل وه ،دمرحوم بڅرکي څخه يې خپلي پوښتني داينده پروګرام په باب را پيل کړې.ځينو وکيلانوبه هرومرودډيروواعدوپربنسټ خبري کولې،خودمرحوم بڅرکي صاحب دخبروعمده برخه داوه چي ويل يې: (زه پوهيږم چي زموږ شاهي دولت چي نوې ډموکراسي په کښي رواجيږي،د منورينو اوروښنفکرانو رول په کښي تر هغه وخته لږدی، کوم چي خلک دډمو کراسۍ په مفهوم ځان پوه کوي،زه په پارلمان کي که بريا لی هم سوم ،کوم تغيرنه سم را وستلای اونه هم په دولتي سيسټم کي ؛ خو دومره کولای سم چي دهغه څه څخه دفاع وکړم ، کوم چي زموږ دمحکومو او بيوزلوخلکو حق وي.اوزه په دې هم پوهيږم چي زما په ډول منورين په پارلمان کي اقليت دي،خودږغ پورته کول هم بې ګټي نه بولم.))
په دې وخت کي دکندهارمنورين اودګوندونواستازي،ملي اوولسي خلکو په ډيره ميړانه انتخاباتي کمپين مخته بوتلی په کندهار کي دملي اومذهبي خلکوپه استازي يتوب دسيدظاهرآغا،حضرت اغا نومونه يادوولای سو چي دمرحوم بڅرکي صاحب دپاره يې فعاليت کاوه.
دکندهاردمنورينو څخه دکانديد اکاډميسن ظاهرافق، صلح محمد زيری، عبدالرشيدارين اوداسي نوردخپل وخت نامتوکسان اودپخونيوويښ زلميانو دجملې څخه ښاغلی پوهاندعبدالشکوررشاد،مديرصاحب جيلاني خان الکوزۍ،اغامحمد کرزی،عبدالصمد ويسا،عبدالاحدعرض اوداسي نورملګري اوانډيوالان،همدغسي دکندهار دفارسي زبانانو په استازيتوب ښاغلی طالب صاحب چي دکندهار په فارسي زبانانو کي بشپړه شهرت لري هم دښاغلي بڅرکي سره په انتخاباتي کمپين کي ولاړؤ.په نوموړي انتخاباتو کي دمحترم بڅرکي صاحب انتخاباتي نخښه قلم وه .په ټوله ښارکي ورقي اواعلانونه ځړيدل.او تر ټولو نورو حوزو ډيره پاملرنه و همدغه دوهمي نا حيې یا حوزې ته وه. دلته مبارزه يوازي ددوپارلماني غړوتر منځ نه وه؛ بلکي دلته يو سياسي با ارزښته مفهموم پورت وو؛ هغه دزاړه اونوي ترمنځ مبارزه ، دفيوډاليزم او دهغه ددولتي سيسټم او ملي اوډموکراټيک تفکرترمنځ سخته مبارزه وسول .خلکو او دکندهار ولسونوپردوه پرکه خپل فعاليت کاوه او فعاليت په پوره ډمورا ټيکه فضأ کي ترسره کيده ، چي په دغه بله خوا کي بيا دکندهاريولړ دولتي علي رتبه مامورين لکه دکندهاروالي محمدصديق خان اودولتي ملاعبدالرب اخوندزاده، دکندها ځيني خانان لکه : مددخان ،قدوس خان ،واصفي صاحب اونورهمدغسي دځينو ملي سرمايدارانو په استازيتوب ښا غلی عبد المجيد زابلی اونورچي هري ډلي نوموړې مبارزه خپله سيا سي مبارزه ګڼل اوپر همدغه احساس يې فعاليت هم سرنويشت ټاکونکی وو.
ورسته له هغه چي دولتي چارواکي په دې وپوهيدل چي د ښاغلي محمدعلم بڅرکي نفوذورځ ترورځي ډيريږي اوانتخابات ترډيره حده دنومړي په ګټه دوام درلود.نو سمدلاسه يې دنورو ميتودونو څخه هم کار واخيست .
لومړی تطمیع کول يا دسازش دلاري پرمختګ :ـ په همدغه ميتود کې دولتي لوړرتبه مامورين وښاغلي بڅرکي صاحب ته را وا ستول او دلوړو چوکيو پيشنهاديې ورته وکړ.خودا کارناکامه سو.چي په نتيجه کې ښاغلی عبدالمجيد زابلی وکندهارته را واستاوه اويولړنغدي پيسې او دبانک ريا ست اومديريت يې ورته پيشنهاد کړ، خوښاغلي بڅرکي په يوه مختصر ځواب کي ورته وويل (( زه دخلکو دخواکانديد سوی يم او زه ددې صلاحيت نه لرم چي خپل کانديد واخل ،يوازي خلک ددې صلا حيت لري چي زما کانديد رد کړي )).
دوهم :ددولتي قدرت په زور دعبدالاحد خان کرزي پيروزه کول:دا په دې معنا چي دعبدالاحدخان کرزي سره دولتي چارواکي هم ملګري سوه او سخت کومک يې هم ور سره وکړی .چي په دې برخه کي دفرقې عسکر يې ددولتي قومندې په اساس ورايي ورکولو ته وهڅول ، دبندي خانې بنديان يې راوايستل اودعبدالاحدخان کرزي په ګټه يې رايي ځيني وا خيستلې.او په ورستيوورځوکي خودرايو قيمت دومره لوړ سو چي يوه را يه يې په (٥٠٠)افغانيورانيول.ورستۍ ورځي دعبدالاحد خان دپاره ګټوري تمامي سوې ، دا ځکه چي دعام ولس نبض يې وموند او هغه دپيسو ښندل وه،زموږد هيوادوالوالوډيره برخه بيسواده ، غريب او پيسوته محتاج خلک دي ،په داسي حال کي چي سيا سي شعورهم په خلکوکي لږدی،نوځکه دلته هميشه وړل او پيروزي دهغه چاه په برخه وي کوم چي ډيري پيسې ولري.خو؛ په دي کي هم شک نه شته چي ښا غلي عبدالاحدخان کرزی يوخان اودډيروپيسوخاوندوو.اودهغه چاسره چي هم پيسې وي اوهم دولتي واک نو به مقابله ورسره کول هم ګران کاروي. او بيله داسي ملي او نامتو شخصيتونو څخه لکه ښاغلی محمد علم بڅرکی مقابله ورسره نا ممکنه خبره وه.ولي دمحترم بڅرکي سره يوازي علمي او روشنفکري قوت ملګری وو.خو بيا هم په داسي ورسته پاته ټولنه کي چي بيسوادي دي په سل ٩٥فيصده حاکمه وي اولوږدي په سل کي ٩٠فيصده خلک ځوروي؛ نوبايد په انتخاباتو کي هم چانس تر ٩٠فيصده ډيروای ، خو په دې ګټولو کي دمحترم عبدالاحدخان کرزي رايي ١٥٤٠په شاوخوا کي او دمحترم بڅرکي صا حب را يي ١٤٥٠ په شاه وخوا کي را ټولي سوي وې .اوانتخابات په ډيره صميمي فضأ کي پا يته ورسيدل.اودښاغلي محمدعلم بڅرکي څخه چي ژورناليستانو وپو ښتل چي په انتخاباتو با ندي خوکومه نيوکه اويا انتقاد نه لرې؟؟ هغه په ډيره خنداورته ځواب ووايه:انتخابات په ميړانه ښاغلي عبدالاحدکرزي دخپل شخصي ،دولتي ،وټيز نفوذپه سبب وګټل اوزه خپل بايلل په خپل ټول صداقت سره منم ،خو بيا کله چي پوښتنه ترې وسوه ، چي دارايو په صندوقونوکي خوغلا اودغل کارۍ نه دي سوي ؟؟ هغه بيا هم په روښنفکري صداقت ورته ځواب ووايه: نه !هيڅ نوع غلطي په رايو کي نه ده سوې ،صندقونه کنترول او ښاغلی عبدالاحد خان کرزی په پوره صداقت زماسره کانديد اورايي وګټلې . بيا هم ددې پوښتني په ځواب کي ؛ چي ستاسو دناکامۍ علت څه بولی ؟ ښا غلي بڅرکي صاحب په ځواب کي پرنوروعلتونوبرسيره وويل: دعبدالاحد خان ملي شخصيت او په ټولنه کي دخانانو نفوذ،طبقاتي حاکمه دستګاه اودخلکو نه بلديت دډموکراسۍ اودرايودارزښت تعين دخلکو په ذهنونو کي او په پای کې زياته کړه ! چي نن په افغانستان کي دخلکودارادې او خوښي حکومت په ډيرابتدايي حالت کي دی ، خونن ورځ به دسبا دپاره يو قدم اوګام سي ، زه داناکامي نه ګڼم ولي دکاميابۍ دپاره يې اغازبولم ،دافغانستان راتلونکې پر ډموکراسۍ ولاړه ده.اوپه دغسي انتخاباتو کي دا چانس خلک ترلاسه کولای سي چي يوځل بيا خانان اوحاکمه چارواکي ودوی ته محتاج دي. اوخلک په دې وپوهيږي چي دتاريخ اصلي جوړونګي خلک دي اودا په افغانستان کي بنسټ دډموکراسۍ ګڼم ، دمنورينو اوخلک ترمنځ داړيکو دا تر ټولو ښه موقع وه چي موږ او خلکودهيوادپرګټوسره ليدني او کتني وکړې. او په ټولنيز لحاظ دانساني شعوردپاره داسي اړيکو ته ضرورت دی ، کوم چي خلک با يد په خپلو ګټووپوهيږي.اوپه هغه ملاقاتونو او اړيکو کي چي ما دخلکو سره ليدني وکړې دا زما دمبارزو مؤخه وه اوزه خپل ځان پيروزه بولم اوهغه څه ما تر لاسه کړه چي غوښتل مي.
دلته جالبه داده چي دمرحوم محمد علم بڅرکي او مرحوم عبدالاحدخان کرزي ترمنځ دپخواڅخه ډيره اشنائي اوشناخت موجودوو،داځکه په کندهارکي يولړکورنۍ په خپلومنځوکي هم په شخصي توګه اوهم دکورنيو دتاريخي اړيکو پربنسټ اړيکي سره لري . خپله کندهاريان په خپلو منځو کي تر ډيره ځايه دوستۍ هم سره لري.خو دانتخاباتو بهيراو سالمه مبارزه دمرحوم عبدالاحدخان کرزي اومرحوم محمد علم بڅرکي ترمنځ يوه سالمه سيالي وه خودښمني نه وه،اودوی به دانتخاباتو په جريان کي يو پربل ټوکي هم سره کولې. لکه څنګه چي يوورځ ښاغلي محمد علم بڅرکي وښاغلي عبدالاحد خان کرزي ته په خندا کي وويل: (( انتخابات خوتا وګټل ليکـن دډيرووږوخيټي مي هم په تامړې کړې)) .اودغريبانودخيټو مړول هم ستاسو خانانوپه پيسوڅه مفت کارنه دی ، ښه دی چي يوه ورځ تاسوهم دااحساس پيدا کی،چي موږهم دغه بيچاره ولس ته احتياج کيږو.که نه خو ستاسو څخه يوه پيسه اخيستل هم ګران کار دی.

1965م کال دکندهارددوهمي حوزې څخه دولسي جرګې کاندید محمد علم بڅرکی دحاجی محمد انورخان اڅکزی زوی، دښارددوهمي حوزې کاند ید.

په نوموړي پورته تبلغاتي ورقو کي چي دوخت ستونزي اودوخت عيني ، ذهني شرايط څرګنددي،دښاغلي محمدعلم دکتابتون دارشيف دبرخي څخه په لاس راغلې ده ، چي دا هم يوه ځانګړي سلقه ښوي.اوهرسند مرحوم محمدعلم بڅرکي دځانه سره خوندي سا تلی دی، که څه هم نوموړی کارستونزمندکارهم دی، دا په دې چي موږ افغانان خوپريوه ځای اودخپل هيواددخوندونوڅخه مهرومه اودمهاجرت په ډيروبدوشرا يطو کي ديوه ځايه وبل ځای اودبل ځايه هم کډه په شاه پريوه ملک او بل ملک باندي مسا فراودهجرت شپې اوورځي تيره وو، نو داسنا دو خوندي کول ، خو څه کوې ؟ چي دځان خوندي کول ، دکورنۍ دغړو خوندي کول،دکوردضروري مالونو خوندي کول لا ګران کارد ی.خو پر دغو ټولوستونزوبرسيره مرحوم بڅرکي صا حب دخپل پلاراونيکه تاريخي اسنادلاهم ترنن ورځي رارسولي دي.خوداچي موږ به يې امانت داري ترکومه وخته وکولای سو، په دې نوزه نه پوهيږم؟؟؟.او ممکن پردې موضوع په را تلونکي بحث کي چي دمر حوم محمد علم بڅر کي خصوصي ژوند او ځانګړني دي په هغه کي وڅيړل سي.خو اوس بيا هم دعبدالاحد کرزي سره دانتخاباتو دداستان ورستۍ برخه څيړو.
دانتخاباتو ترنتيجې ورسته پيښي
انتخابات چي په بشپړه آزاده فضأ ،دسولي په ميدان اوددواړو خوا وپه رضايت سره يې نتيجه اعلان سوه دښاغلي عبدالاحدخان کرزي په ګټه اوبرياليتوب سره انتخابات پايته ورسيدل.چي په نسبي توګه د١٠٠رايو په شاه وخوا کي درايو توپيرموجودوو.اوعبدالاحدخان کرزی بريا لی سو، هغه وخت چي لارايي نه وې شمارل سوي ډيروخلکو داسي ګمان کاوه ، چي ګوندي محمد علم بڅرکی به بريا لی اعلان کړي ، دا ځکه چي په دې انتخاباتوکي دکندهارمنورينواوملي شخصيتونوډيره همکاري کړې وه.خوهغه نه وه خبرچي پټ خلک لکه : عمومي زندانيان، دعسکري فرقوخلک اوهغه خلک چي دخپلورايو په ارزښت نه پو هيږي او دپيسو په مقابل کې رایه پلوري هغه اکثريت وختل.زما چي پياددي په دې وخت کي يولړدپوهنتون محاصيلينوخپلي کورتۍ په لاس کي نيولي وې ،ځينو بيا ګلان په لاس کي نيولي وه چي که ښاغلی محمدعلم بڅرکی بريا لی سونو به دغه ګلان دخوشحالی په عنوان خپلي کورتۍ ورته ډالی کوي . خو ونه سوه اويو ډول مايوسي را منځته سوه، خو دنوموړي مايو سۍ په نتيجه کي بيا هم دلوډسپيکردلاري ښا غلي بڅرکي صاحب وټولوخلکوته اتمنان ورکړاووې ويل: (ګرانو ورڼو خويندواودوستانو؛په هره ناکامي پسې کاميابي هم سته نن چي موږ او تاسو ټوله توان اوطاقت سره راټول کی اوډيروغټ تعدادخلکو په اګهانه توګه دډموکراسۍ دپاره مبارزه وکړه دادافغانستان په تاريخ کي ديادولو وړټکی دی،تاسو په دې اتحاد سره ونازيږی اوپيروزي بلااخره هم ستاسواود خلکو ده ).
تر انتخاباتوورسته، په دې وخت کي مرحوم بڅرکی دکندهارداطلاعات اوکلتوردسرپرست په توګه دلاندي مکتوب پربنسټ کارکاوه.
څه وخت چي په رسمي مکتوب پردنده بيرته وګمارل سو.

