دپښتوادبیات داتم ټولګی دپاره

حـــــــمــــد

په نامه دهغه خدای مي دا بيان د ی

چي يونوم يې په نومونو کې سبحان د ی

هم پاد شاه دی د جمله ؤ پا د شاها نو

هم دهريوه سلطان په سر سلطان د ی

چي په ده شي هغه کار په هيچا نه شي

هرتوانا دده تر توان پورې ناتوان د ی

په سجده يې مځکې سردی لګولی

هم يې ځوړند په رکوع سره آسمان د ی

هره و نه په قــيــام  ورته  ولاړه

هر ګياه يې په تسبيح سره زبان دی

همه واړه په تسبيح دده مشغول دي

که ملک دی که پيری دی که انسان دی

هر ماهی يې په درياب کي حمد وائي

هر مرغه يې په چمن کې ثنا خوان دی

حق نا حق يې ثنا هيچا کړې نه  ده

نه له هيچاواقع سوی دابيان د ی

مخلوقاتو هسې نه دی پيژندلی

لکه ده سره چي قد ر وخپل ځان دی

حد پايان يې هيڅ سړي موندلی نه دي

معرفت يې هسي بحر بې پايان دی

تمرين :

١ ـ ښونکی صاحب دي دنوموړي حمد په باب زده کونکوته معلومات ورکي .

٢ ـ لاندي لغاتونه دي په معنا اوپه جملوکي ځنې وپوښتي.

حـــمــد ـ سبحا ن ـ سلطان ـ قيام ـ تسبېح ـ ثناخوان ـ حد ـ مخلوقات

٣ ـ ګرانوزده کونکو ! درحمان بابا نظم په نثر واړوی .

 

 

نعت

اول نورکه درسول نه وای پيدا

روښنائي به پيدا نه وه په دنيا

تل صلوات پرمحمد په اخلاص وايه

آئينه کړه دخاطرپرې مصفا

په ظآهر محمد ختم النبين دی

په معنی کې مقدم دی تر هرچا

اميدواريې له دربارنااميد نه ځي

محمد کا ن د ی د جود اود سخا

که مطلب دچاصراط المستقيم وي

محـمـد رسـول  د ليل د ی رهـنما

چي په زړه يې محبت درسول نه وي

هغه کله محبت لــــــــــري د خد ا ی

کوم عاصي به نااميد دمغفرت وي

چي شفيع لري هم ده غوندې پيشوا

محمد د ی شهريارد د واړوکــونو

بې له خدايه محتاج نه دی دهيچا

هغه شپه چي محمد رسول پيداشو

توره شپه شوه لکه لمر هسي رڼا

دکسراماڼۍ لاړې تارپه تارشوې

کا فــــران شوه په ژړا په واويلا

که هرڅوپه عصيا ن ډوب زه پيرمحمد يم

لـــــــه نبي د شفـاعــــت کــــــــــــړم تمنا

 

((شعرپيرمحمد کا کړ))

تمرين : لاندي لغاتونه معنا کړی .

نعت ـ صلوات ـ ائينه ـ مصفا ـ شهريار ـ ددواړوکونو ـ کسرا ماڼۍ ـ عصيان ـ تمنا .

٢ ـ پورته لغاتونه په جملوکې استعمال کړی .

((داحمد شاه بابا دعلمي اوادبي ټولني ترانه))

اهل دمعارف يو موږ

بچي دتأ لف يو موږ

وجهل ته سپاهي يو موږ

دجهل دوره تيره سوه درڼا څراغ به خپورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

ټولو افغانانوته

دعلم پتنګانوته

دهيواد خواروبچيانوته

لښکرموروان کړی هد ف مند يو چي خپل کور غواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

موږد معارف بچيان

سرموتروطن قربان

راغلی دعمل ميدان

دانـــګـــو ښونځی ته د علمي مفکورې ښورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

د تعلـــيـم اوتربيې ميدان

هيوادموسوپه دې ويران

چي نه لرواوس موږعـرفان

قران مولوی قانون دی ،هم به داقانون سمسورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

 

داد هـرافـغـان بيا ن

راغلی پر وطن طوفان

نه غواړودجنګ ميدان

سوله خوښووکې په جنګ وي کې په زورغـواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

د اد سبــــا ون پـيــغـــام

لــوړبه کړودعــــلم بــام

ډک به کړود پوهي جام

لښکرد معارف يو فقط يوعهد اوپيـمان نورغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

ټول د يــــوبل په څنګ کې يو

پوهــې په غــورځنګ کې يو

خيردی که اوس جنګ کې يو

دعلم په رڼا کې به داخپل هيواد سمسورغواړو

افغان مارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

افغان معارف جوړغواړو

ننګيالی ـ  بڅـرکی  نيټه :١٩٩٥م کال        

 

تمرين : لاندي لغاتونه معنا کی .

اهل ـ معارف ـ تأليف ـ جهل ـ دانګو ـ ويران ـ عرفان سمسور ـ فرهنګ ـ عهد ـ پيمان ـ ګړنګ .

٢ ـ پورته لغاتونه په جملو کي استعمال کی .

٣ ـ نوموړې ترانه دي دزده کونکو څخه پياد وپوښتي اوپسله ياده څخه دي ښونکی محترم نوی درس پيل کړي .

 

متلونه

١ ـ خپل عمل دلارې مل دی

٢ ـ دتوري ټپ جوړيږي ، خود ژبي ټپ نه جوړيږي

٣ ـ خـــپــله لا ســـه ، ګله لا ســـه.

٤ ـ چي تيرشول هغه هير شول .

٥ ـ لمر په د ووګوتو نه پټيږي .

٦ ـ دغنموله کبله زوزهم اوبه کيږي

٧ ـ دګل له برکته زوزهم اوبه کيږي

٨ ـ مــــيــړونه مــــري ، خونومونه يې پاتيږي

٩ ـ کارګه دزرکې تګ کاوه ، خوهغه خپل يې هيرسو

١٠ ـ چي څــــــه کرې هغه به ريبې

١١ ـ چـــي چيرته اوسې په خوی به دهغو سې .

١٢ ـ د چا عيب مه وايه ، چي ستا عيب ونه ويل سي

١٣ ـ ديوه لرګی اودډ يري غـــوزی

١٤ ـ پوره ورک دي کړه دوه کوره

١٥ ـ ښه وکه په درياب کې وا چوه ، چي ددرياب ماهيان يې وخوري ،  هغه به ستا ثنا اوصفت کوي .

١٦ـ مه دومره خوږ سه چي څوک دي وخوري اومه دومره تريخ سه چي څوک دي ايسته وغورځوي .

١٧ ـ کوږ بار تر منزل نه رسيږي .

١٨ ـ سل ټکه دزرګر، يوټک داهنګر.

١٩ ـ ښه خوی به دي سلطان کي ، بد خوی به دي پرځان پوري حيران کي  .

٢٠ ـ مه کوه په چا چي وبه سي په تا

٢١ ـ د چا د روازه مه وهه په نوک ، چي ستا دروازه به ووهل سي په سوک .

غـر که لوړ دی خو لاره پر سربيره ده .

٢٢ ـ  چي بخت يې تورسي د ښمن يې دپلا ر کور سي .

٢٣ ـ خواري لوري تخت به زه درکم بخت دي خدای درکي .

٢٤ ـ د ګونګ په ژبه خپله مور ښه پوهيږي .

خوشحال خان خټک

خوشحال خان خټک په ١٦١٣م کال  په اکوړه کي زيږيدلی او تر ١٦٩١ م پوري ژوندی ؤ. دپلار نوم يې شهبازخان نوميده ، دنيکه نوم يې يحيا خان نوميده .

خوشحال خټک يو قوم پرست او د پښتنو د ملي مبارزينو د جملې څخه دی ، هغه په توره او قلم سره نامداره اومشهوره وو . هغه هم دادب دميدان پياړی اوهم دتوري دميدان ننګيالی مبارزوو . هغه ته دنړۍ ولسونود(ننګيالي پښتون ) اوتوريالي پښتون لقب ورکړی دی . خوشحال خټک دپلار دمړيني وروسته په ١٦٤١م کي په خاني او مشرتابه وټاکل سو .خوشحال خان خټک د مغولو د پاچهۍ پروخت داورنګ زيب پاچاپه دوران کي ژوند کاوه. اويونيم کال يې داورنګ زيب په امر بنيدخانه تيره کړه . هغه برسيره پردې چي ډير عمر يې په سرګردانۍ ،فرار اوښکار کولوکي تير کړي دي خو بيا يې هم ، په پښتو ژبه کي  تر درې سوه ډ يرعلمي اوولسي اثار ليکلي دي. چي د نوموړي ليکني هم په نثر اوهم په نظم کي  دي . او دپښتودملي ادبياتو په پراختيا کې دقدر وړ خدمتونه کړي دي. دهغه يولړ کتابونه او ليکني دوخت دتا ړاکونو په سبب دمنځه تللي دي خو موږته يې يوازي نومونه راپاته دي.اودهغه نامتو کتابونه چي زموږ په لاس کي دي عبارت دي .

دخوشحال خټک ديوان : ـ چي تر څلويښت زرو ډير بيتونه لري .

فضل نامه :ـ  يود يني کتاب دی چي پر مذهبي مسأيلوليکل سوی دی.

دستار نامه :ـ يو ولسي کتاب دی چي د پښتنو دودونه ښووي .

طب نامه ـ سوات نامه ـ بازنامه ـ دپښتنو تاريخ ـ  ائينه اوداسي نور مهم کتا بونه لري .دده په دې اثارو اوکتابونو کي دټولنيزي پوهي مختليف اړخونه پراته دي . لکه : دپند خبري ـ سياست ـ توره اوننګ ـ ښيګڼي ـ وفا داري ـ علم ـ هنر ـ هيواد پالنه ـ دوستي ـ عشق اومحبت ـ انتقاد ـ انسان دوستي اوداسي نور .اوهمدغه رنګه خوشحال خان په پښتو کي غـزل ـ قصيده ـ رباعي ـ قطعه ـ مثنوي مسد س ـ مخمس اودشعرنور ډولونه رواج کړل.خوشحال خان ته دپښتوژبي دادب پلارواي . خوشحال خان د٧٨کالو په عمر په ١١٠٠هـ ق (١٦٩١م) کال کي مړسواودهوډې دغـره ترڅنګ ښخ سو (روح دې ښاد وي ) .

دخوشحال خان د شعر يوه بيلګه په لاندي ډول سره ده .

خپل يارته

يارمي ذ وق د تماشې کا له اغياره

زه فرياد نارې وهم چي ياره ياره

دخاطر طمعه مې هسې رنګه نه وه

چي به هسي رنګه ظلم کا يک باره

چي يک لخته مې وباسي له خاطره

فراغت به شي زما د زړه له زاره

مګرخون زما په شرعه کې رواشو

چي جلا د مې ويره نه کاله آزاره

زه حيران وم په داکارنه پوهيدلم

چي ګناه مي ثابت نه زه ګناه ګاره

هو! دايوګناه لرم زه ګناه ګاريم

چي په تا باندي خاوند کړم مينه داره

که داستا مينه ګناه زه ګناه ګاريم

که داستا مينه بدکاردی زه بد کاره

ګڼې بل ګناه زه نه وينم په ځان کښې

نور ستم راباندي مه کړه ستم ګاره

زه سينګارد صورت وکړم په اميد شم

چي به ته په ما پيره راوړې دلداره

ته پيره په ما ونه کړې دل مانده شم

وشرميږم دهمه خپله سينګاره

لکه بند بلبله تاؤخورم په قفس کښې

چي جدايم ستا د وصل له بهاره

په وګړي زما ستا مينه ښکاره ده

چي مين دې په فلا نی فلا نه بې شماره

داچي اوس په ما جفاجور هميش کړې

تروګړي پوري زه يم شرم مساره

د وګړي دپيغوره به يې خلاص کړې

که له خپله وصله ما کړې د ل قراره

که ته وګورې داشرط د مينې نه دی

چي په مينه کښې ته روغ ئې زه بيماره

د ليلا اود مجنون مينه په يادکړه

مګرنه د ه دا خبره د راظهـــــا ره

چي فصاد يې په ليلانشتر ګذارکړ

د مجـــنــون د رګه تله د وينوداره

په معنا کښې سره دوتنه يوتن کا

محبت هسې اثر لري ای ياره

معشوقې مې وعاشقوته ويل کړه

دادد وی له حاله وشول څوګفتاره

ما خوشحال څه دا اشعارويلي نه دي

يواسرارمې هويدا کــــــــړله اشعاره

خوشحال خان دخيال اوفکر په لحاظ دپښتواوپښتنولۍ يوښه مثال دی ،دده نظراواحساس دپښتني احساس تابع اوپښتنولي پرې غالبه ده لکه چي وايي :

دجهان د ننګياليو دي دوه کاره

يا به بايلي ککرۍ يا به کامران شي

زه خوشحال کمزوری نه يم چي به ډار کړم

په ښکـــا ره نارې وهم چي خوله يې را کړه

اوهمدغسي دغيرت اوننګ نوري حماسې هم لري .

