لیکوال : ننګیالی بڅرکی

دافغانستان دزحمتکښانودانقلابی جمیعت دګونددارامنځته

کید لوضرورت د محمد ظاهرافق په مشرتابه

ټولنه اوټولنیز مناسبات مخ په وړاندي روان دي،ددې سره ټوله معنوي بسټونه هم پر مختګ کوي.

دخپلو عیني شرا یطوپر بنسټ په افغانستان کي دخلک ډیموکرا ټیک ګوند په داسي وخت کی منځته را غلی چي هم ټولنیز وټیز شرایط نابرابره وه.او هم دسیاسي غورځنګونو تاریخ په سازماني ډول یا بیخي نه وو.او یا هم ډیرورسته پاته او نا توانه وو.په لومړۍ کنګره کي چي په ۱۳۴۳هـ ش کال کې دکابل په مرکزکي جوړه سوه ، هلته دمختلیفو ذهنیتونو خلک اومختلیفوعقیدو خلک سره یو ځای سوه. اودایران دتودي دګوند دمرام نامي او اساسنامي څخه په ګټه پور ته کولو یې ګوند جوړ کی. لږ وخت لا نه ؤتیر سوی چي په ۱۳۴۴هـ ش کي تنګ نظره نا یسونالیستان دګوند څخه ووتل اوهمغسي دادم خان په شمول مذهبی کسانو هم دکارمل او نور محمد ترکي خیالات ونه منلای سو.خو په هغه وخت کي دګوند دپریکړواوخبرتیاوو له مخي ګوند په اصطلاح تصفیه سو، ګوند بیا هم دیولږ وخت په تیریدو سره دیو بل انشعاب او جلا والي سره مخامخ سو، په ۱۳۴۶هـ ش کال دسلقوي اړیکو پر بنسټ کارمل دګوند څخه دخپلو سیمیزو ملګرو په مرسته دګوند یوبل اړخ دپرچم خلق په نوم چي جریده هم وه نوی ګوند فعاله کی، په دې وخت کي چي سیاسي غورځنګونه ډیربې تجریبې وه؛نوبه یې دژبنیو ، سیمیزواوقومي اړیکوپر بنسټ قضاوت کاوه.چي نوموړي عمل دافغانستان دسیا سي غورځنګونو دپاره سخت په تاوان تمام سو. ګوند پر دو برخو سره وویشل سو او دواړو ګوندونو ( پرچم خلق او خلقیان)دواړو دهمدغه مرا منامي او اساسنامي دعـوه کوله.

نوموړی عمل دخلق او پرچم دځوانانو او مبتکرینو په ذهنو کي پو ښتني را پیدا کړې. چي په ۱۳۴۸ هـ ش کال کي دپرچم او خلک په دواړو برخوکي انتقادي نظرونه را پیدا سوه.چي په لوړو کې ظاهر افق پلوی وو.اوغوښتنه یې داوه چي:هغه څه چي پرکاغذ لیکل کیږي هغه با ید عملي سي. چي په دې باب یې دخپلي دعـوې دثابتولو دپاره لومړی :دګوند اساس نامه اودوهم: مرامنامه مثال را وړل. دوی به ویل : دګوندپه اساس نامه کی په دریمه ماده کي لیکل سوي دي ، چي دګوند کنګره باید په څلوروکالو کي یوځل وسي ؛ څوهم مبتکر ځوانان ګوند ته را جلب سي اوهم داساسنامي پر بنسټ دګوند کدرونه لوړو پړو ته لوړ کړل سي. را هبري نوې کړل سي.اودګوندیانو پوښتنو ته ځواب ورکونکې سي،داشعابونومخه ونیول سي، هغه کسانو چي انشعاب کړی دی هغه بایدمحکوم کړل سي .دوهم : ګوند ته جلب او جذب باید داساسنامې داصولوپر بنسټ وي . خو دحفیظالله امین راتګ ګوند ته یو تصادفي او دشخصي شناخت بر بنسټ وو.او داسي نور….