لمبردمکتوب: – ۱۷۹۳ نیټه ۱۱ – ۹ – ۱۳۴۴هـ ش دمطبوعاتووزارت
دعامی ارتباط لوی مدیریت
دانسجام څانګه
بمدیریت محترم مطبوعات ولایت کندهار !
به اساس مکتوب (۲۲)و(۲۳)مؤرخه ۱۰ – ۷ – ۱۳۴۴ هـ ش شعبه اداري شما وماده (۹) قانون انتخابات وتصویب مجلس عمومي مؤسیسات وزارت مطبوعات ښاغلو کرزی وبڅرکی طبق سابق بحیث مسؤل طلوع افغان ومدیر مجله کندهار ایفاي وظیفه نماید .
فوقأ مراتب فرض استحضاري شما تحریرشد. با احترام عبدالحمید مبارز – لاس لیک
کاپي به ښاغلی کرزی مدیرطلوع افغان – کاپي به ښاغلی بڅرکی مدیر مجله کندهار
مدیرعمومي ارتباط عامه
نويې يو مضمون وليکه، چي نوموړي مضمون سختي اوازې خپرې کړې.او جنګ دفيوډالي يا خان خاني نظام اوډموکراسۍ ترمنځ نورهم پياوړی سو.او دخلکو شعور يې را بيداره کړ، په مضمون کي فيوډالي نظام دډموکراسۍ ترټولودښمن ډول نظام ګڼل سوی دی.په داسي نظامونو کي چي مذهب دحاکمه طبقې په ګټه استعماليږي ، دولتي واک دخانانو دپاره استعماليږي اوهرڅه پر ورسته پاته عنعناتوباندي ولاړوي دمنورينو په مخ کي ورسته پاته اړيکي دزاړه نظام خنډګرځي ،دښځو جنبش په ورسته پاته ډول پاته وي ،پرمختګ نه سي کولای هنراوادب دکلاسيک ادب ترسيوري لاندي آزادي نه سي پيدا کولای ، نوپه دې وخت کي دافغانستان دپاره ترټولولوی دښمن ورسته پاته فيوډالي دولت او ددولت په سيوري کي دهغه ورسته پاته بيرو کراسي دهيواد پاره تر ټولو لوی دښمن وو.منورينو ځان په دې مکلف ګڼي چي ددې دښمن کمبله ورټوله کړي، خو په مقابل کې طبقاتي دولت او پر قومي او خان خاني بنسټ ولاړدولت دمنورينو په مقابل کي دهري وسيلې څخه کار واخيسته اوکله به يې دمذهب څخه ناوړه ګټه اخيسته ، کله به يې ددولتي فشاراوزور په قوت دمنورينو حرکتونه خاموشه کول ، کله به يې هم دسازش اودولتي امتيازاتوپه وجه ولسونه را نيول اواستعمالول. خوددې ټولو ستونزوپه سرکي ورسته پاته اقتصاداودورسته پاته اقتصاد په نتيجه کي را منځته سوی زوړکلتوراو فرهنګ ددې سبب سو چي په جامعه کي ځوانه طبقه رامنځته سي اويوداسي نظام جوړکي چي هغه پرپرمخ تللي توليدي سيسټم باندي تکيه کي او په هيوادکي اوچت روبنايي سيسټم دنوتوليدي اړيکوپربسټ جوړي سي . نو په دې کي دمرحوم محمد علم بڅرکي ونډه ډيره وه اوهميشه يې دتکامل اوپرمختګ د دقوانينو دپلي کولو دپاره مبارزه کړيده اوپه دې لاره کې بندونه هم ګاللي دي، دولتي حقوق يې هم خوړل سوي دي،حتا دزندانونوترسرحده يې هم خپلي دې مبارزې ته ادامه ور کړې ده اوپه دې لاره کي يې بيره هم نه ده احساس کړې.چي يو مثال يې هم دلاندي مضمون ليکنه وه.زحمت کښ جنتي ترعنوان لاندې په طلوع افغان کې يو مضمون وليکه ، چي هغه دطلوع افغان ګڼه يې فعلآ زما څخه نسته خومطلب مې پياددی،داځکه چي نوموړی مضمون په خپل وخت کي يومشهوره رياليستکه ليکنه یا مضمون وو .
جنتي زحمت کښ :
محمد علم بڅرکی لیکي : مضمون داسي را پيل کيږي،چي زه يوه شپه ديوه خان پرکورميلمه وم.
خودخانانو ډوډۍ هميشه درنه وي ، خواړه يې خوندوراودراز،رازويټا مينوډک خواړه وي،خوماهم دخوړوهرنوع څخه څه ناڅه په پوره اشتيهاسره وخوړه.چي دخوړلوورسته دنوموړي خان صاحب په کورکي پر دې درنې ډوډۍ خوړلو ورسته بيده سوم.هر څوک چي دشپې دطرفه درنه ډوډۍ وخوراوژرهم پر بيده سي نوزموږ په اصطلاح هغه ښه او بد خوبونه ويني ، ما هم خوب ليده چي زه مړسوی يم اوجنت ته ولاړم، په جنت کي مي دجنت راز،راز نعمتونه په نصيب وه،هرڅه راته په پرا خه پيمانه حاصيل وه.اوهرڅه چي به مي وغوښتل کمي به يې نه درلودله ،دجنت ښکلې هوآ،ښکلي باغونه دشيدو ډکي ويالې،پريمانه شرابونه ،کبابونه،هوري اوغيلمان مي پرهر لوري راته څرګندوه.خوشحالۍ او دزړه غو ښتني مي ترسره کيدې.لحظه په لحظ مي دحال او احوال څخه آسماني ملايکي خبريدې اودجنتيانو خبريې اخيستۍ،دباغو چکرونه او ګرځيدل خو په خپل ځان کي ماته خوشحالونکې شيبه وه،دانسانانوترمنځ پرډوډۍ باندي شخړي نه را منځته کيدې،هريوجنتي زما په شان په خپل شاه وخوا کي هرڅه لرله ،خودا ټوله مفت اووړيا وه،دهيچاه په بل چاه قصد نه کيده چي دی ډير لري او زه کم.خو دغه ټوله په لو مړيو سلو کلونو کي يو په بل سر بيره تقرار کيده او هر څه راته تقرارسوه، ددوهم صدۍ اودريمي صدۍ په جريان کي هر څه راته تقرار سوه.داځکه هرڅه راته بيله زحمته رسيدل ،نه مي لاس اونه مي هم پښې په ستړي کيدې ، ولي زما اموخت ټول وخت دکاراوزحمت په نتيجه کي دډوډۍ پيدا کيده وه.هغه قدر چي ماته دکار په نتيجه کي دډوډۍ خوند اودخپل زحمت په نتيجه کي ډوډۍ را کاوه ،هغه خوند تر دغه مفتي ډوډۍ ډيروو.نومي وملايکو ته خواست وکړ؛چي ماته کارراپيداکي چي زه په يوه کارمشغول سم، خوملايکو ته زما نوموړی وړانديځ ډيرنوی اودحيرت وړوګرځيده،اوزما څخه يې پو ښتنه وکړه ، چي ته کارته څه ضرورت لرې؟ تاته دڅشي کمبود سته ، چي ته بايد کاروکړې؟ که دي په نعمتونوکي کمبودسته خوموږته يې راپه ګوته کړه چي تاسوته يې په لږوخت کي تهيه کړم؟.خوبياهم ماهغوی ته خپل وړانديځ تقرارکړ . چي ماته هر څه دلته را رسيږي ، زما دنعمتونو کوم کمي نه سته ، خو زه په دې مفت ژوند او مفتو نعمتونو نه يم اموخته ،زه بايد کار وکړم او کارزما ديوه جنتي انسان په صفت غوښتنه ده. پسله څه خبرو او بيان څخه مي ملايکي په دې خبره قانع کړه، چي هغه با يد ماته يو کاررا پيدا کړي .
هغوی زما وړانديز ومانه اوخدای(ج) ته يې زماوړانديزورساوه ،هغوی زما خبري والله تعالاته ورسولې اوخدای (ج) ماته کاررا کی،ملايکوته يې امر وکړ چي داخوښه خبره ده ورته ووايه: چي اوم(۷) آسمان جاروکه،ملا يکي هم په ډيره خوشحالي بيرته ماته راغلې اوراته وې ويل چي ځه ولاړسه اواوم آسمان جارو که، زه هم په دې کار سره ډير خوشحاله سوم ،ولاړم چي اوم آسمان جاروکړم اويوکوچنی جارو يې هم په لاس را کړ. ما داوم آسمان په جاروکولو پيل وکړ، داوم آسمان جارو کي مي ديوه کونج څخه راواخيستل اوپه ډيردقيق ډول مي ديوې را سپارل سوي دندي په څير ديوه کونج څخه را پيل کړه اوکښ ، پښ جارو کوم ، خو څه وخت چي بيا ستړی سم ډوډۍ خورم چي دوږي نس ډوډۍ داسي خوندرا کوي ، چي دجنت په ډيروکلنوکي مي دداسي ډوډۍ څخه خوند هم نه دی اخيستی.لکه دکاردستړيا څخه ورسته ډوډۍ ، په همدغه ډول په سلهاو کلونه نورهم تيرسوه… خو په پای کي وينم چي اوم آسمان مي ټوله جارو کړ.اوداچي کارمي نتيجه ورکړه نوترحدزيات په دې سره خوشحاله سوم.نومي بيرته خپلو مؤظفوملايکوته احوال ورکړ، چي ما بيرته جنت ته بوزی اواوم آسمان مي جاروکی: هغوی هم زه بيرته هغه ښواوښاديوته بوتلم کوم چي په خوله يې کيسه کول ګران کاردی او.په دې پلا کي چي دکار څخه هم ستړی سوی يم او ځان يو څه راته غټ هم ښکاري چي : ماخو کار کړی دی ، نو ديو څه ډير وخت دپاره بيا په جنت کي ګرځم اورا ګرځم خو بيا هم په سلهاو کلونه دي په جنت کي را با ندي تيرسوه ، بيا هم دبيکارۍ څپې را با ندي غالبه کيږي او دا چي څنګه په سلهاوکلونه را با ندي تير سوه زه نه پوهيږم؟ خولائي تنهاي کلونه دي تيريده لري او پرما هم تير سوه خو بيا هم دپخوا په څير مي دبل ځل دپاره درخوا ست وکړاوبيا مي هم ملا يکو ته خپل وړا نديز وړا ندي کړ… چي زه کارغواړم اوزه په کارکي خوشحاله يم ، زه په کارباندي ديوه انسان په څير بلديم ، بيله کاره ماته دغه ټوله څه را ته هيڅ دي اوزماسات هم په کار تيريږي،خوڅنګه چي زه جنتي وم، نو دجنتي با يد هره غوښتنه قبوله سي نو بيا هم ملا يکي دخدای (ج) حضورته ودريدلې او بيا يې دخپل دې جنتي په با ب غوښتنه ځيني وکړه چي هغه جنتي بيا غواړي کاروکړي اود کارغو ښتنه کوي، خدا(ج) چي ډيرمهربانه دی بيا يې امر وکړ چي اوس دي نو بحر القاهل صا ف او تش کړي.نو دامر سره سم ملايکې را غلې او ماته يې يوه لونټه او ستل په لاس را کړه او دبحر په تشولو مي پيل وکړ. خو دڅو پيړيو په جريان کي مي نوموړی لوی سمندرهم په دا سي حال کي وچ کړ، چي دلونټواوستلنوپه خالي کولو سره مي احساس کاوه چي کرا کرا بحرتشيږي ، چي په پا ی کي ټول بحر تش سو،دخوب کلونه دي او دخوب کار دی هر څه مي فکر کاوه چي په رښتيا سره تيريږي .پسله هغه چي مي هم او م آسمان جاروکی او هم مي بحر القاهل تش کی؛ په دوا ړو کارو نومي هم خوندواخيست اوهم بيرته هغه دکاراو فعاليت دنيا را په زړه سوه. څو بيرت مي خپلي ملا يکي خبري کړې او بيا مي وجنت ته دتللو تکل وکړ.هغوی هم بيرته جنت ته را وستلم او بيا مي دپخوا په څير ديوڅو سو کلونو په جريان کي دبيکارۍ او چکروهلو څخه خوند وا خيستی ، خو بيا هم بيرته دپخوا په څيردډيروچرتونواوچکروهلوڅخه خسته سوم، او په داسي حال کي مي خپلي ملايکې را وغو ښتلې اوهغه ته مي بيا هم ديوه جنتي په حيث درخواست وکړ، چي زه بيا هم کارغواړم، اوغواړم چي ځان بوخت کړم.دا ځل لکه زه چي دملايکوڅخه شرميدم او نه مي سوورته ويلای چي زه کارغواړم … هم دغسي ملا يکي هم پر خدای (ج) نه سو ورتلای اوزه يې يو جنجالي جنتي وګڼلم، خو څر نګه چي زه بيا هم جنتي وم اودجنتي هره غو ښتنه منل کيږي، نو زما غو ښتنه هم ومنل سوه او بيا هم زما دپاره ملايکي دلوی او مهربانه خدای (ج) وحضورته ورغله او بيا يې ور ته درخوا ست وکړ… چي زموږ دټولوقاعناتولوی اومهربانه خدايه؛هغه بنده چي محمدعلم بڅرکی نوميږي او دخپلو عملونوپه نتيجه کي جنتي سوی دی ؛ هغه بيا هم دکارغو ښتنه کوي ، که چيري دا سي یوکارورته ورکړې چي هغه دټول عمردپاره په هغه مصروف اوبوخت سي ، نو دا به ترټولوښه کاروي. اوموږ به هم دهغه دغو ښتنو څخه بيغمه سو. خدای (ج) چي بيله شکه هم مهربانه اوهم رحيم دی؛ امريې وکړچي اوس به يې په يوه داسي کاربوخت کړم ، چي ټول عمربوخت وي. ورس ورته ووايه چي دافغانستان اصلاحات وکړه.ملايکي هم په ډيره خوشحالی سره بيرته را ستنې سوې اووي ويل:ته به دافغانستان اصلاحات وکړې. په دې کار سره زه ډيرخوښ سوم. دا ځکه چي ديوه طرفه خو مي دخپل ګران هيواد سره مينه اوعلاقه موجوده وه اودبله پلوه بيا زما دکلونواميدونه په همدغه کارکي نغښتي وه. نو دخبر په اوريدو ډيرخوشحاله سوم . نو دهمدغه ځايه يې په مستقيم ډول دکندهاردښار په هرات دروازه کي پلي کړم، داچي پسله ډيروخته خپلوخلکو ته را ستون سوم ، نوهغه خوشحالي مي احساسول چي تر اوسه مي نه وه احساس کړې.
نومي سمدلاسه په کار او هدفمندانه کاراوفعاليت لاس پوري کړی اولو مړۍ بيا نيه مي دخلک په منځ کي دکندهاردچارسوپه منځ کي ور کړه او خپل اصلاحي پروګرام مي دخلکو په منځ کي طرحه او وړاندي کړ،خلکو ته مي دعوت ور کړ، چي دنړۍ دهيوادونويوسيال هيواد بايد موږ دخپل هيوادنه جوړکړو ، دخپل لاس محصول با يد پرې نږدوچي مفتخوره ئې وخوري ،بايد دخپل کار،خپل ابتکارګټه خپله دزحمت کښ انسان دزحمتونورحت اولاسته را وړنه سي، پرديو هيوادوته موږ ددې زمينه برا بره نه کړو چي په موږ کي ځاي ونيسي او زموږ خلک بيرته پرموږ باندي استعمال کړي او په خپلو کي موهم سره وجنګوي او ټولنيزژوند مورا متزلزله او ضعيفه کړي.موږ با يد په هره ساحه کي دژوند په چارو ، دټولنيزوکارونو او دهيواد په وړاندي خپل افغاني اودخلکو دارادۍ سره سم جوړسوي اصول او قوانين ولروافغانستان دافغانانو دی ، وهيڅ بيګانه ته دمداخلې اجازه ور نه کړو، دنړۍ دعمومي پر مختګ سره ځانونه عيارکړو او دتکامل پرلوردنړۍ په سيالۍ کي ځانونه ترنورو کم ونه ګڼو، خپل تاريخ ته متوجه سو ، دآزادۍ په قدروپوهيږو اودپلرنواونيکه ګانو قربانۍ دهيوادپا لني روحيه اوزحمتونه با يد ژوندي وساتواونوموړی هيواد چي موږ اوسني نسل ته په ميراث را پاته سوی دی بايد را تلونکي نسل ته يې ديوه امانت په توګه ور وسپارو، کنه نوموږ دهيواد ، خلکواومذهب په وړاندي مسؤليت لرواو ددې دنيا دحساب اودهغه دنيا دحساب څخه با يد وبيريږو، دا ځکه چي خلک دتار يخ جوړونکي دي او په هروخت او زمان کي زموږ څخه حساب غواړي. نوموړې بيا نيه مي لومړی دکندهار په چارسو کي وخلک ته واوروله او بيا ولاړم ، کابل اودکابل په پل باغ عمومي کي مي هم خپل بيان داسي راپيل کړ : ګرانوهيوادوالوافغانستان دافغانانودی،خپله افغانان ددې خاوري مالیکان او ساتونکي دي.خپل قومونه ، خپل خلک ،خپل مشران تاسو حمايه کړی،دخپل تاريخه زده کړه وکړی اووياړيې ستاسودی،تاسي تاريخ جوړونکي ياست،پردي ستاسوسره بېغرضه اوبې هدفه مر سته نه کوي مرسته نه کوي ، نورهيوادودنه ستاسو سرمعمله کوي.او خپلي ګټي غواړي ،تاسو دهيواددننه اودبا ندي دښمنانو سره ملي مبارزه پرملي اتحاداوخپلوملي ګټوباندي ترسره کړی.اوداسي نور هغه څه چي مي پر ذهن سمي لګيدلې هغه خبري مي دهيواد وخلکو ته ،په مختليفو ولايتونوکي لکه: مزارشريف ، کندهار ، ننګرهار ، لغمان ، کابل ، هرات اوداسي نورو ولايتونوکي وړاندي کړل او په پرله پسې توګه مي دخلکو په پراخه ګڼه ګوڼه کي هغه خبري وکړې (چي ښه کوی بد مه کوی)ترعنوان لاندي مي خپل دزړه ټول حال او احوال دخلکو سره شريک کړ. او خلکو هم په ډيرښه غوږ زما بيانونه واوريدل ، خو دبده مرغه چي وخت تيريږي زما دخبرونتيجه منفي را وزي اوددښمن تبليغ زما ترتبليغ مؤثره تماميږي .او چي زه هر څه کوښښ کوم هغه ګټه نه کوي ؛ په پای کي اوزې را پسي خپرې سوې چي محمد علم بڅرکی دخارجي هيوادو څخه ديوه هيواد اجنټ او نما ينده دی (جاسوس) دی. په دې باب ډول،ډول تبليغات خپريږي اوزه يې هم اورم ، څوک وايي : داتحاد جماهيرشوروي (شورويانو)جاسوس دی، څوک وايي :دامريکائيانو جاسوس دی، څوک مي په پا کستان پوري تړي او څوک مي هم په ايران او انګريزانو پوري تړي؛ خو دا ټوله مي پر ځان ومنل او خپلي افغاني ، ملي مبارزې ته مي په افغاني اواسلامي روحيه سره ادامه ورکړه،خوهيڅ تاثيرهم نه کوي.خوکله چي دځان سره دمايوسی په روحيه فکرکوم بيا هم تر پخوامي لاخوابده سي ؛ داځکه چي مايوسي خوکرټ نا کامي ده . اوزه نا کامي نه منم . په ډيره بيا دهيواد په کارونو کي چي دخلکو ژوند ورځ تربلي ورځي زموږ په هيوادکي خراب فقربيسوادي اودخانانو ظلمونه پرمحکوموولسوونو هر افغان ودې ته هڅوي چي دخپلو خلکو دپاره ځانونه ستړي کړي.نوزما دپاره هم مايوسه کيدل دملت او خلکودسوکالۍ په لاره کي عيب را ته معلو ميږي. خو په نتيجه کي پردغه ټولو خبروبرسيره چي دهيواد سره مي مينه او علاقه درلودله او دا يو ښه چانس زما دپاره را ته برابر سوی وو، بيا مي هم ونه کولای سو، چي ددې هيواد دخلکو دخدمت مصدروګرځم ،دډير فعاليت څخه ورسته و دې نتيجه ورسیدم .چي زما فعاليت دوخت ضايع کيدل دي او په نتيجه کي دجاسوس ټاپه را باندي وهل کيږي ، نومي لازمه وګڼل چي پردې خلکو زما دخدمت نه داچي احسان نسته ؛بلکي نورهم زما په مقابل کي مخالفت ډيريږي.
نومي پسله هغه وخپلو ملايکوته بيرته وويل: چي ما بيرته وجنت ته پورته کی،هغوی هم راغلل اوزه يې بيرته دآسمانونوپرلورپورته کړم ، په لاره کي په ډيردرانه چورت اوفکرکي تللی يم،چي داخوزمادپاره يوه ښه موقع برابره سوي وه اودخپل هيواد دخدمت چانس وو. چي دا زما دکلونو ، کلونو اميد اوآرزوهم وه . خواوس زه بيرته دخپل هيوادڅخه راستون سوم .په دې فکر کي ډوب تللی يم ؛ چي په غوږ کي مي يوه شيطان را ته وويل : (( بڅرکی صاحب ما نه وه درته ويلي چي دافغانستان دخلکو خدمت کول ګران کاردی ،تر څوزه ژوندی یم هیڅوک افغانستان نه سي آبادولای،ځکه زه دهغوی دممبرمشریم.)) ما ته په دې خبره سره نور هم خښم اوقهرراغلی نومي پرشيطان مخ را واړاوه او يوه کلکه چپلاخه مي پردغه مخ ورسره کړه چي دڅاپيړي يا چپلاخي په غټ ږغ يې زه دخوبه راوپا څيدم؛ که ګورم چي دهغه خان کره چي زه ميلمه ومه دهغه تر پزي ويني رارواني دي اومخ يې په وينو سوردی اوزما وخواته په قهراو غضب سره ګوري .نومي کلمه وويل او پرځان مي چوپ کړه.
دغه مضمون خپورسو،په سبا يې يوه ډله خلک دمرحوم محمدعلم بڅر کي پرمضمون با ندي عصبيان سوي وه .هغه کسان چي دمرحوم محمد علم دفکر مخاليفه وه او نوموړی مضمون يې نه خوښيدی عبارت وه ؛ له ځينو ملايانو اوخوندانو،خانانو،ددولت لوړ پوړي چارواکي اودټولني ورسته پاته خلک.نو په همدغه سبب په ټولنه کي دملايانودوې ډلي جوړي سوې ، چي يوه يې دمضمون مخاليفه ډله وه اوبله يې هم موافقه ډله وه ،مخاليفينونوموړی خوب يوشيطاني خوب ګاڼه ؛ خو دمرحوم محمدعلم بڅرکي پلويانو ملايانو بيا نوموړی خوب يو رحماني خوب ګاڼه ، ددغو دوډلو تر منځ به هميشه بحثون سره کيده اويوپر بل به يې نيوکي کولې ، خو هغه مولوي صاحبان چي دمرحوم محمد علم بڅرکي په پلوکي ولاړوه، دهغو دلايل ډيرقوي اوپه اګهانه توګه يې نوموړی مضمون يا خوب يورحماني اودافغانستان دخلکواو اسلام داصولوسره برابرګاڼه ، خو هغه ملايان چي ددې نظرپه مخاليف لوري کي ولاړوه هغه، هغه کسان وه چي دځينو خانانو او دولتي حلقو دخوا تحريک کيده.نوموړي بحثونه به دکندهار په اطلاعات اوکلتورپه چمنانو کي سره کيده. په دې وخت کي چي زما پياد دي دملايانورش یا بیروبارخوراډيروو.ځينوملايانوداسي هڅي هم کولې چي دخلکو احساسات دمرحوم محمد علم په مقابل کي را وپاروي اويوه بله غټه موضوع ځيني جوړه کړي.خو ددې توان يې ونه درلود ، داځکه چي دمرحوم محمد علم په طرف کي عام ولس، منورين اوډيردرانه ملايان ودريدل .
خو لکه څنګه چي مووويل په نوموړي جنګ کي ترډيره ځايه وخانانو اوزړو بروکراټانوونډه هم وه ، نو يې په محکمه کي پرمرحوم محمد علم بڅرکي باندي رسمي عرض اوادعا وکړه،څودا ثابته کړي چي نوموړی خوب دشريعت خلاف دی.اوقاضيانوهم نوموړې موضوع ترهغه سره لوړه کړه چي ترورستۍ محکمې پوري يې ورسوله اوپه پای کې پريکړه صادره کړه چي نوموړی مضمون دخانانو خلاف ليکل سوی دی .او په ټولنه کي فساد را پيداکوي او په نتيجه کي يې، ومر حوم محمد علم بڅرکي ته ددايمي زندان پريکړه وکړه ؛ خو څر نګه چي دټول عمرزندان او مرګ حکم يوازي شاه امضأ کاوه،نودشاه ياور اونورومسؤلوکسانوچي وشاه یاپاچاته يې نوموړې پيښه په هغه خپل اصلي خصوصيت سره واضيح اوبيان کړه ، هغه يعني پاچامحمدظاهرخان ودې ته بيخي په حيرت کي سو،چي يوليکوال چي دومره ښه تحليل يې دټولني کړی دی اونومړې ټولنه يې په خپل هغه اصلي ډول پيژندلې ده او هغه يې تعبيرکړيده، دلته نااهله کسان را پيدا کيږي اوزموږ دهيواد ليکوالان بيروي اوپه دغسي دسيسويې زندانوته استوي ؛ دايې ډيره ظالمانه وبلل اودمکتوب لاندي يې په ډير وضاحت سره وليکل چي نوموړې دوسيه دي وساتل سي.پا چا وقاضي القضات ته وويل :چي نوموړی ليکوال زما دتجريبې له مخي هم رښتيا واي : ځکه چي ما هم په دې هیواد کي څلويښت کاله خدمت وکړ ليکن زما دخدمت په نتيجه کي ځيني خلک نه دي خوشحاله اودنوموړي خوب تعبير اونتيجه با يد خلک درک کړي . پسله هغه دوسيه وتړل سوه اوموضوع هم په يوه اندازه سره سړه سوه خوورکه سوي نه وه ، چي په دې وخت کي يوه خان بيا هم دنومړي مضمون په مقابل کي خپل يومضمون دکندهاروطلوع افغان ته ورکړاونوموړی مضمون يې دخانانو پرضد وباله.او هغه خان چي دشيطان په جامه کي را غلی وو، هغه يې دځان سره تشبيه کړی واونوموړي خان ځان توهين ګاڼه اوپه خپل مضمون کي ځيني غيري ژورناليستيکي خبري يادي کړي وې.چي ورسته بيا بل مضمون مرحوم محدعلم بڅرکي خپورکړچي په مضمون کې ځواب داسي ويلی وو: ما تراوسه هغه شيطان په رښتيا هم نه پيژندی ،نومي نوم هم نه وويا دکړی اوس چي نوموړي خان په دي خوا بده کړې ده اوموضوع يې پرځان برا بره کړيده نواوس په تصديق سره ما هغه وپيژنده او زما تشويش يې هم را رفع کړ.
دمرحوم محمدعلم بڅرکي شخصي يا کورنی ژوند:
مرحوم محمد علم بڅرکی په کورني ژوند کي کاميابه او دخپل ځانګړي عاداتو لرونکی وو.تر ټولو مهمه خوداده چي هغه په خپله کورنۍ کي بيسوادي دمنځه وړې وه،هغه کسان چي په نوموړي کورنۍ پوري تړلي وه دهغوی نارينه او ښځو ته يې دښوونځی او زده کړي زمينه برا بره کړې وه.دکورنۍ ځوانان يې په نوي فکراو مترقي خيالاتو سره روزل،وځوانانو ته يې دآزادۍ او هيواد پالني درسونه ورکول، په خپل طبعت کي هغه دښځودنهضت يو پياوړی نامتوليکوال او مبارزپيژندل سوی وو.هغه سرمايداري ټولنه اوطبقاتي ټولنه غندل،هغه دا ستثماراواستعمارمخاليفه وو.دکورنۍ ځوانان يې هم په دغه روحيه سره روزل. هغه په کورني ژوند کي دکشرانو او نورو عضاؤپه مقابل کي دډموکرسۍ او انډيوالۍ روحيه درلودله،په همدغه دليل هم دکورنۍ پر ځوانه طبقه ګران وو.او هميشه به دکورنۍ نجونو او هلکانو ورسره مشوره کوله.هغه آزادي چي زموږ دځوانانو په برخه وه دټولونه مخکي زموږ دنيکه آزادانه نظردآزادۍ اوښووني او روزني په باب ، خو دهغه دعقايدو تعقيبونکی اودوخت اوزمان سره دمترقي افکارو خپرونکی مرحوم محمد علم بڅرکی وو.چي په دوام يې ځوانه طبقه چي په سر کې محمد ظاهر افق دهمدغه ډموکراتيکي روحې پر بنسټ په ځوانانو کي نوي افکاررا وپارول او کورنې يې دروښنګرۍ پرلورروانه کړه.
ښا غلی محمد علم بڅرکی په کورني ژوند کي دحساب دارۍ يو ځانګړی سبک او سليقه درلورله . چي وهغه ته يې نوم (روزنامچه ايښی وو) په دې ورځني حسابدارۍ کي عايد معلو او لګښت هم معلوم اوڅرګندوو. دهري ورځي خرڅ معلوميده او دميا شتي په پای کي دهغه بيلانس ټوله سنجول کيده . هر څه معلوم وه که به يوه افغانۍ کورته راتلل هم به يې حساب معلوم وو،که به يوه افغانۍ خرڅيدل هم به يې حساب معلوم وو.