قيصه (کيسه)

لرګي ماتونکی اوزمری

نقـل دپخوا څخه پا ته دی : يوه ورځ په لوړ کلي کي ، په ځنګله کي يوه زمري په تنهائي سره ژوندکاوه او په خپلي تنهائي به ډير ځوريده، هيڅ يو انډيوال اوملګری يې نه درلود. چي ورسره راز او نياز وکړي ، هرڅه يې درلودل ، خو بيا هم دتنهائي په وجه يا سبب نا خوښه وو. يوه ورځ په نا څاپي توګه ځنګله ته يو لرګي ماتونکی راغی او دلرګيو په لټه کې دونوغوره څانګي ځانته ولټولې.او دورځي په نيمائي کې يولړ بوټي اوښاخونه سره راټول کړل. خو خپله هم ډير ستړی شو. نو يې ددرختي (وني ) تر سيوري لاندي ډه ډه ولګوله او په خواږه خوب بيده سو.خوب يې ډ يردرونداووږد سو. دخوب په جريان کي يې دخوب اوږده،اوږده ږغونه او (خرهاری ) له خولې څخه راوزي چي دډيره ليري اوريدل کيږي . په دې وخت کي نوموړي ږغـونه زمري واوريدل اوحيران سو،چي نوموړي ږغـونه خو شناخته نه دي .نو يې په تلوار دږغ پرلوري را ودانګل ، چي ګوري يو لرګي ماتونکی بيده دی. اودخولې څخه يې ږغـونه وزي . نو زمری چي خپلي تنهائي زوق لولی يا خسته کړی وو، دلرګي ماتونکي په ليدوسره خوښ سو . اودهغه دخوب طريقه يې هم خوښه سوه . نو دانتظارپه خاطر ورته کښيناست ، څه وخت چي لرګی ماتونکی دخوبه را ويښ سو نو دزمري په ليد وسخت وارخطاسو. او زمري خپل سر دملګرتيا په عـنوان او خاطر کښته وا چوه. خو برسيره پردې هم لرګی ماتونکی دومره وار خطاسو چي بې هوښه سو، زمری وارخطاسو چي دا څه وسوه ؟ نو سمدلاسه يې دلرګي ماتونکي په خولۍ يا ټوپۍ کي يوه اندازه اوبه راوړلې .او دلرګي ماتونکي پرمخ يې وروپاشلې،لرګي ماتونکی  جست يا نيغ کښيناست اودستي زمري ولرګي ماتونکي ته ددوستۍ وړانديزيا پيشنهادوکړ. هغه ددوی دوستي سوه . نورنوهره ورځ لرګی ماتونکی لرګي ماتوي؛ او زمری ښکارورته کوي .خو زمری دخپله ښکاره څخه يوه برخه ولرګي ماتونکي ته ورکوي اوهغه يې کورته وړي او هغه دښکارغوښي پخوي اوخورې.يوه ورځ لرګي ماتونکي وزمري ته دميلمستيا وړانديزو کړ اوهغه هم وړانديزومانه.خو کله چې په کورکي يادونه وکړه ، نوهغه ټوله وبيريده ،په ډيره بيا دلرګي ماتونکي ښځه . لرګي ماتونکي وخپلي ټولي کورنۍ ته ډاډ ورکړ، څو هغه يې ودې ته وهڅول چي دزمري ميلمستياومني .او په هغه بله ورځ زمری دلرګي ماتونکي سره يو ځای کورته را غلی او په کورکي دميلمه په څير ونمانځل سو. او دکورنۍ غړي په تيره بيا ماشومان ډير خوشحاله سول . اودهريوه په خوله کي خندا او خوشحالي څرګنديږي . زمری هم ددوی په خوشحالي خوشحاله سو.دلرګي ما تو نکي ښځي آش پاخ کړی وو.اوهغه يې پرد سترخوان کيښود.خو زمری نه پوهيده چي آش څرنګه خوړل کيږي.نوهلکانوزمري ته دستمال ورو

تاړه څو! دزمري پرشاوخواآش توی نه سي . خو زمری اوس ځان يوازي نه ګڼي.او دلرګي ماتونکي دکورنۍ سره يې ډيرسات تير دی . او هره ورځ دکورنۍ وړونجونو او هلکانو ته دځنګله يوه ،يوه کيسه اوروي . او دشپې دخوا زمری دباندي بيديږي اودکورنۍ غړي په کوټه کي . ورسته له هغه لرګې ماتونکی او زمری دځنګله پرلوري روان سول. او دلرګي ماتونکي دکورنۍ څخه يې دخدای په اماني په داسي حال کي واخيسته چي  ، دنا اميدۍ اوښکې ئې تويدې . دزمري او لرګي ماتونکي دوستي يوه حد ته ورسيده .ترڅو يوه ورځ زمري او لرګي ماتونکي يودبله سره لوبي کولې  ، دلوبوپه وخت کي دزمري له خولې يوه اندازه بدبوي راپورته سوه او لرګي ماتونکي زمري ته په خښم اوسپکاوي سره وويل: (چي د خولې دي بيخي بد بوی ځي ). زمری په دې خبرې سره ډير خواشينی سو . اودمايوسی په چورت کي ولاړ.نو سمدلاسه يې ولرګي ماتونکي ته وويل 🙁 تبر راواخله اوما پردغه سرووهه ) لرګي ماتونکی وارخطا سو اووې ويل 🙁 زه تانه وهم ) زمري وويل 🙁 که نه خورم دي) لرګي ماتونکي تبر را واخيست او زمری يې په سر په تبر ووهه .او ځيني ولاړ ، خو دبيري يوکال بيا ځنګل ته نه وتللی ، يوکال ورسته ځنګله ته ولاړ څو دزمري حال واخلي اولرګي هم را ټول کړي . که ګوري چي زمری روغ رمټ اوجوړسوی دی. نو يې دزمري څخه وپوښتل : (دوسته څه حال دي دی ؟) زمري په  ځواب کي ورته وويل :(ښه يم ،هغه ستا دتبر ټپ جوړسو؛خو هغه دژبي اوبدي خبري ټپ دي تراوسه هم راسره دی .) نوځکه دغه متل دی چي دتوري ټپ جوړيږي ؛خو دژبي ټپ نه جوړيږي يا وايي: خپله ژبه هم کلا ده هم بلاده .

مــلــي  پـيـوســـتـون

هرهيواد په خپل منځ کي دخلکو ملي پيوستون اويوالي ته اړتيالري.بيله ملي يووالي څخه هيوادوټيزيا اقتصادي پرمختګ نه سي کولای . نو په هغه هيوادونوکي چي ملي يوالی او پيوستون نه وي ، هميشه به يې هيواد دستونزو، فقر،بدبختۍ اورنګارنګ فسادونوسره لاس اوګريوان وي. خودا اصل په ټوله نړۍ کي د حساب وړدی .

زموږګران افغانستان چي دافغانانو ګډکوردی،دډول،ډول قومونو ، ژبو اونژاد ونو څخه جوړسوی دی . خوپه دې خاوره کي چي دقانون تر سيوري لاندي هر قوم ، هر نژاد اودهري ژبي خلک ژوند کوي هغه ددې ملت بچيان دي،هغه دلته ديوه افغان په نوم ياديږي اوټول افغانان دي. ملي يووالی پردغو څواصولوولاړدی .

لومړی : دخلکواوولسونوترمنځ تاريخي اړيکي ،اوګډي تاريخي لاسته راوړني ،چي ټول ملت پرې وياړي.

دوهم : دخلکواوولسونوترمنځ ګډ کلتور،ګډه پوهه اوګډ دوداودستور چي دټول ملت استازيتوب کوي .

دريم : دملت دخلک اوولسونه په يو ځانګړی جغرافياوي حد او روښانه بريد ياسرحد يا روښانه قلمرو چي ور ته ګډ جغرفياوي موقعيت يا هيواد هم وايي اوسيږي.

څلورم : په هيواد کي د ننه ګډ وټيزيا اقتصادي حالت چي دټول هيواد ملي شتمني وګڼل سي او ملي شتمنۍ څخه دهيواد هر وګړی دهيوادپه هره برخه کي چي وي ګټه واخيستلای سي .

زموږ په ګران هيواد افغانستان کي ډول ،ډول قومونه اوسيږي لکه :پښتانه ،تاجک ،ازبک ،هزاره ، ترکمن ، پراچي ، نورستانی ،بلوڅ ، هندواو پشئي قومونه اوداسي نوردي .چي په بيلا بيلو ژبوخبري کوي . خو ټولوباندي خپل هيواد افغانستان ګران دی.اودهغه په ساتنه کي دهيڅ ډول قربانۍ او سرښندني څخه ډډه نه کوي. افغانستان ټولوافغانانو ته دمور په شان ارزښت لري، په ابادولو کې په ګډه زيارباسي. دتاريخ په اوږدوکې افغانانوپه ګډه دافغانستان پولي ساتلي دي. او خپل ګران بچي يې دملي يووالي او دخاوري دساتني دپاره قربان کړي دي.نن ورځ چي پرافغانستان باندي ستونزي اوجنګونه دبهرنيو هيوادوپه لمسون سره تپل سوي دي ، دافغان ملت ټول بچي په دې جنګ اودجنګ په لمبوکي سوځي.نوکه بيا هم زموږ دهيواد ملي يووالی ټنګ سي نو بيا به داداورلمبې هم مړې سي. که موږ د افغانستان په تاريخ کې پلټنه وکړو نودابه راته څرګنده سي ، چي زموږ نيکونو دغه په ميراث راپاته سوی افغانستان په ټنګ ملي يووالي سره ساتلی دی. اونن موږپه خپلې خپلواکۍ وياړکوو. احمدشاه بابا اوميرويس نيکه چي دنوي افغانستان په جوړونه کې پوره زياراوزحمت وکيښ ، هغوی ترهرڅه نه مخکي ملي يووالي ته پاملرنه کړيده. اوتر دې لا مخکي دمحمودغزنوي په دوران کې چي ملي والی ټينګ او قوي بنسټ درلود،دافغانستان پولي دګنګا درودڅخه خورې سوي اوددجلې اوفرات ترغاړوغزيدلي وې . حتا سلطان مسعود دمحمود غـزنوي زوی غوښتل چي ټوله اسلا مي نړۍ دافغانانو تر بيرغ لاندي راولي ؛ خوپه دې وخت کي سلطان محمود غزنوي وفات سو.

اوتر غـزنوي دورې ورسته ،هم دغـوري، سوري ، لودي ، هوتکو او در انيانوتر دورې پوري ټول فتوحات دملي يووالي په برکت سوي دي.

لوی احمدشاه بابا چي پاچاسو اولين کاريې دافغانانووويوالي ته وکړ.اوديوې لوئي جرګې په وسيله يې ټول افغانان سره يوموټي کړل. اود ملي يووالي په مرسته يې ډيري برياوي په نسيب سوې.چي په خپله احمدشاه باباپه خپل يوه شعرکي  داسي وايي:

ټوله يودي که غلجي دي که اودلی

ښه هغه چې يې دزړه مـيـنه صـفا ده

چي عمل يې د نيکۍ وي ميړه هغه

که اغـــــوستې يې ګـــډله دخمـتـا ده

پښتانه دې ټوله لاس سره يوکاندي

چي مونن غــــزا هر لوري شاوخواده

پښتانه ښائي چي دخپل تاريخ په دغه ارزښت تل وپوهيږي ،چي ټولې برياوي زموږ په ملي يووالي کي دي .اووي به،نوکه موږ خپلي برياوي په تيرو دوروکي لوستي وي نودابه راته جوته سي ، چي هغه وخت زموږپه خلکوکي ملي پيوستون وجوددرلود.اودافغانانو بيرغ پريوې لوې امپراطورۍ رپيده ،دايوازي دملي يووالي اوپيوستون برکت ؤ.اوبس! .

 

لنډ ۍ

په پښتوادب کي موږ يوډول ملي اشعارلرو چي دلنډۍ په نوم ياديږي .لنډۍ چي دپښتني ادب يو غوره او فلکلوريکه بيلګه ده په پښتني سيموکي په پراخه پيمانه سره استعماليږي.لنډۍ يو ځانګړی فولکلوريک ادب دی.چي دپښتنودتوکم اوقوم استازيتوب کوي.لنډۍ هم دشعري جوړ ښت له کبله دنورو شعرونودشعردنوروډولونوسره توپيرلري . داځکه چي دلنډۍ لومړی نيم بيتی نه (٩) سيلابه وي ،خودوهم نيم بيتی يې ديارلس ( ١٣) سيلابه وي .چي دغه فورم په نورو اشعاروکي نه تر سترګوکيږي ـ په لنډۍ کي قافيه ضروري توکم يا جزنه ګڼل کيږي ـ لکه په مقفه شعرونوکي. چي دبيت په اخير کې قافيه اورديف په نظرکي نيول کيږي. دلنډۍ شاعـر معلوم نه وي خو دو لسو نوپه مغزواو ذهنونوکي ځای لري ـ دهر پښتون لنډۍ خوښي اوزده دي .

لنډۍ اونارې : په افغانستان کي دپښتنوپه سيمه کي لنډۍ اونارې  رواج لري.چي خورا اوږد تاريخ هم لري. چي زموږسره داسي لنډۍ اونارې هم سته چي په تاريخي لحاظ يې تاريخ له زرو (١٠٠٠) کالوڅه هم اوړي. اودسلطان محمودغزنوي دعصرنماينده ګي کوي.لکه دغه لنډۍ :

چي دخالولښکرې راغلې

زه به ګومل ته دخپل يار ديدن ته ځمه

لنډۍ هم دپښتنوپه ادبي تاريخ کي سته . لنډۍ په اصل کي دپښتنو هغه مال دی کوم چي دپښتنو واقيعي څيره په کښي تمثيل ده . لنډۍ په افغانستان کې يو سيمه ايزارزښت لري. داپه دې،چي دپښتنودادبي ذهنيت محصول اهنګ داره نظمونه دي. او بل داچي دپښتنوپه بيلا بيلو سيموکې ډول ، ډول لندۍ موندلای سو ، چي دهغه سيمي نماينده ګي کوي . دبيلګې په توګه دغه تاريخي لنډۍ ، چي دکندهار دشالمار دميلوسره اړيکي لري .

وايي : دبوټو تڼۍ تړې ګله پرکمه راڅه ځې

دبوټوتڼۍ تړم دشالمار ميلې ته ځم

په دې کي شک نه سته چي لنډۍ اونارې ډول ، ډول دي اوپردغه درو برخو يې ويشلای سو .

١ ـ تاريخي لنډۍ اونارې: ـ هغه لنډۍيانارې دي چي دتاريخ يوه مرحله روښانه کړي ، لکه چي په دغه ناره کي وايي :

وپانسۍ تې خيژوی

شيرجان سګريټ ولګوۍ

 

يا وايي : دشيرجان توري څڼکي

پانسۍ پورته که دمځکي

يا وايي : په شيرجان پانسۍ پسې

ولاړی غيرت دزمانې

دوهم عشقي لنډۍ :ـ هغه شعرونه دي،چي د ميني اظهارپه کښي څرګندوي . کله دهلک له خولې د ميني اظهار کيږي اوکله هم دپيغلي يا دانجلۍ دخولې اح خيژي ! لکه چي وايي :

جانانه راسه چي پخلا سو

عمر کوتا دی آرمانجن به پاته سونه

ياـ وايي:                     جانانه بدمې آموخته کړې

چي خوله درنه کړم مرور ګرځې مينه

دريم : حماسي لنډۍ:وهغو لنډيوته وائي: چي دجنګ په ميدان کي ويل سوي دي. اويا دجنګ تمثيل په کښي څرګندوي. چي داډول لنډۍ زموږپه فولکلوريک ادب کي خورا ډيري دي دبيلګې په توګه دميوند دغـزا لنډۍ چي دپيغلي ملالي له خوا داسي ويل سوې ده :

که په ميوند کي شهيد نه سوې

خدای ږو!لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

نوموړې لنډۍ چي دميونددتاريخي غـزا نماينده ګي کوي. دانګريزانوپه مقابل کي يوه حماسي لنډۍ ګڼل کيږي .