دوهمه برخه دمرامنامي په باب دګوند مبتکرو ځوانانو به ویل : دګوند مرام پوښتني را پیدا کړي دي چي با یدو هغه پوښتنو ته ځواب ور کړل سي.دګوند مرام ګونګ او سترا تیژي ئې روښانه نه وه؛ په مرام کي ملي دموکراسي دولت څخه دستراتیژیک هدف په حیث یادونه سوې ده، خو معلومه نه ده چي کوم ډول ملي او دموکرا ټیک دولت ځکه په نړۍ کي ملي ډموکراټیک دولتونه ډیر ډولونه لري.اوداسي نورسالم انتقادونه وه.

ددې انتقادي نظر په رآُس کي دخلک ډموکرا تیک ګوند دمرکزي کمیټې دمؤسیسي کنګرې غړی (محمد ظاهرافق وو.) خو!لومړی نوموړي انتقادونه د ګوند داصلاح په خاطر دننه په ګوند کي وه،خودبده مرغه دګوند چارواکونوموړي انتقادونه په تاوتریخوالي تبدیل کړه. او ښاغلي محمد ظاهر افق ته یې دجزا ورکولو د ستور صادرکړاو هغه یې د پا کستان د جاسوس په نوم وښودی. اوخپله ګوندي ټاپه پرووهل ،خو څه وخت چي دمرکزي کمیټې دغه ظالمانه او دواقیعتنو څخه لیري پریکړي واوریدل سوې، نو! دافغانستان په ګوټ ، ګوټ کي ګوندي کدرونه په خښم او سخت په قهر سوه، داځکه دښاغلي افق صاحب صداقت اوګوندي اصولوته وفاداري ټولو ګوندي کسانوته څر ګنده وه.نوپه همدغه دلیل دافغانستان په ټولو ولایتونو کي دولایتي کمیټومنشیانواوغړویې دګوند څخه تر هغه وخته مقاطعه وکړه ؛ څو دګوند راهبران دګوند اصولوته غاړه کښیږدي.موږ دیو څو کسانو نومونه دبیلګې په توګه رااخلو لکه : په پکتیا کي دولایتي کمیټې مشراودمؤسیسي کنګرې غړی محترم استاذعبدالخالق ـ تازه خان ویال ـ حضرت محمد ویاړ ـ انجنیر محمد علم اوداسي نورپه مزارشریف کي ښاغلی استوار ـ ښاغلی توغیان ـ عظیم ګوهري اوداسي نور کدرونه چي زه یې اوس په حافظه کي نه لرم.په کندهار کي دولایتي کمیټې غړي لکه : احمدشاه سپر ، برزین صاحب ، معلم صاحب غني خان ، معلم صاحب اختر محمد خان ، دعلي درالمعلمین استاذ نعیم خان ، محمد معصوم هوتک ، حاجي محمد رزمي او نور…. په کندهار کي لوړ پوړي کدرونه لکه : شهید محمد رفیق حرکت ، دمیرویس نیکه دلیسې دکنفرانس منتخب مشرر ډاکټرشفیق ، دمشرقي لیسې دکنفرانس منتخب مشر حاجي محمد ، دالبیروني لیسې دکنفرانس منتخب مشر ننګیالی بڅرکی ، داحمدشاه بابا دلیسې منتخب مشر اوسنی دکتور محمدرفیق زهیر، دزرغونې انا دلیسې منتخبه مشره زرغونه میوند .او داسي نور ډیر لوړ شخصیتونه وه.په ننګر هار کي دولایتي کمیټې مشر ښاغلی محمد اسحاق تنها ، ډاکټر جهانشاه میونداوداسي نور کدرونه وه چي زما څخه یې نومونه هیر دي.

په کابل کي دپولیتخنیک دسرپرستي کمیټې مشرعبدالهادي دستیار،اختر جان مومند، انجنیرداود،انجنیر اکبر په مشری نور کدرونه هم دمقاطعې سرمخامخ سوه.دکابل پوهنتون دسرپرستي کمیټې مشران عبدالباري جهاني ، نعمت ،کاظم ملوان ،ابراهیم احمدزی،عبدالرزاق اسمر،ډاکټر قاسم اڅکزی اوعبدالهادي عطایی ،زمری محقق هغه کسان وه ، چي په ګوند او خلکو کې پوره ملاتړ درلود او دهغه داخراج سره سم ګوند په بشپړه توګه نا توانه سو .او دنورمحمد ترکي دخولې څخه دغه دوه دحوسیلۍ ږغونه را ووتل : لومړي افق صاحب موږیعني خلقیانو ته هغه ضربه را کړه کوم چي دپرچم برخي یعني ببرک کارمل موږ دومره نه و ناتوانه کړي .