په همدغه توګه دهر کال حسابونه معلومداره وه.چي دنمونې په توګه يې دغه پورته بيلانس دکال ١٩٨٢م مې دنمونې په توګه خپور کړ.
همدغسي لاندي بيلنس بيا ١٩٩٣م کال دی چي دنمونې او يادوني په توګه مودلته خپور کړ.

که موږ دهر کال بيلانس وليکو نودابيا يو بل کتاب غواړي چي دمر حوم بڅرکي دمحاسبې په برخه کې خپور کړو، که څه هم تر نن ورځي پوري دمر حوم محمد علم بڅرکي په ارشيف کي ټول مواد پرا ته دي چي دا هم خپله دده دځانګړي سليقې نما ينده ګي کوي.هغه دخپل عادت له مخي خپل ټول مکتوبونه ، کورني اسناداودپيښو تاريخونه يا پيښلکونه، دالبم ځانګړی سبک اوداسي نور اسناد ساتل او دهر څه دپاره يې دوسيه ورته درلودله ،چي اوس موږ تر ينه ګټه اخلو او په اينده کي دپيښوبشپړه تاريخ کيدای سي.ليکن بر سيره پر دې چي دکورني ژوند په چارو کي تر حد ډير حسابي وو، خو خپل اقتصاد يې پياوړی نه کړ.پوازي يې پر هغه څه حساب کاوه کوم چي په ډير لړ توګه يې خپل عيدات درلودله او قوت اولايموت يې سره رسوله.خوداسي پروژه يې نه درلودله چي په هغه کي دي عيدات ډيرکړي اودعيداتو دډيرولو سره دي مصرف هم ډيرکړي. هغه عيدات په ډير ه لږتوګه ديوه سنجول سوي بيلانس په اساس تنظيموله ، خو په دغه صورت کي معلومداره خبره وه چي پر کورنۍ او خپل ځان باندې بايد فشار را وستلی وای او نوموړي لږ عيدات يې دميا شتي تر پايه بس کړي وای. ولي معلومداره خبره خوداده چي ګټه په اقتصاد کي ډير ارزښت ناکه ده مصرف دومره مهم نه دی ؛ خودګټي سرچينه پيدا کول ډير باارزښته کار ګڼل کيږي . که ګټه لږ يا کمه وي نو معلومداره خبره ده چي مصرف با يد دهغه ګټي په اساس کنترول سي. خوددې خپري وشاتهو هم علت پروت وو. هغه دا چي مر حوم محمد علم بڅرکی هميشه دهيواد په سيا سي او ټولنيزو دنده بوخت وو، نوددې دپاره يې وخت هم نه درلود چي په خپل شخصي ژوند کي فکر وکړي .هغه په خپل شخصي ژوند کي يو لوی تحول په دې را وستۍ چي خپلي ميرمني ته يې زده کړه ور کړه او هغه يې دکورنه په بهرکارونو کي دځان ملګرې کړه.هغه ته يې دکندهار په هغه شرا يطوکي با يسکل ور زده کړ، په هغه يې ښوونځی ولوستل او هغه ته يې دفلسفې ځيني مقولات ، داقتصاد ځيني مقولات ، انګليس ژبه اوداسي نور په ښوونه اوروزنه پوري اړوند خبري يې ور زده کړې او په پای کي دکتدهار په زرغونه ليسه کې دپښتو ښوونکې ، ددديني درسونوښونکې اوداسينورو برخوکي دښووني اوروزني دوزارت په چوکاټ کې رسمي ښوونکې مقرر کړه. په دې کار سره دمرحوم محمد علم بڅرکي په ژوند کي دوه بدلونونه را غله يو خو يې په اقتصادي لحاظ ملګرې پيداکړه او بل هم هغه څه چي به ده بايد دکور نه بهر کولای هغه دهغه خانمي سا جدې بڅرکي تر سره کوله .نو په دې ډول يې خپل ځان وسياست ته فارغه کړی وو.لکه څنګه چي مخکي هم وليکل سوه،چي په وټيزو کارونو يا ګټه وټه کي هغه بريا لی هم نه وو، خو يو ډيرښه محاسب ګڼل کيدای سو. دا ځکه چي په محاسبه کې ډيره حوصله هم در لودله.اوشخصي تجريبې يې هم تر لاسه کړي وې.مخکي له دې چي په رسمي دندوکي کار وکړي په شخصي دندو کې کارونه تر سره کړي وه.لکه : دصفوي ولي محمد خان سره يې شخصیي کارکاوه ، دحا جي عبدالحي سره يې شخصي کارونه تر سره کړي وه.او پخه تجريبه يې درلودله.برسيره پرتجريبه علاقه يې هم د محاسبې سره ډيره وه.خودژوند په ټوله جريان کې خپله ګټه وټه ډيره نه کړه.که څه هم مر حوم محمد علم بڅرکي خپل ځانګړی کار هم يو ځل را پيل کړ.او ددوې دانې ژرندي يې را نيولې ، چي دبرو بازار په يوه ښه موقيعت کې ځای پر ځای کړې اود زمري ډيزلي ژرندي نوم يې پر سرلوحه ولګاوه.اودڅوعمر په جريان کې تر يوه اندازې ښه ګټه ،وټه هم وکړه،دفتري کارونه يې خپله تنظيمول ،په ډيرلږ وخت کې هغه پور چي دژرندي په را نيول کې دحکومت څخه کړی وو، هغه يې ادا کړای سو او ژرندي په ګټه کي ور ته پا ته سوې .خو دبده مر غه بيا هم څنګه چي ځانګړی ذوق يې دګټي سره نه وو. اووخت يې هم نه ور ته درلودی.نويې ژرندي په ډير کښته قيمت سره وپلورلې.داوخت دمساوات په ګوند کي فعاله او بايد کابل ته تللی وای ،نو دغه دوه کارونه لکه چي نه سوای سره کيدای؛چي هم دي پانګه ډيره کي او هم دي ټولنيزسيا سي کارونه سرته ورسوي.دا په دې چي په ١٣٥٠هـ ش کلونو کي دافغانستان سيا ست پر ډموکراټيکو فعاليتوولاړاودافغانستان په تاريخ کي نوموړي کلونه په سيا سي لحاظ تر ټولودورو ښه وره وه او ښه وختونه حسابل کيږي.نو دی هم کابل ته دګوند په دستور را غلی او په دې وخت کي دهغه ژرندي دبل پر لاس سوې.نويې ګټه هم په دې لږحتا په تاوان کي سوه ، چي هر وخت به مستري دژرندو دخراب کيدوجيری ورکاوه او لوی بيل به يې ړرته کيښود.نو بيا مجبوره سوچي دژرندي ګټي تر سياسي فعاليت قربان کړي.په دې وخت کي چي مر حوم محمد علم بڅرکی وکابل ته په کډه ولاړنودکورنۍ يوتعداد غړي هم ور سره ولاړه اودوه اولاده يې (زمريالی او ننګيالی) په کندهار کي دخپل خورنورجهاني پرکورپريښودل اوهغوی هم دسردار محمدعمرخان (شيراغا) تر مدبيرانه او مهربانه روحې او تربېې لاندي دوه کاله دالبيروني ليسه ولوستل . چي داخپله د مرحرم محمدعلم بڅرکي دسيا سي ژوند يوه ستړې کونکې پيښه وه. خو بيا هم ديادولو وړده چي هغه دهيواد دپاره په دې لاره کي ځانګړي خوارۍ ليدلي او زغملي دي.
همدغسي که دمرحوم محمد علم بڅرکي دځانګړي يا خصوصي ژوند وبهير ته وګورو ،مرحوم بڅرکی په شخصي ژوند کي دډيرکوچنيوالي څخه بيا تر ځوانی او غټ والي پوري دکامرې، عکس اخيستلواوالبم جوړولوعلاقه درلودله.هغه په هر وخت کي يوه کامره ځانته درلودله او په هر سفر اودهر انډيوال سره يې عکسونه اخيستل.چي ثمره يې موږ ته اوس هغه عکسونه را پاته دي چي تاريخ يا نيټه يې تر اويا او اتيا کالو اوړي چي موږ به يې دبيلګې په توګه خپاره کړو.
مخکي له دې چي دارزښت وړ عکسونه خپاره کړو، بايد ووايو چي په نوموړو عکسونو کي تاريخي ، ځانګړي ،اودځينو پيښو انځورونه سته ، چي په هر برخه کي ګټه ترينه اخيستل کيدای سي.

پورته عکسونه چي دکوټي دتاريخي زلزلې انځورونه دي ،دسيمي يوه تاريخي اونه حيردونکې پيښه وه ، چي ممکن په ډيرو غټوموزيمونو کي اوس په ډير ارزښت سره ترلاسه سي.خو مرحوم محمد علم بڅرکي دهغه ځوق له مخي چي دياداښتونواو تاريخي اسنادو سره يې درلود نوموړي عکسونه ساتل اوتر لاسه کوله يې،اوتر ټولو مهمه خبره خولا داده؛چي دافغانستان په داسي انقلابي شرا يطوکې ساتل اتيا کاله دايو ګران کار دی اودا دمرحوم دځوق او استعاد يوه بيلګه ګڼلای سو.په دې خاطر هغه تر ټولو ډيرخپل اسناد او البمونه دهغه کسانو څخه ساتل کوم چي دعکسونو اوتاريخي اسنادو غلا به يې کوله او هيچاته يې بيله اجازې او بيله خپله دده دموجودديت څخه دالبمونودليدو اجازه نه ورکوله ، خوبر سيره پردې هم دځينو کسانو چي دتاريخي عکسونو په ترلاسه کولو کې مينه درلودله او دخپلي کورنۍ عکسونه اودکوچنيوالي خاطرات به يې وليدل نوبه يې په يوه رقم سره دغلا تکل وکړ. خو ځيني وخت به ګيررا غله او ځيني وخت به په دې بريالي سوه چي يو يا دوه عکسونه وباسي. واځکه چي اوس زه ګورم چي يولړ عکسونه په البم کي نسه خو دمرحوم بڅرکي صا حب دعادت سره سم تر هر عکس لاندي نويشته سوې ده، خو اوس نويشته سته خو دعکس ځای يې خالي دی. نو ځکه زه وايم چي دمرحوم محمد علم په ژوند کې هغه تر لاسه کړي دي ؛ خدا چي چاه به دا کار کړی وي ماته نه را معلوميږي او معلومداره هغه دوستانو دا کار کړی دی کوم چي مر حوم بڅرکي ته ګران وه او هغوی ته يې نوموړی البم ور ښکاره کړی دی.دمرحوم محدعلم بڅرکي البمونه څي په دوستانو او هغه کسانو کي چي دمرحوم ځوق ورته معلوم وو، هغه کسانو کې ډير شهرت درلود. خود مرحوم په ژوند کي هر چاه چي به مينه دلبم درلودله اويا به يې خواهيش وکړچي البم وګوري نو به يې لومړی دمرحوم بڅرکي دالبم دليدو شرط ومانه ابيا به يې دالبم په ليدو سره موا فقه تر لاسه کړه.شرط داسي وو:(دالبم تر ليدووروسته به دناتار ميلمستيا جوړې ) .خو هغه به هر څوک په دې لاخوشحاله کيده چي ته زموږ کورته را سې موږ به ډيرښه ناتار درته جوړ کړو. خو په هر صورت دکورنۍ دغړو علاقه ډيره په دې وه چي دخپل موراوپلار دوړکتوب عکسونه به يې په نوموړي البم کي تر لاسه کول.خو په ورسته کلو کي چي مرحوم محمد علم وداسي يوه عمر او پړاو ته ورسيدی چي يوازي پرميدان پا ته سو او هغه خواږه اودميني ډک انډيوالان يې يو پر بل سربيره ځيني ولاړل او مړه سوه نو دالبمونو ليدل وررته ډير ګران کارسو.او ماته يې يوه ورځ وويل:(ننګيالی زويه ؛نور زه دا البمونه نه سم ليدلای او ماته ديوې هديري نه ما سيوا بل څه نه دي ، ما ډير زهيروي نو غواړم چي نوموړي البمونه تا ته دروسپارم او هيله ده چي ته او هيوادوال ګټه ځيني واخلي.) ما هم البمونه ځيني وا خيستل او په هغه موزيم کي مي کيښودل کوم چي ما دکورني موزيم په نوم جوړ کړی دی اودکورنۍ لرغوني توکي مي په کښي ساتلي دي.نوموړي البمونه ماته دمرحوم محمدعلم بڅرکي ديوه ليک په اساس را وسپارل سوه ؛ چي نومړی ليک مې په همدغه کتاب کي په ٤٣مخ کي هم خپور کړی دی.