يا وائي : جانان مي سر پروطن کيښود

په تار دزلفو به کفن ورته ګنډمه

همدغسي لنډۍ که حماسي وي يا عشقي اويا هم تاريخي يووزن لرونکی نظم دی . چي په پښتني سيموکي په زرهاو بيلګې يا نمونې يې سته .

په پښتو فولکلوريک ادب کي ، پر لنډيو برسيره نور هغه وزن لونکي شعرونه هم سته چي ،دپښتنوبانډارونه په ګرم. اوپه پراخه پيمانه تر نن ورځي پوري استعاليږي . لکه : داتڼ سندري ، نارې ، څلوريځي ، دواده ډول ، ډول سندري ، داڅکزوغاړي اودکاکړو غاړي چي په کاکړي غاړو سره شهرت لري . اوس به د بيلګې په توګه دڅو لنډيو يا دونه په لاندي توګه وکړو. څو دلنډۍ نظم مو پيژندلی وي .

پښتانه واړه شنه زمريان دي

چي ځای يې راسي په سيالي سرورکوينه

***

سرمي له تن څخه جلا کی

که مي پګړۍ دبې ننګۍ تړلې وينه

***

وطن له موروپلاره ګران دی

ژوندی دپلارمړی به مځکې له ورځينه

***

قبرمي جوړ پرلو يوغر وکه

چي دوطن شمال مې شنا ختي ووهينه

***

د آزاد ۍ په لار کې مړ شې

چي جنازه دې دآسمان ملکي وړينه

***

ارمان دي نه کړي هغه ميندې

چې خپل زامن دوطن زيار ته لويوينه

***

توره کول سرورکول بويه

که دي په کاروي چې ځوانان دې يادوينه

***

د لو يو غرونو سيل مې وکړ

اوس مې ياديږي دشنکي وطن باغونه

***

خدای مې دې درولي وطنه

داڅه ژوندون دی چي بې تا ږدم قدمونه

***

ټولنيزي لنډۍ

تل په زحمت پسي را حت وي

چا چي زحمت ليدلی وي را حت به وړينه

په د نيا مه نازيږی خلکو

دنيا فاني ده په آرمان به ځيني ځونه

***

په اصل څوک نه سړی کيږي

سړی هغه دی چې يې خوی دسړي وينه

***

دسردښمن مي هوښيار ښه دی

زه د بېعـقله په دوستۍ ستومانه يمه

***

يوڅو حماسي لنډۍ

تر توريالي مين به جارشم

چې دغليم په وينو سره کاندي لاسونه

***

پرننګ که ومرم ماتې نه کړم

ځکه پرما د پښتا نه نو م يا د و ينه

را شه پر قبر مې اور بل کړه

که مې پر مړينه پر شاووينې ټپونه

***

توري به نه کړو نوبه څه کړو

چې مو شيدې دپښتنې رودلي دينه

***

بيرغ مـې سور پرقبر هسک کړه

په شهادت دخپل وطن ، جنت له ځمه

***

په تور ټوپک ويشتلی راسې

دبې ننګۍ احوال دې مه راځه مينه

***

غازي په لوړه غونډۍ کښيږده

چي يې زيارت کا د ګيلان ملالې نجونه

 

مير من نازو انا

نازو انا دسلطان ملخي لور اوپه کال ١٦٥١م کي دتازي په کلي کي زيږيدلې وه. او پلار يې سلطان ملخي وچي. په هغه وخت کې دجلدکه بيا تر غزني دقوم مشروو. هغې په کوچنيوالي کي دپلار او نورو پوهانو سپين ږيرو څخه زده کړه کړيده. او باجراته ، ميړه مخې او سخي ښځه وه.

څه وخت چې پلار ددښمن سره په مخامخ جګړه کي وسره غره ته نژدې شهيدسو.نو دنازوورورجنګ ته ولاړ. اونازوانا هم په دغه وخت کې توره تر ملا اود کلا په ساتلوکې ددښمن سره په مخامخ جنګ کې ولاړه وه . نازوانا به تل دميلمنو خدمت کاوه. او دمسافرانو قافيله به ددوی پر کور ميلمانه وه. اوهغه غـريبانو چي به لباس نه درلود. هغوته به يې کالي اولباس ورکاوه.هغه په مهربانۍ اوغريب پالنه اودسخاوت په نوم نوم درلود. نازوانا دښاالم خان هوتک ماندينه او څلور زامن يې درلودل.لکه:حاجي ميرخان ـ عبدالعزيزخان ـ يحيا خان او عبدالقادرخان. ترټولو مشريې حاجي ميرخان نوميده . نوڅه وخت چي حاجي ميرخان وزيږيده نونازوانا هغه په پښتني روحيه،پاک سپيڅلی رښيتنی او دهيوادپالني په سپيڅلې روحيه وروزی.اوهميشه به يې دهيواد پالني درسونه ورکول. څو هغه هم دهيواد په ساتنه کې خورا لوی رول سرته ورساوه .او هيواد يې دغليم له منګولوڅخه وژغوره .داځکه چي موريې هم د لويو کارونو وصيت ورته کاوه .

څه وخت چي په ١٧٠٩م کال کې دهيواد امنيت دايراني ګورګين له خوا په خطر کي سؤ.اوګورګين په کندهار کي دايراني حکومت استازی ؤ. هغه يې وواژه اودحکومت واګې خپله پښتنو ته ور نقل کړې. او ديوې لوئي جرګې دخوا يې په هيواد کي يو لوی او پراخ بنسټه پښتني حکومت جوړکړ. نازوانانه يوازي سخي او مبارزه قهرمانه ميرمن نه وه.بلکي؛ هغه يوه پوهه، سياست مداره شاعـره اديبه ښځه هم وه.چي دشعريوه نمونه يې په لاندي ډول ده .

سحرګه وه دنرګس ليمه لانده

څا څکي ، څاڅکي يې له سترګو څڅيده

ماوېل څه دي ښکلی ګله ولې ژاړې؟

ده وېل ژوند مې دی يوه خوله خنديده

ټوکــه

يوه ورځ يوه زرکه ديوې ډبري پر څوکه ناسته وه. او خوب يووړه.په خواږه خوب بيده سوه. دليري څخه ديوې ګيدړي سترګي پرومښتې .اوپه قرار،قرار يې خواته را نژدې سوه.خو زرکه دومره په خواږه خوب ويده سوې وه،چي دګيدړي په را تګ سره هيڅ هم خبره نه سوه .ګيدړي ناببره حمله پرې وکړه. او ښايسته زرکه يې په خپلو تيرو غاښوکي ټينګه ونيوله. اود خوشحالۍ څخه ټوپونه وهي.زرکي هم سمدلاسه دځانه سره سوچ او فکر وکړ، چي وخويې خوړلې نوته راسه يوه غـوښتنه ځيني وکړه.ګوندي ددې غضبه خلاصه سې، نوئې پر ګيدړي ږغ وکړ.  ګيدړي خاله! زه خودي ونيولم.او خورې مي ؛ نوداخوښه خبره ده. خو زما هم يوه غوښتنه په اخير دعمر راپوره کړه . هغه داچي زموږ دپلرو او نيکه ګانو راپاته سوی دود دی. چي هر نعمت پيدا کړو؛نو مخکي له دې چي هغه نعمت وخورو. خو لومړی پر نعمت شکر کاږو. او بيا هغه خورو. تر څو دخدای شکر مو ادا کړی وي . ګيدړي هم فکر وکړی چي داخو ښه وايي.لو مړی به شکرادا کړم اوبيا به دزرکي نازکي غوښي وخورم. نو ګيدړي هم سمدلاسه خوله خلاصه کړه او غټ شکريې وکيښ اووې ويل : (خدايه شکردی) . په دې وخت کي چي ګيدړي په بې احتياطۍ سره خوله خلاصه کړه؛ نوزرکه يې هم له خولې څخه په هوآ سوه  اوولاړه. ليري، پر يوه بله لوړه ډبره ورته کښيناسته. او پر ګيدړي يې ږغ وکړ: ای بيعقلی ګيدړي!( هغه خوله دي ماته سي چي نعمت يې نه وي خوړلی اودآ دخدای شکرادا کوي.) اوپه ټوکو،ټوکويې پروخندل.

ګيدړه هم چي ډيره پريشانه وه .او مفت ښکار يې دخولې څخه وتلی ؤ،په ډير خښم او غضب يې په ځواب کي ورته وويل ( هغه سترګي دي ړندې سي ، چي وخت دخوب نه وي او دې سترګي پټي کړي وي .)) .

دساعت ږغ

وخت لکه سره زر

دساعت په ټکهاري وخت تيريږي

زمانه راڅخه درومي نه تميږي

په هر ټک کې ارزښت پروت دی غافله

قافيله ده چي تيريږي نه تميږي

په هيله ،هيله که وخت درڅه تيريږي

نن ګړی به سبا کله پيداکيږي

دحسرت په پراخ جهان کې ټنبل مه سه

په فکرونو جهان کله سمسوريږي

دعـمـل قـلم را واخله لار روښا نـه

معنوي ارزښت کتاب کې پيداکيږي

که وخت دلاسه ورکې بيا ارمان کړې

بس هغه ګړی دي بيرته بيداريږي

دځوانۍ عمرکه تيرکړې په تدريس کې

په اخيرکې منصبدار درڅه جوړيږي

لکه ونه داميد کښيږدې په کورکې

دهــغــې ونې ثمرتـــاتــه رسيږي

که افغان ولس دوخت په قدر پوه سو

نو حکومت به دبيعقلو نه چليږي

که دي ژوندون مراد خوشحالۍ وي

خوشحالي هم په زمان کې پيداکيږي

دنن کا ر وسباته تعطيل مه کړه

په سبا کې نورکارونه پيداکيږي

که هرځوان دوخت په پوهه کې غلط سي

دځوانۍ عمرد ګل په شان رژيږي

عالمانو وخت په( ټي ) باندي ښودلی

دا د(ټي) په ارزښت لږخلک پوهيږي

فلسفه کې دزمان اودمکان اصل روښانه

کله جسم بې زمانه بې مکانه پيداکيږي

دادنن بڅرکی اور غوندي روښانه

په سبا بې روښنايي هم خاموشيږي

 

علم اوبخت

که سپين اوسره يې په کورکې تل وي

چې نه يې علم نه يې عمل وي

بنيا د يې نــه شته آخر به خوارشي

بخت به تر کومه ورسره مل وي

( عبد ا لقادرخان خټک )

 

خپله ژبه

هيڅ ملت له خپل اساسه سوانه دی

دملي ژبي خوند هيردهيچا نه دی

هر سړی دخپل وطن په ژبه ښه ايسي

په پردۍ ژبه څوک يادپه دنيا نه دی

که يې يادې وي سل ژبي په دنيا کې

چې يې خپله ژبه نه زده ملأ نه دی

ته پښتووايه پښتونه له دې ننګه

چې وطن دې په نوم ياد دپښتانه دی

که اوبه په منځ وهي بيلي به نه شي

دوطن نوم له هيچا نه جدانه دی

له پښتونه به پښتو کله شي پاته

په همت کي پښتون کم له هيچا نه دی

که غيرت دی که همت که شجاعت دی

هر يو ختم دپښتون په خيل خانه دی

دپښتون دهر عسکر شجاعت ګوره

مساوي يې دی غيرت اوکسرانه دی

دپښتون زيب وزينت توره توپک دی

لکه ښځه دلباس په سودانه دی

ای (( اخلاصه)) دپښتون توره ښکاره ده

لــــکـــه لــمــر چې پټ پنا په د نيا نه دی

دليک نخښي نښانې

دليک نخښي نښانې ديوې ښې ليکني دپاره دومره ضروري دي. لکه په خوړو کې چې مالګه واچول سي. نوکه موږ غـواړوچي سمه ليکنه وکړو. نولازمه ده، چي په ليکنه کي دجملو وښه ترتيب اوروان ليکلوته پاملرنه وکړو.نوهغه وخت زموږليکنه ښه لوستل کيږي. چي موږ په خپله ليکنه کې دليک نخښي نښانې په صحيح ډول پرخپل ځای را وړ و.خوکه موږپه دې ونه وپوهيږو،چي جمله چيري پيل سوې ده؟ اوبيا چيري ختميږي؟.نوموږپه لوستلوکې دليکني دستونزوسره مخامخ کيږو. يوه سمه ليکنه موږ ته دهغه دسم لوستلوپه بنسټ را معلوميږي.اوسم لوستل بيا اړيکي پيدا کوي ؛دليک نخښونښانو دصحيح استعمال سره .

داچي دليک نخښونښانوارزښت په نسبي ډول راته څرګنده سو.نودليک نخښي نښانې،بايد وپيژنو.چي په لاندي په لاندي ډول دي .

لومړی : ـ ( ،)

لوموړې:علامه چي د (او) په عـوض کې استعماليږي . نوموړې علامه دوينا دانفصال يا فاصيلې په خاطراودجملودبيلولوپه خاطر استعما ليږي. لکه: په دغه جمله کي . چای ، بوره اوپنير سهارښه خوند کوي . کور،کالي ، ډوډۍ دانسان لومړني ضرورتونه دي .

دوهم :ـ (؛)

داعلا مه چي دشاريې،وقفې اوتم کيدوعلامۍ په نوم سره ياديږ ي. نوموړې علامه د ليکلواولوستلو يوه مؤقته فاصيله رامنځته کوي .لکه په دې عبارت يا جمله کي: مځکه دهغه چاده چي کار پرکوي ؛ نوهرڅوک بايدپرخپلي مځکي خواري وکړي اوحصول يې وخوري.

دريم :ـ  (.) .

ټکی په جمله کي خورا ډيراستعماليږي اوټول وخت دجملې په اخيرکي راځي .خو؛په حسابي معاملوکښي بيادعددونودډيروالي په وخت کې استعماليږي ، خوپه جمله کې په دې ډول استعماليږي. لکه : دهيواد ماشومان پرموږحق لري.موږبايددهغوی سره مينه ولرواوهغوی ته ددرس ښه زمينه برابره کړو.

څلورم : ـ (: ) .

