ژباړونکی :شیرخان یحیا

د انګلو – سکسن داخلي شخړه

فرانسوی محقق تیري مېسن حق لري چي لیکي چي د امریکایانو مشکل دا نه دی چي کوم کاندید انتخابات ګټلي او چا بایللي او یا کوم یوه تقلب کړی او بل یوه نه دی لټار بلکه ددوی ستونزه داده چي دوی به تر کومه د داخلي جګړې مخه و نیولای سي ؟ موږ په یقین سره ویلای سو چي دا جنګ د ډیپ سټیټ د دوو ډلو یاني جمهوریت غوښتونکو او ډیمکراټانو تر منځ مبارزه نه بلکه یو ژور کلتوري اختلاف دی چي د امریکا د تاریخ له پیله بیا تر نن ورځي پوري ادامه لري .

د امریکا د موجودیت افسانه د یوه دولت په توګه د ۶۷ عیسوي ایخوانیانو مهاجرت وو د امریکا و مساچوسیټ ته چي دMayflower په نامه یوې کښتۍ کي دغه هیواد ته مهاجر سوي ول . دا د انګلیسي پروټسټانټانو متعصبو عیسویانو یوه ډله وه چي په هالنډ کي یو ځای په ګډه اوسېدل او د انګلیس د پاچا په امر امریکا ته ولاړل تر څو هلته د هسپانوي امپراتورۍ او د کاتولیک مذهب سره و جنګیږي . دوی د ماساچوسیټ پهPlymouth کي په ۱۶۲۰ کي میشته سول . په خپلو ښځو یې چادرۍ واغوستلې ، شراب یې ممنوع او هر څوک چي د دوی د عقیدې مطابق له سمي لاري بې لاري ! سوی وو وهل او ټکول یا حتا وژل . دوی ځانونه puritan یاني پاک کوونکي و بلل . ددوی هدف له دغه نامه څخه دا وو چي دوی خپل مذهب له عیسوي کاتولیکي عقیدې څخه پاکوي . د پاکستان نوم هم له دغو عیسویانو له نامه ماخوذ دی چي ما په بل ځای کي پر هغه خبري کړي دي .

همدغو پوریتانو د لارډ اولیور کروم ویل Lord Oliver Cromwel په مشری په انګلستان کي انقلاب وکړ یو ناکام دولت یې تشکیل ، د انګلیس پاچا یې حلال ، یو کامنویلت Commonwealth یې جوړ او کاتولیکان یې قتل عام کړه . دغه حوادث د انګلیسي تاریخ پوهانو له قوله د انګلوساکسن لومړنی داخلي جګړه وه . ۱۶۵۱ـ۱۶۴۲ .

تقریبآ سل کاله وروسته د انګلیس امریکایي مستعمره د انګلیسیانو له خوا د مالیاتو د بې حده لوړولو له وجهي په قهر کړه او مجبوره یې کړه د انګلیسي عسکرو پر ضد مسلحانه مقاومت و کړي . ۱۷۸۳ـ۱۷۷۵ . دغه جنګونه امریکایي تاریخ پوهان د ازادۍ جګړه بولي خو انګلیسان هغه ته د انګلوساکسن دوهم داخلي جنګ وایي .

اتیا کاله وروسته ، یاني ۱۸۶۵ـ۱۸۶۱ کي په امریکا کي یو بل داخلي جګړه و نښتله چي ځیني مورخین یې د انګلو ساکسن درېیم داخلي جنګ بولي . دا خبره چي دغه جګړه د

تور پوستکو مریانو د ازادۍ له وجهي پیل سوه هسي یوه بې اساسه افسانه ده . په حقیقت کي د امریکا د مختلفو ایالتونو تر منخ پر دې خبره چي ځینو ایالتونو له نورو ایالتونو سره باالمقابل ګمرکي تعرفې نه هیسته کولې او نورو ایالتونو دغه حق د مرکزي یا فدرال دولت ګاڼه د غه جګړه د شمال د پیوریتانیانو او د جنوب د کاتولیکانو تر منځ وسوه . او هغه درزونه چي د دو تیرو داخلي جنګونو له وجهي منځ. ته راغلي وه نور هم ژور سوه .

د پرون ورخي حمله د امریکا د کانګریس پر ماڼۍ دغه څلورمه داخلي جګړه ممکنه او یقیني کړه .

د امریکا اولسمشر ریچارډ نیکسن هم له دغي « ( څلورم داخلي جنګ » څخه سخت بېرېدی چي دده په قول ، امریکایان یې باید مخه ونیسي . ده به ویل چي د شوروی اټمي راکټونه امریکا ته دومره خطر نه لري لکه دغه داخلي جګړه . ده به د یوه امریکایي تاریخ پوه Kevin Phillips څخه په دې باب مشورې غوښتې . خو د پیوریتانو ده ته دا موقع ور نه کړه او د ۱۹۷۲ کال د watergate scandal کي یې دده حکومت نسکور کړ .

د شوروي اتحاد له نسکورېدو سره سم د امریکا متحدو ایالتونو نه یوازي خپل دښمن بلکه خپل د موجودیت حق هم له لاسه ور کړ . د سپین زیري جارج بوش او بیل کلینټن دا هڅي چي د تجارت د ګلوبالیزېشن په مرسته په مړې امریکا کي نوې روح وسپڼي د امریکا او ټول غرب د منځني قشر د تباهۍ باعث سوه . د جارج ډبلیو بوش او بارک اباما دا کوښښونه چي امریکا د یوه مالي کاپیټالیزم په مرسته وژغوري د روسانو په برکت د سوریې په ریګو کي ښځ سوه که څه هم یې د اسلامي هیوادونو ریښې و کښلې .

بارک اباما د جارج بوش کار پر مخ یووړ او د خپل حکومت په لومړی دوره کي یې تر نیمی زیات خپل همکاران له همدغه پیورتانیانو له Pilgrim‘s Society څخه غوره کړل .

په ۲۰۱۶ کال کي ډانالډ ترمپ میدان ته راغلی . ده هم د سپټمبر د یوولسمي حملې دروغ ګڼلې او هم یې مالي کاپټالیزم نه مانه . دغو پیورتانیانو دمخه تر دې چي ترمپ د اولسمشر په توګه خپل کار پیل کړي ، دوی له ده سره حتا دده د تحلیف په مراسمو کي مخالفت پیل کړ .

دا یو ځل بیا دغه پیوریتاني ایخوانیان دي چي امریکا یې د محوه کېدو له خطر سره مخامخ کړې ده . دا غلطه خبره ده چي د امریکا دغه اوسني انتخابات د ترمپ په طرفدارۍ یا مخالف سوي دي . په حقیقت کي دا ټاکني د پیوریتانیانو د پلوی یا مخالفت په چوکاټ کي صورت موندلی دی .

نو ….

که جو بایډن بېله هیڅ ډول ستونځو څخه هم د امریکا اولسمشر سي ده ته به ناممکنه وي چي د اتیا میلیونو ناراضه امریکایانو زړونه و ګټي .

د پخواني شوروي تر نسکورېدو دمخه د وارسا پکټ له منځه ولاړ او بیا د شوروي امپراتوري چپه سوه . اوس به هم ښایي لومړی د ناټو جنایت کاره سازمان له منځه ولاړ سي او بیا به امریکا پر خپلو اتو طبعي ټوټو ویشل کیږي !

خو….

د ګورباچوف رول به څوک ادا کوي؟

دا رول د جوبایډن پر تندي لیکلی دی !

یو څه لیک او ښه په خرپ ژباړه ،

د تری میسن څخه په مننه

ش . ی .

Share