ملامت
په افغانستان کي مي د رادیو کابل سره په کار شروع وکړه. تر هغو ورسره وم چي« رادیو کابل » په « رادیو افغانستان » بدله سوه او وروسته تلویزیون هم جوړ سو. ددې تلویزیون مشري او مسئولیت یو وخت ماته هم را وسپارل سو.
د ١٩٧٩ کال د ډیسمبر د ٢٦ مي یا د جدي د شپږمي نیتې د ژمي یوه شپه وه او د کابل غرنی ښار واوري پوښلی و. زه په خپل دفتر کي ناست وم او د تلویزیون خپرونو لا دوام درلود. د تلویزیون خپروني به موږ هره شپه که به کومه خاصه موضوع نه وه د یوه فلم په خپرولو سره چي تقریبا یو نیم ساعت یا دوه ساعته به یې دوام کاوه ختمولې. همدا وخت به زموږ مامورینو دپاره په اصطلاح د آرام ساه ایستلو وخت وچي مسؤل کسان به د تلویزیون د تړلو تر وخت پوري په خپلو دفترونو کي ناست وو. په دې وخت کی زما مرستیال راغی، غوښتل یې چی په دې شپه یوڅه وختي کورته ولاړسی، خو ما فکر وکړ چی د ځینو نورو شپو په شان راغلی دی چی د بیکارۍ په وخت کی بیا کومه تخته سطرنج راسره وکړي. مخکي له دې چی زه د سطرنج بلنه ورکړم، ده نوبت مخکي کړ او راته ویې ویل:
« رئیس صاحب نن مي یوڅه کار دی، غواړم وختی کورته ولاړ سم.»
ورته ومی ویل:
« د تگ مخه دي نه نیسم، خو سطرنج به څنگه سي. »
ددې خبري جواب دده سره هم نه و ځکه چي دی هم د سطرنج شوقي و او په جواب کي یې راته وویل:
« یاره بده خبره دي ونه کړه، نن به فقط یوه تخته ووهو اوبیا به نو زه درڅخه رخصت سم.»
دواړه کښیناستو او سطرنج مو شروع کړ.
که څوک د سطرنج شوقي وي او په لوبي شروع وکړي، نو ټوله پام یې په همدې لوبه کي وي. موږ هم داسي وو. لوبه ډیره توده او دلچسپه روانه وه او ټول فکر مو د سطرنج تختې ته اوښتی و. د تلویزیو د پردې پرته چی کله کله به مو ذهنونه ور واوښتل، بل داسی شی نه و چي توجه مو ورواوړي.
۲
خو دې چوپتیا ډیر دوام ونه کړ او ناڅاپه د تلویزیون د ودانۍ ختیځ پلو ته د امریکا د سفارت د څنگ څخه یو عجب ږغ راپورته سو او چی زموږ په خوا را نیژدې کیده نو پسې لوړیده.
موږ سطرنج پریښود چی وگورو دا دڅه شی ږغ دی. په کړکۍ کی مو د عمومي سړک په خوا وکتل، گورو چی عسکري ټانکونه یو په بل پسې د هوایی میدان څخه په دې سړک باندی چی د امریکا سفارت یې هم پر غاړه پروت دی، راروان دي.
په دې وخت کی زما دفتر ته څو تنه نور نوکریوال مامورین هم راغلل او ټولو فکر کاوه چی دا به د حکومتي قواوو نظامي تمرینات وي . خو اول ټانک راغی او سم سیده د رادیو تلویزیون وسپنیزي دروازې ته ودرید، دروازه یې په شدت ووهله او دوې پلې یې کړه او په ډیري چټکۍ د رادیو تلویزیون غولي ته راننوت او نور ټانکونه هم ورپسې وو. اوس نو هر چا دا باور کاوه چی موضوع تر عسکري تمریناتو غټه ده. هر ټانک چی به را ورسید نو د هغه څخه به سمدستي عسکر چی جامې یې د افغان عسکرو نه وې او د هریوه سره لنډکی ماشیندارو، یو په بل پسې را وتل او خطایي ډزي به یې کولې. ځینو زموږ پرخوا او ځینو نورو د رادیو د ودانۍ پرخوا ځغستل. ډیر ژر د سپیني واوري مخ عسکرو او تورو ټانکونو وپوښه .
د حاضرینو څخه یوه په مایوسۍ وویل:
« کودتا ده والله. »
په افغانستان کی په همدې کلونو کی مخکی هم دوې کودتا وي سوي وې چی یوه داودخان ته د خلقیانو کودتا او ترهغه مخکي ظاهرشاه ته د داود خان کودتا وه، او دغه سړي دغه دواړي لیدلی وې.
هیچا جواب ورنه کړ. ټول چوپ ناست وو او ددغو عسکرو او ټانکونو سیل مو کاوه چی څه کوي . دوی د تلویزیون په ودانۍ راننوتل او دننه په تالار کی یې هم خطایي ډزي کولې او معنی یې دا وه چی هر څوک هر چیري چی وي د خپل ځای څخه نه سي ښوریدلای . په کوټو ننوتل او مامورین یې ددفترونو نه را ایستل او د تلویزیون د خپرونو په غټه سټیډیو کی به یې چی دا وخت یې نشرات بند سوي وو اچول .
