غلام محی الدین ایوبی نه حیردونکی ژورنالیست

« غلام محی الدین ایوبي نه حیرونکئ ژورنالیست اوملي شخصیت»

خبره زموږدمشرانویاداودهغوی زحمتکښئ،ستاینه اویادونه ده،په افغانستان کښي به دژورنالیزم په برخه کښي دتاریخ په اوږدوکښي ډیروکسانوپه تیره بیا دغازی امان الله خان د۱۹۱۹م کال داستقلال څخه وروسته خوراډیروکسانودخپرونو دلاري زحمتونه کښلی دي.چي دافغانستان ولس هم دهغوی ستایني کړي او دتاریخ په پاڼوکښي ئې دهغوی خدمتونه لیکلي دي،هغوی ته ئې ویاړونه هم ورپه برخه کړی دي.

   په کندهارکښي خدای بخښلی غلام محی الدین ایوبي.دافغانستان کچه زموږ دژورنالیزم یوه وتلې څیره اووتلی ژورنالیست چي کلونه ،کلونه ئې دقلم په څوکه دښواوبدوتعریفونه زموږولس ته ورپه ګوته کړی دي،دخپل وخت یومنورعلمي اکاډمیک شخصیت وو.خدای بخښلی غلام محی الدین ایوبي چي دکندهارپه یوه منوره کورنۍ کښې سترګي ودې نړۍ ته رڼي کړي دي،دژوندپه اوږدوکښې خوراډیرخدمتونه دخپلوهیوادوالودپاره سرته رسولي دي.غلام محی الدین ایوبي لومړنۍ زده کړي یې دکندهارپه احمدشاهی لیسه کښي پایته ورسولې اوبیا وروسته په کال ۱۳۲۸هـ ش کي دوري یاحمل په میاشت کښي دکابل پوهنتون دادبیاتوپه پوهنځی کي شامل سوو.دپوهنتون په دوران کښې دنوي افکاروپه زده کړوسره ئې سیاسي اوټولنیزشعوررابیداره سؤ.همدغسي په همدغه وخت کي په افغانستان کښي نوی غورځنګ چي دډموکراسۍ اوداساسي قانونوپلویان چي ویښ ځلمیان په کښي شامل وه،(دویښ ځلمیانو ګوند) اوهغه ځوانان چي زده کړي وه،هغوی دهمدغه غورځنګ غړیتوب ترلاسه کاوه،خدای بخښلی غلام محی الدین ایوبي هم دغه وخت دیوه منورځوان په څیر دویښ ځلمیان دغورځنګ فعاله غړی سؤ.خدای بخښلی غلام محی الدین ایوبي دهیوادسره ډیره مینه درلودل اوغوښتل ئې چي دیوه داسي سیاسي تنظیم سره کاروکړي کوم چي ؛ دترقۍ دکاروان ملګری وي. اوزموږهیوادته په اقتصادي،ټولنیزوبرخوکي دپرمختګ لاره هواره کړي. اوهیواددغه وروسته پاته حالت څخه وژوغوري.ښاغلی ایوبي دفساد،رشوت، خیانت،ظلم اوحق طلبۍ څخه سخت نفرت درلود.نوهمدغسي خدای بخښلي ایوبي هم دټولوناخوال پرضد دویښ زلمیانودګونددپالیسۍ سره سم په خپلومقالو،ویناګانو اوطرحوکښي دهیواددناخوالوسره په مبارزه کي ډیري خپروني وکړې.خوڅه وخت چي دپوهنتون دادبیاتودڅانګي څخه بریالی راووتی ،نوئې په رسمي توګه دکندهارداطلاعاتواوکلتورپه ریاست کښي لومړی دمرستیال په توګه په رسمي دنده وګمارل سؤ،په همدغه مقدسه دنده کښې داطلاعاتواوکلتورپه برخه کښې اته دیرش(۳۸) کاله خورډیري مقالې اومضمونونه خپاره کړه،چی دهیوادپه ګوټ، ګوټ کې اغیزي درلودلې.همدغسي خدای بخښلی ایوبي ۳۸کاله په مختلفوو لایتونوکښي داطلاعاتواوکلتوردریس په توګه دنده درلودل. ښاغلی ایوبي چي دویښ ځلمیانویوفعاله ځوان وو،دویښ ځلمیانو سره ئې تراخیره دوستي اوملګری پاله خوڅه وخت چي دویښ ځلمیانومبارزه پایته ورسیدل نووروسته ترهغه نور چپ اوراست ګوندونه هم په مختلفونومونواومختلفونظریاتوسره رامنځته سوه، خوخدای بخښلی ایوبي په بل هیڅ سازمان کښي دشمول برخه وانه خیستل، ځکه دخدای بخښلي ایوبي افکارترډیره ځایه ملي اوډموکراټیک افکاروه.اوهمدغسی ئې دهرډول چپ اوراست افراطیت څخه بدرا تلل.اوهمدغسی دده په افکاروکښي داسي څرګندیږي ،چي هغه ګوندنه چي دنړۍ دنوروهیوادونودخواڅخه حمایه کیږي،دهغوی سره ئې اړیکی دخپل ځان دپاره ښه نه ګڼلې خوتروروستي وخته ئې دیوه بې طرفه اومثبت ملی نظرترسیوری لاندي خپله ملی اوډموکراټیکه مبارزه هم پرمخ بیوله.خدای بخښلی ایوبي دمحمدظاهرشاه دوختونوداساسي قانون پلوی وو.اودافغانستان دپاره ئې په یوه دغسي ډموکراټیک رژیم کښي دپرمختګ لاره څارله.خوداهغه وخت چي شاه محمدظاهرخان هیوادته په کال ۱۳۴۲هـ ش کال قانون رامنځته کړی. مخکی ترهغه خدای بخښلی ایوبي په همدغه شاهي دوران کښي دخپل سیاست کړنلاره دویښوځلمیانوسره دمطلقه شاهی پرضد یوه کړې وه. اودی ددغه غورځنګ فعاله غړی ؤ. خدای بخښلی ایوبي وایي:

   په کال ۱۳۳۰هـ ش کې څه وخت چي زموږپه ګران هیوادکښي دویښ ځلمیانوپه نوم یولوی ګوند په مثبتوسیاسي حرکتونورامنځته سؤ.اوپه هغه کې دهیواددډیروسیموپه تیره بیادلوی کندهار،پکتیا،ننګرهاراوکابل یوډیرنامتوهیواد پاله کسان اودبیدارو فکرونوخاوندانوګډون په کښي وکړی.

ددغه سیاسي سازمان هدف په هیوادکښي هراړخیزه اصلاحات وه.هغه وخت چي دمحمد هاشم خان صدراعظم وختونه وه او مطلقه دیکتاتوري په هیوادکښي مسلطه وه،نوددغه دیکتاتورۍ څخه خلک په عذاب سوه،نوغوښتل ئې چی دآزادو مطبعاتودلاري خپل ږغ پورته کړي،په حکومتي چاروکښي خپل ږغ پورته کړي،همدغسي په حکومتي چاروکښي دخیانت،رشوت اوحق طلبۍ مخه را وګرځول سي،اوپه ټوله هیوادکښي دهرډول فشاراودیکتاتورۍ ټغرټول کړل سي،نودغه نظریات ورځ تربلي ډیردله اودفشارپه نتیجه کښي محمدهاشم خان حکومت ړنګ کړل سواو پرځای ئې شاه محمود خان صدرا عظم سؤ.دغه وخت اختناق یوه اندازه له منځه ولاړی،دډموکراسۍ دوره را منځته سوه،سیاسي بندیان هم دزندانه څخه راخوشي سول.

