بسم الله الرحمن الرحیم

د سر څو خبري

زما څلوریځي زما د ژوند، فکر او مطالعاتو محصول دی. انسان په ژوند کي د ډیرو پېښو او ډیرو خلکو سره مخامخ کیږي چي دا پېښي او خلک به یا ښه وي یا به بد وي او د هغوي خاطرې د ژوند تر پای پوري پاتیږي. که څوک د خپل ژوند تیرو کلونو ته وګوري او د دې خاطرو څخه چي یاد یې لا په دماغ کي پاته وي یوه یوه را واخلي نو په دې ارزي چي یو څه پر ولیکي او زه دې کارته هغه وخت متوجه سوم چي په ۱۳۶۶هجري شمسي یا ۱۹۸۷عیسوي کال کي امریکا ته راغلم او دا موقع راته برابره سوه چي د مهاجرت په دنیا کي د ژوند پخوانیو پېښو ته نظر وکړم او زیاتره یې چي د دماغ په خاصو مرکزونو کي پټي پرتې وې را ښکاره سوې.

په هغو کي د یوې پېښي خاطره چي زه لا څلور کلن یا پنځه کلن هلک وم او په حیرانونکې توګه د مرګ څخه وژغورل سوم زما په دماغ کي پاته ده او تل به پاته وي. په هغه وخت کي زموږ په کلي کي چي د کندهار په خاکریز کي د دوخانې کلی و لو تبه خپره سوې وه چي ډیر کوچنیان یې ووژل. په دې کوچنیانو کي زما یو کشر ورور هم و چي تبي ونیو او مړ سو او تر هغه وروسته زما وار را ورسید. زما د تبي حالت نه په یادیږي، خو دا مي په یادیږي چي یو څوک زما پلار ته ګډ و او ورته ویل یې چي هلک خو مري، مګر یوه وروستۍ چاره یې داده چي د پسه پوست ته یې واچوئ. په کلي کي پسونه ډیر وو او پلار مي یو چا ته وویل چي ژر پسه حلال کړي. هغه سړي هم  پسه پیدا کړ او تر حلالولو وروسته یې پوست ځني جلا کړ او زه یې په هغه پوست کي چي لا تود و، ونغښتلم او د پوست خوله یې ور وتړله. تاسي ووایاست چي په دې وخت کي به زما څه حال و؟ دا دمرګ درشل و.له یوې خوا سره تبه راپوري وه او له بلي خوا

۲

یې تاوده پوست ته اچولی وم. تر یو وخت پوري په هوښ کي وم، خو لږ وروسته بې هوښه سوم او چي کله د هغه پوست څخه زما د را ایستلو وخت را ورسېد او د پوست خوله یې خلاصه کړه او زه د آزادي هوا سره د تماس له کبله پر هوښ راغلم نو دا بیا بل حالت و.

دا د مرګ د حالت څخه د ژوندي پاته کېدو حالت و او د داسي آرمتیا او فرحت احساس و چي ژبه او قلم یې ستایلای نه سي. یا هغه د پسه تود پوست چي تودوخي یې لکه سور تنور یا هغه تازه هوا چي د هري ساه په اخیستو سره مي د بدن مړژواندي حجرات را ژوندي کېدل! کله چي مي سترګي خلاصي سوې نو اول مي خپل پلار ولید چي مخامخ مسکی راته ناست و. هغه په دې خوشحاله و چي زه د پسه د پوست څخه ژوندی را ووتلم ځکه چي ټولو فکر کاوه چي هلک به ژوندی نه وي. دا هم باید ووایم چي هغه ایشېدلې تبه مي هم شکېدلې وه او دادی تر اوسه لا ژوندی ګرځم. دا پېښه ما په دې څلوریځي یاده کړې ده :