دوه ټکي: سرپرسر په جمله کي يو دمهموعناصرودجملې څخه شميرل کيږي. نوموړې نخښه هغه وخت په جمله کې داستعمال وړګڼل کيږي.کوم چي دلومړۍ جملې وتوضيح اوشرحي ته ضرورت پيداسي.

لکه : درې کاره په لوبوکي ضروري دي : يوبه دلوبووخت معلوم وي بل به د لوبوځای اودريم به دلوبو کسان معلوم وي.

پنځم : ـ ( ـ ) .

داړيکوعلامه ؛ نوموړې علا مه چي په پښتوليکنه کې يې ارزښت ډيردی .په دوه ډوله استعماليږي .

لومړی : په حسابي ليک دود کي : هغه وخت چي يوعدد دبل عدد څخه کميږي نونوموړې علامه په کارلويږي .لکه: ٦ـ ٣ = ٣

دوهم : په جملو کې داړيکو دعلامې استعمال هغه وخت پرځای دی ،کوم چي موږ غـواړو چي ديوې کلمې اړيکي دبلي کلمې سره راولو؛نود اړيکو نخښي ته ضرورت دی. لکه: په دې جمله کې . ټولګی پر ١٠ـ ١٢ کسوهم جوړيږي . يا زموږ ښونځی دوه ـ درې ټولګی نوري غواړي.يا وايو واده ته څوتنه درغلل ؟ واده ته دوه ـ درې سوه کسه راغلل .

شپږم : ـ ( ) .

ددې دوو قوسو په منځ کې نوي نقل قولونه. معترضه جملې .او ديو چا هغه خبري چي دليکني په منځ کي راسي .اودهغه قول يا وينا ښئي. نو ددغو دووقوسونو څخه ګټه اخيستل کيږي . لکه: دپښتويوښه کتاب چي دهر پښتانه ورته ضرورت دی ( پټه خزانه)ده.چي په دې نژدوکي دڅلورم ځـل دپاره چا پيږي .اوياهم زما ورور په مجلس کې داسې وويل:( ماهم هغه کتاب خلاص کړ،چي دافغانستان اوسنی تاريخ يې بيان کړی دی).

اوم دتوپير نخښه : ]  [ .

نوموړې نخښه چي تفريقيه يا دتوپيرنخښه ورته وايو.هغه وخت راځي، چي ديوه چا په نقل قول کې دبل چا نقل قول توپير اوفرق وسي .

لکه : سباوون پرون يوتاريخي کتاب ولوست اودهغه کيسه يې په مهمو ټکوکي داسي راوړې وه  ] افغانستان اوه ځلي ايران په خپل قلمروکې راوستلی دی خوايران يې بيا( پنځه ځله مني) . [ چي نوموړې علامه په نقل قول کې ، بيا نقل قول بيانوي .

اتم دياد وني نخښه  ((  )) .

نوموړې نخښه هم ديوه ليکوال دليکني په منځ کې ، چي ديوه بل ليکوال ليکنه دخپلي موضوع دثقه کولودپاره راځي، نودهغه بيان دخپل بيان دتوپيراويادوني ، په خاطر په دووکوسونوکي نيسي . لکه : دافغان انګليس درې جنګونه دافغانستان په رزمي تاريخ کي يوه مهمه پيښه ګڼل کيږي.اوپه دې باب دکتاب ليکوال ننګيالی بڅرکی داسي وايي: (( موږکه دغه درې جنګونه ګټلي هم دي خو اقتصادموهم په دې جنګوکي وران سوی دی)) .

نهم : دپوښتني نخښه يا ا علامه : ؟

نوموړې نخښه ياعلامه ټول عمر دجملې په پای کې راځي . اوداهغه وخت دضرورت له مخي په جمله کې راځي کوم چي دليکني په جريان کي پوښتنه منځ ته راشي. لکه : زه نه پوهيږم؛چي لرغوني ادبيات خپاره سوي دي ؛ که نه ؟ . خودومره پوهيږم چي کار پرروان دی. اوپه دې نژدوکې به خپريدو ته چمتوسي . ليکوال يې څوک دی ؟ .

لسم : دحيرانتيا نخښه ! .

نوموړې نخښه دتعجب ، حيرت ، امر په وخت کې راځي . اوپه يوه ښه ليکنه کې هميش پرخپل ځای راوړل کيږي. لکه : هو ! ماويلي وه ؛ چي ښه هلک بايد کورته ناوخته دشپې رانه سي . يا پښتانه ! بې اتفاقه دي يا احمده! ته به خامخا ښونځی ته ځې .

يولسم : دلاډيري يادوني نخښه ( … ) .

نوموړې نخښه هغه وخت په جمله کې راځي کوم چي  ليکوال نه غواړي ، چي جمله يې اوږده سي .نوجمله پرې کوي. اوپه عوض کې درې ټکي ايږدي .اوبيا داسي نور ورسره ليکل کيږي .

دبيلګې په توګه : زه په اختر کې عيدګاه ته ولاړم . دمشرانو ليدني ته ولاړم .اوخورا ډيروځا يوته ولاړم لکه ارغنداب، کجکی ،ميونداوداسي نور… . دلته دپای په څلورم ټکي سره جمله ختميږي . ولي دنور څرګندولودپاره يوازي درې ټکي بس دي . په جنګ کې هم دځان تاوان وي هم دمال تاوان اوداسي نور… . تاوانونه پيښيدای سي .

دغريب آ خ

نه مې سته لرګی پر کور

نه سته په نغري کي اور

نه لـــــرم  امـيـد د پــــور

چاته به کومه شور

سبا ته زه غمجن يمه

وږ ی اوبـربنډ يـمـه

نه لرم پيسې پرکور

با مونه مې دي اوس لا تور

نه مي سته بړستن پرکــور

نه مي سته نيالي يا نور

هر ژمی پــريشان يــمــه

په ځان پوري حيران يمه

غريب يمه دغم څه جوړ

ژمی ځوروي می نور

زاړه مي سوله پلار اومور

وســـوځـــم کباب بــې اور

غـم کوم غـــمجن يمه

غمخورته آرزومنديمه

څنګ ته مي دخان دی کور

کــارغواړي لـــه ماڅه نور

څومره زه بد بخت يمه

ناست دغم پرتخت يمه

اوس چې ژمی راغلی سوړ

خــټــي اوبـــاران سو جوړ

غم يې راته جوړکی نور

سيلونه راځي لورپرلور

غــم کـوم غــمجن يمه

غمخورته آرزومنديمه

کــارکــوم خټګريم زه

وژوندته زه خيجل يمه

 

ټوخي مي داکشره خور

تـــبــه مـــود ټولـه کور

نه مي سته دواپرکــــور

نه مي په ډاکټر سي زور

غــــم کوم غمجن يمه

دژوند څه ګيله مند يمه

غمخور ته آرزومنديمه

و يخ ته اند يښ مند يمه

نوکله چي باران سي جوړ

زړه مي راته شين سي نور

کورمي نړوي په زور

کله چي باران سي جوړ

نې سم جوړولای نور

نه لــــرم سړي د پور

غـــم کــوم غمجن يمه

دژوند څه ګيله منديمه

***

خان وايي خوشحال يمه

په پوخ بيلډينګ آباديمه

ګــــدام مي دغـــلې سوپور

ځای نه سته په ګدام کي نور

غم نه لرم ديخ اوسکور

کله چي باران سي جوړ

حج  کوي حاجي سي دی

دکلي لوی قاضي سي دی

هرڅه چي کــــــوي په زور

وايي زړه مې له غريبه تور

هرڅه مي دي خوښ سمسور

ځـــان تـــې لـــټـــــومه نور

غــم کوم غــمجن يمه

دژوند څه ګيله منديمه

نه غــواړي مکتب پرکــور

نه غواړي چي جوړسي شور

نه غواړي دکلي شور

نه غواړي دپوهي زور

 

آح! خودغـــــريب پرکور

خنداوې،وي دخان پرکور

وايي! څومــــــره بيغم يمه

دمسکين څه لاس په سريمه

کله  مي حاکم پرکور

کله مې مــــلأ پرکور

غـريب ته بې پروايمه

په خپل کارکي اګاه يمه

کله چې خيرات کــــړمه

نو خپل شوکت بالا کړمه

سودکوم سودخوريمه

پرخپلو ګټوسپوريمه

خلــک قضاوت کــوي

زما به تل عـزت کوي

کله چي څوک جوړکي شور

په حا کم بې ډ بومه نـــــور

واح!څومره خوشبخت يمه

نــــاست پرزرين تخت يمه

هرڅه مي دي خوښ سمسور

نه غــــــواړم دځــــان پيغور

په هيوادکې چي انډول نه وي

حــق حــقـوق به برابرنه وي

نو خود به يو د بــل پــيــغور

چــلـيـږي به قا نــون د زور

وغورځيد بڅرکی دانګارداور

سوځي په لمبوکي  کلی ،کور

نه سته په نغري کي اور

نه مي سته لرګی پرکور

 

 

ډ يمو کراسي

داهغه لغات دی چي موږيې په ورځني ژوند کي خوراډيراورو.اوهره ورځ يې،په خپلوخبرواتروکې استعمالوو.په ټولنيزژوندکي دډيموکرا سۍ  لغات خوراډيراوږدتاريخ لري.ډيموکراسي دولت وهغه دولت ته وائي: چي دخلکوله خوايې ټوله لوړپوړي چارواکي ټاکل سوي وي.خلک او دولت په خپل منځ کي په صلاح اومشوره سره دولتي چاري پرمخ بيايي اوهغه څوک چي دداسي يوه دولت پلوي کوي؛هغه ته ډيموکراټان وايي.

نوډيموکراسي يوه يوناني کلمه ده چي ددولغاتوڅخه جوړه سوې د ه  .

لومړی ډيموـ يعني خلک دوهم ـ کراسي يعني حکومت .

اوس نو موږددغو دواړوکلمو په يوځای کيدو،داسي پوهيږو؛چي دخلکو حکومت پرخلکوباندي.نوموړي کلمه په يونان کې ددوهمي پيړۍ په شاوخوا کي استعمال سوه.خوورسته يې په ١٧ ـ ١٨ پيړۍ کې په اروپاکي عملي بازار پيداکړ.اودپوهانو دتوجه وړ وګرځيده. اوپه ١٧٩١م کال کې فرانسويانو په قانون کي وډيمو کراسې ته ځای ورکړ.

او( دخلکوملي حاکميت پر خلکو باندي.) په قانون کي ځاي کړل سو. نولومړی په فرانسه کې ځوانان اوخلکي ګوندونه په دې باورسول؛چي بې دخلکودګډون څخه حکومتونه دباوروړنه ګڼل کيږي.اوفرانسويانو ددغي تيوری پربنسټ ،په ١٧٩١م کال کي دخلکوجمهوريت جوړکړ . اودخلکواستازي يې دقانون په جوړولوکي وګمارل . اوپه ټولنه کې سياسي ګوندونو ته آزادي ورکړه . څودټولني په ګټه دډيمو کرا سۍ پر بنسټ خپل افکار دخلکوووفکرونواوذهنونو ته ورسوي.د ډ يموکراسي په حکومت کي دغه لاندي حقوق خلکوته ورکول کيږي.

دخلکوټاکلي استازي ددولت په چاروکي برخه اخيستل.ـ دګوندونو جوړيدل. ـ دخپرو نو آزادۍ. ـ دژوند په ټولوبرخوکې دښځو او نارينومساوي حقوق؛.ـ دعقيدواو مذهبونوآزادي. ـ ټولنيزو ملي او نړيوالوانساني حقوقوته در ناوی. اوداسي نور…. اوس چي مو ډ يمو کراسي وپيژندله نوموږته هغه هيوادونه رامعلوميږي چي چيري ډيموکراسي په عمل کې سته اوافغانستان هم د٢٠٠ م کال څخه ورسته يوځل بيا دډيموکراسۍ ږغ اوچت کړی دی. خومخکې ترډيموکراسۍ يوه مذهبي ديکتاتوري وه .

 

دځنګله قانون

ځنګل هغه ځای وي چي هلته،رنګا،رنګ حيوانات ،ځنګلي وني ، رودونه ،ويالې ، غرونه اودرې وي. په ځنګله کې ميوه لرونکي او بې ميوې وني يادرختي وي. په درختواوځنګلونوکې رنګا،رنګ مرغان پيداکيږي .چي ډيرښکلي آوازونه لري. دمرغانوآوازونه په زړه پوري وي.ځيني خلک ځنګلونه دميلو،ښکار اودحيواناتودعلمي څيړنې دپاره خوښوي.خوپه ځنګلونوکي ډيروحشي اوډارونکي؛خطرناکه حيوانات هم سته. لکه:زمری،پړانګ ، شرموښ ،ګيدړه، کوږ،مار، لړم ،غونډ ک غالبوزه ،فيلان ،سمسارې بيزوګانی اوداسي نور….

خوبرسيره پر داړونکوحيواناتو يولړ نور حيوانات هم سته. چي هغه داړونکي نه وي لکه : وحشي غـوايان ، هوسۍ ، سوی ، ځيني وحشي بزې ، غـرني پسونه او مږونه ، اوداسي نور خزنده ګان ، الوتونکی مرغان اوخطرناکه واحشي حيوانات په ځنګله کې سته .

خوداچي دغه حيوانات په ګډه ژوند سره کوي اوديوه اوبل په غوښو ژوندي پاته کيږي، دوی په خپل منځ کې يودبل په خوی اوبوی ډيرښه پوهيږي . اوپه خپل منځ کې خپل قوانين لري. چي دهغه ترکړني اوتطبق لاندي ژوند ته ادامه ورکوي . په ځنګله کې ډير ستر قانون دزور اوقوت قانون دی .داپه دې معنا چي هر حيوان ډيرزور او قوت درلود؛ هغه حق دی. اوپرنورو حيواناتو باندي باداري او خپل ستر توب کولای سي. چي ودې ته په اصطلاح کې دځنګله دزور قانون هم وای. په ځنګله ګې تر ټولو غښتلی حيوان زمری دی ، چي وروسته تر زمري بيا پړانګ اوکوږ هم غښتلي حيوانات دي. اوډيروخت دوی هوسياني ، غوايان، بزې اونورحيوانات ښکاره کوي . اوهغه بيا په ګډه سره خوري . لومړی ښکار سوی حيوان هغه څوک خوري کوم چي ډيرغښتلی وي.بيا چي غښتلي حيوانات ماړه سول؛نوپاته هغه کوچني حيوانات خوري. څوپه پای کي نوبت ومرغانوته ورسيږي.خوبرسيره پردې چي په ځنګله کې دزور اوزورورقانون روادی،نويولړنورقوانين هم سته،چي هغه هم په ځنګله کې دتوجه وړدي.دبيلګې په توګه که يووحشي حيوان لکه زمری په ګيډه موړ وي ،نوهغه بيا نور کمزوري حيوانات نه خوري. يا په زمريانو کې قوانين داسي دي ؛چي ښکار هميشه ښځه کوي. ليکن دخوړلولومړی حق يې نه لري. او واړه ټول وخت ښځي ساتي. همدغسي په ډول ، ډول حيواناتوکي ځانته قوانين سته . خو يوازي دزور قانون يوعام قانون دی چي په ځنګله کې روان وي. چي په دې باب دبزې اوشرمښ نکل ديادوني وړ دی .

