محترم خواخوږی دطاهر اڅکزي له نظره

خواخوږی انسان

حرکت د کندهار کوڅو پیدا کړ

ټوله ښاردویښ ځلمو تحریک رڼا کړ

یو خواخوږی انسان هم و دې تحریک کي

د ملت د خد مت پیټی یې په شاه کړ

دا دتیروخت خبره ده ـ د ۱۹۴۶م کال د شپو ورځو چی زه لا تقریبا نهه کلن هلک وم. یوه ورځ په کندهار کی زموږ کورته څو تنه میلمانه راغلي وو . ټول یې د کندهار نامتواوپیژندلي اشخاص وو لکه قاضی بهرام خان اڅکزی ، قاضی عبدالصمد خان کاکړ ، محمد رسول خان پښتون ، مدیر صاحب غلام جیلانی خان ، حضرت محمد یوسف چی دده خواجې په حضرت مشهورو،عبدالهادی خان بحرچي وروسته یې تخلص توخی کړ.او هادي یې هم تخلص کاوه، او شاید ځیني نور اشخاص به هم وو چی زما نه پیادیږی او ددې څو تنو نومونه چی ذکر سول هغوی ځکه زما په یاد دي چی له دې وروسته به هم کله کله راتلل .

دوی به عموما زموږ کورته په پښوراروان ووځکه چی کندهارپه هغه وخت کی ډېر پراخ ښارنه و، شپږ بازارونه یې درلودل چي څلور یې لوی اودوه یې فرعي او کوچني وو. لوی بازارونه یې چي ګڼه ګوڼه یې درلوده شاه بازار، شکار پور بازار چي موږ به ښکاپربازار باله، هرات بازاراو کابل بازارو. او دوه فرعي بازارونه یې بروبازاراود توپخانې بازارو.د کندهارد ښارد احمد شاهي کلا څو دیوالونه او برجونه لا ځای ځای ولاړوو، کورونه سره نژدې وو، بس سروېسونه نه وو ، ټکسی چا نه پیژاند ، په ټول کندهار کي یوازي دوه کوچني موټران چی موږ به تیز رفتار موټران بلل د دغو بازارونو پرسړکونو چلیدل چی یود ښاروال و چي په هغه وخت کي رئیس بلدیه ورته ویل کیدل اوبل د ښار د یوه بډای سړي و چی عموما به یې زوی چلاوه . دکندهاروالي چي په هغه وخت کي نایب الحکومه ورته ویل کیدل په موټر کي ډېر نه ګرځید.

یوازي آس گاډۍ یا بگۍ ډېری وې او که به چا غوښتل د ښار لیری ځای ته ولاړ سي نو بگۍ به یې نیوله اوله بایسکلونوڅخه هم کاراخیستل کیدی .

په میلمنوکی یوازي یو سړی پربایسکل راغلی و . هغه ترنورو ځوان اود خوږې ژبي خاوند و.اول ځل و چی ما ولید . مجلس په ده تود وځکه چی د کندهاراو شاوخوا سیموپه باره کی یې ډېرمعلومات درلودل او که به چا د ښارد حالاتوپه اړه پوښتني درلودې نو مخ به یې ده ته ورواړاوه او ورته وبه یې ویل: « خواخوږې څه خبرونه دي؟ » د محترم خواخوږي سره د هر سوال جواب و. هغه په کندهار کی ښه نوم او شهرت درلود. د ښارډېروخلکو پیژاند اوده هم ډېرخلک پیژندل.اصلي وظیفه یې معلمي وه. کوریې له ښارڅخه وتلی په ( یخ کاریز ) نومي کلي کی وه. اوله بایسکل څخه یې ځکه کاراخیست چی د ښاراوکورترمنځ یې لاراوږده وه .

په هغه وخت کی په افغانستان کی په اصطلاح ددیموکراسۍ نښي نښانې لیدل کیدې اود سیاسي گوندونود جوړیدووخت و، سیاسي تحریکونه په پایتخت کابل او د ملک په نوروغټو ښارونو کی منځ ته راغلي وو. په کندهارکی د ویښ ځلمیانو په نامه گوند جوړیدونکی و چی لومړنۍ غونډي یې پیل سوي وې او دا میلمانه چی به زموږ کور ته را تلل هدف یې همدا غونډي وې . زما وظیفه په هغه وخت کی میلمنو ته چای راوړل وه. او په نور څه نه پوهیدم . کوربانه یې زما اکا ( تره ) محمد علم بڅرکی او زما نیکه محمد انور خان اڅکزی و چی دوی هم د خپلوذکر سوو میلمنو په شان اوس له دې دنیا څخه تللي دي . خدای دي پر دوی ټولو ورحمیږي .