ویې  نغښتم  په تود پوست  کي د پسه

داسي   تود لکه  سور اور د   تناره

هغه پوست مي کفن نه سو ماشومتوب کي

اوس   نو زه    او د ګناهو   پاکېده

ډاکټران د انسان په ژوند کي ډېر مهم او ستر نقش لري. ښه او لایق ډاکټر ژر او په کامیابۍ د ناروغ علاج کولای سي او له نېکه مرغه پر ما دلته په امریکا کي داسي یو ډاکټر پېښ سو. هغه(سېټر) نومیده او د غوږو، ستوني او پزي متخصص

۳

ډاکټر او جراح و او زما د پزي د جراحي عملیات یې په ډیره ښه توګه وکړل، چي ما هغه په یوې څلوریځي داسي ستایلی دی :

 

ډاکټر   سېټر یو   جراح د امریکا  و

د  ناروغو  په علاج   کي « مسیحا»  و

ساه   مي بنده  وه بدن کي  ده ایله کړه

زه  په دین د محمد (ص) د ی د عیسی و

ما د نړۍ څو نورو هیوادونو ته هم سفرونه کړي دي او په ځینو کي چي بېل بېل رژیمونه او دینونه لري ښه ډیره موده پاته سوی یم. په دې هیوادو کي د خپلو معالجو ډاکټرانو څخه ښې خاطرې لرم او چي کله کله د خیال په دنیا کي دغو هیوادو ته بیا ورسم نو د دغو ډاکټرانو هغه بشري وضع چي زما سره یې کړې وه او هغه کوششونه چي زما په علاج کي یې ترسره کړي وو، یو یو یې راپیاد سي او ما دې ته وهڅوي چي د منني څرګندولو د پاره یو څه ووایم، خو چاته ؟ خپله هغوی نه سته او ځکه مي دا مننه په خپلو څو څلوریځو کي څرګنده کړې ده چي یوه یې دا ده:

یو  ډاکټر  مي مسلمان  بل کمونیست و

بل  هندو  د هندوستان  او بل بودیست و

دا یې  نه ویل چي  څوک او په کوم دین یې

زما  ناروغ  علاج کي هر یو  سپیشلیست و

۴

ما د خپل ژوند په اوږدو کي کله کله د یو چا داسي زوی لیدلی دی چي خپله مور یې ډیره ځورولې، د روحي فشارونو سره یې مخامخ کړې او په دې ډول یې د هغې حقوق تر پښولاندي کړي دي. دغه زوی ته ما داسي خطاب کړی دی:

په  حقونو  کي دی یو  حق د شیدو

تل  به پاته وي  د زوی لور پر  اوږو

که  مور ووایي  شیدې نه دربخښمه

ژوند  باطل سي د دې حق  په سلبېدو

په کوچنیوالي کي به چي کله موږ څو هلکان د لوبو په وخت کي کوم ګوښه ځای یا کومي درې ته ورسیدو نو یوه هلک به په لوړ آواز ږغ وکړ چي « تاته وایم » او سمدستي به یې خپل ږغ په عین ډول واورید. بل هلک به لو ناره وکړه او ورسره به یې سلام واچاوه چي « السلام علیکم » هغه ته به هم خپله ناره او سلام دواړه بیرته را غبرګ سول. په موږ کي داسي هلکان هم وو چي ښې خبري خوند نه ورکاوه او کوم یوه به په لوړ آواز ښکنځل وکړل چي د هغه ښکنځلو به هم په دره کي ازانګه وکړه او دا ازانګه به بیرته د هغه په غوږو ننوتله.

ما هم ښې او بدي نارې کړي دي چي د ښې نارې ازانګه ښه او د بدي نارې ازانګه بده وه.

۵

دا کار ماته په هغه وخت کي چي ماشوم وم یوعادي کار و او کله چي لوی سوم هم تر یو وخت پوري راته عادي خبره وه خو وروسته یې زما ذهن د یوه مهم سوال سره چي حلول یې راته مشکل و مخامخ .