شرمښ اوبزه :

دبزې اوشرمښ کيسه: يوه ورځ په ځنګله کې .يوه بزه چي ښکلی رنګ اوښايسته ښکرونه يې درلوده ګرځيده .ګرمۍ ډير زور پروکړ.نوځکه ډيره تږې سوه.نو دغـره له سره را کښته سوه؛او يو روان لښتي يا ويالې ته يې ځان ورساوه .په لاره کي ډير وارخطا او شاوخوا ګوري ؛چي کوم دښمن يرغـل پر ونه کړي. خو څه وخت چې ځان وصافواوپاکواوبوته ورورساوه؛نوپه ډير تلواريې،داوبوپه چيښلو پيل وکړ.خواوبه سوې لانه وه؛چي وڅنګ ته يې يوليوه يا شرمښ ولاړدی . اوپه سرواو خښميدلو سترګو دبزې خواته په وحشت سره ګوري.لکه چي اوبه څيښي ؟ په دې وخت کي بزه وبيريده اولږڅه داوبوڅخه پرشاه راغله. شرمښ ږغ پروکړ . بزې!! ودريږه ،چيري ځې …تا زما اوبه را خړي کړي دي…

بزې په ډيره عاجزي سره ورته وويل: شرمښ لالا! اوبه خو زما پرخواراځي . ته خولوړولاړيې ،نوزه به څنګه ستا اوبه درخړي کړم…. خو شرمښ په ډير قهرسره ورته وويل بزې!! ډيره اوږده ژبه دي کړې ده…. يوخو دي اوبه را خړي کړي دي. او بل بيا زما سره په اوږده ژبه خبري لا هم کوې… نوزه درواغ وايم؟ اوته رشتيا واي…؟ .

بزې چي دشرمښ سترګوته وکتل نوره هم وارخطاسوه .نودځانه سره يې پريکړه وکړه ؛چي ځان به ددې مصيبت څخه باسي ، نو يې دتيښتي لارغوره کړه. بزې په ځغاسته پيل وکړ. خوشرمښ هم ورپسي منډه کړه. ښه چي دځنګل ويوه حدته راورسيده .نژدی سوچي بزه ونيسي اوويې خوري … چي په دې وخت کي کوږ وليده چي شرمښ ښکار پيداکړی دی. نو سمدلاسه يې دشرمښ لاره بنده کړه ،پر شرمښ يې ږغ وکړ، ای شرمښ! دازما په ښکار ته څه کارلرې؟ته اوس دومره سوې چي زما دکورچرګان اوخواړه خورې….؟ سمدلاسه يې شرمښ را غوځارکړ.اوښه يې وډباوه. بزې ددې وخته ګټه واخيسته .اوپه تراټ يا چابکي سره دغـره وسرته وختله اوهلته هغه اولادونه چي د مور انتظار يې کاوه ورغله اوشيدې يې ورکړې .

زما ګناه

نه مي دچامال خوړلی نه مي څوک وژلی دی

نه مي چاته ورک شه يا ګــم شؤکـله ويلی دی

 

نــــــــــوره ګناه نه لرم په دې ګناه مي مه نيسه

زړه کي مې چي پټ ظالم ته بدغوندي کتلي دي

 

وخت داعتراف دی ګناه خپله درته وايمه

نه يمه منکر په مظـلوما نومي ژړلي دي

 

داګناه د سترګوکه د زړه ده نه پوهيږمه

بدمي چي ليدلي خدايږوبدمي هم بللي دي

 

زه يې په ليد لواوويلـــوګناه ګـــارشومه

نوريې په کولواوعمل باندي ښاغلي دي

 

نــه يــمــه خـا يـن په خيانت د نــوروپوه يمه

پوهه که ګناه وي خلک ټول اوس پوهيدلي دي

 

داچي ډيرکاږه درته ولاړدي ټيټ سرونه هم

ستا مخ کي چي سم نه شوه سم کله چليدلي دي

هيڅ اميدترې مه کړه که څوک ځان دتا غلام ګڼي

مــــاغلا مـــانـــه ذهنيتونـــه پــيــژنـــدلــــي دي

 

لوړمقام ته رسي چي بوټونه پاکوي د بل

ډيرپه دغه شغل رياست ته رسيدلي دي

 

(ګل پاچا الفت د١٩٠٩م ـ ١٩٧٨پورې ژوند)

دپښتوژبي الفبأ

پښتوژبه دمرکزي آسيا يوه لرغونې او تاريخي ژبه ده .ددې ژبي ږغونه دتاريخ په اوږدوکې ،په مختليفوليک دودونوسره ښودل سوي دي. چي لومړی:په اويستايي ژبه کي؛چي په پهلوي ليک ليکل سوي دي.په يوناني ژبه کي په يوناني ليک دود ليکل سوي متنونه. اوبيا په اسلامي دوران کي ،چي په عـربي ليک دودليکل سوي متنونه راپاته دي .

داچي پښتوژبه په هر ليک دودليکل سوې ده. ددې ژبي تاريخي لرغونتوب څرګند دی.پښتوژبه دتلفظ اويا ږغونوله مخي دپوره ارزښت وړژبه ده.پښتوژبه تر ډيره ځايه ډير ږغونه ګړولای يا تلفظ کولای سي. نوپه دغه دليل هم پښتانه دډيروژبودزده کړي توان اواستعدادلري.

پښتوژبه ٤٦ږغونه لري چي په دې کې ٣٠دالفبأ توري يې خپل دي . او٢٢نور تورې دفارسي سره ګډ او شريک توري ګڼل کيږي. د پښتو توري په لاندي ډول دي .

ا ـ ب ـ پ ـ ت ـ ټ ـ چ ـ څ ـ خ ـ ځ ـ د ـ ډ ـ ر ـ ړ ـ ز ـ ژ ـ ږ ـ س ـ ش ـ ښ ـ ع ـ غ ـ ک ـ ګ ـ ل ـ م ـ ن ـ ڼ ـ و ـ هـ ـ ی .

په دې تورواوالفبأ وکې اته توري دي چي په ځانګړي توګه يوازي په پښتوکې راځي .او نوموړي توري بيا په فارسي او عـربي ژبه کي نه استعماليږي.اوکه يې چيري استعمال کي نوڅرګنده خبره ده چي نوموړی لغات به خامخا دپښتو لغات وي.چي وفارسي ته ورغـلی اوهلته منل سوی دی. نوموړي توري  په لاندي ډول دي .

ټ ـ ډ ـ ړ ـ څ ـ ږ ـ ځ ـ ښ ـ  ڼ . که چيري نوموړي توري په دري کي راغلي وي. لکه : پټو ـ پوهنتون ـ تورن ـ ډګرمن ـ ډګروال ـ ستر ـ ډله اوداسي نور توري سته چي په فارسي ژبه کي هم استعماليږي.اوپه همدغه ډول په پښتوکي هم دعربي ژبي ځيني توري استعماليږي. چي  تعداديې لسوتوروته رسيږي.لکه : ص ـ ض ـ ط ـ ظ ـ ق ـ ف ـ ح ـ ذ ـ أ ـ ث نوموړي توري په پښتو اوفارسي کي هم استعماليږي لکه : ثواب ـ خط ـ طبيب ـ مظلوم ـ ضرر ـ ذات ـ قابل ـ صادر ـ فواد اوداسي نوري بيلګې دي . اودغه توري بيا يوازي دپښتو سوچه توري ګڼل کيږي لکه : ړوند ـ ژبه ـ ښځه ـ رڼا ـ سترګه ـ کوټه ـ کور ـ ټولګی اوداسي نور.

 

ښـــــځـــــه

دجهان په ټولوکړوکې چي افضل دی

دادښځي احترام دی چي اکمل دی

دانسان بقأپه مورده که رشتياسي

دادخورپه مينه ورورګوره اتل سي

***

چي نـغــري باندي جوړيږي داخوداده

داددې په مينه ټول بهيراجمل دی

دغيرت اودعـزت محک په دې دی

هرپښتون دپاکي ميني يې محصل دی

***

دادميني خزانه پرمـــېــــنـــه ښه ده

چي په مينه دمېرمني کور عسل دی

په نړۍ کې عزتمنده قوم هغه دی

چي پېغورورته دښځي لوی اجـل دی

***

په عـزت اوعـقيد ت که ورته ګورې

احترام اوپرستـش دې ته اټکــل دی

ددنــيــا په نعـــمـــتــوکــې اول داده

په بـــقــأکې دبشرمي دا اصــل دی

***

که دټول عالم ښادي سره يوځای سي

نه بې تول سي نې لنګر نه يې بدل دی

په عزت يې که څوک پوه نه دی جاهل دی

جاهـل څه؟چي دی په اصل کې اجهـل دی

***

پـــېـــژند نه دانسان په مــيــنــه کــيــږي

داددې مينه تــــــــرټولو ښه عـــمـــل دی

انسانان چي سره او سي مو ر يې داده

که دمور عزت څوک نه لري ارزل دی

چي دخور په مينه څوک پوهېدای نه سي

انسان نه دی،دی په اصل کې خډل دی

زه بڅـــرکی يم حيران چي څې وبولـــم

ددنــيــا ومافـــيــهــامـــي داازل دی

(محمد عـلم بڅـرکي د١٩٢١م ٢٠٠٣م پوري)

 

دبي  بي زينبي ويردخپل وروراعليحضرت شاه محمود پرمړيني

بي بي زينب دميرويس نيکه لوراوداصفهان دفاتح اعليحضرت شاه محمود خوروه . دې دپلار په کورکې له ملا نور محمد غلجي څخه زده کړه کړې ده. بي  بي زينبي په ديني علومو،ادبياتو، تاريخ ، اودهغه زمانو کتابونه لکه :دايرأت المعارف کې زده کړه کړي وه. ددايرأت المعارف څخه يې دغه علوم زده کړي دي. لکه: کيميا ، هندسه اوسياسي علوم يې لوستي وه.حاجي امان الله هوتک په ١٣٣٠هـ کال کې دشاه عالم خان دکورنۍ دغه نارې ليکلي دي او تراوسه پاته دي.

شاه محمود هوتک په ١٧٢٢م کال داکتوبر پر٢٢ نيټه واصفهان ته ننوت.دايران شاه شاحسين صفوي خپل تاج په خپل لاس دخپل سره ليري کړ او دشاه محمودپرسريې کېښود.

دشاه محمود ځانګړنه يوه درحم او مهربانۍ ځانګړنه وه . هغه ډير زړه سوانده اوپرغـريبو خلکومهربانه عادل پاچاؤ. دظلم په وړاندي جنګيده.اوظالمانوته يې دعبرت درس ورکاوه. خو ويل کيږي. چي شاه محمود په ډيره ځواني کي وفات سو.نودده پروفات باندي. دهغه خور بي ، بي زينبي داسي ويرنه کړې ده. چي په واقيعت کي . دشعري نظم له پلوه پوره ارزښت لري. او دشاه محمود په وفات سره په سيمه کي پوره بي نظمي را منځته سوه. اود پښتنو امپراطوري دسخت خطرسره مخامخ سوه. او دشاه محمود په وفات نه يوازي افغانان ؛بلکي ايرانيان هم خوار سول اوسخت خوابدي سول . نوموړی وير په سيمه کې يوډيردروندوير ؤ. چي په سيمه کې اغيزي وښودلې. اودهغه ويرنامه په خپل وخت کي يوه مشهوره ويرنه وه. چي دهر افغان په خولوکې زمزمه کيده . اوهر افغان په دې ويرکي ځان شريک ګاڼه . نوموړې ويرنامه دپښتني ناروپه نوم هم شهرت لري .ددې شعرنوم دی( مرثيه دشاه محمود جنت آشيان) .