دوهم : موږ به تر هغه هانده لانوره هم مبارزه وکړو کوم چي یوازي زه او خانمه می سره پاتیږو ، یعني موږ یوازي تر خپلي راهبرۍ لاندي ګوند غواړو نو تر دغه شعار لاندي مبارزه کول په وا قیعت کي پيروزۍ ته نه رسیږي. ددغه د وو را هبرانو لکه ببرک کارمل او نور محمد تر کي شعار دا وه ؛

« یادي زه یم او یا دي هیڅ هم نه وي.»نوموړي لیډران بیا هم پراصولو ځانونه نه عیاروي او نه غواړي چي خپل قوانین چي دوی جوړ کړي او تصویب کړي وه ،هغه دي پلي کړي دوی ته دګوند را هبري میراثي ډول درلود.اوهرمشر کوښښ کاوه چي دخپلي کورنۍ سیمي او هغه کسان پر ځانونو را وڅرخوي کوم چي ود ته نژدې او وفاداره وي.

په داسي حال کي چي دانتقادیونو لړۍ نوره هم په شدت سره روانه وه، چي په دغه وخت کي په ۱۳۵۶هـ ش کال کي دنوموړي جمیعت انقلابي دخوا یوه طرحه وړاندی سوه، چي په نوموړی طرحه کي دغه درې شیانو ته پاملرنه او نظراړونه سوې وه.

لومړی : ګوند باید دستونزو د حل لاره یوازي د یوې عمومي کنګرې دلاري حل کړي اودغه اوس وخت تربل هروخت مناسب وخت دی. چي ګوند کنګره وکي اوخپله را تلونکې کړنلاره په کښي روښانه کي.څو خپل منځي اختلافات حل سي او حق او ناحق وپیژندل سي.

دوهم که نن دغه را غلي ستونزي حل نه کړل سي نو سبا که سیا سي قدرت ته هم رسيږي مخالفت به مو دتوپ او توپنګ په ژبه او خوله سره حلیږي، چي ملت به په دې کي پوره زیانمند سي.

دریم : موږ دټولو سوسیالیستی هیوادونو سره دمتقابل احترام پر اصولو دوستي او ښې اړیکي غواړو ،خوپه دې شرط چي دافغانستان خپلواکۍ ته هم احترم وساتل سي ، موږ دوستی ددوستې تر حده غواړو نه دغلامۍ تر حده.

۱۳۵۶هـ ش کال تیرسواوپه افغانستان کي دنظامي لاري دثورپراومه نیټه انقلاب را منځته سونور محمد ترکی او ببرک کارمل دبندیخاني څخه آزاد کړل سوه، خلک وپوهیده چي انقلاب خلقیانو کړی دی او په رآس کې حفیظ الله امین دانقلاب قومندان اودانقلاب نظامي قومنده په لاس کي اخیستې ده،په هر ځای کی ستایني او تبلیغات دنورمحمد ترکي او ببرک کارمل پر ځای دحفیظ الله امین کیږي ، خو په لومړي سرکي هرډموکراتیک ګوند او مترقي سیاسي حلقو دانقلاب څخه ملاتړاعلان کی. او دافغانستان دټولو ملي او ډموکرا ټیکو کړیو دنده وه چي خپله همکاري دراتلونکي سولي او انکشاف په خاطر دحاکم ګوند سره اعلان کي. خو واکمن ګوند او دوخت وا کمنانو دهرچاه دهمکارۍ لاس په لغته سره وواهه،هیچاه ته یې دا وخت ورنه کړ، چي په دغه پروسه کي خدمت وکي .

دافغانستان دزحمت کښانو انقلابي جمیعت ، چی په خپله غیږه کي نامتو هیوادپال لرله دښاغلي ظاهر افق په مشرتابه یې دانقلاب دپروسې څخه دفاع وکړه او خپل ملاتړ یې دهمدغه پروسې څخه اعلان کی. خو دبده مرغه چي څه وخت لا نه وو، تیر سوی ، چی دوخت مقتد رقومندان اود داخلې وزارت معین اوښاري قومندان (داودتړون) چي کله ناکله به دانقلاب قومندان هم ورته ویل کیده،دهمدغه قومندان په ذریعه دافغانستان دزحمت کښانو دګوند مشر ظاهر افق وروغـو ښتل سواو هغه اعلا میه چي دملاتړ په خا طر یې خپره کړې وه ، هغه یې دمیز دجابې څخه راوایستل اوهغه يې دبدو اوبازاري الفاظو په ویلو سره دښاغلي افق صاحب ومخي ته کښیښودل، خو افق صاحب دخپلي کړنلاري څخه دفاع وکړه .