د عسکرو لارښودنه یو څو تنو چی ملکي جامې یې اغوستي وې کوله . کله چی زما دفتر ته راورسیدل نو دروازه یې په زور په پښه پوري وهله او خبر داری یې راکړ چی څوک دي نه ښوري . لارښود یې په روسي ژبه یو څه وویل چي معنی یې دا وه:
۳
« د چا روسي زده ده ؟ »
یوه په وارخطایي جواب ورکړ:
« زما زده ده. »
هغه یې ترجمان کړ او ورته ویې ویل:
« په ما پسې راځئ. »
موږ ټول پسې روان سولو. هغه ددوهم پوړ څخه کښته سو او په لومړي پوړ کی د تلویزیون د غټي سټډیو په خوا رهي سو او ترجمان ته یې وویل چی ټول دي په دې خوا راسي.
هغه مخکي و، زه او ترجمان ورپسې وو او نور مامورین چي زما په دفتر کي وو تر موږ وروسته په یوه کرښه پسې روان وو.
کله چي سټیډیو ته ورسیدو په ډیري حیرانتیا مي ولیدل چی د سټډیو د دروازې په خوله کي یو څوک غځیدلی پروت دی .
« اوه، دا خو ظاهر دی ! »
فکر مي وکړ چي ضعف یې کړی دی. ورټیټ سوم چی ویې گورم. مگر روسي عسکرو تهدید کړم چی لاس ورنه وړې. نورو تر هغه گامونه اړولي وو او زه هم تر واوښتم او د نورو قیدیانو په ډله کي کښیناستم .
موږ ټول دخبرو څخه منع وو خو یوه په اشاره را ورسول چي:
« خدای دې وبخښي ، ختم سوی دی … »
ظاهر د پکتیا په غرونو کی لوی سوی و، هم یې د بدن ونه، هم یې خوی او عادت غرنی و. دوه ویشت کلن سپیڅلی ځلمی و. په دوو مټو کي یې د لسو مټو زور و. زورور ته زورور کمزوري ته کمزوری و. د ښوونځي دوولسم ټولگی یې لوستی و او په تلویزیون کی یې د کار تقریبا یو کال تیر سوی و.
۴
یوه میاشت مخکی ماته راغلی و او راته ویلي یې و:
« رئیس صاحب یوه میاشت رخصت درڅخه غواړم، کاله ته ځم ، مور اوپلار او دوستان مي وینم. »
ما په ټوکو ورته وویل:
« خیریت خو دی ، کال ديٍ لا نه دی پوره سوی ته بیا رخصت غواړې. »
دی مسکی سو او راته ویې ویل:
« ضروري دی، واده کوم. »
هغه ته مي شل ورځي رخصت ورکړ او ورته ومي ویل:
« گوره ظاهره، چی تر شلو ورځو زیات ونه ځنډیږې، خکه چي موږ تاته ضرورت لرو. »
دی په دې شلو ورځو خوشحاله سو او راته ویې ویل:
« وعده کوم چی یوویشتمه ورځ به بیرته حاضر سم. »
همداسي وسول، خبره یې خبره وه. د رخصتۍ په یوویشتمه ورځ بیرته راغی. ډیر خوشحاله و. واده یې په خیر تیر سوی و. کارونه ټول دده د سنجش مطابق ترسره سوي وو. خو دا چاته معلومه وه چی ظاهر به د خپل واده په یولسمه شپه په اصطلاح د سره اردو د عسکر په لاس وژل کیږی.
د هغه د خولې څخه یو غوړپ وینه را توي سوې وه … فقط یو غوړپ. نوره یې په بدن کی ساتلې وه، تا به ویل چی قاتل ته په ایشیدو ده او انتقام اخلی.
ظاهر مړو. خو د هغه د قتل ملامت څوک و ؟
اول ما خپل ځان ملامت کړ چی ولي دي هغه ته د شلو ورځو پرځای دیرش ورځي رخصت ورنه کړ. بیا می خپله دی ملامت کړ چی په تش لاس یې د بیرحمو یرغلگرو سره مقاومت کړی و. قسمت مي هم ملا متاوه چی اجل یې رسیدلی و. دا ریشتیا ده چی د اجل څخه تیښته
۵
نه سته. خو ددې ټولو سره سره ملامت را ته د سره اردو عسکرو چی ظاهر یې د توپک په کونداغ په زړه کی وهلی و.
هو ! هغه به خود ملامت و. قتل یې کړی و ، انسان یې وژلی و.
او بیا مي د ځان سره وویل:
« ته د خپلو مقرراتو تابع وې، ظاهر پر خپله عقیده ټینګ ولاړ و چی نه یې غوښتل چاته او په خاص ډول یرغلگر ته د تسلیمیدو سر ټیټ کړي، د سره اردو عسکر هم د امر تابع و او په پای کي قسمت خپل کار وکړ. او ځکه نو اصلي ملامتي په کوم بل ځای کي ده. »
څلوریځه
مځکي مخ په هغه وخت کي په لړزه سي
چی یې لاندی په مرکز کی زلزله سي
ملامت دی چنگیزي نظام د عصر
په یرغل کي یې ښارونه لولپه سي
طاهر اڅګزی