خدای بخښلی ایوبي دویښ زلمیانو په غورځنګ کښي د۱۳۳۰ کال دغونډي یادونه کوي، چی په دغه غونډه کښي دغه وخت په دریم ټولګی کښی دادبیاتودپوهنځۍ محصیل وم.اوکندهارته درخصتۍ په توګه راغلی وم. چی غونده دعبدالهادی خان په کورکښي جوړه سوې وه،دغه وخت کې دغونډي مشري دښاغلي محمدرسول خان پښتون دخواڅخه راهنمائي کیده.خدای بخښلی ایوبي صاحب يادونه کوي: چی په دغه غونډه کښي مایوه وینا واورول،اوپه هغه کښي مي دښه نیت په خاطرپراسلامي ارزښتونوباندی رڼاواچول،په هیوادکښي می دپرمختګ وړاندیز ونه هم وکړه،په وینا کښي مي یولړکسان مخالفه اویولړکسان مي تائیدکونکی وه.خدای بخښلي محمد انورخان اڅکزی هم زماوینا تائیدکړه،چي ترټولومشر اودتجریبې خاوندوو.بیا ښاغلی محمدرسول خان پښتون یادونه وکړه چي ستاسو پروړاندیزونوبه په راتلونکی غونډوکښي نظریات راټول کړواوغوربه پروکړو.په دغه وخت کښي زمادخبروتائیدکونکی مي دویښ ځلمیانویوبل دینی شخصیت قاضي عبدالصمد حقاني وو.ښاغلي حقاني دغه هم په غونډه کښي وویل: چي دویښ ځلمیانودمشرانوپه ټاکلو کښي بایدترټولولومړی دیانت په نظرکښي ونیول سي.خودغه نظرهم مخالفین درلودله،اودخدای بخښلي جیلانی خان الکوزي مشهورپه مدیرصاحب جیلانی خان په شان ځینوبیانظرداسی ؤ،چی عمومي پوهه،صداقت هیواپالنه اوښه اخلاق باید معیاروګرځول سي.خوددوی ټولوهدف هیوادپالنه وه.اوخدای بخښلی ایوبي دويښ ځلمیان دګوندتروخته دګوندسره سیاست اوسیاسي کارکاوه. ترهغه وروسته ئې سیاست بیاپه ګوندي ډول نه دی کړی،خو دشخصي استعدادله مخې ئې دهیوادپه مختلفوبرخوکښي لازمي مبارزې اودهیواددپرمختګ ږغ پورته کړی دی.

  خدای بخښلی ایوبي برسیره پردې چي دهیوادیوسترژورنالیست اومخورملي شخصیت تیرسوی دی،دهیوادناخوالی ئې په مختلفووختونوکښي لیدلي او انتقادکړی دي،څه وخت چي په افغانستان کښي دسرطان پر۲۶دسردارمحمدداود جمهوریت را منځته سؤ.اودپاچا محمد ظاهرخان دوران ته دپای ټکی کښيښودل سؤ.نوایوبی صاحب دغه دجمهوریت را تګ او دهغه ناخوالي په خپلولیکنوکښي بیان کړې،هغه دظاهرخان ډیرسخت پلوی ؤ.هغه په دې پوهیده چي جمهوریت ډیردوام نه کوي،همدغسي هم وسوه،جمهوریت دثورپه ناکامه انقلاب سره واوښتی.اوترهغه راوروسته بیا دمجاهدینو تش په نوم جمهوریتونه جوړسوه، چی دهیوادډیرکسان په کښي ووژل سوه.خودغه وخت هم خدای بخښلی ایوبي چپ او پټه خوله پاته نه سؤ.اوپه دغه باب ئې په کتابونواومضمونوسره خپل اوزادبیا جوړوني دپاره راپوره کړی.اودهیواداودهیوادنه بهردډیرولوړوکسانوسره ئې دلیکنوپه وسیله خپل تماسونه ټینګ کړه اوخپل ږغ ئې اوچت کړی،چی دغه تماسونه په دغه ډول سره دي.

دنورمحمد اعتمادی سره مستقیمی خبري دشاهی ګوند چی د( ملي اتحاد) په نوم دشاه په نامه فعالیت ورته کیده په کال ۱۳۵۰هـ ش کي دښاغلی ایوبي صاحب یادوني شاه ته داعتمادي دملاقات په ذریعه اودهغه ځواب  بیرته ایوبی ته چي په دغه مجلس کښي چي په ښاروالۍ کښي ترتیب سوی وو،دعبدالاحد کرزی ،عزیزالله واصفي اوعبدالقدوس خان شمولیت هم ښوي.

دوهم : دملي روغی جوړی په باب ددکتورنجیب الله سره لیدنه کتنه :

        هغه وخت چي دکتورنجیب الله دملی روغي جوړی پروګرام جوړکی نو ټولوجنګي دډلوته ئې دعوت ورکړی چي په دغه پروسه کښي ګډون وکړي او یوپراخ بنسټه حکومت جوړکړي.دبیا جوړوني پرلوربه ګامونه واخستل سي.