هغه دا و چي زما د نارې ازانګه ولي تغییر نه کوي او ولي په عین هغو الفاظو

چي ما تر خولې را ایستلي دي بیرته ماته ځان را رسوي؟ خو زما دغه سوال

هغه وخت حل سو چي دلته په امریکا کي د یوه کتاب د لوستلو موقع راته پیدا سوه.  داکتاب په انګریزي لیکل سوی دی او د پاور یا قوت په نامه یادیږي.لیکوالي رونډا برن     په دې کتاب کي ډیري نوي خبري او نوي نوي بحثونه کړي دي. په دې کي یو بحث د جذب د قانون او مقناطیزم په باره کي دی. او وایي چي دا قانون د انسانانو تر منځ کارکوي. هغې د مځکي د جا‌‌ذبې د کاشف اسحاق نیوتن ( ۱۶۴۳ـ ۱۷۲۷ ) دا خبره توضیح کړې ده چي ویلي یې و « هر عمل مخالف او مساوي عکس العمل لري » او په دې لړ کي نوره پر مخ تللې او ویلي یې دي چي « د انسان بدن د مقناطیس غوندي دی او هر هغه څه چي صادروي بیرته یې را جذبوي که دا د هغه ښه کارونه او ښه افکار او احساسات وي او که بد کارونه او بد افکار او احساسات وي. » دې خبري زما هغه سوال چي راته پیدا سوی و په ښه ډول  حل کړ او دا څلوریځي مي پر لیکلې دي :

که   ګوښه  دره کي  وکړې لو ناره

در   رسیږي     یې هغسي    ازانګه

د  سلام  جواب دي  درکړي په  سلام

ښکنځل هم درته درغبرګ کړي بې پرده

۶

او دا چي:

ډیر  مو ولیدل  په ژوند کي   قاتلان

را اخیستي     یې تبرونه    توپکان

چي  په تبر یې وژل  په تبر مړه سول

نور  تباه  سول د مردکو  په باران

دا چي دغه مقناطیزم یا مقناطیسي قوه ترکومي اندازې دانسانانو په ژوند کي کار کوي یو بل مثال یې دادی چي که دوه ملګري یا دوه نژدې خپلوان او دوستان یا دمهاجرت په دنیا کي یا د نورو عواملو له کبله یو د دنیا په یوه سر او بل په بل سر کي اوسیږي او ډیره موده یې نه وي سره لیدلي، کله چي د یوه ملګري خپل دا بل ملګری ورپیاد سي، نو په همدې وخت کي د هغه بل تن په زړه کي هم چي د دنیا په بل سر کي دی، د خپل دغه ملګري یاد تازه سي او چي کله د دواړو تر منځ د خبرو موقع برابره سي نو هغه یو ملګری بل ته  وایي چي « باور وکړه چي پرون یا په هغه بله ورځ مي په زړه کي را وګرځیدې » او ملګری یې هم په مقابل کي ورته وایي: « والله چي زما هم په هغه ورځ را پیاد سوې. »

دا نه یوازي زما تجربه ده بلکي تاسي به هم د دې حالت سره مخامخ سوي یاست.

« زړه په زړه دی » دا خبره منل سوې

ما  و تا    او ډیرو  خلکو آزمویلې

رابطه   یې ده   ساتلې داسي    مزو

چي   یې لاره   آسمانو ته  ده ختلې

۷

او دا هم:

آشنایانو  کي مي و یو   زوړ ملګری

په  څو کالو  کي مي هیڅ  نه و لیدلی

ویل اختر لمونځ مي کاوه چي راپیاد سوې

ګورم  شاته مي  ولاړ وې نیت   تړلی

یوه بله ډیره مهمه موضوع « مینه » ده. مینه د انسانانو په ژوند کي ډیره لویه قوه ده. دغه قوه چي په عربي کي انس او محبت ورته وایي دومره ستر طاقت دی چي په هغه سره د انسانانو زړونه تړل سوي او دهغوی تر منځ یې نه شکېدونکې رابطه قایمه کړې ده. همدا د عربي ژبي فصاحت دی چي په کي د « انس » څخه « انسان » مشتق سوی دی. که موږ هغه حالت ته وګورو چي که مینه نه وای!؟   که مینه نه وای انسان به نه وای، او که د میني قوه همدا نن له منځه ولاړه سي نو د انسانانو نسلونه به ختم سي:

مینه   وینه ده   بهیږي په رګو   کي

د  انسان  د ژوند   په مزو او  تارو کي

مخلوقاتو  کي دا یو  ځکه انسان سو

چي قید سوی دی د انس په دې رشتو کي

که په نړۍ کي د نوابغو ژوند وڅیړل سي نو هغوی ټول د میني په قوې د نبوغ سطحي ته رسیدلي او دا دنیا یې ودانه کړې ده. ټول اختراعات، اکتشافات او

۸

بشري ابتکارات د هغي میني له کبله منځ ته راغلي دي چي د انسان په زړه کي یې ځای نیولی دی:

یو پر خوی او ښکلي مخ د چا مفتون سي

بل  پر تورو  د کتاب او   کتابتون سي

نوم یې خپور سي چي یې مینه را پیدا سي

یو  مجنون  سي د لیلا بل  افلاطون سي

څلوریځي په دري، فارسي او عربي او لرغونو پښتو ادبیاتو کي رباعیات بلل سوي دي، خو د پښتو معاصرو لیکوالانو لکه چي ځیني نور لغتونه یې د دغو ژبو څخه ترجمه کړي دي، دا پریکړه هم وکړه چي رباعي دي ځلوریځه او رباعیات دي څلوریځي وبلل سي.

په عمومي توګه ما خپلي څلوریځي د موضوع په لحاظ په درو برخو ویشلي دي: لومړۍ برخه مي « اخلاقي، احساساتي »، دوهمه برخه مي « واقعي، منطقي »  او دریمه برخه مي « انتقادي، سیاسي » بللې ده. او یو څو مي هم د خپلو مشرانو او ښوونکو په اړه چي تل زما په زړه کي ځای لري لیکلي دي او په وروستۍ برخه کي مي د تخنونکو څلوریځو په عنوان یو څو څلوریځو ته ځای ورکړی دی.

ما دغو څلوریځو ته عنوانونه هم ورکړي دي او عمومي عنوان مي « یو مخ درې عنوانه » ورته ټاکلی دی. او هغه داسي چي د کاغذ د پاڼي پر یوه مخ باندي

۹

مي درې څلوریځي چي موضوع یې تقریبا یوه ده راوړي دي او هري یوې ته مي بېل بېل عنوان ورکړی دی او دا د دې د پاره چي موضوع لږ څه زیاته وڅیړل سي. د مثال په توګه دغه مخ:

۱۰

ړوند نه دی بینا دی

انسانانو  ته خدای څو  سترګي ورکړي

دوې    ظاهري  نوري پټي    عقلمني

وایي ړوند دی په دوو سترګو لیدای نه سي

خو  د خپل  عقل په سترګو  جهان ویني

د معنا سترګي

ما   لیدلي    دي ړانده     هوښیار دانا

هغه   ویني  چي یې    نه ویني بینا

که  یې دوې  سترګي ظاهر  لیدلای نه سي

خدای   ورکړي  نوري سترګي   د معنا

حافظ د پاک کلام

که یو لاس  د چا سي مات بل زورور سي

که څوک  ړوند وي  نو یې فکر منور سي

د دوو   سترګو رڼا  ولاړه سي ماغزو ته

سي  حافظ  د پاک  کلام ډیر  بختور سي

۱۱

په پښتو ادب او شعر کي او همدا راز د نړي د زیاترو ژبو په ادبیاتو کي تر ښځي نر یا سړی ډېر ذکر کیږي او د دې وجه د شعري قافیې او وزن ساتل دي. ما هم په خپلو څلوریځو کي د مجبوریت له کبله دا اصل په پام کي نیولی دی، خو د دې معنی دا نه ده چي ښځه هېره سوې ده، بلکي هغه څه چي د سړي په هکله ویل سوي دي، هغه ښځي ته هم منسوب دي مثلا په دې څلوریځه کي :

ښه سړی څوک دی

هغه   څوک په  ښو کسانو کي  شمېره سي

چي ښه زوی وي بیا ښه پلار او ښه نیکه سي

هم یې  پلار، هم  یې زامن، هم  یې لمسیان

ټول   د ده  له برکته   د ښو مله  سي

دلته ټول کسان د نر یا مذکر په ډول ذکر سوي دي، خو ښځې یا مونث ته هم منسوب دي چي هغه ښه لور، ښه مور او ښه انا ده.