قدرمن محمد ابراهیم خواخوږی به په کندهار کی د ویښ ځلمیانود گوند د جوړېدو په تقریبا ټولوغونډوکي حاضرواو ځکه نو د کندهار د ویښ ځلمیانو د ګوند د څانګي په مؤسسانو کي شمیرل کیږي. محمد علم بڅرکی د ویښ ځلمیانو د کتاب مؤلف د دې ګوند د مؤسسانو په هکله داسي لیکي: « هغه کسان چي دا ډله یې جوړه کړه په کابل کي ښاغلی عبدالرؤف بینوا، ښاغلی ارسلان سلیمي، جناب قیام الدین خادم، ښاغلی نورمحمد تره کی، ښاغلی فیض محمد انګار، جناب غلام حسن خان صافی، رښتین صاحب، ډېر محترم ګل پاچا الفت صاحب و… دغو کسانو لومړی په کابل کښي یوه ټولنه جوړه کړې وه او په کورونو کښي یې دوستانه مجلسونه درلودل. څرنګه چي په سیاسي ډول زمینه ورته مساعده سوه نو دا دوستانه او ادبي ټولنه په سیاسي ټولنه راواوښته او د ولایاتو سره یې تماس پیدا کړ » محترم بڅرکی خبري ته دوام ورکوي اووایي: « د دې تحریک د عمل ډګر کندهاراونورولایات وو، خوتیوریسنان یې په کابل کي ناست وو. درې کاله په بیغمه زړه ځلمو د هیواد په ویښیدو کي کاروکړ ـ یعني د ۱۳۲۵تر ۱۳۲۷هجري شمسي یا ۱۹۴۶تر ۱۹۴۸میلادي پوري.» بڅرکی صاحب د هغه وخت د کندهاردولسي روشنفکرانوپه هکله داسي وایي: « په دې وخت کي چي حزب په وجود راځي یا په بله توګه چي حزب په وجود راولي په کندهار کي دغه شاځلمیانو کار کړی دی او حزب یې د نیست څخه اوج ته رسولی دی: ښاغلی محمد رسول خان پښتون،

غلام جیلاني خان مدیر، قاضي عبدالصمد خان، حاجي محمد انورخان اڅکزی، مولوي محمد بهرام خان اڅکزی، عبدالهادي خان هادي، حضرت محمد یوسف آغا.

او په دې حزب کي دوهم پوړ خلک چي نسبتا ځوانان او د فعالیت ونډه یې زیاته وه او د کشرانوپه ردیف کي شامل ووعبارت وو له: ښاغلي عبدالشکور رشاد، آغا محمد خان کرزي، محمد ابراهیم خان خواخوږي، حاجي محمد حسین خان، محمد حسین خان ریدي، صوفي ولي محمد خان، محمد علم بڅرکي، نور احمد شاکر، شیر احمد جان، محمد علي خان، حاجي لعل محمد خان، محمد آصف خان، او مسلم صاحب څخه… » خواوس بیا هم راځم محترم خواخوږي ته چي هغه څوک و؟ د محترم خواخوږي اصلي نوم محمد ابراهیم و. آشنایانو اوانډیوالانو به« خواخوږی» باله . هغه د صاحبانو سره نه و جوړاودا یې نه خوښول چی د تخلص سره یې « صا حب » مل وي.

زما په یاد دي چي کوم وخت چا « خواخوږی صاحب » وباله، ده ورته وویل چي زه خواخوږی یم، صرف « خواخوږی ». دا نوم وروسته په ټول افغانستان کی عام اووپیژندل سو حتاد افغانستان له سرحدونو څخه واوښت …

د لوی کندهار،چمن اوکوټی پښتنو« خواخوږی » باله ، په هغو سیمو کی چی په دري ژبه خبري کیږی « خوا خوژی » اود ننگرهاراو پیښور پښتنو « خواخوګی » باله او په دې ټولو سیمو کی«خواخوږی» د مهربان انسان په ډول لکه څنگه چی یې تخلص و، وپیژندل سو .