مرحوم محمد علم بڅرکی په ځوانۍ کي
دمرحوم محمد علم بڅرکي دځوانۍ عکس چي د١٩٣٨م کلونو په شاه وخواکې نوموړی عکس اخيستی دی.دعکس څخه معلوميږي چي دخپل وخت تر ټولو فيشني او مډرن ځوان وو.چي دا هم په هغه وخت کي ډير ګران کار وو، کوم چي دټولني دنوي افکارو او لباس جوکه سي.مرحوم بڅرکی په دې وخت کي دپښتونستان دغورځنګ پلوی اوپه ګرمه جبهه کې دخان محمد ايوب خان اونورو سيا سي مبارزينو سره مبارزه کوله.داوخت پاکستان لا نه ووجوړسوی او سيمه په هندي برتانوي اودافغانستان په نامه ياديده. نوکله به په کندهار او کله به هم دکوټي مربوط ګليستان په کلي کي دخپل ورور او خپلوانو سره اوسيده.خواداچي هر چيري اوسيده دامهمه نه ده بلکي مهمه داده چي په دغه ټولو دورو کې دخلکو غوښتني اودخلکوسره اړيکي اوسيا سي اوټولنيز کارونه يې دډيرپخوا او کم عمر څخه کوله او دهغه وخت څخه يې دمسؤليت څخه ډک ژوند ځان ته غوره کړی وو.دهغه دوينا له مخي ښا غلي بڅرکي صاحب دځوانۍ په وخت کي دکتاب ،مطالعې ،فوټبال ،عکس اخيستلو، غيږ ايستل اودلړم دنيولو سره يې مينه درلودله.هغه په وړکتوب کي لړمان نيول اودورلګيت په کوتۍ کي به يې سا تل.ممکن ډير ځله يې چيچلی هم وي ، څو بلااخره يې حسا سيت هم ورسره نورمال او عادي سوی وي.بيا هم دلومړي نمبرالبمه څخه يوبل عکس انتخابو. په لاندي څلور عکسونو کي چي ډير لرغوني او تاريخي عکسونه ګڼل کيږي په کال ١٣٢٠هـ ش کي په مکتب حربيه کي اخيستل سوي دي چي په دې وخت کي دوی د مکتب طبي په دريمه ټولګی کي دي.په عکس کي دهغه ښه ملګري چي دنامه سره يې دکندهار خلک اودافغانستان داردو خلک بلد دي ښاغلی محمد انور نوازاد ليدل کيږي چي دافغانستان په ملي اردو کې دصاحب منصب په توګه دنده درلودله او په نوموړي اردو کي ديوه مشهور دکتور په حيث يې دصحت په برخه کي کار کاوه او يوبل جرمنی انډوال يې هم ليدل کيږي . خو دانور عکسونه بيا ديوه جاپاني پرو فيسرپه کورکي دميلمستيا په حال کي ليدل کيږي.چي په عکسو کي مر حوم محمد علم بڅرکی تاسو پيژندلای سی.نوموړي عکسونه چي په عيسوي سنه ١٩٣٩م کال کي اخيستل سوي دي ، هغه عکسونه دي چي دمرحوم بڅرکي دهلک توب دوران ښوي.او دکابل په حربي ښونځی کي دغه وخت دوی محصيلان يا زده کونکي وه ، نوموړی دورا چي مخکي مو هم څه پر ليکلي وه دعسکرۍ په شرايطو کي چي ترپايه يې دوام ورنه کړای سو. او ورسته دځينو کريمنل استاځانو دخوا ښا غلی محمد علم بڅرکی دښوونځی څخه وپوهنتون ته هم بريا لی سو،خو په نتيجه کي بيا دحربي پوهنتون څخه اخراج سو اوداخراج پيسې يې هم بيرته تحويل کړې او بيرته وملکي ژوند ته را وګرځيده ليکن ښا غلی دکتور محمد انورنوزاداونورانډيوالان يې په دې وتوانيده چي دطبابت رشتې ته دوام ورکړي.او ددکتور په حيث بريالي فارغه سي.
چي دنومړي موضوع په باب په مخکي هم ليکنه پرې سوې ده چي اوس يې دتقرار څخه ډه ډه کوو.

اوس بيا هم را سو هغه تاريخي يادګار ته چي دښاغلي محمد علم ورور مرحوم محمد اکرم خان (آغاجان)اومرحوم محمدافضل خان (باداراغا) او ليکوال محمد طاهراڅکزی په لاندي عکسونو کي ورسره ليدل کيږي.

که چيري دلومړي البم دعکسونو څخه تيرسوممکن خپله نوموړی کتاب په يوه البم باندي واوړي، خو موږاوس هغه دوهم البم ته مراجعه کوو.او ګورو چي نور څه يادګارونه لرواو دژوند دنوروبرخو چخه همدخاطروپه يادولوسره هم دليکلواوهم وعکسونوپه مرسته خبرسو.لاندي عکسونه چي داوسني پاکستان دچمن په ښارکي اخيستل سوي دي يو خو دهغه وخت دچمن يادګارونه په کښي څرګند دي اودبله پلوه دمرحوم محمد علم دژوند يوه برخه انځوروي.په دې وخت کي ښاغلی بڅرکی صاحب دمور دميني څخه مهرومه اوپلار يې هم په افغانستان کي په سياسي مباره بوخت وو.دی دخپل ورور محمد افضل خان پرکورورځي سباه کولې.

ښاغلي محمد علم بڅرکي په ځوانۍ کي ښه رنګ درلوديعني ښايسته ځوان وو، خو دګوتمۍ سره يې مينه نه درلودله.دهغه يوازي دکتاب اوزده کړي علاقه درلودله اودمترقي کتابونو په لوستلويې ، خپل وخت تيروی.اوناسته اوولاړه يې هم دهغه کسانوسره وه کوم چي په خپل وخت کي يې سياسي شهرت درلود. هغه پرځينومشرانوډيرګران وولکه خان عبدالصمدخان اڅکزی، خان محمد ايوب خان اڅکزی اوعبدالغفورخان دورانی .چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي ماما کيده.هغه ماته دمرحوم محمد علم بڅرکي ډيري قيصې وکړې او دزړه مينه يې ورسره درلودله ؛ داځکه چي هغه په ډيرکوچنيوالي کي وماماګانو ته يتيم پاته سوی وو.نويې ځکه هم پرټوله کورنۍ نازپروت وو، مرحوم عبدالغفورخان دورانی چي يوزمينداراودسيمي يومخورکس وو،هغه دمرحوم محمد علم بڅرکي په تربيه کي ډيرلوی رول درلود.خودا په هرصورت موږاوس بياهم دمرحوم بڅرکي ديادګاري البم دوهم ټوک ته ورځواويوڅوعکسونه يې بياهم دهغه دنيکو خاطرو په ډول رااخلو.

پورته عکسونه چي دسيمي په لحاظ خورا ډيرمهم اودارزښت وړدي دکندهار ډيرلوړمخورداروخان اکاپه کښي څرګنديږي.لکه چي پورته يې بشپړه پيژند لګلوي هم سوې ده.په لوړعکس کي دپښتنولوی مشرحاجي محمدانورخان اڅکزی دداروخان نيکه سره ولاړدی اودوی هغه کسان دي چي کندهاريې دسقاؤدظلم اواستبدادڅخه وژغورۍ.اوبيا يې په افغانستان کي دډموکراسۍ خښته کيښودله.اوپه دې لاره کې هم زحمتونه پرځان قبول کړه.خودډموکراسۍ کلتور يې په نسبي توګه په رسمي ډول را منځته کړاودهغه په بنسټ بيا په ١٣٤٣هـ ش کال په افغانستان کي اساسي قانون اوکوندونه رامنځته سوه.چي دويښ زلميانوګوند يې دقربانيو جوکه وو.اوهغه رسمي ګوندونه چي پسله ډموکراسۍ څخه منځته را غلل ؛عبارت وه : خلک ، پر چم ،شعله جاويد ، مساوات ، افغان ملت ، صداي عوام ، حزب الله ، مسلمانان جوان اوداسي نور راست او چپ ګوندونه دډموکراسۍ څخه ورسته په افغانستان کي را منځته سوه ،چي ځينو يې آزادي خپروني هم درلودلې او ځيني هغه خپروني هم را منځته سوه چي په کوم ګوند پوري تړلي نه وه خو خپرونې ملي او ايډيالوژيکي بڼه درلودله .په دې وخت کي دلرغونو ويښ زلميانو په دغړوڅخه چي دوخت تر ټولو پاک او سپيڅلي سياسي مبارزين ګڼل کيده اووسيا ست اوږده او تاريخي سا بقه يې هم در لودله دمرحوم محمدهاشم ميوندوال چي دخپل وخت يو لوړ پوړی چارواکی او سياست پوه ، عالم او نړيوال ډيپلوماټ ګڼل کيده دهغه تر مشرتابه لاندي سره را ټول سوه او ګوند يې پر ډموکراټيکو،سياسي اوايډيالوژيک بنسټ جوړ کړ.دګوند نامتو کسان يې عبارت وه: حاجي محمد انور خان اڅکزی (چي مخکي مو دهغه په باب ويلي وه)، پوهاند عبدالحی حبيبي ، پوهاند عبدالشکور رشاد ، پيژندل سوی پوه اوشاعرعبدالروف بينوا ،لوړ ژباړونکی او ليکوال عبدالاحد عارض،ښاغلی غلام دستګيرخان پوپل ،مرحوم فيض محمد انګار،مرحوم محمد ابرا هيم خواخوږی ،مرحوم عبدالهادي خان توخی (بحر)ليکوال اواستاذ محمد حسن خان اڅکزی (انور)،ليکوال ژورناليست عبدالصمد ويسا،محمد اکبرشاليزۍ،مديرصاحب جيلاني خان الکوزی ، محمد علم بڅرکی محمد هاشم ترکی او ځيني نور ټولنيز شخصيتونه چي زه يې په اړه ډير معلومات هم نه لرم . نوموړي کسان دښا غلي محمد هاشم ميوندوال تر هوښيارانه مشرتابه لاندي سره را ټول سوه اودمساوات دګوند خښته يې کيښودل او دنوموړي تشکيل پربنسټ چي ديوستر مجلس څخه ورسته مرکزي کميټه او نور غړي په آزاده او ډموکرا ټيکه فضا کي وټا کل سوه مرحوم محمد علم بڅرکی دښاغلي محمدهاشم ميوندوال دمنشي په توګه وټاکل سو.په دې باب دمرحوم محمد علم بڅرکي دځانګړي عادتونو پربنسټ دګوند حسابي چاري يعني محاسبوي کارونه هم دمرحوم بڅرکي پر غاړه وه. لکه څنګه چي مي مخکي وويل : هغه دمحاسبې سره مينه درلودله اوپه حاب دارۍ کې نه سنټ پاته کيده اونه هم ډيرې ده . چي دبيلانو او حق العضويتونوپاڼي اوس هم دمرحوم په ارشيف کي ساتل سوي دي.نو په دې چي بيا هم دهغه دځانګړي ذوق څخه با خبره سو، بيا هم دنوموړي ګوند ددوستانو اوتاريخي شخضيتونو يو تار يخي عکس موږ دنمونې يا بيلګې په توګه خپروو.چي ديوه پلوه موږته دخپلو نامتو کسانو عکسونه په لاس را سي اودخپرونو وپاڼو ته وسپارل سي اودبله پلوه دکتاب ښکلا اوتاريخي سند وګرځي.

په پورته عکی کې : محمد هاشم میوندوال ، محمد ابراهیم خواخوږی ، عبدالشکوررشاد ، محمد علم بڅرکی لیدل کیږي. خوپه لوړعکس کي عبدالاحد عارض صاحب دی.
پورته عکسونه چي دوخت تر ټولو ښه انډيوالان وه اوپه سياسي ميدان کې هم خپله وفاه داري په عمل کي ثبت کړې وه . تر ننورځي پوري يې هغه وفاه او نيک کردار په ميراث وخپلو اولادونو ته پرايښی دی. اود هر يوه اولاد دخپل پلاراويا هم دخپلي ګورنۍ د مشر په حيث افتخارکوي.
ښاغلي محمد طاهر اڅکزی څه ښه وائي دخپلومشرانو مبارزینو په باب :

ترشاه کلونه
هـغـو کالـو کي چی پاته سوه تر شا
وه زړوره ډیـره ښکلی زما د نیا
اصلي ژوند دا زړورتیا او ښکلیتوب دی
چی سي ورک پیدا به نه سي دواړه بیا
محمد طاهراڅکزی

دنيکه مرغه ده هر عکس سره نيټه اوداړونده عکس نوم اونوري ځانګړني هم خپله دمرحوم محمد علم بڅرکي په قلم سره ليکل سوي دي.چي په دې سره يې دتاريخي عکسونو ارزښت ورلوړ کړی دی.خو بيا هم هغه کسان چي زموږ هيوادوال يې پيژني دهغوی عکسونه او دبانډارډولونه بيله تشريح څخه هم څرګند دي.خويوشی چي دپاملرني وړدی هغه دا چي په دې وخت کي نيکټاي اودريشي کول په رسمي ورځو اورسمي لباس کي ډير معمول وو.نو اوس ددې څخه قياس کيدای سي چي په پخوانيو وختو کي تمدن څومره په نړيواله سطحه رواج درلود.خو دا وخت په نسبي توګه افغانستان مسقيل او آزاد ګڼل کيده او په رښتياهم خپله سيا سي او اقتصادي خپلواکي يې درلودله دلته دبيګانګانوزوراو فشار پر خلکو نه وو، چي ودې ته يې مجبور کي کي کوم لبس واغوندي خلکو خپله دا لباس تعين کړی وو، چي په رسمي دفترونو کي دي درشي کوي اوپه کورونو کي بيا دسهولت په خا طر کورنۍ لباس اغوستل کيده.اوهمدغسي دا لباس يونړيوال لباس حسابل کيده.خوڅه وخت چي بيا زموږ يولړخلکوپا کستان ته فناه يووړه اوهلته مهاجرسوه نو بيا يې دآزادي دلاسه ورکړه او ودې ته مجبورسو چي با يد په کالو کي او لنګوټه اونور پخواني ډولونوکي لباس واغوندي.نوموړي کسان ويښ زلميان وه او په ټولنه کي په رښتيا هم ويښ وه اودنوښتونو په را وستلو کې هميشه مبارزه کړې وه او ټولنه يې دبربريت څخه دتمدن وخواته په ډيرو زحمتونوسره ټيل وهل.اوپه دې لاره کي خپله وړاند قد مه وه،دوی هغه ويښ زلميان وه چي ټولنه يې دکلنو ، کلنو دخوبه را ويښه کړه او هيواد ته يې په زيربنايي اوروبنايي برخوکي ديادولو وړ خدمتونه وکړه، دوی نه يوازي دولسونو استازي وه بلکي؛دوی لوړ پوړي چارواکي هم وه چي دخپل لياقت په اساس قانون ودوی ته دا حق ور کړی وو.اودوی هم خپل حق په ميړانه تر لاسه کړی وواو خپل علمي نظريې دخلکوغوږوته رساوه اوکه به په دې لاره کي دستونزو سره هم مخا مخ کيده خوپروا يې نه درلودله. هغوی لکه څنګه چي دافغانستان ټولو خلکو ته روښانه ده په فرهنګي کارونو کي هم لارښوونکي استازان وه او دخپل فرهنګ اوپوهي دپاره يې بې ساري خدمتونه هم تر سره کړي دي. که څه هم په هغه وخت کي دوخت فيوډالانو اودفيوډالي حکومت نماينده ګانو نه داچي ودوی ته يې پوره زمينه نه وه برابره کړې بلکي په ځينو وختونو کي به يې دکارونو خنډ هم ګرځيده.خوددوی په مر سته نن ورځ افغانان هغه مواد په لاس کي لري چي دخپل فرهنګ او کلتور دښه غني مواد ګڼل کيږي.او په نړيواله کچه زموږ دفرهنګيانوپه مرسته زموږ کلتور ، ژبه ، تاريخ او فرهنګي لاسته را وړني دپا ملرني وړګڼل کيږي.داچي نن ورځ موږغني مواد په لاس کي لرو،په هره برخه کي ليکلي توکي په لاس کي لرو اودهمسايه هيوادوپه پرتله افغانستان يوتثبت سوی کلتوري اوتاريخي هيواددی. او فرهنګي ميراثونه يې نه يوازي افغانستان ته دګټي وړدي بلکب نړۍ ته هم دارزښت وړګڼل کيږي. چي ددې ټولو لاسته را وړنه په معاصر وخت کي يوازي زموږ دپوهانو او څيړنکو په برکت سوي دي اوهغه کسان چي په ژوند کې چارواکواوخلکو لکه څنګه چي بايد سوی وای هغومره يې قدر نه دی سوی . خو پسله مړيني څخه يې موږ وينو چي ټوله خلک يې هم قدر کوي اوهم يې دزحمتونوڅخه ګټه اخلي.داچي نن ورځ زه ځان په دې مجبور ګڼم چي دپخوانيو ويښ زلميانو دخدمتونويادونه وکړم.دازه پر خلکو احسان نه اچوم بلکي خپله دنده يې بولم.اوتر هغه ځايه چي زه دمرحوم محمد علم بڅرکي دزحمتونو څخه خبريم چه ددېولس او دولس دخلکودفرهنګ دپرمختګ په لاره کې ګاللي دي اوس که زه هر څومره هم وکړم دا لږ دي او دده فرهنګي حق به مي نه وي ور ادا کړی.همدغسي دده ملګري هر يو يې په جلا، جلا توګه دډير ارزښت وړ بولم.دوی نه ځانونه په پيسو پلورل اونه يې هم دوخت قدرتو ته سر ټيټ کاوه.هغوی په رښتيا هم پر خپل هيواد مين خلک وه.که زه دلته دهر يوه په باب وليکم زما دغه کتاب ددې توان او طاقت نه لري او زما موظوع نره هم اوږديږي خويوازي دومره ويلای سم چي تاسو ددغو پوهانو په باب دافغانستان دکتابتونونو څخه کولای سی چي غني مواد په لاس را وړی.داچي پوهاند عبدالحی حبيبي صاحب دافغانستان په ګوټ ، ګؤت کي په ليري پرتو سيمو اوداسي سيمو کي چي حتا موټر هم نه سو ورتلای په هم هغه ځايو کې په زړو مسجدونو او زړو کنډوالو کي قلمي نخسې ترلاسه کولې ، دايوه عادي خبره نه او همدغسي دسيمي څخه پرهغه بل پلو دډيورنډيې په پښتني سيمو کي کور په کور دڅيړنو دپاره ځان خوار کړی وو،دايوازي هغه څوک کولای سي چي هغه پر خپلو ولسونو اواو هيواد با ندي مين څوک وي اوبس. په همدغه توګه ښا غلی پوهاند رشاد صاحب ، ميوندوال صاحب ، بڅرکی طاحب او نور دا سي ټولنيز شخصيتونه موږ درلودله چي نن ور ځ هيواد خلک او تاريخ په هغه وياړ کوي. که چيري دغو خلکو موږ ته فرهنګي علمي او تاريخي ميراثونه نه وای را پريښي او بيا هم زموږ پر هيواد هغه تړاکونه راغلي وای لکه څنګه چي موږ دننورځي شا هدان يو، چي هيواد د١٣٥٧هـ ش کال څخه ورسته چي هيواد ته بيګانه قوتونه را داخل سوه او بيا هيواد ددښمنو کلتورونو او هيوادونو په لاس کي ولويده او هر ډول فرهنګي تجازي عملونه پر دې هيواد دپردي فرهنګ دخوا وسوه. نن به موږ په واقيعت کي هم خپل ملي شتمني هيڅ نه درلودلای او دخپل تاريخ ثبوت به موهم نسوای کولای. اونن به پر موږ دهمسايګانو فرهنګي ستم موجود وای. خو په هر صورت بيا هم دمرحوم بڅرکي صاحب دژوند وهغه خاطرې ته راځو کوم چي دخلکو په منځ کي دکار ګرانو پر حقوقو خبري کوي.هغه دملي ډموکراټ ګوند منشي اود مرحوم ميوندوال صاحب لومړی مرستيال وو،هغه دافغانستان ومحکومي طبقې لکه کارګران ، بزګران ، خوريکښان او زحمتکښانو ته په ډيره درنه سترګه کتل او دنړۍ دپرمختګ هغه اصلي قوتونه يې همدغه کارګره طبقه ګڼل او دنړۍ استعمار ګران يې په دې محکومول چي دهغوی دکار په نتيجه کي هغوی ته هغه معاش نه ورکول کيږي کوم چي دهغو دلاس محصول يې وګڼو.هغه دطبقاتي مبارزې په ډګرکي دکارګري طبقې پلوی اودهغو دګټودپاره يې مبارزه کوله.دمرحوم محمد علم بڅرکي په مقابل کي هميشه خانانو او استثمارګرانو دسيسې کدلې. خو دهغه سره دخلکواوعمومي منورينو ملګرتيا وه اودهيچاه هم زورنه په رسيده اواکثريت خلکوته مرحوم محمد علم بڅرکي منل سوی يوعلمي ، سياسي اوملي شخصيت وو.هغه نه يوازي دپاچا محمد ظاهرخان په وخت کي خپل سيا سي دريځ روښانه کړی وو.بلکي؛په هره دوره (پير) کې خپل موقف روښانه او څرګندوو. هغه دخلقيانوپه وخت کي دثورانقلاب ظلمونه او هغه دردونه چي وخلکو ته يې ورکول، هغه يې بيله وحمه اوبيري څخه غندل او پر ضديې مبارزه کوله حتا چارواکو ته يې هم دخلک پيغامونه وررسول چي خلک ددې دولته څخه نا راضه دي.هغه وخت چي بيا دروسانو دخوا څخه پر افغانستان يرغل وسو او ببرک کارمل يېديوه ګوډاګي په صفت کښيناوه مرحوم بڅرکي هيواد ترک اودهيوادنه دباندې خپل ږغ دملت وغوږوته ورورساه او په دې باب يې کتابونه او نويشتې په مختليفو ژبو لکه اردو ، فارسي ، پښتو او انګليسي ژبووکړې ، چي ډيري مشهوره يې لکه چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي په ليکل سو اثارو کي هم سته روس کا يرغل په اردو ژبه ، مار بيچوړيان په پښتو ژبه اوداسي نور ليکنې دډيورنډ دکرښي هغه پلوته وګړې.همدغسي يې په لسهاو ميټنګونو او کنفرانسونو کي برخه درلودله.