وې ویل : دا زما دنده وه چي په یوه داسي پړاوکي دافغانستان دخلکو دګټو څخه ددفاع په خاطر خپل نظرتاسوته وړاندي کړم،خودا بیا ستاسو مسؤلیت دی ، چي تاسودخلکوپه وړاندی کوم چلند خوښوی.

داود تړون وویل :موږخپل انقلاب خپله ساتواوخلقیان ددې توانمندي لري چي خپل انقلاب وساتي اوموږ په نړیواله سطحه هم غټ طاقتونه لرو، چي زموږ شاته ولاړدي، موږ ستا وملاتړ ته ضرورت نه لرو او بل وخت بیا کوښښ مه کوه چي زموږ په لیکوکي ځانونه ځای کړی.

ددغسي تنګ نظرانه شعارونوپه ورکولو سره ئې دمترقي نهضتونو په منځ کي بیره را پیداکړه،نو دګوندپه دننه او دباندي کي دګوند هغه حلقې چی په ګوند کې اصلاحات غوښته سخت دخطره سره مخامخ سوه.او په حلقوي ډول ئې په داخل او دګوند څخه دباندی ملګرو خپله مبارزه نوره هم سیسټماټیکه اوډیره ښه تنظیم کړه.په ډیره بیا هغه وخت چی دګوند دمرکزی کمیټې له خوا یودرویژنیزم پربنسټ یوتنګ نظرانه کتاب (دافغانستان دخلکوددموکراټیک ګوند دهیواد دکارګری طبقې مخکښ لنډ تاریخ دثورتر انقلابه پوري) خپورسو.په نوموړي کتاب کی برسیره پر دې چی دجنبش ډیرومشرانو ته ئې بداوسپکي سپوري ویلي دي . خو دافغانستان دانقلابي جمیعت مشر ته ئې هم به دغه الفاظوسپکاوی کړی دی.

نوموړی کتاب چی په ۱۳۵۷هـ ش کال کي خپورسوی دی په ۴۸ مخ کی داسی لیکي : « په ۱۳۵۰ هـ ش کال کی چي ګوند بیا ډیر قوت وموند دګوند دښمنانو بیا په ملګروکي نفوذ وکړ اودملګري حفیظ الله امین په ضدد ظاهر افق دمشرۍ په نامه تحریک شروع شو.دروغ ،تهمتونه اودناروا،ناروا خبرواو تبلیغاتوپه ګوند کي د ننه پیل شول. څرنګه چي ملګري نورمحمد تره کي دمرکزي کمیټې عمومی منشي تل په ملګري امین باندي نظراو اعتماددرلوداو په هغه کې یې پوره صداقت اواستعداد لیده نوئې دستر راهبرپه شان لاس ورباندي نیولی وو.او په حقه ئې دفاع ورڅخه کوله،بیا ئې هم په ملګري امین باندي خپل پوره اعتماد ښکاره کړ. چی دتحقیق په نتیجه کي دملګري تره کي ټول درک یوځل بیا صدق پیداکړ او ظاهر افق دڅونورو غړو سره مسؤل را ووتل چي ظاهر افق ته دمرکزي کمیټې دعلي البدل غړیتوب څخه دګوند صفوفو ته تنزل ورکړه شو. ظاهر افق چي خپل داشتباه ډک نظرعملي نشوکړای.نو ئې بلکل ګوند ترک کړ.