محترم خواخوږی د کندهارپه معارف کي یومخکښ ښوونکی و . ددوبی په سره گرمي او دژمي په سړو بادونوکی به له یخ کاریزڅخه پر بایسکل ترښار پوري ښوونځي ته راغی او ماځیگر به بیرته کورته روان و . هغه په کابل کی هم د ښوونکي مقدسه وظیفه درلوده او له دې لاري محترم خواخوږي داسی په زرهاو زده کونکي وروزل چی اکثره یې د سترو سیاسی او دولتی مقامونو خاوندان سول او افغاني ټولنه باید وویاړی چی د خواخوږي غوندي ښوونکی او مربي یې درلود.

په دې ډول زه ویلای سم چی محترم خواخوږي شروع په معلمی وکړه ، سیاست ته داخل سو ، زندانونه یې وگالل او بیایې شخصي کاروبار شروع کړ. خو په دې کار وبارکی یې ځکه مادي گټه ونه کړه چی گټلي به یې په بیوزلواومحتاجوزده کونکو ددې لپاره مصرفولې چی د هیواد آینده یې ددوی بلله .

په دې وخت کی و چی ماته دمحترم خواخوږي سره د لیدوکتواوملاقاتونوویاړرا په برخه سو. او دا تقریبا ۱۹۵۵م کال و. هغه د شخصي کاروبار په سلسله کی په کندهار کی د قرطاسیې یودوکان راایستلی واوغوښتل یې له دې لاري هم د ښوونځیو د زده کونکو سره مرسته وکړی . زه شاهد یم چی هغه به اړواومحتاجوزده کونکوته قلمونه، پنسلونه ، کتابچې او داسی نورد ضرورت وړشیان په نیمه بیه ورکول . کله چي به زه اوزما دوه نورملګري چي هغوی هم دښوونځي زده کونکي وود محترم خواخوږي دوکان ته د هغه ارتباط له مخي چي زموږ د مشرانو سره یې درلود ورغلو نو زموږ په ورتګ به خوشحاله سو او که به یې کوم مهم کار درلود نودوکان به یې موږ ته راپریښود اوویل به یې چي نن به دوکان تاسي چلوئ.

دلته مي یوه ټوکه را پیاد سوه او هغه دا چي یوه ورځ کله چي محترم خواخوږی په دوکان کي نه و او دوکان یې موږ دروتنو ته را پرې ایښی و او موږ درې سره چي د کندهارد دوبي د تودې هوا له کبله موسرونه خریلي وو په خبرواخته وو، ګورو چي یوڅوک دوکان ته را نژدې سواومحترم خواخوږي ته داحترام څرګندولو په خاطر یې سلام واچاوه او همداسي تیرسو. هغه مخلص صاحب و. هغه مخلص چي ځان یې داسي معرفي کاوه: « زه مخلص د مخلص زوی د مخلص پلاریم.» خو کله چي مخلص صاحب د ځان سره فکروکړچي محترم خواخوږی خو په دوکان کي نه واوما سلام دغودرو تنوسرخریلوته ورواچاوه نوسمدستي بیرته راستون سواو دا وار ښه را نژدې سو اوراته ویې ویل: « ښه دا تاسي یاست! ما فکر وکړ چي خواخوږي صاحب د هندواڼودوکان را ایستلی دی».

محترم خواخوږي رسمي کارونه هم کړي دي چی د خپل صداقت او جدیت په وجه به یې ډېرژرپرمختگ وکړ . هغه یو وطن پال شاعر، لیکوال ، ژورنالیست او مؤرخ هم و . خود خپل ژوند په دا ټولو کلونوکی هغه یوریشتینی خواخوږی انسان و … خپل ته ، پردي ته ، مشر ته ، کشر ته ، ملگرو او آشنایانو ټولو ته. د هغه له اشعارو څخه به دا شعر وګورو:

غواړم

دغه پسرلي کي نو بهار زه د پښتون غواړم

نوې هنګامه، نوی احساس، نوی ژوندون غواړم

ویښ چي کي له خوبه سم وغرته ژوندون وبخښي

په هغه آسماني رحمت خپل ګران وطن زرغون غواړم

قوم چي رابولي اتحاد او د ویښتوب په لور

هغسي مکتب، ویښ معلم، جدي مضمون غواړم

ځان چي کړي ټول وقف د خواږه هیواد په مینه کي

مینه لیونۍ زه و ځلمو ته د مجنون غواړم

سوی چي په اورد میني تل د دې ملت وي خپل

هغسي کوګل، هسي زړګی، هسي لړمون غواړم

څوک چي په زحمت کي د ولس شخصي راحت غواړي

زه دهغو خلکو همیشه د بیخ ختون غواړم

ساتي چي رمه خپله پردیو شرمښانو څه

خپل عزیز ملت ته زه (خواخوږی ) داسي شپون غواړم

د ۱۹۵۸ م کال په شپوورځو کي کله چي محترم خواخوږی په رادیو افغانستان کي چي په هغه وخت کي « رادیو کابل » نومیده د مراقبت مدیرواوواده یې لا نه و کړی، نو خپل دفتر ته نژدې یې د هستوګني لپاره یو اطاق په کرایه نیولې و. دا اطاق د یوې زړې ودانۍ یوه برخه وه چي د کابل په (پل باغ عمومي) کي د سیند پرغاړه د زرغونې انادلیسې سره نښتی و. هغه ښه لوی اطاق و او په هغه کي محترم خواخوږي یوه چارپایي ځان ته ایښې وه او خپله بستره یې پر اچولې وه او څو نوري چارپایي ګاني یې هم د دې لپاره ایښي وې چي که کوم دوست اوملګری د کندهار یا د افغانستان له کومي بلی سیمي څخه د کوم ضرورت د رفع کولو یا کاروبارد پیدا کولو لپاره کابل ته راځي نو بستربه یې تیاروي اود هغه خوښه چي دلته ترډېروخت پوري پاتیږي او که وروسته ځان ته کوریا کوټه پیدا کوي.

زه په هغه کال یعني ۱۹۵۸میلادي یا ۱۳۳۷هجري شمسي کال کي د کابل د غازي لیسې په یوولسم ټولګي کي وم او محترم خواخوږي په رادیو کابل کي د اعلاناتو په څانګه کي په حق الزحمه د نطاق په توګه مقررکړی وم. ما په هغه وخت کي په کندهارکي د یو لړتدریسي ستونزو په وجه کابل ته ځان را تبدیل کړی واو د محترم محمد ایوب خان اڅکزي سره چي زموږ د کورنۍ یو مشر و او ګل اغا موورته ویل اوکور یې د کابل په نوي ښارکي واوسیدلم.

ایوب خان اڅکزی د پښتونستان د آزادۍ د تحریک په سلسله کي له کوټي څخه کندهار ته راغلی واو څه موده وروسته کابل ته واستول سو. هغه ښه خوږ مجلس درلود او مجلس ته به یې په کابل کي اوسیدونکي نامتو سیاستمداران اوپوهان راتلل چي په هغوکي سید شمس الدین مجروح، عبدالرؤف بینوا، قیام الدین خادم، ډاکټر ظاهر چي وروسته صدراعظم سو، موسی شفیق چي هغه هم وروسته صدراعظم سو، انورالحق ګران چي په کابل کي په « ګران سر سفید » مشهورواوداسي نور شامل وو.اوکله کله به پوهاند عبدالحی حبیبي، پوهاند عبدالشکوررشاد اوښاغلی محمد ابراهیم خواخوږی په ګډه ورته راغلل او د خان صاحب سره به یې سیاسي بحثونه او ټوکي ټکالي کولې. داود خان یې هم د مجلس شوقي و او له صدارت څخه وروسته کله چي یې کومه رسمي دنده نه درلوده د هغه کورته چي په دې وخت کي د کابل کارته پروان ته نقل سوی وڅو واره راغلی و.