ويـــرنه

ږغ سو چي ورورتيرله دنيا سونا

کــــنـــدهــــا رواړه پــه ژړاسونا

زړه ګی په ويرکې مبتلأ سونا

چي شاه محمود له ما جلاسونا

داروڼ جهان راته تورتم دی نا

زړه دبيلتون په تيغ کړم دی نا

هوتک غمجن په دې ماتم دی نا

د پـاچـهـــي تاج مو برهم دی نا

چي شاه محمود تير له د نيا سونا

کند هـــا ر واړه په  ژړ ا  سو نا

****

ځوان ؤ ميړه دتورې جنګ و نا

ولاړ د کــام په نا مو ننګ ونــا

دښمن له ده په وينو رنګ ونا

پرميدان شېرو يا پـلـنـګ ونـا

افسوس چي مرګ دده په خوا سونا

کند هـــا ر  واړه  په   ژړ ا سو نا

****

محموده  نه  يوازې  خور  ژاړي

پرمرګ دي ټوله کلی کور ژاړي

خپـــلــوان لا څه  پا چا دورور ژاړي

لښکر   سپاه   د پــلي   سپور   ژاړي

پښتون دې ټول په وا ويلا سو نا

کندهار   واړه   په  ژړا   سونا

اصفها ن پا ته  تاج  نسکور عا لمه

چې شاه محمود سونن په ګورعالمه

 

د پښتون لمر سو تياره تور عالمه

را ته د ښمن به  په  پيغور عالمه

چي پاچا  ولاړ پښتون ګـــدا سونا

کند هــــا ر   واړه   په ژړا سونا

****

لــښــکر سو خپور پښتون ولاړ دی اريان

په خا ورو ځا ی کا شاه  محمو د عـليشا ن

پا ته سو تـخـت و تاج د ټو ل اصفها ن

زړه يې را سوړ سو کا خوښي دښمنان

وايي پښتون اوس بې   پا چا  سونا

کــنــد هـــا ر  واړه  په ژ ړا سـو نا

****

آ سمانه  بيا دې څه ستم  کا څرګند

و شلا وه تا چې د پښتون  و  پيوند

دښمن دې بيا زموږ په وير کا خور سند

چې شاه محمود  دې  کا په قـبـر کې بند

پر کور وير شور و غوغا سو نا

کند هــا ر  واړه  په  ژ ړا  سونا

****

هو تکو ژاړی محمود شاه څه سونا

پښتنو  ستا سو لوی سپاه  څه سونا؟

له اصفهانه تر فراه  څه سونا

د  پښتنو  پرتــم   پناه   سونا

پا چا چي  وو حشمت  پناه سونا

کند ها ر  واړه   په  ژړا  سونا

****

محموده ځوان وې ولي ولاړې له ما

له تخت و تا جه  پر څه  سولې  جلا ؟

ا صفها ن   ولــي   پاته   سونا  له  تا

سردې راپورته کړه چې څه کړي اعـدأ

دښمن  ولاړ  بيا  شاه  اوخوا  سو نا

کندهــا ر   واړه   په   ژړا   سو  نا

****

اورم  نارې  دغم  چې  کړينه  فريا د

پښتون په مرګ دشاه محمود سو برباد

زړونه چې تل به وو ښاد من سول نا ښاد

مـــا تــم  زده  پـــيــرو  بــرنــا  ســو نــا

دساندو ږغ دی چي را وړينه يې باد

کــنــدهار    واړه    په   ژړا   سونا

وروره مقر دې ستا مؤلا کا جنت

در دې کړي تا ته پسله مرګه راحت

روح دي سه ښاد په لويه ورځ دقيامت

مخ دې ؤروڼ دخدای په مهرو را حت

دخا لق رحم تـل پرتا سونا

کند هار واړه په ژړا سونا

بي بي زينبه يوه سيا ست پوه ښځه وه . اودوخت په شاهي دربار کې دفتري کارونه هم کول . او پاچهانو ته به يې صلاح او مشوره ور کوله . دې پښتنې ميرمني به دتورياليو ستاينه کوله .او موږ اوس هم ددې څخه دغيرت درس زده کولای سو. اوددې يوبله حماسه هغه وخت په شعرکې له خولې ووتله: چي د سيدال خان ناصر سترګي نادرافشار وروايستې ، نو پرپښتنو يې ډيره بده اغيزه وکړه ، اوبي بي زينبی داسي ويرنه پرې ويلې ده :

پښتنې لا دسيدال پــر ستــرګوژاړي

نادرله کامه نور سپن ږيري غواړي

يوبل ځای بيا وايي :

که ځاله ده زړه مې د غمګي ځا له

ما و يل  را به  سليما ن  خيل سي

اوس خبرسوم له ړندوالي د سيداله

بل ځای دمحمد شهزاده (دشاه حسين زوی) په باب داسي وير کوي .

ليونۍ له ډيره ګورومه پښتنې دي – مـحـمـد خان نـا در نيولی

په پښوکې يې بې ډوله زولنې دي

بي بي زينبي پښتنو ته ديوالي اووروولۍ لار ي ښودلي دي.او هميشه يې په پښتنو کي دوحدت فکرونه روزلي دي .

روغتيا

روغيتا د هر انسان دپاره يو ضروري شی دی . کله چي دانسان وجود ناروغ نه وي؛ نو دغه ته روغتيا واي. ناروغي دانساني ژوند تر ټولو لويه دښمنه ده. ځيني ډاکټران اوبيالوژي پوهان په دې عقيده دي.چي سالم وجود دسالم اوتندرسته عـقـل اوفکر لرونکي وي.نوهرانسان بايد په هروخت کې وخپل وجود ته پوره پاملرنه وکړي . او هيڅ وخت پرې نه ږدي؛چي وجود اودوجود سلامتي يې په خطر کي سي.اوهرانسان بايدپه هروخت کي دهغه څه څخه ځان وژغوري؛چي دده وجود ته ضرر لري .اوهغه څه چي وجوديا بد ن ته تاوان پيښوي په لاندي ډول دي.

لومړی : دنشه يي توکو څخه ډه ډه کول. چي داعبارت دي. له : سګريټ ـ چلم ـ نصوار ـ چرس ـ تارياک ـ شراب اوداسي نور. چي انسان پرې نشه کيږي .

دوهم : دمکروبونو څخه ځانونه ساتل؛انسان بايد دټولوهغه شيانو څخه ځان وساتي ؛ چي دده وجود پرې چټل اوناپاکه کيږي .

دريم : دبې ځايه عصبي کيدو څخه بايد ځانونه وساتل سي . او خپل وخت په روحي خوشحالي اوقوي اعصابو سره خوشحاله اموخته کړي. اود ستونزو په وخت کي ددې پر ځای چي  عصبي سو؛بايددستونزود حل لاره اوچاره وسنجوو.اودحل لارې ولټوو. همدغسي ځانونه دستونزو څخه وژغورو اوپه هر وخت کي مخکي له دې  چي دستونزو سره مخامخ سو بايد ژور فکر وکړو.

همدغسي دصحت اوروغتيا دپاره زموږ وجود وښوخوړو غـزا  پروخت اوپه اندازه خوړوته ضرورت لري.ښه خواړه هغه خواړه وي چي ويټا مينونه اونور ضروري توکي ولري.اود وجود انرژي په هغه اندازه چي بدن يا وجود ضرورت ولري دخوړو دلاري تر لاسه کړو . هغه خواړه چي زموږ وجود را بشپړه کوي په لاندي ډول دي.

لومړی : هغه خواړه چي پروټينونه لري لکه : غوښه ـ کبان ـ هګۍ ـ شيدې ـ لوبيا ـ دال نخود اوداسي نور .

دوهم : دوجود ساتونکي خواړه: داهغه خواړه دي چي ويټامينونه او مينرالونه لري . لکه : ويټامين ای (A) بي (B) سي (C) ډي(D)  . مينرالونه لکه: اوسپنه او کلسيم . په نوموړو ويټا مينونو باندي وجود سالم ساتل کيږي. او هميشه دوجود فعاليت په ښه توګه سرته رسيږي.

دريم : دانرژۍ توليدونکي خوړه:دا هغه خواړه دي چي دوجود دپاره قوت او طاقت توليدوي. انرژي په وجود کي ذخيره کيږي او دکار او فعاليت په وخت کي بيرته په مصرف رسيږي. ډيره انرژي په قندونو غوړيو ـ عسلو ـ خورما اوداسي نورو خوږو اوقندي موادوکي سته .

دښه وجود په ساتلوکي برسيره پرښو خوړواوښوويټامينونواوانرژۍ د انسان وجوديولړ نوروشيانو ته هم ضرورت لري لکه : سپورټ ـ دوجود پاک ساتل .

لومړی ـ سپورټ : سپورټ هغه جسماني فعاليت دی چي دانسان دوجود ذخيره سوې انرژي مصرفوي.اودوجود څخه يې باسي.که دانسان دوجود انرژي مصرف نه سي نو انسان دستي دبورې په ناروغۍ اودزړه په ناروغي اخته کيږي .

دوهم ـ پاکي : پاکي هم دوجود په ساتلوکي ډير ارزښت لري او وجود هغه وخت سالم وي چي دوجود پاکي په نظرکي ونيول سي. دوجود پاکي عبارت ده له :غاښونو پاک ساتل،مخ ، لاس ، پښې اونوروجود په هر وخت کې پاک ساتل . اوهمدغسي ټول عمر پاکي جامې اغوستل دوجود سلا متيا ته ګټه رسوي. نودوجود ساتل دژوند په ټولو شيبو کي ځکه ضروري دی؛ چي که انسان ناروغه سي نوبيا دژوند کارونه په ښه توګه سرته نه سي رسولای . اوهميشه په درد ، ستونزو او دځان په خوږ اخته وي. نوښه صحت چي دانسان دپاره يوښه نعمت دی . بياپه ساتلو کې بايد په پوره غورسره پاملرنه وسي. اوپه همدغه ډول ښه صحت ديوه انسان دپاره په دې خاطر هم ضروري دی چي ټولنيز کارونه په ښه صحت اوښه فکر سره تر سره کيدای سي . که يو نفريا يوانسان ناروغه اوپه درد اخته وي. نو به هرومرو دهغه فرد سره دهغه کورنۍ هم په ستونزو اخته وي او په ټولنه کي به درحم او زړه سوي وړوي اوپه نتيجه کي به ټولنه هم ورسره په ستونزو اخته وي . نوموږداسي نتيجه هم اخيستلا سو چي زموږ وجود يا دانسان وجود يوازي په هغه انسان پوري تړلی نه دی ؛بلکي دهر انسا وجود په يوډول نه په يوه ډول دټولني سره هم اړيکي لري . داځکه انسانان يودبله سره ټولنيزژوند لري . هغه ټولني چي دخلکو صحت يې سالم وي نو هغه ټولنه هم سالمه اوپرمخ تللې ټولنه وي .

انسان

انسان يو بيالوژيکي ژوندی موجوددی، چي دافزارو اووسايلو جوړونکی دی.

انسان دخپل پيچلي او پرمختللي مغزپه وسيله طبيعت او کائينات په خپل خدمت کي درولي دي. او دطبيعت څخه دځان په ګټه استفاده کوي. انسان دپيښو څخه نتيجه اخلي. او هغه په خپلو تجروبوکي شامله وي . انسان يوازنی موجود دی چي دخپل ښه فکر په بنسټ خبري کوي .اود پوهولو اوراپوهولو وسيله يې خپله ژبه ده. انسان هغه وخت پر نورو حيواناتو باندي غالب او بريا لی سو. چي هغه دکار وسايل جوړ کړل. او نورو حيواناتو دومره پرمخ تللي ماغـز نه درلودل. په لومړي سرکي انسانانو دکاروسايل په دغه درو پړاونو کي سره سم او جوړکړل .

لومړی ـ دډبرو دتوږلو پړاو : په دې پړاو کي انسانانو دځان دژغورني او دښکار دپاره ډبري پيداکولې .او هغه به يې توږلې اوتيرې کولې به يې.څو دنورو حيواناتو څخه هم ځان وژغوري او هم دخپل خوراک دپاره ښکا ر په وکي.

دوهم ـ دډبرو دصيقلولو پړاو : دا مرحله يا پړاو تر لومړنۍ مرحلې يوه اندازه پر مخ تللي مرحله ده . په دې پړاوکي به انسانانو هم ډبري توږلې او هم به يې بيا ښکلي صيقلولې اوښايسته کولې. يعني يوه اندازه صليقه يې نوره هم ورسره ډيره کړه .

دريم ـ دفلزاتو پړاو : دانساني ژوند يوه مهمه دوره يا پړاوهمدا دی ؛ چي په دې پړاو کي انسانان په دې باندي بريا لي سول. چي کلک او سخت فلزات کشف اوپيدا کړي . په دې دوره کي انساني ژوند دومره پر مخ ولاړی، چي انسانانو اور هم وپيژنده او داور په وسيله يې فلزات ويلي کړل او دخپل ذوق سره يې سم دکار افزار ځني جوړ کړل .

دفلزاتو په دوره کي انسانانو داور خورا لويه اختراع وکړه اود اورپه کومک يې غزايي مواد پاخه کړه. اودحيواناتو غوښي يې داورپه وسيله سره پخې کړې.چي نوموړي پخې غزاوي دانسان دښه مغزاو ښه صحت سبب سولې.اولاپسې نوريې دژوند په چاروکي پرمختګ وکړ.نوانسانان دحيواني نړۍ څخه رابيل سوه.اودځان دپاره يې انساني ډوله محيطونه لکه: کلي اوکورونه جوړکړل.اوټولنيزژونديې چي دانساني ځانګړنويوه برخه ده ځانته  جوړ کړ.اونور حيوانات يې دځان په خدمت کي ودرول.

بندي  مرغۍ

چي چيغيږي په قفس کې دامرغۍ

وائي واورۍ زما ناره دآزادۍ

دبهر مرغان آزاد اوجوړه ګرځي

ماته نسته حق حقوق دآزادۍ

***

طلا ئي قفس په شکل کې ښه ښکاري

هم مې شته ده په پيالو کي دانګۍ

دچيني لوښوپيالې ماته پرتې دي

هم مي شته ده ښکلې ، ښکلې آبخورۍ

***

سيلا نيان مي دفرياد ننداره کاندي

هـم مـي بــولــي په نامه د کــنــرۍ

وباغـچواووګلا نوته مي بـوزي

کړم نارې او غــلـبـلې دپردېسۍ

***

دخوراک متاع که هرڅومره وي زياته

هيڅوک نه غواړي قفس ددلتنګۍ

آزادي خو لوی نعمت ده هر ساه دار ته

که نه واوره دقفس ددې مرغۍ

***

استعمارچي هيوادونه ځانته ښکيل کړي

دښکيلا ک به هم چيغاروي پرنړۍ

دنيا وال که نه پوهيږي نودي واوري

زده کړه کيږي دقفس ددې مرغۍ

***

ا فغا نا ن په آزادۍ  باندي  پوهيږي

ځکه   ولاړې  ککرۍ  پر آزادۍ

که مې ژوند نه وي آزاد ځان به نثارکړم

خوښ مې نه دی بنده ژوند دبنده ګۍ    (( ننګيالی ـ بڅرکی))

مــــــو ر

چي په شپه وې نا آرامه

درد په درد کي نا قراره

موروتاته وه بې خوبه

ستاوسرته ناسته موروه

بيا يې لوی کړې په شيدو

څــوولاړسولې پــــر پښو

په ناز،نازئې لويولې

په هوس يې غـټولې

پاک خواپاکی يې ساتلې

هميشه به يې څارلې

نازولـــی پرخپل کوروې

په پسته غيږکي دموروې

موربه ويښه ته ويده وې

اتمنان دخپلي مـــــوروې

ته په هيڅ نه پوهيدلې

مورپه هرڅه پوهولې

عـقـل منديې لـــويــولې

د سيالانويې سيال کړلې

نازولی دخپل موروې

معتبره دخپل کوروې

که نامداريې فن دموردی

افتخاردي خپل دکوردی

بيا چي ورو،ورولويدلې

ا فــتــخاردقــوم ســولې

قوم  ستا په  نامه جوړدی

افتخاردي کورپه کوردی

هراولاددمورپه کړودی

بس ارمان دهري موردی

 

فيلسوف مور زيږولی

قهرمان ځيني جوړسوی

هـــرپاچامورزيږولی

بيا پاچاځيني جوړسوی

هر راهبرزيږي له موره

داد مورغــيږه وګــوره

کورنۍ پرموروي جوړه

حـــق اداکه دخپل موره

جـــــهـــان هم مــورده منلې

په هرکال کې ورځ نمانځلې

مور ځانګوده ځنګولې

دانړۍ يې ده ساتلې

پسله غيږي څه دمور

ښوونځی غـېږه دمور

مورخومشره دخپل کور

احترام حق دی د مور

دننګيال بڅرکي موروه

مهربانه پرټول کوروه

دمور مينه

يوورځ يوه بيعقل اوبد بخته زوی خپله مور په څاه کي واچوله . او يوڅه ګړی ورسته وڅاه ته ورغـی.څووويني چي موريې مړه ده که ژوندۍ ؟ څه حال يې دی .نوڅه وخت چي وڅاه ته ورنژدې سو اوسريې وڅاه ته لاندي ورکوزکړڅودمور حالت وويني  په دې وخت کي چي زوی وخپل مورته وکتل ؛نو موريې ږغ پرخپل زوی وکړاووې ويل: زويه نژدې مه راځه ؛نه چي ته هم څاه ته ولويږي څاه ډير خطرناکه دی ،دڅاه څخه ليري سه زويه ! چي په څاه کي ونه لويږې .