ددغه کتاب دخپرید و سره یو ډیر خظرناکه حالت پرافق اودهغه پرملګرو باندي راغلی، چي دګوندی تنګ نظرغړوڅخه به دغه کتاب په لاس کي اوپه هرځای کې دښاغلی ظاهرافق ملګرې به تهد ید ول. دبیلګې په توګه : دغه وخت ما په شرکت کود کیمیاوی کي دیوه عادی ماومورپه توګه کارکاوه، چی یودهغه وخت دجاسوسانو څخه زما دفتر ته راغلی اوغوښته ئې چی ما احساساتي کړی . دغه کتاب ئې ښکاره کی او وې ویل : افق یوخائين وو، دغه دمرکزی کمیټې پریکړه ده. ته څه په کښي وائې؟ ما ځواب ورکړ،دابه تاریخ قضاوت کوي. زه ډیر په دې خبرو نه پوهیږم.اوداسی نوري ستونزي یادولای سو.چي ددې څخه ورسته دافغانستان انقلابي جمیعت په نیمه مخفي ډول خپلو حلقوي اوسازماني اړیکو ته دوام ورکړترڅوحفیظ الله امین اودهغه ډله دمنځه ولاړل، خو دببرک کارمل دګوند سره هم ورته چلند او دیووالي طرحي وړاندي سوې دبده مرغه چي خلقیان او پرچمیان دواړه دیکتازۍ په ناسوراخته وه . او ایګوئیزم دومره ځای په کښی نیولی وو، چي نه داچي دنوروملي اوډموکرا ټیکو قوتونوسره یې یوالی ونه کړ. بلکي ؛ په خپلو منځو کې هم دقدرت پرسریو اوبل سره وټکول،که څه هم په دې وخت کي سره قوتونه داتحادي جماهیرشوروي هم موجود وه، خود بده مرغه دولت دومره ورځ تر ورځي نا توانه کیده چي دروسانو وټیز حالت یې دومره ور خراب کی چي دافغانستان څخه بیله قید اوشرطه ووتل. په دغسي حساس وخت کي بیا هم دزحمت کښانو انقلابي جمیعت خپله طرحه وړاندی کړه، خوداځل یې بیا هم غوښتنه داوه چي دګوندوحدت باید دیوې اصولي کړنلاري دمخي وسي ، خودبده مرغه وحدت بیله کړنلاري څخه وسو.مخکي له دې چي وحدت وسي په جمیعت انقلابي زحمتکښانوکی هم د نظر اختلاف موجود وو. خو هغه داکثریت او اکلیت داصولوپر بنسټ حل کړل سو.په دې وخت کي دافغانستان دانقلابي جمیعت مشرمحمد ظاهرافق اومرکزي مرسیتالان یې استاذعبدا لخالق ، کاظم ملوان ، عبدالرزاق اسمر ، قاسم دهقانپور، نورالله قلالي صاحب ،احمدشاه سپر،حفیظ الله نورستانی ،دکتور قاسم اڅکزی ، حلیمزی ، زمری محقق ، عبدالشکور دادرس، محمد اسلم افضلي وو.

پور ته مرکزي هستې تحمیل سوی وحدت وکی خو تر وحدت ورسته هغه کسان چي با ید په خپلو مسلکي کارونو کي ګټه ترې اخیستل سوې وای ، دپخوانیو امراضو پر بنسټ بیا هم دمیرې دزامنو په ستر ګه په ګوند کي ور ته کتل کیده اوداسي فکر کیده لکه دوی چي دګوندي واکمنانو ور پاته سوې مځکه یا میراث ځیني اخیستی وي.نو ډیرژردناوړه بدبختیو سره یوځل بیا دزحمت کښانو انقلابي جمیعت دستونزو سره لاس اوګریوان سو.او په مجموع کي دخلک ډموکراټیک ګوند پر ډیرو برخو سره تقسیم سو په پرچمیانو کي دببرک کارمل ډله یوې خواته سوه.او دنجیب په حکومت پسې ناوړه تبلغات را پیل کړه.او سیمیزه موضوعاتو ته یې لمن وهل ، تر دغه سرحده چي ویل به یې پښتانه جنرالان زیږوي او فارسي ژبي قربانۍ ورکوي ، خودا یوه بهانه اوپلمه وه ځکه اول خو خپله پښتنوډیري قربانۍ ور کولې ، او بل هم دتڼي دګروپ خلکو چي دخلقیانو برخه بلل کیده ، هغه هم ناراضه او دکودتا په فکر کی وه،خو په دې وخت کي بیا هم دجمیعت انقلابي زحمتګښان مشر ښاغلي محمد ظاهر افق صاحب او دهغه پلویان دګوند داصولی کړنلاري څخه ملاتړ کاوه .او بلکل یې دتڼي او دمحمود بریالي ، دکتور نجیب دمخالفت خبري اوطرحي ورردکړې او په ګوند کې دعمومي ګوندي کنګرې دلاري دیوې سالمي را هبرۍ غوښتونکي سوه.او تڼی یې دنظامی کړنلاري څخه منعه کی ،خو دپرچمیانو هغه ګروپ چي دببرک کارمل ترلارښونی لاندي یې کارکاوه هغوی دیوه مستقیل قدرت غوښتونکی وه او په ګوند کې دګډوډۍ په خاطرمخکي ترهغه چی دکنګرې تر وخته معطل سي تڼی او یوڅونورمهم جنرالان یې له خپلو دندو څخه لیري کړل، ددې خبري خبروتڼي ته دوزیرانو دشورا دخوا څخه په ۱۳۶۹هـ ش کي ددلوي په میاشت کي خبرورکړل سو ، خوتڼی په دې وپوهیده ،چی دایوه د سیسه ده زما دنیولواو بندي کولوپه خاطرنو دهمدغه ځایه وتښتیده او بګرام هوائي ډګر ته ولاړ اودهغه ځایه اسلام آبادته يې پناه یووړه، خودهمدغه سره ډیرخلقیان بند یان سوه.