کله کله هم پر یوې موضوع باندي د نظر اختلاف را پیدا کیږي، یو به موافقه پر لري او بل به یې نه لري. د دې د پاره چي د نظر دا اختلاف یو څه زیات وڅیړل سي نو د یوه مخ په درو عنوانونو او د هغو په مربوطو څلوریځو کي مي یوه د ځان بللې او دوي نوري مي د بل چا بللي دي، او یا برعکس دوې مي د ځان او یوه مي د بل چا بللې ده. په داسي حال کي چي دا بل څوک چي زه یې « دی » بولم هم زه یم او « دی » زما اصلي « زه » نه بلکي دوهم « زه » دی.  

۱۲

دا خبره په خلکو کي عامه ده چي وایي: « یو وار مي زړه یو څه راته وویل او بیا یې بل څه راته وویل… مثلا زړه مي راته وویل چي د احمد د هغو سپکو سپورو جواب باید ورکړې چي درته کړي یې دي، خو بیا مي زړه راته وویل چي پریږده یې خبره مه اوږدوه. که ته هم د ده په شان سپکي سپوري ورته وکړې نو ستا او د ده ترمنځ به فرق څه وي!»

دغه راز په خلکو کي د « دوو زړو » اصطلاح هم ډیره استعمالیږي. مثلا وایي: « په دوو زړو کي یم چي سږ کال اروپا ته سفر وکړم که نه! »

دغه دوه زړونه په حقیقت کي د انسان اصلي یا اول « زه » او دوهم « زه » دی.

او دادی دا مخ به هم د درو عنوانونو سره وګورو:

۱۳

دی وایي: دوا او دعا

جوړه      سوې ناروغیو      ته دوا

خو    دوا   سي ګټوره       په دعا

دا   ترکیب    سي ناروغانو    ته اکسیر

ډاکټر   هم په   لیاقت سي  « مسیحا »

دی دا هم وایي: د دعا وړانګه

د   دعا   لاسونه   پورته کړه   حبیب ته

ناروغ    ورسوه ژر     لایق طبیب ته

ستا  دعا به  د طبیب دوا  اکسیر کړي

دعا  وړانګه  د درمل سي  ستا قریب ته

خو زه وایم: د ښرا سزا

دا    منم  چي دعا    راز دی د شفا

په     ملتیا     د ډاکټرانو     د دوا

خو  دعا  به وي   بې ګټي هغه چا  ته

چي    ښرا ورته    ورکړې وي سزا

۱۴

یوه وروستۍ خبره به لا وکړم او هغه داچي مخکي مي هم وویل چي زما څلوریځي زما د ژوند، فکر او مطالعاتو محصول دی نو ما ونه غوښتل چي هغه بل چا ته د کتلو او تقریظ لیکلو د پاره چي د لیکوالانو تر منځ معمول کار دی واستوم ، خو یوازي مي هغه د تصحیح د پاره خپل ورور قاهر اڅکزي صاحب ته چي خپله هم د څو کتابونو مولف دی ور واستولې.

ښاغلی قاهر اڅګزی ډیر پخوا لا خپل ځان یا خپل « زه » ته متوجه سوی دی او په دې عنوان یې چي « زه په زه پسې ګرځم »د زیاتو علمي تحقیقاتو او څیړنو په بنا یو کتاب لیکلی او چاپ کړی دی، او بیا نور هم پر مخ پسې تللی دی او د خپل دوهم « زه » د پیدا کولو پلټني او څیړني کوي چي زه په دې کار کي بریالیتوب ورته غواړم.

———–

Share