کله چي به زه له ښونځي څخه رخصت سوم نو کورته له رسیدو څخه لږ وروسته به د ګل اغا ( ایوب خان) سلام ته چي په سالون کي به ناست وورغلم. دا به ماپښین مهال واو په دې وخت کي به کله کله له ذکر سوو کسانو څخه کوم څوک راپیدا سو او چي زه به یې ولیدم نو پوښتنه به یې ځني وکړه چي « خان صاحب دا ځوان څوک دی؟ » او ایوب خان به زما نوم ورته ووایه او دا به یې هم ورته وویل چي « دا ځوان په څو خواو زما خپل دی ـ یو خو دده پلار چي اوس وفات سوی دی زما د اکا زوی و، بل دا چي د ده موراوزما میرمن سکه خوندي دي اودریم داچي په دې تازه وختو کي مو د ده خورخپل زوي محمد جعفر اڅګزي ته ورواده کړې ده » زه به کله کله د محترم خواخوږي د لیدولپاره د هغه د هستوګني اطاق ته هم ورتلم او د هغه اوڅونورومشرانو په لیدو به چي په همدې ځای کي اوسیدل خوشحاله سوم. د محترم خواخوږي سره په دې اطاق کي پوهاند عبدالشکوررشاد چي وروسته د اعلامه لقب ورکړه سواومحمد حسین خان ریدی هم اوسیدل. کله چي زه د غازي لیسې له یوولسم ټولګي څخه فارغ سوم اود ژمي د درومیاشتو رخصتۍ تیرولو له پاره کندهار ته ولاړم او په پسرلي کي بیرته کابل ته راغلم چي دوولسم ټولګی هم ولولم، نو بیا هم سم سیده د ایوب خان اڅکزي ( ګل آغا ) کورته ورغلم. خو محترم ایوب خان د خپل هغه طبیعت له کبله چي یوازیتوب یې خوښاوه، داوارچندان ښه راغلې را ته ونه ویل او زه مجبورسوم د هستوګني لپاره کوم بل ځای پیدا کړم چي تحصیلات مي نیمګړي پاته نه سي. د زده کونکي په هغه نیمګړي اقتصادي حالت کي مي هیڅکله کرایي ځای نه سو پیدا کولای، نوځکه مجبورسوم بستره پراوږو د محترم خواخوږي اطاق ته ځان ورسوم.

په اطاق کي بل څوک نه و، یوازي پوهاند رشاد صاحب پرخپله چارپایي ناست واو په لیکلو اومطالعه بوخت و. کله چي یې زه د بسترې سره ولیدم نو په حیرت یې را ته وکتل اوراته ویې ویل : « طاهر جانه خیریت خو دی.» ورته ومي ویل :« رشاد صاحب ما هم ځان درته راورساوه.» هغه موسکی سواوپه ورین تندي یې یوې تشي چارپایي ته اشاره وکړه اوراته ویې ویل:« هغه چارپایي خالي ده، بستره دي پر واچوه. » او بیا یې سمدستي بیرته په لیکلوشروع وکړه، لکه چي کومي مهمي موضوع ته رسیدلی و چي ځني پاته نه سي.

رشاد صاحب ما دمخه په کندهارکي زموږ په کورکي چي د ویښ ځلمیانوغونډي به کیدلې لیدلی واوتیرکال مي په کابل کي هم ډېرلیدلی و. یود کورني شناخت په وجه او بل د یوه ښه زده کونکي په توګه یې زه تل ستایلم، اوپه دې هم خبرو چي ما څنګه ځان د کندهارد میرویس بابا له لیسې ځخه په کابل کي د غازي لیسې ته را تبدیل کړی و. کله چي له لیکلو څخه فارغ سو، مخ یې را واړاوه اوراته ویې ویل:

«ښه طاهرجانه، کیسه وکه! »