په دې وخت کي دزحمت کښانو دانقلابي جمیعت مشرپه هندوستان کي وو.اودسترګوداعلاج دپاره تللی وو، نودګوند دملګرو دخوا څخه عاجل یو کس ( قاسم دهقانپور) ودې ته وګمارل سو ، چي هلته ولاړ سي او دګوند مشر ښاغلی ظاهرافق په دې خبرکي، چي ته مه را ځه دلته ستا نوم هم دکودتا په لیست کي یادیږي، ظاهرافق برسیره پر دې چي له همدغه دسیسي څخه خبرسو ، خو بیا هم را غلی اوهغه په ډیرپاک زړه اوپه هغه نیت چي لکه څنګه چي هم وه یعني په کودتا ناخبره اوپه دې باب بې مسؤلیته او ګرم نه ؤ.خو څه وخت چي محترم افق صاحب کابل ته را غلی ، نو یوه ورځ زما ننګیالي بڅرکي سره ، چي د محمد ظاهر افق داکا (تره) زوی او دده دلاري ټینګ ملګری وم، داکاډمۍ څخه دکورپرلورراروان وه، چي ما ننګیالي  بڅرکي پو ښتنه ځیني وکړه، چي دغه تا یوه تیروتنه ونه کړه چي ته په دغه شرا یطو کی کابل ته راغلې؟. او دچارواکو سترګي هم هري لوري ته سرې او بهانه لټوي!.

ښاغلي ظاهر افق کټمټ همدغسي وویل : زه کود تا په هر صورت رد وم ، زه ده کودتاچیانو ملاتړی نه یم ، ما که کودتا تایده ولای نو! خو، دثورداومي نیټې کودتا کامیابه کودتا وه هغه به مي بیله قید او شرطه منلي وای، زه یوازي په افغانستان کي سوله او انکشاف د ملي او ډموکراټیکواصولو پر بنسټ غواړم.

دهمدغه لنډ مجلس ورسته ، موږ کورته را ورسیدو اولومړی ئې زه د کور مخ ته کښته کړم ، خوورسته چي محترم افق صاحب کورته ورسیدی نوسلیمان لایق دافق صاحب کورته ورغلی او دښاغلي دکتورنجیب په باب یې هغه پیغام ور ته وړاندي کي ، کوم چي دکتورنجیب صاحب ویلی وه.

ښاغلي سلیمان لایق وویل : محترم افق صاحب اوس چی هر څه پیښه سوه ؛ خو هغه وسوه،دوکتور نجیب دغه څو غو ښتني لري.

لومړی : اوس باید په ګوند کي کنګره وسي .

دوهم په کنګره کي به ته د خلقیانو پر پيراودوران خبری وکې او دهغه وخت تاریخ به بیا ن کې .

دریم هغه څه چي موږ پریکړه کړیده هغه به ته وایی. افق صاحب په خندا ورته وویل : تاسي څه وخت دغه تصمیم نیولی دی ؟ ښاغلی سلیمان لایق ورته وویل دا دګوند دمشرد کتور نجیب الله اومرکزي کمیټې پریکړه ده.نوهغه څه چی درته ویل کیږي ،هغه به دګونددوحدت په خاطر کوې ؛کنه  ډیر تاوان به دي وي.