خومرحوم محمد علم بڅرکي په ځاني ځانګړنو کي په هر کار کي همت او متانت درلود او په پوره صداقت يې خپل عقيد توضيح کول،هغه په هر څه کي خپل منطق درلودله او په اګهانه توګه يې سياسي مبارزه کړيده.
هغه سياسي عکسونه چي دډيرو مهمو کسانو سره يې په سيا سي مجلسونو کي اخيستي دي دنمونې په توګه را وړو.

١ـ پورته لومړی عکس مرحوم ډاکټر يوسف صدرا عظم په سنه ١٣٤٤دحمل مياشت .٢ـ دولسي چين ژورناليستيک هيئت . ٣ـ هندي ژورناليستان په کندهار کي ٤ـ هندي ليکوالان دکندهار په اطلاعات او کلتورکي کال١٣٤٢هـ ش ٥ـ هندي ليکوالان ٦ـ دهندي ليکولانو په وياړ ميلمستيا.

لومړی پورته عکس چي دنوم اوشخصيت سره يې ټول پښتانه بلددي (سترمشرخان عبدالصمدخان اڅکزی دی).١٩٤٩م کال.
دوهم:دهندوستان د١٩کلنۍ آزادۍ دجشن په مناسبات دهند په کونسلګرۍ کي ميلمستيا.پورته عکسونه چي دتاريخي ارزښت له مخي دګټي وړاودکتاب د ښکلايوه مهمه برخه جوړه وي په يولړڅيړنواو پلټونو په لاس را غلي دي ، خو زما زحمت به لا دومره نه وي لکه چي مر حوم محمد علم بڅرکي هغه تر دغه وخته ساتلي او نن زما او دکتاب دويونکو دګټي دپاره چمتو سوه.که څه هم دلته چلور البمونه دتاريخي عکسونو او دافغانستان دډيرو مهمو شخصيتونو څخه ډک پراته دي خو که موږ ټوله خپاره کړو ممکن درې څلور جلده کتاب وغواړي.نوموږ دمرحوم بڅرکي صاحب دځاګړي خصوصيت اوالبم ستاني په اړوند نوموړي بحث ته ادامه ورکوو.

په پورته عکس کې:ښاغلی فریدجعفري دپاکستان ژورنالیست،دپاکستان ټیمزنماینده افغانستان ته دمیلمه په ډول راغلی دی.چی د لې ما اوکرزي ئې درې ورځي دمطبوعاتودنماینده ګانوپه توګه میلمه پالي وو.اودا فوټومودیادوني په توګه په کشور عکاسخانه کي واخیستی – نیټه : ۱۰ – ۴ – ۱۳۴۳هـ ش
په پورته عکس کې مرحوم محمد علم بڅرکي، مرحوم آغامحمد کرزی او دپا کستان وتلی ژورناليست دپا کستان دنامتو ورځپاڼي ټيمز نماينده ښا غلی فريد جعفري دی . چي افغانستان ته دميلمه په توګه را غلی دی اوپه سنه ١٣٤٣هـ ش کال کي دافغانستان دمطبعاتو ميلمه وو.چي ښاغلی آغامحمد کرزی او مرحوم بڅرکی يې دميلمه پال په توګه پالنه کوي.په دې وخت کي ښا غلی آغا محمد کرزی دکندهار داطلاعاتو کلتور مديراودطلوع افغان خپرونکی دی. خو محمد علم بڅرکی دکندهار دمجلې مدير او چلونکی دی ، چي برسيره پردې يو پيژندل سوی ليکوال هم دی او دسيمي خلک يې دنامه سره بلد هم دي او په دې وخت کي دښا غلي فريد جعفري ژبړونکی هم دی او دا په دې چي مر حوم محمد علم بڅرکی په انګليسي او اردو ژبو پوره حاکميت لري ،نو يې ځکه په هر وخت کي مقالې همدخارجي ژبو څخه ژباړلې اوپه داسي وختونو کي چي به خارجي ميلمانه راتله نو ترجمه اوژباړه به يې کوله.همدغسي اوس بيا هم را سو يولړ هغه عکسونوته چي مرحوم محمد علم بڅرکي دخپلي ځوانۍ په وخت کي اخيستي دي.اونن موږ ته يا هغه کسانو ته چي دمرحوم محمد علم بڅرکي مينه وال دي هغوی ته يو ښه يا دګار کيدای سي.بيا هم دريم نمبر البم:چي دهغه عکسونو ذخيره په لاندي پاڼه کي خپره سوې ده ، چي هر عکس يې دنيټې له مخي دپنځوسو کلنوپه شاه خواکي تاريخ لري .که څه هم په مختليفو وختونو کي اخيستل سوي دي او پر هر عکس باندي خپل تاريخ او نيټه هم څرګنده ده.داهغه عکسونه دي چي په لومړی ځوانۍ او بيا دبشپړه ځوانۍ او ترواده کولوراورسته اخيستل سوي دي.خولاندي عکسونه چي په جلا،جلا توګه اخيستل سوي دي هغه عکسونه دي چي تر ١٣٤٠هـ ش کال را ورسته يې په ځينو عکسخانو کي دضرورت دپاره اخيستي دي او تر اوسه يې دشخصي ذوق په اساس خوندي کړي دي. په نوموړو عکسونو کي دوې دانې يې دتيروتني له مخي تقرار خپاره سوي دي.خودلته مقصد دادی چي ښاغلي بڅرکي صاحب خپل ځانګړی ذوق درلوداوپه ډيره بيا دالبمونو ساتنه.هغه دخپلو خپولوانو، اشنايانو ، ځينو هغه پيښو چي دحيرت وړوې هغه هم دياګارونو په توګه دځانه سره ساتلي اولري يې . دبيګي په توګه کله چي هندوستان ته يې سفر کړی ديی نويې دهندوستان هغه پيښي عکسي کړي دي چي اينده تاريخ ته به ممکن ګټور تمام سي. هلته يې دهغه معيوبينواو غريبانو عکسونه هم اخيستي دي چي په پښو شل او په لاسو هم شل اوشوټ دي فقر کوي. او هغه غربت تمثيل وې چي ساری يې په نړۍ کي هم نه ليدل کيږي . اويا خپلي هغه خاطرې يې دعکسونو په وسيله يادګاري سا تلي دي. چي هر وخت يې دورځي په تيريدو ارښت ډيريږي. نو که په اينده کي مو چانس پيدا کی ممکن نوموړي البمونه په ژوندۍ بڼه خپاره کړو.لاندي عکسونه چي په تنهايي توګه اخيستل سوي دي ، تر ټولو لاندي عکس چي په نيکټايي کې اخيستی دی هغه عکس دی چي دهند په سربند کي نومړی عکس اخيستی دی. نو په دې چي نور پر دې موضوع خپل وخت تير نه کړو بيا هم دمرحوم محمد علم دژوند پرهغه برخه با ندي کارکوو، چي دده ځانګړيني په کښي روښانه سي.اودخپل فعاله ژوند يوه بله برخه يې ، چي ترډيره حده په کسبکاري اودبيا جوړوني (ساختماني ) برخه پوري اړه لري را اخلو او هغه په مختلفوبرخوکي مهارت درلودلکه:نجاري يا ترکاڼي ـ خټي ياګيلکاري اودزرعت په بر خه کې مهارت درلود.
په دې با ب دهیواد شاعرد مرحوم محمد علم بڅرکي په با ب داسي وائي:
ویښ ځلمیا ن
ځلمیان ویښ سول پټ تحریک یې برآلا سو
چی «بڅرکي» او «انګا ر» په کي پیدا سو
«حبیبي» او «رشاد» ستوري د تحریک وو
مزل اوږد و مـوج د «بحر» «بینوا» سـو
محمد طاهر اڅکزی

زما داکازوی محمد طا هر اڅکزی وائي :
ده بڅرکی ځان وباله خو لمبه وه
کندهار کي زموږ د کور بله ډیوه وه
تر خپل وس یې د وطن ځلمیان را ویښ کړل
« ویښ ځلمی » و، دا یې لار دا یې راسته و
دنوښت ګری ځانګړی استعداد
برسيره پردې چي مرحوم محمدعلم بڅرکی يوليکوال.ژباړونکی اودقلم خاوند وو.خوپه دغوژبو یې لیکل اولوستل کولای سو.لکه : انګلیسي – اردو- پښتواو فارسي.په ځينو فزيکي کارونوکې هم دخپل ځاني استعداد پربنسټ خپل مهارت درلود او دخپل ځاني مهارت په ګټه يې هغه کارونه په خپل کور اودکور په شاه وخوا کي تر سره کول چي په وا قيعت لويو انجنيرانو هم نه سو تر سره کولای اودسا ختمانی انجنيرانو به ګوته په غاښ ورته نيولې وه. لکه مخکي چي مو وويل هغه په ترکاڼي ، خټګري اوزرعت کي مهارت درلود.چي موږ يې دلته بيلګه را وړو.
هغه وخت چي زموږکوردکندهارپه څلورمه ناحيه دلرګوګنج دبي،بي هواپه کو څه کي وو.موږ ګډژونددرلوداوزموږدنيکه (حاجي محمد انوراڅکزی)دکو ر نۍ ټوله غړي يعني زامن په يوه ډير غټ کور کي سره را ټول سوي وه اوهر يوه ته په خپله سا حه کي دژوند سهولتونه برا بر سوي وه،هغه کور دومره غټ ووچي يوډيره ستروياله هم په کښي تيره سوې وه او دتوت ډيري ستري او غټي درختي يې درلودلې.اودميلمه دپاره خو په جلا توګه يوه ډيره غټه برخه جلاسوې وه چي ديوه غټ کور سره مساوي وه.ډيري درنې او غټي دروازې يې هم درلودلې. چي دخپل وخت ځانګړی موډ وو.دحاجي محمد انور خان زامنو اولمسيانو به په ډيره صميمي فضأ کي ژوند اوګذاره سره کوله.خو مرحوم حاجي محمد انور خان اڅکزي يو لړ مځکي او باغونه هم دکندهار په پنځمه نا حيه کي درلودلې.مځکي خالي اودوړيو دفابريکې شاه ته شاړي پرتې وې خو دانګورو باغ بيا په يوه ښه موقيعت کي دملاعلم اخند پوري مربوط پروت وو. په نوموړو مځکو کي مرحوم حاجي محمد انورخان اڅکزي دځان دپاره په يوه غټه سا حه کي ښکلې کوتۍ جوړه کړه او دنوموړي کوتۍ پر شاوخوا يې خپلو نورو زتمنو ته هم په يوه ، يوه نمره مځکه کي واړه واړه کورونه ور جوړ کړه. خو کورونه په داسي ډول جوړ سوي وه چي يوازي يې چوکاټونه بشپړه وه ، ډيري کوچنۍ دروازې اوپه خامه ډول يې دسری غولی اوبرنډه درلودله.دټولو ورنواودکورنيو تر منځ يې يوه کوڅه جوړه کړې وه چي هغوی تګ اوراتګ په کښي سره وګړای سي. نورکورونه يې هم هلته اباد کړي وه چي همسايه اوبيګانه خلک يې په مياشتنۍ کريه په کښي آباد کړي وه.خو دلته موضوع داده چي نوموړي کورونه بشپړه نه وه جوړ سوي اوهر يوه بايد خپل کور خپله جوړ کړی وای.مر حوم محمد علم بڅرکي په ډير لږ وخت کي خپل کور په خپل لاس او خپله نخشه داسي جوړ کړ، چي دهرچا داعلاقې وړ ګر ځيده. خپله به يې دلرګو چوکاټونه وتړل او ښکلي سميټي سړکان يې په کښي وغزول، دځان دپاره يې په دننه کور کي په ډيره تنګه سا حه کي يو ډيرښه تعمير آباد کړ چي کتابخانه ،دلمبيدوځای يا غوسل خانه ، کموډ ، اودژوند نور ضرورتو نه په کښي په پام کي نيول سوي وه.لاندي دميلمه دپاره ميلمه ستون جوړکړ.دنوموړي تعمير نخشه ده خپله واجول اودمزدورانو په مر سته يې تعمير آباد کړ.همدغسي يې دخپل ځان او اولادونو دپاره په ډير ښه ډيزاين سره چپرکټ او المارياني هم په خونو کي ورولې .اودسرای په منځ کې دسهار دچايو چيښلودپاره ډيره ښه فواره او يو سميټي تحت هم په خپل ابتکار جوړ کړ. هغه په کورکي ديوه واټر پمپ په وسيله اوبه دڅاه څخه ولوړ بام ته پورته کولې او دهغه ځای څخه يې دجاذبې دفشار په مرسته اوبه فوارې اودکور غوسل خاني او شاورونو ته وررسولې. همدغسي يې دکور په يوه برخه کي دچر ګانو پو کفس هم جوړ کړی وو.تر څو په کورکي دتازه هګيو منبعه پيدا سي.دچر ګانو دکفس علمي او فني ډول درلود.او په نلونو کي به څا څکي څاکي اوبه ور ته را تللي او تازه اوبه به يې استعمالولې. چي په دې توګه چرګانو ته مکروب او مرض نه را تله ، دکور په منځ کې کوچنۍ ښکلې با غچه جوړه کړې وه چي په هغه کي اوه درختي وې، چي درې يې نارنج اونوري يېمالټې وې. چي نارنجو يې ډيره ښه نتيجه ور کړې وه ؛نه داچي دکور ضرورت په رفع کيده دهمسايګانو اونورو دوستانوسره هم مرسته کيده.دپسرلي پر مهال دنارنج ګل هغه بوي درلود چي دډيره ليري څخه به خلکو خوند ترينه اخيستۍ.لنډه داچي مر حوم محمد علم بڅرکی نه يوازي يو ليکوال او دڅوژبو ژبپوه وو؛ بلکي هغه يو ډير ښه مبتکر مغز درلوداو په هره پروژه کي بريالی وو. هغ څه وخت چي افغانستان ته روسي عسکر را داخل سوه، نو دافغانستان څخه دډيورنډ دکرښي هغه لور پښتونخواپرلور مهاجر سواوهلته يې دخپل پلاراونيکه پرغولي ګليستان کاريزکي دقوم په منځ کي ژوند بيا دسره را پيل کړ.اود خپل دخله دزوی مرحوم حاجي نادرخان دخوا څخه يوه لويه ټوټه مځکه چي په تقريبي ډول به درې يا څلورجريبه کيده په وړيا توګه ورسوغات سوه ، چي هيڅ تعمير هم نه وپر آباد سوی.خو مر حوم محمد علم بڅرکي پرهغه په خپلو لاسونو تعمير جوړ کړاو هلته يې هم يو ښه زرعتي فارم جوړ کړي چي دکلي خلکو او کورنيو هم ګټه ترينه اخيسته.په نوموړي تعمير کي به پر پاليز بر سيره دانارو درختي ، دسيبو درختي ، شپتالو، زردالو انګوراوداسي نوري زرعتي درختي وې.چي دځان دپاره يې ډير ښه ځای جوړ کړ.خو دومره تکلف هم پر راغلی چي ډير سخت يې ناروغه هم کی ، خودی مجبور وچي په لږ سرمايه ډير ځای په خپلو لاسونو اودګوتو په تڼاکو جوړ کي.داځکه چي دمرحوم بڅرکي څخه پيسې نه وې او يوازي هومره پيسې وې چي بيله دې چي دخيرات را شن ته مجبور سي دځان ګذاره وکړي. هغه په خپل دې زحمت سره ځان ته يو ابرو مندانه ژوند جوړ کړ.که څه هم لاسونه يې په کښي تڼا کي او پر مخ يې دلمر شعاعو په وسيله يو ډول سرطان چي په عبي اصطلا ور ته ريډکشن هم واي را پيدا سو چي خورا يې ډير په عذاب کړی وو. او هر وخت به ويني کيده او ورسره په تکليف وو. څو بلااخره يې نومړی سرطان په هالينډ کي دايدي په شفاخانه کي عمليات کړ او ځان يې ددغه تکليف څخه وژغوره.خو دلته اصلي موضوع دهغه نوښت څخه ده چي دمرحوم محمد علم بڅرکي سره وه،محمد علم بڅرکی په کورني ژوند کي بريالی او هر وخت يې دکورنۍ غړوته داسي مشوره ورکول چي دهغه دنجات سبب ګر ځيده. هغه دهيواد يو منل سوی ليکوال ژبپوهاند ،سياسي کارپوه په طبابت کي هم تر يوه حده چي دکورنۍ ضرورت وو، هغه لابری درلود.نو په دې دهغه دژوند بيلا ،بيلي برخي مو ښه تحليل کړي وي دومره ويلای سو . چي په مر حوم محمد علم بڅرکي کي يو ډيرلوړ استعداپروت وو.دخپل همدغه استعداد په وجه يې ژوند داسي پر مخ بيوه چي دژوند تر پايه يې هم خپل ټول نوم او نښان ساتلی وو. اودرسانيو سره به هميشه په تماس کي اوهر وخت اوزمان يې عيني اوذهني شرا يط درکدلاي سو اورسانيو ته به يې په مختليفو راډيو ګانو. اخبارونو ، مجلو ،مجلسونو ، او کنفرانسونو او ميټنګونو کي دجامعي په اړوند خپل عيني نظريات وړاندي کول.مرحوم محمد علم بڅرکي په مختليفو ټولنويا اتحاديو کي سرمشري درلودله او دهغوی سره به يې دمشوره کولو مرسته کوله.هغه په ټوله اروپاه کي دټولو اتحاديواو ټولنو سره اړيکي درلودلې او ټولو هغه ته ديوه لوی استاذپه سترګه کتله.مرحوم محمد علم بڅرکی دامريکاږغ . بي،بي سي اونورو را ډيوګانو سره همکاروو.اومرکې به يې کولې.خو هغه وخت چي مرحوم محمد علم بڅرکی وفت سو نو په همدغه لحظه کي دبي، بي سي راډوي خبره سوه دا په داسي حال کي چي دمرحوم وسرته لا ډا کټران ناست وه او دزړه حمله پر راغلې وه. اوتازه يې مړينه تثبت سوې وه چي داتحاديو له خوا خبرورکړل سواو دوتريخ اتحاديه چي مشر يې په دې وخت کي ښا غلی طارق رشاد وو هغه ١٥ دقيقې ومرحوم محمد علم بڅرکي پر ژوند خبري وکړې. اودښا غلي تکل صاحب په وسيله نورو رسانيو ته هم خبر ورکړل سو.اوورسته له هغه دنړۍ ټولي هغه رسانۍ چي دافغانستان په باب دپيښو خبرونه خپروي هغودخپل خواشنۍ رپوټونه اومرکې خپرې کړې.همدغسي ځينو لوړوشخصيتونود مرحوم محمدعلم بڅرکي سره دخوا خوږۍ په عنوان خپل ليکلي پيغامونه اودهغه دژوند ځيني خاطرات په ليکلي توګه ماته او ځينو رسا نيو ته وروليږل چي يوه اندازه به يې موږ دخپل هغه کتاب په برخه کي خپاره کړو کوم چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي دژوند ځيني بر خي په کښي يادي سوي دي.ومحمد علم بڅرکي ته دهيواد ټولو هغه کسانو مينه درلودله کوم چي دهيواد په لاره کې مبارزه کړې وه ايا يې سيا سي سابقه سيا ست او هيواد پالنه کي درلودله. هغه په هيواد کي يو پيژندل سوی ملي شخصيت ګڼل کيده اودنوم اونښان سره يې هيوادوال بلد وه. خو په ړينه باندې هم ټول افغانان وځووريدل اودهيواد په ګوټ ، ګوټ کې پر خپلوانو بر سيره دهغه پلويانو او مخليصانو هم فا تحې واخيستلې . په جنا زه کې دومره کسان را غلي وه چي دموټرانو کنترول يې دترافيکوپه ذريعه کيده او داپه هالينډ کي په داسي حال کي مړسو چي دهالينډ دولت دومره فکر نه کاوه چي دادافغانستان مسافراو پوه دلته په داسي مهاجرت کي شپې تيره وي کوم چي دنړۍ دمظلومو انسانانو دژوند دپاره يې ځان مهاجر کړی او ستړی کړی دی. په جنازه کي دټوله اروپا څخه دوستان اوخواخوږي راغلل.خودځينونورو هيوادو دوستان هم په جنازه کي وه چي دفينندال په ښار کي وفات سو اوداوتريخ په هديره کي وخاوروته وسپارل سو.په جنازه کې دهيواد ډيرو نامتو اوپيژندل سوسيا سي او اجتماعي کسانو خبري او سوانح ولوستلې لکه : دافغانستان دپخواني ډموکراټيک جمهوريت لومړی مرستيال عبدالرحيم عاتف ، ليکوال اودسياسي چاروکارپوه ښاغلی دوکتورطارق رشاد،داوتريخ دټولني مشرانواوليکوالانود مرحوم محمدعلم بڅرکي دژوندپرځينوبرخو باندي خبري وکړې. په ورسته کي زمري محقق دمرحوم بڅرکي مشرزوی اوبيا محمد حسن خان اڅکزی (انور) هم د مرحوم د مترقي ژوند اوهيواد پالني بيلا بيلي برخي ولوستلې، په پای کي دراغلو دوستانوڅخه چي دمرحوم په جنازه کې برخه اخيسې وه،دکورنی په استازيتوب ننګيالي بڅرکي مننه وکړه.اورسته ده جنازې ترمراسيمودمرحوم فاتحه اودختم ډوډۍ د(AC اوتريخ په هوټل کي چي ترتيب سوې وه وخوړل سوه اوددوعا په اوريدو سره مراسم پايته ورسيدل.
دمرحوم محمد علم بڅرکي په مړينه ټوله افغانان که په دننه دافغانستان کي وه اوکه دهيواد څخه بهروه ټوله خواشيني سوه او دهيواد په ګوټ ، ګوټ کې فا تخې ونمانځل سوې لکه : په کندهار کي دکندهار والي صاحب انجنير پښتون دخوا څخه فاتحته واخيستل سوه اوپه کابل کي دعلومو اکاډمۍ يې فا تحه واخيستل همدغسي په کويټه ، کاناډا،ډنمارک ،هالينډ اوداسي نوروځايونو کي يې دفاتحې مراسم ترسره سوه او اودانټر نيټ په ډيرو سيډونوکي دهيواد دتکړه ليکوالانو او ادب مينوالودخوا څخه دخواخوږۍ پيغامونه وليکل سوه، اخبارونو خپله دنده تر سره کړه اود مرحوم بڅرکي صاحب عکسونه او دهغه سوانح يې په خپلو قلمونو په رسانيو کي چاپ او خپاره کړه.لکه مخکي چي مو يادونه وکړه هم دغسي دنړۍ راډيو ګانو هم دپښتو په برخه کي خپل رسالت تر سره کړاو داحترم په عنوان يې دژوند پر بيلو ، بيلو برخو ليکني او نويشتې وکړې.
همدغسي دهيواد جمهور ريس ښاغلی حميد کرزی ، چي دښاغلي بڅرکي صاحب سره يې دپخوا څخه دکورنۍ اودهغه دشخصيت سره علاقه مندي درلودله او هغه ته يې داحترام په خا طر خپله په يوه رسمي فرمان سره دوعا وکړه اودخپل غم شريکۍ په خاطر يې دتسليت پيغامونه خپاره کړه او مرحوم محمد علم بڅرکی يې دهيواد يو تکړه هيوادوال اودآزادۍ دلاري مبارز،سياسي کار پوه اودخلکوددردونودوا کونکی ،عالم اويو ملي شخصيت وباله .هغه دخپل فرمان په يوه برخه کي ليکلي دي چي:((ارواښاد محمد علم بڅرکي خپل ټول ژوند دافغانستان دخلکو دپاره په کار او مبارزه تيرکړی دی.اودمهاجرت په دوران کې هم ديا دوني وړ کارونه کړي دي.ددوی غمجنه مړينه يو ضايعه ده، الله تعالی دې وبخښي)).