ځکه چي زه په هیوادکی دوروروژنی دبندولوپلوی ومه نومي دملي روغی جوړي په باب خپل وړاندیزونه په یوه لیک کې دکتورنجیب ته وړاندی کړه،چي وروسته ترهغه دکتورنجیب زه اوزماورورغلام فارق انوري ئې دجمهوري ریاست ماڼۍ ته وروغوښتلودغه وخت ۱۳۶۸هـ ش کال دثورلسمه نیټه وه،مادهیوادپه ورځپاڼه کي دمسلکي غړی په توګه رسمي دنده درلودل.

ماخپل نظردیوه ژورنالیست اوباتجریبه دولتی ماومورپه توګه څرګندکی، ماوړاندیزورته وکړی چي په هیوادکښي هغه وخت سوله ټینګیږي اوملی روغه جوړه کیدای سي چي هیوادته محمد ظاهرشاه دیوه ملي مشرپه توګه بیرته را ستون سي،پرهغه ملت راټولیدای سي.دهغه په موجودیت کښي پراخ بنسټه حکومت جوړیدای سي.

خدای بخښلی ایوبی وایی: مادکتورنجیب ته وویل:زموږهیواداوولس یوبې طرفه کس چی دډیري تجریبې لرونکی وي،هغه دمشرتابه دپاره خوښوي،چی بې طرفه وي،پرملت باندی دمهربانۍ تجریبه ولري.چی هغه محمدظاهرشاه دی.

دکتورنجیب دخپلوخبروپه ترځ کي وویل :چي دشوروي اتحاددوخت دبهرنیو چارووزیرشیواردنادزې ،په افغانستان کښي دشوروی اتحادلوی سفیراو دبهرنیو چارودوزارت مرستیال اویوشمیرافغاني لوړرتبه هیاتونه دایټالیاپه مرکزکي پخواني پاچاه ته ورغلل اوهغه هیوادته دراتګ غوښتنه ئې ځیني وکړه،خوشاه دنوروملحوظاتوپربنسټ ونه منل.

   خدای بخښلی ایوبي وایي:ما دکتورنجیب ته وویل چی علیحضرت هغه وخت هیوادته راستیږی چي ټول خلک ئې وغواړي،هغه دشوروي دهیات په غوښتنه اوداوسني دولت په غوښتنه هیوادته نه راستنیږي.ټاکل سوې وه چی زه ایټالیا ته ورسم اوهیوادته دمحمدظاهرشاه ضرورت ورته څرګندکړم.دبده مرغه ایټالیاته نه ولاړم خوپه دې باب مي هڅي جاری وساتلې؛پخواني پاچاه ته می دوه لیکه ورواستول،بیا می دامریکا متحده ایالاتو،فرانسې ،انګلیستان ،شوروي اتحاد ،المان ،عربستان ،ایران او پاکستان مشرانواودملګروملتونودمؤسیسې سرمنشي ،دبی بي سي راډیواو امریکاږغ راډیودخپرونواداروته لیکونه واستول،زما دلیکنو مؤخه داوه چی هغوی ته هم داڅرګنده کړم،چی په افغانستان کي دجنګ او وروروژنی او دایمي سولي دپاره یوازنۍ لاره داده چی پخوانی پاچا بیرته هیوادته راسي.اودهغه په مشرۍ اوګډون یوپراخ بنسټه حکومت جوړسي.دغه لیک په کال ۱۳۶۸هـ ش دجوزا دمیاشتی ۳ نیټه واستول سؤ..دنورمعلومات دپاره سیاسي هڅې اوتلاشونه ۲۳او ۲۴ مخونه وګوری.

په دې کښي شک نسته چي دهیوادپیاوړی ژورنالیست ښاغلي ایوبي صاحب دیوه ښه مشرپه توګه دهیواددسولي دپاره نه ستړی کیدونکی مبارزې دقلم په څوکه کړي دي. دده دې روح ښادوي او یاددې تل پاته وي.

لیکوال : ننګیالی بڅرکی

Share