ښاغلي افق صاحب په ډیر مؤادبانه ډول سره ورته وویل: زما سلامونه به دګوند مشرته ورسوې اوورته وبه وایی:

لومړی : په اوسني شرا یطو کي چي نظامي پاڅونونه سره وسوه او دګوند دمرکزي کمیټې ډیرمهم کسان دپلچرخي په زندان کي پراته دي او اختلا فات تر دغه حده ورسیده نو اوس زما له نظره کنګره دچا سره کوې ؟او کنګره بې معناده.

دوهم : ما دخپل ژوند په ټوله سیاسي تاریخ کي دهیچاه په دستور اوقومندې بیان نه دی ویلی …او نه یې وایم ،که ستاسو خوښه وي ،زه په کنګره کي ګډون هم نه کوم. خو بیا که تاسو ټینګار کوی ، چي زه به په کنګره کي ګډون وکړم، نوهغه څه چي وایم تاسي به هغه هم هلته واوری.ښاغلي سلیمان لایق بیا هم سروښوراوه اووې ویل : ښاغلی افق صاحب دغه ډول برخورد تاوان درته کوي، خودده دتاوان دخبري سره سم ښاغلي افق صاحب وویل: ما هیڅ وخت هم دخپلو ګټودپاره سیاسي مبارزه نه ده کړې ،نه په معمله کولوسره بلد یت لرم، بیا هم لایق صاحب خپل سروښورا وه او دښا غلي افق صاحب دکوره څخه یې رخصت واخیستۍ ، افق صاحب هم په خنداسره دخپل کوره رخصت کی.

دغه شپه تیره سوه په سبا دافق صاحب خانمه او کوچنیان زما ننګیالي بڅرکي وکورته راغلی وه چي په تصادفي ډول زمری محقق هم دخپلو ماشومانو سره هم هلته ؤ. چي ناڅاپه عبدالشکوردادرس  یا څارنوال صاحب راغلی اودغه پیغام یې را وړی ؛ دافق صاحب کور محاصره سو او هغه سیمه هم محاصره ده اوافق صاحب یې دکوروایستی. نودڅارنوال صاحب هیله داوه چي تاسي هم دکوره ووزی اوممکن دلته هم حمله وکي.خو په هرصورت زه ننګیالی بڅرکی او زمری محقق دواړه په پټه توګه دکوره ووتلو او لومړی مو دافق صاحب دکور احوال واخیستۍ ، چي شاه وخوا ټوله سیمه کلابنده وه یوازي دافق صاحب دزوی کنیشکا په وسیله دغه ټوله جریانات وویل سوه.خوورسته یولړ دزحمتکښانو کد رونه ددې په انتظار کي وه چي ګواکي نور کسان به هم ورسره ونیسي، خوخبره داسي نه وه؛ خبره داسي وه چي یوازي یې افق صاحب په کاروو.

څه وخت چي افق صاحب دکورڅخه وایستل سوه، نو دلومړي رپورټ له مخي سروردانش دمعادن او صنایع دوزیر له قوله ، چي ښاغلی محمد ظاهرافق صاحب په مر کزي کمیټه کي دخا د دوزیر یعقوبي صاحب سره یو ځای روان وو، خودغه خبره یې هغه اوریدلې وه؛ چی ظاهرافق ویلي یې وه:« ملک په دسیسو نه جوړیږي» ددغه وروسته بیا ددکتورنجیب الله دمرکزي کمیټې دعمومي منشي دکارخوني ته ورننوتل او بیا دهغه ځایه څخه نورهیڅوک نه پوهیده چي څنګه؟ اوڅه وخت؟ اوپر کومو پيښویې خبري کړي دي؟؟. خو په هرصورت افق صاحب دګوند دپریکړي اوددولت دتصمیم سره سم په عمري قید سره بندي اواعلان سو، په داسي حال کي چي ددکتور نجیب الله دولتي واک د وه کاله نور دوام وکی.