پورته فرمان ما(ننګيالی بڅرکی) په رسمي توګه دارګ په ماڼۍ کي وسپارل سو چي په بدل کې ماهم دجمهورريس ددې ميني څخه چي دادب هنر ، هيواد او د هيواد دمشرانو سره يې لري دزړه له کومي مننه وکړه.او ما هم په رسمي توګه ديوه ليکلي ليک په وسيله وښاغلي ريس جمورته دځان اودکورنۍ دپوه خپل د منني څرګند ونه وکړه.ښا غلی جمهوريس حا مدکرزی چي مخکي هم دښاغلي بڅرکي صاحب سره يې دډيري نژدې اړيکي درلودلې او مرحوم بڅرکی يې دخپل هيواد قومي ، سيا سي او سيميز مشر په توګه پيژنده دمر حوم بڅرکي پر مرګ يې ډير افسوس وکړاو دهغه مړينه يې دهيواد دادبي ، علمي بهيردپاره يوه لويه ضايع وګڼل.ښاغلي ريس جمهور کرزي برسيره پردې چي دهيواد لومړی انتخابي ريس جمهوروواوبوختياوې ډيري وې خو دښاغلي مرحوم محمد علم بڅرکي په احترم يې پورته فرمان پيروزکړ.چي په ځواب کې د مرحوم محمد علم بڅرکي زوی ننګيالي بڅرکي دځان اوکورنۍ په استازيتوب دښاغلي ريس جمهور کرزي څخه مننه وکړه اويو رسمي پا ڼه يې ورته ولوستل او ورتسليم کړه چي په پاڼه کي را غلي دي.
دهيواد دروند مشر جلالتماب کرزی صاحب !
اسلام عليکم
عزت منده ! زموږ دخدای بخښلي پلار (محمد علم بڅرکی )دمغفرت غوښتلواوپاته کورنۍ ته تاسو په خپل قلم لاسليک شوی دتسليت ليک مي تر لاسه کړداچي تاسو دټولو مصروفيتونو سره سره دهيواد اوهيوادوالوپه غم او ښادۍ کې برخه اخلی اوزموږ دکورنۍ سره مو خواخوږی ښودلی دی، دا ستااوستاسودکورنۍ ددرندوالي او ازمويونوڅخه راوتلي نښي نښانې دي.مونږهم تاسو ته دعمرډيروالی اودهيواد دمشرتابه په چارو کې بريا ليتوبونه غواړو .
دخدای بخښلي محمدعلم بڅرکي زوی
اوستاسو کشرورور ننګيالی بڅرکی
لاسليک
نوموړی ځوابيه پيغام مي دعلومو اکاډمۍ دژبواوادبياتو درياست دلوري په رسمي توګه دکلتوري او فرهنګي چارو استاذي ښاغلي زلمي هيوادمل صاحب ته وروسپاری .خو بر سيره پر دې چي دهيواد رسمي اودولتي چارواکو ماته دتسليت رسمي فاتحې را کړې ، دهيواد هغه خلکو چي دمر حوم محمد علم بڅرکي سره يې پيژندلګلوي درلودله هغوی هم خپل دزړه درد زما سره بيان کړ.خو په هر صورت داچي دمرحوم محمد علم بڅرکي نا څا پي مړينه دهغه دکورنۍ دپاره دردونکې وه په هم هغه اندازه دمرحوم بڅرکي دانډيوالانو اوپيژندلګلويانو دپاره هم يوه دردونکې پيښه وه.چي پر مړينه يې ما نوموړی وير وکړ .
د بابا و يـــرنه
داميد څرک دآرمان
غروب
اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه
پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه
نغمه ديوبلبل سوه په ګل بڼ کې راڅه ولاړه
وړانګه دافق وه په په شفق کې راڅه ولاړه
***
باغچه وه دنرګيسو په خزان کې راڅه ولاړه
ډيوه وه په مجلس کې په رڼاکې را څه ولاړه
کشکې په ګرمۍ دمحبت نه وای پوه سوی
لمبه دګرداب بله په ګرداب کې راڅه ولاړه
***
بڅرکی دسکروټوپه انګارکې راڅه ولاړه
توده يې داحجره کړه په آرمان کې را څه ولاړه
اوس به موپرمينه يوبڅرکی څوک روښانه کړي
څرک دروښنائي سوه په لمبوکې راڅه ولاړه
***
وږمه وه چي پرباغ به يې هميش خيال او نظرؤ
وږمه دپسرلي وه په نغموکې راڅه ولاړه
اوښکې مې دننګ پرمخ روڼې ، روڼې رواني دي
ولاړه خاطرسوه په لحظوکې را څه ولاړله
اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه
پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه
نوموړې ويرنه هغه وخت چي مرحوم بڅرکی صاحب وفات سو پرما ډيري سړې اوتودې را غلې اوپه ژوند کي مي په فزيکي اومعنوي لحاظعميق تغيرات را غله او يودم دډاکټرانو تر درملني لاندي راغلم اودشکري په بده ناروغي هم اخته سوم چي دکوليويا تابليتونو په خوړلو سره ګذاره کوم .او په معنوي لحاظ نه داچي مايوښه اومهربانه پلاردلاسه ورکړ، خو يو ښه استاذ اوعلمي مد د ګارمي هم دلاسه ورکړ.خودا يوازي زما نه بلکي دډيرو ټولنوعلمي رهنما اولارښود وو، چي پسله هغه يو لړټولني او دمرحوم محمد علم بڅرکي پلويان او مينه وال هم دهمدغه ستونزي سره مخا مخ وه.که څه نوموړی کال يوه اندازه دغمونواو تکليفونو او طبعي پيښو کال هم وو. په همدغه ٢٠٠٣م کال کي دمرحوم محمد علم بڅرکي دمړيني سره سم نوري ډيري بدي پيښي هم را منځته سوې . چي نړۍ يې ولړ زول لکه : دايران زلزله چي په زرهاوخلکو ته يې مرګ ژوبله ورواړول، چي حتا ولکونو ته يې دتلفاتو شميره لوړه سوه.اوبيا په مصرکي يوه الوتکه هم را وليده. چي په سلهاو کسان په کښي مړه سوه.نوداسي څوک قضاوت کولای سي چي نوموړې دنيا ترپايه نه ده اواخير لري ، خو نيک بخته انسان هغه انسان ګڼل کيږي چي دژوند ورسته يې نورانسانان په ښو سره يادونه وکړي اودښو کولو په وسيله دخلکو دوعاوي ورسره وي،پسله مرګه يوازي نوم پا ته کيږي چي هغه به يا ښه نوم وي اويابه بد اودبدو خاطرو نومونه وي،نو خوشبخته انسان هغه انسان دی ، چي پسله مړيني يې ښه نوپا ته سي او دوستان اوخپلوان په خپل دوست با ندي ونازيږي او فخر په وکړي ، چي مر حوم محمدعلم بڅرکی يو دهغه انسانانو دجملې څخه وو.کوم چي ټولو خلو په ښه سره يادونه ځيني کول اودوستانو يې هم په نوم سره فخر کاوه.ډيرو دوستانو او ډيرو دهيواد لوړو شخصيتونو زموږ کورنۍ ته پهغه اندازه تليفونونه کول چي په ساعتونو به دتليفون نوبت پهدودرو تليفونونو کي هم نه ور رسيده او هر يوه دخپل زړه درد زموږ سره شريکاوه اوهر يوه به ويل چي: مر حوم محد علم بڅرکی په يوه کورنۍ او يوه قوم اويوه قبيله حتا يوه هيواد پوري نه دی تړلی هغه دنړۍ دټولو انسانانو ورور ، پلار اودکورنۍ غړی وو. چي په رشتياهم دخلکو مينه او خوا خوږي چي ما وليدل ماته دا حساس را پيدا سو چي دغسي شخصيتونه په يوه کور نۍ پوري نه وي تړلي ،هغه دانسانيت ملګري او په انسان انساني ژوند پوري اړه لري.او همدغه علت وو، چي څه وخت چي مر حوم محدعلم بڅرکي وفات سو ٢٠٠٣ـ کال کي دډسمبردمياشتي پر ١٨ نيټه دما پښين پر ١٥کم ٢بجوبا ندي .خو ولسونه دهمدغه شيبې څخه خبر سوه لکه څنګه چي مي مخکي هم وويل چي داوتريخ کميټه يا ټولنه په هم هغه شيبه کي خبره سوه.او پسله هغه يې وبي بي سي ته خبرور کړ.اودبي بي سي دخبريدو سره سم په اروپا کي نور دوستان هم خبرسوه داپه داسي حال کي چي دکور ميرمن نا هيد بڅرکې هم په دغه لحظه کي په امريکا کي دپلار په کور کي وه . نو زه هم په هيڅ نه پو هيدم او خپل اندو اوغم لار او ليکه را څخه ورکه کړې وه . ليکن ددوستانودستي راتګ ددې سبب سو چي ټوله کارونه يې پر خپل سر سره سم کړه اوپه داسي حال کي چي په لسهاو ميلمانه او خلک دليرو اونژدو ځايونو څخه را غلل ، خوبيله دې چي زه يا په پخلنځی خبرسم اويا هم هغوی ته دډوډۍ بندوبست وکړم.دمرحوم محمدعلم بڅرکي مينه والوپخپل منځوکي دډوډۍ ورځي سره وټاکلې اوخپل کورونه او اختيارات چي يې درلودله هغه يې دميلمنو په اختيار کي ورکړه.او ټوله ميلمانه داسي عزر سوه په څوورځو چي موږ دکورنۍ دوستانو هيڅ زحمت هم ونه ليده او حتا لکه ميلمانه موږ هم نا ست وو اوهر څه هغو افغانانو برا برول چي د مر حوم محمد علم بڅرکي دنيکو اخلاقو او ټولنيزو خدمتونو قدر يې درلود.دفينندال دښار خلکو خو مرحوم بڅرکي خپل مشر باله او په ډير احترا م يې ورته کتل. په فينندال کي چي به دافغانانو کوم نوی دوکان يا يو نوی شی افتيتاح کيده نو دمر حوم محمد علم بڅرکي په لاس به يې افتيتاح کی. نوپه داسي حال کي چي زه خپله ودې مرا سمو ته يوه اندازه وار خطاوم خو هغه په داسي ډول سرته ور سيده چي ما فکر هم نه کاوه. نو ماته دغه ثابته سوه چي پسله مر ګه يوازي ښه نوم پا تيږي اوهغه خدمتونه چي دي کړي وي هغه نه ور کيږي.نوما بيا هم تصميم ونيوه چي ښه کول ښه اينده لري اودښو خلکو هم دا دنيا بهتره وي او هم هغه دنيا.چي مثال يې موږ دمر حوم بڅرکي اودخلکو مينه مثال يادولای سو.دمر حوم بڅرکي زيارت چي داوتريخ په يوه هديره کي دی ، په ډيرښکلي ډول جوړشوی دی.چي پر شنخته يې دمرحوم ټوله سوانح هم خپرې سوي ده.دنوموړي پر قبر دمرحوم نوانح په پښتو او هالينډۍ دوژبو لکل سوې ده . چي دهديرې ادرس يې په لاندي ډول دی.
1. Utrecht.nl – Begraafplaatsen
Algemene Begraafplaatsen Utrecht Gansstraat 167, 3582 EG Utrecht ma t/m vr. 9.00 – 12.00 uur en 14.00 – 16.00 uur. Telefoon 030 – 286 39 92, …

پورته ادرس دمرحوم بڅرکي صاحب دهـد يرې دی.چي په لاندي څلوريزه به يې سش کړو.
څلوريځي
مځکــــي تا ته مو سپا رلی امانت يې ساته
دلته لوړ انسان ښخ سوی په عزت يې ساته
دجهانه ګيله مند دی ګيله مند ځيني راغــلی
دې هيوادکې مهاجردی په حـرمت يې ساته
ننګيالی بڅرکی

په همدغه توګه دنړۍ نورو ليکوالو او شا عرانو هم خپل شعريونه زما پر ادرس را وا ستول او ځينو هم په خپلو ورځپاڼو اودنورو په ورځپانو کي خپاره کړه چي نوموړی افتخار دهغه جنتي انسانانو په برخه وي کوم چي دخدای دمخلوق په باب يې نظرسالم او دټولنيز خدمت په وړاندي يې ځان او شتمني دخلکو په واک کي ورکړې وه او خلکو هم خپل مشر هير نه کړاو په پوره مينه يې دهغه دښيګڼو ستاينه وکړه.چي ددې څخه موږ يوه ډيره ښه نتيجه تر لاسه کولای سو چي هر انسان چي پر دې نړۍ ښه عملونه او ښه کړني دحق په لاره کي سر ښندني،دملت مينه دزورزياتۍ په مقابل کي دمظلوم ملاتړ اودحقيقت په لاره کي دلاوري او غښتلی توب ولري هغه به هميشه ژندی وي او خلک به هميشه دهغه ياد په ښو سره کوي.چي دنيکه مرغه موږ دغسي کسان په پښتنو کي هم درلودله او هم يې لرو اونن پښتو ژبه اوپښتون قوم په نړۍ کي ژوندی اوولسونه په نړۍ کي په ښه سترګه ورته ګوري.
همدغسي دخپلواکي دجريدې په لومړي مخ کي ديوه عکس سره يو مضمون په لاندي ډول ښا غلي ليکوال ، ژورنا ليست هيواددوست صاحب داسي خپور کړی دی. لومړی دجريدې پر سر
(( د قلم خالق په نامه))
يو ياد يو وير
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هرګل چي خاندي په بهار
دارواښاد محمد علم بڅرکي تل پاتې ياد:
نن بيا زموږ په غولي کي دوير ټغر وغوړيد،نن بيا زموږ دادب او فرهنګ په بڼ دخزان سيلۍ ولګيده، نن بيا زموږ دهيواد دنوو هيلواو غوښتنوغيږه تشه ښکاري،نن بيا دخپل يو مشروير ته ناست يواوياد يې تل پاتې کول غواړو.
هوکې!دمرحوم بڅرکي په ويرکي مو ګريوان لوند دی اوزړنه موله هغه يادونوداسي بريښي چي په هره سلګې کي موديتيموسترګونه تړمې، تړمې اوښکي را بهيږي .محمد علم بڅرکی يادو، دهيواديو منلی او غوره فرهنګي شخصيت چي تيره اونۍ مودهغه دنا څاپي مړيني دردناکه خبرواوريده.محمد علم بڅرکی په افغانستان کي دډمو کرا سۍ غوښتنۍ اوبيدارۍ ددوران يو تن مخکښ اوزيار کښ غړی وو.چي دويښ زلميانو ديوې برخي مشري يې کوله اوخلکوته يې دبسيااوهوسا ژوندپه جوړولو کې بې شماره ربړې او زندانونه هم وګاللي.ارواح ښادمحمدعلم بڅرکی دافغانستان غوره ليکوال اوښه شاعـرهم وو. دهغه چاپ سوي اوناچاپه سوي اثاردادي:روسي يرغل پرافغانستان ـ افغانستان مې حکمران پرټۍ (په اردو ژبه) ـ تاج (رابندرناټ ټاګورد مکټ دکتاب څخه ژباړه ده) دخان محمد ايوب خان سوانح ـ طلسم عمل ـ دهیګل فلسفه ـ اوکندهار مجله چي پنځه کاله يې مسؤل مديروو.په کوټه کي دپښتوسنټرله خوا دګهيځ دمجلې مديرـ دحاجي محمد انورخان اڅکزی سوانح ـ غربي افکاراونظريات (ژباړه) ـ دښځوتاريخ ته یوه کتنه(له تاريخ نه وړاندي بياتر ننه دښځوتاريخ) ـ تورې پيښې ـ دپښتوهغه دوسوه لغات چي له ښارو څخه وتلي ، څلورجلده بيبلو ګرا في له( الف )څخه تر (ی)پوري دتاريخ نه وړاند تر نن پوري کرونولوژي .
استاذمحمدعلم بڅرکی دخپل وياړلي فرهنګ ژوندپه اوږدوکي.تل له قلم اوادبي پلټنوسره سرو کار درلود.که چا به کابل او کندهار ، کويته ، ډنمارک او هالينډ کې دارواح ښاد محمدعلم بڅرکي کوټه اوځای له نژدې ليدلی وي؛ نو داخبره به ضروررا سره غبرګه کړي چي دهغه دکارپه کوټه کې په انبارو ، انبارونوکتابونه،خپروني، مجلې ، ورځپاڼي اوجريدې پراته وه.استاذددغو کتابونووشاه ته به نا ست وو.اودشپې ترناوخته به يې نه يوازي دهيواداونړۍ له حالاتوځان خبروو، بلکي خپلي ليکني او يا داښتونه به يې اخيستل.موږ چي په هالينډګې دده له فاتحې له پاره دده کورته ته ورغلونودده دکارپه کوټه کې مودده په قلم وروستی ياداښت وليدچي په لويه جرګه کې دفراه دخلکوداستاذي ميرمن ملالۍ جويااودهغې په وړاندي دنورودعکس العملونوڅرګندونه يې کوله ده خپلواکۍ فرهنګي مرکزپه داسي حال کې چي داستاد مړينه يوه ضايعه ګڼي هغه ته دلوی خدای په دربارکې جنتونه غواړي.اوهيله لري چي دهغه راپاته اثار چاپ سي،ديوبل خبرله مخي تيره اونۍ په ډنمارک کي دافغانستان دفرهنګ ټولني له خوادارواښاد بڅرکي دفاتحې مراسم ترسره شول چي په ترځ کې مرحوم بڅرکي ته دمغفرت دوعا وشوه.
ښاغلی هيوادوست چي يو تکړه ژورناليست اوليکوال دی هميشه يې د مرحوم بڅرکي په ژوند کي هم دهغه سره خپلي مشورې کولې.اودتجريبوڅخه يې ګټه ترلاسه کوله. خواوس به هغه ليکلی ليک چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي په لاس دهغه ترمړيني يوه ورځ مخکي ليکل سوی دی ديوې تاريخي نخسې په حيث دلته چاپ او خپره کړو څووکتاب ته نورهم تاريخي ښکلاورکړي.