کیسه مي ورته وکړه. هغه ته هم د ایوب خان اڅکزي طبیعت معلوم و. په خندا او په ډېري مهربانۍ یې را ته وویل : « ډېره ښه فیصله دي کړې ده. دغه دي ځای دی او خپلو تحصیلاتو ته دي دوام ورکړه.» کله چي ماخستن محترم خواخوږی د رادیو کابل د پروګرامونو له ختمولو څخه وروسته را ورسید او زه یې د بسترې سره ولیدم نوترحد زیاته مهرباني یې څرګنده کړه اودیوه ریشتیني مشرپه توګه یې درشاد صاحب اوریدي صاحب په مخکي راته وویل: « ته مي لکه وراره، دغه دي ځای دی.» او بیا کله چي به زه د ده دفتر ته ورغلم او یا به په لارکي ورسره ملګری وم نو هر څوک چي به یې په ملګرواوآشنایانوکي ولید ورته ویل به یې چی « دی زما وراره دی »دلته دا خبره باید واضح سي چي محترم خواخوږي له دغو چارپایي ګانو اوبستروڅخه د یوې افغانۍ تمه نه له چا څخه کړې وه او نه یې کوله او د یوه ریشتیني خواخوږي انسان په توګه یې موږ ټولو ته په خپل اطاق او په خپل زړه کي ځای را کړی و. دا خبره هم مخکي یاده سوه چي اعلامه پوهاند رشاد د یوې مهمي موضوع په لیکلو بوخت و. هو! هغه په همدغي چارپایي باندي ناست خپل ډېر مهم اثر چي په هند کي د لودي پښتنو تاریخ و، بشپړ کړ. هغه د دې تاریخ په لیکلو کي شپه او ورځ پرځان یوه کړې وه. دورځي خو به یې ټوله ورځ کارپرکاوه اود شپې به هم تر ناوخته په اخته و، او د دې لپاره چي د نورو خوب خراب نه سي نو یوه کمزورې کوچنۍ شمعه به یې ولګوله اودهغې رڼا ته به یې کارکاوه. دا آسانه کار نه و ـ یو د هغي شمعي په کمزوره رڼا کي لیکل و، بل د مستندو کتابونومطالعه کول واوترټولومهم لا د اطاق د انډیوالانو پام ساتل و چي بې خوبه نه سي. د دې ټولو خو زه شاهد یم.

یو پرخوی اوښکلي مخ د چامفتون سي

بل پر تورو د کتا ب او کتا بتون سي

نوم یې خپور سي چي یې مینه را پیدا سي

یو مجنون سي د لیلا بل افلاطون سي

دغه ستر استاد څه د پاسه سل لوی او کوچني کتابونه لیکلي او ټولني ته یې

وړاندي کړي دي چي وطنوال یې استفاده ځني وکړي او ځکه نو دا ځای لري چي وطنوال یې هم هغه ته د علامه لقب ورکړي او دا لقب په حقیقت کي د هغه د داسي اثارو او مطالعاتو انعام دی.

کندهار ښار کي « رشاد » عبدالشکور

و د ویښ ځلمیانو ګوند کي لوی فکور

علامه سو د پوهانو په لړۍ کي

وطنوال یې کړل په خپل نبوغ مشکور

خو څرنګه چي د کیسې سر له محترم خواخوږي څخه پیل سوی دی نو بیا هم دغه سترانسان ته مخ را اړوم اود دعا لاسونه ورته پورته کوم. هغه انسان چي دافغانستان اوپه خاص ډول د کندهارپه سیاسي نهضتونواوتحریکونوکي یې نه هیریدونکی نقش درلودلی دی. تر کومه حده چي زما پیادیږي په کندهارکي خوترډېروخت پوري که به چا د ویښ ځلمیانو د ګوند نوم یاداوه نوورسره به د خواخوږي نوم هم یادیدی ـ داسي لکه چي د ویښ ځلمیانوګوند خواخوږی وي او خواخوږی د ویښ ځلمیانو ګوند وي.اوځکه نو د ویښ ځلمیانو د کتاب مؤلف محترم محمد علم بڅرکي خپل دغه کتاب محترم خواخوږي ته چي علامه پوهاند رشاد یې په خپله مرثیه کي « د ځلمو دلاري بله شمعه » بولي ډالۍ کړی دی. بڅرکی صاحب په دې ټکو خپل دغه د قدروړاو تاریخي اثرمحترم خواخوږي ته اهدا کوي:

« زه خپل دا وړوکی کتاب د ویښو ځلمو د کاروان هغه غړي ته ور په نامه کوم، چي دوی نه یواځي تحریک ته وفاداره، ثابت قدمه او مخلص وو بلکه په دې تحریک کي یې خپلي اوږې اولاسونه هم تڼاکي کړي وو. د دې کاروان دا ستر شخصیت ښاغلی محمد ابراهیم خواخوږی دی»

او زه یې هم په دې څلوریځي ستایم:

و « خواخوږی » پر هر چا و مهربان

هیله من و چی نور کړی د ځان په شان

ستر انسان و اوس یې قد ر معلومیږی

تر ټولني و ډ ېر مخکي دا انسان

طاهر اڅکزی: امریکا، ویرجینیا. د فبروري ۷، کال ۲۰۱۷

Share