په دې وخت کي دبندیانو سره لید نه سخته وه ، هیڅوک یې نه پریښودل چي سیاسي بندیانو ته دي ورسي ، خو زه ننګیالی بڅرکی هغه وخت دلومړي سړی په حیث دافق صاحب سره مې ملاقات وکی ، داځکه چي دپلچرخي دمحبس عمومي قومندان یوله هغه کسانو څخه وو، چي زما ننګیالي بڅرکي سره یې ښې اړیکي درلودلې . خو څه وخت چي افق صاحب را ووتی اوزه ننګیالی بڅرکی يې ولیدلم، خپله حیران سو چي څنګه دي دالاره وموندل ، خوماورته وویل:چي قومندان صاحب تاته درناوی لري، خو دافق صاحب سره تر ډيره ځایه په اشارو پوهیدل او را پوهول کیده، خو وروسته دافق صاحب څخه ما بڅرکي وپو ښتل : مادرته وویل چي دغه خلک په باورنه دي ، هغوی په خپلو منځوکي لاهم باوري کسان نه لري ، دادی نتیجه يې سخت بند او کوټه قولفي سوه،ته پښیمانه نه یې؟؟ خو ښاغلي افق صاحب وخندل اووې ویل: بند خوزما او زموږ دکورنۍ دپاره یوه عامه خبره ده، ځکه ستاپلارزما اکا محمد علم بڅرکی بیګناه بندي نه سو ، ستا اوزما نیکه حاجي محمد انور خان اڅکزی بیګناه بندی نه سو، نو څوک چي دهیواد،ډموکراسۍ ، او دهیواد دستونزو پرضد مبارزه کوي، نو بنديخانه هم باید مخکي لا پیشبیني سوې وي.

بله خبره چي وښاغلي افق صاحب ته دتحقیق په جریان کي سوې وه هغه داوه؛موږ ننګیالی بڅرکی نیولی دی او هغه هم اوس دلته زموږسره ناست دی ، هغه پر ټولو خبرو اعتراف کړی دی، چي ته په کودتاکي شامل وې او برخه دي په کښی اخیستې ده، نوولي موږ ته اقرار نه کوې؟؟ . دښاغلي افق صاحب څخه کله چی وپوښتل سوه، تا څه ورته وویل : افق صاحب ددې خبري په ځواب کي راته وویل: ماورته وویل چي تاسو ډیر غلط کار کړی دی چي هغه مودلته راوستلی دی، نه هغه په څه خبردی او نه هم زه په دې باب په څه خبریم ځکه زه په هندوستان کي دسترګودتداوی دپاره تللی وم. تاسي چي هر څه لری زماسره یې ووایاست نور خلکو ته په دې معا مله کي مه تکلیف پیښوي او نه ازارورکوی.

نو دلته افق صاحب ودې ته هم حیران پاته سو ،چي ننګیالی بڅرکی خو بندی نه دی؟ او هغه خبره چي دوی کړې وه هغه درواغ او خطاایستل وه . پسله هغه په اونی کی یوه ورځ دافق صاحب سره ملا قات زما ننګیالی بڅرکي کیده او د کور او انډیوالانو په حال او احوال به مي خبرا وه.

په دې وخت کې نور کسان وسیاسي بندیانو ته نه ورپریښودل ، یوازي دکورنۍ غړو کولای سو چي دبندي سره وویني.دکورنۍ غړي عبارت وه له پلار ، مور،ورور، خور،زوی اوداسي نوروڅخه ، خوما ننګیالي بڅرکی بیا داسي کارت جوړ کړی وو، چي کارت دافق صاحب دورور په نوم وو ، خو عکس د ننګیالي پر لګیدلی وو.

تر څو دنجیب دولت دشمالی تلوالودمذهبي ګوندونو دخوا اود دببرکارمل او دهغه دپلویانو دخوا ړنګ سو،اودملل متحد پرو ګرام هم دماتي او ناکامۍ سره مخامخ سو. داوه هغه لنډ ټکي چي دافغانستان دزحمت کښانو دانقلابي جمیعت په باب وړاندي سوه.

ښاغلی سفر محمد خواریکښ صاحب: تر هرڅه ترمخه ددغه قیمتي اثر یا کتاب دخپریدو مبارکی درته وایم.ما هم دغه ډیربارزښته رازونه تاسو ته فیرزو کړه. هیله ده چي په پوره امنت دارۍ ئې خپور کړې او یا هم ګټه ځینی واخلې.په درناوی ننګیالی بڅرکی.

 

Share