دمرحوم محمد علم بڅرکي ورستۍ دلیک نخښه ، چی دمرګ یا مړیني څخه یې څولحظې مخکی لیکلي وه .او غوښته یې چی پر موضوعو کار وکي او دخپل ارشیف جزء ئې وګرځوي. دلیک متن په ټیپي ډول داسي دی.
۱ – دڅلورمي ورځي دصورت حال وړانديزښوي .(ملالی جویا) وویل اودجرګې مجاهدین یې وحشي حیوانات وبلل. خو!ورسته سیاف وویل:چی هغه هم یوه کمونیسته ده – خودسیاف په ویلو غونډه ارامه سوه – مجددي وویل:لویه جرګه ولی پریږدي چي دادلته راسي. خوري ما اول هم ویلي دي، زه یاد لرم چي دغه غونډه نا کامه کي.تاسو خپل ملت پیژنی،غونډه کی دي ملالی جویا پاته سي.دالویه جرګه غواړي اساسي قانون تصویب کي.مجددي وویل چي ریس دغونډي سوې ده، دفراه دولایته وه. ویډیو یې بی،بی سي پر17ډسمبر – 2003م کال خپره کړې ده. دهمدغه بی بی سی له خبرده دغه نقل را اخیسته سوی دی.نوموړی راپورتاژ اصلأ هغه شخړه وه چي دملالی جویا او مجاهدینو تر منځ په لویه جرګه کي رامنځته سوې وه ، خوراپورتاژيې مر حوم محمد علم بڅرکي په بشپړه توګه ځکه نه دی خپورکړی ، چی یو څولحظې نوري ومړیني ته پاته وې.
دمرحوم محمدعلم بڅرکي نوموړی ليک په ډيره ګرانه لوستل کيږي معلو ميږي چي لاسونه يې پوره توانمندي نه لري اومرحوم بڅرکی بيا هم غواړي چي دخپل عادت له مخي نوموړی خبربشپړه کي، خوصحت ياري نه ورسره کوي. اوداوخت دی تازه له روغتون څخه راوتلی دی.اودډاکټرانودپوره بې پرواي په سبب يوازي ديوې شپې په ساتلوسره يې بيله دې چي دلابراتوار واسنادو ته پا ملرنه وکړي،چي په څيړنوکي داڅرګنده سوې وه، چي دزړه رګونه يې بنددي. بيايې هم خدای بخښلي محمدعلم بڅرکي ته دروغتون څخه رخصت ورکړ.او يادونه يې وکړه چي که چيري بياهم کومه ستونزه ورته پيښه سوه نودي کورني ډاکټرسره په تماس کي سي.خودبده مرغه د٢٠٠٣م سپټمبر پر١٨ چي مودډاکټر سره وخت واخيست پردروبجوپرمرحوم بڅرکي باندي شديده حمله په داسي حال کي راغله چي خپل دکورلباس يې تبديل کاوه. او ددباندي لباس (دريشي ) يې اغوستل.خوڅرنګه چي يوه اندازه په خونه کي تروخت ډیروځنډيده ،نوماته شک را پيداسوچي خدای مکړه لکه چي يوڅه پيښه ده،نومي په ډيرتلواردروازه وروټکول اوهغه هيڅ ځواب رانه کړه نومي دبرانډې له خووکتل چي هغه پر خپل کټ ناست اومر کزګرمۍ ته يې سره تکيه کړی دی. نوپه دستي مې دروازه زما دزوی څرک په وسيله ورماته کړه اودپوليسوعجل نمرې ته مې تليفون وکړ.خوهغه هم په ډيرژرسره را ورسيدل او دا هغه وخت دی چي هيچا هم مرسته نه سوای کولای خوپوليسوبيا هم دهغه دوسيه راوغوښتل اواړوند ډاکټريې هم راوغوښت اوهغه يې محکوم کړ. خواړوندډاکټرنوموړې پيښه پر روغتون ورواړول او بيا يې دروغتون هغه متخصيص سره وخت جوړکړ. چي هغه زماله خوامحکوم کړي.خوما چي کله دسپيشليست يا متخصص سره خبري وکړې هغه ومنل چي دروغتون غلطي ده .په دې وخت چي زه هم دهغه حالت سره مخامخ سوی وم چي ډيرسخت دزړه پريش راته پيدا سوی اوديوه سخت حالت سره مخامخ وم اوهمدغسي په هفتوخوب هم راڅخه تللی وو.نومي ونه کولای سوچي دعوې ته دوام ورکړم اودبله پلوه دځينودوستانودمشورې له مخي ؛ چي اوس نودعوه کول بې ګټي هم دي ځکه په دعوه سره دمرحوم ژوند نه را ګرځي ، نو ښه به داوي چي دخدای رضأ وګڼل سي. او ماهم دهغوی څخه دبيا دغه ډول پيښودنه تقرارتعهد واخيستۍ اوددکتورخبره وه چي موږ هيڅ وخت په دې نه يو خوشحاله چي دغسي پيښه دي را منځته سي ، خو دکار په جريان کي زموږ څخه سهوه هم کيږي. چي په دې سره زموږ تأثرهم له تا سوڅخه کم نه دی.خو په هر صورت بيا هم قسمت داسي را غلی.هر څوک په يوه او بل ډول ددې فاني دنيا څخه يوه ورځ نه بله ورځ ځي. اوهرڅوک مري خوهغه مرک ته موږ ښه مرګ وايو چي دوعا ګويان ولري.اوهغه څوک ښه بخت لري چي خلک يې ښه ووايي.اونيکي خاطرې پريږدي.نودغه متل دی ( مړونه مري نومونه يې پا تيږي) .زماله انده پردې ځمکه دابدله پاره دافغانستان په ادبي تاريخ اود سياست پرډګردمرحوم محمد علم بڅرکي نوم پاته اودافغانستان خلک به دمرحوم بڅرکي هغه خدمتونه حيرنه کړي کوم چي مرحوم دژوندتر اخيرنی سګلۍ پوري ترسره کړي دي.اودې ملت ته يې دښځودآزادۍ ، ډموکراسۍ ، رفا اوټولنيزعدالت په لاره کي ترسره کړي دي.اوس به دمرحوم محمدعلم بڅرکي دورستي وختونو يولړ تصويرونه هم وګورو.

په پورته عکس کي مرحوم محمد عمر (میوند) او مرحوم محمد علم بڅرکی لیدل کیږي. دوی دواړه سره فکري انډیوالان او اخښیان هم دي.
په پورته عکس کي دمرحوم محمدعلم بڅرکي سره دافغانستان دآزادۍ او ډموکراسۍ دلاري پياوړی انډوال چي په ټوله سياسي اوټولنيزژوند کې دمرحوم بڅرکي دلاري اوفکرملګری وو،ارواح ښادسردارمحمدعمرميونددی.دوی په خپل ژوندکې دومره سره ګران اوهمرزه وه چي په خپل منځ کي به په مجلس نه سره مړيده اوټوله ورځ به چي سره پيدا بې کړه په خندااوښو خاطراتو تيره ول . دهغوی دځوانۍ دوخت نيکي خاطرې سره موجودي وې،چي بيله دې چي نورڅوک ددوی په مجلس سره وپوهيږي،دوی به په خپل منځ کي خپل هغه را زونه سره ويل ، چي تا به فکرکاوه چي دوی دوه سکه ورنه دي. اودژوند تر ورستي وخته يې هم تليفوني تماس او خبري سره کولې اوهم يې تګ اورا تګ سره درلود.مرحوم سردارمحمدعمرخان دژوند په ورستي وختو کي په جرمني کي ژوند کاوه اوهم هلته وفات سو.اومرحوم محمدعلم بڅرکی په دې وخت کي په هالينډ کي دمسافرت اودهيواده څخه ليري ژوند کاوه.دوی برسيره پردې چي خواږه دوستان وه،په خپل منځ کې دخپلوی ريشته هم درلوده.اودمرحوم محمد علم بڅرکي خوردمرحوم سردارمحمدعمرخان خانمه کيده. خوددوی ګډټکي هيواد پالنه اودهيواد په وړاندي ګډ دريځ ديادولو وړدی.خوبيا به هم را سوهغه عکسونوته چي په ورستي وخت کې په اروپاه کي اخيستي دي، چي ځينې په شخصي ډول اوځينې بيا په ځينومهموکنفرانسونواوميټنګونوکې اخيستي دي .
محترم محمد طاهر اڅکزی دویښ ځلمیانوانځورداسي ښوي.
دویښ ځلمیانو تحریک
په تحریک د ویښ ځلمو کي زور پیدا سو
چی پښتون د لر او بر سره پخلا سو
ارغنداو او کنړ ښه په مستي راغلل
د آسمان وریځو پام په دواړو خوا سو
محمد طاهر اڅکزی

پورته عکسونه چي ناست اوولاړ عکسونه دي ، دډنمارک په هيواد کي دښا غلي زمري محقق په کور کې اخيستي دي او يوبل يې هم دخپل بل زوی ننګيالي بڅرکي سره په هالينډ کي اخيستل سوی دی.

پورته خاطروي عکس دمرحوم محمدعلم بڅرکي هغه ورسيتي عکسونه دي کوم چي نوموړي په هالينډ کي په داسي حال کي واخيست چي ښاغلی نسيم سليمي هالينډ ته راغلی وواونوموړي خاطروي عکسونه يې دښاغلي بڅرکي صاحب سره ديادګارپه توګه په کال ٢٠٠٣م کي داکتوبرپه مياشت کي واخيستل اوبيا يې ماته دسوغات په توګه راواستول،نوموړي عکسونه هغه ورستي عکسونه دي چي ورسته تردې نورعکسونه نه لري.

په لاندي عکس کي ننګیالی بڅرکی – دکتورمحمد معصوم کاسی او محمد علم بڅرکی لیدل کیږي.عکس په هالینډ کی زموږ په کور کی اخیستل سوی دی.

هغه عکس چي په ٢٠٤صفحه کې راغلی دی،هغه محقق صاحب ـ مرحوم بڅرکی ـ مرحوم انورنوميالی ـ ننګيالی بڅرکی دی. په کال ٢٠٠٢م کي .
ورپسې عکس کې په کوټه کي دپښتودسنټرخښته ايښودونکی محمد معصوم کاسی ـ ننګيالی بڅرکی اومرحوم محمدعلم بڅرکی کال ١٩٩٩م کال کي ښا غلی کاسی صاحب وهالينډ ته راغلی وو.اويويادګاري عکس يې د مرحوم بڅرکي سره واخيست. ٢٠٥مخ پاڼه په ډنمارک کي دابوپرغاړه دښاغلي عبدالکريم خان اڅکزی ـ عبدالقاهراڅکزی ـ ننګيالی بڅرکی په يوه تفريحي پارک کي ليدل کيږي.هم دغسي عبدالله خان انوراڅکزی ـ ښاغلی عبدالقاهر اڅکزی ليدل کيږي چي دواړه د مرحوم محمدعلم بڅرکي دورورزامن دي.په ٢٠٠٦ مخ پاڼه کي خيال محمدکټوازی ـ عبدالهادي دستيارمرحوم بڅرکی اونور دوستان ليدل کيږي،خوپه دغه رالاندي عکس کې. د٢٠٦ پاڼي په لومړي عکس کې ښاغلی عبدالباري جهاني ـ خيال محمد کټوازی ـ عبالهادي دستياراو نوردوستان ليدل کيږي.خو بيا په لاندي عکسونوکې عبدالله خان اڅکزی ـ حيات الله خان اڅکزی ـ ننګيالی بڅرکی ـ توان دبڅرکي صاحب لمسی ـ قاهراڅکزی وحيدريګوال اڅکزی ـ ولاړدي دښاغلي مرحوم محمدعلم بڅرکي په څنګ کې. که څه هم يا دګاري ليکونه اويا دګاري عکسونه په هغه پنځو البمونوکي چي په لسهاوکلونه ساتل سوي دي اوديوه قرن څخه زاړه تاريخي عکسونه لري دافغانستان دبيلابيلو برخونوعکسونه هم ترزرهاواوړي چي زموږنوموړی کتاب يې دخپرولو ځای نه لري، نوموږ تر ډيرځايه هغه عکسونه چي په لاس را غلی دي هغه مو دلته خپاره کړه . اوبيا به هم په يوه بل فرصت کې يوازي دالبمونوپريوه برخه به کاررا پيل کړو نو هغه به هم تر يوه غټ کتاب ترادارې او چوکاټ واوړي ، نو موږ هم پر همدغه ځای نوموړي کتاب ته خاتمه ورکوو اواميد دی چي په را تلونکي کي دافغانستان نورليکوالان هم ددغه لوړشخصيت په باب دخپلوخاطراتوڅخه څه وليکي اودمرحوم محمدعلم بڅرکي دلاښه پيژندني په خا طر يې دتاريخ وهغه پاڼوته وروسپاري کوم چي زموږ دافتخار څخه ډک تاريخ دوياړلوانسانانوڅخه درا پاته وياړتاريخ ګڼو.په اخيرکي يو ځل بيا يا دونه کوم چي(( مړونه مري خونومونه يې پا ته کيږي)) .