دپښتو ژبي ګرامر

په هره ژبه کي ، ژبني جوړښتونه موجود وي .اوهغه ژبه په روانه توګه ليکني او خبري اتري په کوي.پښتو ژبه چي يوه لرغـونې ادبي ژبه ده، خپل ځانته ګرامري اصول او قاعدې لري. نوګرامر يعني څه؟ .

ګرامر: هغه علم ته وائي چي موږ ته د جملودرست اوصحيح جوړښت راپه ګوته کوي.. په ګرامرکي دجملو ټول جوړښتونه ،توکي ، ځانګړني اواصول. دکلمواوجملودښه جوړښت اواړيکوپه خاطر راښئي. ګرامرته په انګليسي ژبه کي (syntax)  وايي .

کلمه : هغه معناداره لفظ دی چي لږترلږه ددو، تورو څخه جوړسوی وي. لکه : هلک ، ښه ، ځي اوداسي نور…

خو دکلموديوځاي کيدو څخه بيا جمله جوړيږي.لکه: کورته ځم ، کورته نه ځم ، اوبه نه چيښم  ، ډوډۍ خورم ، دبريالي ورور، احمد ښونځی ته ولاړ، احمد محمود وواهه اوداسي نور…. جمله پر دوه ډوله ده .

لمړی: ـ بشپړه جمله  دوهم : نيم ګړې جمله.

لومړی : بشپړه جمله وهغه جملې ته وايي ؛ چي په بشپړه توګه اداسي اوپوره مطلب وښئي. لکه:بريالی ډوډۍ په هوټل کي خوري.يا دی ژر،ژر نه سي تللای ، پرون ښونځی ته پروخت ورسيدم .

دوهم نيم ګړې جمله : هغه جمله چي مطلب په بشپړه توګه نه سي ترې اخيستلای. نيمګړې جمله ورته وائي. لکه : احمد قلم ، بريالی اوبه ، زه خټکی اوداسي نوري نيمګړي جملې سته. چي معنا نه ورکوي اوپه ګرامري لحاظ نيمګړي وي . جمله ددرورکنونو څخه جوړه وي لکه پيل(مبتدا ) ٢ ـ ختم ( خبر ) ٣ ـ اړيکه (ربط )  .

پيل: ـ  چي مبتدا هم ورته وايي. لکه: احمد نا جوړه دی ـ په دې جمله کي احمد دجملې پيل سواو ناجوړه دجملې خبر سواو دی د جملې اړيکه ده. يا دکور دروازه وتړه . چي په دې جمله کي هم کور پيل اوتړل يې ختم دی. او دی يې اړيکه يا ربط سو. اوس نوکه چيري يوه جمله دڅوکلمو څخه جوړه سوې وي او خپله پوره معنا څرګنده کړي نوپه نوموړي جمله کي به  دغه لاندي توکمونه دکلمو په ډول سره استعمال سي. څوموږ وپوهيږو چي دجملې اصلي رکنونه دڅه شي څخه جوړدي .

اسم (نوم ) ـ ضمير ـ صفت ـ فعل ـ قيد ـ وصل ـ ربط اوداسي نور. جزيات يا توکمونه چي دجملې ګرامري جوړښت ښئي .

لومړی : نوم ـ هغه کلمه ده چي ديوشي اصليت بيانوي لکه ميز، څوکۍ ، سړی، سپی، غـوا ، کاغـذ ، ښونځی، هالينډ، ژړا، خندا اوداسي نور… .

نوم دوه ډوله دی لکه عام نوم  ـ خاص نوم .

عام نوم : چي پر ټولو څيزنودلالت کوي لکه :هلک ، کتاب ، ښار ، قلم ، سړی، خر اونور .

خاص نوم : ـ چي پر خاص ځای او خاصو شيانو دلالت وکي لکه : افغانستان ، کندهار ، ننګرهار آرزو ، روښان ، لمر اوداسي نور شيان .

دوهم ضمير : ـ هغه کلمه ده؛چي په جمله کي دنوم پرځای دوخت دلنډوالي دپاره راځي. لکه : ته ، زه ، زما، ستا ، دده ، دا ، دغه  ،تاسي ، موږ ، زموږ ، ستاسي ، ددغـو ، ددوی اوداسي نور ….ضمير درې حالته لري . لکه خبري کونکی (متکلم ) ـ مخامخ(مخاطب) ـ ناسوب (غايب )

١ ـ خبري کونکی : هغه څوک دی چي خبري کوي لکه:زه کورته ځم.

٢ـ مخامخ : هغه څوک دی چي خبري اوري .ته کورته ولاړسه (ته) مخاطب يا خبري اوريدنکی دی .

٣ـ ناسوب يا غايب : هغه څوک دی چي خبري کونکی (متکلم) دمخامخ يا (مخاطب) سره دده په بارکي خبري کوي .

صفت : ـ صفت هغه کلمه ده؛ چي په جمله کي پرنوم اغيزه ښندي.لکه: تور سړی ـ ژړه غوا ـ نوی کتاب ـ زړه ميوه ـ  بدهلک ـ ښايسته نجلۍ اونور … دلته تور، ژړه ـ نوی ـ زړه ـ کوچنی ـ ښه ـ صفتونه دي .

فعل : ــ هغه کلمه ده؛ چي ديوه کارکول ښکاره کوي.لکه: ځم ـ ژاړي ـ خاندي ـ راوړي ـ خوړل ـ ګوري ـ  کښل اوداسي نور دي .

فعل دوخت اوزمانې په لحاظ پردرې ډوله دی لکه :١ حال (اوس ) ٢ ـ ماضي (تيره زمانه) ٣ ـ استقبال يا راتلونکې زمانه .

١ ـ اوس :يا حال. هغه وخت ښی چي يوکار اوس کيږي . لکه ځم ـ ليکي ـ خوري ـ وړي اونور .٢ ـ تيره زمانه : چي  يو کارپه تيروخت کي سوی وي . ٣ ـ راتلونکې زمانه : چي يوکار په راتلونکې زمانه کي ترسره کيږي . لکه : بريالی به انګورراوړي ـ تاسي به تاريخ تر نهمي پاڼي پوري زده کړی . هيوادبه سمسورسي . دوی به ولاړسي .

قيد

قيد هغه کلمه ده چي په جمله کي پر فعل ، صفت اوقيد باندي تاثيروکي . لکه په لاندي جملوکي.

جان محمد په سورکميس کي بازارته ولاړ.حميرا په خندا کورته راغله. دغورځنګ کورپه ځنګل کي دی . اونور. دلته سور ـ خندا ـ ځنګل دقيد کلمې دي .

دوصل توری: داهغه توری دی. چي دوې جملې سره نښلوي.لکه: په لاندي جملو کي .

احمد او محمود ـ ده وويل چي دی ناروغه دی. دی راغـلی. مګردوی را نه غله . که څه هم ته په کور کي نه وې. زه را غلم . دی به درسي که ته غواړې .يا دی؟ يا دا به؟ موټروچلوي.هر څومره چي مي درته وويل غوږ دي ونه نيوی . احمد رانه غی. لکه چي نا جوړه و. اوس نو په لوړو جملو کي ( او، چي ، مګر ، که څه  هم ، که ، يا … يا ، هرڅومره چې ، لکه چي . ) دوصل توري دي .

دربط يا اړيکو توري : ـ  دربط توری داسم يا ضمير سره يوځای را ځي او داسم يا ضمير ربط دفعل سره ښيي . لکه : احمد محمود ته وويل . ما په ښوونځی کي لوست ووايه . اوس نوپه دې جملو کي ( ته ، په ) دربط توري دي . خودربط نورتوري لکه : پر ،تر ، له ،سره ، څخه ، و ، د ، پورې ، باندي ، په اونور …

تمرين : که تاسو دګرا مر لومړي نومونه پيژندلي وي نودلته به په جمله کي تاسونوم، صفت،  قيد،ضمير، فعل، ربط اوپيونديا وصل وښاياست .

لومړۍ جمله : احمد په نوي کالو کي کارته ولاړ . سباوون په خپله خونه کي ويده دی . د کور غله نه نيول کيږي . راځۍ چي دشيريخو ميله وکړو . ما اوتا دواړو پريوه ځای ښونځی پيل کړ . نوته بيا ولي اوس په شپږم ټولګی کي يې . سګريټ زما اوستا دپاره ښه نه دي . هغه توره ښځه ډيره مهربانه ده . دماهي غوښه ډيره ګټه لري . هيواد پر هرچا ګران وي . خو افغانان دهيواد دپاره ترسرلاهم تيردي . تا وډوډۍ ته نانا ويله چي زما ضرب الزباني زده وه.اوداسي نوري جملې دي.زده کونکي دې دکورني کار په حيث کارپرې و کړي .

مات وزری طوتي

يووخت د ارغنداب په ښکلواوشنو باغونوکي هرډول ښکلي مرغان په ډلو ، ډلو ګرځيدل.اوهر لوري ته به يې دښکلو نغمو آزانګې ترغوږو کيدې. مرغانوبه په پټو ځايونواولوړوونوکي دخپلوبچيانودپاره دامن ځالې جوړه ولې.پرهغـوی خپل بچي ګران وو.اودوحشي حيوانا تو طبعي بادونواوبارانونواوداسي نوروهغه شيانو څخه به يې خپله ځاله خوندي ساتله؛ کوم چي به يې خطر ځني ليده .

دمرغانوپه منځ کې شنو طوتيانوهم دارغنداب دباغونو ښکلا ور ډيره کړې وه. په دې وخت کي يوه جوړه ښايسته او ښکلي طوتيان چي دډيري لرغوني زمانې څخه يې دپلرونواونيکونودوخته په ارغنداب کي ژوندتيرکړی واوددې سيمي دټولوشاوخواڅخه باخبره وو.دخوړلو ځا يو نه،داوبودچيښلوځايونه ،دخطر ځايونه اوهرڅه ورته معلوم وه. دادوه طوتيان چي دژوند ښه ملګري ښځه اونروه يعني ميړه اوماينه (ميرمنه)وه چي يوه ښکلې جوړه يې جوړه کړې وه. دوی ځوانان وه .او دواده ثمره يې درې دانې هګۍ وې.چي ديوې جيګي وني په يو خوندي ځای کي يې په يوه پسته ځاله کې اچولې وې . دوی په خپلو راتلونکو بچيانو ډير خوشحاله وو. اوپه ډيره مينه به يې خپلي هګۍ ترخپلي سينې لاندي نيولي وې.اوشاربلې به يې هرلحظه به يې هګۍ تر خپل نظرلاندي نيولي وې. هميشه به دغلودانو اويا غزادپاره ميړه بهرته وتی او ښځه به يې داينده اولادونويا هګيودشاربلودپاره په کورکي پريښودله.طوتي به برسيره پردې چي غلې دانې به يې راوړلې، دنورومرغانو څخه به يې خپله ځاله اوکور هم ساته. کله چي به يې غـزا دځانه سره وکورته راوړل نو به يې بيا دکور په شاه وخواکي دخپل کوره څخه ليدنه کوله څوغليم حمله پر ونه کړي . په دې وخت کي ښه ډيروخت تيرسواويوه ورځ چي طوتي دتازه ميوې سره کورته راغی ؛نو ښځي يې زيری پر وکړی اوپر ږغ يې کړ! مبارک دي وي؛زموږ بچيان دهګۍ څخه راووتل . طوتي په ډير تعجب سره په لوړ ږغ ورته وويل رشتيا !! . همدغه ډول په کورنۍ کې خوشحالي نوره هم ډيره سوه .

په همدې ډول طوتي دپخوا په څيرهرګړی باغونوته ځي.او خپلي کورنۍ ته.ډول ، ډول خواړه اوغلې دانې راوړي. او دونوپرلوړو ښاخونو دخوښۍ سندري وايي . خو پسله هغه چي طوتۍ په دې بريالۍ سوه چي چيچان يې له هګۍ  څخه راووزي ؛نو ځيني ،ځيني وختونه به خپله هم دځالي څخه راولاړيده. او دونوپه سرونوکي به يې د خپل ملګري سره سندري ويلې.اودليري څخه به يې دخپلو بچيانوننداره هم کوله. خو بيا هم دغلودانو پيداکول دنر طوتي دنده وه. خو څه وخت چي به يې دژوند ملګری کورته راغی. نو بيا به يې ښځي پوښتني ځنې کولې. او هغه به هم دباغونو اوشاوخوا حال او احوال ورکاوه. يوه ورځ يې دژوند ملګری وځنډيده ښځه اوماشومان يې دغـزاپه اميدناست وو.اوماشومانويې دلوږي څخه شورجوړکړی وو.خوبياهم طوتي رانه غی .ښځه يې په وارخطائي سره کله دباندي ګوري اوکله بيا وماشومانوته تسلي ورکوي؛که ګوري چي په دې وخت کي طوتي په ډير بد حالت کي په وينو سور ديوه ښاخ څخه پربل ښاخ وځالي ته راورسيد. اوږغ يې کړه  مرسته !!، مرسته او مرسته راسره وکړی.ښځي يې هم دستي مرسته ورسره وکړه. په کورکي هغه نرم اوپوست ځای ورته خوشي کړ اوسمدلاسه يې دزخمي ځايونوپه پاکولو پيل وکړ او په خپله ژبه يې ټپونه ورته پريولل او خپل دژوند ملګری يې ارام ته پريښود اوخپلو بچيانوته يې خپله غلې دانې راوړې .

پسله هغه چي طوتي يواندازه پر هوښ راغی. نويې ميرمني ځنې وپوښتل: چي داټول څنګه وسول ؟ ته څنګه په وينو ولړل سوې؟ اوکوم ظالم وويشتې؟ اوداسي نور سوالونه يې په پرله پسې توګه ځنې وکړل .

طوتي په داسي حال کي چي زخم يې لانه وجوړسوی اودسترګوڅخه يې د دردله کبله اوښکې توې دې اوله درد څخه يوه اندازه په تکليف هم وخپله قيصه يې داسي ورته را پيل کړه ….

هغه وخت چي ما غلې دانې ټولولې يولړ خلک مي شاوخواته تلل اوراتلل خو ما به هم هغوی څارل. او هغوی به هم زما تماشه کوله. اوپه خوښۍ به مي خواته تيرسول. اوهره ورځ به دنن په شان انسانان زما شاوخواته تيريدل او هغوی به زما ننداره کوله او څه ناڅه غـلې دانې به يې هم زما خواته را اچولې اومابه مننه ترينه کوله .خوداځل يوکس چي رنګ يې دانسان وو؛ولي خوی يې دانسان نه ؤ . خوزه دهغه په خوی نه پوهيدم. هغه پرما بيله دې چي زه دهغه سره کومه دښمني ولرم ؛هغه پرما يوناببره ډزه وکړه. اوما هم يوه لويه ناره وکړه اودوني وسرته والوتم اوهلته مي تريوې پاڼي لاندي ځان غلی کړ. هغه په ماپسي ډيريوې اوبلي خواته و کتل خوزه يې دنظره ورک سوم .نوما چي خپل حالت وليد نومي دکور پرلوري دتلو تکل وکړ اوپه ډير تکليف سره مي ديوه ښاخه پربل ښاخ اوديوې وني څخه پربلي وني دکورپرلور ځان تاسو ته را ورساوه.

ښځه يې په داسي حال کي چي اوښکي يې لار په لار بهيدلې ځني پوښتنه وکړه! تاهغه سړی پيژانده؟ تا هغه سړي ته کوم تاوان رسولی و؟ تا دهغه سره کومه پخوانی دښمني درلودله ؟ نوپيښه څه وه …؟

طوتي په داسي حال کي چي ددرد څخه يې وزر ريږديده وويل : ما هغه نه پيژنده ؛خوماچي هغه ته کتل ؛هغه پټ ،پټ زما خواته راروان وو… دهغه حرکتونه داسي وه ؛لکه يوڅه چي غلا کوي . هغه دنورو انسانانو څخه بل ډول ؤ . داځکه چي هغه توپک درلود. اوزه نه وم خبر چي دتوپک خلک دنورو څخه بيل دي . هغه داسي خپل مخ پوښلی وو؛چي تا به ويل هغه خپل مخ خلکوته نه ښئي. داځکه چي مجرم هميشه په نقاب کي ګرځي. خواوس ماته معلومه سوه چي انسانان دوه ډوله دي .

داسي خلک چي توپک لري او خپل مخ يا څيره پټوي. دهغه څخه بايدهر څوک نفرت وکي. ولي هغه ډوډۍ دتوپک په زور لاس ته راوړي.

دوهمه ډله هغه خلک چي دژوند په معنا پوهيږي اودنوروژوند هم دځان په شان دارزښت وړګڼي ، هغه دخپل کار او زحمت په بدل کي خپله غزا او خواړه تر لاسه کوي.

ورسته هغه خپله قيصه ټوله خپلو بچواو ميرمني ته واوروله . او ميرمني يې هم قيصه په غور واوريدله . او ددې څخه وروسته يې دکور غلې دانې تر هغه وخته چي دکور مشر طوتي جوړيده؛ ميرمنې پخ خپله را وړلې .

تمرين : ښوونکی دي د لنډداستان په باب خپله تبصره وکي. او د داستان مؤخه دې زده کونکو ته بيان کړي.

(( دوطن مينه ))

زړه زما ډک دی لـــــه ميني دوطن

خپل وطن ماته عزيزدی ترخپل تن

هريو ګل مي دوطن پرما ډيرګران دی

تـــــــر کشميره تـــر پاريسه تر لند ن

شيرين ځان مي پر شيرين وطن فداکړ

زه خودارنګه فـــــــرهاد يمه کوهکن

ګليستان مي دوطن لارو کنار دی

خاريستان دی دوطن راته ګلشن

دوطن په حمايت کي ځان مباح دی

داميني کي لازم دی سربـــاخــتــن

چي دپاچاپه سرسودادوطن نه وي

سر د ده دی مستحـــق دبــريد ن

چاپه زړه کي چي جنون دوطن مينه

دهغه زړه دي خدای تل لري غمجن

که څه ډيروي په جهان کي عزتونه

ډيرعـزت وي په خدمت کي دوطن

مولوي صالح محمد کندهاری

سراج الخبار ١٢ګڼه ٦کال

ټوکه

يوه ورځ يوه وږي سړي دخټکي پوستکی خوړ. يوبل سړی پر پيښ سو اوخواته يې جګ ودريده ورته وې ويل:سړی! نه شرميږې چي دخټکي پوستکي خورې.داڅومره بدکاردي؟څومره ارواح وږی يې ،ايسته يې که ؛هلته يې وغورځوه(وشرميږه)! .دپوستکي خاوندورته وويل : هلته يې وغورځوم چي ته يې را واخلې .اوغاښونه په تاوده کړې؟ سړي ورته وويل : نو چي اوس په وپوهيدې؛ نو يو څه ماته هم راکړه. چي زه اوته يې په دواړووخورو .

 

 

 

ښوونه اوروزنه

دهر انسان په ژوند کي ښوونه اوروزنه ، ډيره ضروري ده . نوځکه بايد هر څوک ښوونه اوروزنه تر لاسه کړي . څوپه ټولنه کي ديوه پوهه انسان په توګه ښه فکروکړي . هر څه ته په علمي نظر سره وګوري اوپه هره موضوع کي علمي او دتجريبې څخه ډک نظر وړاندي کړي .

نوپه همدغه توګه په هره ټولنه کي ښوونه اوروزنه ديوه انسان دپاره يو قانوني اوطبعي حق دی . هره کورنۍ بايدخپل اولادونه دښوني اوروزني مرکزنوته وليږي.څو دهغه اولادونه په ټولنه کي ديوه باسواده اوپوه انسان په توګه ژوند وکي . او خپله ټولنه په آباده اوسمسوره کړي. په هره ټولنه کي چي دښوني اوروزني مرکزونه ډيروي.نوهغه ټولنه يوه پرمخ تللې ټولنه ياديږي . دښوني اوروزني مرکزونه عبارت دي له : وړکتون ـ ښوونځی ـ ليسه ـ انستيتيتونه(مؤسيسې) او مسلکي پوهنتونونه . خوددې پر څنګ کورنۍ هم دښووني اوروزني ډيرښه ټاټوبی دی . په نړۍ کي لومړنۍ زده کړي په ټولو هيوادوکي جبري ګڼل سوي دي.او هر څوک چي هر چيري اوسيږي بايد ليک لوست دښوونځيوله لاري زده کړي. زموږ په ګران افغانستان کي چي ښوونه اوروزنه په وړيا توګه تر سره کيده.خو بيا موهم ستونزي درلودې.هغه داچي په ټول افغانستان کي موښوونځی نه درلوده يوازي موپه ښار و نوکي ښوونځی وو ؛چي په همدغه اندازه مو دسواد لرونکو کچه هم کمه وه . اوهيوادموهم دنړۍ په کچه ډيرورسته پاتې دی . نوکه تاسو دنن ور ځي زده کونکي زياراوکوښښ وکړی نوتاسي به دهيواددغي ستونزي  ته دپای ټکی کښيږدی .اوپه هغه هيوادونوکي چي دښووني کچه يې کمه وي. هلته ډيري ستونزي وي.لکه:غريبي،ناپوهي،بيکاري ، پرپرديوهيوادونوتکيه کول، دکليواوښارونوترمنځ نه اړيکي ، د طو فا نو نواوسيلابونوپه مقابل کي دانسانانو دژوند خطر اوداسي نوري ناخوالي دبيسوادۍ زيږنده دي .نوددې افتونوڅخه دخلاصون يوازنۍ لاره ښوونه اوروزنه ده. چي دانسانو په ژوند کي خورا ډير ارزښت لري . اونن چي موږدنړۍ پرمختګ ګوروداټول دزده کړي اوښووني اغيزي دي .نوځکه نړۍ اوس دسواد ورځ دنړۍ په کچه نمانځي .اوښوونکي ته داحترام په خاطر په نړۍ کي دنمانځلوورځ ځانګړې سوې ده .

زده کوونکوته

ای ښکلوماشومانوځان خبرکړی

دسباورځې زلميان ياست ځان خبرکی

دهيواداميددی تاته ځان په عقل برابرکی

دنيکه موداآرزوده ځان سيال ګرکی

ګورم ستاسي په تندي کي غيرتونه دنيکونو

په تندي کي موځليږي غيرتونه دقومونو

دهيواد بابک مو پروت دی په بسترکي

ناروغ زړه ته يې د واکړی د کـلـونـو

ناتوا نه په بسترکي د سبا په اميد ونو

يواميد يې  دی وتاته د خيا لونو

داګلشن موخپل ګلشن دی دنيکونوميراثونو

داچمن هغه چمن دی دګلا نود بلبلو

باغ اوبڼ دخپلواکيو ځان ته جوړکی

په تڼاکودلاسويې سم سمسورکی

دهيواد ډيوه موبله کورپه کورکی

ځان خبرموپه زحمت دخپلي مور کی

ای ښکلوماشومانو ځان خبرکی

دتعليم پرلورځانونه برا برکی

په زحمت به خپل هيواد خپله ابادکی

ناقراره زړه دپلار به خپل قرارکی

ای!ښکلو ماشومانوځان خبرکی

دناجوړهيواد حالت مووربهترکی

ددښمن زړګی په پوهه ورابترکی

داهيواد مودسيلا نودسرغـرکی

هرڅه کيږي په ښوونه اوروزنه

ای !دنن ماشومه لوی شه په څيړنه

دننګيال بڅرکي دغه فيصله ده

ښه اوبددي پيژندنه په ښونه اوروزنه

 

ټوکه

ټمبل ملــګری

يوه ورځ دوه ملګري دواړه په يوه خونه کي سره ناست وه .يوه ته خوب ورغی او پريووت.خوبل ملګری يې هم په خپل بسترکي پريوت ليکن څراغ يې مړنه کی. خود څراغ رڼا دوی خوب ته نه پريښوول ، ځکه چي پر سترګويې بده لګيده.نو پر خپل ملګري يې ږغ وکړ.ملګرې ! څراغ مړکه .چي زه بيديږم. خودڅراغ په رڼا کي خوب راته ګران کاردی.ټنبل ملګرې وويل:ملګرې سترګي پټي کړه .اوتيل تک پرسرکش کړه؛ دايې څراغ مړ. هغه پوسوچي ځواب يې دټنمبلۍ راکړ،بيا يې ځيني خواست وکړملګرې ته وګوره!چي باران اوريږي؟ هغه بيا ځواب ورکړ هغه ده پيشي راغله لاس پرتيرکه ؛چي که لنده وه نو معلومداره باران سوی دی او حاجت ستا دتشويش نه سته . ټنمبل ملګري داکارهم ونه کړ. اوځان يې تيرکړ.خودابل ملګري يې بيا ځيني وپوښتل  نوورسه دروازه خووتړه!چي سخت يخ اوساړه دي،ټمبل ملګرې يې بيا ځواب ورکړاووې ويل : ګرانه دوسته ما خواوس دوه کاره وکړه، نو دغه يوکار خوته هم وکه .

ټوکه

ملا نصرالدين،يوه غوادرلودله غـوايې شيدې لږ کولې او هم يې خوراک ډيرکولی او هم ناجوړه وه . نويې دخرو ګنج يا هغه ځای ته چي حيوانات په کښي خرڅيږي ، هلته يې را وسته. اوپه بازار کي هغه لال ته وسپارل چي هغه دده غواورخرڅه کي. نو سمدلا سه يې نارې جوړي کړې اووويل: ای خلکو داسي غوامي راوستلې ده چي تر ننه به تاسي په خوب هم نه وي ليدلې . پروخت درې چارياکه شيدې کوي، دومره ارامه غواده ،چي دهر چاسره عادت پيداکوي، دومره با صحته غواده چي په کال کي دوه بچي راوړي .اوداسي نور….

ملا نصرالدين چي فکروکی چي دا دومره ښه غواده، نولې زه بايد خرڅه کړم؟ . نو يې سمدلا سه خپله غوا بيرته تر تناب ونيول او دکور پرلوري يې حرکت وکړ. دريم سړي يا دلال پوښتنه وکړه چي ملا صاحب ولي پښيمانه سوې ؟ زه يې اوس په دغه نارودستي درخرڅوم .اويو څوک نه يو څوک به خطا باسم . ملا صاحب وويل: نه داچي دومره دښه صفت غواده لکه تاچي وويل : نو زه يې نوره نه خر څوم .

داستاز دپاره

 

ای ګرانه استازه  !

زما دوياړونوسببه !

زه دي سيال کړم !

زه دي وياړ کړم !

 

اوس هر دوست په ما فخرکوي

 

ماته دي بې پايانه پانګه راکړه

ماته دي دسرلوړۍ څانګه راکړه

زما ښاغلې ، زدي ښاغلی بولم

زه دي ستايم ،زدي ستايلی بولم

 

ته دفخروړيې اوزه په تا فخرکوم

تا دې جها ن ته روښنائي ورکړه

تـا وانسا تــه پيروزي ورکــړه

زه دي عـزت دپلار په شان غواړم

دعزت ورځ دي هرزمان غواړم

 

ستاسي دروغتيا په هيله تاته دوعاغواړم

ستاسي لوړحضورته ستاسي اتل نوم ته

احترام دهر انسان غواړم

ستاسي دجوړتيا په هيله ،ستاسي دسباپه هيله

استازه !زه دي دقسمته خدمت ستاغواړم

زه ننګيالی بڅرکی مد د ستا غواړم

بس هميشه دي احترام غواړم

 

 

 

Share