مرحوم محمد علم بڅرکی دانجنیر عبدالقادرمسعود له نظره
ارواښاد محمدعلم بڅرکی زموږدهیوادنامتواو پیاوړې ملي، سیاسي،ټولنیز،ادبي اوفرهنګيشخصیت زموږګران هیوادافغانستان دستروننګیالیو،میړنیو، توریالیو اواتلانوټاټوبې دی.همدوی وو، چې دتاریخ په اوږدو کې یې دبلوسګرو او دښمنوګوزارونو پر وړاندې خپلې سینې ډال کړې،اودخپل هیواددژغورنې، ملي ، سیاسي خپلواکۍ،آزادۍ، سولې،سوکالې،د ملي او ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، جالونو، او نورو پيژندنښو د دفاع او خوندیینې لپاره یې په ټوله رښتینولۍ، ټینګ هوډ، او میړانه مبارزه کړې ده، هیواد والو ته یې د ملي یوموټیوالي او هیواد پالنې لوستونه ورکړي دي . تر څنګه یې بیا د کورنیو زور واکانو پر وړاندې د ولسواکې، ملي اوسیاسي حقوقودلاسته راوړنې لپاره قلمي، ټولنيز او پارلماني هلې ځلې کړې دي . له دې لامله زموږ رښتیاپال او حقپال هیوادوال د دغو ټولو ملي او تاریخي سټو پر سر ښندنو ملي، سیاسي او فرهنګي کارنامو ویاړي، نمانځغونډې ورباندې جوړوي او یادونه یې ژوندي ساتي .
یو له دغو تلپاتې او تلژوندیوسیاسي ، فرهنګي او ملي سټو څخه ارواښاد (محمد علم بڅرکی) وو . چې د ژوند زیاته برخه یې د یوه سیاست پوه، ټولنیز پوه، سیاسي جنګیال، فرهنګیال او وتلي لیکوال او شاعر په توګه د خپل هیواد او هیوادوالو د سر لوړۍ او سوکالۍ لپاره ځانګړې کړې او په همدې پاکه مینه یې ډیرې توکیز او مانیز زیانونه او تاوانونه زغملي او ګاللي دي .
ژوند لیک :
ارواښاد((محمدعلم بڅرکی)) د حاجي محمد انور خان زوی دی . په یوه ، ملي، سیاسي، ادبي او فرهنګي کورنۍ کې پر (۱۹۲۱) زیږدیزکال دسویلي پښتونخوا په ګلستان کلي کي زیږیدلی دی . د ده پلرونه او نیکونه د هغې سیمې مخور مشران اوخانان ول . دی د حاجي سعادت خان لمسی، دیار محمد خان کړ وسی او د روشندل خان کودی دی . روشندل خان داحمدشاه بابا په دربار کې د دفتر مشر وو، او له دې لامله د(( عرض بیګي ))په نامه یادیده . دبڅرکي صاحب کورنۍ داڅکزیو یوه روښانده او مترقي کورنۍ وه ، چې تل یې د خپلو خلکو په روزنیزواوښوونیزو چارو کې کارنده ونډه درلودلې، دوی د مخکښو او میړنیو شخصیتونو په توګه په علمي، ټولنیز، سیاسي، ملي ، ادبي چارو او بیا سوداګریوو برخو کې ډیر اغیزمن نقش او رول لوبولی دی . دبڅرکي صاحب مور (بي بي امینه) نومیده او دعبدالواحدخان پوپلزي لور وه . عبدالواحدخان په ارغستان کې اوسیده او پر خپل وخت د پوهې او نوم و نښان څښتن وو، چې له امیر عبدالرحمان خان سره د اړپیچ او اختلاف پر بنسټ د کوټې ښار ته شړونې (تبعید) شوې وو . د تکړه لیکوال او شاعر ننګیالي بڅرکي لاسوندونو (اسنادو) له مخې بڅرکی صاحب پر (۱۹۲۳) ز. کال په یونیم کلنۍ کې خپله مور له لاسه ورکړه . او پالنه او روزنه یې د انا او نیکه له خوا کیده. خو له بده مرغه پر (۱۹۳۶) ز . کال یې انا د کوټې په ستره زلزله کې وفات شوه. بیا بڅرکی صاحب د خپل پلار او مشر ورور محمدافضل خان په سپارښت له کوټې څخه ګلستان ته ولاړ او هلته د ده په ژوندکې یو نوی بدلون راغی. د ده مشر ورور، چې یوروښاندی، ملي، ټولنیز او سیاسي مخکښ بلل کیده ، دخپلې روزنې او پالنې تر اغیز لاندې راوست او دا لاره یې ور برابره کړه ، چې د ګلستان په ښوونځي کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي . د دوی دکورنۍ یو شمیر غړي لکه عبدالصمدخان او محمدایوب خان اڅکزی نامور سیاسي او ملي شخصیتونه تیر شوي دي او د کانګرس د ګوند غړي ول . دوی دخپلو ملي او سیاسي موخو د دودونې او څرګنداوې لپاره سیاسي غونډې او بنډارونه جوړول او دخلکو په راویښولو کې یې ستر اغیز لاره . نو بڅرکي صاحب یې هم تر اغیز لاندې له تنکۍ ځوانۍ راهیسې سیاسي لاره راخپله کړې وه . دا چې تر لومړني ښوونځي راوروسته ورته په ګلستان کې دنورو زده کړو د پر مخبیونې شرایط سم نه ول، نو دخپل پلار په غوښتنه کندهار ته ولاړ او د شالمارپه لیسه کې یې دزده کړې کابو تر لاسه کړه . دی د یو غوره او بریالي زده کوونکي په توګه پر (۱۳۱۷) لمریز . کال حربي ښوونځي ته واستول شو، او هلته یې د خپل استعداد په درلودلو سره د پیلوټې په څانګه کې دایټالیا بورس ته و نومول شو، خو له به مرغه د ده پر ځای بل څوک و استول شو . دی پر (۱۳۱۸) ل . کال طب پوهنځي ته ور وپیژندل شو او هلته یې څلور کاله خپلې زده کړې پر مخ بوتلې . څنګه ، چې دی په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د آزاد اند او واند څښتن وو،نو ورته خورا ګران وه، چې له عسکري شرایطوسره ځان عیار کاندي ، دی هیڅکله د انساني او ټولنیزې نیمګړتیاووپر وړاندې بې توپیره پاتیدای نه شو او د انتقاد ګوته یې ورته نیوله، په دې توګه د پوځي زور واکانو نه خوښیده او دې ته اړ یست ، چې په هغه چوکاټ کې خپلې زده کړې نیمګړې پریږي . په پای کې هم د دژوند ستونزو او ناخوالو پسې واخیست او له کابل څخه هند ته ولاړو . له هغه ځایه هم د ډیرو ستونزو او تنګسو له لامله کوټی ته راغی او دغلته یې د خپل مشر ورورمحمد افضل خان ترسیوري لاندې څه نا څه یوبې ږغ وږوغه ژوندغوره کړ.بڅرکی صاحب د خپل ژوند په اوږدو کې تل له ادبي لیکنو څیړنواو پلټنو سره بوخت وو، او له پوهې او ادب سره یې پوره مینه او لیوالتیا درلوده . ده خپله مطالعه لومړي ځل له ناولونو څخه راپیل کړه. د رابرناټ ټاګور ناولونه او آثار یې پیدا کړل او په لوستلو یې خپله علمي او ادبي پوهه لوړه کړه، او همداسې يې د ډاکتر اقبال لاهوري کتابونه هم لوستل . خان عبدالصمدخان اومحمدایوب خان د مولانا ابوالکلام آزاد د آثارو لوستنې ته ډیر هڅاوه . په دې لړ کې یې د نیاز فتحپوري د نګارد رسنیوپه لوستلو، پر ذهني او رواني حالاتو دومره اغیز وښانده چې (( مذهب)) نومۍ کتاب یې را پښتو کړ.
پا يله
په نوموړي کتاب کي يوڅوټکي دي چي با يد پا ملرنه ورته وسي .اوويونکی با يدهغه په ډيرغورسره ولولي:
لومړی : زموږ دپلرونوهغه سيا سي مبارزې اوکړاونه چي دهيوادپه سمسورتيا کې زحمتونه اوتکليفونه پرځان باندي منلي اوځانونه يې دډيروسختوکړاونوسره مخا مخ کړي وه دهغو يادونه اوقربا نۍ با يد هيري نه کړل سي اونه با يد هغه تجريبې چي ددوی څخه موږ ته را پاته سوي دي هغه ته دبې ارزښتۍ اويا بې پروايي په سترګووکتل سي .دا ځکه چي هغوی په دغه لاره کي ډيرزحمتو نه ليدلي دي. اوهغوی ډيري خوارۍ ګاللي دي، ترڅودخپل وياړلي افغانستان تاريخی ژوندی وساتي اودافغانستان داکثريت ژبه پښتوژبه دنوروژبوسره په سيلۍ کي يوه نړيواله ژبه اوملت يې دافتخاروړلاسته راوړني وښی.نن چي موږ ټول افغانان په خپل ملت اوخاوره نازيږواوخپله ژبه يوه علمي اودګاونډیانوژبو په پرتله يې تاريخي قدامت اوعلمي صلاحيت ترنوروژبوکم نه ګڼو؛ دايوزي هغه څه دي چي زموږترنسله پوري زموږ پلرونوموږته دا افتخاررا پرې ايښی دی.اوپرخپلوځانونويې کړاونه تيرکړي دي.اونن يې موږ په نړۍ کي سرلوړي افغانان تثبت کړي يو،نوموږهم بايددغه افتخارات لکه:ادبي لاسته راوړني ـ ملي ارزښتونه ـ دخاوري تماميت ـ وټيزي لاسته راوړني ـ ښوونيزبهير ـ دوست او دښمن پيژندنه اوداسي نوربنسټونه دي چي موږ په دې سره افتخارکوواوځانونه با يد مجبوروګڼوترڅوهغه وساتو،نن ورځ ځوان نسل دپخواني نسل ادامه ور کونکی اودزړوپرتجريبه ولاړدنوي بنسټونوخښته ايښونکي دي. خدای مه کړه چي نوی نسل بيده سي اوخپل مسؤليتونه هيرکړي اوخپله ژبه ـ کلتور ـ تاريخي وياړيې دلاسه ووزي.اوسبا داسي شرايط رامنځته سي، چي دهيواد دښمنان لاس بری ومومي اوداهيوادنورهم خواراوتراستعماري جوغ لاندي کړي. دتاريخ په هرپړاوکي موږ مشکيلات اوکړاونه ليدلي دي ، خو يوازي ډول او يا شکل يې بل ډول وو.اوسنۍ مرحله چي هم دکړاونو څخه ډکه ده او دهري لوري دپښتواو پښتنودښمنانوسرونه راپورته کړي دي دا يوه دامتحان دوره ده خوبياهم بايدولس بيداره اودخپلودښمنانوپه پيژندلګلوی کي غلتي ونه کړي.په اوسنۍ مرحله کي موږوينو چي ځيني شکاکان زموږ پرتاريخي ادبيا توبا ندي دبطلان ګوت څنډني کوي.اوځيني بيادپښتنوپرتاريخ،نژادنيوکي کوي،خوځيني بيا په ډاګه په جراعت سره داسي وايي:چي افغانستان با يدپه يوه نامه اوبل نامه سره يادکړل سي.ددې ټولومؤخه څه ده؟ معلومداره خبره ده چي دهيواداصلي مؤرثان اوپالونکي په اوسنۍ لحظه کي په جنګ اوکړاونواخته دي.اودښمنانوموقع پيداکړې ده اودخپلوحملووخت يې هم دغه وخت دی.خوهغوی په دې شوموعملونونه بريالي کيږي.اولکه دتاريخ په اوږدوکې چي ددې هيواد په روبنايي بنسټونوحملې سوي دي؛اوس هم دتاريخ دغه پړاويوسخت پړاودی دپښتنواوپښتوژبي دپاره خو دماتي اوناکامۍ پړاويې نه بولم؛داځکه چي دپښتنوپه انداوفکرکې ناکامي اصلآ ځای نه لري اوحق پيروزه دی اووي به. خوهغه متل دی چي وايي (ژمی به تيرسي دسکروتوروالۍ به يې پرمخ پاته وي) .
دوهم :دمر حوم محمد علم بڅرکي دژوند په ځينو برخونومي کتاب کي دپام وړ ټکی دادی چي : هغه په ژوند کې يوبا مسؤليته اوهغه څوک وو ، چي څه به يې ويله هغه به يې کوله. اوهغه څه يې ويل کوم چي هغه پوره توان اوعقیده پرهغه ويلودرلوده.اودپه خپلوکړونوکي بياجرعت درلود.هغه دمظلومانوسره داسي مر ستي کولې چي دهغوژوندبه يې ورسم کړ.نه داچي يوچاه ته فقرورکړي .دبيلګي په توګه يوه ډيرغريبه کورنۍ په کندهارکي دکلي دخانانو دلاسه وښارته را فرا ره سوې وه،خودکاردپيداکولوپه لټه کي خوراډيرسرګردانه او خپل جايداديې دپا شمول وخانانو ته پرې ايښی اودهغودظلمونوښکارسوي وه.خوڅه وخت چي مرحوم بڅرکی په دې پوه سو چي نوموړې کورنۍ دکارکورنۍ ده اوبا يد مر سته ورسره وسي.نويې دکارزمينه لومړی دې کورنۍ ته برا بره کړه اوپه خپل کورکې ورته ځای ورکړ، بيا يې دهغه يوځوان زوی چي نيازمحمدنوميده هغه يې په طلوع افغان کي دورځپاڼي په دويشلوپه برخه کې مقررکړ.دهغودوستان چي دنيازمحمد دموردخپلوانوڅخه وه،هغه هم ښه ځوان وو.ليکن دسيل په ناروغي اخته وو. خو خپل کورته يې دتداوۍ دپاره راوست اوخپل يوانډيوال ډاکټرسيداميرجان شهيدي ته يې دهغه دکومک کولوپيشنهادوکړاوهغه هم نوموړی پشنهاد ومانه اوهغه زموږ په کورکي تراعلاج لاندي سوه اوانټي بيټيک پينسلین به يې ورلګول اوښې ميوې به يې ورته را نيولې څوهغه په دې وتوانيده چي :يو کاراوکسب وکړي.نوهغه ته يې زموږ دکوريوګاراج ور خلاص کړاودهغه څخه يې دوکان ورته جوړکړ محمد جان په دوکان کي دومره لاس خلاص سو چي په دې وتوا نيده چي ځان ته يوکورجوړکړي اوځانته دژوند ملګرې پيدا کړي.خو بيرته راځو نيا زمحمد ته چي داخبارکاريې کاوه ، هغه هم په وړکتوب کي په کلي کي يوه انجلۍ په نوم کړې وه اوخسريې دخانانو سره دمځکي پرسره شخړه کړې وه او دهغه مځکه هم خانانوځيني نيولې وه. او خپله محمدين چي دنيازخسرکيده هغه يې دمړي په توردکابل زندان ته دبندي په په ډول محبوس کړی وو.خوپه دې بايې دمحکمې دلاري خبري وکړې او مو ضوع ورته څرګنده سوه چي هغه بې ګناه دی ، نويې پسله يوې اوږدې دعوې څخه چي هرافغان ته يې کړاوورمعلوميږي دعوه يې وګټل اوهغه يې دمحبس څخه راخوشي کړ.نوموړي کورنۍ ډيرسخت تکليفونه اوکړا ونه وليدل.خوداچي زما په يا ددي هغومره دوعاوې وښا غلي بڅرکي ته کولې ، چي حداواندازه يې سړی نه سي تعينولای اودنوموړي کورنۍ سره يې بې شمیره مرستي هم وکړې اوکه چيرموږنورهم پرموضوع وږغيږونوزموږ پا يله به ديوه کتاب په څير اوږده کړي.همدغسي دځينو نورونا توانو کورنوسريې هم هغه سي مرسته کوله چي په بنسټ کې ژوندورسم اووژغوري.اودځينو سره بې بيله دې چي تظاهر وسي هغسي مرسته کوله چي بيله هغه اومرحوم بڅرکي څخه به دوهم څوک هم په دې مرستي نه وخبر.نوبياهم راځولوړي خبري ته؛ مرحوم بڅرکي احساساتي بيانونه نه کوله ،رښتياويل يې ټول عمرعادت ګرځولی وو.په قسم ويلو سره يې يومسئله نه ثابته وله اودهري پيښي په باب يې دلايل اوقانع کونکي منطق راوړل.هغه ترځان په عاجزه اوغريب نه په قهر کيده اوحوصله يې يو عادت ؤ.هغه وخلکو ته په درواغوواعدې نه ورکولې.خوبياهم هغه څه يې ويل کوم چي توان يې درلود.دبيلګي په توګه:څه وخت چې په انتخابا توکي ځان نومولی وو، په چارسوکې بيا نيه ورکوله خلکوته يې وويل:(( ای خلکو!!زه دا تاسي ته نشم ويلای چي زه به ستاسودپاره ډيرکارونه سرته ورسوم اوزه به ډير څه تاسوته وکړم. خو دومره ويلای سم چي زه به ترخپل توان اوطاقت پوري ستاسودخدمت مصدرسم داچي زه څومره توانمندي لرم اوڅومره توان مندي پيدا کولای سم په هغه اندازه به زه خپل ټوله انرژي ستاسو دخد مت څخه ونه سپموم.)).اودحوصلې په لاره کې پوره شهرت هم درلود.
دريم :امانت ساتل: هغه څه چي په نوموړي کتاب کي ذکر سوي دي او دلته يې خلاصه ضرورده هغه دمرحوم محمد علم بڅرکي امانت داري ده.هغه په امانت ساتلوکي پوره غوراوپاملرنه کوله؛چي دخپلي کورنۍ دځينو شيانودساتل عتبار په مرحوم بڅرکي کيده اوهمدغسي نوروخلکوهم په پوره امانت دارۍ سره پيژنده،اوهغه دامانت ساتلو ډيري ښې دوسې اودحسابدارۍ سيسټم درلود.چي تر اوسه يې هم هغه اسناد خوندي کړي دي کوم چي مرحوم بڅرکي په ډير پخوا کي دځينوشرکتونواودکورني شرکت په نوم حسابونه اوداسي نورشخصي شرکتونه چي مرحوم بڅرکي هلته کارونه ترسره کړي دي.هغه اسناد يې ټوله سا تل اوپه هر ه لحظه کي چي به چاحساب ځيني وغوښته په هم هغه لحظه کي به يې ټکي په ټکي حسابونه ورکوله.ددې حسابو دپاره مرحوم بڅرکي داسي دوسيې درلودې چي کارونه يې ډيرورمنظم کړي اواسناديې هم په ډيرښه ټوګه ساتل.خو دلته ديا دولو بله خبره دا هم ده چي هغه ته داسنادو ساتل ډيرارزښت درلود اوهغه اسناد چي دمرحوم په لاس کي وه هغه به دزمان په تيريدو سره تاريخي ارزښت هم ځانته پيدا کړ.اودغسي تاريخي اسناد يې هم په ډيروښو البمونو، دوسيواوالماريوکي ساتل اوترډيره ځايه يې المارۍ په خپله ځانته جوړولې دبيلګي په توګه په کندهار کې دځان دپاره يوه ښکلې کتابخانه په خپلو لاسونو په ډيرښه ډول سره جوړه کړې وه او هم يې يو دسيښو مو زيم يې دځان دپاره په خپله جوړکړی وو، چي دخپلي کورنۍ دموزيم نوم يې پر ايښی وو.نو که نور په پا يله کي بحث را څخه اوږد نه سي، نودومره ليکوچي نوموړی غټ انسان اودښواخلاقو،کرداروخاوندوو.نن زموږ په منځ کي نسته موږيې دخپلو دغه نيکواخلاقو په وجه وپاک روح ته دوعاکوواوموږدخپل خدايه توفيق غواړو چي ددغه لوړانسان لاره تعقيب کړو.اوخپلو خلکواوولسونوته دخدمت مصدر و ګرځو،څودمرحوم روح ښاد سي او دهغه ارمانو نه چي ديوه ښه افغان ارمانونه دي پوره کړو. په درناوي
ننګیالی بڅرکی
پای

یو څو خبري
مرحوم محمد علم بڅرکی داستا ذ رفیع له نظره
استاذ حبیب الله رفیع ،چي دافغانستان یووتلی څیړونکی دی، دمرحوم حاجي محمدانورخان اڅکزی (دمحمدانورخان اڅکزی خاطرات) پر کتاب دیوې سریزي په ترځ کي دمرحوم محمد علم بڅرکي ژوند ته هم یوه کتنه کړیده ، چي لنډیزیې داسي دی.
اروا ښاد محمدعلم بڅرکی دي خدای وبخښي،یوپرهیواد مین شخصیت ، صادق سیاست مدار، روڼ فکره لیکوال اودملی فکرخاوندؤ.
دی په ځوانۍ ګي د«ویښ زلمیانو» د ملی نهضت غړی شو،ددې ګوند دتګلارې سره سم یې عملي مبارزه وکړه چې په دې لاره کې دزندان ترتوروکوټوپوري هم ورسېدخوپه خپله مبارزه کی ټکنی اوغړنده نه شو.اوپه میړانه پرمخ ولاړ.
کله چي ارواښاد شهید محمد هاشم میوندوال په مشرۍ په ۱۳۴۵هـ ش کال مترقي ډموکراټ ګوند(مساوات) جوړشواوګڼ شمیرویښ زلمیان پګی داخل شول ،دی هم ددې ګوندغړی شواو خپله عملی مبارزه یې را ژوندۍ کړه .لږ ورسته شهید میوندوال دحکومت مغضوب شواویو زیات شمیرورځچاري چي دې ګوندته ددنیا په مال او متاع پسې ورغلي وو، په شاشول خوده دعملی مبارزې په میدان کی کاراو قرباني ته ملا وتړله،میوندوال شهید شوخو بڅرکي صاحب دګوند ډیوه ژوندۍ وساتله تردې چي دخلقیانوپه یوه ګوندیزدیکتاتوري رژیم کی هم ده «مساوات» غږ پورته کړاو خلقي زندان خوله ورته خلاصه کړه خو ده خپله لار وپالـله او څو چې ژوندی ؤ دهمدې لاري لاروی ؤ.
ده دعملي سیاست ترڅنګ دافغانستان پرسیاسي ژوند اودخپل سیا سي ژوندپرسوابقولیکني اوڅیړني هم کولې.په دې اړه یې پاخه او لومړي لاس موادراغونډه ول اومهم اوګټوراثار یې افغاني ټولني او په ځانګړې توګه افغاني ځوانانو ته وړاندي کول.
ارواښادبڅرکي دهیواددمعاصرسیاست پیښي چي هرچایې دلیکلوجرأ ت نه درلود،په تارتاریزډول اوبیله ویري اوډارلیکلې، خصوصآ دویښ زلمیانوپرغورځنګ يې چي دی پکې فعاله غړی ؤیوځانګړی کتاب لیکلی او دغورځنګ پرغړویې دواقیعت له مخي قضاوت او لیکل کړي او زړه وراو ډارن کسان یې سره بیل کړي دي.
ده ملی مترقی فکردرلوداود ښی او کیڼ افراط دواړو نه یې کرکه کوله اودوړه یې هیواد ته مضرګڼل اوددوی دافشا کولوپه لاره کې اثاراو مقالې لیکل.
زه په داسي حال کي چي دبڅرکي صاحب اروښاده غواړم تاسوته بلنه در کوم چی دهغه کتابونه او اثارپه مینه اوعلاقه ولولی او خوند اوپند ترې واخلی !
په در نښت
څیړوندوی حبیب الله رفیع
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ مشاور
۷ـ۴ ـ ۱۳۸۹هـ ش
زنبق څلورلارې، کابل افغانستان

Share